تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر @tabasumradio Channel on Telegram

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

@tabasumradio


تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو
د حقیقت او واقیعت په لټه

87.5 FM
91.2 FM

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر (Pashto)

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو یوه د خبرونو او اواړونو پر مخنیوی ټولنه ده. دا چینل د حقایق او واقعیتونو په لټه کسانو سره ورسره کوي. تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو په 87.5 FM او 91.2 FM کې سماعت کولای شي. اگر تاسو څه خبر یا چې ورته په ویاړي او وقت کې په معنوی زمونږ د کارونو سره کمره کولو ته د خبرونو او واقعیتونو ته د پیوه کولو د ترلاسه اوزارونو سره ورتلو نه څه زه تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو ټولنه ته یوه سموی سره په اشنائي اچولو چا تل برخه کوه. په دې چینل کې خبرونه په ګټه او اوږدونه ته فوکلول کېږي او خپل غونډه رازول شي. د کېنال کې د پېژندلو او رازولو لپاره د زمونږ پوهاندانو په یوه دې نوی ټولنه به تبصره وکړه شوی او په کلتوري، سیاسي، اقتصادي، اوديو، ډرامه او سیمې د کېنال کې په حال به انتشار وکړي. تبسمونو سره په اړه مخلص شئ او خپل اندازه هم ورور شئ او خپله ژوند ترلاسه کړئ.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

08 Jan, 13:29


کندهار کي د اسعارو وروستي نرخونه:

▫️یو ډالر ۷۲.۳۰ افغانۍ
▪️یو ډالر ۲۸۶.۵۰ کلداري
▫️زر افغانۍ ۳۹۶۵ کلداري

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

08 Jan, 09:25


‏د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت په یوه اعلامیه کې له اسلامي امارت سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو د مرستې ادعا ناسمه بولي او ردوي یې.
‏حمدالله فطرت زیاته کړې چې امریکا، سرپرست حکومت ته یوازې دا نه چې یوه افغانۍ نه ده ورکړې، بلکې د افغانانو میلیاردونه ډالر یې کنګل کړي دي.
‏فطرت ویلي، امریکا چې کومه مرسته یادوي، نړۍوالو موسسو او د امریکايي ځواکونو او شریکانو په وتلو یې لګولې دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

08 Jan, 05:43


ډالر په ناڅاپي ډول د افغانۍ په مقابل کي له ۷۰ افغانیو څخه ۷۱.۷۰ ته لوړ سو.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

08 Jan, 02:53


په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په دوحه کې د افغانستان د نوي سفیر په توګه ټاکل سوی دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

08 Jan, 02:49


‏د امریکا منتخب ولسمشر د سې شنبه په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې امریکا افغانستان ته په میلیاردونو ډالر ورکوي او دا مساله ورته د منلو وړ نه ده.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

08 Jan, 02:46


‏لوګزامبورګ له افغانستان سره څه باندې یو نیم میلیون ډالره مرسته وکړه.
دا مرستې به د هغو کورنیو لپاره ولګول شي چې په افغانستان کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

08 Jan, 02:44


د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ځواب کي ویلي چي کاناډا به د قیامت تر ورځې له امریکا سره یو ځای نه سي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

08 Jan, 02:39


‏د ⁧ امریکا⁩ د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، چې د خپلو افغان همکارانو د لېږدولو چاره یې غځولې ده.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

08 Jan, 02:38


‏د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په تازه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۵ زیږیز کال کې به ۵.۸ میلیونه افغانان بېړنیو سرپناو او غیرخوراکي توکو ته اړتیا ولري.
‏اوچا وايي دا هغه کسان دي چې په نامناسبو ځایونو کې اوسي، وروستیو سېلابونو ځپلي او یا تازه راستانه شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

07 Jan, 16:00


د امریکا د استازو جرګې غړي، تیم بورچت، په یوه لیک کي د دې هیواد منتخب ولسمشر له ډونالډ ټرمپ، څخه غوښتي دي چي افغانستان ته مالي مرستي ودروي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

07 Jan, 15:55


‏په چین کي د نن سهار د زلزلې له امله ۹۵ تنه مړه او ۱۳۰ نور ټپیان دي.
د امریکا د جیولوجیکي سروې مرکز د مالوماتو له مخې د سه شنبې د سهار زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶.۸ درجې و، چې د شیګاتسه ښار تبت سیمه کې یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
‏چینايي چارواکي وايي، د زلزلې په سیمو کې له ۱۵۰۰ زیاتې د اور وژنې او ژغورنې ډلې په عملیاتو بوختې دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

07 Jan, 15:50


وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی دی چي امریکا او اسلامي امارت د القاعدې د یوه پخواني غړي د تبادلې په اړه د افغانستان په زندان کي د درې امریکایي اتباعو سره خبرې کړي دي.
په راپور کي راغلي چي دغه خبرې اترې د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې راهیسې روانې دي.
د دې راپور له مخي، د ۲۰۲۴ کال د نومبر پر ۱۴مه امریکا اسلامي امارت ته ویلي که دوی جورج ګلیزمن، رایان کوربت، او محمود حبیبي (درې امریکایي زندانیان) آزاد کړي، نو هغوی به هم «محمدرحیم افغاني»، چي د القاعدې یو پخوانی لوړپوړی غړی دی، د ګوانتانامو له زندانه خوشي کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

07 Jan, 10:44


د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ په تلوکان سیمه کي د کوچیانو پر یوه رمه دېوال نړېدلی او ۳۰ پسونه یې مړه کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

07 Jan, 04:15


زلمی خلیل‌زاد، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چي له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او د هغوی جبري ایستل ودروي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

07 Jan, 04:13


د امریکا منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې د کاناډا لومړي وزیر د استعفا په غبرګون کې ویلي، چې کاناډا باید د امریکا یو ایالت شي.
ترمپ وایي که کاناډا له امریکا سره یو ځای شي؛ نو تعرفې به لمنځه ولاړې شي، مالیات به راکم شي. هغه زیاته کړې، چې د کاناډا ډېری خلک دا خوښوي چې هېواد یې د امریکا ۵۱م ایالت شي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

07 Jan, 04:10


‏په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د پاکستاني پوليسو لخوا د افغان کډوالو غير قانوني نيولو سخت اندیښمن کړي يوو.
تر اوسه شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال چې ډېری يې پاکستان کې د اوسېدو معتبر کارتونه او ويزې هم لري نيول شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

07 Jan, 04:09


‏د کاناډا لومړي وزیر، جسټین ترودو، تېره ورځ له نږدې یوې لسیزې واک وروسته په رسمي ډول خپله استعفا اعلان کړه
نوموړي په پلازمېنه اوټاوا کې د یوې خبري غونډې پرمهال ویلي «زه اراده لرم چې د واکمن لیبرال ګوند د نوي مشر تر ټاکل کېدو وروسته د ګوند له مشرۍ او د لومړي وزیرۍ له دندې استعفا وکړم.»

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

07 Jan, 04:06


د کندهار د امر بالمعروف ریاست یوې نجلۍ ته حق ورکړی، چي په خپله خوښه واده وکړي او د کورنۍ له لوري له تاوتریخوالي څخه خلاصه سي.
ددې ترڅنګ یوې کونډي ته، چي د واده حق نه ورکول کېده، د واده حق ورکول سوی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

07 Jan, 03:51


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال افغانستان کې ۱۴.۸ میلیون وګړي د ژوندي پاتې کېدلو لپاره خوراکي او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

06 Jan, 15:52


په کندهار کي د درې میلیونو ډالرو په لګښت د چرګانو د دانې او پنبې د پروسس دو فابریکو فعالیت پیل کړ.
د فابریکې مسول محمد سلیم کریمي وايي، کولای سي په ساعت کي ۲۵ ټنه د چرګانو رنګارنګ دانه تولید کړي.
د کندهار د صنعت او معدنونو خوني رئیس سید سرور اماني وايي، یاده فابریکه د کورني تولیداتو یو مهم پیل دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

06 Jan, 10:50


د کندهار د امنیې قومندانۍ مسولینو په یوې اوونۍ کي په نشه د روږدو ۷۷ کسانو د نیولو خبر ورکړی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

06 Jan, 10:30


امریکا به نن پر سوریې باندي د بشري مرستو په ارتباط ځيني بندیزونه او محدودیتونه لیري کړي.
‏دا به د سوریې د نوي حکومت سره د امریکا د همکارۍ یو نوی ګام وي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

06 Jan, 10:13


د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ د امر بالمعروف محتسبینږ د هغې پېښې مخه ونیوله چې له مخې یې یو ۱۳ کلنه انجلۍ د‌ هغی له خوښې پرته ۴۵ کلن معیوب کس ته په نکاح ورکول کېده.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

06 Jan, 09:56


د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکې اونۍ د پاکستان په اسلام‌اباد کې "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده‌کړې، چلېنجونه او فرصتونه" تر سرلیک لاندې غونډه جوړوي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

06 Jan, 09:55


د ایران حکومت اعلان کړی دی چي نږدې ۷۰۰ افغان ډاکټران د دې هیواد په صحي مرکزونو کي په دندو بوخت دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

06 Jan, 03:18


غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراييل په بریدونو کې ۸۸ کسان وژل شوي او ۲۰۸ نور ټپیان دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

06 Jan, 02:53


‏په سوریه کې د ترکیې پلوو ډلو او کردي ځواکونو تر منځ نښتو کې ۱۰۱ کسان وژل سوي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

06 Jan, 02:51


‏د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، د لوړې کچې تودخې لسیزه پای ته رسېدلې چې د ۲۰۲۴ زیږیز کال په ګډون پکې تېر لس کاله شامل و.
‏هغه زیاته کړې چې په ۲۰۲۵ کې هېوادونه باید نړۍ په یوه خوندي مسیر روانه کړي، شنه ګازونه په پراخه کچه راکم کړي او د نوي راتلونکي په لور بدلون ته ملا وتړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

05 Jan, 17:38


‏د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله وايي، موږ د خپل امنیت لپاره په افغانستان کې دننه بیا هم په ډاډه زړه عملیات او بریدونه کوو.
وایي، موږ ته نړیوالو قوانین هم اجازه راکوي چې په افغانستان کې دننه ترهګر وځپو او خپل هدف ترلاسه کړو.
هغه همدارنګه پر کابل ږغ کړی چې د اسلام اباد غوښتنو ته غاړه کېږدي، څو د نورو بریدونو او جګړو مخنیوی وشي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 13:54


د پاکستان جيونيوز رسنۍ د دې هیواد د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی دی چي «خوارج د افغان طالبانو سره یوځای» د دې هیواد پر پوسته‌ګانو بریدونه کړي دي.
د پاکستان پوځ معمولاً د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) جنګیالي د «خوارجو» په نامه یادوي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 13:49


د مشرتابه لوري د ودانیو د جوړولو پر مهال د همسایه لور ته د کلکین د خلاصولو په اړه پنځه ماده ایزه فرمان صادر سو.
د فرمان له مخي که څوک کور او ودانۍ جوړوي او پیوست او یا د لاري په اندازه د بل شخص د استوګنی له ودانۍ سره فاصله ولري، نو ابادۍ کوونکي شخص هغه خوا ته کلکین نه سي جوړولای، چي د هغه بل کور مزاحمت کوي.
یاد شخص کلیکن هغه وخت پرېښودای سي، چي د انسان د قد په اندازه دېوال پورته کړي او یا په بل شي یې مخ ونیسي.
هغه ودانۍ چي مخکي جوړي سوي، هغوئ هم مکلف سوي د انسان د قد په اندازه دېوال جوړ کړي او یا په بله وسیله یې دفعه وکړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 13:23


پاکستان د افغان ځواکونو له لوري پر سرحدي پوستو د حملې پخلی کړی او ویلي يې دي چې هغوئ د پاکستان پر پوستو «بې‌تحریکه د درنو وسلو ډزې» کوي.
د پاکستان پوځ د دې پېښې په اړه ویلي چې دغه بریدونه د افغانستان له اړخه ترسره سوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 13:22


‏د اوکراین ولسمشر ویلادیمیرزیلینسکي، ویلي چې هېواد یې د بشري مرستو په چوکاټ کې سوریې ته پنځه سوه ټنه غنم واستول.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 08:46


د کابل ښار د ۱۱مې حوزې اړوند شیخ زاید روغتون ته څېرمه د چاودنې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.
د کابل د پولیسو ویاند ویلي چې چاودنه د کابل هوايي ډګر پر سړک شوې او ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 08:42


د دفاع وزارت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرحدي جګړو د تاییدولو په ترڅ کې ویلي چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته یې د «شريرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو» ګڼ مرکزونه او پټنځایونه په نښه کړي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 08:40


پرون د کندهار د سپین بولدک له لاري ۱۳ کورنۍ په پاکستان څخه خپل هیواد ته راغلي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 08:29


د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف، د ټرمپ نوې ادارې ته خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ سختو دریځونو له امله به د نوموړي په دوره کې اټومي ازموینه ترسره کړي.
‏رویټرز خبري اژانس د ریابکوف له قوله ویلي، اوس نړېوال وضعیت خورا پېچلی شوی او امریکا له روسیې سره د دښمنۍ په لټه کې دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 06:28


د افغانستان د سولي لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد ویلي د دوحې په تړون کي د افغانستان د سیاسي نظام ماهیت نه دی مشخص سوی.
خلیل‌زاد د امارت اسلامي د سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر، د څرګندونو په اړه ویلي چي په دې تړون کي ذکر سوې وه چي د افغانستان د نوي دولت ماهیت باید د امارت اسلامي او ځینو نورو سیاسي ډلو ترمنځ د مذاکراتو له لاري وټاکل سي.
د خلیل‌زاد په وینا، د افغانانو، امارت اسلامي او نورو اړخونو مخکي ستونزه دا ده چي «په اوسني حالت کي دا ژمنه څنګه عملي کېدلای سي.»
تر دې دمخه، مولوي عبدالکبیر ویلي ول چي د دوحې تړون دا معنی نه درلوده چي امریکا به امارت اسلامي ته د حکومت‌والي طریقه وټاکي؛ بلکي دغه تړون یوازي د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه وو.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 06:05


د پکتیکا په برمل ولسوالۍ د پاکستاني پوځ هوایي برید ته د غبرګونونو په دوام، د پاکستان پخواني صدراعظم «عمران خان» له زندانه ویلي چې پر افغانستان کې د پاکستان هوایي بریدونه په پاکستان کې د «کرکې او ترهګرۍ» د زیاتېدو لامل کېږي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 03:56


د دفاع وزارت سرچینو ویلي، د خوست ترڅنګ د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کي هم له پاکستاني ځواکونو سره جګړه کړې ده.
په دواړو سیمو کي لا هم وضعیت کړکېچن دی.
د خوست د علیشرو سیمي خلک د تېري شپې د جګړې له ویري له خلکو کورونو وتلي او شپه یې بې خوبه او یخه وه.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 03:21


‏د افغانستان د سولې لپاره د ⁧ امریکا⁩ متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ⁧ پاکستان⁩ په کورنیو او سیمه ییزو سیاستونو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دا هېواد په ماتېدو دی او ژر تر ژره پر خپلو تګلارو بیا کتنې ته اړتیا لري.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 03:01


سرچیني وایي، افغان ځواکونو د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني پوځ د بمبار په غبرګون کي په خوست کي ډیورنډ کرښي ته نژدې د پاکستان پر پوستو بریدونه کړي.
بریدونه نن سهار وختي څلور د علیشرو ولسوالۍ له ډبګي سیمي سره سوي دي.
سرچینې وايي، جګړه روانه ده او افغان لوری د پرمختګ په حال کي دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 02:45


‏اسراییلي پوځ د غزې تړانګې په شمال کې وروستي پاتې روغتون او شاه او خوا ودانیو باندې برید کړی، چې پایله کې یې پنځوس کسان وژل شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 02:36


د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چي د بشار الاسد د حکومت له سقوط وروسته له ۳۰ زرو څخه زیات سوریایي کډوال ترکیه پرې ایښې او بېرته سوریې ته تللي دي.
د دې وزارت په وینا، په هغو کډوالو کي چي ترکیه یې پرې ایښې ده، ۳۰ سلنه یې په ترکیه کي زېږېدلي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 02:32


‏د امریکا منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي چې، د ټیک ټاک پر ټولنیزې شبکې د بندیز قانون وځنډوي.
‏دغه قانون د روان کال په اپرېل میاشت کې د کانګرس له لوري تصویب شوی چې، لمخې به یې د ټیک ټاک چینایي خاوند بایټ ډانس د راتلونکي زېږیز کال د جنوري تر ۱۹مې یا دغه شبکه پر یوې امریکایي کمپنۍ خرڅه او یا به امریکا کې پرې بندیز لګول کیږي.
‏ډانلډ ټرمپ ویلي، هغه ته باید وخت ورکړل شي چې، د لوړې تر مراسمو وروسته دغه موضوع له سیاسي لارې حل کړي.

‏ټیک ټاک په امریکا کې تر ۱۷۰ میلیونه زیات کارونکي لري

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Dec, 02:30


نن سهار درې بجې کندهار ښار او شاوخوا سیمې یوې زلزلې، چي شدت د ریښتر په کچه ۵.۵ درجې و، ولړزاوه.
د زلزلې مرکز د بلوچستان ایالت د نوشکي سیمې ته نژدې و، چي د کندهار ترڅنګ یې په هلمند او نیمروز ولایتونو کي هم ټکانونه احساس سوي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

27 Dec, 16:23


د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کي وویل، چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی.
د پاکستان د پوځ ویاند ټینګار کړی، چي پاکستان به د ترهګرو د ځپلو او د خپلو اتباعو د امنیت د تامینولو لپاره له هیڅ اقدام څخه دریغ ونه کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

27 Dec, 11:33


‏د خبریالانو د یوه بنسټ راپور ښيي چې په ۲۰۲۴م کال کې چې ختمېدو ته یې یو څو ورځې پاتې دي، په ⁧ افغانستان⁩ کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونو ۱۸۱ پېښې ثبت شوې دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

27 Dec, 11:32


ماليې وزارت هغه رپوټونه رد کړل، چې دغه وزارت د ⁧ بوديجې⁩ د کسر له امله د دې ډلې د حکومت کارکوونکو ته د راتلونکو دریو میاشتو تنخا نشي ور کولی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Dec, 09:34


‏د افغانستان او ترکمنستان په سرحدي سیمه "اسلیم چشمه" کې د ټاپي پروژې د تجهیزاتو د لېږد په برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو لپاره لنډ مهاله بندر جوړېږي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Dec, 03:50


‏د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی، چې پنټاګون د ۷۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د نظامي مرستو یوه نوې جوپه اوکراین ته استوي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Dec, 03:44


‏د ملګرو ملتونو تازه شمېرې ښيي چې اېچ‌ای‌ ‌وي وېروس په نړیواله کچه په کمېدو دی، خو د افغانستان په ګډون شپږو هېوادونو کې په ډېرېدو دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Dec, 03:40


‏د سوریې په ⁧ حلب⁩ ښار کې د سوریې د پوځ او د حزب تحریر الشام ډلې وسله‌والو ترمنځ نښتې روانې دي، چې د روسیې او سوریې هوايي ځواکونو د ⁧ بشارالاسد⁩ د مخالفو وسله‌والو د شړلو لپاره هوايي بریدونه هم پیل کړي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Dec, 03:39


‏په ⁧ اسلام اباد⁩ کې د ترهګرۍ ضد محکمې د دوشنبې په ورځ د پخواني لومړي وزیر د مېرمنې بشرا بي‌بي او د تحریک انصاف ګوند د نږدې ۱۰۰ غړو د نیولو حکم کړی او دا یې ویلي، چې د دغو کسانو وثیقه به هم نه منل کېږي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Dec, 03:36


‏د امریکا منتخب ولسمشر، ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د جنورۍ تر ۲۰مې پورې، چې د هغه د لوړې مراسم ترسره کېږي، په غزه کې برمته کسان خوشې نه سي، نو منځنی ختیځ به درنه بیه پرې کړي.
ټرمپ ټینګار کړی: “د دې کار مسوولین به له داسې سختې ضربې سره مخ سي چې د امریکا په اوږده او لوړو ژورو ډک تاریخ کې به بې‌سارې وي.”

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Dec, 13:07


د اسلامي امارت مشرتابه تېره ورځ د کندهار سپین بولدک او تخته پل ولسوالیو ته تللی، هلته یې له امنیتي مسولینو او علماوو سره کتلي.
هغه د نظام پر ساتلو، له علماوو سره په مشورې، اطاعت، امر بالمعروف قانون په عملي کولو، اختلاف نه کولو او له ولس سره پر ښه چلند ټینګار کړی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Dec, 12:57


د جګړې او امنیت د مطالعاتو یوه بنسټ ویلي، چي په تېر نومبر میاشت کي په پاکستان کي د تاوتریخوالي په پېښو کي ۲۴۵ کسان وژل سوي.
په دې شمېر کي ۱۲۷ وسله وال، ۶۸ پوځیان او ۵۰ ملکي وګړي شامل دي.
د نومبر په مياشت کي خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه سوې، ۵۰ حملې سوي، ۷۱ کسان وژل سوي او ۸۵ ژوبل سوي دي.
په سند او اسلام اباد کي د حملو رپورټ نه دی ترلاسه سوی خو په کراچۍ کي چارواکو ويلي، هلته په چينايانو یو بريد سوی وو.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Dec, 12:48


‏د اسلامي پراختیا بانک او د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز په افغانستان کې د ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې او د هېواد د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په موخه د ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Dec, 10:58


د امنیې قومندانۍ د قرضونو خبرتیا!

د کابینې د وروستۍ پریکړي له مخي، دکندهار ولایت ټولو هغو کسانو ته چي د ۱۳۹۰ کال څخه تر ۱۴۰۰ کال پوري د امنیه قومندانۍ اړوند کارونو په کولو کي پاتي قرضونه لري، خبر ورکول کېږي چي د خپلو اسنادو سره یوځای دي د کندهار امنیه قوماندانۍ د تعمیراتو شعبې ته مراجعه وکړي.
ټول اړوند کسان دي لاندي لارښووني په پام کي ونیسي:

۱. د اسنادو بشپړ ډاډ:

۲. د ټولو اړینو اسنادو قراردادونه، منظورۍ او د کار ترسره کولو شواهد.

۳: په ۷۶ ساعتونو کي اړوند مرجع ته ځان حاضرول.

۴: د نه حاضریدو په صورت کي بیا حق د شکایت نه لري.

ټولو هغه کسانو ته خبر ورکول کیږي چي د امنیه قومندانۍ اړوند قرضې لري، خپل حقوق په شفاف ډول او پر وخت ترلاسه کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Dec, 09:19


د کندهار ښار د شپږمي حوزې اړوند د ګوشخانو د ملایانو په کلاچه کي د یوه کور چت نړېدلی او پر مهال یې درې کوچنیان وژل سوي.
دغه پېښه نن سهار لس بجې هغه مهال سوې، چي د کور خاوند د کور بامونه کانګرېټول.
درې سره وژل سوي نجوني وې.
د کندهار د پېښو په وړاندي د مبارزې ریاست مسولین یاد کور ته د خواخوږۍ او مرستي لپاره ځانونه رسولي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Dec, 07:42


د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چي د افغانستان په اړه یوه غونډه کوي.
که څه هم د دې ناستې کره وخت نه دی په ډاګه سوی؛ خو دغه شورا وايي، چې دا غونډه به په ډسمبر میاشت کې جوړه سي.
په خبرپاڼه کې ویل سوي چې تر «توجيهي ناستې» وروسته به د تړلو دروازو تر شا د افغانستان په اړه سلا مشورې وسي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، د ډسمبر په میاشت کې به د افغانستان په اړه د بندیزونو له کمېټې سره د څارنې د ټیم ماموریت هم وغځوي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Dec, 05:03


د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دمشق کي د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل او د بشارالاسد زړورتیا او روحیه یې د ستایني وړ وبلله.
‏عراقچي ویل: "موږ ډاډه یوو؛ سوریې لکه څنګه، چي مخکي یې ترهګرۍ ته ماته ورکړې وه، دا ځل به هم بریا خپله کړی او ترهګر به مات کړي."

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Dec, 04:59


د کندهار د سرحدي لوا ځواکونو د سپین بولدک ولسوالۍ د پښۍ په جر سیمه کي ۷۱ کېلو تاریاک، چي د ډیورنډ له ها غاړي را اړول سوي وه، په یوه ډاکسن موټر کي له دوو تنو سره نیولي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Dec, 04:14


‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څو کلنه بودیجه تصویب کړه چې له مخې به یې د راتلونکي کال په پوځي او دفاعي برخو کې لګښتونه بې ساري کچې ته لوړ شي.
‏د دې بودجې تصویب ښيي چې روسیه د اوکراین د ماتولو له هوډه نه ده په شا شوې.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Dec, 04:14


‏د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) راپور ورکړی، چې په افغانستان کې به د ژمي په رارسېدو سره له هرو څلورو کورنیو څخه یوه د کافي خوراکي توکو له ستونزې سره مخ شي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Dec, 04:07


د پاکستان پوځ ادعا کړې، چي د خېبرپښتونخوا بنو کې یې د درېو ورځو عملیاتو کې اته وسله وال وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.
په دې عملیاتو کې د پوځ د یوه افسر په شمول دوه پاکستاني پوځیان هم وژل سوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Dec, 04:02


سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان تېره ورځ له د درې کلونو ځنډ وروسته متحده عربي اماراتو ته سفر کړی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Dec, 03:59


د چمن پرلت د روانې ډسمبر پر څلورمه د چمن - سپین بولدک لاره د ترافیکو پر مخ تړي.
د دوی په خبره دا پرېکړه یې د چمن - سپین بولدک پر دروازه د لګول شویو محدودیتونو نه لرې کولو په غبرګون کې کړې او د نورو ګامونو په اړه به د مشرانو پرېکړې ته په تمه شي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

01 Dec, 15:40


ستري محکمې اعلان کړی چې په خوست ولایت کې یې د یوې ښځي په ګډون پنځه کسان د «نامشروع اړیکو» او «لواطت» په تور په عام محضر کې په درو وهلي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

01 Dec, 08:03


د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په احمدزو کلي کي د اختر جان په نوم یوه پنځلس کلن هلک ځان ځړولی او ساه يې ورکړې ده.
د ارغستان ولسوالۍ امنیتي مسولینو د پېښي څېړني کړي، خو کورنۍ يې ورته ویلي، چي له هغه سره چا تاوتریخوالی نه دی کړی او نه پوهېږي، چي ولي يې داسي کار کړی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

01 Dec, 05:27


“تبسم راډیو ستاسو د کلتور، تعلیم، او تفریح غوره ملګرې ده!
زموږ په زړه پورې خپرونې د کندهار ښار او ولسوالیو لپاره ځانګړې سوي دي.
موږ تاسو ته د ژوند هر اړخ په زړه پورې او ګټور موضوعات راوړو.
تاسو کولی سئ زموږ خپرونې د ۸۷.۵ او ۹۱.۲ FM څپو له لارې تعقیب کړئ.
تبسم راډیو ته غوږ سئ او د یوې ښې ورځې پیل وکړئ!”

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

01 Dec, 04:18


د سوریې د حکومت مخالفو وسله والو ډلو د حلب له نیولو وروسته د دغه ښار نړیوال هوايی ډګر هم نیولی دی. دې ډلو ویلي د ادلب ټولې اړوندې سیمې یې هم نیولي دي. حلب د سورېې له پلازمېنې وروسته د دغه هېواد دویم لوی ښار دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

01 Dec, 04:15


‏د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ ګواښ کړی چې، که د بریکس ټولنې غړي هېوادونه په امریکايي ډالر راکړه ورکړه کمه کړي، نو د دې هېوادونو پر وارداتو به سل‌‌سلنه تعرفه وضع کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

01 Dec, 04:13


‏سوریه کې د روسیې د پخلاینې مرکز مرستیال، اولګ ایګناسیوک ویلي، سوریایي ځواکونو د روسیې په ملاتړ د "هیئت تحریر شام" پر مرکزونو بریدونه کړي چې لږ تر لږه ۳۰۰ تنه یې وژلي دي.
‏ټاس خبري اژانس لیکلي چې، د روسیې په ملاتړ د سوریایي ځواکونو له لوري د بریدونو مخنیوی دوام لري.
‏تر دې وړاندې د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي و چې، دغه هېواد کې په تېرو درېیو ورځو جګړه کې نږدې ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

01 Dec, 04:11


‏د افغانستان په چارو کې د ⁧ امریکا⁩ د حکومت پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې په ⁧ اسلام اباد⁩ کې د نومبر ۲۵مې نېټې په لاریونونو کې د ⁧ پاکستان⁩ امنیتي ځواکونو په ډزو کې له ۴۰۰ ډېر لاریون کوونکي وژل شوي. 
‏خلیلزاد په دې برخه کې د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

01 Dec, 04:09


‏په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې افغانو کډوالو د پخواني صدراعظم عمران خان په پلوۍ لاریونونو کې ګډون درلود.
‏سفارت په یوه اعلامیه کې وايي چې پاکستان کې مېشت افغان کډوال په هېڅ ډول سیاسي لوبو کې شریک نه دي او اندېښنه څرګندوي چې ښایي په دې نامه یو ځل بیا پاکستاني پولیس افغان کډوال وځوروي

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

30 Nov, 19:23


د روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په یو ټلیفوني تماس کې د سوریې شخړې «خطرناکې» وبللې او په دې هېواد کې یې د شخړو د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده.
همدارنګه، د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه جلا تماس کې د سوریې وضعیت وڅېړه.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

30 Nov, 19:22


د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند، د جرمونو نړۍوالې محکمې ته، د افغان ښځو حقونو د نقض دوسیې د ارجاع په غبرګون کې وایي چې، دا اقدام د دغه وزارت له هغو هڅو د انکار په مانا دی چې، د ښځو حقونو د خوندیتوب په برخه کې یې کړي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

30 Nov, 13:28


د خیبر پښتونخوا په کورمه کې له تېرو شاوخوا لسو ورځو راهیسې د ځايي شیعه‌ګانو او سنیانو ترمنځ تاوتریخوالی لا هم روان دی.
په شاوخوا لس ورځې مخکې پیل شوي دغه تاوتریخوالي کې تر اوسه تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ نور ژوبل دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

30 Nov, 12:36


د سوریې د جګړې تر شا پټ معلومات:

په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل (۲۰۱۱) راهیسې، بېلابېلې وسله‌والې ډلې او بهرني قدرتونه په دې جګړه کې دخیل دي. دلته به د سوریې د مخالف وسله‌والو ډلو، د روسیې، ایران او امریکا رول، او د بشارالاسد ملاتړو په اړه توضیحات ورکړم.

د سوریې مخالف وسله‌والې ډلې

سوریې کې د حکومت پر ضد جګړه کوونکي وسله‌وال په څو کټګوریو وېشل کېدای شي:
1. سوریایي ملي ائتلاف او د هغوی پورې تړلې ډلې:
• دا ډله د اپوزیسیون یو پراخ ائتلاف دی چې د نړیوالې ټولنې له ملاتړ څخه برخمنه وه.
• د دې ائتلاف وسله‌واله څانګه “آزاد سوریه پوځ” (FSA) وه چې په لومړیو کلونو کې د اپوزیسیون مهمه برخه وه.
2. اسلامي وسله‌والې ډلې:
النصره جبهه: دا ډله القاعده سره تړلې وه، چې وروسته یې نوم “تحریر الشام” ته بدل شو.
داعش (اسلامي دولت): دا ډله د سوریې او عراق په پراخو سیمو کې فعاله وه او د یو سخت دریځه خلافت ادعا یې کوله.
3. کردي ځواکونه:
د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (SDF): دا ډله د کردي YPG ځواکونو په مشرۍ ده او د امریکا له ملاتړ برخمنه ده.
4. سیمه‌ییزې ملېشې:
• د سوریې په بېلابېلو برخو کې ځینې سیمه‌ییزې ملېشې د خپلو اهدافو لپاره جګړه کوي.

د روسیې، ایران او امریکا رول

1. روسیه:
• د بشارالاسد د حکومت مهم ملاتړ کوونکی دی.
• په ۲۰۱۵ کې یې مستقیمه نظامي مداخله وکړه، چې د هوايي بریدونو او سلا مشورو په مرسته یې د حکومت د بیا ځواکمنېدو سبب شوه.
• د روسیې موخه په سوریه کې خپل ستراتیژیک نفوذ ساتل او د منځني ختیځ په سیاست کې د خپل رول پراخول دي.
2. ایران:
• ایران د بشارالاسد قوي ملاتړی دی او د هغه د حکومت د ژغورلو لپاره یې د سپاه پاسداران ځواکونه او شیعه ملېشې (لکه حزب‌الله) سوریې ته استولي.
• د ایران موخه په سوریه کې د خپل ستراتیژیک نفوذ ساتل او د اسرائیل پر وړاندې یو متحد جبهه رامنځته کول دي.
3. امریکا:
• امریکا د داعش پر ضد جګړه کې د کردي ځواکونو ملاتړ کړی دی.
• د بشارالاسد حکومت یې په پراخه کچه وغنده او د هغه د واک پرېښودو غوښتنه یې وکړه، خو مستقیمه مداخله یې محدوده پاتې شوه.
• د امریکا موخه په سیمه کې د ثبات ټینګښت او د ایران د نفوذ محدودول دي.

د بشارالاسد ملاتړ کوونکي او د هغوی دلیلونه

1. روسیه:
• سوریه د روسیې لپاره د منځني ختیځ په سیمه کې مهمه ستراتیژیکه نقطه ده، ځکه چې د طرطوس بندر د روسیې یوازینۍ سمندري اډه ده.
• روسیه د لویدیځ د نفوذ کمولو لپاره د اسد ملاتړ کوي.
2. ایران:
• د بشارالاسد رژیم د ایران د سیمه‌ییز ستراتیژیک محور برخه ده چې بغداد، دمشق او بیروت سره نښلوي.
• ایران غواړي په سوریه کې داسې حکومت پاتې شي چې د هغه ګټو سره سم وي.
3. حزب‌الله:
• د لبنان شیعه وسله‌والې ډلې د اسد ملاتړ کړی، ځکه چې سوریه د دوی د تجهیز لپاره د ایران کلیدي لارې ده.
4. چین او ځینې نور هېوادونه:
• چین د سوریې د حکومت ملاتړ کړی، ځکه چې په سیمه کې د رژیم بدلون یې د بې‌ثباتۍ لامل ګڼلی دی.

بشارالاسد د هغه چا لپاره یو متحد دی چې د لویدیځ له نفوذ سره مقابله کول غواړي او د هغه رژیم سقوط د دوی ستراتیژیکې موخې زیانمنولای شي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

30 Nov, 12:31


په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفیر بدرالدین حقاني د دغه هېواد له مشر غوښتي چې افغانستان ته د بندیانو د لېږد اسانتیاوې برابرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل نن د ویډیو پیغام خپرولو سره وايي، ښاغلي حقاني له محمد بن زاید ال نهیان سره لیدلي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

30 Nov, 12:29


‏په سوریه کې د حکومت مخالفو وسله‌والو د حلب ښار ډېری برخې د سترو عملیاتو په لړ کې نیولې دي.
په ورته وخت کې روسیې د دوی پر مهمو ځایونو نوې بمبارۍ پیل کړې دي او د سوریې پوځ له مخالفو وسله‌والو سره په جګړه بوخت دی،‌ خو اوس یې 'لنډمهالی' شاتګ کړی دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

30 Nov, 04:18


د زابل له نورک څخه بيا د غزني تر مقر ولسوالۍ پوري د کابل-کندهار د لويې لاري د ۷۸ کيلومتره سړک د لومړي پړاو د بیا رغوني چاري پای ته رسېدلي.
د کابل-کندهار د لویې لاري دغه مهمه برخه د ټولګټو چارو وزارت لخوا د یو خصوصي رغنيز شرکت له لوري د ۱۴ مياشتو په موده کې د ۲،۷ مليارده افغانيو په ارزښت رغول سوې ده.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

30 Nov, 04:05


د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۱۲ زره افغانان د بشري ویزو په مرسته برازیل ته تللي دي.
دغه سازمان په یو راپور کې ویلي، چې د کډوالو دې څپې په برازیل کې پر سیمه ییزو سرچینو ډیر فشار راوړی دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

30 Nov, 03:46


‏اوکراین وايي چې د روسیې په خاوره کې دننه یې د تېلو یوه زېرمه او د هوايي دفاع رادار سیستم په نښه کړي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

30 Nov, 03:42


په سوریه کې وسله‌والو مخالفینو پرون جمعه د حلب ښار د لوېدیځ په لمنو کې دوه موټربم چاودنې وکړې او ورپسې یې له دولتي ځواکونو سره جګړه پیل کړه.
ځینو ترکي رسنیو له سیمې راپور ورکړی چې د حکومت وسله‌والو مخالفینو د حلب پر اویا سلنه سیمو ولکه ټینګه کړې ده.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

30 Nov, 03:40


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له امله غزه کې له سلو زیات فلسطیینان وژل سوي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

30 Nov, 03:39


‏د بریټانیا ولسي جرګې د "لا علاجه ناروغانو د ژوند پای" په نوم داسې قانون تصویب کړ چې لمخې یې، لا علاجه ناروغان کولای شي په خپله خوښه د روغتیاپالانو له سپارښتنو سره سم ځان وژنه وکړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

30 Nov, 03:38


‏د زابل د نورک له سیمې د غزني تر مقر ولسوالۍ پورې د کابل – کندهار لويې د ۷۸ کیلومتره سړک د لومړي پړاو بنسټیزې بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

23 Nov, 13:25


‏د خېبر پښتونخوا ناکراره قبایلي سیمه کورمه کې په فرقه ییز نښتو او تاوتریخوالئ کې تر دېرشو زیات کسان وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي.
‏پولیس وایي وسله والو په سیمه کې تر زرو زیات کورونه او له ۳۰۰ زیات دوکانونه سوځولي اؤ په سیمه کې حالات له قابو څخه په وتلو دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

23 Nov, 13:16


دوبۍ⁩ ښار کې د لړې زیاتېدو سره د متحده عربي اماراتو حکومت سور یا د خطر خبرداری ور کړ.
‏د دې هېواد د هواپوهنې ملي مرکز وايي، د اماراتو ځینې ساحلي او منځنیو سیمو کې د ډېر ⁧ رطوبت⁩ له امله لیدل یا دید سخت شوی دی او ښايي د دغه هېواد پلازمېنه ابوظبۍ کې یې اندازه ۹۵ سلنې ته ورسېږي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

23 Nov, 07:04


د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی.او.ایم) په یوه راپور کې ویلي، تېره اوونۍ افغانستان ته د راستنېدونکو کسانو په کچه کې ۳ سلنه او له هېواده د تلونکو کسانو په کچه کې ۸ سلنه کمښت راغلی.
‏راپور کې ویل شوي، تېره اوونۍ ۷۶ زره او ۵۵۸ کسان افغانستان ته راستانه شوي او ۵۳ زره ۵۶ کسان بیا له هېواده بهر تللي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

23 Nov, 07:02


پاکستان کې د نا امنیو زیاتېدو په دوام، د دې هېواد  د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ادعا کړي چې ګواکي اسلامي امارت په خپله واک سیمه کې د پاکستان ضد وسله والو ډلو ته پناه ورکړې او زیاتوي چې په دې هېواد کې د وسله والو ډلو لاس ته د پرمختللو وسلو د رسېدو موضوع یې امریکا سره هم شریکه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، له لوړ پوړو امریکایي چارواکو سره یې په سیمه کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې او په دې اړه د دواړو لورو ترمنځ تماسونه ډېر شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

23 Nov, 05:06


پرون د کرمې ايجنسۍ په پاړه چنار کې د مسافرو پر دريو موټرو د نامعلومه وسله والو په ډزو کې له اتيا تنو زيات مسافر ټپي او ووژل شول.
‏په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې شل تنه يې مېرمنې، او نږدې څلویښت تنه نور ماشومان او تنکي ځوانان دي. پاتې نارينه دي، چې په دې پېښه کې ټپي او وژل شوي دي.
‏د دغې پېښې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی، خو کورمه ایجنسۍ کې له ډېر وخت راهیسې د شيعه او سني په نوم جګړه روانه ده، چې له دواړو لوريو پکې تر اوسه لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

23 Nov, 05:05


‏د امریکا سنا مجلس د هغه جنرال د ترفیع مخه نیولې چې په ۲۰۲۱ز کال کې یې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پروسې مشري کوله او له افغانستان څخه د وتلي وروستي امریکایي پوځي په توګه انځور یې رسنیز شوی دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

23 Nov, 05:04


‏پر لبنان د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر له درې نیم زرو واوښت.
‏رویټرز راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو د لبنان په سویل کې تېره ورځ (جمعه) په ځمکنیو بریدونو کې لږ تر لږه پنځه روغتیایي کارکوونکي وژلي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

23 Nov, 05:01


‏افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی ګزارشګر ریچارډ بینټ د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د ملکي وګړو وژنې ته په اشارې ټينګار کوي چې افغانستان کې لا ډېر مخنیوي، خوندیتوب او عدالت ته اړتیا ده.
‏د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې ۱۰ تنه په یوه خانقاه کې هغه مهال د نامعلومه وسله والو له لوري په ډزو وژل شوي چې د ذکر لپاره راټول شوي وو.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

22 Nov, 10:11


‏وسله والو کسانو پرون د کُرمې اجنسۍ په پاړه چنار کې ددې سیمې ۴۲ شیعه وگړي وژلي او لسگونه نور یې ټپیان کړي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

22 Nov, 04:08


د دریو نړیوالو او افغان رسنیو یوه وروستۍ ګډه څیړنه ښيي، چې په ⁧ ایران⁩ کې میشتو یو شمیر پخوانیو د پولیسو ځانګړو ځواکونو په ⁧ اوکراین⁩ کې د ⁧ روسیې⁩ په ملاتړ د جنګیدو وړاندیزونه ترلاسه کړي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

22 Nov, 03:52


‏د شخړو او امنیتي مطالعاتو انستیتوت نومبر میاشت د ⁧ پاکستان⁩ امنیتي ځواکونو ته تر ټولو خونړۍ میاشت بللې او ویلي یې دي، سره له دې چې د روانې میاشتې پای ته شاوخوا یوه اونۍ پاتې ده؛ خو بیا هم د دغه هېواد ۵۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

22 Nov, 03:51


‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له بریټانیایي او امریکایي وسلو په کارونې پر روسیې د اوکراین تر برید وروسته وایي، دغه جګړه د نړۍوالې کېدو په لور روانه ده.
‏ولادیمیر پوتین لویدیځ ته خبرداری ورکړی چې، روسیه د دغو بریدونو ځواب ویلي شي.
‏پوتین ویلي، روسیې د اوکراین له لوري د بریټانیایي او امریکا وسلو د کارونې په غبرګون کې د کییف ګڼ پوځي مرکزونه د منځني واټن ویشتونکي او له غږه چټک توغندي په وسیله په نښه کړې دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

21 Nov, 04:13


‏د غزې په شمال کې د ⁧ اسراییل⁩ په بریدونو کې ۶۶ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.
‏اسراییلي پوځیانو د غزې په شمال کې د «کمال عدوان» روغتون ته څېرمه په «شیخ رضوان» سیمه کې استوګنیز کورونه په نښه کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

21 Nov, 04:12


اوکراین د روسیې پر خاوره د امریکا د لرې واټن وېشتونکو توغندیو له توغولو یوه ورځ وروسته په لومړي ځل د «توپان سیوري» په نوم د بریتانیا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو په مټ روسیې کې پر یو شمېر هدفونو برید کړی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

21 Nov, 03:39


د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګاوات په سيدانو کلي کي د عبدالولي په نوم یو کس د انګورو په کشمش خانه کي ځان ځړولى او مړ سوی دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

21 Nov, 03:31


جرمني پرون د ایران د حکومت له لورې د جمشید شارمهد د اعدام په غبرګون کې د دې کونسلګریو د تړل کېدو پرېکړه اعلان کړه.
جمشید شارمهد چې د ایران او جرمني دوګونی تابعیت یې درلود د اکتوبر په اته ویشتمه په ایران کې اعدام شو.
دی پروسږکال پسرلی له ترهګرو سره د تړاو په تور په اعدام محکوم شو.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

21 Nov, 03:27


د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان اعلان وکړ چې دوی د هیواد پلازمینه له تهران نه د هیواد د سویل پولو ته، د فارس خلیج ساحلي سیمو ته د لیږدولو لپاره کار پیل کړی دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

21 Nov, 03:23


‏د خیبرپښتونخوا په تیراه سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او مخالفو وسله والو په نښته کې لږ تر لږه ۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

20 Nov, 14:39


د کندهار د خرقې شریفي ریاست مسولین وايي، په تېرو څو میاشتو کي يې څلور بهرني سیلانیان له دعوت وروسته مسلمانان کړي دي.
دغه بهرني سیلانیان دوه يې د ټایلینډ د بودايي او دوه نور يې د سلواکیا او سلوانیا اوسېدنکي وه، چي عیسویان وه.
د خرقې شریفې رئیس مولوي محمد یوسف حذیفه وايي، چي دوی هر سيلاني ته بلنه ورکوي او هغوئ ته د اسلام په اړه معلومات ورکوي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

20 Nov, 03:37


‏د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي، موږ نړۍ سره د تعامل او اړیکو مخالف نه یوو، بلکې جهان سره تعامل غواړو.
‏ وایي، دا ځکه چې په تجارت او نورو ټولو برخو کې مو ګټې و اړتیاوې یو بل پورې تړلې دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

20 Nov, 03:36


‏په ⁧ بلوچستان⁩ او ⁧خیبرـ پښتونخوا⁩ کې د نا امنیو له زیاتېدو سره سم د ⁧ پاکستان⁩ دولتي عالي کمېټې د سې شنبه په ورځ په بلوچستان کې د پراخو پوځي عملیاتو طرحه تصویب کړه.
‏دغې کمېټې وویل، چې د بهرنيو هېوادونو جنګیالي د پاکستان د اقتصادي پرمختګ مخه نيسي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

20 Nov, 03:31


و ورځې وروسته چینایي ـ پاکستاني ځواکونه د ترهګرۍ ځپلو ګډ نظامي تمرینات پیلوي.
‏دا مانورونه چې د ډسامبر تر لومړۍ نیمایي به دوام وکړي، د چینایانو یوه قطعه به پاکستان ته ورځي.
‏چین پر خپلو وګړو له بریدونو وروسته، پاکستان کې د خپلو وګړو امنیت پخپله نیسي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

20 Nov, 03:29


د خیبرپښتونخوا په بنو کي د پوځ پر یوې پوستې ځانمرګی برید سوی، یولس سرتېري یې وژلي او دولس نور یې ټپیان کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

20 Nov, 03:25


‏روسیې ومنله چې اوکراین په لومړي وار امریکا ورکړي اوږد واټن ویشتونکي توغندي ور ویشتي.
‏وایي، شپږ توغندي یې د بریانسک ښار پر لور توغولي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Nov, 13:12


‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه هېواد په زندانونو کې د پام وړ شمېر افغانان بندیان دي چې پر دغه هېواد یې زیات بوج راوستی دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Nov, 13:10


د کندهار د پنجوايي او ژړۍ ولسوالۍ ترمنځ په رود ساحه کي د یوه ځوان موندل سوی چي په مرموز ډول وژل سوی.
یاد کس په وردګ بابا ټرانسپورټي شرکت کي کار کاوه او له یو چا سره ګرشک ته د سفر وروسته هلته وېشتل سوی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Nov, 11:13


د امریکا سنا به سبا (چهارشنبه) د یوه پرېکړه‌لیک په اړه رای اچوونه وکړي چې موخه یې پر اسراييل د وسلو خرڅول بندول دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Nov, 04:38


‏راپورونه وايي، پرون ماښام وسله والو د بنو په اتمانزو کې د پوليسو پر پوستې بريد کړی او ۷ پاکستاني پوليس يې له ځان سره تښتولي دي.
‏پاکستاني رسنۍ وايي، له دېرشو تر څلوېښتو پورې د وسله والو يوې ډلې د پاکستاني پوليسو پر پوستې بريد وکړ، هغوی يې ونيول او په پوسته کې له موجودو وسلو او مهماتو سره يو ځای يې هغوی له ځان سره نامعلوم ځای ته انتقال کړل.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Nov, 03:12


د ⁧ خیبرپښتونخوا⁩ په تیرا سیمه کې د وسله والو او ⁧ پاکستاني⁩ امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې اته امنیتي ځواکونه او نهه وسله وال وژل شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Nov, 03:08


د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د بیجینګ د نړیوالو خبرو اترو له مرکز سره په یوه مرکه کې اندېښنه ښکاره کړه چې، په افغانستان کې تر شلو ډېرې ترهګرې دلې موجودې دي چې چین او د سیمې د نورو هېوادونو امنیت ګواښي.
خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند دا ادعا ناسمه بللې او افغانستان کي یې د وسله والو او خپل سرو ډلو شتون رد کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Nov, 03:02


د اوکراین او روسیې ترمنځ د روانې جګړې زر ورځې پوره شوې.
اوکراین کې لسګونه کسان د دغې جګړې د ۱۰۰۰مې ورځې د نمانځې په مناسبت واټونو ته راوتلي وو.
‏راوتلي کسان وايي، ټوله تمه یې د روانې جګړې ختمېدو ته ده څو دغه وضعیت بل کال ته و نه غځیږي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

18 Nov, 17:21


په تاجکستان په جنوب کې په یوه وسله وال برید کې یو چینایي وګړی وژل شوی او څلور نور چینایي وګړي او یو تاجک ژوبل شوي دي.
وسله والو کسانو برید د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین ولسوالۍ کې د «زربوز» په سیمه کې کړی.
دغه سیمه د تاجکستان او افغانستان د پولې په نږدې کې موقعیت لري.
ځايي سرچینې وایي چې کېدای شي دا برید هغه وسله والو اسلامپالو ډلو کړی وي چې د تاجکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې مېشت دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

13 Nov, 13:20


‏د نړۍ په تر ټولو ککړ (لاهور) ښار کې د هوا ککړتیا له امله ښوونځي، پارکونه او ژوبڼونه تړل شوي دي.
‏رویټرز راپور ورکړی چې، هلته د ماشومانو ترمنځ تنفسي ناروغۍ هم زیاتې شوي چې، له امله یې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) هم اندېښنه ښودلې ده.
‏یونیسف ویلي، لاهور کې دم‌ګړۍ یوولس مېلیونه ماشومان له ګواښ سره مخ دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

13 Nov, 09:57


د پکتیا په ګردیز ښار کي د محمد ایاز په نوم یو کس، چي د حبیب الله په نوم یو کس یې وژلی وو، نن په عام محضر کي د قصاص حکم پر تطبیق سو.
د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري په جلا توګه یو پلاوی د مقتول کورنۍ ته استول سوی وو، چي قاتل ته بخښنه وکړي، خو د متقول کورنۍ له انکار وروسته اقدام وسو.
د قصاص ځای ته د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د کډوالو وزیر خلیل الرحمن حقاني هم ورغلي وه.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

13 Nov, 07:22


د محمد رسول په نوم د کندهار یوه اوسېدونکي د افغان بېسم مخابراتي شبکې د سیمکارټونو د راجستر په پروسه کي یو میلیون افغانۍ ګټلي.
مسولینو له خپلو مشترکینو وغوښتل، چي خپل سیمکارډونه حتمي په الکترونیکي تذکره ثبت او راجستر کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

13 Nov, 07:14


‏د راپورونو له مخې، نن له غرمې مخکې د ⁧ افغانستان⁩ او ⁧ پاکستان⁩ ځیني ښارونه زلزلې لړزولي دي.
‏ویل کېږي، چې د ریښتر په کچه د زلزلې شدت ۵.۳ درجې و او مرکز یې د هندوکش غرونه ښودل شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

13 Nov, 07:14


‏د راپورونو له مخې، نن له غرمې مخکې د ⁧ #افغانستان⁩ او ⁧ #پاکستان⁩ ځیني ښارونه زلزلې لړزولي دي.
‏ویل کېږي، چې د ریښتر په کچه د زلزلې شدت ۵.۳ درجې و او مرکز یې د هندوکش غرونه ښودل شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

13 Nov, 06:39


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسولین وایي له دې وروسته د هرې شبکې دننه د پېرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې ږغیزې اړیکې بیه، ۱.۳۰ افغانۍ ده، چې د بیو د مخکیني سقف په پرتله ۳۰ سلنه ټیټوالی په کې راغلی.
دغه راز له یوې شبکې څخه بلې شبکې ته د پېرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزې اړیکې بیه ۱.۴۰ افغانۍ ټاکل شوې، چې د بیو د تېر سقف په پرتله ۳۶ سلنه ټیټوالی پکې راغلی دی.
‏د مسولینو په وینا؛ د یو جي بي میاشتنۍ انټرنیټي کڅوړې بیه ۹۵ افغانۍ ټاکل شوې، چې د تېر په پرتله پکې ۱۴ سلنه ټیټوالی راغلی دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

13 Nov, 06:12


ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکایي میلیارډر ایلان ماسک او ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکیو پخوانی نوماند ویویک راماسوامي د حکومت د تولیداتو ادارې د رییسانو په توګه ټاکلي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

13 Nov, 06:10


د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې جان رټکلیف چې پخوا په متحده ایالاتو کې د ده د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ملي استخباراتو مشر و د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آې ای) د نوي مشر په توګه وټاکه.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

13 Nov, 06:08


‏د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې حال چې د راتلونکي میلادي کال د جنوري پر شلمه سپینې ماڼۍ ته داخلېږي، خو له وړاندې يې د خپلې کابینې لپاره لېست بشپړېدو ته نږدې کړی دی.
‏نوموړی په پام کې لري، چې د فاکس نیوز خبري شبکې یو ویاند او پخوانی نظامي پېټ هېګسېټ د دفاع وزیر په توګه مقرر کړي.
‏ټرمپ ویلي: «پېټ یو تکړه او هوښیار سړی دی او امریکا ورته لومړیتوب لري.»
‏پېټ د امریکا ملي ګارډ، افغانستان، عراق او د کیوبا په ګوانتانامو زندان کې د ساتونکي او سرتېري په توګه دندې ترسره کړې دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

12 Nov, 16:40


د جمعې له ورځي څخه کندهار کي هوا نوره هم یخیږي، لوړه درجه ۱۸ او کښته ۴ ته ځي، همداسي د هفتې تر پایه د شپې لخوا تر ۲ پوري ځي!

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

12 Nov, 16:15


په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین له یوې جاپاني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، سرپرست حکومت د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو ښه کېدو هیله لري.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

12 Nov, 16:04


د امر باالمعروف، حج اوقافو او اطلاعاتو فرهنګ وزیران کندهار ته راغلي او د امر بالمعروف د قانون پر ښه تطبیق یې له کندهار والي او امنیتي ادارو له مسولینو سره غونډه کړې ده.
د امر بالمعروف وزیر وویل، چي کفار په نوي توشېح سوي قانون پسي تبلیغات کوي، د فکر اشغال جوړوني لپاره باید د ولس پر ذهن کار وسي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

12 Nov, 12:59


د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز، په اګست ۲۰۲۱ کې، کله چې د افغانستان حکومت نسکور شو او طالبان بیا واک ته ورسېدل، د زلمي خلیلزاد د استعفا غوښتنه کړې وه.
هغه وخت والتز په ایکس کې لیکلي و چې «خلیلزاد، د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی، باید استعفا ورکړي.»

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

12 Nov, 12:56


‏سبا چهارشنبه په پکتيا ولایت (قصاص) تطبيق ترسره کيږي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

12 Nov, 12:41


کندهار کي د اسعارو نرخونه:

▫️یو ډالر ۶۷.۵۳ افغانۍ
▪️یو ډالر ۲۸۰.۳۰ کلداري
▫️زر افغانۍ ۴۱۴۸ کلداري

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

12 Nov, 10:55


‏اټکل کېږي چې د متحده ایالاتو راتلونکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، سناتور مارکو روبیو په خپله کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر د وزیر په توګه وټاکي.

‏که وټاکل شي روبیو به د ټرمپ د کابینې تر ټولو سرسخته وزیر وي چې څو څو ځله یې د امریکا د جیوپولټيکي مخالفینو لکه چین، ایران او کیوبا سره د سخت بهرني سیاست ملاتړ کړی دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

12 Nov, 04:46


د غزنې د مقر ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له لورې د یوې ښځې په ګډون دوو تنو ته د نامشروع اړیکوو په تور په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړه.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

12 Nov, 04:38


د اسلامي امارت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايی، د نظام پر سر له هیچا سره، هیڅ وخت معامله نه کوي، هغه له نړیوالو غوښتي، چې د اسلامي نظام خپلواکۍ ته احترام ولري.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

12 Nov, 04:27


د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکي د پراختیا په حال کي دي او هیڅ بهرنۍ ډلې ته د فعالیت اجازه نه شته.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

12 Nov, 04:26


د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبدالطیف منصور په پکتیکا کې د یوې غونډې پر مهال عصري زده کړې مهمي بللي او دا يې د مسلمان هیواد لپاره جهاد ګڼلی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Nov, 02:32


⁩ مالیې وزارت ویلي د ⁧ افغانستان⁩ له ګمرکونو یې ۱۲۸ ټانکره بې کیفيته ⁧ تېل⁩ بېرته ګرځولي دي.
‏دوی وايي دغه تېل یې له دریو ګمرکونو حیرتان، نیمروز او فراه اوبو نصرفراهي له ګمرکونو ګرځولي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Nov, 02:27


د کرني وزارت مرستیال له نړۍ غوښتي چې که غواړي په نړۍ کې بیوزلي کمه کړي نو غوره ده چې پیل یې له افغانستانه وکړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Nov, 02:24


‏د ⁧ اوکراین⁩ ولسمشر ولادیمیر ⁧ زېلېنسکي⁩ د ویلي چې د دغه هېواد لوېدیځ متحدین باید ⁧ کییف⁩ ته اجازه ورکړي، چې د ⁧ روسیې⁩ په خاوره کې د ⁧ شمالي کوریا⁩ ځواکونه په نښه کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Nov, 02:23


«افغانان د ټرمپ لپاره» کمپاین کي وایي چې افغانان نه غواړي د جو بایډن «ناکامه» پالیسي په منځني ختیځ کې دوام ومومي.
زبیر سنگي، چې د دې کمپاین یو مسئول دی، فاکس نیوز ته ویلي چې د جو بایډن حکومت پالیسي د خلکو په ژوند اغیز کړی او په امریکا کې میشت افغانان غواړي په ټاکنو کې ونډه ولري.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Nov, 02:20


‏امریکا اعلان کړی، په منځني ختیځ کې د خپل حضور د پیاوړي کولو لپاره به هلته بي۵۲ بم غورځونکې الوتکې، جنګي الوتکې، تېل وړونکې الوتکې او سمندري اوبتلونه ولېږي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Nov, 02:16


ډموکراټه کمالا ⁧ هرېس⁩ او جمهوري غوښتونکی ډونلډ ⁧ ټرمپ⁩ د ⁧ امریکا⁩ د ولسمشریزو ټاکنو درې ورځي دمخه، د شنبې په ورځ شمالي کارولینا ته ځي ترڅو په ټاکنیزو سیالیو کې د امریکا په سویل ختیځ کې ملاتړ ترلاسه کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Nov, 02:11


۸۲ فیصده افغانان فکر کوي، چي د امریکا په ټاکنو کي ډونالډ ټرمپ بریالی کیږي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Nov, 02:09


د ⁧ خیبر پښتونخوا⁩ په ⁧ بنو⁩ کې د پاکستاني پوځ او وسله والو تر منځ نښتې له تېرو څو ورځو راهیسي روانې دي.
‏د دغو نښتو له امله د بنو په غوړه بکاخیل سیمه کې عامو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Nov, 02:08


په امریکا⁩ کي د ⁧ وېسکانسن⁩ پوهنتون استاد نجیب ازاد وایي، چې ⁧ پاکستان⁩ مفلس شوی او اوس هڅه کوي‌، چې ناخوالې په ⁧ پښتني⁩ سیمه کې رامنځته کړي او امتیازات یې خپله ترلاسه کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Nov, 02:05


‏د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ویلي، افغان خبریالان د حقیقت د لټون په لار کې ګواښل کېږي، له تاوتریخوالي او زور زیاتي سره مخامخ کېږي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

03 Nov, 02:01


د کندهار د دیارلسمي حوزې پولیسو په چوڼۍ سیمه کي ۳۵۰۰ ټابلیټ کا نشه ګولۍ له یوه کس سره نیولي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Nov, 16:36


د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د اسلامي امارت د درې کاله واکمنۍ په موده کې یې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو له حقونو د نقض لږ تر لږه ۴۴۷ قضیې او د خبریالانو د نیول کېدو څه باندې ۲۲۰ پېښې ثبت کړې دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Nov, 14:28


د کندهار د مالدارۍ ریاست مسولینو هغه ۹۰ کیلو ګرامه د چرګ بې کیفيته غوښه نیولې، چي ځينو کسانو غوښتل د سپین بولدک فرضي کرښي له لاري ئې کندهار ښار ته را انتقال کړي.
يوه اوونۍ وړاندي او تر هغه مخکي هم څو ځلي د پاکستان څخه د فرضي کرښي له لاري کندهار ته په قاچاقي ډول بې کیفیته او بې هويته غوښه راوړل کېدل، چي د امنيتي ځواکونو له خوا نيول سوې ده.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Nov, 13:47


‏د ایران مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌يي ویلي، د اسرائیل د تېرې اونۍ هوايي بریدونو ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
هغه ټینګار وکړ، ټول اړین ګامونه "پوځي، وسلو او یا سیاسي چارو کې" د عملي کېدو په حال کې دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Nov, 12:55


په کندهار کي د غوړو بیه په یوه میاشت کي له ۸۰۰ څخه ۱۰۰۰ افغانۍ ته پورته سوې او لا یې د پورته کېدو احتمال سته.
تازه ویل کیږي، چي له بهر څخه افغانستان ته غوړي په ځنډ راوړل کیږي، په همدې فرصت د غوړو کاروباریانو او تجاران په زیات اندازه غوړي د. بازار د پورته کېدو ذخیره کړي.
ویل کيږي، په زیات شمېر کسان په همدې غوړو پیسې بندي کړي او ګرانېدو ته یې ساتلي.
هاخوا بیا بېوزله او عام ښاریان دې نرخونو اندېښمن کړي او له حکومت څخه د احتکار کوونکو په وړاندي د جدي چلند غوښتنه کوي.
ولس وایي، ګراني او زیاتو مالیاتو دواړه ستړي کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Nov, 10:07


‏رویټرز راپور ورکړی چې د واشنګټن ایالت والي جې اېنسلي څرګنده کړې چې د امریکا ټاکنو تاوتریخوالي مخنیوي لپاره به ملي ګارډ فعاله کړي.
‏راپور زیاتوي چې دغه چاره د ولسمشرۍ ټاکنو د احتمالي تاوتریخوالي مخنیوي په موخه ترسره کېږي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Nov, 08:37


د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ۹۰ سلنه دا قضیې له څېړل کېدو پاتې دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Nov, 08:34


د کندهار مرستیال والي د کندهار له خبریالانو سره په ناسته کي ویلي، چي اوس په افغانستان کي د عزت دوره ده، امنیت ډاډمن دی، خو نړیوال او ملګرو ملتونو ادارې په بې بنسټه راپورونو سره ولس په تشویش کي اچوي.
مرستیال والي له خبریالانو ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چي دوی باید حقیقي او اصلاح کوونکي راپورونه خپاره کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

02 Nov, 03:16


‏د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ⁧ ایران⁩ مشرتابه او متحدین، واک ته د ډونلډ ⁧ ټرمپ⁩ بیرته ستنیدل د متحده ایالاتو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یوه خطرناکه پایله بولي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

01 Nov, 04:15


د غزې په بېلابېلو برخو د اسرائیلو د بریدونو له کبله ۹۵ تنه وژل شوي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

01 Nov, 04:14


په بلوچستان کې چاودنه: د تلویزیون چینلونو راپور ورکړی چې په مستونګ، بلوچستان کې یوه چاودنه شوې ده، چې څو کسان پکې ټپیان شوي دي. هدف یې د پولیسو موټر و، چې په دې چاودنه کې ویجاړ شو.
د پولیسو په وینا، چاودنه د نجونو د عالي لیسې په څلور لارې کې شوې ده.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

01 Nov, 03:35


له څو کلونو ځنډ وروسته د چین او افغانستان ترمنځ د بار وړونکي اورګاډي تګ راتګ بیا پیل شو.
د افغانستان په لورې روان شوي ریل ګاډي کې برېښنايي وسایل، ټوکران او نور توکي په ۵۰ کانتینرونو کې بار دي چې په شلو ورځو کې به له نانتونګ ښاره حیرتان ته ورسېږي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

01 Nov, 03:24


‏په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي، په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې څه باندې ۱۱۰ کسان په دُرو وهلي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

01 Nov, 03:24


‏د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف وایي، روسیه او ایران به ډېر ژر د دفاعي همکاریو هوکړې لاسلیک کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

01 Nov, 03:23


‏ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د کابل – کندهار د لویې لارې په څلورو برخو کې چې ۱۰۲ کېلومتره اوږدوالی لري، د اسفالټ اچونې کار بشپړ شوی دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

01 Nov, 03:21


چارواکي وايي د اسرايیل په شمال کې پرون، هغو توغندیو چې له لبنان توغول شوي وو، د څلورو بهرنیو کارګرو په ګډون ټولټال ۷ کسان وژلي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

01 Nov, 03:20


‏امریکا وايي، د شمالي کوریا شاوخوا ۸۰۰۰ پوځیان چې د اوکراین پر پوله ځای پر ځای شوي، ښايي په راروانو ورځو کې جګړې ته ولېږل شي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

31 Oct, 07:49


‏الجزیره وايي، اسراییلي ځواکونو د ⁧ لبنان⁩ په تاریخي بعلبیک سیمه کې پر دوو ښارګوټو تازه بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د ۸ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

31 Oct, 05:41


د افغان حکومت له لوري سوي څېړنه ښيي، چي ایران څو اوونۍ وړاندي پر افغان مهاجرینو د ایران او پاکستان تر منځ په سیستان او بلوچستان کي ډزي او چاودني کړي.
تر اوسه دوه تنه مړه سوي او ۳۴ ټپیان پیدا او افغانستان ته را انتقال سوي او د نورو د موندلو هڅي رواني دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

31 Oct, 03:31


په اسلامي نړۍ کې د وروستیو کالونو رامنځته شویو او روانو جریانونو چې تر شا یې د لوېدیځ د لاس د شتون ادعا کیږي، د غرب پر وړاندې د مسلمانانو په منځ کې خوابدي زیاته کړې ده.
له تېر یوه کال راهیسې په فلسطین باندې د اسرائیلي عسکرو د بې رحمانه یرغلونو په نتیجه کې د نژدې ۴۳ زرو مسلمانانو او په تېره بیا له ۱۰ زرو څخه د ډېرو ماشومانو وژل کېدا مسلمانان سخت نهیلي کړي دي.
په ورته وخت کې، د روسیې فدراتیف جمهوریت له خوا د مسلمانانو په خوښه د یو شمېر قوانینو رامنځته کولو او د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا د مسلمانانو په ننګه غږ اوچتولو دې ته لاره هواره کړې چې مسلمانان له هغه سره علاقه مندي پیدا کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

31 Oct, 03:27


د لبنان حزب‌الله ډلې نوي مشر نعیم قاسم په لومړنۍ وینا کې خپله کړنلاره اعلان کړه چې په وینا یې د پخواني مشر حسن نصرالله په لار ه به پل ږدي.
نعیم قاسم وایي د اوس لپاره یې تګلاره دا ده چې د هغه په ټکو " د اسرائیلو یرغل" پر ضد به مقاومت کوي او دارنګه به یې له غزې سره مرستې جاري وي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

31 Oct, 03:12


‏د غزې شمال بیت لاهیا شمال کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ د سې شنبې ورځې برید غندلی دی.
د ځايي روغتيايي چارواکو په وینا لږ تر لږه ۹۳ تنه وژل شوي.
‏اسرائیل غزې ته د بي‌بي‌سي په ګډون نړیوالو خبریالانو ته اجازه نه ورکوي چې ورشي او هلته په روانو چارو رپوټ جوړ کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

31 Oct, 03:10


د کندهار د نهمي حوزې په لویه ویاله کي د میرزا ګل په نوم یو ځوان ځان په کمشکن توپک ویشتلی او ځان یې وژلی دی.
تر اوسه یې د ځان وژني لامل معلوم نه دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

31 Oct, 03:07


‏په داسې حال کې چې په افغانستان په میلیونونو کسان د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو له مستقیم او غیرمستقیم خطر سره مخامخ دي، په دغه هېواد کې د ماین پاکۍ د چارو تمویل د پخوا پر تله ۷۰ فیصده کم شوی دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

31 Oct, 03:04


ایران ویلي، چي دا ځل به اسرائیلو ته قوي او خطرناک ځواب ورک ورکړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

31 Oct, 03:03


‏یونان د پناه غوښتونکو او کډوالو په وړاندې د اروپايي ټولنې د لا سختو پالیسو غوښتنه وکړه.
‏دا په داسې حال کې ده چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له کبله یو وار بیا اروپا په ځانګړي ډول یونان ته د ورروانو پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

31 Oct, 02:56


‏د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې علیا احمد بن سیف آل ثاني، په سیاسي چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمیري دیکارلو سره د دوحې څلورمې غونډې د جوړېدو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

30 Oct, 17:11


د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ له ممتاز پمپ سره لوکسل او ټېلر موټر ټکر سوی، د یوه کوچني په ګډون درې تنه وژل سوي او څلور نور زخمیان دي.
تېز رفتار او د ترافیکي اصولو نه پوهاوی ددې ټکرونه لامل دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

30 Oct, 17:05


کورنیو چارو وزارت د سپکو او درنو وسلو د ګرځولو لپاره پخواني جوازونه، استعلامونه، مکتوبونه او خطونه لغوه اعلان کړي او ویلي یې دي چې نوي جوازونه د جرمونو د کشف او پر وړاندې یې د مبارزې ریاست د ډایاک مدیریت لخوا ویشل کیږي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Oct, 13:24


کابل او شاوخوا ولایتونه يوې نسبتاً شديدې زلزلې ولړزول. تر اوسه د زلزلې مرکز او تلفاتو په اړه معلومات نشته.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Oct, 08:25


د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د ۹۱ میلیونو افغانیو په ارزښت د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د رمپ پراخېدو او بیارغوني چاري پیل سوې.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Oct, 08:18


د عامي ورغتیا وزارت ویاند وايي، نن دوشنبه یې د ⁧ افغانستان⁩ په ۱۶ ولایتونو کې د ⁧ پولیو⁩ ضد واکسین کمپاین پیل کړ.
‏شرافت زمان وايي، د درېیو ورځو په موده کې به تر پنځو کلونو کم عمره ۶،۲ میلیونه ماشومان واکسین شي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Oct, 08:16


‏⁧ عراق⁩ په رسمي توګه د ملګرو ملتونو سرمنشي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو اعتراضیه لیک وړاندې کړی چې په کې یې له ⁧ اسراییل⁩ شکایت کړی او ويلي یې دي چې پر ⁧ ایران⁩ د برید پر مهال یې د عراق هوايي حریم نقض کړی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Oct, 07:14


ډالر د افغانۍ په مقابل کي بیرته لوړ سو.
کندهار کي یو ډالر ۶۷.۵۰ افغانۍ باید تبادله کیږي.
مخکي ډالر ۶۴ افغانۍ ته کښته سوی وو.
هر کال په بازار کي د تازه او وچې مېوې د رانیولو په موسم کي افغانۍ د اړتیا له مخي خپل ارزښت او کموالي له امله لوړیږي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Oct, 07:10


‏د ⁧ خیبرپښتونخوا⁩ کورمې په چارخيل سيمه کې د ⁧ پاکستان⁩ پوله ساتو ځواکونو پر کاروان بريد شوی چې له امله یې دوه عسکر وژل شوي او په سيمه کې جګړه روانه ده.
‏په سوېلي ⁧ وزیرستان⁩ کې بیا وسله والو څلور ولسي وکړي په ډزو وژلي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Oct, 03:07


‏د ⁧ لبنان⁩ د روغتیا وزارت ویلي، چې د دغه هېواد په سوېل کې د ⁧ اسراییل⁩ د برید له امله اته کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Oct, 03:04


د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، د غزې پر شمال د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

28 Oct, 03:02


د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي د تېر کال جنورۍ میاشتې راهیسې د سږکال تر سپټمبر پورې څه باندې ۲ زره ۴ سوه کسانو ته کاري فرصتونه پیدا کړې دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

27 Oct, 18:12


بلوڅ وسله والو د بلوچستان په ډکي سیمه کي د پوځ پر کاروان برید کړی، دوه یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

27 Oct, 10:42


د افغانستان الف کرکیټ لوبډله د لومړي ځل لپاره د کرکټ اسیايي شورا د ایمیرجینګ جام سیالیو پایلوبي ته رسېدلې ده.
افغان لوبډله به نن ماښام ماښام ۶:۰۰ بجې په دغه پایلوبه کي د سریلانکا الف لوبډلي په وړاندېي سیالۍ ته کښته سي.
دغه لوبه د تبسم راډیو پر دوو غبرګوو څپو په کندهار ښار او ولسوالۍ کي په ژوندۍ بڼه اورېدلای سئ.
87.5 FM
91.2 FM

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

27 Oct, 10:42


په امریکا کي مېشتو مسلمانانو په راتلونکو انتخاباتو کي له ډونالډ ټرمپ څخه ملاتړ اعلان کړ او هغه یې عادل او سوله غوښتونکی شخص یاد کړ.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

27 Oct, 10:38


‏د اسرائيلي رسنیو د راپورونو له مخې؛ ددغه هیواد په تل ابیب کې د پوځ یو مرکز ته نږدې عام اسرائيلیان او پوځيان په یو لوی موټر وهل شوي او شاوخوا ۵۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
‏راپورونه زیاتوي، چې دغې پېښه کې پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

27 Oct, 07:05


کندهار کي د سون توکو نرخونه:

▫️پټرول ۵۵ افغانۍ
▪️ډېزل ۵۸ افغانۍ
▫️ګاز ۴۴ افغانۍ

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

27 Oct, 06:08


‏د ⁧ امریکا⁩ او اسراییل د دفاع وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې پر ایران د ⁧ اسراییل⁩ د برید په اړه خبرې وکړې.
‏په دې خبرو کې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن له اسراییل په کلکه ملاتړ ته په اشارې سره وویل چې ⁧ ایران⁩ باید تېروتنه ونه کړي او د اسراییل د بریدونو ځواب ورنه کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

27 Oct, 06:03


‏د الجزیرې د راپور له مخې، حزب‌الله غورځنګ د لومړي ځل لپاره د اسرائيلو په شمال کې ځايي اوسېدونکو ته د تخلیې امر کړی.
‏د یاد غورځنګ له لوري په خپره شوې ویډیو کې د اسرائیلو د شمال اوسېدونکو ته امر شوی، چې له خپلو سیمو ووځي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

27 Oct, 02:29


‏د ⁧ اسراییل⁩ چینل ۱۱ ټلویزیون راپور ورکړی چې د اسراییل څلورو ⁧ ښځینه⁩ افسرانو د شنبې په ورځ د ⁧ ایران⁩ پر پوځي هدفونو د اسراییل په برید کې د پیلوټانو او همکارو پیلوټانو په توګه برخه اخیستې وه.
‏اسراییل په پوځ کې دغه ګډون د ښځو په برخه کې یوه لاسته راوړنه بولي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

27 Oct, 02:21


‏په ⁧ ملګرو ملتونو⁩ کې د ⁧ ایران⁩ د استازي دفتر پر اېکس لیکلي، چې د ⁧ اسراییلي⁩ پوځ جنګي الوتکو د ⁧ عراق⁩ له هوایي حریم څخه په استفادې، د ایران له پولې شاوخوا ۱۱۰کیلومتره لیرې په دغه هېواد کې څو پوځي هدفونه په نښه کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

27 Oct, 02:08


د جرمني ویلټ ورځپاڼې پرون په یوه تحقیقي راپور کې لیکلي، یو شمېر تندلارو اسلامپالو ته چې ګومان کېږي د جرمني امنیت ته به ګواښ جوړ کړي جرمني ته د ننوتو اجازه ورکړل شوې ده.
په دې راپور کې چې سرلیک یې دی، څنګه د بهرنیو چارو وزارت اجازه ورکړه چې د افغانستان ګواښونه جرمني ته راشي، ویل شوي چې دا ډله افغان وګړي له غیرقانوني لارو جرمني ته ننوتي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 14:16


‏د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ فراغت غونډې ته ویلي، کار باید اهل کار ته وسپارل سي، که خدای مه کړه کار نا اهل کسانو ته وسپارل سي د هغه کار نتیجه به منفي او خرابه راوځي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 14:14


‏د شمالي ⁧ وزیرستان⁩ په میرعلي کې نن د پاکستان پر امنیتي ځواکونو موټر بم برید شوی دی.
سرچینې وايي، په دغه برید کې اته نظامیان وژل شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 13:30


‏د ایران په سیستان او بلوچستان کې د ناڅرګندو وسله‌والو برید؛ ۱۰ سرتېري وژل سوي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 13:26


اسلامي پر ایران د اسرائیلو بریدونه غندلي او هغه یې د ایران د ملي حاکمیت نقض بللی.
‏اسلامي امارت دغه راز د اسرائیلو بریدونه جنایت ګڼلی او مخنیوي غوښتنه کړې ده.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 13:24


‏د غزې روغتيايي چارواکي وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اسرائیل بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۷ فلسطینیانو خپل ژوند وژل سوي او ۲۸۹ نور ټپيان سوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 06:07


پر ایران د اسرائیلو له برید وروسته د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري ویلي، که ایران کومه « تېروتنه وکړي» او تاوتریخوالی زیات کړي، نو هېواد به یې ځواب ورکړي.
‏ښاغلي هاګاري ويلي: «مونږ د ایران په مختلفو سیمو کې په مختلفو هدفونو باندې په دقیق او کره ډول بريدونه وکړل. د ایران د رژیم پر ضد د برید هدفونه پوره شوي او اوس اسرائیل په ایران کې د هوايي حریم آزادي لري.»
‏د اسرائیلو د پوځ ویاند زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې «د توغندیو د تولید ځایونه، له ځمکې څخه هوا ته ویشتونکي توغندي او د ایران هوايي دفاع سيسټم» په نښه شوي دي.
‏هغه زیاته کړه چې دا هدفونه د مختلفو هدفونو له منځه ټاکل شوي او که اړتیا وي، د اسراییل پوځ کولی شي نور هدفونه وټاکي او بریدونه وکړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 02:53


عاجل | نیویارک ټایمز د اسرائیلي چارواکو په حواله: پر ایران برید د شاوخوا ۲۰ ځایونو تر هدف ګرځولو وروسته پای ته رسېدلی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 02:53


د سیاسي شننونکو تبصره:

اسرایل تل د ایران له نیابتي ډلو سره په جنجال کې و، خو دا لومړی ځل دی چې پر ایران مخامخ برید کوي. په نړیوال نظم کې د احتمالي بدلونونو وېرې، ښایي اسرایل هڅولي وي چې دا کار وکړي.
داسې ښکاري چې جګړه به اوږده نه شي خو که اوږد هم شي، ښایي تر هغه بریده وړاندې ولاړه نه شي چې په ایران کې رژیم تغییر کړي، پر ځای یې، ددې احتمال شته چې تر اخري حده یې کمزوری کړي.
په منځني ختيځ کې باید د سعودي او ایران رقابت هم په یوه وار پای و نه مومي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 02:42


تسنیم خبري اژانس د باخبره سرچینو په حواله ویلي، چې ⁧ ایران⁩ د هر ډول تېري په وړاندې د ځواب ورکولو حق لري.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 02:40


‏یوه اسراییلي چارواکي این بي سي نیوز ته ویلي، اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو یا د تېلو پر ساحو برید نه کوي او تمرکز یې پر پوځي اهدافو دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 02:37


‏د اسراییلو د پوځ یو ویاند د ایراني چارواکو هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې د اسراییلو مزایل او توغندي یې شنډ کړي دي.
‏اسراییلو ویلي، چې د ایران دغه ادعا درواغ ده او تهران له « بشپړې ماتې » سره مخ دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 02:36


خبریالان وايي، که د اسرائیل برید پر ایران همدلته پای ته ورسیږي او پراخه بڼه غوره نه کړي، داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر جو بایډن حکومت د دیپلماتیکو هڅو په ترڅ کې په دې برخه کې یو څه بریالی کېدای سي، چې اسرائیل برید محدود وساتي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 02:33


عاجل | د اسرائيلو راډیو د امنیتي سرچینو په حواله:
تمه کیږي چې پر ایران بریدونه به نورې څو ساعته دوام وکړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 02:33


عاجل | د ایران د ملکي هوايي چلند اداره: تر بلې خبرتیا پورې په ټولو هوايي لارو کې ټولې الوتنې لغوه شوې.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 02:30


د آی۲۴نیوز شبکې په یوه راپور کې لیکلي چې ۱۴۰ جنګي الوتکې د اسرائیل له لوري پر ایران برید کړی.
سي‌اېن‌اېن هم د یو اسرائیلي نظامي سرچینې په حواله ویلي چې په دې بریدونو کې هېڅ بل هېواد ګډون نه درلود او د ایران د انرژۍ پر زیربناوو برید نه دی شوی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 02:29


د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي ویلي چې امریکا پر ایران د شنبې د سهار په لومړیو ساعتونو کې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې هېڅ ګډون نه درلود.
هغه زیاته کړه چې واشنګټن له مخکې د دې عملیاتو په اړه خبر و.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 02:26


یو امریکايي چارواکي وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې د اسرائیل بریدونه په څو پړاوونو کې به پر ایران وشي، او دویم پړاو یې پیل شوی دی.
د اسرائیل ۱۱ ټلویزیوني چینل هم تایید کړې چې د بریدونو دویمه څپه همدا اوس روانه ده.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

26 Oct, 02:17


اسرائيل اعلان کړی چي پر دغه هېواد د رواني میاشتي د توغندیو برید په ځواب کي يې د ایران پر "پوځي اهدافو بریدونه" کړي.
خو د ایران دولتي رسنۍ وايي تهران کي د چاودنو اورېدل سوي ږغونه د دفاعي سیستمونو لخوا د توغندیو د شنډولو وه.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

25 Oct, 18:05


د امریکا د ملي امنیت ادارې مامورین وايي چې یو امریکايي او دوه افغانان یې د سلګونو جعلي توصیه‌لیکونو، اسنادو د جوړولو او له افغانانو څخه د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) په پروګرام کې د پیسو اخیستو په تور نیولي دي.
راپورونه وايي چې دغه امریکايي کس له ډېری ویزه غوښتونکو سره هېڅ اړیکه نه درلوده او د هر توصیه‌لیک په بدل کې یې شاوخوا ۵۰۰ ډالر اخیستل.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

25 Oct, 14:43


د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نيويارک ټايمز ته ویلي، ‏“اوس موږ له نړۍ سره د مثبتې اړیکې نوی فصل پرانیستی دی، او د تاوتریخوالي او جګړې فصل مو تړلی دی.”

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

20 Oct, 04:22


خیبرپښتنوخوا د ⁧ نوښار⁩ په نظام‌پور سیمه کې په واده کې د زهرجنو ⁧ شرابو⁩ څښلو له امله شپږ تنه مړه او د نهو نورو حالت نازک دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

20 Oct, 03:38


‏د پښتون ژغورنې غورځنګ ⁦ مشر منظور پښتین د خیبرپښتونخوا په ټولو سیمو کې د ⁧ پاڅونونو⁩ اعلان کړی.
‏نوموړی وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان او ټول پښتانه به نن د یکشنبې ورځې په پاڅونونو کې په خپلو سیمو کې د ⁧ امن⁩ غونډې جوړوي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

20 Oct, 03:13


‏د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې له دغه ولایت څخه د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت نږدې ۱۰ زره ټنه پیاز بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

20 Oct, 03:02


‏د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وايي، افغانستان په نړۍ کې د لوږې په مرکز بدل شوی او د دغه هېواد له څلورو، درېیمه برخه وګړي بشپړ خواړه نه لري.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

20 Oct, 02:57


‏ایران روسیه او عمان د هند په سمندر کې د بحري ځواکونو تمرینات کوي

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

20 Oct, 02:44


‏د جرمني لومړی وزیر وايي، هېواد به یې د هغو افغان کډوالو ایستلو ته دوام ورکړي، چې په دغه هېواد کې "تاوتریخوالی او جرمونه" کوي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

20 Oct, 02:42


‏ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ د اسراییل د لومړي وزیر پر کور په ډرون برید کې د ایران رول رد کړی دی.
‏ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد دایمي استازولۍ دغه برید د حزب الله کار بللی دی.
‏د اسرییل لومړي وزیر د نوموړي پر کور د ډرون برید مسوولیت پر ایران اچولی و.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

20 Oct, 02:41


د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي په منځني ختیځ کې د حماس په ګډون د یو شمېر ډلو چې ایران یې ملاتړ کوي ستاینه وکړه او ویې ویل چې پرته له څه شکه چې د سنوار له لاسه ورکول د مقاومت لپاره له درده ډکه پېښه ده.
بل لور ته د فلسطین روغتیایي چارواکي وایي چې د غزې په تړانګه کې لا هم وضعیت کړکېچن دی او پرون د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو له کبله د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Oct, 16:05


د چمن په روان پرلت کې شريک ملت پاله ګوندونو پرېکړه کړې ده چې د اکتوبر مياشتې له ۲۱ تاﺭيخ څخه په کوټه کې د بلوچستان اسمبلۍ و مخ ته احتجاج کوي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Oct, 15:33


‏د لبنان دولتي رسنۍ وايي، پر ختیځ ښارګوټي بقاع د اسرايیل په تازه حمله کې څلور کسان وژل شوي چې یو یې ښاروال دی.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Oct, 11:45


‏د خېبر پښتونخوا په سویلي ضلعه دېره اسماعيل خان کې د (اېف سي) ځواکونو په کاروان چاودنه شوې چې په نتيجه کې یې درې عسکر ټپيان شوي دي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Oct, 08:28


‏د ⁧ اسراییل⁩ د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې د نتنیاهو پر استوګنځي د ⁧ حزب الله⁩ بې پېلوټه الوتکې برید کړی؛ خو نوموړی هغه مهال په کور کې نه و.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Oct, 08:13


د مشرتابه د حکم پر اساس لاندې ټاکنې وشوې:
۱. د مالیې وزارت د ګمرکونو مخکنی لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید، د همدې وزارت د عوائدو او ګمرکاتو د معین په توګه.
۲. د پلټني عالي ادارې مخکنی مالي او اداري مرستیال مولوي محمد نبي محمدي، د احصائیې عمومي ادارې د نفوسو د احوالو د ثبت معاون په توګه.
۳. د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې مخکنی آمر عبدالعلي ملا اغا، د تخار ولایت د امنیه قومندان په توګه

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Oct, 06:04


‏د افغانستان بانک وایي، د صرافیو او پولي‌ خدمتونو قانون یې توشح کړی، چې له مخې اوس د ټول هېواد په کچه هیڅوک نشي کولی، پرته له جوازه صرافي وکړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Oct, 04:59


‏د امریکا ولسمشر «جو بایډن» برلین ته د خپل سفر پر مهال له لوېدیځو هېوادونو غوښتي چې د روسیې پر وړاندې باید د اوکراین ملاتړ ته ادامه ورکړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Oct, 04:33


اسلامي امارت د حماس ډلې د مشر يحيی سنوار د وژل کېدو په تړاو د هغه مبارزه ستايلې او ويل یې دي، د يو مجاهد لويه هيله او آرمان «شهادت» وي، چې يحيی سنوار خپلې دې هيلې ته ورسېد.
‏اعلاميه کې اسراييل مخاطب شوي، چې دغه ډول وژنې به د دوی پر وړاندې روانه جګړه کمزورې نه کړي او څو برابره به يې نور هم تقويه کړي.
‏اعلامیه کي همدارنګه د نړۍ له ټولو مسلمانانو غوښتي، چې د فلسطين له داعيې ملاتړ وکړي او ورسره ودرېږي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Oct, 04:17


‏د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د متحده‌ایالتونو له ولسمشر جوبایډن څخه په یوه لیک کې غوښتي دي چې، پاکستانۍ مېرمن عافیه صدیقي چې په ۸۶ کاله بند محکومه شوې ده له حبس څخه خوشې کړي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Oct, 04:16


‏ټاکل شوې ده چې، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خبرو لپاره کاناډا ته ولاړ شي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Oct, 04:14


‏د پاکستان د لوېدیځ پنجاب ایالت چارواکو پرون ټول ښوونځي او پوهنتونونه د دوو ورځو په مخه وتړل، څو په یوه ښوونځي کې دننه د جنسي تېري د راپورونو په غبرګون کې د محصلانو د مظاهرو مخه ونیسي.

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

19 Oct, 04:13


‏د ترکیې د کارس ښار پولیسو د جعلي پاسپورټ او اقامت کارټونو د کارونې په تور د اوو افغانانو د نیولو خبر ورکړی.
ترکیي چارواکو ویلي، چې دغه کډوال له ترکیې د اېستلو په موخه د توقیف مرکزونو ته لېږل شوي دي.