طوفاني شپې ته مې ډيوه د اميد بله کړله
تا چې له ما نه د ژوندون لاره بدله کړله
ستا د هجوم د جهان دغه يو احسان ٶ په ما
چې د جنون او تنهايۍ دنيا مې خپله کړله
پوه شوم چې څه وي د وريښمو په بالښت خوبونه
چې سر ته ماته په بېديا کې مې څنګله کړله
هغه ماښام نه پس مويو بل بيا ليدلي ندي
په کوم ماښام چې تا يوه کړه او ما بله کړله
خدايزده د کومو جزيرو په لور يې واخيستله
وخت مې د بخت کښتۍ راتاوو له منزله کړله
ما د راستۍ مينه په يو تهمت له لاسه ورکړه
تا د ټګۍ ناوې راپورې ــــــــ له دلدله کړله
بيا مې وطن کې شمائلې ـــ زړه ونه لګېده
چې مهاجره دې له باغ ــــــ زما بلبله کړله
شمائله سليمي