وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان @ministry_of_social_affairs Channel on Telegram

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان

@ministry_of_social_affairs


وزارت کار امور اجتماعی از نهاد های مهم دولتی میباشد که در هم‌آهنگی با آجندای ملی ثبات، خودکفایی و رفاه مردم افغانستان، برای رسیدن به جامعه‌ای که در آن افراد دارای حقوق و فرصت‌های مساوی باشند، تلاش می‌نماید. هدف اساسی این وزارت کاهش فقر، تسهیل اشتغال‌زایی،

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان (Persian)

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان یکی از نهادهای مهم دولتی در افغانستان است. این وزارت با هماهنگی با آجندای ملی ثبات، خودکفایی و رفاه مردم افغانستان، برای ایجاد یک جامعه عادلانه و برابر که در آن تمام افراد نیز دارای حقوق و فرصت‌های مساوی باشند، تلاش می‌نماید. اهداف اصلی این وزارت شامل کاهش فقر، تسهیل در ایجاد فرصت‌های شغلی، امکانات اجتماعی و حمایت از آسیب‌دیدگان اجتماعی می‌باشد. با حضور در کانال تلگرام وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان، شما می‌توانید از آخرین اخبار و تحولات مهم در زمینه کار و امور اجتماعی کشور آگاه شوید و در فرایند رشد و پیشرفت این حوزه‌ها در کشور سهیم باشید. پیوسته با ما همراه باشید و به ارتقای وضعیت اجتماعی و اقتصادی کشور خود کمک کنید.

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان

21 Nov, 18:42


پرداخت کمک نقدی برای ۱۲۷ تن از یتیمان در غور

۱۹ جمادی‌الاول ۱۴۴۶

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت غور، برای ۱۲۷ تن از یتمیان در آن ولایت (به هر یتیم مبلغ ۱۹۵۰۰ افغانی) به همکاری بنیاد هدف پرداخت شد.
ملا نصر الله انصار؛ رییس کار و امور اجتماعی ولایت غور از بنیاد یادشده سپاس‌گزاری نموده و از دیگر نهادهای امداد رسان نیز خواست تا با یتیمان و خانواده‌های نیازمند در آن ولایت کمک نمایند.

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان

20 Nov, 11:08


د کار او ټولنیزو چارو وزارت، په تېرو اتو میاشتو کې د څه باندې ۷۷۰۰ ماشومانو قضیو ته رسېدنه کړې ده
کابل: ۱۴۴۶ د جمادي‌الاول ۱۸مه
د ۱۴۰۳هـ.ش کال په لومړیو اتو میاشتو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او اړوندو ولایتي ریاستونو په هلو ځلو په ټول هېواد کې د شاوخوا ۷۷۳۲ تنه ردمرزي او لادرکه ماشومانو قضیو رسېدنه شوې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست د ارقامو له مخې په مرکز کې د ۱۸۲۷ تنو ماشومانو قضیو ته د رسېدنې سربېره د مختلفو ولایتونو شاوخوا ۵۹۰۵ تنه رد مرزي ماشومان هم خپلو کورنیو ته بیرته سپارل شوي دي .
په دې ماشومانو کې ډېری د کابل، هرات، تخار، فاریاب، سرپل، سمنګان او لغمان ولایتونو اوسېدونکي دي، چې د ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې هېوادونو څخه ردمرز شوي وو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او اړوندو ولایتي ریاستونو په هڅو له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت، اړوندو ولایتي ریاستونو او همکارو مؤسساتو په ګډو هڅو د دې ماشومانو د کورنیو تر پیدا کېدو پورې د دوی د استوګنې، خوراک، څښاک او د لارې کرایې سربېره د ماشوم ساتنې کمېټې له لوري د ماشومانو د حقونو په اړه ماشومانو او د هغوی کورنیو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه هم وړاندې شوي دي.
د ماشوم نړیوالې ورځې په پار د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري پيغام او همدارنګه د ماشومانو په اړه د کار او ټولنيزو چارو وزارت د لاسته‌راړنو او فعالیتونو د توضیح لپاره د ویاند ویډیويي کلیپ لاندې کتلی شئ.
+++++
رسیده‌گی به قضایای بیش از ۷۷۰۰ کودک از سوی وزارت کار و امور اجتماعی در هشت‌ماه پسین
وزارت کار و امو راجتماعی و ریاست‌های ولایتی آن در هشت ماه نخست سال ۱۴۰۳ هـ ش به قضیۀ ۷۷۳۲ تن از کودکان رد مرزی و گم‌شده، رسیده‌گی نموده‌است.
به اساس آمار ریاست محافظت اطفال وزارت کار و امور اجتماعی، افزون بر رسیده‌گی به قضایای ۱۸۲۷ تن از کودکان در مرکز، به تعداد ۵۹۰۵ تن از کودکان رد مرزی نیز در ولایت‌های گوناگون به خانواده‌های‌شان سپرده شده‌اند.
این کودکان، بیش‌تر باشنده‌گان کابل، هرات، تخار، فاریاب، سرپل، سمنگان و لغمان بوده که از کشورهای ایران، پاکستان، عربستان سعودی و ترکیه ردمرز شده بودند و به اساس تلاش و هم‌آهنگی وزارت کار و امور اجتماعی و ریاست‌های ولایتی آن به خانواده‌های‌شان سپرده شده‌اند.
گفتنی‌است که هزینه‌های بود و باش، خوراک، پوشاک و کرایۀ راه این کودکان تا پیدا شدن خانواده‌ و نزدیکان‌‌شان از سوی ریاست‌های کار و امور اجتماعی ولایات و نهادهای همکار فراهم گردیده و برای خانواده‌ها در پیوند به مهاجرت‌های غیر قانونی کودکان نیز آگاهی‌دهی شده‌است.

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان

20 Nov, 06:11


توزیع ابزار کار؛ برای ۵۰ تن از فارغان فن و حرفه در بلخ
۱۸ جمادی‌الاول ۱۴۴۶
به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بلخ، برای ۵۰ تن از فارغان آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در بخش خیاطی در نواحی گوناگون شهر مزار شریف، ۱۴ قلم ابزار کار به همکاری دفتر حمایت از مردم افغانستان (SAPO) توزیع شد.
ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بلخ با سپاس‌گزاری از کمک‌‌های دفتر یاد شده، از دیگر نهادهای امدادرسان نیز خواست تا در تطبیق برنامه‌ها و ارایۀ خدمات به مردم، با آن ریاست همکای نمایند.

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان

14 Nov, 09:41


پرداخت پول نقد برای ۴۸۷ تن از شاگردان فن و حرفه در ولایت بلخ

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بلخ، برای ۴۸۷ تن از شاگردان در ولسوالی‌های کشنده و چهارکنت آن ولایت که به کمک مالی و تخنیکی دفتر هم‌آهنگی کمک‌های انسانی (CHA) برای شش‌ماه در بخش‌های ترمیم سولر، خیاطی، خامک‌دوزی و مهره‌دوزی آموزش می‌بینند، به هر شاگرد مبلغ ۶۴۰۰ افغانی پول نقد پرداخت شد.
ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بلخ با سپاس‌گزاری از دفتر هم‌آهنگی کمک‌های انسانی (CHA) از دیگر نهادهای امداد رسان نیز خواست تا در بخش‌های گوناگون کاری و تطبیق برنامه‌ها با آن ریاست همکاری نمایند.

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان

14 Nov, 05:39


فراهم‌سازی ابزار کار برای ۳۴ متشبث کوچک در سمنگان

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت سمنگان، برای ۳۴ متشبث کوچک که در بخش خیاطی و زنبور پروری فعالیت می‌نمایند، برای هر متشبث به ارزش ۶۸۰۰۰ افغانی ابزار کار از سوی بنیاد آقاخان توزیع شد.
ریاست کار و امور اجتماعی ولایت سمنگان با سپاس‌گزاری از بنیاد یادشده، از دیگر نهادهای امداد رسان نیز خواست تا در بخش‌های گوناگون کاری با آن ریاست همکاری نمایند.

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان

13 Nov, 19:39


خوست ولایت ته د کار چارو د معین رسمي سفر؛
کابل: د ۱۴۴۶ کال د جمادي‌الاول ۱۱مه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د یوه پلاوي په مشرۍ، خوست ولایت ته په خپل رسمي سفر کې، د محلي ادارې د مسؤلینو په ملتیا؛ په یوه ستره ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
دې غونډه کې چې د مختلفو ادارو رئیسانو، علمای‌کرامو، قومي مخورو او ځوانانو حضور درلود؛ په پیل کې د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د ځینو پروژو د تطبیق څخه یادونه ترسره او وویل: د افغانستان د اسلامي امارت په بیاځلې حاکمیت سره هڅه دا ده، چې بنسټیزې او ټولګټې پروژې پلي او خلکو ته لازم سهولتونه برابر شي او هیله‌مند یو روانې هڅې لاګړندۍ او ولسونو په خاص ډول ځوان نسل ته د کار فرصتونه برابر شي، ترڅو له یوې خوا د هېواد د ښېرازۍ په برخه کې پرمختګ وشي او له بل پلوه د مهاجرتونو مخنیوی ترسره شي.
همداراز د قومي مشرانو په استازولئ، توریالي منګل خپلو خبرو کې څرګنده کړه: نظام او ولس یو پر بل متقابل حقوق لري، چې ولسونه به یې ملاتړ او تابعیت کوي او نظام به ورته لازمې آسانتیاوې او خدمات عرضه کوي، چې دا چاره په خوست ولایت کې په ښه ډول مدیریت شوې او د خوست اوسیدونکي له خپلې محلي ادارې سره نږدې همکاري لري او دې لړۍ ته به ادامه ورکوي. نوموړي د کرنې په پراختیا او صنعت او کورنیو تولیداتو ته په لومړیتوب ورکولو ټینګار ترسره او د کار چارو له معین یې وغوښتل، چې د دې ولایت له ځوانانو څخه د ملاتړ په منظور دې د فني او حرفوي زده‌کړو برنامې پراخې کړي او هم دې هڅه وشي، ترڅو مؤسسات په دې قانع کړای شي، چې د بشري مرستو ترسره کول دې د کار په بدل کې مشروط کړي.
ورپسې د علماوو د شورا رئیس مولوي انور حسین حسیني هم خپله لنډه وینا کې د ولسونو د ستونزو د حل او د دوی د غوښتنو د اورېدو په برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د مسؤلینو د پاملرنې څخه په نیکۍ یادونه درلوده او د هېواد د اوبو د مهار په برخه کې د لا ډېرې پاملرنې غوښتونکی شو.
په همدې توګه د محلي ادارې په استازولۍ د باک ولسوال مولوي معراج‌ګل خپلو خبرو کې د خوست ولایت معارف ته د ښې پاملرنې، ځوانانو ته د کارموندنې، د پانګه‌والو څخه ملاتړ او د روغتیايي برخې د تقویت په موخه د اړوندو چارواکو د پاملرنې غوښتونکی شو.
په همدې توګه د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي وینا ترسره او په ډاګه یې کړه: خوشحاله یم، چې د خپل ملګري ټیم په ملتیا مې د شملو او مېړانو وطن؛ خوست ته سفر وکړ او دلته مې د مختلفو اقشارو سره لیده کاته او ناستې ترسره او ورسره مې د زړه خواله وکړه. مولوي احمدزي زیاته کړه: دا منو چې هېواد کې بیکاري شته او خلک مو له ستونزو سره مخ دي، خو نظام او مسؤلین یې په برابر کې بې‌تفاوته نه دي پاتې شوي او مختلفې ادارې په دې بوختې دي، چې څنګه او له کومو امکاناتو خپلو خلکو ته خدمت وکړي؛ د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي؛ د هېواد پرمختګ ته کار وکړي او له هر فرصت څخه معقول او د وخت د اړتیاوو مطابق ګټه واخلي.
د کار چارو معین د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم په ټول توان هڅه کوي، چې د بیکارۍ کچې کمښت، د نویو کاري فرصتونو د اېجاد، د غوره او معیاري کار د ترویج او له هېواده بهر په قانوني ډول د افغان کاریګرو د اعزام په رابطه عملي اقدامات وکړي. همداراز یې ډاډ ورکړ، چې د مطرح شويو وړاندیزونه په اړه به په مرکز کې له مربوطه مسؤلینو سره بحث او د اړتیا په صورت کې به یې د مشرتابه له مقام سره هم شریکوي.
په پای کې د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس امیرصاحب جان حقاني روان کال کې د دې ریاست له لوري ۱۵۰۰ تنو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د ورکولو، ګڼ شمېر نورو ته د کار جوازونو د وېش او نږدې ۱۵۰ تنو ماشومانو ته د روزنتون د سهولت برابرولو څخه یادونه وکړه.

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان

13 Nov, 19:38


پکتیا کې پر ۱۰۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ژمني توکي ووېشل شول
کابل: ۱۴۴۶ د جمادي الاول ۱۱مه
د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارور یاست په هڅو د دې ولایت اړوند روزنتون پر ۱۰۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو باندې د البسې، تنظیفاتي او د لوبو توکي وویشل شول. د یادو توکو د وېش پر مهال د روزنتون استازو په خپلو خبرو کې له همکارې موسسې څخه مننه وکړه او په راتلونکې کې يې د ورته مرستو د دوام او همکاریو غوښتنه وکــــــــــــړه.
په همدې توګه د EPDO همکارې موسسي مسؤلینو لخوا د روزنتون ماشومانو سره د نورو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړل شو.

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان

13 Nov, 19:37


اطلاعیۀ تصمیم اعطای قرارداد...

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان

13 Nov, 19:36


د کار چارو معین د خوست له والي سره وکتل
کابل: د ۱۴۴۶ کال د جمادی الأول ۱۱مه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، خوست ولایت ته د خپل رسمي کاري سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي مولوي عبدالقیوم روحاني سره وکتل.
کتنه کې دواړو لوریو په خوست ولایت کې د ټولګټو پروژو د تطبیق، ځوانانو ته د کار موندنې او د فني او حرفوي زده‌کړو برنامو د تطبیق، خوست مېشتو ولسونو ته د خدماتو د وړاندې کولو، د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست څخه د ملاتړ، د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو د کفالت او د ځینو نورو اړونده مواردو په رابطه خبرې وکړې.

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان

12 Nov, 19:53


A school has been opened for 100 orphans and helpless children in Paktika.
Kabul: 1446 the first 10th of Jamadi.
Ministry of Labour and Social Affairs Moin Alhaj Molvi Muhammad Zahid Ahmadzai during his official visit to Paktika Province, inaugurated a chapter training to support orphans and helpless children of the province.
The Ministry of Labor and Social Affairs has activated its respective trainings in the whole country in order to support orphans and provide them with living facilities. And in it, they have provided more than 6 thousand children with housing, education, training and health services. In this series, we have also opened the training center of Paktika province and 100 children will be provided with essential services.
Molvi Muhammad Zahid Ahmadzai said in his address to orphans: "Don't feel lonely and deprived, because every official of the Islamic Emirate of Afghanistan, especially the Ministry of Labor and Social Affairs, will reach out to your problems, support and support you and take care of your plight." Will be informed from. In the same order, he emphasized that the teachers of training have done their responsibilities properly in educating children.

پکتیکا کې ۱۰۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د روزنتون پرانېستل شو
کابل: ۱۴۴۶ د جمادي الاول۱۰مه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ په منظور، د یوه باب روزنتون پرانېسته وکړه.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کار چارو معین خپلو خبرو کې وویل: له یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه د کفالت او دوی ته د ژوندانه د سهولتونو د اېجاد په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ټول هېواد کې خپل اړونده روزنتونونه فعال کړي او په کې یې تر ۶ زرو څخه زیاتو ماشومانو ته د اعاشې، اباتې، تعلیم، تربیې او د روغتیایي خدماتو زمینه برابره کړې‌ده، چې په همدې لړۍ کې د پکتیکا ولایت روزنتون پرانېسته مو هم ترسره او دلته به ۱۰۰ تنو ماشومانو ته اړین خدمات وړاندې شي.
مولوي محمد زاهد احمدزي یتیمانو ته په خطاب کې وویل: تاسې د تنهایۍ او محرومۍ احساس مه کوئ، ځکه د افغانستان اسلامي امارت هر مسؤل په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت به ستاسو ستونزو ته رسېدنه کوي، لاسنیوي او ملاتړ به مو کوي او ستاسو له احوال څخه به ځان خبروي. په همدې ترتیب یې ټینګار وکړ، چې د روزنتون استادان یې د ماشومانو د سالمې روزنې په برخه کې خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي.

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان

12 Nov, 19:52


پلڅرخي فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پر ۳۰۰ تنو له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو کاري وسایل ووېشل شول
کابل: ۱۴۴۶د جمادي‌الاول ۱۰مه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پلڅرخي اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پر ۳۰۰تنو له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو باندې په درېیو حرفو (خیاطۍ، بیک ګنډلو او بوټ جوړولو) کاري وسایل ووېشل شول.
د دې وسایلو د وېش پرمهال د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز په خپلو خبرو کې وویل: له نېکمرغه، هېوادوالو ته د غوره کاري فرصتونو د برابرولو، اعتیاد ته د بیرته ورګرځیدو څخه د روزل‌شویو رغیدلو هېوادوالو د مخنیوي او همدارنګه د کار په بازار کې د هغوی د جذب په منظور مو د پلڅرخي فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پر۳۰۰ تنو زده‌کوونکو، چې څه موده وړاندې له دې مرکز څخه فارغ شوي وو، په درېیو حرفو (خیاطۍ، بیک ګنډلو او بوټ جوړولو) کاري وسایل ووېشل.
نوموړي همدا راز زیاته کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو نورو مسؤلیتونو ترڅنګ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خپلو اړوندو فني او حرفوي زده‌کړو مرکزونو کې اوس‌مهال د کار بازار اړتیاوو مطابق سلګونه تنه ځوانان د مجربو استادانو تر نظر لاندې په لنډمهاله او اوږدمهاله برنامو کې په عملي او نظري زده‌کړو بوخت دي، چې تر فراغت وروسته به په اړوندو حرفو کې د غوره او ګټور خدماتو وړاندې کولو له لارې هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي.
مولوي فایز همدارنګه له ملي او نړیوالو مؤسساتو وغوښتل، چې د افغانستان اسلامي امارت د پالیسیو او اصولو مطابق او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ خپل فعالیتونه پراخ کړي.
هېره دی نه وي، چې د کاري وسایلو د وېش پر مهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او حسابي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د نظارت او اروزنې رئیس مولوي نجیب‌الله وقاد هم ګډون درلود.
**
توزیع ابزار کار، برای ۳۰۰ معتاد صحت‌یاب شده در مرکز آموزش‌های فنی و حرفه‌ای پلچرخی
برای ۳۰۰ تن از معتادان صحت‌یاب شده در مرکز آموزش‌های فنی و حرفه‌ای پلچرخی، در بخش‌های خیاطی، بیک‌دوزی و بوت‌سازی ابزار کار توزیع شد.
مولوی عبدالواحد فایز؛ رییس تنظیم مراکز آموزش‌های فنی و حرفه‌ای هنگام توزیع این ابزار کار گفت: خوش‌بختانه که به هدف فراهم‌سازی فرصت‌های کاری به هم‌میهنان، به ویژه معتادان صحت‌یاب شده و آموزش‌دیده و جذب آنان در بازار کار، امروز برای ۳۰۰ تن از کسانی که از مرکز آموزش‌های فنی و حرفه‌ای پلچرخی فارغ شده بودند، ابزار کار در بخش‌های خیاطی، بیک‌دوزی و بوت‌سازی توزیع گردید.
وی افزود: وزارت کار و امور اجتماعی در کنار دیگر مسوولیت‌ها، مرکزهای فنی و حرفه‌ای را در گوشه و کنار کشور ایجاد نموده و با راه‌اندازی برنامه‌های آموزشی کوتاه مدت و دراز مدت، صدها تن از جوانان را زیر نظر آموزگاران مجرب آموزش داده و پس از فراغت راهی بازار کار می‌نماید.

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان

12 Nov, 19:51


بدخشان او بغلان ولایتونو علمای کرامو، مجاهدینو او قومي مشرانو سره د مالي او اداري چارو معین ناسته وکړه
کابل: ۱۴۴۶ د جمادي‌الاول ۱۰مه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین‌محمد حقبین د بدخشان او بغلان ولایتونو له علمای کرامو مجاهدینو او قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
په دې کتنه کې د بدخشان او بغلان ولایتونو علمای کرامو مجاهدینو او قومي مشرانو د خپلو ستونزو، ننګونو، غوښتنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک کړل. چې وروسته د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین‌محمد حقبین له لوري ډاډ څرګند شو، چې دا هڅه به کوي، ترڅو اړونده چارواکو سره په ناستو کې یاد ولایتونو ته د هغوی پاملرنه جلب کړي. تر څو شته ستونزي حل او غوښتنو ته رسېدنه وشي.
همدارنګه مالي او اداري چارو معین زیاته کړه د افغانستان اسلامي امارت مسؤلین دې ته ژمن دي، چې خپلو ولسونو سره په ناستو کې د دوی ستونزې واوري او د حل په موخه یې د امکان تر بریده اقدام وکړي، چې خلکو او هېواد ته د ژمنتیا نښه او د مسؤلیت په ښه ډول ادا کول دي.

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان

11 Nov, 19:10


کمک نقدی با ۱۰۰ خانوادۀ آسیب‌پذیر در بلخ

۹ جمادی‌الاول ۱۴۴۶

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بلخ؛ برای ۱۰۰ خانوادۀ آسیب‌پذیر و نادار در ساحۀ کارتۀ شفاخانۀ شهر مزار شریف (به هر خانواده مبلغ ۵۰۶۰ افغانی) از سوی مؤسسۀ خدمات انکشاف بشری برای افغانستان پرداخت شد.
ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بلخ با ستایش از این کمک دفتر یادشده، از دیگر نهادهای امداد رسان نیز خواست تا با خوانواده‌های نادار و آسیب‌پذیر در آن ولایت همکاری نمایند.

وزارت کاروامور اجتماعی افغانستان

11 Nov, 06:08


لغمان کې پر ۵۰ تنو کاري وسایل وویشل شول
کابل: ۱۴۴۶ د جمادي‌الاول ۹مه
د لغمان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست په هڅو ۵۰ تنو هغو مستحقو هېوادوالو ته له یو میلیون څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت کاري وسایل وویشل شول، چې د یاد ریاست په همکارۍ او همغږۍ څه موده وړاندې سروې شوي وو.
د یادو توکو د توزیع پر مهال د لغمان ولایت و کار او ټولنیزو چارو رئیس سید جمال‌الدین هاشمي په خپلو خبرو کې وویل: له نیکمرغه نن ۲۹ کسانو ته د خیاطۍ په حرفه کې ۱۶ قلمه کاري وسایل چې په هغه کې د خياطۍ ماشين، اوتو، ګاز ډبه، د سولر تخته، بکرم او نور لوازم شامل دي وېشل کیږي، چې هر کس ته د وېشل‌شویو وسایلو ارزښت ۱۹۴۷۰ افغانۍ وه.
مولوي هاشمي زیاته کړه: سربېره پردې ۲۱ تنو هغو دوکاندارنو ته هم توکې ووېشل شول، چې د خرڅلاو لپاره يې د کافي اجناسو د اخستلو توان نه درلود، چې په هغه کې هم ۲۷ قلمه توکي شامل وه، چې هر کس ته د وېشل‌شویو اجناسو ارزښت د ۲۵۱۷۰ افغانۍ وو.
په همدې توګه د سرف افغانستان همکاري مؤسسې استازي هم په خپلو خبرو کې وویل: د کار زده‌کوونکې دې د زده‌کړو په جریان کې له یادو وسایلو څخه سالمه استفاده وکړي تر څو په راتلونکې کې د هیواد او هیوادوالو لپاره د غوره خدماتو وړاندې کولو جوګه شي.