الخالد میډیاalkhald media

@alkhaledmidia


الخالد میډیا یوه خپلواکه اداره ده چي تازه خبرونه حمدونه نعتونه او اسلامي ترانې ترتاسو پوري رسوي او په هيچا پوري اړه نلري

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 16:17


د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

ورځ او نېټه: چهارشنبه، ١٤٤٦/٤/٢٠ه.ق

افغانستان:
١_بهرني سيلانيان د افغانستان له ډاډمن امنيت خوښ دي

٢_د کابل پلچرخي دروازه کې زرګونه عدده نشه يي ټابليټ نيول شوي

٣_د بېلابېلو جرمونو په تړاو په يو شمېر ولايتونو کې ۱۱ تنه نيول شوي.

٤_اقتصادي مرستیال د سالنګونو لارې په با کيفيته او ټاکلي وخت جوړېدو ټينګار کړی

٥_تېره میاشت د ۱۷۳.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

٦_خوست کې د مسؤلينو په هڅو اتيا کلنه دښمني له منځه تللې

- [ ] سیمه:
١_ايران: که اسرائيل خامنه‌ اي‌ په نښه کړي نو د يوه خطرناک بريد په تمه دې شي

٢_قزاقستان افغانستان ته د موټرو صادراتو د پيل په اړه څېړنه کوي

- [ ] مینځنی ختیځ:
١_ اسرائیلو د لبنان په جنوب کې د «هریري روغتون» بمبار کړی

٢_ د حماس جهادي تنظیم د غزې په ملاتړ په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل کړی

٣_ په غزه او لبنان کې د اسرائیلي پوځیانو له لوري ستر وحش روان دی

٤_حزب الله: زموږ توغندي اسرائيل ډېر ښه په نښه کوي

٥_د عراق صدراعظم: د عراق لپاره د داعش والي او ۸ نور مهم مشران یې وژل شوي

٦_د برازيل ولسمشر: غزه د ښځو او ماشومانو په لویې هديرې بدله شوې

- [ ] نړۍ:
١_بایډن: ټرمپ باید بندي شي

٢_د ترکيې د انقرې په فضايي صنايعو شرکت بريد کوونکو لسګونه کار کوونکي برمته کړي

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

*#الخالد_میډیا*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
🌏 https://t.me/alkhaledmidia
واټساپ ګروپ۸
https://chat.whatsapp.com/EZrbyw2xXd76mRb4QrFeyf

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 16:07


د ترکيې د انقرې په فضايي صنايعو شرکت بريد کوونکو لسګونه کار کوونکي برمته کړي

ترکیې تېره میاشت په نیجریا باندې د څو میلیونو په لګښت کارائیل بې پیلوټه الوتکې وپلورلې، یو لوري ته یې د افریقایي داعشیانو په وړاندې یو ګام پورته کړ، بل پلو د القاعدې موالي وسله وال هم تر یوې کچې ورباندې غوسه وو.

دریم جهت په سیمه ایزه او نړۍ واله کچه د ترکيې نظامي صنعت په غربي رقیبانو هم ښه نه وو لګېدلي.

د پلور دا تړون یې د فوځي صنعت په برخه کې لویه بریا بلل کېږي؛ ممکن دا برید له دې دریو علتونو یو علت ولري یا هم پي کې کې(pkk) کړی وي.

https://t.me/alkhaledmidia

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 16:06


تېره میاشت د ۱۷۳.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د وږي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

د يادې ادارې د ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۳.۹ ميليونه ډالرو او د وارداتو ټول ارزښت ۹۵۴.۱ ميليونه ډالرو ته رسېږي.

د ارقامو دا تحلیل ښيي چې د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو ارزښت د زمري مياشتې د صادراتو په پرتله ۷۰.۶ ميليونه ډالر زیاتوالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۱۱.۱ میلیونو ډالرو ته رسیده، چې د همدې کال په وږي مياشت کې د ۵۷ میلیونو ډالرو په ارزښت کموالی پکې راغلی.

ارقام ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه شوي دي.

https://t.me/alkhaledmidia

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 15:13


د برازيل ولسمشر: غزه د ښځو او ماشومانو په لویې هديرې بدله شوې

د برازيل ولسمشر لولا داسيلوا د بريکس غونډې ته په خپلو خبرو کې وېلې غزه د ښځو او ماشومانو په لویې هديرې بدله شوې.

هغه زياته کړې د بريکس غړي هيوادونه بايد د فلسطين د قضيې او هلته د جګړې د پای ته رسولو لپاره هلې ځلی وکړي.

https://t.me/alkhaledmidia

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 15:12


بېړنی: خبرگزاری ایسنا د خپلو محلي منابعو په استناد ویلي چې د ترکیې برید کې تر دې دمه ۱۰ کسان وژل شوي.

https://t.me/alkhaledmidia

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 15:10


#بېړنی-خبر
په ترکيه کې د طيارو په يوه فابريکه باندې وسله والو بريد کړی او برید لا جریان لري.
د ترکيې د کورنيو چارو وزير ويلي، چې یاد بريد مرګ ژوبله هم لري.

*#الخالد_میډیا*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
🌏 https://t.me/alkhaledmidia
واټساپ ګروپ۸
https://chat.whatsapp.com/EZrbyw2xXd76mRb4QrFeyf

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 10:58


د فلسطین بیا باالخصوص غزې هر وګړي ته مو دوه لاسي سلام ده،
یو فلسطینی مجاهد دوه تنه اسرائیلي فوځیان په چاقو وهي او ترمرګه ی  سوي.

*#الخالد_میډیا*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
🌏 https://t.me/alkhaledmidia
واټساپ ګروپ۸
https://chat.whatsapp.com/EZrbyw2xXd76mRb4QrFeyf

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 10:29


د ایران ولسمشر له نریندرا مودي سره کتلي دي

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان د هند له لومړي وزیر، نرېندرا مودي سره کتلي دي او د افغانستان په اړه یې خبرې کړې دي.

د ايراني رسنيو د خبر له مخې، دغه کتنه چې د روسیې په کازان کې د برېکس غونډې په څنډه کې شوې د سیمې او نړۍ د ګڼو مسایلو سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې شوې دي.

د رسنیو د راپور پر بنسټ پزشکیان نريندرا مودي ته ویلي: له افغانستان سره باید تعامل او خبرې اترې د سیمې د راتلونکي جوړولو په انګیزه او اراده ترسره شي، مونږ باید له افغان ملت سره د ستونزو په حل کولو سره د سولې، آرامۍ او سوکالۍ په ترلاسه کولو کې مرسته وکړ، د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.

همدا راز ايراني رسنۍ وايي په پام کې ده چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین هم له پزشکیان او نرېندرا مودي سره وګوري.

*
#الخالد_میډیا*
*
#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
🌏
https://t.me/alkhaledmidia
واټساپ ګروپ۸
https://chat.whatsapp.com/EZrbyw2xXd76mRb4QrFeyf

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 07:22


نرخ اسعار ولایت نیمروز

کالدار نقده 231 فروشنده

کالدار نقده  230 خریدار

افغانی به تومن نقده 985 فروشنده

افغانی به تومن نقده 983 خریدار

https://t.me/alkhaledmidia

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 07:14


#تازه
د عراق صدراعظم وایې:
د عراق لپاره د داعش والي او ۸ نور مهم مشران یې وژل شوي

د عراق دولتي رسمي رسنۍ ( واع) د عراق د صدراعظم او د پوځ عمومي قوماندان محمد شیاع السوداني له قوله خبر ورکړی چې د عراق لپاره د داعشیانو والي له ٨ نورو مهمو مشرانو سره وژل شوی.

د يادې رسنۍ د خبر پربنسټ السوداني په خپل ايکس يا پخواني ټويټر اکونټ پيغام کې ليکلي دي: د داعش ترهګرې ډلې تش په نامه والي او د دغه سازمان اته تنه جګپوړي مشران د عراق په شمال د حمرين غرونو په پټنځايونو کې د ترهګرۍ سره د مبارزې او د ملي امنيت د ادارې په ګډو عملياتو کې وژل شوي، او د دې سترې بريا مبارکي ټول عراقي ولس ته وايو.

د يادونې وړ ده چې په وروستيو څو مياشتو کې د عراق په ګډون په ترکيه ايران او افغانستان کې هم د داعش ډلې مهم غړي له منځه وړل شوي او يا هم نيول شوي دي.

https://t.me/alkhaledmidia

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 07:12


د یویې سوځیدلی ودانۍ مخي ته دویې تور سري په سپینو ټوکرانو کښې پیچلي جسدونه لټوي ، چي خپل خاوند یا خپل ځوی پکي ولټوي.. داننداره چي فیسبوک یې خپرولای سي.
څه خیال مودئ د زورور خالق نه به پټه وي؟
ستاسو خالق کمزوری سوی نه دی تر اسر ا یلانو یې غت ځناور تر ځمکه لاندي کړیدي داهم درته وهلای سي.
فقط ستا د ایمان درجه ګوري مسلمان هیوادونو لپاره د شرم او ایمان په نوم هیڅ هم نه دي پاتي او دانړۍ دومره وحشي سوې
چی د انسانیت په نوم هم هیڅ نه دي پاتي ..
ځګه وایو رب ج ستا د ژر قیامت کیدلو په هیله !
😭😭😭😭😭😭

*#الخالد_میډیا*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
🌏 https://t.me/alkhaledmidia
واټساپ ګروپ۸
https://chat.whatsapp.com/EZrbyw2xXd76mRb4QrFeyf

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 06:41


حزب الله: زموږ توغندي اسرائيل ډېر ښه په نښه کوي

د حزب الله مطبوعاتي مسؤل ‏محمد عفیف وېلي: زموږ توغندي په حیفا کې خپل هدف ښه په نښه کوي، زموږ جنګیالي د دښمن ټانګونه هدف ګرځوي، او سرتېري يې وژني.

هدا راز عفيف زياته کړې چې امریکا  صهيونيستي اسرائیلو ته وسلې ورکوي او د غزې او لبنان په جنایتونو کې لومړی درجه مسؤل دی.

https://t.me/alkhaledmidia

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 06:39


ايران: که اسرائيل خامنه‌ اي‌ په نښه کړي نو د يوه خطرناک بريد په تمه دې شي

د ایران امنیتي سرچینو خبر ورکړی، که چېرې صهيونيستي اسرائیل خامنه‌اي په نښه کړي، نو ایران به یې په اقتصادي ودانیو، هوايي ډګرونو، اټومي تاسیساتو او پوځي اډو پراخ او خونړي بریدونه وکړي.

https://t.me/alkhaledmidia

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 06:37


بایډن: ټرمپ باید بندي شي

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، جمهوري غوښتونکی نوماند ډونالډ ټرمپ ډيموکراسۍ ته ګواښ دی او بايد بندي شي.

جو بایډن ويلي، ټرمپ باید له سیاسي پلوه بندي شي ځکه ډيموکراسۍ ته ګواښ دی او په نیو همشییر کې یې د ټاکنیز کمپاین پر مهال پر ډيموکراټانو نامناسبې نیوکې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې ټرمپ غواړي د امریکا د اساسي قانون خوندیتوب له پامه و غورځوي.

بل پلو بيا ټرمپ په خپل ليونتوب اعتراف کړی او وايي چې چين مې ځکه قدر کوي چې هغوی پوهېږي زه لېونی يم.

https://t.me/alkhaledmidia

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 02:20


العصر اداره یې وړاندي کوي

لکه شبنم چې ښکلوي د ګلابونو پاڼې
ښکلي همداسي، ښکلوي زموږ د زړونو پاڼې

اواز م عبدالصمد صمیم
بدرگه
حافظ حامد طلحه
شاعر سجاد

#دمولوی_عبدالصمدصمیم_دترانوکور
https://t.me/medya3379

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 02:10


د دنيا د محبت ، د عبرت څخه ډکه قصه:

بيان: مولوي عنايت الله
علمي صاحب حفظه الله

*#الخالد_میډیا*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
🌏 https://t.me/alkhaledmidia
واټساپ ګروپ۸
https://chat.whatsapp.com/EZrbyw2xXd76mRb4QrFeyf

الخالد میډیاalkhald media

23 Oct, 01:51


بسم اللّٰه الرحمن الرحيم
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ  كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ  كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ

سهار مو پخیر
د نــن ورځي  تاريـــخــونـه👇

قـمـــري🌙 20/ 4 /1446ربیع الثاني
شمـسي☀️ 2/ 8 /1403 لړم - عقرب
ميـلادي🌏  23/ 10 /2024  اکتوبر

ورځڅلورنۍ(شورو)
چهارشنبه   
الاربعاء


الخالدمیډیا
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
🌏 https://t.me/alkhaledmidia
واټساپ لینک
https://chat.whatsapp.com/JyKp3dBBRMN7t1ZY9WzkSB

الخالد میډیاalkhald media

22 Oct, 17:37


د برېکس سرمشریزه نن د روسیې په کازان ښار کې پیلېږي

د برېکس په نامه د برازیل، روسیې، هند، چین، او سوېلي افریقا ټولنې، سرمشریزه نن د روسیې د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان کې پیلېږي چې دوه ورځې به دوام وکړي.

روسي رسنۍ وايي، ولسمشر ویلادیمیر پوتین، به په دې غونډه کې پر خپله هغه ادعا ټینګار وکړي، چې وايي، دا ټولنه د لوېدیځ پر وړاندې د نړیوال واک یو داسې انډول دی، چې ورځ تر بلې لوېدونکی دی.

برېکس ټولنه په ۲۰۰۶ کال کې څلورو هېوادونو برازیل، روسیې، هند او چین رامنځ ته کړه چې وروسته په ۲۰۱۰ کال کې سوېلي افريقا هم ورسره یو ځای شوه.

دغه ټولنه په دې نیت جوړه شوه چې د نړۍ د لویو مخ پر ودې هېوادونو سیاسي او اقتصادي ځواک سره یو ځای شي چې په نړیوال اقتصاد او سیاست کې د لوېدیځ د بډایو هېوادونو رول او نفوذ چلېنج کړي.

*#الخالد_میډیا*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
🌏 https://t.me/alkhaledmidia
واټساپ ګروپ۸
https://chat.whatsapp.com/EZrbyw2xXd76mRb4QrFeyf

الخالد میډیاalkhald media

22 Oct, 16:37


خپل د خوښي د نعت خوان په آواز کی تراني جوړي کړۍ.

زموږ سره هر نعتخوان شتون لري

نو اوس تاسو کولای شي چي نعتونه حمدونه شهیدي غمجنې زمزمي د واده د کوژدی د دستاربندي د حج  لپاره جوړي کړۍ
اطمینان 💯صدفیصد

زموږ د اړیکو شمیره
0731775655

په لیست د ګډون لپاره دلته راسی👇
@ObaidahTalib2

زموږ سره دلته هم ملګری سی
https://t.me/ObaidahTalib

الخالد میډیاalkhald media

22 Oct, 14:47


د اوبو او انرژۍ وزير چين ته په رسمي سفر تللی

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د دې وزارت سرپرست وزير ملا عبدالطيف منصور د چین په بلنه د انرژۍ په اړه په یوه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته سفر وکړ.

د دغه وزارت ویاند مطیع الله عابد ویلي، چې په دې غونډه کې د یو شمېر نورو هېوادونو استازي هم بلل شوي دي.

*
#الخالد_میډیا*
*
#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
🌏
https://t.me/alkhaledmidia
واټساپ ګروپ۸
https://chat.whatsapp.com/EZrbyw2xXd76mRb4QrFeyf