بي له تا ژوند څه کومه، زندګي ګرانه
عشقه تر نِګاره ځمه
دلـتـه د ګـل قـدر نشته ، زندګي ګرانه
نور به له دې ښاره ځمه
زړه ته مې سکون راکوي
ژوند ته مې بدلون راکوي
نــشــم دي بـي تــا زړګکه ،زندګي ګرانه
تاسره دلداره ځمه
مینه څه ده زړه بایلل وي
مینه کې هر څه بایلل وي
یــم پــه تـمـه سـتـا د راتلو، زندګي ګرانه
ګله تر ګلزاره ځمه
ستا د تورو سترګو ښکار شوم
میـنـه کـې پــه زړه بیمار شوم
حال د بیمار زړه مې واخله ،زندګي ګرانه
غم کې تر انګاره ځمه
جوړ دی د دوه زړو انقلاب
وار غـشـې باڼه ستا جناب
جـار جــلال الـدین حقمله ،زندګي ګرانه
تاسره تر داره ځمه
✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066 واټساپ