د سویډن امنیتي مسئولینو خبر ورکړی چي، د یاد هیواد په پلازمېنه سټاکهولم ښار کي د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د قرآنکریم د نسخو سوځوونکی وژل سوی دی.
د یاد هیواد پولیسو ویلي چي، د مومیکا سلوان په نوم دغه عیسوي کس پرون شپه په یوه اپارتمان کي ویشتل سوی او وژل سوی دی.
بل خوا پولیسو ویلي چي، د مومیکا د وژلو په تور ئې پنځه کسان نیولي او نور تحقیقات هم روان دي.
ټاکل سوې وه چي، د راتلونکي فبروري میاشتي پر درېیمه نېټه د یاد کس محکمه ترسره سي؛ خو محکمې ته ته پاته نه سو او مخکي ووژل سو.
مومیکا عیسوي عراقي کډوال په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کي په سویډن کي د قرآنکریم ځیني نسخې وسوځولې چي، د نړۍ په ګوټ، ګوټ کي هغه وخت دا موضوع د مسلمانانو خورا توند غبرګونونه راوپارول.
#MillatZagh