پلار مې ویل
ښځه باید اوږدې زلفې او غټې سترګې ولري
خو مور مې هیڅ وخت اوږده وېښتان نه درلودل
او نه یې سترګې زما د پلار په خوښه وې
مور مې ویل
ښایست د نر لپاره نه دی
نر باید ځيږه لاسونه او لمر سوځولې څېره ولري
خو پلار مې ښایسته او زړه راښکونکی و
نه یې لاسونه ځیږه وو
او نه یې مخ ګرمۍ سوځولی و
دوی هیڅکله ماته ونه ویل
چې ښځه باید میینه
او سړی باید لایق وي
دوی مینه سانسور کړې وه
زه کلونه وجنګېدم
څو وپوهېږم
چې بې مینې مې نه اوږدې زلفې ښایسته دي
او نه غټې سترګې
او نه ځيږ لاسی او لمر سوی نارینه چې زحمت کش او د کار سړی یې بولي
ماته خوشحالي او نیکمرغي نشي راکولی
فروغ فرخزاد
ژباړه