ریښتني ملګرتیا @friendship122 Channel on Telegram

ریښتني ملګرتیا

@friendship122


ژوندون رنګین وي په ملګرو باندې
هېڅ کـــله هم نه کړې  خفه ملګري

چې راســـره کوي د حق ملـــګرتیا
له خـدایه غــواړمه هغه  ملــــګري
@Khadem23_bot

ریښتني ملګرتیا (Pashto)

ریښتني ملګرتیا یوه د خپلواکۍ خلقو وروسته دووختیاوو د تر روغه په خپله پیغامونو کې ښه رنګینه او خندانۍ د ورته مخې ملګرتیا یاست. د لاسونو او ملګرتیاوو په خپله د خدایه له جوړیو د ریښتني ملګرتیا ته د څه مقدارو توجه وکړئ. دا کانال د خپلواکو روانو تر کارونکو سره تړلې شی او د هغه وروسته کولای شی چې څه موضوعاتو په بارې دی. خپله رنګین او خندان بهپه راتلو شمېره کولای شی. په ریښتني ملګرتیا کې د خپلواکو په خدایه څټکې خدماتو ته ورسه کولای شی.

ریښتني ملګرتیا

30 Apr, 21:27


‏يو عرب خپله قیصه کوي.
میرمن مي په کوم ځای كي وظیفه لري، تنخوا أخلي، د کار رئیس یي تر ما ډیر وخت ورسره تیروي، تر ما هغه ډیرې خبرې ورسره کوي، له ما د هغه څخه ډیره ویریږي، تر ما له هغه څخه ډیر توقعات أو أمیدونه لري.
کله چي زه ورته تلیفون وکم، کله ځواب راکړي أو کله یي نه راکوي، خو چي رئیس یي زنګ ورته ووهي و تلیفون ته ویریدلي ور منډه کړي، خپل آواز ورته نرم کړي، أو په ټولو خبرو کي "نعم. نعم. طیب. طیب " ورته وایي، یعني سمه ده سمه ده.
زما سره يي د آواز أو خبرو بڼه بدله ده ، کله چي د یو کار غوښتنه تري وکړم په ډیرو اعتراضاتو أو بحثو یي بیرته پښیمانه سم.

رئیس یي و خپل کاري دفتر ته ور وغواړي په ساعتونو ساعتونو دروازه ور پوري بنده وي، رئیس یي د کار په أړه تفصیلات ورته بیانوي، د رخصتۍ په ورځو کي تلیفون ورته وکړي په ساعتونو ساعتونو خبرې سره کوي، کله چي زه مداخله وکړم دا راته وایي: ته غواړې چي ما له وظیفي څخه پسي واخلي، ته غواړې چي زما راتلونکی خراب شي؟
خلاصه داچي دا احساس کوم لکه د میرمني رئیس چي مي په ټولو شیانو کي زما سره شریک وي، أو په دې شراکت کي ځان راته هیڅ سړی نه ښکاري، رئیس یي روپۍ ورکوي، أوامر ورته صادروي، هغه یي د ژوند محور ګرځیدلی دی، کله خو زه له ځان سره ووایم چي کاش زه یي رئیس وای.
دا عرب وایي: نو فیصله مي وکړه چي نور باید نارینه سم، أو له دې حالته ځان را وباسم، نو یوه ورځ مي ځان تیار کړ ، غاړي مي تازه کړي چي ښځي نور زه ، زما او ستا تر مینځ دریم کس نشم زغملای، نور دا تحمل نشم کولای چي رئیس دي په کټ کټ درسره خاندي، أو په ساعتونو ساعتونو خبرې درسره کوي، نور زغم نلرم چي هره ورځ دفتر ته د تلو نه مخکي په اینداره کي ګورې أو د رئیس لپاره دې ځان سینګاروې، نور باید و دې وظیفي ته استعفاء ورکړي.
ددې خبرې له أوریدو سره سم مي میرمنې طلاق را څخه وغوښت ، اوس دایو په محکمه کي د قاضي د راتلو انتظار کوو.

د مخلوط عمل بیا داسي نتائج وي.

ریښتني ملګرتیا

29 Oct, 13:56


له پنده ډکه کیسه😢
#جنتي_ښځه

پیغله واده شوه، له خاوند سره یې ډېره مینه درلوده
ښځي به هر وخت خپل خاوند د سهار جماعت لمانځه ته راوېښوی،
یوه ورځ داسي وسوه چي خاوند یې له خوبه راویښ کړ خو جماعت ته په تللو کي ور څخه ځنډ وشو
مسجد ته چي ورسېدی لمړی جماعت تري تېر سوی ؤ،
په دوهم جماعت کي یې لمونځ اداء کړ،
د مسجد امام یې خواته ورغلی، ورته وه یې ویل:
ته د فلانکۍ ښځي خاوند نه یې؟ سړي ټکان وخوړ،
ته زما ښځه څه پېژينې؟ دا نوم دي له کوم ځایه زده کړی؟
امام ورته وویل: په اللهﷻ قسم چي نن مي په خوب کي د لمړي جماعت لمانځه مقتدیان په جنت کي ولیدل له مونږ سره یوه ښځه هم وه، ورڅخه ومي پوښتل: راته وه یې ویل فلانکۍ ښځه یم د فلانکي سړي مېرمن یم،
سړی په منډه او خوشحالۍ د کور په لور راوګرځیدی چي خپلي ښځي ته د جنت زیری ورکړي، خو چي کور ته ننوت د خپل ژوند د ملګري حالت یی بل ډول وو
هغې ښځي د کائناتو خالق ته خپل روح سپارلی وو او وفات شوې وه😢
__
د سهار په خوب ویده انسان فکر کوي چي یو ګوړی به خوندونه واخلم او آرام به وکړم
خو دا غریب د هغو زړونو په مزو ندی خبر چي د اللهﷻ په وړاندي ولاړ وي،
که مو پوره لوستلې وي نو د ثواب په نیت یې درسره نشر کړئ.!!
ـــــ
[سُوۡرَةُ إبراهیم : 40]
رَبِّ اجْعَلْنِى مُقِيمَ الصَّلٰوةِ وَمِن ذُرِّيَّتِى ۚ رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَآءِ

اې زما پروردګاره! ما د لمانځه قائموونكى وګرځوه او زما له اولاد څخه هم (داسي خلك را پورته کړه چي دغه عبادت اداء کړي) زموږ ربه! زما دُعا قبوله کړه.🙏😢

ریښتني ملګرتیا

28 Oct, 16:06


له عبرت ډکه کیسه !

یو وخت یوه استاد خپلو شاګردانو ته دعقیدي درس ورکاوه او د لا إله إلا الله په اړه یې معلومات او تشریحات ورکول ، دي استاد له پیشوګانو او مرغانو سره مینه لرله یوه ورځ یې یوه شاګرد طوطي ورته راوړ دوخت په تیریدلو سره د استاد مینه له طوطي سره زیاته شوه آن چې د درس په مهال به یې هم له ځانه سره لاره او تردې پوري چې طوطي د لا اله الا الله کلمه ډیره په خوند زده کړه اوشپه او ورځ به یې دا کلمه ویله . یوه ورځ شاګردانو خپل استاد په داسي حال کې وموند چې ډیر سخت یې ژړل کله چې هغوی دژړا دلامل پوښتنه وکړه ده ورته کړه : یوي پیشو زما طوطي مړ کړ هغوی ورته وویل : ایا په طوطي باندي دومره زیات ژاړې !!که غواړې موږ به همدا اوس تر هغه ښه اوښایسته طوطي درته راوړو ، استاد ورته وویل : پرطوطي نه ژاړم ، ژاړم پردي چې کله زما طوطي پیشو ونیو نو هغه په چغارو پیل وکړ اوتر مرګه یې چغې وهلي زما د طوطي لا اله الا الله ډیره ښه زده وه او هرو خت به یې ویله هم خو کله چې پیشو حمله پرې وکړه نو دا کلمه یې هیره شوه اویواځې چیغي یې پر خوله پاته شوې ځکه دا کلمه ده یواځي په ژبه زده کړي وه اوزړه ته یې نه وه لوید لي او نه دزړه له تله پرې پوهیدی اوبیا استاد وویل : زه ویریږم چې موږ ددي طوطي په څیر نشو په ژوند کې خو لا اله الا الله ډیره وایو او ذکر یې هم کوو او خدای مکړه دمرګ په مهال یې هیره نه کړو ځکه داویره پکار ده چې هسي نه زموږ زړونه هم دهغه طوطي په څیر تش پاته وې ، په دي سره یې شاګردانو هم په ژړا پیل وکړ ...
#

ریښتني ملګرتیا

26 Oct, 13:41


#شرط_مه_تړۍ_خوندوره📥✍️
#کیسه💪
#دکونډې_زوی_واده_وکړ 🤱ښځې يې غوښتل چه د ځوان ټوله توجه ځان ته ورواړوي ډيرې هلې ځلې يې وکړې خو ځوان به د ښځې په پرتله له خپلې مور سره ډيره مينه او ناسته ولاړه کوله
يوه ورځ يې ښځې مور ته وويل ستا زوی به ماسره او که تاسره ډيره مينه لري
مور يې وويل ته څه فکر کوې
انګور يې ورته وويل راځه چه دواړه يې معلومه کړو شرط به مو دا وي ریښتيا حال به نه وايو

ځوان چه کله کور ته راشي ميرمن او مور يې سم شور جوړ کړی وي دی هميش خپلې میرمن ته وايي سمه شه او مور ته هيڅ هم نه
بله ورځ چه کور ته راغی ګوري ميرمن يې په زوره زوره چغې وهي
ځوان يې پوښتنه وکړه څه شوي
ښځې يې ورته وويل مور دې راڅخه ګاڼه ټوله غلا کړې دې سره ځوان په میرمن ګزار وکړ
میرمن يې پوه شوه چه شرط مې وبایله او خاوند ته يې وويل
ايا غواړې چه کور مو درته پریږدم ځوان ورته وويل ټولې دروازې خلاصې دي هيڅوک ستا مخه نشي نيولی
ميرمن يې غوښتل چه تر دروازې بهر ولاړه شي چه کیدای شي خاوند مې راتاو کړي خو هغه هيڅ ونه کړه
بیرته راوګرځيده او سړي ته يې وويل
اخر خو دا راته ووايه چه ته ددې مور سره دې دا څومره مينه لرې چه نور د دنيا په سر هيڅ هم نه وينې علت يې څه دی
ځوان ورته وويل
داسې مه وايه چه زه د دنيا په سر صرف مور وينم نور هم وينم خو د هر چاسره مور ځکه نشم برابرولی چه
زه وړوکی وم پلار مې همدې غمخوارې ته پریښودم
نه مې هیریږي په کور او کلي به يې ماته ډوډۍ راپيدا کړه چه ماشوم مې وږی دی ما ته به يې راکړه ما به پوښتنه ترې وکړه مورې ته هم نس لرې کنا دروغ به يې راته ويل چه نیمه مې ځان ته پریښې خو مالیدل چه نور به هيڅ هم نه و ما به دومره وخوړه چه مور ته هم څه پاتې شي ځان به مې دې ته موړ ښوده او چه کله به ما ځان په خوب واچاوه هغې به لما پټه باقي ډوډۍ دخپلو اوښکو سره خوړله

ماسره د مور مې ټول عمر تیر شو شکایت مې وانه وریده او ستا په درېو مياشتو هر قسم تکليفونه راغله هغه هم د هغه چا چه زه يې د خپلو ټولو دردونو او غمونو کې بیا هم په مسکا رالوی کړی یم نن تا څرنګه دداسې يوې پرشتې سره برابره کړم

مور یې د دروازې شاته ولاړه وه اول يې په چپه اخر يې په زوره چغې کړې چه وه خدایه ټولو ميندو ته همدغسې اولادونه ورکړې
ځوان ورغی او خپله مور يې کلکه غيږ کې ونيوله او دواړو ژړل
میرمن يې چه دا قیصه واوریده پوه شوه چه بیشکه مور مور وي

ریښتني ملګرتیا

19 Oct, 08:55


ملګری هغه څوک دی، چې ستا په اړه په هر څه پوهېږي، خو بیا هم پرې ګران یې!

ریښتني ملګرتیا

04 Oct, 18:09


*🌹د عبدالله ابن مبارك عجيبه حج🌹*



عبدالله ابن مبارک رحمه الله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د أحادیثو ډېر ماهر وو.
د نبي کریم علیه الصلاة و السلام په مزاج او د دین په حقیقت ډېر ښه پوهیده ، ده ته دا معلومه وه چې سمه دینداري څنګه او څه شئ وي.🌹
یو ځل ابن مبارک حج ته روان شو، د سفر په جریان کې یې یو ځای کې یوه ماشومه ولیده چې له ډېران څخه څه را أخلي ، لګ نور هم ور نږدې شو ګوري چې هغه عاجزه بې وسه ماشومه یوه مړه مرداره مرغۍ زر زر په یوه ټوټه کې را ونغښته ، ابن مبارک دلته ودریده او په ډېره حیرانتیا او مینه یې له دې ماشومې څخه وپوښتل.
لورې! ته به په دې مرداره مرغۍ څه کوې؟ ماشومې خپلې زړې خېرنې جامې سمې کړې او په سترګو کې یې اوښکې راغلې ، په ژړغوني آواز یې وویل: کاکاجانه! زمونږ پلار څه ظالمانو قتل کړ ، زمونږ څخه یې ټول مال او دولت واخیست ټولې ځمکې یې راڅخه قبضه کړې.
اوس یواځې زه یم او ورور مې دی ، دالله ج څخه بغیر کومه بله أسره نلرو ، نه د خوراک لپاره څه لرو او نه هم د أغوستلو لپاره ، ډېرۍ وخت مونږ په داشان ګوزاره کوو، همدا اوس اوس مونږ د شپږو وختونو راهیسې نهر یو، ورور مې کور کې د لوګې له وجې بې هوښه پروت دی، زه بهر راغلم چې ممکن د خوراک به څه پیدا کړم نو هغه وو چې دا مرداره مرغۍ مې پیدا کړه ، زمونږ لپاره دا هم یو لوی نعمت دی ، ددې خبرو سره بې وزله ماشومې په چیغو چیغو وژړل.
د حضرت عبدالله ابن مبارک رحمه الله زړه راډک شو او د ماشومې په سر یې د ترحم لاس کېښود ، او پخپله هم په ژړا شو ، د خپل مالي څخه یې وپوښتل چې په دې وخت کې ستا سره څومره پیسې دي؟
مالي وویل چې حضرت صاحب زما سره ۱۰۰۰ زر أشرفئ دي ، ابن مبارک وپوښتل چې زما په آند له دې ځایه تر ( مرو) پورې به زمونږ ۲۰ شل أشرفئ بسنه وکړي؟
مالي وویل هو حضرت صاحب شل أشرفئ تر کوره د رسیدو زمونږ لپاره کفایت کوي.
ابن مبارک په فیصله کن انداز کې مالي ته وویل چې بیا نو شل أشرفئ ته ترې واخله پاتې ټولې أشرفئ دې ماشومې ته ورکړه ، مونږ به سږ کال حج ته نه ځو، دا حج د کعبې له حج نه هم لوی دی.
مالي ټولې أشرفئ ماشومې ته ورکړې ، دغم او لوږې څخه زیړ مخ یې ناڅاپه وځلېده ، د ماشومې په سترګو کې د خوشحالئ اوښکې راغلې ، په ډېر تلوار په تېزو قدمونو خپل کور طرف ته لاړه.🌷
عبدالله ابن مبارک رحمه الله د الله جل جلاله شکر آدا کړ
خپل مالي ته یې وویل چې بس له همدې ځایه واپس کورته ځو ، الله جل جلاله هم دلته زمونږ حج قبول کړ.
هۍ افسوس چې د ابن مبارک غوندې احساس له هر چا سره وای ، مونږ هم ډېرې تور سرې کونډې او بې وزله یتیمان لرو.
هۍ کاش: چې مونږ هم د خپلو نفلي حجونو او عمرو مصارف پر یتیمانو مصرف کړي وای ، او خپل صدقات او خیراتونه مو پر همدغو بې سر وسامانه بې وزلو تقسیمولای.
اللهم صل وسلم على محمد وآله وعترته بعدد كل معلوم لك🌹

ریښتني ملګرتیا

04 Oct, 04:14


که له خپل ژوند څخه ډېر شکايتونه لرئ، نو ټول هغه نعمتونه چې الله تعالی درته درکړي دي، په يوه کاغذ ليکل پيل کړئ، يقيناً له دې ليکلو وروسته به مو ژوند نور هم خوشحاله شي.
په حقیقت کې موږ د الله شکر هیر کړی دی ځکه چې موږ نه غواړو هغه نعمتونه او نعمتونه چې پر موږ نازل شوي دي حساب کړو.
موږ یوازې خپلې لږې ستونزې یا نیمګړتیاوې وینو او نعمتونه او نعمتونه مو هېروو.
مخکې له دې چې سر پورته کړئ او له خپل رب څخه د رحمتونو غوښتنه وکړئ، لومړی خپل سر ټیټ کړئ او د هغه نعمتونو شکر ادا کړئ چې تاسو یې خوند اخلئ.

ریښتني ملګرتیا

04 Oct, 04:13


نن د نیکۍ وخت نه دی؟؟

هغه کسان چې وايي نن د نیکۍ عمر نه دی، هغه خلک په حقیقت کې له انسان څخه د نیکۍ اجر غواړي، خو د هغو کسانو لپاره چې یوازې د الله تعالی د رضا لپاره نیکي کوي، هر عمر د نیکۍ عمر دی...!
نورو اسلامي معلوماتو لپاره آزموينه سره پاتې شئ مننه

ریښتني ملګرتیا

04 Oct, 04:13


يو تجار کیسه کوي،
چي يوه شپه په خواږه خوب په خپل کور کې بيده وم
ناڅاپه دروازه يو چا په درز درز وټکول که ګورم يوه ښځه په دروازه کې ولاړه ده!
راته يي وویل: د لوږې له لاس کړېږم که څه راکړې؟
ما له څه خبرو پس خپل نفس کابو نه شوای کړای ورڅخه مې د نفسي خواهیش یعني زنا غوښتنه وکړه
هغي په شرمناکه لهجه راته وويل: په مرګ خوښه يم، نه د الله (جل جلاله) په نافرماني او ناخوښې
بېرته يې په هغه لور مخه کړه په کومه چي راغلې وه
څه موده وروسته بيا نوموړې ښځه راغله او د زاريو پلو يي راته و غوړاوه د تېر په څېر يې راڅخه د څه غوښتنه وکړه
ما هم د تېر په شان ترې د نفسي خواهیش د مړيدو غوښتنه وکړه
نوموړې ښځي بيا هم انکار وکړ او ويې ژړل😥
زه سمدستي کور ته ولاړم دا مې هم هلته په داسي حال کې پرېښوده، چي نوره لوږې مرګ ته ور نږدې کړې وه بيا يي را غږ کړ د الله (جل جلاله) د رضا او خوښۍ په خاطر یوڅه راکړه چې ويې خورم؟
ما ورته بيا د انکار خوله کږه کړه د تېر په څېر مې بيا ترېنه غوښتنه وکړه ...
نوموړې نېکه مېرمن بيا روانه شوه په خوله يې دا وينا جاري وه: د الله (جل جلاله) تر عذاب خو نو راته مرګ ډېر غوره دی!
ما هم پسې څار ونيوی نوموړې له ځان سره څه نظم زم زمه کوئ په نظم کې یي د الله (جل جلاله) عظمت، لويې او کبريا ستايه د خپلې بې وزلۍ او نادارې ښودنه ورته کوې، او له خپله نفسه ورته شکايت کوي،
په نظم کې يې داسې هيښوونکې کيفيت انځور کړ، چي هر څوک يې په ليدو او اوريدو اغېزمنېږي!
دا يې ورستنی نظم دی :
په بيړه به خپل روح ستا له محبت نه ځار کړم ای الله(جل جلاله) شايد تا ته در نږدې، او له عذاب څخه دې لري شم!
تجار وايې: دي وينا يې په ما دومره اغېز وکړ ، چې نور مې د کاڼي په څېر سخت زړه داسې نرم شو چې ورته د ايمان رڼا په ډېره اساني لاره و مونده، د ايمان په ستر نعمت برخمن شوم ، ايمان مې قبول کړ
نوموړې ښځي ته مې وويل: را وګرځه، چي زما په کور کې چي کوم خوراکې توکې شته او تاته خوښ وې له هغوی څخه خوراک وکړه، څومره چي وړای شې هغومره درسره يوسه خاص د الله(جل جلاله) د خوښۍ په موخه ؟
نوموړې نيکې مېرمنې و الله(جل جلاله) ته لاسونه لپه کړه او ويې ويل : (اللهم کما انرت قلبه .. فاجب دعاءه...)
اى الله لکه څنګه چې دې زړه په ايمان روښانه کړ ته يې دعا هم قبوله کړه خالي لاس يې مه پرېږده !
الله (جل جلاله) يې دعا قبوله کړه نوموړې ښځه يې په حلاله نکاح د تل له پاره د ژوند ملګرې کړه !
او د ابدې ژوندون له پاره يې د خپل حقيقي مالک له لوري د تلپاتې خوښۍ، او نيکمرغۍ سند تر لاس کړ🥰
ماخذ: اصلاح البیوت

ریښتني ملګرتیا

20 Sep, 12:37


لیکوال شمس ترکی

د ملګـــرتیا په اړه څومره پوهيږي
ملګرتیا یو داسې نوم دی چې په اورېدلو یې ډېر خفه زړونه خوشحاله او دمایوسۍ له دامه خلاصيږي ملګرتیا دیوې سپېڅلې او مقدسې جملې نوم دی هرڅوک ددې اهمې جملې په قدر او اهمیت نشي پوهېدلی که څه هم دریښتیني ملګري پیدا کول څه ناڅه سونزمن کار دی خو هرانسان ته پکارده ترڅو دژوند په چارو کې دځان لپاره یو داسې څوک ولري چې په دونیا اوآخرت کې دهمدغه ملګري په سبب بریالی او بریمن واوسي
امام تیمیه رحیمه الله فرمایي
ملګرتیا او ورورولي داسې مثال لري لکه لاس اوسترګې کله چې سترګوکې اوښکې راشي نولاس یې پاکوي اوکله چې لاس ته درد ورسي نو سترګې اوښکې پرې تویوي!
که موږ اوتاسې فکر وکړو اکثره وخت انسان دملګري په سبب خپل ځان له مشکلاتو او ستونزو څخه خوندي اوپه امن کې ساتي
دریښتینې ملګرتیا اول قانون اواصل دادی چې باید یو دبل سره په ډېر صداقت اوریښتینولۍژوند وکړوځکه ملګرتیاهغه سپېڅلې تګلاره ده چې آن داتوم دهستې په اندازه غدر هم پکې دغرونو په شان تباهي رامنځته کوي دوهم اخلاص او نېک ګوماني ده
که یوڅوک هرڅومره خوږ او په رنګ اورنګ جامو پټ وي خوچې اخلاص نه وی ورسره دملګرې دژوند چارې په پوره طور او ښه طریقه مخته نشي وړلي همداشان که چېرته غواړو چې اووږدې او دوامدارې اړیکې ولرو نوباید په خپل ملګري نېک ګومان ولرو بېځایه دهغه په شخصي کارو کې مداخله ونکړو اونه هم دهغه په اړه منفي فکر ولرو که چېرته په ملګري کې داسې څه پیدا شول چې دشریعت له معیارسره نه وو برابر نو ددې پرځای چې په سختو ټکو ورته توصیه اویاهم بې تلې قضاوت وکړو ښه داده چې په حسن خلق اونرمه لهجه هغه له خپلو ناروا کړنو راوګرځو همدا شان خپل ځان اوفکر باید داسې جوړکړو چې یوه خبره مو هم په خپلو ملګرو باندې بوج نشي او نه زموږ په وجه نورو ته څه صدمه ورسي
بله خبره داده چې که چېرته داسې یو څوک پیدا شو چې ستا اوستا دملګري ترمابین یې دواټن اېجادولو اراده درلوده پرېږده یې ځکه په اوسني دورکې ډېر داسې کسان شته چې دنورو مینه سیاحت او ترقي نشي زغملی پکار ده چې ددوی په اړه له زغم صبر او حوصلې نه کار واخلو
شاعـــر وایي
دمحبت راج که دخلکو په زړو غواړې اشنا
دچا په کار کې بې اړتیا مداخله مه کوه

ریښتیاهم که یوڅوک غواړي چې خلک یې قدر عزت او درناوی وکړي نویاد کس باید دچاپه کارونه کې مداخله ونکړي اونه هم په چاپسې بېځایه اوبې بنسټه خبرو ته ځان ورکړي
ځکه اللهﷻ فرمايي (یَاَیُّهَالَّذِیْنَ آمَنُوْااجْتَنِبُوْاکَثِیْرًامِّنَ الْظَّنِّ اِنَّ بَعْضَ الْظَّنِّ اِثْمُُ......الایة)
ترجمه اې هغوکسانوچې تاسواېمان راوړﺉ ځانونه وساتﺉ له ګومانونو څخه ځکه بعضې دګومانو چې دي ګناه ده
همدارنګه حدیث شریف کې
رسول اللهﷺ فرمايي (ظَنَّ الْمُؤمِنِيْنَ خَیْرًا مَالَمْ یَرَی شَرُّهْ) ګمان وکړﺉ په مؤمنانو دخیر ترهغې پورې چې شرمو نه پکې لیدلﺉ

نوښه به دا وي چې دخپل ملګري په اړه نېک ګومان اوپه عیبونو یې سترګې پټې کړو په غیاب کې دالله رب العزت نه ورته دوعا او دنېکو اعمالو توفیق وغواړو او په شتون کې یې باید هغه څه ترسره کړو چې ددواړو لپاره دزیاتې مینې او محبت سبب وګرځي
یوه بله اهمه خبره داده چې دخپل ملګري نه باید دمادیاتو مال او نورو شخصي غوښتنو توقع ونلرو ځکه کله چې زموږ او ستاسو په ملګرتیا کې داسې څیزونه زیات شي ډېرځلې داړیکو دترینګلو باعث ګرځي همدارنګه باید له دوکې چل بازۍ او نورو ناوړه اعمال ځان خوندي وساتو

رسول الله ﷺفرمایي( اِنَّ اللهَ یَقُوْلُ یَوْمَ الْقِیَامَةِ اَیْنَ الْمَتَحَابُّوْنَ بِجَلَالِيْ الْیَوْمَ اُظِلُّهُمْ فِيْ ظَلِّيْ یَوْمَ لَاظِلَّ اِلَّا ظِلِّيْ صحیح المسلم)

په تحقیق سره الله ﷻ په ورځ دې قیامت وایي چې چرته دي هغه محبت کونکي چې زما لپاره یې محبت کړﺉ دی زما دې په خپل جلال اویا لويۍ باندې قسم وي چې نن ورځ به دوی زه دخپل رحمت په سیوري کې داخلوم نن ورځ نشته سیوره مګر شته ده زما درحمت سيوره

په پای کې له ټولو مسلمانانو وروڼو غوښتنه کوم چې یو دبل سره دزړه له تله مینه محبت او ملګرتیا وکړﺉ او یوه او بل ته دقدر او احترام په سترګه وګوري ژوند تېردونکی دی نه داوخت بېرته راګرځي او نه هم ملګری بیا پیدا کیږي !!!

ریښتني ملګرتیا

15 Aug, 09:23


#د_اسد۲۴مه

ریښتني ملګرتیا

22 Jun, 10:16


د اړیکو رغول کمال او پالل یې میړانه ده!

ریښتني ملګرتیا

20 Apr, 18:27


صادق اوسه، ممکن زيات ملګري ونلرې، خو رښتيني ملګري به ولرې!

ریښتني ملګرتیا

21 Mar, 10:17


ملگري ښه دی خو

مجبوریت ورته ښه ندی

غږ قاري انس عمري

ریښتني ملګرتیا

05 Mar, 04:59


مینه څه ده؟
ملګرتیا د داسې اشخاصو پکار ده
چې ته هر څومره جدي ورسره لاړشی،
الخ

غږ قاري انس عمري

ریښتني ملګرتیا

22 Feb, 06:46


‏رښتیني ملګري

‏③دري ځانګړنې لري


‏① موندل یې سخت دي

‏② پرېښودل یې سخت دي

‏③ هېرول یې سخت دي

ریښتني ملګرتیا

20 Feb, 04:36


‏وفا او ملګرتیا

وفا له قلف څخه زده کړئ
ځان ماتولو ته ور کوي
خو کیلي نه بدلوي


ریښتني ملګرتیا

19 Feb, 04:52


داسي مکوه چي بې وروره او بې ملګري پاته سې!
ــــــــــ
ژباړه: فضيل بن عياض وايي: څوک چي بې عيبه ورور غواړي هغه به بې وروره پاته سي.
يعني هيڅ داسي څوک نسته چي عيب دي ونلري نو ځکه د کوم عیب په خاطر د چا سره وروري او ملګري مه پرې کوه ځکه که د بې عيبه ورور او ملګري پسې ګرځېدلې نو بې وروره او بې ملګري به پاته سې.
قَالَ فُضَيْلُ بْنُ عِيَاضٍ: مَنْ طَلَبَ أَخًا بِلَا عَيْبٍ بَقِيَ بِلَا أَخٍ.[شعب الايمان8027]
مولوي نورالحق مظهري

@Friendship122

ریښتني ملګرتیا

13 Feb, 18:54


ما د ټوپک شپیلی کی کیښوده ګیډی دګلو
اوس دبارودو پرځای بوی دګلابونو کوی


‏له ګران هیواد څخه د اشغال ټغر ټول او پر ټول هیواد اسلامي خپلواک نظام واکمن دی اوس به ټول خپل د ګران هیواد د آبادي رفاه ترقی او پرمختګ لپاره کار کوو او خپل ګران هیواد به دسیالانو سیال کړو ان شاءالله