پښتو شعرونه @sherona14 Channel on Telegram

پښتو شعرونه

@sherona14


قرآن•
حدیث•
عبرت ناکه کیسی•
ادبې شعرونه•

پښتو شعرونه (Pashto)

په پښتو شعرونه کانال کې څوک په قرآن، حدیث، عبرت ناکه کیسی او ادبې شعرونو کې پېژندلی شی. دا کانال د مذهبي او ادبي موضوعاتو سره مرسته کولای شی. داسې د لور مخې نورو دوی کولو په خپلو خلکو ته پېژندلی شی او خپله معلوماتو ته زیاته ورکړلای شی. په دغه کانال کې توګه شاعرانو او نوی شاعرانو آثارونه، قرآن، حدیثونه او عبرت ناکه کیسیونه سره مختلف ویډیوز، مقالې او لیکنې شامل شوي. په پښتو شعرونه کانال کې د په پښتانه ادبي او مذهبي پوهاندانو ته زویو ورته خبرې او معلوماتو راولای شی. په دغه کانال کې زیاته شپږونکي موضوعاتو په اړه د بحثونو، تبادلونو او سوالونو له لاره هم خبرې او رازې مخې له خوښ شی. په پښتو شعرونه کانال کې د کارن شپږونو او د ستانداردونو په اړه د مشورتونو هم په اړه لوستلای شی. دا کانال د پښتو ژبې ادبي او مذهبي پوهاندانو ته د نو د کاري په اړه خیراتو او محبتو راولای شي.

پښتو شعرونه

14 Feb, 14:39


طنز

نارینه ولي تل خوښ او راحت وي؟

اته لاملونه یې دلته ولولئ
1- پر مبایل تر ۳۰ ثانیې ډیري خبري نه کوي.
2- د پنځه ورځني سفر لپاره دوې جوړې جامې کفایت کوي.
3- که یې څوک مېلمستیا ته ور و نه بولي هم نه خپه کیږي.
4- ټول ژوند د ویښتانو یو ډول سټایل کاروي.
5- د هر شي د رانیولو لپاره یوازي شل دقیقې کفایت کوي.
6- د نورو په جامو رخه/حسد نه کوي.
7- ساده ژوند، د نن جامې د سبا په مېله کي هم په کار راځي.
8- کچالو غوندي فطرت، د هر ډول سبزي سره جوړ راځي. 😄

پښتو شعرونه

13 Feb, 17:27


یو ځای مې ولوستله ما ویل بده دعا نه ده.🤩

یالله برات شپې په برکت پیغلو ځوانانو قسمتونه خلاص کړې نامزدان واده کړې او برخلیک مو سم وټاکې.

پښتو شعرونه

13 Feb, 05:58


کله چې د چا زړه ته ننوتئ، هلته بیا په نیکۍ سره ژوند وکړئ...:)❤️☺️



@Sherona14

پښتو شعرونه

13 Feb, 04:48


ټول په دې بلد دي چې تسلیم شي
ټول په دې بلد دي چې شکایت وکړي
ټول په دې بلد دي چې وايي، همدا به مې قسمت و
ټول په دې بلد دي چې وايي نور نه کیږي
ټول په دې بلد دي چې څنګه بهانې او پلمې وکړې
ټول په دې بلد دي چې څنګه له ستونزو تېښته وکړي
ټول په دې بلد دي چې څنګه له بیا پیل څخه په شا شي
ټول په دې بلد دي چې څنګه د خپلې ملامتیا پړه پر نورو واچوي
ټول په دې بلد دي چې څنګه له چا څخه کرکه او نفرت وکړي
ټول په دې بلد دي چې څنګه د خلکو د بریا پر وړاندې خنډ شي
خو بس ته د داسې خلکو په شان مه اوسه
ته له دوی بېل ژوند او فکر وکړه!
ته خاص او ځانګړی و اوسه!
ژباړه

پښتو شعرونه

13 Feb, 02:28


ځمکه مهربانه ده، یوه شپه دې حتمآ په غېږ کې نیسي، چې تر هغې وروسته به بیا داسې سهار رانه شې چې راپاڅېږې..:)🥹




@Sherona14

پښتو شعرونه

12 Feb, 12:24


د ګناه مرکز د ښځې بدن نه، بلکې د سړي ذهن دی...:)😐



@Sherona14

پښتو شعرونه

12 Feb, 07:09


یوه ورځ،* یو هوښیار سړي له خپلې زیرکې مېرمنې
وپوښتل: مینه څه ته وايي
مېرمنې یې وویل: پخوا به خلکو د مینې لپاره قربانۍ ورکولې، خو نن سبا مینه یوازې یوه تفریح او د ساعتېرۍ وسیله ده.

هغه بیا ځنې وپوښتل:* د ملګرو په اړه دې څه نظر دی؟
مېرمنې یې وویل: پخوا به، په هر ستونزمن وخت کې زموږ تر څنګ یو ریښتینی ملګری ولاړ و، خو اوس په هر ستونزمن وخت کې موږ یو ملګری له لاسه ورکوو. کله چې ملګري، زموږ ستونزې ویني، موږ یوازې پرېږدي او تښتي.

هغه بیا وپوښتل: د خپلوانو په اړه څه وایې
مېرمنې وویل: پخوا به خپلوان زموږ ستر ملاتړ ؤ، خو اوس دوی یوازې له موږ سره حسد کوي.

حقیقت دا دی چې د خلکو په ژوند کې ډېر څه بدل شوي دي.
زما په اند، د دې تر ټولو لویه وجه د پیسو سره مینه ده، چې د خلکو پر زړونو او ذهنونو واکمنه شوې ده.

پښتو شعرونه

12 Feb, 06:24


د ناروغ لپاره زیری؛
رسول الله ﷺ فرمایي:
"کله چې یو کس ناروغ شي، الله ﷻ ملائکو ته وايي:
ما خپل بنده د خپلو قیدونو په یو قید تړلی، که یې روح واخلم، نو زه به یې وبخښم، او که یې روغ رمټ کړم، نو هغه به داسې وي لکه هیڅ ګناه یې چې نه وي کړې."

سلسلة الصحيحة( 1611)

پښتو شعرونه

12 Feb, 02:14


یو چا لیکلي وؤ: که پوزه مو بهېده، بېرته یې پورته مه کشوئ، که پاس ځای وای، لاندې به نه رابهېده!😁

پښتو شعرونه

11 Feb, 16:56


یو چا ته؛
دومره وخت ورکړئ، چې ځان درباندې ونه پلوري.🙂‍↕️😕




@Sherona14

پښتو شعرونه

11 Feb, 14:49


یوازې؛ کمزوري انسانان نه ماتېږي، بلکې پیاوړی انسانان هم د دې جوګه دی، چې مات شي، ولوېږي او خاموش کېږي.
برعکس د ضعیفو په شان ناهیلی او تسلمېږي نه
راپورته کېږي، بیا یې پیلوي، او خپل ورک مسیر مزل او هیلو ته ځان رسوي.

پښتو شعرونه

09 Feb, 16:54


وطن کې د پخوا غوندې مزه نشته ازله
او یا خو پکې موږ سره پېسه نشته ازله

زما په اشارو باندې تاویږي را تاویږي
بې شمیره جینکۍ دي خو هغه نشته ازله

څه ستړي پیدا شوي وو څه مینې بې مزې کړو
زموږ لعنتي کرښو کې دمه نشته ازله

قسمت نه مې ګیلې دي زړه مې ډک دی بیخي ډک دی
د شپې دولس بجې دي او نشه نشته ازله

ولاکه رانه داسې په مات زړه زندګي کیږي
قسم دی کنه نوره حوصله نشته ازله

چې ما پکې ارمان د چا د سترګو کړی نه وي
کافر دې شمه داسې یوه شپه نشته ازله

اخر به مې ځان وژنم خودکشي به رانه کیږي
زما چې د دردونو خاتمه نشته ازله

پښتو شعرونه

09 Feb, 12:40


ځينې ژمنې تش الفاظ نه وي

په رښتيا هم چې ژمنې وي

خو په ننني عصر کې د ګوتو په شمار ريښتيني

انسانان ژوند کوي او دا يو حقيقت دی.😢

پښتو شعرونه

09 Feb, 11:34


ژوند د ټولو امکاناتو باوجود هم داسي دی چې
زړۀ تنګون یې خوابدون دی له زمانه له مکانه

😊🖤

پښتو شعرونه

08 Feb, 08:27


آرواپوهنه وایې:

که له هغه شخص سره مخامخ شوې، چې ته/تاسو ورسره مینه لري، خندا ورته وکړه تر څو ستاسو د مینې احساس وکړې.

که له دښمن سره مو مخ شوي، خندا ورته وکړه تر څو قدرت او زړورتیا دې احساس کړې.

که له هغه کس سره مخ شوي، چې یو وخت یې ته ترک کړی، خندا ورته وکړه تر څو د پیښمانې احساس وکړې.

که له ناپېژنده شخص سره مخ شوي، خندا ورته وکړه تر څو په خندا جواب درکړې.

دغه ستاسو د کامیابۍ رمز دی.

د ژوند روزګار مو خندان واوسه.!!

پښتو شعرونه

07 Feb, 14:09


رسول اللهﷺصحابه کرامو ته وفرمايل :
هغه څوک در ونه ښایم چې جهنم ورباندې حرام دی؟
نو ويې ويل:هر څوک چې د نرم مزاج او اسانۍ خاوند وي جهنم ته به نه ځي.

ترمذي2488

صلی الله عليه وسلم❤️

پښتو شعرونه

07 Feb, 04:06


ایــ زما ربه
زموږ نیـــک اعــمال ســـتا رضـــا

سبـــب وګـرځوه او زموږ ټــول بد

اعــمال وبخــښه ا
مین🤲🏻🥺

پښتو شعرونه

06 Feb, 09:46


چې را و خاندې دوه چنده دې ښکلا شي
اننګیو  کـــــې  دې  کندې  را  پیدا شي

نه پوهېږمه چــې وجــه به یې څه وي
چـې دې ووینم په
see more

پښتو شعرونه

05 Feb, 15:02


‏ِرَبَّنَا وَ تَقَبَّل دُعَاءَ
ای رب ﷻ ته زموږ دعاوې قبولې ڪـړه🤲
آمین.!

پښتو شعرونه

04 Feb, 17:24


زویه!
کم اصل خلک وپېژنه. یوه لویه نښه یې دا ده چې احسان فراموشه وي. ستاسې ښېګڼې مسخرې کوي. دوی کم ذاته دي. واټن اخېستو کې دې ګټه ده.

#نصیحت
کاپی

پښتو شعرونه

03 Feb, 14:10


د بریا پر وخت به دوې ټول تاته پورته کیږي، له بخیلۍ ډکه مسکا به کوي او ستا په بریا به تاته چکچکې کوي مګر باور ولره چې په دوې کې به فقط د یو څو انسانانو پرته نور ټول دا فکر کوي چې څنګه یې ستا د بریا مخه ونشوه نیولی،
دا نړۍ همداسې ده،
دلته د هرې څهرې مخې ته نقاب پروت دی.🤚🖤

پښتو شعرونه

29 Jan, 04:04


پاڼې چې کله له ونې څخه ستړې سي، خزان یې

یوازینۍ بهانه شی.

پښتو شعرونه

26 Jan, 17:46


اايمان د درختي په شان دى؛
که چيري په نيکو اعمالو سره اوبه نه شي،
وچيږي او په پايله کي له منځه ځي.

پښتو شعرونه

25 Jan, 17:04


📢 *السلام علیکم و رحمة الله و برکاته*

خوشحالیم که شما را به چینل یوتیوب ما با نام "یا الله" دعوت کنیم. 🌟

🎥 در این چینل، محتوای ناب و معنوی را به اشتراک می‌گذاریم، از جمله:

تلاوت‌های زیبا و دلنشین از قرآن کریم

موضوعات و پیام‌های اسلامی برای هدایت و تقویت ایمان

درس‌ها و نکات اخلاقی از قرآن و احادیث


👈🏻 🔗 *لینک چینل:* 👇🏻👇🏻 https://youtube.com/@mahwashbonyadi?si=q4yNFZNnyrCxba9w

*👈🏻🔗لینک تیک تاک:*👇🏻👇🏻

https://www.tiktok.com/@onlyallah598?_t=ZS-8tM76C7z8OQ&_r=1
با اشتراک، لایک، و حمایت شما، در رساندن پیام الهی به دیگران سهیم باشید.
*جزاکم الله خیراً!*

پښتو شعرونه

25 Jan, 11:24


دا خوښي، دا ژوند، دا د خوندونو سرور.
وَ مَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا مَتَاعُ الْغُرُوْرِ:
"د نړۍ ژوند یوازې د فريب یو مال دی"

د هغه په ​​وړاندې چې ټول مساوي،برابر دي، شتمن او غریب،

حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيْلُ:
زموږ لپاره الله کافي دی او هغه بهترین کار ساز "انتظام کونکی" دی.

هر ژوندی موجود به یوه ورځ مری..
کُلُّ نَفْس ذائِقَةُ الْمَوْتِ.
هر ژوندی موجود به د مرګ خوند څکي.

او د دنیا ترلاسه کولو جذبه پای ته ورسېده،خواهیش یې ختم شو،

إِنَّا ِلِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ:


"موږ د الله یو او د هغه لوري ته به ورګرځو"

پښتو شعرونه

23 Jan, 18:35


له یوې زړې عیسوۍ ښځې نه یې په یوه مرکه کې پوښتنه وکړه:
ایا ته الله تعالی منې؟ هغې ورته وويل چې بې له شکه چې الله تعالی منم. بیا یې ورته وویل: ایا ته عیسی (ع) منې چې د الله تعالی له لوري یو پیغمبر دی؟ هغې ورته وویل چې هو منم یې. وروستۍ پوښتنه یې ترې وکړه چې ایا ته دا هم منې چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی له لوري پیغمبر دی؟ هغه زړې ښځې ورته په وويل نه پوهېږم خو د دې انسان نوم چې اورم ماته ژړا راځي او هسې مې دا زړه له ژړا ډک شي. هیرانه یم په دې کې نوم اورېدو سره ولې داسې کېږم. زه چې څومره فکر کوم په دې انسان کې یو څه شته او ډېر څه شته چې زما زړه ورسره داسې په ژړا شي.
هغه چې عیسوۍ وه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د نوم په اورېدو سره یې ژړل، نو موږ خو یې امتیان یو موږ ته خو باید د هغه تر مرګه متابعت وکړو. هغه چې کله وفات کېدو نو په دې وخت کې یې هم د خپل امت نارې وهلې چې امتي امتي. الله تعالی دې موږ ته د هغه لارښونې هدایت وکړي او الله تعالی د هغه د لارې تعقیبولو توفیق راکړي.
@درود او سلام دې وي په ستر لارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم.
کاپی
@حفیظ‎الله امین

پښتو شعرونه

23 Jan, 13:44


تهجد په لمانځه کي دعا د هغه غشي
په شان ده چي خپل هدف نه خطا کوي.
- امام شافعي ؒ

پښتو شعرونه

23 Jan, 06:03


زه

له هغو ټولو سره وجنګیدم

چی تاته به ېی کتل....

خو په هغه چا می زور وه نه رسید

چی تا ورته کتل
💔🥺

پښتو شعرونه

22 Jan, 18:31


"ما د هغو خلکو په اړه بېخي مه خبروئ چې زه یې بدې راځم، یا هم زما په نشتون کې په ما پسې بدې خبرې کوي. پرېږدئ چې زه ټولو سره مینه ولرم، او ګمان وکړم چې هغوی هم له ما سره مینه لري ".🌺

محمود دروېش

پښتو شعرونه

22 Jan, 02:38


پيغمبر ﷺ وفرمايل:
په ژمي کي روژه آسانه غنيمت دى.

سنن ترمذي، ٧٩٧

پښتو شعرونه

17 Jan, 14:08


"کله کله زموږ ګوتې هم د مرګ وړ وي ځکه چې هغوی د هغو خلکو لپاره هغه ښکلې جملې لیکلې چې حق یې نه درلود. "

پښتو شعرونه

15 Jan, 15:59


"یقین ولرئ چې نرم غږ تر شور جوړولو ډېر ځواکمن وي، تهذيب بې ادبي ته ماتې ورکوي، او عاجزي غرور ماتوي."

— ولیم شکسپیر
#ژباړه

پښتو شعرونه

14 Jan, 12:20


لقمان حکیم وايي:
ما په خپل ژوند کې له خلکو سره د بېلابېلو درملو درملنه وکړه ،
خو له دې اوږدې تجربې وروسته پوه شوم
چې د انسان لپاره تر ټولو ښه درمل مينه او عزت دی.
چا ورنه تپوس اوکړو
که چرته دغه درمل اثر ونکړي نو بيا.........
لقمان حکیم ورته وخندل او ویې ویل: بیا د درملو اندازه زیاته کړه.

پښتو شعرونه

14 Jan, 02:33


سقراط ته یو کس راغی او په ډېر جوش و خروش یې ورته وویل:
"ایا ته پوهېږې، ما ستا د یو شاګرد په اړه څه اورېدلي؟"

سقراط ځواب ورکړ:
" مخکې له دې چې خبرې وکړې، زه غواړم له تا یوه ساده ازموینه واخلم چې دې ازموینې ته 'د مثلث جالۍ/غلبېل' وایي."
نومړي کس په حیرانۍ وپوښتل: "دا عجیبه ازموینه څه ده؟"

سقراط وویل:
"دا یوه داسې ازموینه ده چې موږ یې باید د خبرو کولو مخکې ترسره کړو؛ هغه څه چې ته یې راته ویل غواړې له دې مثلثیې جالۍ/غلبېلونو چاڼ کړو."
"لومړۍ غلبېل" حقیقت" دی. ایا تۀ یقیني یې؛ هغه څه چې راته ویل غواړې، ریښتیا دي؟"
کس وویل:
"نه، زه ډاډه نه یم. ما دا خبره له یو بل چا اورېدلې..."

سقراط وویل:
"ښه، نو ته ډاډه نه یې چې دا خبره ریښتیا ده. راځه چې دویم غلبېل ته لاړ شو، چې د "ښېګڼې" دی. ایا هغه څه چې راته ویل غواړې، د چا لپاره پکې خیر/ښېګڼه شته؟"
کس ځواب ورکړ:
"نه، بلکه برعکس ده."

سقراط وویل:
"ښه نو، ته غواړې داسې څه راته ووایې چې نه ریښتیا دي او نه پکې د چا ښېګڼه شته؟ بیا هم، راځو درېیم غلبېل ته، چې د "ګټې" دی. ایا دا خبره ماته کومه ګټه لري؟"
سړی خجالت شو او ځواب یې ورکړ:
"نه، هېڅ ګټه نه لري."

ـ سقراط د خبرو په پای کې ورته وویل:
"که ته داسې څه ویل غواړې، چې نه ریښتیا دي، نه د چا د ښېګڼې لامل کېږي، او نه هم کومه ګټه لري، نو بیا ولې داسې خبره کوې؟"

پښتو شعرونه

12 Jan, 09:14


"6" هغه عادی کارونه چه له امله یی د خلکو مینه درسره پیدا کیږی!

1.خلکو ته په وړوکو او خوږو نومونه غږ ورکوه،په دی سره دهغوی په زړه که ستاسو لپاره خوږ حس پیدا کیږي.

2.کلکه ستړی مشی وکړی،د مقابل طرف لاس ته نسبی ټکان ورکړی او ژر یی لاس مه خوشی کوی.

3.کله چه میلمه شوی نو بی ځایه شکایتونه او د خلکو غیبت مه کوی.

4.د خپل ځان په اړه خلکو ته وضاحتونه مه ورکوی،پریږدی چه مخاطب مو خبری وکړی.

5.د خلکو له ظاهری غوره کړنو نه تعرف وکړی.

6.د خبرو په مهال د سترګو تماس قایم کړی او د هغه د خبرو په تایید وړ کلمات وکاروی.

● هغه څوک چه درباندې مین شوی،لامل یی څه وه؟

پښتو شعرونه

12 Jan, 02:56


یوه کس به هر ورځ په هوټل کې سهارنۍ خوړله نو یوه ورځ یې پام شو چې یو سړی په ګڼه ګوڼه کې له پيسو ورکولو پرته ووت .
په سبا یې بیا هم هماغه کس ولید، چې د پیسو له ورکړې پرته د وتلو هڅه کوي نو ژر یې د هوټل خاوند ته ځان ور ورساوه او خبره یې ورته وکړه.
هوټلي وخندل او ویې ویل:
«پرېږده یې. وروسته به یې په اړه وغږېږو.».
هغه کس د تل په څېر په ګڼه ګوڼه کې ځان وویست. ده، چې کله سهارنۍ وخوړه د هوټل له خاوند یې د علت پوښتنه وکړه
ځواب یې ورکړ:
«هغه تل همداسې کوي او دا یواځې ته نه یې چې و دې ليده بلکې زما ډېری مشتریانو هغه لیدلی او دا موضوع یې را سره شریکه کړې ده خو زه فکر کوم، چې د پېرېدونکو د ډېروالي یواځینی علت همدا کس دی ځکه هغه هر سهار راځي او له هوټل د باندې ولاړ وي او په زړه کې دعا کوي، چې ګڼه ګوڼه ډېره شي تر څو وکولای شي هوټل ته ننوځي خواړه وخوري او ووځي تر دې چې خدای یې دعا قبوله کړي او خلک ډېر شي په دې توګه هم د هغه کار کېږي او هم زما.».

♥️💯

پښتو شعرونه

12 Jan, 02:54


لنډه وینا

"وايي چې ځينې لفظونه غاښونه نه لري

*خو انسان په حقيقت کې خوري"

پښتو شعرونه

11 Jan, 07:09


کیفیت شعار محض نیست؛ بلکه فرهنگ اعتماد سازی است.
با کیفیت‌ترین اجناس را با قیمت مناسب با ما تجربه نمایید!
آدرس: هرات، جاده مهتاب جنب تالار شام هرات
شماره تماس:0797404087

https://t.me/Nakhlstoreofficial

پښتو شعرونه

09 Jan, 12:52


څرنګه باید په ورځ کې سل ځله استغفار ووایو،
او یا نور شیان په خپلو ګوتو وشمارو!

پښتو شعرونه

04 Jan, 07:23


له هغه کس څخه ټولې اړیکې وشکوئ، چې تاسو پرې ډير باور درلود، خو هغه په تاسو باور ونکړ. ځکه بې باوره خلک هر یو له خپلې هندارې ګوري.

پښتو شعرونه

04 Jan, 04:55


مجازي نړۍ په هوښیارۍ سره وکاروئ.
یو چا لیکلي و....
دلته يو څوک ده.
ډېر وخت نه يی څارم ، اول کې ډيره درنه او ښه راله فيسبوک ته ښه پوسټونه يې هم کول
ښه په حيا کې ګرځېده ؟
بيا يې لږ وخت وروسته د لاس او پښو انځورونه سټوري کول.
بیا به یې د ټول ځان انځورونه سټوري کول مخ به یی پټ و، اوس یی ټيک ټاک هم پسې جوړ که.
اوس مې یې سټوري کته دا ځل یې پکې مخ هم ښکاره کړی و لږ.
خلک يې تشويقوي
نږدې ورځو کې به پخه ټيک ټاکره شي
هغه پخواني اخلاق دروندوالی پکې بيخي شته نه
نور هرڅه يې خپل کار دی، څه کوي يا نه هر چا خپل شخصيت او کارونه
نو خبر مې دا کوله د مجازي نړۍ شهرت ،پيسې
خرابو خلکو ملګرتيا
څه څه کانې کوي؟
ډېر یې بېلارې کړل
خو چې هر څه وي
انسان بايد حد او اصول هير نه کي.
ځکه دا خلک چې نن تا تشويقوي، حيا هرڅه يی درنه واخېستل سبا همدوی بېرته په تا لعنت وايي

کاپی

پښتو شعرونه

03 Jan, 13:40


حضرت محمد (ص) فرمايي؛
د قیامت ورځ به پر مومن داسې لنډه وي، لکه د ماسپښين او مازيګر ترمنځ وخت.

پښتو شعرونه

03 Jan, 11:52


مهمه نده زما ژوند څنګه تیریږي،

زه په هغه خاطراتو مئين يم؛

چې په ناڅاپي ډول زما له ذهن څخه تیریږي.

او زما د موسکا لامل کیږي❤️

پښتو شعرونه

01 Jan, 10:39


د 2025 کال لپاره 15 اوصول:

1. له فحاشيو څخه ځان وساته او له هر هغه څه څخه ډډه وکړه چې تا ورته هڅوي.
2. په اونۍ کې درې یا څلور ورځې تمرین کوه.
3. هره ورځ د ځان پرمختګ یا د تاریخ کتاب لس پاڼې ولوله.
4. غوصه ستا دښمنه ده، هغه کنټرول کړه مخکې له دې چې هغه تا کنټرول کړي.
5. تل هڅه وکړه چې اتيا سلنه وخت پاک او منظم واوسې.
6. د يو چا د خوشحاله کولو لپاره له ځانه مسخره مه جوړوه، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره.
7. کار د تفریح نه مخکې دی؛ هغه څه ترسره کړه چې ډېر اړین دي.
8. سېګرټ څکول تا زیانمنوي؛ له دې عادت څخه ډډه وکړه.
9. بخښنه وکړه، خو زده شوی درس هیڅکله مه هېره.
10. هدف او موخه ولره او سخته مبارزه ورته وکړه.
11. د ځان بې عزتي په هيڅ قیمت او هیڅکله مه زغمه.
11. له خپل مالي حالت سره لوبې مه کوه يعنې اصراف.
13. هغه مینه چې په پیسو پېل شوې، په پیسو به تل پاتې کېږي؛ له دې عمله ډډه وکړه.
14. د "ریښتیني سړي" په نوم ځان مه پېژنه، دا یو خیالي مفهوم دی؛ ته یا لوړ ارزښت لرې یا یې نه لرې.!
15. له ځانه د دفاع کولو هنر زده کړه.

پښتو شعرونه

31 Dec, 16:13


په خیال کې هميشه زما يئ

خير که په ژوند می نصیب نه سوي.💔

پښتو شعرونه

30 Dec, 15:26


راځئ !
د ډسمبر په پای ته رسېدلو سره
دا قانون ځان لپاره وټاکو
څوک چې موپوښتنه نه کوي
موږ به هیڅ کله د هغوی په اړه پوښتنه ونه کړو..
او څوک چې له موږ څخه لرې پاتې کیږي یو انچ ...
موږ به د هغه څخه لس متره لریوالی اختیار کړو..
او څوک چې غواړي لاړ شي، موږ به هغه ته د وتلو لارښوونه وکړو..
موږ به د هیچا لپاره ځان نه ستړی کوو..
او موږ د هیچا تر شا منډې نه وهو ......
موږ د هغه څه څخه په تنګ یو چې پیښیږي او پیښیږي..
موږ به د ټولو هغو کسانو سره مرسته وکړو چې غوښتل یې موږ پریږدي ..
او
تلوونکو ته الله حافظ
راتلوونکو ته به ښه راغلاست وایو ...!

پښتو شعرونه

29 Dec, 03:55


ځینی حقیقتونه چه تاسو اړتیا لری پری پوه شی!

• که چیری ته ډیری خبری کوی،نو خلک به د دروغجن په سترګه درته وګوری.

• که چیری له حده زیاته مینه وکړی،نو پوه شه چه مقابل طرف مو له لاسه ورکه.

• که چیری له حده زیات باور وکړی،نو پوه شه چه خیانت درسره کیدونکي دی.

• که له حده زیات مصارف کوی،نو پوه شه چه ایندی ته مو پلان نه لری.

• که چیری له حده زیاته ارایش کاروی،نو پوه شه چه خپل ښایست به له لاسه ورکړی.

• که چیری ته له حده زیات فکرونه کوی،نو په ژور خفګان د اخته کیدو لوړه فیصدی لری.

• که له حده زیاته پاملرنه ورته کوی،نو پوه شه چه تمرکز به له لاسه ورکړی.

● دا یاد ولره هرڅه ته سرحدات وټاکی، هرڅومره چه له یو څه نه زیاتی هیلی ولری په هماغه اندازه به درد ګوری.

پښتو شعرونه

27 Dec, 14:42


https://t.me/Nakhlstoreofficial

پښتو شعرونه

27 Dec, 14:42


په دې یخ ژمي او یا د سوځنده دوبی په ګرمو کې نور اړتیا نشته چې ساعتونه ساعتونه په ښار کې د اړتیا وړ توکو په لټه کې وګرځئ. موږ دلته یو چې ستاسو ژوند اسانه او آرام کړو!

زموږ شعار: "نخل، چیرې چې کیفیت او آرامتیا یو ځای کیږي!"

موږ د خپلو ګرانو هیوادوالو د سهولت لپاره، ستاسو ټول اړتیا وړ توکي په یو ښکلي او شیک ځای کې برابر کړي دي. تاسو کولی شئ زموږ پلورنځي ته حضوري تشریف راوړئ یا په آسانۍ سره آنلاین فرمایش وکړئ، ترڅو توکي ستاسو د کور دروازې ته ورسول شي.

زموږ ځانګړي خدمتونه:

مسلکي ټیم: زموږ ټیم ستاسو فرمایشونه په دقیق ډول تعقیبوي او ستاسو رضایت ته لومړیتوب ورکوي.

ځانګړي تخفیفونه: زموږ له زړه راښکونکو تخفیفونو څخه ګټه واخلئ او د ساده چیلنجونو له لارې جایزې ترلاسه کړئ.


یوه آسانه او راحت پیرود ستاسو په انتظار دی! راشئ، تجربه وکړئ او د آرامۍ احساس وکړئ.! 🛍️

پته: هرات، مهتاب سړک، د شام هرات تالار څنګ ته، د نخل لوی پلورنځی
د اړیکې شمېره: 0729251919

@Nakhlstoreofficial

پښتو شعرونه

23 Dec, 12:53


انسانانو څومره تغير کړی!.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
محمد بن ابراهيم رحمه الله ویلي: چي علامة أبوبکر النحوي رحمه الله به ټول وخت مطالعه کاوه؛ حتٰی پر لارې به روان وو هم به یې کتاب لوستی؛ ډیر ځله به په نالۍ / چرۍ یا کډي کي ولوېدی.

او اوس بیا اکثر انسانان ډیر وخت ټلیفون ته ناست وي او حتٰی پر لاري یې هم ګوري؛ چې له کبله یې کډیانو ته لوېدلي او یا د بل شي سره ټکر شوي.
(المنتقٰی صـ۲۲)🥀🫀

پښتو شعرونه

22 Dec, 07:25


دا عکس رانږدی کړه ترڅو هغه کس درته معلوم سې چي تاسره په سخته، غم، خوشحالی او خفګان کي شريک وي.

پښتو شعرونه

18 Dec, 15:59


قیامت به څنګه نه راځي په پکتیا کی یو مجرد خپله میرمن او دوه اولادونه وژلي

پښتو شعرونه

17 Dec, 17:57


دوه ځایه دریدل تا ډیر ښایسته کوي !
یو ! په خپله خبره دریدل
دوهم ! په خپلو پښو دریدل

پښتو شعرونه

17 Dec, 12:57


خلیل جبران له یوې انجلۍ وپوښتله، چې هغه مهال په انځورګرۍ بوخته وه:
"دا کاینات یوازې په اوو ټکو کې تعریف وکړه."

انجلۍ ځواب ورکړ:
"خدای، مینه، سوله، ژوند او ځمکه."
دا خبره یې وکړه او غلې سوه.

خلیل جبران حیران سو او ویې ویل:
"نور دوه ټکي........؟"

انجلۍ موسکۍ سوه او ویې ویل:
"نور دوه ټکي 'ته' او 'زه' دي، ځکه که دا دوه ټکي نه وي، نو پاتې پنځه ټکي به هېڅ معنا ونه لري."

کاپی

پښتو شعرونه

16 Dec, 04:31


یو وجود و یوه سا وه اوس د بل ده
دا جینۍ یو وخت زما وه اوس د بل ده

زه ددې د زړه دنیا ومه قسم دی
دا زما د زړه دنیا وه اوس د بل ده

ما اکثر به وې دوه درې بچي به بس وي
دا به ماته په خندا وه اوس د بل ده

مونږه یو بل پسې دېر ډېر دي ژړلي
زه ادم وم دا حوا وه اوس د بل ده

یه ساده ازله اوس هم ورته ناست یې
ستا ډاکټره بې وفا وه اوس د بل ده

ازل

پښتو شعرونه

15 Dec, 17:20


ما پسې غږ وشي چې وگورم بیا هیڅوک نه وي
زما دعوه ده چې له ما بۀ تنها هیڅوک نه وي

زۀ لږ ناجوړه وم د ځان تپوس له خپله راغلم
بیا زۀ خبر شوم چې کیدای شي زما هیڅوک نه وي

زما دننه یو څوک وي چې ډیرې چغې وهي
زما بیرون کې خاموشي وي گویا هیڅوک نه وي

زما ارمان دی چې زۀ وخاندم محفل کې یاره
خو زۀ چې خاندم راسره د خندا هیڅوک نه وي

بيتونه - جنېد اورکزی

پښتو شعرونه

15 Dec, 10:08


په نظامي یرغل کې کورونه نړېدل خو په اقتصادي یرغل کې ایمانونه لړزیږي او حتا نړیږي.

" کَادَ اَلْفَقْرُ أَنْ یَکُونَ کُفْراً "

پښتو شعرونه

14 Dec, 15:37


راته د صبر يو آيات وښايــــــــه
مُــــــرشده يا خپل کِــــــرامات وښايه!

لکه يعقوب ورپسې ړوند نه شمه
څه طريـــــقه د ملاقــــات وښايـــــــه !

پښتو شعرونه

14 Dec, 09:35


https://t.me/Ketabkur1

پښتو شعرونه

14 Dec, 03:51


- یو څو با مفهومه خبری ، که مو په ژوند کی عملی کړی، ځانته به پاچاهان یاست! 🗿🔥

په هغه ځای کی وخت مه تیروه، چیری چی تاته ارزښت نه درکول کیږی!

د هغه چا لپاره مه جنګیږه، څوک چی ستا لپاره نه جنګیږی!

په هغه چا پسی ځان مه ستړی کوه، څوک چی نه غواړی ستا سره و اوسی!

د یو چا د خوشحاله ساتلو لپاره خپل حیثیت او سټینډرډونه هیڅکله مه کموه!

که یو ځای ته ناوخته دعوت درکول سو، پریږده یی ! چی دوی تاته اولیت نه کی در، ته حاضریت مه ورکوه

خلګو ته دا اجازه مه ورکوه چی ستا حوصله ستا کمزوری وبولی!

پر ځان همیشه باور ولره، لیکن مه پریږده چی دا باور دی په غرور واوړی!

پښتو شعرونه

13 Dec, 16:28


https://t.me/Future_millionaires01

پښتو شعرونه

13 Dec, 13:33


جالب،
ویل ڪېږي چې پدې اوسپنه یوه بوډا سړېً (25) ڪاله بادام او نور د خوارڪ شیان ماتول.
وروسته چا پوه ڪړ چې دا زنګ وهلې اوسپنه "لاسي بم" دی!!
یعنې دې بوډا (25) ڪاله پرلپسې، ورځ ڪې څو ځله د مرګ دروازه ټڪوله! خو الله تعالی ژوند ورته لیڪلی و، مطلب مرګ او ژوند يوازې د الله تعالی لاس کې دي.


سبحان الله❤️

پښتو شعرونه

12 Dec, 12:50


*محمدرسولﷺفرمايي🌹*

*لمونځ کوونکی چې تر څو د لمانځه پر ځای ناست وي ملايکې دعاوې ورته کوي چې ربه بخښنه ورته وکړه، ربه رحم پرې وکړه!*🥀

پښتو شعرونه

11 Dec, 08:18


● تر هغو پوری واده مه کوه چه ترڅو دی په خپل لاس نه وی گټلی.

● ترڅو دی چه قوی دلیل په لاس که نه وه، په چا شک مه کوه.

● ترڅو دی چه کورنی نه وی راضی کړئ، تر هغو پوری هیڅوک هم مه هیله مند کوه.

● هیسکله هم یویی جلی/هلک ته په انلاین ډول د مینی اظهار مه کوه،ترڅو مو چه مخامخ نه وی لیدلی.

● باور په هغه چا وکړه، چه بی له دی ته ورته خپل مشکل ووایی او هغه پوه شی.

● کله دی چه ورور بایللو ته نږدی وه/نو ویی بایله ځکه د هغه خوشحالی تاته تر زرو بریاوو هم خه احساس درکولی شی.

پښتو شعرونه

09 Dec, 11:08


مینه هغه وخت اوج ته رسېږي چې ښځه خپل ضد پرېږدي او سړی خپل غرور.


ــــــ ترکي وینا

پښتو شعرونه

07 Dec, 15:53


ښځه د ځوان لپاره محبوبه، د منځني عمر لرونکي لپاره ملګرې او د بوډا لپاره نرسه وي.

“فرانسس بیکن”

پښتو شعرونه

07 Dec, 14:57


نا ممکن حلات به ټول راته ممکن کړي

ده يوسفّ او زما يو پرورديګار دي
#کاپی

پښتو شعرونه

25 Nov, 10:17


مسکا؛
په زړونو د حاکمیت یوه موثره وسیله ده؛
که غواړي تلپاتې واکمن اوسئ؛
نرم چلند، همیشنۍ موسکا او مؤدبه اوسېدنه عادت
جوړ کړئ.😊

.

پښتو شعرونه

23 Nov, 14:49


چا چې درسره یو ځل خیانت وکړ، زرګونه ځله یې بیا هم درسره کوي؛ نو اړتیا نشته دی، چې د مالګين خوند مالومولو لپاره دې، د سمندر ټولې اوبه وڅښې.

پښتو شعرونه

20 Nov, 08:49


بنګړي د بې ننګۍ او بې غیرتۍ په معنا نه، بلکې د ښځو د زینت او ښکلا لپاره دي. زموږ په خلکو کې، چي د ننګ او بې غیرتۍ خبره راشي، نو د بنګړیو د په لاس کولو پشنهاد ورته وکړي، چې دا کار زما په اند ښه نه دی د غیرت او نه غیرت معلومولو لپاره نورې لارې هم شته، چې سره پر معلومولی شئ ګني، د ملالۍ ميوند هم بنګړي په لاس وو، خو غیرت یې ډېر برېتور نه لري!

Copy

پښتو شعرونه

18 Nov, 15:47


په دې انځور کې ‏یوه مور د خپل نشه یې/معتاد زوي سره په دې انتظار ناسته ده، چې کله به یې نشه خلاصه شي چې کورته یې بوځي!😢
بانو قدسیه لیکي:
که د یوې ښځې اووه زامن وي، شپږ یې جنت کې وي او یو دوزخ کې نو تاسو یې مور په جنت کې مه لټوئ ، هغه به یې له اووم زوي سره په دوزخ کې ومومئ، کله چې یې شپږ زامن په ارام وي، د مور ارام او سکون به یې له یوه ناارام زوی سره وي!

پښتو شعرونه

16 Nov, 05:32


ما ليدلى ستا په سترګو کې جنت دی.

ځکه ما درکړي لاس د محبت دی

دا چې نن په ډکه خوله راسره خاندي

نه پوهیزم چې دا خوب که حقیقت دی

پښتو شعرونه

14 Nov, 17:12


عادی اړیکه هیڅ کله نه غمیږی

مطلب دا چی مه څوک تر ځان قربانوه

مه ځان تر چا قربانوه..!

پښتو شعرونه

13 Nov, 14:19


له لقمان حکیم څخه یې وپوښتل، د انسان په ژوند کې له مرګ څخه هم ترخه شېبه وي؟ ځواب یې ورکړ، "هو" هغه شېبه تر مرګ هم ډېره ترخه وي، کله چې اصیل انسان کم اصل ته محتاج شي!

• هڅونه

پښتو شعرونه

11 Nov, 11:41


پـدی دنیـا کی هیـڅوک درسره

تـر ابدا نه پاتی کیـږی یا خـو دی

پریــږدی یا

خو دی دنیـا نه درنه سترګی پټوی

صرف یواځی او یواځی الله

دی چی په هر وخـت کی درسره یی .🤲🏻🤍🔗

پښتو شعرونه

08 Nov, 14:20


ڪومې اړیڪې چې په پيل ڪې د

شوق له مخې پيل شي؛ هغه بیا په پای

ڪې د مجبوريت لۀ مخې پالل ڪېږي.

تاسو یې منئ؟

پښتو شعرونه

07 Nov, 15:41


ځان په یواځیتوب عادت کړه

تر قبره هر څوک راځي

خو په قبر درسره هیڅوک نه ننوځي

🖤🥹

پښتو شعرونه

06 Nov, 13:47


ارواپوهنه ځان وژغورئ!

غمجنې سندرې مه اورئ, غمجنو شعرونو ته غوږ مه نیسئ, غمجن ناولونه مه لولئ.
ځکه پدې ډول سندرو, شعرونو او ناولونو کې منفي جملې او خبرې ځای پر ځای شوي وي.
د مثال په ډول:
-غمونو سره مې ملګرتیا ده, غمونو سره رالوی شوی یم, پښتون تباه او برباد دی, فلانۍ واده شوه, زما سپیره قسمته او نورې ګډې وډې خبرې چې په ویلو او اوریدلو سره یې منفي تاثیرات زموږ لاشعور (ناخوداګاه) کې ځای پر ځای کیږي او ورو, ورو له ژور خفګان سره مخامخ کیږو.

پښتو شعرونه

06 Nov, 04:09


د پخوانیو عربانو حیرانونکي دودونه!
کله به چې چا کره میلمه راغی؛ نو کوربه به دوه ګیلاسونه راویسته یو کې به چای و او بل کې اوبه، که میلمه به اول اوبه وڅښلې دا مانا چې ډوډډۍ یې نه ده خوړلې او که
اول به یې چای وڅښه دا مانا چې ډوډۍ یې خوړلې.

سور او زیړ ګل:
که د چا د کور مخ ته به زیړ ګل ایښی و، ګاوانډیان یې پوهېده چې کور کې ناروغ دی، نو اړینه مرسته به یې ورسره کوله او د شور ماشور به یې ډډه کوله، که به سور ګل ایښی و دا مانا، چې په کور کې پیغله نجلۍ ده، که څوک غواړي د واده وړاندیز وکړي؛ نو څه ممانعت نشته او دویم یې دا پیغام لره، چې دې کور کې پیغله نجلۍ ده ګاوانډیان دې بد الفاظ نه استعمالوي.

دروازې ټکول:
د عثماني خلافت پر مهال د عربانو کورونو دروازو باندې دوه د اوسپنې کړۍ لګېدلې وې، چې یوه به لویه وه او بله به کوچنۍ، لویه کړۍ باندې به چې دروازه وټکول شوه، کورنۍ پوهېده چې سړی دی؛ نو سړی به دروازې ته وته او که په کوچنۍ کړۍ به دروازه وټکول شوه د کور خلک پوهیده چې ښځه ده، نو دروازې ته به ښځه ورتله.

صدقه:
شتمن خلک به پلورنځیو ته تلل، د پوروړو کتابچې به یې کتلې او دوکاندارانو ته به روپۍ ورکولی، پوروړی شخص به چې دکان ته راغی؛ نو حیران به شو چې پور یې چا خلاص کړی، نه به پوروړی پوهېده چې چا یې پور خلاص کړی او نه به دوکاندار پوهیده چې دا پور چا خلاص کړ.

درې شپیته کلنۍ عمر څخه پورته عمر:
کله به چې د چا عمر، له درې شپیته کلنۍ لوړ شو، نو چاته به یې نه شو ویلی چې زه 63 کلن یم، پر دې شرمېده؛ ځکه دا عمر د حضرت محمد ص له عمر لوړ و، نو دوی به ویل:" له حد څخه تېر شوی یم"
#Copy

پښتو شعرونه

05 Nov, 12:31


لنډ یې درته وایم چې د انسانانو پېژندل تر دوڪتوره هم غټ علم ته ضرورت لري.🤚🖤

پښتو شعرونه

05 Nov, 10:04


ډېر صمېمیت، احترام له منځه وړي،
د زیاتې مینې نتیجه نمک حرامي ده،
ډېر ښه کول په سوء استفاده بدلېږي.
رابطهٔ چې څومرهٔ قوي شي ډېر مشکلات زېږوي.
" تعادل' ډېرر مهم دی.
خلاصهٔ که د خلکو او خپلو احساساتو ترمېنځ دې ' تعادل' ونه ساتلو؛که د مینې او مهربانئ سمندر هم اوسې سوء تفاهم درنه کېږي..!!!

ــــ

پښتو شعرونه

03 Nov, 13:25


صرف خدای دی چی په سجدو راضی

کیږی، په انسانانوچی ځان وخوری هم

ناراضه دی .

🖤💯

پښتو شعرونه

03 Nov, 04:20


ای د حوا لورې !
منډي پسې مه وهه , ته د هغه ورکه شوي چپه پښتۍ یې ,
هغه به ستا د موندلو لپاره خپله تا پسې راځي ...!

پښتو شعرونه

02 Nov, 13:35


د یوه صحـابي ځینې پوښتنې سـتر پیغمـبر ﷺ څنګه جواب کـړې؟

۱- اې پيغمبره ﷺ! په کوم شي ګناه بخښل کيږي؟
رسوالله ﷺ:په اوښکو، عاجزۍ او ناروغۍ سره.

۲- زه غواړم چې ستر عالم سم، څه وکړم؟
رسوالله ﷺ:تقوی' غوره کړه، عالم انسان به سې.

۳- غواړم چې شتمن سم، څه وکړم؟
رسوالله ﷺ:قناعت کوه، مالدار به سې.

۴- غواړم چې یو نېک انسان اوسم؟
رسوالله ﷺ:خلکو ته ګټه رسوه.

۵- غواړم چې عادل انسان سم؟
رسوالله ﷺ:کوم څه چې ځانته خوښوې، هغه نورو ته هم خوښوه.

۶- غواړم چې د اللهﷻ په دربار کې ځانګړی مقام ولرم؟
رسوالله ﷺ:ډېر ذکر کوه.

۷- غواړمه احسان کوونکی واوسم؟
رسوالله ﷺ:اللهﷻ ته داسې عبادت کوه، ګويا ته هغه وينې يا داسې چې هغه تا ويني.

۸- غواړم چې ايمان مې پوره اوسي، څه باید وکړم؟
رسوالله ﷺ:ښه اخلاق ولره.

۹- غواړم چې د اللهﷻ تابع داره انسان سم؟
رسوالله ﷺ:فرايض په کلکه سره ونيسه(مه يې قضا کوه).

۱۰- غواړم چې په قيامت کې په نور(رڼا) سره پاڅېږم؟
رسوالله ﷺ:پر خلکو له ظلمه ځان وساته.

۱۱- غواړم چې اللهﷻ په ما رحم وکړي؟
رسوالله ﷺ:ته پر نورو خلکو رحم کوه.

۱۲- په ګناهونو کې کمی غواړم؟
رسوالله ﷺ:په کثرت سره اِستغفار کوه.

۱۳- غواړم چې د ښه عزت څښتن سم؟
رسوالله ﷺ:خلکو ته لاس نیول پرېږده(سوال، خیرات، او طامع مه کېږه).

۱۴- څنګه مې روزي پراخه کړم؟
رسوالله ﷺ:تل په اوداسه ګرځه.

۱۵- کوم شی د دوزخ اور سړوي؟
رسوالله ﷺ:روژه نيول.

۱۶- کوم څيز د الله ﷻ غصه کموي؟
رسوالله ﷺ:په پټه صدقه او صله رحمي.

۱۷- تر ټولو غټ بد کار کوم دی؟
رسوالله ﷺ:ناسمه رویه او بد اخلاقي.

۱۸- تر ټولو ستره نیکي څه ده؟
رسوالله ﷺ:نېک اخلاق، عاجزي، په غم صبر او رضا بالقضی'.

۱۹- غواړم چې زما ستر او پرده وسي؟
رسوالله ﷺ:ته د نورو خلکو پرده کوه.

۲۰- له رسوايي او شرمندګۍ څخه خلاصېدل غواړم؟
رسوالله ﷺ: له زنا څخه ځان ساته.

۲۱- څه وکړم چې دعاوې مې قبولې سي؟
رسوالله ﷺ: حرام مه خوره.

۲۲- د الله ﷻ له قهر څخه د ځان ساتل غواړم؟
رسوالله ﷺ:په خلکو باندې غصه مه کوه.

۲۳- غواړم چې په الله ﷻ او رسول الله ﷺ یې ګران سم؟
رسوالله ﷺ:کوم څه چې الله ﷻ او پيغمبر ﷺ ته یې ګران دي، هغه خپل محبوب جوړ کړه.

۲۴- غواړم چې د قیامت پر ورځ الله ﷻ ته پاکيزه ور مخکې سم؟
رسوالله ﷺ: له جنابت وروسته سم دستي غُسل کوه.

پښتو شعرونه

02 Nov, 07:47


سپی هډوکی، او غل عزت نشي هضمولی!

پښتو شعرونه

02 Nov, 02:21


یا اللهﷻزماګناهونه راته معاف کړه آمین
یا اللهﷻ زما ژوندستا ددین خدمت لپاره وګرځوه آمین
یا اللهﷻما ستا عذاب څخه وساته
یا اللهﷻماته دنبیﷺشغاعت نصیب کړه آمین
یا اللهﷻما ته زنکدن سختي اسانه کړه آمین
یا اللهﷻ دقبرعذاب څخه وساته آمین
یا اللهﷻدجهنم داورڅخه مو وساته آمین
یا اللهﷻدنکیراومنکر سوال جواب راته اسان کړه آمین
یا اللهﷻزما اخري خاتمه په ایمان کړه آمین
یا اللهﷻدشرفسادڅخه مو وساته آمین
یا اللهﷻدا دوعا چی چا لیکلی ده ته ورته عفوه وکړی او ستا ددین خادم یی جوړ کړی آمین

پښتو شعرونه

31 Oct, 11:35


يو ستړي مزدور دخپل زاړه وسکټ له جيب څخه سيکه راوويسته´تر څو يې صدقه ورکړي.
پرصندوق ليکل شوي جملې ته يې پام شو او له صدقې تير شو....
پرې ليکلې يې وو "صدقه عمر زياتوي"🥺🤚

پښتو شعرونه

30 Oct, 17:13


*رسول اللّٰه ﷺ فرمايلي دي:

چا چې اودس تازه کړ، او بیا یې
د شهادت کلیمه وویله، نو د جنت [ ٨ ]
دروازې به ورته خلاصې شي.

( رواه مسلم )

پښتو شعرونه

30 Oct, 13:28


مجبوریت :

هغه بده ورځ ده چې یاران به دی له یارۍ او خپلوان به دې له خپلولۍ مُنکر شي .

🤚🖤

پښتو شعرونه

29 Oct, 16:13


مشهور روسی مصنف او ناول نګار " لیو ټالسټایي" یوه ورځ په غلطۍ باندې د یو چا په پښې خپله پښه کېښودله، هغه شخص ورته ډېر ښکنځل او بد و رد وویل، کله چې خاموش شو، نو لیوټالسټایي له سره خپل کېپ ( خولۍ) لېرې کړه، بښنه یې وغوښتل او ویې ویل زه ټالسټایي یم، هغه شخص وشرمېدی او ویې ویل کاش دې وختي راته ځان معرفي کړی وای، ټالسټایي جواب ورکړ، چې ته د ځان په معرفت دومره بوخت وې چې بیخې ماته موقع پیدا نه شوه!

کاپی
~ ژباړه:

پښتو شعرونه

24 Oct, 14:18


د دوی تر منځ یو متر او اویا کاله فاصله ده. یو مخ ته ګوري، او ویرېږي بل شاته ګوري، او افسوس کوي همدا ژوند دی...!

~ هڅونه

کاپی

پښتو شعرونه

23 Oct, 17:01


مهم شیان مه پرېږده !!!

(لنډه عبرتناکه کيسه)

یوې فقيرې ښځې خپل کوچنى زوى په غېږ کې اخيستى و او یوه غره ته نيږدې پر لاره تېریدل، د غره د یوه غار څخه اواز ورته وشو چې دې غار ته ننوځه او هرڅه چي ستا خوښ وي درسره يو يې سه، مګر فکر دې وي چې په غار کې مهم شیان او جواهر درڅخه پاتې نه شي، ځکه ستا د راوتلو څخه وروسته د غار خوله بندېږي او بیا د همېشه لپاره نه خلاصېږي.

فقیره ښځه چې کله غار ته ننوتله نو د جواهرو او سرو زرو په ليدلو سره حیرانه شوه، نو زوى يې یو طرف ته څملاوه، د جواهرو او سرو زرو په راټولو يې شروع وکړه.

کله چې ښځې سره زر اوجواهر ښه ډېر راټول کړل یو وار بیا اواز ورته وشو چي لږ وخت دې پاتې دی پام چې مهم شیان دې هېر نه شي که د غار خوله یو وار بنده شوه بیا نه خلاصېږي.

ښځه هم په ډېر تلوار باندې د باندې راووتله د غار خوله بنده شوه، ښځه د غار خولې ته کېناسته او فکر يې وکړ چي کوم شیان يې لاسته راوړل، نا څاپه وریاد شول چي زوى یې په غار کې پاته شوی دی.

درنو لوستونکو!
دنیا هم همداسې ده چې هر شی دې خوښ وي هغه ترېنه واخلئ، مګر اساسي او مهم شیان مه هېروئ چي هغه نېک عملونه دي، مونږ خبر نه یو چي دروازه څه وخت بندېږي او دا د ژوند د دروازې بندېدل او د مرګ راتلل دي، کله چې مرګ راغی نو بيا بېرته همدې فاني دنيا ته راتګ ممکن نه دی.

پښتو شعرونه

23 Oct, 08:45


يو غلط سوچ:

وايي: بيلاره زوی ته واده وکړئ چې شاید ورسره سم شي.

لومړی یې پوه کړئ، بیا یې واده ورته وکړئ..

د خلکو لوڼې د تجربو لپاره نه دي، او نه د اصلاح مرکزونه دي...!

پښتو شعرونه

21 Oct, 09:37


کله کله انسان دیوچا بدلیدو ته دومره

خفه نه وی مګر خپل باور ته سرټیټی وی .!

پښتو شعرونه

20 Oct, 15:05


لۀ رسول اللهِﷺ نه پوښتنه وشوه، چې
کوم خیرات بهتر دی؟ هغۀ ورته وفرمایل:
خلکو ته اوبۀ ورکول.
(صحيح النسائي ٣٦٦٧)

پښتو شعرونه

20 Oct, 11:00


ډېرو خلکو ته پوښتنه پیدا کیږي
چې ځینې انسانان ولې حاضر ځواب دي که دوی څخه د یو سوال ځواب وغوښتل شي دوی مخلتف هر اړخیز بحث ورباندې کولای شي اصلآ خبره دا ده د داسې اشخاصو یو لوی راز دا دی چې د ډېرو مثبتو کړنو تر څنګ مطالعې ته زیات وخت ورکوي مطالعه هغه څه ده چې انسان په فکر کې خورا ژور مثبت تغیرات راولي کوښښ وکړﺉ که ډېر نه وي د ورځې یو ساعت یا هم نیم ساعت وخت مطالعې ته ورکړی او په خپل ځان کې مثبت تغیرات راولی

پښتو شعرونه

20 Oct, 03:16


د وخت په 🙂

تيريدو هر څوک بدلېږي🥀

اول ‌مو ضد کاوه اوس صبر کوو.

پښتو شعرونه

19 Oct, 06:16


#عقل_او_شهوت‼️

اهل علم وايي.!!
۱ـ ملائڪو ته الله تعالیﷻ عقل ورڪړ،خو له شهوته يې محرومې ڪړې.
۲ ـ حيواناتو ته يې شهوت ورڪړ،خو د عقل څخه يې محروم ڪړل،
۳ـ انسان يې له دواړو برخمن ڪړ..!اوس ڪه د چا عقل پر شهوت غالب شو،نو تر ملائڪو هم غوره دی او ڪه يې شهوت پر عقل غالب شو، نو له حيواناتو هم بدتر دی..!!

پښتو شعرونه

19 Oct, 03:07


زه اړتیا لرم د انسانیت یوې کوچنۍ نړۍ ته، یو ریښتیني انسان ته اړتیا لرم، چې درک ولري، حواس یې انساني وي، ماسره سم وغږیږي، سم وخاندي، او خوا په خوا راسره قدم ووهي، موږ د دې ختینې نړۍ تنهاترین مخلوق یو، چې هیڅ کله به خپل هم نوعه انسان ونه مومو، او هو که وموندل شو، نو له معجزې به کم نه وي!

~ ذهني شور

کاپی

پښتو شعرونه

18 Oct, 11:38


موږ هېڅوک له لاسه نه دي ورکړي، دا ټولې تجربې وې چې موږ ترې څه زده کړل، او بیا پای ته ورسېدې!

پښتو شعرونه

16 Oct, 01:47


وايي، نارینه نه ژاړي؛
زه وایم، ښځې هم نه ژاړي، دوی یوازې په هغو غمونو او خفګانونو ژاړي، په کومو چې دوی ته د ژړا کولو حق یا اجازه ورکول کېږي. او پاتې غمونه، اوښکې دوی خپل درون (دننه/ زړه) ته غورځوي، "چې روح یې غلبېلوې، او زبېښي..."
کاپی.

پښتو شعرونه

15 Oct, 15:45


د کیمیا استاد له خپلې مېرمنې خفه شو، نو مېرمن یې په ژړا شوه، استاد ورته وویل، ستا ژړا په ما هېڅ اغېزه نه کوي، دا اوښکې څه دي؟ یو څه مالګه، لږ فاسفورس او نورې اوبه!

😁😁

پښتو شعرونه

15 Oct, 15:32


که یو څوک نه غواړي،چې ستا د زړه خبرې واوري،
ستا احساسات درک کړي،
ستا د رنځ دوا شي؛
نو بیا ېې پرېږده، چې په خپله مخه ځي، هېڅکله خپل عزت د چا لپاره تر پښو لاندې مه کوه!
که څوک دې په قدر پوهیږي او ته ورته مهم يې؛
نو هغه هېڅکله هم داسې کار نه کوي، چې ستا د زړه د آزارېدو باعث وګرځي.

پښتو شعرونه

14 Oct, 18:26


اووه7قسمه ښځې دنکاح وړنه دی

اووه ډوله ښځي د نکاح وړ نه دي!
امام غزالي رحمه الله په خپل کتاب احیاء علوم الدین کي رانقلوي چي د دغو صفاتو لرونکو ښځو سره واده مه کوئ؛
که څه هم هغوی په حسن، جمال او شتمني کي بې ساري وي؛
ځکه له دغسي ښځو سره نکاح کول د ټول عمر د افسوس او ارمان سبب ګرځي.
هغه ۷ ډوله ښځي دا دي:`

۱- انانه ۲- منانه ۳- کنانه ۴- حنانه ۵- حداقه ۶- براقه ۷- شداقه !!!

١ – انانه: هغه ښځه ده، چي تل يې سر تړلی وي؛ یعني هر وخت شکایت کوي او دا یې عادت ګرځېدلی وي.

۲- منانه: هغه ښځه ده، چي هر وخت پر خپل خاوند احسان اچوي؛ چي ما خو ستا سره دغه احسان کړی دی او ستا له خوا ما ته هیڅ هم نه دي راکول شوي.

۳- کنانه: هغه ښځه ده، چي همېشه د تېر وخت شیان یادوي؛ چي په فلاني وخت کي زما سره دغه شیان او هغه شیان وو، خو اوس نشته.

۴- حنانه: هغه طلاقه سوي ښځه ده، چي هر وخت خپل پخوانی خاوند یادوي او وايي: هغه عجيبه ښه سړی و، خو ته هغسي نه يې!

۵-حداقه: هغه ښځه ده، چي همېشه خاوند ته فرمایشونه ورکوي؛ هر شی چي وویني، د هغه غوښتنه کوي.

٦- براقه: هغه ښځه ده، چي همېشه په خپل ځان جوړولو مصروفه وي؛ فېشن یې عادت ګرځېدلی وي او نور ضروري کارونه ځيني پاته وي.

۷- شداقه: هغه ښځه ده، چي تېزه ژبه لري؛ هر وخت خبري جوړوي او خبري بیانول يې کار وي.

زموږګراني خوندي اومورګاني بايد ددې اووه7قسمه ښځوداعمالوڅخه ځانونه اوخپل لورګاني وساتي داډېربداعمال دي!!!
کاپي

پښتو شعرونه

13 Oct, 17:10


داستانی_آموزنده ...

ﺯﻧﯽ ﻣﯿﮕﻮﯾﺪ:

ﺩﺍﺷﺘﻢ ﻧﻤﺎﺯﻡ ﺭﺍ ﻣﯿﺨﻮﺍﻧﺪﻡ ﻭ ﻃﻔﻠﻢ ﻧﺰﺩﯾﮏ ﻣﻦ ﺑﻮﺩ ﻭ ﻣﺮﺗﺐ ﻣﺮﺍ ﺻﺪﺍ ﻣﯿﮑﺮﺩ ﻭ ﻣﻦ ﺟﻮﺍﺑﺶ ﻧﻤﯿﺪﺍﺩﻡ ..

ﺑﺮﺍﺩﺭﺵ ﮐﻪ ﺩﻭ ﺳﺎﻝ ﺍﺯ ﺍﻭ ﺑﺰﺭﮔﺘﺮ ﺑﻮﺩ ﺁﻣﺪ ﻭ ﺑﻬﺶ ﮔﻔﺖ :
ﺯﺷﺘﻪ، ﺻﺤﺒﺖ ﺩﻭ ﻧﻔﺮ ﺭﺍ ﺩﺍﺭﯼ ﻗﻄﻊ ﻣﯿﮑﻨﯽ.. ﻣﺎﻣﺎﻥ ﺩﺍﺭﻩ ﺍﻻﻥ ﺑﺎ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﺤﺒﺖ ﻣﯿﮑﻨﻪ ...!!

ﺗﻤﺎﻡ ﺑﺪﻧﻢ ﺑﻪ ﻟﺮﺯﻩ ﺍﻓﺘﺎﺩ، ﻭ ﺩﺭ ﺑﺮﺍﺑﺮ ﺑﺰﺭﮔﯽ ﻭ ﻋﻈﻤﺖ ﮐﺴﯽ ﮐﻪ ﺩﺭ ﺑﺮﺍﺑﺮﺵ ﺍﯾﺴﺘﺎﺩﻩ ﺑﻮﺩﻡ ﺍﺣﺴﺎﺱ ﮐﻮﭼﮑﯽ ﻭ
ﺿﻌﻒ ﮐﺮﺩﻡ..
ﻭ ﻫﺮﻭﻗﺖ ﮐﻪ ﺑﺮﺍﯼ ﻧﻤﺎﺯ ﺗﮑﺒﯿﺮ ﻣﯿﮕﻔﺘﻢ ﺍﯾﻦ ﺟﻤﻠﻪ ﮐﻮﺩﮐﻢ ﺩﺭ ﻓﮑﺮ ﻭ ﮔﻮﺷﻢ ﺗﮑﺮﺍﺭ ﻣﯿﺸﺪ.

پښتو شعرونه

12 Oct, 12:46


یوې مېرمنې او مېړه د واده په لومړۍ ورځ داسې سخته پرېکړه وکړه چې که له واده وروسته یې هر څوک له نږدې پوښتنې ته ورغلل هېچا ته به دروازه نه خلاصوي.
د واده په لومړۍ ورځ د مېړه والدین (مور و پلار) د دوی دروازې ته ورغلل چې هغوی له نږدې وګوري. په‌دې مهال کې دواړه ورخطا شول، مېړه او مېرمن یو بل ته وکتل، مېړه غوښتل چې خپل مور و پلار ته دروازه خلاصه کړي، خو دا چې هغوی سخته موافقه کړې وه، مېړه دروازه خلاصه نه‌کړه او والدین یې له لږ ځنډ تېرولو وروسته په ډېر خفګان سره بېرته پر خپله لار لاړل.
په همدې ورځ له لږې شېبې تېرېدو وروسته، د مېرمنې مور و پلار راغلل چې د خپلې لور او زوم پوښتنه وکړي. یو ځل بیا دوی ورخطا شول، بیا مېرمنې او مېړه یو بل ته وکتل چې څه وکړي، خو دا ځل خبره بدله وه.
که څه هم دواړو د دروازې نه پرانیستلو سخته موافقه کړې وه، مېرمن حیرانه شوه چې څه وکړي، ځکه مور و پلار یې بهر ولاړ دي، هره شېبه دروازه ټک‌-ټک کوي او د دروازې په هر ځل وهلو سره د مېرمنې زغم ختمېږي او یو ډول د ګناه احساس یې د وجود ارامتیا ترې اخلي.

مېرمنې ته چې نور حوصله پاتې نه‌شوه، بالاخره یې له اوښکو ډکو سترګو سره د مېړه په غوږ کې ورو وویل: زه مې له والدینو سره داسې چلن نه‌شم کولی چې زه دننه کوټه کې یم او هغوی بهر ما ته منتظر پاتې شي.
مېرمنې د دې خبرې په کولو سره په بېړه خپل مور و پلار ته دروازه پرانیستله، خو مېړه هېڅ خبره هم ونه‌کړه او ځان یې غلی ونیوه. له یوې شېبې تېرېدو وروسته د نجلۍ مور و پلار له لور او زوم څخه خدای په اماني واخیستله او په ډېرې خوښۍ سره پر خپله لار لاړل.
له دې عجیبې پېښې وروسته ډېر کلونه تېر شول. دومره کلونه چې د دوی څلور هلکان وزېږېدل، خو پنځم ماشوم یې نجلۍ وه. پلار د لور د زېږېدو په مناسبت ستره مېله ترتیب کړه او ډېر خلک یې راوبلل.
مېله په ډېرې خوښۍ سره خلاصه شوه، خو په همدې شپه ناوخته مېرمنې له خپل مېړه پوښتنه وکړه چې ولې یی د لور زېږېدو په مناسبت دومره شانداره مراسم ونیول او د زامنو لپاره یې نه وو نیولي!؟
مېړه ورته په لنډ ډول ځواب ورکړ: ځکه دا هغه څوک ده چې ما ته به دروازه خلاصوي او له دروازې شاته به مې نه پرېږدي.

پښتو شعرونه

11 Oct, 14:32


«فٙکُلُّ حُزْنٍ لاَيَدُومُ»
ژباړه:
«هېڅ درد د تل لپاره شتون نلري»
کوچنۍ جمله ده خو د ستړي زړه لپاره يوه لويه هيله ده .!

پښتو شعرونه

11 Oct, 10:48


‏د ځنګندن په حال کې یې، عزرایل علیه السلام ته وفرمایل:
زما د اُمت ټول تکلیفونه پر ما راوله!

مُحَمَّد ﷺ❤️

پښتو شعرونه

09 Oct, 01:15


لس ملغلرې

۱: احتیاط ښه شی دی، ځکه دلته هر پیر خپل مریدان لري چې ورته وايي: بې تا دې نشو.
۲: د یو انسان د ازارولو نه پس هم که د شپې خوب کوی شي
نو پوه شه چې ضمیر ېې په حق رسیدلی.
۳: کله چې بحث کې د جاهل سره دلیل ختم شي نو کنځل شروع شي.
۴: کله چې دې خبرو کې احتیاط شروع کړو نو پوه شه چې مخاطب پردی دی.
۵: دروغ هم خپل خوند لري، چې خپله ېې واېې ښه لګي، خو چې بل ېې وايي نو بد.
۶: څوک چې غلطي نه مني، هغه اصلاح کیدی هم نشي.
۷: ډېرې مسلې د حل کولو په سر خرابې شویدي.
۸: زید چې درته د بکر غیبت کوي، نو دې کې درته د بکر نه زیات د زید اصلیت زیات معلومیږي.
۹: چا چې ماشومتوب کې د شهزاده غوندې ساتلی ېې
هغوي ته په زړښت کې د بادشاه غوندې راحت ورکړه (مور او پلار)
۱۰: د انسان خبرې نه، عمل اصلي حال وايي.

پښتو شعرونه

06 Oct, 06:11


لوستې نجونې!

کیسه داسې ده چې د لوستو نجونو ترجیحات مختلف وي، د هغوی زړونه د عامو جلکیو په څېر سرو زرو، سپینو زرو، زیوراتو، سینګار توکو، قیمتي جامو او پیزارو باندې نشئ ترلاسه کولی، د هغوی د اغېزمنولو لپاره ښکلي الفاظ، عزتمنده ژبه او با وقاره انداز خپلول پکار دي، د خوښو او ناخوښو شیانو په اړه یې د ذاتي خلاو خیال ساتل پکار وي، له داسې خبرو ځان ساتل پکار وي چې د نجونو نازک زړه باندې بدې لګیږي، ځکه دا هم رښتیا ده چې لوستې نجونې زیاتې حساسې وي، پام مو وي چې لوستو څخه هدف (ډګري لرونکې) نه؛ بلکې تعلیم یافته دي.

Copy

14,268

subscribers

287

photos

18

videos