باختر خبري آژانس - پښتو @bnapashto2 Channel on Telegram

باختر خبري آژانس - پښتو

@bnapashto2


د باختر د افغانستان يواځينى رسمي دولتي آژانس دی.
https://x.com/bnapashto
+93788111193
د اړیکې لپاره: H.q@

باختر خبري آژانس - پښتو (Pashto)

باختر خبري آژانس - پښتو د افغانستان د افغانستان يواځينى رسمي دولتي آژانس دی. دا آژانس د دولتي او خبري وختونو په اړه د افغانستان او سرحدونو ته د خبرونو اشناولو او د پېژندلو مشرانو ته د پرمختګ کولو لپاره د په ټولنځ کې پر کېژندونه کولای شي. دا آژانس د پېژندلو او خبرونو کولو په اړه د افغانستان او سرحدونو ته پورته کولوپه اړه پرمختګ کولای شي. د کارنانو لپاره د دولتي او خبري خبرونو په اړه خبرونو اشنا او پېژندلو اړه زده کوونکونه کېږي. دا برېښنا د دولتي قومندانو او ادارونو په اړه خبرونو د پېژندلو اړه مهم خدمت په اړه کارولای شي. د خبري آژانس د لپاره اړخانه او کارپوهانه د ټولي شهرونو او ولسواليونو خدمت کولو لپاره یوه خوښي موقعيت په اړه خپله کارپلو وړاندې کړل کېږي. باختر خبري آژانس - پښتو د آژانس لپاره د ليکنو او پوهاندو لپاره کارمندانو ته د ټولنه او پېژندلو خدمتونو په اړه معلوماتو اعلاناتونه کېږي. دا آژانس په اړه داورونو، سرپرستان، اوسندونو، او نوي کارپانو وروسته خبري خدمتونو په اړه پېژندلو اړه معلوماتو اعلاناتونه کېږي. د باختر خبري آژانس - پښتو په اړه نور ډول خدمتونو په اړه نور خبرونو او معلوماتو په اړه خبرونو او پېژندلو اړه زده کوونکي معلوماتو ته په اړه ځانديه کولای شي. دا آژانس په اړه داورونو، سرپرستان، اوسندونو، او نوي کارپانو وروسته خبري خدمتونو په اړه پېژندلو اړه معلوماتو اعلاناتونه کېږي. د باختر خبري آژانس - پښتو هم په اړه پېژندلو او خبرونو ته ورته معلوماتو په اړه ځانديــه کولای شي. داسې په اړه د خبرونو او پېژندلو ته د بریدي خبرونو او نورو معلوماتو کولو او ساتنې ورته کولو لپاره هم پورته کولای شي. به باختر خبري آژانس - پښتو ملګري مو د خبري دولتي، ولسوالي، او محلي پېژندلو اړه د خبرونو مهم معلومات په اړه ځانديــه کولای شي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 16:02


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت اللّٰه جمال په مشرۍ د سياحتي شرکتونو د اتحادیې له مسؤلینو سره د تسهيلاتو رامنځته کولو او همغږۍ په موخه ناسته وشوه.
ناسته کې د اتحادیې مسؤلینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شريک کړي.
ورته مهال د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین ویلي، چې غواړي په ټول هېواد کې د ګرځندوی صنعت ته پراختیا، معياري او ډېجېټلي کړي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 14:33


لغمان کې لسګونه معلولین او یتیمان د انګلیسي، کمپیوټر او حرفوي زدکړو له برنامې فارغ شول.
نور حال #راپور کې

#باختر

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 14:29


د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير غزني ولایت ته د سفر په لړ کې، له یو شمېر ځوانانو، فرهنګپالو او لیکوالانو سره کتلي.
دغو ځوانانو، فرهنګیانو او لیکوالانو د خپلو فعالیتونو له لارې د نظام پر ملاتړ ټینګار کړی او سیاسي مرستیال بیا د دوی د هڅو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې شته ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 14:28


د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د دوو کانالونو او د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د یوه سربند د جوړولو چارې پيل شوې.
د دغو پروژې چارې د اقتصاد ریاست په هڅو د کرنې په سکتور کې د یو.ان.ډي.پي موسسې له لوري د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 14:28


مالیې وزارت د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د پلټونکو ادارو او د مسلکي زده کړو بنسټونو ته د جواز ورکولو پروسه پیل کړه.
دغه وزارت ویلي، چې د مالي چارو د پلټني ادارې، په دولتي او خصوصي شرکتونو کي د پلټنې چاري ترسره کوي، چي موخې یې د مالیاتو له تېښتي څخه مخنیوی، د مالي ستونزو رابرسیره کول او حلول، د مالي روڼتیا رامنځته کول او د مالي چارو معیاري کول دي.
د همدې ستونزي د حل او د مسلکي محاسبې د پياوړتیا په موخه، د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست اړوند د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې د لومړي ځل لپاره پلټونکو ادارو او د مسلکي زده کړو بنسټونو ته د ټاکل شويو معیارونو سره سم، د ثبت او جواز ورکولو پروسه پیل کړې.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 14:28


تورخم کې د افغانستان او پاکستان کمیساریو مسوولینو ناسته کړې او په دغې دروازه د کې یې سوداګریزو کاروانونو او عامو خلکو د تګ راتګ پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
دواړو لوریو دغه راز د شته ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 14:27


د کندهار ښاروالۍ مسوولین وايي، چې دغه کانال د پنځلسمې ناحيې اړوند په درېيم ګذر کې د شاوخوا ۹۰۰ متره په اوږدوالي، ۷۰ سانتي متره پلنوالي او ۸۰ سانتي مترو په جګوالي سره جوړېږي.
په دغې رغنيزه پروژه کې شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 14:27


د پروان سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د درې میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ویلنس فارما تولیدي فابریکې د پرانیستې خبر ورکړی دی.
د فابریکې مسوولینو ویلي، چې یاده فابریکه به په یوه دقیقه کې د ۶۰۰ پمپرو د تولید ظرفیت ولري او په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه به په کې۱۵۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 14:27


د رياست الوزراء د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه کې ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړي او ‏ د کورنيو چارو او ماليې وزارتونو، کابل ښاروالۍ او امارتي شرکتونو اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول ارزول شوي او په اړه يې لازم تصميمونه نيول شوي دي.
غونډه کې دغه راز د پوهنې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د اړوندو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده سپارل شوې ده.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 08:47


د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ۱۴۲ منسوبین له نظامي او مسلکې زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د دغو منسوبینو په فراغت غونډه کې مسؤلینو د جهاد په فضلیت، یووالي او د اوامرو په اطاعت ټینګار کړی او له دوی یې غوښتي، چې د دیني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړې هم ترلاسه کړي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 08:45


د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د جوړ شوي علمي او تخنیکي سیمینار په پای ‌غونډه کې د هېواد د اوبو سرچینو مدیریت او کنټرول ته په اشارې ویلي، چې افغانستان د اوبو پراخې طبیعي سرچینې لري، خو له بده‌مرغه د مدیریت او ترې د سالمې استفادې په برخه کې یې مسلکي چلند نه دی شوی.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د خپل مسوولیت له مخې له هرې ممکنې لارې او امکاناتو په استفادې د پیاوړې ارادې په درلودو سره د اوبو د غوره مدیریت لپاره هلې ځلې کوي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 08:18


د بدخشان په ولایتي روغتون کې د جدي څارنې څانګې (ICU) لپاره د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې معیاري ودانۍ د جوړوېدو چارې پیل شوې.
مسوولین وايي، چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه جوړېږي، چې ۱۰ بستره لري او په ټولو معیاري او پرمختللي طبي وسایلو به سمبال وي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 08:17


د ریاست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر غزني ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د درېیمې پلې محمدي لواء څخه لیدنه کړې او ویلي يې دي، چې په دې پاکه خاوره د زیاتو قربانیو په ورکړې شرعي نظام حاکم او هغه ظلمونه چې د شل کلن اشغال پر مهال ترسره کېدل له منځه تللي دي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 06:53


په کندهار کې د خرقې شریفي ریاست مسؤلین وايي، چې په تېرو څو میاشتو کې څلور بهرني سېلانیان له دعوت وروسته مسلمانان شوي دي.
دغه بهرني سېلانیان دوه يې د ټایلینډ د بودايي او دوه نور يې د سلواکیا او سلوانیا اوسېدنکي عیسویان دي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 06:52


د لوړو زده کړو سرپرست وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم کندهار ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره په جلا جلا ناستو کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.
نوموړي دغه راز په دې پوهنتون کې د جومات پراخوالي، د حیواني کلینیک فعالېدو، د پوهنتون په داخل کې د قطره یي اوبو رسونې سېسټم فعالولو او د تالار د ترمیم پروژې منظورې کړې.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 06:51


زابل کې د ٤١ ميليونو افغانيو په لګښت يو پل ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

#باختر

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 06:43


د چین ولسمشر شي جینګ پینګ نن پنجشنبې سهار په یو بیان کې غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.
نوموړي دغه غوښتنه داسې مهال کړې، چې د صهیونست رژیم تازه بریدونو کې لسګونه فلسطینیان شهیدان شوي دي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 06:42


د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي پرون د کورنیو د پیاوړي کولو، له وړو تشبثاتو او د سوداګرۍ او حرفو د پراختیا څخه د ملاتړ په برخه کې د فعالو یو شمیر ملي او نړیوالو موسسو له چارواکو سره د ۳ میلیونه، ۹۲۳ زره او ۸۶۴ ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیلک کړي دي.
د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو له مخې به یوه بهرنۍ او پنځه کورنۍ موسسې د کورنیو د پیاوړتیا، د متشبثو ځوانانو د کسب او کار د پراختیا، له وړو تشبثاتو څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ د بنسټونو د زده کړې، د سوداګرۍ او حرفو د پراختیا په برخو کې خپلې پروژې د کابل، هرات، بلخ، فاریاب، ننګرهار، خوست، تخار، بدخشان او بامیانو په ولایتونو کې پلې کړي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 06:42


د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د ۲ میلیونه او ۷۵۰ زره افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ ۶ درسي او دوه اداري خونې لري چې د ۸ میاشتو په موده کې جوړه شوې ده.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Nov, 05:51


د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي پرون د کورنیو د پیاوړي کولو، له وړو تشبثاتو او د سوداګرۍ او حرفو د پراختیا څخه د ملاتړ په برخه کې د فعالو یو شمیر ملي او نړیوالو موسسو له چارواکو سره د ۳ میلیونه، ۹۲۳ زره او ۸۶۴ ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیلک کړي دي.
د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو له مخې به یوه بهرنۍ او پنځه کورنۍ موسسې د کورنیو د پیاوړتیا، د متشبثو ځوانانو د کسب او کار د پراختیا، له وړو تشبثاتو څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ د بنسټونو د زده کړې، د سوداګرۍ او حرفو د پراختیا په برخو کې خپلې پروژې د کابل، هرات، بلخ، فاریاب، ننګرهار، خوست، تخار، بدخشان او بامیانو په ولایتونو کې پلې کړي.

باختر خبري آژانس - پښتو

13 Nov, 11:38


د افغانستان بانک رئيس، د وړو تمويلونو ملي کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان بانک دغه سکتور ته ډېره پاملرنه کړې او د وړو تمویلونو د مؤسساتو د تنظیم او څارنې لپاره یې مقرراتي چوکاټ رامنځته کړی دی چې دغه مؤسسې د چوکاټ په رڼا کې فعالیت وکړي.

#باختر

باختر خبري آژانس - پښتو

13 Nov, 11:06


د دایکنډي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولین وایي، چې پرون په دغه ولایت کې د حکومتي مسولینو، عالمانو، مخورو او عامو خلکو په شتون کې د یووالي او ورورلۍ یوه لویه جرګه جوړه شوې، چې په کې ګډون والو د خلکو ترمنځ پر یووالي او له حکومت سره پر همغږۍ کولو ټينګار کړی دی.

باختر خبري آژانس - پښتو

13 Nov, 11:06


د کندهار د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د تېرې یوې اونۍ په لړ کې یې د ښار له بېلابېلو برخو څخه ۷۸ په نشه يي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره یې روغتیایي مرکزونو ته ورپېژندلي دي.

باختر خبري آژانس - پښتو

13 Nov, 11:06


د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ۲۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت سلګونه بېلابېلې پروژې پلې کېږي، چې کې استنادي دېوالونو، سربندونو، سړکونو، کوڅې او د کانالونو کانکرېټي جوړول شامل دي.

باختر خبري آژانس - پښتو

13 Nov, 11:05


په کوالالمپور کې د ا.ا.ا د سفارت سرپرست نقیب الله احمدي د پطروناس (د مالیزیا د تېلو او ګازو) سترې کمپنۍ له مشر داتو انجنیر باچو پیلونګ سره د کتنې پرمهال د کانونو او پېټرولیم وزارت سره د تخنیکي پرسونل په روزنه، ظرفیت لوړونه، د کانونو او ګازو د استخراج، اکتشاف او قرارداد ورکولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
‎ورته مهال داتو پیلونګ په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د کانونو او پېټرولیم وزارت اړوند تخنیکي مسوولینو روزنې ته چمتو دي.

باختر خبري آژانس - پښتو

13 Nov, 11:05


د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا روزګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د سیمه ییزو ټولګیو پر لا پیاوړتیا، لا نورو ښوونځيو رامنځته کولو او په دغې برخه کې د لاډېرو امکاناتو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت هڅه کوي زده کوونکو ته د تعلیم ترلاسه کولو په برخه کې ښه چاپېریال او امکانات برابر کړي.

باختر خبري آژانس - پښتو

13 Nov, 11:05


د کندز د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې روان کال د دغه ولایت په خان اباد، امام صاحب او مرکز کندز کې ۱۱ نوې تاریخي سيمې تر ارزونې وروسته ثبت شوې دي.
مسوولین زياتوي، چې دغه سیمې سلګونه کاله تاریخي مخینه لري.

باختر خبري آژانس - پښتو

13 Nov, 10:52


د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې اونۍ وړاندې یې ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د راتلونکي کال د جنوري پر ۲۰ به لوړه وکړي، د خپلې کابینې ځينې غړي لکه د بهرنیو چارو وزارت لپاره سناتور مارکوروبیو، دفاع وزارت لپاره پیت هکزث او سي.ای.اې یا استخباراتو لپاره جان رتکلف معرفي کړي دي.
د کابینې غړو کې مشهور سوداګر ایلان ماسک هم لیدل کېږي.

باختر خبري آژانس - پښتو

13 Nov, 10:51


کابل ته یو شمېر راغلیو هالنډي پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست ملا هدایت الله بدري سره د کتنې پر مهال د افغانستان د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو د کړنلارې له مخې ورسره د هر راز قانوني همکاریو ژمنه کړې ده.

باختر خبري آژانس - پښتو

13 Nov, 10:50


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معين مولوي عتیق اللّٰه عزيزي اسلامي هنر او تمدن نندارتون پرانيستې او د موزيمونو د کارکوونکو د نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې ویلي، چې د ملي موزيم ټولو برخو ته پاملرنه زموږ مسووليت دی او دلته داسې تاريخي اثار موجود دي، چې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د مشترکاتو ښکارندویي کوي.

باختر خبري آژانس - پښتو

13 Nov, 10:50


نن ورځې تاريخ چهارشنبه

باختر خبري آژانس - پښتو

12 Nov, 16:35


د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار چارو معین، پکتیکا ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته ویلي، چې دا مهال په هېواد کې ۵۲ د حرفوي زده کړو مرکزونه شتون لري او پلان لري چې دغه لړۍ ته پراختیا ورکړي.
نور حال #راپور کې

#باختر

باختر خبري آژانس - پښتو

12 Nov, 16:33


معین خدمات شهری و حفظ محیط زیست شاروالی کابل، در مراسم افتتاح نمایشگاه (تصویر جدید کابل) می‌گوید که این اداره پس از حاکمیت امارت اسلامی افغانستان، حدود 15 میلیارد افغانی عواید جمع‌آوری کرده و از این طریق خدمات مختلف شهری در حال انجام است.

#باختر

باختر خبري آژانس - پښتو

12 Nov, 16:32


د آزموینو ملي ادارې مشر، د "کابل نوی انځور" تر عنوان لاندې د بشپړو شویو پروژو انځوریز نندارتون پرانیست‌غونډه کې ویلي چې اسلامي حکومتونه د نورو مسایلو ترڅنګ؛ باید ولسونو ته ښه خدمات وړاندې او لازمې آسانتیاوې ورته برابرې کړي.

#باختر

باختر خبري آژانس - پښتو

12 Nov, 16:31


د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري د بامیانو د خلکو د همغږۍ، ورورولۍ او یووالي په غونډه کې ویلي، چې هېواد کې د کرنیز سېستم د نوي کولو هڅې روانې دي.
نوموړي د افغاني کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې او د سړو خونو جوړولو ډاډ هم ورکړی دی.

باختر خبري آژانس - پښتو

12 Nov, 16:31


‏د ⁧ احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د غزني ⁩ ولایت په مقر ولسوالۍ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګه د دغه ولایت د والي حافظ محمد امین عمري، د یاد ولایت د احصايې او معلوماتو ریيس حافظ عبدالکبیر نصرت خالد، د مقر ولسوالۍ ځایي مسوولینو او قومي مشرانو په شتون کې پرانیستل شوه.
د دې څانګې په پرانیستل کېدو سره به د (جاغوري، ناوې، ګیلان او آب بند) ولسوالیو خلکو ته هم د برېښنايي پېژندپاڼو ترلاسه کول اسانه شي.

باختر خبري آژانس - پښتو

12 Nov, 16:06


د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د یونیسف او روغتیا برخې د تمویلوونکو ادارو له استازو سره په کتنه کې ناروغانو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د عامې روغتیا وزارت دنده بللې او روغتیايي مرکزونو ته یې پر وخت د درملو رسول، په مرکزونو کې د اړینو طبي تجهیزاتو شتون او ترمیم، روغتیايي پرسونل ته د ریفریشر روزنیزو ټریننګونو ورکول او د مسلکي پرسونل ګومارل اړین یاد کړي دي.
د یونیسف او تمویلوونکو ادارو استازو په یادو برخو کې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ ته د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

باختر خبري آژانس - پښتو

12 Nov, 16:05


د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا د (لړم په ۲۳مه) نېټه په بدخشان، نورستان، پروان، پنجشېر، تخار، بغلان، کندز، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، جوزجان، فاریاب، دایکنډي، غور، بادغیس او هرات ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د باران، سېلابونو او تېزو بادونو د پېښېدو اټکل کړی دی.

باختر خبري آژانس - پښتو

12 Nov, 16:05


د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بامیانو د خلکو د همغږۍ، ورورولۍ او یووالي په غونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت اوس مهال د نړۍ له ٤٠ هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري.
د نوموړي په خبره، افغانستان په سیاسي لحاظ په انزوا کې نه بلکې مخ پر وړاندې روان دی.

باختر خبري آژانس - پښتو

12 Nov, 16:05


په عمان کې د افغانستان د سفارت سرپرست حافظ عمر په دغه هېواد کې د اوزبیکستان له سفير عبدالسلام حاتموف سره کتلي او د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د دوستانه اړيکو د ستاينې ترڅنګ یې د دوه اړخیزو اړيکو پر لا پراختيا او نږدې همکاريو ټينګار کړی دی.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 16:17


د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې وی رونیکا بوسویک پوهار او مل پلاوي سره کتلي دي.
بوسویک پوهار په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پر فعالیتونو خبرې کړي، د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی او د اسلامي امارت او اروپایي ټولنې ترمنځ پر اړیکو پاللو یې ټینګار کړی.
سیاسي مرستیال په تېرو څه باندې دريو کلونو کې د اسلامي امارت د پرمختګونو په اړه غږېدلی او له افغانستان سره يې د اروپایي ټولنې مرستې مهمې بللې دي.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 16:14


‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د لوګر له یوشمېر مسؤلینو او ځوانانو سره کتلي او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
دغو مسؤلینو او ځوانانو له اسلامي امارت څخه د ملاتړ او نظام سره د همکارۍ ډاډ ورکړی.
‏سیاسي مرستیال ویلي، چې نړۍ د اسلامي امارت په اړه پر حقایقو پوهېږي او ورځ تر بلې سیاسي تعامل مخ پر زیاتېدو دی.
نوموړي لوګر کې د خلکو د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړی.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 16:14


د عدلیې وزارت وایي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني د میاشتې په اوږدو کې په هرات، ننګرهار، کندز، تخار، پروان، غور، پنجشير، لغمان، سرپل، سمنګان، بادغیس او ميدان وردګ ولایتونو کې ۳۷ زره ۴۲۹ جریبه دولتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې.
دغه راز د یادې میاشتې په اوږدو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۲۲ زره او ۹۴۰ جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوې او ۷۸۷ زره او ۷۱۱ جریبه نوره ځمکه تر بررسۍ لاندې ده.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 16:13


د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا د (لړم په ۱۹مه او ۲۰ مه) نېټه په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، نورستان، پنجشېر، بغلان، لغمان، کونړ، ننګرهار، پروان، بامیان، سرپل او سمنګان ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د باران اټکل کړی دی.
دغه راز په سویل ختیځو، مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د تېزو خاورو او دوړو د پېښېدو او په لوړو او سړو سیمو کې د واورې اټکل شوی دی.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 16:12


د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور له یو شمېر اوکرایني متخصصینو سره کتلي دي.
اوکرایني متخصصینو په دغې کتنه کې د نغلو، سروبي، درونټې او ماهیپر بندونو د ساتنې او پاملرنې او له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې د تخنیکي همکارۍ ترسره کولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
سرپرست وزیر د اوکرایني متخصصینو د لېوالتیا هرکلی کړی او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 10:04


د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د تاریخي ودانیو په ځانګړې توګه د زلزله ځپلو هغو د بیا رغونې چارې روانې دي.
په وينا يې، دغه چاره د کلتوري میراثونو د له منځه تلو څخه د مخنيوي په موخه ترسره کېږي.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 10:04


د غزني د مقر ولسوالۍ په روغتون کې د خوارځواکو ناروغانو د درملنې مرکز جوړ شوی دی.
یاد مرکز د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې پنځه مجهزې خونې او لس بسترونه لري.
مسوولین وايي، چې د یادې ولسوالۍ او شاوخوا سیمو د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې به ورسره حل شي.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 08:26


د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم لغمان ته د رسمي سفر پر مهال په لغمان پوهنتون کې د رغونې او بیارغونې څلور بېلا بېلې پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
په یادو پروژو کې د لغمان پوهنتون احاطوي دېوال، د دېوالونو رنګول، د ادبیاتو پوهنځي بیا رغونه او له کانټینرونو د تعمیر جوړول شامل دي چې بودیجه یې لوړو زده کړو وزارت ورکړې ده.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 08:25


امریکا؛ ایران د ټرمپ د له منځه وړلو قصد درلود
د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ایران قصد درلود له ټاکنو وړاندې د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له منځه یوسي، هغه ادعا چې ایران په کلکه رد کړې ده.
عدلیې وزارت ویلي، چې ایران د دغه کار د ترسره کولو لپاره امریکا کې دننه یو کس ګومارلی و.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 07:28


د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر عالمانو، مشایخو او مشرانو سره کتلي او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې اترې کړې دي.
دغو مخورو او مشرانو د خپلو سیمو او ولایتونو ستونزې د حل په موخه شریکې کړې او اداري مرستیال ورته د حل ډاډ ورکړی دی.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 07:27


د امریکا متحده ایالاتو مشهور سوداګر او د اېکس ټولنیزې شبکې اجرائیوي رییس ایلان ماسک د اېکس په یو پیغام کې ویلي، چې ډېر ژر به په اوکراین کې روانه وینه تویېدنه ودرول شي.
ماسک په ټاکنو کې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملاتړی و او دغه راز د رسنیو د راپورونو له مخې د زیلنسکي او ټرمپ ترمنځ د ټېلفوني اړیکې په برابرولو کې یې هم رول درلود.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 07:25


د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې؛ د جیاشبتای خاخام په نوم صهیونست چې دوې اونۍ وړاندې په لبنان کې د جګړې پر مهال ټپي شوی و، د سختو ټپونو له امله مړ شوی دی.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 06:39


ټاکل شوې نن د افغانستان او بنګله دېش ملي لوبډلې د دریو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
دغه لوبه د کابل پر وخت ماسپښین ۲ بجې او ۳۰ دقیقې د متحده عربي اماراتو په شارجې کریکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې د بنګله دېش لوبډله له ماتې سره مخ کړې وه.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 06:30


والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې د یو شمېر سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې ټرمپ به د ولسمشر په توګه د د ندې له پیل سره سم پر ایران نور بندیزونه هم ولګوي.
سرچینو ویلي، ښایي دغه بندیزونه تر ډېره د ایران پر نفتي سرچینو ولګول شي.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 06:29


د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ ولي محمد خان کارېز سیمه کې د ۳۰۷ مترو په اوږدوالي او د واشېر ولسوالۍ کشک سفید سیمه کې د ۳۰۳ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو رغنیزې چارې د شاوخوا ۷ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې او د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 06:27


د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ ولي محمد خان کارېز سیمه کې د ۳۰۷ مترو په اوږدوالي او د واشېر ولسوالۍ کشک سفید سیمه کې د ۳۰۳ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو رغنیزې چارې د شاوخوا ۷ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې او د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 06:04


پرون د تورخم له لارې ۲۹، د قندهار د سپین بولدک له لارې ۳۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۹ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۸۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. دغه راز ۱۷۰ راستنو شويو ته سيمکارتونه ويشل شوي، ۲۲ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 06:02


په چین کې د افغانستان سفیر مولوي بلال کریمي په شانګهای کې د چین نړیوال اووم وارداتي نندارتون کې د ګډون پر مهال د افغان سوداګرو له غرفو څخه، چې د افغانستان د وچې میوې بېلابېل ډولونه او لاسي صنایع په کې نندارې ته ایښودل شوي، لیدنه کړې.
‏بلال کریمي د افغان سوداګرو غوښتنې، ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه اوریدلي او د حل ډاډ يې ورکړی دی.

باختر خبري آژانس - پښتو

09 Nov, 05:30


د فراه د احصايې او معلوماتو رياست مسؤلين وايې؛ چې تیرو شپږ میاشتو کې يې په دغه ولايت کې څه باندې ۲۷ زره بريښنايي او ۹۱۷۵ کاغذي پېژند پاڼې ويشلې دي.

#باختر

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Oct, 16:14


د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ افغان پلاوي په قزاقستان کې د دغه هېواد له یو لوړ رتبه دولتي پلاوي سره کتلي او په بېلابېلو برخو کې یې ورسره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
دواړو لوریو دغه راز د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم بحث کړی دی.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Oct, 16:14


د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا د (لړم په لومړۍ) نېټه په کونړ، ننګرهار، سمنګانو، بامیانو، بلخ، کندز، جوزجان، سرپل، فاریاب، غور، بادغیس او هرات ولایتونو کې د باران اټکل کړی دی.
دغه راز په شمالي، لوېدیځو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو او په لوړو او سړو سیمو کې د واورې د اورښت اټکل شوی دی.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Oct, 16:13


د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاءالله عمري پکتیا ته په سفر کې د رحیم ګردیزي د جلغوزیو د پروسس له کارخونې لیدنه کړې او له خصوصي سکټور څخه یې د ملاتړ ډاډ ورکړی.
د یادې کار خونې مسولینو ویلي، چې اوس مهال دغه کارخونه په کلني ډول د ۶۰ زره ټنه جلغوزیو د پروسس وړتیا لري.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Oct, 16:13


د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېدو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي لغمان ته د سفر پر مهال ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د ظالمانو مخه نیول شوې او د مظلومانو حقوق خوندي شوي دي.
د نوموړي په خبره، نظامونه د امربالمعروف او نهی عن المنکر له شتون پرته نیمګړي دي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Oct, 16:12


د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي مرسته د څه باندې ۳،۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Oct, 16:12


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو د امنیتي ارګانونو په همکارۍ، د بادغیس په غورماچ ولسوالۍ کې هغه شپږ بازان نیولي چې له هېواده بهر ته قاچاق کېدل.
نیول شوي بازان د بادغیس ولایت مقام، استخباراتو او امنیې قومندانۍ د استازو په حضور کې طبیعت ته خوشي شوي دي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Oct, 16:12


د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا ملتونو په غوراوي سیالیو په لړ کې فیلېپین لوبډلې ته ۸-۰ په توپیر ماتې ورکړه.
ټاکل شوې، د افغانستان له اوولس کلنو کم عمره ملي لوبډله د را روانې چهارشنبې په ورځ د ماکایو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Oct, 10:15


د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د اطلس مهدي یار اسمان هشتم ایراني شرکت له ریيس محمد خوازي او د نذیراحمد لوژستیکي او تدارکاتي شرکت له رییس نذیر احمد سره کتلي دي.
یادو شرکتونو له غزني څخه تر کندهاره پورې د پنځو سب سټیشنونو په جوړولو باندې پانګونې ته لېوالتیاڅرګند کړې او په دې برخه کې یې کار کولو ته بشپړ چمتووالی ښودلی دی.
ورته مهال سرپرست وزیر د دوی د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Oct, 09:10


د هرات ولایت د تاریخي سیمو او لرغونو ودانیو انځورونه

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Oct, 08:44


د کندهار سیمه ییز مسؤلین وايي، چې د دغه ولایت په یوولسو ولسوالیو کې ۲۰ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي.
دغه ښوونځي د ۱۷۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یونیسف په مالي ملاتړ رغول کېږي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Oct, 08:37


والسټریټ ژورنال لیکلي؛ وروسته ترهغې چې د حماس غورځنګ سیاسي مشر یحیی سنوار له اسرائیلي پوځ سره په جګړه کې ژوند له لاسه ورکړ، فلسطینیانو او عربانو کې د نوموړي محبوبیت نور هم زیات شوی او د نوموړي زړورتیا ډېری عربان او فلسطینیان حیران کړي دي.سنوار د معاصرې اسلامي نړۍ یو له ګوتو په شمار مشرانو څخه و، چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د خپلو مجاهدینو ترڅنګ د دښمن پر وړاندې وجنګېد.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Oct, 08:36


سرخط اخبار کوتاه از آژانس اطلاعاتی باختر
تاریخ : ۳۰ / ۷ / ۱۴۰۳ هجری خورشیدی

#باختر

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Oct, 08:33


د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین له لوري په الماتا ښار کې د افغاني تولیداتو نندارتون پرانيستل شو چې درې ورځې به د خلکو پرمخ پرانيستی وي.

باختر خبري آژانس - پښتو

21 Oct, 06:11


د بلخ ولایت د خوړو او درملو ادارې مسئولین وایي، چې په روان کال کې شاوخوا ۵ زره قلمه تاريخ تېره او بې کیفیته درمل راټول او لمنځه وړل شوي.
نور حال #راپور کې

#باختر

3,492

subscribers

17,405

photos

3,741

videos