💝مظلوم تڪل یــــار 🌸 @sweet_author Channel on Telegram

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

@sweet_author


‏پاک زړه ولرئ.!♥️
‏هیڅکله به خپل ارزښت
‏لــــه لاسه ورنه کـــــــړئ
😊
💛
تبادلي لپاره موږ سره رابطه ☜👑 @Mr_Likwal

@Bilal_habibi_50 ☜ 😊💝

@Sweet_Author چینل

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸 (Pashto)

مظلوم تڪل یــــار 🌸 یکی از بهترین کانال‌های تلگرام است که به منظور تبادل اطلاعات، ایده‌ها و تجربیات در زمینه ادبیات و نویسندگی ایجاد شده است. این کانال با نام کاربری @sweet_author در دسترس عموم قرار گرفته است. در این کانال، شما می‌توانید با دیگر نویسندگان و اهل قلم در ارتباط باشید و از تجربیات آن‌ها بهره‌مند شوید. اگر به دنبال ارتباط با افرادی هستید که ارزش‌های ادبی و نویسندگی را محترم می‌دارند، این کانال بهترین انتخاب برای شما خواهد بود. برای تبادل اطلاعات و تجربیات خود با دیگران، به کانال @sweet_author بپیوندید. با ما همراه باشید و از این فرصت برای شناختن نویسندگان و ادبیات بیشتر لذت ببرید.

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

15 Nov, 06:41


له ځنډ ورسته
غزل
خبره به دمات زړه له ازاره نه کیده
دسوي زړګې چیغه له پرهاره نه کیده

راتلوته دي وس هم لا انتظاریمه هغسې
له کاله خبر واوښته له شماره نه کیده

دا ځکه مي دیار په نامه غږ درپسي وکړ
په پټه نوره دا خبر قراره نه کیده

دمئيني خوږقانون به دپښتو ریواجو مات کړ
خبره به دکلي وه تر ښاره نه کیده

په تلو دي یوچادومره ډیر ژړلي وو خبیبه
داوښکو یې لیمو باندي هم لاره نه کیده

خبیب ملا

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

25 Oct, 19:04


دومره دردمنِ ټپې مه کړه
یارمې تازه مرور شوی مړبه شمه

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

25 Oct, 19:03


ستا له نمجونو سترګو ځارشم
غم دي په غره شه زه خوتاسپنګیری کړمه

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

22 Oct, 17:22


ژوند لکه دمصر دیوسف غوندي
کَړی انتظار مې دیعقوب پشان

خبیب ملا

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

21 Sep, 17:05


شیبه باران مشاعره کي
غزل؟

له لمر خاته تر لمر لويده انتظار
چا دومره کړی وو له زړه انتظار

خُبیب ملا

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

19 Sep, 06:05


کیسه به ورانه له زړکې وه چابه نه منله
ځه مونګه مینه الهاهې وه چابه نه منله

غره او راغه کي موهم ژونددملنګۍ کولو
زمونږ عجیبه پاچاهې وه چابه نه منله

شپه شبګیره ورځ ددوښمن په انتظاراوکمین
زمونږ بیا داسي زندګې وه چابه نه منله

دبست چوکۍ منصب غم به نه وو
دحق کي لاري پیروې وه چابه نه منله

زه چې درتلمه تر دیاره دچینار سوري ته
زما خو هلته عشوقې وه چابه نه منله

میني باور اوملګرتیابه هلته بیل خوند کاوو
مینه مو هم انقلابې وه چابه نه منله

خُبیبه هرڅه موکول دي رب رضاپه خاطر
بس د سرونو قربانې وه چابه نه منله

خُبیب ملا

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

18 Sep, 08:06


دبست چوکۍ منصب غم به نه وو
دحق کي لاري پیروې وه چابه نه منله

شیبه باران مشاعره کي یوڅو کرښې

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

15 Sep, 04:28


تازه دیکلومه

له لمر خاته تر لمر لويده انتظار
چا دومره کړی وو له زړه انتظار

غزل .خُبیب ملا
دیکلومه ساحل اندړ
https://t.me/khobibMoal

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

31 Aug, 10:48


غزل.

ما ورته وکړلو اظهار دمینې
لالي هم وکړلو انکار مینې

دیاردحُسن قیمت لوړ ؤ قربان
ځکه راتیرشوم له بازار دمینې

ماتیری نه ښه خاطره نه درلودَ
ځکه مې پریښودکاراوبار دمینې

داچې خاموشه بې سکونه یمه
ماخو هیڅ وُنه لیده قرار دمینې

دسرشندنې قربانۍ په وخت کې
ورتلو په خوند ان تر انګار دمینې

خُبیبه څه ترخه وختونه تیرشُو
ځکه وس لیکمه اشعار دمینې

خبیب ملا

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

29 Aug, 15:49


کرامت یې یو مئین ته وي معلوم
یو دیدن څومره سکون وربښي زړه ته

یاد دي هم لکه شپونکی غوندي یارکه
چي ماښام شي رسوي ځان وه کاله ته

ستا خُبیب ملا دزړه په رنځ اخته ده
هیـڅ دوا هم کټه نه کوي وه ده ته

خُبیب ملا

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

25 Aug, 13:07


له باور او اعتماد ورسته خُبیبه
په څو واره مې په زړه غشې خوړلې

خبیب ملا 💔

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

22 Aug, 08:04


ساده ترنم

په تلو سره دي یاره مروره شوله ماته


ترنم محترم مولوي ياسرصاب
بدرګه محترم مولوي محمدولي وقادصاب

شعر خُبيب ملا

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

20 Aug, 15:24


په کتابونو کې څه نشته!
په تورو سترګوکې پراته دې ټول رازونه

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

18 Aug, 09:44


تازه دیکلومه

له لمر خاته تر لمر لويده انتظار
چا دومره کړی وو له زړه انتظار

غزل .خُبیب ملا
دیکلومه ساحل جان
https://t.me/khobibMoal

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

16 Aug, 17:20


انتظار؛

له لمر خاته تر لمر لويده انتظار
چا دومره کړی وو له زړه انتظار

څوک به لیواله وو دچا راتلو ته
دچا بیا نیت وو تر هغه انتظار

چـاپه کلـونو شبګیرې کړي وې
یوڅوک عدت وو پر اوږده انتظار

هرڅوک په تمه وو یوچاته پیره
هیچاهم نه کاوو بې څه انتظار

یوچاپه هرڅه کې دوکې خوړلي
یوچا کاوو تر بيلتانه انتظار

خُبیبه هرڅه په روغ زړه کیدلو
په مات زړه نه کیدلو ښه انتظار

خُبیب ملا

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

13 Aug, 10:01


د ازادۍ خبرې کیږې
زه دلالي مزار ته ډیر وژړیدمه

خُبیب ملا 😥

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

10 Aug, 12:16


{نوي جالب ترنم}
((ده ځواني هيلي البوم سخه))
........ کسر..........
له درد غزل ليکمه اوسړيکه رسمه ومه
زما او ستا ده ږوند خوږه اړيکه رسمه ومه

ترنم /-سيد عمري آشنا
شاعر/-خبيب ملا

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

06 Aug, 05:52


غزل؛

پرهر زړکې باندي مې زړه خوږیږي
په هر سړې باندي مې زړه خوږیږي

چې دچاعشق کې ترجنونه لاړشې
هـر لیونې باندي مې زړه خوږیږي

چي ته کي نه وي اویواځي تیرشي
ماذدیګرې باندي مې زړه بدیږي

دهر ماښام دي سلګۍ ولې نیسې
ستاپه زګِروې باندي مې زړه خوږیږي

چې زه یې میاشتې اوکالونه شمارم
دې تنهایې باندي مې زړه خوږیږي

خُبیب ملا کړي دي غربت میرات
ستابیوسې باندي مې زړه خوږیږي

خُبیب ملا

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

31 Jul, 11:20


له درده غزل لیکمه او څریکه رسمه وُمه
زما او ستا د زړه خوږه اړیکه رسمه وُمه

کوشش دویصال کړوبه بلتون ګوره سخت عذاب دی
داځکه په غزل کې زړه شریکه رسمه وُمه

دستا دتورُ سترګو یادیدل راته ډیر زیات شې
په سترګو ځکه زه ده رنجو لیکه رسمه وُمه

دستا خوږ محبت بې انتها راباندې زور شې
نو ځکه دي خوږ نوم په زړه انتیکه رسمه وُمه

په زړه مې چي دستا دبلتانه دردونه راشي
یو څه دې په نشتون لیکم اوکړیکه رسمه وُمه

خُبیب ملا دچا ده تورُ سترګو په خاطر زه
هرڅه په ځان منمه ژوندبې سیکه رسمه وُمه

خُبیب ملا

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

30 Jul, 00:06


د ديدن زکات راکړه اي دلبره😢

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

28 Jul, 11:56


غزل؟

څومره ناهیلی درته وغږیدم
خـو تا یـوه خوږه خبره نکړه

ما درته یو پوره غزل وویلې
خوتا له کبره بیا سندره نکړه

هره خبر دي په مثال د شاتو
خو تابه ماته دزړه سره نکړه

رویبار به نه راوړه دیار خبره
نوتابه هم ړنګ ماذدیګره نکړه

خُبیب ملادې وُپه مینه شکمن
اي شکلې تاهم له ځیګره نکړه

خُببب ملا

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

26 Jul, 14:29


پوهيږئ!؟
د ريښتنې مينې انتظار دومره سخت دی
چې يعقوب (عليه سلام) په کې
په سترګو ړوند شو!🥺

خُبیب ملا

💝مظلوم تڪل یــــار 🌸

21 Jul, 14:57


غزل .

له نادیرې معجیزې سره شوم مخ
ستا د حُسن اینې سره شوم مخ

دامې فکر کې هیڅ نه وُ وه لالیه
زه له داسې یارانې سره شوم مخ

تور باڼه یې وُ کټ مټ لکه غشې
ستادسترګودلندې سره شوم مخ

انتظارچې ورته زه له څو کلو وم
نن له هغې زمانې سره شوم مخ

دسپیڅلې محبت په خواږ دام کې
وس دعشق ځولنې سره شوم مخ

په یوښکلې مې زړه وُبای لُو خُبیبه
نن له داسې حدیثې سره شوم مخ

خُبیب ملا

1,817

subscribers

732

photos

60

videos