RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون @alhaghani Channel on Telegram

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

@alhaghani


تاسوته وخت په وخت نوي حمدونه نعتونه اوحماسي تراني وړاندي کوي

العصر خپرندویه اداره (Pashto)

داد ورته دا خپرندویه اداره دا سیمه د په ځانگړو وخت کې د جدید حمدونو، نعتونو او حماسي ترانونو وړاندې کولو په کار کوي. د کانال د پیشه د بخښنه وروسته، په زارونو کې د واورو په اړه ترتیب کولو او په ځانګړیو کې د خپرندویه اداري او ثبوت ورکوونکی او معلوماتي سره د رسنيو ورځنیو کولو لپاره کارولی. د کانال په کار کولو د مطالبو ته د تازه ترین او د لوستلو معلوماتو ته پښتو ژبه کې د کمیونتی مرسته د دغه خپرندویه اداري ورکړه خلکو ته ورکولو په خپل ژبه کې مرسته کوي. په دغه کانال کې تاسو یو ځانګړی او په تيروزه ډول حساس موضوعاتو په اړه معلومات راکړي او په غونډه کې د خپرندویه اداري تاریخونو او زده کړه په کايړه وکړي. د کانال د خپرندویه اداري ټولنه د په پښتو ژبه وړاندې کې د نومونو او توضیحاتو نوي څه شئ؟ څه ده؟ په اړه معلوماتو ته پښتو ژبه مراتبو ته د خپرندویه اداري ورکړه خلکو ته ځانګړی او رسمي حمله یا معلومات په خپل ژبه کې پېژندل توانايي ورکولی. دا کانال یو ملاتړو وسيله ده چې د پښتو ژبه کې غواړي، دا خپرندویه اداره د خواتو لپاره ځانګړی او ټولنه کولو په اړه د تازه ترین او معلوماتو پېژندلو وکړو. مننه!

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

18 Feb, 03:30


آشوب کردن در بازی جی تی ای سن اندرس I Chaos in GTA San Andreas game

ویدئو جدید آمد برید ببینید👇
https://youtu.be/xUfadWdKtCQ?si=5Osj5esEqTZySXzk

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

17 Feb, 14:36


د کار او ټولنیزو چارو وزير ملا عبدالمنان عمري د خصوصي سکتور له يو شمېر ملي پانګوالو، سوداګرو، صنعت‌کارانو او د فابریکو له مالکانو سره وکتل.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې دې کتنه کې ښاغلي عمري د خصوصي سکتور له استازو غوښتي، چې د صنعت او سوداګرۍ سربېره د کانونو استخراج او فابریکو کې مسلکي افغان کادرونو په دندو وګماري.

نوموړي زیاته کړې؛ دغه وزارت د یوه داسې سیستم د جوړولو په لټه کې دی، چې په وسیله به یې د امارتي او غیرې امارت ادارو په خالي بستونو کې وړ او مسلکي کسان وګمارل شي.

دغه راز دې کتنه کې د خصوصي سکتور استازو د خپلو فعالیتونو او لاسته‌راوړنو په تړاو معلومات شریک کړي او ژمنه یې کړې، چې کارخونو کې به د بهرنیو وګړو پر ځای مسلکي افغان کادرونه ګماري.
#ملي‌تلویزیون

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

17 Feb, 14:36


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وکړه.

دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو ارزونه ترسره او له ډلې یې هغو کتابونو ته د چاپ اجازه ورکړل شوه، چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره برابر وو.
#ملي‌تلویزیون

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

17 Feb, 14:34


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي د غیرې دولتي موسساتو له مسولینو سره غونډه وکړه.

دې غونډه کې ښاغلي عزیزي د هېواد د تاریخي او کلتوري میراثونو ساتنې برخه کې د غیرې دولتي موسساتو ونډه مهمه بللې او زیاته کړې یې ده، چې نړیوال سازمانونه او موسسې باید د افغانستان تاریخي او کلتوري میراثونو ساتنې ته وهڅول شي.

دغه راز دې غونډه کې د غیرې دولتي موسساتو استازو خپلې غوښتنې شریکې کړي او د حقوقي ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.
#ملي‌تلویزیون

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

17 Feb, 14:34


یوې موسسې د پانګوالو هڅونې په موخه فراه کې د کارخونو له مسولینو سره ۶۲ زره ډالره نغدي مرسته وکړه.
#ملي‌تلویزیون

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

14 Feb, 13:26


د افغانستان اسلامي امارت د سلواغې ۲۶مې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ایستلو ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې ویاړلې ورځ بللې او ټولو مسلمانانو او مجاهدینو ته یې په دې مناسبت مبارکي ویلې ده.

یاده اعلامیه کې راغلي، چې په تېرو سلو کلونو کې د درېيم ځل لپاره له اشغال څخه ازادي دا څرګندوي چې افغانانو کې د خپلواکۍ غوښتنې حس لاهم پیاوړی دی او تیري‌کوونکي باید له دې ورځې عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره زموږ د ازادۍ او حریت په ضد ګام پورته نه کړي.

اعلامیه کې ټینګار شوی، چې افغانان باید د تیر په څير راتلونکي کې هم د هر ډول توطيو او دسیسو پر وړاندې ویښ و اوسي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

14 Feb, 13:26


په څو شېبو کې د ملي راډیو تلویزیون تالار کې «د سلواغې ۲۶مې» د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې ورځې په مناسبت غونډه پیلیږي.

دغه غونډه له ملي‌تلویزیون او زموږ له ټولنیزو رسنیو څخه په ژوند بڼه کتلی شئ.
#ملي‌تلویزیون

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

14 Feb, 07:45


تاسو ته وخت پر وخت نوي حمدونه، نعتونه، حماسي اصلاحي او هېوادنۍ ملي تراني وړاندې کوي.👇👇

https://chat.whatsapp.com/HucQaxVZRY1JSyThFwuapy

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

14 Feb, 05:24


نن «د سلواغې ۲۶مه» په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د سرو لکښرو د ماتې او شړلو ورځې سره برابره ده.

له نن څخه ۳۶ کاله وړاندې په ۱۳۶۷ لمریز کال کې د افغانانو د جهاد او سرښندونو پایله کې سرې لښکرې له افغانستان څخه وشړل شوې.

افغانان هغه تاریخ جوړونکی ملت دی، چې په شاوخوا یوه پېړۍ کې یې ۳ سترې امپراتورۍ په ګونډو کړې.
#ملي‌تلویزیون

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

14 Feb, 05:24


عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د کندهار پوهنتون مشرتابه، استادانو او زده‌کړیالانو سره په کتنه کې د عصري او دیني علومو په ترلاسه کولو ټینګار کړی دی.
#ملي‌تلویزیون

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

14 Feb, 05:24


د نن جمعې ورځې تاریخ!
#ملي‌تلویزیون

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

14 Feb, 05:24


د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د روان کال په اوږدو کې د نشه‌یي توکو د کښت او پروسس د مخنیوي په موخه له ۵۰ زرو زیات عملیات کړي دي.
#ملي‌تلویزیون

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

13 Feb, 05:48


د کرملین ماڼۍ ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ (چهارشنبه، د سلواغې ۲۴مه) د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د روسیې دولتي خبري اژانس "ټاس" لیکلي پوتین ټرمپ ته بلنه ورکړې، چې مسکو ته سفر وکړي او د دواړو هیوادونو ولسمشرانو هوکړه، کړې چې په راتلونکي کې به یو له بل سره وګوري.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف هم ویلي چې پوتین او ټرمپ د منځني ختیځ د وضعیت، دوه اړخیزو اړیکو او د بندیانو د تبادلې په اړه هم خبرې کړي دي.

د کرملین د معلوماتو له مخې، پوتین او ټرمپ تر دې مخکې د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۲۳مه له یو بل سره خبرې کړې وې، خو له هغه راهیسې تر اوسه پورې د هغوی ترمنځ رسمي اړیکه نه وه ثبت شوې، تر دې چې تېره ورځ یې خبرې وکړې.
#ملي‌تلویزین

د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

13 Feb, 05:48


د نن پنجشنبې ورځې تاریخ!
#ملي‌تلویزیون


د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

12 Feb, 13:13


ټولګټو وزارت د سړکونو د پاکولو، ساتنې او څارنې برخه کې څه کړي دي؟
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس یې په اړه معلومات ورکوي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

12 Feb, 13:13


د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس د دې وزارت د کړنو او لاسته راوړنو په تړاو خبري کنفرانس کې ویلي، چې په تېرو لسو میاشتو کې د هېواد د اوسپنې پټلیو له لارې شاوخوا ۳.۵ میلیونه مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Taranum د ملي ترانو تلویزیون

12 Feb, 13:13


ننګرهار کې د ګوړې تولیدي کارخونه!
#ملي‌تلویزیون