Did you know ⁉️ @meshal52729064929 Channel on Telegram

Did you know ⁉️

@meshal52729064929


پوهېدلئ¡¿ چینل د غوره هراړخیزو مالوماتو زېرمه

https://t.me/meshal52729064929

Did you know ⁉️ (Pashto)

پوهېدلئ¡¿ چینل د غوره هراړخیزو مالوماتو زېرمه ده. دغه چینل کولای شمېره خلکو په نړیواله کې د خبرو او مالوماتو په اړه د پوهېدنې وړاندیزه کولو لپاره وي. تاسو کولای شئ چې په دې چینل کې فوری او زموږ مخکې په کارولو او زده کولو کې کمک کولای شئ. په ټولنې کولای شمېره د هر یو کې ډېر موندلو په اړه د پوهېدل هراړې شموله کولای شئ. د خبرو او مالوماتو په اړه د پوهېدنې د لور او په شناخت اواده اورځوې. که تاسو هم پوهېدنې په اړه د لور او په شناخت اواده اورځوې، مهرباني وکړئ د دې چینل ته د نوي سره اړیکه وکړئ: https://t.me/meshal52729064929

Did you know ⁉️

11 Dec, 16:45


د نړۍ په کریکټ کې د درېیم تر ټولو اوږد اور ترسره کوونکی د سویلي افریقا توپ اچوونکی رابی فان در میروا (Robin van der Merwe) دی.

په 2007 کال کې د کورني کریکټ پر مهال، نوموړي د یو اور لپاره 14 بالونه ترسره کړل. دا د زیاتې بې‌نظمۍ له کبله یاد شوی، چې په کې څو وائیډونه او نو بالونه شامل وو.

که څه هم داسې اوږده اورونه ډېر کم پېښیږي، خو د کرکټ په تاریخ کې د توپ اچوونکو د فشار یا بې‌نظمۍ نښې بلل کیږي.

Did you know ⁉️

11 Dec, 16:45


د نړۍ په کریکټ کې دوهم تر ټولو اوږد اور د پاکستان توپ اچوونکي محمد سمیع ترسره کړی. دا اور د 2004 نړیوال جام پر مهال د بنګله‌دېش پر وړاندې وشو، چې په یو اور کې یې 17 بالونه ترسره کړل.

په دې اور کې محمد سمیع څو ځلې نو بالونه او وائیډونه وکړل، چې د هغه اور ډېر اوږد شو. دا د کریکټ په نړیواله کچه د اوږدو اورونو له جالبو پېښو څخه بلل کېږي.

Did you know ⁉️

11 Dec, 16:44


د نړۍ تر ټولو اوږد اور د کریکټ په تاریخ کې برتس کولینز (Bert Vance) ترسره کړی دی، چې د نیوزیلېنډ لپاره لوبېده. دا اور په 1990 کې د نیوزیلېنډ کورني فرسټ کلاس کرکټ سیالیو په ترڅ کې د ویلینګټن او کینټربري لوبډلو ترمنځ ترسره شو.

برتس کولینز په دې اور کې ټولټال 22 بالونه ترسره کړل، چې په کې ډېر نو بالونه او وائیډونه شامل وو. په دې اور کې د کینټربري لوبډلې 77 منډې جوړې کړې. دا اور د دې لپاره یادګار دی چې یو غیر معمولي پېښه وه او د کریکټ په تاریخ کې یې ځانګړی ځای خپل کړی.

Did you know ⁉️

04 Dec, 17:56


په هغو هېوادونو کې چې ژمي کې سخت یخ وي د بخاري استعمال عام دی. د بخاری ډیزاین، استعمال او د سونګ ډول په بیلابیلو سیمو کې توپیر لري. لاندې یو څو مهم هیوادونه او سیمې دي چې بخاري پکې کارول کیږي. دی:

1. سویلي آسیا:
پاکستان، هند، افغانستان: په ژمي کې د لرګیو یا سکرو سوځول په غرنیو سیمو (لکه ګلګت-بلتستان، کشمیر، همالیا ته نږدې سیمې).

2. منځنی ختیځ:
ترکیه، ایران، سوریه: په دې هېوادونو کې د فلزي تودوخې مشهور دي، په ځانګړې توګه په کلیوالي سیمو کې. لرګي، سکاره او یا نور بیولوژیکي سونګ توکي کارول کیږي.

3. اروپا:
د یخې هوا هیوادونه لکه روسیه، اوکراین، فنلنډ، سویډن، ناروې، جرمني د مرکز ګرمۍ سربیره لرګي، ګاز او یا برقي بخارۍ کاروي.

4. منځنۍ آسیا:
ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان: دلته په سړه هوا کې د بخارۍ دودیز او عصري ډولونه کارول کیږي.

5. شمالي امریکا:
د کاناډا او شمالي امریکا یخې سیمې: دلته عصري ګاز یا برقي تودوخې کارول کېږي، خو په ځینو کلیوالي سیمو کې د لرګیو سوځونکي هم شته.

6. چین او ختیځ آسیا:
د چین په شمالي سیمه کې د لرګي یا سکرو تودوخه په ژمي کې کارول کیږي.

7. شمالي افریقا:
د مراکش، الجزایر، او تونس په غرنیو سیمو کې د ژمي لپاره لرګي یا ګاز لرونکي تودوخې کارول کیږي.

د بخاري ګټې:

د سختې یخنۍ څخه بچ شئ.
د خونې ګرمې ساتل.
ځینې ډولونه حتی د پخلي لپاره ځای لري (لکه څنګه چې ستاسو په عکس کې ښودل شوی).

عصري بدلونونه:

د ګاز او برېښنايي تودوخې په اوسني عصر کې ډېره عامه شوې، خو دودیز تودوخه لاهم عامه ده، په ځانګړې توګه په کلیوالي او غرنیو سیمو کې.

Did you know ⁉️

30 Nov, 18:40


هند اوس د نړۍ ترټولو لوړ نفوس لرونکی هیواد دی چې 1.441 ملیارده نفوس لري او چین د 1.425 ملیارده نفوس سره په دوهم مقام کې راغلی دی، پاکستان څلورم مقام لري.

Did you know ⁉️

30 Nov, 16:21


همکار خوستی چینلونه لاندي👇👇👇

Did you know ⁉️

30 Nov, 04:39


دوبۍ نه تر ممبۍ پورې 🤯🇦🇪🇮🇳
د دوبۍ څخه تر ممبۍ پورې 2,000 کیلومتره اوږد د اوبو لاندې سړک جوړيږي ، چې 50 ملیارد پونډ لګښت به پرې راشي.

Did you know ⁉️

30 Nov, 04:39


پرمختک او ښکلاوې! 🤯🚢🌃
دا په سنګاپور هېواد کې هوټل دی چې کښتۍ ډوله شکل لري نوم يې مارينا بای سېنډز دی او يو د نړۍ د ښکلو هوټلونو څخه دی.

Did you know ⁉️

30 Nov, 04:36


*د پنځوسو چرګانو د ګټې او مصارفو حساب په لاندې ډول دی.

*په کومه ورځ چې کور کې اضافي وچه ډوډۍ پاتې شي، په هغه ورځ 2.5کيلو ګرامه خوراکه خوري البته بالغ د هګیو چرګان.

*د خوراکي موادو کیلو اوس په بازار کې په 45 افغانۍ ده چې تقریباً ده يوې ورځې مصرف 112.5 افغانۍ راځي.
پنځوس چرګان په ورځ کې 32 دانې هګۍ کوي، دا هګۍ په بازار کې اوس وخت کې په 12.5 افغانۍ خرڅېږي تقریباً دې 32 هګيو 400 افغانۍ کېږي، کله چې مصارف ورڅخه منفي کړو، 287 افغانۍ د يوې ورځې کټه کېږي.

*په دې ترتيب د يوې مياشتې ګټه 8625 افغانۍ ده.
په ژمي کې هګۍ په ښه نرخ خرڅېږي، البته کمه اندازه هګۍ په يوولس‌ افغانۍ هم وځي.

*کله چې په کور کې ډوډۍ نه وي پاتې شوې، بيا د ورځې 4kg ګرامه خوراکه خوري، نو بيا د ورځې 180افغانۍ مصارف لري.
د يوې ورځې ګټه يې 220 افغانۍ کېږي. په دې ترتېب د مياشتې 6600 افغانۍ کېږي.
د هګيو تولید يې نور هم په ډېرېدو دی.

*کله چې د فارم هوا 25 سانتي سره برابره شوه 39 هګۍ توليد کولی شي.

په همدې حرارت درجه کې يې 115 افغانيو خوراکه خوري.
370 افغانۍ خالصه ګټه کوي.

د يوې هګۍ وزن يې د 50ګرامه څخه نیولي تر 57 ګرامه پورې دی.

Did you know ⁉️

29 Nov, 12:33


#پوهېدئ!؟
د برمودا مثلث؛
چې د شیطان د مثلث په نوم هم یادیږي، د اطلس د اقیانوس په شمالي برخه کې پروت دی،
حیرانوونکې خبره دا ده چې تر اوسه ٥٠ بیړۍ او ٢١ الوتکې په دې ځي کې لادرکه شوي دي.
دا ساحه ددې لپاره چې د مثلث شکل لري د "برمودا مثلث" په نوم یاد شوئ دی.
#تر_نورو_یې ورسوئ!

Did you know ⁉️

29 Nov, 04:35


پوهیدلئ!
🐪د اوښ شیدې د مور د شیدو سره ډیر ورته والی لري، ځکه د اوښ شیدې بتا- لاکتوګلوبولین نلري؛ بتا- لاکتو ګلوبولین هغه ماده ده چې د غوا په شیدو کې شتون لري او د انسان په وجود کې د الرژي یا حساسیت لامل ګرځي.

#د مور شیدې تر دوه کالونو تر هرڅه ماشوم ته ګټورې او اړینې دی.

Did you know ⁉️

29 Nov, 04:34


پوهیدلئ!
که چیرې تاسو د ناسا په انټرنټ سمبال واوسئ، کولئ شی چې په یوه دقیقه کې 2730 فلمونه چی هر یو يې د 2 ګیګا بایټو حجم درلودنکي وی  ډانلوډ کړئ.

# زمونږ سره اوسئ!

Did you know ⁉️

28 Nov, 10:05


له فکر څخه کار اخیستل !
د مغلستان دغې سیمې د کال 8100 ساعته تېز بادونه او په کال کې 3200 ساعته لمر درلود .
دولت ورته هم د بادي برېښنا او هم د لمریزې برېښنا سیستمونه جوړ کړل .
اوس نو 13.7 میلیونه کیلو واټه برېښنا تولیدوي چې د مغلستان د برېښنا 56% اړتیا پوره کوي .
مونږ خو سر او کال هم بادونه لرو او هم لمرونه چې دغسې پروژې مو په هیواد کې پلي شي دومره انرژي به ولرو چې حتی خرڅوو به یې

Did you know ⁉️

28 Nov, 03:27


په جنوبي کوریا کې هغه کس په دوه کاله بند محکوم شوی چې د اجباري نظامي خدمت څخه یې د خلاصون په موخه خپل ۲۱ کیلو ګرامه وزن زیات کړی وو.
هغه به د دوه کاله بند وروسته دوه کاله جبري نظامي دنده هم ترسره کوي.
دغه راز هغه کس چې له نوموړي سره یې د وزن په زیاتولو کې مرسته کړې وه، په شپږ کاله بند محکوم شوی.
په جنوبي کوریا کې ټول ځوانان له دیرش کلنۍ مخکې دوه کاله جبري دنده ترسره کوي.

Did you know ⁉️

28 Nov, 03:27


تاریخي انځور !
دا د 1994 ز ڪال انځور دی .
دلته د برازیل او د ایټالیا هیوادونو تر منځ د فوټبال د نړیوال جام پایلوبه روانه وه او په دومره لوی شمېر ڪې لیدونڪي ورته راغلې وو

Did you know ⁉️

28 Nov, 02:58


د کرکټ په نړۍ کې نوی ریکارډ:
د هندوستان په کورني سید مشتاق علي ټرافۍ کې د ګجرات لوبډلې توپ وهونکي ارول پټیل په ۲۸ توپونو سلیزه ووهله او په دې سره یې په نړۍ کې د دویمې تیز ترینې سلیزې ریکارډ خپل کړ.
تر دې وړاندې د اسټونیا لوبغاړي ساحل چوهان په ۲۷ توپونو سلیزه وهلې او د تیز ترینې سلیزې د لومړي مقام ریکارډ له ځان سره لري.

Did you know ⁉️

27 Nov, 11:25


د کرکټ ترخې خاطرې:
له نن څخه لس کاله وړاندې د اسټرالیا ټیسټ لوبغاړی فیلیپ هیوز په سډني کې د لوبې پر مهال په سر د لګیدو له امله مړ شو.
هغه د اسټرالیا لپاره ۲۶ ټیسټ، ۲۵ یوه ورځنۍ او یوه شل اوریزه لوبه کړې وه.

Did you know ⁉️

27 Nov, 08:34


دي ګروپ کي چي فعاله ممبر وو ما به ډير زيات نشريات کول خو افسوس 🧐

Did you know ⁉️

27 Nov, 08:33


توکيو د چاپان پايتخت چې د نړۍ لومړی ګڼ ښار دی او ۳۸ ميليونه نفوس لري، جالبې خو يې داده چې ۱ دقيقه لاره پکې نه بنديږي. 🤯

Did you know ⁉️

27 Nov, 08:31


د سعودي عربستان په دښته کې د لمریزې بریښنا لیزرونه نصب شوي ترڅو د اوبو سرچینو ته د ورک شوي خلکو لارښود کې مرسته وکړي.

د سعودي عربستان په پراخو دښتو کې د کلونو په اوږدو کې د ژغورنې سلګونه ماموریتونه ترسره شوي دي. د ورکو شویو کسانو لویه برخه په ۲۴ ساعتونو کې بیرته راخوشې شوي. یو څو کسان په دښته کې د څو ورځو ژوند کولو وروسته روغ شوي دي.

یوازې په ۲۰۲۰ کال کې ۱۳۱ کسان د سعودي عربستان له صحراګانو څخه د تېرېدو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ورک شوي دي. دوی یا د صحرا د خطرونو لپاره چمتو نه وو یا ناخبره وو. د معلوماتو له مخې، په دښتو کې د ورکېدو له امله ۲۰ تنه د لوږې او تندې له امله مړه شوي، خو د ۱۰۰ تنو روغتیايي حالت ښه ښودل شوی او د ۱۱ نورو حالت لا هم معلوم نه دی.

نو، د هغو خطرونو د مخنیوي لپاره چې په دښتو کې پیښیږي کله چې خلک لارښوونې له لاسه ورکړي او ورک شوي خلکو ته لارښوونه وکړي، د سعودي عربستان د چاپیریال، اوبو او کرنې وزارت په الجوف ولایت او د نفود دښته کې د اوبو په سرچینو کې د لمریز بریښنا لیزر څراغونه نصب کړي دي. د هیل شمال.

Did you know ⁉️

26 Nov, 15:42


دا هغه دره ده له کومې چي موسی علیه سلام د فرعون له لښکرو څخه پناه يووړه، او په خپله عصا/امسا يي خپلو لارویانو ته لاره څيرې کړه.

Did you know ⁉️

26 Nov, 15:42


سعودي د ۱۷۰ کيلومتره په اوږدوالي The line په نوم پروژه په لار اچولي، کورونه به يي د ۳ بعدي يا 3D هندسې شکله وي، دا ۱۷۰ کيلومتره شاوخوا به ټول ښيښه يي ديوالونه وي تر څو طبيعې منظري څخه هر کور ليدنه وکړاي شي، ۵۰۰ متره لوړوالی او ۲۰۰ متره پلنوالی سره به له يوه کوره تر بل کوره ۵ دقيقي مزل وي، په ټولې پروژي تر ۱ ټريليون سل بليونه ډالرو لګښت راځې.
او...
دا ځکه چي عربان اوس د راتلونکي لپاره غواړي د نړۍ سيلانيان په ځان رامات کړي، دوي پوهيږي چي نړي اوس يا سبا شنې او پاکي يا green energy انرژي ته ضرورت لري او ددوي د تيلو ارزښت به يوه ورځ ختميږي نو د پلان B لپاره د خپلو خلګو او خپل وطن د ارزښت ساتلو لپاره يي په ټوريزم کار پيل کړ.
په نړۍ کي دا ډول ښارګوټي به لومړي ځل په سعودي کي جوړ شي.

زمونږ وطن کي څه حال دی؟

Did you know ⁉️

24 Nov, 15:28


دوبۍ!
په راتلونکي 2035 ز کال کې د دوبۍ د "ګولډن" ښار نقشه ، مطلب دوبۍ به دغسې وي

Did you know ⁉️

24 Nov, 14:09


په #ipl2025 کې په لوړ قيمت پلورل شوي لوبغاړي

Did you know ⁉️

24 Nov, 10:46


په نړۍ کې د ډیرې شتمنۍ نوی ریکارډ:
د ایلون ماسک شتمني ۳۴۷.۸ میلیارده ډالرو ته لوړه او د شتمن کس په توګه یې نوی ریکارډ جوړ کړ. په۲۰۲۱ کال کې هم د هغه شتمني ۲۴۰ میلیارده ډالرو ته رسیدلې وه.

Did you know ⁉️

24 Nov, 08:43


د سعودي عربستان د یوه عالم فتوا:
شیخ عاصم الحکیم وايي، د هر مسلمان لپاره دا حرام دی چې خپل مسلمان هېواد پریږدي او د یو غیر مسلم هېواد تابعیت ترلاسه کړي.
هغه په سعودي کې د پيل شویو کنسرټونو او نورو کړنو په اړه له څرګندونو ډډه کړې.

Did you know ⁉️

24 Nov, 04:43


نن د سعودي عربستان په جدې ښار کې د #ipl2025 د لوبغاړو بولي پيل کيږي چې سبا به هم دوام ولري.
دا ځل به د ۱۸ افغان لوبغاړو په ګډون ۵۷۰ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شي.
هيله ده چې نن تر ټولو زیات افغان لوبغاړي واخيستل شي.

Did you know ⁉️

23 Nov, 16:15


ده درختو تأثیر پر هوا .😱


Did you know ⁉️

23 Nov, 16:15


'ایا تاسو مخکې پوهیدئ؟
ولې ځمکه هغه تخمونه نه شنه کوي چې مېږيان یې راټولوي ؟؟

څیړونکي دې پایلې ته رسیدلی چې کله میږیان د غنمو او وربشو وریجي یا تخمونه زېرمه کوي او ځینې نور چې دوی اړتیا ورته لري د ځمکې لاندې خواړه راټولوي ؛ مګر دوی د ذخیره کولو دمخه ، هر یو تخم لومړی دوه ځایه کوي او بیا یې ذخیره کوي.

د حیرانتیا وړ ده چې ولې مېږيان دانه تخمونه وېشي ، ځکه خدای ج د میږیانو سره مرسته کوي ترڅو پوه شي چې تخمونه باید پدې ډول راټول شي ، پروسس شي او ذخیره شي ؟؟

ایا دا د خدای پیژندلو لپاره کافي نده؟

Did you know ⁉️

23 Nov, 04:40


چینایان هم له چا کم ندي!

د چین دیوال دومره ستر ده چې باید 18 میاشتې سفر وکړئ تر څو یو سر نه بل سر ته لاړ شئ. 5000 کلیومټره اوږدوالی لري چې کابو پنځلس ولایتونو نه تیریږي او تعمیر یې 2000 کاله وخت نیولی.

Did you know ⁉️

23 Nov, 04:36


که چیرې د انسانانو لخوا چاپيريال ته ککړتیا نه رسېده ، د ستورو او کهکشانونه ښايست به دا شان وی. 🤯🌃

Did you know ⁉️

23 Nov, 04:34


نياګارا فالز په 1911 م کال کي په مکمل ډول کنګل شوى وه
اولاندينى عکس ىى بىا اوسنى ده

Did you know ⁉️

22 Nov, 14:32


د هندوستان کرکټ بورډ:
راتلوونکې IPL لوبې به د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۴مه پیل او د مې ۲۵مه به دوام وکړي، چې ټولې به ۷۴ لوبې ترسره شي، دغه راز به ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷م کالونو کې به ۸۴، څلور اتیا سیالۍ ترسره شي.

Did you know ⁉️

22 Nov, 14:09


بي بي سي :
د نړۍ تر ټولو د لوړې او ټیټې ونې لرونکو ښځو په لندن کې د ماسپښین چای یو ځای څښلی او لیدنه یې کړې.
دا لیدنه د ۲۰۲۴ کال ګېنس نړیوالو ریکارډونو په مناسبت شوې.
د ترکیې رومیسا ګیلګي، څېړونکې ۲۱۵ اعشاریه ۱۶ سانتي متره ونه لري.
دغه راز هندۍ ممثله جیوتي امجي ۶۲ اعشاریه اته سانتي متره ونه لري.

Did you know ⁉️

22 Nov, 04:12


جالېب خبر!
په امريڪا ڪې يو 68 ڪلن سړي په يو زوړ ڪمیس/بنیان ڪې د 24 ميلیونه لاټرۍ ټيڪټ پيدا ڪړی ،دا ټڪټ په داسې حال ڪې پيدا ڪوي چې فقط دوه ورځې يې اڪسپير يا ختمیدو ته پاتې دي

Did you know ⁉️

21 Nov, 16:06


پوهېږئ ؟
د الاسکا او روسيې تر منځ واټن یوازې 4 کيلومتره دی مګر د وخت توپير يې 21 ساعته دی 😵
د جالبو معلوماتو لپاره په زړه پوري پيج لایک او فالو کړئ

Did you know ⁉️

21 Nov, 16:05


د نړۍ تر ټولو اوږد پل چې امریکا کې دی د مباح په برکت جوړ شوی

Did you know ⁉️

21 Nov, 08:51


ایلن ماسک: "د 299 ډالرو ټیسلا تلیفون بۀ د آی فون پای وي!" 📱🫨

د یو تلیفون پۀ اړه فکر وکړئ چې یوازې $ 299 لګښت لري مګر د سپوږمکۍ له لارې نړیوال انټرنیټ اتصال وړاندې کوي، ځان د لمر له رڼا نۀ چارج کوي، او ستاسو موټر، کور او نور ډیر څۀ کنټرولوي، آن تر دې چې لۀ نورو سيارو سرۀ بۀ اړيکې لري.

Did you know ⁉️

20 Nov, 17:38


ابوظبي د 1.7 ټریلیون ډالرو په ارزښت د شتمنۍ فنډ لرلو سره د نړۍ تر ټولو بډایه ښار شو.🤯🤑🇵🇸

Did you know ⁉️

16 Nov, 05:31


دا په عکس کي چې يې وينى؛ دا د نړۍ تر ټولو سُست ټمبل حيوان (سلوت) دى، دا ظالم په يو شپه او ورځ کي تقريباً 18-20 ساعته خوب کوي، چې راکښېني يو ساعت شاوخوا ګوري، او دومره کرار تګ کوي؛ چي که ټوله ورځ مزل وکړي نو 50 متره به وکړي، نور تګ نه شي کولاى!😀🤯🖤

Did you know ⁉️

16 Nov, 05:20


چیګوارا به ویل:
په ستونزمن وخت کې له ډارن او بې زړه انسان سره مشوره مه کوئ! ځکه چې هغه به ستاسې هغه لږ ساتلی همت هم در ختم کړي.

Did you know ⁉️

15 Nov, 16:54


دا په یو سینما کي په تشنابونو کي ځای پر ځای شوي تلويزيونونه دي دا یی په دي خاطر هلته نصب کړي دی که کوم فلم کتونکی تشناب ته لاړ شي هلته به هم فلم ګوري او دده څخه به د فلم هیڅ برخه تیره نه شئ..

Did you know ⁉️

15 Nov, 16:54


د نړۍ يواځينی ټاپو چې واورې او اوبو جوړ کړی د سمندر او واورې په دغسې ملاقات کې هم جوړه نه لري دغه ښايسته ځای دې نړۍ پر سر يواځې د چاپان هوکايډو ټاپو ده

Did you know ⁉️

15 Nov, 16:51


د نيويارك  دى U شکل اسماني وداني دومره لويه ده چى ىوه طياره کولاى شي په اساني ترى تيره شى له منځي

Did you know ⁉️

15 Nov, 10:33


د سعودي عربستان صحرا د لومړي ځل لپاره د مباح علم په برکت سره په واورو پوښل شوې‌ چې دا د مصنوعي واورې جوړولو د ټیکنالوژۍ په برکت، د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو سره د مبارزې لپاره کارول کېږي.

Did you know ⁉️

15 Nov, 03:49


د هواپېژندنې اداره:
نن جمعه د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی دی.
په دغه ولایتونو کې بدخشان، نورستان، کونړ، ننگرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوگر، پکتیا، خوست، پنجشېر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکنډي، غور، غزني، ارزگان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونه شامل دي چې نن د سختو بارانونو، تالندې برېښنا او سېلابونو اټکل په کې شوی.

Did you know ⁉️

15 Nov, 03:46


د لوبو له مهال وېش معلومیدو پرته چمپینز ټرافي له دوبۍ څخه پاکستان ته لیږدول شوې.
د کرکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې د مهال وېش له معلومیدو پرته د یوه ټورنمنټ ټرافي یوه هېواد ته لیږدول کیږي.

Did you know ⁉️

14 Nov, 18:07


بریکنګ: د سعودي عربستان 1KM لوړ جده ټاور به په 2025 کې بیا کار پیل او په 2028 کې بشپړ شي. د کارونو لومړنۍ مرحله 4D ماډل چې د سعودي بن لادین ګروپ (SBG) لپاره د فریفارم 3D لخوا رامینځته شوی او په ځانګړي ډول د B1M سره شریک شوی ، وښودله چې څنګه میګاټال اسماني ودانۍ بشپړ کیدی شي او شاخص نیټې پکې شاملې وي.

که په بشپړه توګه بشپړ شي، دا برج به د دوبۍ د 828 متره برج خلیفه څخه وروسته د نړۍ نوې ترټولو لوړه ودانۍ شي.

Did you know ⁉️

14 Nov, 13:19


د پاکستان سره د هند د دوشمنۍ دوام:
ټاکل شوې وه چې د راتلوونکې اونۍ سې شنبې په ورځ د هند او پاکستان د کبډي لوبډلو ترمنځ په پاکستان کې د کبډي سیالۍ ترسره شي، خو د ټولو چمتوالو سره، سره د هند لوبډلې اوس پاکستان ته ځواب ورکړی، چې موږ نه درځو.
د چمپین ټرافۍ او د نابینایانو نړیوال جام ته د هند د کرکټ ملي لوبډلو د نه لیږلو وروسته د درېیمه سپورټي ډله شوه چې هند یې پاکستان ته په وروستیو شیبو کې له لیږلو ډډه کوي.

Did you know ⁉️

14 Nov, 12:39


د نړۍ پرمختګونه:
ساینسپوهانو په سویل ختیځ ارام سمندر کې، د سولومون ټاپوګانو کې د نړۍ تر ټولو لوی مرجان کشف کړ.
دا "ستر مرجان" د ډېرو وړو ژوندیو موجوداتو څخه جوړ شوی چې یو واحد ارګانیزم جوړوي او ښايي ۳۰۰ کاله زوړ وي.
دا مرجان چې په خپل جسامت کې د شین کب (نیلي وال) څخه هم لوی دی، د نیشنل جیوګرافیک رسنۍ د ټیم لخوا د یوې څېړنې پر مهال وموندل شو.
کشف شوی مرجان ۳۴ متره پلن، ۳۲ متره اوږد او ۵.۵ متره لوړوالی لري چې کوچني کبان، خرچنګان، کبان او نور سمندري ژوي پکې ژوند کوي.

Did you know ⁉️

14 Nov, 10:15


عجيب:
د پاکستان د کراچۍ په ليارې سيمه کې يوې نجلۍ د ګاونډي له کور څخه شل تولې سره غلا کړي وو او پرې عمره يې ادا کړې.
هغه د بېرته را ستنيدو پر مهال د پوليسو لخوا د غلا په جرم نيول شوې.

Did you know ⁉️

14 Nov, 10:14


د نړۍ پرمختګونه:
چین د لومړي ځل لپاره د سمندر پر سر د لمریزې بریښنا د تولید مرکز شبکې ته وصل کړی دی.
دا مرکز به هر کال شاوخوا ۱.۷۸ میلیارد کیلوواټه ساعت بریښنا تولید کړي، چې د ۲.۶ میلیونو خلکو اړتیاوې به پوره کړي.
دغه پروژه د سمندر پر سر تر ۱۲۰۰ هکتاره پراخوالی لري.

Did you know ⁉️

14 Nov, 07:36


چارلس کوونین ځوړند پل په نړۍ کې د پیاده خلکو لپاره تر ټولو اوږد ځوړند پل دی. چي په سويس هيواد کې موقعيت لري او 494 متره اوږدوالی لري.😊

Did you know ⁉️

14 Nov, 07:21


څومره جالب
ویل کېږي چې پدې اوسپنه یوه بوډا سړېً (25) کاله بادام او نور د خوارک شیان ماتول.
وروسته چا پوه کړ چې دا زنګ وهلې اوسپنه "لاسي بم" دی!!
یعنې دې بوډا (25) کاله پرلپسې، ورځ کې څو ځله د مرګ دروازه ټکوله! خو الله تعالی ژوند ورته لیکلی و، مطلب مرګ او ژوند يوازې د الله تعالی لاس کې دي.

Did you know ⁉️

14 Nov, 04:20


ويل کيږي...
د ټیسلا بنسټ ایښودونکی ایلون ماسک، د نړۍ تر ټولو شتمن سړی د 2024 په وروستیو کې د Tesla Pi نوی ګرځنده تلیفون مارکيټ ته وړاندې کوي
دا موبایل درې ځانګړتیاوې لري چې په بل هیڅ ټيليفون کې نسته
1. دا موبایل چارج کولو ته اړتیا نلري، دا د لمر په واسطه په اتوماتيک ډول چارج کیږي، حتی که دا ستاسو په جیب کې وي، بیا هم چارج کيږي
2. دا ټیسلا موبایل انټرنیټ پیوستون ته اړتیا نلري، دا د Tesla د انټرنیټ سټار لینک سټلایټ سره کار کوي، نو دا ګرځنده انټرنیټ هر چیرې چې تاسو یاست کار کوي.
3. دا د ځمکې، سپوږمۍ او مریخ سره نښلوي
دې نوي حیرانونکې موبايل ته ټوله نړۍ په تمه ده.


دا چينل نورو ملګرو سره شير کړئ 🙏

Did you know ⁉️

14 Nov, 04:18


بي آیم ډبلیو:

دا د BMW کمپنۍ مرکزي دفتر دی.
د بي آیم ډبلیو کمپنۍ د جرمني هیواد اړوند دي.
۱۰۰ سل میلیارده ډالر سرمایه لري.
په ۲۰۲۳ کال کې یې ۲۵۵۵۳۴۱ موټرونه تولید کړي وو چې د تولید له مخې په نړۍ کې نهم او د عاید له مخې یې ۷ ځای درلود.
د بي آیم ډبلیو کمپنۍ نوي تولید شوي موټران په لسګونه زره ډالر قیمتونه لري.

Did you know ⁉️

13 Nov, 16:21


شهزادګۍ فاطمه خانم د فارس شهزادګۍ وه. هغه د ناصرالدین شاه قاجار لور وه ، چې له 1848 څخه تر 1896 پورې یې پر پارس حاکمیت درلود. شهزادګۍ د 1900 مو کلونو په لومړیو کې په فارس کې د ښکلا سمبول ګڼل کیده. ويل کيږې هغي له 150 څخه ډیر عاشقان درلودل او 13 يي د شهزادګۍ په مینه کې ځان وژنه هم کړې.

Did you know ⁉️

13 Nov, 16:21


په دې هم پوه شئ:
په 1944کال کي دلومړي ځل لپاره ګلابي سیب(مڼه) د البرټ له خوا کشف شوه.

Did you know ⁉️

13 Nov, 16:12


پوهېدلئ!
د نړۍ تر ټولو ښکلی او لوی پژی د هند په کرالا کې رغول شوی دی، د دې پژي د رغولو چارې په 10 کلنو کې بشپړې شوي دي چې اوس مهال یې بې شمیره سېلانیان ځانته د ټولو نړۍ څخه راټول کړي دي.

# ملتیا مو وکړئ!

Did you know ⁉️

28 Sep, 07:17


د اکتوبر یوولسم، د پښتون قامي عدالت (ملي جرګې) تابیاوې:
ـ پي ټي ایم تر دې دمه دغې لویې جرګې ته د پښتنو ۳۰ زره قومي، د کلیو، قریو، محلونو، مدني ټولنو، ګوندونو، د کسبګرو او مسلکونو د انجمنونو مشران او کادرونه وربللي دي.
ـ دا جرګه چې خیبر دره کې جوړېږي، امنیت به یې لږ تر لږه ۳۰ زره پښتانه قبایلي ځوانان، فعالان او محصلین ونیسي.
ـ د دې جرګې له پاره د سروې ۶۰۰ تخنیکي ډلې کور په کور ګرځي چې د وژل شویو، نادرکه شویو، یتیمانو، بندیانو د دقیقو ارقامو تر څنګ د لوټل شویو اموالو، غصب شویو جایدادونو، لوټل شویو کاني زیرمو مستند سازي وکړي.
ـ دې جرګې ته خیبر دره ځکه انتخاب شوې چې د مغلو، پیرنګي او نورو تاړاکونو پر وړاندې د خیبر تاترې لوی مزاحمتي سنګرونه پاتې شوي او د هر لښکر ماتولو پسې به ټول قومونه همدغو تاترو ته راټولېدل.
ـ جرګه د منتظمینو لپاره جلا کمپ لري او د جرګې محل ته به د هرې ولسوالۍ مشران په څانګړې ټاکل شوې دروازه ورپریښودل کېږي.
ـ د پي ټي ایم مطبوعاتي ډله نه یوازې پر پښتنو د شویو وحشتونو د مستند جوړولو مسوولیت لري، بلکې د ټولنیزو صفحاتو او نشراتو د څار تر څنګ رسنیو سره د معلوماتو شریکولو دنده پر غاړه لري.
ـ زما د معلوماتو له مخې له پاکستاني هغو پرته یو شمېر رسنیو د لویې جرګې د معلوماتو لپاره ځانګړي انلاین پورټالونه سر له اوسه جوړوي او ځینو رسنیو خاص ټیمونه هم استخدام کړي دي.
ـ برعکس پاکستاني رسنیو له ادارو سره ناسته کې ډاډ ورکړی چې د جرګې اړوند نشراتو نه ډډه کوو.
ـ دا به یوازنۍ لویه جرګه وي چې د یوې افغانۍ او کلدارې نه نیولې تر سلګونو زرو پورې به یوازې پښتنو په کې له جیبه مرسته کړې وي او د خیبر خلک به هم د میلمنو خدمت ته درېدلي وي.
ـ جرګې لپاره پنجاب ایالت، بلوچستان، کراچۍ دغه راز امریکا، استرالیا او اروپا نه هم د پښتنو استازو قافلې چمتو شوې دي.
ـ دې نه مخکې د خیبر ـ اورکزیو په سیمو تر ټولو ستره جرګه په ۱۹۴۸ کې شوې وه چې د ډیورنډ کرښه یې رد کړې او فیصله یې کابل ته استولې وه.

Did you know ⁉️

28 Sep, 07:17


خپه نه شئ!!
ګڼ کسان له څو ورځو تشویش را اخیستي چې پاکستان د اکتوبر د یوولسمې ملي لویې جرګې د سبوتاژ لپاره هندی مبلغ ذاکر نایک راغوښتی، ټرینډ، کمپاین، ایمیلونه او مطرح رسنوال پوسټونه ورته وکړئ چې را نه شي.
اول خو هغه ویلي چې پاکستان ته تګ یې د ژوند تر ټولو لوی ارمان دی، چې داسې ده نو دا د یو ملا ارمان دی او خپل سفر ستاسو په خوله ولاکه وځنډوي.
دویم دا چې د هغه تقریرونه په لاهور، کراچۍ او اسلام اباد کې دي، پېښور کې هم نه دي، که له چاسره د خپل قام غم وي نو نه دې ورځي او که خپل شیخان او صوفیان مو تر دې حده بې لومړیتوبه وي چې د قام مظلومیت پریږدي او د ذاکر نایک دیدن ته ورځي، نو بیا له دې قام نه څه نه جوړېږي، تاسو هسې تشویش کوئ.
دریم دا چې پي ټي ایم ورته لرزاند، خفه او په تشویش نه دی، نو تاسو ولې زړه خورئ؟ که هسې د وړو خبرو ګرمه ګوته خوند درکوي؟
اصلن د لویې جرګې د سبوتاژ لپاره سل نورې حربې وکارول شوې او لا روانې دي چې تاسو په هغو ورځو کې په نورو ډېرو وړو بحثونو بوخت وئ او چې وخت یې راغی بیا به هم بوخت یاست، لا جمعه نه وه تېره چې هغه خلکو پسې مو هم خندل پیل کړل چې د ګیله من غم یې تازه ساته.
د ګیله من له شهادت وروسته غیر له دې چې د منظور ستونی وشکېده، موږ د قامي وحدت او د جرګې د بریا لپاره څه کړي دي؟
که رښتیا زور ښایاست نو وخت خو یې دا دی چې ذاکر نایک دوه درې پنجابیانو سره وګوري مګر پښتانه لویه جرګه کې دومره بوخت وي چې په دغو وړو خبرو خبر هم نه شي.
تاسو ذاکر نایک څه کوئ، د پښتنو دوه ګوندونه لګیا دي خپلو پښتنو پلویانو ته وایي، لویې جرګې ته به نه ځو.

Did you know ⁉️

26 Aug, 03:33


‏په عراق کې د کربلا مراسم:
عراقي چارواکو ویلي چې له اتیا هېوادونو څخه به سږ کال په دغه مراسمو کې ۲۳ میلیونه کسان ګډون وکړي.

Did you know ⁉️

25 Aug, 16:55


💡د کوکا کولا لومړنی باټل په کال 1906 کې په هغې وخت کې کولا ټینګې او خوږې ګاز درلودونکې اوبه وې.

Did you know ⁉️

25 Aug, 16:53


پوهیدلئ!
💡پدې انځور کی د سړی پټه څیره یوازی د لوړې ځیرکتیا څښتن موندلئ شي، آیا تاسو يي موندلئ شي

Did you know ⁉️

24 Aug, 11:53


د نړۍ پرمختګونه:
په لندن کې فزیک‌پوهانو داسې کوچنۍ پنل یا په عامه اصطلاح (شمسي) جوړه کړې چې د اوسنیو غټو شمسي‌ګانو یا سولرونو دوه برابره برېښنا تولیدولی شي.
دا کوچنۍ پنل به د لمریزې انرژۍ په تولید کې انقلاب راولي.

Did you know ⁉️

24 Aug, 11:51


اسوشیټیډپرس:
د نړۍ دويم لوی الماس د افريقا په بوتسوانا کې کشف شوي چې وزن يې دوه زره څلور سوه دوه نوي قيراطه دی.

Did you know ⁉️

24 Aug, 11:50


د قرض غوښتلو د لړۍ دوام:
اکسپرس تریبون ورځپاڼې ليکلي: پاکستان له سعودي څخه ۱.۲ ميليارده ډالرو قرض غوښتي او هيله يې ښودلې چې رياض به يې غوښتنه ومني.

Did you know ⁉️

24 Aug, 11:49


په یوې لوبه کې د درې سوپر اورونو ریکارډ:
د هندوستان د مهاراجا ټرافي T20 کرکټ لوبه کې د پرېکړې له مخې د یو پر ځای درې سوپر اوره وشوه چې په دې سره په شل اوریزه لوبه کې نوی ریکارډ جوړ شو.
په دې لوبه کې د لوبې له مساوي کېدو وروسته په دواړو سوپر اورونو کې مقابل لوبډلو لس، لس منډې وکړې، ځکه درېیم سوپر اور هم ترسره شو.

Did you know ⁉️

29 Jul, 16:01


پوهیدلئ!
د هیټلر سره د آلمان ولس دومره مینه درلوده چې هیتلر پدې باوری وو هغه د خپل ولس په منځ کې هیڅکله ساتونکې یا باډی ګارډ ته اړتیا نلري او هغه به تل په ښار کې په یوه عادی کروک موټر کې ګرځیده.

#یوه ولس ته تر هرڅه اړین د ولسمشر مینه او درناوی دي.

Raess Farid Khan

Did you know ⁉️

29 Jul, 16:01


پوهیدلئ!
د 45 کالونو څخه د لوړ سن درلودونکې نارینه باید هره ورځ د یوه خام رومی بادنجان خوړل هیر نکړی
ځکه چې د پروستات غده وروسته له 45 کلنئ څخه وده کوی او دا ثابته شوی چې موجود لیکوپن په رومی بادنجان کې د پروستات د سرطان د مخنیوې لامل ګرځی.

#روغتیا تر هرڅه اړینه ده تل روغ اوسی

Did you know ⁉️

29 Jul, 16:01


پوهیدلئ!
د پښتورګو د خرڅلاو کلی!!!
په نیپال کې یو کلی دی چې ټول خلک یی ( ښځینه ,نارینه ,نجلۍ ,هلک,ماشومان ,بوډاګان,ډنګر او چاغ ) ټول یو پښتورګي نلری او خرڅ کړی دی پدی کلی کې د پښتورګو د خرڅلاو اساسی لامل د مالی اړتیاوو رفع کول او د کور رانیول دی .

#هره لیکنه په یو ځل لوستلو ارزي ولولئ ترڅو پوه شی.

Did you know ⁉️

28 Jul, 05:04


https://t.me/monorixbot?start=5086588715
🎁 500,000 Monorix ($MRX) as a first-time gift

Did you know ⁉️

04 Jul, 18:42


دا هم دکار شی دی جوين يي کړی
https://t.me/tapswap_mirror_bot?start=r_5086588715

Did you know ⁉️

01 Jul, 07:19


دي کي ځان ته اکونټ جوړ کړی که سوک په انګليسي پوهيږي

Did you know ⁉️

01 Jul, 07:18


https://t.me/hamster_koMbat_bot/start?startapp=kentId5086588715
Play with me, become cryptoexchange CEO and get a token airdrop!
💸 2k Coins as a first-time gift
🔥 25k Coins if you have Telegram Premium