🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی @nabi7878 Channel on Telegram

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

@nabi7878


سلامونه ښه راغلاست
شــعرونــه او غــزلـی
ښــکلی ټــپـی💔
د مــینې خــاطـرې💞
ښــکـلـی لـیکـنی😊
د مـلـګرتـیـا خــویـونـه👥👑
ښــکـلی ويــډیـو ګـانـی 💙
نـشر کـیژې😇😍
سـتاسـو تـشـویـق غــواړو
تـبادله لـپاره اړيـکه @Nabi11228

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی (Pashto)

خوش آمدید! آیا شما یک عاشق شعر و غزل هستید؟ آیا دوست دارید احساسات و احساسات خود را از طریق کلمات زیبا و عاشقانه بیان کنید؟ اگر پاسخ شما بله است، پس کانال "شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی" مناسب شماست! این کانال به شما این امکان را می دهد تا از طریق شعر و غزل های زیبا و عاشقانه، احساسات خود را به اشتراک بگذارید و با دیگر اعضای کانال ارتباط برقرار کنید. اگر دوست دارید از هنر و جذابیت زبان پشتو لذت ببرید، این کانال را از دست ندهید. بپیوندید و احساسات خود را با دیگران به اشتراک بگذارید!

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

10 Aug, 18:13


لـوسـتونـیکـی تـاتـه وایـم رب دی هــغـه ارمــان پــوره کــه چـــی تــه ورتـــه پـه زړه کـــی ځــوریـــږی آمـــــین😍🥰🌹

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

14 Apr, 13:33


ستا لوپټه اختر کئ نه وه
زما جوړه اختر کئ نه وه
بيخی مزه اختر کئ نه وه
ده ځل هغه اختر کئ نه وه
ځکه مئ اوکړل سوئ سوئ فريادونه

🖤

✦︎✧•••◈⊰♡⊱◈•••✧✦︎
    @Nabi7878
✦︎✧•••◈⊰♡⊱◈•••✧✦︎

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

09 Apr, 17:33


اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎

هیله لرم چی تول به روع  جوړ اوسی

د کوچنی اختر  مبارکی تولو هیوادوالو ته وایم ☺️
تول عبادتونه مو قبول او منظور شه 


هیله لرم چی یو خه او خوشهاله اختر به ولری ❤️

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

08 Apr, 11:35


ليدلی يار د چا هیریږی
کورونه يې ړنګ شه چي په ما یې هيروينه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ🥀🖤
                    

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

07 Apr, 18:35


زه غني په هغه وخت کي ليوني شوم
چى اشنا کله اشنا سترګی ناشنا کري

#غنی_خان

🖤🍂

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

07 Apr, 06:31


*یک* 😁
*رقم* 😒
*لایک* ✋🏻
*های* 🙏🏻
*تان* 😉
*کم* 😟
*شده* 🥹
*فقط* 😒
*که* 👇🏻
*دلیل* 🫣
*مجردی*🗡️
*تان* 😫
*مه* 💔
*باشم*😒😕
*ولع اینه* ☹️

                         

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

07 Apr, 06:06


له ځینو لرې ښه یم، له ځینو ځار ښه یم.
له ځینو کرکه ښه ده، د ځیـنو یـار ښه یم

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

06 Apr, 09:03


زړگیہ صـــــــــــبر شہ گیلے مہ کوہ،
چاتہ دہ ستړی جوند قیصے مہ کوہ،
دا خو دنیا دہ رنگ پہ رنگ خلق دی.
کہ چاہ ھیر کړي يي خیرے مہ کوہ،
چی دی دہ ' غم' او خوشحالي  قدر نه کړی،
داسی بے زائیہ یارانے مہ کوہ،.


🖤🥀

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

06 Apr, 02:38


هغه زما د زړه کعبه چې ورانه کړي ده چا
زه خبر شوې یم هغه سړی روژي هم نیسي


🧸🖇🖤



✦︎✧•••◈⊰♡⊱◈•••✧✦︎
   
@Nabi7878
✦︎✧•••◈⊰♡⊱◈•••✧✦︎

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

31 Mar, 09:07


*په درد یوازې هغه څوک پوهېږي،*
*چې یو څه یې له لاسه ورڪړي وي،*
*نور به مو تماشې ته ولاړ وي،


💔🥀

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

31 Mar, 06:53


ته چي مازديګر غوندې په منډه تلې
زه هم لکه لمر درپسي ولويدم


🫠


✦︎✧•••◈⊰♡⊱◈•••✧✦︎
    @Nabi7878
✦︎✧•••◈⊰♡⊱◈•••✧✦︎

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

31 Mar, 06:38


هغه خاندې زيات
مګر خوشحاله نه اوسی
او هغه غږېږې هم زيات
مګر هيڅکله د هغه څه په اړه نه غږیږې
چې د هغه په زړه کې دې...


🧸🖤



✦︎✧•••◈⊰♡⊱◈•••✧✦︎
    @Nabi7878
✦︎✧•••◈⊰♡⊱◈•••✧✦︎

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

30 Mar, 11:06


نوم یې نه اخلم خو ډیر راته یادیږی
تور لونګ دي غنمرنګ دي یار زما



💔





😒

@N_afsOo

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

30 Mar, 00:15


زه به هلته ستا په ياد او تاته ګران شم
پټی سترګې چې له دې دنیا روان شم
زما قدر به بیا هلته درمعلوم شي !
چې بنده ده تور لحد قبرستان شم !
چې اعلان زما د مرګ په غوږو واورې
بيا به ژاړې ستا به ډير د زړه آرمان شم
او په ژوندون مې خيال کوه کله نا کله !
په مرګ هیس باور نشته ستا قربان شم...



🥀🖤



✦︎✧•••◈⊰♡⊱◈•••✧✦︎
    @Nabi7878
✦︎✧•••◈⊰♡⊱◈•••✧✦︎

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

24 Mar, 06:07


بيلتونه کور دمولى ړنګ کړه
په نور خلکو ورانوې ودان کــــــــــورونه
جانان مې مړ شو زه ژوندى يم باقي ژوندون به خدايه څــنګه تيرومه
يارمې ، دخاورو مسافر شو مانه يې واخيستل په دې دنيـــــا لاسونه مرګيه ډير تلورا د وکړو
ديار په زړه کې خـــــــــولا ډېر وو ارمانونه .
ډاکټر صاحب له اوږې ونيوم دوړانګې نه يې راپاڅولم بلې کوټې ته يې بوتلم موبايل يې رانه واخيست راته يې وويل ورور د څه نوميږي ما ورته د ورور نوم واخيست زما ورور نمبريې په مبايل کې راوړاوه هغه ته يې تليفون وکړ زما په ګمان چې ورور به مې غږ پرې کړى وي چې هلو حميده له دې خوا ډاکټر ځواب ورکړ بخښنه غواړم حميد نه يم دکابل کلينيک څخه درسره ډاکټر خبرې کوم ورور مې ترې پوښتنه وکړه څه خبره ده.
ډاکټر ځواب ورکړ چې وروره خفه کيږه مه دحميد مينه شهـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــيده شوه! کابل کلينيک ته ځان راورسوه موبايل يې بيرته ماته راکړ ماغوښتل چې وړانګې ته ورشم خو ډاکټر نه پريښودم ما چې هر څومره زارى ورته وکړې زما زارى يې ونه منلې د ماخوستن اووه بجې وې چې زما ورور همداشان د شهيدې وړانګې ورور زاهد راغلل ورور مې چې زه خفه او زما په سترګو کې اوښکې وليدې رامنډه يې کړه په غيږ کې يې کلک ونيوم ما زاهد او ورور چې ټوله شپه په ناستي تېره کړه هيڅ خوب يوه هم ونه کړ سبا سهار دکور په لور روان شو کورته چې ورسېدو کوم ورور مې چې کور کې پاتې وو خپل خپلوان يې ټول خبر کړي وو زاهد غوښتل چې وړانګه خپل کور ته يوسي خو ما ورته وويل:
زاهده پلار دپه ژودون نه غوښتل چې دوړانګې مخ وويني نواوس چې شهيده ده اوس يې ولى ورولم زه نه غواړم چې پلار د وړانګه وويني زاهد بيا وويل خير په خپله پلارنۍ هديره كې به قبر ورته ووهو مابيا ورته وويل زاهده وړانګه زما ده ماته موسپارلې وه زه غواړم چې په خپله هديره کې کې يې خاورو ته وسپارم زاهد هم راسره ومنله دمازديګرڅلور بجې وې چې د وړانګې مور راغله هغه تراوسه زاهدنه وه خبره کړې کله يې چې په شهيده وړانګه سترګې ولګيدې په ژړاه يې پيل وکړ.
وړانګې لورې ! اى وړانګې لورې سترګې پرانيزه مور د سر ته ولاړه ده وړانګې دا چا داسي وکړل دا کوم ظالم په وينو کې لمبولې يې وړانګې مور سره په خوا کې زاهد هم ولاړ وو زاهد ژړل نه خو خداى خبر چې دده په زړه کې څه تيريدل يو ناڅاپه راولويد بې هو شه شو زاهد مو زر روغتون ته ورساوه هر کله چې په هوش راغلو زر بيرته راغللو د وړانګې جنازه يې واخيسته د وړانګې همزولو وړو او زړو ټولو کريغې او نارې وهلې جنازه يې چې له کوره وويسته ما ته وړانګې هغه سندره راياده شوه چې ماته يې په ليک کې ليکلي وه.
ـ اى هى يار مانه وړي
زما دلدار مانه وړي
زړګى مې چوي زما دخوږ زړګي قرار مانه وړي
وړانګې خپله ژمنه پوره کړه چې ويل يې جانه ستانه بغير به زما د خاوند په نوم بل څوک ياد نه شي.
پـــــــــــای

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

24 Mar, 06:07


مونږ چې ګرديز ته ورسېدو د ډوډۍ لپاره له موټره راښکته شوو ډوډۍ مو وخوړه له ځان سره مولږه ميوه او نور سامان راوخيستل مونږ اوس دتنګي وردګو په لور روان شوو دتنګي وردګو نه چې لږ تېر شي هلته مې د دوست کور و ما ويل هلته به څوشپې وکړو له هغې وروسته به د ځان لپاره يو کور په کرايه ونيسو.
زه او وړانګه په خپلو کې په خبرو بوخت وو کله کله به مو د شيشې څخه دباندې نظر واچوو وړانګې به کله يو شي ته اشاره وکړه کله بل ته هغه شى ګوره څومره ښکلى دى دا سيمه څومره ښکې ده کله به يې په هوا کې مرغانو ته پام شو کله په ونو کې ناستو مرغانوته دا ځل يې د يولوړ نښتر په سر کې دوو مرغانوته پام شو وړانګې وويل جانه اې جانه هغه د لوړې ونې په سر کې څومره ښکلي مرغان ناست دي.
په اغه دېخوا منډه(څانګه) باندې دوه مرغان په خپلوکې يو او بل ته په خوله کې خواړه ورکوي وه دې ليدل ما مرغان ښه ليدلي وو خو وړانګې ته مې وويل نه ګرانې له مانه خو فناه دي زه په موټر کې ښي خواته ناست وم وړانګه ګڅې خواته وړانګې خپل ښی لاس زما په مټ کيښود راته يې وويل ته دمخ را ديخوا کړه هغه وينې د اولې ونې نه دېخوا ما وويل اوو، دا دی ا وس مې وليدل وړانګې وويل کاشکې جانه چې زه او ته.... سترګې يې چې پورته کړې په موټروان يې سترګې ولګيدې غلي شوه خبرې يې د پښتيني حيا له وجې نيمګړې پريښودي مونږ نوره وردګوته نيږدې وو چې په لاره کې راته امريکايي ځواکونه مخکې شول امريکايانو پښه نيولی مزل کاوه کله چې تنګي وردګو ته نږدې شوو په لاره کې امریکایي ځواکونو ته طالبانو کمين نيولى و.
دامريکيانو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه ونښته په موټرو کې ناستو ښځو او ماشومانو ژړا پيل کړه ,کله راکټ کله د هوان مرمۍ اوکله وړې مرمۍ راځي زمونږ سره خوا کې لږي زمونږ لږ مخکې امريکايانو په غټ موټر باندې درې څلور دهوان او راکټ مرمۍ ولږيدې ددى موټر په لږيدو سره د امريکيانو وار پار خطا شو کوم موټر چې ولګيدو ددى موټر نه مخکې د امريکيانو زغروال موټر ولاړ و په هغې کې چې کوم پوځيان ووهغې د سپرلۍ په موټر وارونه وکړل درې څلور موټريي وويشتل جنګ لږ ارام شو زمونږ موټروان غوښتل چې ځان يوې څنډې ته کړي له هغې خوا پرې زربه وشوه موټروان يې په لومړي زربې سره ختم کړ يو ځل بيا ډزې پيل شوې په دواړو غوږونو هيڅ نه اوريدل کيدل چې يو ناڅاپه مې غږ ترغوږ شو اخ ، اخ جانه ولږيدم دى غږ راباندې زړه ارې ارې کړ.
وړانګه مې په غيږ کې راړنګه شوه ما چې وړانګې ته وکتل يو ګوزار ټټر ته لګيدلي وه وړانګه هيڅ نه ښوريده پرې نارې مې کړې وړانګې وه وړانګې ما، ما چاته پريږدې وړانګې اى ، اى وړانګې سترګې وغړوه وړانګې يو زګيروى وکړ اوويې ويل جانه، با ، بخښنه غواړم ته له ماا،ا ، ماسره دومره په تکليف شوې،وى جانه ،وړانګه به دومره خوږو کې هم زما په غم کې وه جنګ پوره ٣ ساعته دوام وکړ جنګ قرار شو دامريکيانو لپاره چينوك الوتکې راغلى خپل مړي اوزخميان يې په کې واچول او دعامو خلکو لپاره دملي اوردو امبولانسونه راغلل ټول شهيدان او زخميان يې تر روغتون ورسول.
وړانګه يې دعملياتو خونې ته ننويستله ډاکټر ته مې ووي ډاکټر صاحب هرڅومره پيسې دې چې په کار وي زه يې درکوم خو چې هغه ژوندۍ پاتې شي ډاکټر وويل ځوانه مرګ او ژوند زما په لاس کې نه دى هغه دا لله په لاس کې دي زه به خپله خواري وکړم نجلۍ دې څه ده؟ ډاکټر ته مې سپينه خبره وکړه ډاکټر سروخوزاوه او دعملياتو خونې ته دننه شو ماته ځمکې ځاى نه راکوو کله به د کلينيک يوسرته لاړم کله بل ته کله بۀ مې غوږو نه دعمليات خانې په دوارزه پورې ټينګ ونيول هيڅ مې زړه صبرنه کاوه دعمليات خانې د دروازې مخې ته په دواړو پښو کښېناستم سرمې د زنګانو په منځ کې کېښود څومره مې چې ژړلى شول هغومره مې وژړل.
ډاکټر دروازه پرانيسته راته يې وويل ځوانه ژاړه مه په ژاړه څه نه کيږي دملګرې د وينه کمه ده ماورته وويل زما وينه ورسره برابره ده دهغې هم O+ ده زما هم ډاکټر وويل ډېره ښه ده راځه کله چې عمليات خانې ته دننه شوم نيږدې وه چې له خولې مې چغې وتلى واى خو ځان مې سره کلک کړ ډاکټر وينه رانه واخيسته زه يې بيا د باندې راوويستم د لږ ځنډ څخه وروسته ډاکټر راووتو په سترګو کې يې اوښکې وې لومړى خو يې څه نه ويل.
خو چې کله ماورته وويل ډاکټر صاحب دخداى په خاطر ولى غلى يې ولى څه نه وايې په هغې خو به څه نوي شوي ډاکټر صاحب، ډاکټر صاحب هيله کوم ډاکټر وويل ځوانه ما ډېره خواري وکړه خو، خو مينه دې شهيده شوه! هغې دوه ځلې نارې کړې چې جانه! وه جانه! راشه چې وروستی ديدن خو دې وکړم او روستۍ چيغي سره يې غږ په ستوني کې بند شو کله مې چې وليده ساه يې ورکړې وه ډاکټر مې له مخې لرې کړ په عمليات خانې مې ورمنډه کړه نارې مې کړې وړانګې اى وړانګې دادى زه راغلم وړانګې سترګې پرانيزه.

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

24 Mar, 05:30


تللى ما وويل تللى وم وروڼو مې وويل نو بيا څنګه دومره وختي راغللې ماورته ټوله خبره وکړه چې زاهد د زاهد مور همداشان د زاهدمشر ورور په دې خبره سلا شوي چې ته او وړانګه ديو څه وخت لپاره بل ولايت ته لاړ شى مونږ بۀ دلته خبره حل کړو بيا به راځى وروڼو مې چې دا خبره واوريده زياته يې خوښه شوه مشر ورور مې لږ غلى شو زما خوښۀ ده خو په يو شرط ما وويل هغه کوم شرط دى وروره هغه وويل هغه دا چې که وړانګې وروڼه يو ليکلى خط مونږ ته راکړي چې په هغې کې ستا، دوړانګې، د زاهد ،د زاهد دمشر ورور امضاء يا ګوتې لګيدلې وي ما وويل وروره اوس په دې څه کوې ورور مې ويل حميده ته لا وړوکى يې دومره خبرو باندې نه پوهيږې هسې نه چې وروسته بيا کومه لانجه راته جوړه کړي ما هم ورسره ومنله زاهدته مې تليفون وکړ او د ورور شرط مې ورته وړاندې کړ زاهد نه او نو ونه کړ راته يې وويل تاسو چې راځى ما به هرڅه ليکلي وي زما امضاء ، د ورور امضاء همداشان دمور ګوته به پرې لګيدلي وي صرف چې تاسو راشى امضاء په کې وکړى او ليکلى خط درسره واخلى مور مې جامې راته تيارې کړې يو ښه غټ بکس يې راته برابر کړ يو څو پيسې يې راکړې زه چې روان شوم تر دروازې پورې مور هم راسره راغله مور چې رخصت راکوو لومړى يې په دواړه مخه ښکل کړم بيا يې رخصت راکړ دمور په سترګو کې مې ډنډ اوښکې ولاړې وې لاسونه يې هواته پورته کړي وو شونډې يې رپيدلې او دعا يې کوله درې واړه په موټر کې سپاره شوو دزاړه کلي په لورې روان شوو کله چې سرک ته ورسېدو زمونږ څخه دمخه زاهد، دزاهد مشر ورور او وړانګه په انتظار ناست وو.
مونږ چې څنګه له موټره ښکته شوو ستړي مشي څخه وروسته زاهدسمدستي ليکلى خط زما ورور ته ورکړ لومړى يې له ځان سره ولوست بيا يې خپله امضاء زما امضا هم په کې وکړه او جيب کې يې کيښود زاهد ،د هغه مشر ورور اومور ګوتې پرې لږيدلي وې زاهد ووي نور دلته ستاسو معطل کيدل ښۀ کار نه دى مونږه وړانګه دکورنه دناروغۍ په پلمه رايستلې هسې نه چې پلار پرې خبر نشي ما او وړانګې د زاهد نه په سترګو کې مننه وکړه د وړانګې په سترګو کې اوښکې ډنډ ولاړې وې ما چې زاهد ،د زاهد مشر ورور همداشان خپلو وروڼو ته وکتل د دوي سترګو کې هم اوښکې ښکاريدې ده هم مخکې له مخکې دموټر غم خوړلى و مونږ موټر کې سپاره شوو له دعا ويلو نه وروسته مونږ حرکت وکړ دوي تر ډېره همغلته ولاړ وو.

🥀🥀شعرونه او غزلی 🌷🍁 عاشقانه نړی

24 Mar, 05:29


ما وويل نه مورې همداسې په پښو ځم پام به مې هم غلط شي مور مې په نه زړه راسره ومنله او روان شوم هلته چې ورسېدم ډېر په ويريدلو قدمونو حجرې ته دننه شوم ښه و بخت مې بيدار و په حجره کې هيڅوک نه وو په برنډه کې کښېناستم زه ډېر ويريدم ما ويل هسې نه چې زاهد دګاونډيانو حجرې ته تللى وي دهغې خوا راباندې رانه شي. دڅو دقيقو انتظار څخه وروسته وړانګه راغله په لومړي ځل يې چې په ماسترګې ولږيدې لږه پښه نيولي شوه ځکه توره شپه وه څه سم نه ښکاريدل ماغلى ورغږ کړ وړانګې زه يم راځه ماتر ډېره وړانګې ته او وړانګې ماته کتل ما په ټوکو وويل اى بې وفا زه لا تراوسه ستا په يادونوکې خپلې ورځې شپې او شپې ورځې کوم لاتراوسه مې ستا ښکلى انځور چې ترابده به مې دزړه په سپينه پاڼه انځوردي نه دى پاک کړى.
وړانګې ژوره ساه واخيسته او ويې ويل ستا هره خبره په مه ښه لږي زه خوستا په خبرو نه مړيږم ته چې څه وايې وايه يې زه په خپله ټوکه باندې پيښمان شوم وړانګه مې په زړه پورې ټينګه ونيوه وړانګې وويل جانه په ما دځانه زيات باور ولره د ژوند هيڅ ډول ستونزې به ماله تانه بيله نه کړي ، وړانګې په غيږ کې دومره مينه دومره وفا او دومره صداقت و چې زه یې په خپله کړې خبره پښمان کړم چې مادې له هغې سره دا ډول ټوکه نه وای کړې ما ددې لپاره چې دوړانګې خفګان لرې کړم ما وويل وړانګې ګرانې تا دزاهد سره خبره شريکه کړه که نه ،
هغې ووې ولې نه ما چې هغې ته خبره وکړه په لومړيو کې خو غلی و وروسته يې راته ووې خورې ته مه خفه کيږه زه ستا ترڅنګ ولاړيم وړانګې بيا وويل مور مشر ورور او زاهدزما په طرف ولاړ دي پلار مې ګوښی دى ما وويل وړانګې که خداى کول زه او ته کامياب يو ماوړانګې ته ووي نوره ځه کور ته لاړه شه شپه سبا کيدوته په نيږدې کيدو ده وړانګې د رخصت لپاره لاس راوږد کړ ماتر ډېره د وړانګې لاس په لاس کې نيولى و چې زاهد راباندې راغى زه او وړانګه دواړه سخت وويريدو او وړانګې په مخ کې خو وينه نه وه رنګ يې تک زيړ واوښت خو چې کله زاهد ستړي مشي راکړه راته ويې ويل ويريږى مه ما ستاسو ټولې خبرې واوريدې بيا وړانګه چې څنګه له کوره راووته زما ورته پام شو زه پسې راووتم ما وويل چې راځه ته اوګوره چې وړانګه څه کوي او چيرې ځي د وړانګې رنګ نور هم زيړ شو ستونې يې وچ و هيڅ يې نه شول ويلى.
زاهد وويل چې پلار ته مې چې هر څومره وويل هغه ونه منله پلار مې په خپله خبره ټينګ ولاړ دی.
زاهد وويل حميده زه يو تصميم لرم چې زه به يې له تا سره شريک کړم ته به يې په کور کې وروڼو ته ووايې چې ستا وروڼه څه وايي دغه تصميم ما، مشر ورور او مور مې نيولى مونږ داتصميم لرو چې ته او وړانګه دواړه کوم بل ولايت ته ديوڅه وخت لپاره لاړ شى هر کله چې خبره حل شي بيا به بيرته راشى ته به دا خبره وروڼو ته وکړې که درسره وه يې منله ما ته به تليفون وکړې جامې او داسې نور ضروري سامان به درسره واخلى او سړک ته به ځان راورسوې ما اووړانګې چې دا خبرې واوريدې مونږ هيڅ دا باور نه کاوه چې دا خبرې به زاهدکوي د زاهد نه يې په سترګو سترګو کې مننه وکړه په بيړه دکور په لور روان شوم دا چې لږه تياره وه او بل خداى خبر زه به په کومو فکرونو کې روان وم چې د اوبو ډنډ ته مې پښه وروښوييده او ډنډ ته وغورځيدم ترنيمايي نامه پورې اوبه راغله ډنډ په تل کې ډېرې سريښ ناکې خټې وې په ډېره سختۍ له اوبو څخه راپورته شوم يوبوټ مې هم په اوبو کې پاتې شو.
کله چې راروان شوم داسې معلوميدم لکه ګوډ چې په لاره راروان وي ځکه يوه پښه کې مې بوټ و اوپه بله کې نه و ريښتيا ده چې يو بوټ دې پښو وي او بل نه سړى داسې معلوميږي . لکه ګوډ چې په لاره روان وي ما هم په بيړه د بوټ مزى خلاص کړ هغه بل بوټ مې همغلته پريښود تورې پښې د کور په لور راروان شوم د سهار اذان نه مخکې کورته ورسېدم دروازه مې چې وليده بنده وه په بيړه مې دوه درې ځلې ووهله د لږ ځنډ څخه وروسته مې مور دروازه بيرته کړه مور مې دومره په بيړه راغلې وه چې د ټکري يوه پيڅه يې په سر وه او بله په ځمکه ښوئيده مور چې زه تورې ( يبلې)پښې په اوبو لوند خيشت او په خټو ککړ وليدم نارې يې کړې زويه دا چا داولې ، ولې تورې پښې راغلې ولې، جامې لندې خيشتې او له خټو ککړې دي زويه کوم ځاى به دې خوږ نه وي؟ د دوي لاسونه مات کړې مور ماته دخبرو وار نه
راکوو ما وويل مورې ومورې نه خو ماته هم غوږ کيده زه روغ اوجوړيم او يو ډنډ کې ولويدم مور مې وويل نه نه دا په ډنډ کې نه يې لويدلى خامخا چا درته څه ويلي دي د اوبو په ډنډ کې چې لويدلى يې بوټان دڅه کړل مور مې چې کله ښه ارامه شوه ما ورته ټوله کيسه وکړه ورته مې وويل چې وروڼه مې لمانځه ته پاڅيدلي که نه مور مې ووي پاڅيدلي په کوټه کې دي ته راځه اول جامې بدلې کړه بيا به له هغوى سره ووينې ما هم دا ښه وبلله جامې مې بدلې کړې دمور کوټې ته راغلم وروڼوچې زه وليدم راته يې وويل ته خو ماماګانو کره نه وې

1,518

subscribers

501

photos

379

videos