۱۴۴۶ د رجب ۷ مه
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د دوهمې لوا د دریم کنډک ځواکونو له خوا تېره ورځ د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ اړوند د اوتي په سیمه کې په یو کور کې یو میل کلاشینکوف چې د یو غیر مسؤله کس له خوا په غیر قانوني توګه ساتل شوی و، کشف او ونیول شو.
د معلوماتو پر بنسټ نیول شوې وسله د بیت المال ده چې د تیورې ولسوالۍ د فتحې پر مهال د یو غیر مسؤله کس لاسته ورغلې وه چې تر دې مهاله یې په پټه او غیر قانوني توګه له ځانه سره ساتلې وه.
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو رسنیز دفتر