کټ کټ سره خاندو مونږه دواړه ماشومان یو
ژوند مې له غچۍ ګوتې نیولی دی روان یو
مینې یو په تار تړلي، موسکه راته کېږي
شنې او سرې وزرې د یوه ګوډي پَران یو
راشه راته کېنه، د رڼو اوبو پر غاړه
چغ چغار مو واوره په شنو ونو کې مارغان یو
ښکلي مو لېدلي د ګلونو دي خوبونه
غلي را ویښ شوي د بلبلو په اذان یو
پرخې پرخې راغلو په داغ داغ کې یې دمه شوو
واه د خړې دښتې پر غاټولو باندې ګران یو
نن یې نازوو ځکه چې ښکلي مېلمانه دي
هو کنه! سبا به د دې ټولو په ارمان یو
لوی واړه ته، لویه سلامي کوو کاروانه
جار یو له مېږي مېږي او جار له سلیمان یو
د ګلبڼ زمزمې. (247)