ځمه ماښام دی د اذان وخت دی
ډار د الزام دی، د ماښام وخت دی
هله پیالې د شونډو راکه کنه
صبر تمام دی د اذان وخت دی
ښکلیه پهٔ څو روپۍ یې اخلې وایه
صبر تمام دی د اذان وخت دی
کله بهٔ یې یو خوا کتل، همغه منظر کې بهٔ ورک شو، غږ بهٔ یې وروسته واورېد، وبهٔ یې خندل: « څهٔ دې ویل ورېره! »
خدایزده چې دا پناه یې ولې غوښته، سرهٔ اورونه یې لوبول، د چا خبره وه چې:
هغه لهٔ اور سره کړي لوبې عجیبه سړی دی
زما د چر..سي لالي ورغوی لهٔ سپرغیو ډک دی
د همدرد پهٔ سترګو کې بهٔ هر غروب یو انار ماتېدهٔ، تکې سرې بهٔ شوې. خو وخت چې وت… لږ ډېر خرابېدهٔ، اوس یې یوازې لوېدلي لمر سره نهٔ، د تورې شپې سره هم خواخوږي پهٔ ترخو لوګیو کوله… ژوند هر جايي خور وور کړ. دی د خپل دې شعر غوندې و، ویل یې: « وي دې. »
زما کهٔ نوم پهٔ تا بدنام وي، وي دې
نو داسې خوږ کهٔ کوم الزام وي، وي دې
شیـ.خه نن خورم زهر بې دمه ښهٔ یم
دا کهٔ حلال وي، کهٔ حرام وي دې
چې ستا تر ورهٔ هر وخت پهٔ تلو مجبور وم
زما کهٔ دغسې ناکام وي، وي دې
د چا کوڅه کې تندی ږدمه ورته
دلته کهٔ خدای وي او کهٔ رام وي، وي دې
ورور یې امین پتنګ راته ویل: « زموږ پلار سخت طبعی سړی و. بې ځایه کارونو خوند نه ورکولو، پهٔ همدرد شکي و چې نـ.شه کوي. ډېرې خبرې یې ورته وکړې. بله ورځ یې چې لیدلی و، همدرد ماښام کور ته راغی. پلار مې ځنځیرونه ور واچول، ویې تاړهٔ، درې میاشتې یې ځای پهٔ ځای تړلی و… ماماګانو مې راغلل؛ ویل یې موږ یې ضمـ.انت کوو، بیا بهٔ ځان نهٔ خوري؛ بس بیا یې د هغوی پهٔ خولهٔ خوشې کړو… »
اه! همدرد یې چې بندي کړی و، زموږ یو ملګري ته یې میسیج کړی و. د پښو لهٔ ځنځیرونو یې عکسونه ورته را ایستي و، بیا یې ورته ویل: « ورېره! کتابونه راولېږه، سخت ورته اوزګار یم… »
د پلار یې پهٔ همدرد خرابي نه لوېده، خو همدرد پهٔ ځان ظا..لم و. پهٔ ځان یې رحم نه راتلو، چې راخوشی شو، بیا د همغهٔ تېر شوي، هېر شوي جهان خواته لاړ. همغسې اورونه یې تېرول… سترګې یې ډوبولې، ویل یې:
وجوده هر اندام مې لکه غر پهٔ ما را ړنګ دی
ماښامه یو نیم ډک سګرټ ددې کیسې قلنګ دی
او
دا یو ماښام کې یو نیم ګوټ دې پهٔ حساب نهٔ وي
یو نیم ماښام کې دې لحاظ زموږ زړهٔ تنګو وي
هغه خاطره یې زړهٔ خوري چې: همدرد د خوست پهٔ ګربزو کې شپه وه. چې بیرته ښار ته راتهٔ، پهٔ دې لاره یو سپین جو..مات و. هلته بهٔ خلکو کله، کله مرغان راوړل؛ خرڅول بهٔ یې. همدرد د ملګرو سره لما..نځهٔ ته کوز و… بېرته چې موټر ته تلو؛ یو قفس ته پښه نېولی و. دوه شنهٔ طوطیان ول؛ اوبهٔ یې څکلې… همدرد ناست و ورته ژړل یې… ډېر یې ژړلي وو. ملګرو چې پوښتنه ترې کړې وه؛ دهٔ ورته ویل: « ما د زولنو درد لیدلی دی! وخ خدایه! » همدرد د مرغانو پیسې ورکړې وې. لهٔ پنچرې یې چې ایستي و؛ هغه ښکارزن بیا رانیولي ول. همدرد ورته ویل: « ما یې پیسې درکړې؛ مرغان زما شول، ما خوشې کړل… » ښکارزن ویل: « تا خوشي کړل، ما بیرته ونیول… » همدرد جیب ته لاس کړی، دوباره یې پیسې ورکړې وې. مرغان یې راوړي؛ د خوست لوی جومات لهٔ منارې یې خوشي کړي ول… »
بیتونو کې یې هم د ژوند ددې تجربې تراخهٔ څڅولي:
کهٔ پرېوتلی جګولی نه شې و خو ژاړه
زما خو عقل فکر وايي چې ضمیر دا دی
زهٔ چې خراب وم، نن مې مور راته ویل ژړل یې
هغه صحنې رایاد شوې ستا د پښو ځنځیر دا دی
همدرد یوازې پهٔ ځان زړهٔ نه بدېدهٔ:
زموږ پر څېر بې لارې خلک مه رابولئ لار ته
پر ځینو بغا.وت او ځینې جوړ پر بغا.وت وي
نور ډېر نری زړهٔ ورکې و. درمان صاحب راته ویل:
« لهٔ کاره رخصت وم. منی و، سوړ باد و. د همدرد دوی کور ته ورغلم؛ راووت. ګډ وډ ویښتهٔ یې پهٔ مخ پراتهٔ و… ورپام مې شو؛ چپلکې یې شکېدلې وې. راته ویل یې: ( ورېره! دا څو میاشتې لهٔ کوره نه یم وتلی، پهٔ پښو مخه نه وینم؛ او تهٔ یې نه… ) موټر ته مې را وخېژولو؛ بوټان مې ورته راواخیستل؛ راته ویل یې: ( ورېره، پهٔ منډه راووتم. څپلکې مې وې مه که… ) خو ما پهٔ زور نوي بوټان ور پښو کړل، تپې ته وختو. یو سپین ږیری کاریګر لګیا و؛ پلاستیکي چپل یې پښو وو. ور کوز شو. لهٔ پښو یې بوټان ور وویستل… چې راغی خپلې همغه شکېدلې چپلکې یې پښو کړې راته ویل یې: ( ورېره، زهٔ خو ستا غوندې ډېر ملګري لرم. دا بوټان دې ددې بابا وي. دی بهٔ څوک لري؟ ) سر مې ورته وخوراوهٔ، څهٔ بهٔ مې ویلي ول… »
همدرد د شاعرۍ ډېر لوستونکي او اورېدونکي پیدا کړي وو، خو کور کې پرې څوک خبر نه ول. د ورور لهٔ خولې یې چې:
« زۀ، همدرد او پلار مې کومې جن..ازې ته روان وو، همدرد تازه پۀ یوې رادیو کې شعرونه ویلي وو. پلار مې ورته ووې: « زویه! خلک راته وایي چې زوی دې شعرونه معرونه شروع کړي، هر چرته لګیا وي. »