فیلسوف🖤 @pialasop2000 Channel on Telegram

فیلسوف🖤

@pialasop2000


تور زړه🖤
ژوند په ما تجربې وکړې ما په ژوند 🎩

فیلسوف (Pashto)

به خوش آمدید به کانال 'فیلسوف'! اینجا مکانی است که شما می‌توانید در مورد تور زندگی و تجربیات ما در آن عمیقا فکر کنید. اگر شما هم از پذیرش چیزهای جدید و یادگیری از تجربیات دیگران لذت می‌برید، این کانال برای شماست. کانال 'فیلسوف' به گفتمانی بر روی تجربیات شخصی، مفاهیم فلسفی و راهنمایی‌های زندگی می‌پردازد. از اینکه شما به ما بپیوندید و در این سفر فلسفی با ما همراه باشید، بسیار خوشحال خواهیم شد. بیایید با هم مفاهیم عمیق زیستن و تجربیات جالب زندگی را بررسی کنیم و از یکدیگر یاد بگیریم. پس عضو شوید و از تجربیات ما لذت ببرید! 🖤🎩

فیلسوف🖤

12 Feb, 05:37


د ټولنیز اضطراب (Social Anxiety) له نښو څخه یوه دا ده چې تل دا تصور کوې چې نور خلک ستا د وړو وړو کارونو په اړه څه فکر کوي، او دا آن ستا لپاره تنفس کول هم سختوي.

#فیلسوف

فیلسوف🖤

11 Feb, 06:09


🫀
کله کله د انسان له خولې د ځان لپاره داسې الفاظ کاریږي چې نور هېڅوګ یې نشې ورته ویلی -.
مثلاً: دځان نه بښنه غوښتل،پر ځان د تیرو (ښه /بدو) افسوس…

ایا تاسې داسې حالت سره مخامخ شوی یاست؟

فیلسوف

فیلسوف🖤

10 Feb, 20:14


زما لیکنۍ ټول دروغ دې!

زه هغه څه لیکم چی احساس کیږی
خو عمل کی یې څوک نشی ثابتولی
نو هیله ده چاته د دوه ورځو پاتی کیدو لپاره په دی لیکنو دوکه او کوشش مکوی د ژوند حالت یې تغیر کړې!
څوک زما په اړه پوښتنی کوی چی زه ډیر پاک او ریښتنی انسان یم نه داسی هم نده زه ډیر خواهشپرسته او بد انسان یم
نو ځکه دا ډیره ښه ده چی چا لیدلی نه یم!

د فلسفې ټولی لیکنې صرف لیکل کیږی هیچا تر اوسه په عمل کی ندې ښکاره کړې!

#فیلسوف
#فلسفه
#روانشناسې

فیلسوف🖤

10 Feb, 04:56


د هند د لتا منګیشکر وروستۍ خبرې:

په دې نړۍ کې له مرګ څخه ډیر ریښتینی بل څه نشته. د نړۍ تر ټولو قیمتي برانډ موټر زما په ګراج کې ولاړ دی، مګر، زه په ویلچیر پورې محدودہ یم. د دې نړۍ ټول مختلف ډیزاینونه او رنګونه، ګران بیه جامې، ګران بیه بوټان، قیمتي لوازم زما په کور کې دي. زه یم، خو زه د روغتون لخوا چمتو شوي لنډو جامو کې یم.
زما په بانکي حساب کې ډېرې پیسې دي، نو دا هیڅ ګټه نه لري. زما کور زما لپاره د ماڼۍ په څیر دی، مګر زه په روغتون کې په یوه کوچني بستر کې پرته یم. زه په دې نړۍ کې پنځه ستوري هوټلونو ته تللی یم. خو اوس زه په روغتون کې یم. له یو لابراتوار څخه بل لابراتوار ته لیږل کیږم.
یو وخت، ٧ اووه ویښتان جوړونکو هره ورځ زما ویښتان رنګول، خو نن زما په سر ویښتان نشته. ما په ټوله نړۍ کې په مختلفو پنځه ستوري هوټلونو کې خواړه خوړلي دي، خو نن زما خواړه په ورځ کې دوه ګولۍ او یو څاڅکی د شپې مالګه. ما په مختلفو الوتکو کې په ټوله نړۍ کې سفر کاوه، خو نن دوه کسان زما سره د روغتون په برنډه کې مرسته کوي.
هیڅ اسانتیا زما سره مرسته ونه کړه، مګر د ځینو عزیزانو مخونه، د دوی دعاګانې ما ژوندی ساتي. دا ژوند دی، دا یو حقیقت لري.

#ژوند
#حقیقت
#فیلسوف
#فلسفه

فیلسوف🖤

08 Feb, 06:14


9 هغه کړنی چې ستاسو شخصیت قوی کوی!

1.هیڅکله هم هغه چاته بیرته مه ورګرځی چې خیانت یی درسره کړی وی.
2.هیڅکله هم په ناستی سره چاته ستړی مشی مه ورکوی.
3.هیڅکله هم د توجه د جلب لپاره ځان په بیچاره ګی مه اچوه.
4.کله چې یو چا پوښتنه درنه وکړه له 1_3 ثانیی وروسته جواب ورکړی.
5.د رابطو د جوړښت لپاره چاته زاری مه کوه.
6.شخصی نظم مو مراعات کړی.
7.په جواب ورکولو که دقیق اوسی،خصوصاً د سترګو په ربط کې
8.هرڅوک کمزوریانی لری نو، کمزوریانی دی ومنه.
9.تل له فکر کولو وروسته تصمیم نیسه.

#فیلسوف

فیلسوف🖤

06 Feb, 10:47


ښکلا د انسان له څېرې، نه بلکې ستا له افکارو او خبرو څخه راټولیږی. ډېر داسې ښکلي مخونه شته چې موږ سره تر ټولو بدرنګه چلند کوي. که د انسانیت له مخې فکر وکړې او له کرامت سره خبرې وکړی بیا به د انسانانو روح آرامي وې.

#فیلسوف

فیلسوف🖤

05 Feb, 13:59


#روانشناسی

معاديات او شیان هیڅ ارزښت نه لري، هغه خو یو نه یو وخت بیا ترلاسه کېدای شي.
خو یوازینی شی چې بدیل نه لري، هغه انسانان دي.
که یو ځل له لاسه لاړ شي، نه یې لیدلای شې، نه یې بېرته ترلاسه کولای شې.
نو د شیانو په پرتله د انسانانو قدر وکړئ.
هڅه وکړئ چې له هر چا سره، هر څومره لږ یا ډېر اړیکه لرئ، په هغه اړیکه کې مخلص اوسئ، منافقت مه کوئ.
کېدای شي ځینې وختونه درته ډېر درد درکړي، خو ستا ضمیر به مطمئن وي چې ته مخلص وې.
ژوند ډېر ښکلی دی.
#فیلسوف

فیلسوف🖤

02 Feb, 05:35


هیڅوک له خپل اوسني حالت او کاره راضي نه دی، خو هر یو له خپل عقل او فکره خوښ دي.

تولستوی
#فیلسوف

فیلسوف🖤

31 Jan, 10:04


انسان چې څو خپل ځان پیژندلی نه وي، په ریښتوني ډول باسواده نه دی، که څه هم ډېر کتابونه یې لوستلي وي. که د یو کس باطن له کرکې، غوسې، منافقت، کینې څخه ډک وي، نو رشد یې نه دی کړی او هیڅ یې هم نه دي زده کړي.

🖌کریشنا مورتي
#فیلسوف

فیلسوف🖤

30 Jan, 12:14


" د یوه انسان په حیث ځان ته دا حق مه ورکوئ چې نورو ته حدود وټاکئ. یا دا تمه ترې ولرئ چې هر څه ستاسو په خوښه، یا هغسې چې تاسو یې فکر کوئ، ترسره کړي.
هېڅوک ددې لپاره نه دي راغلي چې د نورو خوبونه رښتیا کړي، یا یې خواستونه پر ځای او خواهشات ومني"

#فیلسوف

فیلسوف🖤

28 Jan, 16:00


خلګو دا څه وخت کیږی ډیر چپ یاست لایک مو نښکاری🫣🫥

#فیلسوف

فیلسوف🖤

28 Jan, 05:49


🖤
اکثریت انسانان خپله خوشحالي د نورو د درد په قیمت حاصلوي.”

روسی ادیب
لوی تولستوي

فیلسوف

فیلسوف🖤

27 Jan, 20:47


دا نړۍ د همدردي،دوستانه چلند،نرمۍ او اخلاص قاتله ده او د منافقت،مصنوعي ادا او دوه مخي عاشقه ده.”

📕فرانسیس فلسفي
البرټ کاموس

فیلسوف

فیلسوف🖤

27 Jan, 10:15


#ارواپوهنه
انسانان نه هغومره خوشحاله وي څومره چې ښکاره کوي،
نه هغومره پوه او درک لرونکي څومره چې ځان ښکاره کوي،
او نه هغومره بریالي څومره چې د ثابتولو هڅه کوي.

خو دوی عادت کړي چې د نورو د اغېز لاندې کولو لپاره
له ځان څخه داسې ظاهري انځور جوړ کړي چې ډیر په زړه پورې ښکاري،
خو دا هر څه تر ټولو لومړی د دوی خپله د درد او کړاو سبب ګرځي.

#فیلسوف

فیلسوف🖤

25 Jan, 18:21


🫥
دوهم ډول یوازیتوب د قوت په شور کې راځي، چې یو شعوري او اختیاري یوازیتوب دی چې ډیر کم انسانان دا قوت لري. د خپل یوازیتوب سره غمجن نه وي، خپل یوازیتوب یې د زغملو په حالت کې نه وي بلکه ورڅخه خوند اخلي، په یوازیتوب کې فکر کولی شي، مراقبه کولی شي، خپل کاروباري جریانونه تشخیصوي، پلانونه او ستراتیژي انتخابوي، چې دا نهایت غوره والی دی، کامیابي ده.

فیلسوف

فیلسوف🖤

25 Jan, 15:11


هغه څه چې ما په 21 کاله کې له ژونده زده کړی!

1.یوازینی کس چې زه باید باور پری وکړم هغه زما ځان دی.

2.هیڅ ریښتینې مینه شتون نه لری،که پیدا هم شی ورته رسیدل به ناممکن وی.

3.اصلی ښکلا په تعلیم او پیسو کې ده،نور ځان نه ایجړا جوړول هیس معنا نه لری.

4.دوښمنان شته،خو ځینی یی د ملګرتیا او ځینی د خپلوی په جامه که خپله دښمنی درسره پالی.

5.هیڅوک زما په کیسه که هم نه دی،یوازی هغه وخت راښکاره کیږی کله چې زه کامیابی لاسته راوړم.

6.زه نشم کولای په ښو اخلاقو یوه جلی د خپل ځان کړم،

7.ژوند یو جنګ دی او زه یی سرتیری یم

8.په هیڅ اړیکه باور نشم کولی ځکه دلته د لال او دلال ترمنځ فرق کول راته ستونزمن دی.

9.انسان باید د بیګانه لپاره خپل مور او پلار ناراضه نه کړې!

10.زما تر ټولو نږدی دښمن هغه کس دی چې ما ورته خپل رازونه ویلی.

11.په مینه که زه د انتخاب حق نه لرم،ځکه دا حق تل د زړه وی،خو کولی شم او دا وړتیا لرم چې ددماغ او عزت نفس سره یوځای په مخ ولاړ شم.


#فیلسوف
#روانشناسی

فیلسوف🖤

24 Jan, 16:20


د اروا پوهنې له نظره یوازیتوب په دوه ډوله دی:

یو یې د کمزورۍ له امله یوازې وي،په دی حالت کې انسانان ژوند، خبرې فکرې او سیاسي جریانونه نشي زغملی لکه په تیارو کې اوسیدل، له خلګو پټیدل، له خطابونو او مخامخ کیدلو پټیدل چې دا نهایت ضعف دی.

دوهم ډول یې سبا.
سلام می هم ومنې بعد د ډېرې مودې!
فیلسوف

فیلسوف🖤

24 Jan, 07:37


دا منظر او نظاره د یمن هېواد دی
دا د نوح علیه اسلام وطن دی.

#جمعه
#فیلسوف

فیلسوف🖤

22 Jan, 16:08


د ډېرو خلکو ژوند په ( م ) روان دی، ځینې مجبور، ځینې منتظر، ځینې مصروف ، ځینې منکر، ځینې ملامت، ځینې مکار، ځینې مرور، ځینې مجنون او ځینې!
#هڅونه
#ارواپوهنه
#لوست
#علم
#ژوند
#فیلسوف

فیلسوف🖤

20 Jan, 05:40


په انسانانو کي وحشي فکر، لید او کړني د پیدایښت سره سم نه زېږي بلکي جوړیږي او انتقالیږي.
ډېر مو پام وي، چي داسي چاته نژدې نه سئ چي بد خواص، بد اعمال، بد کردار، بد بیګراونډ، بد عادات، بد ګفتار، بد رفتار او بد... ولري.

#فیلسوف

فیلسوف🖤

19 Jan, 06:16


● هیڅکله د خپلو خوبونو تعقیب پرېنږدي، ځکه چې یو ځل ورته رسېدل به د ټول ژوند ارزښت ولري.

● هغه څوک چې د ستونزو پر وړاندې زغم لري، د بریا حق هم لري.

"په خپلو تېروتنو مه وېرېږه، ځکه چې هغوی دي چې تا ځواکمنوي.

● خپل ذهن ته منفي فکرونو مه پریږدی، ځکه چې هغوی ستا د بریا خنډ ګرځي.

● هیڅوک ستا د خوبونو د ریښتیا کولو مسؤلیت نلري، پرته له تانه.

● په ژوند کې تر ټولو مهمه خبره دا نه ده چې څومره وخت ژوند کوو، بلکې دا ده چې څنګه ژوند کوو.

● هڅه وکړه چې خپل ژوند د نورو په پرتله ښه نه، بلکې د خپل تېر په پرتله بهتره کړې.

● یوازې هغه څوک چې د بریا لپاره مبارزه کوي، د ناکامۍ له وېرې ژغورل کېږي.

#فیلسوف
#روانشناسی

فیلسوف🖤

18 Jan, 06:10


*هڅه او نوښت*
د خلکو او ځوانانو مسولیت د اوسنی وضعیت ښه کول دي، چې دې کار لپاره هڅه کولو ته ضرورت دی او د هڅې لپاره باید نوښت وشي.
نوښت د رابرسېره کولو لپاره باید د ځان نه دغه درې پوښنتې وکړو:
1- ایا ما خپله پوره هڅه کړې ده؟
2- ایا اوسني شرایط ښه دي؟
3- ایا لارې چارې موندلای شم؟
که له ځانه دغه پوښتنې وکړئ او بیا ورته ځواب ومومئ، نو باور وکړئ، ستاسې پټ استعدادونه به رابرسېره شي، تاسې به وکولی شئ، چې د اوسني وضعیت د ښه کولو لپاره په بریالۍ توګه ګامونه پورته کړئ.


#فیلسوف
#روانشناسی

فیلسوف🖤

15 Jan, 16:39


هره ورځ دي ته انتظار يو، چې څلور بجې سي او له كاره ولاړ سو، ټوله هفته د جمعي په انتظار يو، ټول ژمى د دوبي او تول دوبى د ژمي او بالاخره مو ټول عمر د خوشبختى تر
لاسه كولو په تمه تير سي.
مه پريزدئ، چي داسي انتظار ستاسود همدي ورځي او شيبي خوند درڅخه واخلي، ژوند لنډ او داسي چانس دى، چي بيا هيڅكله نه را ګرځي، كوچنيوالى درڅخه تیر سور د مكتب او پوهنتون ورځي تریي سوي، واده به وکې او ژوند
ډیري برخي به دي تيري كري.
ستاسو باور کیږی؟، چي څنكه ترخې، بیوزلي او د ناامنى ورځي
تیري سوي؟
د ژوند د اوسنيو لحظو قدر وكړئ، له هر ساعت يې خوند واخله،

#فیلسوف
#روانشناسی

فیلسوف🖤

15 Jan, 07:32


ستاسو ذهن لکه یو باغ او فکرونه مو دتخم په څېر دي
تاسو کولای سۍ انتخاب کړئ په خپل باغ کي
ګلونه وکرې یا عبث واښه
مثبت فکر؛دهري ستونزي لپاره حل لاره پیدا کوي
منفي فکر؛دهري حل لاري لپاره ستونزي پیدا کوي
په تېر وخت پسي افسوس مکوه
راتلونکي ته اندېښنه مکوه یواځي
دحاضر وخت څخه خوند واخله

#فیلسوف

فیلسوف🖤

14 Jan, 06:33


#ارواپوهنه

د بریا تعریف!
بریا اصل کې د ماتو زده کړه ده.
چا چې د ژوند په لاره کې ډېرې ماتې وخوړلې هغه خلک تر نورو ډېر بریالي دي.

#فیلسوف

فیلسوف🖤

13 Jan, 15:32


#روانشناسی
هیڅکله هم خپلی زده کړی مه
دروه!
+ له هغه چاسره اړیکه قطعه کړئ چی تاسو په خپلو خبرو ناراحته کوې!
+ په خپل هدف مو جدی تمرکز وکړئ!
+ بانظمه ژوند اختیار کړئ، بهانی او په نورو ملامتی اچول پریږدې!
+ مهربانه اوسئ مګر احمق نه!
+ له هغو خلګو سره ناسته ولاړه ولري چی علمی کچه یې له تاسو لوړه وې!
+ خطرونه په ځان ومنئ، که چیری خطر په ځان نشی منلی ریسک نسی اخستی د کاميابي چانس مو 1% دې!
+ ترڅو چی مو د کامیابی دروازه نه وې ټکولی دریږی مه!
+ مثبت فکر لرونکې اووسئ، هرڅه ته له مثبت اړخ څخه ګورئ ترڅو چی کولی سی!

#فیلسوف
#ᴀᴅɴᴀɴ
اسلام علیکم😮‍💨🌚

فیلسوف🖤

12 Jan, 12:33


فرانسوي لیکوال والټیر وایې!
چې دروغ درې وجې لري.
اول دا چې ته د دروغو ویلو ښه ماهر یې.
دویم دا چې ستا شاو خوا یو څو ساده خلک وي چې بې له فکره دروغ بار بار وایې.
او دریم دا چې هغه کسان چې په حقیقت پوهیږي دومره بزدل دي چې چپ پاتې شي او دا ونه وایې چې دا دروغ دي.

فیلسوف

فیلسوف🖤

11 Jan, 10:04


#روانشناسی

حاضر ځوابی!

● مه وایه چې بخنه غواړم چې درته مزاحم شوم،ووایه:مننه چې خپل قیمتي وخت مو ماته راکړ.

● چاته مه وایه چې زما په کار کې کار مه لره،ووایه:اجازه راکړی چې دا کار زه په خپله حل کړم.

● مه وایه چې والله عجیبه وه چې وه می لیدی،ووایه:له لیدلو مو خوشحاله شوم.

● مه وایه چې زما په خبره پوه شوی که نه؟،ووایه:هیله ده چې زما د خبرو مطلب مو اخستی وی.

● مه وایه چې دا کار/شی زما په درد نه خوری،ووایه چې دا کار زما د شخصیت مناسب نه دی.

#فیلسوف

فیلسوف🖤

10 Jan, 08:17


د ژوند پټ اصلیتونه چه موږ نه یو پری خبر!

● د څلورو ساعتو ورزش په ځای یو ساعت منظم ورزش وکړی.

● د څلور ساعته مطالعی کولو په ځای ښه داده چې یو ساعت په ژور فکر سره کتاب ولولئ.

● د 12 ساعته بی حسه کار کولو په ځای 6 ساعته د پلان مطابق کار وکړی.

● د 6 ساعته خوب په ځای 8 ساعته خوب وکړی/ځکه تاسو انسانان یاست ماشینونه نه،ستاسو دماغ استراحت او خوښی ته ضرورت لری!


رواشناسی ارواپوهنه
#فیلسوف

فیلسوف🖤

08 Jan, 04:47


د دنیا ترټولو سخت کار د هغې باور بیا لاس ته راوړل دي چې مخکې دې بایللی وي.

• انسانان د خپلو اړتياو په اندازه تاسو ته وفادار وي
کله چې اړتياوې پوره/بدلې شي، د دوی وفاداري هم بدلیږي.

• په کـومو خلکو چې تاسو باور لـرئ، یوځل یې حتماً امتحان کړئ، ترڅو په سختو ورځو کې یوازې پاتې نشئ.

• ځینې خپلوان باید له شخصي خبرو داسې لرې وساتل شي لکه درمل چې د ماشومانو له لاسرسي لرې ساتل کیږي.

#ارواپوهنه
#فیلسوف

فیلسوف🖤

06 Jan, 18:24


فیلسوف🖤 pinned «ستاسو له نیکو نظرو څخه مننه! اوس به یې زه درته اصلی مطلب ووایم چې ژوند څه دې🙂 د ژوند مانا یوه ژوره او فلسفي پوښتنه ده چې د هر انسان لپاره توپیر کولی شي. ځینې خلک د ژوند مانا د دین، کورنۍ، یا نورو ته د خدمت کولو کې ویني، په داسې حال کې چې نور یې په خوشحالۍ،…»

فیلسوف🖤

06 Jan, 18:24


ستاسو له نیکو نظرو څخه مننه!
اوس به یې زه درته اصلی مطلب ووایم چې ژوند څه دې🙂

د ژوند مانا یوه ژوره او فلسفي پوښتنه ده چې د هر انسان لپاره توپیر کولی شي. ځینې خلک د ژوند مانا د دین، کورنۍ، یا نورو ته د خدمت کولو کې ویني، په داسې حال کې چې نور یې په خوشحالۍ، پرمختګ، یا خپلو هیلو ته په رسېدو کې ویني.

هو، هر څوک کولی شي خپل ژوند ته ځانګړې مانا ورکړي. د ژوند مانا تر ډېره په دې پورې تړاو لري چې څوک څه شی ته ارزښت ورکوي او څه ډول موخې لري. که یو څوک غواړي چې خپل ژوند یې مانا ولري، نو اړینه ده چې خپل اهداف، اصول او هیلې مشخص کړي او د هغو په لور هڅه وکړي.


#فیلسوف
#نظر

فیلسوف🖤

06 Jan, 16:10


انسان خپلې سختې ورځې هېرولی شي، خو هغه څوک نه هېروي چې درد یې ورکړی وي..
ژباړه
#روانشناسی
#فیلسوف

فیلسوف🖤

05 Jan, 18:06


• ستاسو په نظر، د ژوند مانا څه ده؟ آیا هر څوک کولی شي خپل ژوند ته ځانګړې مانا ورکړي؟

#ځواب!
#فیلسوف

فیلسوف🖤

05 Jan, 06:47


#روانشناسی

• د یوه کس زیات بخښل پرلپسی بی احترامي منځته راوړی.

• د هیچا په ژوند پوری مه خاندی،ځکه وخت دومره قدرت لری چې همداسی حالت په تاسی هم راولی.

• هروخت ځان پوره مه ښایه،ځکه له نورو غوره والی ترټولو ډیر خاموشه دښمنان منځته راوړی.

• یووالی مو ځواک دی،خو دا هم ومنه چې سل دانی پسونه نشی کولی یوه زمری ته ماتی ورکړی.

• سقراط به تل ویل:وایی که له ١٠ منزل نه راولویږی او که له ١٠٠ نه درد یوشان دی نو ښه به دا وی چې له لوړی برخی نه سقوط وکړی.

#فیلسوف

فیلسوف🖤

04 Jan, 05:06


ژوند تل له ستونزو ډک وي !
خو هره ستونزه یو پټ فرصت لري چې یوازې د مثبت لید او ژور فڪر لرونڪي ڪسان یې پېژندلی شي ، ستونزې د ودې لپاره امڪانات دي ، نه د مایوسۍ دلایل.

#ژوند
#پرمختګ
#فیلسوف

فیلسوف🖤

02 Jan, 13:22


#خفه_يې؟
د ژونده څخه نه نا امېده شوی يې؟مشکلاتو راګير کړی يې؟
د خلکو خبرې په سر را اخيستی يې ؟
او داسې فکر کوې چې دا مشکلات به حل نشي؟
داسې فکر کوې چې څوک به درسره مرسته نه کوي؟
خو يوه خبره په ياد ولره!که بل هيڅوک درسره مرسته ونکړې،الله سبحانه وتعالی شته،چې درسره مرسته وکړی هغه الله چې د اصحاب الکهف سره يې هغه سپی له ياده ونه وت،او د هغه ياد آوري يې وکړه.نو آيا ستا اوښکې او مشکلات به ونه ګورې؟ فقط الله نه مرسته وغواړه په توره شپه را پاڅه او الله تعالی نه مرسته وغواړه،هغه الله تعالی چې تور ميږي په توره تيږه په تکه توره شپه کې وېنې نو ستا اوښکې او مشکلات به نشي ليدلای؟ولې نه فقط الله غواړي تا ځان ته نږدي کړي،نو اميد دې هيڅکله له منځه مه وړه،فقط پورته کار وکړه بیا ګوره چې څنګه دې مشکلات نه حليږي.

Muska Saidi
#فیلسوف

فیلسوف🖤

02 Jan, 06:34


#ارواپوهنه

کله چې د انسان عمر له شلو کالو څخه زیات شي، ژوند یو ډول عجیب حالت خپلوي:
• ته دقیقاً نه پوهېږې چې باید کوم هدف ولرې.
• که هدف ولرې، نو نه پوهېږې چې هدف سم دی که نه.
• که عمل کوې، نه پوهېږې چې څه کوې یا څنګه یې کوې.
• نه پوهېږې چې شاته لاړې یا مخکې.
• د راتلونکي وېره در څخه د ژوند خوند اخیستل هېر کړي.

د ځوانۍ په دې پړاو کې ډېر وخت خلک له شک او وېرو سره مخ وي.

#فیلسوف

فیلسوف🖤

01 Jan, 12:55


#نوی کال مو نېکمرغه
مثبتې سپارښتنې:
۱: ځان پر ځان نیوکه مه کوه، پر خپل ځان ته بد مه وایه، بلکې خپلو ښه کارونو ته پام وکړه.
۲: مثبت خبرې وکړئ، د ځان سره د مثبتو او هڅوونکو خبرو تمرین وڪړه.
۳: پر فرصتونو او احتمالاتو تمرکز وکړه، د ستونزو پر ځای پر هغو فرصتونو تمرکز وکړه چې تاته په انتظار دي.
۴: د شپې ښه خوب کول، کافي استراحت ستاسو انرژي او انګېزه زیاتوي.
۵: خپل بریالیتوبونه تجسم کړه، خپل بریالیتوبونه تصور کړه، دا تاته ځواک درکوي.
۶: د منفي خلکو څخه لېرې اوسه، منفي کسان ستاسو انګېزه ټیټوي.
۷: خپل ارزښتونه وپېژنه او ځان ته ڪم ارزښت مه ورکوه، پر ځان باور ولره او پوه شه چې ته د بهترینو څېزونو وړ یې.

فیلسوف

فیلسوف🖤

01 Jan, 06:37


🦋روانشناسی وايي چې ستا دماغ د هغه څه ثبوت او دليل لټوي چې ته پرې باور لرې او په اړه يې فکر کول انتخابوي. که ته ووايې چې ژوند ډير خراب دی، او د زغملو توان يې نلرم، ستا دماغ هم ددې خبرې د اثبات لپاره درته ډير دليلونه او ثبوتونه وړاندې کوي، هغه ناکامی، خفګانونه او بدې پيښې در يادوي چې ستا په ژوند کې تير شوي او تيريږي.

خو ستا ذهن د بل اړخ د څيړلو توان هم لري. که ته ووایې چې ژوند مې څه ډول بهتره کولای شم؟ يا زما د ژوند مثبت اړخونه کوم دي؟ ستا دماغ به هم ستا کوچنی برياوې دريادې کړي، له ناکاميو زده کړل شوي درسونه به در وښيي، شته نعمتونه به درته په ګوته کړي، او د وړاندې تګ لپاره به بلها دليلونه او اميدونه درته وړاندې کړي.

ستاسو دماغ خپله وظيفه لري، او ستاسو مسئوليت داده چې هغه څه د تحليل او تجزيې لپاره ور وسپارئ چې پرې باور لرئ. نو دا ستاسو انتخاب دی چې خپل ژوند منفي اړخ ته وړل غواړئ، که مثبت.


#فیلسوف
#روانشناسی

فیلسوف🖤

30 Dec, 17:40


#روانشناسی

خپل شاوخوا خلک مو داسی وپیژني!

● هغوی ې ډیر وخت په خوب کولو تیروی نو پوه شه چې خوشحاله نه دی او یو پټ غم یی ځوروی.

● هغوی چې ډیر خاندی ،نو پوه شه چې له حده زیات تنها دی.

● هغوی چې سره له ډیره علمه کمی خبری کوی،نوپوه شه چې قوی ذهن او غوره تفکر لری ځکه هر کم غګیدونکی هم عاقل نه وی.

● هغوی چې ډیر دروغ وایی،نو پوه شه چې د نا امنی او بی اعتباری احساس کوی.

● هغوی چۍ په وړو خبرو هم ژړا ورځی،نو پوه شه چۍ بی ګناه دی.

● هغوی چې ډیر قسمونه خوری،نو پوه شه چې دروغ وایي.

#فیلسوف

فیلسوف🖤

29 Dec, 14:42


#روانشناسی
#تګ_لاره

1: د هغو کسانو سره مقابله کول
زده کړئ
چې تاسو په چوپتیا سره هڅوي.!

2: ساینسي او رواني حقیقتونه چې تاسو پرې نه پوهیږئ
زده یې کړئ او خپل ذهن مو پرې تغذیه کړئ

3: که هر څومره رواني ستونزې ولرئ،
اجازه مه ورکوئ چې دوی په تاسو اغیزه وکړي.!

4: خپل رازونه چا ته مه وایئ.!

5: په هغه څه باور کول زده کړئ
چې برخلیک یې تاسو ته درکوي.!

6: مخکې له دې چې تاسو یو څه وکړئ
لومړی يو پلان ورته جوړ کړئ.!

7: زده کړه چې پرته له خپل ځان څخه دې نور
هيڅ څوک له تاسره د ژوند په ستونزو کې کمک نشي کولی.!

8: په هغه څه کې چې تاسو یې اراده لرئ
د لوړ او پوهې وړ خلکو سره مشوره وکړئ.!

9: له تېروتنو زده‌کړه وکړه.!

10: اجازه مه ورکوئ چې د خلکو
خبرې پر تاسو اغیزه وکړي.!

11: د خپل ژوند سرچینې پيدا کول او بیا یې ترلاسه کول
پرته له دې چې په کورنۍ يا په ملگري تکیه وکړئ
ځکه چې دوی دایمي ندي.!

12: اوس سخت کار وکړئ او ځان ستړی کړئ
ترڅو سبا آرام شئ.

13: پرته له دې چې تاسو بل څوک پورته کړي
خپل ځان په خپله پورته کړئ.!

14: د نورو په اړه فکر کولو پرځای
د خلکو د خدمت کولو وړتیا ته وده ورکړئ.!

15: ډیر کار وکړئ او لږ آرام وکړئ.!

16: د خلکو په چارو کې ځان
مه مشغول کوئ د دې پر ځای ځان ته کار وکړئ.!

17: له ګټې پرته د ټولنیزو شبکو سایټونو کې
خپل وخت مه ضایع کوئ.!

18: له کومې ستونزې سره چې
مخامخ کېږئ مه تسلیمېږئ.!

19: تل په هڅه کې اووسئ تر‌څو
ځان ته نوي شیان چمتو کړئ.!

#فیلسوف

فیلسوف🖤

27 Dec, 14:42


● هرکله چې غواړی یو څه لاسته راوړی نو مه وایه چې شاید بلکی ووایه چې باید" لاسته یی راوړم.

● فرصتونه له لاسه مه ورکوی،شاید اوسنی فرصت ستاسو اخرنی چانس وی.

● که څه هم باور سخت دی،خو ځینی وخت باور نه کول زموږ تر ټولو لویه ستونزه وی.

● که د یویی موضوع اړوند نه پوهیږی،نو ددی لپاره چې احمق معلوم نشی خپله خوله پټه وساته.

● هرڅه چې غواړی لومړی یی له خدایه وغواړی،ځکه هغه د هرڅه ورکونکی او اخستونکی دی.

#فیلسوف
#روانشناسی

فیلسوف🖤

26 Dec, 15:59


#شعر

زخم چی په خوږ زړه وکې
ښه یاد شی چې ښه وکې

هر څوک که بد نیته شی!
څوک به د چا څه وکې

نور زخمونه وسپړې
زخم چې اوبه وکې

جنګه که تا پرښوده
ژوند به پښتانه وکې

#فیلسوف🫥🌚

فیلسوف🖤

25 Dec, 07:42


خلک تل څه نا څه د ویلو لپاره لري، خو ستا د حالت هیڅ درک نه کوي.
وايي شکر وباسه چې روغ یې، د ژوند قدر وکړه.
که ناروغ شې، وايي شکر وباسه چې ژوندی یې.
او که مړ شې، وايي شکر چې راحت شو!

#موږ_او_زموږ_ټولنه🫥
#فیلسوف
#روانشناسی

فیلسوف🖤

24 Dec, 05:51


• که یو کار اوس مهال ترسره کولی شی نو د سبا لپاره یی مه پریږده.

• تر خپلی وظیفی دی باید له خپل فامیل سره ډیر مینه ولری.

• مینی او ملګرو ته دی هره خبره مه کوه،که څه هم ډیر باور به پری لری.

• د خلکو په اړه له قضاوت نه لاس واخله.

• هغوی چې درنه مخ په وړاندی روان دی،د نفرت په ځای یو څه تری زده کړه.

• له هغو خلکو سره ارتباط مقاوم کړه چه غوره لیکنی،شخصیت او د خبرو کولو انداز یی ځانګړی وی.

• تل حقیقت ویوونکي اوسه/که څه هم دا کار سخت وی.

• د کتاب په اخستلو کې یی د قیمت په اړه نه بلکی د لیکوال د مفکوری اړوند پیسې ورکړه.

• له خلکو سره ځان مه مقایسه کوه،دا کار ستاسی په خپل ځان باندی باور له منځه وړی.

#فیلسوف
#رونشناسی

ستاسو فکر غواړې دا خبرې!

فیلسوف🖤

23 Dec, 11:00


۷:تکنیکونه د اعتماد په نفس لوړولو لپاره:

په لوړ او جدي آواز خبرې وکړئ.
د خبرو کولو پر مهال د سترګو سره کتل تمرین کړئ.
کله چې لاس ورکوئ، جدي اوسئ.
په غونډه کې خپلې نظریې شریک کړئ.
په قوي او محکم ډول تګ وکړئ.
او په آخر کې، همیشته موسکا وکړئ.
دا کړنلارې کولی شي تاسو سره مرسته وکړي ترڅو خپل اعتماد به نفس پیاوړی کړئ او د خلکو په وړاندې خپل موقف څرګند کړئ.
«ژباړه: مرغۍ»
c
#فیلسوف

فیلسوف🖤

23 Dec, 04:53


ځینی حقیقتونه

• که چیری ته ډیری خبری کوی،نو خلک به د دروغجن په سترګه درته وګوری.

• که چیری له حده زیاته مینه وکړی،نو پوه شه چې مقابل طرف مو له لاسه ورکه.

• که چیری له حده زیات باور وکړی،نو پوه شه چې خیانت درسره کیدونکي دی.

• که له حده زیات مصارف کوی،نو پوه شه چې ایندی ته مو پلان نه لری.

• که چیری له حده زیاته ارایش کاروی،نو پوه شه چې خپل ښایست به له لاسه ورکړی.

• که چیری ته له حده زیات فکرونه کوی،نو په ژور خفګان د اخته کیدو لوړه فیصدی لری.

• که له حده زیاته پاملرنه ورته کوی،نو پوه شه چې تمرکز به له لاسه ورکړی.

● دا یاد ولره هرڅه ته سرحدات وټاکی، هرڅومره چې له یو څه نه زیاتی هیلی ولری په هماغه اندازه به درد ګوری.

#فیلسوف
#روانشناسی

فیلسوف🖤

22 Dec, 11:00


له ستونزو پرته ژوند قوي انسانان نه جوړوي

#فیلسوف
#اوراپوهنه

فیلسوف🖤

21 Dec, 17:48


رئیس وایي: یوه ورځ پخلنځي ته ننوتلم، وه می لیدل چې زما مېرمن د مربا د بوتل مخې ته ناسته ده او ژاړي.
ما ترې وپوښتل: څه شوي؟
هغې وویل: د مربا د بوتل سر نه خلاصیږي.
ما د بوتل سر خلاص کړ او ورته ومې ویل: دا د ژړا خبره وه؟

څو ورځې وروسته د خپلې مور کره لاړم. مور مې یوه خبره وکړه، ما ورته وویل: تاسو ښځې یوازې همدومره کارونه کولی شئ؟
هغه ورځ ستا مږور(اینګور) د دې لپاره ژړل چې د مربا د بوتل سر یې نه‌شوای خلاصولی.

مور مې راته وویل: لاړ شه، وګوره چې د مېرمنې په ژوند کې دې کوم ځای درد کوي چې د مربا د بوتل سر د نه خلاصولو له امله ناسته ده او ژاړي.

رئیس وایي: د خپلې مور خبرې مې په زړه کې تیرې کړې او پوه شوم چې په دې وروستیو کې زما مېرمن څومره زیاته ضربه لیدلې ده، او ما ځکه سترګې پټې کړې وې چې هغه می صابره(صبر کوونکې) ګڼلې وه!
هغه وایي: ښځې عجیبې نه دي؛ کله کله خپل درد په کوچنیو شیانو
ښکاره کوي.

#فیلسوف
#روانشناسی
#همدردی

فیلسوف🖤

21 Dec, 17:45


#ارواپوهنه
بلل شوب نه وې شوې؟ مه ځه.
تا ته یې څه نه دي ویلي؟ پوښتنه مه کوه.
له تا یې پوښتنه نه ده کړې؟ نظر مه ورکوه.
ناوخته دعوت سوی بلنې مه منه.
که بې‌پامي دې ولیده؟ له خپل ژوند یې لرې کړه.
او د خپل ارزښت ډېر خیال ساته.
#نظر
#فیلسوف

فیلسوف🖤

20 Dec, 20:05


#څو خبری
#ارواپوهنه
1 کوشش مه کوه خلکو ته ځان غټ او شتمن حساب کړي
2 تل حقيقت ووایه درواغ مه وايه.
3 فکر مه کوه ډير پوه او هوښيار انسان يې.
4 هره خبره ځانته مه کشوه.
5 ږر دا فکر مه کوه چې په ما توهين شوی.
6 زر قضاوت مه کوه.
7 تل ځان په حقه مه حسابه وه.
8 لږ ووایه ډير اوره.


#فیلسوف

فیلسوف🖤

20 Dec, 17:12


#فکر

فکر وکړه چې تاسې د کوڅې په
منځ کې یوه بېهوشه نجلۍ ومونده؛
ژر دې شفاخانې ته ورسوله، له تشخیص وروسته درته ډاکټر مبارکي درکړه او ویې ویل:
راتلونکی ماشوم دې مبارک شه!
ته ورته وایې: زه خو د ماشوم پلار نه یم!!
نجلۍ درباندې چیغه کوي، همدا ته یې پلار یې! او په دې ټینګار کوي
له جنجال وروسته، د DNA تشخیص کیږي
له تشخیص وروسته دې ډاکټر خبروي چې ته یې پلار نه یې ځکه چې ته عقیم(شنډ) یې.
له روغتون نه راوځې خوشاله یې چې له توره خلاص شوې، خو خفه یې ځکه چې ته شنډ یې.
ناڅاپه دریادیږي چې ته خو متاهل یې درې بچي هم لرې.
له ځان سره وایې، دا چې زه شنډ یم نو بچي له کومه شول!
ناڅاپه له خوبه راپورته کېږې، خوشالیږې. دا خو تش خوب و.
مرۍ دې وچه شوي وي، یو ګیلاس اوبه څښې!
ژر دې په یاد شي چې ته خو روژه یې.
ساعت ته ګورې ٩:٣٠ بجې دي
د دفتر درباندې ناوخته شوې وي
د دفتر موټر هم درنه تللی.
په ټیکسي کې ځې.
کله چې دفتر ته رسېږې هېڅوک نه وي.
ژر دریادیږي چې نن خو جمعه ده.
زموږ چارې همداسې روانې دي، یوه صدمه بله زېږوي.!


#فیلسوف

فیلسوف🖤

20 Dec, 07:06


ټول خلک تاسو ته له یوې زاویې نه ګوری!
د ځینو د خوښی وړ ڪس یی، د ځینو لپاره احمق یی، د ځینو لپاره بد اخلاقه یی، د ځینو لپاره ښڪلی یی،‌ د ځینو لپاره د هغوی ټول ژوند یی!

ڪه چیرې غواړي د خلڪو په خبرو او د هغوی د غوښتنو مطابق خپل شخصیت جوړ ڪړي، نو باید انجینر، ډاکټر، ملا، ټوڪې... ټول له ځانه جوړ ڪړی.
خو موږ پوهیږو چې دا ڪار ناممڪن دی او هیڅ امڪان نه لری، نو بیا ولې د هرچا د غوښتنو اړوند خپل شخصیت جوړ ڪړو، څه چې یی همداسې اوسه! هیڅڪله هم د یو چا په غوښتنه په خپلو ارمانونو خاوري مه اړوه، بلڪی ڪوم شخصیت دی چې خوښیږي هماغه رقم دی ځان جوړ ڪړه!

#فیلسوف
#روانشناسی

فیلسوف🖤

17 Dec, 14:54


❞څومره اسانه دي د صبر خبرې کول، کله چې ستونزه ستا خپله ستونزه نه وي.❝

• انسان چې څومره هوښياريږي، همدومره یوازې کیږي.

• دې ته دې باید پام وي، چې هېڅوک دې هم له نشتون څخه نه مري یوازې به یو ساعت ناوخته ویده شي.🫥

❞ډېرې خبرې او ډېر وضاحت/سپیناوی کله نا کله د انسانانو د نږدې کېدو پر ځای د لېرې کېدو لامل کېږي.❝

• ځوان پیدا شوی د سختیو لپاره دی، ځکه خو په کور که کښیناستل له ښځو سره خوند کوي.

• هېڅکله د چا په زړۀ کې په زور ځان ته ځای مه پیدا کوه، ځکه اضافه شیان خلک اکثره په کثافاتو کې اچوي.

❞حسد او بغض د تاریخ تېریدلو وخت نه لري که په ښي لاس چاته زیان ورسوې په چپ لاس
به عکس العمل ووینې.❝

#فیلسوف
#روانشناسی

فیلسوف🖤

16 Dec, 07:30


د خزان موسم موږ ته راښيي چې هر څه خپل وخت لري او بدلون د ژوند طبیعي برخه ده.

#فیلسوف

فیلسوف🖤

15 Dec, 16:10


#روانشناسی

ټول خلک تاسو ته له یویی زاویې نه ګوری!

د ځینو د خوښی وړ کس یی،د ځینو لپاره احمق یی،د ځینو لپاره بد اخلاقه یی،د ځینو لپاره ښکلی یی،د ځینو لپاره د هغوی ټول ژوند یی!

که چیرې غواړي د خلکو په خبرو او د هغوی د غوښتنو مطابق خپل شخصیت جوړ کړي نو باید انجینر،ډاکټر،ملا،ټوکې... ټول له ځانه جوړ کړی.

• خو موږ پوهیږو چې دا کار ناممکن دی او هیڅ امکان نه لری نو بیا ولې د هرچا د غوښتنو اړوند خپل شخصیت جوړ کړو،څه چې یی همداسې اوسه،هیڅکله هم د یو چا په غوښتنه په خپلو ارمانونو خاوری مه اړوه بلکی کوم شخصیت دی چې خوښیږي هماغه رقم دی ځان جوړ کړه!

#فیلسوف

فیلسوف🖤

15 Dec, 09:25


لږ ځير شئ

هر انسان په شپه او ورځ کې د دريو ازميښتونو سره لاس او ګريوان دی :

١-يوه ورځ يې دعمر څخه کمه شې خو دی ورته هيڅ ارزښت نه ورکوي ،او که مال يې کم شي خفه او غمجن وي حال دا چې مال بياهم لاس ته راتلای شي خو وخت بيا نه راګرځي ٠

٢-هره ورځ د الله پاک رزق خوري که حلال وي خو پوښتنه يې ورځيني کيږي او که حرام وي عذاب به ورکول کيږي، او نه پوهيږي چې څنګه معامله به ورسره کيږي ٠

٣-هره ورځ اخرت ته يوڅه نيږدې کيږي او هومره دنيا نه لرې کيږي ،دې فاني او بې اعتباره دنيا دومره دوکه کړی وي چې هغه تلپاتې ژوند يې ورڅخه هير کړی وي ، په دې هم خبر نه وي چې جنت او دهغې ښکلی او نيکبخته ژوند به يې په برخه وي او که دوزخ او د هغه کړاونه او عذابونه٠

#فیلسوف

فیلسوف🖤

14 Dec, 16:16


︎د هغه څه په اړه هیڅکله فکر مه کوه چې له لاسه مو ور کړي ځکه خدای مو ممکن له هغه نه په بهتره څه ونازوي.

︎له هرچا نه د هرکار تمه باید ولری فقط چې موقعه ورته برابره شی.

︎که غواړی غچ واخلي نو اخطار مه ورکوه،په عمل که یی ورته وښایه.

︎له چانه چې باید وویریږي هغه ستا خدای دی نوری ویری یوازی د شیطان وسوسې دی.

︎که مینه ورسره لری نو ورته ووایه،شاید مقابل طرف یی د ویلو جُرعت وه نه لری.

︎مه چاته قرض ورکوه مه یی تری اخله،ځکه همدا قرضونه دی چز ملګرتیاوی دوستي له منځه وړی.

#فیلسوف
#روانشناسی

فیلسوف🖤

14 Dec, 07:55


چې د ملګرو یا نږدې کسانو د ناراحتۍ له وېرې ونشې کولای خپل افکار بیان کړې، پوه شه چې په یوې لوېدلي شاته پاته ټولنې کې اوسېږې!
دوی به ډېر لوستي او شعوري ځانونه ګڼي، خو د دې په ځای چې ستاسو افکار او نظریه وزغمي، غواړي خپل افکار درباندې وتپي، حتا کېدای شي یوازې مو پرېږدي

فیلسوف

فیلسوف🖤

13 Dec, 16:53


- یو څو با مفهومه خبری ، که مو په ژوند کی عملی کړی، ځانته به پاچاهان یاست! 🗿🔥

په هغه ځای کی وخت مه تیروه، چیری چی تاته ارزښت نه درکول کیږی!

د هغه چا لپاره مه جنګیږه، څوک چی ستا لپاره نه جنګیږی!

په هغه چا پسی ځان مه ستړی کوه، څوک چی نه غواړی ستا سره و اوسی!

د یو چا د خوشحاله ساتلو لپاره خپل حیثیت او سټینډرډونه هیڅکله مه کموه!

که یو ځای ته ناوخته دعوت درکول سو، پریږده یی ! چی دوی تاته اولیت نه کی در، ته حاضریت مه ورکوه

خلګو ته دا اجازه مه ورکوه چی ستا حوصله ستا کمزوری وبولی!

پر ځان همیشه باور ولره، لیکن مه پریږده چی دا باور دی په غرور واوړی!

#فیلسوف

فیلسوف🖤

12 Dec, 21:14


#نظر
#خبری

په دوامداره ډول د نورو لپاره د خپلو معیارونو،
محرمیاتو او خوښی څخه په قصدي ډول مخ اړول د خپل ځان سره لوی خیانت دې. د خپلې خوښی ساتلو سوچ، داخلی ارامتیا ته ارزښت ورکول ځانې درناوی او د محرمیاتو د دایری ساتنه باید زموږ لومړیتوبونه وي.
زموږ غلطي دا وې موږ دا فکر کو چی شاید نورو ته ډیره توجو او تر حد زیات لِحاظ به ښې اړیکي رامنځته کړی خو دا په اصل کی په اړیکو کې زموږ ارزښت پیکه کوي او لمنځه یې وړي!
د نورو سره خاص حدود رامنځته کول خپل صداقت او اخلاص د ځان سره ساتل او د بل لپاره خپل تر ځانې حقوق پښه نه اړول زموږ برم او کریکټر په خپل ځای پاته کوې او د ارزښت او عزت ژوند رابخښی!

#فیلسوف
#روان

فیلسوف

26 Nov, 12:55


تاسو ټول دلته بیده/بی حسه خلګ سره راټول سوی یاست!
خو بیا هم زه نن سل زړونه یو کوم او درڅخه یوه پوښتنه کوم .

که یو کس د خوشحاله ژوند لپاره درڅخه مشوره وغواړئ.
او په یو جمله کې یې ورته ولیکئ .
څه به ورته ولیکئ؟

#فیلسوف

فیلسوف

25 Nov, 12:54


#روانشناسې
په ټولنه کي د انسانانو عادات یو بل ته د انتقال وړ دي خپلو ځانو ته متوجه سئ داسي نه وي، چي د یو بل انسان ډېر بد عادات درته انتقال سوي و اوسي او تاسو ناخبره یاست.
باور وکړئ عادات د یو بل سره د اوسېدو په وخت کي ډېر ژر انتقالیږي نو ځانو ته متوجه اوسئ.
د نورو سره په ګذاره کي بايد ټوله فکر وکړئ د نورو د بدو عاداتو څخه ځان په هر صورت وژغورئ.
ـ🍁🍂ـ
#ژوند
#فېلسوف
#عادات

فیلسوف

25 Nov, 05:12


سر دې لوړ ونیسه،
هر شخص سخت وختونه تجربه کړي دي، یوازې دا سخت وختونه په تا نه دي راغلي، هېڅکله مه تسلېمیږه استراحت وکړه/وقفه واخله، لېکن بیا یې پیل کړه خو، چُــپ مه پاتې کیږه، همېش ځانته جرئت ورکړه او مخکې لاړ شه.

#فیلسوف
#هڅوونه

فیلسوف

22 Nov, 20:00


د سالمو افرادو دشخصيت په اجزاوو کې د ارواپوهنې دعالمانو په اثارو او کتابونو کې لاندې ټکو ته اشاره شوې ده .
١-دنوښتيز ځواک درلودل .
٢-دخپلواکې روحيه ، ځان اونور ته دخپلواکۍ غوښتنې احساس لرل .
٣- دډاډ او اطمينان احساس او په چارو کې عادي عمل کړل .
٤- دژوند په مهمو چارو کې دځان لپاره د خودکفايۍ ( په ځان تکيه ) احساس ته ارزښت ورکول .
٥-د هويت ټاکنې ځواک او ځان پېژندنه.
٦- په ټولنيز ژوند کې د خپل ځان او نورو دابرو عزت ساتنې سره دصميمانه اړيکو احساس.
٧-د قانوني شرايطو په نظر کې نيولو سره دکورنۍ تشکيل اوجوړېدنې هيله درلودل.
٨-په حسن او کمال سره دژوند تېرول او دابرومندانه ژوند حس لرل

فيلسوف

فیلسوف

22 Nov, 14:10


ژوند وړیا درس نه درکوي، نو کله چې تاسو ووایاست، ژوند ماته درس راکړ، دا ډاډ تر لاسه کړئ چې تاسو یې قدر ادا کړی دی.
ــــــ نجیب محغوظ
#فیلسوف
#ژوند
#روانشناسی

فیلسوف

22 Nov, 07:15


#ارواپوهنه

‏انسان چې څومره احمق وي، هغومره یې د وختي خوب کولو وړتیا قوي وي!
#فیلسوف

فیلسوف

21 Nov, 04:44


#روانشناسی
د انسانانو خفګان جدي ونيسئ!
د هغوى خفګان د هغوى د بدلون لامل کيدى شي،
کله چې يو څوک خفه کوئ نو عادي يې مه ګڼئ.
تاسو بايد هغه دومره وپيژنئ،
چې پوه شئ څنګه او په کومې خبرې مو خفه شوى دى.
هغوى پخلا کړئ مه پريږدئ،
چې خفګان يې ځنډينى شي.
خفګان د انسان زړه کلکوي ،
هغه په داسې يو کس بدلوي.
چې زړه يې نور د ګيلو او انديښنو څخه مالامال شوى،
او نور نو کوچنى ځاى هم د مينې او احساس لپاره نشته .
مخکې تر دې چې خپل ملګري له لاسه ورکړئ،
د انسانانو انديښنې،
غصې،
جنګونه او خفګان جدي ونيسئ.
او اجازه مه ورکوئ چې
تاسو پريږدي.
#فیلسوف

فیلسوف

20 Nov, 09:03


#روانشناسی_داسی_وایې

د بدو خلکو د بریالیتوب راز یوازې په جرآت لرلو کې وي او د ښو خلکو د ناکامئ راز په ډار او ذهنیت کې وي!!
کوم بدن چې خلک یې د یو اتل په توګه تعقیبوي د خپل غلط کار په کولو کې یې جرات کړی وي, څه چې وایې په دومره اطمنان یې وایې چې خلک یې د حقیقت په توګه قبلوي, خپلې هیڅ خبرې کې دوه زړه شوي نه وي او خپل کار یې په تسلسل کړی وي. کوم ښه خلک چې ورک او بې نومه دي لدې ویره لري چې غلط نشي خلک ورپورې ملنډې ونه وهي د خلکو د نیوکو لاندې نشي اشتباه ونکړي شرمنده نشي، عموماً ډارن انسان یا ناکام دی یا د لاری څاروی دی خو بیا جرآت د رهبرانو او بریالیو انسانانو یو بریالۍ راز ده څومره چې انسان کې جرات زیات وي په همغه کچه هغه وجدانً قانع د ازادۍ د احساس او خپلواکې ارادې مالک وي

#فیلسوف

فیلسوف

20 Nov, 04:23


د ځينو به ضرورت وې او له تا سره به د خپلې کومې ګټې لپاره اړيکه ساتي. او د ځينو انتخاب وې، ځکه به درسره اړيکه ساتي چې پرې ګران يې، ارزښت ورته لرې.

د دواړه ډله خلکو پيژندل اړين دي. څوک چې درته اړتيا لري، که په وس کې دې وي او مناسب کار وي، اړتيا يې پوره کړئ، او بيا يې پريږدئ چې ولاړ شي. شايد ځينې ستا د ښېګڼې وړتيا هم ونلري خو بيا هم ښه ورسره وکړئ، له دې وجې څخه نه چې هغوی ښه خلک دي، بلکه له دې وجې چې ته ښه انسان يې او ښېګڼه ستا زړه ته سکون وربخښي.

او هغه ډله خلک چې زړونو يې ته انتخاب کړی يې، او پرې ګران يې، هيڅلکه له لاسه مه ورکوه، احترام يې کوه، او په وړاندې يې ريښتونی اوسه. که نيمګړتياوې لري، مرسته ورسره وکړه تر څو بهتره انسان شي، خو قدر يې ضرور کوه، ځکه چې مخلص خلک کم پيدا کيږي‌، او ستا په ژوند کې به هم کم وي.

#فیلسوف
#روانشناسی

فیلسوف

19 Nov, 07:05


#روانشناسی
کوښښ وکړئ، ډېر داسې کارونه
وکړي چې سبا یې په تللو له دې دنیا څخه د خلکو په ښو دعاګانو سره یاد شئ.
ژوند اخر هم پای لري، څه د ریاضی ځینې سوالونه نه دی چې پای ونلري.
ښه ژوند آرامه ذهن، او تل ښه او نرمه لهجه کارول مو د ژوند عادت وګرځوې .
#فیلسوف

فیلسوف

18 Nov, 19:18


🖤
په یوه کتاب کې مې یوه ډېره ښکلې جمله ولوستله چې لیکلي یې وو:
«هر څه په خپل وخت کې د هغه چا لپاره رامنځته کيږي چې د صبر هنر زده ولري.» نو آرام اوسه، وګوره، واوره، تېر شه، جدي یې مه نیسه، او په یاد ولره چې کله کله صبر کول خپله یو ډول هڅه ده!


فيلسوف

فیلسوف

18 Nov, 17:12


زده مې کړل:
۱، ژوند هېچاته نه تمېږي، نو پدې خاطر، هر څه چې وي؛ سهار وختي پاڅېږئ او په پوره ځواک محنت او کار وکړئ !

۲، د خپلې روغتیا خیال ساتئ، که تاسې ته هر څه درپېښ شي، نړۍ خو به پرمختګ کوي، خو تاسې به هملته پاتې وئ!

۳، که ته د خپلې خوښې او خوبونو ژوند ځانته جوړ نه کړي، نو نور به له تا د خپلې خوښې ژوند په جوړولو کې کار واخلي!

۴، څلورم، خپل کار چوپ چاپ ترسره کوه، خوښې دې یوازې له خپل ځان سره لمانځه؛له هېچا سره یې مه شرېکوه، ځکه ځینې خلکو ته د نورو خوښي او سکون له منځه وړل خوند ورکوي.

۵، په تېر وخت پښېماني مه کوئ، له تیر وخت یې زده کړه او مخکې تګ ته مو دوام ورکړئ

#فیلسوف

فیلسوف

18 Nov, 04:42


ارواپوهنه د ذهني فشار د کنټرول لپاره وایی.
ذهني فشار یا سټریس په عصري ژوند کې ډېره عامه ستونزه ده. دا فشار کولای شي د بدني او ذهني روغتیا لپاره زیانمن وي. ارواپوهان وړاندیز کوي چې د سټریس کنټرول لپاره باید مثبتې لارې وکارول شي، لکه مراقبت، ورزش، ښه غذا، او د خپل ځان لپاره د آرام وخت غوره کول
#فیلسوف

فیلسوف

17 Nov, 16:41


ارواپوهنه:
که څوک په یو مجلس کې هر وخت د خپل ځان صفتونه کوي او هرځاې کې خپل فضیلتونه تکراروي، خپله ډیرې خبرې کوي بل چاته د خبرو کولو چانس نه ورکوي، نو داسې خلک لاشعور ځان کم ګڼي او د کمترۍ احساس لري
او د دې نیمګړتیا د لرې کولو لپاره په تکرار ډول خپل صفتونه، خوبیانې او نیکي بیانوي.
په شعوري توګه هغه پوهیږي چې د خلکو په ذهن کې د هغه انځور ښه نه دې، نو له همدې کبله هغه هرځاې کې کوښښ کوي ترڅو خلکو ته خپل مثبت شیان وښایې او غواړي چې د خلکو په ذهن کې خپل انځور ښه او بهتر کړي.
که چیرې داسې شخص ته هم پیژنې نو مهرباني وکړه ملنډې او خندا ورپورې مه کوه، بلکې ددې انسان سره مرسته وکړه، او په ستاینه کې یې شریک شه تر څو د هغه دا ستونزه حل شي.



#فیلسوف

فیلسوف

17 Nov, 05:22


ماتې مه منه!

زیاتره پېغلې او ځوانان وینم، چې د یوې کوچنۍ ستونزې سره د مخ کېدو له امله ډېر مایوسه وي او ځان ورته بې وسه ښکاري. زه دوی ته وایم چې ستونزې، سخت وختونه او تکلیفونه د ژوند سره مل دي، که ورسره مخ شئ، باید په وړاندې یې مبارزه وکړئ او په ځان کنټرول ولرئ، نه دا چې ماتې ومنئ.

د اډمیر فارګوټ څخه پوښتنه وشوه، چې کله دې ماته منلې ده؟ هغه ورته وویل، یو څوک چې د جګړې وړاندې ماته ومني، دا په دې معنی چې ۵۰ فیصده جګړه یي وبایلله، په همدې اساس باید هېڅکله دا فکر ونه کړئ، چې تاسې مات شوئ.

د ځان تشویق په بریالیتوب کې ۵۰ فیصده رول لري، که مونږ ووایو چې “زه یي نه شم کولی” بیا هېڅکله مونږ بریا نه شو ترلاسه کولی، ځکه د “نه شم کولی” ویلو سره همدغه شروع کې یي بایلو او که ووایو چې “زه یي کولی شم” یعنې مونږ د بریا ترلاسه کولو ته چمتو شو، بیا همدا چمتو والی ۵۰ فیصده بریا ده، په خپل ذهن کې د منفي افکارو پر ځای مثبت افکار وروزئ او تل د ځان په اړه مثبت فکر وکړئ.

هر څه باید منظم ترسره کړئ؛ د ستونزې مثال په یوه کوټه کې بند پاتې کېدل دي، لکه څنګه چې د یوې کوټې څلور دېوالونو منځ کې یوه دروازه وي، همدا شان هره ستونزه یوه حل لار هم لري؛ مونږ باید منظم مخکې ولاړشو، د کوټې څخه وتلو لپاره باید دروازه ماته نه شي، بلکې همدغه دروازه یو کوچنی قلف لري، چې په یوه کوچنۍ کیلي خلاصېږي، باید د قلف لپاره کیلي پیدا او قلف پرې خلاص شي بیا د کوټې ووځو، همداسې د هرې ستونزې څخه د خلاصون لپاره په ارامو دماغو فکر وکړئ او منظمه حل لار ورته پیداکړئ، نه دا چې په ځان بوج راوړئ او په تېزۍ کې غلطې پرېکړې وکړئ.

ډېر خلک تاته وايي، چې دا کار ناممکن دی او ته یې نه شې کولی، خو د خلکو خبرو ته د غوږ نیولو پر ځای په خپل رب باور ولره او هغه کار ترسره کړه؛ مونږ ټول په دې پوهېږو، چې چاقو غوښه غوڅوي، خو اسماعیل علیه السلام یې غوڅ نه کړ او همدارنګه اوبه انسان ډوبوي خو موسی علیه السلام ترې سره د یارانو وژغورل شو‌؛ هر وخت په خپل رب باور ولره او کارونه دې ترسره کړه.

اوس یوه اوږده ساه واخله، پورته وګوره او د خپلو هیلو لپاره دې کار وکړه!

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
که بهار راباندې راشي که خزان وي

عالیه عزیزې

#لنډې_اغیزې
#فیلسوف

فیلسوف

16 Nov, 19:43


انسانان په دوو وختونو کې خپله اصلي څهره ښيي.
لومړى: کله چې پوه شي خپلو غوښتنو ته رسيدلى دى.
دوهم: کله چې پوه شي خپلو غوښتنو ته هيڅ نشي رسيدلى.

#ارسطو

فيلسوف

فیلسوف

16 Nov, 04:56


موږ باید د خلکو له خوبیو(ښېګڼو) او کمزوریو څخه بې پروا شو او پر ځای یې د هغوی اړتیاوو، محرومیتونو غمونو... ته خاصه پاملرنه وکړو.
موږ باید هېڅکله دا خبره هېره نه کړو چې هغوی هم زموږ په څېر د ژوند له دروند بار څخه لاندې دي او موږ ټول دیوې تراژیډي کردارونه یو_
د انسان ژوند مختصر او بې وسه هم دی_
ډېری انساني نسل د بې رحمۍ او تور برخلیک سره مخ دی_
له خیر او شر څخه بې پروا، له تباهۍ او بربادۍ څخه بې فکره، مطلق مادي ګټو لپاره خپلې ظالمانه کړنې جاري ساتي.
نن موږ له خپل محبوب څخه بې برخې کېږو او سبا به خپله هم په لامحدوده تیاره کې ورک شو. یوازې همدا با ارزښته افکار زموږ مختصر وخت له عظمتونو سره تړلی شي.

بریتانډر رسل
ژباړه:ادریس
#فیلسوف

فیلسوف

15 Nov, 17:35


#لنډې_اغیزې
محبت او همدردي زموږ د ژوند بنسټونه دي، او موږ باید هر وخت
پر دې ارزښتونو ټینګار وکړو...:)

#فیلسوف

فیلسوف

15 Nov, 13:49


هیڅوک هم مه ملامتوی!

○ ښه خلک به دی ژوند ته خوشحالیانی راوړی.

○ د بدو خلکو بده رویه به درته د تجربی یو سمبول وګرځی.

○ احمقان به دی په ژوند که په یوه درس بدل شی.

○ له ښو خلکو نه به په ژوند که ښه خاطرات ولری.


#فیلسوف
#روانشناسی

فیلسوف

14 Nov, 13:47


دلته هیڅ ناممکن څه د هغه چا لپاره نشته، څوک چې هڅه کوي.

سکندر کبیر
#فیلسوف

فیلسوف

13 Nov, 19:46


#لوست

د کتابونو مطالعې په هکله درې خبرې!
۱:- څوک چې کتابونه لولي، ﺯرګونه ځله ژوند کوي او څوک يې چې نه لولي، فقط يو ځل ژوند کوي.

۲:- څومره چې ډېر کتابونه لولې، په هماغه انداﺯه ډېر پوهېږې او ډېرو ښو مقامومو ته د رسېدو فرصتونه درته برابريږي.

۳:- د ﺫهن لپاره بهترين تمرين د کتابونو مطالعه ده.
مطالعه انسان نوي فکر او نوې نړۍ ته بوځي"

فيلسوف

فیلسوف

13 Nov, 07:06


#روانشناسی
“یو داسی وخت راځي چې وروسته تر هغی پوهېږې، چې ‘منل’ تر ټولو مهم دی.
منل د غمونو، منل د لاسه ورکولو، منل د یوازیتوب، منل د هغو حقیقتونو چې نه شي بدلېدی، او په پای کې، منل د هغه څه چې ته یې ښه/بد

#فیلسوف

فیلسوف

12 Nov, 13:28


زه باورې یم چې ژوند مو حتمأ تغییر کوي؛ که لږ صبر او زغم ولرئ.
د هیلو پوره کولو لپاره مو مبارزه بیخې اړېنه ده.

#فیلسوف
#هڅوونه

فیلسوف

12 Nov, 04:00


ارواپوهنه وايي:
که یو څوک ډېره ډوډۍ خوري، معنا دا ده چې نوموړی غوسه دی او یا هم سټریس/فشار لري. که کوم کس نه ژاړي، معنا دا چې شخصیتي کمزوري لري.
که څوک په معمولي خبرو ژاړي، پدې معنا ده، چې زړه یې پاک دی. که یو تن ستاسو اړوند مسئلو په اړه فکر او اندېښنه کوي یعنې تاسو ورته ګران یئ.
که کوم کس ډېر خوب کوي، معنا دا ده، چې غمجن دی. همدارنګه که یو څوک ډېر خاندي یعنې کوم پټ غم یې ځوروي. که څوک ژر ـ ژر خفه کېږي پدې معنا ده، چې مینې ته اړتیا لري.
که کوم کس عجله کوي، ښايي کوم کس/څه ته یې ډېر انتظار کړی وي. همدارنګه که یو څوک بې تفاوته وي، امکان شته چې ډېره ضربه یې لیدلې وي.
نو موخه مو دا ده، چې د قضاوت پر ځای درک ولرئ. ځکه چې د هر رفتار تر شا یوه کیسه پرته.

#فیلسوف

فیلسوف

11 Nov, 18:08


#الحمدالله🫠❤️

#فیلسوف

فیلسوف

11 Nov, 16:27


#روانشناسی
کله چې موږ د چا بشپړ نوم يادوو، هغه کس په ژوره توګه ځان ته ځانګړې پاملرنه احساسوي، او په زړه کې يې د درناوي او ارزښت يو ځانګړی احساس ژوندی کېږي. انسان په فطرت کې د خپل نوم اورېدلو سره نژدېوالی او يو ډول مينه لري او کله یې چې موږ بشپړ نوم يادوو، نو دا ورته يو څرګند پيغام رسوي چې دی زموږ لپاره يو ځانګړی او مهم شخص دی. زه هم هر ځل چې له يو چا سره مخامخ کېږم نو، په ځانګړي نرم او دروند اواز کې يې نوم اخلم؛ ورته وايم، "پلانکيه، ستړی مه شې، څنګه يې؟" او ورته نورې خوږې خبرې کوم. دا کار نه يواځې دا چې مقابل لوری خوشاله کوي، بلکې هغه زما په خبرو دقيقاً تر پايه متوجې ساتي.

#فکر
#لنډې_اغیزې
#فیلسوف

فیلسوف

09 Nov, 09:42


ځينې وختونه په ژوند کې ستاسو تر ټولو لوی او پياوړی لاسته راوړنه دا وي چې تاسو لا هم ذهني قوي ياست او تر دې وخته اخلاقي چلند کوی، پداسې حال کې چې د بې حسابه احمقانو لخوا محاصره ياست!

نجيب محفوظ
#لنډې_اغیزې
#فیلسوف

فیلسوف

09 Nov, 05:29


که زمانه پوښتنه وشي؟
چې د بریالیتوب لپاره څه وکړو؟
زما جواب به دا وي:
تر ټولو سخت کار وکړه.
تر ټولو زیاتې ماتې ته تجربه کړه.
د منفی ګرا ملګرو دی بیخې لرې لاړ شه!
سهولت یا آسانتیا ته ځان مه ورکوه.
نازدانه مه اوسهٔ.
هغه کار وکړه چې نورو ته بیخې سخت وي.
د یو نوی څیز لپاره کار وکړه، یعنی نوښتګر اووسه.
بې زړه مه اوسه.
خبرې دي په جرائت سره کوه، هغه که د هر چا په مقابل کې وي.
او ژوند ته دی په فکر سره دوام ورکوه
که ژوند پلان نلري همدا اوس یې جوړ که!


#فیلسوف 🙂

فیلسوف

08 Nov, 20:27


لنډه وینا

"وايي چې ځينې لفظونه غاښونه نه لري
خو انسان په حقيقت کې خوري"

تاسې څو فيصده راسره موافق ياست؟

فيلسوف

فیلسوف

08 Nov, 08:20


#روانشناسی
داسی هم ویلی سو چی دا شپږم حس دی،
خو ښایي حقیقت دا وي چې موږ په هر حالت کې د بدترین حالت وړاندوینه کولو عادت کړی دی. خلک هم تل موږ ناامیده کوی او تل موږ ته ثابتوي چې زموږ فکر سم وو.

#فیلسوف

فیلسوف

07 Nov, 13:54


د ارواپوهنې له مخې، هر انسان د ورځې دېرش فیصده وخت په تخیل یا خیال کې تېروي، یعنې دوی به یا د تېر په اړه فکر کوي او یا به د راتلونکي خوبونه ګوري.
ارواپوهان وایي چې تاسو داسې مه کوئ، ځکه چې تاسو د تېر وخت پېښې بدلولای نه شئ او د راتلونکي په اړه څوک کره معلومات نه لري. هڅه وکړئ چې په حال یا اوس وخت کې ژوند وکړئ.

#ارواپوهنه

فيلسوف

فیلسوف

07 Nov, 13:46


څېړني ښيي پوره خوب، سالم خوراک، ورزش او د ټولنيزې اړيکو ساتل انسانان په ډيريو رواني ناروغيو له اخته کېدو څخه ژغوري.

“ډاکټر امان شمس”
#فیلسوف

فیلسوف

06 Nov, 17:16


#ارواپوهنه

وخت او ځینې پیښې انسان دومره خاموشه کوي چې ډیرې مهمې خبرې کول يې هم زړۀ نه غواړي!

#فیلسوف

فیلسوف

06 Nov, 05:21


#ارواپوهنه_صبر

صبر معنا دا نه ده
چې ارام پرېوزه، هرڅه څخه لاس واخله، او کناره ګیري اخیتار کړه!
دا نه صبر دی او نه هم صبر همداسې دی
د صبر
لپاره ساده فرمول دادی چې لاره وباسې، ستړیاوې وزغمې، سخت کار وکړې، تخصصات حاصل کړې، لوی او ځانګړي مهارتونه زده کړې او ډېر په درانه شکل ادامه ورکړې اما په حوصله سره...
همدا د حوصلې ټکی د صبر لپاره تعبیر جوړیدی شي

که ته یو خپل دوست له لاسه ورکړې
یو خپلوان له لاسه ورکړې
یاهم تجارت کې زیان ووینې
یاهم ملګري درته باور مات کړي او...
ددې سره ربط مسائلو په وړاندي صبر کولو طرز همدا دی چې ادامه ولرې، مګر له حوصلې سره..!!

#فیلسوف

فیلسوف

05 Nov, 19:05


ترڅو چې خپل ذهني دښمن مات نه کړئ، تر هغې د نړۍ د بدلولو خوبونه مه وينئ، زموږ ذهني دښمنان ټول هغه څه دي چې زموږ حالت نورمال کېدلو ته نه پرېږدي.
لکه: شک، وسوسه، کينه، حسد، بې شعوري، پر احساساتو نه کنټرول، خيالي ډار، پر بې مانا افکارو وخت تېرول، بې هدفي، د نفس الاماره اطاعت او ټول هغه څه چې چې فکر مو په خپل ذهن کې بې ګټې بوخت ساتي، زموږ دښمنان دي.
هو !
زموږ ذهن د کښت په څېر دی چې هر څه پکې کرئ هم هغه پکې زرغونېږي، په دې پرمختللي عصر کې د ترقۍ معيارونه و پېژنئ، د ذهن کنټرول په لاس کې واخلئ، په ځان راج وکړئ په نړۍ به راج وکړئ.

فيلسوف

فیلسوف

05 Nov, 18:05


#روانشناسی

تر څو چې د خپل ځان په اړه ښه احساس ونه کړې،تر هغې نورو ته د دوی د ژوند په اړه ښه احساس نه شې ورکولی. رهبري له خپل ځانه پیلیږي.


#فیلسوف

فیلسوف

05 Nov, 05:16


● په دوو کسانو هېڅ باور مه کوئ! یو هغه چې ستا ستاینه مخامخ کوي او بل هغه چې ستا د دښمن غندنه ستا مخکې کوي.

● کله چې دې پرته له دلیله روحي حالت ښه نه ؤ، هرومرو چا پسې زړه تنګی یې خو، د خپګان اصل علت اظهار کولی نشې.

● تنهايي دې ته نه وايي چې د يو کس په شاوخوا کې نور انسانان نشته، بلکې کله، کله موږ د انسانانو په منځ کې هم د تنهایی احساس کوو؛ اصلاً تنهايي دې ته وايي چې د يو چا په شاوخوا کې د خپلې خوښې/طبعي انسانان نه وي.

● که غواړئ چې څوک ژوندی مړ کړئ ځان سره يي عادت کړئ او بیا یې پریږدئ او یایې احساساتو سره لوبې وکړئ.

#رواشناسی_ارواپوهنه
#فیلسوف

فیلسوف

04 Nov, 07:03


ځینې خلک په دې ارزي !!
چې خپل لفظونه ,جملات,معتبر خطابونه او په نهایت کې یی ستره ستاینه وکړې

#لنډې_اغیزې
#فیلسوف

فیلسوف

03 Nov, 14:31


د ناپوهانو اړوند د لویو فیلسوفانو نظریات:

1. سقراط:
سقراط به ویل چې ناپوهان د پوهې د کمښت له امله ځان پوه ګڼي. هغه باور درلود چې ناپوهان ډېری وخت د هوښیارانو په خبرو نه پوهېږي، نو پر هغوی مسخره کوي. سقراط په دې باور و چې دا ډول خلک د خپل ځان نه پوهېدلو له امله په نورو هوښیارانو ملنډې وهي.

2. افلاطون:
افلاطون په "جمہوریت" کتاب کې ویلي چې هغه خلک چې په ناپوهۍ کې ژوند کوي، د هوښیارانو په خبرو نه پوهېږي، نو پر هغه خندل یې عادت ګرځي. هغه باور درلود چې هوښیاران له همدې امله له ځانونو سره یو ډول ژوره پوهه او تحلیل ساتي چې له دې ډول کسانو څخه ځان وساتي.

3. ارسطو:
ارسطو ویل چې ناپوهان ځکه د هوښیارانو په خبرو ملنډې وهي چې دوی د حقیقت او منطق په اړه لږ فکر کوي. هغه باور درلود چې ځینې خلک فطرتاً د عقل او هوښیارۍ له لارو څخه ځانونه لرې کوي، ځکه یې له حقیقت سره مینه نه وي.

4. نیچه:
نیچه به ویل چې د کمزورو خلکو یوه ځانګړنه دا وي چې هغوی د قدرت او عقل په وړاندې د تمسخر او انکار چلند غوره کوي. هغه باور درلود چې داسې خلک د خپل ناڅاپي غرور له امله لوی فکرونو تمسخر کوي.

#فیلسوف

فیلسوف

02 Nov, 13:33


انسان چې کله له یو چا سره ډیر وخت پاتې شي، نو د دواړو دماغي اړیکه دومره قوي شي چې اکثراً په یو وخت کې دوی دواړه یوه خبره کوي.


#فیلسوف
#ارواپوهنه

فیلسوف

01 Nov, 14:58


هغه جملې چې ماشوم ته په ویلو یې پر ځان اعتماد ډېریږي:

۱: زۀ په تا باور لرم.
۲: په کورنۍ کې ددۀ شتون مهم وګڼئ! مثلاً ورته ووایئ "خدای چې تۀ موږ ته راکړې، پوهیدۀ چې موږ په ژوند کې څۀ ته اړتیا لرو"
۳: وبښه ګرانه.
۴: زۀ تا بښم.
۵: نن شپه غواړم فقط تا سره تېره کړم. کومه لوبه خوښوې چې ویې کړو؟

“د ماشوم ارواپوهنه

#فیلسوف

فیلسوف

31 Oct, 14:16


#غرب
"د څيړنو له نظره دا اصلي
شرعي فلسفه ده چې په افغانستان کې په پيړيو پيړيو روانه ده .
نور حال په ويډيو کې"
♟️
فيلسوف

فیلسوف

31 Oct, 10:17


یو روانشناس د څیړنو په اساس!
د افغانستان تقریباً 98% خلګ په روانی ناروغې اخته دې😱

#فیلسوف

فیلسوف

30 Oct, 13:24


#روانشناسی
ښځه کولی شي په یوازیتوب سره د ټولو ستونزو سره مبارزه وکړي، که دا باور ولري چې د هغې تر شا يو نارينه ولاړ دی!

نارینه یې مطلب دې!
ډارن نارینه نه هغه نارینه نه یادوی چی په لورګانو په میرمنی ظلم کوی
!
#فیلسوف

فیلسوف

29 Oct, 16:30


#ارواپوهنه
ایا همداسی ېې؟
خوشحالی غواړی خو غمجن فکرونه کوې!
په خوله واېې چی پروا یې نه لرم
خو په اصل کې له نورو ډیر پروا لری
د بل زړه ته اعلاج لټوی خو خپل زړه دی مات دی!
د نورو توجو غواړی خو چې څوک در نږدی سی له ځانه یې لرې شړې!
د نورو درد ته په اخلاص غوږ نیسی خو خپل درد دی هیچا ته بیان نکړ!
همداسی نده؟
که همداسی وې نو روانې روغیتا ته مو پام وکړئ!

#فیلسوف

فیلسوف

26 Oct, 08:05


مينه
شخصي ليک
مينه په مثال د سمندر هغه اوبه دي چې په سترګو ډېرې ښايسته ښکاري خو په اصل کې که چيرې همدا اوبه ته ور ټوپ کړې نو بيا به هيڅ هم نه وينې په مثال د يو ړوند‌ به وې".

بې مينې ژوند هم ژوند ندی.

فيلسوف

فیلسوف

24 Oct, 20:08


ژوند یوه ښکلې لار ده چې هر ګام یې د درسونو او تجربو ډکه دی.
په هرې سختۍ کې د لاسته راوړنې یوه ذره پټه وي.
او په هرې تیاره کې د رڼا یوه نښه.
له هرې ورځې سره نوې هیلې او نوي فرصتونه پیدا کېږي.
هغه څوک بریالی دی چې هیله له لاسه ورنکړي او په زړورتیا مخکې لاړ شي.

فيلسوف

فیلسوف

24 Oct, 19:34


222 views (کتوونکې)
خو یو ځواب🙂💔


ویده خلګو
#فیلسوف

فیلسوف

24 Oct, 13:52


#پوښتنه
موږ په ژوند کې ګڼې تېروتنې کوو، خو بيا هم ځان راباندې ګران دى اما که بل يوه وړه یا کوچنۍ تېروتنه وکړه ولې مو بد ترې راځي؟


ځواب
#فیلسوف

فیلسوف

24 Oct, 05:40


#ارواپوهنه

1- هغوی چه وایی زه نه ډاریږم ځان زړور معرفی کوی هغوی تر ټولو ډیر ډاریږی.

2-انسان په هغه وخت که خوشحاله کیږی چې یو سوک یی مشکل درک کړی نه هغه وخت چې یو سوک ورسره یوازی وغږیږی.

3- دیوه احمق انسان د پوهولو تر ټولو اسانه لار د چوپتیا غوره کول دی.

4- هر کم غږیدونکی خاموش انسان هم هوښیار کیدلی نه شی.

5- عقل یو لوی جو هر دی چی خدای یوازی محدود خلک پری نازولی دی نو له هر چا دښو تمه کول بی زایه ده.

#فیلسوف

فیلسوف

23 Oct, 16:12


#روانشناسی
چیګوارا
د سلو نیکو وروسته یوه بدي وکړه..انسانان به وپیژنې



#فیلسوف

فیلسوف

23 Oct, 09:06


#روانشناسۍ

زه اکثر سوچ کوم چې د زړه په خبرو ولې هېڅوک نه شي پوهېدلی. موږ خپله ټوله مینه، ټول احساسات د چا مخې ته ږدو، خو بیا مو هم نه شي درک کولای. ښايي ځکه چې د زړه په ژبه هر څوک نه شي پوهېدلی. ما په خپل ژوند کې څو ځله هڅه کړې چې چا ته د خپل زړه خبرې ورسوم، خو هر ځل ناکام شوی یم. ښايي همدا زما تقدیر وي، چې د زړه خبرې مې تل ناپوښتلې پاتې شي.

جون ایلیا
- ژباړه
#فیلسوف

فیلسوف

22 Oct, 13:46


#روانشناسی
د نفسي توازن لوړه مرتبه، د خلکو
د ګومانونو په اړه فکر پريښودل دي.

- ژباړه
#فیلسوف

فیلسوف

22 Oct, 10:09


#ارواپوهنه
تردې اندازې څوک مه خفه کوئ چې، له بښنې وروسته هم درڅخه کرکه ولري.

#فیلسوف

فیلسوف

21 Oct, 23:29


د شکسپیر څو مشورې:

"چا ته ډېر مه ورنږدې کېږه.
- له چا څخه د خواخوږۍ تمه مه کوه.*
-د نورو لپاره ژوند مه کوه؛ ځکه ستا خپل ذات لومړی دی.
-خپله خوښي په خلکو یا شیانو پوري مه تړه.
-خپل ځان ته یو وطن جوړ کړه؛ تر څو د چا د جلا کېدو په وخت کې د پردیسۍ احساس ونه کړې؛ ځکه له اسمانه به څوک را نازل نسي چې ستا تیاره رڼا کړي.
-خپله د خپل ځان لپاره رڼا سه.
-د خپل ځان لپاره هر څه سه."

دا ښکلی او له معنا ډک اقتباس دی. شکسپیر په دې نصیحت کې د خپل ځان اهمیت او ځان بسیا توب ته اشاره کوي. دا موږ ته یادونه کوي چې باید خپله خوښي او د ژوند موخه په نورو یا شیانو پورې ونه تړو، بلکه خپل ځان پیاوړی او خپلواک کړو.

فيلسوف

فیلسوف

21 Oct, 13:06


#روانشناسی
ریښتنی انسان قسم نه خوري، خوش باوره انسان توضیحات نه ورکوي
مخلص انسان نه پیښېمانه کیږي او مینه ناک انسان نه ستړی کیږي
هغه څه اوسه څنګه چې یې، نه هغه څه چې نور یې غواړي.

#فیلسوف

فیلسوف

21 Oct, 04:30


#روانشناسی
همیشه خاموشي اختیارول د مقابل لوری د خبرو د تایید په معنا نه وي، کله کله د مخاطب د شعور د سطحې څخه د نا امیدي نښانه وي.

#فیلسوف

فیلسوف

20 Oct, 16:25


دابديت(تلپاتوېتوب)راز:
دا خاورين ښار په زمان کې موجود دی او"خدای مدينه"په ابديت کې.

ابديت څه دی؟
اګوستين وايي:"ابديت د زمان ډېرېدو او اوږدوالي په مانا نه ده او په حقيقت کې له زمان سره هېڅ ډول اړيکي نه لري،زمان له تېر څخه راتلونکي ته يو مادي امتداد،پيل او پای لري‌.

فيلسوف

فیلسوف

20 Oct, 16:22


#ارواپوهنه
ځینې وختونه دا اړینه ده چې زړه دې مات شي، تاته صدمه ورسیږي، خفه شې، او وژاړې. ځینې وختونه د یو څه/چا له لاسه ورکول تر ټولو غوره تجربه ده. هېڅ څوک په خوښۍ کې بریالی شوی نه دی، دا غم او ستونزې دي چې انسان خپلې موخې ته رهبري کوي. نو له، ستونزو، د یو څه چی تاسو یې غواړی نه کېدلو، او نه رسېدو څخه مه وېرېږئ.

#فیلسوف

فیلسوف

20 Oct, 07:31


ارواپوهان وایې
انسان نشي کولی چې په یو وخت کې په ژوند کې هر څه ترسره کړي، هم پوهنتون ته لاړ شي، هم سوداګر وي، هم ورزشکار، هم هنرمند او داسې نور انسان باید یو څه وټاکي.
زموږ نننۍ ستونزه دا ده چې غواړو په ټولو برخو کې یو څه وکړو ټول خلګ له ځان سره ولرو، خو په هر یوه کې نیمګړي یو او په پایله کې کاملاً ګمراه یو.

#فیلسوف

فیلسوف

20 Oct, 04:27


○ هیڅکله
چاته ځواب مه ورکوئ کله چې تاسو په غوسه یاست!

○ هیڅکله
چاسره ژمنه مه کوئ کله چې تاسو خوشحاله یاست!

هیڅکله
پریکړه مه کوئ کله چې تاسو خپه یاست!

#فیلسوف
#روانشناسی

فیلسوف

19 Oct, 14:07


د ارواپوهنې له نظره

انسان هغه وخت بې پروا او سخت زړه شي، کله چې خلک یې له ښه والي او وفادارۍ څخه ناوړه ګټه واخلي.

#فیلسوف

فیلسوف

19 Oct, 08:15


#ارواپوهنه
حاضر ځوابي

○ مـه وایـہ ؛ چي دروغ یې وویل،
ووایــہ ؛ چي رښتیا نـه پټیږي.

○ مـه وایـہ ؛ چي خلګ بـه څـه وایي،
ووایــہ ؛ چي نیت مي پاک دی.

○ مـه وایـہ ؛ چي هـیلـه لرم،
ووایــہ ؛ چي هـدف مي دی.

○ مـه وایـہ ؛ چي تـه بیخي نـه پـوهیږې،
ووایــہ ؛ چي هر سړی د جـدا زاویې نـه غږیږي.

○ مـه وایـہ ؛ چي ولي مي ټـولي دروازې پـر مخ بندي شوې،
ووایــہ ؛ چي شاید بـهر بـه توپان وي.

○ مـه وایـہ ؛ چي مننه ښـه یـم،
ووایــہ ؛ چي الحمدلله ښـه یـم.

#فیلسوف

فیلسوف

18 Oct, 17:30


#ارواپوهنه
ژوند یوه هنداره ده. که په کرکجن نظر ورته وګورې نو زړه به دې تنګ شي. چې په خندا ورته ګورې نو په خندا به شې.
خوښ اوسئ، خوښي خپره کړئ



#فیلسوف

فیلسوف

18 Oct, 06:40


#ارواپوهنه
ژوند یعني...

په خپلو احساساتو باور کول، له فرصتونو ګټه پورته کول، له تېر ژوند څخه درس اخیستل او په دې پوهیدل چې هرڅه بدلیږې.

#فیلسوف

فیلسوف

17 Oct, 20:04


يوڅو نړيوال متلونه:
"مینه مو مېرمنې ته ورکړئ او راز مو خپلې مور ته ورکړٸ" (آیرلینډ متل)
"خپل ماشوم د پنځو کلونو لپاره شهزاده، د لسو کلونو لپاره غلام او د ټول عمر لپاره بیا ملګری جوړ کړئ" (هندي متل)
"ډیر خوړل د لوږې څخه ډیر زیانمن دي" (آلمانى متل)
"څوک چې د خپل ګاونډي کور لړزوي، د هغه خپل کور هم لړزيږي" ( سویسي متل)
"که موسکا مو نه وي زده، دوکان مه خلاصوئ" (چنایي متل).
"هر سړی خپل سرنوشت په خپله جوړوي" (انګلیسي متل).
"له هغه ښځې څخه ځان وساتئ چې د خپل فضیلت په اړه خبرې کوي او له هغه سړي ځان وساتٸ چې د خپل صداقت په اړه خبرې کوي" (فرانسوي متل)
"خپل ذهن په پوهې سمبالولو سره غوره ده چې خپل بدن په زیورونو سره سينګار کړئ" (چینایي متل).
"رضایت، نیمایي نېکمرغي ده" (ایټالوی متل).
"پرځان غرور د ناپوهۍ محصول دی" (هسپانوي متل).
"له مهربانۍ پرته ښه کول، په سمندر کې د عطر اچولو په څیر دي" (پولنډي متل).
کورنۍ دا رازده کړل چې څنګه خبرې وکړم، او ټولنې دا رازده کړل چې څنګه چوپ پاتې شم" (چیکسلواکي متل)
"غوسه یو قوي باد دی چې د دلیل څراغ له مینځه وړي" (امریکایي متل).
"هره ورځ يې وکره، هره ورځ يې وخوره" (مصري متل).

فيلسوف

فیلسوف

17 Oct, 07:58


#ارواپوهنه
ټولې انساني کړنې ددې اوو لاملونو څخه د یوه یا زیاتو له امله ترسره کېږي:
'فرصت، طبیعت، مجبوری، عادت، دلیل، احساس، او هیله!!

#فیلسوف

فیلسوف

16 Oct, 18:45


🌺
شعور او یا روڼ آندي باید له خپل ځانه پیل شي نو په تمه کېناستل منطقي کار نه دی, دا چې په تمه شی څه وخت نړۍ شعور مومي او روڼ آندي کیږي بې ځایه کار دی او کېدای شي د ژوند تر پایه په تمه پاتې شی.

هر نوښت هر بدلون باید له ځانه پیل کړو.

(اکهارټ ټول| بابل)

فيلسوف

فیلسوف

16 Oct, 07:26


دژوند په دي فلسفه پو نسوم "
له یوي خواه واي دصبر میوه خوږه ده.
بل خواه واي وخت دچا انتظار نه کوي
🙃

#فیلسوف

فیلسوف

16 Oct, 06:14


ارواپوهنه
۱-مۀ وایه مرسته نشم کولای
• ووایه څنګه مرسته درسره کولای شم
۲- مۀ وایه وخت نلرم
• ووایه زۀ به وخت پیدا کړم
۳- مۀ وایه هیڅوک نۀ پېژنم
• ووایه چاسره ملاقات کولای شم؟
۴- مۀ وایه پۀ کافي اندازه ښۀ نۀ یم
• ووایه زۀ یې ظرفیت لرم
۵- مۀ وایه نۀ پوهېږم څنګه یې تر سره کړم
• ووایه دا زده کوم چې څنګه یې ترسره کړم

#فیلسوف

فیلسوف

15 Oct, 07:11


په ډار یا وېرې څنګه غلبه وکړو؟
1- خپله ډار سره ځان مخامخ کړئ.
2- ژوره ساه واخلئ.
3- هڅه وکړئ چې خپل ذهن مو کنټرول کړئ.
4- خپلو پوښتنو ته مو ځواب ومومئ.
5- د مثبتو ذهني انځورونو څخه ګټه واخلئ.
6- خپل ځان سره مثبتې خپلمنځي خبرې وکړئ.
7- خپلو فعاليتونو ته په عادي ډول دوام ورکړئ.
8- خپلو غښتلو او مثبتو ملګرو سره مو ناسته پاسته وکړئ.
9- د ډار په هکله مو خپل فکر واړوئ.



#ارواپوهنه
#فیلسوف

فیلسوف

15 Oct, 03:58


ډاکټر علی شریعتی وایي:
که چا درته ګواښ کاوه پوه شه چې په وړاندې دې ناتوانه ده
که چا درسره خیانت وکړ نو پوه شه چې قیمت دې لوړ ده
که چا پرېښودې پوه شه چې ستا سره د اوسېدو لیاقت یې نه درلود.

#ارواپوهنه
#فیلسوف

فیلسوف

14 Oct, 05:55


داسې فکر مکوه! چې ګواکی فلانکی کس په مکمله مانا پېژنمه او په دې غلط فهمۍ کې هم مبتلا نشې، چې د فلانکي د شخصیت له ټولو اړخونو په اړه خبر يې. د یؤ انسان کړنو او سلوک ته د خپل فکر پر بنسټ د ښو رنګ مه ورکوه!
باور ولره! چې په هر انسان کې، هغه چې ته ورته بیخي ډېر نږدې هم یې، یؤ بل انسان هم موجود وي؛ چې ته د هغه/هغې په اړه بیخي مالومات نه لرې.
انسان پېژندنه تر ټولو ستونزمن کار دی.

- ژباړه:
#فیلسوف
#ارواپوهنه

فیلسوف

13 Oct, 12:09


#ارواپوهنه
کله چې انسانان
له یواځېتوبه شکایت کوي،
معنی یې دا نه وي، چې
شاوخوا یې څوک نشته،
اصلاً تنهايي (يواځيتوب) دې ته وايي چې څوک دې درک نه کړي!
چی یو میلیون انسانان درسره وی خو بیا هم یوازی یې.
#فیلسوف

فیلسوف

13 Oct, 04:56


#ارواپوهنه
• د دښمن په باب چپ وسیږه خو که یی وخت راغی د تندر په شان پری را نازل شه.

• په ژوند کې ستونزې د الجبر د درس په شکل دي، نو د حل لپاره یې فرمولونه زده کړئ او داسی فرمول ورته انتخاب که چې حاصل یی صفر نه وی.

• مجبوره نه یې چې په هر بحث کې بریالي شئ له ناکامۍ مو هم درس واخلئ.

• ملګری دی که هرڅومره درته نږدی هم وه باور مه پری کوه ځکه یویشتمه پیړی ده هرسه پکی دبدلون په حال که دی.

• دا چې نور ستا په اړه څه فکر کوي، دا مهمه نه ده، مهمه دا ده چې ته د خپل ځان په اړه څه فکر کوې.

• مینه د هرې ستونزې او هرې ناروغۍ درمل دي کوشش وکی چې له هم فکره شخص سره مینه وکړی.

• د دوستانو په لیست کې مو ماشومانو او لویانو ته هم ځای ورکړئ.

• هر ورځ نیم ساعت له خپل ځان سره یوازیتوب ته ورکړی.

• هر ملګری ته د ورور لقب مه ورکوه.

• که دی ریښتینی مینی ته اراده نه وی نو هیسکله هم د یویی جلی په زړه که د محبت اور مه بلوه.

• راز ویل دوست او دښدمن نه غواړی؛نو په ویلو که یی له احتیاطه کار واخله.

#فیلسوف

فیلسوف

12 Oct, 20:19


🌺
هیڅکله دغه (۷) پوښتنې له چا مه کوه!

1:- هیڅکله له یتیم نه دا پوښتنه مه کوه چې مور یا پلار دي کله مړه شوی، یا ولي مړه شوی؟
2:- هیڅکله له چا دا پوښتنه مه کوئ چې زوی ېا لور دې کله یا ولي مړه شول؟
3:- هیڅکله له بې روزګاره شخص نه د خلکو په مینځ کې پوښتنه مه کوه چې ولي څه کاروبار نه لري؟
4:- هیڅکله له شنډې ښځې یا شنډ سړي څخه دا پوښتنه مه کوه چې ماشومان دي ولي نشته؟
5:-هیڅکله له هغه چا نه چې پر مخ یې څه داغ وي پوښتنه مه کوه چې دا مخ دې ولي داسي دی؟ ځکه چې مخ د عزت او کرامت ځای دی او هیڅوک نه غواړي عزت یې تر پښو لاندې شي.
6:- هیڅکله له میلمه نه مه پوښته چې ډوډۍ یا چای راوړم؟ بلکې له پوښتنې پرته که د ډوډۍ وخت وي ډوډۍ راوړه او که د چایو وخت وي چای ورته راوړه.
7:- هیڅکله د خلکو د خندونې لپاره پر خپل ملګري ملنډې مه وهه ځکه چي دا ډیر دردوونکی وي.

#دژوند ارواپوهنه

فيلسوف

فیلسوف

12 Oct, 08:56


🌺
زه تل له ځان سره ژمنه کوم
چې بايد دومره قوي اوسم
چې هېڅ شی ونشي کولای چې زما ذهن را ګډوډ کړي.
#هڅونه

فيلسوف

4,968

subscribers

789

photos

28

videos