د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس او د نفوسو د احوال ثبتولو مرستیال مولوي محمدنبي محمدي د ننګرهار ولایت د امنیې قومندان ملا محمدفرید عمر سره نن شنبه (۳ لیندۍ) لیدنه وکړه.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس د ننګرهار ولایت امنیې قومندان ښاغلي عمر ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه، هڅه یې دا ده چې هېوادوالو ته چټک خدمتونه وړاندې او د ځورېدلي ولس ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
په یاده ناسته کې د ننګرهار ولایت اوسېدونکو په ځانګړې توګه امنیتي منسوبینو ته د الکترونیکي تذکرو په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې اترې وشوې.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره ژمنه ده چې د هېواد په کچه ټولو هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي، په همدې اساس یې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.