مسخه شوې هلته ډېرې قوارې دي
د کوم درد د اوښکو شور دی خدایه خیر کړې
زړونه چَوي څه د چوپې شپې نارې دي
ارمانونو ته ژوندون بښي لګیا دي
په اورونو سوځېدلې سیپارې دي
نه حسد شته نه غیبت شته په دې قام کې
ته وا کلي کې د عطرو فوارې دي
بې له ما نه دې ژوند څنګه دی جانانه؟
ښه خو نه دی خو بس یاره ګوزارې دې
ما د مینې ډېوه بله کړه انسه
ډېرو لاره ورکه کړې ده، تیارې دي
انس حقاني