پښتو شعرونه @pashto_love Channel on Telegram

پښتو شعرونه

@pashto_love


دلته ستاسو لپاره شعرونه، لیکنې، لنډې کیسې، پندونه، ټپې او په زړه پورې معلومات د پښتو په خوږه ژبه خپرېږي

هیله کوم د ملتيا تر څنګ مو له نورو ملګرو سره شریک کړئ🔝
🇦🇫

🔄 شخصی رابطه 🔄
@Safi_2002
⬇️د چټ گروپ لینک⬇️
@pashto_Chat2024

پښتو شعرونه (Pashto)

د پښتو شعرونه ټولو په لوبه کې د دې خپلواکي شاعري، افغانستان ټوله جوړ شوې شعرونې، لوبونو، لنډو، پوهاندونو او د خپلواکي وړانديزو په اړه معلوماتو په نور ژبو کې مو ورته ورته ترلاسه کوي. د منلو او همکارانو سره همکاری وکړئ تر څنګه چې په دیننو په وخت کې شریک شوي، افغانستان په چمتو کې کولای شوې🔝. انځور او د تلویزونو کې پاڼېو د دې فیصلې په خوا کې ورته ورته د معلوماتو په اړه شریک شي. د خپلواکي تجربو سره شریکه وکړئ، او د پښتو شعرونه د چټه گروپ لینک په زیر کې ورته. @Pashto_Afgh

پښتو شعرونه

18 Jan, 12:47


غزل

ګرمه قهوه یادونه ستا او دا واورینه ښکلا
اوس مې هم یاده شي د چا هغه حسینه ښکلا

تږو غوټيو ته خندا راوړه چې جل وهلي
سپرلیه تاته انتظار ده ګلورینه ښکلا

زه د دنیا د ښکلا ګانو هیڅ پروا نه لرم 
ماته په سترګو کې چا راوړه مینه، مینه ښکلا

غزل له څه ولیکم مانه مروره ګرځي
هغه نازکه غزلیزه پرتمینه ښکلا

اې د ملالې کلیوالې د غزل تصویره
نن د له کومې راوړه دومره نازنینه ښکلا

ملاله کلیواله



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

18 Jan, 02:46


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمور او پلار دحقوقو اهمیت(۱)-برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کوم انسان چې په دنيا کې د شریعت موافق د اطمینان او سکون واله ژوند تیرول غواړي نو دده د پاره دا ضروري ده چې دا به د دوه قسمه حقوقو لحاظ ساتي،اول د حقوق الله،او دويم: حقوق العباد و.

او کوم انسان چې د حقوق الله او. حقوق العبادو لحاظ نه ساتي هغه هیڅ کله کامل مسلمان نشي جوړیدی،او نه به ده ته د اطمینان،سکون او خوشحالی واله ژوند نصيب شي.

د حقوق العبادو اهمیت او زمونږ غفلت

بیا خاصکر حقوق العباد خو ددین یوه آهمه حصه ده،ځکه که چیرته په حقوق الله کې د انسان نه څه کوتاهي او کمې اوشي،او اوس دې په هغې باندي پښیمانه شي،په اخلاص باندی توبه اوباسي نو الله ورته دا كوتاهي معاف کوي،خو که چيرته انسان حقوق العباد ضايع كړي( يعنى بل مسلمان ته بدني يا مالي ضرر اورسوي) نو که دي روستو په دې پښیمانه شي او تو به هم اوباسي،نو دا صرف په دی توبه او استغفار سره نه معاف کيږي، بلکه د حق خاوند نه به معافي غواړي يا به هغه ته خپل حق واپس کوي نو بیا به دې انسان ته دا ګناه یا حق معاف شی.

قدرمنو!بعضي خلق لمونځ،روژه،زکات، حج،ذكر،تلاوت،وغیره خو ددین حصه شماري خو ليكن حقوق العباد د دین نه بالکل خارج ګني او هيڅ اهميت ورته نه ورکوي.حالانکه په شریعت کي د حقوق العبادو هم دیر تاکید او اهمیت بیان شوی.

د احکامِ شرعیه و دري حصي حقوق العباد دي

په اسلامي فقه کې چې د شریعت څومره احکامات بیان شوي که چيرته هغه په څلورو حصو تقسيم کړي شي نو د هغې يوه حصه د عبادت( يعنى حقوق الله) جوړيږي،او باقي،دري حصي د حقوق العبادو(یعنی معاملات او معاشرت) جوړيږي.

په حقوق العبادو کې د ټولو نه اول حق دوالدينو دی

بیا خاصکر په حقوق العبادو کې دټولو نه اول او اهم حق د مور او پلار دی، دغه وجه ده چې کله هم په قرآن کریم کی الله تعالى د حقوق العبادو تذکره وکړې نو د ټولو نه اول يې د مور او پلار بیا خاصکر په حقوق العبادو کې د ټولو نه رومبي او اهم حق د مور او پلار دی، دغه وجه ده چې کله هم په قرآن کریم کی الله تعالى د حقوق العبادو تذکره کړې نو د ټولو نه اول يې دمور او پلار سره د احسان او نیکی کولو حکم کړی دی.

وجه داده لکه څرنګه چې الله تعالی د انسان د وجود د پاره سبب حقيقي دی نو دغه شان والدین دانسان د وجود د پاره سبب ظاهري دي.

الله تعالى فرمايي:{وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا}الإسرا ۲۳

ترجمه:او ستا رب دا حکم کړي.چي بي د هغه (الله) نه د بل هیچا عبادت مه کوئ،او د مور او پلار سره احسان (ښیګړه او ښه سلوک) کوئ.

د امام قرطبي رحمه الله تحقيق

امام قرطبي رحمه الله هم ددې آيت د لاندي لیکلي چې په دې آيت کي الله رب العزت د خپل عبادت او توحید د حکم نه روسته د والدینو سره د احسان او ښه سلوک کولو حکم فرمايلي. لکه څرنگ چې الله تعالى په سورة لقمان کې د خپل شکر اداء کولو نه روسته د مور او پلار د شكريیی اداء کولو حکم کړي، الله جل جلاله فرمایي:{وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ}لقمان۱۴

او موږ انسان ته د خپل مور او پلار د حق پيژندني تاكيد کړی دى. د هغه مور د كمزورۍ د پاسه د كمزورۍ په حال كي هغه را اخيستى، په خپله ګېډه كي یې وساته او دوه كلونه یې په تي وركولو ولګېدل. (له همدې امله موږ هغه ته نصيحت وکړ چي) زما شكر وکړه او د خپل مور او پلار شكر پر ځاى کړه، همدا زما لوري ته ستا راګرځېدل دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه جلد(۲)

پښتو شعرونه

17 Jan, 16:21


د کلي مینځ کی ډزې وشوې
په زړه کافره ياره ودې کړه کوژدنه




#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

16 Jan, 15:07


*۞ بسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَنِ ٱلرَّحِيمِ ۞*

*اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞ وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ 🌸

اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞ وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌺



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

15 Jan, 18:53


‏إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا


د غـزې د اتلانو ستره بریا دې تاسو، او ټولې اســلامــي نړۍ ته مبارک وي.
دا اوربند په حقیقت کې د وحـشــي قوم د ماتې ستر پیل دی؛ ان شاءالله د غــزې ولس به همداسې با استــقامته، او اتل پاتې کېږي.
سل ځلې مو مبارک شه!




#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

15 Jan, 17:09


په تا به څنګه شپه تیریږي
ماته د زړه له درده نه راځي خوبونه.

#ټپه



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

15 Jan, 11:28


Live stream finished (15 minutes)

پښتو شعرونه

15 Jan, 11:03


پښتو شعرونه pinned «╭╾─🧸🤍𝗝𝗼𝗶𝗻 ●❥ •@PASHTO_LOVE #لایک ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ»

پښتو شعرونه

15 Jan, 10:50


╭╾─🧸🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •
@PASHTO_LOVE

#لایک

ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ

پښتو شعرونه

15 Jan, 10:49


څومره مزه بۀ داسې ژوند داسې روزګار كولى
زۀ چې ماښام راتلى او تا مې انتظار كولى

پۀ سترګو سترګو كې مو يو بل ته كتى پۀ مينه
ما لوبولى ماشومان تا د كور كار كولى

تنخواه دې دومره ده او ماته خو دې دومره راكړه
تا د يوې يوې روپۍ راسره شمار كولى

بيتونه ـ تاج ولي صنم


╭╾─🧸🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •
@PASHTO_LOVE

#لایک

ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ

پښتو شعرونه

15 Jan, 01:43


🌻 #په کور کې د ماشوم په څېر اوسه!

🔹عمر بن الخطاب (رضی الله عنه) فرمایي:یو سړي ته مناسبه ده چې له خپلې کورنۍ سره په چلند کې نرم، مهربان، د محبت او الفت ډک، او د یو ماشوم په څېر وي. خو کله چې ټولنې ته داخل شي، باید د یو جدي او دقیق سړي په توګه خپلې دندې په پوره مسوولیت سره ترسره کړي.

📚اهداف ومرام؛ شرح فارسی بلوغ المرام

پښتو شعرونه

14 Jan, 17:17


*نن يې لاليه ! په مثال وکړه*
*لږه پوښتنه مې د حال وکړه*

*غټه جينۍ يې څه وړه خو نه يې*
*د مور نمبر نه دې مسکال وکړه*




#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

14 Jan, 02:28


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګناهونه مې ډېر دي، نه شم کولی چې توبه وکړم ځکه دومره ډیر ګناهونه الله نه بښي...!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له ځينو خلکو چې پوښتنه وشي چې ولې دومره د ګناه کارونه کوي ؟ وايي: ځکه چې ګناهونه مې ډېر دي ، نه شم کولی چې الله تعالى ته وروګرخم !

سبحان الله! دا خبره شیطان ګنهکارو انسانانو ته وحې کوي ځکه په ګناه باندې ټینګار کول له لويو جرمونو څخه دی.

خورې او وروره د پلار (آدم علیه السلام)په څیر شه،ګناه يې وکړه او له ګناه وروسته يي توبه وکړه او الله تعالى هغه ته بښنه وکړه.په ګناه کې د ابلیس په څېر مه کېږه چې ګناه يې وکړه او توبه یی هم ونه کړه او الله تعالی په دنیا او آخرت کې وراته.

خورې او وروره! دالله له رحمت څخه مه ناهیلی کېږه مه وايه چې ګناهونه مې ډېر دي او توبه امکان نه لري.

«له ابو هريره رضى الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ فرمايي: قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په واک کې دی ، که تاسو ګناه نه کولی ، الله تعالى به تاسو له منځه وړي وی او په ځای به یې داسې قوم راوستی و چې ګناه کوي او له الله تعالى بښنه غواړي او الله تعالى به يې بښي».[صحيح مسلم ، ۲۷۴۹].

او همدارنګه فرمایی:(که بنده ګانو ګناه نه کوله، الله تعالی به داسې مخلوق پیدا کړی وچې ګناه به يې کوله ، بیا به الله تعالی دوی ته مغفرت کولو او هغه غفور او رحیم ذات دی»[ترمذى ].

شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه وايي:(هېچا ته حلاله نه ده چې د الله له رحمت څخه ناهیلی شي حتى که يې ګناهونه لوى وي)[مجموع الفتاوى]

خوري او وروره! الله تعالى حاضر دی چې ستا توبه قبوله کړي نو آيا ته حاضره يې چې توبه وکړې؟

همدا اوس هوډ وکړه چې بدلون راولي!

د فرعون ښځې هوډ وکړ چې بدلون راولي او د جنتي ښځو له ډلې وګرځېده!

د نوح عليه السلام زوى د بدلون لپاره تصمیم نه درلود نو ډوب شو او دنورو لپاره عبرت و کرځید.

لومړی ښځه (آسیه) د یو سرکش مېرمن وه او دوهم کس د یو پیغمبر زوی و....

د بدلون لپاره هېڅ بهانه د قبول وړ نده...دا ته خپله يې چې تصميم نيسې تر څو بدلون راولي!

ابن قيم رحمه الله وايي: «الله تعالى ګناهونه پوښي بیا موږ ته غږ کوي ، زموږ ګناهونه بښي ، له موږ سره مینه کوي او بیا زموږ ګناهونه په نېکيو بدلوي».
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه څه چې باید ټولې مسلمانې ښځې پرې پوهې شي

پښتو شعرونه

13 Jan, 18:12


ورکه مسافري شه ورک یې نوم شه
د کلي ډم میړه کوم په کور به وینه 🤪




#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

13 Jan, 02:22


🌻د حجاب په اړه می(50)نه زیات کتابونه ولوستل، ما وموندل چې حجاب یعنی:

🔹هر کله چې نا محرم ستا طرف ته وګوري، ستا بشپړ حجاب له امله یې، لیدل بې مفهومه شي.

🔸خو هغه حجاب چې دخلکو توجه ځانته راجلب کوی،هغه حجاب نه بلل کیږي،په ځانګړي توګه ښځې چې خپل وریځې او سترګې ښکلي کوي،او بیا یې د نندارې لپاره وړاندې کوي!

🔸 حجاب دا نه دی چې د بدن د غړو د ښکاره کولو سبب شي. بلکې؛ حجاب عبادت دی که چېرې په بشپړ ډول ترسره شي او د فتنې سبب ونه ګرځي.

📚ازکتاب: «تحفه قیمتی برای زنان مسلمان».

پښتو شعرونه

12 Jan, 07:44


که په خندا شوې غم به ورک شي
تـشـه مُسکا دې مـرور پُخلا کوينه


..🌸🤭



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

09 Jan, 02:14


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع تکبر(۳)برخه دتکبر اسباب او د تکبر علامات
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
امام ما وردي رحمه الله ذكر كړي چي د تكبر دیر اسباب دي خو غټ سبب په کې دادی چي انسان ته کله قوت (حکومت يا بله کومه غته چوکی)پیدا شی، حکم يې په هر چا چليږي ، او دده سره په مرتبه کي برابر خلقو سره يې مجلس کم وي ( یعنی دده مرتبه په نورو باندې اوچته وي نو په داسی کس کی هم تکبر پيدا کيږي)نضرة نعیم في مكارم اخلاق الرسول الكريم.

امام غزالي رحمه الله ذكر كړي چي کله په انسان کي عُجب راشي( يعنى خپل ځان ته غاوره وي ، خود بيني او غرور په کې پيدا شي) نو ددي په وجه هم په انسان کی تکبر پیدا کيږي. همدارنگی دریا او حسد په وجه هم په انسان کی تکبر پیدا کیږی.

علامه ابن حجر رحمه الله ذکر کړي چي کله د انسان عقيده دا وي چې زه د نورو نه په علم،عمل،نسب،جمال، مرتبي، قوت او پیرویانو په اعتبار سره زيات يم نو په داسي کس کی هم تکبر پیدا کیری.

د تکبر علامات

اګر چی تکبر په انسان کي يو صفت نفسي (د زره صفت) دی خو بيا هم ددي ظاهري دیر علامات دي، يو څو په کې دادي:

(۱)کله چې بل کس دده سره خبرې کوي:نو دا ورنه د تکبر به وجه مخ اړوي او هغه ته هيغ توجه نه کوي.دا د متكبرينو صفت دی.

(۲)-په تکبر باندې تلل او په تللو کې ځان وچت ګنل.

په قرآن کريم کي ددې دواړو نه منع راغلي ده،حضرت لقمان چې کله خپل ځوي ته نصیحت کولو نو دا يې هم ورته فرمايلي وو{ وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ} لقمان-۱۸ترجمه :او د خلقو نه خپل مخ مه اروه، او په زمکه باندي په غرور( تکبر )سره مه ځه.بیشکه الله تعالی هر مغرور فخر کوونکی نه خوښوي.

(۳)-په مجلس کې په کمزورو خلقو باندي خپل ځان وچت ګنل،یا کمزوری خلق د مجلس نه شرل په قرآن کریم کی ددینه هم منع را غلی.

(۵)-غریبانانو او کمزورو خلقو ته دومره سپک کتل چی په هغوی باندی سلام هم نه اچوي،او د هغوی سره مصافحه هم نه کوي.

‌(۶)-خپله کیناستل او د تکبر په وجه نور خلق ځانته ودرول،یا دمجلس نه د تللو په وخت د تکبر په وجه د مجلس واله ؤ نه ده ته د ودریدو مطالبه کول.په احاديثو کې د دينه منع راغلی

البته که مجلس ته د چا والدین راشی، یا عادل بادشاه یا عالم ،او یا بل مشر (سپین گیری)کس راشي او دا ورته د تعظیم به وجه ودريږي نو دا خیر دی.

(۷)-په خپله د دودی مینځ(یعنی بهتره حصه خوړل) او د تکبر په وجه نورو خلقوته، سوزیدلي دودی پریخودل یا په خپله ښه دودی خوړل او نوکرانو ته بی کاره خوراک ورکول.

(۸)-د تکبر په وجه باندی په تکیه وهلو حالت کي دودی خوړل.

خو که د تکبر نه بغیر په تکیه وهلو په حالت کی دودی خوړله نو په دې کي د علماؤ اختلاف دی د بعضو به نزد باندی بغیر د عذر نه دا مکروه ده او که غذر و نو بیا جائز ده.

او بعضي علماء بغيره دتكبر نه په تکیه وهلو حالت کی خوراک کول مطلق جائز گنی

(۱۰)-دتكبر په وجه پینڅي د خنگرو نه ښکته سائل.

په " الموسوعة الفقهية " كي د تكبر دا علامات پوره تفصیل سره ذکر شوي.

د تکبر اقسام

علامه ابن حجر رحمه الله په " الزواجر كي ذكر كړي چي د تكير دري قسمونه دي:

اول:په الله تعالى باندي تكبر كول (یعنی یو کس خپل ځان د الله تعالی بنده نه گنی) داد تکبر په ټولو اقسامو کې بدترین قسم دی.

دویم:په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندي تكبر كول، یعنی« تكبر ، جهالت او عناد په وجه باندي د نبي عليه السلام تابعداري نه کول،

دریم په بندګانو باندي تکبر کول چي خپل ځان وچت گنی او نورو ته سپک گوري دهغوى خبري ته غاړه نه ږدی.

ددي دريم قسم گناه اگر چې د اولني دوه قسمونو نه کمه ده خو بیا هم دا کبیره گناه ده.فایدی لپاره دا خبره هم یاد ساته

په عامو خلقو باندې تکبر کول په الله باندې د تکبر کولو سبب ګرځي

څوک چې په عامو خلقو باندي تکبر کوي نو دا په الله باندي د تكبر كولو سبب گرځي لکه ابلیس چې کله په حضرت آدم عليه السلام باندي تكبر او حسد اوکړو او وي ويل چي :{أنا خير منه}زه خودده نه دیر بهتریم.

نو ددي په وجه ده بیا په الله باندي هم تکبر وکړو.د الله حكم يي هم ونه منل او همیشه د پاره هلاک شو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه (۱۴) جلد

پښتو شعرونه

08 Jan, 14:19


کاش!
ټولې هغه سترګې چې تاته ګوري زما وی.



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

08 Jan, 03:05


ابو حاتم رضی الله عنه فرمایي: هغه څوک چې ټول غم او اندیښنه یې یوازې د خپلې خېټې او شهوت په اړه وي، نو د هغه او حیواناتو ترمنځ هېڅ توپیر نشته-

پښتو شعرونه

07 Jan, 01:41


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع تکبر(۲)برخه دتکبر نقصانونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-دآخرت کاميابي د تکبر نه ځان ساتونکو او متقيانو د پاره ده.

{تِلْكَ الدَّارُ الْآَخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْـمُتَّقِينَ}القصص-۸۳

دا دآخرت کور مونږ د هغه خلقو د پاره مقرروو کوم چې په زمکه کې د لويي (تكبر) او فساد اراده نه لري، او ښه انجام د متقيانو د پاره دی.

فائده.ددې آيت نه معلومه شوه چې کوم خلق په دنيا کي تكبر نه کوي،د ګناهونو او فساد خورولو نه ځان ساتي، او دالله نه ويريږي نو د داسي خلقو د پاره الله تعالى د آخرت کامیابی،نِعمتونه او ښه انجام مقرر کړی.

او څوک چی په دنیا کی تکبر ، ظلم او فساد کوي نو د هغوی د پاره په آخرت کې هیڅ حصه نشته.

(۲)-متکبر د علومِ قرآني او کاملې پوهې نه محرومه وي.

الله تعالى فرمايي:{ سَأَصْرِفُ عَنْ آَيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ}الأعراف-۱۴۶

ترجمه:زه به د خپلو آیتونو نه هغه خلق واروم څوک چی په زمکه کي په ناحقه تکبر کوي.

(۳)-تکبر سره په عقل کې کمې راځي.

محمد بن حسين بن علي رحمه الله كوم چې د حضرت علي رضی الله عنه په اولاد کې دی ،فرمايي:(د هر چا زړه ته چې لږ يا ډیر تکبر داخل شي نو خامخا په همدومره مقدار به دده په عقل کې هم کمي راځی).تفسير ابن كثير ج ۱ ص ۳۰۹

پس معلومه شوه .چې په چا کې تکبر وي نو الله تعالی د هغه نه د حق قبلولو استعداد هم اخلي، او په دې سره په عقل کې کمې هم راځي.

(۴)-تکبر د ټولو مفاسدو جرړه ده.

په حقيقت کې د ټولو مفاسدو جرړه تکبر دی،تر دې چې د کفر او شرک جرړه هم تکبر دی، په دنيا کې چې څوک هم کافر شوی نود تکبر په وجه کافر شوی، ورنه حق خو هیڅ کله پټ نه وي.

ابو طالب ته ښه معلومه وه چې اسلام حق مذهب دی ،نبي عليه السلام ورته د مرګ په وخت هم کلیمه پیش کړه خو بيا يې هم صرف ددي په وجه ایمان را نه وړو چې بیا به زما قوم وايي" چې ابو طالب د جهنم نه اُیرید.او دا په حقیقت کې ده په خپل قوم باندې ځان او چت ګنلو،نو د همدي لويي او شرم دوجې يې ایمان را نه وړو.

همدارنګه اهل کتابو ته هم ښه معلومه وه چې نبي عليه السلام د الله تعالى برحق پیغمبر دی لیکن د تکبر په وجه یې ایمان نه راوړو.

(۵)-د تکبر په وجه د انسان نه فضائل ختميږي او رزائل په کې پيدا کيږي.

امام ما وردي رحمه الله فرمايي چې د تکبر او غرور په وجه د انسان نه فضائل ( ټول ښه صفتونه ختميږي) او رزائل (خراب صفتونه) په کې پيدا کيږي ، بيا داسې کس د چا نصیحت ته هم غوږ نه ږدي او نه د چا ادب قبلوي، ځکه دا خپل ځان ډير او چت ګنی.أدب الدليا والدين جلد۱ص۲۳۶

(۶)-الله جل جلاله متكبرين نه خوښوي.

په قرآن مجيد کي ذكر دي {إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْـمُسْتَكْبِرِينَ}النحل-۲۳

بیشکه الله تعالى متكبرين نه خوښوي

(۷)-الله متکبر کس ذلیله کوي.

په یوه موقع باندي رسول الله صلى الله عليه وسلم او فرمایل:(مَنْ تَوَاضَعَ رَفَعَهُ اللهُ.وَمَنْ تَكَبَّرَ وَضَعَهُ اللهُ).لابن أبي الدنيا ج ۱ ص ۱۰۱

څوک چې عاجزي وکړي نو الله تعالى به دده مرتبه اوچته کړي ،او څوک چې تکبر وكړي نو الله تعالی به دده مرتبه ښکته کړي.(يعنى ذليل به يې کړي)

‌(۸)-متکبر هم نورو خلقو ته سپک ښکاري.

د متكبر مثال:علماؤ د پوهې د پاره ډیر زبردست مثال ورکړی چې د متکبر مثال د هغه چا په شان دی چې هغه د غر په سر باندي ولاړ وي نو ده ته لکه څرنګې چې د غرنه لاندي خلق واړه واړه ښکاري نو همدغه شان دې لاندي خلقو ته هم دا پاس کس وړوکې ښكاري

(۹)-تکبر کول د مالدار او غریب دواړو د پاره ناجائز دی خو فقير چې د فقر با وجود تکبر کوي نو دده د پاره سختي سزاګاني ذكر شوي

د مسلم شریف حدیث دی، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:(دری کسان دي چې الله تعالی به د قیامت په ورځ نه له هغوی سره خبرې وکړي، نه به هغوی پاک کړي، نه به هغوی ته د رحمت په نظر وګوري، او د هغوی لپاره به دردناک عذاب وي: زناکار بودا، دروغجن بادشاه، او متکبر فقیر‌)

(۱۰)-{فکر وکره}د تکبر په وجه انسان د الله تعالى د غضب مستحق ګرځي ، د الله د رحمت نه لري کيږي،د عبادت توفيق ورنه سلب کيږي،د قرآن کریم په آیتونو باندې ورته پوهه نه نصيبه کيږي، د حق نه انكار كوي او د الله د عذاب مستحق جوړيږي.

د تکبر په وجه د انسان په عقل کې کمې راځي ، د عمر بركت يي ختميږي ، سينه يې تنګيږي ، د متکبر سره د خلقو بغض او نفرت پیدا کیږي او خلق دده د ملګرتيا نه ځان لرې ساتي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه (۱۴) جلد

پښتو شعرونه

06 Jan, 02:23


🔹ښځې د خپلو میړونو څخه یوازې کالي، خوراک او خرڅ نه غواړي!
🔸ښځه له خپل مېړه څخه محبت، د حقونو رعایت، د اولادونو پالنه، د رحمان حکمونو پابندي، او صله رحمي غواړي.

📚 [تحفه قیمتي برای زنان مسلمان]

پښتو شعرونه

05 Jan, 09:06


دا ستا دې خولې ژاولې مې په خوله کې
نن یې دريمه دہ چې نه یې غورځومه




#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

05 Jan, 01:41


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع تکبر(۱)برخه دتکبر تعریف او حکم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تکبر په لغت کي اوچت والي ته وايي.

او په اصطلاح کي تكبر ديته وايي چی انسان خپل ځان په نور و باندي اوچت ګنی د حق نه انکار کوي، او نور خلق ورته سپک ښکاری.نضرة النعیم

نبي عليه السلام،د تکبر تعریف داسي کړی.{الكبر بطر الحق وغمط النَّاس} صحیح مسلم

تکبر د حق نه انکار کول او خلقو ته سپک کتل دي.

نوټ:تکبر ښائسته جامو اغوستلو، یا ښائسته څپلو استعمالولو ، يا قيمتي موتر کې ګرځيدلو ته نه وايي، بلکه تکبر د زړه بيماري ده چي انسان د حق نه انکار کوي او نور خلق ورته سپک ښکاري.

(د تکبر حکم)

امام ذهبي رحمه الله په " الكبائر " کی د قرآن کریم په ډیرو آیتونو او صحیح احادیثو سره دا ثابته کړی چی تکبر گناه کبیره ده.فتاوی محمودیة

همدارنګه علامه ابن حجر هم په" الزواجر " کی تکبر مستقله ګناه کبیره شمار کری

بلکه دټولو علماؤ په دې باندي اتفاق دی چې تکبر ګناه كبيره ده ،او ددي سختي
سزاګانی ذکر شوي.الموسوعة الفقهیة الکوتیة

لهذا تكبر حرام دی،

بلکه علامه ابن قیم تکبر د کفر په اقسامو کې داخل کړی، هغه په دې خبره باندی مستقل فصل قائم کری :

فضل أركان الكفر أربعة الكبر وَالْحَسَدُ والعَضَبُ وَالشَّهْوَة

فصل دی په بیان ددي کي چي د كفر أركان څلور دي، تكبر ، حسد ، غضب او شهوت.الفوائد جلد۱ص۱۵۷

أكثر علماء فرمايي چې د کفر د پاره سبب هم تکبر دی ،ځکه کافرانو خو نبي عليه السلام د خپلو زامنو په شان پیژندو چی دا بر حق رسول دی.

{ الَّذِينَ آَتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ وَإِنَّ فَرِيقًا مِنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَـمُونَ} البقرة (۱۴۶)

خو چي بيا يي هم ايمان نه راوړو نو ددې سبب تكبر ؤ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه (۱۴) جلد

پښتو شعرونه

04 Jan, 13:34


په وطن بیا تور ماښامی دی
ورک مې لالی دی سترګې چاته واړومه




#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

04 Jan, 11:50


السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته په ادب او احترام سره هیله لرم چې ټول به روغ او جوړ وسیږی. رب العالمین مو تل خوشحاله او کامیابه لره

إن شاءالله له نن څخه وروسته به په هفته کې درې ځله (یعنې یکشنبه، سه شنبه، او پنجشنبه) د قرآن او سنت په رڼا کې د یوې ځانګړې موضوع په اړه لیکنې نشر کوو.

هره موضوع به په ترتیب سره د برخو په بڼه خپرېږي، لکه: (۱)-برخه،(۲)-برخه، (۳)-برخه... او داسې نور. کله چې د یوې موضوع وروستۍ برخه هم نشر شي، بیا به د قرآن او سنتو په رڼا کې نوې موضوع پیل کړو.

مهال‌ویش: لیکنې به ان شاءالله د یادو ورځو په سهار کې د (۶:۰۰ څخه تر ۷:۰۰ بجو) پورې نشر شي.

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ.

اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ.

په درنښت ستاسو ورور خادم قرآن او سنت

پښتو شعرونه

04 Jan, 06:39


څه فایده ده په هغه قیمتي ساعت کې چې ته یې په لاس کې لرئ، خو د مونځ په وختونو نه پوهیږئ ؟

پښتو شعرونه

04 Jan, 06:10


څوک به په کړس باندې خندیږي!
څوک به دیار له قبره واورې پاکوینه!




#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

02 Jan, 16:31


ګُلـــې نـــن خو مې در پــټ کړه په بخــمل کې
زبـــردســتــه واوره اوري پـــهً کــــابــــل کـــې



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

02 Jan, 15:24


حسن د یو څه وخت تماشه ده
وفا د ټول عمر کیسه ده ...!



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

02 Jan, 05:59


د رسول الله ﷺ توصیه خپل امت ته!

باید له ښځو سره چې لکه شیشه ژر ماتېږي، په نرمۍ او احتیاط چلند وشي.

أخرجه البخاري في: ۷۸ كتاب الأدب : ٩٥ باب ما جاء في قول الرجل ويلك.از کتاب «الاحاديث النسائية (54)»

پښتو شعرونه

01 Jan, 06:54


د[2025] کال دلومړۍ ورځې توصیه

د خپلو کړو مسوولیت ومنئ او بل څوک مه ملامتوئ!

(ذَلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ) سورة آل عمران - آیت (182)

دغه عذاب ستاسو د خپلو کړو له امله دی.

فضیل بن عیاض رحمه الله فرمایلي: إني لأعصى الله فأعرف ذلك في خلق حماري وخادمي وامر أتى وفأربيتي.

کله چې زه د الله تعالی نافرماني وکړم، نو د دې بد اثر د خپلې ښځې، خدمتګار او څارویو په چلند کې ګورم. حتی د دې نافرمانۍ اغېزې د کور په منځ کې په موږکانو کې هم وینم.

[تفسیر عون المنان - البداية والنهاية ۲۵۱/۱۰]

پښتو شعرونه

31 Dec, 03:59


که د روانو اوبو مينځ کې
کاڼـې شتون ونه لري
د اوبوغـږ به ښکلا ترلاسه
نه کړي.

(ژوند)



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

31 Dec, 02:48


ای مسلمانې ښځې! نور له اسلام څخه څه غواړې؟

اسلام تا ته په دنیا او آخرت کې عزت درکړی دی.

په دنیا کې ته د کور مدیره یې، ستا خاوند کار کوي څو ته په آرامۍ کې واوسې.رسول الله ﷺ فرمایلي دي: هغه څه چې تاسو خورئ، خپلو ښځو ته یې هم ورکړئ، او هغه څه چې تاسو اغوندئ، خپلې ښځې ته یې هم واغوندئ.

او په آخرت کې، ته مسلمانه ښځه به په جنت کې یې. رسول الله ﷺ فرمایلي دي:هره ښځه چې په داسې حال کې وفات شي چې خاوند یې ترې خوشحاله وي، هغه به جنت ته داخلېږي.

نو ای مسلمانې ښځه! ته د ټولنې تر ټولو نېکمرغه فرد یې. له اسلام څخه مننه وکړه، هغه دین چې تا ته یې عزت درکړی دی.

پښتو شعرونه

30 Dec, 17:23


غږ مې د ستوني په زندان کې
شکنجه شو
په شونډانو مې د ســـکوت زنځیر
شرنګیږي…:)


🖤🥀


#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

01 Dec, 08:02


زړه مې څلوېښت ځایه مین دی
شل يې واده شوې شل یې پلار نه راکوينه


#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

01 Dec, 03:56


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اې مومنه؛ژمی ستا لپاره یو خبرداری دی!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اې مؤمنانو؛پوه شی چې د ژمي یخنۍ موږ ته د دوزخ د سختې یخنۍ خبر راکوي، ځکه چې دوزخ یخنۍ او تودوخه دواړه لري.

زما ورور الله جل جلاله دې تا په دې پوه کړي چې په دوزخ کې لمر د شدید تودوخې سره سخت او یخ دی، خو په جنت کې داسې نه دی، الله تعالی فرمايي:مُتَّكِثِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زمْهَرِيرًا) [الإنسان: ١٣].

معنی: هلته په ښکلو بسترونو کې استراحت کوي، نه لمر ويني او نه ساړه.

هو،ژمی آخرت ته د چمتو کیدلو لپاره یو فرصت دی،چی دحشر ورځې لپاره تياری ونیسی،که نه نو دوزخ هغه ځای دی چې سخته ګرمي او یخنۍ درته انتظار باسي.

ګرانو مؤمنانو،د ژمي مقصد،د قیامت ورځي ته تیاری نیول دي.ځکه چې د ژمي په راتګ خلک یو ځل بیا په دې پوهوي چې ژوند یې لنډ شوی دی،خپل قبر ته نږدې شوی،او حجت ورباندی قایم شوی؛نو ددې څخه د ځان ساتلو لپاره یو څه وکړئ ځکه چې د ژمي یخنۍ د دوزخ یوه برخه ده.

ابوهریره رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:په سخته ګرمۍ کې، د ماسپښین لمونځ هغه وخت وکړئ کله چې هوا لږ سړه شي،ځکه چې د تودوخې شدت د دوزخ له تنفس څخه دی.د دوزخ ور الله ته شکایت وکړ چې زما بعضی حصه بعضی نور له منځه وری،الله عزوجل هغه ته په کال کې دوه ځله دتنفس کولو اجازه ورکړه، یو په ژمي کې او بل په اوړي کې، د هغه د ژمي تنفس سخت ساړه او د اوړي د تنفس سخت ګرم دی.بخاری : ٥٣٧.٥٣٦]

نو دې سفر ته د یو څه کولو لپاره؛ موږ باید ژمی په داسې حال کې تېر کړو چې سم صحیح او مثبت ځواب ورته ورکولی وه شو، او دا به هغه وخت وه شو کولی چې ژمی مو په عباداتو، نیکو اعمالو، په ښایسته اخلاقو،د نیکۍ په امر او له بدیو څخه په منع کولو تېر کړو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمستان فرصتی دوباره برای مؤمنان

پښتو شعرونه

29 Nov, 17:28


زه ستا د سترګو په وړاندې
خپل ذهن له لاسه ورکوم!



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

28 Nov, 17:50


Live stream finished (1 day)

پښتو شعرونه

28 Nov, 11:41


ڪه په توبو رانه توبه ڪړې،
چې خال تازه ڪړم په توبو دې اړؤومه.


#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

28 Nov, 05:04


🌹زه درته په خوله باندې څه نه وایم
شعرونو نه مې د زخم اندازه کوه

‎بنګ، شراب، سګریت، تنها ته څه کوې
‎سترګو ته مې ګوره او نشه کوه🌹



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

27 Nov, 19:08


https://t.me/Sayedzada_19/s/54

پښتو شعرونه

27 Nov, 16:51


سترګې دې نه وې ډرون حملې وې
درته طالب طالب کیدم شهید دې کړمه



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

27 Nov, 15:42


Live stream started

پښتو شعرونه

27 Nov, 12:58


ستا له یارۍ نه به وانه وړم
که مخالِف مې شي ملګري ملتونـه



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

27 Nov, 12:30


زما په خیال ځواني مې لاړه ...
نن یوې جینۍ راته ماما ویلي دینه..



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

27 Nov, 02:55


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
أُوس الله تعالی دریم حکم بیانوی خاوندانو ته وایی چه د خپلو ښځوسره ښائسته ژوند تیروی او پکارده چه تاسو خپلو ښځو سره په وړو وړو شيانو
باندی بد اخلاقی ونکړی ترڅو چه د فاحشی اندازی ته نه وی رسیدلی چه سری د هغی د برداشت نه مجبوره شی لکه همدا مضمون نبی کریم الله په ډیرو احادیثو کی بیان کریدی فرمائی:(لا يَفْرَكُ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةٌ إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخر) (صحیح مسلم کتاب الرضاع ٤٧٥/١) -

مؤمن سری دی د مؤمنی ښځی سره بغض نه کوی ځکه چه که د هغی یو خوئ خصلت ئی خوښ نه شی بل به ئی خوښ شی نو پکار ده چه د هغی په نیکیو باندی نظر واچولی شی او د هغوی د بدیو نه سترګی پتی کری شی ځکه چه ډیر کرته بد سلوك په تعلقاتو کی سختی د غیرو سره تعلقات د نافرمانی او بد اخلاقی سبب کیږی-

حافظ سیوطی په (الاکلیل) کی لیکلی دی چه دا آیت کریمه دلالت کوی چه د ښځی سره ښائسته سلوك كول واجب دی په خاوند باندی لازم دی چه د هغی پوره مهر ادا کری په اخراجاتو او د نمبر په تقسیم کی انصاف وکړی د هغی سره نرمی خبری اتری وکړی او بغیر د سبب نه هغه و نه وهی او نه د سختى سلوك وكرى (قاسمی ٢٤٩/٢) والمنار)

وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ

عبد الله بن عباس رضی الله عنه معنی کوی:(أَى طَيِّبُوا أَمْوَالَكُمْ لَهُنَّ وَحَسَنُوا أَفَعَالَكُمْ وَهَيْئَاتِكُمْ بِحَسَبِ قُدْرَتِكُمْ كَمَا تُحِبُّ ذَلِكَ مِنْهَا فَافْعَلُ أَنتَ بِهَا مِثْلَهُ) [قاسمی و ابن كثير وحکمت القرآن]

یعنی هغوی ته مزیداری (او نرمی) خبری کوی او خپل افعال او هيئات هغوی ته ښائسته کړی څومره چه ستاسو و سه وی لکه څنگه چه ته د هغی نه دا کارونه خوښوی نو ته هم د هغوی سره دغه شان کوه دارنګه تندی ورته مه ترش کوه او پدی کی دا هم
داخلیږی چه که خاوند وس لری نو د ښځی دپاره خادمه و نیسی کله چه زنانه ته د خدمت تکلیف وی.

د ښځو سره د نيك ژوند تیرولو ترغیبات

په اسلام کی د ښځی سره د ښائسته سلوك كولو ډیر تاکید راغلی دی یو خو دا آیت دی چه ته ئی تشریح ګوری دارنګه نبی کریم ﷺ فرمایلی دى(خَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لِأَهْلِهِ وَأَنَا - خَيْرُكُمْ لِاهْلِی)چه تاسو کی د تولونه غوره هغه دی چه د خپلی ښځی دپاره غوره وی اوزه د خپلو بیبیانو دپاره ستاسو نه ښه یم- دا حدیث د الفاظو په معمولی فرق سره د عائشی رضی الله عنه ابن عباس او معاویه رضی الله عنهم نه ترمذی، ابن ماجه، طبرانی او حاکم و غیر هم روایت کریدے۔ وصححه الالباني واحمد شاكر)

حافظ ابن كثیر او قاسمی رحمه الله وائی : درسول الله صلی الله علیه واله وسلم سلوك د خپلو بیبیانو سره انتهائی درجه ښائسته وو همیشه به ئی د هغوی سره په خندین مخ باندی خبری کولی، د هغوی سره به ئی توقی کولی، او ام المؤمنین عائشی سره به ئی منده و هله هره شپه به ئی د هغوی ټولو سره په شریکه خوراک کولو او د اوده کیدو نه مخکی به ئی د خپلی بی بی سره ډیر وخت پورے خبرے کولی، او د نبی کریم الله صلی الله علیه واله وسلم مبارك ذات د هغه د امت د افرادو دپاره نمونه ده پدی وجه مسلمانانو لره هم د خپلو ښځو سره داسے سلوك كول پکار دی-

الله تعالى فرمائی : ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللهِ أَسْوَةٌ حَسَنَةٌ ﴾ چه د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم ذات ستاسو دپاره ښاائسته نمونه ده (قاسمی (٢٥٠/٢)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حکمت القرآن جلد۳مخ۴۷۳

پښتو شعرونه

26 Nov, 16:10


د دنیا نه مې زړه تور دی
مرګی دې راشي زه تیار یم که مې وړینه



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

26 Nov, 15:44


دا حجاب دې صحیح نه دی دا ګناه ده
هغه څه چې سړی وژني هغه ښکاري👁👁

👀❤‍🩹


#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

26 Nov, 14:18


.

ناز د مینې محبت دی،
که له زړه سره خفه یو،

دنیا توره سپینه ښکاري،
زه او ته سره خفه یو،



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠

Like❤️Comment💬Share➡️

پښتو شعرونه

18 Nov, 14:08


هیله لرم چې ته داسې څوک ومومې چې ستا د تېر وخت زخمونه درک کړي او تل تاته دا ثابته کړي، چې اوس دې پر سم کس باور کړی دی.

هیله لرم داسې څوک ومومې چې پوهیږي ته له هرې زاويې پوره نه یې، خو هیڅکله به داسې احساس درنه کړي چې ته دته بسنه نه کوې.

هیله لرم داسې مهربان انسان ومومې، داسې څوک چې تل به درسره نیکې خبرې کوي او هر حالت کې به درته درناوی لري.

هیله لرم داسې څوک ومومې چې په سم ډول درسره چلند کوي، داسې څوک چې په رښتینې مینه دې خوښوي او داسې پالنه او ارزښت درکوي، لکه ستا له لاسه ورکولو وېره چې ورسره وي.

هیله لرم داسې څوک ومومې چې له مطلب پرته درسره مینه وکړي، ځکه چې هر څوک دومره مینه نه شي کولی، هر څوک دې د خوښۍ لپاره خپل هر څه قربانولو ته نه وي تیار او هر څوک دې په هر حال کې مل نه پاتې کيږي.

هیله لرم داسې مینه ومومې چې ته پرې خوشاله او ارام شې، ځکه چې ته د دې وړ یې چې له لږو نه ډیر ښه ژوند وکړې او تر ټولو مهمه دا چې هیله لرم داسې څوک ومومې چې هېڅکله دې نه پرېږدي او نه درسره بد چلند وکړي.

په دې جملو کې درته کومه يوه په زړه پورې وه؟!

#Khan_Safi

پښتو شعرونه

18 Nov, 12:32


مهمه نده..!!
چې څومره وخت نیسي،
حلاله مینه تل د انتظار ارزښت لري🫶



#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

18 Nov, 03:35


جینۍ واده شوه لور يې وشوه.
لکه سپوږمۍ په غیږ کې ستوري ګرځوينه.. #ټپه 💌🥀
#KHAN_Safi

پښتو شعرونه

18 Nov, 02:37


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د مرو څخه خپل حاجت غوښتل او يا د مړو او غایبو کسانو را بلل او هغوی نه مدد غوښتل:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لکه یا فلانى ولي . يا سخي زما دغه حاجت پوره کړي ، يا علي مدد ، یا پیره را ورسیږه او نور وغیره او دا عقيده لرل چې هغوى حاضر او ناظر او د څه کارونو متصرفين دي شرك أكبر دی.


ژیاره:که تاسی را وبولی نو ستاسې بلنه نه اوري او که وایې وري هم نو ستاسې غوښتنې نشي پوره کولای ، او د قیامت په ورځ به ستاسې له شریک نیولو څخه انکار هم وکړي.

شيخ فخر الدين حنفي په رساله کي ليکي :ومن ظن أن الميت يتصرف في الأمور دون الله واعتقد بذلك كفر كذافي "البحر الرائق".

ژباره:او که څوک دا گمان كوي چي مري د الله تعالى نه ماسوا متصرف دامرو دي او په دې باندي يې عقيده وي نو دا کفر دی او همدارنګه دا قول يې په بحر الرائق هم ذكر كړى دى.

او قاضي حميد الدين ناكوري هندي په توشيح كي ليكي : منهم الذين يدعون الأنبياء والأولياء عند الحوائج‌والمصائب باعتقاد أن أرواحهم حاضرة تسمع النداء وتعلم الحوائج، وذلك شرك قبيح وجهل صريح قال الله تعالى (ومن أضل ممن يدعوا من دون الله من لا يستجيب له إلى يوم القيامة، وهم عن دعائهم غافلون)سورة الأحقاف: الآيه

ژباره:ځيني د دوی داسي کسان دي چي انبياء اولیاء په وخت د مشکل او سختى كي غواري د هغوی نه مدد غواري په دې عقيده چي هغوى حاضر او ناظر دي او غږ اوري او په حوائجو (ضروریاتو او مشکلاتو) پوهيږي دا ډیر بد شرک دی او ښکاره جهل دی. الله سبحانه وتعالى فرمایي (او څوک دي ډير گمراه له هغه چا چې بولي بي له الله څخه هغه چي نشي قبلولى هغه لره تر ورځې د قيامته پورې او دغه له دعا او بلنې د دوى بي خبره دي).

د ما فوق اسباب څخه مدد غوښتل يوازي رب العالمين ته خاص دي (ایاک نعبد و ایاک نستعین ).
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوره دودونه

پښتو شعرونه

17 Nov, 10:49


خپل اخلاص نه چې بلا درته جوړيږي
دومره ستر زړګی به نه ساتې ساېله




#Emal_Wardak

┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

17 Nov, 10:09


*امام حسن البصري رحمه الله وایي:
د مومن په ښو اخلاقو کې تر ټولو غوره یې "بښنه" ده.
الآداب الشرعيه (1/71).*



#Emal_Wardak

┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

17 Nov, 02:20


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:(دکور څخه دوتلو او ننوتلو سنت )
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-دکور څخه وتلو او ننوتلو وخت کې دوه رکعته سنت کول:

ابو هریرة رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله(ﷺ) فرمایلی دی کله چې ته دکور څخه وځی نو دوه رکعته لمونځ وکڔه، هغه به تالره دبدترینو وتلو څخه منعه کڔي،او چې کله کورته داخلیږی نو دوه رکعته لمونځ وکره هغه به تالره دبدترینو داخلیدو څخه منعه کڔي،(اخرجه البزار حسنه الالبانی فی صحیحه/۱۳۲۳/وصحیح الجامع/۵۰۵/)

(۲)دادعاء لوستل:

بَسْمِ اللهُ تَوَکَّلْتُ عَلَی اللّٰهِ لَاحَوْلَ وَلَا قَوَّةَ إِلَّا بِاللّٰهِ.

ترجمه:په نوم دالله شروع کوم او توکل مے کڔی په الله تعالی باندی،نشته دګناه نه اوریدل او نه دنیکئ توفیق ورکول مګر په الله تعالی.

فائده:کله چه انسان دکورنه دوتلو په وخت کې دا دعاء ووائی:دی انسان ته وویل شي: ستا کفایت وشو:ته دهر شرنه وساتل شوی، تاته هدایت وکڔی شو او دی انسان څخه شیطان په دده شي.(الترمذی/۳۴۲۲/ صححه الالبانی فی صحیح الجامع/۶۴۱۹/ مسنون مستند ذکرونه او دعا)

(۳)-دا دعاء لوستل:

اَللَّهُمَّ إِنِّیْ أَعُوْذُ بِکَ اَنْ اَضِلَّ اَوْ اُضَلَّ اَوْ اَزِلَّ اَوْ اُزَلَّ اَوْ اَظْلِمَ اَوْ اُظْلَمَ اَوْ اَجْهَلَ اَوْ یُجْهَلَ عَلَیَّ.

(۴)او ددی دعاء دلوستلو په وخت کې اسمان ته نظر اوچتول:ابوداود/۵۰۹۴/

یالله زه پناه نیسم په تاباندی چې زه بل چا لره ګمراه کڔم او یا زه ګمراه شم او یا زه تیروځم یا بل څوک تیر باسم،یا زه وخویږم یا بل څوک وخویوم او یا په چا ظلم وکڔم اویا په ما ظلم وکڔی شي،یازه کم عقلتوب وکڔم او یا په ما څوک کم عقلتوب وکڔي،

(ابوداود رقم۵۰۹۴-الترمذی۳۴۲۳-وسنده صحیح)

(۵)-دچا سره ملاقات په وخت کې سلام اچول

ابو هریرة رضی الله عنه فرمائی :دمسلمان په مسلمان شپږ حقونه دی یو په هغې کې دادی چې کله ورسره ستا ملاقات وشي نو سلام پری واچوه،(رواه مسلم /۲۱۶۲/)

(۶)-چاسره ملاقات په وخت کې ستڔي مه شی کول:

دبراء بن عازب رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:هیڅ دوه مسلمانان نه شته چې دیوبل سره ستڔی مه شی وکڔي مګر هغوی ته دیوبل دجدا کیدو څخه مخکی مخکی مغفرت کیږي،(رواه ابوداود/۵۲۱۲صححه الالباني في صحیح مشکاة/۴۶۷۹/)

(۷)-مسلمان ته کتلو په وخت کې مسکا کول،

دابوذر رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې رسول الله(ﷺ) فرمایلی دي: مسکا کول ستا په مخ د ورور کې دا هم ستا لپاره صدقه دی،(احمد/۱۶۷/۵/احمد الالبانی فی الصحیحه/۵۷۲/وصحیح الجامع/۲۹۰۸/)

(۸)-په لاره باندی ذکر کول:

ابوهریرة رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله (ﷺ) دمکي په لاره مزل کولو په یو غرباندی تیریدولو نو دي ویل دا (جمدان) غر دی مفردون جنت ته مخکی شوی،هغه وفرمایل:(مفردون)څوک دی؟وفرمایل هغه کسان چې الله ډیر یادوی (مسلم/۲۶۷۶/)

(۹)-ضرري څیز دلاری نه لري کول:

نبی(ﷺ) فرمائی:ایمان څه دپاسه اویا شعبی دی اعلی په هغې کې لا اله الا الله او ادنی په هغې کې ضرري څیز دلاری څخه لري کول(رواه بخاری)

(۱۰)-دخیر په نیت دکور څخه وتل:

لکه دعلم نیت،عبادت نیت،چاسره دښیګړی په نیت،دمسلمانانو ترمینځ دصلحی نیت،دحلال رزق دګټولو او ځان دحرامو نه دبچ کیدلو په نیت،

(۱۱)-خبری کمی کول او اکثر وخت په چپه تیرول:

عبدالله بن عمر رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله (ﷺ)فرمایلي دي:څوک چې چپ شونو هغه نجات ومندو،(رواه ترمذی/۲۵۰۱)

(۱۲)-دلاڔی په ښي طرف مزل کول:

ځکه په ټولو کارونو کې ښی طرف غوره دی ترڅو چې دلیل په په ګس طرف قائم شي کما تقدم فی حدیث عائشة...(وفی شأنه کله)

دنـــظـــر حــفاظـــټ کـــول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
محترمو لوستونکو دا عمل په ورځ کې څومره زیات تکراریږی که دنبی صلی الله علیه واله وسلم دغه سنت پکی عملی شي څومره لویه ذخیره شوه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۸)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ

پښتو شعرونه

16 Nov, 14:26


په نيمه شپه دیدن ته راشه
خلک ویده وي ستوري نه وایي حالونه



#Emal_Wardak

┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

16 Nov, 13:18


د ستورو او سپوږمۍ په محفلونو کې به یم
که یو ځلې تا خپل کړم آسمانونو کې به یم

هوا سره هوا شمه په ګوتو به رانشم …
د خاورې یو زره یم په بادونو کې به یم

په ویښه به رانشمه هیڅکله په نظر
یو خیال به شمه پاتې په خوبونو کې به یم



#Emal_Wardak

┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

16 Nov, 06:54


وایي په اندیښنو مې ځان بادشاه کړو
سرمې راپورته کړو ملنګ د دنیا ومه



#Emal_Wardak

┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

16 Nov, 05:56


د چـا پــه ستـرګـو پسې ړوند په سترګو!
‏د چا دیدار پسې مــــــــــې زړه خوږیږي!



#Emal_Wardak

┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

16 Nov, 02:46


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
فایده.څنګه کولای شو خپل ماشومان دلمانځه لپاره لیواله کرو؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که مور او پلار غواری چی خپل ماشومان لمونځ ګذاره وروزی،نو باید لاندی تکی په پام کی ونیسی.

(۱)-ماشومان دخپلو والدینو تقلید کوی، او دوی خپل مور او پلار دنمونی په توګه تاکی،له همدی امله کله چی مور او پلار تل دلمانځه دوخت حفاظت کوی،او په صحیح کیفیت او دپیغمبر ﷺ په طریقه مونځ ادا کوی،ماشومان هم هڅول کیڔی.

کله چی مور او پلار دلمونځ په ادا کولو کی سستی کوی،نو ماشوم به تری څه زده کری.

‌په عموم کی ماشومان دهغه شیانو سره مینه لری چی مور او پلار او توله کورنی یی کوی

(۲)-کله چی پلار مسجد ته ځی نو باید خپل ماشوم هم له ځان سره بوځی که څه هم په صف که یی خپل ځان سره ونه دروی،دنورو خلکو په لیدلو عادت اخلی.

(۳)-که په کور کی ماشومان دیر کوچنی وی،اودوی مسجد ته نه شی ورلی،نو مسلمان سری مکلف دی چی خپل سنت مونځ په کورکی ادا کری،تر څو ماشومان په کور کی دهغه څخه لمونځ زده کری،او دا دپیغمبر ﷺ حکم هم دی.

ابن عمر رضی الله عنه وایی رسول ﷺ وفرمایل(دلمانځه یوه برخه په کورکی ادا کری او خپل کورونه په هدیرو مه بدلوی)یعنی سنت او نوافل

(۴)-همدارنګه کله چی مور دلمانځه لپاره ودریڔی،باید خپل ماشوم هم خپل څنګ کی ودروی.

(۵)-نور ماشومان چی دلمانځه لیواله وی،او تل په مسجد کی دلمانځه په صفونو کی وسیڔی،خپلو ماشومانو ته یی یاد صفت او تشویق یی کری.

(۶)-باید دهغه طریقو څخه کار واخلی چی ماشومان مانځه ته هڅوی.

(۷)-ماشومانو ته باید دلمانځه اهیمت او فضیلت په اسلام کی،او دپریښو دولو سزا،او په جنت کی دهغی دفوایدو په اره خبری وکری.

(۸)-دوی ته دلمانځه ځانګری اسباب واخلی(دبیلګی په توګه)جای نماز سپین کالی او که انجلی وی بشپر حجاب او داسی نور....

البته دا یواځی دتشویق لپاره دی

(۹)-ځینی وختونه له دوی څخه وغواری چی دنورو په وراندی دجماعت په شکل مونځ وکری.

(۱۰)-دوی باید په تدریجی او اوږدمهاله توګه دلمانځه لپاره دعوت شی،او په زور سره نه وی او له وهلو باید دده وشی.

(۱۱)-دوی ته باید دنورو مسلمانانو دعبادتونو فلمونه او ویدیوګانی وښودل شی،په ځانګری توګه دحرم دمونځ.

(۱۲)-کوم ماشومان چی لمونځ نه خوښوی هغوی ته دلمانځه لپاره پیسی او رشوت ورکری،په دی توګه هغوی عادت او هڅول کیږی،سلفو به دا کار کاوه

(۱۳)-که ماشومان دعبادت لپاره لږه لیوالتیا هم ولری،هغوی وهڅوی ستاینه یی وکری ترڅو عبادت سره یی شوق پیدا شی.(ژباړه...محمدرضاصافی)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګټورې لارښوونې د ماشومانو دتربیت لپاره

پښتو شعرونه

15 Nov, 15:37


بس د ژوند عذابه ستړی شوی یم
ومنه جنابه ستړی شوی یم

ساه مې په وجود کې تنګه شوې ده
ډوب مې که دریابه ستړی شوی یم



#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

15 Nov, 14:13


چې تعلیــــــــم کړم مـــــــلاجانه بې حـــــیا یم …
چې سوالـــګره په کوڅــــو ګرځـــم نو ښــــه یم…!
چې بیــــماره شم یو ځــــــوان طبـیب مې ګوري…
بیـــــا حــــــیا او پــــــرده نشـــــته عجیـــــبه یم …



#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

15 Nov, 04:51


⛔️ داحساساتو په کارولو سره د مسلمانانو مسخره کول!

◾️په انټرنیټ کې د مسلمانانو د مسخره کولو په نیت داحساساتو کارول د اسلامي اخلاقو څخه لری او د ګناهونو څخه دي.

▫️وهب بن منبه رحمه الله وايي: له الله جل جلاله سره له شرک وروسته، ستره ګناه په خلکو ملنډې وهل او په هغوی مسخرې کول دي. [حلیات الاولیاء،أهداف ومرام،شرح فارسي بلوغ المرام].

پښتو شعرونه

14 Nov, 16:48


ڪُلُّ مَنْ عَلَیّهاَ فَان
له دې دنیا هرڅه پناه ڪېدونڪي دي(بیشکه)

☝️

اَلَهُمَ صَلِ عَلَیْ مُحَمَّدٍ وَعَلَیْ اَلٌِ مُحَمَدٍ


#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

14 Nov, 16:38


يو قيمتي غمی په غرہ کې پروت دی
تصوير دې اوس هم زما زړه کې پروت دی

ياد دې دهغه يو ځنځير په شان دی
چې همیشه زمونږ په ورہ کې پروت دی…:)

🥀🖤


#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

13 Nov, 11:54


ډالۍ!!!

نهٔ رڼې رڼې څرمنې شوې راپاتې
نهٔ مو وکړل د جانان په ورین خوبونهٔ

که راتلې او څهٔ ډالۍ دې اخیستله
ماته راوړه څو ګلان څو کتابونهٔ

زما خوښ دی، نو بیا ولې زما نهٔ شي!؟
خدایه ړنګ کړې دا تقدیر دا نصیبونهٔ



#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

13 Nov, 11:52


چې پرې مئېن یم هغه نشته
چې خوښ مې ندي اشارې راته کوینه



#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

13 Nov, 11:49


په زړه کې پټ ار بوندې ګرون یې
خلک وښیور دي سترګې نه دېرجېګومه

#خوستې_لهجه


#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

12 Nov, 10:26


یخنۍ بایللی یار را یاد کړ
د چا تر غاړه به یې تاو وي مړوندونه



#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

12 Nov, 09:45


د لیلا دومره مینه بس ده
چې مور ته شا کړي ماته پټه وخاندینه


#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

12 Nov, 04:41


مینې دې څومره بد اثر کړی دی
په بدو لارو مې سفر کړی دی

له هغې ورځې وروسته روغ نه یمه
یاره چې تا راته نظر کړی دی

ولی شړې مې او ځواب راکوې
څومره خدمت مې ستا د در کری دی

چی دانور خلک پکې گټه کوي
ماته هغو کارو ضرر کړی دی

ستا اجازه چی پکې نه وي گرانې
کله مې یو کار پخپل سر کړی دی



💔🥹


#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

11 Nov, 17:01


غزل

په زړه مې ولې راورېږې څه باران خو نه یې
هسې مې درد راویښوې زما درمان خو نه یې

د مخ په پاڼه به دې څه خوږه غزله لیک وي
سپینه کتابه یادوم دې دومره ګران خو نه یې

د خیال هد هد دې څومره ګڼ ګڼ پېغامونه راوړي
دا مې خطا وه چې ویل مې سلیمان خو نه یې

ما به بې وخته لېونی کړې په اغزو به ګرځم
غېږ به رانه كړې ښکلیه باغه بیابان خو نه یې

د ژوند د وچ ساحل په مخ مې لمدې شونډې نه ږدې
شنه سمندره زه دې څه کړمه توپان خو نه یې

د نور په غشو مې له هسک نه په لېمو کې ولې
نه راځې ستوری د آسمان شوې مهربان خو نه یې

ښكلیه سالار مې که د عشق د منزلونو نه کړې
بیا راته وایه چې درواغ وایې کاروان خو نه یې

پیر محمد کاروان



#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

11 Nov, 14:17


‌‎نور څه به درته نه وايم د کلي دنګې پيغلې

يو داغ دى په زړه جوړ شه د غنم په اندازه؛



#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

11 Nov, 13:16


زما د فیسبوک پروفایل لینک !

https://www.facebook.com/Salman.Khan.002?mibextid=LQQJ4d

پښتو شعرونه

10 Nov, 09:30


کله غزل کله ټپه شي جانان
کله په ورځ کې توره شپه شې جانان

کله هوښیار شئ په هر سه پوهېږي
کله ماشوم غوندي ساده شې جانان

هر خبره  هره ادا يې منم
په نه خبره بس خفه شې جانان

راته بلیګې تر سهاره پوري
د زړه په کور کې مې دیوه شې جانان.



#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

10 Nov, 09:30


هسې زه که درنه وکړمه دا سوال
جدایي مې درته ښه ده که وصال

ته به ژاړې که به خاندې نه پوهیږم
چې زه مړ شم همدا اوس فرض مثال

احترام د هر یو ښکلي رانه کیږي
چې په دې کې به ثواب وي که اوبال

ستا دیدار چې پکې ونکړم دلبره
هغه شپه په ما تیریږي لکه کال

ستا د لاس می هره نښه ده ساتلې
لا تر اوسه د خپل ځان سره سمبال

جدایي یې کړم زه دومره ډیر کمزوره
هر سړی کوي افسوس زما په حال

🍂


#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

09 Nov, 17:18


*زمـــا ټـــولې هېلـــې مـــړې دي*
*زمـــا هـــر ارمــان نسـڪور دی*

*زمــا په هر رګ ڪـې بل شـوی*
*دننـه ســــتا د هِجـــر اور دی*

*درد مې ټـــول وجــود نیــولی،*
*زړه مـــې دوې خــبرې غواړي،*

*سپوږمۍ زما په غـم شریڪه،*
*ستــورې هــــم راســـره ژاړي،*

*له هغــــې ورځـــې ځوریـــــږم*
*چې ستا زما په زړه ڪې ڪور دی*




#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

09 Nov, 13:11


‏د زړه دردونه به مې چیغې تر آسمانه یوسي
داسې څوک نشته چې خبر مې تر جانانه یوسي

چا چې زما اوستا ترمنځه فاصله جوړه کړه
هغه سړی دې خـــــدای دنیا نه بې ایمانه یوسي


#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

09 Nov, 05:12


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په هغو څيزونو باندې تبرک کول کوم چې شرعي اصل نلري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تبرک د بركت له کلمې څخه اخیستل شوی چې زیادت او كثرت او طلب دخير ته وايي.

تبرک او برکت د الله تعالى د جانبه دی مسلمان لره ښايي چې دا عقيده ولري چې بركت د الله تعالى د طرفه دی او د هغه په واک کې دی او د مخلوق له جانبه نه دى.

تبرک په جایز او ناجایز ویشل شوی په کومو شيانو چې د اسلامي شریعت په نصوصو باندې معنوي او ذاتي بركت ثابت دى لكه ليلة القدر د عبادت زيات ثواب ، په مسجد الحرام کې د لمانځه زيات ثواب ،دزم زم د اوبو ذاتي بركت او نور.

ناروا تبرک هغه تبرک دی چې په اسلامي شريعت کې هيڅ اصل نلري، د داسې شي څخه د خير غوښتل او هغه خير او برکت ګڼل چې په اسلامي شريعت کي اصل ونه لري، منع او حرام دى.

لکه د يوې خاصې چينې مبارک ګڼل او په هغه کې د خلکو لمبل چې ددې چينې اوبه مبارکې دي او شفا وركوونكي دي.

د ځينو قبرونو د خاورو او کاڼو مبارک ګڼل د قبر د خاورو خوړل چې هغه د فلاني فلاني مرض درملنه ده.

د خاصي وني نبات،غره او نورو مبارک ګڼل.

د جن د شر د دفع کولو لپاره د ليوه د پوستكي يا هدوكي كارول.

د سترګو د نظر د دفع لپاره د بدرا دودول او نور.

په اکثرو موټرونو کې تسبيح ځرول شوې وي د موټر د حرکت پر مهال
موتروان په هغه باندې خپل لاس کشي دا کار مبارک ګڼې له خطر څخه
يې د بچ کیدو سبب ګڼې چې دا يو شركي بدعت دى.

دا هر څه د جاهليت د زمانې ميراث دی کوم چې مشرکانو به تر سره کول پخپلو لاسونو جوړ کړې،بتان او ځنې كاڼي او ونې به یې مبارک بلل، ځينو قبرونو ته به يې سجدې كولې او د هغوی څخه به يې د خير تمه او عقيده لرله.

د سیرت مشهوره قصه ده چې مونږ (صحابه) د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره حنين ته لاړو، د مشرکینو د دور په باره کې مو خبرې وکړې چې د مشرکينو لپاره يو ونه وه چې هغوی به مباركه بلله په هغه کې به یې خپلې وسلې ځړولې او دغه ونه ذات انواط نومېده مونږ په هغه باندې تیر شو، نو مونږ رسول الله ته وویل زمونږ د پاره هم ذات انواط وتاكه لکه څنگه چې د مشرکانو د پاره وه رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:الله أكبر ! إنها السنن، قلت والذي نفسي بيده، كما قالت بنو إسرائيل لموسى [اجْعَل لَّنَا إِلَهَا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ لتركبن سنن من كان قبلكم.[ترمذی احمد]

ژباړه: الله اکبر د (تعجب لپاره دی يعني الله لوی دی او د هر قسم شرک څخه پاک او منزه دی دا د هغوى طريقه ده د مشركينو)، قسم مي دي په هغه ذات وي چې زما نفس یې په واک کې دی تاسې ما ته داسې څه وایئ لكه بنی اسرائیلو چې موسی ته ویل مونږ ته هم د دغو خلکو پشان خدای وټاکه موسی وویل رښتيا هم چې تاسې ناپوهه قوم يئ، نو تاسې د مخکي خلكو ( مشركينو) طريقي عملي كول غوارئ.

دا حديث شريف د اسلامي امت د پاره لوی او ستر درس دی، چې داسې شي مبارک ګنل چې د هغه په شریعت کې ثبوت نه وي لکه مخکې مو چې بیان کړل د مشركينو او جاهليت ميراث وي او د هغه څخه د خير او منفعت دفع ضرر اراده لري مطلق حرام او دا عمل شرک دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوړه دودونه

پښتو شعرونه

08 Nov, 13:13


‏تا وې زړه کې مې خبرې
ما وې څه دي راته وايه؟

په مسکا دې وېل چې هسې
ما وېل هسې دې قربان شم



#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

08 Nov, 13:12


ځي راځي او تماشې کوي لګیا دي
څوک سلام د آئینې کوي لګیا دي

چې  زما ګیله — ګیله  یې نه ګڼله
  هر سړي ته اوس ګیلې کوي لګیا دی



#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

08 Nov, 04:35


لکه غرونه پورته کیږو لکه شګې بیا ښویږو
عجیبه غوندې ملت یو ولاړیږو او نړیږو




#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

07 Nov, 14:45


🫀 درود شریف ووایی!
بِسْـــــــــــــــــــــــمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ﺍﻟﻠَّﻬُﻢَّ ﺻَﻞِّ ﻋَﻠَﻰ ﻣُﺤَﻤﺪٍ ,ﻭَﻋَﻠَﻰ ﺁﻝِ ﻣُﺤَﻤَّﺪٍ



#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

07 Nov, 12:40


ستا د حسن صفتونه به نور څه کړم
بزرګان چې درلیږمه رقیبان شي



#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

07 Nov, 02:39


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اودس سنت(۳)آخره برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۱)-اسباغ-یعنی هر اندام پوره وینځل((پوره اودس وکره))[رواه احمد]:

(۲۲)-او په اودس کی دحدنه زیاتی کولو نه پرهیز کول:

یو بانده چی نبی صلی الله علیه واله وسلم ته راغی چې دهغه څخه یی د اودس پوښتنه کوله هغه ورته اودس دری کرتی و ښودلو او بیا یی ورته وویل : چا چی ددی څخه زیاتی وکړو نو ده بد وکړه زیاتی یی وکړه او ظلم یی وکړو.رواه احمد/ ۲۲۸۴/ حسنه الألباني في الصحيحة۲۹۸۰

(۲۳)-په یو مد باندی اودس کول-

مد د صاع څلورمه حصه ده او صاع تقریباً دونیمی کیلو دی ، نو دا تقریبا دری پاوه جوړیږی

رسول الله صلى الله عليه واله وسلم به غسل په یو صاع کول او اودس به یی په یو مد باندي کولو يومد تقریباً نیم
ليتر او به دى صحيح فقة السنة /۱۰۸/۷

(۲۴)-اندامونه په اودس کی مګل:
عبد الله بن زيد رضى الله عنه فرمائی : ما رسول الله صلى الله عليه واله وسلم ليدلی وو چې اودس یی کولو نو شروع شو چی خپلی لیچی یی مګلی.اخرجه ابن حبان۱۰۸۲

(۲۵)-په کور کی اودس کول :

دابو هريرة رضى الله عنه څخه روايت دى هغه فرمائي : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمایلی دی چاچې په کور کې اودس وکړه او بيا دالله دکورونونه یو کور ته ددی لپاره لاړه چې دالله د فرائضونه یو فرض ادا کړی نو دهغې دواړو قدمونو نه چې يو قدم اخلی نوهغه به یو گناه رژوی او چې بل اوچتوی نو یو درجه به یی اوچتوی. مسلم / ۲۸۲/ بحواله شاملة

(۲۶)-دڅنكلو او ګیتو څخه بره حصه وینځل:

دابو هريرة رضى الله عنه څخه روایت دی چی هغه اودس کولو نو چی کله بی متی وینځلی نو دګیتو څخه بره حصه یی هم ورسره ووینځله او چې کله یی پښې وينځلی نو دګیتو څخه بره حصه یی هم ورسره ووینځله او بیا یی و فرمائل ما رسول الله صلى الله عليه واله وسلم ليدلي وو چی همدغه رنگه اودس یی کولو.رواه مسلم۲۴۶

(۲۷)-داودس نه روسته خپل لنګ او پرتوګ ته او به شیندل:

نبي صلى الله علیه واله وسلم چی به کله اودس وکړو نو يو چونک او به به یی راواخستلی هغه به یی خپل عورت ته وروشندلی.احمد صححه الألباني صحيح الجامع۴۶۹۷

(۲۸)-داودس نه روسته دادعا، لوستل:

أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ مسلم۲۳۴

فائدة : ددی دعاء به وجه بنده نه دجنت انه واره دروازی خلاصیږي چي دارد کومی دروازی نه وغواړي دهغې نه به داخليږي

(۲۹)-سُبْحَانَكَ اللّٰهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوْبُ إِلَيْكَ الخرجه النسائي في الكبرى والحاكم

فائدة : څوك چې اودس وکړی او دا دعاء ووائی داپه یوه ورقه کی ولیکل شي او بیا پری مهر ولګیږی او تر قیامته
پوری نه ماتیږي.

(۳۰)-داودس نه روسته دوه رکعته لمونځ:

فائدة : كوم انسان چي پوره اودس وکړي او بيا په هغې باندی دوه رکعته لمونځ په پوره توجه سره وکړي هغه لپاره به جنت واجب شي.مسلم

فائدة:اودس ددغى سنتو عملي كولو فائدة:

نبی صلى الله عليه واله وسلم فرمائی : چاچی اودس وکړو او ښایسته اودس یی وکو دهغه دجسد څخه گناهونه خارج شي تردی چی دنوکانو د لاندي نه هم گناهونه راوځي.رواه مسلم.۲۴۵
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۷)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ

پښتو شعرونه

06 Nov, 23:17


سپوږمۍ قربان دې شم خبرې وکړه
بیا نیمه شپه ده تنهایڅی مې وژني


🌚


#Emal_wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

06 Nov, 17:59


خولګۍ بـــه بيا کله در نه کړ🤭م
نادانه يــــاره په حُجرو وايې حالونه😁



#Emal_wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

06 Nov, 15:59


ملنګه ســـوې ټپې وکړه
ديار يادونه پـــــه لښکر راغلي دينه



#Emal_wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

06 Nov, 14:46


#لیونۍ

دا زه چې ستا راتلو ته ناقرار یم لیونۍ
دا ډیره موده وشوله بیمار یم لیونۍ

دا زړه مې ستا په حسن باندې ندی بدل کړی
مین زۀ ستا په هر یوه کردار یم لیونۍ


#Emal_Wardak
┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

06 Nov, 08:40


له وجود نه مې بدنامه خوشبویي ځي
لونګــــــین مې په سینه کړې مستي ده


#Emal_wardak

┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

05 Nov, 17:22


حسن نه د اور غوندې لوګې او نه لمبه کوي
حسن د مرض غوندې په زړۀ باندې حمله کوي

ښکلې د ديدن په بدل نغد له سړي زړۀ غواړي
داخو عاشقان دي چې په زړونو کې قرضه کوي

حسن يې منم له حقيقت نه انکار نه کوم
حسن يې روزي شه خو خبره دې خوږه کوي



🍂🍁

┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

05 Nov, 14:37


بد ورته نه وایم خطا شوی به وی!
خدایا زما د ارمانونو قاتل هم وبښی

#KHAN_Safi

پښتو شعرونه

05 Nov, 13:24


بيا به نری کميس و نه کړم
پرون باران وو جانان ټوله وليدمه



┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

05 Nov, 13:16


ستا له عادت سره عادت کومه،
نه به ګیله نه شکایت کومه،

چا ته غزل ستا د ښکلا نه وایم،
له خپله ځانه روایت کومه،

د هیرولو تجربه نه لرم،
خیردې کوښښ به نهایت کومه،

وړم په سجده کی تصور د جانان،
زه په لمبو کې عبادت کومه،

د زړګي داغ مي ټول جهان ولیده،
په امانت کي دې خیانت کومه،

بیا می په شر د مینۍ مه اړوه،
زړګیه بیا دی حمایت کومه،

تاندو سلګو راپسي نیت تړلۍ،
د خپلو اوښکو اِمامت کومه،


🥀🥰

┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

05 Nov, 07:03


ځان ته به داسې تعویذ وکړم
د یار کوڅه به راته توره بلا شینه



┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

05 Nov, 07:00


د ټول ژوندون آرمان به وکړم
د دې سپیره کال به ونکړم آرمانونه.!



┄┅═══𖡼༺♡‌‌༻𖡼═══┅┄
┕☽【@PASHTO_LOVE】☾┙💫

پښتو شعرونه

28 Oct, 02:10


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ځوانانو لپاره په غاړه یا لاس کې د ځنځير اچول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په غاړه يا لاس کې د ځنځير او يا حلقې اچول لاندي صورتونه لري:

اول صورت : په غاړه يا لاس کې د ځنځير ، يا حلقي يا مريو اچول په دې نيت چي هغه مؤثر بالذات دي يعني ضرر او بلا دفع كوي نو دا عمل شرک دی.

دوهم صورت په غاړه یا لاس کې د ځنځير اچول که د کفارو د تقلید په نيت وي لکه : سكان چې په لاس کې ځنځير اچوي او دا د هغوى مذهبي
عنعنه ده نو دا کار د کفارو سره مشابہت دی.په حدیث شریف کې راغلي:«من تشبه بقوم فهو منهم »رواه أحمد و شرح فقه أكبر ملا علي قاري ص : ۴۹۶ ..څوک چې د کوم قوم سره ځان مشابه کوي پس له هغوى نه دى له
هغوی سره به شمیرلی شي.

او که په دې عقیده نه وي د جمال او زينت لپاره وي بيا هم په منع شوي مشابهت کې راځي ځکه دا ډول زينت د ښځې لپاره وي نه د نارينه.

دریم صورت که دمرض د درملني په نيت وي نو دا کار هم جواز نلري

ځکه ددي حلقي كارول نه ديني اصل لري او نه هم علمي.

دعمران بن حصن رضی الله عنه روایت دی چه نبیﷺ یو سڔی ولید چه دهغه په لاس کښی دزیڔو یعنی پیتلویوه کڔئی وه- نو نبیﷺتری تپوس وکڔو چه داڅه شی دی؟نو هغه ورته وویل چه دا ما د،،واهنه ،،بیمارئ له وجی نه اچولی،،واهنه داسی بیماری ده چه دانسان په مټ کښی سخت درد راځی او دا صرف په نارینه ؤ کښی وی، نبیﷺورته وفرمائیل چه وی غور ځوه دا تاته نه فائده رسولی شی او نه ضرر بلکه داستاکمزوری نوره هم زیاتوی کچیری تاته ددی کڔی داچولو په حالت کښی مرګ راشی نو هیڅکله به هم کامیاب نه شی. (مسنداحمد)کتاب توحید
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوړه دودونه

پښتو شعرونه

27 Oct, 02:22


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين ښیګري او فايدي

د اسلامي شريعت بله ګټه او لوړ اخلاق دا دي چې مسلمان باید د خپل مسلمان ورور عزت او ابرو نفس او مال د توان په اندازه خوندي وساتي، تیری او ظلم تري دفع كړي، د خپل استطاعت په مقدار باید ورڅخه دفاع وکړي،

له ابودرداء رضي الله عنه نه روايت دى چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مجلس کې يو چا د چا بد وويل، بل سړی يې د بدو ځواب وکړ نو نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل:

مَنْ رَدَّ عَنْ عِرْضِ أَخِيهِ رَدَّ اللهُ عَنْ وَجْهِهِ النَّارَ يَوْمَ القِيَامَةِ». [جامع الترمذي: ١٩٣١]

ژباړه: څوک چې د خپل ورور له عزت او ابرو څخه دفاع وکړي نو د قيامت په
ورځ به يي الله له مخ څخه اور واړوي.
ـــــــــــــــــــــ
(۴)برخه

پښتو شعرونه

26 Oct, 02:08


هیر شوی سنت

كوژدن والا ته دعا

بَارَكَ اللَّهُ لَكَ وَبَارَكَ عَلَيْكَ وَجَمَعَ بَيْنَكُمَا فِي خَيْرٍ .ابو داود رقم ۲۱۳۰ - ترمذی ۱۰۹۱ - ابن ماجه ١٩٠٥ - والحديث صحيح]

ترجمه : برکت دواچوی الله په تا کښی او برکت دواچوی په تاسو کښی او جمع والے دراولی ستاسو په مینځ کښی په خیر سره.

فائده : چابه چه کویژده وکړه نو رسول الله الله به ورته دغه دعا كوله .

مسنون مستند ذکړونه او دعاګانی

پښتو شعرونه

25 Oct, 17:44


له دغه ځایه تا سو په ارزانه قیمت د ټولو سیم کارتُ  انټرنیټی بستی تر لاسه ڪولای شې ګرانو ملګرو
هر بسته چی مو زړه غواړی
ڪلیک باندی وڪړی 👇

د ډیزاین لپاره زدکړی ویډیوګاني
https://t.me/Mbsivbohyoea

د عشق پوهنتون کانال شعرونه
https://t.me/mgdtsniw32

دا هم زموږ د واټساف ګروف لینک
https://whatsapp.com/channel/0029Vaaxti0Chq6MAANRz61G

شخصی رابطی لپاره
@M_k_q_p_o

پښتو شعرونه

25 Oct, 17:44


‏ټول آنلاين ملګري په مينه، عقيدت او اخلاص سره د کائناتو پر سردار ﷺ درود شریف ووایاست

اللَّهُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ على نَبِيِّنَا مُحمَّدﷺ

👇
https://t.me/Mbsivbohyoea

پښتو شعرونه

25 Oct, 13:24


د شین او زرغون رنګ ستونزه -- سواد اړین است

یوه لویه ستونزه دا ده چې ګوګل او ډېر ژباړونکي ماشینو کې شین رنګ زرغون ته ژباړل سوی او ټول ماشینونه د زرغون په ځای شین لغات لیکي بیا شین ته نیلي لیکي ځکه زموږ ډېر تحصیل کړي کدرونه دا فکر کوي چې شن او شنه د رنګ معنی ورکوي په حقیقت کې هغه شن او شنه د ونو د ژوند معنی ورکوي چې هغه لغات موږ کروندو ته استعمال وو او هغه د رنګ سره هیڅ تړاو نلري دا شین رنګ دی او دا بیل لغات دی نو ټولو څخه هیله کوم چې ژباړونکي ماشینو کې دا خبره ریپورت کړي تر څو یې اصلاح کړي.

Blue -- شین
Green -- زرغون

او هیله کوم چې د شین او شن په منځ کې فرق وکړی.

پښتو شعرونه

25 Oct, 01:16


امام ابن قیم رحمه الله وایي:(د دعا کیلی په پیغمبر صلی الله علیه وسلم درود ویل دي،لکه اودس چی د لمانځه کیلی ده.جلاء الأفهام (ص: ۲۶۲-۲۶۰).

عون المنان ، في تفسير القرآن

:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ.

اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ.

پښتو شعرونه

24 Oct, 17:57


ماته معلوم وو پرې ډاډا نه ومه!
په چا می غږ ونکړو بده.ورځ کې!!

#Khan_Safi

پښتو شعرونه

24 Oct, 14:14


ژوند ځیني خلک ډېر ژر واخلي؛

د را کړي غم یې نوې ـ نوې ورځې وې مخکې خو یې درک معلوم نه و چې دیدن ته یې ورشم؛ خو
اوس یې ځای معلوم و چې هغه تورې خاورې وې تکل مې وکړ چې د لالي د مزار لیدو ته ورشم ځکه چې هره شپه به مې په خوب کې لیدله سهار وخته پاڅېدم د هغې د خوښي تور یخن داره کالي چې په خپل لاس یې راته جوړ کړي و هغه مې په تن کړل او د سفر غوټې مې وتړلې په لاره مې د هغې خاطرې او د یادونو کیسې لوستلې چې ما له ځان سره لیکلې وې کله به ورته په خندا شوم او کله په ژړا.
رب دې وساته له داسې بده حاله!
چې ژوندی یې خو په ژوند نه یې خوشاله!

یو ځای مې دا لیکلي و:
یوه ورځ یې په شنه خړه او ملا اذان زنګ را وکړ زه وارخطا شوم ما ویل که کومه بده پېښه شوې ورڅخه مې وپوښتل:
خیر خو دی ګلې!
ساه یې بنده ـ بنده وه غږ یې هم ورېدلی غوندې احساسېده وه یې ویل:
خیر چېرته دی سکونه!
خوب مې ولیده!
ما په خندا ورته وویل:
خوبونه خو زه هم ګورم تا سره د یو کېدو!
دې وویل:
نه کنه!
ډېر بد خوب و!
ما ورته وویل:
څنګه بد خوب و؟ ته راته ووایه!
وه یې ویل:
زه او ته روان یو، ښایسته شین او سمسور باغ وي ګڼې ـ ګڼې د ګلو ونې وي په کې ما ته له لاسه نیولی یې او په دغه باغ کې دې ګرځوم زه له ډېرې خوشالۍ نه په جامو کې نه ځایېږم ته را سره څنګ کې یې کیسې کوو او په دغه باغ کې ګرځو زه ددغه باغ له ونو سرې ـ سرې مڼې او انار راشکوم او په پلو کې یې اچوم؛ چې
په دې وخت کې یو تک تور سړی چې ډېره هیبتناکه څهره یې وي زه ووینم زه وویرېږم او تا له لاسه کلک ونیسم زړه کې ځان سره وایم:
سکون ته څه و نه وایي/ یې و نه وهي!
دا بد شکله سړی ماته رانېژدې شي او ووایي:
ولې دلته ګرځئ؟
او؛
په پلو کې دې څه اچولي؟
زه ځواب ور کړم:
دا ـ دا ـ دا ـ انار او څو دانې مڼې دي د سکون له پاره مې راشکولي!
دې وخت کې دا بدرنګ سړی ماته ووایي:
سکون کوم دی؟
ریښتیا زه چې خپل لاس ته وګورم نه ته یې؛ او
نه هم ستا لاس زما په لاس کې وي!
دې سره چغو واخیستم او له خوبه را ویخه شوم!
سکونه!
ته خو ښه یې که نه؟
زه ډېره ویرېږم!
ما ورته وویل:
مه ویرېږه په ما هېڅ نه کېږي دا ستا وهم دی هسې دي ویروي!
خو هغې بار ـ بار دا ټینګار کوه چې نه په تا څه کېږي د ځان ډېر خیال ساته په ژړا شوه!
ما ورته وویل:
مه ژاړه! او ته چې د سکون دومره خیال ساتې په سکون به څه وشي؟
لږه ارامه شوله وه یې ویل:
ښه سمه ده زما سکونه! ته دې چای وڅښه زه درته بیا زنګ کوم!
مینه در سره لرم زما سکونه!
د خدای په امان!

د جدایۍ خبرې کېږي؛
ما د خپل یار لاسونه کلک نیولي دینه!

لوستلو ـ لوستلو سره مې ورته له سترګو لپې ـ لپې اوښکې تویولې او دا ارمان مې کاوه چې:
کاش!
په ژوند کې مو یو ځل سره لیدلای وای!

زما دغه نه ختمېدونکې تمناګانې لا ختمې نه وې چې منزل ته ورسېدم لویه هدیره وه بلها قبرونه په کې و ماته دا هر قبر د یو ناکام عاشق د معشوقې ښکارېده پښې مې لړزېدلې لاسونه مې په ځای نه درېدل اوار رپېدل وجود مې بې دمه غوندې و په ټوله هدیره کې د لالي قبر له ورایه ښکارېده؛ ځکه
چې نوی او تازه و ما زړه کلک کړ او په ښویېدلو قدمونو یې تر مزار ورغلم له ځان سره راوړي ګلان مې ورته په قبر کېښودل او ورته مې وویل:
سلام ګلې!
بیا مې په تېز اواز وویل:
سلامو علیکم!!!
څو ځلې مې بیا ـ بیا .....
خو بې له خاموشۍ په هدېره کې نور څه نه و زه یې د قبر څنګ ته ناست وم او ګیلې ناندرې مې ورته کولې او ژړل مې ورته!
ګیلې کوم غوږ ورته کېږده!
که ته پوهېږې دا دې قدر زیاتوومه!

مړ وجود او ډکې سترګې یې له قبره را روان شوم څو قدمه وړاندې نه وم راغلی؛ چې
ساه مې راتنګه شوه بېرته مې منډه کړه او په مزار یې پړ مخ وغورځېدلم.

نه غږ د یار شته او نه ذکر د لالي پاتې دی
خدایه! خبر یې کړې د زړه کور مې خالي پاتې دی

او هغه خبره چې تر اوسه مې په خوله نه راځي
هغه ارمان دی چې مې اوس هم په زړګي پاتې دی

دا ته چې لاړې؛ نو حالات د ښار بدل غوندې شو
نه مازیګر ښه دی نه خوند د ماښامي پاتې دی.

ــــــﮩ۸ــ
🌹ــ۸ـﮩـــــ :)❤️

خــــــالـٰٖٖٖٖٖٜ۬ـٰٰٖٖٖٖٜ۬ـٰٰٰٖٖٖٜ۬ـٰٰٰٰٖٖٜ۬ـٰٰٰٰٰٖٜ۬د
⭐️

💚❤️🖤🇦🇫
@PASHTO_LOVE
💚❤️🖤🇦🇫

پښتو شعرونه

24 Oct, 05:50


د افغانی کالیو هر ډول ډیزاین او گنډل دلته تاسو ته په مناسبه بیه ترسره کیږی
کولای شی در انستاگرام دغه پیج کې نمونې وگورئ!

د واتسپ گروپ💚
https://chat.whatsapp.com/FSqGgLvpKgW2XTWsA9EJmK

د انستاگرام پیج🩷
https://www.instagram.com/invites/contact/?igsh=dvh8shxzijvj&utm_content=vyjjwh5

پښتو شعرونه

24 Oct, 01:58


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين ښیګري او فايدي

د اسلامي شريعت بله ګټه دا ده چې ته باید له ځان سره انصاف وکړي، له خلکو لپاره هغه څه پسند وبولې چې له ځان لپاره يې خوښ ګڼې د نورو مسلمانانو ورونو په څېر ځان هم وبولې او داسې کړه وړه ورسره وکړې چې د ځان لپاره يي طمع او توقع لرې او حقوق یې ادا کړې،

رسول الله ﷺفرمایی(لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ،حَتَّى يُحِبَّ لِأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ. [صحيح البخاري: ١٣]

ژباړه تر هغه تاسو کې څوک پوره مومن نه شي جوړېدى چې د خپل ورور لپاره هغه څه پسند وبولي چې له ځان لپاره يې پسند بولي.
ـــــــــــــــــــــ
(۳)برخه

پښتو شعرونه

22 Oct, 04:15


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين ښیګري او فايدي

د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې له ناکاره او بدو خبرو او بد زبانی نه خلک منع كوي،

نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: «لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَانِ، وَلَا اللَّعَانِ، وَلَا
بِالْفَاحِشِ، وَلَا بِالْبَذِي». [١٩٧٧]

ژباړه مومن انسان په خلکو عيب نه لګوي او نه لعنت ويونکي وي،او نه کنځلمار وي او نه بي حياء وي.
ـــــــــــــــــــ
(۲)برخه

پښتو شعرونه

21 Oct, 09:45


اکثره وخت موږ خپله د ځان لپاره هغه خنډونه پیدا کوو چې موږ له آزاد فکر کولو او عمل کولو څخه راګرځوي. دا زموږ د داخلي ویرې، شک او محدود فکر له امله وي.
په لنډو ټکو کې، موږ اکثره د خپل جوړ سوي قید په زنځیرونو کې بند پاتې یو.
یاد ولرئ، هېڅکله خپل محدودیتونه پخپله مه ټاکئ، ځکه تر ټولو لویه قید ذهني قید وي.

#ډاکټر_سعدي
#ژباړه_ډاکټر_خالد_سیدزاده


ــــــﮩ۸ــ
🌹ــ۸ـﮩـــــ :)❤️

خــــــالـٰٖٖٖٖٖٜ۬ـٰٰٖٖٖٖٜ۬ـٰٰٰٖٖٖٜ۬ـٰٰٰٰٖٖٜ۬ـٰٰٰٰٰٖٜ۬د
⭐️

💚❤️🖤🇦🇫
@PASHTO_LOVE
💚❤️🖤🇦🇫

پښتو شعرونه

21 Oct, 03:33


هغه څوک چې د بې خوبۍ سره مخ وي باید څه وکړي؟

هغه څوک چې خوب کول ورته مشکل وسیږی او د بستری څخه یو خوا او بلی خوا ته ګرځي او را ګرځي او خوب نشي کولی باید دا کارونه وکړي.

(۱)-شرعی ذکرونه{ألَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ}[الرعد: ۲۸] په حقیقت کې د خدای په یاد سره زړونه آرامیږي.

(۲)-د ورځې په اوږدو کې دی خوب نه کوئ، پرته له دې چې بله لاره نه وي.{وَجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا}[النبأ۱۱]او ورځ مو په ژوند کې د هلو ځلو او هڅو وخت ګرځولی دی.

(۳)-د ویده کیدو پورې لوستل یا لیکل.{وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا)[طه۱۱۴]او ووایه ای زما ربه زما علم زیات کړه.

(۴)-د ورځې په اوږدو کې د ګټورو شیانو په کولو سره بدن ستړی کول.{وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورا}[الفرقان۴۹]او د کار او هلو ځلو په لور یې د منتشر کولو ورځ ټاکلې ده.

او دهغه شیانو لږ څښل چې د بې خوبۍ لامل ګرځي لکه چای او قهوه چې.

تفسير عون المنان جلد(۲۱)

پښتو شعرونه

20 Oct, 10:16


صداقت په معنا هغه څوک پوهیږی چې صداقت ولری!
د صداقت په قدر هغه څوک پوهیږی چې خیانت یې لیدلی وی

صداقت د هرې اړیکې هرې خبرې او د ژوند هر پړاو یوه مهمه برخه ده!
صداقت هغه څه انسان ته ورکوي چې د ژوند لذتونه پکې ټول وی
بیا هم وایم د صداقت په معنای هر څوک نه پوهیږی!!

پښتو شعرونه

20 Oct, 02:37


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين ښیګري او فايدي

د اسلامي شريعت ګټه دا ده چې د مسلمانانو په عیبونو، شرمونو او ګناهونو باندې د پردې اچولو امر كوي،

نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمایي: وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».[صحيح البخاري: ٢٤٤٢]

ژباړه: اوڅوک چې پر مسلمان پرده واچوي نو د قيامت په ورځ به پرې الله پرده واچوی

(۱)برخه

پښتو شعرونه

19 Oct, 03:33


ملکه مې راته وايي:
"پخوا به مې هر وخت ویل چې زه پرته له تا د هیچا حوصله نه لرم. خو اوس چې ګورم په حقیقت کې زه یوازې تا لرم. زه پرته له تا بل د هیڅه په اړه فکر نه‌کوم. زه غواړم چې پرته له تا هيڅوک او هيڅ شی ونه وینم او نه یې واورم. غواړم هر ځل چې هر چاته زنګ ووهم، يوازې او يوازې ته ځواب ورکړې. کله چې هر خوا مخ واړوم، تنها تا مې په وړاندې ووينم."

#Khan_Safi

پښتو شعرونه

16 Oct, 16:42


https://t.me/Sayedzada19/s/43

پښتو شعرونه

16 Oct, 03:09


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دبل په نسب کی طعن بیانول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د بل په نسب کی طعن بيانول یوه کبیره ګناه ده او لوی جرم دی، بلکه اکثر په بهتان باندی مشتمل وی، او د الله په وړاندی دا بد ترین جرم دی.


الله جل جلاله فرمایی :( وَالَّذِينَ يُؤْذُوْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا)(الاحزاب: (٥٨).

او کوم خلک چه مومنانو سړو او مومنانو ښځو ته په غير د څه قصور نه ضرر رسوی، دوی بهتان تړی او دَ ښکاره ګناه بوج اوچتوی.

(۱)-په نسب کښي طعن بيانول د جاهليت د کارونو نه دی:

د ابو مالک الاشعرى رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمایی : رسول الله ﷺ به فرمایل : څلور کارونه زما په امت کی د جاهلیت د کارونو نه دی هغی لره نه پریدی، د خپل پلار په کارنامو فخر کول د بل په نسب کی طعن او عیب بیانول، په ستورو باندی د باران طلب کول او په مرے باندی ویر کونکی.
(اخرج مسلم،وابن ماجة:).


(۲)-د بل په نسب کښے طعن بيانول كفر دی:

د بل په نسب کی طعن بیانول دومره لویه ګناه ده چه ديته كفر ويل شوی دی او شریعت کی کله ډیری لوی ګناه ته هم کفر ویل کیږی.

د ابو هريرة رضى الله عنه نه روايت دى هغه فرمائی : رسول الله ﷺ فرمایلی دی : دوه کارونه زما په امت کی دی هغه کفر دی، یو د چا په نسب کی طعن بيانول او بل په مړی باندی ویر کول.
(رواه مسلم (۶۷)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژیے عبادتونه او گناهونه

پښتو شعرونه

15 Oct, 14:42


اخر هم پښتو او پښتنو زما صحرا مړه کړله!

خدای مې بار ـ بار امتحان د صبر اخلي؛
د خلیل غوندې یې څو ځله قرباني کړم!!

مدرسې ته لاړم له مدرسې چې ووتم د پوهنتون په لور مې تکل وکړ را باندې ناوخته شوی هم و؛ خو
خدای خبر ولې زړه مې داسې ناخواله و خلق مې په ښار کې تنګ و دې وخت کې مې یو دوست زنګ وکړ راته یې ویل:
وه هلکه!
څنګه پوهنتون ته نه یې راغلی؟
ما وویل:
لږ ناوخته شو را روان یم!
خبره یې را غبرګه کړه:
مه راځه! موږ یو ساعت واخیسته نور ساعتونه خالي دي موږ هم راوځو!
ما وویل:
ډېره ښه ده زه ځم کور ته!
وه یې ویل:
لا خو د دوشنبې ورځ ده څنګه کور ته ځې؟
ما ورته وویل:
کور کې لږه مریضتیا ده او زړه مې سم تنګ دی!
څه یې و نه ویل همداسې یې زنګ قطع کړ زه هم را روان شوم زړه تنګون نخرې کولې موټر ته وښتم؛ او
د کور په لور مې حرکت وکړ.
ماښام اذان شروع و چې کور ته را ورسېدم د مور خوله مې له خندا ډکه وه؛ خو
زما خوله خندا ته نه جوړېدله!
مور مې وویل:
څنګه بې وخته راغلې؟
ما وویل:
ولې خپل کور ته نه شم راتللای؟
مور مې وویل:
نه ځویه!
ته پوهه نه شوې مطلب مې کله داسې په رسمي ورځو کې نه یې راغلی ځکه!
ما هېڅ و نه ویلی اودس مې وکړ او جومات ته لاړم.
چې لاړم لومړي دوه رکعاته رانه تېر شوي و مونځ مې وکړ او له جوماته ووتم.
کور ته چې راغلم ما وویل:
خوب راځي!
یو خورکۍ مې وویل:
لا خو سرې ماښام دی د هغوي له خاطره ور سره کیناستم.
د ماسخوتن له لمانځه وروسته ټول خپلو ـ خپلو خوب ځایونو ته لاړل زه هم لاړم او ځان مې واچوه!
پروت وم خو سترګې مې نه ور تللې سپوږمۍ هم د څو ورځو تېرېدو نیمه کړې وه؛ او
کله به یې ځان وریځو کې پټ کړ او کله به راښکاره شوله!
زه هم د سوچونو په دنیا کې ډوب وم او ټکی خوب نه راته.
شېبه په شېبه به مې ساعت ته کتل؛ خو
ثانیه ګر بیخي حرکت نه کوو.
زه هم همداسې پروت وم پوهه نه وم چې څومره وخت به تېر و دې وخت کې مې په موبایل زنګ راغی زړه مې بې واره ودرزېده ما وویل:
خدایه! خیر دې وخت کې به څوک وي!

چې زنګ مې پورته کړ یو چا په ژړغوني غږ خبرې کولې زما وارخطایي نوره هم ډېره شوله ما وویل:
ته ـ ته ـ ته څوک یې؟ او ژاړې ولې؟
همداسې یې ژړل وه یې ویل:
ما څه کوې چې هر څوک یم خو یو څه درته وایم چې څنګه یې درته ووایم هېڅ نه پوهېږم!
نېږدې و چې زما له خولې چغې ووځي نیمه شپه نابلده شماره او داسې کنایي خبرې!
وه یې ویل:
سکونه!
یو څه درته وایم خو ځان سمبال کړه بیا یې وویل:
زه د هغې ورور یم!
ما وویل:
زه پوه نه شوم د چا ورور؟
خبرې یې نختې ـ نختې کولې په ژړا کې یې وویل:
د بدبختې صحرا ورور!
ما وویل:
څه! څه! د صحرا ـ صحرا ورور!
وه یې ویل:
هو!
خو صحرا نوره په دې دنیا کې نه شته!
ما وویل:
څه؟ څه؟ صحرا نه شته؟
زما له خولې داسې چغې ووتلې چې ستونی مې وسوځېده هغه هم په چغو ـ چغو ژړل بیا یې وویل:
سکونه!
زما خبره واوره!
صحرا تاسره ډېره مینه لري!
ته خبر یې؟
هغه دا ډېره موده کېدله چې ناروغه وه چاته یې هېڅ نه ویل له واده وروسته هغه په مکمل ډول بدله شوې وه ژوندۍ وه؛ خو
د ژوندو نښې په کې نه وې!
زه په دې هر څه تېره ورځ پوهه شوم!
وړمه ورځ یې راته زنګ ووهه راته یې وویل:
زه خو ناروغه یم درتللی نه شم ته که لږ زموږ کور ته راشې ډېره به ښه وي!
ما وویل:
خیر خو به وي!؟
راته یې وویل:
کار در سره لرم ژر راشه!
وه یې ویل:
زه سمدستي ورغلم؛
چې ورغلم دا په خپله خونه کې پرته وه رنګ یې ژیر تختېدلی و سترګې یې مخ کې ننوتې وې ما چې ولیدله زړه مې ور باندې وسوځېده ور نېژدې شوم په سر مې ښکل کړه ورته مې وویل:
خورې! څه خبره ده؟ زه خو دې وارخطا کړم!
وه یې ویل:
هېڅ خبره نه ده غواړم یو څه درته ووایم؛ خو
اول راته قسم وکړه چې دا خبره به زما ستا او د خدای تر منځه وي!
وایي:
ما ورته وخندل او ورته مې وویل:
زما ستا او د خدای تر منځه به وي ووایه! څه خبره ده!؟
راته یې وویل:
زما په زړه کې د یو داسې انسان مینه ده چې تر ننه یې ما څهره نه ده لیدلې او نه هغه زما څهره لیدلې؛ خو
ولې زما په زړه کې د هغه هر یاد هره خاطره او هره خبره یو مقدسه تابلو لري!
زه له هغه سره ډېره مینه لرم!
تر ننه ما د هغه له هر یاد سره ژوند وکړ زه د هغه په خبرو تر ننه ژوندۍ یم هغه زما د وجود دننه د ځان له پاره د مینې داسې کور ودان کړی چې شتون یې زما د وجود له پاره ابادي او ژوند دی!
دی وایي:
سکونه!
زه دې ته حیران وم چې یو څوک ـ څوک وویني او بیا ور باندې میئنه شي دا خو سمه ده؛ خو
صحرا په نالیدلو له تاسره داسې مینه درلوده چې ......
دې سره ژړا واخیسته ـ واخیسته ...
بیا یې وویل:
صحرا راته ویلې:
وروره!
تر ننه ما ستاسې او د پلار د عزت ډېر خیال ساتلی تر ننه ما د ددغه بې انتهاء محبت اظهار سکون ته هم نه دی کړی؛ خو
نن دا هر څه تاته ځکه وایم چې پته نه لکي زه به سبا یم/ به نه یم!

پښتو شعرونه

15 Oct, 05:21


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دقضائی حاجت سنت (۳)آخره برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۷)-په غسل خانه يا حمام کې دبولو څخه ځان ساتل:

د عبد الله بن مغفل رضى الله عنه څخه روایت دی چې نبی صلى الله عليه واله وسلم ددي څخه منع کړی ده چې يو
سړی دی په حمام کي بول وکړي،[اخرجه الترمذي وصححه الالباني في صحيح الجامع رقم / ٦٨١٥/]

نبي صلى الله عليه واله وسلم منع فرمایلی ده ددي نه چې يو سړي دی په غسل خانه کی بول وکړي[ابوداود /۲۸/ وصححه الالباني في صحيح ابي داود/٢٢/]

(۱۸)-په ولاړو اوبو کې متيازي نه کول:

د جابر رضی الله عنه نه روایت دی چې نبی صلى الله عليه واله وسلم منع فرمایلی ده ددی څخه چې یو سړی دی په ولاړو اوبو کې بول وکړي .[مسلم /۲۸۷/]

(۱۹)-) په ګودر کې دقضائی، حاجت څخه ځان ساتل:

دمعاذ رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمايلي دي ددريو اسبابو دلعنت څخه ځان وساتئ په ګودر کی قضاء حاجت کول په عامه لاره او په سیوري کې[رواه ابوداود وابن ماجة حسنه الالباني]

(۲۰)-) داستنجا نه روسته لاس نه دبدبوی ختمولو لپاره لاس په ځمکه مږل:

ابوهريرة رضى الله عنه فرمائی: چې نبی علیه السلام چې کله به قضاء حاجت ته تلله ما به ورته په مشکیزه کی او به راوړی هغه به استنجاء اوکړه او بیا به یی لاس په ځمکه مسحه کړو،[النسائي]

(۲۱)-داستنجا نه روسته خپل لنگ پرتوګ ته پوګنه اوبه ورشیندل کول:

ابن عباس رضى الله عنهما فرمائی : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم يو ځل اودس وکړو نو خپل پرتوګ ته یی پوګنه وکړه[اخرجه الداري /۷۱۱]

(۲۲)-دخپلو بولو څخه ځان ساتل:

نبی علیه السلام دوه کسان دقبر په عذاب لیدلی وو نو ویی فرمائل دی یو کس دخپلو بولو نه ځان نه ساتلو[البخاری]

(۲۳)-د بیت الخلا ، نه د راوتلو په وخت کې ((غُفْرَانَكَ)) ويل :یعنی یا الله دتانه مغفرت طلب کوو.

احمد ابوداود وصححه الحاكم وابن خزيمة والألباني في صحيح الجامع

(۲۴)-او دادعاء ویل

الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَذْهَبَ عَنِّي الْأَذَى وَعَافَانِي

ابن ماجة وصححه وكاني في السيل الجرار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۳)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ

پښتو شعرونه

14 Oct, 03:06


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په خپل نسب فخر كول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شریعت ددی بدترین عمل نه منع فرمایلی ده او ددی وجه داده چه دا عمل د انسان نه د تواضع بهترین صفت ختموی په انسان کی د تکبر صفت را ولی او ددی په وجه باندی بیا بنده د الله بندګان سپک ګنی او نسبی تفاوت ته د توجه ورکولو په وجه باندی دتقوی او د مینی نه انسان غافل کیږی.

(۱)-قرآن كريم او نسبونو ترمینځ تفاوت:

قرآن کریم مونږه ته په خپلو تعلیماتو کی داخبره رازده کوی چه د نسبونو ترمینځ تفاوت ته توجه مه ورکوی بلکه تفاوت او فرق او بهتری د تقوی به بنیاد باندی ده.ټول مسلمانان ورونه دی د ټولو مسلمانانو اصل يو آدم عليه السلام دی او هغه د خاوری نه پیدا دی نسبونه او قبیلی صرف د تعارف لپاره دی.

{يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ}[سورة الحجرات- آية (13)]

ای خلکو! مونږ تاسو د سړی او ښځی د ملاویدو نه پیدا کړی یی، او مونږ تاسو په قومونو او قبیلو کی ځکه ویشلی یی دی دپاره چه یو بل وپیژنی، بیشکه د الله په نیز په تاسو کی د ټولو نه زيات معزز هغه دی کوم چه د ټولو نه زيات پرهیزګار وی، بیشکه الله ډیر زیات پوهه د هر یو شئی خبر لرونکی دی.

(۲)-نبوي احاديث او د نسبونو ترمینځ تفاوت:

دغه شان احادیث د نبی ﷺ هم د نسب د تفاوت نه مونږه منع کوی او زمونږه توجه بنیادی مقصد ته راوړی چه هغه تقوی ده.

د ابو هريرة رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی : د رسول الله ﷺ نه پوښتنه وشوه چه په ټولو انسانانو کی عزتمند څوک دی ؟ هغه وفرمايل:د الله په وړاندی عزتمند هغه انسان دی چه هغه پدی خلکو کی ډیر تقوی دار دی.[(اخرجه البخاري: ٣٣٥٣).]

د ابو ذر رضی الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی : نبی ﷺ هغه ته فرمایلی دی : خبر شه بیشکه ته د هیڅ سور او تور نه غوره نه یی مګر که ته د هغه نه په تقوی سره بهتر شی).[(اخرجه احمد: ٥، ١٥٨،]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ژبی عبادتونه او ګناهونه

11,105

subscribers

2,089

photos

191

videos