دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍 @dwhuedoz Channel on Telegram

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

@dwhuedoz


محترمو ملګرو:
دافغانستان او نړی خبرونه مخکيني چينل بعد له څلورو کلنو، بلاک شو نور به آینده کې دلته نوي چینل کي نشرات کوو ان شاءالله

دا چینل کي به تاسو ته اسلامي،تفریحي،دافغانستان، اونړي روښتیني، تازه خبرونه، ویډیوګاني،تراني،بر وقت خپریږي.

دافغانستان او نړی خبرونه (Pashto)

دافغانستان او نړی خبرونه یکی از معتبرترین کانال‌های اخباری و مختی کانال‌های تلگرام است که با بیش از سه هزار کاربر، اخبار و اطلاعات جدید را به طور منتظم منتشر می‌کند. این کانال به تمامی اعضا و کاربران خود اطلاعات مربوط به افغانستان، اخبار روز، ویدیوها، ترانه‌ها و اطلاعات عمومی ارائه می‌دهد. با عضویت در این کانال شما قطعا از اطلاعات اسلامی، سرگرمی، تازه‌های افغانستان، موزیک‌ها، ویدیوها و اطلاعات به روز بهره‌مند خواهید شد.

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 13:33


د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کابل ښار په اتمه او نهمه ناحیه کې ۱۱ زره او ۷۰۰ نشه‌یي ګولۍ نیولې دي.

یاد معینیت په دې تړاو د دوو تنو د نیول کېدو خبر هم ورکړی، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونه ته ور وپېژندل شي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 11:51


#بهرنی-خبر
د ټورنټو پیرسن نړیوال هوايي ډګر کې د ډېلټا ایرلاینز الوتکې لوېدو شېبې
راپورونو کې راغلي چې دغې الوتکه کې ۷۵ تنه سپاره وو چې تر دې دمه د ۱۸ تنو ټپيانو پخلی شوی دی.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 11:49


د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعه عمومي قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه

١٤٤٦ه.ق د شعبان المعظم ۱۹ مه

د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین"فطرت" نن د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعه عمومي قوماندانۍ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعه عمومي قوماندان ملا عبدالغفار "محمدي"، چې د لوی درستیز ملتیا یې کوله، د یادې قوماندانۍ د دوه باله Mi-17 د ترمیم بهیر له چارو د نږدې څارنه وکړه.

همداراز د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز د هېواد د هوايي ځواکونو د منسوبینو او تخنیکي پرسونل هڅې او لاسته‌ راوړنې وستایلې او تقدیر یې کړې، چې د بېلابېلو الوتکو په ترمیم او بیا ځلې پرواز ته په چمتو کولو کې یې کړې دي.

#د_ملي_دفاع_وزارت

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 11:23


د افغانستان اسلامې امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د یوناما ماموریت موثر نه ګڼي او په غبرګون کې یې وایې چې نړۍ ته یې د افغانستان ناسم انځور وړاندې کړی.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 11:22


د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر سره د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي وکتل.

په یاده لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.

همدارنګه په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د تجارتي راکړې ورکړې په آسانتیا، د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو ته دسهولتونو رامنځته کول، د ترانزیتي دهلېزونو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د اړوندو بنسټونو د ښه کولو په اړه بحث وشو.
دواړو لوریو د روغتیا او کرنې په برخو کې د همکاریو د زیاتولو او د تجاربو د تبادلې په اړه خبرې وکړې.
همداراز، د انرژۍ اړوند موضوعات، لکه د برېښنا تأمین او په تخنیکي همکاریو پراختیا هم مطرح شول.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 08:27


افغانستان کې طالبان وايي، د اوبو بندونو پروژو په بشپړولو سره غواړي د دغه هېواد اوبه کنټرول او د وچکالۍ اغېزو کمولو چاره وکړي. دوی وايي روان کال پر اتو بندونو کار روان دی چې ځينې یې بشپړ او د ځينو نورو یې چارې روانې دي. لومړیتوب هغو پروژو ته ورکول کېږي چې د جمهوریت پر مهال نیمګړې پاتې دي. تېره اوونۍ یې د کمال خان بند د درېيم پړاو چارې بشپړې کړې. کمال خان بند د نيمروز چاربرجک ولسوالۍ کې له ايران سره پولې ته نژدې پر هلمند سيند جوړ شوی، چې ۱۶ متره لوړ او له ۵۰ ميليون متره مکعبه ډېرې اوبه زېرمه کوي. د شمېرو له مخې ۱۷۰ زره هکټاره ډېره مځکه خړوبوي، او زرګونه مېګاواټه برېښنا هم توليدوي. د جوړولو چارې يې ۲۰۱۷ کال کې پيل او لومړی پړاو یې ۲۰۲۱ کال پرانیستل شو، چې له ایران سره د اوبو کنټرول پر سر ناندرۍ یې هم وپارولې.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 07:39


د مالیې وزارت خبر ورکړی، د تورخم ګمرک د ځانګړې مفرزې قطعې د ګزمې پر مهال یو شمېر جعلي سندونه نیولي دي.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه سندونه په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي وه او قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي.

نیول شویو جعلي سندونو کې ۱۰۰۲ نکاح خطونه، ۳۱۵ د موټرو لایسنسونه، ۴زره ۷۱۶ د بهرنیو چارو وزارت ټاپې، ۴۴۰ امارتې تذکرې او ۵۹۰ د تېر نظام پېژندپاڼې شاملې دي.

د دغو سندونو په تور دوه کسان نیول شوي، چې له لومړنیو پلټنو ورسته به د نورو اجراتو لپاره اړوند ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو څو ځلې تورخم ګمرک کې ورته ګڼ جعلي سندونه او وسلې نیولې دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 07:21


نن د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول تبادله کېږي

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 06:31


د افغانستان اسلامي امارت د رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ د کابینې ۱۶مه غونډه کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته دنده سپارل شوې، چې د بریښنا رسونې بهیر چټکتیا لپاره کار وکړي.

یاده غونډه کې دغه راز اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوې، چې د پراختيايي پروژو پلي کولو په برخه کې له ټولو اداراتو سره په همغږۍ د پراختيايي بودیجې د لګښتونو او د پروژو پر وخت سرته رسولو موضوعات وڅاري.
#ملي‌تلویزیون

بشپړ راپور⬇️
https://rta.af/article7398/

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 06:20


خیبرپښتونخوا کې ولسي خلکو د پاکستاني رژیم پر ضد د جهاد اعلان کړی

تېره ورځ د خیبرپښتونخوا لکي مروت سیمه کې ولسي خلکو د پاکستاني رژیم پر ضد د جهاد اعلان کړی او له ټوپکونو سره سړکونو ته راوتي دي.

د لکي مروت مشر انعام خان مروت دا اعلان کړی او ټول پښتانه قومونه یې د پاکستان پوځ او پولیسو پر ضد وسلوال پاڅون ته بللي دي.

انعام خان ویلي، چې پاکستانی حکومت یې حقوق نه ورکوي، دوی مجبور شوي چې د جنګ اعلان وکړي او د دوی پر وړاندې جهاد فرض دی. نوموړي خیبرپښتونخوا کې پر ټولو پښتنو قومونو غږ کړی چې جنګ ته تېار شئ، وینې به تویوو او شهادتونه به ورکوو.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 05:33


دوکتور عبدالباري عمر د برښنا شرکت رئیس

همدا اوس کندز ولایت کې د 110kv لین پرانست غونډه کې قرار لرو ، دغه لین چې له شیرخان بندر څخه د کندز تر ښاره د 63 کلیلومتره په اوږدوالي غزېدلی نوی نصب او ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي چې جذب له 40 څخه 95 میګاواټه ته ارتقا او د کندز ، تخار بغلان د برښنا د کمبود ستونزه به ورسره حل شي د یادونې وړ ده چې د اوړي موسم کې د کابل له لین څخه کومه 40 میګاواټه برښنا ذکرشوو ولایاتو ته ورکول کیده نور به نه ورکول کېږي بلکه د کابل ستونزې به ورباندې حل او په ضایعاتو کې به هم د پام وړ کمښت رامنځ ته شي.!

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 02:47


د رویټرز خبري اژانس د راپور‌ له‌مخې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سعودي عربستان ته د سفر پر مهال، د دغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي.

یاده کتنه کې د غزې لپاره د راتلونکو پلانونو په اړه خبرې شوې دي.

روبیو په داسې حال کې سعودي عربستان ته سفر کوي، چې له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، د غزې اوسېدونکي به نورو عربي هېوادونو ته انتقال او دغه سیمه به اشغال کړي.

د ټرمپ دغه څرګندونې د سعودي عربستان په ګډون د عربي هېوادونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 02:44


‏الجزیرې تلوېزیون جاپان ته د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي سفر ته په اشارې ویلي، د افغانستان اوسنی حکومت تر سیمې ور ها خوا هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو په لټه کې دی.

الجزیرې د جاپاني رسنیو له قوله ویلي، د افغانستان بهرنیو، پوهنې، اقتصاد او روغتیا سکټور پلاوي جاپان ته سفر کړی دی.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري دغې سفر ته په خپله اېکس په اشارې د نړېوالې ټولنې د فعال غړي په توګه د اسلامي امارت بدلېدو لپاره هڅه بللې ده.

جاپاني رسنیو ویلي، د افغانستان حکومت استازي به دې سفر کې خپل لیدلوری له جاپاني چارواکو سره شریک کړي

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 02:43


د سټلایټ په مټ ترلاسه شوي انځورونه ښیي چې صهیونست رژیم د اوربند سربېره لا هم د فلسطینیانو له ځورونې او د ملکیانو د کورونو له ویجاړونې نه دي لاس په سر شوي.
له بلې خوا، د بشر حقونو ځیني ملاتړي سازمانونه وایي چې صهیونستان فلسطیني بندیان تر وروستۍ شېبې شکنجه کوي.
دوی ویلي چې صهیونستان هغه بندیان چې له اسراییلي یرغملو سره تبادله کیږي، د ازادۍ تر وروستۍ شېبې ډول ډول ربړوي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 02:42


د زابل د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوژۍ مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې ۱۶ مخابراتي سایټونه فعال او د ۳۱ نورو سایټونو د فعالونې چارې روانې دي.
ورته وخت کې د یاد ولایت اوسېدونکو د مخابراتي شبکو د چوپړونو زیاتوالي ته خوښي ښودلې او تمه لري چې ددې سایټونو په فعالت سره به د انټرنېټ چټکتیا لوړه او د خلکو ستونزې به هوارې شي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 02:40


د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د معاونيت پلاوي ترمنځ ګډه ناسته شوې ده.
ياد وزارت وايي، چې دغه ناسته د راستنېدونکو چارو رييس مولوي شکرالله شاکر په مشرۍ د ملګرو ملتونو د معاونيت پلاوي د تل پاتې حل لارو له لوړپوړې مشاورې فرحانه ستاکر ترمنځ شوې ده.
د ياد معاونيت مشاورې د دې ناستې موخه د کډوالو لپاره په څلورو ولايتونو کې د ښارګوټو جوړول ښودلي دي.
نوموړې د دې برنامې د لا ښې پلي‌کېدو په پار د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره د تخنیکي ناستو غوښتنه کړې ده.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Feb, 02:38


د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو ربيو منځني ختيځ ته د خپل سفر په ترڅ کې له اسراييلو وروسته سعودي عربستان ته رسېدلی دی.
د رويټرز د راپور له مخې، ټاکل شوې چې نوموړی به په دې سفر کې د اوکراين او روسيې ترمنځ د روانې درې کلنې جګړې پای ته رسولو په تړاو له کېدونکو خبرو وړاندې د دغه هېواد له چارواکو سره وګوري.
د يو بل خبر له مخې، د اوکراين ولسمشر ولوديمير زېلينسکي هم نن سعودي عربستان ته رسېدلی او د دې هېواد له چارواکو سره يې ليدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټلیفون له لارې خبرې کړې او د جګړې د پای ته رسېدو په پار يې د مذاکراتو د پيل غوښتنه کړې.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

19 Jan, 05:46


هندوستان او طالبان:
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او هندوستان اړيکي ولې د توقع خلاف ښه شوي؟ طالبان او هندوستان يو له بله څه غواړي او پاکستان ولې اندېښمن دی؟
د بي بي سي د داود اعظمي شننه:

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

19 Jan, 05:46


نرخ تبادله اسعار خارجی در برابر پول افغانی در بازارهای امروز کابل!

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

19 Jan, 05:33


#بهرنی_خبر
نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف ويره ښودلې چې په روان مالي کال کې به پاکستان د خپلې اقتصادي ودې هدف ترلاسه نه کړی شي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

19 Jan, 05:27


وضعیت هوای کابل و ولایات، یکشنبه،
۳۰ جدی، ۱۴۰۳

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 12:16


د حیرتان دښتې شهیدانو جسدونه خوندي مقبرې ته ولېږدول شول

د بلخ ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د حیرتان دښتې څه باندې ٢٥٠ شهیدانو د جسدونو لپاره يې یوه لویه مقبره ځانګړې کړې ده.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 12:13


لید- Leed
موضوع: د کونړ پر سیند د بند جوړولو تابیا
مېلمه: د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور صاحب.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 11:58


د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، چې هرات کې ۱۶۹ روږدي تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د ښاغلي قانع په وینا؛ دغه کسان د هرات امنیې قومندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټول کړي وو.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 10:53


د سالنګ لویه لاره بېرته پرانیستل شوه؛

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې د سالنګ لویه لاره د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانیستل شوه.

د ښاغلي حق‌شناس په وینا؛ هغو کوچنیو او چټکو موټرو ته چې د سالنګ دواړو لوریو کې بند پاتې وو، د تګ اجازه ورکړل شوې ده.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 10:21


#هوا_اوسنی_وضیعت !

#وطنوالو! اکثریت ولایتونو ته وریځې رسېدلې دي، په یو شمېر ولایتونو کې واورې او بارانونه هم پیل شوي دي خو کوم چې پاتې دي د نن ورځې په جریان کې د اورښت ددې څپې ملګرې کیږي. که ډېره اړتیا ونه لرئ نو د نن ناوخته په ګډون تر دوه نورو ورځو پورې سفر ته زړه مه ښه کوئ. تاسو خو خبر یاست چې له ټولو جزیاتو سره موږ لیست مخکې خپور کړی دی اما په هغه کې یو تغیر دادی چې د ځینو جنوبي ولایتونو په شمالي ولسوالیو کې د اورښت اندازه لوړه شوې ده چې د سېلابونو راوتل پکې حتمي شوي دي ځکه اوس هم بارانونه پکې شوي او ځينو سيمو کې يې روان دي خو د نورو ولایتونو په آټکل کې ډېر تغیر نه دی راغلی.

که په ځینو ولایتونو کې دامهال هم یوازې لږ اندازه وریځ وي نو دا ددې مانا نه لري چې تاسې اورښت نه لرئ بلکي د ولایتونو په تیر خپاره شوو معلوماتو کې موږ د هر ولایت د اورښت ورځې ښودلې دي، هغه درسره وګوره چې تاسې ته دقیقا کله اورښت رسېږي، ځکه ټول په یوه ځل د ورښتونو تر پوښښ لاندې نه راځي، ورځې او ساعتونه يې توپیر کوي.

د ولایتونو په مخکني لیست کې موږ هغه سیمې ښودلې دي چې د سېلاب راوتلو احتمال لري، نو د هغوی په شمول په نورو سیمو کې هم چې بارانونه اټکل شوي دي دې مسئلې سره احتیاط کوئ چې زیان درته ونه رسېږي.

که څه هم د اورښت پرمهال به یخ ډېر نه وي خو په هغه ولایتونو کې هوا ډیره یخېږي چې د واورې اورښت لري، نو لطفا د خپلو کورنیو، ماشومانو او بېوزله ګاونډیانو په تاوده ساتلو کې پام وساتئ.

دامهال ډېری ولایتونه د واورې او باران ورېدو شاهدان دي اما د ځینو مرکزي ولایتونو په شمول به پاته ولایتونه لږ وروسته ورسره یوځای شي.

والله اعلم

د یادوني وړ ده زموږ له ادارې به په هر بخش کې هیڅکله داسې معلومات، او خبرونه ونه وینئ چې خیټالوژي پکې کار شوې وي، د خپلو هیوادوالو بارو هیڅکله نه ماتوو. ان شاءالله

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 09:39


#ډیکلومه
غږ: محسن احسان
شاعر: دی کاروان صاحب

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 09:32


د اوبو او انرژۍ وزارت د کونړ پرسيند د برېښنا بند جوړول کاري لومړيتوب ګڼي

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 09:11


د نقلیه وسایطو د معافیت په اړه د ټرافیک پولیسو لوی رئیس پاسوال حسیب الله مختار مهم ابلاغ!

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 09:07


#بهرنی_خبر
پلټونکي روغتیايي ټیمونه د کالیفورنیا ایالت په لاس‌انجلس کې د وروستیو پراخو اور لګیدنو له امله په زیانمن شویو سیمو کې د قربانیانو د پاتې شونو لټون کوي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 09:07


د افغانستان بانک اعلان کړی، چې سبا یکشنبه (د مرغومې ۳۰مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۸ میلیونه ډالر لیلاموي.

یاد بانک په شرایطو برابرو سوداګریزو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 09:07


وطن مې؛
د افغانستان پرمختګ د ټولو هېوادوالو هیله ده!

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 06:14


د ټولګټو وزارت ویاند محمد ‎اشرف_حق‌شناس وایي، چې د ‎#سالنګ لویه لار د واورې د ‎ورښت او ‎توپان له امله د تېرې شپې راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 06:13


نن شنبه د #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینې بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 06:13


وضعیت هوای کابل و ولایات، شنبه،
۲۹ جدی، ۱۴۰۳

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 04:42


د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې د سالنګ لویه لار د واورې ورښت او توپان له امله د تېرې شپې راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د نوموړي په وینا؛ د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي هڅه کوي، چې واوره پاکه او لاره د ترافیکو پرمخ پرانیزي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 04:40


#بهرنی_خبر:
اسلام آباد کې د احتساب محکمې د ۱۹۰ ميليونه پونډو قضيې کې د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان ته د ۱۴ کاله بند او يو ميليون روپيو جريمې سزا ورکړې ده. د ده ښځه بشورا بي بي ته هم د اوو کلونو بند او د پنځو سوو زرو روپيو جريمې سزا وراورول شوې ده.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 04:27


#بهرنی_خبر:
د سي اېن اېن ټلویزیون د راپور له مخې، د اسراییل امنیتي کابینې نن له حما.س سره د اوربند او د یرغمل شویو د تبادلې هوکړه تصویب کړه. د اوربند دا هوکړه د اسراییل امنیتي کابینې ۱۱ غړیو په ساده اکثریت رایو سره تصویب کړې ده. سي اېن اېن ويلي، د دې هوکړې د نهايي تصویب لپاره د اسراییل ۳۳ کسیزې کابینې رایې ته لا هم اړتیا شته. راپور زیاتوي، چې د دې هوکړې د تصویب بیان د اسراییل د لومړي وزیر د دفتر له خوا خپور شوی. د اسراییل او حما.س ترمنځ د اوربند او یرغمل شویو د تبادلې هوکړه د تېرې چهارشنبې په ورځ په دوحه کې د امریکا، قطر او مصر په منځګړیتوب لاسلیک شوه.
‌‌‏راپورونه کاږي چې راتلونکې یکشنبې به اوربند پلی شي.
تر دې وړاندې دغه تړون ځنډېدلی و.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

18 Jan, 04:27


د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا (شبنه، د مرغومې ۲۹مه) د سالنګونو په ګډون کابل، هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکندي، پکتیکا، غزني، پکتیا، لوګر، میدان‌ وردګ، سمنګان، بلخ، بغلان، پروان، پنجشیر، نورستان، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د تېزې واورې او باران د ورېدو سربېره د سېلابونو اټکل هم کړی دی.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

17 Jan, 04:48


د جمعې ورځې سنت عملونه؛

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

12 Jan, 02:54


په افغانستان کې د ټاپي پروژې پایپ لاین ۳ کیلو متره غځول شوی دی.
د هرات ولایت مسوولین وایي، د ټاپي پروژې عملي چارې چټکې روانې دي.

ټاپي نل لیکه د څلورو هېوادونو (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند) ګډه پروژه ده. ټول اوږدوالی یې ۱۸۱۴کیلو متره دی چې ۸۱۶ کیلو متره به په افغانستان کې وغځیږي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

12 Jan, 02:39


د نن يکشنبې ورځې تاریخ!

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

12 Jan, 02:00


ڪه غواړی د نړۍ له حالاتو باخبره پاته شئ!
دافغانستان اونړۍ ریښتیني تازه خبرونه،

ملکرو لاندي لینکونه درسره نشرڪړئ

وټوله کروپانوته یورکو نشرات کیژی نوداهیله که ؤچی یوه کروپ کی شامل سی

1لومړی واتساپ ګروپ👇
https://chat.whatsapp.com/KLWLsaciOsEGx6paDeCrLG
2دوهم واتساپ ګروپ👇
https://chat.whatsapp.com/JqRsVT9855PKKqccpZSb3m
3دریم واتساپ ګروپ👇
https://chat.whatsapp.com/DHh2G5O452Z5HZVpEzLVFR
4څلورم واتساپ ګروپ👇
https://chat.whatsapp.com/BszMVffb3INLkAf0vxSgqt
5پنځم واتساپ ګروپ👇
https://chat.whatsapp.com/GT7YQO9i7NPC5yg7SbyYPy
6شپږم واټساپ ګروپ👇
https://chat.whatsapp.com/K87hTzhTHuxGCU3MHvY2x0

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

11 Jan, 19:50


#امریکا:
د امریکا په لاس انجلس کې د هستوګنې په څوسیمو کې د تیرو څو ورځو د لګیدلو اورونو په پایله کې لږترلږه یوشمیر کسان مړه شوي او څه باندې لس زره کورونه او ودانۍ ویجاړې شوې دي. په ډیرو سیمو کې اورونه له کنټروله وتلي او اور وژونکي یې تراوسه د اور د مړه کولو هڅې کوي چي لا بریالي شوي ندې.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

11 Jan, 16:43


د امریکا د ګوانتانامو زندان ۲۳ کاله مخکې په همدې ورځ (۱۱ جنوري ۲۰۰۲) پرانیستل شو.
د بي بي سي داود اعظمي څو کاله مخکي د خبري پوښښ لپاره دې زندان ته تللی و او د زندان د سترګو لیدلی حال او نور معلومات وړاندې کوي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

11 Jan, 12:25


د افغانستان بانک وایي، چې د افغانۍ د ارزښت ساتنې په موخه سبا (یکشنبه، د مرغومې ۲۳مه) نېټه د داوطلبۍ له لارې ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي.

یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتنه کړې، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

11 Jan, 12:25


‏د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، له دوی سره شته شواهد ښیي چې، داعش د پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي او په خبره یې، " داسې ښکاري چې داعش او ځینو نورو ډلو د پاکستان د حکومت تر چتر لاندې د فعالیت اجازه ترلاسه کړې وي."

حمدالله فطرت دغه خبرې افغانستان کې د ټي ټي پي او القاعده په ګډون د ځینو نورو ډلو د فعالیت په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د ادعاو په غبرګون کې کړې دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

11 Jan, 12:25


#بهرنی_خبر
خونړیو ځنګلي اورونو په لاس انجلس کې پراخه ویجاړي اړولې او د کورونو، هټیو، ښوونځي او عبادت‌ځایونه په ګډون یې زرګونه ودانۍ لولپه کړي. دا د سپوږمکۍ او ډرون په وسیله اخیستل شوي تصویرونه دي چې له دغو ځنګلي اورونو مخکې او وروسته وضعیت پکې ښکاري.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

11 Jan, 12:24


‏د غزې لمبو ته نڅېدونکی د خپل کور سوځېدو په چېغو کړ!

د امریکا کلفورنیا ایالت کې لګېدلي اور د هالي ووډ سینما د مشهور لوبغاړو میلیوني کورونه د ایرو په ډېریو بدل کړل.

ددغو نوموتو لوبغاړو له ډلې یو هم جیمز ووډز دی چې د غزې له اوسېدونکو سره د کرکې او حسد له امله په یو افراطي عقده يي مشهور شوی دی.

جیمز ووډز غزه کې د روان وحشت له پیل بیا تر اوسه د غزې پر اوسېدونکو د اسرائیلو هر ډول زور زیاتي څخه ملاتړ او په لا زیاتې تباهۍ یې ټېنګار کړی.

جیمز ووډز وروسته له هغې د یو سخت زړي او بې رحمه انسان په توګه وپېژندل شو چې پر خپله اېکس پاڼه د هشټګ له کارولو سره ولیکل: « اوربند، روغه جوړه او بښل نشته، ټول له مخې ووژنئ.»

د غزې اور ته نڅېدونکی جمیز ووډز چې تازه یې له سي اېن اېن ټلوېزیون سره مرکه کوله د خپل کور د سوځېدو په اړه سلګیو واخېست او په ژوندۍ مرکه کې یې وژړل.

د نړۍ بېلا بېلوهېوادونو خلکو نه یواځې دا چې له جیمز ووډز سره یې خواخوږي ونه ښوده بلکې له هغه یې بېزاري وښوده

یو عرب لیکوال اود اېکس کارونکي له جیمز ووډز پوښتلي،اوس ووایه د خپل کور په سوځېدو څه ډول احساس کوې؟

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

11 Jan, 07:19


د خيبر پښتونخوا لکی مروت کې د اتومي انرژۍ د يوې پروژې پاتې تښتول شوو کارکوونکو خوشي کولو په موخه د امنيتي ځواکونو عمليات ويل کېږي لا هم روان دي. د دې پېښې پر سر رپوټ د ناڅرګندو اورپکو پر وړاندې ثبت شوی دی. وړمه ورځ د لکي مروت قبولخېل سيمه کې وسله والو کسانو، د اتومي انرژۍ ۱۶ کسان تښتولي وو. پوليس وايي د تښتوتې دا کار، ښايي د پاکستان طالبانو سره تړلې ټيپو ګل ډلې کړی وي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

11 Jan, 07:19


#بهرنی_خبر
داسې حال کې چې لاس انجلس ځنګليزو اورونو ځپلی، د هوا پېژندنې کارپوهان، وايي پر دې سيمې لسيزو کې تر ټولو ويجاړوونکی بادي توپان ورغلی، چې چټکي يې ساعت کې له ۱۳۰ تر ۱۶۰ کيليومترو رسېږي. نو د دغې سختې هوا حالت کې د چاپېريال بدلون رول څومره دی؟

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

11 Jan, 07:19


‏د هېواد یو شمېر سوداګر وایي، چې له متحده عربي اماراتو سره د بانکي اړیکو عادي کولو سره به عرب‌لیګ هېوادونو ته د افغاني تولیداتو صادارت پراخه شي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

11 Jan, 07:19


نن شـنـبـه د #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینې بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

11 Jan, 07:18


د بريتانيا ځانګړو ځواکونو يوه پخواني افسر يوې ښکاره پلټنې سره افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه خبرې کړې. دا پرمختيا له هغو اندېښنو وروسته راځي، چې ويل کېدل ساس يا د بریتانيا ځانګړو ځواکونو، داسې ښکاري وژنې کړې وي او بيا یې پټې کړې وي.
د بريتانيا ځانګړو ځواکونو يوه پخواني افسر افغانستان کې د جنګي جرونو په اړه يوې ښکاره پلټنې ته ويلي، ساس يا د بريتانيا ځانګړو ځواکونو د ده په خبره يوه داسې طلايي اجازه لرله، چې د وژنو له کړو وړو یې ورته د خلاصون لار برابروله.
پر همدې موضوع د بي بي سي همکار فرهاد محمدي سره خبرې کړې دي.

دیادونې وړ ده دا چې دوی یادوونه کوي د اشغالګرو د وحشتونو څو نمونې دي داسي په زرګونه وحشتونه د اشغالګرو لخوا شوی دی چی تاریخ يی له بیانولو عاجزه دی...

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

11 Jan, 05:15


وضعیت هوای کابل و ولایات، شنبه، ۲۲ جدی، ۱۴۰۳

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

11 Jan, 03:00


د نن شنبې ورځې تاریخ!

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

10 Jan, 15:09


پایله؛
د هېواد نړیوال او ولایتي هوایي دګرونه!
#ملي‌تلویزیون

بشپړه خپرونه⬇️ https://youtu.be/il961b_OzqA?si=3dZElZQkBFrgog3W

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

10 Jan, 14:47


په یوه دیني مدرسه کې د ریاست الوزرا پخوانی سیاسي مرستیال او اوسنی د مهاجرینو وزیر محترم مولوي صاحب عبدالکبیر وینا:

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

09 Jan, 16:00


د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد:

‏د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان پر اساس، د رئیس الوزراء مخکنی سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر؛ د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.
د الله (جل جلاله) له دربار څخه داسلام د سپېڅلي شریعت په رڼا کي دچارو په ترسره کولو کي ورته توفیق غواړو.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

09 Jan, 14:19


د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، مراجعینو ته د اسانتیاو په موخه په کاغذي او الکټرونیکي پېژندپاڼو کې د اصلاحي خدمتونو ځینې مهم صلاحیتونه خپلو ولایتي ریاستونو ته تفویض کړل.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

09 Jan, 09:36


د نړۍوالو چارو شنونکی سید بلال فاطمي وایي، افغان کډوال د پاکستان لپاره د عاید سرچینه ده او په خبره یې، دغه هېواد افغان کډوال پر اسلامي امارت د فشار په توګه کاروي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

09 Jan, 09:04


#بهرنی-خبر
پاکستانيو طالبانو او بلوڅ بېلتونپال، د بلوچستان او د خيبر پښتونخوا بېلابېلو سيمو کې خپلو بريدونو زور ورکړی دی. بلوچستان کې بيا پر امنيتي پوستو بريدونه نژدې ورځني خبرونه شوي دي. د پاکستان سولې څېړنيز انسټيټيوټ تېره مياشت يوه راپور کې ويل، بلوڅ بېلتونپالي د پاکستان ملي امنیت پر وړاندې په لوی ګواښ اوښتي دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

09 Jan, 09:04


#بهرنی_خبر
‏د لاس اېنجلس په پاسېډینا سیمه کې د لګیدلي اوور د لاسه ګڼ کورونه سوخیدلي او په زرګونو خلک بې کوره شوي. چارواکي وايي د تندې هوا په سبب اورونو زور نیولی او د متاثره سیمو نه د زرګونو په شمېره کې د خلکو د وتلو په سبب سړکونه د موټرو ډک شوي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

09 Jan, 09:03


نرخ تبادله اسعار خارجی در برابر پول افغانی در بازارهای امروز کابل!

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

09 Jan, 07:05


وضعیت هوای کابل و ولایات، پنج‌شنبه، ۲۰جدی، ۱۴۰۳

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

09 Jan, 07:04


‏ویجاړه غزه لا هم د مقاومت کلک سنګر دی

تازه د حماس جهادي غورځنګ په نه ماتېدونکي مقاومت کې ۷ نور اسرائیلي پوځيان ووژل شول.

تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې دا ۷ اسرائیلي پوځيان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې شمال «بیت حانون» سیمه کې وژل شوي دي.

یاد اژانس ویلي، اووه صهیونېست پوځي افسران او سربازان د غزې په شمال کې د حماس غورځنګ له لوري وژل شوي دي.

سرچینې په اسرائیلو کې د رسنیو په حواله ویلي، د وژل شویو له ډلې ۳ نظامیان پرون چهار شنبه د غزې په شمال کې وروسته له هغې ووژل شول چې یو تن سرباز یې کلک ټپي و.

دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې د حماس غورځنګ له لوري صهیونېست ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوړي خو ارقام یې ډېری وخت نه رسنیز کیږي خو وخت ناوخت ډېری له جګړې ګرځېدلي اسرائیلي پوځیان بیا له وېرې خپل پوځي ماموریت ته نه ورګرځي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

08 Jan, 16:18


#بهرنی_خبر
بلوچ آزادۍ غوښتونکو د خپلو ټولنیزو رسنیو له لارې ادعا کړې چې د خضدار د زهری سیمه یې په بشپړه توګه نیولې ده. دوی وايي چې ټول حکومتي ادارې یې تر خپل تسلط لاندې راوستې او د پولیسو پوستې ته یې اور اچولی دی. د بلوڅ آزادۍ پوځ (BLA) سرمچارانو دغه برید په رسمي ډول منلی دی او دا سیمې تر اوسه د بلوڅ سرمچارانو په لاس کې ده. د دې برید مسؤلیت BLA منلی دی.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

08 Jan, 16:17


‏جبرائیل عمر مړېنه؛ اسلامي امارت ژوره خواشیني پرې وښوده

نن ورځ افغانستان کې اوسېدونکی اسټرالیايي استاد ټیموټي وېکس چې اوسنی نوم یې جبرائیل عمر و د سرطان ناروغۍ له کبله ومړ.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د جبرائیل عمر په مړینه ژوره خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، چې استاد عمر د سرطان وژونکې ناروغۍ څخه کړېده، چې نن خپل هستوګن ځای کې وفات شو.

کورنیو چارو وزارت یې په اړه ویلي، چې هغه په تېرو کلونو کې لومړی د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا نیول شوی و، وروسته بیا د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې له زندان څخه خوشې شو، بیا په خپله خوښه او رغبت سره د اسلام په مقدس دین مشرف شو او خپل نوم یې له ټیموټي وېکس څخه جبرائیل عمر ته تغیر کړ.

وزارت زیاته کړې، چې جبرائیل عمر په کابل کې د انګليسي ژبې د استاد په حیثت یې دنده ترسره کوله، هغه د افغانستان او اسلامي امارت سره زیاته مینه درلوده او په همدې اساس یې په کابل کې اوسېدل غوره ګڼل.

کورنیو چارو وزارت تسلیت پیغام کې مرحوم ته د مغفرت او جنة الفردوس نصیب کېدو دعا کړې او دوستانو او متعلقینو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

08 Jan, 15:59


#بيړنی-خبر
د خضدار پولیس سټیشن او نور مهم ځايونه بلوڅ وسله والو نیولي او اوس هم ددوی په ولکه کې دي، د وسله والو سره د لیدو لپاره په ګڼ شمیر کې خلک د پولیسو مرکز ته راغونډ شویدی.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

08 Jan, 15:59


#فلسطين😭😭
ژوند، هيلې، ارمانونه، معصوميت، ماشومتوب، بيوسي، وحشتونه، بمباردونه، د مسلمانانو بي غوري، د نړۍ دوه مخې، د کفر اتحاد.
د #مظلومې غزې يو بيوسه او وحشت قرباني شوی ماشوم.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

08 Jan, 15:58


#مهم-خبر
‏د هند حکومت خبر ورکړی، چې د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرام مصري متحده عربي اماراتو کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال ویلي، چې دې ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې پر امنیتي وضعیت او بشري مرستو خبرې اترې شوې دي.

دې کتنه کې د هند یاد لوړ پوړي چارواکي ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د خلکو سره د بشري مرستو جاري ساتلو او پرمختیايي پروژو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

دې کتنه کې ویل شوي، چې دواړه هېوادونه به د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.
همدارنګه د هند یاد چارواکي ویلي، چې افغانستان سره به د روغتیا برخه کې مرستې ډېرې کړي او افغانستان ته د راستنېدونکو افغان کډوالو مېشت کېدو لپاره به مرستې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او هند ډیپلوماټیکې اړیکې اوس رسمي کچې ته پورته شوې دي، چې تازه اقدام کې هند د اسلامي امارت ډیپلوماټ د هند ممبۍ ښار جنرل قونسلګرۍ سرپرستي لپاره ومانه.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

08 Jan, 12:31


د شیخ الحديث مولانا جلیل الله مولوي زاده د وفات په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پيغام
په ډيره خواشینۍ سره خبر شوو چې د هېواد پياوړی ديني عالم شیخ القرآن و الحدیث مولوي جلیل الله مولوي زاده وفات شوی
انالله و اناالیه راجعون

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

08 Jan, 12:27


‏د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون ویاند، مولوي صدیق‌الله نصرت وایي، د ملي ⁧ #دفاع ⁩ وزارت سرپرست مولوي محمد ⁧ #یعقوب_مجاهد ⁩ په مشرۍ د دې کمېسیون نوبتي غونډه شوې

‏دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

08 Jan, 12:15


کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیګدلي د ریاست‌الوزرا سیاسي له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا او اقتصادي همکاریو په زیاتوالي ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د چابهار بندر فعالول او پرانستل یې په لومړيتوبونو کې دي.

همدار راز دې کتنه کې ښاغلي علي رضا بیګدلي مولوي عبدالکبیر ته د ایران د سفر بلنه ورکړې ده.

دغه راز دې کتنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، چې اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې له هېوادونو سره اړیکي یې د نورو له لوري تر تاثیر لاندې شي.

سیاسي مرستیال د افغان کډوالو د اجباري اخراج ته په اشاره ویلي، چې د ایران او افغانستان تر منځ د حق‌ابې مسله په تفاهم سره حل شوې او په دې تړاو غیرې مسولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو په اړیکو منفي اغېز کولای شي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

08 Jan, 10:42


د اوراخیستي مارکېټ دکانداران:

الله دې امارت قایم او دایم لري، ډېر په چټکۍ اطفایه او امنیتي ځواکونه راورسېدل، اور یې په چټکۍ کنټرول کړ او د چور او غلا مخنیوي په خاطر یې امنیت تامین کړ.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

08 Jan, 10:37


کابل کې د پراخې اورلګېدنې مخه ونیول شوه.

کابل ښار پل خشتي جومات ته څېرمه چپلکو پلورنځیو کې لګېدلی اور مهار شوی او د زیاتو زیانونو اوښتو مخه نیول شوې.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

08 Jan, 09:12


د ا.ا.ا مرستیال ویاند:

د امریکا له لورې له اسلامي امارت سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعاوې په بشپړ ډول ناسمې دي او په کلکه یې ردوو.
حقیقت دا دی چې امریکا اسلامي امارت ته نه یوازې دا چې یوه روپۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي.
اسلامي امارت له امریکا څخه د کومې مرستې توقع نه لري او نه یې هم کله غوښتنه کړې.
هغه پیسې چې امریکا یې یادونه کوي، د امریکا هغه مصارف دي چې ډېره برخه یې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو پر تېښته او وتلو مصرف شوي او یا د هغو افغانانو په وتلو او ځای پر ځای کولو لګول شوې چې له دوی سره یو ځای افغانستان څخه وتښتېدل.
شاید یوه اندازه یې د نړیوالو مؤسسو له لوري په اصطلاح د بشري مرستو په نوم هم لګیدلې وي.
موږ هم غواړو چې امریکا دې د مرستو په نوم دغه ډول لګښتونه قطع کړي، ځکه دا پیسې د افغانستان د خلکو په هیڅ درد نه خوري.
که دقیق تحلیل وشي، دا ټولې پیسې امریکا د افغانستان په نوم بیرته د خپلو اهدافو د ترسره کولو لپاره مصرف کړې دي، او هڅه کوي له دې لارې د اسلامي امارت په وړاندې پروپاګند وشي.

https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړۍ خبرونه🌍

08 Jan, 07:42


د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بېلابېلو ولایتونو د خصوصي پوهنتونونو له یو شمېر مسولینو او استادانو سره لیدنه وکړه.

په پیل کې یادو استادانو د تعلیمي او تحصیلي موسسو د کیفیت لوړولو ته د اسلامي امارت په پاملرنه او د علمي کادرونو او متخصصینو په ملاتړ خوښي څرګنده کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د بچیانو سالمې روزنې په برخه کې د علمي کادرونو، استادانو او مسولینو هلې ځلې ستایلې.
#ملي‌تلویزیون

بشپړ راپور⬇️
https://rta.af/article6791/

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

24 Nov, 13:17


د اطلاعات او کلتور وزارت په چوکاټ کې د جهادي ارزښتونو او تاریخ د ژوندي ساتلو په موخه د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست په فعالیت پیل وکړ.

د دغه ریاست اصلي موخه دا ده، چې د اشغال پر وړاندې د افغانانو د مېړانې او سرښندنو مستند مواد راټول او په یوه مشخص ارشیف کې وساتل شي.

د دغه عمومي ریاست د جهادي موزیم برخه به د انګریزانو، پخواني شوروی اتحاد او امریکا پر وړاندې د جهاد په ډګر کې پاتې شوي اثار راټول او یوځای کړي.

د دغه ریاست له لوري مستند تاریخ به د مجاهدینو د قربانیو، محاسن، مبارزې، سرښندنو، د اشغالګرو د ظلمونو، وحشت او همدارنګه د افغان ولس د مظلومیت ښکارندويي کوي، چې پر واقعیت به ولاړ او له هر ډول لاسوهنې پرته به راتلونکو نسلونو ته وړاندې شي، د دغه کار اهمیت دا دی، چې د افغانستان راتلونکو نسلونو ته د خپلو اسلافو همت او قربانۍ بیانوي او هغوی به په دې توګه خپل ريښتیني اتلان وپېژني.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

24 Nov, 13:03


پوهنې وزارت وايي، چې د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د درېو ښوونځيو د بیا رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یاد وزارت په وینا؛ دې پروژو کې د ښوونځیو د ودانیو بیا رغونه، د لمریزې برېښنا د سیستم نصبول او د اوبو شبکې جوړول شامل دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

24 Nov, 13:02


د کندوز طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمد جواد ویلي چې په علي اباد او خان اباد ولسوالیو کې د وروستیو بارانونو له کبله سېلابونه راوتلي چې له امله یې ۳۷۰ کورونه او لسکونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او یو شمېر څاروي تلف شوي دي.
ولایتي مسوولینو بیا څرګنده کړې چې مرستندویه ټیمونه سیمې ته استول شوي او د نورو زیانونو مخنیوي هڅې روانې دي.
ورته مهال تېره شپه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان او دهنه‌‌غوري ولسواليو کې هم سېلابونه راوتلي چې له کبله یې ۵۰ کورونه ویجاړ او کرنیزې ځمکې هم اوبو وړي دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

24 Nov, 12:55


‏د ازبکستان دولتي رسنیو د حکومتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د روان میلادي کال په لسو میاشتو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
راپور کې راغلي، چې په دې ۱۰ میاشتو کې روسیه، چین، قزاقستان، ترکیه، افغانستان، فرانسه، او قرغزستان د ازبکستان د مهمو سوداګریزو شریکانو له ډلې څخه دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

24 Nov, 04:28


د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، نن د افغانستان په چارو کې د چين هېواد ځانګړي استازي ښاغلي يوشيايونګ او سفير، ښاغلي ژاو شینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سرحداتو، پانګونې او نورو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړل.

همدارنګه د ملي دفاع وزارت سرپرست چین د افغانستان د خلکو لپاره یو شریک ګاونډ او مهم همکار وباله او په ګډو برخو او همکاریو کې د ملي دفاع وزارت پر ژمنتیا باندې یې ټینګار وکړ

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

24 Nov, 04:28


د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله حکم؛ له دې وروسته دې د بشري سرچینو ریاست پر ځای د کارکوونکو د چارو ریاست کلمه وکارول شي

کابل، د لېندۍ ۳مه، باختراژانس
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د بشري سرچینو ریاستونو او اړوندو ادارو لپاره د نوې کلمې کارولو په تړاو حکم صادر کړی دی.
د یاد محترم مقام د ۳۰/۴/۱۴۴۶ نېټې د (۲۶۸/۲۱۵) ګڼه حکم کې لیکل شوي، چې (په اینده کې دې د بشري سرچینو ریاستونه، مدیریتونه او امریتونه د کارکوونکو د چارو ریاست، مدیریت او امریت په نامه یادېږي).
په همدې اساس باید له دې وروسته د یاد ریاست اړوند ټول مراسلات په همدې عنوان ولیکل شي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

23 Nov, 11:57


مرحبا

له چین څخه د ريل پټلۍ له لارې لومړۍ جوپه مستقیماً افغانستان ته راورسيده .

له چین څخه په ۵۵ کانټینرونو بار دغه محموله نن له غرمې وروسته د قزاقستان او ازبکستان له لارې د بلخ ولایت مزارشریف ښار ته ورسېده.


دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

23 Nov, 10:09


ستره محکمه:

د ارزګان ولايت محاکمو د روان ۱۴۰۳ هجري شمسي کال په دويمه ربعه کې (۱۳۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره (۱۳۵۲) وثيقې اجرا کړې دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

23 Nov, 09:48


‏د پروان ولايت محاکمو د روان ۱۴۰۳ هجري شمسي کال په دوهمه ربعه کې (۱۱۷۴) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره (۱۴۳۷) وثيقې اجراء کړې دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

23 Nov, 09:48


‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د ټکنالوژۍ اړوند په هغه نندارتون کې چې د چین اوژن ښار کې جوړ شوی وو او د ټکنالوژۍ اړوند بېلابېلې برخې په کې نندارې ته اېښودل شوې وې، ګډون کړی دی.
په یاد نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو وزیرانو هم ګډون کړی و.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

23 Nov, 09:48


‏د فراه ولایت په فراه‌رود ولسوالۍ کې د ۲ میلیونه او ۲۳ زره افغانیو په لګښت د اوبو یو کوچنی ذخیروي بند (چک‌ډیم) جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه بند، چې ۳۱ متره اوږدوالی او ۵ متره لوړوالی لري، د ۱۰ زره او ۸۰۰ متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.


دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

23 Nov, 09:48


‏د ګلدرې ولسوالۍ نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کابل والي ملا امین‌الله عبید د کابل ولایت ګلدرې ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارلې ده.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

23 Nov, 09:48


تېره اونۍ د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایاتو د اورېدو وزارت له لوري په بېلا بېلو ولایاتو کې ۱۱ تنه جادوګران نیول شوي، د لسو جبري ودونو مخنیوی شوی او د قومي او کورنیو شخړو ۳۰ قضیې هم حل و فصل شوې دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

23 Nov, 09:38


رویټرز راپور ورکړی چې اسراییلي یرغلګرو تېره ورځ (جمعه، د لیندۍ دویمه) په جنوبي لبنان کې د ځمکنیو بریدونو پر مهال لږ تر لږه پینځه روغتیايي کارکوونکي شهیدان کړي.

د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له‌مخې، د تیر کال د اکتوبر میاشتې راهیسې تر دې دمه د اسراییلو د بریدونو له امله دغه هېواد کې د ۲۳۱ ماشومانو په ګډون ۳ زره او ۶۴۵ کسان شهیدان شوي دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

21 Nov, 13:28


#بهرنی_خبر
اوکراین دا ځل د بریتانیا لرې واټن ویشتونکو توغندیو په وسیله روسیه کې خپل اهداف په نښه کړي.
راپورونه کاږي چې اوکراین پرون د امریکا لرې واټن ویشتونکو توغندیو په وسیله بریدونه ترسره کړي وو.
مسکو تر دې وړاندې د روسیې په خاوره کې د لویدیځو وسلو د کارولو خبرداری ورکړی و او دا یې د جګړو زیاتېدل بللی دی.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

21 Nov, 13:28


#مهم-خبر
امریکا اوکرایین کې د خپل سفارت تړل کېدو سره سم خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د روسیې پراخ هوايي بریدونه پر لار دي.

کیف کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د روسیې احتمالي هوایي بریدونو د ګواښونو له کبله یې د خپل سفارت د تړلو پرېکړه کړې.

خبرپاڼه کې ویل شوې، امریکا کره اطلاعات ترلاسه کړي، چې روسیه نن چهارشنبه د نومبر په ۲۰مه د اوکرایین پر وړاندې پراخ او معناداره بریدونه کوي.

امریکا اوکرایین کې خپلو وګړو ته لارښوونه کړې چې د خطر زنګ اورېدو سره سم دي پناه ځایونو ته لاړ شي او د اوبو، برېښنا او انټرنېټ پرېکېدو لپاره دې پوره چمتووالی ونیسي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

21 Nov, 13:26


#بهرنی-خبر
‏د پاکستان نارامه خېبر پښتونخوا صوبه کې د دوشنبې راهيسې په بنو او خیبر ضلعو کې لږ تر لږه د ۱۹ پوځیانو د وژلو خبرونه تر لاسه شوې دي. پوځ يواځې په بنو کې د ۱۲ امنيتي عسکرو وژنه تاييد کړې ده.


دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

21 Nov, 13:24


وضعیت هوای کابل و ولایات پنج‌شنبه، ۱ قوس، ۱۴۰۳

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

21 Nov, 13:22


#بيړنی-خبر
د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د موټرو پر کاروان بريد کې ۳۸ تنه وژل شوي:

د خيبر پښتونخوا کورمه کې د مسافرو پر موټرو د وسله والو بريد کې لږ تر لږه ۳۸ تنه وژل شوی دي.

د خيبر پښتونخوا يوه امنيتي چارواکي جاويد الله مسيد په پېښه د ۳۸ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی. په وژل شويو کې اته مېرمنې هم شاملې دي.

د نوموړي په وينا په بريد کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ټپيان شوي هم دي چې د پېښور او ټل روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې بريد د کورمې په مندروي سيمه کې شوی دی.
په سيمه کې د يوه روغتون ډاکتر محمد نواز د بي بي سي خبريال افتخار خان ته ويلي چې تراوسه دوی ته د ۳۳ تنو جسدونه وروړل شوي دي.

ویل کیږي، یاد برید ‏د خیبرپښتونخوا په کرمه سیمه کې د شیعه ګانو پر موټریز کاروان نامعلومه وسلوالو کړی، چې په یاده سیمه کې د شیعه او سوني وسلوالو ترمنځ د څو میاشتو راهیسي نښتي رواني دي.

(ويډيو ټولنيزي رسنۍ)

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

21 Nov, 13:21


وضعیت هوای کابل و ولایات سه‌شنبه،
۲۹عقرب، ۱۴۰۳

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

21 Nov, 13:20


#عاجل_خبر
وسله والو خېبر کې اته پاکستاني پوځيان وژلي، بنو کې یې اووه پوليس تښتولي

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ ويلي، وسله والو د خېبرپښتونخوا خېبر ضلعه کې د امنيتي ځواکونو په قافله بريد کړی لږ تر لږ اته پاکستاني پوځيان یې وژلي دي.

بله پېښه د صوبې په جنوبي ضلعه بنو کې شوې، وسله والو اووه پوليس اهلکار تښتولي دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

21 Nov, 13:19


#بهرنی_خبر
د اسرائیلو د اطلاعاتو پخواني رییس عاموس یادلین له «۲۴» خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ترمپ په راتګ سره د ایران پر هستوي تاسیساتو د اسرائیلو د برید اټکل زیاتیږي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسرائیلو له لوري د ایران پر هستوي تاسیساتو د برید په تړاو زیاتې څېړنې شوې او واک ته د ټرمپ راتګ د دغه برید احتمال زیاتوي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

21 Nov, 13:18


#بهرنی_خبر
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې؛ نړیوالې جنایي محکمې(ای،سي،سي) د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د پخواني دفاع وزیر یواف ګالانت د نیولو حکم صادر کړی.

د راپور له مخې؛ دغه حکم د غزې په جګړه کې د دوی د جنګي جرمونو له امله ورکړل شوی دی.


دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

19 Nov, 05:52


#فلسطين😭
الجزیرې د روغتیایي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د پرون سهار راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۵۰ تنه شهیدان شوي.

دغو بریدونو کې تر ټولو مرګونی برید کمال عدوان روغتون ترڅنګ پر یوه استوګنیز کور شوی، چې شاوخوا ۱۷ تنه پکې شهیدان شوي دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

19 Nov, 05:11


ویډیو: عدلیې وزارت وايي، په تېر څه باندې يوه کال کې په ناقانونه توګه نيول شوې دری میلیون جریبه ځمکه بېرته را ګرځول شوې.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

19 Nov, 04:29


وضعیت هوای کابل و ولایات سه‌شنبه،
۲۹عقرب، ۱۴۰۳

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

19 Nov, 04:29


#عاجل_خبر
وسله والو خېبر کې اته پاکستاني پوځيان وژلي، بنو کې یې اووه پوليس تښتولي

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ ويلي، وسله والو د خېبرپښتونخوا خېبر ضلعه کې د امنيتي ځواکونو په قافله بريد کړی لږ تر لږ اته پاکستاني پوځيان یې وژلي دي.

بله پېښه د صوبې په جنوبي ضلعه بنو کې شوې، وسله والو اووه پوليس اهلکار تښتولي دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

19 Nov, 04:18


‏پنجشېر ولایت په پریان، درې، او لومړۍ حصې ولسوالیو کې درې ۳۰ بستریز روغتیايي مرکزونه جوړېږي
یاد روغتیایي مرکزونه د پنجشېر په هغو سیمو کې جوړېږي چې له دې وړاندې يې اوسېدونکو په سختۍ د نورو ولسوالیو روغتیايي مراکزو ته خپل ناروغان وروړل او د لومړنیو روغتیايي خدمتونو پرته يې بستر روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

19 Nov, 04:16


#بهرنی_خبر
د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابینې لپاره ځینې نومول شوي کسان د ډیموکرات او جمهوري غوښتونکو ترمنځ لانجمن بلل شوي. په کانګرس کې د استازو جرګې جمهوري غوښتونکی رئیس مایک جانسن وویل چې امریکایانو د موجوده نظام د بدلولو لپاره رایه ورکړیده

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

19 Nov, 04:15


#بهرنی-خبر
روسیې د یکشنبې په ورځ د ګاونډي اوکراین پر ضد پراخ هوايي بریدونه پیل کړل. ځايي چارواکي وايي چې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د برېښنا سیستم "سخت زیانمن شوی."

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

18 Nov, 16:30


#بهرنی_خبر
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب وایي، حکومت پریکړه کړې ده چې د هر سکتور يا څانګې څخه به ټيکس اخلي، او په دې کې د زمکو کاروباریان، واړه او غټ دوکانداران، او کرونده ګر هم شامل دي. دغو کسانو تر دې دمه پاکستان کې مالیه نه ورکوله.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

18 Nov, 16:29


لبنان:
د اسرايل پوځ مينځني لبنان کې حمله کړې، د حزب الله وياند یې وژلی

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

18 Nov, 14:50


د غزې تړانګې په شمال جبالیه سيمه کې د صهیونیسټي دښمن له ځواکونو سره د القسام کنډک د مجاهدینو نښته وګورئ.

«نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَ فَتْحٌ قَرِيبٌ»

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

18 Nov, 14:46


#اخبار-خارجی
نشست شورای حکام آژانس بین‌المللی انرژی اتمی که قرار است برنامه هسته‌ای و میزان همکاری ایران با این آژانس را بررسی کند، امروز در وین آغاز شد.
بریتانیا، آلمان و فرانسه پیش‌نویس قطعنامه‌ای را علیه جمهوری اسلامی بین اعضا توزیع کرد‌ه‌اند که امیدوارند روز چهارشنبه به بحث و رای‌گیری گذاشته شود.
ایران گفته است در صورت تصویب چنین قطعنامه‌ای قطعا و فورا واکنش نشان خواهد داد.


دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

16 Nov, 11:15


جفري ساکز چې یو امریکایې پروفیسر او لیکوال دی د اوکراین د جګړې په اړه وایې چې: دا جګړه د پوتین له طرفه نه بلکې د امرېکا له طرفه آن په 1990 کال کې را پیل شوې ده، دا چې غربي رسنۍ یې څه ډول تبلیغوي دا د تل په څېر د نړیوالو د تېرایستلو یوه پراخه هڅه ده. له دې ښکارې چې رسنۍ څه ډول د پوچو تبلیغاتو په مټ د عوامو فکرونه بدلوي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

16 Nov, 11:15


#فلسطين😭
د شمالي غزې د یوه اوسیدونکي یوه زړه بوږنونکې وینا عربي واکمنانو ته په خطاب کې وکړه.

هېره دې نه وي عرب چارواکي او اغنياء د رياض په مبارکه خاوره د فحاشي په يوه نمايش بوخت دي ...

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

14 Nov, 15:29


د ۲۳ ولایتونو اوسېدونکو ته خبرداری؛ سبا باران اوري او ښایي سېلابونه هم راشي

د هوا پېژندنې ادارې سبا جمعه په ۲۳ ولایتونو کې د تېز باران اورېدو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

سبا به بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پنجشېر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکندي، غور، غزنی، روزګان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونه د تېز باران اورېدو شاهدان وي او په یوشمېر سبمو کې به سېلابونه هم راشي.

د یادونې ده چې په سړو ولایتونو او لوړو څوکو کې د واورې اورېدو امکان هم شته.

والله اعلم

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

14 Nov, 13:17


د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا (جمعه، د لړم ۲۵مه) د سالنګونو په ګډون بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پنجشیر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکندي، غور، غزني، روګان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

14 Nov, 07:06


#بهرنی-خبر
د لبنان خبري اژانس خبر ورکړی، چې د حسن نصرالله پر ځای د حزب‌الله نوي ټاکل شوي مشر نعیم قاسم له خپلو ملاتړو سره د صهیونیستي رژیم د ماتولو ژمنه کړې.

نوموړي ویلي: "موږ به بریالي شو، او د حاکمیت او ازادۍ ترلاسه کولو لپاره به دښمن ته ماتې ورکړو."

قاسم دغه راز، د اسرائیلو پر وړاندې جګړه کې د قرباني شویو سرتیرو د صداقت او اخلاص ستاینه کړې ده.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

14 Nov, 07:06


د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، د ایران عدلیې وزارت یو پلاوی کابل ته راغلی او د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره به په دواړو هېوادونو کې د زندانیانو اړوند پر ځینې مسایلو بحث او خبرې وکړي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

14 Nov, 06:04


وضعیت هوای کابل و ولایات:
پنجشنبه، ۲۴ عقرب، ۱۴۰۳

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

14 Nov, 06:04


د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د امریکا یوې استیناف محکمې د ایران مرکزي بانک له لوري د امریکایي سرتیرو کورنیو ته ۱.۶۸ میلیارد ډالرو تاوان (غرامت) د ورکړې حکم لغوه کړی.

دغه حکم د امریکا فدرال یو قاضي د هغو ۲۴۱ امریکایي سرتېرو په حق کې صادر کړی و، چې د ۱۹۸۳ کال پر مهال بیروت کې د امریکا سمندري ځواکونو پر یوې اډې هوایي برید کې ټپیان او وژل شوي وو.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

14 Nov, 06:03


د لبنان خبري اژانس خبر ورکړی، چې د حسن نصرالله پر ځای د حزب‌الله نوي ټاکل شوي مشر نعیم قاسم له خپلو ملاتړو سره د صهیونیستي رژیم د ماتولو ژمنه کړې.

نوموړي ویلي: "موږ به بریالي شو، او د حاکمیت او ازادۍ ترلاسه کولو لپاره به دښمن ته ماتې ورکړو."

قاسم دغه راز، د اسرائیلو پر وړاندې جګړه کې د قرباني شویو سرتیرو د صداقت او اخلاص ستاینه کړې ده.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

14 Nov, 03:11


عامې روغتیا وزارت د خوست ولایتي روغتون ته د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي توکو د سپارلو خبر ورکړی.

د دغه وزارت په وینا؛ په دې توکو کې دوه د ایکوکاردیوګرافۍ دستګاوې، د اکسیجن رسونې دستګاه، د تلویزیوني معایناتو دستګاه، ویلچر او یو شمېر نور وسایل شامل دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

14 Nov, 03:11


د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، چې تېره ورځ (چهارشنبه، د لړم ۲۳ مه) د «کام ایر» هوایي شرکت له خوست نړیوال هوایي ډګر څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته الوتنې پیل کړې.

د دغه وزارت په وینا؛ له دې وروسته به اونۍ کې یو ځل دې هوایي ډګر څخه جدې ته یوه الوتنه ترسره شي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

14 Nov, 03:10


د نن پنجشنبې ورځې تاریخ!
#ملي‌تلویزیون

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

13 Nov, 14:07


#بهرنی-خبر
‏بلوچستان کې د ټرکونو مالکان وايي چې په دريو مياشتو کې تر دېرشو زيات ټرکونه سوځول شوي او که چېرې حکومت دوى ته تحفظ ورنکړي، دوى به لوی لارې تر نامعلومه مودې پورې وتړي. حکومت وايي پر لويو لارو باندې د تحفظ له پاره اقدامات کوي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

13 Nov, 13:41


#بهرنی_خبر
بلوڅ وسله والو د پاکستاني پوځ په کمپ بريد کې ۱۶ پوځيان وژلي:
د بلوڅو وسله والې ډلې (بي اېل اېف) جنګیالیو، د بلوچستان کېچ ولسوالۍ کې پر پوځي کمپ برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې د یوه افسر په ګډون ۱۶ پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

په وروستيو دوه اوونيو کې بلوڅ وسله والو تقريباً هره ورځ په پاکستاني پوځ خونړي بريدونه کړي چې په سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

13 Nov, 06:21


مالیزیا کې د ا.ا.ا لوی سفارت:

په کوالالمپور کې د.ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د پطروناس (د مالیزیا د تېلو او ګازو) سترې کمپنۍ له مشر ښاغلي داتو انجنیر باچو پیلونګ سره د یادې کمپنۍ په مرکزي دفتر ټوین تاورز کې ولیدل.

ښاغلي احمدي په پیل کې د افغانستان د کانونو او پېټرولیم وزارت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، د افغانستان د نفتي زېرمو احصایه او ګڼ شمېر نورو مسایلو باندې یې مفصلې خبرې وکړې.

دغه راز د کانونو او پېټرولیم وزارت سره د مسؤلینو په تخنیکي روزنه، ظرفیت لوړونه، د کانونو او ګازو د استخراج، اکتشاف او قرارداد ورکولو په برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه وشوه.

ښاغلي داتو پیلونګ د افغانستان طبیعي زېرمو د وروستیو ارقامو له اورېدو وروسته وویل چې دا ارقام په ټوله سیمه کې لوړ ترین ارقام دي او په دغه برخه کې کار کول د افغانستان پر اقتصاد خورا پیاوړی مثبت رول لرلی شي.

نوموړي په یادو شویو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې د کانونو او پېټرولیم وزارت اړوند تخنیکي مسؤلینو روزنې ته چمتو دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

13 Nov, 06:21


د اترا ادارې عمومي رېیس، ښاغلی الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم او ورسره مل پلاوي د جنوبي اسیا د مقرارتي ادارو په پنځه ویشتمه غونډه کې ګډون په موخه هند هېواد ته تللی دی.

دغه غونډه چې د هند هېواد په کوربه توب جوړه شوې ده، د سویلي اسیا د مقرراتي ادارو رئیسانو او ټاکل شویو استازو پکې ګډون کوي.

د جنوبي آسیا د مقرراتي ادارو غونډه هر کال جوړيږي او موخه یې د جنوبي اسیا په کچه د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د قوانینو او مقرراتو همغږي کول او د نړیوالو معيارونو سره د سیمه ایزو خدمتونو تطابق دی.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

13 Nov, 02:09


توری (spleen) د ټولو ژوندیو موجوداتو د بدن د دفاعي نظام یوه مهمه برخه تشکیلوي. دا د وينې پخوانۍ حجرې، بکتریاوې او د تومورونو پاتې شونې ماتوي او بیا یې د وينې سپین کورویات له شر څخه خلاصیږي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

12 Nov, 13:40


‏د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا د (لړم په ۲۳مه) نېټه په بدخشان، نورستان، پروان، پنجشېر، تخار، بغلان، کندز، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، جوزجان، فاریاب، دایکنډي، غور، بادغیس او هرات ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د باران، سېلابونو او تېزو بادونو د پېښېدو اټکل کړی دی

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

02 Nov, 05:04


#بهرنی-خبر
د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سيکيورټي سټډيز (پکس) تازه رپورټ "وايي چې په پاکستان کې د ترهګرو بریدونو په مجموعي شمېر کې کمښت سره سره اکتوبر د کال 2024م دويمه خونړي مياشت وه"

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

02 Nov, 05:04


#بهرنی-خبر
د بلوچستان مستونګ کې د پاکستاني پوليسو له يوه ګادي سره نږدې بمي چاودنې اووه کسان وژلي دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

02 Nov, 05:03


وضعیت هوای کابل و ولایات: شنبه،
۱۲ عقرب، ۱۴۰۳

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

02 Nov, 05:03


‏د نن شنبې ورځې تاریخ!
‎#ملي‌تلویزیون

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

01 Nov, 13:28


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت کفیل او د باختر خبري اژانس رییس مولوي ضیاءالحق حقمل بدخشان ولایت کې د سیرت‌النبي او د اسلام تاریخ سیالۍ د مخکښو ګډونوالو په ستاینغونډه کې ګډون کړی.

ښاغلي حقمل په دې مراسمو کې وویل، چې د اوسني نسل ځوانان دې د دیني علوم سربېره د عصري زده‌کړو د ترلاسه کولو په برخه کې هم کوښښ وکړي، ځکه په اوسني ځوان نسل پورې د اسلامي امت هیلې تړلې.

د سیرت دغه سیالي چې د یاد ولایت د مرکز په ګډون پکې د کشم او بهارک ولسوالیو څخه ۲زره کسانو برخه اخیستې وه، غوره ګډونوال یې وستایل شول.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

01 Nov, 13:28


اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي، چې په پاکستان کې د اسلامي امارت سفیر سردار احمد شکیب په یاد هېواد کې د مالدیف له سفیر محمد‌‌ طه سره لېدنه کړې.

د مالدیف سفیر له ښاغلي شکیب سره په لېدنه خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې مالدیف د یو مسلمان هېواد په توګه له افغانستان سره د پیاوړو او نږدې اړیکو غوښتونکی دی او هیله یې ښودلې، چې هېواد یې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې ټینګې کړې.

ورته مهال د افغانستان سفیر په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د رغنده اړیکو غوښتونکی دی او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره سیاست پر مټ غواړي افغانستان د سیمې د اتصال په نقطې بدل کړي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

01 Nov, 05:49


د الجزیري خبري شبکې د راپور له مخې تېره ورځ (پنجشنبه، د لړم ۱۰مه) د غزې په بېلابېلو برخو د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له کبله ۹۵ تنه شهیدان شوي، چې له دې ډلې ۱۶ تنه یې النصیرات پنډغالي کې پر دوو استوګنیزو کورنو په ترسره شویو هوایي بریدونو کې شهیدان شوي.

د غزې سربېره لبنان کې هم تېره ورځ د صهیونیستي رژیم د بریدونو په پاېله کې ۴۵ تنه شهیدان شوي، چې ۶ تنه پکې روغتیا پالان دي.

د یادونې وړ ده، چې پر غزې او لبنان د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو په ځواب کې د حزب‌الله غورځنګ له لوري توغولو شویو راکټونو د اسرائیلو شمال کې ۸ تنه وژلي دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

01 Nov, 05:49


د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې؛ اسپانیا کې د راوتلو سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۸ تنه لوړ شوی، د تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره د دې هېواد په ختیځه سیمه والنسیا کې ثبت شوې، چې ۱۵۵ تنو ته رسیږي.

د راپور له مخې، دغه سېلابونه چې په تېره یوه پیړۍ کې بې‌ساري بلل شوي، د ځاني تلفاتو سربېره یې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

ځایي او زیانمنو شویو خلکو اړوند ادارې ګرمې کړې، چې پر وخت یې د هوا له خربوالي خبر نه دی ورکړی.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

01 Nov, 05:49


د نن جمعې ورځې تاریخ!
#ملي‌تلویزیون

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

31 Oct, 17:25


#بهرنی-خبر
لسګونو افراطي حریدي لاریون‌کوونکي د اسرائیلو د پوځ د هغې چارې مخه نیسي چې، غواړي د یوې دیني مدرسې زده کوونکي په زوره پوځي خدمت ته یوسي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

31 Oct, 16:36


#بهرنی-خبر
د امریکا متحده ایالاتو په وینا د شمالي کوریا لږ تر لږه ۳۰۰۰ عسکر روسیې ته لیږدول شوي دي. د ناټو عمومي منشي مارک روته ویلي دي چې د ناټو پوځي ائتلاف په کورسک سیمه کې د شمالي کوریا د عسکرو مستقر کیدل تائید کړي دي. دغه سیمه له اوکراین سره ګډه پوله لري.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

31 Oct, 16:00


د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له مفتي عبداللطيف معتصم تالقاني سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت د يو حکومت په توګه ځان خپل هېواد او ملت ته مسول بولي او هېوادوالو ته د هر ډول اسانتياوو رامنځته کولو سربېره د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره په ټول توان هڅه کوي.

دغه راز اداري مرستیال د عامه افکارو د روښانولو او د هيواد د بچيانو د روزنې په برخه کې د علماوو پر هڅو ټينګار کړی دی.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

31 Oct, 14:47


#بهرنی-خبر
د امریکا او سویلي کوریا هوایي ځواکونو نن (پنجشنبه) ګډ پوځي هوایي تمرینونه کړي دي.

د سویلي کوریا د پوځ لوی درستیز دفتر لخوا په خپرو شویو ویډیوګانو کې د امریکا او سویلي کوریا F-16 ډوله جنګي جېټ الوتکې لېدل شوي چې ګډې الوتنې یې کړي دي.

دا ګډ تمرینونه وروسته له هغې کیږي چې شمالي کوریا تېره اونۍ د لویې وچې ویشتونکی بالاسټیک توغندی و ازمایه او هغه یې د نړۍ تر ټولو پیاوړې سټراټیژیکه وسله یاده کړه.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

31 Oct, 14:14


د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ له نشه يي توکیو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون، فرعي کمېټو لومړۍ ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال ویلي، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې د عالي کمېسیون د طرزالعمل مسوده چمتو شوې او له نشه‌يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې په برخه کې په همغږي او هدفمند ډول فعالیت کېږي.

دغه راز سیاسي مرستیال ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې راتلونکو مجالسو ته د خپلو فعالیتونو د راپور ورکولو لپاره چمتووالی ولري او په جدي ډول خپلې چارې تعقیب کړي.

په دې کمېټو کې د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، اطلاعاتو او کلتور او د عامې روغتیا وزارتونه ګډون لري.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

31 Oct, 14:14


د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلي.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، د افغان – روس کمپلکس په پرانیستولو، په نړیوال دهلېز کې د افغانستان د ونډې، د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ د پروژو پلي کولو، هېواد کې د پانګونې په فرصتونو، مثبت تعامل او د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو په لا پراختیا خبرې شوې دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

31 Oct, 13:00


د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د ننګرهار ولایت د تالک کانونو له یو شمېر قراردادیانو او کان کیندونکو سره وکتل.

کانونو او پټرولیم وزارت وايي، دې کتنه کې ښاغلي بدري د کان‌کیندونکو ستونزې او غوښتنې اورېدلي او ویلي یې دي، هڅه کوو چې د تالک کانونو د معیاري او مسلکي استخراج په موخه د کانونو ټولې سیمې سروې او بلاک بندي کړو او د هېواد د ننه یې د نهايي پروسس په موخه په قرارداد ورکړو.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

31 Oct, 13:00


د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت، کابل ښاروالۍ او امارتي شرکتونو پر اړوند موضوعاتو هر اړخيز بحث شوی او په تړاو يې لازم تصميمونه نيول شوي دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

31 Oct, 11:55


د کورنيو چارو وزارت د وسلو او تورو ښېښو جواز کارتونه په اړه خبرتيا.
‏د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین “قانع” کلیپ.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

31 Oct, 11:46


چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي او نورو چینايي چارواکو په ګډه د یاد هېواد د جیانګسو ولایت نانټونګ ښار کې د افغانستان او چین ترمنځ د بار وړونکي ریل پرانیسته وکړه.

چین کې د افغانستان لوی سفارت وايي، چې دغه ریل به د برېښنايي سامان الاتو، رخت او په نورو توکو بار ۵۰ کانټینرونه به شلو ورځو کې له نانتونګ ښار څخه د حیرتان بندر ته ولېږدوي.

دغه راز په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان لوی سفیر ویلي، اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسي په لرلو سره دې ته لومړیتوب ورکوي، چې تر ټولو وړاندې له خپلو ګاونډیانو سره د راکړې ورکړې برخه کې په تلپاتي توګه وصل شي.

نوموړي د واخان دهلیز د پرانیستلو لپاره هیله ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د واخان کوریدور چین له افغانستان سره په خورا اسانه او ارزانه توګه نښلولای شي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

31 Oct, 11:46


د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ۷۷ ترکي کمپنۍ له مسولینو سره په ګډه ناسته کې د کجکي برېښنا تولیدي فابریکې د ظرفیت لوړونې په پراختیايي چارو او د کندهار لمریزې برېښنا پروژې چارو په تړاو خبرې کړې.

دې لیدنه کې د ترکي شرکت مسولینو ډاډ ورکړی، چې د کجکي برېښنا تولیدي فابریکې ظرفیت لوړونې او اوبو زیرمې پراختیا پروژه به د ۲۰۲۶ زیږدیز کال مارچ میاشت کې بشپړه شي.

دغه راز د یاد شرکت مسولینو د برېښنا تولید او پراختیا یو شمېر برخو کې د ونډې اخېستو ته چمتووالی ښودلی دی.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 14:58


یو شمېر بحریني او روسي سوداګرو او پانګوالو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لېدنه کې افغانستان کې د کانونو استخراج، د هوايي امنیت، ښوونې او روغتیا په برخو کې د پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.

دوی ویلي، د افغانستان اوسنيو حالتو او د اسلامي امارت له لوري د پانګوالو ملاتړ، په افغانستان کې د بهرنيو پانګوالو او شرکتونو د پانګونې لیوالتیا زیاته کړې ده.

ورته مهال، مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې وویل، چې د فتحې وروسته، زیات تمرکز د افغانستان د اقتصاد پر پیاوړتیا شوی او په تېرو درې کلونو کې په دې برخه کې ډېرې هڅې شوې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت افغانستان کې ټولو پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې او د پانګونې شرایط برابر کړي دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 14:48


📌 پایان ساعت کاری
نرخ اسعار کابل سرای شهزاده

🗓 شنبه 05 عقرب 1403

◎ دالر افغانی 67.82 خرید
 67.84 فروش

★ دالر کلدار  280.10 خرید
280.20 فروش

☆ یورو افغانی  73.55 خرید
73.65 فروش

✲ کلدار افغانی 242.00 خرید
242.50 فروش

✲ تومان به افغانی 1020 خرید
1040 فروش

   بقیه اوقات تان خوش 🍃
   
دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ       

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 14:47


د ریاست‌الوزرا عالي مقام د دفتر رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د کابل ښار د کسبګرو او هټیوالو خونې له رییس او د کابل ښار د پمپ سټېشنونو له مسولینو سره لېدلي.

په دې لېدنه کې ډاکټر ملا عبدالواسع د کسبګرو او هټیوالو خونې غړو او د کابل ښار د پمپ سټېشنونو اتحادیې مسولینو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

ورته مهال دې لېدنه کې د هټیوالو خونې غړو او د کابل ښار د پمپ سټېشنونو مسولینو ویلي، اوس‌مهال ټول هېواد کې شاوخوا ۴ زره پمپ سټېشنونه فعال دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 14:46


د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ښار څلورمې ناحیې له یو شمېر مخورو او د ګذر وکیلانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مخورو او وکیلانو د حکومتي ادارو د پرانیستلو او د خلکو ستونزو ته د پاملرنې ستاینه کړې او د پراختیايي چارو د دوام ملاتړ یې څرګند کړی.

ورته مهال د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال یادو مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت خپلې چارې د شریعت په رڼا کې د ولسي وګړو د غوښتنو او مشورو پر بنسټ مخکې وړي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 12:29


خبرهای کوتاه، ۵ عقرب
#طلوع‌نیوز

رسانه‌های ایرانی از کشته شدن دو نفر در پی حمله صبح امروز اسراییل به مرکزهای نظامی این کشور خبر داده است.

در گزارش آمده که این افراد کارمند ارتش دفاع از حریم ایران بوده‌اند.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 12:27


#اعلامیه:
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت پر ایران د اسراییل برید غندلی او دا یې د ایران پر حریم "تېری" بللی دی.

بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې له اغېزناکو اړخونو غوښتي چې سیمه کې د "صهیونیستي رژیم" د جنایاتو او تاوتریخوالي مخه ونیسي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 12:22


ټولو ته مبارک:
‏د ګران افغانستان الف لوبډلې د هندۍ الف لوبډلې څخه سمې فائنل وګټه او سرلنکا سره فائنل ته ووتله.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان فائنل ته رسیږي، ښه اداره او منظم مدیریت همداسې پایلې لري.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 12:07


د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صهیونیستي رژیم له لوري پر ایران د تېرې شپې برید غندلی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، د اسرائیلي یرغلګرو برید د دې ترڅنګ چې د ایران د حریم نقض بلل کیږي، د دې ور اخوا په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالو هڅه ده.

د بهرنیو چارو وزارت له اغېزناکو اړخونو غوښتي، چې په سیمه کې د صهیونیستي رژیم د جنایاتونو او تاوتریخوالي مخه ونیسي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 12:07


د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۱۳ قلمه لرغونو اثارو د موندلو خبر ورکړی.

دغه اثار چې لرغونتوب یې ۳۰۰-۳۵۰ کلونو ته رسیږي، له یوه زیارت څخه ترلاسه شوي دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 10:51


د افغانستان د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وایي، چې د افغانستان د سیمه‌ییزو اتصال لپاره د کورني ترانسپورټ معیاري کول اساسي شرط دی.

ښاغلي برادر اخوند، دغه خبر نن د کابل-جلال اباد دویم لین سړک د چارو د پیل مراسمو کې کړې ده.

د اقتصادي مرستیال په وینا سړکونه د دې ترڅنګ چې ولایتونو یو له بل سره نښلوي له دې اخوا د سیمې په نښلېدو کې هم مهم رول لوبوي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل-جلال دویم لین سړک چې ۱۵۰ کیلومټره اوږدوالی لري، د کابل له بګرامیو ولسوالۍ څخه پیلیږي او د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د دې ولایت له حلقوي سړک سره نښلیږي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 10:51


د ایران د یو شمېر حکومتي رسنیو د راپور له مخې؛ د دې هېواد پر نظامي اهدافو د اسرائیلي یرغلګرو د تېرې شپې د برید له امله دوه ایراني سرتیري وژل شوي.

ایرنا خبر ورکړی، چې دغو ایراني سرتیرو د صهیونیستي رژیم له (تیري) څخه د ایران په دفاع کې ژوند بایللی.

د یادونې وړ ده، چې تېره شپه صهیونیستي رژیم د تهران له لوري پر دې هېواد د ۲۵ ورځې وړاندې توغندیز برید په ځواب کې د دې هېواد پر یو شمېر نظامي هدفونو برید ترسره کړ.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 10:49


د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان لمریز کال تلې میاشت کې په کابل، ننګرهار، هرات، کندهار او بلخ ولایتونو کې ۱۴۴زره او ۸۴۰ هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په تله میاشت کې له نهه زرو ډیرو کسانو ته د پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونو هم وړاندې شوي دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 10:48


د پوهنې وزارت وایي، د دایکندي په تاق عروس او کډوالو ښارګوټي کې د دوو ښوونځيو ودانې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

یاد وزارت په دې اړه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ښوونځيو ودانۍ د ۶۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د دوو بنسټونو په مالي لګښت جوړې شوې دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 10:48


د کابل ـ جلال‌اباد دويم لين سړک د جوړولو چارې د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند، د ټولګټو چارو وزير ملا محمد عيسی ثاني او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې پیل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د هېواد لویو لارو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې او اوس‌مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لویو لارو د جوړولو او بیارغولو چارې روانې دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 10:48


د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د روان ۲۰۲۴ کال لومړیو نهو میاشتو کې د شاوخوا ۷۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي.

اقتصادي معاونیت زیاتوي، چې صادر شویو کرنیزو محصولاتو کې پنبه، ممیز، اینجه، اینځر، پیاز، زعفران، رومیان، بادام، زردالو، زیره، مۍ، پسته، انګور، مڼې، تنباکو، طبي بوټي، بادرنګ او کچالو شامل دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په وینا؛ ایران، پاکستان، هند، جرمني، ترکیه، چین، روسیه، متحده عربي امارات، هالنډ، قزاقستان، اوزبیکستان او ځیني نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 10:46


د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور چین ته د سفر په ترڅ کې د پاور چاینا شرکت له رییس سره کتلي او له هغه څخه یې غوښتي، چې د کاپیسا ولایت د باغدرې د اوبو ذخیروي او د برېښنا د تولید بند کې د پانګونې عملي چارې ژر پیل کړي.

بلخوا د یاد شرکت رییس ډاډ ورکړی، چې د یادې پروژې د عملي چارو د پیل لپاره به ډېر ژر لازم اقدامات وکړي.

د ویلو ده، چې د پاور چاینا شرکت مسولینو له لوري د کاپیسا پر باغدرې بند د پانګونې لېوالتیا وروسته ياد شرکت ته د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا د سروې اجازه ورکړل شوې وه.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 04:39


ټاکل شوې نن د کابل - جلال آباد دوهم لېن سړک د لومړي فاز اول لاټ چارې پیل شي.

په همدې تړاو نن ننګرهار کې د لوړ پوړو مسؤلینو غونډه هم په پام کې نیول شوې ده.

د لومړي فاز اول لاټ چارې چې ۲۲ کیلو متره کیږي، چارې به یې نن تر یادې غونډې وروسته پیل شي.

د کابل - جلال آباد دوهم لېن سړک چارو د پیل خبر ولسونه د دغې لاړې جوړېدو لپاره هیله مند کړي دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 04:39


قتصادي معاونیت:

د ۲۰۲۴ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د شاوخوا ۷۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت زراعتي محصولات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

دافغانستان او نړی خبرونه🌍

26 Oct, 04:22


د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې تېره ورځ ( جمعه، د لړم څلورمه) د غزې پر بېلابېلو سیمو د صهیونیستي یرغلګرو بریدونو کې ۸۸ تنه شهیدان شوي.
د راپور له مخې؛ د غزې سربېره لبنان کې هم تېره ورځ د اسرائیلو د بریدونو له امله لږ ترلږه ۴۱ تنه شهیدان او ۱۳۳ نور ټپیان شوي دي.

دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ

5,866

subscribers

5,869

photos

1,541

videos