شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه @az09irfanoo Channel on Telegram

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

@az09irfanoo


°

#ټپه #لنډی


🥀🖤

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه (Pashto)

د دې چینل د عنوان د په پښتو ژبه کې واضحولو، د خپلواکی موادو کې د پوهاندولو وړاندې د پېژندلو په اساس کې چه پېژندل اوښتیا چې دا چینل څه دی؟ څنګه دی؟ د چینل عنوان په اړه اجوبه غواړ؟ دا چینل یو شخص یا پخوانی چې د په پښتو ژبه کې شاعرۍ، غزل، ټپه او تپیزه ليکلو او هغه پرېکړه ورکوي. دا چینل د په پښتو ژبه کې د خوشحالانه او هنرمندانه ویلوېز نوې شعر، غزل، ټپه او تپیزه تحريراتو ته ورسره وپېژندل او ورته پورته کوي. دا په چینل کې شامل شويو شعر، غزل، ټپه او تپیزه ليکونه هغه بېلا بېرغوټ او د خاليقة او هنر بشپړې وتلې. دا چینل د په پښتو ژبه کې د لوستلو او د هنرپوهانو او هر څوک هنرمندانه وېلوېز شعر، غزل، ټپه او تپیزه تحريراتو ته د ورسره پېژندلو او ورته پورته کولو د مرسته پر اصرار وکړې.

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

15 Jan, 05:28


د زلفو تار مي اوبو يوړو
پہ ما مئين لاليه نيسه ګودرونه

💞🌸


°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

14 Jan, 14:38


🚶🖤🥺


°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

14 Jan, 14:34


🍁🖤


°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

14 Jan, 11:17


څه په چل ول ئی راته خیال بدل شو.
هم ئې خبرې هم ئې چال بدل شو.

منکر دے اوس هم وایي هغه يمه
مني يی نه خه په کمال بدل شو

ته که بدلیږي دا دې خپل ایمان دے
دا به وانه اوري چی مشال بدل شو

څو کاله اوشو هر کال داسي وايم .
زړه به ترې صبر کړم چی کال بدل شو

🥀🖤


°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

14 Jan, 05:40


انتظار کوي یو نوی رنګ ته ناست دی
يو سړی دې له تر وسه زنګ ته ناست دی

پښیمان دې په خپل کړي محبت کړم
حق د چا کیدی او څوک دي څنګ ته ناست دي

🚶🖤🥀


°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

13 Jan, 18:50


https://t.me/Khasta_D_e_el

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

13 Jan, 09:04


ته د صابر زړه دردوې تاله مزه درکوي
ما سره غم دی چې ازار یې ستا نظر ته رسي

🚶🥀🥺


°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

13 Jan, 05:23


له درده لرې اوســــــــې حُسن دې بدنام مشه
د بدو بدو نــظرونو درتــــــــــــــــــه پام مشه

د اننــګو تر ګلابـــي ښکلا دې وګرځــــــــــــمه
ستا د ښایست موسم خــو هیڅکله تمام مشه

زه چې ناهیلـــی شم له ژونده یاره تاته راشم
زما په زړه کــــې کم داستا د عِشق مقام مشه

🚶🫀🥀


°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

12 Jan, 11:27


کله چې موږ د یو چا سره ډېر فري یا صمیمي شو نو پوه شه چې اړیکه مو له منځه تلونکي ده.
هره اړېکه چې له حده تېره شي په خپګان بدلېږي.
نو له همدې امله موږ باید له هر چاسره په خپل حد کې پاتې شو.
💎🦋

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

12 Jan, 05:48


د ډار په ښار کښ ګويا خله په کرايه هم نه وه
د غرونو غرونو وجودونو به سايه هم نه وه

د خدائ له ويرې مو نازکي تا لاس نه اچوو
ګني د ښکلو دومره ډيره سر سايه هم نه وه

غزل مومند

🚶🥀


°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

11 Jan, 18:53


له درده لرې اوســــــــې حُسن دې بدنام مشه
د بدو بدو نــظرونو درتــــــــــــــــــه پام مشه

د اننــګو تر ګلابـــي ښکلا دې وګرځــــــــــــمه
ستا د ښایست موسم خــو هیڅکله تمام مشه

زه چې ناهیلـــی شم له ژونده یاره تاته راشم
زما په زړه کــــې کم داستا د عِشق مقام مشه

🚶🤭🥀


°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

11 Jan, 05:20


ما ته په غټو غټو ګوره!
تر بله کاله به بدرنګ وي صورتونه!

🚶🥀


°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

10 Jan, 14:41


خبر مـــــــې ڪله ڪله اخله
رنځور سړے يم چې دُعا درته کوومه

#ټپه #لنډۍ

🧑‍🦯🥲

°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

10 Jan, 14:27


په تش ديدن دې خوشالېږم
که مې نصيب شوې بيا نه کړم آرمانونه

#ټپه #لنډۍ
🧑‍🦯👀

°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

10 Jan, 05:27


وار پــه وار او دم پــه دم نــاوخـتـــه کیږي
کیسې لنډې کـــــوه ځــــــم نـــاوخته کیږي

ژوند مـې ځان سره په دومره بــیـړه بیایي
چـــــې در ګورم شاته هـــم نـاوخــته کیږي

که پرېږدم یې نو زرې زرې بــه پـــروت وي
کـــــــه زړګــــــــی راټولوم نــاوخــته کیږي

زه بــــه ستا لارې څــارم د ژوند تـــــر پایه
اوس دې خدای باندې سپارم ناوخته کیږي

🚶🖤🥀


°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

09 Jan, 11:39


مـخ دی مقــدس ڪـتـاب .
ستـࢪگــی دی شـࢪاب شـࢪاب..

خـال دی پــه جــبین بـانـدی.
حــد ڪـوی جـنـاب جـنـاب..

🧑‍🦯🥀🤭


°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

09 Jan, 05:20


یوازې زه نه یم چې ما پکې ارمان کړی دی
دا محبت دی دې کې هر سړي تاوان کړی دی

تقریبا لس کاله به کيږي تر سهاره ویخ یم
ما دغه لس کلونه هره شپه خفګان کړی دی

زه د هغې د تلو نه روسته شاعر شوی یمه
سترګې به نه پټوم دا خو یې احسان کړی دی

ناشکري نکوم خو شکر به په څه شي وکړم
نه ځمکې رحم کړی نه بره اسمان کړی دی

هغه راځي نه! او زما زړه لکه سپی شله دی
یو قسم ما کړی دی یو قسم جانان کړی دی

ازل

🥀🖤


°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

08 Jan, 15:19


ماته د جنّت قیصی
ځان ته‌ د دنيا حساب
دا دې عجیبه انصاف
دا دې عجیبه کتاب
زہ په مستۍ سور کافر
تۀ په‌ حوس سپین مُلا
ماته په فتویٰ عذاب
تا ته په دوکه ثواب
اے د عدالت ربه
دا لوبه خو ورانه که
مونږه انسانانو ته
نوې لار ودانه که
نور کۀ څه کوی که نه
خلاص مو د ملا نه که

غنی خان

🧑‍🦯🥀


°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

08 Jan, 07:06


ملامتي خو زما نه ده  د هغې بې وسي
ما د هوا په وخت لیدلې  د ډیوې بې وسي

ما دې  د ټولو بې باکیو سره خدای ووهي
که به ګنا رامعلومیږي د توبې بې وسي

چا يې که خوب لیدلی هم و سر ته نه رسیده
دنیا د جبر په تبۍ شوه   د نينې بې وسي

زمونږ د ژوند غوند ې کوتا یې خلک نه سنجوي
اوژده یې مه کړې لکه څه د آینې  بې وسي

څارګره بیا به د چا وار ته سړی غاړه ورکړي
نه وه د عمر پاچاهي د یوې شیبې بې وسي

🥀🖤

°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

07 Jan, 13:48


چې بې حسه شم ورکېږم
چې احساس لرم سوځېږم
‏نه طاقت شته د سکون
نه همت د اضطراب

غني خان

🥀🖤

°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

07 Jan, 05:42


همدا زړه دی چې له ډېره غمه نه چوي
څه ساړه ساړه آآآهونه راغلل تېر شؤل

😔🍁


°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

03 Jan, 10:37


د افغانستان رسمي ژبې کومې دي؟🧐🧐🧐

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

03 Jan, 10:37


پوره شه ماته
ته یوازینی هیله یې
چې ورته رسیدل زما هیله ده...

#د_زړه_کرښه
#لیکنه_A_H_B

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

02 Jan, 09:28


🤌🫀

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

02 Jan, 05:16


په زړه دې څه دې راته وایه
خمارو سترګو دې ګيلې راوړي دينه
#لنډی

🚶🖤

°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

01 Jan, 18:12


په «۱۹۲۲» کال کې يو برتانوي لیکوال د خپل ياداښت په کتابچه کې وليکل:
په جنترۍ کې چې بيا کله د دوه ويشت کال راځي، نو باوري يم چې نه به تاسو ياست او نه به زه يم. کاش ژوند دومره ځواني وکړي چې زه په جنترۍ کې يو ځل بيا دا د (۲۲) شمېره ووينم، هغه خلک ووينم چې په ۲۰۲۲ کال کې ژوند کوي، هغه زمانه ووينم چې د ۲۰۲۲ کال په نوم ياديږي.‌ خو زه پوهيږم چې دا امکان نه لري. هغه مهال به زمونږ د ژوند کړه وړه د خلکو له ذهنه وتلي وي، زمونږ قبرونه به د هديرو په څنډو کې ورک شوي وي، ځينې به لږ ډډ وي‌ او ځينې به له خاورو سره خاورې شوې وي. نو کوشش بايد وکړو چې دا لنډ تنګ ژوندون په خوشحالۍ او ارامۍ سره تېر کړو.
هيچا ته دومره ازار او اذيت ورنه‌کړو چې له دې دنيا څخه له ځان سره غم او درد يوسي او د هغو دردونو لامل يې مونږ واوسو.
—-
په نوي کال کې دې د ټولو ارمانونه پوره شي 🤲
#2025newyear #تکرار

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

01 Jan, 06:15


دنيا د سود په لور کږه شوه
آشنا د يار کوڅه پريږدي په بله ځينه

- 🙂

°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

30 Dec, 18:15


زمــــــــا ټوپک بدی شي
ماته قلــــــــم ښکلې دي

لـــــور د حــوا ښکلې ده
زوي د ادم ښـــــکلې دي

چاته يې ويل د مـــــشال
تصوير خو سم ښکلې دي

ښکلې دي سم ښکلې دي
زمــا صــــــــنم ښکلې دي

❤‍🩹💯

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

30 Dec, 06:23


ما چې ويني سر کړي ښکته يو سړی
راتــه ډيـــر دی مــــــــلامته يو سړی

ما د مــينې په دولت کړلو شتمن
خو ډير ټيټ و له قامته يو سړی

هر سړی دی تر مطلبه پورې يار
راســـره و تر حاجـــته يو سړی

کړم لاسونه يې د قـ.ـبر نه راتاو
مـــرور دی تـــر قيامته يو سړی

زه له دې وجهې نه کلی نه پريږدم
چې راځي به په دې پــته يو سړی

بيا ناوخــــته کار نه راغللو درمان
بې وعدې دې کړو غربته يو سړی

غزل ـ جاوید شاه درمان
🧑‍🦯😞❤️


°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

29 Dec, 17:41


‏دسمبر تېر شو خپله یاره
نه جانان راغلو نه مې وکړل ديدنونه

#ټپه #لنډۍ
🫠🥀

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

29 Dec, 06:11


دا شپږم ڪال دې پوره کيږي
زما نه ورکه يـــاره څه درشوي دينه

#ټپه #لنډۍ
🧑‍🦯🥀

°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

29 Dec, 05:48


https://t.me/+sHBy6voYoyAzODll

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

28 Dec, 05:36


نه ته یوسف ، نه زه د مصر باچا
لږ دې د حُسن قیمت کم کړه کنه

🧑‍🦯🌚



°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

27 Dec, 07:59


ملنګه ! تور د سترګو وایه څرنګه سپینېږي
وئیل یې یو عذاب د انتظار په نوم یادېږي

ملنګه ! د کوم دشت هوا پرهر لره دوا ده
وئیل یې پرهرونه په هوا کله رغېږي

ملنګه ! د دریاب دوه غاړې چېرې دي یو شوي
ویل یې زندګي خو بس په هجر تمامېږي

🥀🙃

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

26 Dec, 05:02


لکه رباب مې غیږ کې ړنګ شه
ستا د ښکلا صفت به تار په تار کومه
🖤

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

25 Dec, 05:22


🖤🍁

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

24 Dec, 06:55


سترګې دې ډڪې ډڪې کيږي
لاليه بيا دې زړه ته څـــه راغلي دينه

#ټپه #لنډۍ

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

24 Dec, 06:54


د بڼو شپول به ترې چاپير کړم
د جانان مينه بـه پـه سترګو کې ساتمه

#ټپه #لنډۍ

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

22 Dec, 19:38


ماته ده دنيا جنت کړه بيا به هغه جنت غواړم
💔

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

21 Dec, 18:49


زما د ژوند دي ستا نه زار شي زما موری
❤️😘🙏🏻

°

شـعر ،غـزل، ټـپـه، تپـیـزه

21 Dec, 09:16


په هر سکون لرونکي شخص کې
داسې شیان شته چې هېڅکله آرام نه مومي

5,144

subscribers

588

photos

94

videos