ښې خبرې @pashto_khekhabari Channel on Telegram

ښې خبرې

@pashto_khekhabari


روشنفکري!
#مثبت_بدلون_او_مثبت_فکر په ژوند کي ځوان نسل لپاره تر ټولو لوي ترقي دي🌱🇦🇫
@Wolskesher
۱۴۰۲/۴/۸

ښې خبرې (Pashto)

خوش آمدید به 'ښې خبرې' تلگرام چینل! این یک کانال روشنفکری است که به اشتراک گذاشتن ایده ها و نظرات مثبت را ترویج می کند. هدف این کانال افزایش پیشرفت همه افراد برای نسل های آینده است. این کانال یک فضای سازنده برای تبادل ایده ها و انرژی مثبت می باشد. با پیوستن به این کانال، شما می توانید از تجربیات دیگران یاد بگیرید و خود را بهبود بخشید. پس ازخودتان را به یک نسل پیشرفته تبدیل کنید! برای اطلاعات بیشتر و پیوستن به این جامعه، به کاربرنیم '@pashto_khekhabari' مراجعه کنید.

ښې خبرې

31 Dec, 16:10


چېرته چې د انسانانو په ذهنونو د جهالت، بدبينۍ، تعصب او افراط لړې راخورې وي، چېرته چې لا هم د انسانانو ترمنځ جنسيتي توپيرونه شته، چېرته چې د ټولنې يوه لويه برخه منزوي شوې او په دې تورنه ده چې ولې ښځينه خلق شوي، چېرته چې حق غوښتل لا هم جرم ګڼل کيږي. هلته نه ميلادي، نه لمريز او نه هم کوم قمري کال بدليږي بلکې وخت د داسې ذلت په وړاندې غلى او هک پک په ټپه ولاړ وي.



#ښې_خبري

ښې خبرې

30 Dec, 03:51


ظالم نظام خپل وګړي په غربت کې ساتي چې خلک یې تل د رزق په لټه کې وي، او بیا ددې ظالم نظام په وړاندې د بغاوت لپاره فکر کولو ته وخت نه وې ورپاتې.
ارسطو

ژباړه:


#ښې_خبري

ښې خبرې

29 Dec, 18:57


یو له بل سره مینه وکړئ! ځکه چې بیلتون هیڅ وخت درته اخطار نه درکوي، بلکې ناڅاپه راځي.
یو د بل احوال واخلئ! ځکه هیڅوک نه پوهېږي چې وروستی ټیلیفون یا ملاقات به کله وي.
یو بل وزغمئ! ځکه چې د "کاش" لفظ هیڅکله بیا تللی کس نشي راګرځولی.
او دا هم ياد ولرئ! چې کوم چاته په ژوندوني ستاسې د مهربانۍ یو لفظ، د هغه د مړینې پر مهال د هغه د تندي د ښکلولو څخه څو چنده زیات غوره دی.



#ښې_خبري

ښې خبرې

29 Dec, 18:53


طبیعي اوسیدل ډیره ښکلا لري ډیری خلګ کوشش کوي، چې ځان غټ وښیي، غټې خبرې وکړي، غټ غټ اوصاف ځان ته منسوب کړي وغیره...
خو داسې کول ندي پکار ځکه نتیجه یې د خپل شخصیت زیان دی، داسې خلک همیشه
ټیټ ګڼل کیږي، ګواګې په خپل ځان مسخرې کوي.



#ښې_خبري

ښې خبرې

29 Dec, 18:51


بدګماني بد شی دی، خو خوشباوري وژونکې ده، په هېچا ړوند باور مه کوئ، انسان ډېر پېچلی مخلوق دی، نهايت خود خواه، ژر هېروونکی او ژر بدلېدونکی دی.
په ځان پام کوئ، ځان ته وخت ورکړئ، مه پرېږدئ چې خلک استفاده درڅخه وکړي، له عواطفو مو، له وړتياوو مو، له اړيکو او له نېک نومه مو ځینو ته هېڅ مه واياست.
هغوی چې خدای وهي، تاسې یې مه وهئ.



#ښې_خبري

ښې خبرې

29 Dec, 13:05


ارمانونه د خپلو امکاناتو او وړتیا مطابق وسنجوئ بې ځایه او لوړ توقعات مو د ژوند مسیر ګډوډوي.
خیالي دنیا کې اوسیدل تاواني دي له خپلې خولې کارغان خوشې کول د سر په بیه در تمامېدلای شي.
په هغه موضوعاتو او شیانو پسې ځانونه مه ځوروئ چې اصلاً ممکن نه وي.
په رڼا ورځ خوبونه مه وینئ خپل ژوند جوړ کړئ بیا به له ډېرو نعمتونو برخمن شئ.



#ښې_خبري

ښې خبرې

22 Dec, 16:40


کله چې یو سړی د یوې نیکې، وفادارې او ملاتړ کوونکې ښځې ملاتړ ترلاسه کړي، نو هغه دومره د ټولې نړۍ ستونزو ته اوږه ورکولای شي. په ښه توګه ترسره کولی شي.
د یوې نیکې ښځې ملاتړ د سړي لپاره د ځواک او حوصله بخښنې سرچینه ګرځي.

ـ ښځه په یوه کورنۍ یا اړېکه کې ډېر مهم رول لري، او د دوی ملاتړ د ژوند ډېری ستونزې اسانوي.




#ښې_خبري

ښې خبرې

22 Dec, 16:33


د چا شخصي آزادي اخیستل، له چا بې ځایه توضیحات غوښتل، تل د چا توجه غوښتل، ځانته لومړیتوب ورکول، او دا هیله لرل چې زه د هر چا په اړه په هر څه پوه شم.
زه هېڅکله دا ډول خرافات نه پالم.
موږ یوازې انسانان یوو، او هر څوک چې هر ځای ته ورسېږي هغه، هماغه انسان وي بس. موږ داسې نه یو چې د بریا وروسته وزرې وکړو او الوتل پیل کړو، او ځانونه د نورو څخه غوره وګڼو. په حقیقت کې ژوند اسان دی، خو زموږ خپلې غوښتنې موږ ستومانه کوي.


#ښې_خبري

ښې خبرې

22 Dec, 13:41


" له هر چاسره یو ډول سلوک کول غلط دي. پیزار او تاج دواړه اغوستل کېږي، خو یو یې په سر او بل یې په پښو کېږي."

" لیو تولستوی



#ښې_خبري

ښې خبرې

20 Dec, 07:38


ولې موږ سره داسې وشول؟

موږ دواړه خوښ و ژوند مو د یو بل په شتون ډېر ښکلی و موږ دواړو به تل د یو بل د شتون د شکرانې لمونځونه کول ما به په هره میاشت کې درې روژې نیولې او هغې به هره شپه تهجد کول او له خدایه به مو دا غوښتل؛ چې موږ د یو بل په وصال ونازوي او تل د یو بل څنګ کې واوسېږو.
زه به روژې نیسم جانانه!
ته د تهجدو لمونځ کوه چې یوځای شونه!
خو؛
شاید! خدای ته دا منظوره نه وه زموږ نصیب خوار و/ د تقدیر فیصلې وې هر څه چې و خو زموږ د بدبختۍ ورځې شپې وې د یو بل نشتون سم زورولو نه پوهېږم چې ما په ما څه شوي و؛ خو
د هغې دغه لرې والی ما هېڅ زغملی نه شو د هغې کوژده وشوه او ورپسې واده خو زما روح کله هم هغه له ځانه بېله نه حسابوله تل یې د ځان برخه ګڼله؛ خو
ولې موږ سره داسې وشول؟
د هغې له واده وروسته سره یو وخت مخ شولو خبرې مو سره وکړلې د مخه ښې وخت کې یې وویل:
نه مې هېرېږې!
ما ورته وویل:
ولې دې پرېښودم؟
راته یې وویل:
له بېوسۍ مې درته شاه کړه؛
نه بې وفا یم نه په زړه کافره یمه!



#ښې_خبري

ښې خبرې

19 Dec, 16:56


نړۍ له تا دا پوښتنه نه کوي چې ته څوک يې پروا یې هم نه کوي، خو که ته خپل ځان ونه پيژنې او د ځان احساس ونه لرې، نو نړۍ به بيا تاته خپله ځای او موقف در په ګوته کړي.



#ښې_خبري

ښې خبرې

19 Dec, 10:28


د نورو خلکو لپاره ژوند مه کوئ، ژوند دومره ډېر نه دی چې خپل ځان پکې هېر او د نورو د خواهیشاتو، فرمایشونو او لیدلورو قرباني وګرځو. د خپل ځان لپاره، د خپلې خوشحالۍ لپاره او د خپلې خوښې مطابق ژوند وکړئ. په دې فکر مه اوسئ چې "خلک به څه وایي" دا ډېر زوړ او بې معنیٰ سوچ دی. خلک چې وزګار وي، هر څه وایي. په کار بوخت خلک خپل کار او ژوند کوي او په نورو پسې هیڅ نه غږېږي. هغوی چې په نورو پسې خبرې کوي، خپل ژوند یې له عالم تېروتنو، بدبختیو او ناپاکیو ډک وي.

خپل ځان ته وفادار واوسئ، خپل ژوند په خپل ډول او د خپل ځان لپاره جوړ کړئ.


#ښې_خبري

ښې خبرې

17 Dec, 14:24


خلیل جبران له یوې انجلۍ وپوښتله، چې هغه مهال په انځورګرۍ بوخته وه:
دا کاینات یوازې په اوو ټکو کې تعریف وکړه.

انجلۍ ځواب ورکړ:
خدای، مینه، سوله، ژوند او ځمکه.
دا خبره یې وکړه او غلې سوه.

خلیل جبران حیران سو او ویې ویل
نور دوه ټکي........؟

انجلۍ موسکۍ سوه او ویې ویل:
"نور دوه ټکي 'ته' او 'زه' دي، ځکه که دا دوه ټکي نه وي، نو پاتې پنځه ټکي به هېڅ معنا ونه لري.

#ژباړه





#ښې_خبري

ښې خبرې

16 Dec, 13:52


يوازې له هغو کسانو سره بحث وکړئ چې دومره عقل او عزتِ نفس لري چې بې‌ځايه خبرې نه کوي، په دليل پسې ګرځي، حقيقت ته درناوی لري او دومره انصاف‌داره دي که پوه شي چې حق له مقابل لوري سره دی، پر خپله تېروتنه اعتراف کوي.
نتيجه دا شوه چې په هرو سلو کسانو کې فقط يو داسې کس موندل کيږي چې بحث ورسره وکړای شئ.




#ښې_خبري

ښې خبرې

15 Dec, 12:41


منټو وایي

دا کلمه "بدصورت یا بدرنګه"زما په خیال د یو وحشي سړي لخوا رامینځته شوی ده، دلته هرڅوک زړه راښکونکي/ښکلي او په زړه پورى دي.🌸😊




#ښې_خبري

ښې خبرې

14 Dec, 15:08


"عزت له ټولو شیانو څخه ډېره مهم دی — دا د ملګرتیا، خپلوي او حتی د مینې څخه هم پورته ساتل کېدونکې تر ټولو مهمه شتمني ده."

لبنانی شاعر او ادیب
جبران خلیل جبران
#ژباړه



#ښې_خبري

ښې خبرې

09 Dec, 15:21


خپلو وسله والو ته د سوریې د واک ته رسېدلي ایتلاف د مرکزي قومندانۍ امر:
د ښځو او د هیچا په لباس و شخصي ازادیو به کار نه لرئ، موږ یو متمدن ملت یوو او د هر چا شخصي حدودو ته درناوی وکړئ.



#ښې_خبري

ښې خبرې

09 Dec, 14:41


یوازې اوسېدل بهتره دي، د نورو د احساسات له لوبو/بازي کولو څخه.



#ښې_خبري

ښې خبرې

09 Dec, 05:08


انسان باید پدې وشرمېږي :
کله چې زده کړه نه کوي، علم/پوهه نه حاصلوي، هېڅ نه زده کوي، فکر نه کوي، او بیا هم ځان له نورو غوره ګڼي او دا ګومان کوي، چې دی په هر څه پوهېږي.

انسان باید پدې وشرمېږي: کله چې هغه د خپلو تېرنیو نیکونو په ویاړونو (لاسته راوړنو) ویاړي، خو خپل اوسنی حالت یې وروسته پاتې، ناکامه او بدبخته وي.

انسان باید وشرمېږي: کله چې هغه ټولنه چې دی په کې ژوند کوي په بد حالت کې (ناکام) وي، او دی د دې ټولنې یا نړۍ د بدلون لپاره هېڅ هم نشي کولای(نه کوي) .

مصري لیکواله ډاکټره "نوال السعداوي"




#ښې_خبري

ښې خبرې

07 Dec, 16:48


د کتابونو ارزښت یوازې د هغوی معلومات نه دي، بلکې د هغې په منځ کې د انسانیت د رازونو ښودل دي



#مرغۍ

ښې خبرې

07 Dec, 16:36


انسان يوازې دومره پوهيږي چې څاروی يې وبولې خپه کيږي او چې زمری يې وبولې خوشاليږي.



#ښې_خبري

ښې خبرې

05 Dec, 22:02


څوک چې وسله لري او فکر نلري، یوۀ ورځ به يا غل ترې جوړیږي، او يا به خپل وطن ورانوي.

(چه ګوارا! )




#ښې_خبري

ښې خبرې

05 Dec, 17:04


که چېرې دې انسان په زړه کې سترګې وای، نو هغه به یوازې د حقیقت لټون کوئ.



#ښې_خبري

ښې خبرې

05 Dec, 16:52


وَيْلٌ لِلْمُسْلِمِ مِنْ شَرِّ مَا يَفْعَلُونَ بِالْمُسْلِمِ."
(بخاري شریف، حدیث: ۳۴۸۸)

ترجمه:
رسول الله ﷺ وفرمایل: "هلاکت دې وي هغو خلکو ته چې د مسلمانانو د کړنو له امله خلک د اسلام څخه وګرځي."





#ښې_خبري

ښې خبرې

05 Dec, 16:49


کله چې نړۍ د احمقانو په واک کې وي، نو پر هوښیارانو دا فرض ده چې اطاعت یې ونه کړي."

- چي ګویرا
#ژباړه




#ښې_خبري

ښې خبرې

04 Dec, 16:45


د نجونو تعلیم بندول نه یوازې نجونو، بلکې د افغانستان له اوسنيو او راتلونکو نسلونو سره ظلم دی.
افغانې مېرمنې د امکاناتو د کمي له امله ګڼو روغتیایي ستونزو سره مخ دي، د دې پر ځای چې هغوی ته آسانتیاوې برابرې شي،
د روغتایي مرکزونو بندېدو ترې شته امکانات هم واخیستل.
پوښتنه دا ده چې څو کاله وروسته ښځه ډاکټره، نرسه، ټکنېشنه او روغتیايي کارکونکې نه وي، افغانې مېرمنې به څه کوي؟
هیله ده چې زر تر زره بېرته پر دې پرېکړې بیاکتنه وشي او نجونو او ښځو ته د هغوی ټول بشري حقونه ورکول شي.


جاويد امرخيل صيب



#ښې_خبري

ښې خبرې

30 Nov, 18:19


داخل شه👇👇

ښې خبرې

30 Nov, 12:54


وایې په یوازیتوب کې دي زړه نه تنګیږې؟
ومی ویل؛
که د دی نړۍ خلک دی وپیژندل،
نو په خپل یوازیتوب به مئین/ شکر به وباسې!!😊



#ښې_خبري

ښې خبرې

30 Nov, 02:19


The right person will never leave you in any situation ❣️


ښه شخص مو په هر حالت کي هيڅکله يواځي نه پريږدي



#ښې_خبري

ښې خبرې

28 Nov, 05:21


د جګړې هره ورځ ماته دا ښودله چې ژوند څومره بې ارزښته او څومره ارزښتناک دی..


#ښې_خبري

ښې خبرې

27 Nov, 08:51


هغه نړۍ چې په هغې کې بې عدالتي حاکمه وي، موږ ته د ژوند کولو وړ نه ده


#ښې_خبري

ښې خبرې

27 Nov, 05:01


موږ خپل ښه کالي او بوټان يواځې تر خوشحاليو او پروګرامونو محدود کړي او هغه وخت يې اغوندي چې کله کوم واده خوشحالي او پروګرام وي حال دا چې خوشحالي راځي نه او بوټان او کالي مو په الماريو کې خراپيږي.


امام جمال
#ښې_خبري

ښې خبرې

27 Nov, 02:46


فرايډ وایې ،
په وجود کې سر هغه حقيقت دی چې انکار ترې نشي کيدای خو په بعضې سرونو کې د عقل شتون د بحث وړ دی ځکه بعضې سرونه له بوسو ډک وي.


#ښې_خبري

ښې خبرې

26 Nov, 15:08


https://t.me/cliephaieghoranie001

ښې خبرې

25 Nov, 04:27


په اړیکه کې بخښنه غوښتل تل په دی معنی نه وې چې ته غلط او ملامت وي/یې، بلکې دا په دي معنی ده چې تاسو خپلي اړیکي ته د خپل نفس په پرتله زیات ارزښت ورکوئ..."



#ښې_خبري

ښې خبرې

24 Nov, 07:10


له دې ۵ په کلکه ځان وساته :
هغه ملګري چې خبر ورته کوي او په بل څه مصروف وي .
هغه استاد چې سوال بد کڼي.
هغه تربور او خپل چې درپورې خاندې.
هغه مجلس چې عزت دې پکې نه وي .
هغه ورور يا ملکری چې د خسر په کور کې ميشت وي .


#ښې_خبري

ښې خبرې

23 Nov, 18:40


۱. ایرلینډی متل: په څاه کې لاړې مه توکوه، ځکه کېدای شي یوه ورځ د هغې له اوبو څښلو ته اړتیا ولرئ.

۲. فرانسوي متل: خپله مینه خپلې مېرمنې ته ورکړه او راز دې خپلې مور ته ووایه.

۳. ایټالوي متل: مینه او خوشبویي پټه نه پاتې کېږي.

۴. سوېسي متل: که انسان موړ وي، د ډوډۍ خوند نه محسوسوي.

۵. سکاټلنډي متل: که په مسکا کولو نه پوهېږې، دوکان مه خلاصوه.

۶. هسپانوي متل: هغه مینه چې په ډالیو پالل کېږي، تل وږې پاتې وي.

۷. جاپاني متل: خدای مرغانو ته خواړه ورکوي، خو هغوی باید د هغې ترلاسه کولو لپاره الوت وکړي.

۸. هالنډي متل: مینه تر هغه دوام کوي، څو چې پیسې موجودې وي.

۹. اندونیزیایي متل: څوک چې خپل پیسې خپل ملګري ته پور ورکړي، دواړه له لاسه ورکوي.

۱۰. بلجیمي متل: څوک چې له یوې ښکلې ښځې سره واده وکړي، له دوو زیاتې سترګې ته اړتیا لري.



#ښې_خبري

ښې خبرې

23 Nov, 15:28


د پښتو چينلونو تر ټولو غټ ليست کي ګډون وکړي او خپل چينل ممبر ډير کړي

ليست کي ګډون لپاره په لاندي ايدي تماس ونيسي👇👇👇

@Sameer_khan4

ښې خبرې

22 Nov, 10:10


کوم مشهور فلسفي ويلي ول :
موږ ته دا غلط تاثر راکړل شوی چې په دنيا کې غرونه سيندونه، ونې او يا هم کهکشانونه ښکلي او ښايسته دي بلکې رښتوني خبر دا ده چې پ دنيا کې تر هر څه انسان ښکلی او بې مثاله دی .

جلال الدين رومي وايي :
په ستر ذات سوګند که تا خپله ښکلا وليدله د خپل ځان مينه وال به شې .

عاصم مهاروي وايې :
موږ د خدای تعالی په خلقت کې تر ټولو ښکلي موجود يو موږ له هغه ډير ښکلي يو چې څه موږ ته ايېنه را ښيې .
د عاصم مهاروي د اخري جملي په اړه جمال حفطه الله وايي :
انسان فطرتا ښکلی پيدا شوی او په دې کې هيڅ شک نشته چې په نړۍ کې له انسان ښکلی خلقت شتون نلري خو اصلي خبره دا ده چې هر انسان د خپلې ټولنې ، ماحول او د خلکو له برخورد انعکاس اخلي يا د هغوی برخورد او تعامل انعکاس ورکوي نو ځکه په ايېنه کې هغه څه ښکاري يا يې وینو چې هغوی ( ټولنه، ماحول، خلک ) يې ليدل غواړي .

ژباړه ميوند جلال

#ښې_خبري

ښې خبرې

21 Nov, 17:21


که يو هيوآد فکري ازادۍ وه نه لري
د هغه زندان په ډول چي دیوال نه لري..!



#ښې_خبري

ښې خبرې

21 Nov, 17:06


سقراط وايي
هغه انسان چي وايي پوهیږم چي په هيڅ نه پوهېږم
تر ټولو هوښیار انسان دي 🤗



#ښې_خبري

ښې خبرې

21 Nov, 10:20


دومره ښه اوسه چې یو څوک مو له پریښودلو ورورسته ووایې پروا نه کوي غلطي زما وه


#ښې_خبري

ښې خبرې

20 Nov, 14:47


کله چې یو سړی د یوې نیکې، وفادارې او ملاتړ کوونکې ښځې ملاتړ ترلاسه کړي، نو هغه دومره د ټولې نړۍ ستونزو ته اوږه ورکولای شي. په ښه توګه ترسره کولی شي.
د یوې نیکې ښځې ملاتړ د سړي لپاره د ځواک او حوصله بخښنې سرچینه ګرځي.

ـ ښځه په یوه کورنۍ یا اړېکه کې ډېر مهم رول لري، او د دوی ملاتړ د ژوند ډېری ستونزې اسانوي.




#ښې_خبري

ښې خبرې

18 Nov, 14:24


که ته چېرې زما په زړه کې ځای ونیسې ، نو هېڅوک به ونه توانېږي چې تا له هغې ځایه وباسي



#ښې_خبري

ښې خبرې

18 Nov, 14:21


په دې نړۍ کې دوه شیان دي چې زه یې تل غواړم، یو ستا مینه بل ستا ترڅنګ ژوند



#ښې_خبري

ښې خبرې

17 Nov, 13:35


که چېرې مو څوک په خبرو نه پوهېدو، خندا ورته وکړئ، خندا یوازینۍ ژبه ده چې هرڅوک پرې پوهېږي



#ښې_خبري

ښې خبرې

16 Nov, 11:12


یو ښایسته کورنۍ د یو ښه سړي سره پیلیږي.!
کله چې یو سړی خپلې میرمنې سره ښه چلند کوي، دا خپلو اولادونو ته هم رسېږي او ټوله کورنۍ بختوره کېږي! 💚



#ښې_خبري

ښې خبرې

15 Nov, 17:02


مهمه نده که ښایسته یې،
مغرور یې،
لوکس یې،
مالداره یې،
که چا درته په زړه کې یو مقام درکړی وي،
يه قدر یې پوی شه،
دنیا کې له تا ښه نور ډېر دي،
که ته نه بل، بل نه بل.
تاوان دې خپل ده چې یوه رښتینې اړیکه به له لاسه ورکړې.



#ښې_خبري

ښې خبرې

15 Nov, 16:11


لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ
(سورة التین، آیت 4)

ژباړه:
"یقیناً انسان مي په ډېر غوره شکل او صورت کې پیدا کړی دی."


#ښې_خبري

ښې خبرې

14 Nov, 17:12


د خداې په کارونو کې کار نه دې پکار، ګنې چې ته یې پیدا کولې، ګلونو ته څه اړتیا وه.؟🙂

چاته یی ډالې کم؟🦋


#ښې_خبري

ښې خبرې

14 Nov, 07:17


ښځه د ژوند یو مهم او له قدره ډک اړخ دی:
هغه د یو انسان په حیث د کور، ټولنې، او نړۍ د پرمختګ یوه لويه برخه جوړوي!
ښځه یوازې د کورنۍ لپاره یو ملاتړې نه ده، بلکې د ژوند هر ډګر ته خپل ارزښتناک رول وړاندې کوي.!!

ښځه د ژوند په لاره کې د محبت، صبر، او زغم مثال وي، هغه د یو مور، خور، لور، او مېرمنې په حیث د کورنۍ جوړښت ته قوت او محبت ورکوي، د هغې موجودیت د ژوند په سختو او ستونزمنو وختونو کې یو ځواک او تسلیت دی، د هغې مهربانې، نرمې خبرې او محبت خلک هڅوي چې ښه او خوشاله ژوند وکړي.

ښځه د ژوند ښوونکې هم وي، چې د خپلو تجربو او حکمت له لارې خپل اولاد او کورنۍ ته لارښونه کوي، هغې سره د ژوند په ډګر کې مرسته او پرمختګ راوستل یو اصیل هدف دی، هغه په ښوونځي، روغتون، دفتر، او د ټولنې په مختلفو برخو کې کار کوي، د انسانیت لپاره خپل زحمتونه ګالي، او په خپله پوهه سره د ژوند په ټولو ډګرونو کې ښکلا او پرمختګ راوړي.

په ټوله کې، ښځه د ژوند د ښکلا، قوت، او مثبتو احساساتو سرچینه ده، د هغې قدر او احترام کول زموږ د ټولنې د پرمختګ لپاره ډېر اړین دی، ځکه ښځې پرته د ژوند سفر نیمګړی دی.😊



#ښې_خبري

ښې خبرې

11 Nov, 17:01


په نړۍ کې تر ټولو سخت کار د ځان اصلاح کول دي او تر ټولو اسان کار بل ته ګوته نیول دي


#ښې_خبري

ښې خبرې

11 Nov, 16:59


ښه وکړه یواځې د دې لپاره چې انسانیت ثابت کړې نه د دې لپاره چې خلکو ته ځان نیک وښایې


#ښې خبري

ښې خبرې

11 Nov, 12:16


ښځه د میړه جامه او میړه د ښځه جامه ده

پیغمبر(ص)فرمایلی دي

نیکمرغه هغه څوک دی چی ښځه ولری څو د هغی په لیدو د سړی لپاره خوښی او خوشهالی تر لاسه شي

ښځه د خپل میړه په غیابت کی د خپل ځان او میړه د شتمنی ساتنه کوي ښځه د نارینه په ژوند کی شریکه او مرستندويه ده او د هغه په غم او ښادی کی برخه اخلی


#ښې_خبري

ښې خبرې

10 Nov, 12:53


د رښتینولۍ یا صداقت مطلب دا دی چې یو څوک په خپلو خبرو، کړو وړو، او اعمالو کې صادق او ریښتینی وي!
رښتینولي یو داسې ارزښت دی چې په کې دروغ او دوکه نه وي او انسان په ریښتینې بڼه خپلې خبرې او ژمنې ترسره کوي.!
دا د ټولنې د باور او اړیکو جوړولو لپاره ډېر مهم دی او رښتیني خلک عموماً د نورو خلکو د احترام او باور وړ ګرځي.

د رښتینولۍ په اهمیت کې دا هم شته چې دا یو کس ته سکون او اطمنان ورکوي، ځکه چې هغه هیڅکله له دروغو نه ډارېږي او پوهېږي چې د ده ټولې خبرې او اعمال ریښتیني دي.



#ښې_خبري

ښې خبرې

10 Nov, 12:02


د ښځې په جسم حکومت کول اسانه دي...
تکړه شئ؛
په زړه ئې حکومت وکړئ!


#ښې_خبري

ښې خبرې

10 Nov, 07:43


دا څو خبري په ياد لره انشاء الله په ګټه به دې وي👇🏻
1 کوشش مه کوه خلکو ته ځان غټ او شتمن حساب کړي
2 تل حقيقت وه وايه درواغ مه وايه.
3 فکر مه کوه ډير پوه او هوښيار انسان يې.
4 هره خبره ځانته مه کشوه.
5 زر دا فکر مه کوه چې په ما توهين شوی.
6 زر قضاوت مه کوه.
7 تل ځان په حقه مه حسابه وا.
8 لږ وه وايه ډير اوره.
9 ورور دې هم وي ډير کور ته مه ورځه.


#ښې_خبري

ښې خبرې

09 Nov, 14:02


هغه ژوند او هیلې مه هېره وه، چې تا یې د لاس ته راوړلو لپاره، له ځان سره وعده کړې وه...:)





#ښې_خبري

ښې خبرې

02 Nov, 18:55


هغه څوک انتخاب کړه چې طبیعت یې ستا سره مناسب وي، د ژوند اصول یې ستا لپاره د راحت او سکون سبب شي. یوازې مینه نه شي کولی تا د داسې کس سره خوشحاله کړي چې اصول یې ستا خوښ نه وي او نه دې یې منلی شي.

هغه کسان چې ستا د اصولو او ارزښتونو سره توپیر لري، درناوی یې وکړه، مینه ورسره وکړه، د ښه ژوند هیله ورته وکړه... خو ځان ورسره مه تړله.



#ښې_خبري

ښې خبرې

01 Nov, 03:30


په پیوند شوې کڅوړې کې " څومره ښایسته سېب(مڼه) ګورئ " د ځینو انسانانو په پیوند شویو، او زړو جامو کې ښایسته زړونه وي. نو د خلکو د انتخاب په وخت کې د چا جامو او څپلیو ته مه ګورئ بلکې زړونو ته یې وګورئ.




#لوڅ_خبري

ښې خبرې

31 Oct, 16:32


کله کله مې زړه غواړي چې؛ داسې يو کس سره مې خپله ټوله ورځ تيره کړم چې هيڅ يې نه پيژنم، يو ارامه ځای ته لاړ شو ، ښه ډير وګرځو يو بل ته ښې ډيرې خبرې وکړو، هغه خبرې چي هر چاته نه کيږي. يو بل ته يې ښه په ډاډه زړه وکړو، د ورځې ټوله ستړيا مو په يو پياله کافي ختمه کړو، آخر کې د يو بل څخه رخصت واخلو او بيا د همدې کس سره هيڅکلهٔ د دويم ځل لپاره په خپل ژوند کې مخ نه شم!


درمانه مونږ داسې خوبونه لیدل
هغه چې هیس یې تعبیرونه نهٔ وو



#ښې_خبري

ښې خبرې

29 Oct, 16:38


په ژوند کې د بریالیتوب لپاره دا پنځه شیان کنټرول کړئ: لوږه، سستي، خوب، حرص، او غصه.
دا اطمینان درکوم، که مو دا شيان کنټرول کړل، يو بريالی شخص به جوړ شې.



#ښې_خبري

ښې خبرې

27 Oct, 18:00


Congratulations to Afghanistan cricket team for historical won Asia torpy🎉


اخ جانان دی وطن😍



#افغانستان

ښې خبرې

24 Oct, 05:50


زما د شکسپیر دا مشورې بیخي خوښي دي:

"چا ته ډېر مه ورنږدې کېږه.
- له چا څخه د خواخوږۍ تمه مه کوه.
-د نورو لپاره ژوند مه کوه؛ ځکه ستا خپل ذات لومړی دی.
-خپله خوښي په خلکو یا شیانو پوري مه تړه.
-خپل ځان ته یو وطن جوړ کړه؛ تر څو د چا د جلا کېدو په وخت کې د پردیسۍ احساس ونه کړې؛ ځکه له اسمانه به څوک را نازل نسي چې ستا تیاره رڼا کړي.
-خپله د خپل ځان لپاره رڼا سه.
-د خپل ځان لپاره هر څه سه."


#ښې_خبري

ښې خبرې

21 Oct, 02:05


اکثره وخت موږ خپله د ځان لپاره هغه خنډونه پیدا کوو چې موږ له آزاد فکر کولو او عمل کولو څخه راګرځوي. دا زموږ د داخلي ویرې، شک او محدود فکر له امله وي.
په لنډو ټکو کې، موږ اکثره د خپل جوړ سوي قید په زنځیرونو کې بند پاتې یو.
یاد ولرئ، هېڅکله خپل محدودیتونه پخپله مه ټاکئ، ځکه تر ټولو لویه قید ذهني قید وي.

ډاکټر سعدي


#ښې_خبري

ښې خبرې

19 Oct, 14:24


چې څومره پوهیږې، همدومره به ځوریږې؛ ژوند سخت دی خو چې ځان ورته سخت نکړې، نه کیږي.
د رب نه مرسته او نصرت غوښتل، پیاوړي هوډ او همت لرل، کړاوونه زغمل، ستونزو ته نه تسلیمدل او دحل لپاره یې لاس په کار کیدل، د فرصت نه سالمه ګټه اخیستل او د نورو په طمع نه کیناستل هغه څه دي چې د ژوند ډیرې سختۍ به درته اسانه کړي.
د نن سبا انسانانو نه د همدردۍ،همکارۍ او مرستې نه کولو ګېلې مه کوئ د هغې پرځای په ځان جوړولو کار وکړئ.
هغه شاعر څه ښه ویلي چې:

"که دې طمع د بنده له دره پرې کړه
بادشاهي دې مبارک شه که ګدا یې"


#ښې_خبري

ښې خبرې

19 Oct, 14:21


زۀ د الله په ځمکه کې ژوند کوم، نه ستا په ځمکه کې.
زۀ د الله څخه رزق خورم چې هغه زما لپاره وېشلی، نه ستا له رزق نه.

ستا حق نه جوړېږي چې زۀ د ژوند کولو نه محروم کړي زۀ هیڅوک ته ضرر نه رسوم. آیا زموږ هغه وفاداري چې موږ پرې مشهورو یو تاسو ته حسادت درکوي، ای د انسانانو زامنو؟
نجاست په ستاسو زړونو کې ده، تاسې مجرمان یاست، نه موږ.
موږ د الله بې ګناه مخلوقات یو، رحم راباندې وکړئ چې الله به درباندې رحم وکړي.
الله فرمایلي: "او له هغه ورځې نه وېرېږئ چې تاسو به الله ته ورګرځول کېږئ، بیا به هر نفس ته د هغه عمل پوره ورکړل شي او په دوی به هېڅ ظلم نه کېږي."




#ښې_خبري

ښې خبرې

16 Oct, 13:25


له اشنا سره، معامله مه کوه.
له همکار سره، مه ملګرې کیږه.
خپلوان، درسره مه شریکوه.
څه چی نهایی شوی نه وی، مه بیانوه.
خوښې او بریاوې، په جار مه بیانوه.
ژر پوهیږې چی سړې یو له پردو او دوو له خپلو خورې



#ښې_خبري

ښې خبرې

13 Oct, 15:12


د یونان د مشهور فلسفیانو پیړی پیړی مخکي او مهمې ویناوي:

1. پیسه هغه وخت ستا غلام ده که ته یې استعمال کول زده کړې: که ته پیسه په سمه توګه وکاروې، نو دا به ستا خدمت وکړي. که ته یې سم استعمال نه سې زده کولی، نو بیا به ته د پیسو غلام سې.

2. پر خپل ذهن واکمني وکړه: انسان باید خپل فکر او ذهن کنټرول کړي، که نه نو ذهن به پر ده واکمن سي. که ته خپل ذهن کنټرول نه کړې، نو دا به تا پر بدو لارو بوځي.

3. خپل ځان لوی ګڼل یوه ناروغي ده: خپل ځان له نورو څخه غوره ګڼل یو ډول تکبر او ناروغي ده چې انسان هیڅ د کوم کار وړ نه پرېږدي.

4. ذهني روغتیا ته پاملرنه وکړئ: انسان د هغه شیانو څخه ډډه کوي چې سترګو ته یې زیان رسوي، خو هغه شیانو ته پام نه کوي چې فکر او ذهن ته یې زیان رسوي.

5. غریبي انسان ته کړاو ورکوي: غریبي د انسان ژوند سختوي. د وخت قدر کول او په سختو حالاتو کې هم زغم کول د غریبۍ څخه د وتلو لارې دي.

6. د لویو خلکو چاپلوسي مه کوه: د لوړې مرتبې لپاره د چاپلوسۍ لاره مه نیسه، ځکه چاپلوسي ستا عزت کموي.

7. د فیصلې کولو ځواک ولره: که یو څوک د پریکړو ځواک نه لري، نو هغه به تل د نورو محتاج وي او په خپله به هیڅ پریکړه نسي کولی.

8. د نورو له غلطیو زده کړه وکړه: ته دومره عمر نه لرې چې ټولې غلطۍ پخپله وکړې او زده کړه وکړې، نو د نورو له تجربو څخه زده کړه وکړه.



#ښې_خبري

ښې خبرې

11 Oct, 04:47


منظور پښتین او د شعور انقلاب

پښتون ولس د تاریخ په اوږدو کې د خپل هویت، خپلواکي او عزت لپاره بې شمېره مبارزې کړې دي. دا مبارزې تل د ظلم او استبداد پر ضد وې، او هره زمانه خپل اتلان لرل. که د ۱۹مې پېړۍ انقلابیون یاد کړو لکه چیګوارا، یا د نن ورځې رهبران لکه منظور پښتین، نو یو شی په دې ټولو کې مشترک دی: د ظلم پر ضد د خلکو د شعور او وجدان را ویښول.

چیګوارا په امریکایانو کې هغه شعور راوپاراوه چې د ظلم او استثمار پر وړاندې پاڅون وکړي. د هغه موخه یوازې د وسلې استعمال نه وه، بلکې د خلکو په زړونو او ذهنونو کې د آزادۍ اور بلول و. که څه هم پوځونه د هغه پر ضد لیږل کېدل، خو د هغه پیغام دومره ځواکمن و چې د جګړې میدانونه یې بدل کړل. په پایله کې، هغه پوځیان چې د هغه د مقابلې لپاره لېږل کېدل، اکثره د هغه لاره غوره کوله او د ظلم پر ضد د هغه سره یو ځای کېدل.

منظور پښتین هم په همدې ډول د پښتنو په زړونو کې د شعور رڼا پیدا کړه. هغه نه یوازې د خپلو خلکو د حقوقو لپاره غږ پورته کړ، بلکې د شعور په انقلاب یې باور درلود. منظور پوهېده چې د ظلم او استبداد پر وړاندې یوازې ټوپک او وسله هیڅکله پایښت نه لري، بلکې د خلکو پوهاوی، یوالی او شعور هغه ځواکونه دي چې هېڅ نظام یې نشي ماتولی.

پښتون وطن که په تاریخ کې د وسلو او جنګونو ډګرونه ډېر لیدلي دي، خو د منظور پیغام دا دی چې اوس د وسلو پر ځای شعور پکار دی. هغه د پنجاب پوځ ته په دې قانع شو چې دا جګړه بې پایلې ده. په ځینو مواردو کې پوځیان حتی خپله دنده پرېږدي او وایي چې دوی نور ظلم نشي زغملی. د منظور پښتین دا شعوري انقلاب هغه توپیر لري چې یوازې ذهنونه نه، بلکې زړونه او ارادې بدلوي.

اوس وخت دی چې موږ ټول د منظور پښتین سره یو شو. د هغه غږ یوازې د پښتنو لپاره نه دی، بلکې دا د ظلم پر وړاندې د هر مظلوم غږ دی. د شعور او پوهاوي انقلاب په وسلو نه، بلکې په زړونو کې د مینې، یووالي او عدالت په قوت ترسره کېږي. د منظور پښتین پیغام همدا دی: “انقلاب د ټوپک په ګولیو نه، بلکې د شعور په ځواک کې دی.”

راځئ چې د منظور پښتین پیغام ته غوږ ونیسو، یو شو، او د ظلم پر وړاندې د شعور او وجدان په ځواک سره مبارزه وکړو. دا وخت دی چې زموږ شعور د توپک ځای ونیسي او موږ یو موټی او قوي ملت جوړ کړي.


#ښې_خبري

ښې خبرې

10 Oct, 02:22


که هر څوک د منظور جانان مخالف دي په خوښه د ښې خبري ترک کړي کنه بيا زه خپل باسم


منظور دوهم موسي دي د فرعون په بغاوت کي راوتلي دي


#ښې_خبري

ښې خبرې

09 Oct, 15:02


که څوګ درنه پوښتنه وکړو منظور څوګ دي
دومره ورته وايه د انسان په جامي کي له آسمان راغلي فرښته ❤️



#ښې_خبري

ښې خبرې

09 Oct, 14:09


د چیګورار څخه د یو کیوبایي خاطره:
کله چې چیګوارا په کېوبا کې په دنده وو نو ځېنې شپې به یې په کوڅو او واټونو کې پلې ګزمه وهله. یوه شپه چې ډېره ستړی شوي وو نو زما د کور مخته پرې خوب راغلې وو.
سهار وختي چې له خوبه پاڅيدم، غوښتل مې چې د باندې لاړ شم، ګورم چې چه ګوارا ې د کور مخته پروت دی، ځان سره مې فکر وکړ شاید بل څوک هغه ته ورته وي، هغه مې راوېښ کړ او پوښتنه مې ترې وکړه؛ ته څوک یې؟ هغه وویل زه چیګوارا یم د شپې ډېر ستړی شوم نو تصمیم مې ونیو چې دلته ویده شم.
ما ورته وویل چې زه مو شرمېنده کړم. د کور داخل ته ولې رانغلئ!؟ موږ به ستا په خدمت خوښ شوي وو، تاسو زموږ په خاطر جنګېدلې وئ.
هغه وویل زه ددی لپاره جنګېدلې یم؛ تر څو تاسو په ارامه ویده شئ، نه ددی په خاطر چې د هوساینې مزاحمت مو وکړم.



#ښې_خبري

ښې خبرې

06 Oct, 17:31


څومره ساده انسان دي نه مال لري نه مقام لري نه موټر غواړي نه چوکي غواړي

منظور يو ښونځي دي ❤️


#ښې_خبري

ښې خبرې

06 Oct, 17:24


وخت يې دی چې شخصي ګټي، هر ډول خواهشات، ګيلې، فکري, مذهبي اختلافونه يوې خواته کړو او د دې ستر انسان ملا وتړو او د کاروان ملګري يې شو.

سره يو شئ وخت د ننګ دی!


#ښې_خبري

ښې خبرې

06 Oct, 16:45


خيبر 🥰

د آزادي رڼا


#ښې_خبري

ښې خبرې

06 Oct, 07:51


ماته خپل ازادي راکه
که ډوډئ نه وه د خيبر کاڼي خورمه



يو لسم د اکتوبر زه درځم خيبره


#ښې_خبري

ښې خبرې

05 Oct, 07:54


چیګوارا به ویل:
د خپل قام لپاره وجنګېږه! که نشې جنګیدلی، قلم دې پورته کړه، که قلم هم نشې پورته کولې، غږ پورته کړه، که غږ هم نشې پورته کولی، نو د نورو مبارزینو ملاتړ وکړه، که دا هم نشې کولی؛ نو د هغو خلکو چې د قام لپاره جنګېږي، لیکل کوي او غږ پورته کوي، د هغوې سره مرسته وکړه. که دا هم نشې کولی نو آرام کېنه او د هغو خلکو حوصلې مه ماتوه چې ستا برخه جنګ يې هم په خپله غاړه اخیستی دی.🫡❤️🇦🇫




#ښې_خبري

ښې خبرې

04 Oct, 18:27


ښځه دې لپاره نه ده چې نغري کې ناسته وي او تاته اشپزي کوي.
ښځه دې لپاره نه ده، چې تاته دې جامې مینځي.
ښځه دې لپاره نه ده، چې تاته دې کور جارو کوي.
ښځه ستا په څېر انسان دی، که دندې ته تلله لاړه دې شي، خبره د جامو او اشپزۍ شوه، خپلې جامې خپله مینځه او اشپزي هم خپله کوه.




#ښې_خبري

ښې خبرې

03 Oct, 15:46


او داد دُنیا ڪارونه هسی هم سر ته نه رسیږی🙂


شپه دجمعی ده خوږ نبیﷺ باندی به درود ووایو🥀

🤲🏻🤍📿☝️🏻


مُحَــمَّد ﷺ 🫀


@Pashto_Syndrome 💋

ښې خبرې

02 Oct, 14:58


صبر: يعنې چې خپل اووه احساسات: کرکه، مينه، خوند، اندېښنه، غوسه، غم او ډار په خپل کنترول کې ولرئ. که مو وکړای شول چې ددې اوو احساساتو مخه ونيسئ او په کنترول کې ئې وساتئ نو يو صبر انسان يئ!



#ښې_خبري

ښې خبرې

01 Oct, 17:15


شپه چي ختمه شي رڼا راځي

په خيبر کي د آزادي رڼا

11 October is independent day


#11اکتوبر_پښتون_قامې_عدالت_ #ManzoorPashteenIsOurRedLine #PashtunNationalCourt11October #يولسم_اکتوبر_پښتون_قامي_عدالت

#ښې_خبري

6,498

subscribers

284

photos

17

videos