د ژوند لار

@gazni786


اسلامي معلومات


2021🔑

د ژوند لار

22 Oct, 17:46


*ښه ورته ځیر شه!*
*او بیا فکر وکړه چي ایا نن به داسي څه وکړي* *چي سبا ورځ دلته په ښه درشي*😢

د ژوند لار

16 Oct, 06:14


#عقل_او_شهوت‼️

اهل علم وايي.!!
۱ـ ملائڪو ته الله تعالیﷻ عقل ورڪړ،خو له شهوته يې محرومې ڪړې.
۲ ـ حيواناتو ته يې شهوت ورڪړ،خو د عقل څخه يې محروم ڪړل،
۳ـ انسان يې له دواړو برخمن ڪړ..!اوس ڪه د چا عقل پر شهوت غالب شو،نو تر ملائڪو هم غوره دی او ڪه يې شهوت پر عقل غالب شو، نو له حيواناتو هم بدتر دی..!!

د ژوند لار

20 Jul, 17:49


*پــه ډېر مشکل وخت کي*
دغه دعا ويل ناممکن، ممکن کوي.!

*"حَسبیَ اللهُ لا اِلهَ اِلا هُوَ*
*عَلیهِ توَکلتُ وَ هُوَ رَبُ العَرشِ العَظِیم"*

د ژوند لار

11 Jul, 18:48


*ﺩروﺩ شریف پر ستــرلارښـود*
حضرت🍁 🌾םבםב🍁
🍁ﷺصَـلَّﷺ باندې ووایاست
*د جمعی مبارکه شپه ده*

د ژوند لار

18 Jun, 19:59


د ځان لپاره داسي ملګري انتخاب کړئ چي تاسو یې شاګردان اوسئ، مطلب هره ورځ باید نوي او مثبت څه ورڅخه زده کړئ، د داسي ملګرو په منځ کي اوسېدل عجبه خوند کا چي انسان ورسره نېکیو ته تشویقیږي، باانرژي کیږي، د هغوی په منځ کي د سکون احساس کوي او د ګناهونو په کولو سره شرمیږي.
آيا تاسو داسي ملګري لرئ؟

د ژوند لار

18 Jun, 19:23


حسن بصري (رحمة الله علیه) فرمايي:
سکون او خوښي په یو له دې درې شیانو کې ولټوئ:
د قران کریم په تلاوت کې.
د الله تعالی په ذکر.
او په لمونځ کې.
بیا وايي: که په دې کړنو کې مو خوښي ترلاسه نه کړه، نو پوه شئ چې د خوشالي دروازې ستاسو پرمخ تړل شوې دي.

د ژوند لار

18 Jun, 15:42


د طاوس بن کيسان مجلس ته د أموي خليفه سليمان بن عبدالملک زوی راننواتۀ، طاوس بن کيسان هيڅ چندان توجه ورته ورنکړه. چا ورته وويل: د وخت د خليفه زوی دې څنګ ته ناست و، هيڅ نظر مو ورته ونکړ؟
ويې ويل: ما ورته ښودل، د اللّٰه داسې بنده ګان هم شته چې ستاسو د جاه او جلال کيسه کې ندي.
📖 سير اعلام النبلاء (۶/۳۰)

د ژوند لار

18 Jun, 08:41


د امام ابوحنیفه رحمه الله مجلس ته یو څو کسان راغله، ظاهري لباس او هیئت یې سم نه وو، بې ترتیب او ګډوډ وو، ده ورته وویل:،لږ انتظار وکړئ، کله چي د امام صاحب مجلس خلاص سو، دوی ته یې وویل: هغه مساله( جای نماز) پورته کړئ او هغه دینار واخلئ، ولاړ سئ لږ مو دا خپل حالت په بدل کړئ ( يعني سمي جامې واچوئ) دوی وویل: موږ شتمن یو حالت مو ښه دی، دینار ته ضرورت نلرو.
امام صاحب ورته وویل: ایا تاسو ته د پېغمبر اسلام دغه حدیث ندی رسېدلی چي فرمایې: الله خوښوي چي د هغه د نعمت اثر د ده پر بنده څرګند سي.
باید خپل حالت بد کړئ چي ملګری مو درباندي ونه زوریږي.
امام محمد ابوزهرة

د ژوند لار

18 Jun, 08:25


ابن عياش وايي: د خراسان والي يزيد بن مهلب د يو داسې شخص پۀ لټه کې و چې د خير پۀ کارونو کې کمال ولري. چا ورته مشهور تابعي ابو برده وښودۀ. مجلس يې ورسره وکړ، ابو برده قانع سړی او متقي سړی و. يزيد بن مهلب ورته وويل: دنده درکوم، تۀ د مسؤليت لپاره مستحق يې.
ابو برده ونۀ منله ويې ويل، د نبي عليه السلام حديث دی [څوک چې پر يو کار عامل مقرر شو او پدې وپوهېدۀ چې دی يې وړ ندی، نو د ځان لپاره دې اور کې ځای ونيسي.]
📖 سير اعلام النبلاء (۶ج/۳ص)

د ژوند لار

18 Jun, 06:43


*حسن البصري رحمه الله په قسم سره وایي چې هر چا پیسو ته عزت او په هر څه اولویت ورکړی؛ هغوی خامخا الله سپک کړي دي! سير أعلام النبلاء ٥٧٦/٤.*

د ژوند لار

18 Jun, 06:43


نسب، او قوم د چا د تقوی نښه نده، بلکي خپله تقوی تر ټولو ښه نسب او لوړوالی دی، د نوح علیه السلام زوی الله تعالی د ده د کورنۍ څخه ونه ګڼی؛ ځکه هغه کافر وو، خو سلمان فارسي، او بلال حبشي به بیا پېغمبر علیه السلام د خپل آل څخه وګڼل د هغوی د تقوی له خاطره.
محمد ابو زهرة

د ژوند لار

16 Jun, 16:42


د اختر د مبارکي الفاظ:
صحابه کِرام چي به د اختر په ورځ سره مخامخ سول، نو یو بل ته به یې ویل:
"تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَ مِنکُم: الله تعالى دي ېې زموږ او ستاسو څخه قبول کړي".
الفتح(۲/۴۴۶).

د ژوند لار

16 Jun, 13:51


أبو سفیان بن حرب رضي الله عنه چې کله مشرک و، د جاهلیت په زمانې کې به چې شام ته د سواداګر په صفت لاړو، مات زړی به و، په ځان به ډارېدلو، او د رومیانو حملې، چور او تالا څخه په امن نه و
د مکې په ځمکې د قوم مشر، سید او ښاغلی و، خو د شام په خاورې بې قدره او بې ارزښته و

که کوم رومي عسکر پرې حمله کړې وای، وژلای یې وای او مال یې د دې لوټ کړی وای، هیڅوک نه وو چې د رومي عسکر مخه یې نیولای وای او سزا یې ورکړې وای، ځکه عرب د رومیانو په نظر کې سپک او کم نسبه خلک وو

کله چې أبو سفیان بن حرب رضي الله عنه اسلام ومنلو، اسلام یې ښه شو، دا ځل بیا الله شام ته د لېږلو موقع ورکړه، خو دا ځل په اسلام عزتمن و، شام ته فاتح ننوتلو، د یرموک په معرکې کې د رومیانو په خلاف په مېړانه وجنګېدو، د رومیانو دبدبه یې له منځه یوړه، پاڼۍ بدله شوه، أبو سفیان رضي الله عنه په اسلام عزتمن و، رومیان ذلیله او سپک وو، بې اسرې او د أبو سفیان رضي الله عنه او ملګرو څخه یې په ډار کې وو.

اسلام د عزت، سرلوړۍ، پیاوړتیا او کامیابۍ دین دی، ځکه خو عمر بن الخطاب رضي الله عنه ویلي وو:
“ مونږ ذلیله قوم وو، الله په اسلام منلو عزت راکړ، که چېرته مو له اسلام پرته په بل څه کې عزت ولټولو، الله به مو بېرته ذلیله او سپک کړي” .

“ ولا تَهِنوا ولا تَحزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعلَونَ إِن كُنتُم مُؤمِنِينَ “.

د ژوند لار

13 Jun, 16:11


عرب کوچی مسجد ته د اوداسه لپاره راغلئ، چپنه یې وکښل او يوځای یې وځړول، یو نفر راغلئ او پر چپنه یې په طباشیر(تباشیر) سره د خره مخ رسم کړ، کوچی چي بیرته چپني ته راغلئ، رسامي یې ولیدل، ویې ویل:
دا زما په چپنه چا مخ وچ کړئ دئ؟
د پیښي راوي وایي:
دلته په صحنه کي یو نفر په خوله کي اوبه وې او غړغړه یې کول، د ډیري خندا په سبب یې اوبه تر غوږونو را ووتلې😁!

د ژوند لار

03 Jun, 16:21


‏"یو سړی د شپې د تهجد او ورځي د روژې(نفلي) څخه محرومه کیږي، د هغه درواغو په سبب چي دی یې وایي"
إن الرجل ليحرم قيام الليل وصيام
‌‏شعب الإيمان (٤٨٩٠/٤)

د ژوند لار

29 May, 07:23


دا حدیث په غور ولولئ

رسول الله ﷺ فرمایي : یوه سړي وویل : په الله قسم کوم که الله فلاني ته بخښنه وکړي. او الله تعالی فرمایي : دا څوک دئ چي پر الله قسم کوي چي زه به فلان ونه بخښم؟! ما فلان بخښلی او ستا عمل مي ختم کړ.

نوټ: زموږ عام او خاص وګړي د یوه ګناهګار بنده یا مخالف په اړه دا خبره په ډېره اسانۍ سره کوي چي "والله که جنت په سترګو را څخه و ویني"، فلان جهنمي دئ، فلان مردار دئ، فلان کافر او مرتد دئ وغیره... خو دا ډول د جنت ټېکداران او د الله خودساخته نماینده ګان دي دا حدیث په غور سره ولولي.

د ژوند لار

28 May, 14:08


‏د اخلاقو ښکلا چې د چا په نصیب شي، خالق او مخلوق دواړو ته محبوب شي.
م. عبدالله عزام

د ژوند لار

27 May, 15:40


حاضر جوابي!

د ژوند لار

27 May, 15:39


د أمت د ناکامۍ او د الهي مرستي د ځنډېدلو اساسي سبب:

د ژوند لار

27 May, 15:38


أبی بن کعب وايي: هند ته روان وم چې حسن ته مې وويل، وصيت راته وکړئ.
ويې ويل: د اللّٰه تعالیٰ د امر عزت وکړه چې پۀ هر ځای کې يې اللّٰه به درته عزت درکړي.
📖 شعب الإيمان (۱۵۲۷)