پښتو شعرونه او تپی @pashto_sherona_p Channel on Telegram

پښتو شعرونه او تپی

@pashto_sherona_p


الســـلام عــلیــکم ورحـمـةالله وبـرکاته
ښـه راغــلاســت دلته تاسوته👇

💞شعرونه📝

💖غزلونه 📝

💕ټــپـی 📝

💘مصری 📝

وړانـدی کـیـږی

@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی (Pashto)

پښتو شعرونه او تپی یوه خوندي ډول ده چې پښتو زده کولو او ليکوالينو کې د کارولو په کچه کې مخه ورته په ښه راغلاسونو کې دلته تاسيرو ته پېژندل کړې. دا خوندي د خوا شعرونو او غزلونو د ليکنو او شاعرانو وهلو په اړه مخه ورته دي. او همدا خوندي د مصري او ټپيڅه کې د بېرته مواد په اړه محتويات ورکړل شوي. اگوستو خوندي په ټولو علاقو کې د پښتو زده کولو او ليکوالينو علاقېونو کې د خپلو خلکو زده کولو پر معلوماتو سره وي. ښه راغلاسونه په ښرنو کې د زده کولو او ليکالينو کې په خلکو ځاننو کې د ښاغلي راوستو په ښايي نړيواليو ته پر اړه او له ويشاسېو کې په ساحل کې د دې خلکو باندي يا د ځاننو په خلکو په لاندې کې د مختلفو ډولو غزلونو، شعرونو او تپيڅو اشعارو په اړه او ليکالينو کې پر اړه وکړل شوي. په دې خلکو کې د کټې شعرونو او تپيڅو په خپلو واقعيتونو او د زهره کې د مختلفې د باورونو په اړه مالوماتو ورته وي. پښتو شعرونه او تپی په تلگرام کې د په عمومي پاڼو ته د لاسه الفبوسو کې وړاندي کولای شي.

پښتو شعرونه او تپی

21 Dec, 19:04


غزل
وم تېروتلی ستا د سترګو په ادا حتما
هېڅ ضمانت نه و چې ته دې شې زما حتما

دا ځل به ته سلام کوې، زه به مخ اړومه
ژوند دی، باور لرم مخ کېږو سره بيا حتما

دومره اوږده موده خپګان خو ما فرض کړی نه و
ما وې هفته وروسته به بېرته شې پخلا حتما

يا ډېر اسانه تا په هر څه خاورې واړولې
يا خلک ټول داسې دي زه يم اشتباه حتما

ته به راګرځې، مګر زه دا وعده نه کوم چې
ستا اوسنی ځای به مې زړه کې وي سبا حتما

هميمه کله چې هم خپل ضرورتونه شمېرم
اول يې ستا پر اوږه خوب وي بيا خندا حتما

حفيظ هميم جلالزی

@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

21 Dec, 18:59


نو دا یه تاته دالی

حاجت یې څه دی دلایل یې درله ولې درکړم؟
نه وه، بس نه وه، هغه نه وه، زما یاره نه وه

نظر دې نه ویل خو ما دې ارادې لوستلې
موسکا دې نورو له وه، نوره زما لپاره نه وه

سعوده منځ کې مو پښتو وه ګنې هېڅ هم نه وو
زه هم په حقه وم، هغه هم ګنهکاره نه وه



شاعر : میوند ماښام

@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

02 Oct, 16:50


د سترګو له جنګ ستړي ښکاري زړونه ايماندارو
ضعيفه شول د خلکو ايمانونه ايماندارو

د حسن په ارزښت باندې که چوپه خوله شو پاتې
نو خدای ته به بياڅه کړو ځوابونه ايماندارو؟

چنده د خوشحالۍ او د خندا خلکو ته ورکړئ
اباد کاندئ د زړونو جوماتونه ايماندارو

هر څوک ورته را اوړي په اسانه يو غريب يم
د زړه د کور مې ټيټ دي دېوالونه ايماندارو

بسمل د يوۀ چا پسې دا ډېر کلونه مړ يم
زما په حق کې پورته کړئ لاسونه ايماندارو

@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

02 Oct, 16:48


غزل

یـو څوک مې پۀ دې زړۀ کې اوسېدۀ لکه دا تۀ
هــــر وخت راسره څنګ کې ګرځېدۀ لکه دا تۀ

دا ســــــتاپشان یې تل راته کاتۀ په مینه مینه
زمـــــــــــــــــاپه دیدن هیڅ نه مړېدۀ لکه دا تۀ

په مـــــــــینه کې مې داسې لیونی وو یو سړی
مجـــــنون غوندې په ځان نه پوهېدۀ لکه دا تۀ

زمــــــا به پرې زړګی بیخي ډاډه وو د زړۀ سره
چـــــــــې خواکې به مې کله وو ويدۀ لکه دا تۀ

یــو څوک د چا په مینه د لمبو غېږه کې ورک ؤ
د شـــــــــــمعې پشان ورو ورو ویلېدۀ لکه دا تۀ

لـــــــه ګل ځیني نازک وو په زړګي کې اوسېدۀ
پـــــــــــــــــــــه نه خبره تل خفه کیدۀ لکه دا تۀ

{میرویسه}د غمونو په جېل خونه کې بندي وم
چـې شپه به شوه خوږ یاد به دې راتۀ لکه دا تۀ

ميرويس

@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

08 Sep, 12:33


ټوپک دې زنګ ووهي
قلم دې عام شي دلته
کتاب دې وويشل شې
جنګ دې بدنام شي دلته

پښتو شعرونه او تپی

11 Aug, 10:55


بيلتون ټوپک شو راته ډک شو
ناساپه ډز شو په زړګي يي او ويشتمه

@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

11 Aug, 10:49


@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

11 Aug, 10:37


Channel name was changed to «پښتو شعرونه او تپی »

پښتو شعرونه او تپی

11 Aug, 10:26


کله محبت کله غوصه کوی

مینه دجینی سومرہ مزہ کوی

زہ چی یی دملانه لاس راتاو کم

دالکه دمار په شان حمله کوی

راشه دواڑہ یو شو چی مزہ وکڑی

پریدہ رقیبان دے تماشه کوی


…...…,•’``’•,•’``’•,
…...…’•,’🌹’ ,•’
...…….. ’•, ,•’,•’``’•,•’``’•,
,•’``’•,•’``’•,....’•,’🌹 ,•’
’•,’🌹’ ,•’….... ’•, ,•’
’•, ,•’


@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

11 Aug, 10:25


ټوکه

یو ساده هلک د شپې دوه بجې د خوبه راپاڅېدی، ويې کتل چي ښځه يې په څنګ کي نسته، هلک وارخطا سو

ټولي کوټې يې پسي ولټولې خو پيدا نه سوه بېچاره ډېر خفه وو

يو ساعت وروسته
په ځان پوهه سو؛
چي

ما خو لا واده نه دی کړی😜

د مجرد ناحقه فیکرونه😂

@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

05 Aug, 23:03


@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

05 Aug, 23:02


@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

02 Aug, 05:08


هلمنده
دسکروټو له انګاره، ته هلمنده لېونى شوې
زه دعاکړم ستا له پاره، ته هلمنده لېونى شوې

ستا دهرې شپې له درده ، زړه تڼاکې ګرځومه
چا نظر کړلې نګاره ، ته هلمنده لېونى شوې

اوس به چا ته غزلونه د هلمند څپو کې وايو
خداى دي بياکړه په کراره ،ته هلمنده لېونى شوې

دګلاب شونډې چاودلې ، پسرلى په وينوسورشو
غېږدي ډکه له کوکناره ،ته هلمنده لېونى شوې

زه د سولې دعا وکړم تر آسمانه نه رسېږي
بشرمل شومه بيماره ، ته هلمنده لېونى شوې

بشرمل ناصر
1-8-21

@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

02 Aug, 05:07


پیر محمد کاروان لخوا زخمي هلمند ته!
#هلمند_ته_اوښکې:
در پسې ده د خپل سیند پر غاړه تنده
خدای دې وساته په سره اور کې هلمنده

ګلابونه او نرګس خو پر ځای پرېږده
د کوکنار ګل دې هم مه غورځه له ژونده

ستا په خیال کې چړې سرې په وینو ګرځي
د جګړې لېونۍ سترګه درته برنده

د ایشیا زړګکی دا څومره مظلوم شو
ور په غاړه شوه د اوښکو وینو دنده

ربه ته یې کشیبان کړې نوح د امن
چې بېړۍ مو په ګرداب کې ده څرخنده

د هلمند پر بدن سرې لمبې دي بلې
د اوبو جامې ور واغونده خاونده

په اوبو یې د ایران ګلونه ګل دي
په خپل ګل ګل کې یې ماته وچه ستن ده

بې له تا یې ربه بله اسره نه شته
ستا کاروان اېښې منګول ستا پر لمن ده

۱۰ اسد ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ


@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

28 Jul, 11:00


‏خوله یې د غوټۍ غوندې راټوله ده
ما ته به موسکا وکړي او ګل به شي

رنګ یې لوپټې د پاسه نوی دی
اوښکې به ترې غلا وکړي او ګل به شي

ستا په موسکو شنډو زه ژوندی یمه
ګل خو به خندا وکړي او ګل به شي!

@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

25 Jul, 09:57


غزل :

دومره ساده وم و لیوه ته مي سپارلی وو ځان .
چي خبریدم تر نیم یې ډیر رانه خوړلی وو ځان .

دومره هم نه وې لکه څومره چي په ځان غره وې .
په درواغجنه آئینه کي دي لیدلی وو ځان .

بیرته مي کړی کرار کرار ځني راټول خپل ځان ته .
و څه بې قدره غوندي چا ته مي بخښلی وو ځان .

د هغه دومره قامت لوړ نه وو چي لوړ ښکاریدی .
ما یې په عشق کي تر پښو لاندي غورځولی وو ځان .

که مین نه وای نو (نثارمخلص) هم نه منلې .
په یو مجبوره دي په زور باندي منلی وو ځان .

@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

22 Jul, 09:16


•ده ښار په بازارونو کې کوڅه په کوڅه ګرزم
شېن سترګې له ده سترګو شان بنګړې اخلم لګېا ېم

@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

19 Jul, 13:59


یوه شپه په خوب کې تللی ووم جنت ته
ښکلې حورې وې شراب وو او شيدې وې
یوې حورې له یوه کونجه غږ را وکړ
جنتي بچېش دنیا کې څه کيسې وې

@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

18 Jul, 17:05


غزل
د انتظار او اضطراب ځواب دې راکړي ما ته
جانان دې راشي او یو سور ګلاب دې راکړي ما ته

د پسـرلیــو قاتلانـو تـه لـږ دا و وایئ!
زما د سوي ګلستان حساب دې راکړي ما ته"

زۀ هم و باسم په ذهنونو کښې لښتی د شعور"
د دغه دور د فرهاد خطاب دې راکړي ما ته"

شها ته وایئ! چې د عقل له زندان مې خلاس کړي"
د محبت د بدمسـتۍ شراب دې راکړي ما ته

د خپلې بـرخـې جنتونـه و ملا ته بخښم"
دیـداره بس یـو کابلی رباب دې راکـړي ما ته

@pashto_sherona_P

پښتو شعرونه او تپی

14 Jul, 19:54


سپین مخونوته چی ګورم لیونی شم
شنه خـالونوته چی ګــورم لیونی شم

پښتنی پیغلی ترشاتوهم خــوږی دی
سرولاسونوته چـی ګورم لیونی شم

شیخه نوری دثواب خـــــبری پریږده
ســتاکارونوته چی ګورم لیونی شم

درباب دهــره شـرنګ ســره نڅــــیږی
پایزیبونوته چی ګـــــورم لیونی شم

دامی عهدوی چی بیابه شراب نه څکم
ډک جامـونوته چی ګــورم لیونی شم

ای (صالحه)صُلحه وغـــــواړه دخدایه
داجــنګونوته چی ګورم لـیونی شم

@pashto_sherona_P