په دغه وخت کې بيا سړی شي سړی
د مئين هر څه وي د بل په لاس کې
د معشوقې د لاس بنګړی شي سړی
ځــــان سره سل رنګه سوچونه وکړي
خو د يار مخکې بیا ګونګی شي سړی
ماته د مينې زور ډير ښه معلوم دی
لــــمبه لمبه شي سپيلنی شي سړی
کله د يــــــو پردي ســـــړي لپاره
له خپلو ليرې شي پردی شي سړی
چې د عشق ټولو مرحلو نه تير شي
هله ګوهـــر شي او غمی شي سړی