څه ستا تعزیتونه، څه زما تعزیتونه
بس مونږ ته دي راپاتې د ھر چا تعزیتونه
جهاد او مجاهد ته فسادي خارجي وایي
خو زہ بیا هم کوم د دې ملا تعزیتونه
زما د جدوجهد مخالف دی خو استاد دی
نو زہ یې نن کومه خامخا تعزیتونه
ھم دې مسلک پرست نه مې ولا او برا زدہ وہ
پکار ده چې یې وکړم په ژړا تعزیتونه
په څه مړه وو او ولې او چا مړہ وو، خبر نه یم؟
نیا "ابۍ" دې یادوم او د "بابا" تعزیتونه
عجبه سیاست دی پالیسي معلومه نه دہ
په چا باندې خوشحاله او د چا تعزیتونه
احسانه که دې دا خوشکه لهجه وہ نو خبر شه
په تلو به دې څوک نه کوي اشنا تعزیتونه
احسان اللہ احسان
https://t.me/EhsanullahEhsan1