Pannd - پند ️ @pashtopoetry1 Channel on Telegram

Pannd - پند ️

@pashtopoetry1


دلته د ژوندانه په مانا، ارزښت او مسیر تاویدونکې کرښې او پندونه خپریږې.
Here are the lines and teachings that
show the meaning, value and direction
of life.

اډمین:
☞ @Educated001

Pannd - پند ️ (Pashto)

Pannd - پند ️ د پسهتو شعر او شاعري پټېو کانال دی. دا کانال د دلته د ژوندانه په مانا، ارزښت او مسیر تاویدونکې کرښې او پندونه خپریږې. دليلونو او معنوی موضوعونو کې د خوښې شعرونه او شاعرونونه داخل کوي او خپرې کولای شعرونه دی. دا کانال د د ژوند کې پیوسته د پوهاندونو او راهنمايانو پېژندلې شعر او شاعري کتنه ده. پیژندلی پېژندلی بزرګی کولای شعرونه او شاعرونونه په دې کانال کې نوی معنوی دننو په منظر اوسو. اډمین: ☞ @Educated001

Pannd - پند ️

25 Dec, 15:22


زما ښکار کوونکيه!
راشه وګوره
ستا وار خطا نه شو،
زما په څنګ کې
د مينې مرغۍ هم
په وينو لت پت پرته ده.

🕊🥀😭🍂

Pannd - پند ️

25 Dec, 14:59


دوستانو!
څنګه چې تاسې خبر یاست د پکتیکا په برمل ولسوالۍ زموږ آبدي دښمن پا.کستان بمبارد کړی، نو میډیا د جذباتو له شوره ډکه ده خپله افغانان بیلابیلې خبرې پدې اړه کوي.
شهیدانو ته دي رب جنتونه ورکړي، او زخمیانو ته عاجله شِفا..!🥺🤲

خو زه یوازې څو خبرې درته کوم:
یو هیواد کې چې تعلیم مباح وي، د تعلیم دروازې د ټولنې د نیم نفوس پر مخ تړل شوي وي، ځوان قشر رټل کېږي، د اولس سره تبعیضي چلن کېږي نو تاسې د داسې حاکمیت څخه نور کومه تمه لرﺉ؟
آیا جوړ به شي دا هیواد؟
متحد به شي دا ملت؟
که پرمختګ کوي پداسې وضعیت کې؟؟
ښکاره خبره ده، چې د ټولو برخو هر اړخېز پرمختګ د "تعلیم، ښوونې او روزنې" سره تړلی دی!
دلته د تعلیم په اړه یو پوچ او بې منطقه ذهنیت جوړ دی.
موږ هرڅه د خپلو ګټو، ذهنیت، چال‌چلند او رواج پورې محدود کړي دي.
تیروتنې د مخکې څخه معلومې دي چې په کوم دلیل مو خلک وژل، په کوم دلیل مو تري تم کول، او په کومه خبره مو اختلاف وو. زموږ بحث ته اړتیا نشته، وخت هرڅه خپله ثابت کړي او ثابتَوي.
زه غواړم خبره لنډه وکړم:
دا پېښه دومره مهمه نه ده چې وشوه، تر دې مخکې نورې هم وشوې، لا به وشي تاسې یې صِرف یاد ساتیٔ.
دې ته فکر مه خرابوﺉ چې ولې داسې وشول؛ ځکه دلته چې دښمني د تعلیم سره وي، بیا د پرمختګ، سیالۍ او نورو هیڅ تمه مه ساتیٔ.
نن چې د منا.فق پا.کستان پر پولو او بارډرونو زما معصومه خور بې‌عِزته کېږي، تر دې ښه دی چې پخپل هیواد کې په عِزت شهیده شي.
دا لوړه خبره ډير لوی مفهوم لري خو که ستاسې پام ور واوړي.
دومره خو یې پخپلو ړاندو سترګو او ذِهنونو وینو چې طِب یا ډاکټري ته په ښځينه بخش کې موږ څومره اړتیا لرو. خو بیا هم د تعلیم دروازې تړلي؛ يوازې طِب څه چې ټول عصري علوم مباح شو.
نو دا ښه ده چې یو څوک په بمبارد و مري که د جهالت تورو تیارو، د غُربت مړَو سترګو، د عِزت لیلام، بېوزلۍ، اعتیاد، نَشوو، جګړو او نورو لا چارَیو ته پاتې شي؟؟
هسې هم دا مِلت په ژوندوني مړ شوی، د سیاسي لوبو ښکار دی تر دې ښه ده چې له بې‌عِزتۍ خو خلاص وي. په عزت باندې پخپل کهول او برجل کې سترګې پټي کړي.
نو دا څه د خفګان خبره نه ده، د خفګان خبره د تعلیم ده چې په رڼو سترګو ورته ګورو د خویندو او لوڼو د تعلیم حق راڅخه اخیستل کېږي.
له دیني اړخه د ښځینه‌وو د تعلیم خلاف یو دلیل دي څوک پیش کړي، شته داسې څوک؟
اول نارینه شیٔ د خپلو خویندو او د ځان د حقوقو دِفاع وکړﺉ بیا دښمن ته لاپې او تش د خولې خبرې وکړﺉ...

Pannd - پند ️

24 Dec, 05:05


یوې ښکُلې نجلۍ د خپل شرکت مشر ته لیک ولیږه او پکې لیکلي وو، چې "زه یوه ښکلې نجلۍ یم، د لوړو زده‌کړو خاونده یم. څنګه کولای شم چې ستا په څېر له یوه شتمن سړي سره واده وکړم؟"
د شرکت مشر ورته ځواب کې ليکلي وه چې "دا یو عادلانه تجارت دی، د ښکُلا لپاره د پیسو سوداګري کوي، مګر هیڅ هوښیار سوداګر نه غواړي چې دا تېروتنه وکړي، ځکه چې زما پانګه وده کوي او ستا پانګه په کمیدو ده.
ستا ښکلا به ستا په مخ غاړکۍ شي. او زما سرمایه د هرې ورځې په تیریدو سره ډیریږي.
زه ستا په څیر نجوونو سره واده نه کوَم! خو که تا کمال، وفا، هوښيارتيا، شرافت او اخلاق درلودلی، نو شونې وه چې ما به له تا سره سوداګري کړې وای او د واده امکان به مو تصوُر کړی وای."
.........

نو انسان باید یوازې پر ښکلا باندې اِکتفا ونه کړي.
ښکلا یو ظاهري پوښ دی، ښایست دایمي نه دی، نه شتمني دایمي ده!
بلکلې حقیقي شتمني دا ده چې باطن ښکلی وي، له نیکو خویونو او اعمال ډک زړه او ذِهنیت ولرې، غوره رویه ولري او نور...

پند | 🧠🌱🫀

Pannd - پند ️

24 Dec, 04:47


سید جماالدین افغان وایي، دپولادو د اتکړیو تر شلولو، د عنعناتو بدلول عظیم مشکل دی.
په ننۍ نړۍ کې تر بل هر وخت نن سبا، د ژوند په ټولو برخو کې چټک بدلونونه را روان دي. ددې بدلونونو سره جوخت زموږ په سلوک کې هم بدلون ضروري دی. بدلون دانسانانو په ژوند کې کافي ستونرمن او حتی په ځینې مواردو کې ناممکن کار دی.
متل: چې زده یې کړې په طفلۍ، هېر به یې نکړې تر پيرۍ.

زموږ افغانانو د پرمختګ، ښېرازۍ، او نېکمرغۍ د لارې ستر خنډ همدغه ستونزه ده.
موږ د خپلې ټولنې چارې پر هماغو تګ لارو پرمخ وړو چې پرموږ باندې تپل شوې او عملي شوېدي. دغه مېتودونه زموږ په پوده تنسته کې اخښل شویدي.

ښايي په نظریاتي ډول دعصر مطابق فکر او اظهارات وکړو، خو کله چې د عمل وخت راشي، بخل، تنګ نظري، سرتمبګي، او مطلق العناني زموږ په تحت الشعور کې د هغو مظالمو او ناخوالو د تلافي کولو آتش فشانونه راختوي چې، پر موږ باندې په زور او جبر تحمیل شویدي.

دنړۍ د تکامل سره سم بدلونونه مل دي، خو منل یې یوه عظیمه کارنامه ده. هغوی چې بدلونو ته لبیک وایي، نه یوازې دا چې خپله بقا یقیني کوي، بلکه نېکمرغي یې هم دبخت په سباوون کې ځلانده را د بره کېږي. او د نړېوال نورم د کاروان سره جوخت مزل کوي.

- کوم شی چې په ژوند کې یقیني دي، هغه بدلون دی. ګټه هغه چا وکړه چې ویې مانه.
- څوک چې دبدلون هرکلی کوي، تل خپل مقدرات پراخ کوي.
- ⁠ابتکار پرمختګ راولي. دبدلون نه د په شاتګ پر عوض، دفرصت استفاده کول پکار دي.
- ⁠بدلون منونکي او د عمل مبتکران، تل د قافلو سالاران وي.
- ⁠دبدلون سره ځان عیارول یوه عظیمه ژمنه ده، او داسې اوږد سفر دی چې د ژوند تر پای پورې وفادار ملګري غوندې راسره مل دی.

پند | علومي وردک | 📖🧠🌱

Pannd - پند ️

18 Dec, 07:50


عِلم د کاغذونو په وزن کې نه؛
بلکِه د فهم په لوړوالي
او د درک په ژوروالي کې نغښتی دی!

📖🌸🧠 | پند

Pannd - پند ️

16 Dec, 12:31


څادر مې نشته او ساړه بې وسې نه پیژني!
مورې مرغۍ شمه بڼې وکړم، که څه وکړمه؟

~صعود


د ژمي او ساړه موسم په را رسیدو د خپلو ګاونډیو بېوزلو احوال واخلیٔ، د پوښاک هغه توکې چې تاسې یې نه کاروﺉ دوی ته یې تحفه کړﺉ، رب به یې ډیر لوی بدل درکړي.
حیران د دې زمانې انسانانو ته یم چې ګاونډ کې څوک وچه ګوله نلري چې و یې خورې خو دوی په لکونو پيسې په شوقیانه بنډار، قمار، او نورو عیاشیو کې مصرَفوي.
ګاونډی به یې په ورځو، ورځو د خواړو څکه نه وي کړې خو د ده به په سترخوان د کبابونو او بیلابیلو خواړو د اېښودلو ځای نه وي.
ربه! اشرف‌المخلوقات انسان ولې دومره بې‌اِحساسه شو؟
😭

Pannd - پند ️

15 Dec, 15:24


که غواړې چې ژوند وکړې او خوند ورڅخه واخلې نو قناعت وکړه!

یعنې هغه څه چې لرې یې، شُکر ورباندې وکاږه او ځان ورباندې قانع کړه.

😊🌸 | پند

Pannd - پند ️

15 Dec, 15:13


تاته وایم، واوره!🫵

د چا په زړه کې داسې ګل مه کره، چې اوبه کولی یې نشې!


پند | 💔🥀 | 🌱♥️

Pannd - پند ️

15 Dec, 13:37


له هغې مې وپوښتل:
تر اوسه دي خاوند (د ژوند ملګري) ګل درته راوړی؟
ويې ویل:
نه، خو تر اوسه چې یې کوم کالي ماته راوړي، ټول ګلداره دي!😊

• نو مينه د شته شیانو درک کول دي؛ نه د هغه شي انتظار چې نشته!!!

| پند | 🌸🫰🥰 | ژباړه- آسماکاکړ

Pannd - پند ️

14 Dec, 18:28


کوم اشخاص چې د نورو عیبونه لټوي، په واقعیت کې د خپلو باطني کمزوریو نسبت نورو ته کوي.

پند | 📖👤🧠 | ح. نورمل

Pannd - پند ️

14 Dec, 16:48


بېل‌ګېټس د نړۍ لوی شتمن دی.

دی یو چا وپوښت:
له ځان نه زیات بل شتمن پېژنې؟
بل ګېټس: هو!
کلونه وړاندې د نیویارک په هوایي ډګر کې مې په یوه مجله سترګې ولګېدې.
پښتۍ او مضامین یې په زړه پوري ول،
ومې غوښتل چې مجله را نیسم، جیب ته مې لاس کړ ماتې پېسې نه وې.
له اخیستو یې تېر شوم.
تور پوستي هلک را غږ کړ: در وا یې خله.
ما ورته کړل چی زه خو ماتې پېسې نه لرم.
هلک: در وا یې خله، مجله مې در وبخښله...
درې میاشتې وروسته په هماغه ډګر کې مې په یوه ورځپاڼه سترګې ولګېدې، مطالب یې په زړه پوري ول؛
جېب ته مې لاس کړ چې بیا پېسې نه وې او روان شوم.
هلک غږ کړ: ورځپاڼه پورته کړه ستا شوه!
ما ورته کړل چې ماشومه! هر چا سره چې ماتې نه وي، نو ته یې ورته همداسې وړیا بخښې؟!
ماشوم: هو چې زړه مې وغواړي بخښم یې. له خپلې شخصي ګټې یې پېسې پرېکوم.
کلونه مې ذهن په دې مشغول و چې دا ماشوم دا کار د کوم احساس له مخې کوي؟
پوره ۱۹ کاله وروسته له مایکروسافټ سره د قدرت اوج ته ورسېدم.
پرېکړه مې وکړه ترڅو د یاد ماشوم نیکي ور جبران کړم؛ امر مې وکړ چې هر ډول کېږي تور پوستې هلک را پېدا کړئ.
وروسته له یوې نیمې میاشتې اطلاع راغله چې یاد تور پوستې چې اوس ۳۲ کلن ځوان دی د تئاتر او سینما په یوه سالون کې کار کوي، نو خپل شرکت ته مې را وغوښت.
پوښتنه مې وکړه: ما پېژنې؟
هلک: هو، بل ګېټس خو ټوله نړئ پېژني، ما ورته د ورځپاڼې کیسه وکړه چې هغه دې یاده ده؟
هلک: هو، هغه زما طبیعي او د زړه احساس و.
ګېټس: غواړم ستا هغه نیکي او محبت چې ما سره دې کړی جبران یې کړم.
هلک: هغه څنګه؟
ګېټس: هر څه چې وغواړې در کوم یې.
تور پوستی هلک په خندا شو: هر څه چې وغواړم را کوی یې؟
ګېټس: هو، هرڅه چې وغواړې.
ما ۵۰ افریقایي هیوادونو ته قرضه ور کړې، نو که ته وغواړې د هغو ټولو هومره پېسې درکوم.
هلک: ښاغلی ګېټس، تاسې زما احسان نشئ جبرانولی.
ګېټس: نه یې شم جبرانولای؟ دا څه وایې؟
هلک: ما د خپلې بېوسې په اوج کې تاته یو څه در بخښلي خو ته یې د شتمن کېدو په اوج کې را بخښې.
دا هېڅ د پرتلې وړ حالت ندی او نه هم کوم څه جبرانولای شي. همدا مهرباني او احساس دې کافي دی.
تر اوسه همدا فکر کوم چې له دغه تور پوستي ۳۲ کلن هلک پرته بل هېڅوک له ما زیات سرمایه دار ندی....
بخښنه او ورکړه د عشق تر ټولو غوره لار ده.

حقیقي شتمني | 📖🧠 | پند

Pannd - پند ️

12 Dec, 16:41


که ملامت هم یې، او بخښنه نه غواړې، نو مغروره نه یې بلکې بې‌شعوره یې!

پند | 📖🧠 | مرغۍ

Pannd - پند ️

12 Dec, 16:37


د جُمعې شپه ده، د دواړو جهانونو سردار حضرت مُحمّد مصطفیٰ "ص" ته درود شریف ډالۍ کړﺉ.

❤️📿💌

Pannd - پند ️

12 Dec, 16:29


مطالعه د هغه پله په څېر ده، چې تاسې له ناپوهۍ څخه پوهې ته اړَوي.

پند | 📖🧠🕊 | مرغۍ

Pannd - پند ️

12 Dec, 14:19


ځينې انسانان دومره بېوزله وي چې بېله پیسو بل هیڅ نه لري!

~باب مارلي

#نقطه
#انسانان
#شتمني

Pannd - پند ️

12 Dec, 14:15


آیا پوهېږﺉ، کله چې یو بریالی انسان ناکام شي څه پېښیږې؟
دا انسان بیرته ۱۰ ځله پياوړی را ګرځي.

💪📖👤

Pannd - پند ️

12 Dec, 14:01


🦋♥️

Pannd - پند ️

09 Oct, 11:48


د ژوند معنا

ژوندون خپله لنډ مزل دی ، ورته ځیر شه
امتحان ستا د عمل دی ، ورته ځیر شه
د عبرت ډیرې کیسې پکې پرتې دي
هم د زده کړې ښه محل دی ورته ځیر شه
دی هېنداره ستا د خپلو عملونو
هر عمل د لارې مل دی ورته ځیر شه
لنډ سفر دی دې دنیا کې ډک له ستونزو
صبر زغم درسره مل دی ورته ځیر شه
پاک قرآن کې یی راغلي ټول اصول دي
هر یو سوال دې پکې حل دی ورته ځیر شه
په نیکۍ به نېک نوم یاد شي تر قیامته
د ښه کښت غوره حاصل دی ورته ځیر شه
زړه دې مه تړه په مال او په آل دواړو
بس توښه دې نېک عمل دی ورته ځیر شه
پيروان که په رښتیا د محمد "ص" شوې
ژوند ستره دې تر ازل دی ورته ځیر شه
تکبر او غرور نه ښایی انسان ته
کور د ټولو مځکې تل دی ورته ځیر شه

سپوږمۍ وردک
................................🌸♥️📖
https://whatsapp.com/channel/0029VaU8QwCGOj9mCnbkjj3j

Pannd - پند ️

05 Oct, 01:19


مسافرو ته!!

سهار د مور، دکلی ښځو ته قصه کوله
دتا په تلو یې ټوله ورځ چې اندېښنه کوله
لورکئ د پاڅیده له خوبه چې باباچیرته دی
زما سکون د ارمانونو مې سبا چیرته دی؟
دمور دعا دلور دعا دزوی دعا دې ساتي
ستا پښتنه مېرمن عزت اوستا حیا به ساتي
کلی خړ پړ دی چه ته نه یې، مسافره ځوانه
اوس مجلسونه نه جوړیږی بهادره ځوانه
هُجرې د پرېښې شنه پټي خپل اوپردي د پریښي
نصیب د وشه دوطن ښایسته سپرلي دپریښي
دګودرونو او منګیو غږ دیاد شي که نه ؟
دوطن غرونه او مرغیو غږ د یاد شی که نه؟
کلونه تیرشول چه داکلی او داچم خپه دی
په بل وطن مسافر ځوانه زما وطن خپه دی
اوښکو لانده کړل ګرېوانونه ځوانو ژړو باندې
نن په سبا چه انتظار کړي په سندرو باندې
مور د ضعیفه او لورکئ د ناقراره ښکاري
پښتنه پېغله هم څوکاله بې سینګاره ښکاري
سخته ګرمي او جل وهلې زندګي تیروې
ته دعربو سرو رملو کې ځواني تیروې
څه په نازونو یې رالوی کړې خپلې مور ګلابه
نه مې لوریږي چه پردی وطن د خوري ګلابه
دستا په درد باندې مورکئ ځانته مرګونه غواړي
خو دا ناترسه ستا له وینې نه کارونه غواړي
زوی د شو ځوان لورکئ د پېغله ته یې ونه لیدې
زړه مېرمن شوه ، چې وه حوره ته یې ونه لیدې
دزنکدن په وخت کې ستا نام ستا دمور په خوله وه
ته مسافر وې بل وطن کې ستا مورکئ خپه وه
دخدای خاطر وکړی نوربس دی نو راځئ وطن ته
داباقی عمر مو پیرزو کړئ دخپل کور دیدن ته
خدای ته به لپه کړم سوالونه دا دعا کومه
زه به سپوږمئ دستاسو خور دا تمنا کوومه

سپوږمۍ وردک
.............................📖🌸♥️
https://whatsapp.com/channel/0029VaU8QwCGOj9mCnbkjj3j

Pannd - پند ️

07 Sep, 00:42


ما همداسې نا بينا ګڼه دلبره
لکه ړوند چې وي لړم په دواړو سترګو

کله کله په مونږ داسې ديدن بند کړي
لکه بند چې وي تورخم په دواړو سترګو

ستا تصوير ته مې ويل که دې پکار وي
دا خپل سر به کړم قلم په دواړو سترګو

ګوزاره کوه دلبره غريبي ده
بې له دې که څه لرم په دواړو سترګو

مطيع‌الله تراب

........................🍂📖🦋
https://whatsapp.com/channel/0029VaU8QwCGOj9mCnbkjj3j

Pannd - پند ️

06 Sep, 04:48


"ما زندګي تل په خپلې شا روانه کړې ده"
تن کې مې په زوره باندې ساه روانه کړې ده

ستا د تورو زلفو د خوشبو وېش ته يې بيايمه
لاس نه مې له ځان سره هوا روانه کړې ده

ته به د سندرو چم کې کومې ټپې ووايې؟
ما خو د حمزه د شعر نوا روانه کړې ده

نشته دی ارزښت په دغه ښار کې د غميو هېڅ
ولې دې د خپل حُسن سودا روانه کړې ده؟

ځمه د رڼا پر اس د خپلې مينې کلي ته
ځان سره مې تالنده برېښنا روانه کړې ده

را به وړو حيرانه! د ګلونو د خوشبو ډولۍ
موږ د پسرلي کلي ته ورا روانه کړې ده

" ډ. حنیف حیران "

............................🥀🌸
https://whatsapp.com/channel/0029VaU8QwCGOj9mCnbkjj3j

Pannd - پند ️

05 Sep, 13:29


پۀ خواږۀ نظر را وګوري ګلرنګۀ
لکۀ یو لک خرابات راباندې وکړي

وایي زما یې زه دې نۀ ورکوم چاتۀ
یو قسم هم پۀ جومات راباندې وکړي

باران خضر

Pannd - پند ️

05 Sep, 04:18


ښکلي که ټول د دنیا راشي؛
خپل غنمرنګ جانان پرې کله ور کومه!
🌸♥️

#ټپه #لنډۍ #پښتو #شاعري

Pannd - پند ️

31 Aug, 15:18


پلار: 🌱♥️📖

Pannd - پند ️

31 Aug, 15:17


د انسان تر ټولو ښه ملګری د هغه روغتیا ده.
🌸🌱🦋

Pannd - پند ️

31 Aug, 15:16


د لوېدلو بعد پورته کیدل ستاسې انتخاب دی؛
که وغواړﺉ حتماً بیرته پورته کیدلی شیٔ.

Pannd - پند ️

30 Aug, 06:33


د پند چینل خوږو څارؤنکو، سلامونه او نیکې هیلې٬ جُمعه مو پخیر!
🦋🥰🌸

هیله ده، روغ رمټ او د روغتیا په جامو کې پټ اوسیٔ.

Pannd - پند ️

27 Aug, 15:13


که د ژوندانه ټوله ګټه پر مرګ تقسیم کړﺉ، یوازې به کفن درته ورسېږي، هغه هم په شک کې ده.

Pannd - پند ️

27 Aug, 15:13


له منځه وړوونکی مه اوسه؛
لاسته را وړوونکی اوسه!

Pannd - پند ️

27 Aug, 15:11


د ټولو مشکلاتو یو حل:
د الله تعالیٰ عبادت!

Pannd - پند ️

27 Aug, 15:11


واټن که هر څومره وي اهمیت نه لري بلکې د اړیکو ټينګوالی مهم دی.

Pannd - پند ️

27 Aug, 15:09


کله چې مو نیت پاک وي؛
تاسې هېڅوک له لاسه نه ورکوﺉ، بلکې هغوی مو له لاسه ورکوي.

Pannd - پند ️

19 Aug, 12:10


مور او پلار د اولاد لپاره څه کوي؟

Pannd - پند ️

19 Aug, 12:08


د بل چا لور او خور ته د خپل خور او لور په نظر ګوره!

Pannd - پند ️

19 Aug, 12:07


ستونزې او مشکلات د لاندې شکل په څير دي:

Pannd - پند ️

19 Aug, 12:07


تاسې ته ترټولو نژدې څوک دی؟

Pannd - پند ️

13 Aug, 15:24


کورنۍ لکه یو بدن؛
پوره متن په انځور کې ولولیٔ. 🔺

1,151

subscribers

337

photos

10

videos