پښتو شعرونه او ټپی📚 @cricket_lover_143 Channel on Telegram

پښتو شعرونه او ټپی📚

@cricket_lover_143


نور قامونه که زینت په لباس کاندی
زما دغه ښکلا بس ده چی پښتون یم

🖤❤️💚

پښتو شعرونه او ټپی📚 (Pashto)

د خوبصورت شعرونو او ټپونو په اړه مخکی پښتو کتل. دا کانال د پښتنو په زه کړې او ورسره په دغه ښکلا کې ګډون وي کوم چې کله زه خوشحال ګام کولای شم. پښتو شعرونه او ټپی کانال د هر چا ساحل به يا د پښتانو تاريخ په اړه د تفصیلي معلوماتو په کښې د پیژندلونو په اړه د انځورونو او نړیوالی پښتو شعرونو او ټپونو ته ورسره ورته او هیله لرئ. دا کانال به د پښتو شعرونو او ټپونو په اړه د خوندي او معلوماتو ترسره او د پښتون قوم بهر له لاسه جوړولو کې د مخکینو په مخه د کارودو ترسره پیژندلو ته همدارنی دي. پښتو شعرونه او ټپی کانال د پښتنو له پوهاند وه چې د پښتانو په رڼا کې د کمېنو لپاره د خوبصورتی او هنداره پښتو شعرونو او ټپونو په اړه د معلوماتو په کښه ترسره او د پښتون قوم په اړه د خپلو بنسټونو او نقصونو په اړه ګوټه استادان په کښه تحقیقاتو او لومړنی پایداره کانال باندې بهر ترسره او لاسلو ته د په کارې لاسه جوړولو ترسره ده.

پښتو شعرونه او ټپی📚

23 Nov, 16:24


https://t.me/afgwinners12

پښتو شعرونه او ټپی📚

23 Nov, 15:41


اَلسَلامُ عَلَيْكُم

ایا تاسی دسپــــورټ یادکــــرکیټ مینوال یاســـــت که موجــواب هووی نــــوراســـی
چـــــی نن درتـــــه دسپورټ دقیق ادرســــونه پـــــه لاس درکــــــړم

لــــــومړی 👇👇
کـــــه تـاســـی دافغانستان اونړی دهری لوبی معــلومات اوکمنتری غـــــواړی

دا 《افغان کـــرکیټ نیـــــوز 》چــــینل وڅاری👇👇

https://t.me/Atlan14
https://t.me/Atlan14
https://t.me/Atlan14
دوهــــــم👇👇
کـــــه تاسی غـــــواړی چی دافغانستان اونــــړی دکرکیټ هیلایټونه تــرلاسه کړی

دا《داده کــــرکیټ هیـلایټو 》چینل تــــه راســــــی
https://t.me/Atlan199
https://t.me/Atlan199
دریـــــــم 👇👇
تاســــی زموږ هـــــغه چینل هم جـــــوین کړی چی داحطیاط لپاره وی کـــــه چیری لومړی چینل له کاره ولویدی یابلاک ســــونونشرات به په احطیاطی چینل کی شروع کړو

《افغان کــــرکیټ نیوز احطیاطی چینل》

https://t.me/Afgan_CrickitBord
https://t.me/Afgan_CrickitBord

پښتو شعرونه او ټپی📚

23 Nov, 14:52


https://t.me/GenralbookstoreL

پښتو شعرونه او ټپی📚

23 Nov, 04:23


.


{وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا}

د خلګو سره په نرمه لهجه خبرې کوئ،

🤍🖇🦋

پښتو شعرونه او ټپی📚

20 Nov, 18:18


د جنون له کهکشانه درته راغلم
صبرېدمه نه جانانه درته راغلم

چی دی منعه د ساقي له دره نکړم
اوس سمبال می کړه ایمانه درته راغلم




@Cricket_lover_143

پښتو شعرونه او ټپی📚

18 Nov, 13:36


او ټولو ته یی وویل: وبخښی! هیله ده چی څو شیبی 
رخسار او خاوند یی سره پریږدی،
ټول دباندی ووتل وصال د رخسار څنګته کښینستی د 
هغی لاس یی په لاس کی ونیوی او ډیر یی وژړل 
رخسار د هغه لاس وښوروی او خپل ځانته یی متوجی
کړ او بیا یی د اکسیجن ماسک له خولی لیری کړ او په
کراری یی وویل: وصال وصال ته خو اوس لا خپله
وعده ماتوی زه په تا باور نلرم ما تاته نه وویل چی ته
به زما څخه وروسته هیڅ پریشانی نه کوی که تا داسی
وکړه نو زما روح به ډیره نا ارامه وی زما سره وعده
وکه چي ته به هیڅ غم نه کوی او تل به خوشحاله
ګرځی وعده وکه راسره،
وصال د رخسار لاس مچ کړ او د هوکړی سر یی
وښوراوه د رخسار اخیری سلګی وی نو یی وصال ته
وویل: وصاله ما په خپل غیږ کی ونیسه،
وصال رخسار په خپل غیږ کی ونیول د وصال او د
رخسار کورنی د عملیاتو د اطاق مخته انتظار وه څو
شیبی وروسته وصال د عملیاتو د اطاق څخه راووتی
او ژړا پکښی وچه سوی وه او حواس یی د لاسه
ورکړی وه لاسونه یی پسی مړه وه پلار او ورونو یی
ناری پر وهلی وصاله! وصاله! خو وصال هیڅ نه ویل ټول د عملیات اطاق ته ور دننه سوه نو ویلیدل چی
رخسار خپل روح حق ته سپارلی وه،
ځینی بی پوښتنی راسی زموږ زړونه خپل کی موږ ته
د ژوند کولو سبب سی خو یوه ورځ بی پوښتنی ولاړ
سی او د تل لپاره مو یوازی پریږدی او زړونه مو
زخمی کی داسی زخمی چی بیا هیڅ دارو درمل تاثیر
نه پر کوی ته پوهیږی رخسار لومړنی مینه چی د چا
سره سی هغه هیڅکله نه هیریږی که د دنیا ټولی
خوشحالی او نعمتونه هم درکړل سی خو بیا هم نه
هیریږی ته زما لومړنی او اخیری مینه یی بیله تا خو
زه ژوندی یم خو د ژوند کولو نه یم د مړ جسد او زما
هیڅ فرق نسته رخسار ته می ډیره یادیږی ایا زه ستا
همدومره یادیږم؟
رخسار+................. :
نه راته وایی ایا د خاوند څخه دی خوابدي یی؟
رخسار+.................. :
آیا زما سره خبری نه کوی ښه خیر زه به یو ټوکه درته
ووایم که دی خوښه سول نو معافوی به می که نه نو 
بیا به په یو بله طریقه ځان ستا د خوابدتیا څخه خلاص 
کم نو ورته غوږ سه: دوه ملګري پر لار روان وه چی 
د غوا خوشایی یی ولیدل دا یوه ملګری دا بل ته وویل 
چی دا به چشی وی هغه بل ورته وویل چی نه پوهیږم 
چی چشی به وی دا بل ملګری یی وویل چی ته وده زه 
به یی خوند وګورم کله چی یی خوند وکتی نو ویویل 
اوووی دا خو د غوا خوشایی دی ښه دی چی نه یو 
پکښی ختلی هههههههه ټوکه دی خوښه سول رخسار؟
رخسار یو څه خو ووایه خیر دی   رخسار می................. :
نسوه دی خوښه؟ ښه خیر زه به یو څو بیتونه درته 
ووایم چی ستا لپاره می جوړ کړیدی،
دغه ژوند دی چی د یار په څنګ کی اوسی
بیله یاره کل جهان په چا زندان ســـــــــــی
خدای دی نکړی څوک له یار نه جــــــــــدا
سپین سهار به ورته ښکاری تور ماښـــــــام
ما د یار پر څنګ ژوند د ملنګی خوښـــــوی
بیله یاره شتمنی د جهان څــــــه کــــــــــړم
که یار می ولاړی تور لحد ته له ما لیـــــــری
ربه ماته هم نصیب کړی لحـــــــــــدونـــــــه
د چا چی نوم زما بارک پر زړه لیــــکلـــــــی
نه به پاک سی نه به هیر سی او نه لیـــــری

پای...
وسلام

پښتو شعرونه او ټپی📚

18 Nov, 13:35


ناول:عاشقی
لیکوال:نیک محمد بارک
وروستی برخه


د وصال تر سترګو بی اختیاره اوښکې روانی وی او 
ډیر یی وژړل او بیا د رخسار د عملیاتو و اطاق ته 
ورلی رخسار هم تازه په هوښ کی راغلی وه وصال د 
هغی په سترګو کی سترګی ښخی کړی او بیا دواړو 
ټینګ په غیږ کی سره ونیول او ډیر یی وژړل وصال 
رخسار ته وویل: رخسار ډاکټران وایی چی ته زما 
څخه ځی خو ته د دوی خبره مه منه زه نه پریږدم چي 
ته زما څخه جلا سی زه به خپل ځان هم ستا لپاره خرڅ 
کم خو نه پریږدم چي په تا څه وسی،
رخسار چی تر سترګو یی اوښکې بهیدلی وویل: 
وصاله هغوی چي څه وایی رښتیا دی زما د ناروغی 
درملنه ناممکینه ده،
وصال وویل: رخسار ته هم داسی وایی؟
رخسار وویل: وصاله دا د الله کړه دی او دا حقیقت دی
پټیدای نسی د تقدیر څخه تیښته نسته همدا زما تقدیر 
کی لیکل سوی وه بل دا چي زما دعا خدای قبوله کړه،
وصال حیران سو او بیا یی وویل: کمه دعا؟
رخسار وویل: وصال ستا پیاد دی چی تا ټکر کړی وو
په هغه ورځ ما الله ته دعا کړی وه چي خدای دی زما
مرګ ستا د مرګ څخه مخکی کړی ځکه چی زه ستا
پر بدن یو کوچنی زخم لا نسم لیدالی،
وصال رخسار ته ډیر بد بد وکتل او بیا یی هغی ته
وویل: ایا نو زه به ستا مرګ وزغمالی سم؟
رخسار وژړل او بیا یی وویل: وصاله ته زما سره
وعده وکه چي زما تر مرګ وروسته به ته هیڅ غم نه
کوی که نه زما روح به بیا نا ارامه وی،
وصال او رخسار ډیر سره وژړل او بیا وصال وویل:
رخسار زه دا وعده نسم کوالی در سره ځکه ته زما
ساه یی او بی ساه ژوند کله امکان لری،
رخسار وویل: وصاله پوهیږی ما ستا څخه ولی طلاق
غوښتی د همدی لپاره چي ته د یوی بلی انجلی سره
واده وکړی نو زه به دی هیره سم
وصال حیران سو او بیا یی وویل: رخسار زه ستا وم
ستا یم او تر مرګه به ستا یم په الله قسم ستا ځای به
هیڅکله چاته ورنه کم،
رخسار وویل: لیونی کیږه مه وصاله ته دی خپل ژوند
شروع که زه په دی ډیره خوشحاله کیږم چی تا
خوشحاله ووینم،
وصال وویل: رخسار ته زما خوشحالی یی ته زما هر
څه یی زه به هیچا ته اجازه نه کم ور چي زما و ژوند
ته دی راسی موږ په همدی اوونۍ کی واده کوو،
رخسار ډیر وژړل او بیا یی ډاکټر ته وویل: ډاکټر
صاحب زه څومره وخت لرم زما د خاوند سره د
اوسیدو ایا یو میاشت موږ سره اوسیدالی سو؟
ډاکټر سر لاندی وزړوی څه یی ونه ویل او رخسار
پوه سوه چي دومره وخت نلرم بیا یی وویل: ډاکټر
صاحب ایا پر لاسو می د واده د نکریزو تر پاکیدو
پوری وخت لرم
داکټر بیا څه ونه ویل او بیا رخسار وویل: زه څومره
وخت لرم ډاکټر صاحب؟
ډاکټر وویل: که ډیر سی یوه اوونۍ،
وصال او رخسار ډیر حیران سول او بیا وصال پر
ځنګنو سو او چغی یی کړی او سر یی د مځکی وهی
ټول ډاکټران او د رخسار پلار راغلل او وصال ته یی
وویل: وصاله ستاسو دا چغی او ژړاوی مریض نور
هم تاوانی کوی او هغی ته زیات زیان رسیږی،
وصال ارام سو د رخسار تر سترګو هم بی اختیاره د
ملغرو پڅیر اوښکې پر مخ بهیدلی، وصال او کورنۍ
یی د واده تیاری شروع کړ او په دوو ورځو کی یی د
واده تیاری ونیوی او دریمه ورځ وروسته د رخسار
او وصال واده وسو وصال رخسار ته زیاته مینه
ورکړه او د هغی څخه یی د هغی مرګ هیر کړ کله
چی پنځمه ورځ خلاصه سول نو سهار چی کله وصال
راکښینستی نو ګوری چی رخسار په بیستر کی نسته
نو ډیر حیران سو ژر ژر یی په نورو اطاقو کی وکتل
خو هلته رخسار نه وه کله چی یی په صالون کی وکتل
نو ویلیدل چي رخسار پر لمانځه وه او دعاوی یی کولی
وصال موسکۍ سو او ور ناره یی کړه: رخسار خاوند
دی هیر نه کی هغه ته هم دعا وکه،
رخسار هم ددی ږغ په اوریدو موسکۍ سوه او الله ته
یی په دعا کی وویل: یا الله ته زما خاوند تل خوشحاله
لری ته د هغه هر مشکل ور حل کړی ته تل د ژوند په
ټولو چارو کی د هغه سره کمک وکړی او زما وروسته
چی پر هغه کم غم راځی ته هغه دده څخه لیری کړی
یا الله ته یی د هره غمه وساتی امین!،
وصال غوښتل چي رخسار ته جوس ور جوړ کړی
کله چی یی جوس ور جوړ کړ نو د هغی پر طرف
رهی سو چی ور یی کړی خو کله چی رخسار ته
ورسیدی نو ویلیدل چی رخسار د لمانځه پر ځای چپه
سویده وصال ژر ور وځغستل او هغه یی راپورته کړه
خو هغه په هوښ کی نه وه کله چی یی روغتون ته
ورسول نو هلته یی بیستر کړه د وصال او د رخسار د کورنیو غړی هم راورسیدل ټول ورته انتظار وه د
وصال تر سترګو دوامداره اوښکې بهیدلی څو شیبی
وروسته ډاکټران راووتل او ویویل: د رخسار حالت
ډیر خراب دی تاسو کوالی سی چی د هغی سره
ووینی،
ټول ورغلل ویلیدل چی د رخسار حالت ډیر خراب وو
د اکسیجن ماسک یی په خوله وو د وصال پلار په ژړا
کی رخسار ته وویل: اینګوری! زه ستا څخه ډیر
خوابدی یم دا څنګه مږور (اینګور) می یی د خسر سره دی
بانډار لا ونکی زه ستا څخه ډیر خوابدی یم،
بیا د وصال ورونو د رخسار سره خبری وکړی څو
شیبی وروسته د رخسار پلار رخسار پر تندی مچ کړه

پښتو شعرونه او ټپی📚

18 Nov, 03:38


21برخه
عاشقی ناول
لیکوال نیک محمد بارک


وصال ډیر خوشحاله سو او رخسار ته یی د موټر 
دروازه ور خلاص کړه او رخسار کښینستل او د 
هوایی میدان پر طرف رهی سول په لاره کی وصال 
و رخسار ته وویل: رخسار ایا ته بی ما هلته ژوند 
کوالی سی زه خو بیله تا یوه دقیقه نسم تیروالی،
رخسار وویل: وصاله ته ډیر ښه انسان یی یو ښه انجلی 
د ځان لپاره پیدا که او واده ور سره وکه زه به دی ژر 
هیره سم او هغه انجلی به ډیره بختوره وی چی ته یی 
په نصیب سی،
وصال وویل: نو ته می ولی پریږدی که زه ښه انسان 
وای نو تا به نه پریښوالی رخسار زه بیا هم زاری 
درته کوم چی ما یوازی مه پریږده،
رخسار وویل: وصاله پر ما ناوخته کیږی زه ستا سره 
په موټر کی په همدی نه راتلم،
وصال چپ سو او څو شیبی وروسته هوایی میدان
راورسیدی کله چي میدان راورسیدی نو رخسار ژر
تر موټر کښته سول او بسته یی واخیستل در سره او
وصال ته یی وویل: نو زه ځم د خدای په امان،
ُ وصال ورغلی او رخسار یی پر تندی مچ (ښکل) کړه
او په ژړغونی اواز یی ورته وویل: الله دی مل سه
رخسار،
کله چي رخسار روانه سول نو تر سترګو یی د الماسو
پڅیر ښکلی اوښکې پر مخ د اوبو پڅیر روانی سوی
خو وصال ته یی تر شا نه کتل وصال هغه د شا له
طرفه څارل رخسار د ترمینل پر طرف روانه وه او
تر سترګو یی دوامداره اوښکی توییدی کله چي د
تلاښی تر ځای ووتل نو د شا له طرف یی وصال ته
مخ ور واړوی په سرو او په اوښکو ډکو سترګو یی
وصال ته د خدای په امانی لاس پورته کړ وصال هم
لاس ورته پورته کړ خو څو شیبی وروسته وصال ډیر
حیران سو او په ډیری حیرانی یی رخسار ته کتل
رخسار هم حیرانه سول چي وصال ولی داسی په
حیرانی و دي ته ګوری کله چي رخسار پزی ته لاس
ور وړ نو ویلیدل چي تر پزی یی وینی راغلی وی
وصال ژر د رخسار وخواته ورځغستل او هغه یی د
امنیت له ځایه دباندی راویستل او ورته یی وویل:
رخسار په تا څه سویدی؟
رخسار ژر د خپلی پزی وینی پاکی کړی او ویویل:
هیڅ نه دی راسوی هغه داغسی...،
یو خبره ده
وصال وویل: ته درواغ وایی رخسار هتماً
چی ته یی زما څخه پټوی،
رخسار وویل: نه نه وصال هیڅ خبره نه ده زه
سمه.....، رخسار لا خبره نه وه خلاصه کړی چي بی
هوښه سول وصال ژر هغه روغتون ته ورسول کله
چي ډاکټرانو د هغی معاینات وکړل نو وصال ته یی
وویل: ښاغلې وصال صاحب ستاسو میرمن رخسار په
سرطان اخته ده،
وصال ډیر حیران سو او تر سترګو یی اوښکې راغلی
په دی وخت کی د رخسار پلار او شکیب هم
راورسیدل وصال د رخسار پلار ته په ژړا کی وویل:
بابا ډاکټر صاحب وایی زما رخسار سرطان ده،
د رخسار پلار وویل: خبر یم زویه،
وصال حیران سو او د رخسار پلار ته یی وویل: ته
مخکی خبر وی بابا؟
د رخسار پلار وویل: هو زویه خبر وم،
وصال وویل: نو تاسو زه ولی نه خبرولم؟
شکیب وویل: وصاله زه د رخسار شیدو خوړونکی
ورور او د هغي ډاکټر یم ما غوښتل چی تاته ووایم خو
رخسار ما او کاکا ته قسم راکی چی موږ باید تا خبر
نه کو او هغی زما سره د مینی ناټک او ته یی ځکه
خوابدی کړی او ستا څخه تلل چی ته د هغی څخه نفرت
وکی او د یوی بلی انجلی سره واده وکړی چی بیا ستا
دا هیره سی پوهیږی وصاله هغی چی به تاته هر واری
ناکی او ناخوښه خبره کول نو دومره به یی ژړل چی
نیږدی به وو چی د ډیری ژړا څخه یی سترګی ړندی
سوی وای هغه ستا سره ډیره مینه کوی خو ستا د
خوشحالی لپاره یی دا هر څه کول،
وصال ددی خبرو په اوریدو ډیر وژړل او بیا شکیب
وویل: وصاله رخسار خور می د وینی سرطان ده او
د هغی د وینی د خرابتیا له وجی د هغی د زړه نیمایی
برخی کار پری ایښی دی او نور هم خرابیږی او هغه
زموږ سره د یو څو ورځو میلمه ده،
کله چی وصال د شکیب دا خبره چی رخسار زموږ
سره د څو ورځو میلمه ده نو ډیر حیران سو او په
حیرانی سره یی شکیب تر ګریوان ونیوی او هغه ته
یی وویل: یو څو ورځی دی د ډاکټری درس ویلی دی
او اوس دلته زما پر رخسار داسی پریکړی کوی؟
نورو ډاکټرانو هم وصال ته وویل: وصاله ډاکټر
شکیب چی څه وویل هغه رښتیا دی،
وصال وویل: زه ستاسو خبری نه منم زما په رخسار
هیڅ نه کیږی زه هغه د نړی تر ټولو تکړه ډاکټرانو ته بیایم زه هغه نه پریږدم چي زما څخه ولاړه سی که څه
هم زما کمپنیانی زما کورونه او زما ژوند پکښی ځی،
ډاکټرانو وویل: وصاله موږ د نړی تر ټولو د تکړه
ډاکټرانو سره ددی مریضی په اړه خبری کړیدی
هغوی موږ ته منفی جواب راکړیدی او ویلی یی دی
چی ددی مریضی تداوی ناممکینه ده،
وصال وویل: تاسو درواغ وایست،
بیا د رخسار پلار وویل: وصاله زویه ډاکټران چي څه
وایی همدا رښتیا دی ما خپله هم د هغوی سره خبری
کړیدی،
وصال وویل: نه زه دا نه منم،
د رخسار پلار وصال ته چپلاخه پر مخ ورکړه او په
ژړا یی وصال ته وویل: زه د هغی پلار یم بی عقله!!
ما به خپل مال او ځان ټول د هغی د تداوی لپاره قربانی
کړی وای خو د هغی تداوی ناممکینه ده،

ادامه...

پښتو شعرونه او ټپی📚

17 Nov, 06:36


د نشتون احساس دې وخوړم لالیه
هــیرول هم لوی هنر دی ما نه زده


🖤🍂
@Cricket_lover_143

پښتو شعرونه او ټپی📚

16 Nov, 11:10


20برخه
ناول عاشقی

او د رخسار پلار ته یی په ژړا وویل: بابا دا ته څه 
وایی؟
د رخسار پلار وویل: زه نه زویه دا د رخسار پریکړه 
ده،
وصال د رخسار خواته ورغلی او رخسار ته یی په 
ژړغونی اواز وویل: رخسار دا بابا چي څه وایی ایا دا
رښتیا دی ایا ته په رښتیا هم زما څخه طلاق غواړی؟
رخسار وویل: هو زه طالق غواړم،
وصال چی کله د رخسار د خولی څخه دا خبره واوریده 
نو ډیر حیران سو او بیا یی رخسار ته وویل: خو ولی؟
رخسار وویل: بس دا زما پریکړه ده زه طلاق غواړم،
وصال وویل؛ رخسار خو اخیر څه سوی چي ته زما 
څخه طلاق غواړی ایا زما څخه کومه غلطی سوی ده 
که راڅخه سوی یی نو زه بخښنه غواړم در څخه بیا 
به یی هیڅکله ونه کم خو هیله کوم ته زما څخه مه جلا
کیږه زه بیله تا ژوند نسم کوالی هیله کوم رخسار،
رخسار وویل: وصاله تا زما فیصله واوریدل او زه
هیڅکله د خپلی فیصلی نه اوړم زه طلاق غواړم چی
په هر رکم وی،
وصال و رخسار ته ډیری زاری وکړی خو
رخسار د وصال یو خبره هم نه منل اخیر وصال ته هم
درد ورغلی او په درد سره یی رخسار ته وویل: ایا دا
ستا اخیری فیصله ده رخسار؟
رخسار وویل: هو،
وصال وویل: نو زما فیصله هم واوره هیڅکله دی
ولاکه طلاقه کم لاس دی ازاد چی هر څه کوی،
رخسار ته هم درد ورغلی او وصال ته یی وویل: زه
به وګورم چي ته څنګه ما ته طلاق نه راکوی ته یی
څوک زما د پلار په پیسو دی دا هر څه پیدا کړه او
اوس موږ ته غټ غټ کیږی،
د رخسار پلار ته پر دی خبری زیات درد ورلی چی
رخسار وصال ته وویل چی زما د پلار په پیسو.......
نو یی په درد سره رخسار ته وویل: رخسار که می بل وار داسی خبره در څخه واریدل نو په مځکه کی به
دی ژوندی ښخه کم ته چي طلاق غواړی هغه ستا خپل
کار دی خو که دی د وصال بی عزتی وکړه نو دا زه
نسم زغمالی وصال چي څه لری هغه ده په خپل لیاقت
سره پیدا کړیدی نه زما په پیسو، د رخسار پلار د ډیره
درده خپل کوټی ته ولاړی رخسار او وصال سره پاته
سول او بیا وصال رخسار ته وویل: پوهیږم د کله چی
شکیب دلته راغلی دی او ستا د هغه سره شناخت پیدا
سوی د هغه راهیسی دا کیسی شروع سویدی ټوله هغه
احمق دی،
رخسار په درد وصال ته وویل: هو هو چی هر څه ته
فکر کوی خو بل وار د هغه نوم په خوله کی لا را نه
وړی،
وصال وویل: رخسار زه به مرګ قبول کم خو تا ته به
هیڅکله طلاق در نه کم،
وصال دا خبره وکړه او د رخسار د کوره ووتی یو
لیری ځای ته ولاړی او په یو ارام ځای کی یی موټر
ودروی او تر سترګو یی اوښکې روانی سوی او هلته
یی ډیر وژړل او بیا خپل کورته ولاړی کله چي یی
پلار ولیدی نو پوه سو چی وصال خوابدی دی نو ورلی
او پوښتنه یی ځنی وکړه: وصاله زویه څه خبره ده
خیریت دی،
وصال څو شیبی چپ وو او بیا یی پلار په غیږ کی
ونیوی او په ژړا سو پلار یی ډیر حیران سو چي څه
پیښه ده بیا یی وصال په غیږ کی ټینګ کړ او ورته یی
وویل: وصاله زویه وصاله زویه چپ سه زویه دا څه
کوی،
وصال هم چپ سو او خپلی اوښکې یی پاکی کړی بیا
یی پلار ورته وویل: وصاله زویه ته دی خپلی خونی
ته ولاړ سه بیابه پر کراره خبری وکو ورسه زویه،
وصال هم خپلی خونی ته ولاړی او ټوله شپه یی په
ژړا تیره کړه او د سهار وخواته بیده سوی وو پلار یی
د شپی ناوخته د وصال خونی ته ورغلی ویلیدل چی د
وصال په لاس کی یو عکس دی او په غیږ کی یی
نیولی دی او د هغه سره بیده سوی وو او تر سترګو یی
اوښکې راغلی وی پلار یی وصال پر ځای سره سم
کړ او عکس یی را واخیستی چی ویکتل نو د رخسار
عکس وو پوه سو چی د مینی معامله ده هغه د رخسار
بغلته پر میز کښیښوی،
وصال په دفتر کی وو چي تلیفون ته یی زنګ رالی
وصال چی کله جواب ورکړ نو د رخسار د کور یو
مزدور وو او هغه وصال ته وویل چی رخسار غواړی
دا هیواد پریږدی او خارج ته د خپلوانو کورته د تل
لپاره ځی،
وصال ډیر حیران سو او ژر د دفتر څخه ووتی او د
رخسار د کور وخواته ولاړی کله چي د رخسار کورته
ورسیدی نو ویلیدل چي د رخسار د سفر بسته په لاس
کی ده او روانیږی وصال په بیړه ورلی او رخسار ته
یی په زهیره لهجه وویل: رخسار زه خبر سوم وای
هیواد پریږدی؟
رخسار وویل: هو
وصال وویل: نو چیری ځی،
رخسار وویل: ځم د اکا کره د تل لپاره،
وصال په زهیره لهجه وویل: رخسار زما څخه کمه
غلطی سویده چي ته ما پریږدی ته ماته سزا راکه زه
هر رکم سزا ته تیار یم که وایی چی ځان مړ که زه
دیته هم تیار یم خو ما مه پریږده زه بیله تا ژوند نسم
کوالی،
رخسار وویل: وصاله زه زیاتو خبرو ته وخت نلرم
زما پرواز ته لږ وخت پاته دی،
وصال څو شیبی د رخسار سترګو ته کتل او بیا یی
وویل: سمده رخسار چی څنګه ستا خوښه یی چی ته
خوشحاله یی زه خوشحاله یم چی هر ځای یی خو یوه
غوښتنه ده راځه تر هوایی میدانه پوری به دی زه
ورسوم،
رخسار وویل: نه نه زه خپله تلای سم
وصال وویل: هیله کوم رخسار راځه دا اخیری شیبی
خو به یو ځای سره تیری کو،
رخسار وویل: سمده درځه،

ادامه....

پښتو شعرونه او ټپی📚

15 Nov, 15:45


تعلیم وکړئ!
چی نسلونه مو له غربت ،جهالت او ناپوښی له رنځ خلاص شی.

پښتو شعرونه او ټپی📚

15 Nov, 14:10


هغه ما چې په زنځیر تړلی نشو
هغه زړه په نری تار د زلفو ګیر شو

@Cricket_lover_143🖤

پښتو شعرونه او ټپی📚

14 Nov, 19:21


نولسمه برخه
عاشقی ناول

رخسار او هغه ځوان حیران سول چی وصال د سلام 
پر ځای اول خوشکه شروع کړه د رخسار سره ناست 
ځوان وصال ته د روغبړ لاس ونیوی او ویویل: سلام 
زه شکیب یم،
د وصال غوسه سړه سوه او هغه ځوان ته یی لاس 
ورکړ او ویویل: وعلیکم السلام وصال یم، 
رخسار وصال ته ډیر بد بد کتل شکیب وویل: وبخښی 
زه باید اوس ولاړ سم ښه وخت رخسار ښه وخت 
وصال،
کله چی شکیب ولای نو رخسار خپلی کوټی ته راونه 
سوه وصال تر لاس ونیول او ورته یی وویل: رخسار 
ما د څه وخت راهیسی درته تیلفونونه کول تا دا پورته
کوی ولی نه څه خبره ده،
رخسار په غوسه وویل: وصاله زما لاس ایله که،
خو وصال د هغی لاس ټینګ نیولی وو،
رخسار بیا وویل: وصاله ما درته وویل چی زما لاس
ایله که،
خو وصال د هغی لاس ټینګ نیولی وو او نه یی ور
ایله کاوه،
رخسار ته درد ورغلی او پر وصال یی یوه لویه ناره
وکړه چي وصاله زما لاس ایله که، کله چی وصال د
هغی دومره غوسه ولیدل حیران سو نو د هغی لاس یی
ور ایله کړ او رخسار خپلی کوټی ته ولاړه په دی وخت
کی د رخسار پلار هم راغلی د رخسار ناره یی
واوریدل او وصال ورته وویل: بابا په رخسار نن څه
سویدی د سهار راهیسی می تلیفونونه ورته راکول خو
هیڅ جواب یی نه راکوی چی دلته پسی رالم نو دا په
بانډار د هغه ځوان سره اخته وه نه پوهیږم چي څه
خبره ده،
پلار یی وویل: زه هم نه پوهیږم زویه چی څه خبره
ده؟
وصال وویل: بابا هغه ځوان څوک وو چي دلته راغلی
وو؟
د رخسار پلار وویل: هغه زما وراره او د رخسار د
اکا زوی وو،
وصال ډیر پریشانه وو او ټوله شپه ویښ وو او لټ پر
لټ اوښتی خوب نه ورتلی د رخسار غوسه یی په دماغ
کی ګرځیدل کله چی سهار سو نو په دفتر کی یی طاقت
نه کیدی نو رخسار ته یی زنګ ور ووهلی خو رخسار
پر کاټ کړ بیا یی ور ووهلی خو رخسار بیا پر کاټ
کړ وصال حیران وو چي څه پیښه ده ناببره کله چی د
رخسار کورته ورلی نو بیا یی ولیدل چي رخسار د
شکیب سره ناسته وه او خندل یی وصال ډیر پریشانه
سو هلته څو دقیقو ورته منتظر وو او د رخسار او
شکیب خبرو ډیر بد خوند ور کاوه څو دقیقی وروسته
شکیب ولاړی او وصال د رخسار و طرف ته ورلی
او رخسار ته یی وویل: رخسار ته دا خبرو او بانډار
او خنداوو ته وخت لری دا زما تلیفون ته وخت نسی
پیدا کوالی چی جواب راکی اخیر دا نفر څوک دی چي
زما وستا په مینځ کی یی فاصله راوستل بل وار دی
ددی هلک سره ونه وینم،
رخسار وویل: ته څوک یی چی ما راګرځوی؟
وصال ددی خبری په اوریدو ډیر پریشانه سو او
سترګی یی راوختی او رخسار ته یی په ژړغونی اواز
وویل: یوه دا خبره دی پاته وه سمده صحی ده زه پردی
یم ما ناحقه وکړه چی تاته می دا وویل،
د وصال تر سترګو اوښکی راغلی او د رخسار له
کوره ووتی په دروازه کی د رخسار پلار ولیدی چی د
وصال تر سترګو اوښکی را روانی دی او په موټر کی
کښینستی او ولاړی د رخسار پلار چی کله کورته رالی
نو رخسار ته یی وویل: ایا تا بیا د وصال سره جنګ
وکی؟
رخسار وویل: هغه بابا دی رالی....
رخسار لا خبره پوره کړی نه وه چي پلار یی په غوسه
ورته وویل: ما چي کمه پوښتنه در څخه وکړه د هغه
جواب راکه،
رخسار وویل: هو بابا
پلار یی رخسار ته ډیر په غوسه سو او خپلی خونی ته
ځنی ولاړی رخسار هم په غوسه خپلی خونی ته
ولاړه، وصال ټوله شپه په ژړا تیره کړه او تر سهاره
بیده نسو څو ورځی تیری سوی وصال او رخسار هیڅ
خبری سره ونه کړی وصال به ډیر خوابدی دفتر ته
راتلی او وتی هیڅ شی او هیڅ کاروبار ته یی زړه نه
کیدی څو ورځی وروسته وصال په خپل دفتر کی
ناست وو چي د رخسار د پلار تلیفون ورته رالی
وصال ډیر خوشحاله سو فکر یی کاوه چی یو ښه خبر
به وی کله چی یی د رخسار د پلار تلیفون ته جواب
ورکړ نو د رخسار پلار ورته وویل: وصاله زویه ته
یو وار کورته راسه که تکلیف نه وی،
وصال ورته وویل سمده او د رخسار کورته په ډیری
خوشحالی ور روان سو کله چی د رخسار کورته
ورسیدی نو ویلیدل چی رخسار او پلار یی ډیر خوابدی
ناست دی وصال هم حیران سو تر روغبړ وروسته د
رخسار پلار وویل: وصاله زویه نه پوهیږم چی ستاسو
جنجال پر څه خبره سره راغلی وو خوښه نه وسوه
زویه ما خو ډیر نصیحتونه ورته وکړه خو دا تر خپلی
فیصلی نه تیریږی او پر خپله فیصله یی ټینګار دی نو
چی خبره نوره سره ترخه نسی او جنجالونه نور زیات
نسی نو دا وایی چی ما دا فیصله کړیده نور تاسو پوه
سواست او فیصله مو،
وصال وویل: کمه فیصله بابا؟
د رخسار پلار په کراری وویل: وصال زویه رخسار
غوووووواړی چي ستا څخه طالق واخلی،
وصال ډیر حیران سو او په حیرت سره یی رخسار او
د هغی پلار ته وکتل او بیا یی تر سترګو اوښکې راغلی

ادامه....


چی دوه پارته نشر کم یو لایک کوی او بل نه 🚶‍♀

پښتو شعرونه او ټپی📚

13 Nov, 20:31


غږ یی واقعا زما زړه لمس کړ او واقعا یو ځل اوریدل یی بسنه نکوی په بار بار اوریدلو ارزی🤌🙂‍↔️

#عبدالله_سعید

❤️‍🩹🎧
@Cricket_lover_143

پښتو شعرونه او ټپی📚

13 Nov, 11:35


وصال وویل: نو سمده بابا خو ته به هم زما یو شرط 
مني؟
پلار یی موسکۍ سو او بیا یی وویل: څنګه شرط زویه؟
وصال وویل: ته به زما د ټوکرانو د کمپنۍ ریس کیږی 
زه غواړم هغه ستا په نامه کم،
پلار یی ډیر خوشحاله سو او بیا یی وویل: نه نه زویه
دومره غټه تحفه او دومره لوی احسان زه نسم منالی،
وصال وویل: بابا څه چی زما دی هغه خو ستا هم دی 
او زه پر تا احسان نه کوم ایا تا او مور چي زه دې دنیا 
ته راوړلم او روزلم مو ایا دا غټ احسان او غټه تحفه 
نه ده چی تاسو ماته راکړه نو ایا زه دا دومره کوچنی
تحفه تاسو ته نسم درکوالی،
پلار یی نه منل خو اخیر د وصال د ډیر ټینکار سره 
یی پلار ومنل او د ټوکرانو د کمپنۍ مشر یی کړ،
وصال غوښتل پر رخسار د پلار سره د یو ځای کیدو 
زیری  رخسار وکړی خو کله چي یی تلیفون ور
وکړ نو رخسار به پر کاټ کی وصال بیا زنګ ور
ووهلی خو رخسار بیا کاټ کی وصال د رخسار پلار
ته زنګ ور ووهلی او هغه ته یی وویل چي رخسار
چیری ده د رخسار پلار وویل: چي هغه خو په کور
کی ده،
وصال ډیر پریشانه سو چي رخسار تلیفون ولی نه
پورته کوی په موټر کی کښینستی
او د رخسار کورته ور روان سو کله چی هلته ورسیدی
نو ویلیدل چی رخسار د یو ځوان سره ناسته وه او
بانډار یی کاوه وصال د دروازی و شاته ودریدی او
رخسار ته یی زنګ ور ووهلی کله چی رخسار ته زنګ
ورغلی نو رخسار وکتی او بیرته یی تلیفون پر مځکه
کښیښوی او په بانډار اخته سوه وصال ډیر پریشانه سو
او د رخسار و خواته ور روان سو کله چي هغی ته ور
ورسیدی نو ورته یی وویل: رخسار زه د سهار
راهیسی تاته تلیفونونه کوم او ته دلته ناسته یی بانډار
کوی او زما تلیفون ته جواب نه وایی،

ادامه....

پښتو شعرونه او ټپی📚

13 Nov, 11:34


ناول اتلسمه برخه

څو میاشتی تیری سوی د وصال په هغه کمپنۍ کی غلا 
وسوه په کومه کمپنۍ کی چی دده پلار منشی وو د هغی 
کمپنۍ مدیر ټولو کاریګرو ته اخطار ورکړ چي باید د 
غلا پیسی بیرته کمپنۍ ته راوړی که نه نو ډیر بد چلند 
به ور سره وکړی ټول کاریګر ډیر وارخطا وه ددی 
کیسی څخه وصال خبر سو او همغی کمپنۍ ته څو 
ورځی وروسته راغلی او د کمپنۍ په صالون کی یی 
ټول کاریګر راوغوښتل او مدیر یی هم راوغوښتی 
وصال ټولو کاریګرو ته وویل: تاسو ټول تر ما مشران 
او ددی کمپنۍ د څو کلنو راهیسی کاریګر یاست ددی 
کمپنۍ لکبله تاسو خپلو کوچنیانو ته ډوډی او د ژوند 
نورې اسانتیاوی برابروی نن چي ددی کمپنۍ سره کم خیانت سویدی دي کمپنۍ او ماته هیڅ تاوان نه رسوی
خو کم کس چي دا کار کړیدی هغه ته به ډیر تاوان
ورسیږی البته که یی خپله خپل ګناه ومنل او غلا سوی
پیسی یی بیرته راوړلی نو شاید زه پری رحم وکم خو
که یی نه راوړلی نو د ډیر بد حالت سره به مخ سی او
د ټولو ومخته به یی رسوا کم تاسو دی خبر یاست چي
ددی کس معلومول ماته هیڅ زور او تکلیف نه غواړی
زه یی معلوموالی سم او تاسو می په دی خاطر دلته
راوغوښتلاست چي تاسو هغه کس ووینی نو ښه ده چي
خپله خپل ځان راوښیي که نه نو بیا دی زما څخه ګیله
نه کوی چی ما بیا هر حالت پر راوستی اوس لا وخت
لری زه هغه ته دوی دقیقی وخت ورکوم چی باید خپله
خپل ګناه ومنی،
ټول کاریګر ډیر حیران سول او ټول ودیته انتظار وه
چي اوس به څوک ځان مجرم ومني ټول انتظار وه چي
په دی وخت کی د همدی کمپنۍ مدیر وصال ته وویل:
ریس صاحب وخت مه ضایع کوه موږ خبر یو چي غل څوک دی ایسته یی ژر رسوا که دوو نورو ملګرو یی
هم د مدیر د خبرو تائید وکړ،
وصال وویل: څوک دی هغه؟
مدیر د کمپنۍ منشي یعنی د وصال پلار ته چي مدیر
نه پیژندی چي دا د وصال پلار دی اشاره وکړه او
ویویل چي غل همدا منشي دی ملګرو یی وویل هو
همداسی ده ریس صاحب غل همدا زموږ منشي دی،
ددی خبر په اوریدو سره د وصال مخ د ډیره قهره تک
سور سو خو هیڅ یی ونه ویل کله چي یی پلار دا خبره
واوریدل نو ډیر وارخطا سو او وصال ته یی وویل:
ریس صاحب ریس صاحب زه په خدای قسم کوم چي
ما غلا نه ده کړی ما غلا نه ده کړی ریس صاحب،
وصال هیڅ نه ویل څو شیبی وروسته د کمپنۍ مدیر د
وصال پلار پوری وهی او ورته یی وویل: ولاړ سه
بی شرمه یو وار غلا کوی او بیا دروغو قسم خوری چی ما غلا نه
ده کړی، کله چی د کمپنۍ مدیر د وصال پلار پوری وهی وصال
ډیر په غوسه سو او ور ولاړ سو او مدیر یی ټینګ په
لغته ووهلی او د دروازی سره یی وجنګوی بیا یی
راپورته کړ او د مځکی یی ووهی او ورته یی وویل:
بی غیرته تا زما پلار ته غل وویل د ژوند څکه ولاکه
راڅخه وکی،
کله چي وصال منشي ته په پلار وویل نو ټول ډیر
حیران سول وصال خپلو وهلو ته ادامه ورکړی وه او
هر واری یی همدا ویل چی تا زما پلار ته په غل وویل
تر دی حده یی ووهلی چي د مدیر مخ ټول په وینو ککړ
سو پلار یی ورځغستل او وصال یی ټینګ کړ او ورته
یی وویل: ریس صاحب ریس صاحب هغه پریږده که
نه مړ به سی ریس صاحب پریږده هغه پرییییږده ریس
صاحب،
خو وصال خپلو وهلو ته ادامه ورکړی وه بیا یی پلار
وویل: وصاله زویه پریږده هغه که نه مړ به سی
وصاله زویه، کله چي وصال د خپل پلار د خولی څخه د زوی کلمه
واوریدل چی و ده ته یی په زوی وویل نو مدیر یی
پریښوی د وصال  سترګی د اوښکو ډکی سوی  او بیا یی
پلار ته مخ واړوی او هغه یی ټینګ په غیږ کی ونیوی
او د بابا بابا په نامه یی ورته ویل کله چي ارام سو او
غوسه یی لیری سوه نو مدیر یی تر کالو ونیوی او ټولو
کاریګرو ته یی وویل: غلا دی بی غیرته کړی وه خو
تور یی پر تاسو او زما پر پلار پورې کړ،
ټول ډیر حیران سول بیا وصال د پروجکتور پر مخ د
دوی د غلا ویدیو چي جاسوسی کیمری تری نیولی وه
ټولو ته ورښکاره کړه بیا یی مدیر او د هغه ملګرې تر
کمپنۍ ویستل ټولو بیرته د پخوا پڅیر خپل کارونه
شروع کړه وصال څو ورځی وروسته خپل پلار ته
وویل: بابا ته نور پر کور کښینه دا دی موږ خو یو موږ
کار کوو ستا و کار ته حاجت نسته ته استراحت وکه،
پلار یی وویل: وصاله زویه پر کور چي کښینم دیغت
کوم زه باید په یو کار اخته یم

پښتو شعرونه او ټپی📚

13 Nov, 05:02


قافلو کړې لوي لارې نادرکه
چيري ولاړي د کاروان د سر هلکه

#مجیب🥀💔

@Cricket_lover_143

پښتو شعرونه او ټپی📚

13 Nov, 03:42


ګودر لکه پښتون وطن, پری جنګ لکه د دواو پیغلو
پښتون څه بی ګناه لکه منګی پکی ماتیږی

#شهید_ګیلمن_وزیر
🖤
@Cricket_lover_143

پښتو شعرونه او ټپی📚

12 Nov, 15:03


چې منزل ته رسیدای نشي رحمانه...!
دومره لرې مینتوب ته حاجت نشته...!


رحمان بابا

3,182

subscribers

597

photos

136

videos