راشدیه کتب خانه @mujtahed_sa Channel on Telegram

راشدیه کتب خانه

@mujtahed_sa


اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
ملګرو درود شریف مو هیر نسی


رابطه

@Mujtahedsaheb

@rashed_saheb

راشدیه کتب خانه (Persian)

راشدیه کتب خانه یک کانال تلگرامی است که توسط کاربر mujtahed_sa اداره می‌شود. این کانال معروف به ارائه کتب و کتاب‌های مرتبط با مذهب راشدیه می‌باشد. با پیوستن به این کانال، شما می‌توانید به طور رایگان از آخرین کتب منتشر شده و مطالب مفید و آموزنده در زمینه مذهب راشدیه بهره مند شوید. کاربران این کانال از تحقیقات و مطالب موثق و قابل اعتماد نه تنها در زمینه مذهب بلکه در زمینه تاریخ و فلسفه نیز بهره‌مند می‌شوند. اگر به دنبال مطالعه و یادگیری در حوزه مذهب راشدیه هستید، حتما به این کانال بپیوندید و از محتویات متنوع و کاربردی آن بهره ببرید.

راشدیه کتب خانه

30 Dec, 02:08


2⃣دوهم لیست درنو قدرمنو لیدونکو اوګډون والو
الخُبیب خپرندویه اداره به وخت پروخت ترانې شعرونه کتابونه غوره ویناوی حدیثونه فکري روزنه ژوند بدلون جالب معلومات اډیټ شوی ویډیووی تازه خبرونه او داسې نورڅه درته نشروو إن شاء الله
#الخبیب_خـپـرنـدویـه_اداره☟👇
https://t.me/ALKhobaibcom
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جنسی اوطبی معلومات دشریعت له نظره👇
https://t.me/GeensyMalomat
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رابطه لیست مدیرسره👈 @SAODRHMAN

راشدیه کتب خانه

30 Dec, 02:08


#الخبیب_خپرندویه_اداره 👇
https://t.me/ALKhobaibcom

راشدیه کتب خانه

29 Dec, 02:07


2⃣دوهم لیست درنو قدرمنو لیدونکو اوګډون والو
الخُبیب خپرندویه اداره به وخت پروخت ترانې شعرونه کتابونه غوره ویناوی حدیثونه فکري روزنه ژوند بدلون جالب معلومات اډیټ شوی ویډیووی تازه خبرونه او داسې نورڅه درته نشروو إن شاء الله
#الخبیب_خـپـرنـدویـه_اداره☟👇
https://t.me/ALKhobaibcom
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جنسی اوطبی معلومات دشریعت له نظره👇
https://t.me/GeensyMalomat
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رابطه لیست مدیرسره👈 @SAODRHMAN

راشدیه کتب خانه

29 Dec, 02:07


#عاجل

‏دفاع وزارت کې یوې سرچینې ویلي، چې خوست او پکتیا کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته کې ۱۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. سرچینې ویلي، له پاکستاني لوري د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د توغول شوې هاوان مرمۍ له امله بیا درې ملکیان وژل شوي دي. .
○ #افغان_میډیا ○👇
https://t.me/Afghan_Midia
https://t.me/Afghan_Midia
https://t.me/Afghan_Midia

راشدیه کتب خانه

28 Dec, 01:41


لوڅ فلمونه او دهغو تاوانونه 👇
@GeensyMalomat/5220

راشدیه کتب خانه

28 Dec, 01:41


2⃣دوهم لیست درنو قدرمنو لیدونکو اوګډون والو
الخُبیب خپرندویه اداره به وخت پروخت ترانې شعرونه کتابونه غوره ویناوی حدیثونه فکري روزنه ژوند بدلون جالب معلومات اډیټ شوی ویډیووی تازه خبرونه او داسې نورڅه درته نشروو إن شاء الله
#الخبیب_خـپـرنـدویـه_اداره☟👇
https://t.me/ALKhobaibcom
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جنسی اوطبی معلومات دشریعت له نظره👇
https://t.me/GeensyMalomat
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رابطه لیست مدیرسره👈 @SAODRHMAN

راشدیه کتب خانه

27 Dec, 02:06


2⃣دوهم لیست درنو قدرمنو لیدونکو اوګډون والو
الخُبیب خپرندویه اداره به وخت پروخت ترانې شعرونه کتابونه غوره ویناوی حدیثونه فکري روزنه ژوند بدلون جالب معلومات اډیټ شوی ویډیووی تازه خبرونه او داسې نورڅه درته نشروو إن شاء الله
#الخبیب_خـپـرنـدویـه_اداره☟👇
https://t.me/ALKhobaibcom
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جنسی اوطبی معلومات دشریعت له نظره👇
https://t.me/GeensyMalomat
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رابطه لیست مدیرسره👈 @SAODRHMAN

راشدیه کتب خانه

27 Dec, 02:06


نړی پرمختللی خبرونه او معلومات له مونږ سره👇
https://t.me/Afghan_Midia
https://t.me/Afghan_Midia
https://t.me/Afghan_Midia

راشدیه کتب خانه

26 Dec, 06:56


۸- فضیلت: یي دادی چي د جنت ویزا ده.
 رسول الله ﷺ فرمایي:
عن معاذ بن جبل، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«من كان آخر كلامه لا إله إلا الله دخل الجنة» (ابو داؤد رقم ۳۱۱۶)
ژباړه: معاذ بن جبل رض ویلي چي رسول الله ﷺ ویلي چي که د چا آخري
خبره لا اله الا الله وي جنت ته داخلیږي.
۹- فضیلت: یي دادی چي د ویوونکي د ځان او د مال له پاره امن ده.
رسول الله ﷺ فرمایي:
[ﺃُﻣِﺮْﺕُ ﺃَﻥْ أُقَاتِلَ اﻟﻨَّﺎﺱَ ﺣَﺘَّﻰ ﻳَﻘُﻮﻟُﻮا: ﻻَ ﺇِﻟَﻪَ ﺇِﻻَّ اﻟﻠَّﻪُ، ﻓَﻤَﻦْ ﻗَﺎﻟَﻬَﺎ
ﻓَﻘَﺪْ ﻋَﺼَﻢَ ﻣِﻨِّﻲ ﻣَﺎﻟَﻪُ ﻭَﻧَﻔْﺴَﻪُ ﺇِﻻَّ ﺑِﺤَﻘِّﻪِ، ﻭَﺣِﺴَﺎﺑُﻪُ ﻋَﻠَﻰ اﻟﻠَّﻪِ "]
ژباړه: زه امر سوی یم چي د خلقو سره جنګ وکړم تر څو دوی لا اله الا الله ووایي
که چا وویله نو په تحقیق سره په امن کي سو زما څخه د ده ما او نفس مګر
د ده په حق سره او حساب یي په الله دی. (البخاري)
۱۰- فضیلت: یي دادی چي د لا اله الا الله پر ویوونکي باندي نه په قبر کي
نه د نشر په وخت کي بیره او وحشت سته.
رسول الله ﷺ فرمایي:
[ عن ابن عمر قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم "ليس على أهل "لا إله إلا الله"
وحشة في قبورهم  ولا في منشرهم، وكأني بأهل "لا إله إلا الله"
ينفضون التراب عن رؤوسهم، ويقولون: {الحمد لله الذي أذهب عنا الحزن}] (رواه ابن أبي حاتم)
ژباړه: ابن عمر رض ویلي چي رسول اللهﷺ فرمایلي چي په اهل د لا اله الا الله نه
د دوی په قبرونو کي او نه د دوی د نشر په وخت کي بیره سته
غوندي زه اهل د لا اله الا الله سره یم چي دوی د خپلو سرونو
څخه خاوره څنډي او {الحمد لله الذي أذهب عنا الحزن}  وایي.
کلیمة لااله الالله
معني د لااله الالله داده چي هیڅ معبود په حقه سره نسته مګر یو اللهﷻ دی.
تفصیل
په ژباړه کي د حق په اضافه کولو سره د هغو خلکو د عقیدي باطلوالي وسو
چي د قبرونو او بتانو عبادت کوي
او د هغو خلکو د عقیدي باطلوالی هم وسو چي یوازي د اللهﷻ
په وجود باندي  اقرار ته. یا دي ته چي الله تعالی پیداکوونکی دی. وژوونکی دی. یو دی .
تاوان رسوونکی دی. ژوندي کوونکی دی. روزي ورکوونکی دی.
دي ته د لااله الالله معنی وایي
که دغه مراد وي نو مشرکان هم د اللهﷻ پر وجود اقرار  کوی
او دایي ویل چي الله تعالی پیداکوونکی دی. یو دی. تاوان رسوونکی دی. او داسي نور.
که دغه مراد وي باید هغوی هم مسلمانان بلل سوي وای دوی داسي ویل
چي موږ د بتانو عبادت ددغه لپاره کوو چي دغه بتان زموږ
شفاعت د اللهﷻ په حضور کي وکي
اللهﷻ فرمایي:
{وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَوَتِ وَ الْأَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِيْزُ الْعَلِيْمُ}
ژباړه: او قسم دى كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه
او ځمكه چا پیدا كړي دي (نو)دوى به خامخا الزمًا ووايي
چې دغه ډېر غالب، ډېر پوه ذات پیدا كړي دي. (سورة زخرف) (۹) آیت
او په بل ځاي کي الله تعالی د مشركانو حال بيانوي او فرمایي:
{مَا نَعْبُدُهُمْ اِلَّا لِيُقَرِّبُنَا اِلَی الِله زُلْفَي}
ژباړه: مونږ ددوی عبادت نه کوو مګر ددي لپاره چي دوی مونږ الله ته
نژدي کړي ښه نژدي کول (سورة زمر )(۳) آیت
سره ددي چي دوی د الله ﷻ پر وجود اقرار کوی.
د ځمکي او آسمانونو پیداکوونکی یي بلل روزي ورکوونکی یي بلل
حتی د بتانو عبادت یي ددي لپاره کوی چي دوی الله تعالی ته نږدي کړي خو بیا هم
دوی ددغه وجهي مشرکان وه چي نور شیان یي د الله تعالی سره شریکان بلل
او د خدای پاک عبادت یي په حقه سره نه كول بلکه بتان یي د بندګانو
او رب العالمین په مینځ واسطه بلل او د دغو عبادت یي کول چي ددوی شفاعت وکړي
او د کائناتو پیداکوونکي رب  ته یي نژدي کړي.
د لااله الاالله په ویلو فائده کامله هغه وخت حاصلیږي چي راتلوونکي شرطونه
او ارکان پرځای سي او د هغه وروسته د ایمان  ماتوونکي فعل
او قول ورڅخه صادر نه سي او په دغه باندي وفات سي 
ارکان د لااله الالله
رکن په لغت کي د شي و قوي طرف ته ویل کیږي چي پاته شی ورباندي تکیه کیږي لکه ستون (ستن)
او په اصطلاح کي و هغه ته وایي چي په دسره قوت حاصلیږي او د کلمي ارکان دوه دي نفي او اثبات.
اول نفي: نفي یوازي لفظ د لااله دی مراد ورڅخه نفي د حق خدایي او الهیت دی ماسوا د یوه اللهﷻڅخه
دوهم اثبات: اثبات یوازي لفظ د الاالله دی مراد ورڅخه ثبوت د حقي خدایي دی
یوازي د یوه اللهﷻ لپاره.
دلته په اثبات کي د دوو خبرو ذکر کول ضروري اول ثبوت د وجود دالله ﷻ دی دوهم ثبوت د وحدانیت دی.
د اللهﷻ په وجود باندي عقلي دلیلونه
که څوک د آسمان او ځمکي لمر او سپوږمي خلقت ته نظر وکړي د حیواناتو او نباتاتو په پیدایښت کي فکر وکړي
حتما دي نتیجي ته رسیږي چي د دي ټولو له پاره حتما یو خالق او پیدا کوونکی سته چي هغه

راشدیه کتب خانه

26 Dec, 06:56


د اللهﷻ له ذات څخه عبارت دی چي موجود او د ټول عالم پیدا کوونکی دی.
د اللهﷻ وجود ضروري او واجب دی ځکه چي په دنیا کي دوه ډوله موجودات وجود لري
         ۱- اعیان:
        ۲- اعراض:
دغه دواړه ډوله موجودات حادث او پیدا کړی سوي دي.
د اعیانو حدوث:
د اعیانو حدوث له دي سببه دی چي اعیان د عین جمع ده او عین هغه شی دی چي
په خپل ذات باندي قایم وي لکه اجسام او په دوی باندي تغیرات لکه حرکت او سکون راتلی سي
او هر هغه څیز چي د تغیر قبلوونکی وي حادث او پیدا کړی سوی دی
ځکه چي قدیم د حوادثو محل نه دی.
د اعراضو حدوث:
د اعراضو حدوث له دي سببه دی چي اعراض د عرض جمع ده او عرض هغه شي دی
چي په غیر ولاړ وي لکه سپین والی او تور والی او په دوی باندي عدم (نستوالی) راځي
او هر هغه څیز چي په هغه باندي عدم راځي حادث او پیدا کړی سوی دی ځکه چي قدیم
د حوادثو ځای نه دی. نو معلومه سوه چي عالم (ټول موجودات غیر له خدای ﷻ څخه) حادث
او پیدا کړی سوي دي
او د محدَث (پیدا کړی سوي) له پاره محدِث (پیدا کوونکی) لازم او ضروري دی
او هغه هم اللهﷻ دی، په دي دلیل چي ټول پیدا سوي شیان ممکن دي
او ممکن هغه دی چي د هغه وجود او عدم برابر وي
تر څو چي د وجود علت یي نه وي موجود نه مومي.
همدارنګه مخلوق د خالق په وجود او مصنوع د صانع په وجود دلیل دی
په هر شي کي د پاک خدایﷻ له پاره داسي نښه سته چي د اللهﷻ په وجود او وحدانیت دلالت کوي.
عقل هم که په کار واچول سي نو پر دي دلالت کوي او شاهد دی چي د الله تعالی لپاره شریک نسته
او یو دی او نقل هم د ټولو انبیاء څخه موجود دی چي الله یو دی او د عبادت لائق دی.
د الله ﷻ پر وحدانیت عقلي دلیلونه
الله ﷻیواځي ذات او برحق معبود دی.
او کامله عاجزي یواځي د همغه ذات په حضور کي وړ ده چي د هغه له شان سره ښایي.
یعني د اللهﷻپاک ذات په قطعي او حتمي ډول سره له هر راز عیب او نقص څخه پاک او منزه دی
هیڅ قسم نقصان نلري نه عاجز دی او نه مغلوب، د چا تر فشار لاندي نه راځي او نه هم کوم ذات دده د کار مانع کرځيدای سي.
فرض کړه که په آسمان او ځمکه کي دوه خدایان موجود وای نو دواړو به یا یو ډول لیاقت
او یا به یي یو له بل څخه توپیر او تفاوت درلود په دي وخت کي به یا د عالم پیدائښت
او تدبیر ددواړو له موافقي سره سم عملي کیده
او یا دا چي کله کله به د دوی تر منځ اختلاف هم پیښیدای سوای په دواړو صورتونو کي
دا لاندي احتمالات متصور دي:
(۱) یا دا چي یو له دوی څخه یواځي د دي کار له عهدي څخه وتلای نه سوای
نو په نتیجه کي دواړه په ګډه د چارو په انتظام بوخت سول په دي صورت کي معلومه سوه
چي له دواړو څخه یو هم کامل قدرت نه لري او که یواځي د عالم او نړۍ چاري سرته رسولی سوی
نو طبعا بل به بي کاره پاتي کیده چي دا د الوهیت له شان سره منافي کار دی.
(۲) که چیري دواړو دا کار په اتفاق او اتحاد سره سرته رسولی وای په دي صورت کي
د اختلاف امکان موجود ؤ او دا اختلاف هم د الوهیت سره منافي دی نو له دي کبله
باید د اللهﷻ د ذات په وحدانیت او د ده په کامل قدرت ایمان راوړو.
(۳) او که د دوو خدایانو تر منځ مخالفت فرض کړو نو خامخا به د مقابلي
په صورت کي یو مغلوب او ناکامیده او خپله اراده به یي پریښوده
نو دا کار د هغه د خدایي نفي راولي
او که دواړو د قوت او طاقت له امله برابر او مساوی وای
نو هرومرو به هر یوه خپله اراده او قدرت تطبیق کړی وای نو د آسمانو او ځمکي
نظام به له لومړۍ ورځي څخه یا وروسته له هغي څخه ویجاړ او خراب سوی وای نو ثابته سوه
چي اللهﷻ وحد او لاشریک دی او د هغه د وحد ذات له عبادت او بندګي څخه پرته
د بندګانو له پاره بله د کامیابي لار نشته.
نقلي دلیلونه
۱-الله ﷻ فرمایي:
{وَ ما مِنْ إِلهٍ إِلاَّ إِلهٌ واحِدٌ}
ژباړه: حال دا چې هېڅ لایق د عبادت  

راشدیه کتب خانه

26 Dec, 06:56


بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله الذي لا يعلم ما هو إلا هو ولا يغفر الذنوب ويستر العيوب إلا هو
ولا يكشف الكروب ويجبر القلوب إلا هو
غافر الذنب و قابل التوب شديد العقاب اليم العذاب لا إله إلا هو
ﻭاﻟﺼﻼﺓ ﻭاﻟﺴﻼﻡ ﻋﻠﻰ ﺳﻴﺪﻧﺎ ﻣﺤﻤﺪ ﺃﻓﻀﻞ ﻣﺨﻠوق
ﻭﻋﻠﻰ ﺁﻟﻪ ﻭﺻﺤﺒﻪ اﻟﻘﺎﺋﻤﻴﻦ ﺑﺎﻟﺤﻘﻮﻕ,
د الله ﷻ څخه ډیر شکر ګزاره یم چي پر ما عاجز بنده  یي دا لویه لورینه وکړه چي د دغه رسالي د لیکلو توفیق یي راکړد اللهﷻ څخه د دي وړوکي رسالي د قبولیت او منظوریت په امید یم چي الله ﷻ دا وړوکی خدمت زما څخه په خپل عالي دربار کي قبول او
منظور وګرځوي.
د دې رسالي ترتیب په دي ډول دی چي
په اوله کي مي د لا اله الا الله فضائل بیان کړي او وروسته مي بیا د لا اله الا الله معنی
او د معني سره لازمي خبري مي بیان کړي وروسته مي ارکان
او شروط بیان کړي،بل دا چي هر ځای کي مي آیت کریمه  پر حدیث مبارکه باندي مخکي لیکلی دی، بل دا چي عقلي دلائل مي پر نقلي دلائلو باندي مخکي لیکلي وجه یي دا ده چي د اوس د زماني عام خلک په عقلي دلائلو ښه پهمول کیږي.
لیکوال
عبدالرازق "راشد"
د المدرسة الاسلامیة مظهر العلوم د مدرسي طالب العلم
۱۴۴۶/۱/۱۱ مطابق د۱۴۰۳/۴/۲۷

د لااله الاالله فضائل
د لا اله الا الله کلمه داسي کلمه ده چي مسلمانان یي په آذان او اقامت، لمانځه او خطبه کي اعلان کوي
او د دي په وسیله الله تعالی کائنات پیدا کړل
دغه کلمه تر ټولو کلماتو افضله او بزرګ او لویه کلمه ده
ددغه کلمي له پاره مخلوقات د عدم څخه وجود ته راویستل سول.
او بیا مخلوق ته د دغه کلمي له پاره پیغمبران
مبعوث کړل سول او بیا کتابونه نازل کړل سول.
په دغه کلمي سره د مؤمن او کافر د اهل جنت
او اهل د دوږخ فرق کیږي.
دا کلمه العروة الوثقی او الکلمة التقوی ده.
د دین د ارکانو څخه لوی رکن ده، او د ایمان د شعبو څخه مهمه شعبه ده،
د جنت کیلي او د دوږخ څخه نجات ده، اصل او اساس د دین ده،د ابدي ژوند سرمایه،
د خدایﷻ د رضا وسیله ده، د دي کلمي د ویوونکی له پاره دا کلمة د ده د ځان او مال ساتوونکي ده،
صفت کوونکی یي که هر ډول صفت کوي تر هغه لوړه ده،
دا داسي کلمة ده چي په دي سره ټول اهل اسلام یو جسد سوی
او لکه د دیوال خښتي یو په بل ټینګ سوي د دي په سبب سره انسانان دوستي او دوښمني کوي،
د توحید د کلمي مبارکي له پاره ډیر لوی فضائل او بهتري سته
چي ژبه یي د بیانولو څخه
او قلم یي د لیکلو څخه عاجز دي خو بیا هم یو څو فضائل یي سره د عاجزي راوړو
د لااله الاالله فضائل د قرآنکریم په رڼا کي
۱-فضیلت: دادی چي الله تعالیﷻ دا د ټولو پیغمبرانو د دعوت اصل ګرځولي.
الله تعالیﷻ فرمایي:
{وَمَا اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُوْلٍ اِلَّا نُوْحِيْ الَيْهِ اَنَّهُ لَا اِلَهَ اِلَّا اَنَا فَاعْبُدُوْنِ}
ژباړه: او موږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلۍ
مګر چې هغه ته به مونږ (دا) وحي كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته
بل هېڅ حق معبود نشته، لهذا تاسو زما عبادت كوئ. (سورة الانبیاء) (۲۵) آیت.
په بل ځای کي فرمایي:
{وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِيْ کُلِّ اُمَّةٍ رَّسُوْلًا اَنِ اعْبُدُوا اللهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوْتَ}
ژباړه: او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلۍ و (په دې سره)
چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ،  (سورة نحل) (۳۶) آیت
۲- فضیلت: دا د هغه لویو نعمتونو څخه ده چي الله ﷻ یي پر خپلو بندګانو لورینه کړي
{وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُۥ ظَٰهِرَةً وَبَاطِنَةً ۗ }
ژباړه: او پر تاسو باندې يې خپل نعمتونه، چې ظاهري دي او باطني دي؛ پوره كړي دي. (سورة لقمان) (۲۰)
ابن جریر په خپل تفسیر کي وایي چي حضرت ابن عباس او مجاهد وایي چي د نعمه څخه مراد لااله الاالله ده. (طبري)
سفیان بن عیینه: وایي چي الله ﷻ په خپل یو بنده د بندګانو څخه د یو نعمت لورینه نه ده کړي چي هغه دي د لااله الاالله تر پیژندني لوی وي. (ذکره ابن رجب في کلیمة الاخلاص)
۳-فضیلت: د دي کلمي دادی چي اللهﷻ ددي کلیمي صفت په کلمة طیبة(پاکه کلمه) سره کړی دی.
الله تعالیﷻ فرمایي:
{أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِى ٱلسَّمَآءِ }
ژباړه: ایا ته نه وینې چې الله څنګه یو مثال بیانوي: پاكیزه كلمه (چې لااله الاالله ده) د هغې پاكیزه ونې په شان ده
چې د هغې بېخ كلك وي (په ځمكه كې) او د هغې څانګې په آسمان کي وي. (سورة ابراهیم) (۲۴)
حضرت علي ابن ابي طلحه او ابن عباس رض وایي چي مثلاکلمة طیبة شاهدي د لااله الاالله ده
کشجرة طیبة مؤمن دی اصلها ثابت د مومن په زړه سره د لااله الاالله ویل دی

راشدیه کتب خانه

26 Dec, 06:56


فرعها فی السماء یي عمل دی چي پورته کیږي آسمان ته. (ابن کثیر)
۴-فضیلت: یي دادی چي دا په دنیا او آخرت کي ثابته او ټینګه خبره او قول دی.
الله تعالی ﷻ فرمایې:
{يُثَبِّتُ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱلْقَوْلِ ٱلثَّابِتِ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَفِى ٱلْءَاخِرَةِ ۖ وَيُضِلُّ ٱللَّهُ ٱلظَّٰلِمِينَ ۚ وَيَفْعَلُ ٱللَّهُ مَا يَشَآءُ}
ژباړه: الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى په ثابته خبره باندې مضبوطوي،
په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې او الله ظالمان ګمراه كوي
او الله چې څه وغواړي هغه كوي. (سورة ابراهیم)  (۲۷)
حضرت ابن عباس وایي چي د قول الثابت څخه مراد کلیمه د لااله الاالله ده. (قرطبي)
۵- فضیلت: یي دادی چي دا العروة الوثقی (ټینګه کړۍ) ده که چا مضبوطه ونیوله نجات یي پیدا کړی
او که چا مضبوطه ونه نیوله هلاک سو.
الله تعالیﷻ فرمایي:
{وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ ٱسْتَمْسَكَ بِٱلْعُرْوَةِ ٱلْوُثْقَىٰ ۗ }
ژباړه: او هغه څوک چي خپل مخ الله ته وسپاري، په دې حال كې چې نېکي كوونکی وي،
نو یقینا ده په ډېرې مضبوطې كړۍ باندې منګولې ښخې كړي دي. (سورة لقمان) (۲۲)
د العروة الوثقي(مضبوطه کړۍ) څخه د ضحاک رح ابن جبیر او ابن عباس(رض) په قول لااله الاالله ده.
۶-فضیلت: یي دادی چي دا کلمة الباقیة چي الله تعالی
د حضرت ابراهیم علیه السلام په اولاد کي باقي ګرځولي ده.
الله تعالی فرمایي:
{وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِيمُ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِۦٓ إِنَّنِى بَرَآءٌ مِّمَّا تَعْبُدُونَ ( 26 )
إِلَّا ٱلَّذِى فَطَرَنِى فَإِنَّهُۥ سَيَهْدِينِ ( 27 )
وَجَعَلَهَا كَلِمَةًۢ بَاقِيَةً فِى عَقِبِهِۦ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ( 28 )}
ژباړه: او (یادکړه) هغه وخت چې ابراهیم خپل پلار او خپل قوم ته وویل:
بېشكه زه له هغو (معبودانو)نه بېزاره یم چې تاسو يې عبادت كوئ غیر له
هغه ذات نه چې زه يې پیدا كړى یم، پس یقینا هغه به ما ته خامخا هدایت وكړي،
او هغه(ابراهیم) دغه (د توحید كلمه) په خپل اولاد كې باقي پاتې كېدونكې وګرځوله،
د دې لپاره چي راوګرځي. (سورة زخرف) (۲۸)
د مجاهد قتادة او سدي په قول دلته د کلمة باقیة څخه
مراد کلمة التوحید لااله الاالله ده. (طبري ۲۰جزء ۵۷۷ صفحه)
۷-فضیلت: یي دا دی چي دا کلمة التقوی ده چي الله تعالیﷻ
د حضرت محمدﷺ پر اصحابو لازمه کړي وه.
او دوی په دغه کلمي سره حقداره وه
او اهل د دغه کلمي وه.
الله تعالیﷻ فرمایي:
{إِذْ جَعَلَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فِى قُلُوبِهِمُ ٱلْحَمِيَّةَ حَمِيَّةَ ٱلْجَٰهِلِيَّةِ
فَأَنزَلَ ٱللَّهُ سَكِينَتَهُۥ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ وَعَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ وَأَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ ٱلتَّقْوَىٰ
وَكَانُوٓا۟ أَحَقَّ بِهَا وَأَهْلَهَا ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًا}
ژباړه: كله چې كافران شویو خلقو په خپلو زړونو كې غیرت واچاوه، د جاهلیت غیرت،
نو الله خپل اطمینان په خپل رسول او په مومنانو باندې نازل كړ
او په دوى پورې يې د ٰ تقوى خبره لازمه (ټینګه) كړه
او دوى د دغې ډېر حقدار
او د دغې اهل وو۔ او الله همېشه په هر شي ښه پوه دى. (سورة فتح (۲۸).)
ابو اسحاق السبیعي د عمرو بن میمون څخه روایت کوي چي خلقو خبره نه ده کړي
چي هغه دي تر لااله الاالله بهتره وي نو سعد بن عیاض وویل
چي ای ابا عبدالله ته خبر یي چي دا څه شی ده؟ دا هغه کلمة التقوی ده
چي الله تعالیﷻ د حضرت محمدﷺ په صحابه وو لازمه کړي وه
او دوی ددي ډیر حقداره وه، او اهل ددي وه. (رواه الطبراني فی الدعاء ۳ ج ۱۵۳۳ ص)
۸ فضیلت: یي دادی چي دا د ټولو نیکیو څخه بهترینه ده
الله تعالیﷻ فرمایي:
{مَن جَآءَ بِٱلْحَسَنَةِ فَلَهُۥ خَيْرٌ مِّنْهَا ۖ }
ژباړه: هغه څوك چې یوه نېکي (د توحید كلمه) راوړي،
نو د هغه لپاره له هغې نه غوره (بدله) ده. (سورة النمل) (۸۹) 
دلته د الحسنة څخه داکثره مفسرینو په قول
مراد کلمه د لااله الاالله ده.
د لااله الاالله فضائل د آحادیث مطهره ؤ په رڼا کي
۱- فضیلت: یي دادی چي دا بهترین او ډیر ترین د اعمالو څخه دی نیکي په ډیریږي
او بدي په محوه کیږي او د شیطان څخه ساتنه ده
رسول اللهﷺ فرمایي:
[ﻋَﻦْ ﺃَﺑِﻲ ﻫُﺮَﻳْﺮَﺓَ ﺭَﺿِﻲَ اﻟﻠَّﻪُ ﻋَﻨْﻪُ: ﺃَﻥَّ ﺭَﺳُﻮﻝَ اﻟﻠَّﻪِ ﺻَﻠَّﻰ اﻟﻠﻪُ ﻋَﻠَﻴْﻪِ ﻭَﺳَﻠَّﻢَ قال: من ﻗَﺎﻝَ: لا إله إلا اﻟﻠَّﻪُ ﻭَﺣْﺪَﻩُ ﻻَ ﺷَﺮِﻳﻚَ ﻟَﻪُ،
ﻟَﻪُ اﻟﻤُﻠْﻚُ ﻭَﻟَﻪُ اﻟﺤَﻤْﺪُ، ﻭَﻫُﻮَ ﻋَﻠَﻰ ﻛُﻞِّ ﺷَﻲْءٍ ﻗَﺪِﻳﺮٌ. ﻓِﻲ ﻳَﻮْﻡٍ ﻣِﺎﺋَﺔَ ﻣَﺮَّﺓٍ، ﻛَﺎﻧَﺖْ ﻟَﻪُ ﻋَﺪْﻝَ ﻋَﺸْﺮِ ﺭِﻗَﺎﺏٍ،
ﻭَﻛُﺘِﺐَ ﻟَﻪُ ﻣِﺎﺋَﺔُ ﺣَﺴَﻨَﺔٍ، ﻭَﻣُﺤِﻴَﺖْ ﻋَﻨْﻪُ ﻣِﺎﺋَﺔُ ﺳَﻴِّﺌَﺔٍ،
ﻭَﻛَﺎﻧَﺖْ ﻟَﻪُ ﺣِﺮْﺯًا من اﻟﺸَّﻴْﻄَﺎﻥِ، ﻳَﻮْﻣَﻪُ ﺫَﻟِﻚَ ﺣَﺘَّﻰ ﻳُﻤْﺴِﻲَ،

راشدیه کتب خانه

26 Dec, 06:56


ﻭَﻟَﻢْ ﻳَﺄْﺕِ ﺃَﺣَﺪٌ ﺑِﺄَﻓْﻀَﻞَ ﻣِﻤَّﺎ ﺟَﺎءَ ﺇِﻻَّ ﺭَﺟُﻞٌ ﻋَﻤِﻞَ ﺃَﻛْﺜَﺮَ منه]
وایضا «من قال ﻋَﺸْﺮًا، ﻛَﺎﻥَ كمن ﺃَﻋْﺘَﻖَ ﺭَﻗَﺒَﺔً من ﻭَﻟَﺪِ ﺇِﺳْﻤَﺎﻋِﻴﻞَ (متفق عليه)
ژباړه: ابي هریرة رض وایي چي رسول الله ﷺ وفرمایل که چا:
لا إله إلا اﻟﻠَّﻪُ ﻭَﺣْﺪَﻩُ ﻻَ ﺷَﺮِﻳﻚَ ﻟَﻪُ،
ﻟَﻪُ اﻟﻤُﻠْﻚُ ﻭَﻟَﻪُ اﻟﺤَﻤْﺪُ، ﻭَﻫُﻮَ ﻋَﻠَﻰ ﻛُﻞِّ ﺷَﻲْءٍ ﻗَﺪِﻳﺮٌ
په ورځ کي سل ځله وویل دا ده ته د لس مريانو د آزاد ولو سره برابر ده،
او د ده له پاره سل نیکي لیکل کیږي او سل بدي یي محوه کیږي
او د ده له پاره د شیطان څخه ساتنه ده، په دغه ورځ تر څو چي شپه سي
هیڅ څوک به تر هغه په بهتره باندي راوړل ونه کړي کوم چي ده راوړي مګر هغه څوک چي تر ده ډیر عمل وکړي
که چا لس وار وویل دا سي کیږي لکه لس غاړي(مریان) چي د اسماعیل علیه السلام د اولادي څخه خلاصي کړي.
۲- فضیلت: یي دادی چي دا د خپل ویوونکی لپاره د اور څخه نجات ده.
رسول الله ﷺ فرمایي:
[عن عتبان ﻗَﺎﻝَ ﺭَﺳُﻮﻝُ اﻟﻠَّﻪِ ﺻَﻠَّﻰ اﻟﻠﻪُ ﻋَﻠَﻴْﻪِ ﻭَﺳَﻠَّﻢَ: "
ﻓَﺈِﻥَّ اﻟﻠَّﻪَ ﻗَﺪْ ﺣَﺮَّﻡَ ﻋَﻠَﻰ اﻟﻨَّﺎﺭِ ﻣَﻦْ ﻗَﺎﻝَ: ﻻَ ﺇِﻟَﻪَ ﺇِﻻَّ اﻟﻠَّﻪُ، ﻳَﺒْﺘَﻐِﻲ ﺑِﺬَﻟِﻚَ ﻭَﺟْﻪَ اﻟﻠَّﻪِ "]
ژباړه: عتبان رض وایي چي رسول اللهﷺ ویلي چي بیشکه اللهﷻ د (دوږخ) اور حرام کړی
پر هغه چا چي لا اله الا الله یي ویلي وي او په دي سره د الله ﷻ رضا طلبوي. (البخاري)
۳- فضیلت: یي دادی چي د دین د ښاخو څخه مهم ښاخ دی.
نبي ﷺ فرمایي:
[عن أبي هريرة، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «الإيمان بضع وسبعون - أو بضع وستون - شعبة، فأفضلها قول لا إله إلا الله، وأدناها إماطة الأذى عن الطريق، والحياء شعبة من الإيمان» (متفق عليه)]
ژباړه: ابي هریرة رض وایي چي رسول الله ﷺ ویلي چي ایمان څو اویا -یا څو شپیته- ښاخه دی بهترین یي قول د لا اله الا الله دی او کم ترین یي لیري کول د ضرریاتو دی د لاري څخه او حیاء یو ښاخ د ایمان ده.
۴- فضیلت: یي دادی چي ددي او د اللهﷻ په منځ کي هیڅ حجاب نسته که سړی د لویو ګناهونو څخه پرهیز وکي او په اخلاص سره یي ووایي الله ﷻ ته رسیږي
رسول الله ﷺ فرمایي:
[عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ما قال عبد لا إله إلا الله قط مخلصا، إلا فتحت له أبواب السماء، حتى تفضي إلى العرش، ما اجتنب الكبائر] (رواه الترمذي)
ژباړه: ابی هریرة رض وایي چي رسول الله ﷺ ویلي دي چي هیڅکله یو بنده لا اله الا الله په اخلاص نه ده ویلي مګر د ده له پاره د آسمان دروازي خلاصیږي تر هغه چي عرش ته ورسیږي خو چي د کبائرو ګناهونو څخه یي اجتناب کړی وي.
۵- فضیلت: یي دادی چي دا د رسول اللهﷺ او نورو پیغمبرانو علیهم السلام بهترینه خبره ده
رسول الله ﷺ فرمایي:
«عن طلحة بن عبيد الله بن كريز؛ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم، قال: «أفضل الدعاء، دعاء يوم عرفة. وأفضل ما قلت أنا، والنبيون من قبلي: لا إله إلا الله، وحده، لا شريك له». (مؤطا امام مالك)
ژباړه: طلحه بن عبيد الله بن كريز وايي چي رسول اللهﷺ ویلي بهترینه دعا دعا د عرفي د ورځي ده.
او بهترین خبره چي ما او زما څخه مخکي نبیانو علیهم السلام کړي لا اله الا الله وحده لا شریك له ده.
۶- فضيلت: يي دادی چي رسول الله ﷺ په دي سره خبر ورکړی چي دا بهترین ذکر دی.
رسول اللهﷺ فرمایي:
عن جابر بن عبد الله قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «أفضل الذكر لا إله إلا الله، وأفضل الدعاء الحمد لله» (الترمذي رقم ۳۳۸۳ابن ماجه رقم ۳۸۰۰)
ژباړه: حضرت جابر بن عبدالله رض وایي چي ما د رسول الله ﷺ څخه اوریدلي چي ویل یي بهترین ذکر لا اله الا الله دی او بهترینه دعا الحمد لله ده.
۷- فضيلت: یي دادی چي که چا دا کلمه د زړه د اخلاصه وویل
هغه به د قیامت په ورځ د رسول الله په شفاعت نیک مرغترین سړی وي.
رسول اللهﷺ فرمایي:
عن أبي هريرة أنه قال: قيل يا رسول الله من أسعد الناس بشفاعتك يوم القيامة؟ قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«لقد ظننت يا أبا هريرة أن لا يسألني عن هذا الحديث أحد أول منك لما رأيت من حرصك على الحديث.
أسعد الناس بشفاعتي يوم القيامة، من قال لا إله إلا الله، خالصا من قلبه، أو نفسه» (البخاري رقم ۹۹ )
ژباړه: ابي هریرة رض وایي چي رسول الله ﷺ ته وویل سول چي نیک مرغترین سړی
ستا په شفاعت سره د قیامت په ورځ څوک دی،
رسول اللهﷺ وویل ای ابي هریرة ما ګومان کوی چي د دغه حدیث څخه به ستا نه
مخکي زما څخه څوک پوښتنه نه کوي د دي وجهي چي ما ستا حرص پر حدیث لیدلی،
نیک مرغترین د خلکو زما په شفاعت سره هغه څوک دی
چي لا اله الا الله یي د زړه،  یا د نفس د اخلاصه ویلي وي.

راشدیه کتب خانه

26 Dec, 03:07


2⃣دوهم لیست درنو قدرمنو لیدونکو اوګډون والو
الخُبیب خپرندویه اداره به وخت پروخت ترانې شعرونه کتابونه غوره ویناوی حدیثونه فکري روزنه ژوند بدلون جالب معلومات اډیټ شوی ویډیووی تازه خبرونه او داسې نورڅه درته نشروو إن شاء الله
#الخبیب_خـپـرنـدویـه_اداره☟👇
https://t.me/ALKhobaibcom
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جنسی اوطبی معلومات دشریعت له نظره👇
https://t.me/GeensyMalomat
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رابطه لیست مدیرسره👈 @SAODRHMAN

راشدیه کتب خانه

26 Dec, 03:07


نړی پرمختللی خبرونه او معلومات له مونږ سره👇
https://t.me/Afghan_Midia
https://t.me/Afghan_Midia
https://t.me/Afghan_Midia

راشدیه کتب خانه

25 Dec, 02:23


لوڅ فلمونه او دهغو تاوانونه 👇
@GeensyMalomat/5220

راشدیه کتب خانه

25 Dec, 02:23


2⃣دوهم لیست درنو قدرمنو لیدونکو اوګډون والو
الخُبیب خپرندویه اداره به وخت پروخت ترانې شعرونه کتابونه غوره ویناوی حدیثونه فکري روزنه ژوند بدلون جالب معلومات اډیټ شوی ویډیووی تازه خبرونه او داسې نورڅه درته نشروو إن شاء الله
#الخبیب_خـپـرنـدویـه_اداره☟👇
https://t.me/ALKhobaibcom
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جنسی اوطبی معلومات دشریعت له نظره👇
https://t.me/GeensyMalomat
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رابطه لیست مدیرسره👈 @SAODRHMAN

راشدیه کتب خانه

24 Dec, 20:29


د تحریک طالبان پاکستان او الـ...ـقاعـ//ـدې تازه مهم او پر وخت خبرونه په دغه ځانګړي چینل کې تعقیب کولی شئ!

راشدیه کتب خانه

24 Dec, 20:29


د چینلونو دوهمه مجموعه
راځۍ د اسلام مشهور سطنتونه وپیژنو.
د لیست مسؤل:@Qutaiba_ibn_muslim

عــــــــمــــــــري مـــــیــــــډیـــــــا
https://t.me/omari_media313

راشدیه کتب خانه

24 Dec, 01:47


لوڅ فلمونه او دهغو تاوانونه 👇
@GeensyMalomat/5220

2,290

subscribers

166

photos

87

videos