دوشنبه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳
د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د ننگرهار پوهنتون د یو شمېر محصلینو لپاره د یاد پوهنتون په تالار کې سمینار جوړ کړ.
دغه سیمینار د (په عامه ادارو کې د کاري فرصتونو لوړول) تر سرلیک لاندې جوړ شوی و چې د ننگرهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي یو شمېر محصلینو پکې ګډون ګډون درلود.
په دې غونډه کې ويناوالو د دغه سيمينار په ارزښت ټينګار وکړ او له زده کوونکو يې وغوښتل چې په سيمینار کې له شته موادو او مطالبو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
د ننگرهار پوهنتون مسوولینو د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمریت څخه د مننې او ستاینې ترڅنګ زیاته کړه چې د دغه سیمینار ترسره کیدل د ننگرهار پوهنتون د محصلینو د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې خورا اغیزمن دی.