یو ورځ چرګ ګوري چي ګیدړ ورپسي غلئ روان دی نو چرګ د وني سر ته وخوت په اذآن یی پیل وکړ، ګیدړ پري د لاندي نه غږ وکړ، چي اوس راښکته شه چي لمونځ وکړو، چرګ ویل ته صبر چي زمونږ امام راشي ، ګوري چي زمري له لري را روان دي، ګیدړ چي زمرئ ولید، نو په منډو یی پیل وکړ، چرګ پری غږ کړ چیرته لاړئ صبر چي امام راغئ، ګیدړ پداسي حال چي په منډه کي وو ، په وارخطایی یی ویل؛ دا امام زمونږ په مذهب ندي .....
درس: ځیني خلک ډیر ټګ او چالاک وي، او خلک په خبرو او چالاکئ تیر باسي ،خو کله چي حقیقت څرګند شي بیا نو د ټینګي نه وي
#ټوکه #خندا
#انډیوال_ته_یې_واستوئ😁
😜@pashto_tuki😜👈دلته راشه