المحمدی بصری څانګه @ahcemqnpe_137 Channel on Telegram

المحمدی بصری څانګه

@ahcemqnpe_137


المحمدي بصري څانګه:
د جهادي، علمي، اصلاحي سپېڅلي ادب ځلېدونکې هنداره
المحمدي بصري څانګه ... رابطه @qwembbj

المحمدي بصري څانګه (Pashto)

د المحمدي بصري څانګه یوه د برترینو ادبي ټولنیزې ده چې د جهادي، علمي او اصلاحي موضوعاتو په اړه خپلواکي خلکو ته راوري کولای شي. دغه ټولنیزه اړه د کتابونو، شعر، لوستونکو او د دې المحمدي بصري څانګه په زړه پورې خبرونو سره پورته وي. د المحمدي بصري څانګه د خپلواکو مخ خلکو په اړه خپل پېژندلو به د ادبي ښاغلی هم ده. تصور کړئ چه به یو شخص یا د جمعیت څه په اړه د يوه د جهادي، علمي، او اصلاحي ادب ځلېدونکې هنداره تر لاسه کولو ته د المحمدي بصري څانګه د مله وبېج په عنوان کې پیوسته شوېد. په کښې موندل په خبرې کې د المحمدي بصري څانګه ته رابطه د دمخه هسک وبېج ته ورسره کولای شي. په دغه وبېځ پورې کولی شي چې کتابونو، شعرونو، او د زده کړو په اړه په وړاندیز څرگندولو او خپلواکو افکارو په اړه خپلې اهم قولونو تر کولای شي. المحمدي بصري څانګه د خپلواکي خلکو په اړه د جهادي، علمي، او اصلاحي مضمونو کې خپل خلکو ته ټولنيزو اطلاعاتو او پېژندلو تر لاسه کولو ته یوه موقعیت فراهم کوي.

المحمدی بصری څانګه

23 Jan, 12:53


بیا به دی هیــڅ نه یادومه ځــمه
جانانه نـــور دی هـــیرومه ځــمه

نوربه دی نوم په خوله وانخلمه زه
یاد دی له خپل زړګې باسمه ځمه

نورشبګیرې نه کوم ستاتصویر ته
تص‍ـــویر دی یاره سـوزومه ځــمه

اوس دی یادونو ته نور نه ژړيږم
دا خپل زړګی می صبرومه ځمه

عمـــري یاره ځمه ستاسو له چم
نور درته دا کلی پریږدمه ځـــمه


"عمري کندوزوال "

المحمدی بصری څانګه

22 Jan, 17:22


اوږد انتظار

د ژوندانه مزه مې تللې ده په غم یمه زه
د یار نشتون کې لکه میم په ملا راخم یمه زه

د نشه یي غوندې په لار باندې ټالۍ وهمه
زانګم را زانګمه روان په ړنګ قدم یمه زه

خمارو سترګو یې ویشتلی یم ذره ذره یم
په مینځ بېل شوی یم په زړه لکه غنم یمه زه

د عشق لمبې مې د زړګي له کوره تاو را تاو دي
ستي ستي د محبت په اور کې سم یمه زه

د یوسفي څهرې دیدن غواړم د ښکلي جانان
لکه یعقوب پسې ژړېدلی دم په دم یمه زه

لکه مجنون د هجر دښتو کې تنها پاتې یم
څېرې ګریوان او ببر سر په ویر ماتم یمه زه

هی خدایه لنډ کړه دا د ستړو لارو اوږد انتظار
جانان مې راوله وتلی نور له زغم یمه زه

ګنډم زخمونه د دردمنو خوږمن زړو فرهاده
کرښې مې تار ستن د عاجزملنګ قلم یمه زه

#حافظ_عاجز_ملنګ

المحمدی بصری څانګه

22 Jan, 16:58


غزل

دا ستا و ګونګ انځور ته مي کتله برايي
په چیغو، چیغو، چیغو مي ژړله برايي

دا څه د مرګي شپه وه سوه په خوف راباندي تيره
تر کال شوله اوږده نه تيرېدله  برايي

ورستۍ خدای پاماني وه زړه نازړه روانېدلې
هر دم هغه صحنه رايادېدله برايي

ستا ياد راسره مل وو، هيڅ له زړه نه وتې ياره
جاري مي ستا نامه خوله کي ساتله برايي

پر پاڼو دي شبنم پروت و ښکلا دي عجيبه وه
دا ځکه مي له زړه نه وتې ګله برايي

حقمل ته له فراق دي شوه الهام دغه غزله
د اوښکو په باران کي يې ليکله برايي

محمدګل حقمل

المحمدی بصری څانګه

22 Jan, 16:45


غیږ دمدیني وه ښکلې اصحابان اومحمد وو
صدیق او عمر وو بل علی عثمان اومحمد وو

دتوحیدلمرپه پړقیدوشودتیارو کډې باریدلي
هرمنظرجنت وو ډیرښکلی دوران اومحمدوو

له مدیني چي ترطایفه رسول الله تللوسبحانه
اخ په هغي لاره جوړ دکاڼو باران او محمد وو

له هغي ورځي دانسان حق له جهالته راجداشو
په غار حرآ کي وحیه له آسمان او محمد وو

هرخواغږونه دتکبیروفیض الهامه هغه ډګرکي
د اسلام ساتونکې د بدر میدان او محمد وو

المحمدی بصری څانګه

22 Jan, 09:06


ګران رسول الله نبی , بهترمخلوقاتوکې
زَمُــــــونْـــږَه اقا نبی , بهترمخلوقاتوکې

دالوړه رتبه لري
ډیرپه الله ګران دَیه ـ محبوب دسبحان دَیه
دی زمونږه سترلارښودزَمُونْږه پیشوانبی

ځانته دی بللی رب
ترعرش مُعلی پورې ـ پورته شوسماءپورې
لاړه له مسجدحرم ترمسجد اقصی نبی

وګرځیده هلته بیا
ټولواسمانوباندې ـ دوزخ جنتوباندې
هلته یې چې وکړلودیداردالله نبی

کله چې دوزخ کې یې
اولیدلوخپل امت ـ هلته چې نبی حضرت
ډیره یې بیاپاک رب ته وکړله ژړانبی

بیرته چې راښکته شو
ویې کړه چې داقیصه ـ هیچَّانه منله دا
ابوبکروویل مَنمه زه دانبی

مونږداسې نبی لرو
ټولوکې بهتردَیه ـ څومره معتبردَیه
دی امام الانبیأزمونږه مصطفی نبی

زمونږلپاره کړی یې
رب ته دي زارۍ ډیرې ـ هم ژړاسلګۍ ډیرې
مونږبه یې په لاره زوکړوبه داوعده نبی

تاته دې قربان وي بس
سراومال اوځان زما ـ هرڅه دي قربان زما
خاص دې شفاعت غواړم زه مطیع الله نبی
ــــــــــــــــــــــــــــ
طالب العلم مطیع الله حازِم
دارالارقم دجمعې شپه
1403 / 6 / 1
[

المحمدی بصری څانګه

22 Jan, 05:31


په مخ مي مړه خوله راتلله خوته نه شکاريدي
ملک الموت رانه ساه کشله خوته نه شکاریدي

ممبروشولوزمادجنازي اعلانه
زماجنازه پورته کیدله خوته نه شکاريدي
کله چي تاپه کړس خندا کړل
ناخبره وي ته
په مایی خاوره اړوله خوته نه شکاریدي

لري نږدي خپلوانوپه ماویرکولو
هرچاپه مړواوشکوژړله خوته نه شکاریدي

هغه چي تابه په دنیاکي تري نفرت کولو
هاڅهره یی تورلحدته وړله خوته نه شکاریدي

کله چي غم پري زوروراوتنهاپاتي وو
دحیدري الهام غزله خوته نه شکاریدي

شاعرحبيب الرحمن حیدري

المحمدی بصری څانګه

21 Jan, 18:21


نعت شریف

ته یې پیغام د مینې ګران نبي
په تا کړي فخر درست جهان نبي

طٰهٰ یٰسین خیر البشر رسوله
رب کړو نازل پر تا قرآن نبي

لرې اعزاز لوړ امتیاز حبیبه
د زړو طبیب د زړو درمان نبي

ته لامکان ته یې بللی خالق
ګران یې په رب غني سبحان نبي

شان دي بالا دی شان دي لوړ بېحده
د قدر وړ یې قدردان نبي

ته یې امام المرسیلن او آمین
کلام الله دي ستر برهان نبي

رتبه لري خالد تسله ستره
د سلاطینو دی سلطان نبي

خالد تسل

المحمدی بصری څانګه

21 Jan, 18:21


مناجات

ته زمونږ اسره یې
ته زمونږ مولا یې
تا ته مو رجوع ده
ته غني باچا یې

مونږ دي بندګان یو
ډیر عاجز ناتوان یو
ته ځواکمن یې ربه
تاته در روان یو

سوال کوو زاري کړو
مونږ ستا بندګي کړو
ستا تر نوم ځاریږو
ځان به قرباني کړو

ته قادر غفار یې
ته رازق ستار یې
ته پالونکی ربه
منتقم جبار یې

ته بې نیاز صمد یې
لم یلد احد یې
خالق الافلاک یې
ابد الابد یې

ستا عاجز بنده یم
تاته پر سجده یم
خوار خالد تسل بیا
ستا در کې میلمه یم

خالد تسل

المحمدی بصری څانګه

21 Jan, 09:58


نعت شریف

د بېلتون تنده ماتوم د وصال شات غواړم
ګرانه حبیبه ستا د سپین مخ مُلاقات غواړم

ځار د ښکلا مثال دې نشته پر دې ټوله جهان
له بل ښایست نه به زه څنګه مکافات غواړم

د زړه کچکول مي دی نیولی بینوا ولاړ یم
ستا د حسینې خوږي مينې نه زکات غواړم

دلته عجم کي یم په غم کي یم د سترګوتوره
ما کړه در وصل ستا په کلي کې ممات غواړم

د زړه دنیا به مې د وصل په شبنم اوبه شي
هجر ځپلی ستا د مینې کرامات غواړم

که زه حارث یې همیشه لیکمه خلاص به نسي
خپلو اشعارو کې دې لیکم ټول صفات غواړم

حارث فراهي

المحمدی بصری څانګه

21 Jan, 09:42


ای دخپل عصر ابدالي زلمیه
ای پـــه ملت ابراهمي  زلمیه
دتقوا زغره په سینه ساته تل
پــه لاره ځـه د ایوبي زلمیه

په تدبيراخله هرقدم مخته ځه
په حقه لاره ښه محکم مخته ځه
پام به کوې په دې زخمي ولس تل
زخمونه کړه ورته ملهم مخته ځه
اوس له پخوا دی درته سترمسولیت
کــومک غواړه له الهي زلمیه

دې ازادۍ ته مو ورکړي زړګي
د ژوندانه له هار وتلي غمي
دا اذادي او امارت امانت
ورقربان کړې شهید یار ګل ځواني
ټوک ټوک وجود شهیدان یاد کې ساتئ
تــرېنه دي پاتي یې بچي زلمیه

ماته دې کړه ستره بلا زړګیه
درسره مل یې وه دوعا زړګیه
تل یې پوښتنه ښه له زړه نه کوه
ستا په غم کړه ولس ژړا زړګیه
خلاصه کړه غېږه داخلاص دې ورته
کړه یې ملهم اوجود زخمي زلمیه

تاریخ وګوره د مشرانو قربان
ارمـان ساته د فیدایانو قربان
لا په سنګر یې وینې پاتې لمدې
خیال به ساتې د شهیدانو قربان
ضایع چې نه کړئ یې سپېڅلې وېنې
کــومه سوال قسیم بدري زلمیه
قسیم بدري

المحمدی بصری څانګه

21 Jan, 09:42


مورکۍ نړۍ

داسې بله خندنۍ نړۍ به نه وي
مینه ناکه او ژوندۍ نړۍ به نه وي

د ژوندون د تیارو شپو و رڼایي ته
ځل بلانده ډیوګۍ نړۍ به نه وي

چې راټوله ده پرې مینه د زړګیو
بس په شانې د مورکۍ نړۍ به نه وي

ستا له اف سره یې وچې چې شي ناوړې
داسې بله سپیلنۍ نړۍ به نه وي

د غیرت للو ـ للو یې زمزمه وي
دا شان ستره میړنۍ نړۍ به نه وي

په خالد تسل یې ډیر دي احسانونه
داسې بله ملالۍ نړۍ به نه وي

خالد تسل

المحمدی بصری څانګه

21 Jan, 07:46


دسیدمنصور آغاشهاب
سره هم ملګرې شې درنو لیدونکو👇
https://t.me/Salehmehamadlsaac




لیس کې دګډون لپاره دلته رابطه وکړی👇
@mhaamadanasnzor

المحمدی بصری څانګه

21 Jan, 06:43


نعت شریف

یا رسول الله
یا حبیب الله
دوست د پاک مولا
یې خیرالورا

ستا څلور یاران و
صدیق عمر عثمان و
او هم علی حیدر
یا نبي الله

پر تا به و چاپیر
اصحاب ټوله په ځیر
ستا جنتي څهره
ای شمس الهدا

نازل پر تا قرآن
له لوري د سبحان
لار ښود د بشریت
ای زموږ پېښوا

راشد ولي ته ګران
نبي آخېر زمان
غمخوار د ټول امت
دی ګران مصطفی

راشد ولي فراهي
1403/10/30

المحمدی بصری څانګه

20 Jan, 13:18


واورین غزل

ایښي یې ګلونه د ښکلا وي په اوربل باندې
سپیني سپینې واورې چې اوریږي په کابل باندې

غیږې یې وي خلاصې په لبیک یې بدرګه کوي
مړ شبنم چې اوري په غوټیو او په ګل باندې

څاڅکي د باران هم دي رحمت وه خړې ځمکې ته
خړې د خزان سیلۍ راولي په اجل باندې

دغه سپینې واورې خو د رب کړي د نعمت واورې
رب خو د رحمت کړي د هیواد په هر ځنګل باندې

څومره په ډاډمنه ساه دمه کړي په وطن کې مو
سر استقلال ایښی دی د امن په څنګل باندې

بیا د نن څه ړنګ توري راوړي دي مخبت اشنا
بیا د نن مزه کړې په دې ساده غزل باندې

مخبت وردګ

المحمدی بصری څانګه

20 Jan, 09:19


سردې راپورته کړه له خاورونه یوځل عمره
دستالښکرنن دی راغلی ترکابل عمره

اوس مووطن کې امنیت دی خپل واکي راغلې
د ابادۍ په طرف ایښی یې ده پل عمره

امریکاماته شرمینده شوه بریمن شومونږه
دارګ په سرباندې وهي سپین بیراغ ځل عمره

شولې ریښتیاستاپیشګویانې ای دوخت ولی الله
نړۍ شوماته اوطالب جان شو اتل عمره

ارمان چې ته هم وی ژوندی په دې بریاکې مشره
داذادي خوندونه ووبه یوپه سل عمره

ویل به خلګوچې ملااوبریاډیره لرې
نن دهغوخلګوپه زړه باندې اوربل عمره

مطیع الله حازم اظهاردخوشحا لۍ کومه
داذادۍ لیلازه ستایم په غزل عمره
ــــــــــــــ
طالب العلم مطیع الله حازم
1403 / 8 / 19

المحمدی بصری څانګه

20 Jan, 06:28


په سپينو واورو کې پوښلی څومره ښکلې ښکاري
د ګران هيواد مو هر یو کلی څومره ښکلې ښکاري

دښتې او غرونه یې بلا غوندې مزه کوی نن
دنګ دشمشاد د غرونوڅلی څومره ښکلې ښکاري

الله دې مه کړه له نظر شه ښکلا دې ډيره
اوس دې خوشال هريو وګړی څومره ښکلې ښکاري

د حسن پيره طالب جانه رب دې وساته نور
ته يې دډيرو زړو ښاغلی څومره ښکلې ښکاري

عمري ياره شريعت بل امارت او وحدت
بل سپين بيرغ وي رپيدلی څومره ښکلې ښکاري

"عمري کندوزوال"

المحمدی بصری څانګه

19 Jan, 17:01


وزیرستانه

دا ستا په غېږه کې اوسېږي بهادر زلمي
ښکلي څڼېور زلمي
جار وزیـــــــــرستانه
درته به راوړي آزادي انشاءالله زر زلمي

په تور لینګیو جوړ محشر دی
ورته هر خـــوا خطر خطر دی
کړي پرې بریدونه د پیکاوو او لانچر زلمي

له جنګ جګړو به په امان شې
جوړ به د ګــــلو ګلستان شې
چې لرې داسې ننګیالي او تېر له سر زلمي

کمین کمین مورچل مورچل یې
هر یـــو دښمن لره اجــــــــل یې
غرو ګړنګو کې دې اوسېږي زړور زلمي

رنګ به راوړي د شهیـــد ویني
سرې څاڅکي څاڅکي ګلورینې
قربانـــــــي شوي دي په تا لکه نښتر زلمي

زار دې شم زار د غیرت کوره
اخلې ښکلا له طالب وروره
لکه زمــري جنګېږي تل په هر سنګر زلمي

ورته ښایسته اشعار لیکمه
حافظ عاجزملنګ ستایمه
د جهادونو غـــــــورځنګونو زلمي نر زلمي

حافظ_عاجز_ملنګ

المحمدی بصری څانګه

19 Jan, 14:28


*نعت شریف*

چي سترګو باندي ووینم سپوږمۍ دڅورلسم
ښکلا دي  مختـه راشـــي اې نبــي خیرالامم

په روۍ چي دي پیداسوه دغه ځمکي  اسمانونه
الله ته قــــدرمن وې نازولـــی دحرم

دحسن مُعما یې او دحســـن ســــتر پاچــــا یې
ښایست ته دي دالمر سپوږمۍ اوستوري  په ملاخم

بیشکه چي ترمــــــــــور اوپلار بهتر یې محترمه
په زړه مي راوریږي داستا حسن  دم په دم

چي څومري به دي سترګي وي حسینی اې جانانه
دــــلبر یې داکبـــــر او  نازولی داکرم

عاصي یم جهادمل ستا شفاعت ته امید واریم
دهجرزولــــــــنوکی یم تړلـــی دعجم

*محمد باران جهادمل*

المحمدی بصری څانګه

19 Jan, 11:48


ټول سره یوشﺉ دوحدت لمنه ټینګه کړیه
ددغه ښکلي امارت لمنه ټینګه کړیه

دادښمني اونفرت زړونوڅخه وباسیه
تاسودمینې محبت لمنه ټینګه کړیه

چې ددښمن په تبلیغاتوپسې ولاړنشیه
دخپل رهبردشریعت لمنه ټینګه کړیه

ای امارته تاسوهم داولس ډیر خیال ساتﺉ
تاسودخپل لاندې راعیت لمنه ټینګه کړيه

اولسه ته دامارت امارت ستاسو دیه
نورزمونږامیر سَرَّهْ دبیعت لمنه ټینګه کړیه

بس دالله نه به هم دانظام قائم غواړومونږ
وایم حازم) داوخوت لمنه ټینګه کړیه
ـــــــــــــــــ
طالب العلم مطیع الله حازم
1403 / 10 / 28

المحمدی بصری څانګه

19 Jan, 07:38


مُحَمَّد ﷺ

مرم درپسې زه له بیلتانه یاره
هیڅ کله مې نه وزې له زړه څخه
یاده مې ستا کلی او کوڅه یاره

خودبه یې رانجه کړم دخپل سترګو زه
خاوره دقدم ديده خوږه یاره

کاش چې داصحابوسره څنګ کې ستا
یمه بختور ښخ چې شم زه یاره

دومره مې دمینه ستاله نوم سره
وایم صــــــلی اللهُ علــــیک یاره

ته یې رحمــــــة اللَّعــــالمین بشر
ستا یې چې قرآن ته یې هغه یاره

هیلې دسهیـــل درمل په تاپــسې
خاورې شوې دګل غوندي ښایسته یاره

سهیل

المحمدی بصری څانګه

19 Jan, 02:59


غزل

نه به آزار شي د چا زړه نه به ګیله وکړي
که څوک په خپلو شتو او خپل حال ګوزاره وکړي

هم به خوشحاله کړي لوی خدای هم به کړي زړونه صفا
که سر له ننه څوک له بدو کړو توبه وکړي

زه مې دا زړه چې نیمَومه او ویشم یې دومره
زه نه پوهیږمه چې دا به بیا فایده وکړي

زما په فکر او په زرو رګو نه راتلل آن
چې مادیات به پر موږ دومره غلبه وکړي

نه به د چا چا ته ورپام وي نه به کار پرې لري
که څوک د خپلو ګناهونو اندازه وکړي

یار ناروا کړي ماته ګرم وایي ځان ګرم نه بولي
که مو ترمنځه آن شلم هم فیصله وکړي

ټکه راولویږي په مخه کې یې پېښه وشي
مخبت چې هر وخت د راتللو اراده وکړي

مخبت وردګ

المحمدی بصری څانګه

18 Jan, 17:37


وړی سلــګی په نیمه شپه
له خونده ډکي یـــــــا الله
تاته زاری خوف او رجــــا
له خونده ډکي یـــــــا الله

ستادرحمـت یم امـــیدوار
دمغفـرت یم اومیـــــداوار
کړه می تـوبه له ما قــبول
کړه داتوبه می نصوحـــــا

زه خطاء کار زه خطاء کار
یمـــه مجرم ستا په دربـار
داسـتادعفـــــوی طلبــګــار
له عذابــــــوراکړه فنــــــاء

ته مهربان ته یی رحــــمان
ته لایزال قادر ســـــــبحان
دقدرتو دی ننــــــــــــــداره
کوو هر شــــام اوهرصــــبا

الهام قبول کړه پخـــپل در
الهام دی ستا ناچاربنـــــده
ستارحـــم غواړی په سلګو
سرخم یی ایښی په سجده

المحمدی بصری څانګه

18 Jan, 16:18


د هجر توره شپه تيريږي کله
اوښکې له سترګو نه بيليږي کله

ورک مسافر به راستنيږي کله
د وصال زيری پرما کيږي کله

دا تشنه لب مې اوبه کېږي کله
د هجر سرې غرمې تيريږي کله

د يار بيلتون لکه شبخون راغلی
د وصل څرک به راټوکيږي کله

د فراق تنده به ختمیږي کله
باران د وصل به وریږي کله

زړه له دردونو نه خلاصيږي کله
ډيوې د هيلو به بليږي کله

خپه خپه ښکاري حارث فراهي
د خوښۍ ټال کی به ځنګيږي کله

حارث فراهي!

المحمدی بصری څانګه

18 Jan, 16:18


د شیطان لښکر مختور

حق غالب باطل نسکور په زمانه کې
د شیطان لښکر مختور په زمانه کې

د اخطار لومې رسۍ د بقاء نه وي
د اخطار پروت دی بد پور په زمانه کې

چې سوځلی چا بمبار کې د چا کور وي
رب سوځلی یې وي کور په زمانه کې

ستا له زر او ستا له زور به ایمان ساتم
تا ته پاته لوی پیغور په زمانه کې

ستا اسره ټکنالوجي زما الله ج دی
رب ناصر مو وي هر لور په زمانه کې

د مغرورو ککریو هدیره ده
خراسان د غلیم ګور په زمانه کې

مسلمان خالد تسل وي سر لوړی
ورسره د ایمان زور په زمانه کې


خالد تسل

المحمدی بصری څانګه

18 Jan, 15:37


غزل

پـــاکو پـاکو زړونو ته څوک نه ګوري
عـِـشق او خيالونو ته څوک نه ګوري

داســې پـه اسانه کړي جدا لارې
څــړيکو او دردونو ته څوک نه ګوري

مـينه او وفا دواړه په ځاى پريږده
ښـــکـلـو صورتونو ته څوک نه ګوري

داسـې وخت راغلي ده چې مکوه
خپل سکني وروڼو ته څوک نه ګوري

ناکه دې د خـپل زړه ازار مه اخله
هيــــــلو اميدونو ته څوک نه ګوري

خاص ددې يوه ظالم غربت له لاس
سترستر ارمانونو ته څوک نه ګوري

اې وحــــــدت الله ابـــوحمزه اشنا
دلتـه دې نازونو ته څوک نه ګوري

وحدت الله ابوحمزه

المحمدی بصری څانګه

18 Jan, 07:40


شعردرسره ولولي اونشریی کﺉ
داچې په امریکا باندې دالله ﷻ یولوی عذاب راغلی ده اوډیرسخت شدید اوربل ده اودمړکیدو امکان یې هم نشته نوالله ﷻ مهربانه ده لکه فرعون یی چې اوبوکې غرق که اوامریکا په اور وسوځوي
امریکا په خپل ژوند جهنم ولیده
لِلَّلهِ لْحَمْد
ــــــــــــــــــــ

راغلی دالله یو لوی عذاب په امریکا
الله به یې تباکړي
إن شاء الله له شربه یې محفوظه شي دنیا
الله به یې تباکړي

بل شوي امریکاباندې نن ګوره سره اورونه
سوځیږي یې کورونه
نه پاتې یې ماڼۍ دی نه یې پاتې دفترونه
سوځیږي یې کورونه
الله به قبله کړی وي دکوم مظلوم دعا
الله به یې تباکړي

فرعون هم الله پاک کړلوچې غرق ټول په ابوکې
الله خوډیرقادیردی
هم داسې سوځوی شي امریکا په سرواوروکې
الله خوډیرقادیردی
الله پاک دمومن په برخه کړې تل بریا
الله به یې تباکړي

ظالم الله پاک تل په هر میدان راپرځولی
هروخت کې شرمیدلی
غنی ده تښتیدلی اونجیب موپه دارکړی
هروخت کې شرمیدلی
زمونږه له وطن امریکالاړه په ژړا
الله به یې تباکړي

ټول شﺉ لاس په دعاله الله وکړﺉ دایوسوال
تباچې امریکاشي
مطیع الله هم داسې وخت ته یمه ډیرلیوال
تباچې امریکاشي
قبول دغه یوسوال کړه دحازم مطیع الله
الله به یې تباکړي
ـــــــــــــــــــــــــ
طالب العلم مطیع الله حازم
1403 / 10 / 24

المحمدی بصری څانګه

18 Jan, 07:39


پر تاسلام وایې ستا نوم لکـه اذکار وایې
درود په مینه مسلسل ماښام سهار وایې

په هرلمانځـه کې دې نامه هرمسلمان وایې
هره خطـبه کې دي امام نوم په بارباروایې

احمد،محمودیې دښکلأمیناردي لوړتراسمان
وصف دي کړی ذالجلال قرآن په جار وایې

نورالبصر،خیرالبشردوست دسبحان یادیږي
ځکه په روی دي امتیان تل استغـفار وایې

دانو نعمت دکردیګاردی امتې چې یم ستا
سهیل شکـرونه داللهﷻ په هـزار بار وایې

سهیل

المحمدی بصری څانګه

18 Jan, 06:46


وطن:

ستا هر  پرهر  بۀ کـړو  ټکور وطنه
افغـــــــانستانه   زَمـوږ  کور وطنه

ستا ځپل سوی،او زخمي وجـود به
کړو  بۀ  اباد، او  بیا سمسور وطنه

تۀ مو ازاد کړې  د خپل تن پۀ وینو
درتۀ مو پرې نۀ ښـود  پېغور وطنه

ټولې  نړۍ  پر   تا  یرغــل  کړئ ؤ
نۀ  وَ یؤ دوه،  اودري  څلور وطنه

د پاک اسلام،  ستا  د ؤلس دښمنان
ومو   شـړل   لاړل   مخ  تور وطنه

لرې  غښتلـي   پرګنې   غیـــږۀ کې
د امپراطــورو   یي  تل  ګور وطنه

چې ستاپۀ حق کې کم چاظلم کړئ
خامخا  اخلو   بۀ   ترې  پور وطنه

لۀ تا  قربان   لۀ تا  لوګئ  سمه زۀ
یي  د سخي  د  سترګو  تور وطنه

سخي"سعید"

المحمدی بصری څانګه

18 Jan, 02:45


غزل

غم دجانان مي زیروي څنګ ته مي تم وی همیش
دزړګي وینه مــي زبیــښي راسـره ســم وي  همیش

زما دمات زړګــــی تسل ته دغه  نښــــه کافي
تـاچــــي زمــا پـــه لـوري ایـښې هـم قدم وي همیش

په کومه شپه چي دجانان بیلتون کي اوښکي توۍ کړم
سهار پــــر پاڼه دګـلاب وینم شـبنــم وي همیش

دواړه تر یو بل وفــــادار وخطاس ماشـــــأءالله
په کوم وختو کي چي ته نه یې خوستا غم همیش

ساقي په دا باندي مي پوه کړه تعجـُب پاتي یم
په دغه جام کي مي یـــــادونه دصنم وي همیش

څوک چي دیار په عاشقۍ کي دار ته غاړه وروړي
دجهادمل په څیر دغســـی خـــلګ کم وي همیش

*محمد باران جهادمل*

المحمدی بصری څانګه

17 Jan, 16:15


غزل اقصی بریا ته


خوب مي ،لېدلی دی امت داځلي بیا دریږي
د اذادۍ پر سپین درېځ باندي اقصی دریږي

اِبرهه تښتي غونډ لښکر د ابابیلو مات شو
د فلسطین مظلوم مړوند باندي موسی دریږي

نور به د بیت المقدس ړنګ دیوالونه نه وي
نور پر ممبر باندي د فتحي او بریا دریږي

ستړیا تکلیف بمبار چاپي سوې سلګۍ دغزي
خپلواک نظام به یې په زور د شهدا دریږي

ویالي ویالي ویني یې توی سوې له پرهر پرهرو
نور به یې سترګو کي نه اوښکي نه ژړا دریږي

رب ج دي اباد کړه رب ج دي آرام او ښاد کړه
زما روحانې بادغیسوال خوله کي دا دوعا دریږي

روحاني بادغیسوال

المحمدی بصری څانګه

17 Jan, 14:29


ربه راکړی په دنیا کی خوشحالی
رانصیب کړی مدینه کی زندګی

ربه ډیر یی ارمانجن یم سوال می واوره
ژوند می کړه دحضور خواکی ابدی

ربه نوری دعــاګانی می واپس کړه
دایو سوال می کړه قبول کوم زاری

ربه ما دخوږ جانان مینه کی غرق کړه
عبس مینو نه می ژوند کړه ټول خالی

ربه ما حماد په دامینــه شهید کړه
بیا ژوندی او بیا ټوټی می کړه ځوانــی

حماد مخلص

المحمدی بصری څانګه

17 Jan, 14:29


اورونو کی سوزیږی څومره ظلم دی روان
اقصی په وینو سره ده ځان چپ کړی دی جهان

په دین او په اسلام چی ننګ ونکړی مسلمانه
په کومه خوله به وایی ته بیا ځان ته مسلمان

یا ربه لویه ربه ابابــــــیل پری رانازل کړه
تبا کړه له هر لوری په هــــرځای اسرائیلان

روانه بمباری ده او غزه وینو کی سره ده
زموږ مسلمانان رفع الیدینو کی دی وران

خالقه ایوبی صلاح الدین ته ضرورت دی
پیدا کړه دعمر په شان یوڅو دانی ځوانان

کافر دی اودریدلی دکافرو سره صف کـی
حـــــــــماده نا خبر ده مسلمان دمسلمان

حماد مخلص

المحمدی بصری څانګه

17 Jan, 11:05


خیال:

نشه  ښکاري  مي  د  خیـــال شاپېرۍ بیا
ګرځوي  مي  په ملکـــــــــــــــونو  د  دنیا

د شعرو  پـــه  ژبه  غـــــــــــــم  انځوروي
پنځ  مي  نۀ  پرېـــږدي  یؤه  شېبه هوسا

بقـــا  نه لري  په  مېــــــنه یې کـــــړه تېر
د نړۍ  ژونــــد  امتحـــــــــان  دی   د الله

ای غافــــــــل  مسلِم امــــته  سۀ  راوېښ
د  کومک  چغـــې  وهـــــــي  درته  اقصٰی

د  غزې  ښېرا  قبــــــوله  کړه څښــــــــتن
چي  پـه  اور  کي لـــــولوپه  سوۀ  امریکا

وار  راغلئ  د عـــــــراق،  او  فلســـــطین
یؤ  ورځ  وابه  ورو  ږغــــــــــونه  د  بریا

ډېر  یې لــــــوله  ای  سخي سعــیدۀ ډېر
هم سکـون دی،  هم درمـل دی،   هم شفا

سخےسعےد

المحمدی بصری څانګه

17 Jan, 02:54


نعت شریف

دجمعی شپه پر جانان باندی دورودونه وایه
پرمحمدﷺ نبی سلطان باندی دورودونه وایه

دجمعی شپه ده خوږ نبی یی نن په خپل اوری
پرحسندار پرجلودار په خوږ جانان باندی دورودونه وایه

هم اولین هم اخیرین دی محمدﷺ عربی
پرها سرداری دو جهان باندی دورودنه وایه

نوم یی شرین دی نوم یی خوږدی نوم یی زړه ته سکون
بس همیشه پر هغه ګران باندی دردونه وایه


حقانی تنها بی یی غواړم شفاعت په محشر
پرهاشمی پر کریشی پر قدردان باندی دورودونه وایه

حقانی تنها

المحمدی بصری څانګه

16 Jan, 18:21


غزل

ما خوب لیده له ژونده توبګار ومه او مړوم
یو زړه ؤ ارمانونه پرې بار بار پاتې کیدل

څوهیلې ارمانونه دې دزړه را شهیدان کړل
دردونه دې دسترګو له بمبار پاتې کیدل

یوسفه ذلیخا نه وه ړنده خو مجبوري وه
پیسې که وای داټول دې خریدار پاتې کیدل

منم درسره بلکل نو چې زه درباندې ګران یم
لفظونه دې په خوله ولې تکرار پاتې کیدل

اداء یی کړلو حق دزبر دستې پاکې مینې
څه مست لیوني تلل او څه هوښیار پاتې کیدل

نو مینه نوره څنګه وي وطنه زوروره
په غیږکې دې ځوانان لکه سِنوار پاتې کیدل

ستا سترګې بڼورې او قاتلو وې دزړونو
له واره یی ډیر کم سړي دکار پاتې کیدل

یو وخت به ؤ احمده! بیر وبار ؤ دیارانو
یو وخت ؤ دپنځو کوتو په شمار پاتې کیدل

احمد غازي
۱۴۴۶/۴/۲۱

المحمدی بصری څانګه

16 Jan, 13:01


🌹 نوی غزل🌹

شومه تنها زړګې دردونه کوي
یاره بې تا زړګې دردونه کوي

لکه د پاڼې داسې ورژیدم
له یار جدا زړګې دردونه کوي

چې تاونه ویني دردیږي ګله
وي په ژړا زړګې دردونه کوي

ویښ ترسهاره ستا یادونو سره
بس ټوله شپه زړګې دردونه کوي

ای عمري یاره ته مه ځه رانه
خیر دې راځه زړګې دردونه کوي


شاعر:عمري کندوزوال

المحمدی بصری څانګه

16 Jan, 12:04


ورکه یاره


سترګې مې سرې دي له شبګیر درپسې
ټوله شپه ژاړم کـــوم ویر درپسې

چېرته یې نه ښکارېږې ورکه یاره
ولټومه کوم مســیر درپسې

د هجــر دښته کې تنها پاتې یم
د یاد لېوانو دې کړم څیر درپسې

د غـــــم لښکرې دې راځي جانانه
زړګـــی مې شو زهیر زهیر درپسې

ستا د نشتون په طوفاني زلزلو
ړنګ دی زما د ژوند تعمیر درپسې

ړنګ قدم اخلمه کوپ کوپ روان یم
مات یمه سم د ملا په تیر درپسې

له کلي وتی یم په غرونو سر یم
لور په لور ګورم په زیر زیر درپسې

عاجزملنګ دا ستا دیدن غواړمه
رنګ مې هم کړی دی تغیر درپسې

حافظ عاجزملنګ

المحمدی بصری څانګه

10 Jan, 13:00


ستالپاره خاوری شوی ککرۍ دی
چنار قدی ړنګی سوی ګل ځوانۍ دی

پام اولسه د غربت پیغور ور نکړی
ستالپاره یی په ځان وړی سختۍ دی

څه په مفته مو وطن ګټلۍندی
پری ورکړی مو بیساره قربانۍ دی

دلته کم ظلم ونه سو پاکه ربه
نادرکه مو تر آن ستری هستۍ دی

رب به دا نظام هیڅکله خراب نه کړی
ور پسی چی دعاګانی د ابۍ دی

یاره دغه ستا د وینو برکت دی
غوړیدلی چی سفیدی د اذادۍ دی

اوس ډاډه ګرځه(یاسره)وطن خپل سو
ماتی شوی دظلمونو هتکړۍ دی

یاسر کندهارﺉ

المحمدی بصری څانګه

10 Jan, 04:24


ښایسته ګلورین
بې مثله حسین
حبیب د اللّٰه
صادق الامین

قاعد رهنما
د عدل باچا
سالار د لښکر
امام د غزا
محبوب د څښتن
جانان نازنین

لري ډیر لوړ شان
رؤوف مهربان
غمخور د امت
شفیع په میزان
سپین مخ وضحی
طه او یاسین

محمود دی مشهود
هر زړه کې موجود
خوشبو یې خولې
له مشک او له عود
سرخیل د ښکلا
طیب او متین

ساقي د کوثر
سید البشر
سراج المنیر
تیارو ته سحر
د ټوله عالم
افضل بهترین

حکیم با کمال
خواږه یې اقوال
هنر یه غواړم
له ربه وصال
اورېږي انوار
د ګران له جبین

هنر افغان

المحمدی بصری څانګه

10 Jan, 03:04


داوښکوامیلونه جوړه ومه په لیموکي
دعشق نو ر دي پاشلي دعشقاپه سینو کي

دستور صداقت یم رسولي تر وصاله
تاثیر دی خالق ایښي دي دسپین مخ په لیدوکي

دفکر په اوصافومي دماغ دي ستړي سوي
اخته یم ستاده میني دفراق په اندیښنوکي

منزل ته به رسیږي هغه خلګ په اسانه
ساتلي چي یې ستانوم په عزت وي پټ په زړوکي

ماحنفي حماس ستاده الفت تناب نیولي
ډیرزیات خوندوینم ستاده سپین رخسار په صفتوکي

حنفې حماس

المحمدی بصری څانګه

10 Jan, 01:43


د زړۀ خبره

یــــــا د هو  او یـــــــا د  نۀ خبره وکه
ښکلــــیه  ته  خو  دي د زړۀ خبره وکه

د کلوو  درد  به مي لاړسي  له سینې نه
ای  ګل مخیه  یــــــــؤه  ښۀ خبره وکه

چي میــن  نه  یي  نو  ولــي  راته ګورې
دا  تر شـــــــــــــا  دي د  کاتۀ خبره وکه

ستا په سترګو کي اغیز د  میني ښکاري
مه  شرمیــــږۀ   نن  په خولۀ خبره وکه

لاس  د میني  در کـؤم   رښتیا  بـه وایې
زۀ  په  تــــا میـن  خــــــو  تۀ خبره وکه

اوس چي ځې پر خدای سپارم دزړۀ سره
د  بیـــــــــا ځلــــــــي د  راتلۀ خبره وکه

بیخي خوږ سخي سعیدۀ ستا مجلس دی
له  ماښــــــــــامه  تـر  سپېدۀ خبره وکه

سخي سعید

المحمدی بصری څانګه

09 Jan, 18:34


له یـو چا لری اوســیدل څنـــګه وي
یوڅوک له خپل زړګی ویستل څنګه وي

یو چا ته ټول عمر کړی جار او قربان
یو څوک په ټول عمر بایلل څنګه وي

ټوله شپه ویښه د یوچا تصــویر ته
بـیا تر ســهاره رڼـول څـــنګـه وي

د اشنا یاد کې لــیونی شــومه زه
له سترګو اوښـکی بهیدل څنګه وي

د چا د ســترګو د دیــدن په تــمه
کلونه میاشتــی تیرول څـــنګه وي

عــمري یاره نور دی صبر کړه زړه
زړګــې له یاره صـبرول څنــګه وي

المحمدی بصری څانګه

09 Jan, 14:49


مخ مبارک
یې لکه څوارلسم
سپوږمئ ځلیده!
(حضرت محمدﷺ)
درود مو هیر نه شي خوږ ملګرو

المحمدی بصری څانګه

09 Jan, 13:27


عشـق! ځان تــر جانانه رســــول
عشـق! ځان په سره اور کبابـول
عشـق! دا ګل ځوانۍ لوګی کـول

عشـق! داستشهاد په لوری یـون
عشـق! له یو چا لری او بیلتـون
عشـق! بس له دردو سره تـړون

عشـق! په زړه کی پاتـې یو ارمان
عشـق! یوڅوک جدا له خوږ جانان
عشـق! دا ګل ځوانی له دین قربان

عشـق! لڪـه د یـو چا انــــتظار
عشـق! لکـه  ســـفـر اغـــزنه  لار
عشـق! لکه منـصور پرهار پرهار

عشـق! د شـهادت یو لوړ مــقام
عشـق! دیدار د حـورو وي مـدام
عشـق! د عـمري وروستـۍ کلام

"عمري کندوزوال"

المحمدی بصری څانګه

09 Jan, 07:11


ازادۍ په غیږ کي
شاعر
#محمدنسیم
عرفاني


سختي دي تیري کړي دتوري تروږمۍ په غیـږکې
جانانه ګرځه په سـکون دازادۍ په غیږ کې

دژمي شپـه توره تیـــــاره اودبنګني چغار
انقلاب تیر سوو ده دردمني زندګۍ په غیـږ کې

درد اوپرهار دغربت ژوند وو یوحسین عِشَق وو
عجیب لذت پروت وو دهغه ملنګۍ په غیـږ کي

دجنت زیري ووو دکفر سره جنګ وو مدام
اشغال سوو ختم ووس ځان ساته دخوښۍ په غیږ کي

ګلابه تاچي زنــــدګي درب لپـــــاره کول
یاره ســـاتنه دي پکار ده دغوټۍ په غیږ کي

داستا له څنګ جدا حسین شهید اشنا هیر نکړي
ورته دوعا کړه دویر مني جدا یۍ په غیږ کي

ستا خوږ ژوندون ټوله قربان وو له اسلام او وطن
ځکه دي نغاړي عرفاني دشاعرۍ په غیږ کي

المحمدی بصری څانګه

09 Jan, 03:11


پیشواهاشمې خیرالبشر
شفیع به موسي ورز ده محشر

غم خوار دامت لوړ یې مقام
کوم یې دنام تل احـــــــترام
درب په انوارو منـــــــــــور

حساب اوکتاب ورز دمیزان
مخلوق به وې ټوله پریشان
غمجن په امت نبي سرور

رحمت دخالق پرټول امت
کوې په محشر زموږ شفاعت
ساقي دی نبي دپاک کوثر

حماس حنفي یې تل پر نام
وایمه هزار درود اوسلام
زما ځان زماروح زما دزړه سر

حماس حنفې

المحمدی بصری څانګه

08 Jan, 16:43


ځونانو سره یوشی

د نــــــــړۍ مــســــلــمـــانانو سره یو شې
ای د دې اومــــت ځــــونــانو سره یو شې

یو وجود شې چې د بل په درد خبر شې
مــــتــــحــــد شې مومنانو ســره یو شې

د جـــهـــاد ســپـیڅـلی لاره انتخاب کړې
کـــــــامــــیــابي مو د ګلانو سره یو شې

پـــه مــــظلــــوم بانــــدې د ظلم انتها ده
غـــــچ یـــــې واخــلې اتلانو سره یو شې

فــــلــسطــیــن د اســـریـــلــو نه ازد کړې
د کــــــفـــــــارو قــــاتـــلانو سره یو شې

د ایــمـــان زور مو له خوبه را بیدار کړې
غـــفـــلـــت مـــه کوی یارنو سره یو شې

د مــــنـــهاج الله زهـــیـــر خـــوږو ملګرو
اســــلام پـــالــــو شـــاعرانو سره یو شې

منهاج الله زهیر

المحمدی بصری څانګه

08 Jan, 16:05


درود وایـم سلام وایـم پرتا رسول الله
قـربان دي له نامه شمه آقا رسو ل الله

یم تږي له مـودو نـورمی دروغواړه جانانه
دټول اُمت رهبره ای پیشوا رسول الله

ستاکلی ستاحــــرم مــي دزړګي کله هیریږې 
درخپل مي کړه پـــه مینه پــه بیابیا رسول الله

سپوږمي ده او که لمـردي دا دحُسن طلب ستاکړي
ښایست کی یی عجبه خـوش نما رسول الله

دزړه دپــرهــرونــو مـي درمـل نشته قربانه
درنځ طبیب مي ته یی ته زما رسول الله

عجم کې زنــدګي سـوه راته ګـرانه دزړه سره
عرب ته مي زړه کیږی غواړم تارسول الله

(عبیده وِصال) دي موړ که په دیدن خپل
مغروق په ګُناتـور یم پـــه ژړا رسول الله


(شاعر عبیـده وِصال)

المحمدی بصری څانګه

08 Jan, 16:04


نوی نسل

په دین او په عصري زدکړو سمبال کړئ نوی نسل
هر یؤ لکه محمود لکه ابدال کړئ نوی نسل

هر فن کي تخصص ورته جلا جلا په کار دی
په هر څه باندي پوه، او باکمال کړئ نوی نسل

په چل او په تمثیل او طنزیې مو ختا نه کړي
محفوظ د مېرڅمن د پټ اشغال کړئ نوی نسل

څلوېښت کاله مو ولېدل چي څه مو تجربه کړه
خوندي د نالوستۍ د  لوی اوبال کړئ نوی نسل

چي زړۀ کي یې کینه، بغض شین نه سي هڅه وکړئ
و مینې،  ورور ولۍ ته هم لېوال کړئ نوی نسل

سخي "سعیدۀ" ساتي خپله  خاورۀ تل ازاده
د سترې  ازادۍ  د زني خال کړئ نوی نسل

سخ ي سعید

المحمدی بصری څانګه

08 Jan, 09:44


زمونږ سره ملګرې شې ګلابونو

المحمدی بصری څانګه

08 Jan, 09:43


دخپل نوم اول تورې انتخاب کړی او جایزه
ترلاسه کړی یاهم خپل بخت وه ازمویی

مونږ هم تعقیب کړی👇
https://t.me/saerashaq
https://t.me/saerashaq


په لیس کې دګډون لپاره رابطه وکړی👇
@mhaamadanasnzor
@mhaamadanasnzor

المحمدی بصری څانګه

08 Jan, 08:09


د دردوڅړیکي مي د زړه له پرهروتاوشوي
بـاوردي وشه زولـنـې مـي لـه رګـوتـاوشوي

د جـنـون دښته کي روان یـمـه تنهـاپـرلاره
اخ زهـرجن اغـزي زماله دواړوپښوتاوشوي

له انتظاره دومـره ستړی یم چي حـدنه لري
نـظرد سترګوخوري غمونه له بڼوتاوشوي

ډیـوې د یاددي بلومه د خپل زړه په وینو
د جـوداۍ کــړۍ زمـالـه اومـیـدوتـاوشوي

پـه شـبګـیـرویـم عـادت سـوي نـا ارامه یمه
خوني یادونه مي د سترګوله خوبوتاوشوي

نقیب الله الـهـام ولـي ځـوانـي دي وه بایلله
پـرځـوانـوهیلودي چمبې د خـزانـوتاوشوي


نقیب الله الهام ولي

المحمدی بصری څانګه

08 Jan, 07:58


ناهېلي ...😥

ڪري شپه مـي ڪړه تیره ستا تصویر سره قربانه
ده درد او څړیـڪُ شور بل ستا دویـــرسـره جانانه

لالیه ستا بیلتون راباندي دومره اثرڪړي
اخ هیڅ مي نه پـریـږدي له خپل مصیر سره جانانه

نه غم ؤ اونه دردؤ ستا په شتون ڪي وزړګیه
بندي یمه داستا دیاد ځنځیر سـره جانانه

دورڪُ پسي ورڪه نادرڪه چیرته لاړي
په ماتو پښــو قدم اخلم شبګیر سره جانانه

ګلابه بند په بد یمه تړلي ستا په غم ڪي
وهم دغم سلګي له خپل بهیر سره جانانه

دا(عبیده وصال ) دي تنها پــري ښودلو چاته
پخوایه ولو شتون دښڪلو میرسره جانانه

{ش عبـیده وصال

المحمدی بصری څانګه

08 Jan, 07:54


پراخې، د لمنې دي پراخ ـ پراخ د سیندونه دي
سیمې د ښکلا لري، دښتې د ګلونه دي

اې وطنه ـ نوم لرې سیال او حریف نه لرې!
کاڼي د یاقوت دي، او له زرو د ډک غرونه دي

دغه خړ پړ کلي دې، څه د سکون غیږ لري!
جوړ له ځانګړتیاؤ بیا ستا واړه، ښارونه دي

نوم لرې تاریخ لرې ویاړ لرې نشان لرې!
یې د ابدالیانو، کور کړي د ننګونه دي

ستاله چینو شات وځي دوا وځي زمزم وځي
بوټي د درمل دي ټول، روح د چنارونه دي

سپینې، واورې تا لره نوره هم ښکلا بښي!
ستادی هر موسم، ښکلی ځانته یې رنګونه دي

ګران یې په مخبت وردګ، تاسره یې مینه ده
زړه کې یې ساتلي ستا ډیر ـ ډیر ارمانونه دي

مخبت وردګ

المحمدی بصری څانګه

08 Jan, 05:37


سپیڅلی جنتي یمه

مـه مِ هیره وه یاره ده تـور لحد بندي یمه
وه یاره زه سـتا هـغه ملګری ده زړګي یمه

تلو چـي به  جـوړه سنګر ته ما وُ تا یوځای
اوس خـو تـه تنها یی زه هم دلته آبدي یمه

کـله او ناکلـه خــو راځـه زمـا مـزار ته تــه
شــکر وباسـه چـي زه سپیـڅلـی جتني یمه

وه که دوعاګاني ماپسي هیڅ خپګان مکوه
زه رب قبول کړی یم د رب څخه راضي یمه

ما تـه انتظار مـکـوه زه خو در تلای نه شمه
ستا له څنګ جدا سومه او تللی له فاني یمه

غم به مِ نو خود یاره پر تاباندي هم زورکوي
زخمِ بشر پروت چي زه ثاقب یار الغازي یمه

✒️شاعر ثاقــب یار الغــازي

المحمدی بصری څانګه

07 Jan, 10:36


ژوند څه دې دردونه دي
او زړه دردو نیولې دی
مینه پکې بل نوم دی
پدې نوم کې مات زړونه دي


یار څه دی خمار څه دی
په زړه باندې پرهار څه دی
تراوسه مې لا هم زړه کې
پراته د چا یادونه دی

ژونده درنه ستړې یم
ډیر دې زورولې یم
بس کړه کنه خیر دی نور
مدام سلګۍ اهونه دی

هجر دې کړم مات یاره
شومه اوس بې تاب یاره
کړمه لیونې ستا غمو
بې خونده مې وختونه دي

ستا عمري یار یمه
له تا ځار په سل وار یمه
مینه څه اسانه نه ده
هم درد هم شبګیرونه دي


عمري کندوزوال~

المحمدی بصری څانګه

06 Jan, 14:40


ده وزیرستان زلمیو ته😭

ده وزیرستان په طرف تللی یاران بیا نه راځي
ملـګــرو مــه ژاړي هــغــه طـالِبان بیا نه راځي

ورتــه دوعــاوي کـــوي خــدای دي مــل شـي
هغه د دین او پاک رسول مینان بیا نه راځي

تر شــهـادت چـي په خندا خندا ور وکوچيدل
خپلي وعدي یه کړي پوره ترجهان بیا نه راځي

الله دي ورکړي په جنت کي انعامونه دوي ته
اخ ده جنت وه ارمانجن فیدایان بیا نه راځي

ده خدای په مینیه ګلرنګي ځواني ځار کړي ګوره
وه فر قرآن باندي ریشتیا عشقان بیا نه راځي

ثاقــب یار الغــازي یه یم ده شفاعت وُمیدوار
زه یــی لیــکـمه تــل یادګـار اتـلان بیا نه راځي

ثاقــب یار الغــازي

المحمدی بصری څانګه

06 Jan, 12:21


تېر یادونه

د سنګر خوږې ترخې نشته لالیه
ها د نیمو شپو سجدې نشته لالیه

تسبیحات تهلیل او ها دشپې ذکرونه
اوس هغه سي ښه کېسې نشته لالیه

څنګ پر څنګ به و روان و اتحاده
اوس د میني زمزمې نشته لالیه

لکه وړونه یوه جونګړه کي مو ژوند و
اوس هغه تېرې مزې نشته لالیه

ای راشد ولي یا دار و یا ذندان و
اوس هغه تودې جذبې نشته لالیه

راشد ولي فراهي

المحمدی بصری څانګه

06 Jan, 09:56


الاپ!

په رنګونو په خیالونو کې ستا رنګ دی
دا چي ایښی دي په حُسن کې لونګ دی

لویه خدایه دغه یو ښُکلی زما کړي
دا له ټولؤ ښایستونو څخه دنګ دی

دا چی غواړم دي په ستورو په هرګل کې
ای رویباره مین زړه درپسي ړنګ دی

دا چي یمه مستغنی له ټول جهانه
ماڅکولی ستا د دید خُماري بنګ دی

دي ښایست ته نو دچا زړګی ګیریږي
ای ذاکرمسجونه هر څوک یي ملنګ دی

م:ذاکرمسجون

المحمدی بصری څانګه

06 Jan, 07:29


لیونې دې کړمه زه د جانان غمه
بس دې پرې مې ژده نورته د جانان غمه

له دردونو سره ژوند کوم لګیاه یم
خوشالې نشته په زړه د جانان غمه

تش آهونه وې اوستا یاد راسره وی
کرۍ شپه کړم شبګیره د جانان غمه

یم ستا هجر په زړګې داغلې یاره
اوښکې ځي پر ګریوانه د جانان غمه

زړه مې مات ټوټه ټوټه لکه هِنداره
جوړ دې زخم پر سینه د جانان غمه

عمري یمه بیمار یمه ښه نه یم
یاد دې تل وې راسره دجانان غمه

#عمري_کندوزوال..

المحمدی بصری څانګه

06 Jan, 05:58


نعت شریف

رڼا یې راوړه تــــــر دنیا
زمـــــوږ د مینې مقتدا
جنتي کیف یې کړ په شور
دا چي ژوند واخيسته ښکلا
درود سلام دې وي مدام
پر ګران نبي خــــیرالآنام
پر مونږ د پاک اللّٰه احسان
چې امـــتیان یو د جانان

اللهﷻ ورکړی ســتر مقام
دی رحــــمتُ الِّلــــعالـمین
صفت یـې شوی په قرآن
یاد په طاها او په یاسین
د ثـقلــــــــینو معــتــبر
دی مُجتبی دی مُــــصطفی

ربه ﷻپه خپل فضل کرم
کړې را نصیب د یار دیدن
یا مې واصل کړې د جانان
تر پاک سپیڅلي ګران وطن
دا مې ارمان دامې ارمان
لپې مې پورته د دعــا

زېـــــــری راوړی فرشتو
له عرش تر فرش او تر سما
چې راغی ګران خـیر البشر
ګران محمد رســــــول اللّٰه
د جهالت شپه سوه ســهار
و خاتۀ لمر د سپین سـبا

فِــــــــــــــــداکَ اَبِي وَ اُمِّي
له تا نبــــــــــــي خیر الورا
الیاس له تا شــــمه لــوګی
ته مو غمخوار یې پر عقبا
یې محترم او مکرم
له دې دنیـــــــا او مافــیها

الیاس

المحمدی بصری څانګه

05 Jan, 16:10


ځوانيمرګ شهيده ياره درپسې مرمه جانانه
کاش چې ته خونن ژوندی واي ائ زما دزړه درمانه

اخ زما د څنګ ملګريه زما ګرانه طالب جانه
په زړګي مې راوريږي هغه ستا ښکلی چشمانه

ســـتا د لاس نښې راپاته ورته ژاړمـــه لاليه
تصويرو ته دې سلګې کړم اوښکې درومي تر ګريوانه

ستاله تلو روسته مې ياره دژوندټولې خوښئ تللي
زندګي مې ده بيخونده اوس تيريږي بی لتانه

عمري ياره دزړه دنيا می ورانه په يو چاپسې
خوژ اشنا مې له څنګ تللی وړی کوم ظالم خزانه

عمري کندوزوال,

المحمدی بصری څانګه

05 Jan, 12:24


نظم ـ کاروان
ـــــــــــــ

روان دی روان دی روان دی کاروان
نړۍ حیران ګوري عیان دی کاروان
دفاع او ساتنه کوي له ملت
محکم منظم دی او ځوان دی کاروان

تیارو ته دی لمر ترږمو ته رڼا
هدف ارتقاء ده هدف دی بریا
له نفس سره جنګ دی په زور ده تقوا
شیطان به ګواښي ده ایمان سپیڅلتیا
چمتو دی چمتو دی لښکر ده غزا
ولاړ ښه په ډاډ او په توان دی کاروان

بیرغ ده اسلام او بیرغ ده توحید
رپیږي په وینو زموږ د شهید
چې بیا به یرغل شي دا خیال دی بعید
چې څوک ساتي خاوره دي وړ ده تمجید
دا ټول اتلان دي ده هر چا له دید
ملت ته منلی پرې ګران دی کاروان

لري په وړتیا او په ځان اعتماد
چې کړی هر چا وي شل کاله جهاد
هغه دي د دغې نظام له بنیاد
بچي دي بچي دي د دغې هیواد
دي شمار له لښکرو د ستر استشهاد
په سترو هستیو ودان دی کاروان

قانون دی شرعي ـ دی نظام اسلامي
احکام الهي دي احکام قرآني
همدا د دنیا او عقبا دي ناجي
همدلته د وي شریعت تل جاري
مخبت هم پرې ځان او هم نور پوهوي
دی پاک په دې درست لوی جهان دی کاروان

مخبت وردګ

المحمدی بصری څانګه

04 Jan, 23:25


پوره مي شو ده څو کالو ارمان زه درنه ځم..
استاذه راکړه لاس ده خداي پامان زه درنه ځم..

بیا خداي خبر چي وبه ملاقات شی ځمه لیري..
دوعاوي به کوي راته محبوب استاذه ډیري..
تنها رانه پاتیږي وخ قربان زه درنه ځم..

باور وکه په خداي که مي یودم وتي له چم یی..
منم چي مهربان یی او منم چي محترم یی..
سپارم دی پر الله رب المنان زه درنه ځم

قیمت لري بیحده لکه رڼي ملغلري..
قسم که رانه هیری شي دا ستا ده خولي خبري..
دستار تړم په مینه یم روان زه درځم..

له هر لمانځه نه وروسته دي دوعا وو کي رانغاړم..
سر لوړي او ممتاز دي له پاک ربه څخه غواړم..
پګړي مي په سر ږدي اوس استاذان زه درنه ځم

سم دم لکه باران می پر زړګی باندی را اوری..
ده حیدری جانان ده غزل توری په زړه پوری.
وو زړه مي ستا په دید باندي ودان زه درنه ځم


مولوي حیدري جانان

المحمدی بصری څانګه

04 Jan, 12:34


ماته آینه د درد کیسه ناست انتظار چا پسې
له مودو ورک دې نادرک خفه دې یار چا پسې

درد دبیلتون بل ستا نشتون اوبل مې زړه پرهر
وړې سلګې کړې لیونې زړه مې بیمار چا پسې

سر په زنګون و بې سکون دچا له غمه یو څوک
یو څوک وناست تنها د غره په لویه لار چا پسې

بس یو تصویر کړم ورته ویر شپه په ژړا تیروم
بس یو تصویر کړمه بې حده ناقرار چا پسې

ستا عمري شو بې اسرې ستړې له دې زندګۍ
د ځوانۍ ژوند یې کړلو تیر په سور انګار چا پسې

عمري کندوزوال....

المحمدی بصری څانګه

04 Jan, 10:28


څښتنه نور یې مکړې ړنګ دغه راغلی نظام
په څیرو څیرو ګریوانو مو دی ګنډلی نظام

غسل مو ورکړلو د خپل وجود په پاکو وینو
مینې پاللی مـونـږ پـه وینو لمبولی نظام

د استقلال لمر یې پر هسکو غرونو بیا ختلی
نور یې بدرنګ مه کړې جګړو کې، نازولی نظام

نورې دي ګل سې په بارودو سوځېدلې غوټۍ
سپرلیه راسه په ګلونو چي سي ښکلی نظام

له تورو شپو نــه مو اغزیو کې رڼا ته راووړ
راته ودان لره باداره دا سپېڅلی نظام

د هجرت شپه وه ایوبي الهامه بل هیواد کې
د امــن ســاه ته تــروږمۍ کې رسېدلی نظام

ایوبي الهام

المحمدی بصری څانګه

04 Jan, 09:15


( هیواد ځلا کوي )

په سپینو واورو پټ دی بیا هیواد ځلا کوي
باران دي پرې وریژي دی ازاد ځلا کوي

ډیر خوندکوي داغرونه پټ په واورو کي سنګار دي
چي روح مو پرې تازه دي دی اباد ځلا کوي

دا دنګ دنګ چنارونه او نشتر نشتر ګلونه
کابل مو په سیالي باندي دی ښاد ځلا کوي

چي سپین بیرغ رپان سو پر پامیر او پر سورغر
ځلېږي سلامي ته یې هر یاد ځلا کوي

راشد ولي وطن مو ښایسته ښکاري له ورایه
په ټولو ملغلرو کي فراد ځلا کوي

راشد ولي فراهي

المحمدی بصری څانګه

03 Jan, 15:58


نعت شریفﷺ

سترګي مې د یار د تورو سترګو په دید تورې کړې
خدایهﷻ د دیدن رانجه يې زما په سترګو پورې کړې

ربه ﷻلکه تږی ارغوان تندي اخیـــستی یم
یوځل د وصال وریځې دېخواته سمسورې کړې

دا چي یې د عشــق زمزمې کومه پاک اللهﷻ
دغه زمزمي مي په څوچنده نورې نورې کړې

لپو کې مې خدایه د خپل زړه ارمان نیولی دی
ربهﷻ ته د خپل فضل خواره ور باندې سیورې کړې

څه به وي څښتنه د الیاس د انشاء لیک تورې
ته یې د حبیب په روی ښائسته د انشاء توري کړې

الیاس

المحمدی بصری څانګه

01 Jan, 04:35


ګران او سپېڅلي رهبر عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبة الله حفظ الله ته


ته د ښایست او د ښکلا نمونه
ته د اخلاقو او تقـــــــوا نمونه
درنه قربان د زړو تسکینه مشره
سلام امیــــــرالمؤمنینه مشره

ته یو اتل یو ننګیالی یې ګله
ته مېړنی او توریالی یې ګله
ته د غیرت او شجاعت منار یی
ای مجاهــــده نازنینه مشره

ته د رحمت سیوری مؤمِنو باندې
یــــې په تمامو مسلمینو باندې
ته د خوږې مینې وفا سمندر
د عدل لمره تکه سپینه مشره

ستا د هر امر تابعدار یو مونږه
درته لبیــک وایو تیار یو مونږه
ستا اطاعت کړو هرفرمان دې منو
زمونږ رهبره ګلورینه مــــــشره

ته د سپېڅلي امارت امیر یې
هم د دې ټول مسلم امت امیر یې
د ډېر عزت او لوړ مقام خاوند یې
زارېږې تل له ښکلي دینه مشره

پلار د شهید عبدالرحمان فدایي
یې د تنکي ګلالي ځوان فدایي
وایم عاجزملنګ تا کړه نذرانه
دین ته د زړه ټوټه شېرینه مشره

#عاجز_ملنګ_شاعر

المحمدی بصری څانګه

01 Jan, 04:35


نصوحا توبه

رب ته تسلیم شه د شیطان پرېږده عادت زلمیه
په ځان کــې راولـه تقــوا او دیــــانت زلمیه

د پاک رسول او اصحبانو په پله کېــــــږده قدم
دَه ښکلـــې لار اهلِ سنت والجـــــماعت زلمیه

په قرآني نسخه علاج د مرضونو وکړه
وژغـوره ځان له ذلالــــت او ضلالــــت زلمیه

هره خبره کې صادق لکه صدیق اوسېږه
بل چلــــــوه د ګران عمر صیب عــدالت زلمیه

لکه عثمان د دیــــن په لار کې خیراتونه ورکړه
او د علـــــــــي غوندي پیدا کړه شجاعت زلمیه

په ګناهونـــــــــو استغفار کړه نصوحا توبه کړه
غواړه د خپلو تېروتنو مــــــــغفرت زلمیه

فاني دنیا ده او مرګی د سترګو رپ کې راځي
عاجزملنګه جــــوړ کړه اوس خپل اخرت زلمیه

#عاجز_ملنګ_شاعر

المحمدی بصری څانګه

01 Jan, 02:59


مدرسې

د الفت مینې چینې دي مدرسې
د علومو باغیچې دي مدرسې

راته پاته له حضور نه په میراث دي
بس په شانې د صفې دي مدرسې

اخلاقي او عملي ژوند پکې پروت دی
مشالونه دي ډیوې دي مدرسې

په نیستۍ کې د خپل وخت اتلان پالي
شاته ډال د معرکې دي مدرسې

امامان یې ډالۍ کړي دي امت ته
انسانیت ته آینې دي مدرسې

د خالد تسل په ژوند کې بدلون راوست
ملتونو ته تحفې دي مدرسې

خالد تسل

المحمدی بصری څانګه

01 Jan, 02:58


بس ده نور پرېږده لا تر څو به کړې ګُنا انسانه
مرګ را روان دی درنه وړي به آخر سا انسانه

که غواړې لاړ شې په سپین مخ د ذالجلال حضور ته
و پوښه ځان دي په جامو کي د تقوا انسانه

دوې ورځي ژوند دی ښه په مینه محبت یه تیرکا
مکړه غرور کبر لویئ ظلم په چا انسانه

پام چي تابع نشې د نفس او د شیطان د امر
بیا به زلیل خوار شرمنده یې په عقبا انسانه

ګوره عابد زاهد مخلص او پرېزګاره اوسه
وایه همېش د رب څښتن حمد او ثنا انسانه

که عملي کړې د هنر د قلم ښکلي کرشئ
خامخا رسې به منزل ته د بریا انسانه

هنرافغان

المحمدی بصری څانګه

01 Jan, 02:58


غزل

چـې دوښـــــمن مو دتاريخ فرهنګ هنر ده
مـــسلـــــــکي که د ســنـــــګر که د دفتر ده

خداي دې واخلي زموږ له سره دغه دواړه
پـــــه فـساد بــــــاندې ککړ او که شرر ده

چې د مينې په نوم تور داغ وي مخلوقه
نـادان نــــــه دۍ د څـــــلورو پښو خر ده

ډيـــر پـه ډلو ډلو خـــلک شته دنـــيا کې
خـــو د ګوتو پـه شـمار يو يو کې بهتر ده

هـــدايت دې اول ماته وکړي پاک رب
دا پــه څــــــه رنګه کارو باندې مو سر ده

هم يې روح او هم يې ځان او هم يې زړه ده
فرق يې نـــشــــــته که د لر او که د بر ده

سـې په دين بــــاندې مين وي هغه ژڼى
د وحــــــــدت الله ابــــــــــــوحـمزه دلبر ده

وحدت الله ابوحمزه

المحمدی بصری څانګه

31 Dec, 11:31


د شهید یار ټوک ټوک بشر د سړی څنګه هیر شی
ها پـه مـرمـو غلبیل ځیګر د سـړی څنګه هیر شی

امـیـر شهید طالب شهید دی سـنګر هـم شهید دی
ارمـان ارمـان شهید ټبر د سړی څنګه هیر شی

بنسټ یې کیښود د تاریخ په هسکه غاړه ولاړو
هغه مـرحـوم مـلاعـمر د سړی څنګه هیر شی

په سـرو لمبو کې لولپه مـؤمن وجـود قربان شو
اخترمحمد منصور پرهر د سړی څنګه هیر شی

د قـربـانـیـو لـه درشـلـه څـه ځـلانـده لـمـر وو
جلال الدین حقاني غر د سړی څنګه هیر شی

ده تـورو غـرو هغه اتـل هغه زمـری د میـدان
ملا دادالله غوندې رهبر د سړی څنګه هیر شی

نـقـیب الله الـهـام ولـي دایـه راپـاتـه یـادګـار
په امارت کې مې دلبر د سړی څنګه هیر شی

نقیب الله الهام ولي

المحمدی بصری څانګه

30 Dec, 16:57


د هیلو ګل

دا سې زړونو کې تل پاته یو اتل سه
د اولس او دې وطن د هیلو ګل سه

خوشبي چې دې له واره هر څوک حِس کړي
ارغوان سه او غاټول او هم سنځل سه

د بلها ارمانو هیلي در په غاړه
ځه بادار دې په هر کار درسره مل سه

د وطن او دین په مینه کې سرمسته
د لښکرو قافلې دې تر منزل سه

ایوبي الهام دی لاس په دعا وا یي
بختور دي : دې وطن لره هر پل سه

ایوبي الهام

المحمدی بصری څانګه

30 Dec, 15:56


جنت پر سر دمځکي

راشوه کړه خپل رحمت پر سر دمځکي
خدایه; ډیر کړه محبت پر سر دمځکي

دمورکۍ دقدم خاوره مي مُچو کړه
دادی ښکول مي کړی جنت پرسردمځکي

که راحت دې وې پکار درمځکي لاندي
نو پر ځان تېر کړه زحمت پر سر دمځکي

پرون نور وه نن یو موږ سبابه  نور وې
دهر چا دی خپل نوبت پر سر دمځکي

که یې موږ په قدر پوه سو ;شاکریاره
ژوند تر هرڅه لوی نعمت پر سر دمځکي

عبدالواسع شاکریار

المحمدی بصری څانګه

30 Dec, 11:33


عـشق یـې اعـلادی مینه یـې سـتـره
رســول الله ﷺدی مینه یـې سـتـره

هـم اولـیـن دی هـم آخــیــریــن دی
ګـران پـرالله دی مـیـنـه یـې سـتـره

رڼــایــه راوړل تــیــاره جـهـان تـه
ښکلا ښکلا دی مینه یـې سـتـره

زاردي لـه نــوم شـم ای محمدهﷺ
زړوتـه شِفاءدی مـینه یـې سـتـره

څـومره حسین یې ده رب محبوبه
حُـسـن نـوستادی مینه یې سـتـره

الـهـام ولـي دي ده دیـــدارتـــــږی
مــیـن پـرتـادی مـیـنـه یـې سـتـره


نقیب الله الهام ولي

المحمدی بصری څانګه

30 Dec, 05:39


غزل

ناوخته کیږي څنګ ته مې راشه
زړه مې خوږیږي څنګ ته مې راشه

بیلتون ناسور شو له زغمه وؤت
درد مې زیاتیږي څنګ ته مې راشه

دی بې باوره ژوند مختصر دی
مرګ رالنډیږي څنګ ته مې راشه

درته قسم خورم زما دا خوار ژوند
په اور تیریږي څنګ ته مې راشه

له زغم او صبر خبره وتې
خلک پوهیږي څنګ ته مې راشه

دیدن مزه کړي ملاقات خوند کړي
باران وریږي څنګ ته مې راشه

د زړګي درد مې هیڅ نه کمیږي
کلونه کیږي څنګ ته مې راشه

ویښته مې سپین شول وجود ناتوان شو
ځواني ختمیږي څنګ ته مې راشه

یو ځلې راشه لنډ دیدن راکړه
څه د کمیږي څنګ ته مې راشه

راوله ځان سره مخبت وردګ هم
ډیر مې یادیږي څنګ ته مې راشه

مخبت وردګ

المحمدی بصری څانګه

29 Dec, 16:59


یاره جدایې دې په زړګي باندې زخمي کړمه
تللی یې په کومه خوا
زه خویی زړه توری له دې ټولې زندګي کړمه
تللی په کومه خوا

یاره ستابیلتون کې بیخي ډیرزه دردیدلی یم
زړه دردواخیستی ده دردونوټول نیولی یم
زړه مې نوربې صبره شودستاددیدن تګی یم
ستابیلتون اخته ګوره دزړه په ناروغي کړمه
تللی یی په کومه خوا

ستاجدایی یاره زه دزړه په رانځ اخته کړمه
زړه مې شومات مات زه دې په زړه زره زره کړمه
ولی دې تنهاپریښودم ولی دې دوکه کړمه
زه دې بې دیدن ګوره په مازدیګري کړمه
تللی یې په کومه خوا

شپه په شب ګیرتیره شي او ورځ په انتظار
هروخت کې زه څارمه دستاددیدن لار
لمرپه ډوبې دوشي شي غمونه په زړه بار
ډیرشمه ناهیلی ځان ته سوال آن ده مرګي کړمه
تللی یی په کومه خوا

بې له تازماپه دې دنیاکې سخت ګزران دی
زمادزړګي کورخویاره تاباندې ودان دی
ته چې نه یی بیامې دزړګي کورګی نو وران دی
ستاپه نوم مطیع الله دخپل زړه تسلي کړمه
تللی په کومه خوا
ــــــــــــــــــــــــــــــ
طالب العلم مطیع الله حازِم

المحمدی بصری څانګه

29 Dec, 16:23


نعت شریف

کله به کمې او را لنډې فاصلې شي خدایه!
کله به مات قدم روضې ته ور نیږدې شي خدایه!

کله به زه ملنګ ستا در ته د درتلو لایق شم
کله به زما پر زړه خورې خوږې وږمې شي خدایه!

کله به وینم شنه روضه د یار ګنبده الله
کله به دا منظر کې اوښکې میلمنې شي خدایه!

کله به راشي نوم زما د حجاز خوږ سفر کې
کله به لاړ شم چې روانې قافلې شي خدایه!

کله به ووینم د یار د چم کوڅې او خاورې
کله به زړه د حرمینو د سجدې شي خدایه!

کله به وشي چې زمزم څکم او طواف کومه
کله به خوار خالد تسل د دې صحنې شي خدایه!

خالد تسل

المحمدی بصری څانګه

29 Dec, 15:34


نور مې خوشې کړه ګرېوانه
نور مې مه اخله ازاره
د زړه درده زوروره
نور مې پرېږده پر قراره

بیا ده درد څړيکو زړګیه
ده زړه هر یَو رګ نېولئ
څاڅکې څاڅکې وینې څاڅي
زړه   ده غـم ارو رېـبـلئ
توان یې ختم دئ مړ کیږي
درد ایستلئ دی له کاره

ستا دهجر درانه غشي
مې د زړه  په سر وتلي
ستا د هجر په دردو کې
مي هرڅه پر ځان منلي
د غمونو زنده ګې ده
په غمونو کې حصاره

ځواک دصبر مې تمام شو
غم دې سخت دئ محترمه
نور یې نه شمه زغملئ
نا قرار یم یاره مرمه
جدایي دې راته اور شوه
زه یې سوځم په انګاره

پوره نشوې درته مات یم
تــه مې وبښه ارمانه
په لټون دې یم وتلئ
رانه ورک یې زما جانانه
تل دي څار قسیم بدري کړم
درته یمه انتظاره
قسیم بدري

المحمدی بصری څانګه

29 Dec, 15:33


چې راډڼډې کړې مړې اوښکې په لیموکې
سر دې کېږدې لا یزال ته په سجدو کې
دواړې لپې چې کچکول کړې دوعا غواړې
نه ردکيږي دې  دوعا په نیمو شپو کې

تقاضا چې دسرکشه نفس کړې ماته
کلیمه د استغفار کړې په خوله زیاته
چې لړزاندې لپې ونیسې خالق ته
دعصیان عفوه ترې غواړې په سلګو کې

یم خِجل درته ولاړ پروردیګاره
عفوه وکړه راته یم ډېر ګنهګاره
یم راغلی ننواتی سر مې ښکته
نیک عمل راسره نشته یم سوچو کې

ته دخپل حبیب په روی مې کړه معافه
ربه زړه مې له ګنا کړه را شفافه
په صراطِ مستقیم مې برابر کړه
چې ګیر نشم دشیطان په وسوسو کې

زه که هرڅومره عاصي یم خطاکار یم
ستا د رحم پاکه ربه  امید وار یم
مغغرت وکړه قسیم بدري ته ربه ﷻ
ده ککړه یې ماضي په ګناهوکې
قسیم بدري

المحمدی بصری څانګه

29 Dec, 14:23


مفتي نور ولي ابومنصور عاصم

د وخت سلــــطان صلاح الدینه مشره
د وخــــــــــت آتله رڪن الدینه مشره

اللهﷻ دي درڪــــــړي ډیر طول عمر
رب دي راســـــاته زموږ حسینه مشره

مفتـــــي صاحب ابو منصور عاصمــه
عصري یوســـــف بن تاشفـــینه مشره

ته خپل د عصـــــر يې محمود غزنوي
زلــــــــمي دي زي تــــر اباسینه مشره

تڪــــرار د مــــــرګ د مسافرو شروع
آتل عمـــــــیر او حامـــــي دینه مشره

تحـــــریڪِ طالــــبان غیرت پر اسلام
ته یې د غــــــــرو لڪه شاهینه مشره

ته قتــــیـــــــــبه بن مســـــلم یادیږي
دین دی اسلام وړي بیا ترچینه مشره

دا ستا لښـــــــــڪر د تروږمۍ مسافر
زموږ د ټوپڪ زمـــــــوږ دربینه مشره

نصـــــــــرت آغا د هـــر غیرت ژباړمه
ای جهادپــــــــــاله او آمــــــینه مشره

نصرت آغا طالب

المحمدی بصری څانګه

29 Dec, 14:21


اوس دې خدمـت کـومه تا جـوړوم وطـــنه
ستا دښتی غـرونه به زه سینګـاروم وطـــنه
اوس شکرشکر امن شولو خپلواک موهیواد
د خــدای په مرســته به دې آبادوم وطــــنه

ورک دې شی ستادوښمنان چې داباد نه غواړي
رب دي نسکور کړي درته چې دې ازادنه غواړي
ڪــه خدای کول په جــهان دی ځلوم وطنه

د شل کلنې جګړی ټپــــي ټـپــــي هیـــواده
ډیر کړیدلـــې یې ته زخمی زخمی هیــواده
پرهــر پرهــر ټپ به دې درمـــــلوم وطــــنه

اولس په امن دی اوس ده هره خوا جنتی
وطن جنت جنت دی هم یی ښکلا جنتی
عـــمري تل دې شـــعرو کې یادوم وطــنه

#عمري کندوزوال~

المحمدی بصری څانګه

29 Dec, 06:57


غزل

عشقه خبر یې تا له ځان سره عمر وړی دی
دل ازارې کې دې له هر څه نه نمبر وړی دی

عشقه ستاینه لتا وکړم که توهین دي وکړم
عشقه له ځان سره تاهم دغیرت غر وړی دی

عشقه منصور ته دي ورکړه د دار پر سرغاړه
عشقه منصور ټوټه ټوټه وجود پرهر وړی دی

عشقه تا څه کړو ها اتل د زماني داد الله
عشقه له موږ نه دي جدا کړو تارهبر وړی دی

عشقه جلال الدین حقانی بدرالدین څه شولُ
عشقه ژوندی رانه ورکړو چا یاسر وړی دی

عشقه یوازې انتــــظار ته دي زهیر ولاړ یم
عشقه عــــــــمریار  دي هرکله نظر وړی دی

  م عمریار مُلا

المحمدی بصری څانګه

29 Dec, 06:49


تـه خبـر یی اوکـنه یی بـُت شـکنه
اي ملنګه قلـندره ملاعــمره

ستا ارمان او ستا بنیاد نن سر اوچت دی
مبارک دی شه اتله اورهبـره

دنړي پاچاهان ټول درته حیران ول
زندګی دی کړه له تیره ښه په نره

چي راغلي په غرور وه شرمینده شوه
ووس مو خپل دی ګران هیواد اوخپل ټغره

ستا قدم اوستا مصیر به موږ پری نه ږدو
هیره وو به کله ستا نره خبره

ووس ده امن ارام ساه اُلس نیولي
اتّفاق اواتّحاد کړو یو په سله

ستا کباب کباب ووجود به موږ هیر نه کړو
ملا اختـر محمد منصوره دزړه سره

پـه نـړی مو پاچاهـی ته اراده ده
إن شاء الله ستا ارمان به کړو ترسره

دتاریخ پر پانړه رسم به ستانوم کړم
اي شهید رهبر اتل استاذ یاسره

ارمانو نه دی پوره اوسپړیدلی
بنسټګر شعید ملا دادالله رهبره

عبیده به دقلم په څوکه لیکم
کارنامی مو دتاریخ په خوا اکثره

عبیده هم دا دعا له خدایه غواړم
چی اوبه شی دجانان په حوز کوثره

المحمدی بصری څانګه

29 Dec, 06:48


له پامیـــره تـر سپــین غــره
ووس ده امن ساه خوره ده
اِمامت دطالب جان دي
هـره دښته زرغــونه ده

دټوپک شپیلی شوه ټیـټه
ووس قلم ته ضرورت دی
إن شاء الله نـورجــوړیږی
که مکتب کـه مـدرسـه ده

اِتّــــفاق اواِتّـــــحاد ســي
افــغانانــو ټـــوله راســـي
سره یـو مـو کړي لاسونـه
یوڅه کـیږی بـی څه نه ده

ریــواج نـــــه منــو دکُفــر
عقـیــده مـــو اسلامـي ده
په ایمان باندی سمبال یـو
جـهادپاله مــو جـــزبـه ده

قشتِپه بـــه پــه سر رسي
سالنګونـه بـه جــوړیـــږي
دســره زرو راتــه جـــوړه
دهیــــــواد هــــره دره ده

دتاریــخ پــر پانـړه رسـم
زمــوږ هـــره کارنامـه ده
پـه اِسلام ټول مُلبس یـو
غُــلامي نــه مــو توبـه ده

کـــور دګران ملاعــــمردی
په جهاد بانــدی زیــور دی
دمنـصــور دزړه ارمانــــــه
نــن دی ولـــړه حوصله ده

عـبیـده به نــــور پاڅـیږي
دوطـــن پــه صفت ویاړي
شاعـري کی یی شک نشته
شاعـریـــــی عجیــــــبه ده


شاعر  طالب عبیده درمان

المحمدی بصری څانګه

04 Dec, 01:17


زمونږ لیس کې یوازې نعت خوانان او شاعران
اچه وو نور ملګرې مزاحمت مه کوی
او ممبر باید تر 500کم نه وې

لیس کې دګډون لپاره دلته رابطه وکړې👇👇👇
@jdjfjfjjjfjjkdodooo

المحمدی بصری څانګه

03 Dec, 14:18


غمجني ټپې

دهجردښته کی تنهایم
لکه ویشتلی مرغه داسی تګ کومه

داسی می حال دلیونودی
لکه ماشوم پرسرمی خاوری بادومه

جانانه تم شه رانه مځه
زه دي قسم دی که دهجرتاب لرمه

حال مي قرار قراربدلیږې
وجودمي ریږدي اخلم ړنګ ړنګ قدمونه

ګلاب ځواني مي نیمه خواشوه
ډیره ګیله له خپل نصيبه څه کومه

جانانه راسه که می ګوری
قبرکی پروت یم پرما خاوری اړوینه

دزړګي درده څه بلا یي
راڅخه هیردي کړه دژوندټوله خوندونه

چی په کلو پیاده مزل کړم
دچاکاته می په یودم هوساکوینه

چی مخ ته درشم راته ګوره
ستاپه کاته می زړه دوعاراته کوینه

هیلي مي بادوړي دي خدایه
هسي برباده زندګي پراوږو وړمه

بیلتون دي ندی سم قیامت دۍ
داټوله شپه درته په ویښه تیره ومه

سترګي مي سري له بنګوندي
دچا یادوله سترګو وړي دي خوبونه

پرپلودي بیاراغلم لالیه
بي صبره زړه مي ستاپرپلونوصبره ومه

دغم له زوره ناخبروم
نه وم خبرچي ټوله ژوندبرباده وینه

پرارمانومي خزان راغی
ناترسه یاره لکه پاڼه رالویدمه

لکه هنداره زړه مي داسي
هره زره یه په ژړا راټوله ومه

لکه یقوب درپسې مات شوم
ورکه یوسفه تابه کله هیره ومه

په لمرلویدوکي راپیادشوې
تر،راختودي یادته غلۍ ژړیدمه

مامهاجرته ګیله راشې
لالیه ولي دي یوازي پري ښوذمه

زمامهاجرخوږه لالیه
په بیلتانه دي لکه شمه ولي سومه

مهاجرهروي

المحمدی بصری څانګه

03 Dec, 10:25


فاضلانو ته ډالۍ

ستــــر مسولیت مو شو فه عاړه فاضلانو
د دین ښیسته ګلانو دستار مو مبارک شه
ســومـره حـسیـن ښکارۍ حسینو طالبانو
د دین ښیسته ګلانو دستار مو مبارک شه

بـــــــــــدل یــــــــــــی درکـــړو په دنیا کې
اجـــــــر یـــــــی هــــــــم شته په عقبا کې
د پــــــاک نـــــبــــي د پـــاکې لاری وارثانو
د دین ښیسته ګلانو دستار مو مبارک شه

پــــــــه ځـــــــان دی تـــــیر کړل تکلیفونه
د خــــــــــدای لــــــــپـــــــــــاره زیخمتونه
درتــــه ســـپـــارلی موسلیت دی استادانو
د دین ښیسته ګلانو دستار مو مبارک شه

عــــــــلــــــــم خـــــــو لـــــوی فضيلت دی
د پـــــــاک الله عــــــظـــــــیـــم رحمت دی
قــــــــدر یــــــی وکــــړی قــدرمنو علمانو
د دین ښیسته ګلانو دستار مو مبارک شه

اللهﷻ درکــــــــړی اوچـــــــــت شـــان دی
درپــــــــســـــــی ټـــــــول مــــلت روان دی
خــــدمــــت یی وکړی ای د علم خاوندانو
د دین ښیسته ګلانو دستار مو مبارک شه

مـــــنــــهـــــاج الله زهــــیـــر تــه ګران یي
داســـــې ښـــــیــــســــتــــه لــکه ګلان یي
اللهﷻ مـــو مـــــل شـــه ای د علم رڼاګانو
د دین ښیسته ګلانو دستار مو مبارک شه

منهاج الله زهیر

المحمدی بصری څانګه

02 Dec, 18:05


غزل

ډک زړه له ارمانونه' درنه وړم زه درنه ځم
بې تا نور دا باقي ژوند! تیروم زه درنه ځم

دا ته دا د هر څه! زه په ډک زړه' دا دي روان یم
نور دا د یارۍ بار په ځمکه! ږدم زه درنه ځم

چې ته یې له ما ښه بولې! او ته ورسره خوښ یې!
بس تا هم هغو خلکو' ته پریږدم زه درنه ځم

ده ستا په دې کارو' په سترګو نه خو په زړه ژاړم
د سترکو اوښکې' زړه ته تویوم زه درنه ځم

وروستۍ غاړه! د راکړه د ورستي ځلې' لپاره
مخبته! تا په خدای' باندې سپارم زه درنه ځم

مخبت وردګ

المحمدی بصری څانګه

02 Dec, 06:07


نبوی نعت شریف

دزړونو جانان  حبیبه
زمونږ نوري چشمان حبیبه
ته یی لکه څرک دصبا
نور دټول جهان حبیبه
پاک الله ستایلي يی ته
پاک الله ته ګران  حبیبه

بیلګه دښکلا دې نشته
سیال دنور رڼا دې نشته
وه غوښتلي رب وه ځانته
په معراج قربان  حبیبه

ستا له صحابه وو قربان
هم دي له عمر او عثمان
علی حیدر ځار له تا وو
ابوبکـــر ګران حبیبه؟

ټول سو جهالت شوه رڼا
ستا په راتګ ځمګه سما
درود دي وې دومره په تا
دځمکې په شان  حبیبه

عمریار مُلا انتظار
ستا دشفاعت اُمیدوار
په ورځ دمحشر دي غواړم
په هغه میدان   حبیبه

   عمـــــریار مُلا

المحمدی بصری څانګه

02 Dec, 03:54


مـدد مـدد يا فلسطـين الأبية مدد
اليوم يوم المدد واليوم يوم الجهاد

يوم انتـصـار القضية يا قضية بلد
فيها من العز ما يكـفي لكل البلاد

جارت عليها الأعادي و الزمان استبد
و عـابها الجار و الصاحب تركـهـا تباد

يا وعد بلفور منت اخر ولا اول وَعَد
تعطي وتاخذ على الدنيا حقوق العباد

قـبـلك و بـعـدك وعود بيومها تعتمد
و يعيق تنفيذها بطش الرجال الشداد

الشـعب ثـوار ، و الدولة قيادي أسد
والحرية حرب ضد الظلم والإضطهاد

و الناس للناس و الدنيا م دامت لحد
و الأخ لاخـوه حتـى لو يصبّح رماد

ومن تراخى جبان و من جلس او قعد
ملعون واللي وقف موقف على الإنحياد

العـالم الـغربي اليوم اجـتمع و اتحد
ضدي وضدك جيوشه جات مثل الجراد

وليش مدري ومدري ليش؟ قل:﴿ما يود﴾
و خلّ عنك الغباء و ابعد عن الإجتهاد

الموقف اليوم موقف شعبنا ذي صمد
يا الله عليك الركن والعون والاعتماد

سواك محد معانا و انت واحد أحد
و ما لغيرك سجدنا يا الكريم الجواد


الشاعر ابو محمد آغا

المحمدی بصری څانګه

02 Dec, 03:54


*نعت شریف*

ســـــــتا له نوره مستـــــفید شول عالمونه
ستا په مینه بانـــــدې پایي زمونږ زړونه

لمرسپوږمۍ ستا د ښکلا په وړاندي هيڅ دي
هـــم ښـــکلا په تا نازېـــږي او ګلابونه

تــــه سیــــــد الانـبـیاء یي ګـــران رسوله
په تا نــازل دې دقـــــران ټول ایاتـــــونه

ته بشــیر یــي ته نـــظـــــیر مقـــــرب یي
هم خوږه ترشــــــات شکرو ستا لفظونه

ته نبـــي خیــــــــــــرالــورا یي مُحـــَمَّـــده
ستا پــــر پلــــــــه باندي روان دي قدمونه

دواړي شونډي سره ښکل دا ستا په نوم کړم
تــل پـــر تــــا وایــــــم جـــــانانه درودونه

بخـتور به شـــمه زه نصــــــرت آغـــــا نــو
رانصیــــــب کړه نور د سپیـن مخ دیدنونه

نصرت آغا طالب

المحمدی بصری څانګه

01 Dec, 11:07


بېمار دی زړه مې

زړه مې رنځور دی او بېمار دی زړه مې
زخمي زخمي دی او پـرهار دی زړه مې

غـــمـــو کــې ګــیـر دی او غمو خوړالې
ډیــر سـتـړی ستړی ناقرار دی زړه مې

زمـــــا د ســـټــــړې ذنـــدګـي داستانه
تا نه په خوف تا نه په ډار دی زړه مې

زه دی تـــنـــهــــا کــــړمــــه ملـنګه یاره
هـــجـــر خوړالی دی په دار دی زړه مې

یــــــاره دا ســـتـا په یو خبره مات شو
دانــــه دانــــــه لــــکـــه انار دی زړه مې

درد کـــــوي تــــا پــســې خوږیږي ګرانه
وصــال دې غواړي په انګار دی زړه مې

*منـهـاج الله زهــــیـــر* ته ګران یې اشنا
تـــا نـه قربان دی تا نه ځار دی زړه مې

            منهاج الله زهیر

المحمدی بصری څانګه

01 Dec, 10:09


راستنیږې کله !

ارمان مي یو په یومړکیږي !راستنیږې کله
ژوندمي په تاپسي ورانیږي !راستیږې کله

داستا دتلو ورسته مي هیڅ ښه ورځ لیدلي نده
ورځ مي تربلي خرابیږي !راستنیږې کله

دبیلتانه غشي خوړلی زړه به کله جوړشي
زړه مي قرارقرارخوږیږي !راستنیږې کله

غم سره نه کیږي لالیه لیونۍ به شمه
حال مي بدل دۍ اوبدلیږي !راستنیږې کله

نن مي دهیلو جنازه وه انتظارمي کړله
هیلي ترخاورو لاندي کبږي !راستنیږې کله

دسترګوخوب دي رانه وړۍ زره خوب نراځي
څه وکړم سترګي نه پټیږي !راستنیږې کله

زه مهاجردي دفکرونوټال کي داسي ځانګم
لاره اوږده نده اږدیږي !راستنیږې کله

مهاجرهروي

المحمدی بصری څانګه

30 Nov, 17:04


خبري کوم !

لیونۍ نه یم له یادو !سره خبري کوم
جانانه ستاله تصویرو !سره خبري کوم

څه قتل سوي دي اوڅه یه سوه پرنیمه پاته
له پاته سوو ارمانوو !سره خبري کوم

اوښکي تم نشوي ترګریوانه یه کړي لاري جوړې
باڼه یه مات کړه له بڼو !سره خبري کوم

درد مي له زغم وتلۍ دردسره مي ورانه کړله
دزخمي زړه له پرهرو !سره خبري کوم

نه په زاریوګیرشوي اونه په تأویزدملا
وران شوي ندي ستاله پلو !سره خبري کوم

چي مهاجرته دي یادګاریوه تسبیح پري ښوده
قراریي شمارم له تسبو !سره خبري کوم

مهاجرهروي

المحمدی بصری څانګه

30 Nov, 12:00


مُـلاهـیـواده

.................................................
سیال به دي نه وي پرنړۍ إن شاء الله هیواده
چـي وي قـائـم دربـانـدي داطالب مُـلاهـیـواده

ستاده هـرزخم هـرفرهـار پـټـۍ درمـل ورسـره
درنـه بـه جـوړه کـړي ده سـروزروکـلاهـیـواده

ده رغــونـي لـــړۍ سـتـابـه وي فـرمـخ روانـه
تـرهـغـه جـوړچـي شې په هـریـوه معناهـیـواده

ته ده ښـکـلاپـه شـال فـوښلی لـه نـظـره نـشـې
وه پـرمختګ ته دي هـیـرانه ده دونـیـاهـیـواده

وه هـري هـیـلـي ته بـه رسـې مــوږداژمـنـه کـوو
اصلي بچي دي واک داران سول ماشاءاللہ هیواده

نقیب الله الـهـام ولـي دي لـه نـامه قـربـان شم
تـه راتـه ګـران یه لکه روح اولکه سـاهـیـواده

نقیب الله الهام ولـي

المحمدی بصری څانګه

30 Nov, 10:54


غزل

اعمال مو دسپین ږیرې سم دځوان په رکم کیږې!
خبرۍ په مسجد کې دآذان په رکم کیږې

خیرات او صدقه کې یو درهم دخان څه نه وې
په خیال کې یو غریب! دیوه خان په رکم کیږې

دحق ویل چې وکی وای ته دی صوفې ته ګوره
غیبت کې مخاطب دجان قربان په رکم کیږې

دګټې په مطلب یو چاته ښه خبره وکی
واپس کې یی جواب درته تاوان په رکم کیږې

دمخامخ دوستانو ستړی شوی یم اسحاقه!
غیاب کې هر ملګری دشیطان په رکم کیږې

صالح محمد اسحاق

المحمدی بصری څانګه

30 Nov, 09:53


چي د ميني په بدل کي مينه نه وي
دا تړون به اشناي ګله ته وا څه وي

چاته ور نکړي ګوزار په زور د ژبي
څه لفظونه دي له غشو نه تيره وي
                   
که له چاسره دی زړه د يارۍ غواړی
وايه مه چي دابه بد وي که به ښه وي

په زړه تور وي مخامخ درسره خاندي
څيني خلګ سته له رنګه ډير خواږه وي

څه شیبه به وي چي يار راسره خواکي
زه هغه ته هغه ما ته په کاته وي

چي نه مينه وي نه يار وي نه رويبار وي
اي( یاسره )دابه څنګه زمانه وي

المحمدی بصری څانګه

30 Nov, 03:11


غزل

عمر ژر ـ ژر ځي ختمیږي وخت تیریږي
د مرګي! لاره لنډیږي وخت تیریږي

میاشت او کال تیر وي د دوو سترګو په رپ کې!
د ژوند' ورځې دي کمیږي وخت تیریږي

که په دې دنیا کې سل کاله ژوندي وو!
بیا هم هر څه! پاتې کیږي وخت تیریږي

په ورو ـ ورو سړی د بل اوږو! ته اړ شي
د ځوانۍ زور' وي رالویږي وخت تیریږي

ابدي ژوند ته به حتماً څه تیار کړي
که مخبت وردګ! پوهیږي وخت تیریږي

مخبت وردګ

المحمدی بصری څانګه

29 Nov, 17:49


د فدایانو په ویاړ

بارود په تن مې کړل ور کوز شومه میدان ته یاره!
تاریخ مې پاته شو زرین دا درست جهان ته یاره!

پیرزو مو نه وو هیڅ تاړاک، هیڅ زبر ځواک دلته
ټوټه ـ ټوته شومه په دین او خپل جانان ته یاره !

راسره یو روح یو جسد او یوه ساه وه او بس
دا مې ټول ځار کړله خپل کور افغانستان ته یاره!

زمونږ د جلال او دبدبې د اعادې په پلمه
له ځان شوم تیر ملامت نه شومه خپل ځان ته یاره!

زما آرمان سره وفا بولم لازم پر تاسو
ما خپل ښایست خپله ځواني یوړه سبحان ته یاره!

ستا د مسیر لیکې ترسیم زمونږ په وینو شولې
مزل مو کړی تر منزل و خپل آرمان ته یاره!

دنګه ځواني مې د اسلام نوم ته خالد تسله!
په ادب پیش مې کړۀ خالق غني منان ته یاره!

خالد تسل

المحمدی بصری څانګه

29 Nov, 17:49


نعت شریف

لکه ساه او لکه زړه راباندي ګران دی
بس یو څوک دی له هر څه راباندي ګران دی

لکه زما د بدن روح او لکه وینه
لکه اوښکه او باڼه راباندي ګران دی

د ښکلاوو مجموعه د حسن پیر دی
محمد دی نوم د ده راباندې ګران دی

لکه یو هدف او رنګا رنګ ستړیاوې
د احساس نه پورته ښه راباندې ګران یې

لکه رب ته چې دی ګران زړونو ته ګران دی
په نبیانو کې هغه راباندې ګران دی

د خالد تسل ټول ژوند له حبیب ځار شه
د حبیب هر خوی ساده راباندې ګران دی

خالد تسل

المحمدی بصری څانګه

29 Nov, 17:49


د طالب پل

نقَش د ګل يې په اوربل ځل کا
د وطن دښتو کې مورچل ځل کا

پکې پرتې دي روایات خبرې
دیوان یې پروت د لوی اتل ځل کا

د شهامت او شجاعت له بچو
زرین داستان د سپین کابل ځل کا

د وطن سپینه لمن سپینه پاته
په قربانۍ د زلمي ګل ځل کا

څاڅکو د وینو مو مسیر ټاکلی
پاس په پامیر د طالب پل ځل کا

خالد تسله! آمن لوی ویاړ دی
ویاړمن وطن لکه سنځل ځل کا

خالد تسل

المحمدی بصری څانګه

29 Nov, 17:48


دغم په ټال مې ځنګوې یادونه
دا جوړ زړګی مې ماته وې یادونه
اخیر نو څه وکـــړم دزړه کــراره
ژوندون ته هیڅ مې نه پریږ دې یادونه

دخـــیال اوفــکــر په سفر وتلی
ســوچ مې دوخته دی بهر وتلی
په مینه مینه به مو ژوند کــولی
که نوای دا فـضول باغې یادونه

دزړګې درد مې په قلم لیکمه
دا زندګې به مې په غم لیکمه
ته سوې جودا زما دڅنګه لاړې
ذهین کې اورې پخوانې یادونه

څوځل مې وویل مین چې نشې
دچادسترګو ارمان جن چې نشې
زړه اوس دچاپه عشق کې داسې شولې
دوجود وینې چې دې خورې یادونه

دا سورایا ځوانې دې جارشم یاره
په غټو سترګو دې خمار شم یاره
لکه ماشوم چې له مور لرې نځې
ستا هم په ماپسې راځې یادونه

دمحافظ شباب هی خواره بخته
تر څوبه داسې یې ناکاره بخته
دژوندن ونه بې مېوې ښکاریږې
ورته خزان دعشق ستې یادونه

محافظ شباب

المحمدی بصری څانګه

29 Nov, 17:48


اوښکې چې دسترګو په بڼو راشې
درد مې دزګې پرسرو زخمو راشې

غـــواړه مې دیدن د ډیره وخـتـه زه
سوچ کې دجانان یاد په رورو راشې

هی نبې سلــطـانه مــصــطفی یاره
نوم چې دې وایو درود پر خلو راشې

مخ دې دلمر سپوږ می نه ښکولی دی
زور دمــحـبـت مې پر مــغــزو راشې

وو زمــــه لـتـابه نا کـــرار شــم زه
لوی لښکر پر ما چې دغـمو راشې

زلفې دې ولیل مخ وضــحــا لـرې
کله به ویصال ستا دچشمو راشې

محافظ شباب که تر روضې ولاړی
پاک به له ګناه او توهمتو راشې

محافظ شباب

المحمدی بصری څانګه

29 Nov, 17:48


کسر
وه مي شوي وجود کي ساه
خپل په نوم یوباب دي کړم

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مات دي کړم رامات دي کړم
زه دي په عذاب کي کړم
ستاظالم بیلتون دیه
ګوره چي میرات دي کړم
زړه باندي رنځورشومه
سم خراب خراب دي کړم

ستاخوږه مسکاګوره
درد ته مي شِفاګوره
زه څومره ناهیلی یم
ته راته وفاګوره
ټول اَفکار مي ستاسره
مهروم دثواب دي کړم

شنډي مي پري پري شولي
سترګي مي هم سري شولي
څه حال دي راپري خودی
زړه کي مي نیزي شولي
ژوند دي راته تریخ کړلو
مینه کي کباب دي کړم

دارغواړم منصورغوندي
میني دي کړم ګیرغوندي
کله ترینه خلاص به شم
یادکي دي اَسیر غوندي
ماچي درته سر شیندی
هغه دی جواب دي کړم

سترګي دي راواړه وه
غم دي راڅه واړه وه
زه دي انتظار کوم
ژرسه مخ راواړه وه
ماچي ستالیدل وکړه
سم دعشق دریاب دي کړم

خوند دژوندانه ټول شو
یودانه دانه ټول شو
محافظ شباب صیب ته
دروندداغ پر سینه جوړشو
ټول ټفه ټفه شومه
سم کړنګ ده رباب دي کړم

محافظ شباب

المحمدی بصری څانګه

29 Nov, 17:48


چې راته ګران سې په وجود کې مې یوزړه رانیسې
دغه یو ښـــکولی په باربار دژوند هر څه رانیسې

د عــــاشــقی په دایره کــې اسیر پا ته یـمه
یاد یې وزړه ته راسې سـترګــو نه اوبه رانیسې

ځـــان لـره وکـــړمه دصبر خـــوشحـالی خـــبرې
ذهن یې نه منې خواګه خرڅ کړې تارخه رانیسې

دغــرور ډکـه څـهره روغ زړګـې تـه رنــځ ورکــوې
ما کــړې خفه بـیا له غـمـاز څـخه رانجـه رانیسې

دا مــحــافـظ شباب په څه رقم تبعت بـدل کړې
که دا دکار نه دې وځــان ته نور مـاغزه رانیسې

محافظ شباب

المحمدی بصری څانګه

29 Nov, 17:47


چي دي له کلي کډه وړله
رانه لاړي ګلبشره دزړه تسله
اوپه زړګې دي زخمي کړمه
رانه لاړي ګلبشره دزړه تسله

بیلتون دي ګرانه سم قیامت شو
ګنهګار نه یم خوپه اور وسوځیدمه
رانه لاړي ګلبشره دزړه تسله

چي ددي دپښو لاندې شوي خاورې
لکه خورده لکه تعویز یې ګرځومه
رانه لاړي ګلبشره دزړه تسله

داستا هجران کي به زه مړ شم
ته لکه د وجود سآ وې ګلورینه
رانه لاړي ګلبشره دزړه تسله

زما د میئن زړګې ازا دي
ووهه یاره چي زه دي داسي کړمه
رانه لاړي ګلبشره دزړه تسله

د زړه ټوټه د زړه سکون وي
ځکه دفیض الهام ژوند کړي تغیرونه
رانه لاړي ګلبشره دزړه تسله

المحمدی بصری څانګه

29 Nov, 17:47


ګیلې ګیلې کړې

دبیلتانه څړیکه چې راشې زړه ګیلې ګیلې کړې
دردچارچارپيره چې له ماشې زړه ګیلې ګیلې کړې

د ناروا دردو له زوره سې سړی داسې داسې
ورباندې اور ټوله دونیاشې زړه ګیلې ګیلې کړې

داخو رشتیاده چې بیلتون مینځ کې هرڅه ماتوي
چې د زړه یار درنه جوداشې زړه ګیلې ګبلې کړې

اخیر دیدن مې در ونکړو اوس یم داسې غلی
زړه ستا د دید په تمناشې زړه ګیلې ګیلې کړې

ژوند اوس هغسې یاره نده چې پخوا به ولو
اوف دونیاګۍ راته بلاشې زړه ګیلې ګیلې کړې

ارمان مې سرته نه رسیږي تل نیمګړئ پاتې
واړه ارمان مې نیمه خواشې زړه ګیلې ګیلې کړې

پیرزو، مې ندې په بل چا دبیلتانه غمونه
روحانې بادغیسواله ستاشې زړه ګیلې ګیلې کړې


روحانې بادغیسوال

المحمدی بصری څانګه

29 Nov, 17:47


نننئ مجاهد ته

تقوا باید چې ستره وي ایمان باید چې ستر وي
پوښلی مجهّز مجاهد ځوان باید چې ستر وي

مقصد او ستر هدف دي پر شرعې ؤصولو سم کړه
تکّل او توکّل پر سپین قرآن باید چې ستر وي

په تن کې دي باید چې خوږه مینه داولس وي
اخلاص او خوږه ژبه دي له ځان باید چې ستر وي

د ښار دا رنګېنئ ماحول پام چې دي مغرور نکړې
نظر ته دي یو یو تللی غازیان باید چې ستر وي

دوکه دي نکړې داده دي دونیا ښې ؤښادې تا
مهار نفّس دې لالیه ترجهان باید چې ستر وي

ده دین دپرمخوړولو شاهدۍ او پر دین کلک دی
اسلام ته ژمن غازي افغانستان باید چې ستر وي

احساس له ما روحانې بادغیسوال چې پورته نشې
دفکر جزیره کې یتیمان باید چې ستر وي

روحانې بادغیسوال

المحمدی بصری څانګه

29 Nov, 17:47


لیونی شوی!!


څه بې خوده څه بې بيحده څه بې ما! لیونی شوی
دا څوک دی چې په مینه کې داستا !!لیونی شوی

پوهیږم چې داستا دمحبت اوسپېڅلتیا یو لوي اثردی
چې روغ زړه مې په عشق کې دآقا!! لیونی شوی

له وخته? ګرزوم زړه کې دا ستا ده دیدن تنده!!!
په دي خاطر مې زړه پر دي دونیا!!لیونی شوی

رڼې اوبه له سترګو وړم ګریوان ته ستا له نوم سره
ګریوان په اوښکو لوند کړم په ژړا !! لیونی شوی

نصیب راته دخپل وس مطابق سزا وې راکړلې
ګیله له خپل قسمت کړې زړه زما!! لیونی شوی

دخلګو په نظر کې فکر زما دلیونتوب ورځې
یو چا وېل روحانې بادغیسوال بیا لیونی شوی


روحانې بادغیسوال

المحمدی بصری څانګه

29 Nov, 17:46


بې واکه شم غورځېږمه ستایاد چې مې په زړه شي
نازک زړګی مــې پــرې اره اره لــه بېلتانه شي

دردو له کار ایستلی دی ناتوانه دی مړ کېږي
ورو ورو مې په سینه کې مات زړګی په رپیده شي

رپیږي ټول وجود مې ژبه ګونګه ستا تصویرته
یــادو ســره دې یاره له درد سر په زنګانه شي

غمو دي د زړه کور کې ځای نیولی دی جانانه
بې واکه بې اِختیاره شي بس تنګ له ژوندانه شي

سرې سترګې لوند ګرېوان به ګرځومه خوږه یاره
غمونه زما د زړه انګړکې ستاچې مېلمانه شي

خواږه د ژوند مې ټوله شول ترخه ترخه زړګیه
له سترګواوښکې څاڅې ورسره مات مې باڼه شي

دې خلګوته قسیم بدري بیا هله سړی ګران شي
چې سترګې یې شې پټې تورو خاور کې ویده شي
قسیم بدري

المحمدی بصری څانګه

29 Nov, 17:46


دستاربندي
خاونده پټ مو کړه په خپلو رحمتونو سره
هم رانصیب کړه علمیت له حکمتونو سره

خدایه دستا رضا مهمه کړه ترهرڅه راته
هم موښایسته کړه دجانان په سنتونوسره

اوس درپه سرشولوسپین تاج دوراثت فاضله
چي درنه تورنشي ګناه یا په عیبونو سره

ورپکي نغښتي ددنیا او اخرت کامیابي
ډیرخیال به ساتو له مذهب اوکتابونو سره

ترې فارغ نه یو، بلکي اوس شولوفارغ علم ته
اوس به مخکیږو تردې سختو پړاوونو سره

پګړۍ په سر سند په لاس کي ددې دامعناده
چي به کوو ددین خدمت لوړو عزمونو سره

داخوددوی دشفقت او د اخلاص اثر دی
داستاذانو شونډي ښکل کړئ له لاسونو سره

نورمخه ښه درسره کړو اورخصتیږو درنه
چي هیرمونکړئ په دعاکي امینونو سره

انسان عاجز دی که یي هره خطایي کړي وي
نو《مُستَعِد》 بښنه غواړي له عذرونو سره

محمدزکریامستعِد

المحمدی بصری څانګه

24 Nov, 12:18


نادت فلسطين والاطفال تحــت الركام
والله المستعـــــان على شعــوب العرب

خلاص لا تكثرون من الخطب والكلام
ما با تدخّلكم الجنـة حـــروف الخُطب

لا بارك الله في صلــــواتنــا والصيـــام
و نساء غــــزة امــــام عيوننــا تغتصب

والدم يسفك و اعراض العروبه.تُضـــام
اين الغضب يا بني الاسلام اين الغضب

ان لم يكن في النفوس وفاء عليها السلام
والله غالــب على امـــره و مـــا يغتـلب

الشاعر ابو محمد آغا

المحمدی بصری څانګه

24 Nov, 07:48


ځار دي شم وطنه
د زمرو مسکنه
شم لتا قربان
دګُلو چمنه
ښایسته ګلشنه

یخې یې چینې دي
ښکلي یې درې دي
شم له تا قربان

غیږ کي یې لعلونه
ښکلي یې ګلونه
شم له تا قربان

ستا یعقوتي غرونه
مس روان سيندونه
شم له تا قربان

بوټي یې شِفاء دي
درمل دي دوا دي
شم له تا قربان

زړه یې د راشدولي
هر څوک به دي تل مني
شم له تا قربان

المحمدی بصری څانګه

24 Nov, 04:38


د افغانستان اسلامي امارت د مشهوره نعت خوانانو، ترانه خوانانو، ترانئ او د شاعرانو شعرونه دلته راسره اوریدلی او کتلی شئ👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Osmanikhalafet
لیست د ګډون له پاره               👇👇👇👇
@BadriTalib_313

المحمدی بصری څانګه

24 Nov, 02:18


شل کلن زخم دې ګنډمه ستن او تار راوړمه
ستا رغېدو لره وطنه لاس پکار را وړمه

اخلاص کوم محنت کوم درسره ژمنه کوم
تا جوړوم ستا خړو دښتو ته سنګار را وړمه

زه هغه نه یم چې برباد دې کړم تبادې کړمه
زه درته غېږ ته سره ګلونه د بهار راوړمه

ستا په لمن کې ډېر بې حده جنګ جګړې وشولې
امن امان درته راوړم ژوند د وقار راوړمه

اې له کلونو زورېدلې زما جانان وطنه
ستا ابادۍ ته به هرڅه په ډېر تلوار راوړمه

د رب په ستره مرسته نور به د ښکلاوو چم شې
خوږمنې غېږته دې درمل مهاجر یار راوړمه

المحمدی بصری څانګه

24 Nov, 02:17


که هر څو چُپ شم بیا مې هم پر هر خبرې کوي
له فردیسۍ راته یو سل او زر خبرې کوي

په ډک محفل کې راته وا یي ګرانه ستړی مشې
جانان قصداً دا د مرګي خطر خبرې کوي

مسجد خو کور د پاک الله دی عبادت لپاره
خلک ناترس پکې د لر او بر خبرې کوي

لا یې جذبې په شور دې لایې قوت ختم.نه دی
اوس هم یاران د جنګ جګړو سنګر خبرې کوي

ستورې روان دې د سفوږمۍ په اطاعت کې شکر
په ناز ادا د خپل رهبر او لمر خبرې کوي

غوږ ورته کېږ ده ورنه ګټه واخله واوره بیان
لا مهاجر په ډېر انداز هنر خبرې کوي

المحمدی بصری څانګه

23 Nov, 15:18


د افغانستان اسلامي امارت د مشهوره نعت خوانانو، ترانه خوانانو، ترانئ او د شاعرانو شعرونه دلته راسره اوریدلی او کتلی شئ👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Osmanikhalafet
لیست د ګډون له پاره               👇👇👇👇
@BadriTalib_313

المحمدی بصری څانګه

23 Nov, 14:41


د أمن لــــمره راځه
ای سپین سحره راځه

د ټي ټي پي د لښکر
طالب عسکره راځه

ته د سپوږمۍ سکنی
یې بختوره رازه

وزیرستان تر غرونو
او تر خیبره راځه

کابل کې مه تم کیږه
تر پیښوره راځه

نښتر څیړۍ دې غواړي
او تر سنګره راځـــه

د شهادت لاروی
ای مهاجره راځــــه

د رب حضور ته ګرانه
پرهر پرهره راځه

ته د بدري ملاٰ یار
د زړګي سره راځه

المحمدی بصری څانګه

23 Nov, 09:23


پري مي ږده چي تیره کړمه شپه په ویخه غم سره
یخ چي کړم ریخي ریخي ګریوان دسترګو نم سره

چیرته به ممکن وي ددي رنځ علاج له بل سره
اوس نو زړه ارام په کم تعویذ او په کم دم سره

لویه ګناه څنګه وکړم?ستا دهیرولو زه
خیر دی چي ویصال به دي پیدا کړم په یو چم سره

زړه ته تسلې ورکوم ستا دلیدو هره شپه
ستړی شي ویده شي یاره خاص په دي رقم سره

زړه که د ذاکرمسجون ښکاره شي دا باور لرم
ستا دیاد دغونو کې به پټ وي په قسم سره

مولوی ذاکرمسجون

المحمدی بصری څانګه

23 Nov, 02:53


په دې کانال کې به د غزة الهند، تحریک طالبان، فلسطین غزې حماس، احرار الشام، او جبهة النصر مجاهدینو په ویاړ جهادي حماسي ترانې نشروو ان شاءالله العزیز
ستاسو ملتېا غواړو
👇👇👇👇
https://t.me/Islami_Trani

المحمدی بصری څانګه

22 Nov, 18:07


نعت شریف

دوست د الله خوژ پېغمبر نبي
لتا قربان شم ناز پرور نبي

زړه ته سکون او اطمنان دي
ستا په صفت ګويا قرآن دي
ته مي چشمان یې او ځيګر نبي

ستا له مسکن مدفن قربان شم
ستا له کوڅې وطن قربان شم
دزړونو میر یې دزړه سر نبي

ستا ټول عشاق او مېنانه
ستا د لیدو ستا په ارمانه
یې ښایسته تر شمس قمر نبي

صادق امین او هم شیرین یې
له هرڅه ښه او بهترین یې
یې د راشد ولي دلبر نبي

راشد ولي فراهي
1403/08/27

المحمدی بصری څانګه

22 Nov, 16:06


پرتا فرض د اسلام دين حفاظت دی
د مشرانو اطاعت هم عبادت دي

طالب جانه مټي بډوهه راپاڅه
داقصي په لور پاڅون دي او هجرت دي

که دا ووایو چي ټول ورته تیار يو
د جهاد په لار کي سر دي که دولت

بیابه تير تاريخ تکرار کړو دا سلافو
خو مهم شئ په دي يون کي صفا نيت دي

تي راويښ که د غفلت له درانه خوبه
مسلمان باداره ډير په ذلالت دي

زمزمی د تکبیرو له پاسه اوری
درکوم( یاسر‌ه ) زیرۍ د حريت دي

یاسر کندهارئ

المحمدی بصری څانګه

22 Nov, 14:45


*فدایان د تحریڪ* 🏳️

په اللهي مــــــــیني جنون دي عشقان د تحریڪ
له سره تیر دي سرشیندوڪي فِدایان د تحریڪ

تـڼاکي پښي مزل کوي په تورو غرونو ځوانان
تاندې جذبې لري په زړونو کې ځوانان د تحریڪ

دا خو لښکر دی د مِهدي مخ په وړاندي درومي
چي د براء ابن مالک په لار روان د تحریڪ

د غزوة الهند زلمو پاڅون وکړی په مینه مینه
په دين اسلام ځان ځاره وي دغه ګلان د تحریـک

د شمالي او جــــنوبي وزیرستان په لور ځي
درومي زلمي په تشکیلو له خراسان د تحریـک

دوی د خبـیب او د منصـــور په لاره یون کړی دی
دې د عمرخالد زمري په هر میدان د تحریڪ

ستړی ســـــفر د غرو په سر کوي مزلونه ګلان
ځان ځاروې په سپین قران دا لارویان د تحریڪ

نـــــصرت آغا ترېــــنه قربان شمه له هغو زلمو
د هر باطل مخته ولاړ دغه زمریان د تحریڪ

نصرت آغا طالب

المحمدی بصری څانګه

22 Nov, 06:04


Follow this link to join my WhatsApp group: https://chat.whatsapp.com/Bef0fBNO6TN3IWp5NUdCMq
دلته هر قسم ترانی په اعلی کیفیت جوړیږی 0705450457
0790187347واټساپ

المحمدی بصری څانګه

22 Nov, 05:26


خدایه دسوي زړه درزا تعبیرول څنګه وي
ګل چي خزان وي دبورا تعبیرول څنګه وي

خلګ له تورو څه نفرت کوي بلال هم تور ؤ
دمجنون زړه توره لیلا تعبیرول څنګه وي

ورته په دؤه لاسه سلام دی دهغؤ وعشق ته
مرګ ته سنګار مرګ ته خندا تعبیرول څنګه وي

نو چي غربي جهان مي نه مني نو نه دي مني
زما اود ماتې امریکا تعبیرول څنګه وي

خدایه! دا بعضي بندګان دي بیخي ښُکلي دي ډیر
پوهیږم نه دیدار دا ستا تعبیرول څنګه وي

زور پکي ډیر دی آن تقدیر بدلوي غواړم فنا?
دمظلوم اوښکې او ښرا تعبیرول څنګه وي

له خدای رسول وروسته نو دومره ترحُم دچا وي
مسجون مُلا دمور دوعا تعبیرول څنګه وي

مولوی ذاکرمسجون

المحمدی بصری څانګه

22 Nov, 04:45


غزل!

چــي څه پاته دي که نه دې په وجدان کي
بایــد وګورو یوڅه په خپل ګریوان کي

تش په خوله خو هرڅوک ځان ته زمری وایې
دغیرت خلګ معلومیږي په میدان کي

دوحشــت اوبربریت دکتاب پاڼي
اړولې شاه زلمــــــــیو  په زندان کي

هاچـــې تللی دي هغیو ګټه وکړه!!
راګیرکړې یو رب موږ په امتحان کي

لاره ومـــــــــومئ دیو اوبل وزړو ته
ګټــــــــــه چا وړې لالیه! په خفګان کي

حقاني کوثره" غواړې چي کامیاب شې؟
دامتل دی! کیږي ګټه په تاوان کي

حقاني کوثر "

المحمدی بصری څانګه

21 Nov, 10:06


نعت شریف

قــبـول مې کړه د مینی پیغامونه د زړه سره
درلــیـــږمــه تــحفـو کې سلامونه د زړه سره

دنوم خواږه الفاظ چی دی زه واورمه جانانه
نو زر مې زړه ته راشي دورودونه د زړه سره

دیدن پسی دی تږی یمه جانانه وصال غواړم
زړګـــی مې د دیدن کوي سوالونه د زړه سره

عجم راته سور اور دی ستا د کلي په ارمان یم
پــــه زړه مې دي همدغه ارمانونه د زړه سره

ای ګـــرانه مـــدنــــي ای هاشمي نبي سلطنه
قـــربان به کړو له تا څخه سرونه د زړه سره

جانان ستا د مینې په خوږو باندې خواږه دي
مــنـهاج چی درته ولیکل شعرونه د زړه سره

               *منهاج الله زهیر*

المحمدی بصری څانګه

21 Nov, 08:31


~له ښاره سړي باسي~

له کلي سړي باسي او له ښاره سړي باسي.
یادونه دي زړگیه سم له کاره سړي باسي.

داځل به اعتماد ستا په وعدو باندي ونکړم.
داځکه دي وعدي ده اعتباره سړي باسی.

ده عشق څپی دي دومره زوروري دي جانانه.
باور وکړه ده میني له بازاره سړي باسي.

منم چي دي په سترگو کي تأثیر پاک الله ایښی.
کاته دي زورور دي له اختیاره سړي باسی.

ده ښکلي ښایسته مخ ملاقات دي دومره سخت شو
آشنا لکه په لوي غره کي چي لاره سړي باسی.

ستا هر یاد دومره پوه دي ستا هریاد دومره هوښیار دی
ده دي ژوند له خوښیو په کراره سړي باسي.

مړکیږم ماپري کړي ښه په ټینگه امتحان دي.
چي تا ده زړه ده ټول عمر لپاره سړي باسي.

ده حیدري جانان ده غزل لویه ستونځه داده.
بي برخي بي نصیبه دنگه یاره سړي باسي.

مولوي حیدری جانان

المحمدی بصری څانګه

21 Nov, 02:19


عثماني خلافت مکمل تاریخ په صوتي بڼه دلته راسره واورئ
https://t.me/Osmanikhalafet
لیست د ګډون له پاره               👇👇👇👇
@BadriTalib_313

المحمدی بصری څانګه

20 Nov, 12:09


کله به ورشـــــــم د آقا روضي ته
د  محـــــمد رسول الله روضي ته

دامي دټول عــمرارمان دی خدایه
چي یوځل ورشم د اشناروضي ته

د ځمکې سر پرې ښایسته دی ټوله
څومره حســـینه د زیبا روضي ته

ســــــــحر ماښام راته یادیـږي ربه
زړګی مي غواړي دپېشوا روضي ته

څومره سپېــــڅلي مبارکه ښکاري
د خوږ نـبــي خیرالــورا روضي ته

چي عاشقان یي و دیدار ته ورځي
کوي طـــــواف د مجتبا روضی  ته

نصـرت آغایې ډیـــرلیــوال یم ګرانه
که مي نصیب شي دغه ستاروضي ته

نصـرت آغا طالب

المحمدی بصری څانګه

20 Nov, 07:06


د دین چینه مدرسه

ده ستورو بڼ دی او ده علم خزانه مدرسه
د دین چینه مدرسه د دین چینه مدرسه
ده دِن ګولان پکي غوړیږي باغیچه مدرسه
د دین چینه مدرسه د دین چینه مدرسه

د تاریکی څخه یستل دي درڼا طرف ته
قران په لاس کي واخلي لاړ شي د-الله طرف ته
دښکلاګانو او د نور بله ډیوه مدرسه
د دین چینه مدرسه د دین چینه مدرسه

د مدرسو نور رسیدلی تر اسمانه پوري
جهان یې نشي رسیدلای تر ایمانه پوري
جوړه دخدای او درسول پر فیصله مدرسه
د دین چینه مدرسه د دین چینه مدرسه

دا د دِن ښکلي مدرسې دي وي ابادي مدام
په قال الله قال الرسول دي وي سرښادي مدام
راشدولي په دعا یاد لره ښایسته مدرسه
د دین چینه مدرسه د دین چینه مدرسه

راشد ولي فراهي
1403/8/21

المحمدی بصری څانګه

19 Nov, 07:59


زما په غم شریکه زما دهرې سختې یاره
ماته په تیاروکې ځلاند لمر یی زما پلاره
سم درته کتلای نشم زه له دغه ډاره
خدای دې ما ګیر نه کړې ستا له آه او له ازاره

زه دې جار له مینې ستا دمینې لایق نه یم
ګــوره لا تر اوسه چې پوه نه یم لا ویده یم
زماپه سر سایه یی بیله تابه نو زه څه یم
زما دنیمګړ تیاوو راښودونکی یې هنداره

زماپه ښه روزنـه دې تڼاکې کړه لاسونه
ماته دې ښکاره کړه ده دنیا ټول نعمتونه
ستا دقدم لاندې راته ښکارې جنتونه
تا له لاس نیولې وم چې ګرځېدم په لاره

زه چې وم ماشوم او زما سترګې وی تړلې
ماته دې پاک خدای ج او رسول ص دواړه پیږندلې
تا د  دین احکام په سل تکراره راښودلې
زر ځله قربان دې شې اسحاق له دی تکراره

اسحاق

المحمدی بصری څانګه

19 Nov, 06:58


وطنه مینه یي عجبه لیونۍ ده
ګوره څه ړنګه ځوانۍ ده
مات راماته ستا په سر ده

لکه د مور غیږه پري تاو کړه//

یو خوا بیدیا بل خوا دا سیمه غرنۍ ده
ګوره څه ړنګه ځوانۍ ده
مات را ماته ستا په سر ده

ربه ج له هر خطر یي ساته //

لالی لا ځوان خاوند د نوي ناوکۍ ده
ګوره څه ړنګه ځوانۍ ده
مات راماته ستا په سر ده

د جار او جوو له غږ.محروم ده //

ځکه اشنا غوره خاموشه خاموشۍ ده
ګوره څه ړنګه ځوانۍ ده
مات راماته ستا په سر ده

یه مازدیګره حال یي راکړه //

جانان خوشحاله او که ښکار د پردیسۍ ده
ګوره څه ړنګه ځوانۍ ده
مات راماته ستا په سر ده

نن مي امید ده کوندي راشي //

نن مي په ښي لاس او ښۍ پښه کي شنګوڼۍ ده
ګوره څه ړنګه ځوانۍ ده
مات راماته ستا په سر ده

یاره بیشکه خوندور دي //

د ( مبارزبدري )  غزل او که مصرۍ ده
ګوره څه ړنګه ځوانۍ ده
مات راماته ستا په سر ده

مبارزبدري

المحمدی بصری څانګه

19 Nov, 06:58


دا سړی د چا د یاد سیلیو وخوړ
دا سړی کني له ذاته داسي نه وو

داسړی یو چا لازم په بله لار کړو
داسړی کړي وفا ته داسي نه وو

دا سړی وروسته بیلتون تک تور نری کړ
دا سړی کني را پاته داسي نه وو

دا سړی هغسي نه وو لکه وو چي
دا سړی له تانه شاته داسي نه وو

دا سړی د مجلس ساری یادیدلو
دا سړی ټیټ سری چاته داسي نه وو

دا سړی  د قدرمنو له جملي وو
دا سړی خو ما او تاته داسي نه وو

دا سړی چي لیونی شو او که څنګه
دا سړی ننه هیچاته داسي نه وو

دا سړی د ( مبارز ) فکري اوستاد وو
دا سړی پیر او ملا ته داسي نه وو

مبارزبدري

المحمدی بصری څانګه

19 Nov, 06:32


نعت شریف
پــــــه ټــــولو انــبیــاوو کې بهتر یی مدني
امام مــو یی پیشوا مو یی رهبر یې مدني

وصال ته دی زه ډیر ډیر ناقراره یم جانانه
زمـــــا د زړه ټــکور د زړګي سر یې مدني

سپیڅلی پاکه مینه دی له شاتو نه خوږه ده
دا ځـــکـــه زمـــا زړه زمــا ځیګر یې مدني

ته زړه وی د صدیق او د عمر خوږه حبیبه
جانان ده ګران عثمان علي خیدار یې مدني

ستا حسن نه میثال لري نه سیال لري زړګیه
حسین یې لــه سپوږمې او له قمر یې مدني

منهاج الله زهیر دی درنه ځار درنه قربان شي
زړګی مې یی جانان مې یی دلبر یې مدني

منهاج الله زهیر

المحمدی بصری څانګه

19 Nov, 06:28


علمي اصلاحي تقریرونه، د عثماني خلافت او صلاح الدین ایوبي د وخت رښتنې کیسې، نعتونه،حمدونه،وطني ترانې، او د مهمو مطالبو لپاره لاندې لینک باندې راشئ👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Osmanikhalafet
لیست د ګډون له پاره               👇👇👇👇
@BadriTalib_313

المحمدی بصری څانګه

19 Nov, 06:11


د ستړیا احساس و نکړی اوږد مزل دی
له افغانه تر اقصی پوری منزل دی
۔۔۔۔۔
دا رپاند چي پری سپين توغ محمدی دی
له اسلامه برخمن ښکلئ کابل دی
۔۔۔۔۔
دلته خم سوی ککرۍ د يرغلګرو
و مغرورو نړیوالو ته اجل دی
۔۔۔۔۔
غم و نکړی ګران هیواده طالب جان دی
سختو سختو مراحلو کی دی مل دی
۔۔۔۔۔
ستا د امر تعبیداره یو امیره
ځمه وړاندي ستا پر پله مي ايښئ پل دی
۔۔۔۔۔
درنه جار شه ستاله نوم افغانستانه
د (حافظ ياسر) ټپه ده که غزل دی

یاسر کندهارئ

المحمدی بصری څانګه

18 Nov, 03:53


زړه کې مي بیلتون چاړه وهلې ده
بل رقم مي زړه کي لګیدلې ده

وه زړګګه ستا ظالم بیلتون دی
ټوله شپه شبګیر یم ستا نشتون دی

هیڅ مي نه هېریږي ستا یادونه دي
وه ړي دي له مانه ټول خوبونه دي

راشه یو دبل سره په خولا شو
ورک کړو نفرتونه بیا آشنا شو

دوی ورځی دنیا ده بس تیریږی
نن وی که صبا وی تمامیږی

راشه دغه دوه زړونه پېوندکړو
ښکولی په وفا باندی خپل ژوندکړو

ای ورکه جانانه زړه دردیږي
ډیر یمه پېرښانه زړه ژړېږي

زه لتا لوګی شمه جانانه
زړه دي یوځل راکړه مهربانه

وینی می له زړه څاڅی زخمی یمه
زه ستاد دیدن ډیر زه ارمانی یمه

دا فاني دنیا ده چی فاتیږی
ای راشدولی ژر به تیریږی

راشد ولي فراهي
1403/08/24

المحمدی بصری څانګه

17 Nov, 02:23


د بیت المقدس فاتح تاریخي داستان د اوریدلو لپاره لاندې لینک باندې راشئ
👇👇👇👇👇
https://t.me/Osmanikhalafet

المحمدی بصری څانګه

16 Nov, 19:38


دا نن چي مي مین زړګي ته لار جوړوي
که ژر بي لیږي ګوره نو ازار جوړوي

دتلو خبره مه کوه خطر لري لالیه
پر زړه مي دحسرت سوی پرهار جوړوي

هم داسي یم تنها لکه تنها فلسطن وروره?
په ډیرو کې ده ګرانه چي یو یار جوړوي

که مینه داخلاص شي او نفرت په ټوپک وولو
باور وکه رنځور سړی قرار جوړوي

و دومره بهانو ته څه حاجت ؤ انډواله?
ته ولي ودي مینې ته سخت کار جوړوي

مجبوره شؤ ذاکرمسجون پریږدي به دي همداسي
دردونه ورته هره ورځ په شمار جوړوي

مولوی ذاکرمسجون

المحمدی بصری څانګه

16 Nov, 15:39


بی سره غوندی شي

خبرې چې اوږدې شي بې اسره غوندې شي
بــې خـوند بې مزې او بې هنره غوندې شي 

چـې قدر د دوستانو مــشرانو په کې نه وي
په خـپـلـه هم بې قـدر بې وزره غوندې شي

د فسق او فسـاد څخه چی ځان وساتې یاره
نو ټـــولـــه ذندګي به دی بهتره غوندې شي

د سـټـړې ذنــدګـي بـه اخېر تېره شي زړکیه
د جـــوند هـر لحزه به خوندوره غوندې شي

چی مینه په کې نه وي بیانو ډیربې مزې وي
دنــیــا سړي ته سم لک محشره غوندې شي

د سوال لپه به نه نیسې هیچاته ای *زهیره*
حـیـا ده سړي کمه کړي بې سره غوندې شي

              منهاج الله زهیر

المحمدی بصری څانګه

16 Nov, 15:11


تاسره مې زړۀ بند دی، لۀ تاسره مې مینه ده
مینه ده شیرینه ده او مینه ده شیرینه ده

وادې خلم بلا، درنه قربان مې سر او سترګې شه
تاته نذرانه شه که مې تن دی که مې وینه ده

دښتو دې راوړي بیا شهید ـ شهید ګلونه دي
ستا فضا پۀ وینو د شهید عطرورینه ده

دوست د وطن دوست بولو، دښمن یې دی زموږ دښمن
دا زموږ اعلان دی، زموږ دا خبره سپینه ده

وریې قربانۍ کړې ځوانان ستا پۀ حُریت خاورې شول
ځکه دې فضا د آزادۍ پۀ رنګ رنګینه ده

ستا پۀ کارنامو دي پۀ تاریخ کې کتابونه ډک
ستا د تاریخ هره پاڼه ستا پۀ ننګ زرینه ده

کور مو یې او ګور مو یې، د پلار، نیکه ټاټوبی یې!
ځکه ستا پالنه تر هر څۀ راته اړینه ده

کړی یې اظهار دی د وطن د حقیقي مینې
ځکه د مخبت وردګ غزل دومره حسینه ده.

مخبت وردګ

المحمدی بصری څانګه

16 Nov, 08:37


ستړی اولس

......................................................
زړه پوري وه نیسۍ داستړی کړیدلی اولس
درنه ازارنه شي طالبه پـام ښاغـلـی اولس

داستاده تیري شلکني جګړی ستړی وروردی
سختوحالاتوکي دي څنګ ته دریدلی اولس

خاص لکه ګل یه وَساتلې داغزوپه مینځ کي
ته لکه زړه داسي په زړه کي یه ساتلی اولس

کـلـه نـاکـلـه یـادوه هـغـه تــرخـه وخــتـونـه
چي په خپل کورکي ووځانګړی ځای درکړی اولس

خدای مکړه زړه یه درنه تورشي خیال یه ډیروَساته
تـازه لـه سـخـتـوحـلاتـونـه راوه تـلـی اولس

نقیب الله الـهـام ولـي احسان یه پوردی پرموږ
په هرحالت کي یه خدمت دَطالب کړی اولس


                 نقیب الله الـهـام ولـي

المحمدی بصری څانګه

16 Nov, 08:32


نوې غزل نوې پيرزوينه

ثوابونه په دي نيت په پيسو اخلي
دوئ مالداره دي جنت په پيسو اخلي

ښکلي نه پوهيږي مينه يو اړتيا ده!
دوئ یې نه کوې نفرت په پيسو اخلي

زياتې زړه مې له سينې څخه راباسم
يو کباړ يې په قيمت په پيسو اخلي

دلته څومره شړيدلې مفکورې دې
هر يو ځان ته شرارت په پيسو اخلي

زړه يی لاس کې د ګلاب په شان نيولى
خالد ګرځي محبت په پيسو اخلي

خالدأنس

المحمدی بصری څانګه

16 Nov, 07:12


ذکر!!

ذکر!! د ربُ الایزال کوه
ذکر!! دغم مصبتو دواده

ذکر!! د دنفس دخواهشاتو بطلان
ذکر!! د هر رنګ مرضو دواده

ذکر!! دزنګ وهلو زړونو ریکمال
ذکر!! په شپه کي ددردو دواده

ذکر!! کړه غوره دژوندون لپاره
ذکر!! خلاصون دعذابو دواده

ذکر!! دخدای او درسول مینه ده
ذکر!! د خوند او لذتو دواده

ذکر!! همیش د ثوابونو چینه
ذکر!! دذم بدو فکرو دواده

ذکر!! دخدای کوه راشد ولي تل
ذکر!! د وینو درګو دواده

راشد ولي فراهي
1403/8/20

المحمدی بصری څانګه

16 Nov, 05:35


ګیله کاومه

د ســتـــړي جوند د ارمانو څخه ګیله کاومه
زه مې د مات زړه له دردو څخه ګیله کاومه

چــی سوګ د خپلو دښمني کوي پردو لپاره
تل مې د خپل وجود لاسو څخه ګیله کاومه

ځـــان مـسـلمان ګڼي د کفر نه انکار نه کوي
داســی خیرن خیرن فکرو څخه ګیله کاومه

چی څوګ د علم او عالم په قدر نه پوهیږي
د جــــاهــــلانـــو لـه خیالو څخه ګیله کاومه

دا چی د دین او د اسلام په نوم فتنی خوریږي
د دغــــی رنــګــه رنګ فتنو څخه ګیله کاومه

مــنـهاج الله زهیر نور فام کومه له ځان سره
ســـتـا لـــه غمونو او یادو څخه ګیله کاومه

منهاج الله زهیر

المحمدی بصری څانګه

15 Nov, 06:22


دا ورځ تر بلې ورځ چې شوې بې لارې زمانې
حساب به څنګه ور کړئ ګناهګارې زمانې

د عدل او انصاف تله کږه کږه کیدله
ظالم شو برایت مظلوم سنګسارې زمانې

په غیږ کې دې معصوم فلسطین پروت کنډر کنډر دی
ته ګوره ننداره کوه قرارې زمانې

له څوکې د نیزې دې تل مظلومې وینې څاڅي
په خپل کفر کې ډیره یې هوښیارې زمانې

نور وېښ شه لا تر څو به یې غالفه خوبه وړې
په رنځ د أمت نه رنځیږي زواني زمانې

په ننګ د ګران أمت توره نیزه درسره واخله
نور ختم تور تمونه کړه سهارې زمانې

دفاع ته د أقصیٰ بدري طالب خدای در بوله
دا لوړې او ژورې کړه هوارې زمانې

#بدري طالب

المحمدی بصری څانګه

15 Nov, 05:47


ګـران هیــواد

شاعر
#محمدنسیم
عـرفاني

ښکلی دی جهان کي ځلیـــدلی دی
ګران افغانســتان دغیرت څلــی دی
شولوو مزیــن په عــلم اوعـــرفــان
شکر قرآني نظــــــــام راغلـــــی دی

یو دامن ژونــد بل سپیـن بیرغ رپان
دواړوو عجیـبه زیــنــت ورکړی دی

ټولي سوي دجـــبــر او سِـتَم تیاري
سپین دحریــت لمر راخـــــتلی دی

ها دجمهوریت نِفاق چـي زړوکي وو
ووس دمحبــت په تار تـــــــړلی دی

میـنه ورولي او اخـــــوت سـو نور!
کله چي ظـــالــم له زور لویدلی دی

ووچي دګلاب پـشانتې دنګ حسین
دایه په دیـــفــاکــــې رژیــــدلی دی

امن یې راوړی پــګـــړۍ وال اشنــا
ځکه عرفانــــي په شعر ستایلی دی

المحمدی بصری څانګه

15 Nov, 03:23


زه خبر نه وم سوداګانې ددی ښار تړلي
چي ارمانونه مي دزړه پر اوږو بار تړلي

زړه بیخې نه منې چي څوک دي درته وګوري بس
لیک درلیږمه ګوره سترګې دروی بار تړلي

بس مجرمان دزړه ازاد کړه نور دخولی له لارې
ولي لفظونـه دې جـانانه داظـهار تـړلي

په ډاډه زړه صفر کولای نشم نه رسیږي
څمـره درنۍ اړیکي څه پـه نرې تار تـړلي

که ستا سلام  راسي نو زه به خامخا درځمه
داوجود غړې ستا خبرو له اختیار تـړلي

ځیني اړیکې شته اسحاقه تر مطلبه پوري
ماښام خرابې دي که څه دي نن سهار تړلي

اسحاق

المحمدی بصری څانګه

14 Nov, 13:16


غزل

رنځ دي په تاراشې څنګه زه دې کړم رنځوره
داسې را مجبور شې چي یم زه در ته مجبوره

ژوند کي ښه ورځ ونه وینې زما ژوند دې تبا کړ
ژوند مې خراب شوی دی په تاپسی مغروره

توري عقابې سترګې هر ځل دې را یادیږی
ورکه یاره راسه را په خولا سه وړم منځوره

دژوندون خوښې دي شه بر بادې نا اباد اوسی
رادې کړه په زړه دبیلتانـــه دغمو تـــــوره

دعمریار یاره بیخې نه کړی پری پوښتنه
تانه ګیله من دی یاره تاپه سې نسکوره

کرښې عمریار مُلا

المحمدی بصری څانګه

14 Nov, 11:15


نعت شریف
ـــــــــــــــــــــــ

سلامونه سلامونه ورلیگمه
زه وخـت هره شــیبه یی یادومه
چی په ژبه یی زه نوم تکرارومه
له زړگی نه دردونونه پری وایمه

چی یو ځل یی زه ترښاره پورې لاړم شم
له مــــودو نه دا ارمان په زړه لرمه

محمد رسول الله می د زړه سر دی
د وصــال یی هر گـــړۍ ارمان کــومه

زما مور او پلار دې هم ترې صدقه شی
چـــی لــرم هـــرڅـــه ترې ټول قربانومه

دی شفیـــع الذنبــــین خیــــرالبـــشره
تل اُمـید د شفاعــــت یـــی زه کــومـه

راته گران دی له خپل ځان ترې صدقه شم
عبدالجلیل جهادیـار یی تــل ســـتایمه

عبدالجلیل جهادیار
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

المحمدی بصری څانګه

13 Nov, 15:26


لایــــف آدبـــي مـشاعـره!

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

درنو أدب پالو ملګرو داچي  دجمعې مبارکي شپه راره وانه ده دتیر په شان یو ځل بیا لایف  مشاعره لرو ځانونه مو آماده کړئ،

د‌ مشاعری نېټه: جمعی شپه  

دمشاعرې وخت د شپی
 8/ بجې شروع بیا9/30بجې ختم
افغانستان پر وخت باندی

زموږ لایف مشاعری ادرس
#لینک
http://T.me/Almuhammadi119

المحمدی بصری څانګه

13 Nov, 07:54


*ده غمونو بادشاهي ده*

سه بی خونده ذنداګي ده چی ته نه یی
ده غــمــونـو بادشاهي ده چی ته نه یی

غـم زمــا زړه کـې میلمه دی زوروي مې
ګـرانه سـخته جودایی ده چی ته نه یی

هـغـه وخت هـغـه قـیـصې هـغـه ملګري
یـــادول یــی تـبـاهـي ده چـی ته نه یی

هیرمې نه یی ته به سنګه زمـا هیر شی
زمــا تــلــلی  خوشالي ده چی ته نه یی

تــصــویـرونــو تـــه دی ګـــورمــه لالـيه
ســه نادره دی ځـواني ده چی ته نه یی

خلک  چـیــغـو او نـــــارونــه دي وتــلی
هره خوا کې خاموشي ده چی ته نه یی

ده لـیـکـلو وس مــې نـشــتـه دی *زهیر*
یار مې نشته بی یاري ده چی ته نه یی

          *منهاج الله زهیر*

المحمدی بصری څانګه

13 Nov, 07:09


اسلامي خاوره ده

دا جــنـتـــي هیواد دی
دا جــنـتـــي خاوره ده
دا اســلامي هیواد دی
دا اســلامي خاوره ده

ښـــکـلی فــضا لري دا
مـــســتـــه هوا لري دا
دښکلا سیال یې نشته
داســې ښــکـلا لري دا
دا د ګــــلانـــــو غـیږه
دا ګـــــلابي خاوره ده

د جګو غرو واطن دی
د ځــنــګـلو واطن دی
ټـــول مـنظره مـنظره
د مــنــظـرو واطن دی
ســه قیمتي وطن دی
سـه قیمتي خاوره ده

دا مو د مینی کور دی
دا مــو د زړه ټکور دی
دا زمونږ ګران وطن دی
دا مو د سترګو تور دی
دا دی ازاده وي تــــــل
د ازادي خـــــــاوره ده

د غــزنـــویانو کور دی
د اتـــــلانــــــو کور دی
دا د عــــمـر او منصور
د شـــــهــیدانو کور دی
دا حـــــقــاني وطن دی
د حــــقــاني خاوره ده

دا راتـه ګران دی ګوره
ډیر قــدردان دی ګوره
مـــنــهـــاج الله زهیره
افـــغـانستان دی ګوره
نــــړۍ یـــی ماته کړله
دا غــیـرتـي خاوره ده

منهاج الله زهیر

المحمدی بصری څانګه

13 Nov, 07:08


ما ځواني وه بايله ما ځواني کړه ړنګه
ستا لپاره وه ګلمخي وه ګل رنګه

مخکي داسي نه وم نه مي داسي حال ۇ
اوس بيبان باندي راګرځم يم ملنګه

ما دي غم په غاړه کړی راسره دی
د ځنځير يا هم په شاني د لونګه

ستا پر ځاي ستا دبيلتون سيوري ته ګورم
زړه تنګون دی هيلي ماتي نفس تنګه

تا د سر په قيمت غواړم تر تا جار يم
ته يي پاکه پاکه شمعه زه پتنګه

ستا مفتون قائم نو څنګه زړه کرار کم
دا دی ناست يمه تنها خالي مي څنګه

مفتون قائم

المحمدی بصری څانګه

12 Nov, 13:25


نعت شریف

ستاد،در ملنګ یمه
مات یمه راړنګ یمه
مینه کي دي خوږ نبي
خاص لکه پتنګ یمه
حسن جنتي لرې

زړه یی دقرآن نبي
دوست یي دسبحان نبي
ستاپه رسالت سره
نورسوپرجهان نبي
حسن جنتي لرې

ستاڅلوریاران ګلان
ډیروه پرتاګران ګلان
دوی هم وه مین پرتا
ستاله نوم قربان ګلان
حسن جنتي لرې

ته مي شه غمخوارګرانه
ډیریم ګونهګارګرانه
نه لرمه څوک بیتا
ته مي یي دلدار ګرانه
حسن جنتي لرې

رب ډیرنازولی یي
ځانته یي بللۍ یي
راغی جبراﺉل تاته
ته څومره ښاغلۍ یې
حسن جنتي لرې

ښکلي مدینه لرې
تکه شنه روضه لرې
یوارمي درواغواړه
لر اوبر جلوه لرې
حسن جنتي لرې

وایمه پرتادورود
ستاپرپاک اروا،دورود
نوم چي دي زه اورمه
وایم پسي بیا،دورود
حسن جنتي لرې

ستاوو دسپوږمۍ جمال
ستا دزندګۍ جمال
نه رسي ستاحسن ته
ټول ددنیاګۍ جمال
حسن جنتي لري

رحمت اللعالمین
لیک یي په طح یاسین
څومره خوږلقب وستا
مشهور وي ته په امین
حسن جنتي لرې

کړم به درته سرتحفه
ځان مي اوځیګرتحفه
هست ونیست دمهاجر
تاته مي هُنرتحفه
حسن جنتي لرې

وایم دورود وایم سلام په ډیره مینه پرتاباندي
واوره ګل ورینه پرتاباندي

مهاجرهروي

المحمدی بصری څانګه

12 Nov, 10:19


*ﷺﷺﷺ*

نـــــــور الانــــوار حــبیبــه
خیـــــر الابــــرار حـــبیـبـه
نـــــــــــورالهــدا مـدنـــــي
زمونږ ســـــردار حـــبیبـــه

الله ته ډیر قریــــــــــب یي
نـــبـیـانـو کي حــــبیب یي
ته یې محــــــبوبِ الله هم
معشـوق د رب مجـیـب یي

د شــــــــرک بلا ړنګه شوه
تیاره دونـیـــــــا ړنګه شوه
ســــــــتا په راتـــګ رسوله
بــــــــــس ناروا ړنګه شوه

د میني لــــــــوی دلیل یي
ښکلی  حســین جمېل یي
الله ته یې قــــــــــــدردان
محـــبوب د رب جلیل یي

ته مـــــــــــــقــتدا جانانه
بدرالدجـــــــــــــــا جانانه
ته مو شفــــــیع یي ګرانه
یوم الجــــــــــــزا جـانانه

خیــــــرالبشــــــر قریشي
نور الــــــــبصـــر قریشي
سیـــــــــد الانبیـــــــا یي
ګـران پیغمــــــبر قریشي

ستا پر سپــین مخ شیدا
ته مـــــــي ارزو تمنــــــا
نـــــصرت آغـا طالـب ته
ته مي ملـــــــجا او ماوا

نصرت آغا طالب

المحمدی بصری څانګه

12 Nov, 10:18


وجــود مــات زره زره دی
زړه پـه تـا پـسی خـفه دی
چـې تـه تللـی یـې تنها یم
غم سینه کې هره شپه دی

ما خوړلې اوس ځواني ده
ختمه شوې مې مستي ده
ته چې لاړی خــوږه یاره
ما بـــیللې زنـــده ګــي ده
حد یې نشته بې وسۍ ده
چې ستا یاد داسی تازه دی

تل زوریږم ستا انځور ته
هم غـږیـږم ستا انځور ته
ګونګه ژبه یې قلف کړې
ډیـر ژړیـږم ستا انځور ته
بیا تیارو لمن خـوره کړه
بیا خوږمن زړه په لړزه دی

ستا دیدن غواړم ګرزیږم
ستا په کلی کې تاویږم
ستاسو کور طرف ته یاره
زه په څو څو وار تیریږم
څنګه هیر به شی زړګکه
عشق په رګ رګ راسره دی

یو چنار ته یې دمه ده
شروع کړې یې ترخه ده
په رښتیا یې زړه مات شوی
د ژوندون ستړې کیسه ده
ژړاغونکی غږ یې بند بند
داسی ښکاری چې نشه دی

سر یې وه خوړ ارمانونو
اوس نوبت دی د دردونو
ما شاهین تری درس اخستی
ټول د عشق له کړاونو
زه له ستړي ژوندون ستړی
حال د یار اورم چې ښه دی

~ شاهین حمزه

المحمدی بصری څانګه

12 Nov, 03:10


غزل

خواږه د کم مه شه ارزښت د بې ارزښته مشه
تأثیر د پورته له دې خلکو تر زَړښته مشه

د ایماني ولولو شور د تر مغربه ولاړ شه
غږ د تر شام ولاړ شه قدم د بې خوځښته مشه

چې د غیرت پۍ یې رودلې نه وي څه به وکړي
څوک بې غیرته آن له وخت د پیدایښته مه شه

د بڼ ګلان د محروم مشه هم د ننګ له باران
د بې ننګۍ په خزان ماته دې هیڅ لښته مشه

هیڅ کوم میدان د خالي مه شه له غزا ده جهاد
د ننګ له وینو نه د وچه کومه دښته مشه

چې رابیدار کړي دغه ځينې ویده وښوروي
مخبته ته چې هر څه لیکې بې نوښته مشه

مخبت وردګ

المحمدی بصری څانګه

11 Nov, 17:21


عزل

مــــنـزل تـــــــه به رسـیـږمه جانانه صبر وکړه
اخـــیـــــــر به دی پوره کړمه ارمانه صبر وکړه

وطــــنــــــه ســـتـــا وا عیږې ته ګلان راټولومه
راشـــــیـــــن بـــه شی د ګلو ګلستان صبر وکړه

زما د بــی وسی او بی کسی قیصی کړه هیرې
له تـــــا ســـره ســیـالي کاوم جهانه صبر وکړه

دردو داسې ځپلی یم چی زړه مې نه جوړیږي
درمــــل راتــــه کــار نه کوي درمانه صبر وکړه

ای یــــاره بـــی له تا نـه زندګي هم عجیبه ده
جوند تیر شو او تیریږي بی له تا نه صبر وکړه

مـنـــهــــاج الله زهیره د زړګي درد دی ارم کړه
د زړه ورانـــه دنـــیــا دی کړه وادنه صبر وکړه

منهاج الله زهیر

المحمدی بصری څانګه

11 Nov, 17:04


د جنازې خبرتیا !

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د اسلامي امـ.ـ.ـارت د ترنم ځلاند ستوري او نوموتي ترانه خوان الحاج ملا فقیر محمد دروېش مېرمن او د خوست د اطلاعات او کلتور رئیس ملا شبیر احمد عثماني خور د اجل داعي ته لبیک ووايه او وفات شوه.
جنازه یې نن، دوشنبه د ماسپښین په دوه بجې د خوست ولایت اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په دوه سرکه عیدګاه کې اداء کیږي.

ټول دوستان او ملګري دې خبر وي.

إنا لله وإنا إليه راجعون

المحمدی بصری څانګه

11 Nov, 17:01


ورکـــه ارمـانه💔

ورکه جــانانه خدای دي بیا راوله
ورکه ارمـــانه خدای دي بیا راوله

ورکه لالیــــــه د زړګــــي دردونـه
ورکه درمـــانه خدای دي بیا راوله

ورکه یوسفـــه درپسې شوم ړوند
ورکه چشمانه خدای دي بیا راوله

ورکه خـــندا مي په غـــــمو بدله
ورکه خــندانه خدای دي بیا راوله

ورکه داستانشتون کې نشته باران
ورکه بــــارانه خدای دي بیا راوله

ورکه د وصــل د لېـــــدو خوبونه
ورکه خوبانه خـدای دي بیا راوله

ورکه راتلو لارې دي څــــارمه زمه
ورکه ناځوانه خدای دي بیا راوله

ورکه نصــــرت آغا طالب دي یمه
ورکه داستانه خدای دي بیا راوله

*نصرت آغاطالب*

المحمدی بصری څانګه

11 Nov, 15:02


ټرمپ فالو غلامانو او غربیانوته د قلم په ژبه

لاس اذاد توره تیره دی دجهان وی
چی می مل د رب نصرت او طالب جان وی

فکر نکومه بیابه دلته راسی
چی پیاد دوی ته دوزخ افغانستان وی

اسلامی نړئ به وُزی له اشغاله
پر جهان به حکمران مسلمانان وی

بیاتکرار به تیر تاریخ د ایوبی کړو
زمونږ تر پښو لاندی به دا وحشی لیوان وی

منتظره یو چی اوس به مهدی ع راسی
ورپسی به د رِجالو لوی کاروان وی

ښه په مینه یی رخصت که بیابه ګوری
د(یاسر)په شُمول ټول به شهیدان وی

یاسر کندهاری

المحمدی بصری څانګه

11 Nov, 10:28


طالــــــــــــــــــبه

راتېر کـــړه لاس د شفقت په خپل ولس طالبه
هر یوه کس ته ورکړه مینه تر خپل وس طالبه

په مغرور نفس قدم کېږده او نرمي اختیار کړه
بـــل دې په مخه باندې نه کاندي هوس طالبه

د یو سنګر د یو هدف ملګري هېر چې نه کړې
یاد یـــــــــې ساته لکه ګلاب لکه نرګس طالبه

ونه غولېږې په موټرو په چوکیو بانــــــــــدې
نه به وي تل رامعلومـــــېږي ټول عبس طالبه

د شهیدانو امــــــــــــانت دی اسلامي امارت
پـــــــوره ساتنه یې لازم ده په هر کس طالبه

پام کوه ډېر د خپل ملګري په بچیانو باندې
احوال یې اخله او معلوم یې کړه ادرس طالبه

د رب ذکرونه په بار بار کوه عاجزملنــــــــګه
د تقوا زغرې دې په تن کــــــړه زبردس طالبه

حافظ عاجزملنګ

المحمدی بصری څانګه

11 Nov, 10:00


د امت شهید ته ډالۍ

شین کړ د تاریخ په پاڼو نوی فصل بیا سنوار
هسکه غاړه ناست د شهادت جام ته یحيی سنوار

لاړو زنګي لاړو هیلې پاتې ایوبي ته شوې
توغ د ازادۍ رسول غواړي تر ايلیا سنوار

سترګو د فرعون ته نن درس وايي امسا باندې
داسې يې تفسیر کړلو مآرب اخری سنوار

ناست لکه پاچا دی، ورکوي د ازادۍ حکم
لا خو په زخمونو کې طوفان دی د اقصا سنوار

تښتي له امته د غفلت تیارې انسه! بيا
پورته د غزې له کهکشانه کړه رڼا سنوار

انس حقاني

المحمدی بصری څانګه

11 Nov, 07:42


خبري کوم !

لیونۍ نه یم له یادو !سره خبري کوم
جانانه ستاله تصویرو !سره خبري کوم

څه قتل سوي دي اوڅه یه سوه پرنیمه پاته
له پاته سوو ارمانوو !سره خبري کوم

اوښکي تم نشوي ترګریوانه یه کړي لاري جوړې
باڼه یه مات کړه له بڼو !سره خبري کوم

درد مي له زغم وتلۍ دردسره مي ورانه کړله
دزخمي زړه له پرهرو !سره خبري کوم

نه په زاریوګیرشوي اونه په تأویزدملا
وران شوي ندي ستاله پلو !سره خبري کوم

چي مهاجرته دي یادګاریوه تسبیح پري ښوده
قراریي شمارم له تسبو !سره خبري کوم

مهاجرهروي

المحمدی بصری څانګه

10 Nov, 13:49


نه کیږي بې تا زندکي ورانه ده
راشه وه اشنا زندګي ورانه ده

داسې کله کیږي چې یې ته کوې؟
څو به یې جدا زندګي ورانه ده

هېر کړلو یوسف بیا میرنو ورونو
پرې یې ښود تنها زندګي ورانه ده

یاره!! د غزې ویرجن مالت ګوره
هلته په رښتیا زندګي ورانه ده

واخیست ترې ظالم مرګي دسر سړي
ژاړي پري اقصی زندګي ورانه ده

خدایه!! د ماضي په څېر قاسم راکه
دلته هره خوا زندګي ورانه ده

ته په عَیش عِشرت باندې مصروف اوسه
مونږ کوو ژړا زندګي ورانه ده

بیا به شي امت یو ځای قسیم بدري
کړم دغه دوعا زندګي ورانه
قسیم بدري

المحمدی بصری څانګه

10 Nov, 13:18


غزل

چې ستا دیدن زما ارمان سو یاره
دلته نو ګران درباندې ځان سو یاره

تــا دنفرت ســایوان پسر ونې وی
او زما داوښکو پری باران سو یاره

ستا کمکې یاد ګوره او زما زوړ ارمان
لا پرملا خم پسی روان ســـو یاره

تقدیر ته ګوره دا یی څــه وکــړله
څوک مو فقیر او څوک سلطان سو یاره

دزړه دنیا کې مې باران کم وسو
مازې بهار سو او خزان سو یاره

یـوځـل دې وکـتل او ودې خندل
ګوره اسحاق له تاقربان سو یاره


اسحاق
https://t.me/lsaaclsaa

المحمدی بصری څانګه

10 Nov, 10:20


نویه غزل

دا جمال  دې زوال ته  رسیږي آخیر
دا ښایښت ؤکرانښت دې ختمیږي آخیر

دا ځواني دامستي دغه شرنګ او داشور
دا  ښکلا  ؤ  دا حُسن  زړیږي آخیر

دا انداز ؤ دا ناز به پیدا کړي بدلون
دا کتل دا خندل به  ورانیږي آخیر

دا قوت او دا زور دا بدن فولادي
دا هرڅه به هتمن خاوري کیږي آخیر

دا تار تار دا قطار دا پر مخ سایوان
دا زلفان پر تا ګران دې رژیږي آخیر

دا یاران مطلبیان به دې پریږدي تنها
دا یو یو درسه ځي او بیلیږي آخیر

دا غرور  تکبر  ولي  ولي  کوي
دا دنیا بي وفا ده پاتیږي آخیر

دا غزل دا ویل او دا خوار شاکریار
دا وصیت به ستا هم ډیر یادیږي آخیر

عبدالواسع شاکریار

المحمدی بصری څانګه

10 Nov, 05:09


غزل

توان چې د تاوان لري
هغه کور ویران لري

څوک چې په ځیګر ګرځي
قوم کې پهلوان لري

غشي د تهمت ولي
ژوند به سر ګردان لري

ژوند چې د عزت کوي
غیږ کې طالبان لري

امن مو په برخه دی
هر څوک کور ودان لري

اوښکې د خوښۍ ګلان
پاس په ځان نښان لري

ستا خالد تسل زلمی
لوی کور د افغان لري

خالد تسل

المحمدی بصری څانګه

10 Nov, 05:09


ټرمپ ته

چې مات شوی یو ځل سر وي دلته واورئ!
بیا جګ شوی، سیـــده شوی ، نه دی لار ته

د تیر وخت او د تیر واک خوبونه تــش دي
د باګـــــــــــــرام اډې نیول فکرونه تش دي
رسیدلي زمونږ چنار زلمي بهــــــــــــــــار ته

اطاعـــت او وحدانیت چې یې سرلیک وي
په اخلاص چې قربانۍ ته یې لاسلیـک وي
داسې ځواک مدام ځواکمن وي هراغیار ته

د عمـــــر ، منصور بچیو هوډ مو کلک کړئ!
اې اتلو میړنیو! هـــــــــــــوډ مو کـلک کړئ!
هر بُـزدل سخت شرمیدلی مو ســـــــالار ته

چې وجود مو پــــــه خپل دین ذره ذره کړ
چې مو تن په خپل وطن درســت لولپه کړ
هــــــک حیران غلیم حیران مو دی ایثار ته

په مادي ځواک نازیــــــدل آسمان یې ولید
د ســــــــــاده ټکنـــــــالوژۍ ایمان یې ولید
را به نه شي بیا خالد تسله! څـــار تــــــــــه

خالد تسل

المحمدی بصری څانګه

09 Nov, 04:11


جهادي خاطرې!

د ترنم له شهکار او پياوړي جهادي شخصيت الحاج ملا فقیر محمد درويش سره د الأبطال خپرندويه ادارې ځانګړې مرکه.

سبا شپه 8:30 د قيقې د الأبطال خپرندويه ادارې له ټولنيزو رسنیو څخه ليدلی او اوريدلی شئ.

الأبطال نشراتي اداره.
https://www.youtube.com/@Alobtalkhafarrandoaiedara

المحمدی بصری څانګه

08 Nov, 15:21


غزل

له جنګ' او له جګړو او له جنجاله لیرې لیرې
دا خلک' دا دي ولاړل له بد حاله لیرې لیرې!

هغو دا دي مزه د امنیت او امن حس کړه
چې څوک وو څو پیړۍ له استقلاله لیرې لیرې

مؤمنې عقیدې! د په مؤمن زېور' سمبال وي!
الله' خو یې د ساتي له دجاله لیرې لیرې

ټغر د اشغال ټول وي آزادي وي په وطن کې?
دا هسې تصور' ؤ له هر خیاله لیرې لیرې

دې خلکو ځکه دومره د جهاد' استقبال وکړ
ساتلی یې ضمیر ؤ له زواله لیرې لیرې

مخبت' درته دعا کوم طالبه یوسف مخیه!
ته مه شې له جمال او له کماله لیرې لیرې

مخبت وردګ

المحمدی بصری څانګه

08 Nov, 15:12


نه انجام ته رسیدلی نه امکان ته
ددنیا محبت پاتې ده ارمان ته

سترګې نه پیژني قدر د مړو اوښکو
کنه هیڅ کله به نه راتلې ګریوان ته

نا د هر سړي په خوله کې هم خوند نکړي
تور بلال غواړم ددې فتحې اذان ته

هغه تا راکړی ګل یې رانه وړی
ځکه شپه او ورځ ښیرا کوم خزان ته

چې دمرګ په دوایي باندې مې ښه کړي
ضرورت لرمه داسې یو درمان ته

کرامته څه بې خونده سودا وشوه
له ناوې راغلمه کیناستم باران ته

کرامت الله

المحمدی بصری څانګه

08 Nov, 15:10


د هجر شپې درنې درنې څنګه یې تېرې کړمه
نوردې نوم نه اخلم له ذهنه به یې لېرې کړمه

د وصال تندې یم اخیستی یاره مرم درپسې
څنګه داستاخواږې کیسې به یاره هِېرې کړمه

ته به هم وژاړي زخمي به شې په زړه جانانه
که مړاوې هیلې دزخمي زړګي برسېرې کړمه

سترګې مې سرې شي له دردو جانانه مړبه شمه
ستایاد مې واخلي له دردو غېږې چاپِېرې کړمه

زړه مې چودلی دی اوس وینې ترېنه څاڅي یاره
د زړه له درده یاره چيغې څه نادېرې کړمه

څنګه رنځور دې کړمه پرېدې ښودم لاړې رانه
اوس به سلګۍدرپسې یاره زه بې شمېرې کړمه

څنګه له درد څخه قسیم بدري زړګی قرارکړم
سلګۍوهم اوښکي به نورې لا هم ډېرې کړمه
قسیم بدري

المحمدی بصری څانګه

08 Nov, 12:28


ده خوشې یو استقلال دی

دوطن په سر  درو نری شمال دی
دهوس ونو راوړئ استقلال دی
اذادی مو میلمنه دښار په غیږکی
نور له کلی ظلم ورک دی په زوال دی

له شماله تر جنوبه امن امن
له ختیزه تر غروبه امن امن
ولسونه دخوښی ساګانی اخلی
رسی دزړونو تر حوبه امن امن
امیدونو سره ګلونه غوړولی
خوشبویی یه بیاویلی دزړه حال دی

دهرګل سره نغمی دی دبلبلو
احساسات مو تعجوب کړی په کتلو
هروګړی دوطن کوی خدمت تل
دهیواد درغولو جوړولو
ټول یو موټی یو قوت ددین له رویه
اتحاد ته یه زخمی زړګی لیوال دی

دا مسکن دی داتلو خادمانو
سرو لمبو باندی دسوی فیدایانو
اذادی او امن دی دبرکته
دزمریو غیرتمندو طالبانو
دا وطن اوس دطالب او اولس دواړو
دامیرعمر منصوراو دجلال دی

خوره شوی اخوت او ورور ولی ده
نفرتونو کډه کړی سوکالی ده
ټول هیواد لکه ګلزاردی غوړیدلی
دخوشیو خپلواکی او اذادی ده
دراشدولی ارمان وو چی پوره سو
نن هیواد دبریا ولی زرین خال دی

راشد ولي فراهي
1403/08/14

المحمدی بصری څانګه

08 Nov, 12:23


په ډېر څه ارزئ خو فعلآ دغه غزل..!

پوهيږي نه له عشقه زړونه خام دي
د ښکلو هسي هم کارونه خام دي

اسانه د بنګړو غوندي ماتيږي
د دي دؤر اکثر لفظونه خام دي

نفرت ته مو په زړه کې ځای ورکړی
دا ځکه چې زمونږ نيتونه خام دي

نړۍ سپوږمۍ ته لاره جوړه کړې
خو يو د پښتنو فکرونه خام دي

خالده پر غزل دي محنت وه کړه
تر اوسه دي لا هم شعرونه خام دي

خالدأنس

المحمدی بصری څانګه

07 Nov, 09:47


دلته هر قسم ترانی په اعلی کیفیت جوړیږی


Follow this link to join my WhatsApp group: https://chat.whatsapp.com/Bef0fBNO6TN3IWp5NUdCMq

المحمدی بصری څانګه

07 Nov, 08:14


ستا پراجود اوستا پر روح رسوال الله سلام
ستا پر روضې ستا په حرم خیرالورا سلام

ستا د وطن هر کاڼي بوټي او بېدیا ته ګرانه
له شماره وتې بې حسابه شام صبا سلام

ستا په اصحابو او دا ستا په اهل بیت مدني
لکه ریګونه او ټول غرونه د دنیا سلام

ته یې افضل ته یې اشرف ته یې ابهاترهر چا
ته یې اعلم ته یې اعلا حبیب الله سلام

ستاپه قاسم ستاپه طاهراوپه بې بې فاطمې
ستا په ټول قوم ستا په تقي نقي آقا سلام

ستا په غزاوو ستا پر ټولو لارویانو باندي
په مدینې او په مکې او په حرا سلام

تحفې قبولې د درود کړه له قسیم بدري نه
اهل او مال یې شه قربان ټوله ترتا سلام
قسیم بدري

المحمدی بصری څانګه

06 Nov, 19:31


نور ستاسو خپل نظر 😎

المحمدی بصری څانګه

06 Nov, 19:31


محمد علیم بسمل

شاعرانو، ليکوالانو او نعت خوانانو ملګرو!!
الله تعالی په قران کريم کې يا موسی! يا عيسی! او نور ویلي دي؛ خو يا محمدا! يې نه دي ويلي؛ بلکې په قران کريم کې د ځینو وجوهاتو له امله منع هم راغلې ده. چې هغه يو څه تفصيلي موضوع ده.
بهتره به وي، چې په شعر، نثر او ترنم کې د يامحمدا! وا محمدا! او يا هم له محمد نوم څخه ډډه وکړو؛ ځکه چې دا د نبی عليه السلام په حق کې د ادب له چوکاټ نه يو څه لرې مالومېږي.
#بسمل

اکثره شاعران او نعت خوانان د رسول کريم علیه السلام د ظاهري ښایست صفت کوي، لکه ستا سترګې مبارکې، ستا زلفې، ستا مخ مبارک، ستا قد او قامت او...
همدارنګه د خپل عشق يادونه ډېره کوي، چې په اصل کې شاعر او نعت خوان د رسول علیه السلام صفت نه کوي، په حقيقت کې يې د ځان صفت شروع کړی وي. لکه، زه دې په ښایست مين يم، ته مې دلبر يې، بې له تا مې ژوند په انګار دی او داسې نور.

مګر د نبي عليه السلام د اخلاقو، کردار او سنتو بیخي کمه يادونه کېږي؛ سره ددې چې اخلاقو مبارکو ته یې د خلکو رابلل مهم کار دی او ټولنه پرې هدایت ته رسېږي.
مثلا! نبي علیه السلام فرمایي: هغه کس مؤمن نه دی، چې ګاونډي يې نهر وي؛ دی يې په حال خبروي، د نهرې خېټې د مړولو توان یې لري، خو بیا هم د خپل ګاونډي غم نه خوري.

همدارنګه د مور او پلار اداب، په ټولنه کې د مختلفو وګړو سره نېک چلند، عفوه، صله رحمي، عدالت، سخاوت، عاجزي او... دارنګه سلګونه سنت، اخلاق او لارښوونې د رسول علیه السلام له مونږ پاتې دي، چې نورو ته یې ورسوو؛ خو بيا هم مونږ د رسول کريم عليه السلام په ظاهري ښایست او خپل عشق باندې زیات تمرکز کړی.

له شاعرانو او نعت خوانانو مې هيله ده، چې کوښښ وکړي تر ډېره د نبي عليه السلام اخلاق، سنت او کردار تر خلکو ورسوئ؛ ان شاءالله نتيجه به یې د اجر ترڅنګ ګټوره او دوامداره وي.
#بسمل

المحمدی بصری څانګه

06 Nov, 18:50


ژوند تیریږي او دردونه دي ته نه یې
بس تنها یم ستا یادونه دي ته نه یې

ستا بیلتون یم په زړګې ویشتلې یاره
په زړګې مې پرهرونه دي ته نه یې

سر ببر څیرې ګریوان یم ستا له غمه
لیونې شوم ستا غمونه دي ته نه یې

ټوله شپه کړمه شب ګیر زه تر سهاره
ژاړم ستا ګونګ تصویرونه دي ته نه یې

چې ته تللې وی په هاغه لاره یاره
لا دې پاتې نیم ړنګ پلونه دي ته نه یې

عمري شومه بیمار د جانان یاده
د بیلتون ترخه وختونه دي ته نه یې

.عمري کندوزوال.

المحمدی بصری څانګه

05 Nov, 14:48


ځونانو سره یوشی

د نــــــــړۍ مــســــلــمـــانانو سره یو شې
ای د دې اومــــت ځــــونــانو سره یو شې

یو وجود شې چې د بل په درد خبر شې
مــــتــــحــــد شې مومنانو ســره یو شې

د جـــهـــاد ســپـیڅـلی لاره انتخاب کړې
کـــــــامــــیــابي مو د ګلانو سره یو شې

پـــه مــــظلــــوم بانــــدې د ظلم انتها ده
غـــــچ یـــــې واخــلې اتلانو سره یو شې

فــــلــسطــیــن د اســـریـــلــو نه ازد کړې
د کــــــفـــــــارو قــــاتـــلانو سره یو شې

د ایــمـــان زور مو له خوبه را بیدار کړې
غـــفـــلـــت مـــه کوی یارنو سره یو شې

د مــــنـــهاج الله زهـــیـــر خـــوږو ملګرو
اســــلام پـــالــــو شـــاعرانو سره یو شې

منهاج الله زهیر

المحمدی بصری څانګه

05 Nov, 14:38


غزې ته سرود

ته پرځولی شې د ټولو شیطانانو غرور
ته یې ویشتی شې د غضب د شهابونو په نُور
د ژوند زیتون یې ترېنه غوڅ غوڅ دي د اور په ارو
ربه درمان یې شې بې حده فلسطین دی رنځور
د بُورو ورارو د پلار مړو یتیمانو ربه
یه په غزه کې د شهیدو ماشومانو ربه

په آسماني تندر یې و وله ماڼۍ د ستم
چې وینې څښونکي ظالمان شي له نړۍ تري تم
نېست و نابود کاندې الهي د غزې قاتلان
دا شیطانان چې یې پر سر د مځکې پښې نه شي تم
د فلسطین خاوره د امن په ګلشن واړوې
د ونو بوټو د بلبلو د ګلانو ربه

غزه غرڅه ده ترېنه شاوخوا پړانګان دي را تاو
غزه پرۍ ده ترېنه چارچاپېر دیوان دي را تاو
ربه په نویو ابابیلو یې ساتنه وکړې
بلا تشبیه لکه کعبه ده ترې فیلان دي را تاو
فیل او د فیل یاران په قهر په غضب واړوې
د فلسطین د اوښکو وینو دعاګانو ربه

نړۍ ړنده، په سترګو وینې د غزې نه ویني
باران د اوښکو، ډلې ډلې جنازې نه ویني
پر غزه اور وُري، غافل او بې احساسه جهان
سوي په اور کورونه ماتې دروازې نه ویني
په محافظو ملایېکو غزه ته و ساتې
لاس نیوی وکړې د لوېدلیو محکومانو ربه

اغزي د ظلم یې په سترګو په نظر کې اوسي
غزه یو زړه دی چې په څوکه د خنجر کې اوسي
خالقه ته یې ساتندوی شې په کې و یې ساتې
دا د لرګي بېړۍ د اور په سمندر کې اوسي
ته یې را وباسې د امن د نجات ساحل ته
د غریبانو ربه یه د مظلومانو ربه

پیرمحمد کاروان

المحمدی بصری څانګه

05 Nov, 14:38


غزل

زره زره  ټوټي ټوټې زړه به مي بیا مات سي
پریږده غمجني افسانې زړه به مي بیا مات سي

درته ویل به مي چي ځان را باندي مه ګرانه وه
اوس چي رخصت اخلي او ځې زړه به مي بیا مات سي

زه د دردمنو ویښو شپو په زور ډیر ښه خبر یم
رایادوه مه هغه شپې زړه به مي بیا مات سي

ستا د یادو لښکري زما دزغم دیوال ماتوي
مه رالېږه دا قافِلې زړه به مي بیا مات سي

بیا ځلې نه تقرار وم دا تيروتنه  ګوره
ساتمه ځان له یارانې زړه به مي بیا مات سي

زما شاکریار ویده زخمونه به راویښ  کړي بیرته
که دې کولې زمزمې زړه به مي بیا مات سي

عبدالواسع شاکریار

المحمدی بصری څانګه

05 Nov, 14:37


سلام دی صد سلام د حقې لارې پیروانه
د هند د غزا ځوانه
توان نلري دښمن مو دی په تېښته له میدانه
د هند د غزا ځوانه

روان په خرپ او ترپ کې دي جاري او ګړندي دي
ښکاره او که مخفي دي
تعروض کمین چریک دی که بریدونه هدفي دي
ښکاره او که مخفي دي
په عزم دې پیل کړي ګزارونه له هر خوانه
د هند د غزا ځوانه

زخمي زخمي وجود او شپه سفر په دنګو غرونو
په دښتو ګړنګونو
را خم نشې له سختو کړاوونو تکلیفونو
په دښتو ګړنګونو
قدم په قدم وړاندې ځه اتله قهرمانه
د هند د غزا ځوانه

قربان دې شم طالبه که هر څومره قربانېږې
نو لاپسې ځلېږې
په ورکه ازادۍ پسې به خامخا رسېږې
نو لاپسې ځلېږې
غزا ته کمربند دې کلک تړلی دی له ملا نه
د هند د غزا ځوانه

که دار دی که زندان دی قبلوه یې هزارواره
غازي غازي احراره
سپېڅلې عقیده لرې سپېڅلې مو تګلاره
غازي غازي احراره
په وياړ دې يادوي زبير ساپي زما جانانه
د هند د غزا ځوانه

زبیر ساپي

المحمدی بصری څانګه

05 Nov, 14:35


د وطن خاورې


درکــــــــــــومه درته زه د زړګي وینې
په ما ګرانې د وطن خــاورې شېرینې

لر او بر دې د خوښۍ ګلـــــونه پاشم
هره خــــــــوا سمسوروم دې ګلورینې

د سرونو په قېمت مو کــــــړې آزاده
له اشغال د یرغلونــــــــــــــو نازنینې

خوشبویانې دې خورې وه هر طرف ته
دا ستا غـــــــرونه او درې عطرورینې

ستا په ننګ ډېرې ځوانۍ ټوټې ټوټې شوې
په قبرو یې اوس رپېږي جنډې سپینې

د آسیا د وربل ګـــــــــــل افغانستانه
د آسیا د زړه ټوټــــــې د افغان مینې

د عمـــــــر او د جلال صاحب مسکنه
د منصور صاحب په سرو وینو رنګینې

زه عاجز ملنګ دې ستایم تاریخونه
په تا لیکـــــــــــم د تاریخ پاڼې زرینې

حافظ عاجزملنګ

المحمدی بصری څانګه

05 Nov, 14:29


دسنګـر ژونـــد

        تـاتـه سنـګره چې راتلـم درتـه په یـاد دی کنـه
        دستا په غـیږ کې اوسیدم درته په یاد دی کنه

        ګـریـوان به څـیري سرببر دلـېوني پـه شانـتې
        په هـر ګړنګ دې ګرزیدم درتـه په یاد دی کـنه

       چې بـه دوښمن سـره مـا مخـامخ جګـړه کـوله
       چې به ترې شاته نه کیدم درته په یاد دی کنـه

       چـې له ماشـام به تـر سهـار وم شبګیـرو وهلی
        لـکه خـومـار بـه زنګېـدم درتـه په یاد دی کـنه

       چـې دملـګـرو دفـراق اور کې به ګیر شوم کله
       جـوړبه پتنګ شوم سوازیدم درته په یاد دی کنه
       چې به ټوټه ټوټه زلمي ما راټول کړل څادرکې
       هـغه ساعـت هغـه هـر دم درته په یـاد دی کـنه

       چې ترابي به هغې غټې تیږې سیـــوري لاندې
       چې به همیش دمه کېــدم درته په یاد دی کنـه

           شعـر تـرابـي اشـــــنا

المحمدی بصری څانګه

05 Nov, 07:33


ښکلا وشینده' په زړونو د ښکلا ارزښت معلوم کړه
لارویه' په تیارو کې د رڼا ارزښت معلوم کړه

د دنیا تاوان او ګټه په انصاف باندې تقسیم کړه
په دې ښې څیړنې وکړه د دنیا ارزښت معلوم کړه

بیا د تیر اسلامي برم' زنګ وهلې توره واخله
پاڅه بیا دا قیام وکړه ته یې بیا ارزښت معلوم کړه

د وجدان آزادي څه ده ویښ ضمیر او ایمان څه دي?
چې دا څه دي په څه ارزي ته همدا ارزښت معلوم کړه


د بربنډ جهان په وړاندې خورې! ته خپل عفت ساته
د حیاء پړونی ټینګ کړه د حیاء ارزښت معلوم کړه

ښه په ځیر مطالعه کړه کتابونه! د خپل ژوند دې
تبصره' پر هر چا وکړه د هر چا ارزښت معلوم کړه

چې ما څه عنوان راوړی ګټور دی او که ندی?
مخبت دا دی درته ناست یم ته زما ارزښت معلوم کړه

مخبت وردګ

المحمدی بصری څانګه

05 Nov, 03:36


یوه یوه لکه تسبې شمارمه
د سترګو اوښکې مې دشپې شمارمه

کلونه ووتل خو هیر مې نکړې
د بیا راتلو دې لا وعدې شمارمه

خوب مې لیده چې دابه څه تعبیر وي
زه دې تار تار زلفې اوږدې شمارمه

لکه چې ته راسره څنګ کې ناست یې
داسې دې ځان سره قیصې شمارمه

سر مې له شرمه په ګریوان کې پټ کړم
چـې کله کله مې توبې شمارمه

چې کرامت ځم په سفر یو چیرته
بس دعاګانې د ادې شمارمه

کرامت الله

المحمدی بصری څانګه

05 Nov, 03:29


غزل

مخ مې پټ د زمانې ګرد او غبار کې
څه اوتر ګرځم د ژوند په دې بازار کې

چې ساده ساده مې هر خوی وطني دی
د فیشن نښې مې نشته په رخسار کې

شنې لمنې وې د غرو یخې چینې وې
څومره کیف وو د ملګرو په بڼډار کې

چې سینه مو سرو مرمیو لره سپر وه
زړه مو ښه وو ټکولی په اغیار کې

د ښوونې دوره راغله خپلواکۍ شوه
ماشومان دي په تعلیم ښه ځان سینګار کې

د مرګونو مور شوه بوره مخ یې تور شو
اوس خالد تسل ډاډه ګرځي په ښار کې

خالد تسل

المحمدی بصری څانګه

01 Nov, 04:21


مظلومه غزه

پاکه ربه د مظلومي غزې غیږ  ڪي
یوه ماشومه ڪړي نعري د ادې غیږ ڪي

ته خو ولیږي لښڪر دابابیلو
چی یه خلاص ڪي له پنجو داسرائیلو

د ظالمو پري لاس بر دی ذوالجلاله
د بریا هیله یې پره ڪړي لایزاله

ته یې وڪړی نصرتونه له هر لوري
له درد ډڪي څو معصومي څهري ګوري

پاڪه ربه ته عظمت د فتحي ورڪړي
د نړۍ په هر یو کونج ڪي یې سر برڪړي

څو مومیني هیلی سپاري تر لحده
غیرتي غږ یې خاموش شي تر ابده

عمري زَابْلَیّّه سوال ڪړه هر سحره
د بارت لوخړو وخوړ هر بشره

حافظ عمري زابلی

المحمدی بصری څانګه

31 Oct, 20:12


محــــــمدهﷺ

زه مین یمه حبیبـــــه په رخسار ستا
تږی تږی مــې زړګی دی د دیدار ستا

یو ځل راشه په خوبونو کـــې جانانه
راته وښایه حسین مخ جلوه دار ستا

د جهان په ښایستونو ښکلاګانــــــــو
وربه نه کړمه  یو دانه د زلفو تار ستا

په دردونو او سوچونوکـــې راګیر یم
ارمانـــــــــونه کوم زه لیل النهار ستا

چې نظـــر مې په یس او په طه شي
راڅرګند دې صفتونه شي بسیار ستا

نو هغه به کومه ورځ وي محمدهﷺ
چې مې ولږېږي سترګې په مزار ستا

په قیامت د شفاعت نظر دې غواړم
آمتــــــــي عاجزملنګ یم ګنهګار ستا

حافظ عاجزملنګ

المحمدی بصری څانګه

31 Oct, 15:44


غزل

چې ستا دیدن زما ارمان سو یاره
دلته نو ګران درباندې ځان سو یاره

تــا دنفرت ســایوان پسر ونې وی
او زما داوښکو پری باران سو یاره

ستا کمکې یاد ګوره او زما زوړ ارمان
لا پرملا خم پسی روان ســـو یاره

تقدیر ته ګوره دا یی څــه وکــړله
څوک مو فقیر او څوک سلطان سو یاره

دزړه دنیا کې مې باران کم وسو
مازې بهار سو او خزان سو یاره

یـوځـل دې وکـتل او ودې خندل
ګوره اسحاق له تاقربان سو یاره


اسحاق

المحمدی بصری څانګه

31 Oct, 12:10


غزل !

تصویر دي په سینه کي تر سهاره ګرځوم
ټوټه ټوټه زړکۍ لکه  هنداره ګرځوم

دزړه للمه مي وچه ده باران دوصل غواړي
په لاس کي مي ډیوي له انتظاره ګرځوم

له جیبه يې را واخلمه او ښکل يي کړم په مينه
یادګار دي په هر ځاي کي ورکه یاره ګرځوم

دهجر باد مي ټولي هیلي داسي تارپه تار کړې
ارمان د زنده ګۍ پر نیمه لاره ګرځوم

که ټوله راته يوشي و به نه وړم له مسیره
دا غاړه د منصور غوندي له داره ګرځوم

چي کله مهاجره زماپر هیلو بهار راشي
خزان خزان ژوندون به له بهاره ګرځوم

مهاجرهروي

المحمدی بصری څانګه

31 Oct, 11:05


د ازادۍ په څنګل پروته تاریخي زلموټي
ړنګ او ویجاړ وزیرستان چي درنه هیر نشي

تا د سرو وینو په بدل ګټلي نوشیجان دي
خو پام زما د زړه ارمان چي درنه هیر نشي

حکیم الله او بیت الله د فضل الله وصیت ده
زمونږ یتیم یتیم کاروان چي درنه هیر نشي

ته دي بلند شي په نړۍ لکه د لمر سترګه شي
خو د دي کوز کلي غازیان چي درنه هیر نشي

ولاړ دیکه کړه حرکت ته یي مجبور کړه صیبه
او د منزل به لور روان چي درنه هیر نشي

د ( مبارز ) په شمول واړه په نظر کي لره
دغه د حقي شاعران چي درنه هیر نشي

مبارزبدري

المحمدی بصری څانګه

31 Oct, 11:04


ورځي لالهانده شي او شپي په غمو واړوي
یاد دي له خندا نه ډکي خولي په غمو واړوي

شه یمه بیدار یمه خو یاد د جانان ظلم کړي
راشي ناګهانه بس کیسي په غمو واړوي

ځیر ځیر ورته ګورم نه لیدل نه غږیدل کوي
ګونګ ګونګ تصویرونه دي لیمي په غمو.واړوي

ستا د فراقت ترخي لمحي او د نشتون کیسي
ورکه د شعرونو کتابچي په غمو واړوي

پام چي د منصب غرور دي وانخلي معصوم فکر
هسي نه چي هیلي او اسري په غمو واړوي

مور ته مي ویل په انقلاب کي چي راځم بیرته
دي ویل اخیر به دي ادي په غمو واړوي

ټکنده غرمه کي زنګیدلی قدم ږدي او ځي
ما به (مبارزه) اندیښني په غمو واړوي

مبارزبدري

المحمدی بصری څانګه

31 Oct, 11:03


که حساب کتاب ته ته را سره کیني
ما به څومره ملامت کړي زماني

څومره وخت وشو چي تا نه جدا شوی
لا مي یادي ستا د ناز خوږي کیسي

زه نا حاله په ژړا د ځان پوه نه وم
خو چي پاڅیدم لمدي ولي لیمي

ستا د ښکلي مخ دیدن ورباندي بند وو
وچي شوي وي د غره سړي چیني

ما نو اخذ د مین د ژوند تري وکړ
څوک به څنګه تیروي بي یاره شپي

نه پوهیږم چي څوک ولي نه خبریږي
کني ټوله ورځ وهم د غم نعري

کندهار کابل هرات را باندي پوه شوو
نه پوهیږي لا یاران د خیل خاني

(مبارز بدري) به خدای ج ته صبر وکړم
هیڅ ځای نه نیسي له چا څخه ګیلي

مبارز بدري

المحمدی بصری څانګه

31 Oct, 11:00


وهر ظالم ته ګور ده سپینه جنډه دوطن
رب دې وچته لرې دننګ شمله دوطن

مغروره ګام نه منې له ځان له پاسه خاوره
له خونده ډکه ښکارې هره ساحه دوطن

وینې له تن ورکوې بدن اوسر ورکوې
داهر سرباز یې ګوره ټنګ په واعده دوطن

شمال یې څومره نرم خاص دجنت په مثل
وبه یه هم دې خوږې شنه منظره دوطن

ستا محافظ دی خاورې دامحافظ شباب دې
خدمت یې تل به کوو ښکولې ډیوه دوطن

محافظ شباب

المحمدی بصری څانګه

31 Oct, 10:59


توره په وینو دجـال پروت دی امارت قائم دی
شکور اولس موهم خوشحال دی امنیت قائم دی

سینې موسپر کړې وپاک دین ته قربانی موورکړې
دعشق او مینې په هنتون کې مو همت قائم دی

زلمې مو وختل ودار ته ژوند پیغور یې نکی
هم په مل تیا ددغه خلګو حُـکُمت قائم دی

چي تُو روګمی وه نوغلیم به په اَزار ژوند کوی
ښه عاجزې وه په سنګر کې اوس ملت قائم دی

ځـــوانان مو وروزی فکرې اِعداد لا پا ته دیه
د اســلامې نظام حُضر کې عـدالت قائم دی

په تا نازیږې په تاویاړې محـافـظ شبـاب دې
خاورې دتن غوښي درزارنوم دي اوچت قائم دی

محافظ شباب

المحمدی بصری څانګه

31 Oct, 09:44


دقلم په ژپه تریخ حقیقت

ټوله د یـو افغانستان دي خو یو کیږي نه
سره بیل شوي افغانان دي خویو کیږي نه

ځیني تاجک ځیني اوزبک اوهزاره یادیږي
که پښتانه اوکه فاړسیان دي خو یوکیږي نن

یو په أَبَــل باندي ټاپي وهي اونه یې مني
پوهیږي ټول چي په تاوان دي خو یو کیږي نه

په دین کي یو دي په قران او په مذهب کي یو دي
دا د  نـــړي مسلــمانــان دي خو کیږي نه

دهر طاقت مخته ولاړ دي په میدان کي زمري
که یې زاړه دي که ځوانان دي خو یو کیږي نه

که یې هدف که یې ایمان دی ورته کار کوي تل
دا د ادم هوا بچیان خو یو کیږي نه

جامِي مُبارک ګوته غاښ ورته په فکر تللی
اخر دا ولي حق حیران دي خو یو کیږي نه

  قاࢪي جٰامِـي مۘب‌ـ❦ـاࢪڪـ

المحمدی بصری څانګه

30 Oct, 19:27


د چا د پښو پل ښڪلوم روان یم
جانانه نور دې هیـــــروم روان یم

ډیر انتـــظار مـې ورته وکړ اخــر
د یار له کلــــې کډه وړم روان یم

د چا له یاد سره کرۍ شپه ویښه
بیـا تر ســـــهاره رڼـــوم روان یم

هیلې مې مړی شولی لاهو په اوبو
د خـپل ارمان جـنازه کړم روان یم

د ځوانیـــمرګ اشنا مــزار ته ځـمه
ګـیډئ د ګلـو نن وروړم روان یــم

عــمري یاره ستړې ژوند او بیلتون
د ژونـد کیسه مې ختموم روان یم


``عمري کندوزوال``

المحمدی بصری څانګه

30 Oct, 19:27


 چې ستا د شهادت راغی خبر، په مازیګر کې
 زخمي مې شو اشنا د زړګي سر، په مازیګر کې

لا ستا د شهادت خبره نده بوډۍ مور دې
څاري درته تر اوسه د کور وَر، په مازیګر کې

زما د یو کتاب او مدرسې ګرانه ملګریه
بغیر لتا مې درد کوي ځیګر، په مازیګر کې

دارنګ چې مې شو زیړ یاره دا ستا د فراق زور دی
غمونه  مې په زړه راځي اکثر، په مازیګر کې

په خړو خړو خاؤرو ستا د پښو پلونه ګورم
وهم دې یادګارونو ته چکر ،په مازیګر کې

د زړه په دنیاګۍ مې د غمونو تور ماښام شي
په غرونو چې پناه شي زیړی لمر، په مازیګر کې

چاپیره له ، هاشم ، شي ستا لښکر لښکر یادونه
تازه شي د ، هاشم ، د زړۀ پرهر ، په مازیګر کې
ـــــــــــــــــــــــــ
هاشم سادات

المحمدی بصری څانګه

30 Oct, 03:03


فکري جګړه ده

څه په چل او په هنر فکري جګړه ده!
په دنیا کې سراسر فکري جګړه ده،

مسلمان پکې! له ټولو ډیر زیان ویني
د همدوئ په برابر فکري جګړه ده،

یو کس نه! پکې ټولنه تباه کیږي
فردي نده د بشر فکري جګړه ده

زهرجن وار په مؤمنو عقیدو کړي
د ایمان او دین په سر فکري جګړه ده

په ورو ورو د اسلامي دود ړنګول دي
اوس زیانمنه تر هر شر فکري جګړه ده

مؤمنانو د افغان خاورې ځوانانو
ایمانونه مو کړی سپر فکري جګړه ده

خپل هدف ته به ځیرک اوسې مخبته
ټوله زمونږه په ضرر فکري جګړه ده

مخبت وردګ

المحمدی بصری څانګه

29 Oct, 18:30


درد مي راتاو ؤ له سینې، له زړه مي نه وتلې
شفې به شبګیره تېرېدې، له زړه مي نه وتلې

ستونی مي ډک سو له ژړا ژبه مي بنده سوله
یاره له ما چې بېلېدې، له زړه مي نه وتلې

یوازي ناست یمه خیالونو کي مي ته راګرځې
کوم له ځان سره کیسې، له زړه مي نه وتلې

څنګه مي هیلې سوې په نیمه لاره تم زړګکه
ولي دي ماتې کړې وعدې، له زړه مي نه وتلې

په مړو کاتو يې زندګي درنه بې خونده کړله
فاروقه نسته دې مزې، له زړه مي نه وتلې

سیف الفاروق رافع

المحمدی بصری څانګه

29 Oct, 18:15


غزل

د زړه اور به مي تر هغه پوري بل وې
چي پرځمکه باندي ستادقدم پل وې

یا به مړ یمه او یا به بیمار،پروت یم
ستایادونه که مدام راســـره مل وې

په دونیاکي ګــیله مه کـــوه له چانه
څــوک وفاکـوي دچــادرسره چل وې

بارچي کــوږوي ترمــنزله نه رســیږي
حق خبره ده هرڅــه که دامـــتل وي

مــینه ســـخته ده اسـانه کارخوندۍ
مــینتوب خـــودازغــوپه سرمزل وې

مهــاجــره  فــیصله چي دتقـــدیروې
نه بدلیــږي چـي لیکـــــلې له ازل وې

مهاجرهروي

المحمدی بصری څانګه

29 Oct, 14:47


په ملا پسې غږیږي

څــوګ پــه ما او څوګ په تا پسې غږیږي
دلــتـه  خـلـــک ده هــر چـا پسې  غږیږي

نه حـافـظ او نــــه عــالـــم ګـوري ملګرو
په طــالــــب  او پـــه مــلا پـسـې عږیږي

ځـیــنـې خـلــک شیـطانت ورسر ګډ کړي
ســتـــا خـبـــرې کـړي بیا ما پسې غږیږي

سپین سترګي کې داسې حد ته رسېدالي
یـــو اشــــنـــا د بـــل اشــنـا پسې غږیږي

ټــــول وخـــتــونــــه تېـراوي په غیبتونو
څـوګ پـه دروغوڅوګ رښتیاپسې غږیږي

غیرله ځان یې بل هیس څوګ نه خوښیږي
دا چــی نــــن ټـــولـی دنـیــا پسې غږیږي

د مـنـهـــاج الله زهــیـر غـیـبـت دی وکړي
چــی یــې کـمــــه شــي سزا پسې غږیږي

           منهاج الله زهیر

المحمدی بصری څانګه

29 Oct, 10:26


https://t.me/Afghan_Mediaa

المحمدی بصری څانګه

29 Oct, 10:20


دتاریخ دنِــښـــــانو عـــــظیم نــښــــــانه
خــدای دي وســـاته غـــازي غازي جانانه
پـه زخمــــونو دي ملهـــم درته ایـــږدمـه
کنـــدهـار لــــوګر نیمــروز تر نورســـتانه
احتــــرام به دي کــــوم پـــه دواړو لاسو
تـه وطــــن یی د شهیــد مــــلا بورجـــانه
داد الله ؤ غازي سنګــین تا کي دفـن دي
ته ټاټــــوبی د محــــمود افغـــــانســـتانه

یو ملنګ انسان په تا کي شــــو راپـورته
کړه په جار باندي دحق چیغه کړه پورته
ورو ورو خلګ یی وخـواته راروان شول
له عربو له عجمــو یی جوړ یاران شــول
ای تر خاورو لاندي زموږ عـــظیم رهـبره
خـدای دي وبښــــه مرحـــــوم ملا عمـره

اخ لـــه یاد څخـه مـي نه یــی ته وتلـــی
سـتا په یاد کي مــي اشنا غــزل لیکـــلی
یی ظــالم راته په اور کـــي ســوځـــولی
دشهــــــیدو زلمـــــــــکــو خــړګـی کلـــی
دي لاس پوڅو دانګـــریز کړي راته ورانه
اخ زما شیــــرین شــــیرین وزیـرســـتانه

په عــــربو کــي دحـق ډیــوه مړه کیــږي
د خـــالد او دعـــمر بـــچــــي ویــديــــږي
د برا ابن مالک کــــوربـــانـــۍ څه شــــوه
د علـــي تـــوره دچـــا لاس کـي زړه شـوه
که هـــرڅـــومره فــــریادونه غــزه وکـړي
د عـــــربو مــړ زمیـــر به راویــښ نکـــړي

فاتـــــحان دي درتـه بــــیا پــیـــدا کـومــه
دوه ځـــوانان دي درتـه بـــیا پیــداکــومـه
اندُلســــه تـه بــه بیـــا دتـاریــخ ګل شـــي
ته به بیا دبل طـارق او موسی خــپل شي
انتـــظـار شـــه بیا درځـــي لښکـــر دبــحر
د خپل تن په وینو پوره به کړي ستا مــهر

غـــرناطــه ورپســــي ګـــورم نــــادرک ده
طلـــطــلــعي او اشبــیلي کي رانه ورک ده
لټـــومــه هـــــره دښــــــته او بیـــــابــانـه
رانــه ورک ده هـــا موســــی ابن غــــسـانه
جـــوماتونه شهـــــیدان شــــول لوټي لوټي
میمـــــــبرونه شهــــیدان شــول لوټي لوټي
شــــوي خامــــوشـــه ازانګي دخــــوږ اذانه
ترینــــــه نه اورم نامـــــه دپــاک ســــبحانه

خـــدایه بیا یی را ژونــدي کړي ها سـرونه
چــي ورمات کــړي دکــافـــرو اورمــیږونه
د ناهــیــدي خور سـلګۍ واوري روان شي
محمد غوندي پیـــدا به کوم بل ځوان شي
چي لښـــــــکري دچنګــــیز زیر او زبر کړي
دخــورازم زمــری به څوک بیا راخـبـر کړي

چي تري خلاص کړي له یهـــودو فلســطن
تـــه پـــــیدا کـــړه ربه بل صــــلاح الــدین
هــــم ملګـری ورســره یو داسي ځوان کړه
د ښـــۍ مټ وزیر علـي ابن ســفــیان کړه
چـــي دوخـــت دکِبرجنو غرور مات کــړي
د یهــــودو مکـــرجـــنو غـــرور مات کــړي
ایــــوبي ته بــس اقــــصی پـه انتـــظار ده
ایــــوبــي تــه دا دونـــیا پـــه انتـــظـار ده

ضـــــرورت ده بــل ســـلـطانِ نورالـدین ته
دافریقـــا زمــري یوسف ابن تاشــفـــین ته
یا دغـــرونو ها شــــاهــین بیـرته راتللــــی
یا عمـــــیر کــــومــــي مـــور وای زیــږولی
ځــم غازي معــــظم علي پیــــــدا کـــومــه
یا مُـــــــراد انـور علــــــي پــــیدا کــومــــه
د طاهــــر ابن یوســـف قـــــبر مي ورک ده
د غـــازي نعیـــــــم ارمـــان مــي نادرک ده

تُرکیســـــــــتان دغُـــلامۍ ځـــنځـیر تـړلی
چیرته ورک یی درپسي شومه ډیـر ستـړی
یوځـــل ســـر ورته راپــورته کړه دونیـا ته
د کافِــــرو تســـــــلُـط ده هـــــري خــــواته
قطــــــیبه ابن مســــــلـیمه ارمـــان راغـــی
په بچیــــــو دي دکُفــــر طــــوفـان راغـــی
نه خالد شــته نه ضرار ابن الاضــــور شـته
نه عربو کي اوس بل داســـي باتـور شـــته

اوس یـــوازي څـو زلــــمي په حق ولاړ دي
پـه دفــــاع کــي داســـلام توره او ډال دي
أمارت یی ســرچــــینه او دوېـي څانــــګي
دحماس. تحریک زلمـي ځي مخ په وړاندي
شــام عـراق چیچنیا برما ډک تري یمـن ده
دا لښــــــــکر ده اوصــــامـــا ابـــن لادن ده
بادشـاهي مو دمـیلـــمه پــه ســر کړه ورانه
ته خبــــــر یی او کنــــا مســـــتــه جهــــانه

ای د ویښ زمیر ځوانانو لیږ اوښـــیار شـي
تیر تاریخ مطـــــلعه کــړې لیږ بـــیدار شـي
دکــــفارو دسیــــسې یـــی کړې ورشنــــډي
په لښـــــــکرو بانـــدې یی ووهـــي ملنــډي
دعـــــمــــــرعـلــــــي احــــمـد ازار وهـــــلي
دا نـــړۍ دخـــــړ طـــــالب ګــــوذار وهـــلي
د نړۍ په کـــور کي غـــم جـــوړ وه ګـــرانه
ای زمــا د خــــړ پـــړ کلــــي طــالب جــانــه

عـــمـــرعــــلـــي احــــمــــد

المحمدی بصری څانګه

29 Oct, 10:19


د ژوند ښُکلا...

د دین بقـا ده جهاد
د ژوند ښُکلا ده جهاد

ځان کړه خبر مؤمنه
د رب رضـا ده جهاد

شه پرې مضبوط مستحکم
لار د بـریا ده جهاد

تـورو تیـارو لپـاره
بلـه رڼـا ده جهاد

د هـر مظلوم وګـړي
د مخ مسکا ده جهاد

صدیق سِهامه ټوله
میـنه وفا ده جهاد

ـــــــــــــــــــــــــ🌹
صدیق الله سِهــام

المحمدی بصری څانګه

29 Oct, 09:53


غزل

په لپه کي را ټوله کړم ژړا لکه دعا
شیندم يې ګام په ګام درپسي بیا لکه دعا

جانان لکه تسبیح، لکه درود لکه سلام
مستوره او مقبوله وي لیلا لکه دعا

را اوري دي پر مخ باندي انوار لکه باران
څڅېږي دي له سترګو نه حیا لکه دعا

په زلفو کي دي وږم دی د چا د قدرتونو
پر شونډو دي لاسونه ږدي ثنا لکه دعا

خبري دي لالیه لکه توري د کتاب
پر زړونو دي اثر کوي خندا لکه دعا

هغه لکه جمله بس د قدقامت الصلاة
او دا لکه سجده، جانانه! دا لکه دعا

ښکاره دي شفاعته نوم په خوله اخیستی نه سم
بس پټ دي زړه کي یاد کړمه په غلا لکه دعا

شفاعت.

المحمدی بصری څانګه

27 Oct, 11:58


چې مو له غاړې سره تأو ول لکه هار لاسونه
نن لنډوي رانه یاران کرار کرار لاسونه

احترام دومره بدنام کړی چاپلوسي ظالمي
شک سي پیدا راته مچو چې کړم دپلار لاسونه

ما دی له تورې نړۍ کړی هو تک سپین بغاؤت
زورشته په چاکې چې راوړاندي کړي مردارلاسونه

د اذادۍ تر درشل وړي چې پرې ټوپک او قلم
هم دا اصلي دي هو همدغه دې د کار لاسونه

نعمت خو هغه وخت معلوم شي چې زِوال یې راشي
نن مې لیدل چې یې مروړل ستا پر مزار لاسونه

چې یې پروړاندي اشرسوی چې له غره یې ورک کړي
هغه سړي نن دې تاؤ کړي له ټول ښار لاسونه

تا ګرزؤی چې په لستوڼې کې (وثیق ذکوانه)
خود به دمار غوندې چیچي درنه خپل یارلاسونه

المحمدی بصری څانګه

27 Oct, 09:33


کرکه دی ورکه شي نفرت نه دی انکار وشي
مینه دی وشي او پـه مینه دی هر کار وشي

کینه حسددی زړه کې مه ساته دبل مسلمان
کــیــنــه دی کفر سره وشي او بار بار وشي

د محبت او ورورالي قیصی دی وشي دلته
د ښــــو کـارونــو ښو خبرو دی اظهار وشي

مـسـلـمـانان دی په یوالي اتحاد وي همیش
پــه دی خــبــره دی ملګرو ښه ټینګار وشي

دخوشالی فضادی هره خواخوره خوره شي
ربّه پـه مـونـږ د خوشـالـی هریو سهار وشي

د غــیبـتونو مجلسونه دی نور نه جوړیږي
د دی مــجلس په ځی دی ذکراواذکار وشي

مـنهـاج الله زهـیـر په مینه او دشعر په ژبه
زمـا پـه خـبـرو دی لـږ غـور او اسـرار وشي

*مـنهـاج الله زهیر*

المحمدی بصری څانګه

27 Oct, 09:33


لږشوخ غزل😍

ماتوبه کښلې دښکولوله بانډاره
زه په دغه کارڅوواره تُهمتې شوم

بیابه نه درځم ملنګه تردرباره
زه درتلمه تردرباره تُهمتې شوم

مایاري نه کول ته راته شله وې
ستادمیني له انکاره تُهمتي شوم

مابه داویل یاران ټول مطلبې دي
دادۍ زه له هغه یاره تُهمتې شوم

زه به هسي لاړم خپله به مي کاروُ
خودښکولوله بازاره تُمتې شوم

مهاجرته سترګي مه توروه بیاځل
درکتل مي له دیداره تهمتې شوم

مهاجرهروي

المحمدی بصری څانګه

26 Oct, 14:25


غزل

زموږ آشر پر آبادۍ ده که راځې
خپلواکې مو په نړۍ ده که راځې

رهبریت مو دګران شیخ هبة الله دی
واکمني اوس د پګړۍ ده که راځې

هیوادوال ټول پر یو ټغر راټول دي
څه وږمه د ورولۍ ده که راځې

دخوښې احساس له هره تنه ښکاري
نوري ختمې دوښمنۍ ده که راځې

تفریقې او فاصلې په مېنځ کې نسته
ژوند مو ښه په خوشحالۍ ده که راځې

اقتصاد مو ورځ په ورځ په سمېدو ده
ورکه کړئ مو نېستۍ ده که راځې

روحانې بادغیسوال شمعه بله کړې
بیا رڼا د ډیوګۍ ده که راځې


روحانې بادغیسوال

المحمدی بصری څانګه

26 Oct, 13:39


نن دې بیا د چا په یاد کې سترګې سرې ، دي
شـونــډې پــرې دې د دردونـو پـــه ارې ، دي

دلته هر سړی دوه ژبې لري خوله کې
یو جسد دی او څو رنګه قوارې ، دي

د بلـبـل د نـغـمـو شــور پکـې پــیـکه ده
په دې باغ کې د زاغـانـو چې نارې ، دي

په سختیو پسـې خــامـخـا راحـت شـتـه
د رڼـا چـــم تـه په لاره کـې تــیارې ، دي

بې له ما دې زنــدګـي څنـګـه تـېــريــږي
ژوند نیمګړی دی بس مازې ګوزارې ، دي

ستـا یادونه نــیمه شپه ده تـنـهـا یي ده
نور څه نشته ده ( مسعد ) دی شبګیرې ، دي

ملا مسعد

المحمدی بصری څانګه

26 Oct, 09:09


سوچ کی می ګرزی دستا تصــویر جانانه
زه هم ورته ګـــــورم  خـــه په زیر جانانه

ته خو یی زما دســــــترګو تــــــــور زړګیه
زه دی مــرید یم ته مـی یی پــــــیر جانانه

ته چــی زما ســـره جـــوړه ګـرزیږی په لار
ای غمـــــــازان به ول  ډیـــر په ویر جانانه

زه چــــــی  ترتا پـــوری درغلی ومه اوس
تمــــــامه ورځ یــــمه دلی دل ګــیر جانانه

ها دسنګر خــــوند می پـــیدا نکی دالــته
اوس می امتـحان دی دا مســـــیر جانانه

زخـــــمی زړګی سیــــنه کی ګرزوم ګرانه
ویشـتلی دی دســــــترګو  نظـــیر جانانه

نائــیب ســــــــیحان یم غمـو زپـلی یاره
غم دې دی کلک فولاد زنـــــــــزیر جانانه

محمد نائیب سیحان

المحمدی بصری څانګه

26 Oct, 06:27


بیا مي د غم مصرۍ په خوله دي
لکه ماشوم په زوره چیغي تري وهمه

سپوږمۍ ته ګورم او غږیږم
که ته یي ویني پري په غیږ کړه سلامونه

دومره یي پوه کړه ورته وایه
چي له تا بیل ده د مرګي کوي سوالونه

یوار یي ښکول کړم بیا یي ټینګ کړم
ګونګ تصویرونه د یار خولي را لګوینه

قربان پوهیږم چي ښه نه یي
خو نصیبونو په وطن ویشتلي یو نه

که به دا خپل قسمت لیدی شوی
ما به په اور لکه کباب لاهو کاوونه

کوڅۍ کوڅۍ زلفو دي جار شم
څنګه په ډک زړه مي تنها کړلي مینه

لاړه ځوانۍ په اور لاهو شوه
ويي لیدل د جدایي سخت ګوذارونه

ستړي د بیلتون کیسي ته ولویدم
نولس او شلګون کیسي ته ولویدم

د جدایي زور خو مي ولید
دا ځل دي یاره په اوږو د پاسه وړمه

ها مازدیګر هغه وختونه
خو له تا پرته نیست نابود حسابومه

د سور شفق سورخي خوره شوه
ستا له راتلو مي وشکیدلو اومیدونه

بغیر له تا په وران حساب دي
تش محفلونه قربان خولي را لګوینه

غږ دي راځي جګیدی نه شم
ستا جدایۍ کي ځمکي کلک نیولی یمه

که به زما په سوالو کیږي
رب دي د هري بلا وساته شیرینه

فرض لمونځونه مي خراب کړل
ستا په نشتون بي توجو کوم لمونځونه

چي مبارز پوشتنه وکړي
دا ورته وایه له خولي ویني غورځوینه

ذهن مي ستا یادو پوښلی
نه اوس غزل او نه مصرۍ لیکلی شمه

مه کوه پوشتنه چي زړه څنګه ده
واړه دنیاګۍ راته بدرنګه ده

مبارزبدري

المحمدی بصری څانګه

26 Oct, 06:26


دا مي د خپل عمل بدل ده ګیله نه کومه
راته بدل چي یو په سل ده ګیله نه کومه

ما د څادر غوندي په غاړه ګرځوه له خیاله
نه وم خبر چي دا د بل ده ګیله نه کومه

دا دوکه بازه دنیاګۍ دي خطاء باسي پام کړه
د ژوند په شکل کي اجل ده ګیله نه کومه

راشه له سره بیا تر پایه یي دقیق وګوره
دا مي د ستړي ژوند ناول ده ګیله نه کومه

د مایوسۍ نعري خاموشي کړه د ستړیو یاره
لا راته پاته ډیر مزل ده ګیله نه کومه

چي ستا په امر مقرر وي ورته لاس په نامه
خوست کندهار که د کابل ده ګیله نه کومه

ځکه یي یاره نه موضوع او نه خلص معلوم ده
د (مبارز بدري) غزل ده ګیله نه کومه

مبارزبدري

المحمدی بصری څانګه

25 Oct, 17:38


نعت شریف

ختمه ناپوهي شوه ورک د ظلم تورتمونه شول
کله چې محبوبه را خــــواره دې مشالونه شول

ماتې بُت خانې شوې د ازر بوتان نسکور شولو
تورې شپې فنا شوې بل د نور سپین څراغونه شول

ړنګې شوې ماڼۍ د کسری مړې آتشکدې شولې
هغه چــې زر کاله بلېدلــــــې مړه اورونه شول

لاړله نفاق وکـــــــــــړله کډه کینې ختمې شوې
ډک له خـــوږې مینې محبته څخه زړونه شول

راغللـــــــــــــو دنیا ته اولیـــــن او آخـرین نبي
ستا د راتلــو زېري وو آسمان کې آوازونه شول

ته رب المنان یو ستر رحمـــــت را استولی یې
دې درستــې نړۍ لره راتګ ستا رحمتونه شول

ښکلیه محمده نبيﷺ زار دې شم قربان دې شم
زما عاجــــزملنګ درته تحفه کې دُرودونه شول

حافظ عاجزملنګ

المحمدی بصری څانګه

25 Oct, 16:34


ورپسې ستړی سوم ستومان مړ سوم
دیدن مي وَنکړ د ګران مړ سوم

فِکر کاوه مي چې پيدا به يې کړم
خو په زړه پاته مي ارمان مړ سوم

اوس مي هم تمه سته چې کیږي دیدن
خَیر که لاړم له جهان مړ سوم

ستا فیراقت راباندي زور سو یاره
ځکه په وینو سور ګرېوان مړ سوم

هرڅوک لري نه داسي ښکولی صنم
چې ځان پرې وسوځوي ځوان مړ سوم

اوس مي له قبر نه خوردې وړي خلګ
فاروقه دومره په ایمان مړ سوم

سیف الفاروق رافع

المحمدی بصری څانګه

25 Oct, 16:23


غزل

خفه ګرځم له دي ټوله جهانه !ځواني مرګه
چي ته راڅخه تللی یې جانانه !ځواني مرګه

داهجردی که داداسرافیل دشپیلی غګ دۍ
قیامت دي راته جوړکړلو هجرانه !ځواني مرګه

له درده مي په ستوني کي ساه لنډه لنډه کیږې
خومړدي کړمه مړدي کړم خفګانه !ځواني مرګه

له وخته یه راکړي دوصال وعده خوداچې
دریږې نه اوس څنګه کړم بارانه !ځواني مرګه

دزړه له پرهرومي په څک څک ویني راڅاڅي
نوکله به درمل راوړې درمانه !ځواني نرګه

کومه مهاجردرته زاری چي نوریی پریږده
قیصه یه نوره مه کوه ګومانه !ځواني مرګیه

مهاجرهروي

المحمدی بصری څانګه

25 Oct, 15:53


نوي ټفي

که دې باور کیږي لالیه
ستا بیلتانه مي په زړه ايښي ډیر داغونه

په انتظار داسي عادت یم
که څوک راځي کنه راځي انتظار کړمه

پر یار مي بد نه پیرزو کیږې
ښېرا دې سر وخوري دعا ورته کومه

وجود چي زخم سي جوړیږي
زړه چي زخمي سي بیا یې نسته عِلاجونه

رخصت دې واخیستی روان سوي
زما دزړه خاطر دې ونه کړی مینه

ډیري ژړا یم ستړی کړی
لالیه راسه چي مي ژوند پر قرار سینه

زه انتظار وم ته رانغلې
لمر پر لوېدو ؤ  زړه مي ډیر کول دردونه

صبر کومه خو نه کیږي
یار مي یادیږي اوښکي مړي مړي تویومه

ما ورته هیڅ ویلې نه دې
یار که پخپله رضا ځي نو ولاړ دې سینه

زه به نو څنګه خفه نه یم
ټول ارمانونه مي نیګړې پاته دینه

په هیڅ رقم باندي نه ګرځي
ستا دیادو سره اوس څه وکړم مینه

ژوند په نفرت باندي نه ارزي
څو ورځي ژوند په محبت کي تیرومه

بیرته دي  غواړم بیرته راسه
زما ارمان ستا دیاری وختونه دينه

زما خو ژوند په کي برباد سو
خو پر جانان دې خداي هیڅ غم نه راولينه

کاشکي په وسه مي کیدلاي
سهار ماښام به دې لیدو لره درتلمه

دجانان زړه لکه ډبره
باران داوښکو هیڅ اثر نه پر کوینه

هجر مي زړه زري زري کړی
ماتي ټوټي یې ټولوم ژړا راځینه

ستا به په خیال کي نه راګرځم
زه دي ګړی په ګړی یاره یادومه

شاکریار داسي ساده ښه یم
ملنګ سړی یم ملنګي خوند راکوینه

عبدالوسع شاکریار

المحمدی بصری څانګه

25 Oct, 15:24


ها رهبر بدل شو....

ستړي شـو غمو در په در کړي یو
مونږ خپلو پردو در په در کړي یو

مونږ چې پرې قربان کړي د بدن وینې 
نن هغه سړو در په در کړي یو

ها رهبر بدل شو ما چې خپل کڼـو
اوس یې ارادو در په در کړي یو

مونږ یې چې په ننګ را پورته شوي وو
ګـوره نن هغو در په در کړي یو

ورور چې مو ګنړلی و بدل شو نن
مونږه خپلو ښو در په در کړي یو

غم د عافیې هم فلسطین سلګو
هم د دوی آهو در په در کړي یو 

وه سِهــامه ویر د خپل شهید بچي
هم یې اسویلو در په در کړي یو

ـــــــــــــــــــــــــــ🌹
صدیق الله سِهــام

المحمدی بصری څانګه

25 Oct, 15:23


ځکه مې له غمه دوطن مړ یم
هېڅوک یې په خپل پښو ولاړ نه غواړي

یو خوا ورته کندې کیندي هۍ آفسوس
بلې خوا په سوال ترېنه اوبه غواړي

مینې ورورولي او اخوت پر ځای
منځ کې مو نفاق راخپرېده غواړي

دا چې وطن مور ده مور خو حق لري
حق کې داټک ازادېده غواړي

ودې مري کابله هغه خلک ټول
څوک چې ستا بچي په وینو سره غواړي

ناوې ازادۍ وړو فلسطین ته هم
خیر دی که غازیان ولور کې وغواړي

رب دې دا هېواد ازاد آرام لري
دا دعا عـــــمــــر په هر لمانځه غواړي

عمر تګابي
1403/7/25

المحمدی بصری څانګه

25 Oct, 15:20


ابادۍ ضمیر دې خوب وړی دی
ستا خدماتو کې مزه نشته

اوس لکه نر کوتر غمبر نه وهې
اوس دې جزباتو کې مزه نشته

په شریعت باندې محکم اوسه
په خرافاتو کې مزه نشته

هغه تېر مجاهد پاتې نه یې
ستا په صفاتو کې مزه نشته

خوند د یووالي انتها ته رسي
اختلافاتو کې مزه نشته

دا تشریفات درب لپاره نه دي
دې تشریفاتو کې مزه نشته

تېر مشکلات ترابي ډېر خواږه وو
اوس امکاناتو کې مزه نشته

تراب تګابي صیب

المحمدی بصری څانګه

25 Oct, 15:07


یومُ المحشر

سخته ورځ کې د محشـر جانان به راشي
په امت به شي اختـــــــر جانان به راشي

د دنیا واړه شاهــــــــــان به وي را جمعه
کُل نبیانو کې بهتــــــــــر جانان به راشي

د خپل ځان په غم اخته به هر انسان وي
په دې وخت شفاعتګــــر جانان به راشي

د اللهﷻ په در به وه ژاړي محبـــــــــوب
آ غمخـــــــــور خیرالبشر جانان به راشي

سخته تنده کې خپل ګران مظلوم اُمت ته
ورکــــــوي آبِ کوثــــــــر جانان به راشي

همېشه درود او ســــــــلام ورباندې وایه
چې شفیع دې وي دلبـــر جانان به  راشي

ای عاجـــزملنګه ځان ترینه قربان کـــــړه
چې په تا وکړي نظـــــــر جانان به راشي

شاعر عاجزملنګ

المحمدی بصری څانګه

24 Oct, 22:20


سپين بيرغ

دا مې د ګران رسول اللّه د غزاګانو بیرغ
دا سپين بیرغ دی د آقا د وارثانو بیرغ

په دې بیرغ د خوږ نبي خواږۂ یاران، شول قربان
شهيد حمزه غوندې اشخاص یې په ارمان، شول قربان
د امـارت د سپین نظام سپين امیران، شول قربان
مرحـوم عمر، شهید منصور، او حقانیان، شول قربان

ســپینه بـیرغه درته ټول په څو څو وار، یو درځار
سـتا پر دِفاع کې و سـرونه ږدو قطار، یو درځار
کړو بـه دې هسک لکه نښـتر لکه چنار، يو درځار
وجود به ډال کړو درته خم به کړو اغيار، يو درځار

سـتا خـواږۀ سـیوري ته د هیلو قافلې، دي ویدې
څومره ارواوې څۀ ځوانۍ خوږې خوږې، دي ویدې
د خـــوار اُمّــت د زړۀ دردونـه او ګـیلې، دي ویدې
څو ارمـــانونه تـــمناوې ښـې درنــې، دي ویدې

د سپین بیرغ او سپین طالب پروت په نړۍ، دی اثر
اوس مـو پـر کلي د مؤمنې ازادۍ، دی اثر
پـه خوږو زړو د امـارت او د پګړۍ، دی اثر
د سپین بیرغ په حاکمیت مو د خوښۍ، دی اثر

پــه رپــیدو دې اور بلیږي پــه غربــیانو، هميش
هـم پــه بـادار هم په لاس پـوسو غلامانو، هميش
د اِمـــــارت پـــه مـــتـضادو حاســــدانو، هميش
مخلص کډواله! د ولــس پــه قاتــلانو، هميش

مخلص کډوال

المحمدی بصری څانګه

24 Oct, 17:31


يا حالات کوږ يا وخت بدل دی يا نو ته کوږ يي
يا دي چيښلي د کاږه لښتي اوبه کوږ يي

ته ناخبره يي چي کوږ بار تر مزله نه رسي
هغه اسمان دی دغه ځمکه ته پر څه کوږ يي

زه چي دي هر څه مخ راګرځه وم خو نه راګرځي
په تهمت بار يي لا په ښکولو پسي زړه کوږ يي

مار چي لا مار دی خپل ځان سم سيده کوي وه غارته
څنګه بي فکره يي دا ته د غار پر خوله کوږ يي

ورځي کږي نه دي خوب کوږ دي دی تعبير يه دا دی
ځکه ويده چي د خپل يار پر ځنګانه کوږ يي

لکه چي څنګه د ژوندي بي اوبو تاب نه کيږي
جانان پسي داي لکه ميم مفتونه ښه کوږ يي

#مفتون قائم

المحمدی بصری څانګه

24 Oct, 17:24


غزل

له غربته ګيله مکړه  مسافره
ناچاري ده چې خپل آس درسره نه ځي

دنفرت زهر چې زړونو دې حِس کړې
نو دمیني پر اساس درسـره نــه ځي

ښه دې نه څیړې او بد در پسې وایې
یو سړی هم په اخلاس درسره نه ځي

له یوه طـــرف اړیکـــه نـــه ټینګیږې
بی پاسخه نـو تماس در سره نه ځي

له خود چارو او بد بینو نه ځان ساته
سیم و زر پسې الماس درسره نه ځي

زړه پری مه بایله خراب به شی اسحاقه!
زندګۍ هــم لاس پر لاس درسره نه ځي

اسحاق

المحمدی بصری څانګه

24 Oct, 17:24


نوراني منوّر د الله ج په سپین نور
مکمّل دی اجمل په انوارو معمور

له تشبیه دی بالا ، لا مثاله بشر
دی حسین نازنین د ښکلاوو انځور

تکې تورې یې زلفې تک سپین یې رخسار
دې ښایست پرې راټول او د حُسن منشور

بلند کړی یې ذکر الله ج په قرآن
دی مُحسِن ،دی رهبر انسانیت ته دستور

مُجَسَّمْ مُکَـرَّمْ دی احمد او محمود
ستایل شوی په لوح و قلم کې حُضور

چې عظمت یې د مینې پیرزو دی په زړو
دی یاد شوی حبیب په تورات او زبور

مومن یاد په تنکي زړه را اوري شبنم
دی آرام ،اطمینان او تسل دی مستور

خالد تسل

المحمدی بصری څانګه

24 Oct, 17:24


منـاجات

هر دم هـره سا
په لـپـــو دعــا
په ژبــــه ثـنـــا
اســتـغــفـر الله

الله یاالله الله یاالله

راغـلـی خـــجـــل
په ماتـو پښو شل
ولاړ دی بـــنـــده
د ستا پــه درشـل
معاف کړه الله همده یې ادعا
الله یالله الله یالله

ګـــړۍ پــه ګــــړۍ
سلګۍ کړي سلګۍ
شیبــه په شیبـــــه
زارۍ کـــــړي زارۍ
په زړه کې یې دمه ستا خوف او رجا
الله یاالله الله یاالله

واجــد یــې مــوجــود
مـعـبــود یـې معـــبــود
شـــه زمـــا درتـــه دود
ده ټــــــــولـــه وجـــود
چې ته شـې راضې زه یـــمه رضـــا
الله یاالله الله یاالله

د ځمکه اسمان
د ټول انسانـان
د ستا په قدرت
عیان دي عــیان
که اینس که جن دی که ارض سما
الله یاالله الله یاالله

اوښـتــې تـر حـد
ګــنـاه د ?مسعد?
غفور رحیم ذاته
کړه سریې مقصد
پوره یې کړه ستا د وصال تمنا
الله یاالله الله یاالله

ملا مسعد

المحمدی بصری څانګه

24 Oct, 17:23


چیرته اوري

آمُت په خپل عشق او عشرت کې ډوب دی
دغزې سوې!!! آسویلۍ!! چېرته آوري
مسلمانان !!دغفلت خوب وړي دي
دمظلوم! اوښکې اوسلګۍ چیرته اوري

آي دغزې ماشومه!! ورځ په محشر
ستا! د ټوک ټوک بدن پوښتنه کیږې!!
دوخت!!دټولو واکدارانو!!څخه
د هر شهید!!! دفلسطین پوښتنه کیږې!!

دوخت !!نمرودو! پرې یرغل کړی دی
ترې چار چارپېره!!! یهودیان تاویږي!!
په عام حضور کې قتل عام شروع دی
مسلمانان پرې هیڅ هم نه وایې چوپېږي!!

ستا پر حریم به نن لاسونه غبرګ ماتېدای
چې دي ژوندی صلاح الدین آیوبې وای آقصی
خلاص ! به له ظلم او وحشت څخه وای
چې دا شتمن ورونه دې لږ هم غیرتې وا آقصی!!

چا پر ضمېر او پر اِیمان پښه ایښې
ځېنې!! یې نوم پر خپله خوله نه راوړې!!
چا هېره کړې !! څوک یې نه پېژنې !!
څوک یې په فِکرکې هغه لومړۍ کعبه نه راوړې!!

فلسطین!! لکه مظلوم حسین مظلوم دی
فلسطین !! لکه یوسف کوهې کې پروت دی!!
فلسطین!! (روحانې بادغیسواله )داسې
فلسطین !!لکه حمزه دجنګ صحنې کې پروت دی!!

روحانې بادغیسوال

المحمدی بصری څانګه

24 Oct, 16:14


نعتیه کلام

زه دواړي شونډي ښکلوم پر تا درود وایمه
ستا ګبین نوم تکراروم پر تا درود وایمه

بشیر نذیر سراج منیر یي د ښکلا امامه
شم سپیلني درته هر دم پر تا دردو وایمه

په کلِمه کي دا ستا نوم څومره په خوند اخلمه
سهار بیګاه دي یادوم پر تا درود ایمه

شمسُ قمر ستوری رڼا ستا له جبینه پیدا
پر عرش دي ایښي دي قدم پر تا درود وایمه

څوک چې دي نوم مبارک واخلي په مؤمنه مینه
ژر وایم صلی وسلم پر تا درود وایمه

د رحمت لمر یي ستا جلوې تر عرشه فرشه تللي
الله ته ډیر یي محترم پر تا درود وایمه

ژبه او زړه مي ده مشغول ستا په درود حبیبه
تپاند زُهاد روح  اوبه وم پر تا درود وایمه

تپاندزهاد

المحمدی بصری څانګه

24 Oct, 13:42


لېونتوب
                                   
خارق العادت اوس ماته خوب راځي
ښکاري پر ما نوی لېونتوب راځي

بیا مې تخیل ډېرې کوڅې پل کړې
زړۀ باندې مې کیف د مینتوب راځي

ډېر مې ځوروي په خپل سپېځلي عشق
کله به رقیب کې سړيتوب راځي

راشۀ! پسرلیه وږمې وشینده
تاندې ګل غوټۍ په پېغلتوب راځي

مۀ وایه اشنا چې (عرفاني) زوړ شو
نن سبا تازه پـــه زلمیتوب راځي

المحمدی بصری څانګه

24 Oct, 12:55


لایــــف آدبـــي مـشاعـره!

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

درنو أدب پالو ملګرو داچي  دجمعې مبارکي شپه راره وانه ده دتیر په شان یو ځل بیا لایف  مشاعره لرو ځانونه مو آماده کړئ،

د‌ مشاعری نېټه: جمعی شپه  

دمشاعرې وخت د شپی
 9/ بجې شروع بیا/10/30بجې ختم
افغانستان پر وخت باندی

زموږ لایف مشاعری ادرس
#لینک
http://T.me/Almuhammadi119

المحمدی بصری څانګه

23 Oct, 16:17


ارمــــانه سه شوې

زمـــا د سټړې ذنـداګۍ سـټـړیه ارمــانه سه شوې
رانـــه جـودا شـــوې رانه لاړلې جــانانه سه شوې

تـه خـو زمـا د سـتـرګو تـور د زړه ټکور وی ګرانه
اوس مې زړګی درپسې دردکوي درمانه سه شوې

یاره دا ستا د بیلیدو سره جوندون تریخ شه وی
نــشـته مــــزه په جوندانه کې قدردانه سه شوې

د هـېـراولو خــو ته نه یـــې دا به څـنګه شي نو
درپسـې مات شولمه ړنګ شولمه ګرانه سه شوې

د ځیـنو خلکو جودایې رانه خپل ځان ورک کړی
ځان ته هیران شم ځان ته واوایم چې ځانه سه شوی

تـېر انــقــلاب کــې رانه لاړلـی بیا مې ونه لیدی
ما ویلې را به شې خو را نه غلی ناځوانه سه شوی

مـنـهاج الله زهـیر دی یاد سـاتم تر هغې پوری
چې یا دی خپل کړم یادی هېر کړمه قربانه سه شوی

           منهاج الله زهیر

المحمدی بصری څانګه

23 Oct, 14:35


درنو شاعرانو دترنم خاوندانو او دادب مینوالو ته خبر ورکول کیږي چي لایف ادبي مشاعره!
هري دجمعې په شپه کیږي لینګ https://t.me/gkhljmjb


https://t.me/gkhljmjb

المحمدی بصری څانګه

23 Oct, 14:01


غزل !!!

له خداى سېوا که عبادت ښه نه وٶ
ما ته د ښکلو محبت ښه نه وٶ

زړه به مې ورکړ، دوى به هسې مات کړ
په امانت کې خو خيانت ښه نه وٶ

خپل حيثيت مې کړ زيانمن په ځينو
ما لره دومره صداقت ښه نه وٶ

ما به له ډيرو واى اخيستى مګر
په ملګرتيا کې ضمانت ښه نه وٶ

نبيل شباب وم، زړه مې نه درېدى
که نه، په هر چا پسې نيت ښه نه وٶ

مولوي نبيل شباب

المحمدی بصری څانګه

22 Oct, 19:59


د،دردشپه !

لکه لمرداسي ډوبیږمه !په شپه کې
ویده نیم خورالویږمه !په شپه کې

چي رایاده ستاغزل غزل ځوانې شې
ترنم کوم  ږغیږمه !په شپه کې

مادي دومره انتظاردراتلو کړۍ
ستړۍ شوی یم ځنګیږمه !په شپه کې

دخزان سیلۍ مي بیاپرهیلوراغله
مړاوۍ ګل یمه رژیږمه !په شپه کې

ستافراق مي پرزړه دومره اثرکړۍ
زړه مي درد کوي کړیږمه !په شپه کې

مهاجرچي دي رایادکړم ورکه یاره
بس له ځان سره ژړیږمه !په شپه کې

مهاجرهروي

المحمدی بصری څانګه

22 Oct, 18:33


شهیدان دي لکه ستوري

د لمر په شان ځلیږي افغانان دي لکه ستوري
نـــړۍ ښـــه پــیژندلي اتلان دي لکه ستوري

د دین او د وطن دیفاکې نوم لري هیواد مې
د دی خاورې بچي قهرمانان دي لکه ستوري

د عـــلــم تـرقي په لوري ګام اخلي روان دي
جهان سره سیالي کوي روان دي لکه ستوري

زلـمي مو د هیواد په لر او بر باندې مئن دي
زلمي د خپلی خاوری نه قربان دي لکه ستوري

ښــــا کلکه عقیده لري ښه کلک مسلمانان دي
قوت او په جزبه او په ایمان دي لکه ستوري

چی تل یې د دی سټړي ملت هیلې پوره کړي
زمونږ داسلامي نیظام مشران دي لکه ستوري

منهاج الله زهیر لـــه اسلام چی قربان شول
ریــښتیني اتلان مو شهیدان دي لکه ستوري

            *منهاج الله زهیر*

المحمدی بصری څانګه

22 Oct, 18:18


په زړه لرم دمدینې لوی ارمان
وه مې غواړه څنګ ته نبی
یاره دستادشنې روضې لوی ارمان
وه مې غواړه څنګ ته نبی

دستاله کلی له دیارشم قربان
وه مې غواړه څنګ ته نبی
دستاله ټول وطن اوښارشم قربان
وه مې غواړه څنګ ته نبی

لرم په زړه دکعبې لوی ارمان
وه مې غواړه څنګ ته نبی

چې ووینمه یوځل غرداُحد
وه مې غواړه څنګ ته نبی
چې وګرځمه په سنګرداُحد
وه مې غواړه څنګ ته نبی

اوهم دجنت البقېع لوی ارمان
وه مې غواړه څنګ ته نبی

درشم چې زه أن ترحرمه پورې
وه مې غواړه څنګ ته نبی
ترغارِثور اوترزم زمه پورې
وه مې غواړه څنګ ته نبی

دیدن دکوردعاءشې  لوی ارمان
وه مې غواړه څنګ ته نبی

دستاپه ښارکې ملنګي چې وکړم
وه مې غواړه څنګ ته نبی
داخپله پاتې زندګي چې وکړم
وه مې غواړه څنګ ته نبی

پاتې ژوندون مې په مکې لوی ارمان
وه مې غواړه څنګ ته نبی

غواړمه جام زه له کوثررسولهﷺ
وه مې غواړه څنګ ته نبی
هم شفاعت زه په محشررسولهﷺ
وه مې غواړه څنګ ته نبی

دحازم داده په سینې لوی ارمان
وه مې غواړه څنګ ته نبی
ــــــــــــــــــــــــــــــ
طالب العلم مطیع الله حازم

المحمدی بصری څانګه

22 Oct, 15:00


فلسطین او د حماس ډلي مشرانو ته ډالۍ

الله فلسطینه نور
الله ولویدې له شور
الله درنه ځي باتور
خداي دي کړي مخ تور
دپردیو ګور

دا وو محمد ابنِ قاسِم
که قتیبه ابنِ مُسلِم
دا حنظله که ابوذر
عبدالرحمن ابو نِعیم
چنار راولوید په ملا خم
پر اسرائیلو وو ماتم
سِنوار وو که حمزه شهید
ایښی د دین لار کي قدم

ضرورت لري دا اقـــصی
صلاحُ الدین ته یوځل بیا
پروت په دوښمن باندي یې روب
هیر دی د دوۍ شِیري خُدا
نشته خالد ابنِ ولید
اسماعیل هَنیـه شهید
غزې نه جوړه کربلا
په وینو رنگ ټوفک شرید

واورۍ زلمو د فلسطین
هر یو له ځان جوړکړۍشاهین
هوډ مو کمزوره نکړۍ تل
عقیده ټینګه کړۍ په دین
مزل وکړۍ په اَعِدُّو
الله اکبر تکبیر نعرو
قاري جامِي مُبارکه
یهودیان شي به په ګنډو

قـاࢪي جٰامِـي مۘبارڪـ

المحمدی بصری څانګه

22 Oct, 02:01


غـ،،زل

د غمونو او دردو  سـره مـې ژوند دی
زخمي زړه مې ستا د یاد سره پیوند دی

ما چې فکر کې ساتلي، ورته څه وه
اوبو وړی اوس د هغو شګو بند دی

ستا بېلتون مې د ژوندن شیبې ترخي کړې
د وصال باران دې ما ته لکه  قند دی

بیا به ښکلو ته زړه  نه نږدې کومه
له پو هانومې اخیستی دغه پند دی

چاچې رب ته پنځه وخته دی سر ایښی
نو هغوی د عبادت څښلی خوند دی

که یو ځل یې ستا د سترګو دید نصیب سو
پر حارث د خوشحالی زیری څرګند دی

حارث فراهي!

المحمدی بصری څانګه

21 Oct, 19:06


غزل

تاسې يې حال واخلی داڅوک دی چي تنهاګرځې
زړه يې په لپو کې نيولی په ژړا ګرځې

دخپلي ورانې زندګی کيسه کې ندی درومې
نازکې پښي دژوند په ستني غوندې ملا ګرځې

بيرته راتګ ته به دي دامعنا په مخ وليکم
لکه تياره ښار ته چي بيا ځلي رڼا ګرځې

دومره هم مه تړی په چاپسې مؤمنو زړونه
شته خلک نه پاتيږې نن وې که صبا ګرځي

دهمسفرو زخمي ګوتو ته لاس مه وهه چې
ژوند دی روان دی په هر رنګ لکه دنيا ګرځي

زموږ دوصال کيسه لا هغسې پيچلې ايښې
زړه مې لا هغسې ددرد پرکربلا ګرځي

ته يې په حقه لار در وغواړه خالقه خدايه
درمل عرفان چي کله بيرته ستا په خوا ګرځي

درمل عرفان

المحمدی بصری څانګه

21 Oct, 18:47


زده کړی وکه نظامی ځان منظم که
وطن خلاس له بدبختیو او له غم که

ډیری سترګی ستا په لاره دی زلمیه
د اسلام پر لاره پلئ دی قدم کـــــه

هر وکړئ و خپل ځان ته رانږدی که
د اسلام تر چتر لاندی یی راجم که

نوئ نسل په جهاد باندی سمبال که
ترینه جوړ غازی محمد ابن قاسم که

د مظلوم فلسطین آه واوره را پاڅه
د یهودو په خانه کی جوړ ماتم کـه

دشیطان له وسوسو یی په امان که
پر (ملایاسر)خپل فضل او کرم که

یاسر کندهارئ

المحمدی بصری څانګه

21 Oct, 15:47


یادېږې مي

مات یمه پــــــه ملا درپسي خم یمه یادیږې مي
ستړی مــــــــي داوښکو له شبنم یمه یادیږې مي

لاس کي مي کچکول ددید راوړی دادی ګوره یي
زه هم یو ملنګ ددغــــه چـــــــم یمه یادېږې مي

ستا دملاقات خــــــانـــــه کعبه ودانـــــوم بیرته
تــــــږی دي دسترګــــــــو دزمزم یمه یادېږې مي

درد یـي لکه یخه هوآ راشي په مات مات وجود
زړه مات شو نوڅوک وایي چي سم یمه یادیږې مي

یـــــه غزله راشه نــــــور تنها یمه بــې څوکه یم
زه دبېچاره اُوَیس قـــــلم یمه یـــــادېــــــږې مي

اویس ملا

المحمدی بصری څانګه

21 Oct, 14:04


ستړی یمه ستړی یم

بــس له انتظاره نور ستړی یمه ستړی یم
ای د مـینی یاره نور ستړی یمه ستړی یم

نـــــشــتـــه دی له ما څخه قرار ورک دی
چیرت یې قراره نور ستړی یمه سټری یم

تـــــا راســــــره کــــړی وعــــده مات کړه
نه راځې په لاره نور ستړی یمه ستړی یم

مــــا دی د یــــاري نه لاس اخیستی دی
پـرمیږده عداره نور ستړی یمه ستړی یم

تا نه زمـــــا زړه داســــې تـــور شـوی دی
نه دی ستا لپاره نور ستړی یمه ستړی یم

زړه مــــې پـــه ســینه کې درد نیوالی دی
ستادغم له واره نور ستړی یمه ستړی یم

مــــا مــنــهــــاج الله زهــیر هم پریښودو
نـه یمه بی کاره نور ستړی یمه ستړی یم

منهاج الله زهیر

المحمدی بصری څانګه

21 Oct, 08:35


ته مې را خپل کړلې هُنر مې وکړ
دا کار په بیه د خپل سر مې وکړ

کامیابي لاړه نـاکـامي مې راوړه
ستا په خبرو چـې باور مې وکړ

د سرې غرمې احساس مې ښه نه وو
بـس چـې ارمـان د سمـندر مې وکـــړ

فکر او عقل په سجده پـریـوتـه
ستا قدرتو ته چې نظر مې وکړ

لذت پکې وو ستا د پاکې مینې
چې تر هغه پورې سفر مې وکړ

تــاتــه در ورســېـدم پــاتــې نشـوم
په ځان چې هر رنګه خطر مې وکړ

? مسعد ? یاغي فطرت په داسې حال کړم
په لار چې تـلمـه نـو ټـــکـر مې وکړ

ملا مسعد

المحمدی بصری څانګه

21 Oct, 06:42


نظم   وروستی سپاهي!

زه د نړۍ يو ناخبره سړی
خپل د غمو سره وم لاس او ګریوان
ځمکې آسمان راته ځای نه راکوه
لکه بې کوره مسافره مرغی
چې يو ناڅاپه مې اواز تر غوږ سو
يو چا را غبرګ کړله خالده اوري!
هغه وروستی سپاهي مو هم شهيد سو
اه، ځمکه ټوله پر ما وګرځيده
زړه مې سينه کې په درزا درزا شو
دنيا قفس غوندې را تنګه شوله
ساه مې مرۍ ته راغله زړه مې ډک سو
ښه مې په چغو چغو وه ژړله
ماته اقصیٰ ماته غزه ياديده
د شهادت خبر يې دومره دروند وو
نيمه نړۍ له ځايه وخوځيده
لا مو د سترګو نم وچ سوی نه و
مونږ د هنية په غم او وير اخته وو
لايه د قبر خاورې نه وې وچې
چې يو بل دنګ منار راونړيدی
د امت سترګې او اميد را ړنګ سو
هغه وروستی سپاهي مو هم شهيد سو

خالدأنس

المحمدی بصری څانګه

21 Oct, 02:47


رسول الله

ستا د عشق هر انداز، ده جنت ته پرواز
ستا خوږ نوم محمد، د بلال په اواز

له زمین تر اسمان، ټول پر تا مینان
ته سردارِ عالم، د نبیانو ممتاز

ستا په روی دا دنیا، دا عالم مافیها
شول نیک بخته الله ورکړو ډیرلوی اعزاز

ستا امت محترم، ستا عاشق جنتي
ته طه، ته یاسین، ستا نومونه د ناز

د شرابو ویالې، بل د شاتو پیالې
سپینې حورې غلمان، پیدا ستا په لحاض

کرامت دې عاشق، ستا د مینې مرید
ستا دیدن ته لیوال، لرم ډیر درته نیاز

کرامت الله

المحمدی بصری څانګه

21 Oct, 02:46


د یو سپیڅلي عشق مثال زلمیه
خدای دې په برخه کړه وصال زلمیه

د هنــدغـزا غازي قربان دې شمه
ګـوره ونه بایلې مُــرال زلمیه

ته مو په لپو کې دعا یې قربان
تورو تیارو ته یې مشال زلمیه

په جنتي حورو خو ځکه ګران یې
چې په بارودو یې سمبال زلمیه

د حُریت ناوې ستا په وینو ایښی
پاس د تندي په سر ده خال زلمیه

په مرګ او ژوند دې مور خبره نه ده
کوي پوښتنه دې هر کال زلمیه

د کرامت غزل پیغام در لیږم
بیرته ته هم راکړه احوال زلمیه

کرامت الله

المحمدی بصری څانګه

20 Oct, 18:14


شهیــد یحی سنوار تقبله الله
شاعر
#محمدنسیم
عرفاني

خپل ضمیر اوخپل وجدان ته ملامت یوو
دیحی شهید داستان ته ملامت یوو

خپل درب لیقا ته ځــي یحی سنوار مو
ژاړي ځمکي او اســمان ته ملامت یوو

که دوي درومي اوموږ مړه مړه ورته ګورو
بیاده حشر ومیدان ته ملامــــــت یــوو

خدایه نوربه لاوي څـــمـــــره آزمونونه
موږ خو دغه امتحان ته ملامـــت یوو

فلسطین نه ټول اسلام پسي خفه سوو
ګل خزان دی ګلســتان ته ملامت یوو

عرفاني یو عجـــــیـبه سودایه وکړه
دشهیــد هر یو ارمان ته ملامت یــوو

المحمدی بصری څانګه

20 Oct, 16:23


غمجنې ټپې

شهیده یاره هیرمي نه یی
دهرلمانځه پسي دوعا درته کومه

غم دي هرځای کي راسره دۍ
په نیمه شپه کي مي لَخوبه پاڅوینه

سترګي مي ستادلاروڅارکړي
زه دي په هجرلکه شمعه ویلي سومه

دمازدیګرنری شماله
زماترشهیدلالي مي یوسه سلامونه

زړه مي له غمه راته ساته
لکه طالب چي دوطن کوي ساتنه

جانانه دومره رایادیږې
چي نوم دي واورم غلی غلی وژاړمه

ډیرګیله من له شهادت یم
سړی تنهاکړي یارترحورو رسوینه

دسمال دي جیب کي راسره دی
شهیده یاره تامدام پري یادومه

دقبرسرته دي ولاړ یم
سردي راپورته کړه ترتاراغلی یمه

حجري ته راسم په ژړاسم
راته یادیږي دشهیدلالې وختونه

چي ته به کټ کټ په خنداسوي
مابدي واخسته په غلاڅوانځورونه

کتاب مي خلاس سو ته رانغلې
زه دي لااوس هم دراتلو په طمه یمه

دانقبلاب وزور ته ګوره
پرشازلمیو موجنډې ولاړي دینه

ومورته یودانه ځوي پاته
له ډیره نازه یه پرټنډه ښکوله وینه

آزادی مه مغروره کیږه
ستاپه ولورکي موورکړي دي سرونه

نه مي هیریږې څنګه وړم
له ډیره درده په زړه ونیسم لاسونه

ستادڅادرتر حاشو ځارشم
طالب لالیه ځه په تا فخر کومه

غم دي لاځوان دی زه یی زوړ کړم
زه دي له غم سره وختونه تیره ومه

ماته دي ټوله ژوندون اورکړ
ستانصیب شوي دي دحورومجلسونه

زړه کي مي بلي لمبي تاوشي
چي راپه زړه شي ستا ټوټي ټوټي هډونه

دمهاجر دحجري یاره
رب دي نصیب کړه ښکلې ښکلې جنتونه

زمامهاجرشفاعت غواړه
ورځ دمحشرکي چي کوي شفاعتونه

مهاجرهروي

المحمدی بصری څانګه

20 Oct, 13:43


یم راغلی دې تر دره ډیر عاصي یم
ګناهونو باندې بار یا الهې یم
ستا د رحم په طلب یم پاک سبحانه
عفوه غواړم په هر حکم دې راضي یم

درته نیسمه ستا روۍ وکړه بخښنه
خطاکار یم ګنهګار یمه څښتنه
کړه پرده مې ستا د خپل رحم لمنه
توبه باسم لایزاله پس له ننه
ته قادِر او مهربان خدای زه سوالې یم

خیال او فکر مې بندي ستا په اعمال کړه
هدایت دې راپېرزو د ستر کمال کړه
ستا رحمت سیوري کې پټ مې لایزال کړه
ښایسته مې زندګي ستا په جمال کړه
ستا وصال پسې لوګی او قربانې یم

کړه محبوب مې ستا په عشق کي چې بې حال شم
ستا په مینه کې چې تیر له سر او مال شم
دا سې مرګ را کړه چې بس یې کلیوال شم
د حبیب ﷺ په جنتو کې انډیوال شم
تېر له خپلې دې ځوانۍ او زندګې یم

انسُ جن دې ثناء وا یې پاک غفاره
ته مالک یې د هر څه پروردیګاره
یم راغلی تاته نه لرمه چاره
په ګرېوان مې اښکې درومې بې اختیاره
لپه لاس درته نیولی أیوبې یم

آیوبي الهام

المحمدی بصری څانګه

20 Oct, 11:32


نعت شریف

په ټولو انبیآءٌ کي بالا رســــــول الله
سرداردټول علم یي زمااقارسول الله

له شاتو له گبینو نه هم خوژدی داستا نوم
احمد یي محمد يي مصطفی رسول الله

ته شفیع المُذنبین یه محمد خیرالابراره
راټول به عالمــونه وي پرتا رسول الله

دحســن مجموعه یي ناز نینه پیغمـــبره
دزخمي زړونودرمان اوته شـفا رسول الله

ته رحمة للعالمین یي او خاتم المرسلین
نبوة پرتا سو ختم مجتبی رسول الله

صباون نصرته ګران یه محترمه معظمه
ته مو پیشــــوا او مقـتـــدا رسول الله

   *شاعر نصرت صباون*
       

المحمدی بصری څانګه

20 Oct, 08:58


تیری کړی یه څه سختی شبګیری دی
چی پر ټنډه یه پرتی خاوری سپیری دی

دی سړی د وطن غم په سر اخستی
پری راماتی څه نرۍ نرۍ خولی دی

رب به څنګه ورته لار هواره نکــړی
له سجدو سره د اوښو بدرګی دی

د غفلت خوب دی یونسی طالب جانه
یاره تاته د مظلوم امت اثری دی

خدایه ته مو نګهبار سه په دی یون کی
ستړی لاری ستړی ستړی مرحلی دی

د شهید لالی یادګار به ګمنام نه کړم
راته پاته یی په وینو سری جامی دی

مونږ د دی نظام دفاع کوو (یاســــره)
پری توی سوی د جانان د خون قطری دی

یاسر کندهارئ

المحمدی بصری څانګه

20 Oct, 08:48


زه به د هرې بلا مخ ته ورزم
زه د حالاتو تقاضه بدلوم
ګمدل

منصوره! ستا له مرتبې خبر یم
خپل روغ وجود ستا په ایره بدلوم
نسیم ایثار

ځمه له ښاره کتابونه راوړم
زه مې د خپل کور دروازه بدلوم
ګل رحمن رحماني

کړله خېرنه د غربت ګردونو
ځمه د خپل ژوندون جامه بدلوم
محمود باقر

په زړه د راج خلک مې نه شو پاتې
اوس به دا چم او دا قریه بدلوم
نسیم شاه عادل

دغه رنځور زمان نه کډه کوم
ژوندونه! نوره دې صفحه بدلووم
نقیب الله احمدي

خپلې څهرې باندې غبار وینمه
له قصده پاکه آینه بدلوم
محمد حسن عـ.مري

پۀ ځمکه پروت زما د قام بچیه!
یا به دې بر کړم یا نامه بدلوم
نظم الدین ندرت

زه هغه نه یم چې بدل به شمه
زه هغه یم چې زمانه بدلوم
شرر ساپی

په اسلامي فکر روزنه کوم
د دې ځوانانو مفکوره بدلوم
عبدالله تېزاب

د ژوندانه مې اراده بدلوم
دا نیت مې کړی دی قیصه بدلوم
قاري محمود

د نیمی شپي غږ می تر ربه رسی
ځکه می غم تل په سجده بدلوم
نجیب الله حنیف

د زړه په وینو د بدن په خولو
ځان خواروم خو آینده بدلوم
یعقوب شجاع

په تش غاټول کې ږدم نغمې د بلبل
د ماشومانو جرنګانه بدلوم
پیر محمد کاروان

ستا مړه کاته د ژوند خبرې کوي
د خاموشۍ دا کتیبه بدلوم
محمود دلګیر

چې زړه کې لږه مطلب هم ولري
هغه له زړه باسم هغه بدلوم
شرافت ویاړ

لکه شپونکی د غرۀ لمنه کې زۀ
خپلې شپیلۍ سره ټپه بدلوم
فاروقي خپلواک

وطن آزاد شو آباد شوى نه دى
وينه به خود اوس په خوله بدلوم
محمدصادق طارق

زه په تش لاس کفري نړۍ ګواښمه
د مسلمانو اراده بدلوم
صديق الله مشال

خپل ماشومتوب ته ګرځیدلی نشم
راځوړند عکس ته شېشه بدلوم
انور تبسم

نېټه د وصل مو پر خپل ځای سهي
لږ مې هېرجن کړه حافظه بدلوم
حنیف حېران

یۀ مسلمانه! کۀ کړې هرڅۀ په ما
نۀ مندر اخلم نۀ کعبه بدلوم
نسیم ایثار

څوک چې له وخت سره په لاره نه ځي
له داسې خلکونه کوڅه بدلوم
فضل مولا توره کی

دا یو عادت مې دی د لمر په رقم
چرته چې ځمه، هلته شپه بدلوم.
عتیق الله یون

همدې پيړۍ ته مجدد يمه زه
که خدای کول دا زمانه بدلوم
حيدري جان

په کې ځايناستې يې ستا سترګې منم
د زړه د زخم کابينه بدلوم
پیر محمد کاروان

پای.

المحمدی بصری څانګه

20 Oct, 08:48


پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

۶/ربیع الثاني/۱۴۴۶

د (ګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه ! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
له زنـدګۍ سـره رشـته بدلوم
وخته! ستا هره فیصله بدلوم
ډاکتر اسرار اتل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زَړَه په نوې ترانه بدلوم
په مينه، مينه زمانه بدلوم
پیر محمد کاروان

ستا د څهرې ستا د لېمو اداوې
د خپل تخليق په پيرايه بدلوم
هلال عيان

د مجبورۍ حد دی او ما وګوره
زر به لۀ چا سره رویه بدلوم
نظم الدین ندرت

د خپل فطرت په بقا ناز کومه
سپرلی خو نه یم چې څېره بدلوم
حنیف حېران

په زمانو کښې چا بدل نۀ کړمه
زۀ هغۀ يم چې زمانه بدلوم
اباسين يوسفزی

وطن پرېږدم مرګ قبلوم په وعده
خو هغه نه يم چې وعده بدلوم
اکرام الدین مفتون

اخر ته ستا تر بې ننګیه راځي
خبره ژوومه کیسه بدلوم
نسیم ایثار

په صبر خپل حق را ونه رسېده
هرو مرو به اراده بدلوم
محمودي انصار

دا چې ډېوې، ډېوې خبرې کوم
په سهرونو توره شپه بدلوم
محمد حسن عمري

وطنه ستا د مینې زور دی منم
چې دې صحرا په خزانه بدلوم
شرر ساپی

چي جهالت به مي دستور بللو
زه به مي هغه فلسفه بدلوم
عبدالغني وفا

زه د هندارې د پېغور ښه يم
زه چې صورت، زه چې څېره بدلوم
نور الحبیب نثار

ته شوې بدل او که وختونه بدل
خو زه به خامخا قیصه بدلوم
محمود دلګیر

ستا لپې جام په کې اوبه د وطن
زه بله هره پيمانه بدلوم
پیر محمد کاروان

ډېره مننه چې بدل دې نه کړم
په خپل عادت به زمانه بدلوم
ګل رحمن رحماني

زه لکه غر په خپل مدار ولاړ یم
موسم خو نه یم چې څهره بدلوم
کریم سلطاني

ما دې خدای واخلي چې هغه بدلوم
لیونی نه یم چې کعبه بدلوم
انور تبسم

هغه له تا مې چې توبه کړې وه
جانانه زه هغه توبه بدلوم
طـ!لب جان مروت

مطلب مي ته يې، خدای رشتیا خوښوي
جار دي سم ولې به کیسه بدلوم
شفاعت ریحان

نه مې شعار نه مې نعره بدلوم
نه مې منشور نه عقیده بدلوم
خالد احسان

زۀ چې د سر تاوان ته وۀ درېږم
د اجل سترګې خورم جګړه بدلوم
مهاجر شاکر داوړ

د حماسو چیغې اوس ګونګې شولی
د جنګ میدان کې حماسه بدلوم
ثاقب خپلواک

که مې د ننګ په میدان پاتې وکړه
پټکی بیا نه تړم، شمله بدلوم
خلیل همراز

تر داره ځم خو ستا له عشقه سره
نه مې مذهب او نه قبله بدلوم
ذاکر مهاجر

چې ستا په ياد باندې اوښلنې نه شي
دا خپلې سترګې او لېمه بدلوم
مجیب الرحمن عمر

ستا د وفا باران دې ووريږي
زه پرې د زړه وچه باغچه بدلوم
زاهد زېری

د خود دارۍ په کنارو ولاړ یم
چاته جومات په میکده بدلوم
محمدالله درد

د زلفو سیوري ته دمه غواړمه
ورځمه ولې به کوڅه بدلوم!
رحمت ګل وقار

تر څو به داسې لاس تر زنې ناست يم
دا عارضه، استحاله بدلوم
نورالحبیب نثار

د قافلې څاروان تور زړی ښکاري
ځکه ترې ځمه قافله بدلوم
عرفان الله شرفزوی

څنګ به له تاسره رشته بدلوم
ولې، به خپله اساسه بدلوم؟
عتیق الله یون

چې خپل هدف ته مې زر و رسېږم
قدم، قدم کې تجربه بدلوم
ابراهیم همکار

په ما د خلګو تهمتونه ډېر سوه
که کيږي ځم خپله څهره بدلوم
نبيل شباب

تنګ نظرۍ باندې څه نه جوړیږي
د تنګ نظرو نظریه بدلوم
عبدالقدیر عـ.مري

ډېوه د مینې وړم د کرکې ښار ته
په رڼا ورځ دا توره شپه بدلوم
بهارالدین محروح

تعلیم ته نوره وده هم ورکوم
د وطن پاتې ائېنده بدلوم
مخلص کډوال

زموږه سترګې وېره نه پېژني
د چا خاطر دی چې کوڅه بدلوم
صدیق الله بدر

وې زړه دې را کاروانه سترګې مې ستا
دوې آيينې په آيينه بدلوم
پیر محمد کاروان

د خوږ نظر خواږه دې ورک دي رانه
تا پکې نه وینم آینه بدلوم
حسیني مختار

ته مي اول ته مي اخير انتخاب
نبي خو نه يم چي کبله بدلوم
حيات همت

خماره! زور د پیالو نه دی پاتې
نن بیا ساقي بیا میخانه بدلوم
علامه محمدي

ښکلیو ته نور زړه غواړم نور حوصله
پیاله، په جام، جام په کاسه بدلوم
سایل وصال

ستا دیدنونه پکې نه ځایږي
دا ځل درځم خو پیمانه بدلوم
حنیف مظهري

ستا په ښکلا کې د بدرنګو رنګ دی
کينې اخېستی یم څېره بدلوم
صدیقمل

چې د آرمان مړی مې پروت وي مخ ته
خـود به غزل پۀ مرثیه بدلـؤم
مشرخان ناظر

څومره چي تا دی بدل مخ اغوستی
ځان په هم هغه اندازه بدلوم
شفاعت ریحان

تا پورې زړه تړل مانا نۀ لري
زه به د ژوند نوره چاره بدلوم
وکیل احمد متوکل

که راته نه ګوري نو نه دي ګوري
ونه خو نه یم چې جامه بدلوم
اسدالله بلهار جلالزی

چې تماش بین تاپسې بد ووایی
ژوند به په داسې تماشه بدلوم
عبدالمجید پل

ته مې ارمان وې خو نصیب مې نشوې
اوس له ناکامه اراده بدلوم
زرخان احمدزی

مینه کومه زړه ته اور اچوم
دا ودان ښار په کنډواله بدلوم
طالب کریمي

د هیچا هم څراغ پۀ لاس کې نۀ وو
هیچا هم ونۀ وې چې شپه بدلوم
عرفان رمز

المحمدی بصری څانګه

20 Oct, 06:14


غــــــــــــــزې


له اوشکو ډک ښکاري چشمان د غــــــزې
څنګه شلېدلی دی ګرېــــــوان د غــــــــزې

وربانــــــــــدې ووري سرې مرمۍ بمــونه
کلي کورونه شولـــــــــو وران د غـــــــــزې

د اسرائیــــــــــلو یهویانــــــــــــــو له لاس
ډېر ناقـــــــــــرار دي مسلمان د غـــــــــزې

مؤمِنې خویندې کوې ســــــــــــوې سلګۍ
خاورو خـــــــوړلی دی آرمان د غــــــــــزې

الله الله نعــــرې یې عـــــــــــــرش لړزوي
خېژي آهــــــــــونه تر آسمان د غـــــــــزې

ورباندې کېږي ډېر بېـــــــــــــحد ظلمونه
په وینو سره دې ماشـــومان د غـــــــــزې

ولې ړانده کاڼه ګونګــــــــــــیان دي عرب
ولې غافل دي ګاونــــــــډیان د غـــــــــزې

عاجــــــــــــزملنګ دغه دُعـــــــــــــا کومه
خدایه کامیابه کـــــړې غازیان د غــــــزې

حافظ عاجزملنګ

المحمدی بصری څانګه

20 Oct, 06:13


ای ربه?

د حُریت بیرغ رپاند په اقصی پاس کــــړه
فلسطین له یــهودي اشغـاله خلاس کــــړه

دا کفري لښکر تس نس در څخه غـــــواړم
فاتِحیـــــن مجاهــــدین د الحماس کـــــړه

چې مظلوم مسلمانان تـــــرې په امان شي
خدایه مات د هــر ظالـــم د ظلم لاس کړه

چې په ننګ د غـــــزې پورته کړي لاسونه
را ژوندی په هر مؤمن کې مړ احساس کړه

راپیدا ورته یــو بل صلاح الـــــــــدین کړه
ورسره مل پل په پل عــــــوام خواص کړه

چې په مخ یې اوښکې تم د بېــوسۍ شي
خـــلاص له ظلم غزه وال ذکــور اُناث کړه

چــــې عاجــــزملنګ د زړه له درد لیکلـــي
لــر او بـــر یې د شعـــــــرونو انعکاس کړه


شاعر عاجزملنګ

المحمدی بصری څانګه

20 Oct, 06:13


د شهید پیغام

کله نا کله خـــــــــو سلام لــــپاره
زما تر خـــــــــړ مزار راځه جانانه
زه د دې پـــورې غره لمن کې یمه
لږ مې د زړه کور کې ساته جانانه

زه د اسلام په ننګ ټوټې ټوټې شوم
زار مې د تن غوښې هډونه شولــو
سورۍ سورۍ سینه مې يوړله وۍ
ذرې ذرې مې اندامونه شـــــــولــو
د رب رضا د ښکلـي دین په خاطر
شوم په سره اور کـې لولپه جانانه

زه درنه لاړم د ابد په لـــــــــــوري
درته مـې پرېوښودو عظیم امانت
چـــــې د سرونو په قېمت راغلـی
یادوم ښکلی اسلامي امـــــــــارت
پام کوه ډېر درنه خیانت ونه شي
چــې شهیدان نه شي خپه جانانه

درته درپاتې یتیمان ګلــــــــــــونه
لږ خو یې ته زړګیه حـــــــال اخله
د کونډو بورو او خوارانو مــې ته
کوه تپوس لږ یې احـــــــوال اخله
زما نیمګــــــــړي ارمانونه دي زار
ډېر احترام ورته لـــــــــره جانانه

زما د یو سنګر خوږه ملـــــــــګریه
په خپل مسیر باندې محکم اوسېږه
چې دوکه نه شې په چوکۍ او دفتر
په خپل صحیح اصلـي رقم اوسېږه
چـــې دې ونه لږېږي تور داغــــــونه
په دې صفــــــا سپینه جامه جانانه

له امارت سره وفـــــــا کــــــــــوه
مینه له زړه نه په رښتیـــا کــــوه
د دې نظام پــــــــوره ساتنه کــوه
زما شهیــــــــــد روح ته دعا کــوه
زما شاعر عاجزملنګه ګــــــــــرانه
راپسې وایه تــــــــــــــرانه جانانه

شاعر حافظ عاجزملنګ

المحمدی بصری څانګه

20 Oct, 06:13


غافل مسلمان

صلاح الدین ایوبي چېــــــرته یې ته
چې په اقصی کې کافـــــران ګرزېږي

ورباندې هر ځای کــې ظلمونه کېږي
خاورې په ســـــر مسلمانان ګرزېـږي

را ښکاروي مـــــــې د زړګي دردونه
ځکه مې اوښکې په ګرېوان ګرزېږي

چې په هر لور باندې نظـــــــر واړوم
رانه چارپېـــــــــره رقیبان ګرزېږي

پوهېـــــــږم نه چې مرور په څه دی
لــــــــــرې له ما څخه جانان ګرزېږي

مظلومان ژاړي فریادونه کـــــــــوي
جبر او زور کـــــــې ظالمان ګرزېږي

ولــــې غفلت کې مسلمان ویده دی
زړه کې مې تل دغه خفګان ګرزېږي

عاجزملنګ ربه نور خلاص کړه له غم
تر څو به داسې سرګـــردان ګرزېږي

المحمدی بصری څانګه

20 Oct, 05:21


د دوو زړو مجاهدینو مجلس......
بې مطلع غزل .....
س: یاره وایه کنه ژوند څنګه تیریږي ؟
ج: بس تیریږي ښه په سور ده انډیواله

س: نور زاړه ملګري چیرته دي نښکاري?
ج: دلګی تیت او لور په لور ده انډیواله

س: ته هغه ملګری ښایې چې زخمي وو ؟
ج: هغه فلج شو او په کور ده انډیواله

د مـــرمیو د تجار او هـــــا د تیلــــو
منــــې!! پاتې یـــې لا پور ده انډیواله

ستا تپوس رانه کـــــوي کله نــــا کله 
د جهـــاد د ورځـــــو مور ده انډیواله

س :ته د بر کلي شهید ماشومان ښایې ؟
ج :دوه خورګانې او یو ورور ده انډیواله 

س :د بګرام د ځنځیرونو به وي نښه ؟
دا مړوند دې چې تک تور ده انډیواله

س: ها زمونږ د کلي بد سړی دې پیژاند?
اوس هغه سره ام   ایم فور د انډیواله

ځه دکلي په چوپتیا کې بیرته ورک شو
پدې شار کې څومره شور د انډیواله

س: اوس شعرونه بیخي کم لیکې کوچیه?
ج: اوس اوبه مې د زړه زور ده انډیواله 

حسان کوچی

المحمدی بصری څانګه

20 Oct, 05:20


نعت شریف

ته یی دوســـــت دذوالــجــلالـــه
ای زمــــــوږ  خـــــوږه  دلـــــبـــره
وانبي خیرالبشره وانبي خیرالبشره

ډیــــرنازنــــیـــن اوګـــلـوریــن یی
له حسنه دي دشـــرمیــږی ګـلابونه

شـمـس الـقمردواړه تری شـرمـیـږی
ځکه دسپین مخ خودنشته مثالونه

تـــه خــو محــبـوب دپاک الله یی
څښتن دي کړی قران کی صفتونه

دمـعــتـصم مـنـقــاد دزړګـی ســره
رب نه غواړم همیش ستادیدنــونه

شعرمعتصم منقاد

المحمدی بصری څانګه

20 Oct, 04:43


غزل

مینه اظهار که ماته وګوره سترګک ووهه
اې نازولې غمازان ټول په کوتک ووهه

په تورپېکي کي دي لونګ دی اوسنګاردي کړی
سترګي دي هم توري مامه وژنه عینک ووهه

راشه ترڅنګ کینه کوه خوږې کیسې دمیني
تبسم خانده رقیب زخم کي نمک ووهه

سترګي ردیف خندا قافیه اوستا خبري روي
زه به غزل غوندي تکرار وکړم ته پړک ووهه

که خزان یووړم د فراق غم ته تنها پاته شوې
په دیواله کي مي یادګار دا تصویر کلک ووهه

ستا دښایست لښکر جنګونه کوي زړونه وژني
عابد عُزیره قاتل حسن په ټوپک ووهه

عابد عُزیر

کندهار. 1403 -7- 17

المحمدی بصری څانګه

19 Oct, 17:33


ظالمه ولي..!

نه مي کرار نه مي سکون ته پريږدي
زړه مي نه وژني نه ژوندون ته پريږدي

زه خپل خوراک او خپل چيښاک کومه
ته مي د غم ستړي زنګون ته پريږدي

څنګه يه زه کړم مراعت ظالمه
شريعت نه ما خپل قانون ته پريږدي

خپله خواږه خواږه خوبونه کوي
ما او رڼا خالي شبخون ته پريږدي

نور دي راونغاړه ده بدو غاړه
ولي پيغور اصلي پښتون ته پريږدي

ته څنګه ښه له ځان سره يه ښايي
زخمونه خوا قائم مفتون ته پريږدي

#مفتون قائم..!

المحمدی بصری څانګه

19 Oct, 17:10


د تیـر ماضي حالات به راسره : پاتې کېده
د ستړي ژوند خاطره یوه یوه : پاتې کېده

دښمن به وارخـطا شو د تکبیر په بدرګـو
په زړو به یې د ویرې انګازه : پاتې کېـده

د خپل وجود په وینو به لامده وو سر تر پایه
د وینو نـښـانه مو پر چـانـټـه : پاتې کېـده

تیاره به وه ماښام به وو د جګ غره په څیړیو
نهر به وو ستومان شپه په مزله : پاتې کېـده

خواږه خواږه همزولي بېلېدله جدايي وه
خـالـي به له یـارانو حـجـره : پاتې کېـده

( مسعده ) شهادت مو د ژوندون لویه ارزو وه
کـه څه هـم رانـه ټــولـه زمـــانه : پاتې کیده

ملا مسعد

المحمدی بصری څانګه

19 Oct, 16:08


له غزې څخه سالار هم کډه وکړه

یو بل رهبر مو نن له دغه ښار هم کډه وکړه
شهيدیحیی سنوارموله ديار هم کډه وکړه

ټوټه ټوټه بشر له دنیا لاړو تر لحده
رسان شو ترخالق او زما یار هم کډه وکړه

ناڅاپه یو غمجنه اوازه شوه چي ته لاړي
ویل یی له غزې څخه سالار هم کډه وکړه

په تلو دي مسلمه امت يتيم شو اي رهبره
ګودر پرهر پرهر دي او چنار هم کډه وکړه

راشدولي یو بل سالار مو نن له څنګ جدا شو
سپیره خزان راغلي دی بهار هم کډه وکړه

راشد ولي فراهي
1403/07/28

المحمدی بصری څانګه

19 Oct, 15:55


زړه می دردکوی درمان راځنی غواړی
رانـه تلــلی ها جـــانان  راځنی غواړی

نه پوهیګم چیـرته به یی شپـه وی یاره
دي غازی مردې میدان راځنی غواړی

یو ساعت می نه هیریګی له زړګې نه
لکه ستوری چی آسمان راځنی غواړی

چی جوړه جوړه به دواړه ګـرزیـــدلو
نن می نشته دی ارمان راځنی غواړی

داســی یوڅـوک راســره مل وپه ژوندکی
ان تر اوسه جار قـربان راځنی غواړی

مینه مـکړه لــیونــی به شی سیــحانه
بیـــابه عشـــق کی تـاوان  راځنی غواړی

نائیب سیحان

المحمدی بصری څانګه

19 Oct, 14:40


د اقصیٰ شهید

ختم مې د رزق اَتام ژوند مې نور تمام شولو
زه یم د اقصیٰ شهید لوړ زَما اکرام شولو

ډوبه د احساس کښتۍ درسته خواهشاتو
کې
زه ، غزه او هر مظلوم څومر زیات بې پام شولو

پیل د حقیقي ژوندون سر له شهادته وي
سر او مال او تن زما ، دې ژوند ته لیلام شولو

ما وکړ غیرت همت دومره مکلف ومه
کډه مې له ژوند وړی روح مې نور آرام شولو

حق لري اقصیٰ په مونږ وینه قرباني غواړي
خپل پور مې اداء کړلو نذز مې اِتمام شولو

څومره ستر انعام په ما رب شکر پیرزو کړلو
خپل لښکر مې پریښودو حورو ته مې پام شولو

ژوند خو د شهید ژوند وي دا ژوندي خو مړي وي
ونډه کې تسل ته که برخه کې دا جام شولو

خالد تسل

المحمدی بصری څانګه

19 Oct, 14:39


شهید سنوار

د غزې له دایرې نه تاو زیړ لمره
لاندې وګوره میلې دي که لمبې دي

د سینوار دشهادت خبر رښتیا شوه
ځکه تتې دې جلوې دي که لمبې دي

دا معصوم حالات خو لګ ترجماني کړه
دا په اور پخې سینې دي که لمبې دي

زه خو لرې یم دا دروغ ده که رښتیا ده
اقصی هسې اوازې دي که لمبې دي

کــرامته مسلمه امت هم چوپ ده
دا حکمت کې دسیسې دي که لمبې دي

کرامت الله

المحمدی بصری څانګه

19 Oct, 14:39


سالاره چې شهید سوې!😢

په زړګي شومه پرهاره چې شهید سوې
د غيرت وې دنګ مناره چې شهيد سوې

ستا فراق کې فلسطین یتیم یتیم شو
اخ خزان شولي بهاره چې شهید سوې

په سرو وینو کې لت، پت له دنیا لاړې
د حماس سپه سالاره چي شهید سوې

ته د سپینو جنتي حورو خاوند سوي
ته پر حقه سپینه لاره چې شهید سوې

د حارث د ژوند خوښۍ در سره ولاړې
د غزې رهبر سنواره چې شهید سوې

حارث فراهي!

المحمدی بصری څانګه

19 Oct, 14:39


دیوچا مینې تنګ کــــړی یم په زړه کې
سترګې وښکې څڅه وي په بیلتانه کې

دځوانی دوران مي تیر په لیون توب شو
رانه ورک شې سـورتــونه په لمانــځه کې

زه دعــشــــق د زوره یاره نا خــبــر وم
ستا تصویر چې مخته راشې ماخفه کې

ته دخپل ژوندون په چارو باندې بخت یې
ســتا یادونه به جــانانه مـــوږ زاړه کــې

دښــایست دغـه دوران به دې هم تـیرسې
په مــرور دزمــان تابه څــوک یاد نه کــې

محـافــظ شــبـابـه پام اِظهار ونـکــــړې
دیدن یووخت کړه چې ډیر دیدن ونه کې

محافظ شباب

المحمدی بصری څانګه

19 Oct, 14:38


څه وکم په زړه باندې بیمار یمه
ستادمینې زهر مې خوړلې دې

سترګې مې رورو دید کم وې اشنا
ډیرې مې دغم اوښکې توی کړې دې

لاس ترزنې ناست وتصویرو ته دې
ټولې ددردو کرښې پرې شوې دې

ګله یاره راشه نور مې حال واخله
غشې مې له زړه پورې وتلې دې

زه دې دګرانښت تعبیر په څه وکړم
ماچې پرې دژوند چارې بایللې دې

جل وهلی پروت یمه خمار یاره
شونډې مې له درده څخه چاودلې دې

جـــوړ راته کفن اوهم لحد کــــړیه
یار دبـیـلـېـدو خـبرې کـــــــړې دې

محــافـــظ شـبــابه تاچې زړه بلی
ستا پر نوم یې ډیر ردې ویلې دې

محافظ شباب

المحمدی بصری څانګه

19 Oct, 14:38


توره شفه کې دې یادونه ډلې ډلې
پرما راشې ستاغمونـه ډلـې ډلـې

ترې خلاص نه سو زړه ناهیلی دی دردیږې
په مات زړه کې ارمانونـه ډلې ډلې

چې مې کله ستا تصویر مخې ته راشې
سترګې ټک وهې نه مونه ډلې ډلې

نیمه شفه ده لټ پر لټ اوړم جانانه
زړه کــوې څــړکــې أهـونـه ډلـې ډلې

مـحبت دی څومره سـخت أسر دی کړی
یک تـنـهـا یم زمـا سوچونـه ډلې ډلې

اُوس لـه چانه ګـیلـه نکـړم زمـان بد دی
پر زړه راکــړې ډیـر داغـونـه ډلې ډلې

محافـظ لکه بالول سحراکې ګـرځې
تـریـنـه ورک یې وِیصالونـه ډلې ډلې

محافظ شباب

المحمدی بصری څانګه

19 Oct, 12:09


دشهید سِنوارپه یادکې !

غزه شهیده شوه غزایه شوه یتیمه پاته
قافله سر،وله خوبیا،شوله پرنیمه پاته

ټوله یهودسره یوشوي دي اقصي ورانوې
خود اُمة جزبه لاهغه سي پرمیمه پاته

نسیم خفه خفه دی حال دفتحي نه راژباڼې
هغه قیصه نه کوي هغه له نسیمه پاته

چي قافیلي یی تکل کړی وُاوږده مزل ته
سالارشهیدشوقافله یی له تصمیمه پاته

خیر دتقدیر په فیصلوکي به نوڅه ووایو
داخو لیکلې له ازله له تقسیمه پاته

اي مهاجره دیوسف وروڼه به کله پوه شې
چي لاره بله ده داولي مستقیمه پاته

مهاجرهروي

المحمدی بصری څانګه

19 Oct, 12:00


نعت شریف

خیرالاومم نبي سرداره در ومي غواړه
ای محمد خیـــرالابراره دروه مي غـواړه

دمدنی کلي کوڅو یاد مي په زړه وریږي
یم په عجم کي ناقراره دروه مي غواړه

داستا صفت هم په طهَ اوپه یاسین شوی دی
یمه ملنګ دي  ده درباره دروه مي غواړه

ستاده حرم خاوري راوړم تري رانجه  جوړم
دیدن دی غواړم هزار واره دروه مي غواړه

ته یی له ټولو مخلوقاتو موجوداتو بهتر
ستا امتي یم ګنهکاره  دروه مي غواړه

نصرت صباون ستا په مینه کي تر داره هم ځم
دشفاعت دي  امیدواره دروه مي غواړه

   شاعر نصرت صباون

المحمدی بصری څانګه

19 Oct, 10:41


زړونه دردیږی چی می یار شهید دی
ماتم اعلان کړۍ چی نګار شهید دی

غزه یتیمه سوه اخ بیا بـــــــــاداره
د خزان غشو کی بهـــــار شهید دی

پر مسلمانو د ماتم ورځـــــــــی دی
چی یه د پوځ سِپه سالار شهید دی

ولی به ویر نکړی او نه بـــــــه ژاړی
چی یه د سختو ورځو یار شهید دی

صلاح الدینه ستا پر پلـــــــه روان دی
پرون اسماعیل او نن سنوار شهید دی

(یاســـره) زړه به ولی نه ماتیـــــږی
چی د اقصی جماعت منار شهید دی

تَقَبَّلَهُ اللّٰه😢

یاسر کندهارئ

2,388

subscribers

35

photos

2

videos