🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️ @drhanif Channel on Telegram

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

@drhanif


🟢 Whatsapp & Call : +93788069313

✅️ Facebook Page :

️ډاکتر حنیف طبی معلومات 🩺

ډاکټر حنیف طبی معلومات (Pashto)

د ډاکټر حنیف طبی معلومات ټلیگرام چینل د یو په پهنه کې د طبي او سلامتی معلوماتو په لور سره سمونو کولای شي. دا چینل په کسانو سره اوسه کار کولای شي کولای شي کوم چې په ډاکټرونو سره داخل شي او د خبرونو او لوبونو سره سمونو کولای شي. دا چینل د یوه تجربوونکې د اړخیزې ښايي او ورته اوسه مرسته کولای شي. زه له ډاکټر حنیف طبی معلومات چینل سره ورته اړیکې کولای شم او خپل طبيعې صحت په خوا چې کوي. د چینل تبادلې د زواجې سره د کمپيوټرونو او موبایلونو په مخې کولای شي. په ډاکټر حنیف طبی معلومات چینل کې د ورته اوسیدلو په اړولو کې لپاره نوي توضیحاتو او معلوماتو په اړولو کې د یوه نوي راوړلو موقعيت دي.

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

12 Feb, 06:38


🌎 د ژوند هغه خبرې چې ډیرې ګټورې دي !

1 - که څوک له تاسې سره ګډ کاروبار کول غواړي، نو د هغه سره په یو پلیټ / قاب کې خواړه وخورئ . وګورئ چې هغه د خواړو ښه برخه ځان ته ډېر خوړوي یا تاسې ته یې درکوي . که د هغه په ګټه ډېر خوړل وي ، نو د کاروبار کولو څخه ډډه وکړئ ځکه هغه به ستاسو نه ډېر اخیستل غواړي .

2 - که څوک له تاسو سره دوستي کول غواړي ، نو د هغه سره په عامه ټرانسپورټ کې سفر وکړئ ، که هغه په هره طریقه د کرایې څخه ځان وساتي ، نو دا معنی لري چې هغه له تاسو څخه ګټه اخلي او د دوستي کولو وړ نه دی .

3 - که څوک له تاسو سره اړیکه جوړول غواړي، نو د هغه د څه شي ته لږ څه زیان ورسوئ . لکه د هغه په بوټانو باندې سلینډ یا د موبایل ټیلفون د میز په څنډه کې ایښودل ، که هغه د خپلې شیې د ارزښت په اړه خبرې کوي ، نو له هغه سره اړیکه مه جوړوئ ځکه هغه د اړیکې څخه ډیر پیسې خوښوي .

4 - که تاسو کاروبار کوئ او څوک تاسو نه پور غواړي، نو د هغې قیمت ډیر لوړ ووایاست، که هغه د قیمت د کمولو هیله ونه کړي، نو پور مه ورکئ ځکه هغه د قرض بیسی بیرته درکولو سوچ هم نلري .

5 - که څوک هره دویمه یا درېیمه خبره قسم خوري ، نو د هغه خبره کې یقیناً دروغ وي، ځکه هغه خپل دروغ د حقیقت ثابتولو لپاره قسم خوري .

6 -که ستاسو کوم دوست ستاسو څخه خپل یو بد عمل پټوي، نو هغه ته مه وایاست چې تاسو هر څه پوهیږئ. که تاسو داسې وکړل، نو هغه به بیا هم خپل بد عمل ستاسو په وړاندې تکرار کړي.

7 - کله چې د ماشومانو څخه د بدو کارونو مخنیوی کوئ، نو د جن، بلا، یا حیواناتو سره یې مه وېروئ، ځکه چې کله هغوی پوه شي چې دا شیان فرضي وو، نو بیا به هغوی بدې کړنې پیل کړي. بلکه دوی له الله څخه یا د جهنم څخه ووېروئ، ځکه چې د هغې تصور ټول عمر پاتې کیږي.

8 - هره غلطۍ لپاره ماشومانو ته سزا مه ورکئ، ځکه چې دا د دوی ذهنیت داسې جوړوي چې لویږي او هره غلطۍ ته د جګړې لاره غوره کوي، په پای کې به یې ټول عمر په شخړو تیریږي.

9 - له خپلو مور او پلار سره د خپلو ماشومانو په وړاندې ډیر محتاط اوسئ، ځکه چې کومه رویه تاسو کوئ همغه رویه ستاسو اولاد هم اخلي.

10 : په ټولنه کې که کوم عمل ته تاسو بد وګورئ، نو هغه خپله مه ترسره کوئ.

لیکنه د عمومی اصلاح په نیت شوی ده ، لتاسي ټولو څخه مو د لوستلو ، نشرولو په هیله .

🌎 زمونږ د ټیلیګرام د چینل لینک :

https://t.me/drhanif

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

11 Feb, 18:32


*موضوع : د مخ سپینوالي لپاره غوره کورني ماسکونه :*

که غواړئ چې طبیعي او روښانه پوست ولرئ، لاندې ماسکونه کولی شئ په کور کې جوړ کړئ. دا ماسکونه د پوستکي رڼا زیاتوي، داغونه کموي، او تازه‌والی ورکوي.

1️⃣ د شيدو او شات ماسک :
مواد :
2 کاشوغې تازه شيدې ،
1 کاشوغه طبیعي شات ،
🔹 طریقه : دواړه مواد سره ګډ کړئ او 15 دقیقې یې پر مخ پریږدئ . وروسته یې په ګرمو اوبو ومینځئ . دا ماسک هفته کې 3 ځله وکاروئ .
📌 ګټې : پوستکی نرموي ، روښانه کوي ، او داغونه کموي .

2️⃣ د رومي او الوورا ماسک :
مواد :
2 کاشوغې الوورا جېل ،
1 کاشوغه د رومي جوس ،
🔹 طریقه : دواړه مواد سره ښه ګډ کړئ او د 20 دقیقو لپاره یې پر مخ ووهئ . وروسته یې په یخو اوبو ومینځئ .
📌 ګټې : د پوستکي توروالی کموي او طبیعي روښنايي ورکوي .

3️⃣ د ګازرې او مستې ماسک :
مواد :
2 کاشوغې مستې ،
1 کاشوغه د ګازرې جوس ،
🔹 طریقه : دواړه مواد سره ګډ کړئ او د 15 دقیقو لپاره یې پر مخ پریږدئ . وروسته یې په یخو اوبو ومینځئ.
📌 ګټې : پوستکی تازه کوي ، داغونه له منځه وړي ، او رطوبت ورکوي .

4️⃣ د اوړو او لیمو ماسک :
مواد :
2 کاشوغې اوړه ،
1 کاشوغه د لیمو جوس ،
1 کاشوغه ګلاب اوبه ،
🔹 طریقه : دا ټول مواد سره ګډ کړئ او د 20 دقیقو لپاره یې پر مخ پرېږدئ . وروسته یې په یخو اوبو پاک کړئ .
📌 ګټې : د پوستکي مړه حجرې لیرې کوي او طبیعي سپینوالی ورکوي .

🛑 مهم ټکي : د هر ماسک څخه وروسته ، مخ ته موسټورایزر ووهئ . د لمر ضد کریم ( Sunscreen ) استعمال کړئ ، ترڅو پوستکی له تورېدو وساتئ . د زیاتو کیمیاوي موادو استعمال مه کوئ ، ځکه چې پوستکی زیانمنوي .

🔲 *د همدي موضوع اړوند کومه پوښتنه ، یا جنسی کوم مشکل وي مونږ ته په لاندي دواړو وټساپ شمارو شخصی کې پیام کولی شئ .*
> د زنګ او د وټساپ شماری :
+93788069313 , +93777025313
*🔲 لوستلو 📖 ، او نشرولو په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*
*📢 د چینل ټول 65 زره ملګري بائید دا پوسټ خپلو ټولو وټساپ ملګرو سره ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . مننه*
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

11 Feb, 18:32


*موضوع : د هیلیکوباکټر پایلوري ( H. Pylori ) ناروغي څه ده ؟*

📌 هیلیکوباکټر پایلوري ( H. Pylori ) یو ډول باکتریا ده، چې د معدې دننه ژوند کوي او د معدې او کولمو زخمونه (Gastric Ulcers) او التهاب (Gastritis) رامنځته کوي.

> د H. Pylori د پیدا کېدو لاملونه :

1️⃣ غیر صحي خوراک : ناپاکه خواړه او ککړې اوبه د دې باکتریا انتقال ته لاره هواروي.

2️⃣ د شخصي حفظ‌الصحه نه مراعات : که یو څوک د تشناب څخه وروسته لاسونه ونه وینځي، نو باکتریا خولې ته انتقالېدای شي.

3️⃣ له اخته کس سره تماس : د غیر صحي چمچو، پیالو، او نورو شیانو شریک استعمال دا باکتریا انتقالوي.

4️⃣ ککړ چاپېریال : چټل او غیربهداشتي ځایونه د H. Pylori د خپرېدو یو لوی عامل دی.

5️⃣ د زیاتو مسالو او تیزابي خوړو استعمال : تیزابي خواړه د معدې ساتونکي مواد کمزوري کوي، چې دا باکتریا وده کوي.

> 🔍 د H. Pylori د نښې نښانې :

د معدې درد ، خاصتاً تشې معدې ته .
د معدې سوزش ( Burning sensation ) .
بدبويي لرونکی نفس ( Bad Breath ) .
د اشتها کمښت .
د نس ناستې یا قبض ستونزه .
بې‌دلیله وزن کمېدل .
د ګازونو زیاتوالی او د نس پړسوب .

> 🔬 د تشخیص لارې :

1 : د تنفس ازموینه ( Urea Breath Test ) .
2 : د وینې معاینه .
3 : د معدې Endoscopy .
4 : د مدفوع معاینه .

🩺 د H. Pylori علاج :

انټي بیوټیک درمل ( Clarithromycin , Amoxicillin ) د ډاکټر له مشورې سره .
د معدې اسید کموونکي درمل ( PPI لکه Omeprazole , Pantoprazole ) .
صحي تغذیه : مسالې ، تېزاب لرونکي خواړه ، او غیر صحي غذا باید کمې شي .
د پاک چاپېریال ساتنه : لاسونه منظم ووینځئ ، پاک خواړه وخورئ.

📌 که تاسو د H. Pylori نښې لرئ، نو د ډاکټر سره مشوره وکړئ!

🔲 *د همدي موضوع اړوند کومه پوښتنه ، یا جنسی کوم مشکل وي مونږ ته په لاندي دواړو وټساپ شمارو شخصی کې پیام کولی شئ .*
> د زنګ او د وټساپ شماری :
+93788069313 , +93777025313
*🔲 لوستلو 📖 ، او نشرولو په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*
*📢 د چینل ټول 65 زره ملګري بائید دا پوسټ خپلو ټولو وټساپ ملګرو سره ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . مننه*
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

11 Feb, 18:32


*موضوع : د میاشتیني دردونو ( Menstrual Cramps ) د زیاتوالي لاملونه :*

* لیکوال : ډاکټر حنیف .*

1️⃣ هورموني بدلونونه : د پروستاګلاندین ( Prostaglandins ) نومي هورمون زیاتوالی مومي ، چې د رحم عضلات راکش کوي او دردونه زیاتوي .

2️⃣ د اندومتریوسس ناروغي ( Endometriosis ) : که د رحم داخلي پرده بهر وده وکړي ، نو دا شدید دردونه رامنځته کوي .

3️⃣ د رحم فایبروید ( Fibroids ) : د رحم غیر سرطاني غټې شوې برخې ، چې د درد او درنې خونریزي لامل کیږي .

4️⃣ پولی‌کیسټیک اوورین سندروم ( PCOS ) : د هورموني بې‌توازني له امله ، د تخمدانونو فعالیت ګډوډیږي او دردونه زیاتېږي .

5️⃣ د تغذیې کمښت : د مګنیزیم ، کلسیم ، او اوسپنې کمښت د عضلاتو د سختوالي او دردونو سبب ګرځي .

6️⃣ ذهني فشار ( Stress ) او اضطراب : فشار او سټریس د هورموني بدلونونو له لارې د رحم د سختوالي لامل کیږي .

7️⃣ غیر منظم حیض : که د میاشتینۍ دوره نامنظمه وي ، نو دردونه زیات احساس کیږي .

8️⃣ د فزیکي فعالیت نشتوالی : تمرین د وینې جریان ښه کوي ، که کم وي ، نو دردونه زیات احساسېږي .

9️⃣ د اوبو کموالی ( Dehydration ) : د بدن کم هایډریشن د عضلاتو سختوالی او دردونه زیاتوي .

🔟 د شدیدو ناروغیو نښې : که دردونه له حده زیات وي ، نو دا ممکن د اندومتریوسس ، PID ( Pelvic Inflammatory Disease ) ، یا تخمداني ناروغیو نښه وي .

> د میاشتیني درد ( Menstrual Cramps ) کمولو کورنۍ لارې :

1️⃣ ګرمه تکه یا بوتل وکاروئ : د نس یا شا برخې ته ګرمه تکه یا ګرم اوبه لرونکی بوتل کیښودل ، د رحم عضلات آراموي .

2️⃣ د زنجبیل / ادرک چای وڅښئ : زنجبیل یا ادرک طبیعي ضد التهابي خاصیت لري او د درد کمولو کې مرسته کوي .

3️⃣ د دارچین چای وڅښئ :دارچین د وینې جریان ښه کوي او درد کموي .

4️⃣ د ګرمو شیدو سره شات یا عسل وڅښئ : دا د بدن آرامولو او د رحم عضلات نرمولو کې مرسته کوي .

5️⃣ کافي او چای کم کړئ : کافئین د رګونو تنګیدو سبب کیږي ، چې درد زیاتولی شي .

6️⃣ مڼې او کیلې وخورئ : د مګنیزیم او پوتاشیم لرونکي دي ، چې عضلات نرموي .

7️⃣ د مساج کولو عادت ونیسئ : د نس او ملا شاته د زیتون یا ناریال تېل مساج کول درد کموي .

8️⃣ منظم تمرین وکړئ : سپک تمرین ، لکه یوګا یا مزل ، د وینې جریان ښه کوي او د درد شدت کموي .

9️⃣ زیات اوبه وڅښئ : اوبه بدن هایډریټ ساتي او د ګازونو راټولېدو مخنیوی کوي .

🔟 د چایو پر ځای د نعناع وکاروئ : نعناع طبیعي آراموونکی خاصیت لري ، چې د رحم د تشنج کمولو کې مرسته کوي .

📌 که دردونه ډېر شدید وي او د عامو درملو او کورنیو درملنو سره نه کمېږي ، نو باید د ډاکټر مشوره واخلئ .

🔲 *د همدي موضوع اړوند کومه پوښتنه ، یا جنسی کوم مشکل وي مونږ ته په لاندي دواړو وټساپ شمارو شخصی کې پیام کولی شئ .*
> د زنګ او د وټساپ شماری :
+93788069313 , +93777025313
*🔲 لوستلو 📖 ، او نشرولو په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*
*📢 د چینل ټول 65 زره ملګري بائید دا پوسټ خپلو ټولو وټساپ ملګرو سره ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . مننه*
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

11 Feb, 18:31


*موضوع : د جنسي قوت زیاتونکي او کمونکي خواړه :*

* لیکوال : ډاکټر حنیف .*

> د جنسي قوت زیاتونکي خواړه :

1 : غوړ لرونکي کب یا ماهی ( Salmon , Tuna , Mackerel) د Omega - 3 اسیدونه لري ، چې د وینې جریان ښه کوي.

2 : وچه میوه ( بادام ، کاجو ، چلغوزي ، پسته ) : د زینک ( Zinc ) او ارګینین لرونکي دي ، چې جنسي قوت زیاتوي .

3 : شات ( عسل ) : طبیعي انرژي برابروي او هورموني تعادل ساتي .

4 : هګۍ : د پروټین او B - vitamins سرچینه ده ، چې د سټریس کمولو کې مرسته کوي .

5 : تور چاکلیټ : Flavonoids لري ، چې د وینې جریان ته ګټه لري .

6 : اوسپنه لرونکي خواړه د وینې تولید زیاتوي .

7 : رومیان ( Tomatoes ) : د Lycopene لرونکي دي ، چې د پروسټیټ روغتیا ته ګټه لري .

8 اومی مغزیات (Flax Seeds , Pumpkin Seeds , Sesame Seeds ) – د Omega - 3 او زینک سرچینې دي .

9 :هندواڼې او کیلې : د وینې رګونه پراخوي ، چې د آلې تناسل سختوالی ښه کوي .

10 : زنجبیل او هوږه : د وینې جریان ته ګټه لري او التهابي حالت کموي .

> د جنسي قوت کمونکي خواړه :

1 : زیات بوره (Sweet foods , Soft Drinks ) : د هورموني عدم‌تعادل سبب کیږي .

2 : زیات مالګین خواړه (Fast Food , Processed Meat ) : د وینې جریان ته زیان رسوي .

3 : سوځول شوي او تیلو کې سرګند شوي خواړه : د شریانونو بندیدو سبب کیږي .

4 : الکولي مشروبات : د ټیسټوسټرون کموي او د وینې جریان خرابوي .

5 : زیات کیفین ( Coffee , Energy Drinks ) : که له حده زیات وکارول شي ، د هورموني تعادل خرابوي .

6 : زیات کاربوهایډریټ لرونکي خواړه ( White Bread , Pasta , Rice ) : انسولین زیاتوي ، چې د ټیسټوسټرون کچه راټیټوي .

7 : مصنوعي خوندور مواد ( Processed Snacks , Chips ) : د بدن عمومي روغتیا ته زیان رسوي .

8 : زیات لبنیات ( Pasteurized Milk , Cheese ) : که له حده زیات وخوړل شي ، د هورموني بدلونونو سبب کیږي .

9 : زیات ساړه مشروبات (Cold Drinks , Soda ) : د وینې جریان کموي او انرژي لنډمهاله لوړوي ، خو وروسته ستړیا زیاتوي .

🔲 *د همدي موضوع اړوند کومه پوښتنه ، یا جنسی کوم مشکل وي مونږ ته په لاندي دواړو وټساپ شمارو شخصی کې پیام کولی شئ .*
> د زنګ او د وټساپ شماری :
+93788069313 , +93777025313
*🔲 لوستلو 📖 ، او نشرولو په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*
*📢 د چینل ټول 65 زره ملګري بائید دا پوسټ خپلو ټولو وټساپ ملګرو سره ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . مننه*
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

11 Feb, 18:31


*موضوع : نارینه و کې د زر انزال علتونه کوم دي ؟*

* لیکوال : ډاکټر حنیف .*

د ژر انزال ( Premature Ejaculation ) یوه عامه جنسي ستونزه ده چې نارینه وو ته په جنسي اړیکو کې د رضایت او اطمینان کمولو لامل کېږي . د ژر انزال علتونه ممکن فزیکي ، رواني له امله وي . دلته د دې ستونزې د اصلي علتونو په اړه معلومات وړاندې کوو :

🔴 رواني علتونه ( Psychological Causes ) :

1 : د فشار یا اضطراب ( Stress or Anxiety) : د جنسي اړیکې په وخت کې د فشار یا اضطراب احساس ممکن د ژر انزال لامل شي .

2 : د جنسي تجربې کمښت ( Lack of Sexual Experience ) : د جنسي اړیکې کم تجربه ممکن د ژر انزال لامل شي .

3 : د اړیکو ستونزې ( Relationship Issues ) : د شریک سره د اړیکې ستونزې یا د جنسي اړیکې په وخت کې د اطمینان کمښت ممکن د ژر انزال لامل شي .

4 : د منفي فکرونه ( Negative Thought) : د جنسي اړیکې په وخت کې د منفي فکرونو یا وېرې شتون ممکن د ژر انزال لامل شي .

🔴 فزیکي علتونه ( Physical Causes ) :

1 : د هورمونونو بدلون ( Hormonal Changes ) : د هورمونونو توازن بدلون ، په تیره بیا د ټیسټوسټیرون ( Testosterone ) کچه ، ممکن د ژر انزال لامل شي .

2 : د عصبي سیستم ستونزې ( Nervous System Issues ) : د عصبي سیستم د فعالیت ستونزې ممکن د انزال کنټرول کمزوری کړي .

3 : د پروستات التهاب ( Prostatitis ) : د پروستات غدې التهاب ممکن د ژر انزال لامل شي .

4 : د تیروډ غدې ستونزې ( Thyroid Problems ) : د تیروډ غدې د فعالیت ستونزې ممکن د ژر انزال لامل شي .

🔴 د ژوندانه شیوالي ( Lifestyle Factors ) :

1 : د مخدره توکو کارول ( Substance Abuse ) : د الکولو ، سګرټو ، یا نورو مخدره توکو کارول ممکن د ژر انزال لامل شي .

2 : د خوب کمښت ( Lack of Sleep ) : د خوب کمښت ممکن د جنسي فعالیت په وخت کې د فشار لامل شي .

3 : ناسمو غذايي عادتونو ( Poor Diet ) : د غذايي موادو کمښت یا ناسمو غذايي عادتونو ممکن د جنسي صحت ته زیان ورسوي .

🔴 طبي شرایط ( Medical Conditions ) :

1 : د زړه ناروغي ( Heart Disease ) : د زړه ناروغي یا د وینې فشار ممکن د جنسي فعالیت په وخت کې د فشار لامل شي .

2 : د شکرې ناروغي (Diabetes) : د شکرې ناروغي ممکن د عصبي سیستم ته زیان ورسوي او د ژر انزال لامل شي .

🔴 د جنسي اړیکې ستونزې (Sexual Factors) :

1 : د جنسي اړیکې د وقفې کمښت ( Infrequent Sexual Activity) : د جنسي اړیکې د وقفې کمښت ممکن د ژر انزال لامل شي .

2 : د جنسي اړیکې په وخت کې د فشار احساس ( Performance Pressure) : د جنسي اړیکې په وخت کې د فشار احساس ممکن د ژر انزال لامل شي.

🔎 د ژر انزال د درملنې لپاره لارې چارې :

1 : د جنسي تکنیکونو کارول (Sexual Techniques) : د "Start-Stop" یا "Squeeze" تکنیکونو کارول ممکن د انزال کنټرول کې مرسته وکړي .

2 : د مشورې اخيستل (Counseling ) : د رواني ستونزو لپاره د روانپوه یا جنسي مشورې اخيستل ممکن مرسته وکړي .

3 : د درملو کارول (Medications ) : صحیح درمل ، کپسول ، معجون چې اصلی يې وي استعمالول .

🔲 *د همدي موضوع اړوند کومه پوښتنه ، یا جنسی کوم مشکل وي مونږ ته په لاندي دواړو وټساپ شمارو شخصی کې پیام کولی شئ .*
> د زنګ او د وټساپ شماری :
+93788069313 , +93777025313
*🔲 لوستلو 📖 ، او نشرولو په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*
*📢 د چینل ټول 65 زره ملګري بائید دا پوسټ خپلو ټولو وټساپ ملګرو سره ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . مننه*
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

11 Feb, 18:31


*موضوع : نارینه و کې د آله تناسل سستئ علتونه څه دي ؟*

* لیکوال : ډاکټر حنیف .*

د نارینه وو د آلې تناسل سستي ( نعوظي کمزوري یا Erectile Dysfunction ) مختلف عوامل لري ، چې فزیکي ، رواني ، او د ژوند طرز پورې اړه لري . دلته یې مهم علتونه بیان شوي دي :

1 : فزیکي ( جسماني ) علتونه : د وینې جریان ستونزې / د زړه ناروغۍ ، لوړ فشار ، شکر ( Diabetes ) او د رګونو تنګیدل د آلې تناسل ته د وینې رسیدل کمزوری کوي .

2 : هورموني مشکلات : د ټیسټوسټرون کموالی یا د هورمونونو بې‌توازني ستونزې رامنځته کوي .

3 : عصبي ناروغۍ : لکه پارکنسن ، Multiple Sclerosis ، یا د ملا تیر زخمونه ، چې د اعصابو فعالیت اغیزمن کوي .

4 : چاغوالی او فزیکي کمزوري : چاغوالی د هورموني توازن ګډوډوي ، چې جنسي قوت کموي .

5 : د ځینو درملو عوارض : د فشار ، زړه ، یا د رواني ناروغیو درمل ممکن د آلې تناسل سستي رامنځته کړي .

6 : اضطراب او تشویش : که چیرې یو سړی د کوروالۍ پر مهال د ناکامۍ ویره ولري ، نو دا د آلې تناسل سستي زیاتوي .

7 : افسردګي ( Depression ) : دا نه یوازې ذهني ، بلکې فزیکي سستي هم رامنځته کوي .

8 : ذهني فشار ( Stress ) : که د کار ، مالي ستونزو یا شخصي ژوند کې ډېر فشار وي ، نو جنسي قوت کمیدای شي .

9 : الکول او نشه‌یي مواد : د الکولو ، چرس ، یا نورو مخدره موادو استعمال د وینې جریان ته زیان رسوي ..

10 : زیات سیګرټ څښل : نیکوتین د وینې رګونه تنګوي ، چې نعوظي کمزوري رامنځته کوي .

11 : ناسمه تغذیه : د ویټامینونو کمښت ، غیر صحي خواړه ، او فزیکي کمزوري د جنسي ځواک کموي .

12 : کم فزیکي فعالیت : د تمرین نشتوالی د وینې جریان کموي ، چې د آلې تناسل سستي سبب کیږي .

13 : شکر : د وینې رګونه او اعصاب خرابوي ، چې د آلې تناسل سستي پیدا کوي .

14 : لوړ فشار : د وینې جریان ته زیان رسوي .

15 : د پښتورګو او جګر ناروغۍ : دا ناروغۍ د بدن عمومي روغتیا کمزورې کوي ، چې د جنسي ځواک کمیدو سبب کیږي .

🔴د حل لارې :

1 : طبي معاینه وکړئ : که ستونزه دوامداره وي ، نو د ډاکټر سره مشوره وکړئ ، ترڅو د اصلي علت تشخیص وشي .

2 : صحي تغذیه غوره کړئ : پروټین ، ویټامینونه ، میوه‌جات ، او سبزیجات وخورئ .

3 : فزیکي تمرین وکړئ : منظم ورزش د وینې جریان ښه کوي .

4 : ذهني فشار کم کړئ : د آرام تخنیکونه ، لکه Mediation او ښه خوب ، مرسته کوي .

5 : بد عادتونه پریږدئ : سیګرټ ، الکول ، او نشه‌یي مواد مه کاروئ .

🔲 *د همدي موضوع اړوند کومه پوښتنه ، یا جنسی کوم مشکل وي مونږ ته په لاندي دواړو وټساپ شمارو شخصی کې پیام کولی شئ .*
> د زنګ او د وټساپ شماری :
+93788069313 , +93777025313
*🔲 لوستلو 📖 ، او نشرولو په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*
*📢 د چینل ټول 65 زره ملګري بائید دا پوسټ خپلو ټولو وټساپ ملګرو سره ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . مننه*
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

11 Feb, 18:31


*موضوع : بکارت پرده کوم څه له وجهې له منځه ځي ، عِلتونه یې څه دي ، او څه اِحتیاط وشي ؟*

* لیکوال : ډاکټر حنیف .*

🔴 بکارت پرده ( Hymen ) یوه غشا ده چې د ښځو په واژن کې موقعیت لري . دا غشا د پیدایښت په وخت کې موجوده وي او ځینې وختونه د زیږون یا جنسي اړیکې په مهال له منځه ځي . د بکارت پرده د منځته تللو لاملونه ډېر کیدای شي ، او د دې بیلابیل ډولونه هم شته . لاندې یې تفصیل راوړم :

> د بکارت پردې د منځته تلو علتونه:

1 : طبيعي وضعیت : ځینې وختونه ، د ځینو ښځو بکارت پرده په طبیعي توګه کمزوری یا نازکه وي چې د کوم فزیکي فعالیت پرته په پیل کې له منځه ځي .

2 : جنسي اړیکه : د ښځو په لومړۍ جنسي اړیکه کې د بکارت پرده له منځه ځي .

3 : ورزشي فعالیتونه : ځینې ورزشونه ، لکه سواری کول ، ټرکینګ ، جمنوستیک او نورې فزیکي فعالیات چې په سختو حرکتونو یا فشارونو کې شامل وي ، ممکن د بکارت پرده ته زیان ورسوي .

4 : طبې لاملونه : ځینې طبی پړاوونه یا جراحي عملیات هم کولای شي چې د بکارت پرده ته زیان ورسوي .

5 : سوځېدل یا ټپي کېدل : د واژن په سیمه کې ټپ یا سوځیدل ، که د کوم خارجي شی په وسیله وي یا د بل کوم سبب له امله ، کولی شي چې بکارت پرده له منځه یوسي .

> د بکارت پردې ډولونه :

بکارت پرده په بیلابیلو ډولونو سره شتون لري ، او د دې ډولونه د ښځو په بدن کې د پیدا کیدو مختلف شکلونه لري . لاندې یې بیلابیل ډولونه دي :

1 : ساده ډول ( Annular Hymen ) : دا د بکارت پرده ترټولو عام ډول دی چې یو دایرې شکل لري او د واژن له لارې د خولې په څیر خلاصیدو لپاره ځای پریږدي .

2 : نیمه حلقوي ډول ( Semilunar Hymen ) : دا ډول بکارت پرده نیمه حلقه لرونکې ده، او عموماً د واژن د غشا غبرګونو په اوږدو کې ځای لري .

3 : پرمخته شوي ډول ( Septate Hymen ) : دا ډول بکارت پرده په مرکز کې یوه ټوټه لري چې د واژن دوه برخې جلا کوي . دا ډول معمولا د طبی جراحي د اړتیا لپاره تشخیص کیږي .

4 : بسته ډول ( Imperforate Hymen ) : دا ډول بکارت پرده په بشپړ ډول د واژن ته ځي ، او هیڅ خلاوې نه لري ، چې دا د جراحي درملنې اړتیا لري .

5 : مخلوط ډول ( Cribriform Hymen ) : دا ډول د بکارت پرده ډیری سوري لري، چې د واژن ته یو یا څو کوچني سوري جوړوي.

بکارت پرده یو فزیکي نښان دی، خو د یوې ښځې ارزښت او شخصیت یوازې د دې پر بنسټ ټاکل کیدلی نه شي. د بکارت پرده شکول یا له منځه تلل د ښځو د بدن یوه فطري برخه ده چې د مختلفو لاملونو له امله واقع کیږي.

که هدف مو دا وي چې د بکارت پرده خوندي پاتې شي، څو احتیاطي تدابیر شتون لري چې مرسته کولی شي. البته، باید یادونه وکړم چې دا تدابیر نه یوازې د "بکارت" ساتلو لپاره دي، بلکې د عمومي روغتیا او فزیکي سلامتۍ لپاره هم ګټور دي. دلته ځینې مشورې وړاندې کوم :

1 : جنسي اړیکې نه کول : جنسي اړېکو له وجهې له منځه ځي ، بائید ونشي ، زکه ګناه ، او خیانت دی .

2 : د فزیکي فعالیتونو په وخت کې احتیاط : ځینې ورزشي فعالیتونه ، لکه جمناستیک ، یا بل ډول فعالیتونه چې د فشار زیاتوالي سره ترسره کېږي ، کولی شي د بکارت پرده ته زیان ورسوي . نو که هدف دا وي چې پرده خوندي پاتې شي، د دې ډول فعالیتونو څخه باید په احتیاط سره پرهیز وشي.

3 : د طبیعي اړتیاو په وخت کې احتیاط : که د ښځو د مهبل په اړوند طبیعي فعالیتونو ، لکه د فزیکي درملنې یا د عملیاتو ضرورت وي ، باید د ډاکټر سره مشوره وکړئ ترڅو پوه شئ کوم خطرات شته او څنګه یې د درملنې لپاره مدیریت کولی شئ .

4 : د جنسي تعلیم او سم پوهه : د جنسي تعلیم په اړه سم پوهه او پوهیدل د دې لپاره مهم دي چې ښځې د خپل بدن په اړه پوه شي او پوه شي چې څنګه د بې احتیاطۍ او زیانونو څخه ځان وساتي.
5 : د جنسي اړیکو له پاره د یوې آرامې او راحتۍ وخت ټاکل : کله چې د جنسي اړیکو پر مهال لذت او آرامۍ سره د دواړو خوښۍ لپاره د احتیاطی تدابیر پیروي کیږي، له دې لارې د درد یا فشار کمیدو سره، د پردې د خراپیدو خطر کمول کیدای شي.

یاد ولرئ چې د بکارت پرده یوازې د یوې ښځې بدن یوه برخه ده او د هغه ښکارندوی نه ده چې د ښځې ارزښت یا شخصیت معلوم کړي. هر څوک باید د خپل بدن درناوی وکړي او د خپلې روغتیا لپاره تصمیمونه ونیسي.

🔲 *د همدي موضوع اړوند کومه پوښتنه ، یا جنسی کوم مشکل وي مونږ ته په لاندي دواړو وټساپ شمارو شخصی کې پیام کولی شئ .*
> د زنګ او د وټساپ شماری :
+93788069313 , +93777025313
*🔲 لوستلو 📖 ، او نشرولو په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*
*📢 د چینل ټول 65 زره ملګري بائید دا پوسټ خپلو ټولو وټساپ ملګرو سره ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . مننه*
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

11 Feb, 02:43


پروردګاره :
د هر مسلمان د زړه غږ واوری ، هیلی یی پوره ڪړی ، او مُشڪِلات یې حل ڪړه .
آمین یارب العالمین 🤲🏻 .

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

11 Feb, 02:39


مُسکا او مِهرُبانی هغه ژبه ده :
که چېرته یی ولری ،
اِنسان څه چې آن حیوان به هم درسره مینه لري .
🔲 ټولو ته سهار مو پخیر

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

10 Feb, 16:39


د خپل فامیل ښځو کله نا کله مننه کوئ ، تر څو هغوی اِحساس وُکړي چې اِنسان ته ډوډۍ پخوي ، کالي يې وينځي ، او قدر يې کوي . ځکه حیوانات هيڅکله مننه نکوي بلکې خيټه ډکوي . نظر مو شریک کئ .

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

10 Feb, 14:50


🔴 د اوو 7 شیانو په کولوخوشحالي راځي :

1 : د قرآن کریم تلاوت کول .
2 : پنځه وخته لمونځ کول .
3 : د الله تعالی شکر ادا کول .
4 : د غریبانو کومک کول .
5 : د ګناهونو په اړه بخښنه غوښتل .
6 : د والدینو او خپلوانو سره ښه سلوک کول .
7 : سهار سور‌ة یاسین او ماښام سورة واقعه لوستل .

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

10 Feb, 10:42


کله چې په مُشکِلاتو کي ګېر شوي ،
خلګ د مرستي کولو پر ځای نصيحت درته کوي .
Hanif

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

09 Feb, 06:07


ښه اِنسان هغه څوک دی ، چې د یو احمق د خبرې جواب ورسره وي ، خو بیا هم چوپتیا اختیار ڪړي .

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

28 Jan, 16:20


زمونږ لیکني خپلو ملګرو سره نشروئ ، هره لیکنه مو چې لوستله یو 1 لائیک 👍 ورکوئ ، ستاسي لائیک مونږ لپاره تشویق دي .

مونږ کوشش کوو چې ډېر معلومات درته نشر کړو ، ستاسي همکارئ په هیله .

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

28 Jan, 16:18


⭕️ هر سهار په نهاره د‌ مڼې خوړل د ...

1 - وزن په کمولو ،
2 - د بدن د تودوخې ( تبې ) په‌ راټيټولو ،
3 - د کولمو او ينې فعاليت په ښه کولو ،
4 - د زړه د ناروغيو په مخنيوي ،
5 - له مضر کوليسترول څخه د بچ کېدنې ،
6 - د‌ حساسيت په ختمېدلو ،
7 - ساه بندي ، شکرې ، د سترګو ناروغي ،
8 - الزايمر ،
9 - د ذکاوت په قوي کېدا ،
10 - او د‌ پوستکي په ښکلا کې رول لري .

نورو ملګرو سره شریک کړئ .

🟢 د وټساپ چینل لینک :

https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

28 Jan, 08:50


📖 منل شوى حقيقت : روح به درڅخه ملک الموت ، پيسې او مال به درڅخه وارثان ، نيکي به درڅخه هغه څوک چې له تا يې ضرر ليدلي وي يا دې ورته غيبت کړى وي ، غوښي به درڅخه چينجي ، هډوکي به درڅخه خاوري ، او بدبختی به لا هغه مهال وي چې تر ټولو لويه پاتې سرمایه ايمان درڅخه شيطان يوسي .

دا دَ اِنسان آخیرى حالت ، نو کبر او غرور په څه معنى . الله تعالی دې موږ او تاسې ته له ايمانه سر مرګ راکړي ، آمین .

لائیک 👍 ورکولو او نشرولو په هیله .

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

27 Jan, 13:55


کله چي لمونځ در څخه قضاء سي نو؛

۱ - ژر یې قضائي راوګرځوه
۲ - پر قضاء کېدو یې له زړه څخه خفه سه
۳ - په یو آرام ځای کي یوازي کښېنه او د لمانځه د قضاء کېدو له امله په ژړا ژړا له ﷲ څخه بخښنه وغواړه
*۴ - او دا عزم وکړه چي بیا به په ټول ژوند لمونځ نه قضا کوم.

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

27 Jan, 13:54


۱ تل کوښښ وکړه، چي هر شخص په ښه نوم یاد کړي.
۲ څومره چي الله پاک نعمتونه درکوي، تر هغه زیات عاجزي کوه.
۳ په دنیا کي دوه وږي دي چي هیڅ نه مړیږي، یو وږی د دنیا او بل د علم.
۴ ډیری انسانان په دي خبره ډیره ځوریږي چي خلګ به څه وايي؟
۵ له حریص څخه قناعت له یاده وځي، ځکه په لږ قناعت نه کوي.
۶ لومړی دي خبره فکر ته استوه او بیا يي له خولي څخه باسه.
۷ د فکر خبره چي له خولي ووځي ډیره خوږه او ښه وي.
۸ ژوند د یو کتاب په څیر دی، کله يي چي یو عنوان خوند درنکړي، ټول کتاب مه پریږده.
۹ په دي پوه سه چي سختي په ژوند کي د اسانی قدر ډیروي.
۱۰ ډیر وخت تکلیفونه ددي لامل کیږي چي انسان د کامیابی پر لوري خوزوي.

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

27 Jan, 01:34


*د نــــاپــوهـــۍ شـــپــږ نـــښــــي⁶🥰*

⓵ بــې ځایه غوصه ڪــــول😡
⓶ بــې ځـایه خبـري ڪــــول🗣️
⓷ بــې ځایه مصرف ڪــــول💵
⓸ د راز ښــڪاره ڪـــــــــول😕
⓹ پــه هــر چــا باور ڪــــول🥹
⓺ دوست او دښمن نه پیژندل🎭

چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

27 Jan, 01:33


هر سهار ځان ته پنځه⑤ خبرې وکړه :

①رب مې تل زما سره دې .
②زه تر ټولو ښه یم .
③زه یی کولای سم .
④نن ورځ زما ده .
⑤زه ګټونکی یم .

دا پنځه ⑤ خبرې مو ورځ مثبت اړخ ته بدلوي .

🍁وَتَوَكَّلۡ عَلَى اللّٰهِ ۚ ، وَكَفَىٰ بِاللّٰهِ وَكِيۡلًا🍁

🔲 لوستلو 📖 ، لائیک 👍 او نشرولو په هیله

ثواب او صدقه جاریي په نیت نشر Share کئ . مننه

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

27 Jan, 01:10


🟥 تور مرچ Black pepper طبی ګټې !

🟢 پـوهـیـږئ چـې تــور مــرچ مــو لـه ډیــرو نــاروغــيو څـخه ژغــوري . د تــورو مــرچــو د ځــيــنو مــهمـو ګــټوو ســره مـو اشــنا کـــوو !

1 - د هاضـمي نـظام ښـه کــوي : تـور مرچ پـه مـعده کې د هايدروکلوريک آسيډ لامل ګـرځي ، چې هايدروکلوريک اسيد د پروټين او ځينو نورو قوې خوړو په هضمولو کې مرسته کوي چې د هاضمي نظام ښه کيدو سره انسان د اسهال او قبض ناروغيو باندي نه اخته کيږى .

2 - د سرطان مخنيوي کوي : د مشيکان سرطان مرکز د يو تحقيق په واسطه تور مرچ مو د سيني سرطان څخه ژغوري .

3 - تور مرچ د غټو کولمو سرطان په بدن کې د خپريدو مخه هم نيسي او همدا شان تور مرچ وزن کــموي .

4 - تور مرچ لومړى پرده داسى مواد لري چې بدن څخه مضرو غوړيو سلولونه له منځه وړى او اضافى وزن کــموي .

5 : داعصابو ساتنه کـوي : د څيړونکى د څيړنى په اساس د تور مرچ استعمال د کُرکومن مرکب سره عصبي سلولونه ساتنه کوي . سربېره تور مرچ د زړه تقويه کولو لپاره هم کارول کيږي .

*وټساپ جنسی معلوماتو چینل لینک :*
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

27 Jan, 01:10


څنګه خپل شهوت کنټرول کړو په خاص ډول د مجرد لپاره دغه سپارښتنه ده .
د شهوت کنټرول لپاره ځینې طبیعي لارې چارې او غذاوې شته چې نارینه کولی شي د سفر پر مهال هم له ځان سره ولري او وکاروي. دلته څو مهمې لارې چارې درته وړاندې کوم:

۱. د خوړو له لارې کنټرول:

د زعفران چای یا خوراک: زعفران آرام بخښونکی دی او د شهوت کنټرول کې مرسته کوي.

د هوږې او پیازو کم کارول: دا خواړه د شهوت زیاتولو سبب کېږي، نو غوره ده په لږ مقدار کې وخوړل شي.

د نعناع چای: نعناع آراموونکی اغېز لري او د جنسي هڅو مخنیوی کوي.

ډېرې اوبه څښل: ډېرې اوبه څښل د بدن د انرژۍ کچه متوازنه ساتي او د زیاتو جنسي غوښتنو مخه نیسي.

۲. د ژوند طرز:

د تمریناتو ترسره کول: د بدني فعالیتونو لکه مزل کول، سپک ورزشونه یا سا ایستل (تنفس تمرینونه) د شهوت د کمولو لپاره ګټور دي.

ذهني مشغولتیا: د فکر او ذهن مصروف ساتل د شهوت په کنټرول کې ډېره مرسته کوي.

۳. طبیعي درمل:

د حب السودا استعمال: د تورې دانې (کلونجي) خوړل د جنسي ځواک کنټرول کې مرسته کوي.

د سپیرې مېوې (مغز لرونکې مېوې) کم کارول: لکه بادام، اخروټ او چارمغز باید په کم مقدار کې وخوړل شي، ځکه دا د شهوت زیاتولو خاصیت لري.

۲ نوټ که څوک غواړي چې شهوت یې زیات شي له دغه پاس شیان دې استعمال کړی، یا نوشي جان کړي.

*وټساپ جنسی معلوماتو چینل لینک :*
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

27 Jan, 01:10


*د ژور خپګان غوره اعلاج*
*۱- پنځه وخته لمونځ قایم کړه.*
*۲- زيات استغفار وايه.*
*۳- د قرانکريم تلاوت وکړه.*

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

26 Jan, 15:09


⭕️ په اول وار لېدو سره به ستاسې په نظر په قاب کي چپس او د هګۍ سپين او ژيړ وويئ خو په حقيقت کې داسې نده .

✍️ اول خو دا چپس نه بلکې سيب د چپس په شکل ټوټې شوي دي
او بل د هګۍ سپين او ژيړ چې دي ، يوه مالټه او مستي دي .

📢 انځور اخيستونکي ليکلي ؤو چې اول وار لېدو سره هيڅکله ژر قضاوت مکوي .

🖋 وټساپ چینل لینک :
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

26 Jan, 09:36


> هغه نصیحتونه چې ګټور دي :

1: لږ تر لږه په کال کې يو ځل د لمر پرېوتو ننداره وکړه .
2 : د سبا له ‌پاره پلان جوړ کړه .
3 : د « مننه کوم » عبارت ډېر کاروه .
4 : په ژوند کې د خاموشۍ يا سکوت وخت وپېژنه .
5 : د کم‌عقلو په څېر چلند مه کوه .
6 : د اړتيا وړ توکي له ماشومانو پېره .
7 : تل زده‌کوونکی اوسه او په څه چې پوهېږې ، نورو ته يې ور زده کړه .
8 : د زوکړې په ورځ دې يو نيالګی وکره .
9 : نوي ملګري پيدا کړه ، خو زاړه هغه مه هېروه ،راز ساتونکی ووسه .
10 : د خوښيو فرصت دې مه ځنډوه ، په خپل وخت ترې خوند واخله او پر نورو تکيه مه کوه .
11 : هيڅ کله له نورو سره د خپلو خوړو رژیم په اړه خبرې مه کوه .
12 : خپلې تېروتنې دې ومنه .
13 : بايد پوه شې ، چې ټول خبرونه رښتيا نه وي .
14 : اولاد دې له تنبېه يا رټلو وروسته په غېږ کې ونيسه او ويې نازوه .
15 : زړور اوسه ، که نه وې هم تمثيل يې کوه ؛ هیڅوک نشي کولی د دواړو تر مینځ توپیر وکړي .
16 : هغه کتابونه دې خلکو ته امانت ورکوه ، چې بېرته سپارل یې درته ډېر مهم نه وي .
17 : خپلو بچو ته مو ووايئ چې تاسو فوق العاده يئ .
18 : سهار وختي پاڅېږه او هڅه کوه چې تل هوښيار اوسې ، ځکه چانس ځينې وخت ډېر په کراره ور ټکوي .
19 : تل دې ساعت پنځه 5 دقيقې مخته پرېږده .
20 : هیڅ کله هيله‌من خلک مه ناهيلې کوه ، ښايي يواځينی درمل يې همدا وي .

> د لوستلو ، لائیک ورکول په هیله . 550 عاجل لائیکونه 👍

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

26 Jan, 02:21


د نن سهار دُعا :
ربه!
هغه څوک چې د ټولې کورنۍ هیلې ورپورې تړلې ته یې کامیاب کړې٫ امین.

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

25 Jan, 16:18


ژوند څه دی؟
خو د ارمانونو يو ژور سمندر دی،
څومره چې ورګډېږې،
هغومره به پکې ډوبېږې.

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

25 Jan, 16:09


کله چې په مالي لحاظ قوي شې ، خلکو ته دې چټيات هم د لقمان حکيم اقوال ښکاري .

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

25 Jan, 12:25


يـو ماشـوم نه مـور پـوښتـنه وکـړه
چی ته ولـی روپۍ په قـرآن کی ږدی هغـه ورته وویل
ځکه چـی قـرآن څـوک نه خلاصـوی .
😭

لیکني ته لائيک 👍 ورکولو ، او نشرولو په هیله

https://t.me/drhanif

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

09 Jan, 15:52


محترمو که زما ټولی لیکني کتل غواړئ لاندی د وټساپ چینل لینک اوکی کئ ، او چینل فالو کئ ، خپلو ټولو ملګرو سره ی شریک نشر کئ .

https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

پورته د وټساپ چینل لینک ...
د طبي او جالب معلوماتو لپاره فالو Follow کئ .

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

07 Jan, 05:03


جنسی مرضونو ، معلوماتو ، علاجونو ، او د دوا اړوند معلوماتو وټساپ لینک اوکی کئ او فالو کئ .
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

01 Jan, 03:14


🔲 د مور او پلار احترام د اسلامي او ټولنیزو اخلاقو بنسټیز اصل دی . په قرآن کریم کې او د رسول الله ﷺ په احادیثو کې د والدینو د احترام او خدمت ډېر ټینګار شوی دی . الله تعالی په خپل کتاب کې فرمایي :

> "وَقَضَىٰ رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا"
(سورة الإسراء: ۲۳)

> ژباړه: ستا رب فیصله کړې چې یوازې الله عبادت وکړئ او له والدینو سره ښه چلند وکړئ.

د مور او پلار احترام معنا : له هغوی سره نرمه رویه او مینه‌ناک چلند کول . د هغوی لپاره دعا کول ، که ژوندی وي او که وفات شوی وي . په هغو کارونو کې د هغوی اطاعت کول چې د الله تعالی د حکم خلاف نه وي. د هغوی اقتصادي ، جسمي او عاطفي اړتیاوې پوره کول . د هغوی عزت او مقام په ټولنه کې خوندي ساتل .

د مور او پلار نافرماني ګناه ده : په اسلام کې د والدینو نافرماني یا بد چلند لویه ګناه ګڼل شوې ده . رسول الله ﷺ فرمایلي : "کبائر الإشراک بالله، وعقوق الوالدین" (بخاري: ۵۹۷۶)
ژباړه: لویې ګناهونه د الله شریک نیول او د والدینو نافرماني ده.

د احترام پایله : هغه څوک چې د مور او پلار خدمت وکړي او احترام یې وکړي ، په دنیا کې د بریا او برکت ژوند ترلاسه کوي او په آخرت کې د جنت لوړې درجې نصیبېږي . رسول الله ﷺ فرمایلي :
"الجنة تحت أقدام الأمهات"
ژباړه: جنت د میندو تر قدمونو لاندې دی.

🔎 پایله : له مور او پلار سره ښه چلند نه یوازې د یوه اِنسان د دنیاوي بریا لپاره مهم دی ، بلکې د آخرت د کامیابۍ کلید هم دی . نو د هغوی احترام کول ، خدمت کول او دعا غوښتل زموږ د ژوند یوه مهمه برخه باید وي .

🌏 لیکنه ثواب او د اِصلاح په نیت نشر Share کئ .
🌏 زمونږ د وټساپ چینل درسره خامخا فالو follow کئ .
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

31 Dec, 14:14


سپیڅلتیا دي وي هغه ذات (ج) ته چي هرڅه یي، په بشپړ توان او کمال جوړ کړي دي.

ستاسو زړه په ورځ کې 100,000 ځله ضربان کوي - په کال کي شاوخوا 35 میلیونه ضربان او د ژوند په جریان کي 2.5 میلیارده ضربان کوي.

د هر ضربان سره، زړه د رګونو او شریانونو د پراخې شبکې له لارې وینه پمپ کوي، هري حجري ته اکسیجن او اړین غذايي مواد رسوي؛ په داسې حال کې چې په ورته وخت کې کاربن ډای اکسایډ او نور اضافي توکي له حجرو څخه لیرې کوي.
په حقیقت کي، ستاسو زړه دومره وینه پمپ کوي چي (19,000 کیلومتره) سفر پرې کولاي سو، چي دا د ځمکي د قطر دوه چنده دی.
دا د پام وړ حیاتي غړی د یوه ماشین په څیر په نه ستړي کیدونکي توګه کار کوي.
د ژوند په اوږدو کي د زړه د ټکانونو بشپړ شمیر ددې کوچني مګر ځواکمن غړي د نه منلو وړ دوام او انعطاف ثبوت دی.

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

30 Dec, 07:53


وخت هم عجيبه سوداګر دی :
د ځوانۍ په پلمه يې ماشومتوب رانه واخيست ، اوس د پيسو په پلمه ځواني رانه اخلي .
Hanif
لائیک 👍👍👍

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

29 Dec, 14:58


🔲 لارښووني !

مه ښکاره کوه ، د زړه راز .
مه ښکاره کوه ، ټول طاقت .
مه ښکاره کوه ، ډیره اړتیا .
مه ښکاره کوه ، د چا عیبونه .
مه ښکاره کوه ، د امانت خبري .
مه ښکاره کوه ، د سفر کولو ځای .
مه ښکاره کوه ، د کور راز یا جګره .
مه ښکاره کوه ، د تجارت ګټه او تاوان .
مه ښکاره کوه ، خپلې سترې موخې .

🔎 ټول زما د ټیلیګرام چینل ته راشئ ، مخکیني ټولي لیکني شته ، د وټساپ د چینل لینک :
https://t.me/drhanif

هیله ده نشر کئ .

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

29 Dec, 03:33


د سهار لمونځ کونکیه
رب تعالی دې د حلال رزق او کار دروازې خلاصې او پراخې کړه

آمین

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

27 Dec, 03:23


ډېر څه شته چې موږ یې یو بل ته وړیا ورکولی شو لکه : مینه ، مسکا ، خوشحالي او همدردي ، نو هیله ده مه یې سپموئ .

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

24 Dec, 11:44


خپلو لوڼو، خویندو، نورو کورنۍ غړو ته مو لاندې خبرې ور زده کړئ.
1. په زینه مه خیژه چی شاته دی سړی/هلک وي بلکې د زینې یو کونج ته ودریږه کله چې سړی/هلک پورته شو بیا وخیژه.

2. د پردي سړي په شتون کې لفټ ته مه خېژه.

3. د ماما، تره زامنو او خاله زامنو سره مناسبه فاصله وساتئ.

4. له پردیو سړیو/چا سره چې خبرې کوئ، مناسبه فاصله ترې وساتئ.

5. هر وخت د چا سره چې څومره نږدې وي، حد وټاکئ، که هر څومره نږدې وي، د خپل عزت خیال وساتئ.

6- د لارې په سر له ملګرو سره ټوکې/خندا مه کوئ او د لارې آدابو ته پاملرنه وکړئ.

7- کله چې څوک ملاقات ته راځي، پام ورته کوه، د مشر په احترام ودرېږه او ستړي او بوډا ته چوکۍ ورکړه چې پرې کېني.

8-په ګاونډ کې ټول نارینه پردي دي، بې ځایه خبرې مه ورسره کوئ، اګر که خپلوان هم وي.

9-کله چې له ځمکې څخه د یو شی پورته کولو لپاره ټیټ/ښکته کیږي/شې یا په دوکان، بازار یا عامه ځای کې څه ووینې، نو مه کږېږه.. هڅه وکړئ چې کېنئ او شیان وګورئ/پورته کړئ .. بیا ودریږه.. چې شیان دې د شا له خوا ښکاره نه شي.

۱۰- ټول عمر په بس یا ټکسي کې په لوړ غږ خبرې مه کوئ..!!
https://t.me/drhanif

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

24 Dec, 02:40


🔴 له ۱8 کلنۍ وروسته ژوند داسې وي :

باید په یو وخت کې هم درس ووايې ،
هم پیسې وګټې ،
هم یو مهارت زده کړې ،
هم ژبه زده کړې ،
هم خپل ذهن او روح آرام وساتې ،
هم د خپلې کورنۍ خیال وساتې ،
هم خپل حالت ښه وساتې ،
او هم د ځان لپاره خواړه چمتو کول بلد اوسی .

🔲 ځینو بیا له 18 کلنې وړاندې دا مسئولیتونه پر غاړه اخیستې وي . الله پاک دی د ټولو ځوانانو بلخصوص د افغان ځوانانو مل اوسی .

🌏 زمونږ د وټساپ چینل درسره خامخا فالو follow کئ .
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

23 Dec, 02:29


🔴🔴🔴 دا لیکنه حتما ولولئ 🔴🔴🔴

✍️ کله چي مو سترګي پټي شي ، د غسل ځای ته مو واخلي ، د غسل پر تخته مو کښېږدي ، هغه کالي را باندي څيري کړي ، چي موږ په خپلو لاسونو اغوستي وي او غسل راکړي .

✍️ په سپین کفن کي مو پوښ کړي ، د قبر تورو خاورو ته مو ور واچوي ، توري خاوري را باندي را واړوي یوازي موږ او عمل پاته شوو ، فکر وکړئ چي موږ به په خپل عمل کوم ځای تر لاسه کړو ؟

✍️ کفن جیب نه لری ، قبر المارۍ نه لری ، او ملائیکی رشوت نه اخلی . نو کوشش وکړې چي خپل دغه دنیا د هغه دنیا لپاره جوړه کړي ، رب ﷻ دې هر مؤمن ، موږ او تاسي ته جنت الفردوس ور نصیب کړي . آمین

📢 ثواب او صدقه جاریي په نیت نشر Share کئ . مننه

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

20 Dec, 15:25


ټول ملګرو څخه هیله کوم ، لاندي وټساپ چینل زما خپل شخصي دي ، ټول ورته همدا وس راشئ .

https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

18 Dec, 10:59


چینل کې کسان چې پوره شو ، نشریات پیل کوو ✅️✅️✅️

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

29 Nov, 16:56


لږ خپل چلند بدل کړئ ،
د ډېرو اصلي څهرې به ووينئ .

Hanif

ټیلیګرام چینل لینک :

https://t.me/drhanif

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

13 Nov, 00:53


ځینې خلک مغرور نه وي ،
بلکې له منافقانو او دوه 2 مخو اِنسانانو څخه یې زړه موړ وي .

Dr - Hanif Taib

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

10 Nov, 03:10


د ونې په څېر اوسه. تخم وي، له تورو خاورو په سختي ځان را پورته کړي، تنده وویني، طوفانونه يې کږه کړي،

ځينې ښاخونه يې ولوېږي، خو غلې لویه شي، ځينې يې سیوري ته کیني، ځينې يې مېوه وخوري،

خو هېڅوخت چیغې نه وهي چې هان! ماته ولې نه ګورئ! دا مې درته وکړل، ها مې درته وکړل.

په خلکو احسان مه باروئ، خپلې کورنۍ، خلکو او دې وطن ته مو کار مسولیت دی، نه احسان.

🟢 د وټساپ چینل لینک :

https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

09 Nov, 01:51


⭕️ تور مرچ ډېرې ګټې لري او د مختلفو درملیزو خصوصیاتو لپاره کارول کېږي . دلته یې ځینې طبي ګټې ذکر شوي دي :

1 : د هاضمي د ښه والي لپاره : تور مرچ په معده کې د هضم لپاره ځانګړی انزایمونه فعالوي چې د خوړو په چټک هضم کې مرسته کوي ، دا د معدې ګازونه او د باد ستونزه کموي .

2 : اشتها زیاتول : تور مرچ د اشتها خلاصون لپاره ښه دی . د هغو خلکو لپاره چې اشتها یې بنده وي ، د تور مرچ استعمال ګټور دی .

3 : د انتي اکسیدانټ خاصیت : تور مرچ انتي اکسیدانټ لري چې د بدن حجرات د آزادو رادیکالونو له زیانونو څخه ساتي او د سرطان او نورو ناروغیو خطر کموي .

4 : د زکام او ټوخې مخنیوی : تور مرچ د زکام او ټوخې په مخنیوي کې ګټور دی ، ځکه چې دا د بدن د تنفسي سیستم ستونزې کموي او بلغم نرموي .

5 : د وینې دوران ښه کول : د تور مرچ استعمال وینه ښه کوي او د وینې جریان منظموي چې بدن ته تازه انرژي ورکوي .

6 : انتی بیوټیک خاصیت : تور مرچ طبیعي انتی بیوټیک خاصیت لري ، چې بدن د بکتریاوو او ویروسونو پر وړاندې مقاومت کوي .

7 : وزن کمول تور مرچ په بدن کې د ميتابوليزم کچه لوړوي ، چې له دې سره د کالوري سوځیدل زیاتېږي او وزن کمېږي .

8 : د پوټکي / پوستکي / جلد روغتیا : د تور مرچ انتي اکسیدان او انتي باکتریا خاصیتونه د پوټکي د ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي او د پوټکي داغونه کموي .

9 : د ذهني فشار کمول : تور مرچ د خوښۍ هورمونونه خوشې کوي او ذهني فشار کموي ، چې انسان ته د ذهني سکون احساس ورکوي .

10 : د وینې شکر کنترول : په تور مرچ کې ځینې داسې مرکبات شته چې د وینې شکر کچه کنترولوي او د شکر ناروغانو لپاره ګټور دي .

⚠️ په هر حال ، د تور مرچ زیات استعمال ممکن د معدې او اعصابو لپاره زیانمن وي ، نو باید په معتدله / درمیانه په لږه اندازه هره ورځ لږ لږ وکارول شي .

📢 که وټساپ کې زمونږ لیکنې ترلاسه کول غواړئ ، نو زما د وټساپ د چینل Channel یا کانال لینک لاندي شته ، لینک اوکی کئ او زما د وټساپ چینل فالو follow کئ ، زما تولی لیکنی هلته هره ورځ ترلاسه کولی شئ .

🟢 لینک :
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

Hanif Taib 👈🏻 کوم پوښتنه لرئ رابلنه شئ
ډاکټر حنیف طبی معلومات 👉 page لائیک کئ .
078 806 9313

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

09 Nov, 00:49


رسول الله ﷺ فرمايي :
که چا د خپل مسلمان ورور راز په دنيا کې پټ وساته الله تعالیﷻ به په آخرت کې دده مخ د اور څخه وساتي .

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

30 Oct, 14:04


⭕️ هر سهار په نهاره د‌ مڼې خوړل د ...

1 - وزن په کمولو ،
2 - د بدن د تودوخې ( تبې ) په‌ راټيټولو ،
3 - د کولمو او ينې فعاليت په ښه کولو ،
4 - د زړه د ناروغيو په مخنيوي ،
5 - له مضر کوليسترول څخه د بچ کېدنې ،
6 - د‌ حساسيت په ختمېدلو ،
7 - ساه بندي ، شکرې ، د سترګو ناروغي ،
8 - الزايمر ،
9 - د ذکاوت په قوي کېدا ،
10 - او د‌ پوستکي په ښکلا کې رول لري .

نورو ملګرو سره شریک کړئ !

https://t.me/drhanif

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

30 Oct, 12:36


ژوند دا را ايزده کړل چې:
اندیښنې کول د ستونزو په حل کولو کې هېڅ مرسته نه کوي، بلکې نور دې هم د مشکلاتو تر مخ کمزوری کوي.

مثبت اوسیدل بهترين دی .


https://t.me/drhanif

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

30 Oct, 12:04


سګریټ ، نسوار ، چرس او نور نشه یي توکي اِستعمالول ،


د مُنیو د وچېدو لامل ګرځي .


https://t.me/drhanif

🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

30 Oct, 11:34


⭕️ بالغ انسان نارینه او ښځینه شپه او ورځ یعني 24 ساعته کې څومره خوب وکړي ؟

🩺 د بالغو نارینه او ښځینه لپاره په شپه او ورځ کې د ۷ څخه تر ۹ ساعتونو پورې خوب کول مناسب ګڼل کېږي. دا اندازه خوب د بدن او دماغ د روغتیا لپاره اړینه ده او د ورځني فعالیتونو لپاره انرژي او ذهني تمرکز برابروي.

د کم خوب یا د ډېر خوب کولو ستونزې د مختلفو روغتیايي مشکلاتو لامل کېدلی شي، لکه د وزن زیاتوالی، د زړه ناروغۍ، ذهني فشار، او د تمرکز کمزوري. نو بالغ انسانان باید هڅه وکړي چې خپلې اړتیا سره سم مناسب خوب وکړي ترڅو یې روغتیا په ښه حالت کې وي.

Hanif Taib ډاکټر حنیف طبی معلومات

📢 هیله ده لیکنه نشر share کئ .

https://t.me/drhanif

ډاکټر حنیف طبی معلومات

29 Oct, 07:49


که د کعبې لیدل غواړي ، نو د مور مخ ته ګوره ، که غواړئ کامیابه اوسي ، نو هیڅکله دروغ مه وایه ،
که غواړئ ډیر ملګري ولري ، راز ساتونکي اوسه ، که غواړئ مخ دي ښکلي شی ، نو د شپې تهجد لمونځ او سهار تلاوت کوه .

ډاکټر حنیف طبی معلومات

28 Oct, 07:22


⭕️ د خُرما جنسي ځانګړتیاوې :

🚹 په نارینه وو کې :
← د سپرم شمیر زیاتیدل ،
← جنسي ځواک زیاتول ،

🚺 په ښځو کې :
← د رحم د عضلاتو پیاوړتیا ،
← د انیمیا (وينې کمښت ) مخنیوی ،
← د مور د شیدو غني کول ،

🩺 سهار او ماښام په مړه یا په نهاره 5 یا 7 عدد خوړل .

ډاکټر حنیف طبی معلومات

ډاکټر حنیف طبی معلومات

27 Oct, 01:10


⭕️ افغانستان کې په دې وروستیو کې یو نوی رواج لیدل کیږي ، چې ځینې خلک د لاس په رګ کې د ستنې ( IV کانولا ) سره په عامو ځایونو کې ګرځي او حتی کار ځای ته ځي !

🩺 دا کار د طبابت له نظره مناسب او خوندي نه دی . د لاس په رګ کې کانولا لرل یوازې په روغتون یا روغتیايي مرکز کې د ډاکټرانو تر مستقیم څارنې لاندې د لنډ مهالي درملنې لپاره کارول کیږي . دا چې خلک د کانولا سره بهر ګرځي ، د عفونت او د کانولا د وتلو خطر زیاتوي ، کوم چې کولی شي جدي روغتیايي ستونزې رامنځته کړي .

🩺 که چیرې یو ناروغ ته د رګ له لارې دوا ورکول ضروري وي ، نو دا په دې معنی ده چې ناروغ باید استراحت وکړي او په یو کنټرول شوي چاپیریال کې وي ، نه دا چې په عامو ځایونو کې وګرځي . د کانولا پرته هم څو ځله د رګ له لارې دوا ورکول ممکن دي . د ناروغ روغتیايي حالت ته په کتو ، ډاکټران کولی شي نورې بدیلې لارې هم وکاروي چې په کور یا کار ځای کې د ناروغ لپاره خوندي وي . نو ځکه ، دا اړینه ده چې خلک د خپل روغتیا خوندیتوب ته پاملرنه وکړي او له داسې عادتونو څخه ډډه وکړي چې د دوی روغتیا ته زیان رسوي.

🩺 د دې رواج دوامدار کیدل نه یوازې د فرد لپاره روغتیايي خطرونه زیږوي ، بلکې ټولنې ته هم منفي اغیزې لري . کله چې یو کس د کانولا سره بهر ګرځي ، نو ممکن د عامه ځایونو او خلکو سره د نږدې تماس له امله باکتریاوې او ویروسونه انتقال کړي ، چې د نورو خلکو د عفونت خطر زیاتوي .

🩺 همدارنګه ، د کانولا غلط استعمال یا ناسم ساتل کیدل کولی شي د پوستکي التهاب ، وینه بهیدنه ، یا حتی د وینې جدي عفونتونو لامل شي ، کوم چې د ناروغ د ژوند لپاره خطرناک کیدی شي .

🩺 د روغتیايي مسلکیانو رول دلته خورا مهم دی چې خلکو ته پوهاوی ورکړي او هغوی ته وښيي چې د کانولا لرل یوازې د ځانګړو درملنې موخو لپاره دي او په یو خوندي او کنټرول شوي چاپیریال کې ترسره شي . د عامه پوهاوي کمپاینونه ، تعلیمي پروګرامونه ، او د عامو خلکو لپاره روغتیايي مشورې ورکول کولی شي د دې ستونزې مخنیوی وکړي او خلکو ته د سالمو عادتونو رواج ورکولو کې مرسته وکړي .

🩺 په پای کې ، دا د ټولنې هر فرد مسوولیت دی چې د خپلې او نورو خلکو روغتیا ته پاملرنه وکړي او له هغو کړنو څخه ډډه وکړي چې د روغتیايي خطرونو لامل کیږي . ډاکټران او روغتیايي مسلکیان تل د دې لپاره دي چې خلکو ته سمه لارښوونه وکړي او د هغوی روغتیا خوندي کړي . نو خلک باید په روغتیايي مشورو عمل وکړي او د خپلې روغتیا خوندیتوب ته جدي پام وکړي .

📢 دا پیغام ثواب او صدقه جاریي په نیت نشر Share کئ . مننه

🟢 وټساپ کي معلومات ترلاسه کول غواړئ لاندي زمونږ د وټساپ چینل لینک شته ، زان پکې داخل کئ .

ډاکټر حنیف طبی معلومات
078 806 9313
Hanif Taib

ډاکټر حنیف طبی معلومات

27 Oct, 00:36


تاسو ولې بايد په کيڼ اړخ ويده نه شئ او په اسلام کې پرې ولې توصيه شوې چې په ښي اړخ ويده شئ؟! د دې پوښتنو ځواب په انځور کې شته 🌹

ډاکټر حنیف طبی معلومات

27 Oct, 00:26


⭕️ اې انسانه :

1 - ما ځمکه او آسمانونه پیدا کړل او د هغوی په پیدایښت کې ستړی نشوم ، ته فِکر کوې ستا لپاره یوه ډوډۍ به ما ستړی کړي ؟

⭕️ اې انسانه : له ما څخه د سبا ډوډۍ نن مه غواړه ، هغه ډول چې زه ستا څخه د سبا کارونه نن نه غواړم .

⭕️ اې انسانه : تا سره مینه لرم ، نو دا زما حق دی چې ټول زما سره مینه وکړۍ .

سبحان الله

✍️ ثواب په نیت یې نشر Share کئ . مننه

🟢 وټساپ چینل لینک :
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

ډاکټر حنیف طبی معلومات

20 Oct, 02:13


"إِيَّاكُمْ وَالْحَسَدَ فَإِنَّ الْحَسَدَ يَأْكُلُ الْحَسَنَاتِ كَمَا تَأْكُلُ النَّارُ الْحَطَبَ."
د حسد څخه ځان وساتئ، ځکه حسد نېک عملونه داسې خوري لکه څنګه چې اور لرګي خوري.
سنن ابو داود(۴۹۰۳)

https://t.me/drhanif

ډاکټر حنیف طبی معلومات

20 Oct, 01:34


له ښو او بدو خلڪو سره وګرځئ :
له ښو انسانیت زده ڪړﺉ ،
او د بدو نه عبرت واخلي .
Hanif

https://t.me/drhanif

ډاکټر حنیف طبی معلومات

20 Oct, 01:23


سهارنئ ډالئ
‏نبي کریم ﷺ فرمایلي دي الله ﷻ له هغه بنده څخه راضي کیږي چې د خوراک او څښاک وروسته «الحمد لله» وایي .
( صحیح مسلم )

ډاکټر حنیف طبی معلومات

16 Oct, 02:23


که په چوپتیا او خاموشۍ سره خپل هدف لپاره زحمت وباسئ، ستاسو رقیبان به نا خبره پاته شي او ستاسو د هدف له منځه وړلو لپاره به کوم چانس پیدا نکړي.

ډاکټر حنیف طبی معلومات

15 Oct, 15:38


که وټساپ لرئ ، ټول لاندي لینک په مرسته زما د وټساپ چینل ته داخل شئ او خامخا یې فالو کئ . مننه

https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

ډاکټر حنیف طبی معلومات

14 Oct, 01:35


په کور کې کمزورې او بیچاره اِنسان ته د نفرت په نظر مه ګوره ،


کیدای شي الله ﷻ دده له وجهې تاسو ته رِزق درکوي .
Hanif

https://t.me/drhanif

ډاکټر حنیف طبی معلومات

12 Oct, 01:01


⭕️ د معدی جوش یا سوزش مخنیوی لپاره توصیې ⚕

🩺 ټول هغه ناروغان چې د معدي د سوزش څخه شکایت لري ، د معدی محتويات یی مرۍ ته راپورته کيږی او داسی احساس کوی لکه کپ یی چی نښتی وي کله کله د سینی درد ، د آواز خپ کیدل ، د شپی لخوا ساه تنګی او اوچ ټوخی ورته پیدا کېږی . لاندی توصیی باید په پام کې ونیسئ :

1 - که وزن یی زیات وي وزن باید کم کړی ،
2 - د سترس میوو لکه لیمو او نارنج څخه استفاده ونه کړی ،
3 - چای او coffee استعمال نه کړی ،
4 - سګرت څکول بند کړی ،
5 - الکول باید استعمال نه کړی ،
6 - د غذا وړی وړی لقمی باید وخوری ،
7 - د چاکلیټ او شحمی غذا ګانو څخه ځان وساتی ،
8 - دشپی لخوا د غذا د خوراک څخه وروسته زر ویده نشی ،
9 - د ویده کیدو په وخت کې باید سر د بستر څخه د 6 انچه په اندازه لوړ کیږدی یا د یو بالښت پرځای دوه بالښته کیږدی ،
10 - د کاربونیټ لرونکو مشروباتو لکه پیپسی ، کولا او داسی نورو څخه ځان وساتی .

✍️ هیله ده لیکنه نشر share کئ . مننه
ډاکټر حنیف طبی معلومات
078 806 9313

📢 معدې کوم مشکل وي ، معدي زخم ، درد ، سوزش ، ایچ پایلوري لپاره 100 فیصده نتیجه ورکوونکي درمل لرو .

🛻 آدرس : کابل ګلبهار سنټر 2 منزل 3 هال B_264 دُکان .

په ټیلیګرام کې د داسی لیکنو لپاره زمونږ چینل یا کانال لینک :

https://t.me/drhanif

ډاکټر حنیف طبی معلومات

11 Oct, 15:38


حضرت انس رضی الله عنه فرمایی : چه یوه ورځ رسول اکرم ﷺ داسی یو ځوان ته راغی چه هغه قریب الموت وو ځنکدن یی شروع وو ، نبی علیه السلام ورنه پوښتنه وکړه په داسی حال کی څه فکر کوی هغه ورته جواب ورکړ :

ای د اللهﷻ رسوله ﷺ یو طرف ته د الله ﷻ نه ښه امید لرم او بل طرف ته د خپلو ګناهونو نه ویریږم ، نو نبی علیه السلام اوفرمایل
کله چه دیو بنده په زړه کی په دی وخت کی دا دوه خبری موجود شی نو چه دا کس د الله ﷻ نه دڅه شی امید لری هغه ورکوی او دڅه شی نه ویریږی دهغه نه پناه ورکوی .

سبحان الله وبحمده 🌼 سبحان الله العظیم 🌼

نشر کول یی صدقه جاریه ده . کاپی

ډاکټر حنیف طبی معلومات

11 Oct, 03:46


⭕️ له سوځېدلو وروسته بايد څه وکړو ؟

1 - په بېړه ناروغ د سوځېدلو له ځای يا شي څخه لېري کړئ .
2 - پر سوځېدلي ځای تومړې او يا مازي سړې اوبه د 10 يا 20 دقيقو لپاره توی کړئ . يخی او يا ډيري يخې اوبه بايد استعمال نشي .
3 - له سوځېدلي ځای ځخه ګېڼه او زيور لېري کړئ .
4 - له سوځېدلي ځای څخه کالي لېري کړئ ، خو که کالي په پوست پسي نښتي وي مه يې لېري کوئ .
5 - سوځېدلی ځای په پاک پلاسټيک باندې پټ کړئ .
6 - که مخ يا سترګي سوځېدلي وي نو ناروغ جګ کښېنوئ تر څو دغه برخه و نه پړسيږي .
7 - که په سوځېدلي ځای تڼاکي را وخېژي بغير د ډاکتر له مشوری يي مه ماتوئ.
8 - د درد لپاره پراسېټمول استعمال کړئ .

🩺 په لاندې وختونو کې ناروغ حتماً روغتون يا ډاکتر ته يوسئ :

1 - که سوځېدلې ساحه د ناروغ تر لاس غټه وي ،
2 - که د سوځېدلي ځای پوست سپين بخن يا توربخن شي ،
3 - که د مخ ، لاسونو ، پښو اوداسي نوروغړو له سوځېدلو وروسته په هغوۍ تڼاکي را وخېژي .

🩺 که سوځېدل شديد نه وي او پورته حالتونه وجود و نلري نو تاسو کولای شئ سوځېدلی ځای په ورځ کې دوه درې ځله په واسلينو غوړ کړئ . پټېدلو ته اړتيا نلري او پخپله ښه کيږي .

په ټیلیګرام کې د داسی لیکنو لپاره زمونږ چینل یا کانال لینک :

https://t.me/drhanif