ماتې هیلې @naweedja Channel on Telegram

ماتې هیلې

@naweedja


استغفرالله وأتوب الیه

تۀ زما د مینې اظهار همدلته موندلی شې!


(زما د ستړي ژوند خاطرې)
😔
له مونږ سره رابطه=> @MOmarjan


https://t.me/naweedja

ماتې هیلې (Pashto)

خو له دې چې شما په اړه یا څنګه کولای شئ، یا مونږ سره د مننۍ او د معذرتونو ته رسولی کولای شئ، په کوښښ یا وروسته د ژوند څرګنده خبریال شئ! "ماتې هیلې" په تلیگرام کې دا له شانې ورته ده. دا اوږدو ښه خبریاتو، په دې د مینابلو کې د روایاتو او معذرتونو کې دلته موندلی شیدونکی په مکې ده. شما هم کولای شئ چې به یو رابطه، له دې چې خلکونو سره د اړه او معذرتونو ته ولاړ شئ. بیا دا کولای شئ له دې چې د روایاتو او مونږ سره د رابطه کېدای شئ. د ځان مرجان وروسته ته راز کولای شئ => @MOmarjan. د لینک په زیر کې کلیک کړئ او به د "ماتې هیلې" کان سره د تر برخې په اړه ورسې؛ https://t.me/naweedja

ماتې هیلې

14 Feb, 05:31


ملنګ سړی، د آزادۍ امام!🌸

ماتې هیلې

06 Feb, 03:26


العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي
643

په جهادي روحیه سمباله اسلامي اردو ده
اوس روزل شوې ښه فکري، عقیدوي اردو ده

ترانه ویونکی: کفایت اللّٰه راشدجان
شاعر: م عرفان اللّٰه عرفاني

ترتیب: العصر انجمن
https://t.me/alasaracpa

ماتې هیلې

30 Jan, 10:22


دا مؤمنان دي، د مؤمنانو رښتینی انځور، له تعصبه لرې، سپین پر تور او تور پر سپین بهتري نه لري، معیار تقواء ده، دلته نژاد پرستي نشته، موږ د اسلام بچیان یو، دا مجاهدین دي، یو سپېڅلي هدف سره یو ځای کړي، دا مې زړۀ ته سکون ورکوي!
🌸
ماتې هیلې

ماتې هیلې

23 Jan, 13:41


پاڅېږئ، په شپه کې، په داسې وخت کې چې تۀ او لا یزال وي، د خلوت ښکلی مکان وي، په اوښکو لوند دې ټول ګرېوان وي، سلګۍ، سلګۍ وي، زارۍ، زارۍ وي، راز او نیاز وي، او د محبوبﷺله سوزه ډکه دا دعا!😢

اللّٰهُمِّ! إنّــك تســمع كلامي، وتــرى مــكاني، وتعلــم سرّي وعلانيـتي، لا يخــفى عليــك شيء مــن أمــري، أنــا البائــس الفقــير، المســتغيث المســتجير، والوجــل المشــفق، المقــرّ المعترف بذنوبي، أســألك مســألة المســكين، و أبتهـل إليـك ابتهال المذنب الذّلــيل، وأدعـوك دعاء الخائف الضّرير، من خضعت لك رقبته، وفاضت لك عيناه، و ذلّ جسده، ورغم أنفه لك، اللّٰهُمِّ! لا تجعلني بدعائك ربّ شقيّا، وكن لي رؤوفا رحيما، يا خير المسؤولين، ويا خير المعطين.

ژباړه:
یا اللهﷻ! تۀ مې خبرې اورې، ځای مې وینې، زما پټ او څرګند هر څه درته معلوم دي، زما هېڅ خبره درڅخه پټه نه ده، ستونزو کې راګیر یم، د فریاد کوونکی پناه غوښتونکی یم، وېرېدلی یم، لړزېږم د خپلو ګناوو اقرار کوم، تاته سوال و زارۍ کوم، د سوالګر مسکین غوندې زارۍ کوم، درته فریاد کوم، ژاړم، ستا مخ کې د یوه ملامت انسان په څېر ولاړ یم هر څه له تا غواړم، په مصیبت اوښتي انسان غوندې فریاد درته کوم، چیغې درته وهم، په ماته غاړه درته فریاد کوم، اوښکې مې بهیږي، ټول بدن مې رپیږي خوار ذلیل ستا دربار ته ولاړ یم، پزه مې سپېره ده، خدایهﷻ! له خپل درباره مې محروم مه رخصتوه، زیات مهرباني او لورینه راباندې وکړه، خدایهﷻ! ته تر هر چا فریاد اورېدونکی او غوره ذات یې!

ماتې هیلې

ماتې هیلې

20 Jan, 16:58


زرين باب شوې فلسطينه

زخمي شولې، شهيد شولې، کباب شوې فلسطينه
په ډېر غټ امتحان کې ته کامياب شوې فلسطينه

د عصر لوی فرعون دې په ګونډو کړ مبارک شه
سرلوړی شوې، د فتحو سپين کتاب شوې فلسطينه

په ننګ، غیرت، مېړانه او همت دې آفرين شه
کفري وحشي بندونو ته سېلاب شوې فلسطينه

سپرلی د شهادت درباندې تېر شو بختوره
ته څومره لوی اعزاز ته انتخاب شوې فلسطينه

مونږ لرې يو کومک ته درتلای نه شو ملامت يو
پوښتنې زمونږ سختې د حساب شوې فلسطينه

په نره، په يواځې، په ميدان وجنګېدلې
د وخت په نمروديانو لوی عذاب شوې فلسطينه

دي ډنډ د (فيضاني) سترګو کې بيا د خوښۍ اوښکې
نن بيا د تاريخونو زرين باب شوې فلسطينه
م رضوان الله فیضاني

ماتې هیلې

11 Jan, 13:18


نن آینې راوښودل، چې څومره خزان شوی وم، خو همدې اینې یو وخت زما د حُسن کیسې راته کولې، ژوند دغه شان دی، عمر چې ډېریږي بدرنګیږي هم ورسره زیږي، سکون اخلي، د لالهانده او نامعلوم برخلیک په لور دې ځغلوي!
😢🍂
ماتې هیلي

ماتې هیلې

11 Jan, 12:48


هغه کیف چې د ژوند په ټولو آسودګیو، نعمتونو، خوشحالیو، پرېمانیو کې به د هېڅ مجاهد هېر نه شي، دا د خلوت راز دی، دا د تخیلاتو محفل دی، دا عشق دی، غرق عشق، بې پردې مینه!
🌸
ماتې هیلې

ماتې هیلې

09 Jan, 13:44


رازونه د ساتلو هنر غواړي
بې هنره زړونه هسې تشې غوښې
ماتې هیلې
🌸

ماتې هیلې

07 Jan, 13:42


اسلامي اردو/م عرفان الله عرفاني

په جهادي روحیه سمباله اسلامي اردو ده
اوس روزل شوې ښه فکري، عقیدوي اردو ده

په هر حالت کې اوس د دین، وطن دفاع کوی شي
ښه مهذبه، منظمه، عمري اردو ده

لۀ مدرسې یې اعداد کړی تر حربي پوهنتون
لۀ هر تخنیک سرۀ بلده تکتیکي اردو ده

ټول هېوادوال مو اوس ډاډمن دي هر سرحد خوندي دی
لۀ هر ټبر جوړه غښتلې افغاني اردو ده

چمتو فعال دي هوایي او ځمکني ځواکونه
څۀ خطري، څۀ هیبتي څۀ توفاني اردو ده

لري موډرنې اسلحې ښۀ زغروال ټانګونه
دا سر سپارلې په رښتیا استشهادي اردو ده

عرفاني خود به د کفري نړۍ ترې سترګه سوځي
لۀ نظر مۀ شه څومره ښکلې جنتي اردو ده

ماتې هیلې

02 Jan, 15:04


د ترانه ويونکو او شاعرانو په هکله څو کرښې !!!

نن سبا د ترنم او فرهنګ د رياستونو پر چوکيو هغه خلک ناست او مسلط دي چې قوم پرستي، انډيواليزم او دېته ورته نور ناوړه مرضونه يې په خټه کې نغښتي دي، دوی نظام ته نه بلکې انډيوالۍ او قوم پرستۍ ته ژمن خلک دي، که د دوی تعقیب او تصفيه وشي نو ان شاءالله تعالی چې نه به يې په سنګر کې يوه شپه تېره کړې وي، نه به يې زخم ليدلی وي او نه هم زندان، برعکس په دا شل کلن انقلاب کې يې يا په کويټه او يا هم په پېښور کې د عطرو، خوليو او مبايلونو دوکاندارۍ کولې او بس.

د ترنم او فرهنګ مسؤولين نن ورځ هغو نعتخوانانو او شاعرانو ته تقدير نامې او امتيازات ورکوي چې يا واسطه لري، يا شناخت لري او يا هم ښايسته ځواني، هغه نعتخوانان او شاعران مبارزين چې په تېر شل کلن انقلاب کې يې هم شهيدان ورکړي، هم يې زخمونه ليدلي او هم د زندان تر تورو پنجرو پورې رسېدلي دي هغوی له تقديرنامو او امتيازاتو څخه بالکل محروم دي چې د دوی له ډلې څخه د نمونې په ډول لاندې کسان يادوم:
مولوي خيال بادشاه صادق، مولوي عبدالعزيز نوراني، مولوي معراج الدين راجي، مولوي محمدخان مشال، مولوي نوبهار همت، مولوي نصرت الله نصرت، مولوي رضوان الله فيضاني، مولوي محمد طاهر بهار، الحاج شفيق الرحمن حبيبي، قاری علامحمد اسير، قاري احمدلله مؤذن، قاري عابدالله حمزه، صالح محمد نظامي، حافظ فضل ځدران، حافظ شهاب ځدراڼ، مولوي عبدالجامع محفوظ، قاري خالد منعم، نعمت الله ځلاند، صادق جان عقل باز، مولوي علي محمد ذاکر، مولوي ضياءالرحمن مدني، انس حيدري، سيد محبوب شاه آغا، مولوي محمدعليم بسمل، مولوي احسان الله الهام، مولوي عرفان الله عرفاني، سميع الله تړون، دانش ملنګ، مولوي غازی انګار، عاکف امارتي، طالب فکرمل، مولوي شفاعت ريحان، عاکف مهاجر، حامد ملنګ، مولوي احمدګل ريان، مولوي منصور درمان، الحاج مسکين يار عظيمي، مشهودملنګ، سيد درمل، بدري تکل، عبدالباقي مهاجر، عصمت الله بشام، بشير وصال، تپاند زهاد، مسرور درمل او داسې ډېر نور ...

د کراچۍ د سټوډیوګانو د (کيوبيس) او نورو پروګرامونو په زور ځيني ډم صفته او تش په نوم ترانه ويونکي تر ټولو مخکې دي، دوی د کابل له فتحې څخه مخکې په کويټه او پيښور کې د عطرو، خوليو او مبايلونو دوکانداران وو چې جهادي سابقه يې له صفر سره ضرب خوري، په اوس وخت کې د ترنم او فرهنګ اړوند ټول واک او اختيار د همدغو نا اهلو خلکو په لاس کې دی چې له انډيواليزم او قوم پرستۍ څخه پرته بل هېڅ شی نه پېژني، دوی د چاپلوسۍ او غوړه مالۍ په زور تر دغو منصبونو رسېدلي دي، د خوليو، عطرو او مبايلونو خرڅوونکو تش په نوم ترانه ويونکو د کراچۍ په سټوډيوګانو کې جوړې شوې ترانې که د شريعت په ترازو وتلل شي نو بالکل ښکاره موسيقي ده، خو د ترنم او فرهنګ رياست نا اهله مسؤولين بېخي ړانده او کاڼه دي چې د دغې برالا موسيقۍ په هکله هېڅ طرحه او پلان نه لري، بلکې په راديوګانو او تلوېزونونو کې روزانه سهار او ماښام خپرېږي.

بله عجیبه يې لا دا ده چې د تېر جمهوريت په دوره کې د جمهوريت اړوند وکيلانو او د نورو دولتي چارواکو په جلسو کې ګډون کوونکو ځينو ترانه ويونکو او ليکوالانو ته د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې رياستونه ورکړل شوي دي، د دوی مشورو ته تر ټولو ډېر اهميت ورکول کېږي، خو همدغو د جمهوريت پاتې شونو او د فرهنګ وزارت اړوند د رياستونو پر ګدۍ ناستو تش په نوم نعتخوانانو او اديبانو ځيني هغه فاحش عملونه ترسره کړل چې د ټولو نعتخوانانو او شاعرانو نوم يې بد کړ ...

په پای کې به دا ووايم چې زه په خپله نه شاعر يم او نه نعتخوان بلکې د اسلامي امارت يو تن عام مجاهد او مبارز يم، دغه ګوډه ماته ليکنه مې د زړه له درده کړې ده ځکه چې حق خپل حقدار ته نه سپارل کېږي، د همدغو مجاهدينو ترانه ويونکو د حنجرو برکت و چې ځوانان د استشهاد تر ميدانه ورسېدل او په ويده ملت کې يې يوه نوې ساه پوه کړه خو نن ورځ بالکل له نظره لوېدلي دي څوک يې پوښتنه هم نه کوي، هغه چې ځانونه د نظام کلک مبارزين او مدافعين بولي ټول د چوکيو په نېشه کې ډوب دي او خپل عشقونه وهي، که ما کمزوري انسان حقيقت ليکلی وي او حقه خبره مې کړې وي نو څوک دې پرې خفه کېږي نه او که په حقه وينا څوک خفه کېږي نو خدای تعالی دې داسې خفه کړي چې بيا په ټول عمر خوشحال نه شي او که مې حقه خبره نه وي کړي نو الله تعالی دې عفوه راته وکړي، کومو مسؤولو چارواکو چې دغه له انصافه لرې کړنې روانې کړي دي، د انډيوالۍ او واسطې په زور د اصلي حقدارو مبارزينو شاعرانو، نعتخوانانو او ليکوالانو حقوق پايمالوي او نورو ته يې ورکوي نو رب العالمين دې سخته سزا ورکړي.

(و ما علينا الا البلاغ المبين)

قاري عبدالسلام حق پرست
😢

ماتې هیلې

19 Dec, 10:33


ما چې د ځان وژنې لپاره څه ونه موندل، نو له تاسره مې مینه وکړه!😢

ژباړه: ماتې هیلې

ماتې هیلې

29 Nov, 12:24


سړی ستړی ستومانه د درملتون په دروازه را ننوت، سپېرې شونډې یې وخوځېدې:
د سیمټو ضد کریم لرئ؟
درمل پلورونکي له تمسخر په ډکه موسکا وویل:
هو ولې نه، د اوسپنې ضد او د خښتو ضد کریمونه هم لرو، وایه چې داخلي در کم که بهرني؟
سړي وویل: کوم یې ښه دي؟
- ښکاره ده چې خارجي یې ښه دي خو قېمت یې لوړ دی.
سړي خپلو چاودو او پېړو لاسونو ته ور وکتل: موده کیږي چې غربت زور شوی، له بېکارۍ سره نه کېده، مجبور شوم ساختماني کارونو ته مې مخه کړه، د کورنۍ وږې او هیله من نظرونه مې ماړه کړل خو زه تر اوسه وږی تږی یم.
درمل پلورونکي په حیرانۍ ور کتل.
سړي زیاته کړه: پوهېږې؟ کلونه کیږي چې لاسونه مې بې حسه شوي، د خپلې وړې لور د نرم بدن خواږه نشم پرې حس کولی او د زېږوالي له ډاره یې په پستو غومبورو لاس نشم تېرولی، خیر که خارجي درمل قېمت هم وي خو چې کار وکي نو ارزي.
درمل پلورونکي په ټیټو سترګو د مېز خواته کتل، د اوښکو دوه غټو څاڅکو یې د مېز په سر لار وکړه.
#ژباړه؟
💔

ماتې هیلې

29 Nov, 08:27


ائ شپې!
که زما سپوږمۍ وای، ما به ستا سپوږمۍ ته پام هم نه وای کړی!

ژباړه: ماتې هیلې

ماتې هیلې

28 Nov, 10:57


شپه ده، کاینات هم خاموش شوي، له درانه سکوت سره خوږه وږمه هم چلیږي، خو زما د زړۀ درزا لا هماغسې...!😔
د خزان موسم دی، زما د تېر شوي غم موسم، د مات شوي زړۀ...؟😢
خو ټپ یې تازه ښکاري!💔
ددې موسم په رارسېدو بیا تازه شي، لکه سکروټو ته پوکی...!

ماتې هیلې

ماتې هیلې

21 Nov, 15:05


https://x.com/M_Faizani_313?t=LpWxoXy0b9c9yWURODDbtw&s=08

ماتې هیلې

15 Nov, 16:09


یو جهان فرق دی د دغه دوو تر منځ:
یو (ضرورت) لري، چې تاسره وي،
یو ضرورت لري، چې (تا) سره وي...
🌸

ژباړه: ماتې هیلې

ماتې هیلې

15 Nov, 14:06


کلونه کیږي چې د ښو ورځو په انتظار یم...
خو نه پوهېږم څنګه تر اوسه هم تېرې ورځې بهترې وې؟😔

ژباړه: ماتې هیلې

ماتې هیلې

15 Nov, 13:36


سبحان الله😍
د لایزال خالقﷻ جوړښت وګورئ، د سترګو جوړښت!

ماتې هیلې

ماتې هیلې

15 Nov, 12:51


ان شاءالله یوه ورځ به وخاندې او وه به وایې؛ الهي دا له هغو ډېر دي، چې ما یې دعا کړې وه!
🌸
ژباړه: ماتې هیلې

ماتې هیلې

15 Nov, 12:17


کله کله تا کې هر څه ژاړي، غیر له سترګو!
😔😢

ژباړه: ماتې هیلې

ماتې هیلې

15 Nov, 04:43


کاش! ماشوم پاتې وای.😢

ماتې هیلې

ماتې هیلې

14 Nov, 15:05


السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
يادونه👇
محترمو مينوالود خوږژبو نعتخوانانو اوشاعرانو رسمي چينلان دي چي اکثره چينلان بلاک سوي اوس په پره اخلاص ورسره ملګري شئ

ماتې هیلې

08 Nov, 07:36


سبحان الله🌸
میندې چې بچي ته د آرامولو یا ویدۀ کولو په نیت شودې ورکوي، هماغه شان ویدۀ او بې احساسه ژوند به کوي!
زما د اُمت ملالیو میندو، بچیانو ته مو د دې لپاره شودې ورکړئ، چې د خپل تېر برم د بیا اعادې لپاره سرونه قربان کړي، وجنګیږي، وجنګیږي او شهیدان شي!

ماتې هیلې

ماتې هیلې

26 Oct, 10:07


https://www.facebook.com/profile.php?id=61556458854940

راځئ دلته مې هم فالو کړئ!

ماتې هیلې

24 Oct, 16:31


درواغ دي چې وایي زړۀ، زړۀ ته لار لري،
زموږ زړۀ د غم له وینو ډک شو، خو د هغه زړۀ خبر هم نه دی!😢

ژباړه: ماتې هیلې

ماتې هیلې

24 Oct, 15:41


سبحان الله!
څومره ستر کیف، د عاشوق او معشوق د خلوت راز او نیاز، د عشق اظهار، د دنیا له پرېشانیو لرې، د ډک زړۀ تشول!😢
پر ما ډېره اغېزه کوي!😭

ماتې هیلې

ماتې هیلې

21 Oct, 14:10


السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
يادونه👇
محترمو مينوالود خوږژبو نعتخوانانو اوشاعرانو رسمي چينلان دي چي اکثره چينلان بلاک سوي اوس په پره اخلاص ورسره ملګري شئ

ماتې هیلې

18 Oct, 16:31


شـ،ـهيـ.ـد سهار/ م رضوان الله فیضاني

د مسلمه امت محسن او لوی سالار شـ،ـهيـ.ـد دی
د دين زمری، د غيرت غر، يحيی سـ.ـينوار شـ،ـهيـ.ـد دی

لسيزې وشوې پر ميدان لکه زمری جنګېدۀ
د وخت خالد دی، که طارق دی، که ضرار شـ،ـهيـ.ـد دی

څه جنتي رنګ يې خپل کړی دی معصومې څهرې
لکه ګلاب په خپلو وينو شو سينګار شـ،ـهيـ.ـد دی

اخ په فراق يې فـ.ـلسـ.ـطين يتيم يتيم ښکارېږي
د حق سـ.ـنګر، د حق منبر، د حق منار شـ،ـهيـ.ـد دی

له اسارت، تر قيادت، تر شهادته پورې
ثابت قدم و او د حق پر سپينه لار شـ،ـهيـ.ـد دی

په هسکه غاړه، جګې سترګې خدای ته ورغی ګران
ستړی ستومان، ټپی ټپي، پرهار پرهار شـ،ـهيـ.ـد دی

څه د غم شپه وه (فيصاني) په مؤمنانو باندې
هر خوا تياره ښکاري د مينې سپين سهار شـ،ـهيـ.ـد دی

تـ.ـقـ،ـبـ.ـله الله
١٤٤٦/٤/١٥ هـ ق

ماتې هیلې

18 Oct, 10:10


په ډک، پرېشانه، او خفه زړۀ رب ته سجده، د بېلا کیف سکون پر څپو انسان ګرځوي!🌸😔

ماتې هیلې

ماتې هیلې

11 Oct, 15:22


سکوت د الفاظو ورکېدل نه دي، د نا اهلو په وړاندې خاموشي ده، او د درد په وړاندې زغم دی!😢

ماتې هیلې

ماتې هیلې

24 Sep, 14:04


ډېری ځوانان د خپلو امیدونو بېړۍ ډوبې ویني، زۀ مې هم د امیدونو ډکه بېړۍ ستا د رحمت په پراخ سمندر کې همداسې لالهانده پرېږدم، ستا خوښه چې د توپانونو په څپو کې یې د ساحل غاړې ته رسوې، او که یې د سمندر تل ته رسوې!
🌸
ماتې هیلې

ماتې هیلې

13 Sep, 03:21


ځینې غږونه، ځینې بویونه، ځینې څیزونه، ځینې ځایونه، انسان د تېر ژوند زړۀ راښکونکو، خوښونکو، دردونکو، ژړونکو، خاطراتو ته ګرځوي!
🌸
ماتې هیلې

ماتې هیلې

12 Sep, 15:53


ارزښت لرونکي هغه څه نه دي، چې لوړ قیمتونه لري، بلکې ازرښت لرونکي ټول هغه څیزونه دي، چې زړۀ ته آرامښت ورکوي، انسان ته د سکون احساس ورکړي، ښې خاطرې د ذهن په پردو تېرې کړي، اګر که قیمت یې یوه روفۍ وي!
🌸
ماتې هیلې

ماتې هیلې

12 Aug, 15:27


راشئ ولولئ! عرفاني ملا ولولئ!
د استقلال شکرانه یې په خپل قلم اداء کړې، دغسې په کار هم ده د ازادۍ حق قلم دغسې باید اداء کړي!

إستقلال

درېیم کال د إستقلال دې مبارک وي
خوږ أذان د ورک بلال دې مبارک وي

د سرو وینو په قېمت مو ورته واخيست
د وطن د لیلی شال دې مبارک وي

د نړۍ ستر امپراطور مو په ملا مات کړ
د دجال د فوځ، زوال دې مبارک وي

د تفریط او د إفراط خبرې لاړې
سپین قانون د إعتدال دې مبارک وي

ارګ مو بېرته د توحيد د کليمې شو
لوی کرم د ذوالجلال دې مبارک وي

اوس د کوټ، پتلون، ټایي وختونه تللي
شملور او پګړۍ وال دې مبارک وي

له بمبار او له چاپو مو ولس خلاص دی
ژوند له مينې مالامال دې مبارک وي

(عرفاني) جشن په مینه باندې لمانځو
د حریت د أمن حال دې مبارک وي

ماتې هیلې

02 Aug, 13:55


ستا د عطرو په شان، عطر چا وهلي
یو خوا بل خوا پسې ګورم، ټول بازار کې
😢
شاعر؟

ماتې هیلې

ماتې هیلې

24 Jul, 15:56


په اسلام کې د قوم پرستۍ حیثیت!

شیخ الحدیث عبدالرحمن "اخنزاده"

ماتې هیلې

20 Jul, 07:37


درک ولرئ، زړونه ټکور کړئ، د انسان نا آرامه زړۀ ته مطمئنې خبرې وکړئ، له زړۀ یې د غم خیږونه پاک کړئ، د سکون احساس ورکړئ، په سخت وخت کې د لاس نیولو هنر زده کړئ، څوک چې چاته خوشحالي ورکړي، هغه نه هېرېدونکي وي، تاسې هم نه هېرېدونکي اوسئ!

ماتې هیلې
🌸

ماتې هیلې

05 Jul, 05:49


راشئ له یوې شاته غورځول شوې خبرې څخه مو خبر کړم، له شرقي ترکستان څخه، له هغه ترکستان څخه چې د قطیبه بن مسلم رحمه الله نوم پکې وژل شوی دی، ظلم تورتم په کې خپور شوی دی!😭

ماتې هیلې

ماتې هیلې

28 Jun, 17:25


کله چې د چا د لیدلو تلوسه لرئ، یادیږي مو، پر لیدلو یې خوښېږئ، تاسې هم د هغه په باب دا فکر کوئ، چې هغه به هم زما په لیدلو خوښ شي، له نورو متفاوته رویه به راسره وکړي، د بیا کاته د محبت اظهار به وکړي؛ مګر کله چې له هغه شخص سره مخ شئ، ستاسې د توقع خلاف عمل درسره وکړي، یعنې د یو عادي انسان په څېر داسې رویه درسره وکړي، چې تاسې ترې داسې تمه نه لرله، انسان خپل احساس ته سخت خجالت شي، چې د یو بې احساسه شخص لپاره یې احساس درلود، همدې ته ورته لاملونه دي، چې د انسانانو احساسات وژني، د مینې، محبت حس په کې مړ شي.
راځئ له خپله ځانه یې شروع کړو، کله چې پوه شوی، چې د یو چا درسره جوړه ده، په لیدلو مو خوښیږي، هغوی ته ارزښت ورکړئ، په روغ بړ کې داسې جذابیت پیدا کړئ، که د هغه په څهره کې هر څومره د خفګان، ستړیا نښې وي، باید هغه په کې ورکې شي، هغوی خپل احساس ته مه زهیروئ، چې تاسې ته یې لري!
🌸
ماتې هیلې

ماتې هیلې

26 Jun, 18:16


که سپوږمۍ شوله ناوخته
لاره نه رانه ورکیږي، لاره نه رانه ورکیږي!

د دې ترانې کیف د سنګر په سخته غېږه کې محسوسولای شئ، حاجي صاحب فقیر دې رب ج تر ډېره لري، د انقلاب زرین انسان دی، چې په حماسو سره یې ویدۀ مخلوق راویښ کړی!
🌸

په مجنون اوري را اوري!
په لیلا اوري را اوري!

ماتې هیلې

ماتې هیلې

26 Jun, 08:10


سبحان الله
څومره اغېز لرونکی تقریر، د انسان زړۀ ورسره وه بوږنیږي، حضرت سعد ؓ یادوي، ګیلمن صحابي، ربﷻ ته ګران صحابي!

دا غږ د مولوي سمیع الله ریحان دی، خدای تعالی څومره فصیحه ژبه ورکړې وه، د څومره ستر علم پېرزوینه یې پرې کړې وه، خو هر څه یې د طاغوت په دفاع کې استعمال کړل، او په داسې حال کې ووژل شو، چې د طاغوت په دفاع کې یې له خپلې ژبې، او علم څخه استفاده کوله.

زۀ ډېر پرې خفه یم، له داسې شخصیت څخه دا تمه هېڅکله نه کېدله، خو هدایت د اللهﷻ لورېینه ده، هر څوک چې ترې برخمن شول ربﷻ ته ګران شول!
🌸
ماتې هیلې

ماتې هیلې

25 Jun, 17:52


د اُحد ستره غذا وه، حضرت نبي کریمﷺ د مؤمنانو صفونه منظمول، بیا یې لوڅه توره له تیکې څخه را وکښله وې فرمایل ددې تورې حق به څوک اداء کړي؟
د حضرت عمر فاروق ؓ په ګډون څو نور صحابه کرام رامخکې شول خو رسول اللهﷺ یوه ته هم توره ور نه کړه، ابودوجانه ؓ رامخکې شو، وې فرمایل د تورې حق څه دی؟
رسول اکرمﷺ وه فرمایل چې تر هغو د کفارو څټونه ووهي، تر څو کږه شوې یا ماته شوې نه وي، ابودوجانه ؓ وویل زۀ یې حق اداء کوم.
رسول اللهﷺ توره ابودوجانه ؓ ته ورکړه، ابودوجانه ؓ له سر څخه د مرګ رسۍ (سره پټه ) وتړله، متکبرانه کاږه واږه قدمونه یې د ګرم جنګ په لور واخیستل، رسول اللهﷺ مسکی شو وې فرمایل بېغیر له داسې میدان څخه(د جنګ میدان) په بل ځای کې داسې قدومونه اللهﷻ نه خوښوي.
ابودوجانه ؓ  له لرې ټولو ته ښکاریږي چې د رسولﷺ د تورې حق په سمه توګه اداء کوي، خو د زبیر بن عوام ؓ بخیلي پرې راځي، هغه فرمایي کله چې رسول اللهﷺ توره ابودوجانه ؓ ته ورکړه، ما له ځان سره وویل زۀ د رسول اللهﷺ د ترور ځوی یم، قریش هم یم، او تر ټولو وړاندې مې هم توره ترې وه غوښتله ولې یې ماته رانه کړه؟
غوښتل مې پوی شم، چې څنګه رسولﷺ دۀ ته توره ورکړه؟
هغه مې وڅاره، کله چې ابودوجانه ؓ په سر سره پټه وتړله، انصارو له ځانونو سره وویل هغه دی ابودوجانه ؓ د مرګ رسۍ له سر څخه تاو کړه، معنا دا چې (اوس به تر مرګه جنګیږي)، کوم کافر به چې له ابودوجانه ؓ سره لاس او ګرېوان شو ژوندی به ترې نه شو خلاصېدای.
یو ځل یو کافر زخمي مجاهدین لټول او شهیدانول یې، ما خدایﷻ  ته سوال وکړ، چې اې اللهﷻ ته یې له ابودوجانه ؓ سره مخ کړې، دوی دواړه کرار کرار یو بل ته نژدې کېدل تر دې چې سره لاس او ګرېوان شول د سترګو په رپ کې ابودوجانه ؓ کافر وه واژه، بل ځل ابودوجانه ؓ د ابوسفیان میرمن هند بنت عتبه ته ور وه رسېدۀ، کله چې ابودوجانه ؓ توره پورته کړه، ناګهانه یې بېرته کښته کړه او پر بله لاړ، ما له ځان سره وویل چې خدایﷻ  او د هغه رسولﷺ ښه پوهیږي، ابودوجانه ؓ وایي ما ولیدل چې یو څوک په خورا جوش او ولولې سره کفار جنګ ته هڅوي، پسې ورغلم کله مې چې توره ورته پورته کړه، ګورم چې ښځه ده او په زوره د ژړا کړیکه تر پورته شوه، ما د رسول اللهﷺ د تورې عزمت وساته او ښځه مې پر ونه وژله.
کفار په تښته شول مسلمانان ورپسې و، خو د غونډۍ پر سر غشو ویشتونکو مجاهدینو بې اطاعتي وکړه، راکښته شول، خالد بن ولید د همدغې موقع څخه ګټه پورته کړه، د همدې غونډۍ له لوري یې پر مسلمانانو حمله وکړه، او له سختې ماتې سره یې مخ کړل، رسول اللهﷺ په ډېر بد حال کې واقع شو، ډېرو صحابه کرامو ترې سخته دفاع وکړه، چې په دې کې ابودوجانه ؓ هم و، مخ یې رسول اللهﷺ ته اړولی و او شا یې کفارو ته چې څومره غشي به یې پر شا وخوړل له ځایه نه خوزېدۀ، کله چې مؤمنانو شاتګ پیل کړ، عبدالله بن جابر په حارث ؓ د تور وار وکړ او شهید یې کړ، خو د سرې پټې څښتن خپل انتقام واخیست او د عبدالله بن جابر سر یې تر بېل کړ.
هو همدې ته ایثار وایي، همدا د محبت ژوند و، څومره د الفت خاوندان په کې موجود و، بل خصوص سرور کاینات جناب حضرت نبي کریمﷺ چې دم پر دم به یې خپلو ملګرو ته د جنت زیري ورکول، خو هغوی له جنت نه بې پروا د خدایﷻ د حبیبﷺ  په مخ کې ډال کېدل او تر خدایﷻ پورې رسېدل.
🌸
ماتې هیلې

ماتې هیلې

24 Jun, 08:10


ستاسې وجدان (باطني محکمه) تاسې ته په هغو شیانو سزاء نه درکوي، چې تاسې پرې قناعت ورکړی، وجدان بالکل له نفس سره مخالف دی، هغه کړنه چې تاسې ته یې نفس د انجامولو امر کوي، وجدان پرې سزاء درکوي، نفس مو همېش بدې لارې ته برابروي، او د اسلامي قوانینو خلاف امر درته کوي، خو د یو مسلمان وجدان په اسلامي اصولو قناعت کړی، او د هغو طابع دی، او تر هغو مو د نفس له غوښتنو منعه کوي تر څو مو د نفس په غوښتنه وجدان ته قناعت نه دی ورکړئ، هر کله چې د نفس یوه غوښتنه ډېره تکرار شي وجدان پرې قانع کیږي، بیا په هغه غوښتنه تاسې ته سزاء نه درکوي.
کوشش وکړئ، یوه ګناه تکرارً ونه کړئ کنه بیا به مو عمل وګرځیږي!
🌸
ماتې هیلې

ماتې هیلې

23 Jun, 09:29


استغفرالله
الله ج دې زموږ په لمونځونو کې سم والی راولي، زۀ چې دا خبرې اورم، ګمان نه کوم چې زما دې کوم لمونځ قبول شوی وي!😭
الله ج دې موږ ته هدایت وکړي!
اللهم آمین

شیخ الحدیث مولوي عبدالرحمن اخند زاده

ماتې هیلې

ماتې هیلې

21 Jun, 12:59


د چا د غم نه خلک څه خبر دي؟
په هر وجود کې یو عذاب اوسیږي!
😢
شاعر؟

ماتې هیلې

14 Jun, 16:20


استاد به مو ویل نن چې څه درته وایم د زړۀ په غوږونو یې واورئ، زۀ نۀ پوهېدم، ما به فکر کاوه چې ګواکي زړۀ جدا غوږنه لري، خو زۀ اوس پوهېدلای یم چې د زړۀ غوږنو نه مراد داسې اورېدل دي چې پر زړۀ او ذهن دواړو باندې داسې اثر وکړي چې انسان ته د آرامښت احساس ورکړي سکون ورکړي!
څومره خوږه ژبه، څومره خوږ غږ، څومره ښکلي کلمات سبحان الله!😍
غږ نه پېژنم چې د چا دی، خو که د هر چا امام وي له خطبې څخه به په کامله معنا خوند اخلي!

ماتې هیلې

7,977

subscribers

307

photos

65

videos