Cricket News کریکټ خبرونه @afgcricket30 Channel on Telegram

Cricket News کریکټ خبرونه

@afgcricket30


د افغانستان او نړۍ کریکټ تازه معلوماتو لپاره موږ سره یو ځای شئ.

تبادلې لپاره زموږ سره اړیکه کې شئ.
@Sadiqmedia30

Cricket News کریکټ خبرونه (Pashto)

د کریکټ خبرونې کانال د افغانستان او نړۍ ملکي کرکټ په اړه تازې معلوماتو ته ورته دی. دا کانال د خبرونې ترلاسه له لارې مو خپله سره ورته دی او که تاسو هم د خبرونو سره تبادله کولو د خوښه لري، برې په کانال کې شامل شی. دا کانال د کریکټ د لوبو جوړونو او ترلاسه مسابقاتونو ته د خبرونو په اړه معلوماتو ته ورته دی. کریکټ د لوبو چې د دې کانال په مخې سره شریک شئ، د خپلو ریاستونو او خپلو ملکونو جوړ شوي مسابقاتونو تر معلوماتو ته ورته یا ترلاسه کوي. که تاسو هم د کریکټ په اړه خبرونه له لارې معلومات په اړه ورته لرئ، برې کانال کې شامل شئ او دا خوندي معلوماتو ته ورته واورئ.

Cricket News کریکټ خبرونه

24 Nov, 19:24


سلامملګرو که هرسوک غواړي چي ده ټلګرام چينل واخلي نومونږ نو شخصي ته راسي انشا الله په مناسب قمت يي ورکوه
لاندي ايډي ته ميسج وکړي
@Kpalvak

Cricket News کریکټ خبرونه

24 Nov, 18:11


همدا اوس په لينک باندي کليک وکړي او پري ډالر ده ټلګرام له لاري وګټي🎖💯

https://t.me/MRScoin98Bot?start=ref_e2j50w

Cricket News کریکټ خبرونه

24 Nov, 17:48


د آی پي ال د داوطلبۍ لومړۍ ورځ ختمه شوه.
په افغان لوبغاړو کې رحمان الله ګربز او نور احمد لکڼوال واخیستل شول.
ګربز به په دوو کروړو (۲۳۷زره ډالر) له کولکتې او لکڼوال به په لسو کروړو (۱.۲میلیون ډالر) له چنای سره لوبېږي.
له مهندرسینګ ډوني سره مو د کرکټ یوه بله رشته هم پیدا شوه. لکڼوال او ډوني به په یوې په یوې لوبډلې کې لوبېږي. په تېرو سیزنو کې چنای کې کوم افغان لوبغاړی نه و.
وقار سلام خېل له بده مرغه وانخیستل شو. بل ځل به وشي.

تر دې دمه:
راشد خان- ګجرات
ګربز- کولکته
نور- چنای

سبا د بولي دویمه ورځ ده، هیله ده چې ډېر افغان لوبغاړي واخیستل شي.
د استرالیا ډیویډ وارنر هم چا وانخیست، خو د استرالیا،‌نیوزلند او انګلنډ د لوبغاړو بازار ګرم و.

Cricket News کریکټ خبرونه

24 Nov, 17:04


د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړی رحمان الله ګاربز د هند په غوره لیګ کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې پر۲۰ میلیون هندي کلدارو (شاوخوا ۲۳۷ زره امریکايي ډالرو) اخپل کړ.
کلکته لوبډله دفاعي اتله ده.

Cricket News کریکټ خبرونه

24 Nov, 16:59


‏د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ‌اچونکی نور احمد لکڼوال د هند کرېکټ غوره لیګ راتلونکي پړاو سیالیو لپاره چینای سوپر کېنګز لوبډلې د ۱۰ کروړه هندي کلدارو په ارزښت د خپلې لوبډلې برخه وګرځو.

Cricket News کریکټ خبرونه

24 Nov, 12:42


د لومړي او دوهم سيټ د بولۍ مراسم پای ته ورسېدل، افغان لوبغاړی رحمن الله ګربز په پنځم سيټ کي دی.

Cricket News کریکټ خبرونه

24 Nov, 05:03


تېره شپه د امارتو په T10 لیګ کې د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې داسې وې:
١: رحمان الله ګربز ٦٠ ناسوځېدلې منډې وکړې
٢: حمزه هوتک د ٩ منډو په بدل کې د دوه اورونو په کولو ٢ ویکټې ترلاسه کړې
٣: نور احمد لکڼوال د دوو اورونو په کولو د ١٤ منډو په بدل کې دوه ویکټې ترلاسه کړې
٤: فرید ملک د ٢ اورونو په کولو د ٢٤ منډو په بدل کې یوه ویکټ ترلاسه کړه
٥: قیس احمد د یو اوور په کولو د ١١ منډو په بدل کې ویکټ ترلاسه نشوه کړای
٦: نجیب الله ځدراڼ ١٠ منډې جوړې کړې
٧: حضرت الله ځاځي ٨ منډې جوړې کړې
٨: کریم جنت ٣ منډې وکړې او د دوو اورونو په کولو یې د ٢٩ منډو په بدل کې کومه ویکټ ترلاسه نشوه کړای

٩: عظمت عمرزي ١٣ ناسوځېدلې منډې وکړې او د دوو اورونو په کولو یې د ٢٨ منډو په بدل کې کومه ویکټ ترلاسه نشوه کړای
١٠: راشد یوه منډه وکړه او د دوو اورونو په کولو یې د ١٧ منډو په بدل کې کومه ویکټ ترلاسه نشوه کړای

١١: شهزاد محمدي یوه منډه وکړه

Cricket News کریکټ خبرونه

23 Nov, 16:53


https://t.me/sadiqmedia3085

Cricket News کریکټ خبرونه

23 Nov, 16:33


که غواړی چې د کرکیټ تازه مالوماتو څخه خبر شی. نو زموږ سره یو ځای شی.
خپله د خوښی لوبغاړی نوم باندی کلیک وکړی.

Cricket News کریکټ خبرونه

22 Nov, 12:43


د چمپین ټرافۍ جنجال:
د مهال وېش له مخې د چمپینز ټرافۍ سیالۍ باید راتلوونکې نوي ورځو کې پیل شي، خو پاکستان ته د هند نه راتګ پرېکړې له امله لا هم د لوبو د ترسره کېدو مهال ویش ندی اعلان شوی.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، د چمپینز ټرافۍ غړو هېوادونو مشرانو سره به تر مشورې وروسته په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
بلخوا هندوستان هڅه کوي چې د یادو غړو په رایې اچونې سره یادې سیالۍ له پاکستان څخه بل ځای ته ولیږدوي.

Cricket News کریکټ خبرونه

11 Nov, 19:27


تاسې ټولو ته د نن لوبې د بریا مبارکي وړاندې کوم او په خوشحالي کې دغه دوه جملې هم در واخلئ.

Cricket News کریکټ خبرونه

11 Nov, 18:19


ټولو ته دې مبارک وي؛
د افغانستان د ځوان نسل کرکټ مو ولید، ګربز سلیزه وکړه او عظمت په ۷۰ منډو ناسوځېدلې پاتې شو او افغانستان ته یې لوبه وګټله.
همدغه باور کولای شي چې بریاوې راوړي. په یوه بل پوسټ کې مې هم درته ولي و چې، ګربز، عظمت، ننګیالی او فاروقي د افغانستان هغه ستوري لوبغاړي دي چې لوبډله به ورته تر ډېره وخته اړتیا ولري او دوی به لا هم ښې لاسته راړونې ولري.
لوبډلې ته د اتل او غضنفر په څېر د نویو ځوانانو راتلل هم د ستاینې وړ دي او دا ځوانان له ځان سره ساتل اړین دي.
محمدنبي د یوه مشر مسول لوبغاړي په توګه بې حده ښکلې لوبې وکړې او هیله مند یم چې د کیریر تر پایه همداسې ښه ولوبيږي.
په دې لوبلړۍ کې لوبډلمشر، رحمت شاه او ګلبدین هغه لوبغاړي وو چې هېڅ ښه ونه ځلیدل، په دې پوهېږو چې تر چمپینز ټراپۍ به لوبډلې سره مله وي، نو مونږ هم ورته د ښو لوبو دعا کوو.
د افغانستان د لا ځلېدا په هیله!

Cricket News کریکټ خبرونه

09 Nov, 08:51


هندۍ رسنۍ:
هندوستان د کریکټ ملي لوبډله د امنیتي او نورو لاملونو په بنسټ خپله لوبډله په پاکستان کې کېدونکې چېمپینز ټرافي ته نه لېږي!

Cricket News کریکټ خبرونه

08 Nov, 14:31


ژوند هم کله ناکله عجیبې کانې کا.
د بنګله دېش لوبغاړی شکیب الحسن تر دا څو میاشتې مخکې پورې د خپل هېواد د ډېرو خلکو اتل و، د پارلمان غړی و، یو اغیزناک شخص و، د ډېرو ځلمیانو او ځوانانو لپاره یو مثال او رول ماډل و او د کرکټ غوره لوبغاړی او الراونډر و.

اوس خپل هېواد ته نه شي ستنېدای، «مجرم» ګڼل ګېږي، سیاسي موقف یې ختم شوی، شتمنۍ او بانکي حسابونه یې ګنګل شوي، د خپل هېواد لپاره ممکن نور کرکټ ونه کړای شي او د قتل یوه دعوه هم ورباندې شوې ده.

د بنګله دېش د مالي استخباراتو څانګې د شکیب د ښځې او ځینو نورو مربوطو اشخاصو بانکي حسابونه هم ګنګل کړي. شکیب په پارلمان کې د شیخ حسینې د عوامي لیګ استازی و. د حسینې حکومت هم ړنګ شو او شکیب باندې هم بدې ورځې راغلې. «وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ.»

تازه په انګلنډ کې په داخلي سیالیو کې د هغه د بالینګ په انداز باندې هم شک ښودل شوی چې یو بل سرخوږی دی.

د بنګله دېش کرکټ بورډ وايي چې هغه له افغانستان سره سیالیو ته چمتو نه و او نه یې غوښتل ولوبېږي.

څه موده مخکې یې وویل چې نه پوهېږي چېرې به ځي خو دا دا خبره څرګنده ده چې خپل هېواد ته نه شي تلای.

په هر حال، خدای دې ورته چارې ښې کا، د بنګله دېش او اسیا د کرکټ یو ښه لوبغاړی دی.

شاید ډېرو لوبغاړو او موږ او تاسو ټولو ته د ده د دغه ژوند یو درس دا وي چې خپل کرکټ کوی، خپل وطن، خپلو خلکو او خپل مسلک ته ژمن واوسی. د موقف او حرص په لالچ کې خپل حیثیت او محبوبیت د سیاست او سیاستوالو کثافت دانۍ ته مه غورځوئ. هر سړی پیدا دی خپل خپل کار ته.

دا هم مه هېروئ چې هېڅ شی هم دایمي نه وي.

رب دې په ټولو ورحمېږي.


جعفر هاند

Cricket News کریکټ خبرونه

07 Nov, 04:08


افغانستان بنګله دېش ته د ۲۳۶ منډو هدف وټاکه. ډېر غټ هدف نه دی، خو کرکټ کې هر هدف او ترلاسه کول یې سخت کېدای شي.
بنګالیانو ښه بالینګ وکړ.
د افغانستان د سر توپ وهونکو ښه پیل ونه کړ. نبي او حشمت په منځ کې لږه لوبه برابره کړه او ننګیال خروټي منډې تر ۲۳۰ واړولې.
بنګله دېش د توپ وهونکو اوږد کتار لري. اوپنران به یې خطرناک وي یا نه، خو مډل ارډر یې قوي دی: شانتو، توحید، مشفق او محمد الله.
که پاور پلۍ کې فضل او غضنفر دوه درې ویکټې واخیستې، مډل ارډر کې بیا راشد، نبي او خروټي شته،
دې پیچ کې ورو توپ اچوونه/ سپن لوبول اسان نه ښکاري.
د دغې لړۍ د لومړۍ لوبې ګټل مهم دي.
د افغانستان د بري په هیله.

Cricket News کریکټ خبرونه

06 Nov, 10:10


د بنګله دېش پر وړاندې د لومړۍ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې لپاره د افغان اتلانو یوولس کسیز نوملړ:

افغان اتلان، د افغانستان ویاړ
ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله

Cricket News کریکټ خبرونه

06 Nov, 10:03


افغان اتلان لومړی توپوهنه کوي

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د بنګله دېش پر وړاندې د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغان اتلانو د بریا په هیله!
-

1,959

subscribers

8,173

photos

151

videos