*اول توپیر*
د اسلام (شوري) د مؤمنو موحد و او شریعت منونکو مسلمانانو تر منځ وي. په داسې حال کې چې پارلماني رأيه اخيستل د داسې يو مجلس د اعضاو تر منځ وي چې په هغه کې مسلمان هندو، نصراني، يهودي کمونست او ملحد ټول په يو ډول د ( رأيي وركولو ) حق لري، او فيصله وركښي د حق او د دليل د قوت پر بنسټ نه، بلکې د اکثريت د رايو پر بنسټ کېږي.
قرآن کریم چې کله د شوری آیت ذکر کوي، نو د داسې مؤمنانو لپاره يې د وصف په ډول ذکر کوي چې هغوئ پر اللهﷻ ايمان راوړی دی، پر اللهﷻ له توكل كوي. له لویو گناهونو او د بې حيايی له کارونو ځان ساتي، چې کله په قهر شي بښنه کوي. هغوئ هغه خلک دي چې د رب بلنه يې منلې لمونځونه يې درولي کار یې په شوری سره وي او د اللهﷻ له ورکړې اتفاق کوي، او چې کله تېرى پرې وشي بدل اخلي.
قرآن مجيد وایي : (وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ ،) خو ډيموکراسي او پارلماني رأيه اخيستنه وايي: (وأمرهم شورى بينهم وبين غيرهم ) يعنې په اسلام کې به شوری یوازې د مؤمنانو ترمنځ وي خو په ډیموکراسی کې به شوری د مؤمنانو او کافرو ټولو تر منځ وي. نو په همدې اساس د اسلام (شوری) او د ډیموکراسی (رأيه اخیستل ) دواړه یو شی گڼل په حقیقت کې د حق او د باطل یوشی گڼل دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*دوهم توپیر*
د اسلام شوری بو الهي حكم او شرعي منهج دي چې په وحيې نازل شوی او د الله رسول عملي کړی دی. خو ډيموکراسي د بشر د هوی او هوس پر بنسټ د کفارو لخوا يو وضع شوی نظام او يوه بې دينه مفکوره ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*دریم توپیر*
د اسلام شوری په هغو امورو کې کېږي چې هلته (شرعي نص) موجود نه وي. او چې کله شرعي نص ) موجود شي نو بيا شوری ته ځای نشته. خو په ډیموکراسی كي اساساً د اللهﷻ له احکامو او شریعت ته ځای نشته. ځکه چې په ډيموکراسي کې د (حاکمیت) او (تشریع) حق په مطلق ډول په ولس پورې اړه لري چې اکثريت يې تمثيلوي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*څلورم توپیر*
په ډيموکراسي کې (اکثریت) د (الله) مرتبه لري چې باید په خپله خوښه قوانين جوړ کړي. او د قوانينو په وضع کې هېڅ خارجي طاقت (وحيه) د مداخلې حق نه لري خو د اسلام په شوری کې اکثریت نه يوازې دا چې (مشرع ) او (مطاع) نه دی. بلكي مأمور ملتزم او مطبع دي چې په هرڅه کې به د اللهﷻ او د هغه د رسولﷺ به شوری کی خبره او د (أولامر ) خبره مني، ترڅو يې چې ورته د معصیت امر نه وي کړی. هرڅه کې د اکثریت د مثلو ملزم نه دى، بلكي اکثریت د امام به طاعت ملزم دی تر هغه وخته چې طاعت په معروف کې وي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*پنځم توپیر*
په ډيموکراسي کې د قانون مصدر د خلکو خواهشات او د حق معيار د اکثریت رأيه ) ده. خو د اسلام په شوری کې اکثريت د احکامو په وضع او معياريت کې هېڅ دخل نه لري، بلکې د اکثریت پرځای د دليل قوت اعتبار لري که څه هم چې د یو شخص لخوا وړاندې شي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*شپږم توپیر*
ډيموکراسي د اروپا په هغي الحاد خپلې ټولنه کې پيدا شوې او نشأت يې کړی چې هلته (دین) د ژوند او نظام په ټولو چارو کې بی واکه شوی او یوازې د کلیسا په كونج کې بندي دی خو شوری بیا د اسلام نظام دی چې د ژوند او نظام په هغو ټولو چارو کې چې صريح نصوص وركښي موجود نه وي خپل تأثير لري، اومسلمانان يې عملي کولو ته تشويق شوي دي.
نو د پورتنیو توپیرونو پر اساس د (اسلام) (شوری) او د ډيموکراسی رایه اخیستل ) دوه جلا جلا نظامونه دي چې يو يې له اسلام او بل يې له الحاد څخه سرچينه اخلي. او هغه خلك چې کوښښ کوي ډيموکراسي خلکو ته د اسلام د شوری مرادف ښکاره کړي هغوئ يا د اسلام د شوری نظام او حیثیت نه پيژني، يا ډيموکراسي نه پيژني او یا دواړه ښه پيژني خو د منافقت له مخي د ډيموکراسى كفري نظام عامو مسلمانانو ته د اسلام د شوری په قالب کې ور معرفي کوي، تر څو مسلمانان له هغې څخه کرکه ونه کړي او ويې مني
#کتاب فکري پوهنه:صفحه:138ــ139ــ140ــ141