Feb 05, 2025 06:18 Asia/Kabul
د فلسطینیانو د نابودولو لپاره د صهیونیسټانو کوشش به ماتې وخوري
د حماس غورځنګ ویاند ټینګار وکړ چې د فلسطین د خلکو د ختمولو او په غزې او لویدیځې غاړې کښې د هغوي د حقوقو د سلبولو لپاره د نیواکګر صهیونیسټي رژیم هلې ځلې به ماتې وخوري.
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ویاند «عبداللطیف القانوع» وویل: نیواکګر صهیونیسټي رژيم چې په غزې کښې یې خپل اهداف ترلاسه نه کړې شول، په لویدیځې غاړې کښې به هم هیڅکله کامیاب نه شي.
القانوع دې ټکي ته په اشارې سره چې صهیونیسټي رژیم د اوربند په موافقه کښې د غزې په هکله د انساني پروټوکولونو په لړ کښې خنډونه اچوي، زیاته کړه: په دویم پړاؤ کښې ځینې ستونزې او پيچلتیاوې شته چې د مینځګړو په مرستې سره یې د ختمولو هلې ځلې کیږي.
د حماس دغه چارواکي ټینګار وکړ چې د فلسطین اوسنې لومړیتوب، د غزې د خلکو د پایدارۍ پياوړتیا او د انساني اړتیاؤ د پوره کولو او د دې سیمې د ویجاړیو بیارغونه ده.
حماس په دغې بیانیې کښې له مینځګړو او په غزه کښې د اوربند د موافقې د ضامنو لورو په تیره بیا مصر او قطر څخه وغوښتل چې لاس په کار شي او د دې موافقې د انساني پروټوکولونو په اجرا کښې ارمینځته شوي ګډوډي هوار کړي.