Kabul News TV @kabulnewstv Channel on Telegram

Kabul News TV

@kabulnewstv


Kabul News TV Afghanistan' 24 hours News channel

Kabul News TV (English)

Welcome to Kabul News TV, Afghanistan's premier 24-hour news channel! Our channel, @kabulnewstv, is dedicated to bringing you the latest news and updates from across Afghanistan and around the world. Whether you're interested in politics, business, sports, or entertainment, Kabul News TV has you covered. Stay informed and up to date with our team of experienced reporters and journalists who work around the clock to deliver accurate and reliable news to our viewers. With a focus on providing unbiased reporting and in-depth analysis, Kabul News TV is your go-to source for all things news in Afghanistan. Join us on Telegram today to stay informed, educated, and engaged with the world around you. Follow @kabulnewstv for breaking news alerts, live coverage of important events, and exclusive interviews with key figures in Afghan society. Don't miss out on the latest developments - join Kabul News TV now!

Kabul News TV

19 Feb, 16:26


رویټرز خبري آژانس د سرچینو په حواله ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مربوط هغه دفتر چې په امریکا کې د افغانانو ځای پر ځای کیدو باندې نظارت کوي تړل کیږي.
د راپور له مخې دې دفتر ته ویل شوي څو د روان کال تر «اپریل» پورې د خپل تړل کیدو پلان جوړ کړي.
دا دفتر د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال تاسیس شو ترڅو هغه افغانان چې امریکا سره یې کار کړی او‌ له خطر سره مخ دي امریکا ته منتقل او ځای پر ځای کړي.

Kabul News TV

19 Feb, 13:51


د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې په هرات کې د ټاپي گاز نللیکې د سرحد آباد برخې چارې په چټکتیا سره روانې دي.
یاد وزارت زیاتوي: «پدې موده کې د سروې کار، د ګازو د نللیکې د لارې کیندل او پرانیستل، د کار ځای ته یې لیږدول، د ګازو د نللیکې لېږدول او نور خدمات ترسره شوي دي.»

Kabul News TV

19 Feb, 12:51


د ا.ا رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په یوه لیک کې د سوریې د نوي انتقالي دورې لپاره د ولسمشر د ټاکل کیدو له امله احمد شرع ته مبارکي ویلې ده.
ا.ا وایي، د ملا محمد حسن اخند په دې پیغام کې احمد شرع ته همداراز د ښې حکومتولۍ او د سوريې د ناخوالو د کابو کولو او برياليتوب دعاګانې شوې.
«د ا.ا رئیس الوزرا د دواړو وروڼو هيوادونو تر منځ د ښو او هر اړخيزو اړيکو هيله هم ښودلې ده.»

Kabul News TV

19 Feb, 10:40


د هوا پیژندنې ادارې نن په کندهار، زابل، اروزگان، غور، دایکندي، بامیان، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوگر، وردگ، کابل، ننگرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، بدخشان، تخار، بغلان، سمنگان، بلخ، او سرپل ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی.

Kabul News TV

18 Feb, 10:28


د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت نن د هوایي ځواکونو او هوایي مدافعې عمومي قوماندانۍ له بیلابیلو برخو لیدنه کړې.
د ملي دفاع وزارت وایي چې فصیح الدین فطرت د بیلابیلو الوتکو د ترمیم په برخه کې د هوايي ځواکونو د منسوبینو او تخنیکي پرسونل هڅې او لاسته‌ راوړنې ستایلې دي.

Kabul News TV

18 Feb, 09:11


د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سبا ایران ته سفر کوي او هلته له لوړپوړو ایراني چارواکو سره گوري.
دا پداسې حال کې ده چې امریکا او اسراییلو دواړو وړمه ورځ ایران ته د اتمي او نورو وسلو ترلاسه کولو په هکله سخت اخطارونه ورکړل.
د قطر امیر دا مهال هند ته په سفر بوخت دی او هلته یې د هغه هیواد صدراعظم «نریندرا مودي» سره هم کتلي دي.

Kabul News TV

18 Feb, 08:08


د امریکا او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو د سعودي عربستان پلازمینې ریاض کې د یوکراین جنگ د پای ته رسولو او دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو بیرته رغولو په اړه خپل ملاقات پیل کړ.
کریملین ویلي چې په دې لیدنه کې به د روسیې او امریکا ترمنځ د اړیکو بیرته رغول اصلي موضوع وي او ښایي د یوکراین د مسئلې د حل او د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو ترمنځ ملاقات په اړه هم خبرې وشي.

Kabul News TV

18 Feb, 07:42


د امریکا بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو» سعودي عربستان ته سفر کړی او هلته یې د دې هیواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي دي.
امریکا په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دې لیدنې کې په غزې کې د سیرانو د آزادیدو، په سوریې او لبنان کې د گډو گټو د پاره کار او په سور سمندر کې د امنیت د ټینگښت په اړه خبرې شوي دي.

Kabul News TV

18 Feb, 05:55


د کاناډا په «ټورنتو» کې یوه الوتکه د ښکته کیدو پر مهال چپه شوې.
د راپورونو پر اساس پدې پیښې کې ۱۸ تنه ټپیان شوي چې د درییو تنو وضعیت یې ترینگلی ښودل شوی دی.
یادې الوتکې ۸۰ سپرلي لرل او د امریکا له «مینیاپولیس» څخه یې خپل پرواز پیل کړی و.

Kabul News TV

17 Feb, 09:18


امریکا ویلي چې د سوریې په شمال-غرب کې یې په یوه هوایي برید کې له القاعدې سره تړلې ډلې «حراس الدین» یو لوړپوړی غړی وژلی دی.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ زیاته کړې چې دا کس د «حراس الدین» ډلې لوړپوړی مالي او لوژیستیکي غړی و.

Kabul News TV

17 Feb, 08:26


په اتریش کې د یوه ۲۳ کلن سوریایي پناه غوښتونکي د چاړې په برید کې یو ۱۴ کلن ماشوم وژل شوی او ۵ نور کسان ټپیان شوي دي.
د اتریش کورنیو چارو وزیر ویلي چې دا کس له داعش سره ارتباط لرلو او د انټرنټ له لارې افراطي شوی و.

Kabul News TV

16 Feb, 10:53


د وړمې ورځې د مونیخ ښار د پیښې له ټپیانو دوو تنو یعنې یوې دوې کلنې ماشومې او مور یې په روغتون کې ژوند بایلود.
دا لور او مور هغه مهال ټپیان شوي وو چې ۲۴ کلن افغان پناه غوښتوونکي تیره پنجشنبې د خلکو پر یوې غونډې خپل موټر ورخیژولی و.
هغه مهال آلماني پولیسو ویلي وو چې په برید کې ۳۹ تنه ټپیان شوي وو چې د دوو تنو وضعیت وخیم ښودل شوی و.

Kabul News TV

16 Feb, 10:28


د امریکا بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو» له خپل روسي سیال «سرگي لاوروف» سره تلیفوني خبرې کړي دي.
کریملین وایي چې پدې تماس کې دواړو خواوو د یوکراین، فلسطین او سیمه ییزو او نړیوالو مسئلو په اړه خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی دی.
امریکایي چارواکو رسنیو ته ویلي چې «مارکو روبیو» به په نږدې راتلونکي کې په سعودي عربستان کې له «سرگي لاوروف» سره د یوکراین د جنگ پای ته رسولو په موخه وگوري.

Kabul News TV

16 Feb, 06:44


د نړۍ ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو په یوې اعلامیې کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت قانون او په نجونو او ښځو د ا.ا بندیزونه غندلي او ویلي یي دي چې د هر هغه هیواد لپاره چې په ټولنې کې د ښځو د رول حذف کولو هڅه کوي دایمي سولې ټینگښت او مشورعیت ناممکن دي.
همدا راز د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو پدې غونډه کې چې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې یې مشري کوله په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو په زده کړو د ا.ا بندیز غندل شوی او ویل شوي چې دې بندیز سره به په افغانستان کې چیرې چې د میندو د مړینې کچه تر ټولو لوړه ده، د ښځینه طبي کارکوونکو یو نسل له لاسه ورکړل شي.

Kabul News TV

15 Feb, 12:16


حماس نن درۍ اسرائیلي بندیان د ۳۶۹ فلسطینیانو د آزادیدو په بدل کې خوشې کړي دي.
د راپورونو له مخې د حماس له بنده خوشې کیدونکي اسرائیلي زندانیان په ښه وضعیت کې وي خو له اسرائیلي زندانونو څخه چې کوم فلسطینیان خوشې کیږي زیاتره یې عاجلې تداوۍ ته اړتیا لري.

Kabul News TV

15 Feb, 10:52


ترکیې او پاکستان په گډې اعلامیې کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت او د نجونو او ښځو حقونو په گډون ټولو اساسي حقونو ته د درناوي پر اهمیت ټینگار کړی دی.
پدې گډې اعلامیې کې چې اسلام آباد ته د ترکیې د ولسمشر تر سفر وروسته خپره شوې دواړو هیوادونو ویلي چې ا.ا باید له ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

Kabul News TV

14 Feb, 15:40


په جرمني کې هغه ۲۵ کلن افغان محاکمه شوی چې د تیر کال په «مې» میاشتې کې یې په «منهایم» ښار کې یو پولیس په چاړې وژلی و او شپږ نور کسان یې ټپیان کړي وو.
د راپورونو له مخې که څه هم داکس د ترهگرۍ په تور نه محاکمه کیږي خو څارنوالانو ادعا کړې چې هغه له داعش سره خواخوږي لرله.

Kabul News TV

14 Feb, 14:35


د ا.ا بهرنیو چارو وزارت ویاند د آلمان (dpa) خبري آژانس ته ویلي چې ا.ا د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په برخه کې له جرمني سره همکارۍ ته چمتو دی.
خو نوموړي زیاته کړې چې افغانستان د دریم هیواد لکه د پاکستان له لارې د افغان پناه غوښتونکو ترلاسه کول نه مني ځکه دا د افغانستان ملي امنیت ته گواښ پیښوي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون یو افغان پناه غوښتونکي د جرمني په مونیخ ښار کې د خلکو په گڼې گوڼې خپل موټر خیژولی و او شاخوا ۳۰ تنه یې ټپیان کړي وو.

Kabul News TV

07 Feb, 14:19


د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد له (BBC) سره مرکې کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی په رخصتۍ او د خپلې کورنۍ لیدلو لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی او بیرته خپلې دندې ته راځي.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ا.ا مشران نه غواړي خبره اختلاف ته ورسیږي او پدې تړاو ډیر حساس دي.
مجاهد د نجونو د ښونځیو او نړیوال مشروعیت په اړه د پوښتنې په ځواب کې زیاته کړې: «د اسلامي شریعت په چوکاټ کې موږ پیشنهاد کولای شو، په وار وار غوښتنې کولای شو ولې بیا صلاحیت د مشر دی چې مني یې که نه یې مني.»
مجاهد همداراز ویلي چې د دولتي ادارو د کارکوونکو معاشات چې پاتې دي د روانې میاشتې تر ۲۰مې نیټې به ورکړل شي او په راتلونکي کې به معاشات په عادي ډول ورکول کیږي.

Kabul News TV

07 Feb, 06:59


د امریکا متحده ایالتونو پر نړیوالې جنایي محکمې (ICC) بندیزونه وضع کړل. دا بندیزونه د (ICC) پر کارکوونکو، امریکا ته ددوی پر سفر او او ددوی پر شتمنیو وضع شوي.
د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ وایي چې تعزیرات د دې محکمې لخوا پر امریکایي او اسرائیلي وگړو د غیر قانوني توگه د دعوی اقامه کولو په غبرگون کې وضع شوي دي.
بلخوا بیا د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو هم د ډونلد ټرمپ لدې اقدام څخه ستاینه کړې.
نړیوالې جنایي محکمې تر دې وړاندې په غزه کې د بشریت ضد جنایاتو او جنگي جرمونو تر سره کولو په تور د «بنیامین نتانیاهو» او دده د دفاع وزیر د نیولو امر کړی و.

Kabul News TV

06 Feb, 14:45


په بیجینگ کې د چین او پاکستان د ولسمشرانو تر لیدنې وروسته دواړو هیوادونو په یوې گډې اعلامیې کې له ا.ا غوښتي څو په افغانستان کې د میشتو تروریستي ډلو په وړاندې ښکاره گامونه واخلي او اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر خلاف وکارول شي.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د چین د ولسمشر شي جینپینگ په بلنه په یوه پنځه ورځني سفر کړی بیجینگ ته تللی او د چین له لوړپوړو چارواکو سره یې کتلي دي. پدې لیدنو کې چین له ترهگرۍ سره په مبارزې کې د پاکستان قربانۍ ستایلې او پدې برخه کې یې له اسلام آباد سره د مرستې ته چمتووالی ښودلی.

Kabul News TV

06 Feb, 12:36


یو افغان شرکت او هندي پانگوال په وردگو کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې جوړولو پلان لري.
د باختر خبرې آژانس وایي چې د «میهن سټیل» په نوم یو افغاني شرکت او هندي پانگوال «لوکیش کومار» د وردگو په مرکز میدان ښار کې د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د اوسپنې ویلې کولو فابریکه جوړوي.
د راپور له مخې دا فابریکه به په ورځنۍ ډول د ۱۲،۵ ټنو اوسپنې د تولید ظرفیت ولري.

Kabul News TV

06 Feb, 07:21


د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ اعلان کړی چې هیواد یې د ملگرو ملتونو له بشري حقونو شورا څخه وځي او ویلي یې دي چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو ادارې (UNRWA) ته پر مرستو بندیز غځوي.
دا په داسې حال کې ده چې ډونلد ټرمپ تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د پاریس اقلیمي تړون څخه هم د امریکا د وتلو اعلان کړی و.

Kabul News TV

05 Feb, 13:44


د بهرنیو چارو وزارت د فلسطینیانو بې ځایه کولو او په نورو هیوادونو کې میشتولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلد ټرمپ څرگندونې د نړیوال قانون ښکاره نقض گڼلی او ویلي یې دي چې غزه د فلسطین خاوره ده او بل هیڅوک یې د برخلیک په اړه پریکړه نشي کولی.
دې وزارت په یوې اعلامیې کې زیاته کړې: «ا.ا باور لري چې دا ډول پلانونه نه يواځې د صهيونيستي رژيم د شومو اهدافو استازیتوب کوي، بلکې د مسلمانانو د کرکې پارونې او د سیمې د کړکېچ د زياتوالي لامل هم گرځي.»

Kabul News TV

05 Feb, 13:22


د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ په گاونډیو هیوادونو کې د غزې د خلکو دائمي ځای پر ځای کیدو او د امریکا لخوا د غزې د نیولو وړاندیز کړی.
ډونلد ټرمپ په امریکا کې د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په گډ کنفرانس کې ویلي چې که فلسطینیان په غزې کې پاتې شي دوی به ووژل شي او هغه څه چې ترسره شوي به یو ځل بیا تکرار شي.
بلخوا بیا چین، روسیې، سعودي عربستان، ترکیې او حماس د امریکا د ولسمشر د دې پلان سره مخالفت ښودلی دی.

Kabul News TV

05 Feb, 12:34


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د سوریې د موقت ولسمشر احمد شرع سره کتلي دي.
د راپورونو له مخې دواړو خواوو پدې لیدنې کې د ترکیې او سوریې ترمنځ په ټولو برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینگار کړی او احمد شرع رجب طیب اردوغان ته د سوریې د سفر بلنه هم ورکړې ده.

Kabul News TV

05 Feb, 10:40


د اوبو او انرژي وزارت وایي چې په نیمروز کې کمال خان بند نن د ا.ا یو شمیر لوړپوړو چارواکو په حضور کې گټې اخیستنې ته سپارل کیږي.
دا وزارت زیاتوي چې د کمال خان بند افتتاح به د هیواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او د بریښنا او زراعت په برخو کې به خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

Kabul News TV

04 Feb, 14:44


د ملگرو ملتونو امنیت شورا وایي چې د جنوري په ۲۲ مې نیټې یې د افغانستان کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ته د عمرې د ترسره کولو لپاره د جنوري له ۲۳ نه د فبروري تر درییمې د سفر بندیز معافیت ورکړی دی.
د امنیت شورا کمیټې همداراز زیاتوي چې د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۲۶ مه نیټه یې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ته ابوظبي ته د سفر او هلته د سیمه ییز امنیت، ثبات او پخلاینې په اړه یو شمیر ملاقاتونو کې د گډون لپاره د سفر بندیز معافیت ورکړی و.

Kabul News TV

04 Feb, 12:44


د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پرون پر «اِکس» یوه سپیس کې ویلي چې د امریکا لخوا د بگرام بیرته نیول خوب او خیال دی او په وینا یې امریکا به سلو کلونو کې هم افغانستان ته په چپه سترگه ونشي کتلی.
ذبیح الله مجاهد د بگرام په اړه د امریکا د نوي ولسمشر «ډونلد ټرمپ» خبرې کمپایني بللي او ویلي یې دي: «افغانستان یو مستقل هیواد دی او نه چین سره داسې تعامل لري چې هوایي میدان په اختیار کې ورکړي او نه هم امریکا سره.»
ذبیح الله مجاهد همداراز د ا.ا مشرانو ترمنځ اختلافات رد کړی او ویلي یې دي: «د ا.ا مشرانو ترمنځ د فکر تفاوت او د نظر فرق شته خو دا د اختلاف په معنی ندي. دا یو طبیعي حالت دی او هره اختلافي مسئله داسې نده چې جنگ ته ورسیږي.»

Kabul News TV

03 Feb, 13:53


ایلون ماسک وایي چې د امریکا ولسمشر «ډونلد ټرمپ» د (USAID) له تړل کیدو سره موافقت ښودلی.
ایلون ماسک زیاتوي چې (USAID) د امریکا د خلکو په پیسو کورونا ویروس رامنځته کړ او د نورو بیولوژیکي وسلو تحقیقات یې هم کول.
له بلې خوا روسیه کې هم د USAID له تړل کیدو تود هرکلی شوی دی.

Kabul News TV

03 Feb, 11:25


په کابل کې د یوناما په دفتر کې د ډزو له کبله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
رویټرز خبري آژانس وایي چې پدې ډزو کې د ا.ا یو سرتیری وژل شوی او د ملگرو ملتونو یو امنیتي ‌ساتونکی ټپي شوی دی.

Kabul News TV

03 Feb, 10:48


د پاناما کانال په اړه د ډونلډ ترمپ له څرگندونو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر خپل لومړنی سفر پاناما هیواد ته ترسره کړ. د ماکوروبیو د سفر سره هممهاله د پاناما ولسمشر «جوزې راول مولینو» ویلي چې له چین سره د «یو کمربند یوې لارې» تړون ختموي. نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره تر لیدنې وروسته زیاته کړې چې پاناما کانال کې د چینایي شرکت فعالیت هم بررسي کوي او نتیجه یې امریکا سره شریکوي.
د امریکا ولسمشر «ډونلد ټرمپ» ویلي وو په پاناما کانال کې د چین حضور د امریکا او پاناما ترمنځ موجود تړون نقض کوي او خبرداری یې ورکړی و چې که پدې کانال کې د چین نفوذ کم نشي نو امریکا به ددې کانال د بیرته نیولو لپاره اقدام وکړي.
د پاناما کانال په ۱۹۱۴ کې د امریکا لخوا جوړ شوی او په ۱۹۹۹ کې پاناما ته سپارل شوی دی. دا مهال یو چینایي شرکت له پاناما سره د ۲۵ کلن تړون په اساس د پاناما کانال په دواړو غاړو کې فعالیت کوي.

Kabul News TV

02 Feb, 14:42


د سوریې موقت ولسمشر احمد شرع (محمد الجولاني) د بشار اسد د حکومت تر سقوط وروسته په خپل لومړني رسمي سفر کې سعودي عربستان ته تللی او هلته یې د یاد هیواد ولیعهد محمد بن سلمان او یو شمیر نورو چارواکو سره کتلي دي.
تر دې وړاندې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د سوریې پلازمینې دمشق ته سفر کړی و.

Kabul News TV

02 Feb, 09:13


د متحده ایالتونو ولسمشر «ډونلد ټرمپ» د کاناډا په صادراتو ۲۵ سلنه، د مکسیکو په صادراتو ۱۰ سلنه او د چین په صادراتو ۱۰ سلنه تعرفې وضع کړې.
بلخوا بیا کاناډا او مکسیکو هم دې هیوادونو ته د امریکا پر صادراتو ۲۵ سلنه تعرفې وضع کړي. د کاناډا صدراعظم «جستین ترودو» همداراز د کاناډا له خلکو غوښتي څو د امریکایي توکو له پیرلو څخه ډډه وکړي.
د امریکا ولسمشر وایي چې دا تعرفې یې د چین لخوا د کاناډا او مکسیکو له لارې امریکا ته مخدره توکو لیږلو او د کاناډا او مکسیکو د سرحدونو له لارې امریکا ته غیر قانوني مهاجرینو پریښودلو په ځواب کې وضع کړي دي.

Kabul News TV

01 Feb, 16:10


امریکایی سناتورې «شیلي موور» ویلي سنا ته یې د قانون داسې یوه لایحه وړاندې کړې چې له مخې به یې د امریکا د خلکو پیسې د ملگرو ملتونو د ناسم مدیریت له امله طالبانو ته نه رسیږي.
«شیلي موور» ویلي چې د دې لایحې له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت باید تضمین کړي چې د امریکا مرستې د ملگرو ملتونو د هغو نغدو پیسو د کڅوړو جز نه دي چې افغانستان ته لیږدول کیږي او دا چې دې مرستو ته هیڅ تروریستي ډله لاسرسی ورته پیدا کولی نشي.

Kabul News TV

01 Feb, 15:07


د کابل سرینا ۵ ستوري هوټل سر له نن څخه خپل فعالیت درولی دی.
د کابل سرینا هوټل په یوې اعلامیې کې چې خپل سایټ کې یې نشر کړې د خپل فعالیت د درولو لامل ندی څرگند کړی خو ویلي یې دي چې دا هوټل یوه دولتي شرکت ته سپارل شوی دی.
د کابل سیرینا هوټل په ۲۰۰۵ کال کې تاسیس شوی و او دوه وار یعنې په کال ۲۰۰۸ او ۲۰۱۴ کې پرې بریدونه هم شوي وو.
سرینا د آغا خان مربوط د هوټلونو یوه ځنځیري سلسله ده چې په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم موجودیت لري.

Kabul News TV

01 Feb, 13:40


د امریکا ولسمشر «ډونلد ټرمپ» ویلي چې دا مهال د بگرام هوایي اډه د چین په لاس کې ده.
«ډونلد ټرمپ» د یو لړ نویو فرمانونو امضا کولو وروسته رسنیو ته ویلي چې له افغانستانه د امریکا وتل شرموونکي وو او د افغانستان مسئله ښایي د روسیې او یوکراین جنگ پیلیدو اصلي لامل شوی وي.
«ټرمپ» زیاته کړې چې بگرام اډه یې د افغانستان لپاره نه بلکې د چین لپاره ساتله ځکه چې یاده اډه له هغه سیمې یو ساعت فاصله لري چې چین پکې خپلې اتومي وسلې جوړوي.

Kabul News TV

31 Jan, 14:48


د هیواد د نجونو کرکټ ټیم له افغانستانه تر وتلو شاوخوا درۍ کاله وروسته پرون د لومړي ځل لپاره د اسټرالیا په «ملبورن» کې د یوه خیریه بنسټ لپاره د «بې پولې کرکټ» ټیم سره په دوستانه سیالۍ کې گډون وکړ.
افغان نجونو کرکټرانو له رسنیو سره په خبرو کې د خپلې راتلونکې په اړه امیدواري څرگنده کړې او ویلي یې دي چې نه غواړي د افغانستان د نارینه وو کرکټ ملي ټیم په نړیوالو سیالیو کې له گډون څخه منع شي او له دوی یې غوښتي څو د افغان نجونو او ښځو غږ پورته کړي.

Kabul News TV

31 Jan, 08:43


د متحده ایالتونو پوځ وایي چې د یوه هوایي برید په ترڅ کې یې د سوریې په شمال غرب کې له القاعدې سره تړلې «حراس الدین» ډلې جگپوړی غړی وژلی دی.
د امریکا پوځ زیاتوي چې د هغو تروریستانو وژلو او نیولو ته به دوام ورکوي چې پر امریکا یا متحدینو یې د برید پلانونه جوړوي.

Kabul News TV

30 Jan, 13:44


د امریکا د کانگرس یو شمیر مخکښو دیموکرات سناتورانو په یوه لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو له نوي وزیر «مارکو روبیو» غوښتي څو په دې هیواد کې د افغان مهاجرینو د ځای پر ځای کیدو پروسه بیا پیل کړي.
یادو سناتورانو په خپل لیک کې همداراز ویلي چې ۳۲ زره مهاجرین چې امریکا کې ځای پر ځای شوي او افغانان هم پکې شامل دي مرستو ته اړتیا لري او د دوی لپاره د خدماتو د بیا پیلیدو غوښتنه یې کړې ده.

Kabul News TV

30 Jan, 12:35


حماس نن دوه اسرائیلیان او پنځه تایلندیان له خپل بنده آزاد کړي او سره صلیب ته یې سپارلي دي.
تمه کیږي چې اسرائیل د دې کسانو په بدل کې د ۳۰ ماشومانو په گډون ۱۱۰ فلسطینیان له خپلو زندانونو آزاد کړي.

Kabul News TV

30 Jan, 10:06


د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د روانې دلوې میاشتې په بهیر کې به د ټولو یو میلیون او څلویښت زرو دولتي کارمندانو معاشونه ورکړل شي.
ذبیح الله مجاهد په یوه ټویت کې زیاته کړې چې د هیواد بودیجه داخلي بنسټ لري او د بهرنیو مرستو د کولو یا نه کولو پورې اړه نه لري.

Kabul News TV

30 Jan, 07:05


د واشنگټن «رونالد ریگن» هوایي میدان سره نږدې یوه مسافروړوونکې الوتکه او یوه نظامي هلیکوپتره سره جنگیدلي.
امریکایي رسنۍ وایي چې الوتکه او هلیکوپتره دواړه تر ټکر وروسته «پوتومیک» سیند ته لویدلي دي.
دا رسنۍ زیاتوي چې په الوتکې کې ۶۴ مسافر او هلیکوپترې کې څلور پوځیان وو. تر دې مهاله له سیند څخه ۱۸ مړي رایستل شوي دي.

Kabul News TV

30 Jan, 06:42


د ا.ا ریاست الوزرا یو ځل بیا حکم کړی چې د راکړې ورکړې پر مهال باید افغانۍ وکارول شي او ویلي یې دي چې د هوایي ډگر له لارې له ۵۰۰۰ ډالرو او د ځمکې له لارې تر ۵۰۰ زیات ډالر بهر ته د انتقالولو اجازه نشته.
ریاست الوزرا ویلي چې د هر یو میلیون ډالرو لیږد په مقابل کې یو کال، تر یو میلیون کم هر سل زرو ډالرو په مقابل کې یوه میاشت او تر سلو زرو ډالرو پورې لیږدونکی شخص تر لسو ورځو پورې زنداني کیږي.

Kabul News TV

29 Jan, 14:14


نامعلومو کسانو تیره شپه د خوست په علي شېرو ولسوالۍ کې د ماشومانو په گډون د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي دي.
د خوست ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي چې پیښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې او څلور تنه پدې ارتباط نیول شوي دي.

Kabul News TV

28 Jan, 15:51


د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي چې په ۲۰۲۵ کال به افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو شمیر لوړ شي.
یاده اداره زیاتوي په داسې حال کې چې په تیر ۵ کلونو کې ۳ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له ۵ کلونو کم وو په خوارځواکۍ اخته وو سږ کال به دا شمیر ۳.۵ میلیونو ته لوړ شي.

Kabul News TV

28 Jan, 14:03


یوناما د افغانستان وضعیت په اړه په خپل درۍ میاشتني راپور کې ویلي چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د تیر کال په دسمبر کې د طبي انستیتیوتونو استازو ته ویلي چې نجونې په طبي انستیتیوتونو کې د زده کړو اجازه نلري.
د یوناما په وینا نجونې چې له وخته په پوهنتونونو کې له طبي زده کړو منع شوې وې اوس په طبي انستیتیوتونو کې د قابله ګۍ، نرسنګ، او یو شمیر نورو برخو له زده کړو منع شوي دي.
خو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د یوناما دا راپور رد کړی او پدې اړه اندیښنې یې بې ځایه بللې دي.

Kabul News TV

27 Jan, 16:35


د بهرنیو چارو وزارت نوي اداري معیین خپله دنده نن پیل کړه. ددغه ورارت سرپرست امیر خان متقي نن محمد نعیم د یوې غونډې په ترڅ کې د وزارت رئیسانو، معاونینو او کارمندانو ته د اداري مرستیال په توگه معرفي کړ.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې «محمد نعیم تر دې مخکې د ا.ا سیاسي دفتر غړي و او نن یې د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال په حیث خپله دنده پیل کړه.»
نوموړی تر دې مخکې په قطر کې د ا.ا د سفر په توگه دنده ترسره کوله.

Kabul News TV

27 Jan, 16:16


کاناډایي وگړی او د دې هیواد پخوانی سرتیری «دیوید لاوري» د قطر په منځگړیتوب په افغانستان کې له زندانه خوشې شوی او دوحې ته رسیدلی دی.
کاناډایي رسنۍ وایي چې «دیوید لاوري» د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشتۍ کې د ا.ا لخوا نیول شوی و.

Kabul News TV

26 Jan, 17:21


د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن کابل ته په خپل سفر کې د ا.ا رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره کتلي دي.
ارگ وایي پدې لیدنې کې سید عباس عراقچي ویلي چې‏ ايران هېڅکله د افغانستان په داخلي سیاست کې د مداخلې نيت نلري او د اوبو ستونزې د حل لپاره يې د افغانستان او ايران ترمنځ په بشپړ ډول د هلمند د سیند د اوبو تړون د تطبيق غوښتنه وکړه.
بلخوا بیا ملا محمد حسن اخند ویلي چې د اوبو په موضوع کې افغانستان هيڅکله ايران ته د ضرر رسولو هوډ نه لري او په دې برخه کې د ښه نيت پر اساس تعامل کوي.
ملا حسن اخند همداراز د ايران له لوري له افغان کډوالو سره د اسلامي او ورورګلوۍ اصولو پر اساس د چلند غوښتنه کړې ده.

Kabul News TV

26 Jan, 09:42


د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر «مارکو روبیو» ویلي چې که دا ثابت شي چې طالبانو د راپور شوي شمیر څخه ډیر امریکایي وگړي یرغمل نیولي نو د دوی د مشرانو په سر به داسې لوړې جایزې ولگول شي چې د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن په سر ایښودل شوې جایزې نه هم لوړې وي.

Kabul News TV

26 Jan, 06:50


د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یوه پلاوي په مشری نن کابل ته سفر کړی او دلته یې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سره خپله ناسته پیل کړې ده.

Kabul News TV

25 Jan, 16:04


د حماس او اسرائیلو د اروبند په دوام نن حماس د یوې لویې تبلیغاتي غونډې په ترڅ کې چې گڼ شمیر فلسطینیان پکې راغونډ شوي وو څلور ښځینه اسرائیلی سرتیرې خوشې کړې او د سره صلیب چارواکو ته یې وسپارلې.
بلخوا بیا اسرائیلو د دې څلورو سرتیرو په بدل کې ۲۰۰ فلسطیني زندانیان چې ۱۲۱ یې په اسرائیلي زندانونو کې د عمر بند تیرولو خوشې کړي دي.

Kabul News TV

25 Jan, 14:05


د افغانستان بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د بیو د ثبات او د افغانۍ د ارزښت ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.
دې بانک زیاته کړې چې په پولي بازارونو کې نوسانونه د نورو هیوادونو په څیر طبیعي او معمول اقتصادي حالت دی او اندیښنې ته اړتیا نشته.

Kabul News TV

24 Jan, 15:49


د «افغان ایواک» سازمان مشر «شان وان‌دیور» د ډونلډ ټرمپ هغه پریکړه چې له مخې یې زرگونه له خطر سره مخامخ افغانان په ناڅرگند حالت کې پریږدي نا سمه بللې او د بیرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده.
د امریکا د نوي ولسمشر ډونلد ټرمپ لخوا د مهاجرینو د منلو پروگرام ځنډیدو سره امریکا ته د ۱۶۶۰ هغو افغانانو پروازونه لغوه شوي چې پدې هیواد کې یې ځای پر ځای کیدل تائید شوي وو. پدې کسانو کې ماشومان او د امریکایي د سرتیرو کورنۍ غړي هم شامل دي.

Kabul News TV

24 Jan, 12:36


د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې جنایي محکمې د یوه څارنوال لخوا د ا.ا پر مشرتابه شیخ هبة الله او د سترې محکمې مشر شیخ عبدالحکیم حقاني باندې تورونه رد کړي او دا «پریکړه یې له عادلانه حقوقي بنسټ څخه بې‌برخې، دوه گونی چلن او سياسي هڅول شوې موضوع بللې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال «کریم خان» د شیخ هبة الله اخندزاده او شیخ عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم د صادریدو درخواست کړی دی او دوی یې د جنسیت پر بنا د بشریت ضد جنایتونو په ترسره کولو تورن کړي دي.

Kabul News TV

23 Jan, 08:26


د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په نږدې راتلونکي کې په یوه ورځني سفر باندې افغانستان ته راځي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې پدې سفر کې به د ایران د بیلابیلو وزارتونو استازي او یو اقتصادي او تجاري پلاوی د سید عباس عراقچي ملتیا کوي.

Kabul News TV

22 Jan, 14:06


پرون په تخار کې یو چینایي وگړی د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی دی.
د تخار ځایي چارواکي وایي چې د پیښې په تړاو څیړنې جریان لري او د چینایي وگړي ژباړن چې د برید پر مهال له هغه سره و او ورته زیان ندی اوښتی هم نیول شوی دی.

Kabul News TV

21 Jan, 17:27


د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني او د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته تللي او د هغه هیواد د دولت مشر محمد بن زاید آل نهیان سره یې کتلي.
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې پدې لیدنې کې د سیمه ییز ثبات، د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا او ځینې نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث شوی دی.

Kabul News TV

19 Jan, 18:20


د حماس او اسرائیلو د اوربند د تړون له مخې نن حماس درۍ اسرائیلي برمته شوې ښځې خوشې کړي او د اسرائیلو پوځ ته یې سپارلې دي.
بلخوا بیا د دې تړون پر اساس به اسرائیل هم ۹۰ ښځینه او نارینه فلسطیني زندانیان خوشې کړي.
د حماس او اسرائیلو ترمنځ اوربند به ۴۲ ورځې دوام وکړي.

Kabul News TV

17 Jan, 16:16


د اسراییلو جنگي کابینې بالاخره د حماس سره د اوربند طرحه ومنله. د اوربند دا پلان څو مرحلې لري چې لومړۍ یې شپږ اونۍ دوام کوي او په ترڅ کې یې ۳۵ برمته شوي اسراییليان او یو شمیر فلسطیني بندیان خوشې کیږي. د اوربند پلان په قطر کې نهایي شو. ویل کیږي د ټرمپ لخوا پر نتنیاهو فشارونه باعث شول څو نوموړی دې اوربند ته غاړه کیږدي. په دوحه کې د اوربند د پلان له نهایي کیدو وروسته هم پر غزې اسراییلي بمباریو تر ننه دوام وموند چې پکې تر سلو زیات فلسطینیان ووژل شول.

Kabul News TV

17 Jan, 11:56


ملگري ملتونه وایي چې روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې به شاوخوا ۵۰۰ زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ له گواښ سره مخ وي.
ملگري ملتونه زیاتوي چې اقلیمي بدلون یو هغه لامل دی چې د خوړو پیدا کولو په برخه کې یې د خلکو توان کم کړی دی.

Kabul News TV

16 Jan, 17:43


د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تاجکستان ته تللی او له خپل تاجکستاني سیال امام علي رحمان سره په بیلابیلو برخو کې ۲۳ تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.
د راپورونو له مخې مسعود پزشکیان به تر تاجکستان وروسته روسیې ته هم سفر وکړي او د یاد هیواد له لوړپوړو چارواکو سره به تفاهم لیکونه خصوصاً د ستراتیژیکو روابطو قرارداد لاسلیک کړي.

Kabul News TV

15 Jan, 16:32


د ډونلډ ټرمپ لخوا تعیین شوي دفاع وزیر «پیټ هیگسیت» د امریکا سنا کې د سناتورانو په ځواب کې ویلي چې «له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل یوه ناکامه او بې پلانه پروسه وه چې نړۍ ته یې امریکا ضعیفه ښکاره کړه او له امله یې روسیې پر یوکراین او حماس پر اسرائیلو بریدونه وکړل.»

Kabul News TV

13 Jan, 14:29


د اسلام او د نجونو تعلیم په هکله د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس په خپلې وروستۍ اعلامیې کې ویلي چې د نجونو زده کړه نه تنها یوه دیني وجیبه ده بلکې یوه عاجله ټولنیزه اړتیا بلل کیږي.
د اسلامي همکاریو سازمان د دین په نوم د نجونو په زده کړو بندیز وضع کول له دین څخه ناوړه گټه اخیستنه بللې ده.
بلخوا بیا پخواني ولسمشر حامد کرزي په اسلام آباد کې د نجونو زده کړو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د کنفرانس له اعلامیې ملاتړ کړی او تعلیم یې یو اساسي حق گڼلی دی.

Kabul News TV

12 Jan, 15:05


د ډالر په وړاندې د افغانیو د بیې د راټیټیدو سره سم د افغانستان بانک ویلي چې پولي بازار په دقیقه توگه څاري او د بیو او د مبادلې د نرخ د ثبات لپاره اړین گامونه پورته کوي.
دې بانک په یوې اعلامیې کې زیاته کړې چې کافي سرچینې لري تر څو د اړتیا په صورت کې د پیسو بازار او مالي بنسټونو د افغانیو او اسعارو اړتیاوې پوره کړي.
نن د هیواد په بازارونو کې د ډالر بیه شاخوا ۷۴ افغانیو ته ورسیده.

Kabul News TV

11 Jan, 19:03


پاکستاني حکومت د نجونو د زده کړو تر عنوان لاندې او د اسلامي همکاریو سازمان په همکارۍ اسلام آباد کې دوه ورځنی نړیوال کنفرانس رابللی چې د گڼو اسلامي هیوادونو د استازو په گډون د نوبل جایزۍ گټونکې ملالې یوسفزۍ هم پکې اشتراک کړی دی. ا.ا پدې کنفرانس کې له گډون څخه ډډه کړې ده.
بلخوا زلمي خلیلزاد دې کنفرانس ته په اشارې سره په خپلې اکس پاڼې لیکلي چې د پاکستان لخوا د نجونو د زده کړو کنفرانس رابلل د افغان نجونو د حقونو لپاره د اندیښنې په خاطر نه بلکې طالبانو خلاف د پروپاگندې لپاره دي.

Kabul News TV

10 Jan, 11:26


د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په جریان کې د یاد هیواد د اقتصاد وزیر عبدالله بن طوق المري سره کتلي دي.
امیر خان متقي مخکې لدې د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان او د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «وکرم مسري» سره هم کتلي وو.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې امیر خان متقي له «وکرم مسري» سره په لیدنې کې ویلي چې ا.ا غواړي د سیمې د یو مهم او اقتصادي هیواد په توګه له هند سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړي کړي او «وکرم مسري» هم ویلي وو چې هند لیواله دی څو د چابهار بندر له لارې افغانستان سره سوداګرۍ ته وده ورکړي.

Kabul News TV

09 Jan, 18:11


وسله والو کسانو په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان د اتومي انرژۍ اړوند د یو معدن د پروژې ۱۶ انجینران او کارکوونکي برمته کړي دي.
د راپورونو له مخې یاد کسان د سفر پر مهال په لکي مروت کې برمته شوي او په یوې ویډیو کې یې د پاکستان له حکومته غوښتي څو د دوی د آزادیدو لپاره د وسله والو غوښتنې ومني.

Kabul News TV

09 Jan, 16:30


د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اکس پاڼه لیکلي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزارت سرپرست په توگه وټاکل شو. د یادولو ده چې د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت پخواني سرپرست په یوه تروریستي برید کې ژوند له لاسه ورکړی و.

Kabul News TV

09 Jan, 15:35


د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند «جان کربي» د ډونلډ ټرمپ هغه اظهارات رد کړل چې گواکي د بایډن ادارې طالبانو ته میلیاردونه ډالر ورکړي دي. نوموړي ویلي چې دوی د افغانستان خلکو ته د مرستې لپاره پیسې ورکړي نه طالبانو ته. بلخوا بیا د بلخ والي محمد یوسف وفا ویلي چې افغانانو له امریکایانو پیسې ندي اخیستي بلکې دا امریکایان دي چې د افغانانو پیسې یې غصب کړي دي.

Kabul News TV

08 Jan, 13:34


د متحده ایالتونو منتخب ولسمشر «دونلد ټرمپ» په خپلې وروستۍ وینا کې ویلي چې امریکا طالبانو ته میلیاردونه ډالر ورکوي او دا کار یې د نه منلو وړ بللی دی.
بلخوا بیا د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د امریکا لخوا ا.ا سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعاوې ناسمې بللي او ویلي یې دي چې ا.ا له امریکا څخه د کومې مرستې توقع نه لري او نه یې هم کله غوښتنه کړې ده.

Kabul News TV

07 Jan, 06:49


د کاناډا صدراعظم «جستین ترودو» تر ۹ کلونو ماموریت وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه. نوموړي ویلي دي تر هغو وخته په دنده پاتې کیږي چې حاکم یعنی «لیبرال گوند» یې نوی مشر وټاکي.
«جستین ترودو» په داسې حال کې خپله استعفا اعلانوي چې هم د داخلي فشارونو لاندې دی خصوصاً په اقتصادی برخه کې او هم په بهرنۍ برخه کې له ستونزو سره مخ دی لکه د امریکا د نوي ولسمشر ډونلد ټرمپ لخوا پر کاناډایي کالیو د تعرفې لوړول.

Kabul News TV

05 Jan, 12:57


د بلوچستان په تربت کې د پاکستاني ځواکونو پر بس باندې د برید له کبله لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې د بلوچستان آزادي غوښتونکي پوځ (BLA) د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

Kabul News TV

05 Jan, 11:16


د ملي دفاع وزارت وایي چې د لومړي ځل لپاره یې افغانستان کې د «میلان کنکورس» (9M135) رهبري شویو راکټونو قطعه فعاله کړې او ۱۳ سرتیري یې پدې برخه کې له زده کړو فارغ کړي دي.
دا وزارت زیاتوي چې دا رهبري شوی راکټ کولای شي زره داره ټانکونه، جنگي کښتۍ او ټیټ الوتونکې هلیکوپترې په نښه کړي.

Kabul News TV

03 Jan, 15:09


د امریکا د منتخب ولسمشر «ډونلد ټرمپ» د ملي امنیت سلاکار «مایک والتز» وایي چې امریکا باید خپلې بهرنۍ ستراتیژۍ باندې بیا غور وکړي تر څو د استخباراتو مامورین یې په افغانستان، عراق او سوریه کې د داعش، القاعدې او نورو ډلو مخه ونیولای شي.
«مایک والتز» له «فاکس نیوز» سره مرکه کې د امریکا د سرحدونو په تړلو ټینگار کړی او زیاته کړې یې ده: «په داسې حال کې چې په افغانستان کې القاعده او داعش په پیاوړي کیدو دي، د امریکا د ترهگرۍ ضد ستراتیژي باید په مکمله توگه تغییر وکړي.»

Kabul News TV

02 Jan, 15:33


هغه کس چې د امریکا په «نیو اورلینز» ښار کې یې د خلکو په گڼې گوڼې باندې موټر ورخیژولی و «شمس الدین جبار» د امریکا تبعه او په افغانستان کې د امریکا پخوانی سرتیری پیژندل شوی.
امریکایي رسنۍ وایي چې «شمس الدین جبار» په خپل موټر کې ځان سره د داعش بیرغ درلود، په خپل برید کې یې ۱۵ کسان وژلي او لسگونه نور یې ټپیان کړي او د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

Kabul News TV

02 Jan, 13:51


د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر «علي امین گنډاپور» د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته په یوه لیک کې د اسلام آباد د پولیسو لخوا د پښتنو ځورولو باندې انتقاد کړی دی.
«علي امین گنډاپور» پدې لیک کې ویلي چې له افغانانو وروسته د پاکستان حکومت دښمني اوس د پاکستان پښتنو ته هم غځیدلې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول اقدامات به په پاکستان کې د میشتو ټولنو ترمنځ اختلاف رامنځته کړي.

Kabul News TV

02 Jan, 05:55


د هوا پیژندنې ادارې نن د کابل په گډون د هیواد په ۳۳ ولایتونو او سالنگونو کې د درنې واورې، شدید باران او توپانونو اټکل کړی دی.

Kabul News TV

01 Jan, 13:42


یوه کس د امریکا په «نیو اورلینز» ښار کې د خلکو په گڼې گوڼې خپل موټر ورخیژولی او شاوخوا لس کسان یې وژلي دي.
د «نیو اورلینز» چارواکي وایي چې پیښه د «بوربون» په سرک رامنځته شوې او له کبله یې لسگونه تنه ټپیان شوي هم دي.

Kabul News TV

31 Dec, 15:19


د هوا پیژندنې ادارې نن او سبا په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، اروزگان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکندي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوگر، وردگ، سمنگان، بلخ، کندوز، بغلان، پروان، کابل، پنجشیر او بدخشان کې د واورې، شدید باران او سیلابونو اټکل کړی دی.

Kabul News TV

31 Dec, 13:43


ایران په هرات کې د پاشدان بند پر جوړلو اعتراض کړی.
د ایران د اوبو د صنعت ویاند «عیسی بزرگ‌زاده» ویلي چې په هریرود سیند باندې د پاشدان بند جوړول به په میلیونونو کسانو اغیز وکړي، مشهد به د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ کړي او چاپیریال ته به زیان ورسوي.

Kabul News TV

31 Dec, 12:55


د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د کابل په شکردره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند د گټې اخیستنې په مراسمو کې گډون کړی.
ملا عبدالغني برادر پدې مراسمو کې ویلي: «نن ورځ اوبه د یو مهم اقتصادي عنصر په توګه پیژندل کېږي او په یوشمېر هېوادونو کې یې ارزښت تر نفتو او قیمتي کاني زېرمو هم لوړ دی.»
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې شاه او عروس بند د ۷۸ متره لوړوالي په درلودو سره د ۹.۴ میلیون مترمکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او همداراز به ۱.۲ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

Kabul News TV

31 Dec, 06:30


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په دوشنبه کې د پاکستان د استخباراتو ادارې (ISI) له مشر عاصم ملک سره کتلي دي.
د تاجکستان د ولسمشر دفتر وایي چې پدې لیدنې کې دواړو خواوو سیمه ییز امنیت، ثبات او له ترهگرۍ او افراطیت سره د مبارزې په اړه خبرې کړي دي.

Kabul News TV

30 Dec, 14:31


د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د چین سفیر «جاو شینگ» سره کتلي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې پدې لیدنې کې د واخان دهلیز د ستراتیژیک اهمیت، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د مسافر وړونکو الوتنو د زیاتېدو په اړه خبرې شوي دي.

Kabul News TV

29 Dec, 17:21


په افغانستان کې د اروپایي اتحادیي پخوانۍ شارژدافیره «رافایلا یودیچه» نن وفات شوه.
اروپایي اتحادیې د رافایلا یودیچه د مړینې د خبر د تایید ترڅنگ ویلي چې هغه د افغانستان ریښتینې دوسته او د نجونو او ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې وه.
نوموړې په خټه ایټالوۍ او د اروپایی اتحادیې دیپلوماته وه.

Kabul News TV

29 Dec, 15:09


زلمي خلیلزاد پکتیکا کې د پاکستان بمبارۍ ته په اشارې سره ویلي چې د ملکي وگړو وژل به د پاکستان لپاره بدې پایلې ولري او زیاته کړې یې ده چې دا ډول کړنې به د پاکستان او سیمې لپاره خطرناکې تمامې شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زیاته کړې :«دا به د پاکستان په گټه وي چې عمران خان خوشې کړي او له افغانستان سره داسې تړون ته ورسیږي چې د یوه هیواد خاوره د بل پر خلاف ونه کارول شي.»

Kabul News TV

28 Dec, 16:01


د ملگرو‌ ملتونو امنیت شورا وایي چې پر افغان نجونو او ښځو د وضع شویو‌ بندیزونو لیرې کولو په برخه کې پرمختگ د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ اعتماد جوړونې لپاره اړین دي.
امنیت شورا په خپلې تازه اعلامیې کې همداراز د ۲۷۲۱ پریکړه لیک په یادولو سره د سیاسي لار نقشې د جوړولو په اهمیت ټینگار کړی، داسې لار نقشه چې له مخې یې داسې افغانستان چې دننه او له خپلو گاونډیو سره په سوله کې وي او خپل نړیوال مکلفیتونه پوره کړي جوړ شي.

Kabul News TV

28 Dec, 05:29


په پکتیا او خوست ولایتونو کې ډیورند فرضي کرښې سره نږدې د افغان ځواکونو او پاکستاني سرتیرو ترمنځ نښته شوې ده.
د راپورونو پر اساس د ډیورند کرښې هاخواته د پاکستان په پوځي مرکزونو کې اورلگیدنې هم رامنځته شوي دي.

Kabul News TV

27 Dec, 04:54


«یوناما» وایي داسې کره معلومات یې ترلاسه کړي چې پر پکتیکا د پاکستان پوځ په هوایي بریدونو کې د ماشومانو او ښځو په گډون لسگونه ملکي وگړي وژل شوي دي.
یوناما ویلي د دې پیښې د عاملینو د مشخصولو، هغوي ته د مسوولیت راجع کولو او د داسې پیښو د تکرار د مخنیوي لپاره تحقیقات ضروري دي.

Kabul News TV

26 Dec, 15:18


نن د جدي شپږمه پر افغانستان د شوروي اتحاد ځواکونو د یرغل له ۴۵مې کلیزې سره برابره ده.
۴۵ کاله مخکې شوروی اتحاد د ببرک کارمل په مشرۍ پرچم ډله واک ته ورسوله، خلقي واکمن حفیظ الله امین یې په تاج بیگ ماڼۍ کې وواژه او دده د کورنۍ غړي یې بندیان کړل.
د شوروی اتحاد له یرغل سره د مجاهدینو لیکې د قهریدلو افغانانو لخوا چې د خپل هیواد اشغال یې منلی نشو لا پیاوړې شوې.
ا.ا د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر افغانستان د شوروي یرغل غندلی.

Kabul News TV

26 Dec, 04:24


د بهرنیو چارو وزارت په پکتیکا کې د پاکستان هوایي بمبارۍ په خاطر په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی، خپل احتجاج لیک یې ورسپارلی او ویلي یې دي چې د افغانستان د ملي حریم ساتنه ا.ا ته سره کرښه ده او دا ډول بې ‌مسوولیته کړنې حتما عواقب لري.
یاد وزارت زیاتوي: «په داسې حال کې چې د پاکستان د ملکي حکومت استازی په کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره په خبرو بوخت و، د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان د حریم نقضول او ملکیان شهیدانول د ځانگړو پاکستاني کړیو له خوا د دواړو هېوادونو اړیکو کې د بې‌باورۍ د رامنځ ته کولو هڅه ده.»

Kabul News TV

25 Dec, 12:01


د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي چې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په څلورو سیمو کې د پاکستان په بمبارۍ کې ۴۶ کسان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.

Kabul News TV

25 Dec, 04:10


د پاکستان پوځ تیره شپه ناوخته د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوایي بمبارۍ کړي.
د ملي دفاع وزارت د دې برید د غندلو ترڅنگ وایي چې په بمبارۍ کې عام خلک چې زیاتره یې وزیرستاني بیځایه شوي وو په نښه شوي او د ماشومانو په گډون یو شمیر ملکي کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملي دفاع وزارت زیاتوي چې «د خپلې خاورې او حریم څخه دفاع خپل حق گڼي او د پاکستان دا کرغیړن عمل به بې ځوابه پرینږدي.»

Kabul News TV

24 Dec, 15:50


د پاکستان حکومت د امریکا راتلونکې ادارې د سیاست په اړه اندیښمن دی. د امریکا منتخب ولسمشر «ډونلډ ټرمپ» ته نږدې کس «ریچار گرینیل» په خپلې اکس پاڼې کې یو ځل بیا د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کیدو غوښتنه کړې.
عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اگست میاشتې راهیسې د پاکستان پوځ لخوا د مالي فساد او خیانت په تور زنداني دی.

Kabul News TV

24 Dec, 10:41


د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانگړي استازي صادق خان سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت وایي: «پدې لیدنې کې صادق خان د خلیل الرحمن حقاني د شهادت په اړه د پاکستان د صدراعظم د تسلیت مراتب وړاندې کړل او ویې ویل چې پاکستان په ګډو هڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ د شته ستونزې حل کولو ته ژمن دی.»
بلخوا بیا سراج الدین حقاني وویل: «اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي ترڅو د دواړو ملتونو اړیکې له زیانمنېدو څخه وساتل شي او د سیمې ثبات او پرمختګ تضمین شي.»

Kabul News TV

24 Dec, 04:02


ا.ا د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان دفاع وزیر څرگندونې گستاخانه بللي، د هغه خبرې یې رد کړي او ویلي یې دي چې خواجه آصف له تاریخه بې خبر دی.
د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د خواجه آصف د هغو څرگندونو په ځواب کې چې ویلي یې وو «سلطان محمود غزنوي یو غارتگر و او د لوټ او تالان لپاره یې هند ته تگ راتگ کاوه» ویلي «سلطان محمود غزنوي په اصل کې یو مسلمان افغان و خو د سیمې د ټولو مظلومو او تر ګواښ لاندې ولسونو سره یې د خپل ایماني مسؤليت له مخې همکاري او همدردي درلوده او د هغوی د سر او مال څخه دفاع یې خپل فرض ګڼلو، هغه څه چې نن سبا یې خواجه آصف او ده ته ورته خلک یې هيڅ تصور هم نشي کولای.»

Kabul News TV

22 Dec, 18:13


په کابل کې د سعودي عربستان سفارت بیرته خپل فعالیت پیل کړی دی.
دې سفارت په خپلې اکس پاڼې لیکلي چې افغانانو ته د ټولو خدماتو د وړاندې کولو لپاره یې په کابل کې خپل فعالیت بیرته پیل کړی دی.

Kabul News TV

22 Dec, 17:46


د یمن حوثیان وایي چې یمني ځواکونو په سور سمندر کې د امریکا په الوتکې وړونکې بیړۍ باندې د برید پر مهال د دې هیواد یوه (F-18) جنگي جټ ویشتلې او له منځه وړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي وو دا جنگي جټ په غلطۍ سره د امریکایي ځواکونو لخوا ویشتل شوې ده.

Kabul News TV

22 Dec, 16:51


د افغانستان کرکټ ملي ټیم له «زمبابوې» سره د ۵۰ اوریزو لوبو سلسله وگټله.
لدې بریا سره د کرکټ ملي ټیم سږ کال د څلورو هیوادونو پر وړاندې شپږ پرلپسې د لوبو سلسلې گټلي دي.

Kabul News TV

21 Dec, 12:55


د افغانستان لپاره د «جي ۷ پلس» هیوادونو ځانگړو استازو په یوې گډې اعلامیې کې ویلي چې د دائمي ثبات لاسته راوړلو لپاره افغانستان یو ټولشموله ملي ډیالوگ ته اړتیا لري چې پر اساس یې اساسي قانون او داسې یو نظام رامنځته شي چې د ټولو استازیتوب وکړي او ځواب ویونکی مشرتابه ولري.
یادو هیوادونو د سویس په «ژنیو» ښار کې د ډسمبر د ۱۶مې تر غونډې وروسته دا اعلامیه پرون خپره کړې. دوي خبرداری ورکړی چې په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو په زده کړو بندیز به ټولو افغانانو په تیره د میندو او ماشومانو لپاره ناوړې پایلې ولري او د افغانستان موجود ضعیف روغتیایي سیستم به لا زیانمن کړي.
یادو هیوادونو همداراز په کابل کې د کډوالو چارو سرپرست وزیر باندې برید ته په اشارې د داعش پر ضد د ا.ا مبارزه مهمه بللې خو دا یې هم ویلي چې لا هم ځینې تروریستي ډلې دلته موجودې دي. دوی همداراز د ملگرو ملتونو له عمومي منشي غوښتي تر څو د ځانگړي راپور ورکوونکي د سپارښتنو پر اساس د افغانستان لپاره ځانگړی استازی وټاکي. دوي ویلي ډیر ژر به بله غونډه هم وکړي.

Kabul News TV

20 Dec, 11:32


د ا.ا د پوځ لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت ویلي چې افغانستان نارینه او ښځینه ډاکټرانو ته ضرورت لري.
فصیح الدین فطرت پرون د روغتیایي چارو قوماندانۍ د طبي علومو اکاډمۍ په علمي او مسلکي کنفرانس کې ویلي «د افغانستان خلک نارینه او ښځینه ډاکټرانو ته اړتيا لري او هر څوک باید په لوړ همت سره خلکو ته خدمت وکړي.»

Kabul News TV

20 Dec, 05:59


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي چې طالبانو په سر کې معتدله څېره ښکاره کړه خو بیا یې وروسته اصلي ښکاره شوه او دوی اوس په ټولې نړۍ کې منزوي دي.
بلینکن په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو شورا کې د خبرو پر مهال د سوریې نويو مشرانو ته په خطاب کې زیاتوي چې که نه غواړي همداسې منزوي شي نو د ټول شمولیت په برخې کې دې خپلې ژمنې عملي کړي.

Kabul News TV

19 Dec, 14:33


په غزني کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۵۲ تنه وژل شوي او څه باندې ۷۰ تنه ټپیان شوي دی.
ترافیکي پېښې تیره شپه د یوه مسافر وړونکي موټر او د گازو ټانکر او د بل مسافر وړونکي موټر او یوې لارۍ ترمنځ د کابل - کندهار پر لویې لارې د غزني په دوو سیمو کې رامنځته شوي دي.
بلخوا د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي چې د دې پیښو له امله یې د دوو اړونده ترانسپورتي شرکتونو فعالیت ځنډولی او پدې تړاو څیړنې روانې دي.

Kabul News TV

19 Dec, 11:44


د سوریې نوی واکمن «محمد الشرع» چې په ابو محمد جولاني مشهور دی، وایي «نه غواړي سوریه په افغانستان بدله کړي.» ده BBC ته ویلي چې سوریه او افغانستان له ټولنیز لحاظه یو له بله توپیر لري او په سوریې کې خلک د نجونو په زده کړو باورمن دي.
نوموړي زیاته کړې چې دوی په کلونو په «ادلیب» کې د نجونو لپاره پوهنتونونه فعال ساتلي وو.

Kabul News TV

18 Dec, 03:32


یوکراین وایي د روسیې د کیمیاوي او بیولوژیکي دفاعي ځواکونو مشر جنرال «ایگور کیریلوف» او د هغه مرستیال یې په مسکو کې وژلي. دا دواړه د یوه ځای پر ځای شوي بم د چاودنې له کبله پرون ووژل شول. بلخوا مسکو وایي چې د دې تروریستي برید په اړه څیړنې روانې دي.

Kabul News TV

15 Dec, 16:21


د سمنگان په درهٔ صوف کې د ډبرو سکرو د نړیدلي کان لاندې بند پاتې ټول کارگران ژغورل شوي دي.
ځایي چارواکي وایي چې د ژغورنې عملیات نن غرمه په کامیابه توگه پای ته رسیدلي او ټول بند پاتې کارگران ژغورل شوي دي.

Kabul News TV

15 Dec, 13:20


د سمنگان په درهٔ صوف کې د ډبرو سکرو د یو کان د نړیدو له امله شاوخوا ۳۵ کارگران تر خاورو لاندې بند پاتې شوي دي.
د سمنگان ځایي چارواکي وایي چې پیښه پرون ماښام رامنځته شوې او د بند پاتو کاگرانو د ژغورنې کار جریان لري.

Kabul News TV

14 Dec, 18:06


د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن سهار د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په فاتحې کې د گډون لپاره د پکتیا گردې څېړۍ ولسوالۍ ته تللی و.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې ملا عبدالغني برادر د فاتحې په مراسمو کې حقاني یو پیاوړی مجاهد او د ولس رښتنی خدمتګار بللی او ویلي یې دي چې دا د ا.ا لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ده. برادر همداراز ټینگار کړی چې د چا خبرو ته دې غوږ نه نیول کیږي او د ا.ا مشرانو ترمنځ مینه او محبت موجود دی.

Kabul News TV

25 Nov, 14:07


تهران «علیرضا بیگدلي» د حسن کاظمي قمي پر ځای د افغانستان لپاره خپل نوی سفیر ټاکلی دی.
ایراني رسنۍ وایي چې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانگړي استازیتوب پُست حذف شوی او د افغانستان لپاره ځانگړی استازیتوب به پخپله د بهرنیو چارو وزیر پروې مربوط وي.
علیرضا بیگدلي تر دې مخکې په ترکیې، آذربایجان او قبرس کې د ایران د سفیر په حیث دنده ترسره کړې وه.

Kabul News TV

25 Nov, 13:12


د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي «سرگي شویگو» افغانستان ته سفر کړی او په کابل کې یې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي. پدې لیدنې کې دواړو خواوو د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ د کچې پر لوړیدو خبرې کړي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې پدې لیدنې کې «سرگي شویگو» ویلي کابل ته سفر یې د روسیې د ولسمشر په هدایت ترسره شوی او روسیه به په نږدې وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د ا.ا نوم د روسیې له تورلېست څخه لیرې کړي.

Kabul News TV

24 Nov, 04:47


د افغانستان لپاره د چین ځانگړي استازي «یوې شیاویونگ» پاکستان او ترکمنستان تر سفر وروسته کابل ته راغلی او دلته یې د ا.ا ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد سره کتلي دي.
ا.ا وایي پدې لیدنو کې پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، سرحدونو او یو شمیر نورو مسائلو خبرې شوي دي او «یوې شیایونگ» هم پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات ورکړي دي.

Kabul News TV

23 Nov, 11:37


د امریکا سنا جمهوري غوښتونکي غړي له افغانستانه د اخرین وتلی امریکایي پوځی ترفیع ځنډولې.
گارډین ورځپاڼه راپور ورکوي چې ۵۵ کلن جنرال «کریستوفر دانهیو» د جو بایډن لخوا په اورپا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ ته نومول شوی خو د هغه د د ترفیع ځنډول د ټرمپ ټیم په غوښتنې شوي دي.

Kabul News TV

22 Nov, 14:14


نامعلومو وسله والو تیره شپه د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې ۱۰ تنه په یوه جومات کې په ډزو وژلي دي.
د بغلان امنیه قوماندانۍ وایي چې یاد کسان د نهرین اوسیدونکي وو او د دې ولسوالۍ په زوړ ښار کې په جومات کې د ذکر پر مهال وژل شوي دي.

Kabul News TV

22 Nov, 07:03


د ا.ا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون د اوبو او انرژي وزارت د سیمنیار په پای غونډې کې ویلي: «د اوبو کمښت د هېوادونو ترمنځ خپلمنځي او نړیوالې سیاسي او اقتصادي اړیکې اغېزمنې کړې. ا.ا د خپل مسؤلیت له مخې له هرې ممکنې لارې د اوبو د غوره مدیریت لپاره هلې ځلې کوي.»
په غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت مشاور فاروق اعظم وویل چې د اوبو ساتنه مسلکي او علمي کدرونو ته ضرورت لري.
یاد علمي او تختیکي سیمینار د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا د دې وزارت د سیندیزو حوزو رئیسانو، مشاورینو، د انرژۍ زونونو امرینو او انجنیرانو ته د وړتیا لوړونې په موخه جوړ شوی و.

Kabul News TV

22 Nov, 05:09


وسله والو کسانو پرون د کُرمې اجنسۍ په پاړه چنار کې ددې سیمې ۴۲ شیعه وگړي وژلي او لسگونه نور یې ټپیان کړي دي.
ځایي خلک وایي چې وسله والو په یوه خونړي برید کې پر هغو موټرو او بسونو شاوخوا ۴۰ دقیقې ډزې کړي چې شیعه مسافران یې پیښور ته لیږدول.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړې ندی اخیستی.

Kabul News TV

21 Nov, 12:31


رویټرز خبري آژانس راپور ورکوي چې نړیوالې جنایي محکمې (ICC) د جنگي جرمونو او د بشریت ضد جنایاتو په تور د «بنیامین تانیاهو» په گډون د یو شمیر اسرائیلي مشرانو د نیولو او محاکمه کیدو امر صادر کړی دی.

Kabul News TV

19 Nov, 09:52


د راپورونو له مخې د تاجکستان په «زربوز» سیمه کې د یوه وسله وال برید له امله یو چینایی وگړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
لا تر اوسه د دوشنبه او بیجینگ چارواکو پدې تړاو څه ندي ویلي او کومې ډلې یې تراوسه مسوولیت په غاړه ندی اخیستی.

Kabul News TV

18 Nov, 14:58


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان لپاره د چین ځانگړي استازي «یوې شیایونگ» اسلام آباد ته سفر کړی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره له افغانستان سره د اړیکو او په دې هیواد کې د سولې او ثبات ټینگښت په برخه کې د گاونډیو هیوادونو په رول خبرې کړي دي.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړي استازي «ضمیر کابلوف» هم پاکستان ته سفر کړی و او د پاکستان بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره یې د افغانستان په تړاو د همغږۍ پر ډیریدو ټینگار کړی و.

Kabul News TV

17 Nov, 12:59


د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د کابل په پلچرخي صنعتي پارک کې د کمپل جوړولو فابریکه افتتاح کړه.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې د بخت د کمپلو جوړولو فابریکه کې شاوخوا ۹۳۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې، دا مهال په ورځني ډول د زر کمپلو د تولید ظرفیت لري او شاوخوا ۹۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

Kabul News TV

16 Nov, 12:49


په انقره کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني تر لیدنې وروسته دواړو هیوادونو په یوې گډې اعلامیې کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت رامنځته کیدو او د افغانانو بنسټیزو حقونو ته د درناوي پر اهمیت ټینگار وکړ.

Kabul News TV

15 Nov, 12:53


د بشري حقونو څار سازمان د اسرائیلو لخوا په تکرار د فلسطینیانو بې ځایه کول د بشریت ضد جنایت بللی دی.
دې سازمان په یوه راپور کې ویلي چې اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې جنگي جنایات او د بشریت ضد جنایات ترسره کړي او د ملکیانو د کورونو منفجرولو سره سلگونه زره فلسطینیان یې بې ځایه کړي دي.

Kabul News TV

14 Nov, 16:00


د امریکا منتخب ولسمشر «ډونلد ټرمپ» پرون سپینې ماڼۍ ته ولاړ او هلته یې له جو بایډن سره وکتل. دا د قدرت د انتقال د تنظیم لپاره د نوي انتخاب شوي او برحال ولسمشرانو ترمنځ معموله غونډه وي.
«ډونلد ټرمپ» په انتخاباتو کې تر بریا وروسته د امریکا نوي حکومت لپاره «مارک روبیو» د بهرنیو چارو وزیر، «پیټ هیگسیت» د دفاع وزیر، «جان راتکلیف» د (CIA) مشر ټاکلي دی.
«ټرمپ» همداراز په خپلې اکس پاڼې لیکلي چې «ایلیس ستیفانیک» په ملگرو ملتونو کې د امریکا دائمي استازې، «مایکل والتز» د ملي امنیت شورا سلاکار، «تولسي گابارد» د ملي استخباراتو مشره، میټ گیتز لوی څارنوال او «ایلون ماسک» او «وویک راماسوامي» د حکومت د موثریت په نوم نوي رامنځته شوي وزارت مشران ټاکل دي.

Kabul News TV

14 Nov, 09:09


د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي «زلمي خلیلزاد» ویلي چې اشرف غني د دوحې تړون له یوې اساسې مادې سره مخالفت درلود چې هغه تر مذاکراتو وروسته د یوه نوي او مشترک حکومت رامنځته کیدل وو.
خو «زلمي خلیلزاد» په امریکا کې د افغانستان په اړه یوې غونډې کې زیاته کړې چې اشرف غني د کابل تر سقوط دوې ورځې مخکې ومنله چې واک خوشې کړي څو د یوه نوي حکومت د رامنځته کیدو لپاره خبرې پیل شي. د ده په وینا دا هغه وخت و چې طالبان د کابل دروازو ته رسیدلي وو او د اشرف غني تیښتې دا هرڅه خراب کړل او طالبانو کابل ونیو.

Kabul News TV

14 Nov, 07:39


بیجینگ غواړي په پاکستان کې د زرگونو چینایي اتباعو امنیت پخپله ونیسي.
رویټرز د پاکستاني سرچینو په حواله لیکلي چې د چینایي اتباعو د امنیت په نیولو کې د اسلام آباد تر پاتې راتلو وروسته اوس چین پاکستان هڅوي څو اجازه ورکړي په پاکستان کې د چینایي وگړو امنیت پخپله ټینگ کړي.

Kabul News TV

13 Nov, 12:27


د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د اترا ادارې عمومي رئیس مولوي سید برات شاه آغا ندیم د یوه پلاوي په مشری د جنوبي اسیا د مقرارتي ادارو په غونډه کې د گډون لپاره هند ته سفر کړی دی.

Kabul News TV

13 Nov, 11:57


د هوا پیژندنې ادارې سبا په بدخشان، نورستان، کونړ، ننگرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، تخار، بغلان، بلخ، سمنگان، بامیان، سرپل، دایکندي، وردگ، غور او هرات ولایتونو کې د شدید باران، تالندې، توپانونو او سیلابونو اټکل کړی دی.

Kabul News TV

11 Nov, 18:13


د افغانستان کرکټ ملي ټیم په درۍ ورځنیو سیلالیو کې بنگله دیش ته ماته ورکړه.
د هیواد کرکټ ملي ټیم په شارجه کې په درۍ ورځنۍ ۵۰ اوریزه دوستانه سیالۍ کې د لوبلړ د لومړۍ او درییمې لوبو په گټلو سره بنگله دیش ته ماته ورکړه.

Kabul News TV

11 Nov, 12:50


د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف په یوې مرکې کې په کوټه کې وروستی برید د (TTP) او (BLA) په وسیله د پاکستان پر خلاف د هند نیابتي جگړې برخه او په پاکستان کې د چین د پرمختگونو کمزورولو لپاره یوه دسیسه بللې ده. خواجه آصف همداراز ویلي چې د پاکستان پر خلاف د افغانستان خاورې کاریدل یو تیری دی.

Kabul News TV

09 Nov, 12:40


د بهرنیو چارو‌ وزارت په یوې اعلامیي کې د بلوچستان په کوټه کې د رېل په تمځای کې پر عامو وگړو نننۍ چاودنه غندلې، د قربانیانو له کورنیو ته یې تسلیت ویلی او ټپیانو ته یې شفا غوښتې ده.

Kabul News TV

09 Nov, 09:10


په کوټه کې ‌د ریل په تمځای کې د چاودنې له امله کم له کمه ۲۴ تنه وژل شوي او لسگونه نور ټپیان شوي دي.
د بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ ویلي چې د ځانمرگي برید له لارې یې د ریل پدې تمځای کې پاکستاني پوځیان په نښه کړي دي.

Kabul News TV

09 Nov, 07:55


مشترک المنافع هیوادونو (CIS) له هغه واړندیز څخه خپل ملاتړ اعلان کړی چې له مخې به یې د افغانستان په شاوخوا امنیتي کمربند راتاویږي.
د (CIS) هیوادونو عمومي منشي «سرگي لیبیدیف» په مسکو کې غونډې ته ویلي چې (CIS) او (CSTO) د استازو یوه ګډه کاري ډله به د افغانستان په شاوخوا د امنیتي کمربند د جوړولو لپاره یو ګډ جامع پلان جوړ کړي.
د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند جوړولو نظریه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۲ کال کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان لخوا د (CSTO) په غونډه کې مطرح شوې وه. دا هیوادونه پخوا د شوروی اتحاد برخه وو.

Kabul News TV

07 Nov, 17:22


زلمی خلیلزاد وایي د امریکا ریاست جمهوري ته د «ډونلد ټرمپ» راستنیدو سره د دوحې تړون د بشپړ عملي کیدو فرصت رامنځته شوی دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانگړي استازي پر خپلې اکس پاڼې لیکلي چې واک ته د «ټرمپ» د بیا ستندیو سره د دوحې تړون د ټولو عناصرو د بشپړ عملي کیدو فرصت شته دی.

Kabul News TV

07 Nov, 09:46


هندي ورځپاڼې «هندوستان ټایمز» لیکلي د افغانستان لپاره د هند ځانگړي استازي «جي پي سینگ» کابل ته سفر کړی او هلته یې له دفاع سرپرست وزیر ملامحمد یعقوب مجاهد، پخواني ولسمشر حامدکرزي او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي. ورځپاڼه وایي حامد کرزي له هندوستانه افغان ځوانانو ته د تحصیلي امکاناتو برابرول او په تجارت او سفرونو کې د سهولتونو رامنځته کول غوښتي.
ا.ا بیا وایي چې پدې لیدنو‌ کې د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د هند د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو راوستلو او یو شمیر نورو مسائلو په اړه خبرې اترې شوي دي.

Kabul News TV

06 Nov, 08:59


«ډونلد ټرمپ» د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه.
د معلوماتو له مخې «ډونلد ټرمپ» تر دې مهاله ۲۶۷ الکټورل کالج رایې او «کمالا هاریس» بیا ۲۲۴ الکټورل کالج رایې گټلي دي.
د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو کې ۲۷۰ الکټورل کالج رایې د بریا شمیر دی.
دې سره هممهاله د یو شمیر هیوادونو مشرانو هم ډونلډ ټرمپ ته په ټاکنو کې د بریا او یوځل بیا د امریکا ولسمشر ټاکل کیدو لپاره مبارکي ویلې ده.

Kabul News TV

05 Nov, 09:23


په کراچۍ کې یو وار بیا پر دوو چینایي وگړو ډزې شوي دي.
پاکستاني رسنۍ وایي چې دا چینایان د یوه امنیتي ساتونکي د ډزو په پایله کې ټپیان شوي او روغتون ته منتقل شوي دي.

Kabul News TV

04 Nov, 14:14


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو رئیس مولوي غلام صدیق سباوون او ورسره مل پلاوي یې په کونړ کې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د شپږو پرتو ولسوالیو پلټنه، څار او بررسي کړې ده.
دا وزارت وایي چې ‏تر دې مخکې یاد پلاوي د پکتیکا، لوګر، خوست او بدخشان ولایتونو سرحدي پولې او ډیورنډ فرضي کرښې څارنه او بررسي کړې او اوس د کونړ په ولایت کې یې د ډیورند فرضي کرښې (۱۵۹.۷۷۹) کیلومتره تر څار او بررسي لاندې ونیوله.

Kabul News TV

03 Nov, 11:19


له پیښو سره د مبارزې اداره وایي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د پغمان ولسوالۍ قلعه حیدرخان سیمه کې د گازو په یو شرکت کې د اورلگیدنې له کبله دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۲۶ تنه ټپیان شوي، ۸۱ نور برسیرن ټپیان شوي او ۱ میلیون او دوه سوه زره ډالر زیان اوښتی دی.

Kabul News TV

02 Nov, 15:04


د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وايي چې نن د کابل پغمان ولسوالۍ قلعه حیدرخان سیمه کې د گازو په یوه شرکت کې اور لگیدلی دی.
ځدران زیاتوي چې د اطفایي ټیم سیمې ته رسېدلی او هڅه کوي چې اور ژر تر ژره مهار کړي.

Kabul News TV

02 Nov, 09:30


د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند «ډونلد ټرمپ» د هغو امریکایي نظامي چارواکو استعفا غوښتې چې له افغانستانه د امریکا په وتلو کې یې رول درلود.
ټرمپ په خپلې انتخاباتي وینا کې ویلي: «د تحلیف په ورځ باید د ټولو هغو لوړپوړو نظامي چارواکو استعفاوې زما پر میز وي چې له افغانستانه د امریکا د وتلو په پروسې کې یې برخه لرله.»

Kabul News TV

01 Nov, 14:56


یوناما د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په خپل درۍ میاشتني راپور کې ویلي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د افغان نجونو او ښځو محدود شویو حقونو باندې لا نور بندیزونه وضع کړي دي.
یوناما وایي چې د دې قانون په چوکاټ کې د ځینو روغتونونو ښځینه کارکوونکو ته سپارښتنه شوې څو محرم سره خپلې دندې ته تگ راتگ وکړي، ښځینه ناروغان پرته له محرمه د انجیوگانو روغتونونو ته پرینښودل شي او ټکسي پرته له محرمه ښځې ته خدمات وړاندې نکړي.
ا.ا پخوا داسې راپورونه رد کړي دي.

Kabul News TV

01 Nov, 10:37


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرگي لاوروف» وایي چې امریکا او متحدین یې په جنوبي قفقاز کې مداخله کوي او په افغانستان او مرکزي آسیا کې د نظامي حضور لپاره بهانې ایجادوي.
لاوروف په «مینسک» کې د «ارو-آسیا د امنیت دوهم بین المللي کنفرانس» ته په خطاب کې دا هم وویل چې امریکا هڅه کوي په افغانستان کې د وضعیت د باثباته کولو په حساسې او نازکې پروسې کې ځان ورداخل کړي.
لاوروف زیاته کړه: «د امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې د تعرضي اقداماتو په پایله کې زموږ د قارې د ټوټې کیدو خطرونه زیات شوي دي.»

Kabul News TV

01 Nov, 08:58


اسلام آباد په پاکستان کې د چین د سفیر پر وروستیو څرگندونو حیرانتیا ښودلې او ویلي یې دي چې دا خبرې د پاکستان او چین د دودیزو اړیکو ښکارندويي نکوي.
په پاکستان کې د چین سفیر «جیانگ زیادونگ» په پاکستان کې نا امني او په شپږو میاشتو کې پر چینایي وگړو دوه ځلې بریدونه د نه منلو وړ بللي وو.
«جیانگ زیادونگ» نا امني د بیجینگ تر ټولو ستره اندیښنه او د چین-پاکستان دهلیز (CPEC) پر وړاندې خنډ بللی دی او له پاکستانه یې غوښتي څو د چین خلاف ټولو تروریستي ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.

Kabul News TV

01 Nov, 07:20


د بلوچستان په مستونگ کې د نجونو ښوونځي ته نږدې چاودنې کې د ۵ ماشومانو په گډون ۷ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنۍ وایي چې چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي بم د انفجار له کبله رامنځته شوې. پاکستاني چارواکي وایي چې ټپیانو کې هم ماشومان او پولیس شامل دي.

Kabul News TV

01 Nov, 06:38


جرمني په خپلې خاورې کې د ایران درۍ قونسلگرۍ تړي.
خو د جرمني بهرنیو چارو وزیري «انالینا بیرباک» ویلي چې پدې هیواد کې د ایران سفارت به پرانیستی پاتې وي.
«انالینا بیرباک» زیاته کړې چې دا پریکړه د ایران لخوا د یوه ایراني الاصله الماني د اعدامولو په غبرگون کې شوې.
د راپورونو له مخې تهران ایراني الاصله الماني وگړی جمشید شارمهد په ۲۰۲۰ کې له متحده عربي اماراتو څخه تښتولی و او په دوشنبه یې د تروریستي کړنو د طراحي کولو په تور اعدام کړ چې له هغه وروسته جرمني هم خپل سفیر له ایرانه بیرته وروغوښت.

Kabul News TV

31 Oct, 15:51


له چین څخه افغانستان ته د ریل پټلي خدمات بیا پیل شول.
په چین کې د افغانستان سفارت وایي چې دا خدمات نن په بیجینگ کې د افغانستان سفیر بلال کریمي او د افغانستان لپاره د چین ځانگړي استازي «یوې شیاویونگ» په حضور کې پیل شول.
دا سفارت زیاتوي چې ریل گاډی به لدې لارې د «نانتونگ» ښار څخه په شلو ورځو کې حیرتان بندر ته رسیږي او ۵۰ کانټینرونه به منتقلوي.
بلخوا بیا د افغانستان لپاره د چین ځانگړی استازی «یوې شیاویونگ» وایي چې دا خدمات د یوه کمربند یوې لارې د نوښت برخه ده.

Kabul News TV

31 Oct, 07:42


‏ا.ا د ایران په کلګان دره کې د افغان کډوالو پر وړاندې د مرگ ژوبلې په هکله د پلټنې نتیجه خپره کړه.
‏ مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، «تر دې دمه په پېښه کې د دوو تنو شهادت او یو شمېر نورو کسانو د ټپي کېدو پخلی شوی.»
‏نوموړي ویلي ۳۴ تنه عيني شاهدان چې ځیني يې په پيښه کې ټپيان شوي هم دي هېواد ته انتقال شوي او پاتې نور کسان د انتقال په حال کې دي.
‏ د نوموړي په وینا؛ د پېښې وروستۍ موندنې به له بشپړو څېړنو وروسته خپرې شي.

Kabul News TV

30 Oct, 11:17


د قطر بهرنیو چارو وزارت وایي چې په ملگرو ملتونو کې د دې هیواد دائمي استازې علیا بنت احمد آل ثاني په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیالې «روزماري دیکارلو» سره د دوحې د څلورمې غونډې په اړه خبرې کړي دي.

Kabul News TV

30 Oct, 10:03


یونیسف وایي چې امکان لري په څه باندې پنځو کلونو کې د کابل د ځمکې لاندې اوبه وچې شي.
یونیسف زیاتوي چې که یې مخه ونه نیول شي نو تر ۲۰۳۰ کاله پورې به د کابل د ځمکې لاندې اوبه د چټک ښاري کیدو او اقلیني بدلون له امله وچې شوي وي.

Kabul News TV

29 Oct, 15:53


په جوزجان کې د سمنټو تولید فابریکې د جوړولو تړون لاسلیک شو.
دا تړون نن د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت او د ۷۷ په نوم ترکي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې د دې تړون له مخې به قراردادي شرکت د يادې فابريکې د جوړولو په برخه کې ۱۶۳ میلیون ډالره پانګونه وکړي او دا فابریکه به په ورځني ډول د درییو زرو ټنو سمنټو د توليد وړتيا ولري.

Kabul News TV

28 Oct, 14:35


نن د افغانستان او قطر ترمنځ د هوایي پروازونو په برخه کې یوه تفاهمنامه لاسلیک شوه.
په دوحه کې د افغانستان سفارت وایي چې د دې تفاهمنامې له مخې به د افغانستان-قطر مستقیم پروازونه پیل شي.
بلخوا د قطر د ترانسپورت وزارت بیا وایي چې دا تفاهمنامه به د قطر هوایي شرکت ته اجازه ورکړي څو د خپلو پروازونو شبکه پراخه کړي.

Kabul News TV

27 Oct, 15:58


د ایران په سیستان او بلوچستان کې پر ایراني سرتیرو د برید له کبله ماتم اعلان شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د سیستان او بلوچستان په تفتان ښار کې د ایراني سرتیرو په موټرو د «جیش العدل» وسله والو د برید له امله لس ایراني سرتیري وژل شوي وو.
د سیستان او بلوچستان چارواکو ویلي: «د صهیونیسټي رژیم د تجاوزي برید سره هممهاله ترهگرو په جنایت لاس پورې کړی.»

Kabul News TV

27 Oct, 13:34


په متحده ایالتونو کې مسلمانانو د ولسمشریزو ټاکنو د کاندید «ډونلد ټرمپ» څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
یو شمیر امامانو او په امریکا کې د عربي ټولني مشرانو په «میشیگن» ایالت کې د «ډونلد ټرمپ» په یوې انتخاباتي غونډې کې له نوموړي خپل ملاتړ اعلان کړی.
یادو کسانو په خپلو خبرو کې ویلي چې په منځني ختیځ او یوکراین کې د جنگ د پای ته رسولو لپاره له «ډونلد ټرمپ» څخه ملاتړ کوي.

Kabul News TV

27 Oct, 12:16


بیجینگ وایي چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې چین یې له صادراتو څخه تعرفې نه اخلي.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند «لین جیان» په خبري کنفرانس کې ویلي چې افغانستان یو له هغو مخ پر ودې هیوادونو څخه دی چې چین یې پر ټولو صادراتو تعرفې وړیا کړي دي.

Kabul News TV

27 Oct, 11:26


په «تل ابیب» کې د بس په تم ځای کې د برید له کبله لږ تر لږه ۴۰ اسرائیلي سرتیري ټپیان شوي چې لسو تنو وضعیت یې وخیم ښودل شوی دی.
یوه لارۍ چلوونکي نن خپله لارۍ پر هغو اسرائیلو سرتیرو خیژولې چې د اسرائیلو استخباراتي ادارې «موساد» مرکز ته نږدې بس ته منتظر وو.
د راپورونو له مخې د لارۍ چلوونکی د ډزو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Kabul News TV

26 Oct, 12:03


ا.ا پر ایران باندې د اسرائیلو حمله غندلې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې پر ایران د اسرائیلو د تیرې شپې هوایي بریدونه د ایران د حریم ښکاره نقض او په سیمې کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لپاره د اسرائیلو یوه هڅه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: «ټول بانفوذه اړخونه مسوولیت لري څو په سیمه کې د صهیونیستي رژیم د لا زیات تاوتریخوالی او جنایتونو له پراختیا څخه مخنیوی وکړي.»

Kabul News TV

26 Oct, 10:04


ایران وایي چې د اسرائیلو د برید په نتیجه کې یې دوه سرتیري وژل شوي او نظامي تاسیساتو ته یې محدود زیان اوښتی دی.
اسرائیلو نن سهار له لسگونو جټ الوتکو سره پر ایران برید کړی و او په تهران او خوزستان کې یې یو شمیر نظامي تاسیسات په نښه کړي وو.
بلخوا بیا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، متحده عربي اماراتو، عراق، قطر، سوریه، سعودي عربستان او مالیزیا پر ایران د اسرائیلو دا برید غندلی دی.

Kabul News TV

25 Oct, 15:01


د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوستې د برید له امله لس پاکستاني سرتیري وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري آژانس وایي چې د دې برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی دی.

Kabul News TV

25 Oct, 13:24


د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د ا.ا جگپوړي غړي انس حقاني په کابل کې د بریتانیا شارژدافیر «رابرټ ډیکسن» سره کتلي.
ریاست الوزرا وایي: ‏«پدې لیدنې کې «رابرټ ډیکسن» په راتلونکې کې د ځينو اړینو مسائلو په هکله د دوه اړخېزو ناستو د جوړېدو وړاندېز کړی او ویلي یې دي چې لندن هڅه کوي د ا.ا او غربي نړۍ د اړیکو جوړېدو ته لاره هواره کړي.»
بلخوا بیا انس حقاني ویلي ‏چې کابل او لندن باید له فرصتونو ګټه واخلي او د ستونزو په حل کې مهم واقع شي. حقاني همداراز افغانانو ته د کونسلي خدماتو وړاندې کولو لپاره په لندن کې د افغانستان د سفارت فعالیت ضروري بللی او په دې برخه کې یې د همکاریو غوښتنه کړې او د دواړو لوریو د اړیکو دوام یې غوښتی دی.

Kabul News TV

25 Oct, 10:19


د سوک وهنې نړیوال اتل محمد علي کلې میرمن «خلیله علي» کابل ته راغلې ده.
ملي تلویزیون وایي چې «خلیله علي» د «محمد علي» په نوم د «بريا» ورزشي لوبغالي او ورزشي ټولنې د جوړولو په موخه کابل ته راغلی ده.

Kabul News TV

24 Oct, 11:06


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوې اوږدې لیکنې کې ویلي «سراج الدین حقاني به افغانستان کې د تغییر لپاره بهترین امید وي.»
دې ورځپاڼې لیکلي چې حقاني له یوه جهادي څخه د طالبانو پر یوه پراگماتیک چارواکي باندې تبدیلیدو هڅه کړې او غربي دیپلوماتان یې حیران او ځانته جلب کړي دي.

Kabul News TV

24 Oct, 06:07


د BRICS هیوادونو په خپلې اعلامیې کې د یوه آزاد، متحد او سوله ییز افغانستان څخه ملاتړ کړی او پر ا.ا یې غږ کړی څو د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو بندیزونه لیرې کړي.
پدې اعلامیې کې چې په کازان کې د BRICS د سرمشریزې په پای کې خپره شوې په افغانستان کې د سوله ییزې حل لارې پر اړتیا چې د سیمې امنیت او ثبات تقویه کوي ټینگار شوی دی.

Kabul News TV

24 Oct, 03:41


ایمرجنسې روغتون ویلي چې د‌ کابل د چارشنبه چاودنې له سیمې څخه ورته د ماشومانو په گډون ټپیان وروړل شوي.
دې روغتون پر خپلې اکس پاڼې لیکلي چې چاودنه سینمای پامیر ته نږدې د جامو په بازار کې شوې او په ټپیانو کې ۳ ماشومان، دوې ښځې او ۶ نارینه شامل دي.

Kabul News TV

23 Oct, 15:14


وسله والو کسانو نن د ترکیې پلازمینې انقره کې د ترکیې د الوتکو جوړولو شرکت پر مرکزي څانگې برید کړی او سیمې کې د چاودنو غږونه هم اوریدل شوي دي.
ترکي چارواکي وایي چې پدې برید کې درۍ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۴ نور ټپیان شوي دي. دوی زیاتوي چې دوه وسله وال کسان هم وژل شوي دي.

Kabul News TV

23 Oct, 10:05


د ژمي رارسیدو په درشل کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سالنگونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه کړې ده.
ملا عبدالغني برادر د یادې پروژې مسوولینو ته د کار د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت بشپړولو لپاره لارښوونې هم کړي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې اوسمهال له تونل څخه تر ۱۶ مې ګالرۍ پورې د «سي ټي بي» او کانګرېټ اچونې کار بشپړ شوی او په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د ۱۰ ګالریو د بیارغونې کار جریان لري.

Kabul News TV

23 Oct, 03:55


د هوا پیژندنې ادارې نن په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، تخار، پنجشیر، کاپیسا، ننگرهار، کابل، لوگر، پکتیا، خوست، بغلان، کندز، پروان، وردگ، غزني، سمنگان، بامیان، بلخ، سرپل، غور او دایکندي ولایتونو کې د باران، توپانونو او سیلابونو اټکل کړی دی.

Kabul News TV

22 Oct, 13:22


نن د روسیې په «کازان» کې د (BRICS) درۍ ورځنی سرمشریزه د لسگونو هیوادونو د مشرانو په گډون سره پیل شوه.
د (BRICS) پدې سرمشریزې کې د روسیې، چین، هند، جنوبي افریقا ترڅنگ د ترکیې، ایران، متحده عربي اماراتو او یو شمیر نورو هیوادونو مشران هم اشتراک کړی.
دې سره هممهاله د روسې رسنیو د راپورونو له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د (BRICS) سرمشریزې په څنډې کې د گڼ شمیر هیوادونو له مشرانو سره دوې اړخیزې کتنې لرلي او تمه کیږي د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتریش سره هم وگوري.

Kabul News TV

21 Oct, 14:40


نن په بنو او د پښتونخوا یو شمیر نورو سیمو کې لسگونو زرو کسانو د پښتنو لویې جرگې د پریکړه لیک په ملاتړ او د نا امنۍ او جنگ خلاف لاریونونه کړي دي.
لاریون کوونکو د لویې جرگې د پریکړو عملي کیدو، د ورکو شویو کسانو خوشې کیدو او د امنیت د ټینگښت غوښتنه کړې ده.
دې سره هممهاله د پښتون ژغورنې غورځنگ وایي چې د بنو ترڅنگ د پښتونخوا په شاوخوا دیرشو نورو سیمو کې هم د لویې جرگې په ملاتړ لاریونونه پلان شوي.

Kabul News TV

21 Oct, 07:23


قطر او اندونیزیا افغان ځوانانو ته د بورسونو ورکولو په تړاو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.
د دې تفاهم لیک پر اساس چې د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیالې او د اندونیزیا بهرنیو چارو وزیرې لخوا د ویډیو کنفرانس له لارې لاسلیک شوی افغان ځوانانو ته په اندونیزیا کې د زده کړو لپاره بورسونه ورکول کیږي.

Kabul News TV

21 Oct, 04:39


د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې پرون د غور مرکز اړوند مارکو سیمه کې د داعش یو هغه گروپ له منځه یووړل شو چې له بلوچستان څخه رهبري کیدو.
ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې دې گروپ په بلوچستان کې د داعش د خراسان څانګې د رهبرۍ په مستقيمه لارښوونه په غور، کابل او بامیانو کې بریدونه ترسره کړي.
نوموړی وایي چې د داعش دې گروپ پر وړاندې د ا.ا ځانگړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د دې گروپ مشر او یو بل مهم کس وژل شوی او یو شمیر نور غړي یې نیول شوي دي.

Kabul News TV

19 Oct, 11:50


یوه ځانمرگې بې پیلوټه الوتکه د تل ابیب په شمال کې د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو په کور لگیدلې ده.
بلخوا بیا اسرائیلو ویلي چې بنیامین نتانیاهو د برید پر مهال په خپل کور کې نه و.
د راپورونو له مخې د حزب الله د بې پیلوټه الوتکو او راکټونو په ننني برید کې یو کس وژل شوی او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

Kabul News TV

19 Oct, 04:52


ا.ا په یو پیغام کې د حماس غورځنگ مشر یحیی سنوار «د شهادت له امله دې تنظیم، ټولو مجاهدینو او د فلسطین مظلومو او مجاهدو خلکو ته تسلیت» ویلی دی.
پدې پیغام کې راغلي: «اسرائیلي اشغالګر باید هیره نه کړي چې د مجاهدو مشرانو شهادتونه به لا هم د دښمن په وړاندې جهادي مبارزه تونده او څو برابره تقویه کړي.»

Kabul News TV

18 Oct, 13:13


حماس د خپل مشر یحیی سنوار وژل کیدل رسماً تائید کړي او وایي: «یحیی سنوار له اسرائیلو ځواکونو سره په نښتې کې شهید شوی دی.»
د حماس سیاسي دفتر معاون خلیل الحیه د دې پیغام ترڅنگ زیاتوي چې نیول شوي اسرائیلیان به تر هغو نه خوشې کیږي چې اسرائیلو پر غزې خپل بریدونه پای ته نه وي رسولي.

Kabul News TV

18 Oct, 11:10


د حماس مشر یحیی سنوار رفح کې د اسراییلي عسکرو سره په جگړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د یحیی سنوار د ژوند اخري شیبو په ویډیو کې لیدل کیږي چې نوموړی تر ټپي کیدو وروسته هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او پر هغې «ډرون» چې د اسرائیلو لخوا وراستول شوې د لرگي گوزار کوي، تر دې وروسته یو اسراییلي ټانک پرې ډزې کوي.
سنوار ۲۲ کاله د اسرائیلو په زندانونو کې تر شکنجو لاندې تیر کړي وو او پر اسرائیلو د حماس د اکتوبر د اوومې برید طراح بلل کیږي.

Kabul News TV

17 Oct, 13:24


ا.ا د ایران او پاکستان پر پوله د یو شمیر هیوادوالو د مرگ ژوبلې د راپورونو د څیړلو لپاره یو لوړپوړی پلاوی ټاکلی دی.
د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي چې پلاوی د کورنیو چارو وزارت معیین ملا محمد ابراهیم صدر په مشرۍ او د ملي دفاع، بهرنیو او سرحدونو وزارتونو او د استخباراتو استازو په غړیتوب ټاکل شوی او دنده لري څو د موضوع دقیقه او هر اړخیزه پلټنه وکړي او په دې برخه کې د ریاست الوزراء مقام ته راپور وړاندې کړي.

Kabul News TV

16 Oct, 13:51


د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د ایران او پاکستان پر پوله د یوشمیر افغانانو د وژل کیدو او ټپي کیدو د آوازو په اړه تحقیقات روان دي.
ذبیح الله مجاهد زیاتوي: «دا چې د پیښې سیمه له هیواده بهر ښودل کیږي، تر اوسه معلومات نه دي کره شوي، د موضوع تر روښانتيا وروسته به په دې برخه کي لازم تصميم ونيول شي.»
بلخوا بیا د افغانستان لپاره د ایران ځانگړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي بیا دا پیښه رد کړې او وایي چې له غیر قانوني مهاجرینو سره قانوني چلند د هیوادونو حق دی.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر اساس د ایران سرحدي ځواکونو د پاکستان-ایران په گډه پوله په سراوان سیمه کې سلگونه افغانان چې غوښتل یې ایران ته لاړ شي په ډزو وژلي او ټپیان کړي دي. ځینې راپورونه وایي پدې ډزو کې شاوخوا ۲۴۰ افغانانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

Kabul News TV

16 Oct, 11:46


چین او پاکستان په گډې اعلامیې کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی څو ا.ا د ټولشموله حکومت رامنځته کولو، معتدلې پالیسۍ اختیارولو او ښه گاونډیتوب تعقیبولو ته وهڅوي.
پدې اعلامیه کې د چین د ولسمشر معاون «لي چیانگ» او لوړپوړو پاکستاني چارواکو تر لیدنو وروسته خپره شوې د ترهگرۍ په وړاندې د دوو اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پر پراختیا هم ټینگار شوی.
دواړو هیوادونو همداراز د افغانستان په سرپرست حکومت غږ کړی څو په افغانستان کې د دوی په قول د ټولو میشتو تروریستي ډلو پر وړاندې چې د سیمې او نړۍ امنیت گواښي ښکاره او د تائید وړ اقدامات ترسره کړي.

Kabul News TV

15 Oct, 14:20


د یوکراین پوځیانو په «کییف» کې گڼ شمیر ځوانان نیولي او په پوځ کې د شاملیدو لپاره یې ځانه سره بیولي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوگانو کې لیدل کیږي چې یوکرایني پوځیان له کنسرټونو، رستورانتونو، سپورتي لوبغالو او نورو ځایونو څخه یو شمیر کسان په وهلو او ټکولو اوباسي او بیا یې له ځانه سره بیایي.
د یوکراین پوځ د جلب او جذب د قانون له مخې ۲۵-۶۰ کلن نارینه باید د یوکراین په پوځ کې ثبت نام کړی وي او اسناد یې هم تل ځان سره ولري.

Kabul News TV

15 Oct, 13:06


زلمی خلیلزاد وایي چې د پاکستان د حکومت مخالفت سره سره د پښتنو لویه جرگه په موفقانه ډول ترسره شوه.
خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی په خپلې اکس پاڼې زیاتوي چې لویې جرگې ته به د پاکستان پوځ د لوی درستیز عاصم منیر غبرگون په ډیر احتمال سره منفي وي.
خلیلزاد د پښتون ژغورنې غورځنگ هڅې هیله بښونکي بللي او وایي چې که څه هم (PTM) سوله ییزه لاره خپله کړې خو د نورو لارو لپاره هم چمتووالی نیستي.

Kabul News TV

15 Oct, 05:46


«ډونلد ټرمپ» یو وار بیا له افغانستانه د امریکا وتل او طالبانو ته د امریکایي پوځي تجهیزاتو پریښودل د دې هیواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه بللې ده.
د متحده ایالتونو د ولسمشریزو ټاکنو نوماند «ډونلد ټرمپ» له فاکس نیوز سره تازه مرکه کې ویلي چې که دا واقعې نه وای شوې نو روسیې به پر یوکراین برید نه وای کړی او پر اسرائیلو به هم د حماس برید نه وای ترسره شوی.

Kabul News TV

14 Oct, 15:17


چین د تایوان په شاوخوا کې پراخ نظامي تمرینات پیل کړي دي.
چین وایي چې په دوشنبې د دې هیواد ځمکني، سمندري او هوایي ځواکونو د تایوان په شمال، جنوب او ختیځ کې گډ نظامي تمرینات ترسره کړي.
چین زیاتوي چې دا تمرینات د تایوان بیلتون غوښتونکو ته یو سخت خبرداری دی.

Kabul News TV

14 Oct, 13:50


وسله والو کسان په بنو کې د پولیسو پر مرکز برید کړی، څلور پولیس یې وژلي او یو شمیر نور یې ټپیان کړي دي.
پاکستاني رسنۍ وایي چې وسله وال د پولیسو مرکز ته داخل شوي وو او تر ساعتونو نښتې وروسته ۵ وسله وال هم وژل شوي دي.

Kabul News TV

14 Oct, 08:52


پخواني ولسمشر حامد کرزي په خیبرپښتونخوا کې د پښتنو د لویې جرگې پر بریالي جوړېدو خوښي څرگنده کړې او دا جرگه یې په سیمه کې د ستونزو د حل لپاره نیک او اغیزمن گام بللی دی.
حامد کرزي د لویې جرگې له پریکړه لیک څخه کلک ملاتړ اعلان کړی او د لویې جرگې له هغه غږ چې په افغانستان کې د نجونو تعلیم لپاره شوی ستاینه او قدرداني کړې ده.
کرزي همداراز د سیمې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو او د د دې جرگې د جوړولو لپاره د ⁧ پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین د نه ستړیدونکیو هلو ځلو او د مشرانو او اولسونو له گډونه مننه کړې ده.

Kabul News TV

14 Oct, 05:52


په خیبرپښتونخوا کې لویې جرگې په خپل پریکړه لیک کې د پاکستان پوځ او ټولو وسله والو تنظیمونو ته دوې میاشتې وخت ورکړی څو لدې سیمې ووځي.
د لویې جرگې پریکړه لیک چې د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین لخوا لوستل کیدلو راغلي چې که چیرې په دې دوو میاشتو کې د ناامنۍ دا قوتونه لدې سیمې ونوځي نو‌ جرگه به د دوی د ایستلو لپاره تیاری نیسي.
لویې جرگې پریکړه کړې چې پر ډیورند فرضې کرښې دروازو باندې تگ راتگ باید د ۱۸۹۳-۲۰۱۰ کلونو په شان پرته له پاسپورتونو او ویزو وشي او که دا تصمیم ونه منل شي نو جرگه به پر ډیورند مالیاتي او نورې ادارې بندوي.
جرگې غوښتنه کړې څو په افغانستان کې نجونو ته د تعلیم حق ورکړل شي. جرگې همداراز هغه رواج چې له مخې یې د قتل په بدل کې خور یا لور په واده ورکول کیږي ختم اعلان کړی دی.

Kabul News TV

14 Oct, 04:54


پر اسرائیلي اډې باندې د حزب الله د ځانمرگې بې پیلوټه الوتکې برید په نتیجه کې شاوخوا ۷۴ اسرائیلي سرتیرو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې د حزب الله بې پیلوټه الوتکه د اسرائیلو له ټولو هوایي دفاعي سیستمونو څخه تیره شوې او څلور اسرائیلي سرتیري یې وژلي او شاخوا ۷۰ نور یې ټپیان کړي دي.

2,104

subscribers

7,584

photos

1,278

videos