مينه🫀او ژوند🥀

@mee_love_com


صرف د مينانو لپاره ليکــني ..
زمــوږ نشـــرات👇
په زړه پـوري ليکنــي📑سازونه🎶سندري🎧تصويري ، بي تصويره🎼 نـاولونه🗞

زموږ پښتو چینل د ټوکو دی ورسر جوین سی 👇🏻👇🏻👇🏻
https://t.me/pashto_joke

تبادل لپاره @vip_SOHIL
د ګروپ لينک:👇
T.me/meeLovecom

مينه🫀او ژوند🥀

23 Oct, 08:43


https://t.me/shah_saqii/s/322
‏ (֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ‌᠀ࡅ߭ܒ)
Join: @Mee_Love_Com

مينه🫀او ژوند🥀

22 Oct, 17:18


https://t.me/Farid_Khann

مينه🫀او ژوند🥀

10 Oct, 14:24


بِسْـــــــــــــــــــــــمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

🔸♥️ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥️ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ

🔸♥️ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥️ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِید
‏ (֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ‌᠀ࡅ߭ܒ)
Join: @Mee_Love_Com
‏ (֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ‌᠀ࡅ߭ܒ)
Join: @Mee_Love_Com

مينه🫀او ژوند🥀

07 Oct, 10:30


د چـــا یــــادونــه او بــــاران مـحــتـــرم 👱🏻‍♀️🫵🏻
زمـــا غــمــونـــه او بـــاران مــحــتــرم 🤒👀


🫶🏻🫀🤗
#ارسالی𝑵𝒂𝒔𝒆𝒆𝒃😇
‏ (֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ‌᠀ࡅ߭ܒ)
Join: @Mee_Love_Com

مينه🫀او ژوند🥀

07 Oct, 10:21


دوڪه بازانو مینه سپڪه ڪړه.

منافقــينو باور له مینــځه یووړ.

چاپلــوسانو احتــرام بدنام ڪړ.



🖤🤦🏻‍♂💔
‏ (֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ‌᠀ࡅ߭ܒ)
Join: @Mee_Love_Com

مينه🫀او ژوند🥀

07 Oct, 06:44


🫶🏿

*‏تصـــویر 📷مې مۀ اخله ګناه 🙅لري نو څه 💫یې کوې🪴*

*تسبې درواخله، 📿هم پرې ذکر🤲کړه هـم 🌹ما یادوه🤭*

*°°🚬 ( زړۀ ٿـــــنڰــــۋڽ ) 🚬 °°*•🤞🏻🫀
‏ (֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ‌᠀ࡅ߭ܒ)
Join: @Mee_Love_Com

مينه🫀او ژوند🥀

07 Oct, 06:42


خوا نه راغلم ما خو کوم څوک نه ولیدل
ساحل وويل بابا هغو ته ماته راوښولی هغو ته
لیدلی وی،
سپین ږیری وویل نه پوهیږم زویه خو شاید زما
فکر شوی نه وی ورته ساحل د سپین ږیري
څخه اجازه واخيسته او د كلاء پر طرف روان
شو تر څه مزل وروسته كلاء ته ورسیدی او د
کلاء په لیدو ډیر خوشحاله شو کله چی د
کلاء دورازی ته ورسیدی نو ویي ليدل چی د
کلاء دروازه په یو کوچنی ځنځیر تړل شوی
وه او ډیری خاوری او دوړی پر پرتی وي ساحل د
كلاء دروازه خلاصه کړه او ورغلی کله چی
کلاء ته نیږدی شو نو هر خوا د جولاګیانو ځالي او دوړې وی ساحل هغه سره و شکولی او كلاء ته ننوتـی پـه کلاء کی شاوخوا کوترې سره
والــوتي شاوخوا ځایونه ټول په دوړو ککړ
وو وروسته ساحل د كلاء دوهم منزل ته پورته
شو او یوی کوټی ته ننوتی د کوټی دوړی یی
سره لیری کړی او خپل سامان یی په پکی کيښوسته وروسته ساحل د كلاء بام ته پورته شو هلته هم د کوترو ځالي او دوړی زیاتی وی د کلاء پر بام لاندي خه لیری کلی ټول معلومیدل او د كلاء مخته تیره شوی لاره ټولــه معلومیدل ساحل د اوسيدو کوټه توله پاکه کړه او د ځان لپاره یي تياره کړه کله چی د صفاکاری څخه فارغه شو نو شپه وه او پر کټ پريوت پاتي برخه..لایک مو هیر نشی ...ستاسو ورور همت ملنګ 👉👆👆👆
‏ (֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ‌᠀ࡅ߭ܒ)
Join: @Mee_Love_Com

مينه🫀او ژوند🥀

07 Oct, 06:42


ناول: نارنج کلا
وړاندی کوونکې: همت ملنګ.

دالی دی وی
شپږمه برخه..6

شهاب وويل: ساحله زه خو درته وایم چی هیڅ چیری مه ځه همدلته زموږ سره پاتى شه که دی کار ته زړه نه کیږی مه یی کوه تاته هيڅوک هیڅ نه شی ویلای نور څه خو می په طاقت نه دی تاته خو زموږ حالت در معلوم دی چی موږ هم غريبه طبقه خلک یو،
ساحل وويل نه یاره ستاسو دى کور ودان وى زه مو ډيراحسان منده يم خو زه نور په ښار کی نشم اوسیدی زه چی څومره مي د كورني او د زهرا
څخه لیری یم هغومره به خوشحاله يم سبا ته زه روانیږم انشاء الله سبا ته وختى ساحل او شهاب ويښ شول ساحل خپل سامانونه ټول کړل او د وركشاف د ملګرو څخه یی خدای په آمانی واخیسته او د شهاب ســـره دباندي راووتى او بیا یی شهاب ته لاس ونیوی او ورته یی وویل نور یاره زه ځم ماتـــه اجازه راکړه؟
شهاب وویل درځه ساحل زه دی تر تمځایه رسوم
ساحل وویل نه یاره ته تکلیف مه کوه زه خپله تلای شم شهاب سر زوری کول چی زه دی تــــر تمځايـــه رسوم وروسته شهاب او ساحل د تم ځای پر طرف روان شول تر څه مزل وروسته تمځای ته ورسیدل او ساحل د شهاب څخه خدای په اماني واخيستي او په بس کی کښیناستى كله . چی بس روانيدى نو ساحل يو وار خپل د ښار وخواته وكتل تر سترګویی اوښکي روانى شوی او بیرته خپل پر ځای کښینستی تر څه وخت مزل وروسته موټر ودريدي او څو د لارى مسافرين بس ته ور وختل چی یو د هغو څخه د ساحل تر څنګ کښیناستى او د ساحل سره یی روغبړ وكړ وروسته هغه نفر ساحل ته وویل زما
نوم سردار دی په ښار کی پوهنتون وايم او اوس خپل کلی ته روان یم
ساحل وویل: زما نوم ساحل دی سردار وویل: تاسو چیری ځی ساحل وویل: نارنج كلاء ته ځم، سردار ډير حيران شو او بیا یی په موسـکا وویل ولی مرگ ته خو دی نیت نه دی؟ ساحل هم موسکی شو او بیا یی وویل: ولی څه خبره ده
سردار وویل ولی ته نه یی خبر چی په هغه کلاء کی پیریان دي،
ساحل وويل آيا تاسو خپله لیدلی دی؟ سردار وویل نه ما خو خپله نه دی ليدلی خو زموږ د کلی خلک یی کیسى كوى دا كلاء زموږ د کلی څخه په يو لږه فاصله کی پرته ده، ساحل وویل دا هسی اوازې دي چـي پیری دی و فلانکی دی هیڅ شی نشته، سردار وویل نو تاسو بل ځای ته ولـی نــه ځــی چــی خاص دا کلاء ته ځی
ساحل وویل زه چی ډیر کوچنی وم موږ بــه چــی کله د انا كورته راغلو نو دي كلاء ته به ورتلو ډير
زیات ساعت به مو پکښی تیریدی خو ژر به یی بيرته ځنی رايستلو د کوچنیوالی څخه می دا ارمان وو چی غټ شم او په دي کلاء کی ښه ډیر وخت تیر کړم اوس غټ شوی یم او دا ارمــــان مــــی پوره کوم،،،،
تر ډير مزل وروسته بس ودريدى او ساحل ترى کښته سو کله چی بس روان شو ساحل شاوخوا وكتل هر څه بدل شوی وو لار نه ور معلومیدل تر زيات مزل وروسته
ساحل یو رود ته ورسيدى د رود په بغل کی روان وو چی مختـــه د انجونــــــو خنداوی یی تر غوږ شوی ساحل هم قدم غــټ کــی او د هغو پر طرف ور روان سو مخته چی ولاړی نو ويي ليدل چى څو انجونی د رود په بغل کی ناستی وی مولونه
یی وهل او یو پر بل یی اوبه پاشلی او ساحل د هغو پر طرف ور روان وو کله چی هغو ته ورسیدی نو یی هغو ته سلام ووايه هغوی ټولې ډیری حیرانی شوی او ژر دیوی انجلی چی په تور پوړونی یی مول وهلی وو د هغی شاته پټي سوى بيا ساحل
هغو ته وويل وبخښي زه د ښار څخه راغلی يم خو کلونـــــه کیږی چـــــی دا ځای می نه دی ليدلی تاسو راته ویلای شی نارنج كلاء چیری ده،
تور پوړنی مول ولا انجلی په موسکا وویل: څــه یــی په کوی ځوانه پیریان خو به نه شناخته کوی؟
ټولي انجوني په خندا شوى او ساحل په موسکا ورته وویل همداسی فکر وکه تور پورنی مول ولا
انجلی :وویل نو هغوی خودانسان ذاته خلکو سره خپلوي نه کوی! بيا ټولي انجونی په خندا شوى بيا ساحل وويل: نه زه غواړم هلته و اوسیرم تاسو یی ماته ادرس را ښودلای شی،ټولي انجوني حيرانی شوی يو بل ته یی سره وکتل بیا هغی تور پوړنی انجلی وویل: مخته ورشه هلته یو سپین ږیری بوډا بزگر اخته دی هغه به یی در وښی ساحل ترى مننه وکړه او بيا مخته روان شو تر څه مزل وروسته یی
یو سپین ږیری ولیدی هغه ته ورنيږدی شو تر
سلام وروسته یی ورته وویل بابا نارنج كلاء ته کومه لار تللی ده؟
سپین ږیری ورته وويل مخته ولاړ شه بيا راسته طرف ته و کرځیږی نارنج كلاء به ووینی ساحل د اوبو لوښي ته ورغلی او اوبـــه یــــی وڅیښـــلي او بیا یی هغه سپین ږیری ته وویل: بابا ايا دلته نیږدی کلی شته همدا رود ته؟سپین ږیری وویل نه زویه نشته تر نارنج کلاچی لږ مخته ولاړ شى هلته خو کلي شته نور دى خواته د رود په خوا کی نشته، ساحل وویل نو هغه انجونی چی د رود بغلته هلته ناستی وی ایا هغه د هغو لیری کليو څخه دلته راغلي دي؟سپین ږیری وویل کومي انجوني زويه؟ ساحل وويل هلته د رود په بغل کی وی سپین ږیري وویل نه زویه زه همدا اوس د هغــی
‏ (֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ‌᠀ࡅ߭ܒ)
Join: @Mee_Love_Com

مينه🫀او ژوند🥀

05 Oct, 15:56


مينه🫀او ژوند🥀 pinned «ملګرو چينل تقریبا 4.100 څلور زره و سل کسانان یاست او لایک 5یا6 کسه کاروي داسی مکوئ لایک کاروي دابه زموږ سره ستا سو همکاري وي دلایکو په هیله مو 👍👍👍 ‏ (֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ‌᠀ࡅ߭ܒ) Join: @Mee_Love_Com»

مينه🫀او ژوند🥀

05 Oct, 15:55


ملګرو چينل تقریبا 4.100 څلور زره و سل کسانان یاست او لایک 5یا6 کسه کاروي داسی مکوئ لایک کاروي دابه زموږ سره ستا سو همکاري وي دلایکو په هیله مو 👍👍👍
‏ (֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ‌᠀ࡅ߭ܒ)
Join: @Mee_Love_Com

مينه🫀او ژوند🥀

05 Oct, 15:50


سګرېټ مه څڪوئ🙏

ورته ومي ويل دومره سیګرټ مه څڪوه مړ به دي ڪړي
ويل يې که ویې نه څڪوم هم مرم
ورته ومي ویل ڪه څڪوې یې په درد به ومرې
ويې ويل ڪه ویې نه څڪوم له درده مرم!
ورته ومي ویل لوغړنه هوا د درد مخه نه نیسي!
ویې ويل آیا پاڪه هوا د مرګ مخه نیسي؟

د سترګو له ڪونجو مي ور وڪتل غلي مي وویل،
څڪوه يې.😔

مات زړه نیمګړي ارمان
‏ (֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ‌᠀ࡅ߭ܒ)
Join: @Mee_Love_Com

مينه🫀او ژوند🥀

05 Oct, 15:07


ساحل وويل شهابه ښه او بد د الله له طرفه دى هغه چی څه پیښوی هغه نه په بله کیږی او بیا زه دا پیری میری نه منم پیری نشته دا هسی داستانی خبری دی چی پیری داسـی وکړه پیری هاسی وكړه،

شهاب وويل: ساحله صحی ده هر څه د الله له طرفه دی خو د ځان ساتنه هم فرض ده او بل پاتى شوه د پیری موجوده او نه موجوده الله جل جلاله په قرانکریم کی فرمایلی دی { وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ } چی :وایی ما پیریان او انسانان له دې

پرته چي زما بندگي وکړي د بل څه کار لپاره ندي پیدا کړي، و ددی ایت څخه معلومیږی چی پیریان موجوددی

ساحل وويل شهاب زه منم چی پیریان موجود دی خو هغه په پخوانيو وختونو کی وه اوس انسانان

سره ډیر شول دوی د انسانانو څخه لیری ولاړل، شهاب وويل نو نارنج كلاء خو هم د د انسانانو څخه لیری په صحرا کی ده،
ساحل نه یاره هلته یو وخت زما داو نیکه كور وو اوس هم فکر کوم چی هلتــــه بــــه زمـــــوږ خپلوان وی کله کله به د هغو سره هم اوسیږم که دلته وم نو هیڅکله به پر ارامه ژوند ونه کړم په ده کی زما خوشحالی پاتي برخه..لایک کوی ملګرو
ستاسو ورور همت ملنګ
‏ (֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ‌᠀ࡅ߭ܒ)
Join: @Mee_Love_Com

مينه🫀او ژوند🥀

05 Oct, 15:07


ناول : د نارنج کلا

وړاندي کوونکي: همت ملنګ



پنځمه برخه...5

ساحل وروسته زهرا ته وکتل تاخو زما سره مینه کوله اوتا ولی زما سره دا کار وکی او دا ارمان څوک دی؟ زهرا موسکی شوه او ویي ویل مینه او ستا سره؟ هاهاها زما ساتیری ته مینه وایی ساحل د زهرا په دی خبره ډير حيران شو او بيا زهرا وویل: زه صرف په یو چا خپل ساتيري كوم او پاتى شوه د ارمان خبره هغه دى شاته ولاړ دی هغه به خپله درته ووایی

زه د زهرا راتلونکی خاوند يم او ستا كتاب خپل ماپه نامه چاپ کړ تر څو ما او زمـاخسر ته ګټه ورسیږی ساحل موسکی شو او ویي ویل یعنی ټوله كور خاینان

او چمبازان یاست؟ ددې خبرۍ په اوریدو ارمان د ساحل غاړى ته لاس ور واچوه ساحل هم هغه تر كالو ونیوی او سره جنګ يي شو دزهرا پلار او زهرا دوی سره خلاصول د زهرا پلار ارمان ته وویل ارمان ارمان رسنی او خلک موږ ته

ګورى پريږده يي

ارما ن هم ساحل پریښوی او د موټر پر طرف زهرا او د هغه د پلار سره روان سو تر خوله یی وینی هم روانی وی

ساحل په زهرا پسی ناره کړه او ویي ویل زهرا زما شعرونه چی دی ددي بي غيرته پر نامه کړه پروا نکوی خو چی زما په مینه دی رشـخند او ملنډی ووهلې پریږدم دی نه

وروسته آرمان زهرا او پلار یی په موټر کي کښیناستل او ولاړل، ساحل په ورکشاف کی تر کار وروسته خپلی کوټی ته ولاړی او ډیر یی وژړل څه وخت وروسته شهاب راغلی او ساحل ته په کتو ډير حيران شو بيا

ورغلی او ساحل یی په غیږ کی ونیوی او ورته یی وویل ساحل ساحل دا څه کوی یاره ته ژاړی؟ ساحل په ژړا وویل د کورنى می امیـد پــری شــو امید می زهرا وه خو هغی هم زما اميدونه د خاورو سره خاوری کړه،

شهاب وويل: ساحل دا خود دنیا ژوند دى یاره لوړي او ژوری لری خو موږ بايد خپل همت لاسه ورنه کو که الله راباندی یوه لار وتړى لس نوری راته خلاصوی

چی

ساحل څه ناڅه ارام شو او بیا یی وویل: غوښتل مــی سخت کارونه وكم او ځان يو ځای ته ورسوم

او بيا د زهرا لاس د واده لپاره د هغی له پلاره و غواړم خو هغـي می ټول ارمانونه او امیدونه خاوری کړه، شهاب وويل ساحل موږ باید خپل قيمتي اميدونه په

چاپوری ونه تړو که نه د خپلو اميدونو سره بــه یــوځاي خاوری شو

ساحل به هره ورځ په فکرو کی غرق وو کـار تـه بـه یی زړه هم نه کیده شهاب به ساحل ته اميدونه ورکول خو ساحل به هغسی غمجن وو، يوه ورځ شهاب د ورکشاف مخته ناست وو چی ساحل راغلی او د شهاب مخته یی د کاغذ یو پاکټ کښیښوی شهاب حیران شو او ویویل ساحل! دا څه دی؟

ساحل وویل دا زمـاداستعفالیک دی زه نور دا وظیفه پریږدم

شهاب حيران شو او ورته یی وویل: ولی څه خبره ده آیا یو چا څه درته ويلى؟ ساحل وویل نه یاره داسی خبره نه ده هیچا هيڅ نه دی ویلی راته خو بس نور می زړه نه غواړی شهاب وويل: ساحل که دی دا وظیفه نه وی خوښه زه به بابا ته ووایم چی تاته بله وظیفه درکړی

ساحل وویل نه یاره د خوښی او ناخوښی خبـره نـــه ده خبره دا ده چی زه نور نه غواړم په ښار کی پاتى شم

شهاب وویل خو ولی خبره څه ده؟ ساحل په ژړغونی اواز وویل په دی ښار کی نو زما اوس څه پاتى شو پلار د کوره ويستم . زهرا دوکه راکړه ایا په داسی ښار کی بـه څوک ژوند وکولای شی؟

شهاب وویل ولی ياره زه دی هیڅ نه یم؟ ساحل وويل شهاب ته زما هر څه یی زه ستا د ملګرتیا احسان مند یم تا او بابا زما سره ډیر کومک او همکاری وکړه مننه زه به ستاسو دا احسان هیڅکله نه کړم هير،

شهاب وويل: ساحل ته زموږ ميني او ملګرتيا ته احسان وایی داسی حالت ته را ورسیدل ستا ملګرتيا

ساحل وويل نه یاره داسی خبره نه ده ته زما تر سکه ورور هم زیات راباندی گران یی ځکه وروڼو تل ماته غم راكړي دی خو تا ماته خوشحالی او مینه راکړى ده شهاب وویل نو د مینې او ملګرتیا نتیجه دا شوه چی ته یی

احسان بولی؟

شهاب د ساحل څخه مخ واړوی او خوابدى شو،

ساحل ور ولاړ شو او شهاب یی په غیږ کی ونیوی

او ورته یی وویل: شهاب ته زما زړه یی بی لــه تـــا بــه زه نیمگړی یم ماته بښنه وکړه ياره

شهاب وویل په یوه شرط به ما یوازی نه پریږدی،

ساحل وویل یاره زه به هیڅکله تا نه کړم هیر خو هیله کوم ما مه راګرځوه پدى کی زمــا خيــر او خوشحالی ده،

شهاب وویل خو ته به ځی چیری؟ او د چا سـره اوسیږی؟ کوی به څه؟ خوری به څه؟. ساحل وويل نارنج كلاء ته ځم هلته به د يوسه وخت لپاره اوسيږم

شهاب ډير حيران شو او بیا یی په درد سره وویل ساحله ته ليونی شوی یی که دی عصابو کنټرول د لاسه وركړي دى ته پوهیږی هغه کلاء څومره خطرناکه ده هغه د پيريانو مرکز دی،

ساحل موسکی سو او بیا یی وویل: شهابه تا هم د خلکو په جوړو شوو دروغو باور وکړی دا صـرف اوازې دي هیڅ پیری میری نشته،

شهاب وويل ساحله دا درواغ نه دی زموږ د يـــــو خپل زوى هلته صرف د معلوماتو لپاره تللی وو چی پیریانو د نارنج كلاء د دريم منزل څخه راغورځولی وو خداى خو هغــه دمـــرګ څخه وساتی خو لاسونه او پښی یی دواړه مات شوي وو

مينه🫀او ژوند🥀

04 Oct, 04:44


د جمعې مبارکه ورځ ده!
درود شریف مو هیر نشي خوږو...

«اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُـحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُـحَمَّد»

محمد مصطفیٰ (ﷺ)
🌱❤️
‏ (֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ‌᠀ࡅ߭ܒ)
Join: @Mee_Love_Com

مينه🫀او ژوند🥀

03 Oct, 09:08


دزهرا پلار ساحل ته وویل: ګوره ځوانــــه زه يــــو سياست مدار يم د پلویانو د پیدا کولو لپاره هر رقم تکتیک استعمالوم ستا په دي شعرو سره زه ډير مشهوره شوی یم انتخابات را روان دی زما سره ډیر کومک کوی زهرا ماته دا وړانديز وکي او ما په خپل مصرف سره د ځان په ګټه چاپ کړ ته چی یی په بدله کی هر څه غواړی زه به یی درکــم خــو که دی کوم اقدام و ښودی نو بیا به دی خیر نه وی،

ساحل موسکی شو او بیا یی وویل: افسوس افسوس ستا په څیر پر سیاستمدارانو چی د چوکی او پیسو لپاره هر رقم خیانت او چمبازی کوی د زهرا پلار په درد سره ساحل ته وویل چپ شــه بي عقله که نه د ژوند څکه ولاکه راڅخه وکی ساحل هم په درد سره ورته وویل ته چپ شه کنه دلته . اوس دی د دا ټولو رسنيو او خلکو و مختــــــه پــــــه شرمونو شرموم د وطن خاينه ته چی د چوکی د لاسته راوړلو لپاره د بل سره خیانت کولای شی نو ددى توقع خو ولاكه در پکښی وینم چی ته دی سبا دي وطن ته خدمت وكـی صرف به د خپل جیب

لپاره کار کوی

ساحل وروسته زهرا ته وکتل تاخو زما سره مینه کوله اوتا ولی زما سره دا کار وکی او دا ارمان څوک دی؟ زهرا موسکی شوه او ویي ویل مینه او ستا سره؟ هاهاها زما ساتیری ته مینه وایی ....
پاتي برخه...
لایک یی کړی ملګرو👍
‏ (֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ‌᠀ࡅ߭ܒ)
Join: @Mee_Love_Com

مينه🫀او ژوند🥀

03 Oct, 09:08


ناول : د نارنج کلا

وړاندي کوونکي: همت ملنګ

څلورمه برخه ..... 4

شهاب وويل ساحل نو ته به اوس چیری گوزاره

کوی؟ ساحل وویل نه یم خبر یاره شهاب وويل ساحله زما پلار د موټرانو وركشاف لری زه هم هلته اوس ورسره کارکوم ته هم هلته را سره ولاړ شه د ورځي زموږ سره کار کوه چی په دی سره به د جیب خرچ هم پیدا کوی او د شپی به هلته اوسیږي ساحل وویل خو ستا پلار؟

شهاب وویل: زما پلار هیڅ نه وایی هغه په دی سره خوشحاله کيږي

ساحل وویل سمه ده راځه وروسته شهاب او ساحل دواړه د شهاب د پلار ورکشاف ته ولاړل شهاب ساحل خپل پلار ته ور معرفی کړ د شهاب پلار ورسره ومنل، ساحل په دی سره ډیر خوشحاله شو او په ورکشاف کی یی کار ورسره شروع کړي ساحل به هره ورځ په ورکشاف کی د شهاب ترڅنگ کار کاوه کله چی به تفريح شوه نو ساحل به تليفون راویستی او زهرا ته به یی زنگ ووهلی زنگ به ورغلی خو جواب به یی نه وايه شهاب به ساحل لیدی چی زهرا ته پرلپسی زنگونه و هی خو هغه یی نه پورته کوی وروسته شهاب ساحل ته وويل: ساحل ياره

پریږده یی ما درته وویل چی دا د غټو خلکو لوڼي

وفا نه لرى ساحل وویل نه یاره شاید په یو څه اخته وی؟ ساحل به هره ورځ تر کار وروسته زهراته زنگونه و هل خو هغی به جواب نه ورکوی ښه ډير وخت تیر شو يوه ورځ ساحل په موتر اخته وو چی په دی وخت کی شهاب راغلی او ورته یی وویل: ساحل ساحل ساحل وویل ها شهاب څه وایی؟ کتاب کی ټول دده شعرونه ليکل سوی وه ساحل ډير خوشحاله شو او شهاب ته یی وویل اوه دا خو زما شعرونه دى

شهاب :وویل ته راشه يو څه می پکار يی ساحل خپل لاسونه پریول او د شهاب تر څنک کښیناستى شهاب ډیر خوابدی معلومیدی ساحل

وویل څه خبره ده یاره؟ شهاب خپل بستی ته لاس دننه کړی او یو کتاب يی را ويستى او ساحل ته يي وركړ ساحل چی کله کتاب ځنى واخيستى او خلاص یی کړ نو ویي ليدل چی په کتاب کي ټول دده شعرونه لیکل شوي دي

شهاب په خوابدتيا سره ورته وويل: ساحل د مخ پوش يی وگوره؟

ساحل چی کله د کتاب د مخ پوښ ته وكتـــل نـــو ویي ليدل چی د شاعر د نامه پرځای د ارمان" نوم لیکلی وو ساحل دير حيران شو او شهاب ته یی وویل شهاب دا ارمان څوک دی دا شعرونه خو ټول زما دی خو دا ارمان بیا د کومه شو زما په شعروخو تر ما اوتاسیوا بل څوک نه وو خبر او نه هم ما چاته ستا بغیر زما د شعرو کتابچه ورکریده،

شهاب وویل: ایا زما بغیر تا بل چاته نه وه ورګړی ساحل په فکر کی شو چي دا خو ما زهرا ته ورکړی وه نو بیا یی وويل ښا نو دا چمبازی د زهرا ده

شهاب وویل ساحل ما خو په اوله ورځ درته وویل چی په دی انجلی باور مکوه خو تا زما خبره كله منل پوهیږی چی ستا دا شعرونه کامیاب شوي دي او جايزه يى دي بي غيرته ارمان ته ورکول کيږی

دوي ورځي بعد يي مراسم دی، ساحل ډير حيران وو او بیا یی وویل خو دا ارمان دی څوک او د زهرا سره څه تړاو لری؟ شهاب وويل نه پوهيږم خو مراسمو ته به یی ورشو هلته به یی د نیږدی ووینو

دوی ورځي وروسته شهاب او ساحل ځان تیار کړ اود مراسمو پر خواروان شول كله چی هلته ور ورسيدل دوی غوښتل چی دننه غونډی ته ورشی خو سوکيدار راوګرځول او ورتــــه يــــــــى وويـــــــل: وبخښي د غونډی کارډ راښکاره کړی شهاب وويل: موږ کارډ نه لرو خو دلتـــــه مــــــوژراغوښتل شوی یو مراسمو ته، سوکى دار وویل: وبخښي ښاغلو بی کارډه هیڅ چاته اجازه نشته

شهاب او ساحل بيرته شاته شول او غونډي ته نه پریښوول شو غونډه شروع وه د غوندي ويناوال وویل دوستانو د ارمان د شعرونو کتاب چی یو زیات پلورونکی کتاب شو په هیواد کی موږ د غوره کتاب د جایزی لپاره ټاکلی دی د کتاب ټـول شعرونه ډير غمجن او ژړونکی شعرونه دى چي په دیر سه طرز سره ليکل شوي دي....... د ډيرو خبرو وروسته یی ارمان ته د غوره شعرونو د کتاب جایزه ورکړه زهرا او پلار یی دیر خوشحاله وه او زیاتی چکچکی یی کولی کله چی غونده خلاصه شوه زهرا پلار او ارمان یو ځای سره روان شول په تګ تګ کی ارمان د خبريالانو سره د کتاب په هکله هم مرکه کوله کله چی د تالار دباندی ووتل ارمان د زهرا پلار ته وویل کاکا تا او زهرا در روان سی زه به د پارکینگ څخه موټر راوباسم

زهرا او پلار سره روان وو چی د شاله خوایی د چکچکو غږ واوریدی دوی چی کله شاته وكتل نو ویي لیدل چی ساحل چکچکی کولی زهرا ډيره حيرانه شوه بيا ساحل زهرا ته ور نیږدی شو او ورته یی وویل مبارک مبارک مبارک نن به ته او ستا کورنی ډیر ستایل شوی یاست

د زهرا پلار زهرا ته وویل دا هلک څوک دی؟ ساحل په جواب کی ورته وویل زه به درته ووایم چی زه څوک یم دا نن ورځ چی تاسو د کوم کتاب په شعرو وستايل شوى د هغه کتاب شعرونه ټول زما دی چی ستا لور په چمبازی زما څخه زماد شعرو کتابچه اخیستی وه او دا دی ددی کتــاب لپاره یی په غلا کافی کړیدی،
‏ (֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ‌᠀ࡅ߭ܒ)
Join: @Mee_Love_Com

مينه🫀او ژوند🥀

03 Oct, 09:07


او اوس هم ناول لایک کاروي ګلانو
‏ (֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ‌᠀ࡅ߭ܒ)
Join: @Mee_Love_Com