محمد علیم بسمل @bismel Channel on Telegram

محمد علیم بسمل

@bismel


دغه چینل د مولانا محمد علیم بسمل په اجازه د هغه د مخلصو ملګرو له خوا پر مخ وړل کیږي.

محمد علیم بسمل (Pashto)

د محمد علیم بسمل چینل یوه مخلص ملګري استاد د افغانستان کې د تاریخونو او فرهنګو څخه په اړه مخلصول کولای شي. دغه چینل په ټولو دننو وړ او ماستریونو سره مخلصول کولای شي د پوهاندويو او مطالعوي پیژندلو څخه. د مخلص ملګرو او اوسه متخصصانو په لاس کې دغه چینل د لاسرسی چالوونکو بخښنه ورکړې شي او د ترمنځ په اړه د خپلواکي معلوماتو ترلاسه کولای شي. اگه زده کولو د وړ له خوا پر د کارن سره بحث کولای شي یا د خپلواکي سوالات پوهاند کولای شي، دغه چینل یو ځله کسانو ته د زده کولو په اړه ستاسو اوسه معلوماتي پیژندل کولای شي. محمد علیم بسمل چینل یوه جوړونکی فرصت دی چې د ستا معلوماتو په لاس کې اضافه کړي او په شناخت اوسه پوهاند کولای شي. به دغه چینل سره همکاری کولای شي او خپل معلوماتو په اړه پیژندلای شي ترڅو چې تاسو جواړ کړي یا تر خوښ کړي.

محمد علیم بسمل

14 Nov, 18:40


زه د خدای په رنګ کې رنګ يم؛ د یوې ډلې هم نه یم
که نا اشنا يم مؤمنانو! یو دې داسې هم په کې وي

د رقیب کړنې به زغمو، په مرګي مو پېرزو نه دی
دا خو ژوند دی ای يارانو! یو دې داسې هم په کې وي

ما به خدای بخښي شېخانو! خالي لاس به ځم جنت ته
خدای به وايي جنتيانو! یو دې داسې هم په کې وي

دا به هم د خدای تقدیر وي؛ چې دا کوږ لرګی سيخ نه شو
بسمل پرېږدئ ملايانو! یو دې داسې هم په کې وي
#بسمل

محمد علیم بسمل

07 Sep, 15:55


اکثره شاعران او نعت خوانان د رسول کريم علیه السلام د ظاهري ښایست صفت کوي، لکه ستا سترګې مبارکې، ستا زلفې، ستا مخ مبارک، ستا قد او قامت او...
همدارنګه د خپل عشق يادونه ډېره کوي، چې په اصل کې شاعر او نعت خوان د رسول علیه السلام صفت نه کوي، په حقيقت کې يې د ځان صفت شروع کړی وي. لکه، زه دې په ښایست مين يم، ته مې دلبر يې، بې له تا مې ژوند په انګار دی او داسې نور.

مګر د نبي عليه السلام د اخلاقو، کردار او سنتو بیخي کمه يادونه کېږي؛ سره ددې چې اخلاقو مبارکو ته یې د خلکو رابلل مهم کار دی او ټولنه پرې هدایت ته رسېږي.
مثلا! نبي علیه السلام فرمایي: هغه کس مؤمن نه دی، چې ګاونډي يې نهر وي؛ دی يې په حال خبروي، د نهرې خېټې د مړولو توان یې لري، خو بیا هم د خپل ګاونډي غم نه خوري.

همدارنګه د مور او پلار اداب، په ټولنه کې د مختلفو وګړو سره نېک چلند، عفوه، صله رحمي، عدالت، سخاوت، عاجزي او... دارنګه سلګونه سنت، اخلاق او لارښوونې د رسول علیه السلام له مونږ پاتې دي، چې نورو ته یې ورسوو؛ خو بيا هم مونږ د رسول کريم عليه السلام په ظاهري ښایست او خپل عشق باندې زیات تمرکز کړی.

له شاعرانو او نعت خوانانو مې هيله ده، چې کوښښ وکړي تر ډېره د نبي عليه السلام اخلاق، سنت او کردار تر خلکو ورسوئ؛ ان شاءالله نتيجه به یې د اجر ترڅنګ ګټوره او دوامداره وي.
#بسمل

محمد علیم بسمل

07 Sep, 15:55


شاعرانو، ليکوالانو او نعت خوانانو ملګرو!!
الله تعالی په قران کريم کې يا موسی! يا عيسی! او نور ویلي دي؛ خو يا محمدا! يې نه دي ويلي؛ بلکې په قران کريم کې د ځینو وجوهاتو له امله منع هم راغلې ده. چې هغه يو څه تفصيلي موضوع ده.
بهتره به وي، چې په شعر، نثر او ترنم کې د يامحمدا! وا محمدا! او يا هم له محمد نوم څخه ډډه وکړو؛ ځکه چې دا د نبی عليه السلام په حق کې د ادب له چوکاټ نه يو څه لرې مالومېږي.
#بسمل

محمد علیم بسمل

04 Sep, 06:43


د یو، بل و لاس ته لوېږي لکه خښتې
په یوه ګوزار ماتېږي لکه خښتې

د دې وخت منافقین دوه مخي نه دي
په شپږ اړخه څرګندېږي لکه خښتې

دې بې سر او پښو مخلوق ته زه حیران یم
چې په هر طرف درېږي لکه خښتې

ضمیر وژني په لوی لاس ورته ماتېږي
چې کوم قد کې نه ځایېږي لکه خښتې

نه پوهېږم سړی څه فتوا پرې ورکړي
څټ او مخ يې نه ښکارېږي لکه خښتې

د خپل ذهن او د فکر په قالب کې
خرڅېدلو ته جوړېږي له خښتې

په دنیا کې خو خام پاتې شول بسمله!
په دوزخ کې به پخېږي لکه خښتې
#بسمل

محمد علیم بسمل

02 Sep, 15:56


چې خزان او غم ځپلی درته ښکــــــــــــــارم
دا جــدا د يار له کلـــي او لـه يار يـــــــــــــــم

که همېش د پېښور په څنګ کې مېشت شم
ننګرهار غوندې به تل ګل او ګلـــــــــــــزار يم
#بسمل

محمد علیم بسمل

24 Aug, 04:59


کبر دې نه کېږي، توبه له ناشکري ملګــــــــــــــــــــــرو
څو مې چې مور مړه ده، ژوند خوند نه راکوي ملګرو
که جنت هم وي، خو چې مور دې په کې مري ملګـرو
ورکه دنیا شه که فاني ده، که باقي ملګـــــــــــــــــــرو
👇👇👇

محمد علیم بسمل

21 Aug, 04:19


داشعر مې د لومړۍ قبلې مظلومانو ته لیکلی.
يادونه: په لومړي بند کې تېر وتی یم، انسان مې جهان لوستی. بخښنه غواړم.
👇👇👇

محمد علیم بسمل

01 Jul, 02:05


چاته آذان کوې بلاله؟ امت باد وړی دی
څوک به راپورته کړې له خوبه ملت باد وړی دی

سپی یې تړي او خر یې بېرته خلاصوي له قیده
په دې ځنګل کې د زمریانو حیثیت باد وړی دی*

که جنتي شي او د کهف د اصحابانو هم شي
سپی بیا هم سپی دی، عارضي فضیلت باد وړی دی

یا خو د ښکلو په خندا کې پخوانی خوند نشته
یا زه سپین ږیری شوم او یا محبت باد وړی دی

ځې په حرامو پیسو حج ته شیطانان هم ولې
ملا بسمله د انصاف عبادت باد وړی دی

* یوه سپي زمری په ځنځیر تړلی و، زمري خره ته وویل: که دې زما له پښو نه ځنځیر لرې کړ، د نیم ځنګل پاچاهي در کوم. کله چې خره زمری خلاص کړ، ټوله پاچاهي یې ورکړه، خره پوښتنه ترې وکړه چې مخکې دې نیمه پاچاهي راکوله او اوس وایې چې ټوله پاچاهي دې ستا وي؟
زمري ورته وويل: په کوم ځنګل کې چې زمری سپی تړي او خر یې خلاصوي هلته نه پاچاهي ښه ده.
کلیله او دمنه

محمد علیم بسمل

30 Jun, 08:13


د افغان ادبي بهیر غونډه د مولانا محمد علیم بسمل د هنر او ادبي فعالیتونو په هکله.
👇👇👇

محمد علیم بسمل

30 Jun, 07:58


له مسلمانو نه همدغه توقع ده زما
چې حُسین مړ کړي او حسن په نیمه لار پرېږدي

وخت به دې داسې نا آشنا کوڅو ته راولي چې
فکر دې وتمبېږي، عقل دې هم کار پرېږدي

داسې خلک هم شته چې علي د خدای لپاره وژني
سړی مجبور شي، په ښو خلکو اعتبار پرېږدي

ستا په وجود کې ژوند د يو توت ارزښت هم نه لري
یا بسمل مړ کړﺉ، یا يې پريږدﺉ، چې دا ښار پرېږدي
#بسمل

محمد علیم بسمل

30 Jun, 07:54


د خوست په شملې مشاعره کې.
👇👇👇

محمد علیم بسمل

30 Jun, 07:52


د شمشاد ټېلويزون د سپوږمۍ په خپرونه کې.
👇👇👇

محمد علیم بسمل

07 May, 02:47


آسانه کار نه دی د زړه ګټل، د زړونو پالل
ښکلیه خندا که صدقه ده، يو کمال هم دی

زموږ له فکر او له ذهن نه سرې کرښې تاو دي
پښه اړول ترې نه خطر دی او وبال هم دی

پښتونه ښځه دې له مینې په تندي کېنوه
سپوږمۍ د غره په سر جمال دی او جلال هم دی
#بسمل

محمد علیم بسمل

09 Mar, 17:41


د نارنج ګل په مشاعره کې څو لنډ شعرونه👇