پښتو بیتونه

@sswselect


غوره او ستاسو د خوښې وړ بیتونه دلته موندلی شئ!

اړیکه: @Subhani226

پښتو بیتونه

23 Oct, 08:02


بیت: سبحان الله سبحاني
غږ: فرمان الله فرماني

خوند ترې واخلئ او لایکونه پرې راکش کړئ🥰🤩

پښتو بیتونه

23 Oct, 08:00


ډېرو ټټر واهه دعوه به یې د یار کوله
یو هم د یار په رقم یار تر پایه پاتې نشو

کریم

پښتو بیتونه

22 Oct, 14:13


سروې! ته له زړه نه کله را ختی شوې
څه مې خپل وې یاره! څه رانه پردی شوې

ولا زه هم په يو دوه سترګو مين شوم
ځه پيونده ياره ته هم لېونی شوې
پیوند پټان

پښتو بیتونه

22 Oct, 14:12


ستا د سپینه مخه ځار زما زړګي شه
هم دا ستانه سپیلنې شه هم لوګي شه

زه او ته د چا خندا او ژړا څه کړو
زما اوښکې دی باران ته پسرلۍ شه

خاطر اپريدی

پښتو بیتونه

22 Oct, 08:10


سخته بې دردي راخوره شوې ده
وبه نيسو چا ته د پرهر لمن؟
استاد پسرلی

پښتو بیتونه

22 Oct, 07:49


ما مې د خپل قام په ضد چغه وکړه!
چې خبریدم تغمې راورسېدې!
Afsar Molajan

پښتو بیتونه

22 Oct, 07:11


ما بهٔ بل ته دا ویل، چې هیڅ زړهٔ مه خوره
اوس زهٔ خپله پرې مړېږم نه، سړیه!!!
مهران

پښتو بیتونه

22 Oct, 07:00


څه پوښتې چې شعر لیکل د درد پر محال څنګه وي؟
بس لکه اولاد زېږول دغسې یې وګڼه!!!

جلان

پښتو بیتونه

20 Oct, 11:19


#ټپیزه
لاچی لونګه خوښ می نه شوی
يه غنمرنګه خوښ می نه شوی
ياره بے ننګه خوښ می نه شوی
د تورو جنګه خوښ می نه شوی
د سترګو جنګه تا به ټول عمر کوومه

پښتو بیتونه

20 Oct, 11:18


غېږ کې مې ونیسه غورځېږم
تا پسې ورک زړګی مې ځای ته نه راځینه

پښتو بیتونه

19 Oct, 10:12


ځه کنه دا مړې سترګې لږ بیا راواړه🥰

ښکلې زمزمه هتماً یې واروئ، که مو خوښه شوه لایک یې کړئ👍😍

پښتو بیتونه

19 Oct, 09:15


جهان څه کوو، که باغ د جنت هم شي
چې زموږه پکې ژوند تر غونچې تنګ دی

درمل

پښتو بیتونه

19 Oct, 09:14


بیا هم لاړ لکه نګهت په خـپله مخه
څه که غږ پسې یې ټول وجود زبان شوم
زیری

پښتو بیتونه

19 Oct, 07:26


لکه سر د پسه په اور غاښونه سپين کا
هسې ما لره له سوخته خندا راغله
حميد مومند بابا

پښتو بیتونه

19 Oct, 07:25


په مُسکا مې د ارمان قاتل ته وویل
بده نه ده شکر ښه ده زنده ګي مې
#?

پښتو بیتونه

17 Oct, 05:10


څنګ چیغې نه کړمه چې وینې د پښتون تویږي😭

پښتو بیتونه

16 Oct, 06:21


ما هغه هیلې ،هیلې سترګې داسې وبایللې
پدې باره کې حتا خدای زما پکار نه راځي!
شهاب

پښتو بیتونه

16 Oct, 06:14


د شانې پهٔ صد پاره ځیګر قسم خورم
چې پهٔ غم کې دې تر زلفو پریشان یم
#شیدا

پښتو بیتونه

16 Oct, 06:14


صميمه! غېږ د حوصلې به بلها لــويه ساتې
هغه د چـا کيسه چې ژوند وړه خبره نه ده!

پښتو بیتونه

15 Oct, 11:24


زما نيمګړی ارمان لکه لوټ سوی جنګلک دی
کابله زما به هم داسې داستان وي لکه ته

مطيع الله تراب

1,813

subscribers

69

photos

16

videos