انتخاب: خوشبو خوشبو ساه ګانې
د خدای د خدايـــــــــۍ حد ته دې پام دی او که نه دی؟
ښایست په هغه یو ښکلــــــــــــي تمام دی او که نه دی؟
زما برخه شراب کـــــــړئ راته بیل چُرت مې خراب شو
په دې نه یم یارانو چــــــــــــــې ماښام دی او که نه دی
زما په غریبــــــــــــــــــــــــــۍ پورې څه مه وایه دا وایه
یوسف هغسې مِصر کـــــــــــــــې غلام دی او که نه دی؟
شهرت، دولت ، موقف او ټکـــی، ټکـــی ــ ټکـــی، ټکـــی
د ژوند ضرورتونو نه بل جــــــــــــــــام دی او که نه دی؟
غنمو مـــــــــــــــــــــې بابا له جنتونو نه بهر کــــــــــــړ
حاجي صیب غنمرنګ حج کــــې حرام دی او که نه دی؟
ډاکټرې پسې خلک مـــــــري او ته یـــــــــــــې ګډوې!
لوفـــــــــــــــــــر ازله خا ! عقل دې خام دی او که نه دی؟
شاعر ............................................ ازل جــــــــي
#غزل
#لایک
@S_Arman_2024