د شاعرانو ادبي جونګړه @jonghara_233 Channel on Telegram

د شاعرانو ادبي جونګړه

@jonghara_233


https://t.me/Jonghara_233
مخکنی چينل بلاک سو همدا نوی چینل ترخپلو ملګرو ورسوۍمننه دلته به تاسو ته، دمشهورو ،شاعرانو شعرونه نشریږې،زموږ دټيليګرام چېنل درسره جوائن کړئ! مننه!

دشعرونو دنشرولو لپاره شخصې کې رابطه وکړۍ
@Umar876

د شاعرانو ادبي جونګړه (Pashto)

د شاعرانو ادبي جونګړه یوه خوبصورت او معنوی چینل ده که په هر ورسو پښتو شعرونو او ادبي جونګړه کې د مخکني چينلونو له مخه ورسوۍ. د کوششونو ته د قدرتی او پروفیشنل شعرونو، د مخلصو روایتونو، او د ادبي ارث په پښتو ته تر خوندي سمونو کې د جوانانو ته بهرنیو په کار پورته شي. د دورانو شاعرانو تاریخ په دا چینل کې مخکنی زهرمارانو ورکړل شوي او د لوستونو له ژوندلونو پېژندلی شوي. که تاسو به د شاعرانو ادبي جونګړه چینل سره جوړ شئ، به تاسو په هر وخت او هر ورځ د پرمخکني شعرونو او ادبي جونګړې د شاعرانو نظر ته راغلۍ. مننه! په دشعرونو دنشرولو لپاره رابطه وکړئ @Umar876

د شاعرانو ادبي جونګړه

18 Jan, 17:17


ټول سره یوشﺉ دوحدت لمنه ټینګه کړیه
ددغه ښکلي امارت لمنه ټینګه کړیه

دادښمني اونفرت زړونوڅخه وباسیه
تاسودمینې محبت لمنه ټینګه کړیه

چې ددښمن په تبلیغاتوپسې ولاړنشیه
دخپل رهبردشریعت لمنه ټینګه کړیه

ای امارته تاسوهم داولس ډیر خیال ساتﺉ
تاسودخپل لاندې راعیت لمنه ټینګه کړيه

اولسه ته دامارت امارت ستاسو دیه
نورزمونږامیر سَرَّهْ دبیعت لمنه ټینګه کړیه

بس دالله نه به هم دانظام قائم غواړومونږ
وایم حازم) داوخوت لمنه ټینګه کړیه
ـــــــــــــــــ
طالب العلم مطیع الله حازم
1403 / 10 / 28

د شاعرانو ادبي جونګړه

18 Jan, 17:17


دباران څاڅکي!


لوی رحمتونه دباران څاڅکي دي
دیار یادونــــه دباران څاڅکي دي

زموږ عملونه دصحرا ځوځان دي
لکه ګلونه دباران څـاڅــــــکي دي

اوبه وي تږې زمکې دښتې میرې
نڅيږي غرونه دباران څاڅکي دي

راشـــــنه کوي مینه اولفت عاطفه
رغــوي زړونه دبـــاران څاڅکي دي

زاهد دمینې له غـــــــزل شعر څخه
وايــــــــــې بیتونه دباران څـاڅکي


هدایت الله زاهد

د شاعرانو ادبي جونګړه

18 Jan, 17:17


تا مې ټولې هیلې واخستې زندۍ کړې
د مرګ ورځې دې په ما را ګړندۍ کړې

تا غوښتل چې زه اباد شم خو برباد شوم
تا غوښتل چې نوی هیلې را ژوندۍ کړې

ماته درد خپلې وفا راکړ ګرم نه یی
د ژوند ښې ورځې یې ماته لیونۍ کړې

دې ارمان سره مې هر ارمان شو قتل
دې ارمان مې وینې ډنډې تر مرۍ کړې

دا ثبوت وه په همدې انسان عاجز ده
عبدالله به چې مدام تاته زارۍ کړې
عبدالله الکوزی

د شاعرانو ادبي جونګړه

18 Jan, 09:14


زړه مې پرهاردی
غم پرې ام باردی
زړه ډیردردیږي
نشتون دیاردی

غموخوړلی
ډیردردیدلی
غم دجانان دی
زړه مې بیماردی

زړه نه صبریږي
یار رایادیږي
دبیلتون ګوره
څه سخت ګوزاردی

زړه راته ژاړي
یار رانه غواړي
څه پرې وکړم
ډیرناقراردی

تل وي غمونه
تل پریادونه
داموژوندون دی
دازمونږکاردی

غم نه ورکیږي
تل رازیاتیږي
یوغم چې لاړشي
بل راپه لاردی

یوغریبي ده
بل جدایي ده
دحازم ګوره
دغه روزګاردی
ـــــــــــــــــــــــــــــ
طالب العلم مطیع الله حازم
1403 / 7 / 15

د شاعرانو ادبي جونګړه

18 Jan, 02:05


څومره مکاره یې دنیا له ژوند دي وایستلو
ته سکه خور یې د بلا له ژوند دي وایستلو

چاړه ده ستا لاس کې او ایښې پر مرۍ دي ماته
هم ده ستا سترګو کې ژړا له ژوند دي وایستلو

د سولې چغې وهې هلته بیا سکروټې پوکې
ښکاره دي نه سوه مخ او شا له ژوند دي یستلو

د اور  پر فرش ماته دښکلی ژوند تلقین راکوې
سترګو کې نه لرې حیا له ژوند دي وایستلو

تا د بشر ټول کرامات ترقدم لاندې کړله
هــم  د آدم  هم د حوا له ژوند دي وایستلو

زمونږ له سرونو دي و ځانته ښه ماڼې جوړې کړې
هم وایې یم بي سرپنا له ژوند دي وایستلو

محاسبه به دي د هر کار یوه ورځ ورکوې
حنیف یقین لرم په دا  له ژوند دي وایستلو

د شاعرانو ادبي جونګړه

17 Jan, 14:49


غزل

زما زخمونو ته ملهم درسره شته او کنه
طبیبه مرم درنه څه غم درسره شته او کنه

که ته عاشق یې نو دا دوه نښې لرې او کنه
سینه کې درد، سترګو کې نم
درسره شته او کنه

جګې پېنسې ،په مخ مې ګیره چې عسکر ولیده
ویل یې راکوز شه شیخه بم درسره شته او کنه

مبارزه ده د نړۍ سره طـ،ـ،الـ،به یاره
ټوپک په خپل ځای خو قلم درسره شته اوکنه

د خمارو سترګو ښامار په زړۀ خوړلی یمه
مُلا صاحبه د دې دم درسره شته او کنه

اې له وطنه مې راغلې ګل ورینې څېلۍ
څه حال احوال زمونږ د چم درسره شته او کنه

هغه له یو بل نه اوس هم دغه پوښتې کوي
نوي شعرونه د هاشم درسره شته او کنه
ــــــــــــــــــــــ
هاشم سادات

د شاعرانو ادبي جونګړه

17 Jan, 12:55


غزل!

له تيارو ورسته د سهار هيله څرګنده سوله
پر غزې بيا ديو بهار هيله څرګنده سوله

له کړاونو ډک سفر منزل ته و رسېدو
د رڼا څرک شو پردې لار هيله څرګنده سوله

د وحشتونو ماتمونه برم ونړېده
غږ د بمونه سو حصار هيله څرګنده سوله

صهيونستان يې دايمان زور ته حيران پاتې سول
اوس دي په تېښته او فرار هيله څرګنده سوله

شکر پوره شو د مظلومو داسپڅلی ارمان
اسوېلۍ ختمي د قرار هيله څرګنده سوله

نور به د امن او سکون غېږه کي ژوند تېروي
احساسه ختم سو بمبار هيله څرګنده سوله

ابراهيم احساس

د شاعرانو ادبي جونګړه

17 Jan, 11:26


اورونه پرې بل شوي دي قیامت پرې راروان ده
نوځکه په سلګوسلګوپه ویراوپه خفګان ده
دکفرباچاهي وله چې تیره شوه نوښه ده
اوس هرځای کي اجل ورته بس نوم دمسلمان ده

اجل دی که غضب دی دالله له لوري سم پرې اوري
لمبې چې ترې راخیزي داعذاب دپاک سبحان ده

څه چې کرې هغه به ریبې دامتل دی ګوره
دفلسطین ظلمونه یادکړه داآزارد خوار انسان ده

له خولویې نن دآه فریادنعرې اوزي داځکه
چې هیڅ یې عمل کړی په حدیث نه په قرآن ده

چې یې خبروهرمسلم ته کوټ په کوټ ورسی
وکړه {حافظ مسعوده}نن یې په شعرو کې اعلان


         🌻شاعرحافظ مسعوداعزام🌻

د شاعرانو ادبي جونګړه

17 Jan, 10:52


خیال:

نشه  ښکاري  مي  د  خیـــال شاپېرۍ بیا
ګرځوي  مي  په ملکـــــــــــــــونو  د  دنیا

د شعرو  پـــه  ژبه  غـــــــــــــم  انځوروي
پنځ  مي  نۀ  پرېـــږدي  یؤه  شېبه هوسا

بقـــا  نه لري  په  مېــــــنه یې کـــــړه تېر
د نړۍ  ژونــــد  امتحـــــــــان  دی   د الله

ای غافــــــــل  مسلِم امــــته  سۀ  راوېښ
د  کومک  چغـــې  وهـــــــي  درته  اقصٰی

د  غزې  ښېرا  قبــــــوله  کړه څښــــــــتن
چي  پـه  اور  کي لـــــولوپه  سوۀ  امریکا

وار  راغلئ  د عـــــــراق،  او  فلســـــطین
یؤ  ورځ  وابه  ورو  ږغــــــــــونه  د  بریا

ډېر  یې لــــــوله  ای  سخي سعــیدۀ ډېر
هم سکـون دی،  هم درمـل دی،   هم شفا

سخےسعےد

د شاعرانو ادبي جونګړه

17 Jan, 10:52


غزل

ښایسته سترګې دې ګل ته پاتې کېږي
ډکه غېږه دې کابل ته پاتې کېږي

خوشالۍ نه په لاسو خولې لګومه
ريبار وویل چې دلته پاتې کېږي

څه هستي یې تورو خاورو کې پرته ده
ټول وطن ځکه زابل ته پاتې کېږي

ارزښتونه سر سري کارونه نه دي
لکه زر د اوبو تل ته پاتې کېږي

د دنیا لاره او قبر دواړه یو دي
سړی بېرته خپل عمل ته پاتې کېږي

مينه دومره عبث شی نه دی "جانانه"
چې دنیا غوندې به بل ته پاتې کېږي

جانان خدرخېل

١٤٠٣/٧/٢

د شاعرانو ادبي جونګړه

17 Jan, 10:50


لوی لوی اندامونه برابر کړي سمې لارې ته
خدای دې ستر اجرونه ورکړي اوښکې ګنهګارې ته

‏ولي دي عیبونه لا د یو او بل له خولې اورو؟!
اوس خو دا دی ودَرېدې مخامخ هندارې ته

څه به یې شکونه په نیتونو باندې وکړو، چې
لاره کې پرتې ستونزې په ګډه وړي هوارې ته

ووته له ستوني د خوښۍ په مرګ بدنامه شوه
نور څه په لاس ورغلل هغې سلګۍ ناچارې ته

راشه مړاوې شوې درپسې د زندګۍ پاڼه
راشه د دیدن شبنم درمل راوړه بیمارې ته

دومره دې هم ځان خپلې هوا ته ځوانۍ مه سپاره
برخه کې خواري رسېږي هرې هوادارې ته

دا کاږه واږه زړونه چې و تړي یو، بل سره
سخته ضرورت شته محمودي داسي فنکارې ته


محمودي انصار

د شاعرانو ادبي جونګړه

17 Jan, 03:35


غزل! وطن سپرلي ګل

وطن دسپرلي ګل غوندي غوړېږي او ځوانيږي
ورو ورو د ابادۍ لورتۀ خوځېږي او ځوانيږي

شمال دښکلي امن يې وهي دپيکي څوکي
دمړاوي ژوند وه هيلو ته خنديږي او ځوانېږي

غٌبار يې دبارودو پاکوو له اننګيو
د حسن له سرخېلو حسابېږي او ځوانېږي

دتورو شپو له غېږي د رڼا لور ته قدم ږدي
د نوي سهار غېږته داخيلېږي او ځوانيږي

وطنه پر اسمان دې راڼه ستوري ځلېدلي
ته ګوره! د جوړښت شمعې بلېږي او ځوانېږي

له ښکلي جنتي هوا يې کيف اخلو احساسه
ليدو باندي زخمي زړونه رغيږي او ځوانېږي

ابراهيم احساس

د شاعرانو ادبي جونګړه

17 Jan, 03:35


*حسن یوسفي طالب جار شم ترې قربان شم ترې*
*ګل لري ځوانې طالب جار شم ترې قربان شم ترې*

*اخ د تورو غرو طالب*
*اخ د سـنګـرو طـالـب*
*په دین قرباني طالب جار شم ترې قربان شم ترې*

*سـوزي غمازان ګوره*
*د طالب زلفـان ګوره*
*په اوږو یې وړي طالب جار شم ترې قربان شم ترې*

*زي د مـدرسـې یـار مـې*
*اخ لاړ  د حجرې یار مې*
*زړه هم رانه وړي طالب جار شم ترې قربان شم ترې*

*الله شـهـادت مرګی*
*غواړم د عزت مرګی*
*احمد مدني طالب جار شم ترې قربان شم ترې*

طالب العلم احمدي مدني 2025/1/12/

د شاعرانو ادبي جونګړه

16 Jan, 16:00


مه کوه خیانت ای زماګرانه قدردان مشره
ګوره خاورې نکړې دشهیدجانان ارمان مشره

هادسنګرومجاهدځوان بې اوظیفې ګرزي
ته ګرزه وې څنګ کې هازمونږه قاتلان مشره

چاچې زماشهید ورورپه لینجروپسې کش کړلو
اوس دې زمونږپه سرکړلوهاماغه قومندان مشره

کله اوناکله دشهیدپه مورپوښتنه کړه
مه هیره وه هاغه غمزفلي یتیمان مشره

ګوره چې په ګیره اوپه څڼویې خطانشې
دغه خاینین دي اوهم دادي جاسوسان مشره

غواړی بدنامي چې  دجهاد اومجاهد وکړي
دغه پاتې شوی امریکانه یوڅوسپیان مشره

دغه یوګیله هم درته کړمه چې خفه نشې
تااوس دي هیرکړي هازاړه ټول طالبان مشره

کله چې وخت راشی دجنګ یوبه هم ونه وینې
دغه بیستویک بیانران نه دي دمیدان مشره

زمامطیع الله په زړه کې ډیری لاخبرې دی
بس دایې کافي دي خوچې څوک وي عاقلان مشره
ــــــــــــــــــــــــ
طالب العلم مطیع الله حازِم
1403  /  1  /  25

د شاعرانو ادبي جونګړه

16 Jan, 15:57


غزل

مودې وشوې په زړۀ کې مې پرهار هغسې دی
ژوندون زَما په ماتو اوږو بار هغسې دی

لااوس يې هم له زوره ويخي شپې صباکومه
سينه کې مې دڅړيکو بيروبار هغسې دی

د درستي نړۍ هرڅه به تغير وکړې خو نه؟
په زړۀ کې مې مقام دخوږ نګار هغسې دی

بې شميره طبیبان يې وعلاج ته پاتي راغلل
يوڅوک دی په يوچاپسې بيمار هغسې دی

په بار بار مې دخپلي بې وسۍ ورته ويلي
خو زړۀ مې درته تږی دی خمار هغسې دی

درمل عرفانه مينه که مې سا هم رانه واخلې
تيار ؤمه ترمرګه مې ګفتار هغسې دی

درمل عرفان

د شاعرانو ادبي جونګړه

16 Jan, 07:55


ځان کي پیداکړه!!!!


ګيله له مېنځه يوسه حوصله ځان کي پیدا کړه
یؤ لوی دتقوا څلی سه جزبه ځان کي پـــیداکړه

زړه نرم کړه او وه يې سوزه وه پر زيري دستو
ډېر رحم شفقت او عاطفه ځـــان کي پیدا کړه

دخـــــــــپل مزل دتللو لار خو هرچا رڼا کړې
دنور دتلو لارو ته ډېــــوه ځان کي پیدا کړه

پر دیـــــــن او پرهېواد دسر په بیه ودرېږه
دتللو زلمو نښه نښانه ځــــــان کي پیـداکړه


منمه چي عمر منصــــــور جلال دسر سړي وو
خو ته يې هم زاهده کارنامه ځان کي پیداکړه

هدایت الله زاهد

د شاعرانو ادبي جونګړه

16 Jan, 07:55


ډیرخیال به ساتې ای امارته ددې خوار اولس
داجنــګوخـوړلـــی ده دابــم بــار بم بـار اولس

دا اوس درنـه غـواړي درمــلنه ښه
هــم بــه یــې کـوې وه ته پالنه ښه
داستـامسوءلیت دې ورته زیراوسه
تـه بـه یـې کوې اوس وه ساتنه ښه
دا ده ستادسختوشپو وه یاراولس

داله تانه اوس ګوره خدمت غواړي
هم درنه اوس لاس دشفقت غواړي
ته به مغرورنه اوسې راحیم به یې
دالــه تــانــه مــــینـــه محبت غواړي
شل کاله وو تاته انتظاراولس

دا افغــانان ډیـرډیردردیدلي دي
ده وه له هرخوانه ځوریدلي دي
دوۍډیــرتکلیفونه ګوره تیرکړله
ډیــرډیـرزحمـــتونه یی ګاللي دي
دا دی په هررنځ باندې بیماراولس

پـاس نـه بـه تـایـرې لاندې ټانګونه وو
ګـوره هاغه څومره سخت وختونه وو
بیایـی هم په خپل کورکې ساتلې ته
دوۍ په ځـــان مـــنـلی زنــدانـــونه وو
وه دستاپه هروخت کې غم خواراولس

اوس به پـوښـــتنه پـه کـورو دشهیدانو کړﺉ
هــم پــه بـــوروکـــونـــډو اوخـــــوارانو کړﺉ
ډیربه یې ته خیال ده تربې یې ساتې
تـــــه به ښــــه  تــعـــلیم پــه یتـــیمانـــو کړﺉ
وکړۍ په اخلاص اولس ته کاراولس

ګــــوره چــــې بـــدنـــامــــه امـارت نکړﺉ
ته به په هیڅ وخت کې هم خیانت نکړﺉ
زړونه کــــــړه راخـــــپل په زړونوکاروکړه
خیـــال چــې زړونه ځان نه په نفرت نکړﺉ
خیال چې یې له ځان نکړﺉ بیزاراولس

تاسـوکه پـه دې بـانــدې عمل وکړ
پـوه شۍ چې په حقه مومزل وکړ
زمـامـطــــیع الله په وس کې داوله
ماچـې نــصـیحت پـه یوه غزل وکړ
مونږه ته دې ډیرلوی افتخاراولس
ـــــــــــــــــــــــــــ
طالب العلم مطیع الله حازم

د شاعرانو ادبي جونګړه

15 Jan, 17:40


غزل

ستوري لمبه لمبه کېدل او سپوږمۍ، وور واخستو
خدایه چې بیا د چا نازکې ځوانۍ ، وور واخستو

ستا که په سر باندې د شال لمنې وسوزیدې
زما نه هم د وخت لمبو کې شړۍ، وور واخستو

بې ننګه ستا په بې ننګۍ باندې هغه شرمیده
ستا په پیغور باندې هغې لیونۍ، وور واخستو

یواځې ښه وومه د غرونو ژوندون ډیر ښکلی و
په دغه ښار کې خو زما زندګۍ، وور واخستو

ربه دا ورانه کړه مونږ ټول ترې نه جنت ته بوځه
په سرو لمبو کې د نفرت دنیاګۍ، وور واخستو

هاشمه تا خو مې د بخت دا کانې ولیدلې
راټولوَل مې سرۀ ګلونه جولۍ، وور واخستو
ــــــــــــــــــــــ
هاشم سادات

د شاعرانو ادبي جونګړه

15 Jan, 08:48


غزل

مرتسم یې د جمال پۀ آینو کې
ستا څېره وینم د ګل پۀ اننګو کې

د دیدن د جل وهلي زړۀ شبنمه!
درته ګورمه پۀ درستو تلؤسو کې

هېرېدل دې ناممکنه دي زړګکه!
زۀ دې لولم پۀ پنځه وخته لمنځو کې

لا ړندې مې د سر سترګې درپسې ندي
راته ښکارې د قران پۀ سیپارو کې

چې دا ستا د ښکلا کیف راته بیان کړي
دومره توان نشته اذهانو د لفظو کې

لا مې سترګو کې هغسې مسک غړېږې
چې را ودې کتل مسک شولې پۀ تلو

چې منصور درمان خړوبه کړم پرې تنده
اهنګین تغزل را وړه غزلو کې.

م منصور درمان

د شاعرانو ادبي جونګړه

15 Jan, 06:43


په نیمه شپه کې له الله هرڅه غوښتل خوندکوي خوند
رب ته ژړل زارۍ کول بخشه غوښتل خوندکوي خوند

دپاک قران په قوانینوباندې ژوندتیرول
هریوفرمان دالله ځان باندې منل خوندکوي خوند

یوچې ځواني وي بل درب تعبیداري پکې وي
ځواني هم داسې په دنیاکې تیرول خوندکوي خوند

چې دشیطان اودخپل نفس خبرې ټولې ردکړې
زلیله ول دنفس, شیطان له ځان شړل خوندکوي خوند

دگران نبی هریوسنت ژوندی کول ثواب دی
گیره په مخ پټکی وهل څڼې ول ول خوندکوي خوند

په خواهیشاتودی دوزخ په تکلیفونوجنت
له ګناهونونه هروخت کې ځان ساتل خوندکوي خوند

چې دیوه مسلمان کیږي پرې اصلاح حازِمه
مطیع الله شعرونه بیاداسې لیکل خوندکوي خوند

مطیع الله حازِم
1403 / 8 / 22

د شاعرانو ادبي جونګړه

11 Jan, 14:47


زړۀ ځوروي:

درد  د  بېلتــــــون دي زما  زړۀ  ځوروي
سترګې  مي  اوښکــــي کړي باڼۀ ځوري

پس  له  مرګي  بیا  ښه  ویـل  څه معنٰی
چي دي  هـــــر  دم  په  ژوندانۀ ځوروي

ستا  امتحـــــان دی که دا  خلک خـراب
"څښتنه"هر وخت مي خپل ښۀ ځوروي

ورته  دعـــــــــاوې  وکړئ  صبــــر وکړئ
ژړاوې  مه کـــــــــوئ  چي  مړۀ ځوروي

غـلامي نــه مني  غیــــــــــوره   خـاوره
نور  دي  ځــــــــانونه  هسي نـۀ ځوروي

شمله دي هسکه  کـــړه  په  خیال درېږه
د  رقیبــــــــــانو  لــــــوی،  واړۀ ځوروي

شوۀ  قیمـــــتي د  هر  شــاعر   شعرونه
سخي سعـــــید   هـــسي ماغزۀ ځوروي

سخي سعید

د شاعرانو ادبي جونګړه

11 Jan, 14:46


غزل?

ما به د ډېــرو خــلــکــو زړه سـاتـلـو
زړه مـي زبون دی چـاوه نـه سـاتــلــو

وخـتـه بـي کـسـه یمه څـوک نـه لـرم
دزړه چـاودون دی چـاوه نــه سـاتـلـو

په دي دنیاکي مي زړه سخت خفه دی
سـتـړی ژونـدون دی چـاوه نـه سـاتـلـو

دزړه تـنـګـون بي ســوره کــړی یــمـه
دچابـیـلـتـون دی چـاوه نــه سـاتـلـو

زه مستـغـفـر قاري حـیـران پاتـي یم
دعــشــق قانـون دی چاوه نه ساتـلـو

,,قاري مستغفر,,
١٠,,٧,,١٤٤٦هـ ق
٢٢,,١٠,,١٤٠٣هـ ش

د شاعرانو ادبي جونګړه

11 Jan, 14:46


افغانستان په دنیا

وي دی ودان پـــــه دنـیا
افـــغــانـسـتــان په دنـیا
د مـجــاهــــد هیواد مې
دا قــهــرمــــان پــه دنیا

زیـــبــا زیــــبـا وطن دی
ښـــکلا ښــکلا وطـن دی
د مــیـنـی کور دی زمونږ
رڼـــــا رڼـــــا وطـــــن دی
لــــکــه ګـــلاب ښــایسته
لــکـــه ریــحــان پــه دنیا

د امــن کـــور دی شــکــر
مـړ پــه کـې اور دی شکر
ښــکلــی نـیظام لرو اوس
سـکـون راخـپور دی شکر
د سیالـو سیال به یی کړو
پــه هـــر مــیـدان پـه دنیا

دلـــتــــه راغـــلـــی قانون
دغــه ســپـــیــڅلی قانون
دښـــمـــان تـه زور ورکوي
د قــران ښــکـلـی قـانــون
خــــدایـــه قـــایم یی لری
راتـــه دی ګـــران پــه دنیا

کــــرک نــفـرت ورک شوی
هـــــر شـــرارت ورک شوی
زمـــونـــږ لـه خاوری څخه
چی جمهوریت ورک شوی
د خـــوښـــې زیـري دي نن
وو مــو ارمــــان پـــه دنـیا

دا ځــــلــېـــدلـــی هــیــواد
زمــونــــږ ښـــکــلــی هیواد
ښکلـی تـــاریــــخ لــــري دا
هـــر چـا مـــنــلـــی هیــواد
مـــنــــهـــاج الله زهــیــر ته
ډیــــر قـــــدردان پـــه دنیا

منهاج الله زهیر

د شاعرانو ادبي جونګړه

11 Jan, 11:38


غزل:
ــــــــ
ستا پۀ مینه کې د زړۀ پۀ درزا خؤښ یم
ستا پۀ در کې پۀ سلګو او نوا خؤښ یم

چې تندی پۀ سجده کېږدم مطمئن شم
الهي! بیا نو لۀ درستې دنیا خؤښ یم

پۀ وحدت دې پوخ یقین لرم واحد یې
عبادت باندې دې لویه الله! خؤښ یم

د جلال، جمال، کمال ستره خالقه!
قدرتو باندې دې بې انتها خؤښ یم

د غاټول غوندې مې ټول لۀ ټول جهان کړه
زۀ راټول د مات زړګک پۀ پاچا خؤښ یم

ستا رضا یې چې رضا کې ده اغږلې
زۀ د هغه مقتدا پۀ رضا خؤښ یم

پۀ رمزونو او رازونو خبر داره!
را نصیب یې کړه مولی! چې پۀ چا خؤښ یم

د منصور درمان ارمانه، راته ګرانه!
ستا پۀ وصل د خپل سر پۀ سؤدا خؤښ یم.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1445/7/13 چهار شنبه

د شاعرانو ادبي جونګړه

11 Jan, 11:37


دغم په سره انګارباندې سوځېږمه دردیږم
دخوږدلبرله څنګه جداکېږمه دردیږم

بیلتون دې په مادومره سخت اثرکړی ده یاره
په لاره کې له ځان سره غږیږمه دردیږم

چې کله مازدیگرشې دلمرسترگہ په لویدوشي
پہ دې وخت کې په ځان هیڅ نه پوهیږمه دردیږم

داڅوم ځل دی چې مینه کې ناکام شومه خوبیاهم
له دغه ستړي کاره نه صبریږمه دردیږم

دیارحسینې سترګې راته ډیرې نن یادیږی
ارمان چې یې ترڅنګ نه ورسیږمه دردیږم

مطیع الله حازم نيمایي روغ نیم لیونی یم
مطیع الله حازم هروخت ژړیږمه دردیږم

شعر
مطیع الله حازم
1403 / 10 / 5

د شاعرانو ادبي جونګړه

11 Jan, 11:37


غزل!!!!


تنګه سوې مي بې حده حوصله ده
ستا په نه شتون کي مې هره هېله مړه ده

نېمه شپه ده ډېوه نسته اوستا یاد دی
له مــــــودو مي اڼډېوال دی راسره ده

بېلتانه دي يم دې حــــــــــد ته رسولی
چي دژوند بېړۍ مي غرقه ده چپه ده

مــــا دخپـــــــلو ارمانونو څوڅو ځله
په خپل لاس کړې يه دنګه جنازه ده

تازه ګل مي مـــــــــړاوی سوی په لاسو
بې پـــــــــــروا زاهد يم وړې مي تحفه

بې پروا زاهد

د شاعرانو ادبي جونګړه

11 Jan, 11:36


مېنه:

نفرت ورک کړئ مینه شېندئ یؤ په بل بل
زړونه  ساتئ  ښـــــــــایسته لکه د ګل ګل

د هېچا غـــــلامي نه  مـــــــنو   هېڅ کله
خپله خــاورۀ   مـــوږ   ازاده  ساتو تل تل

پرې مونه ښود هېڅ پېغور دین او هېوادته
کارنامې به مو  تاریخ کي ښکاري ځل ځل

موږ  تیار  وو نړۍ  ستړې  سـوۀ  له جنګه
ستړي  نۀ  وو  که  کلونه  تېروای سل سل

خود  به مات امپراطوران په یؤ ټوپک کړې
چي سخي سعیدۀ وي دي"څښتن" مل مل

سخي سعید

د شاعرانو ادبي جونګړه

11 Jan, 11:36


غزل:
ــــــــ

چې مې سترګو ته ستا سترګې پۀ مسکا شي
د خؤښیوو مستې - مستې څپې را شي

لکه ګل چې شونډي وغؤړوي وا شي
ستا دیدن ته مې زړۀ داسې پۀ خندا شي

که پۀ برخه مې دا ستا خؤږه لقا شي
دا بدرنګ ژؤند به مې ټول ښکلا - ښکلا شي

زما سر او مال دې واړه ترې فدا شي
کاش پۀ خوب کې مې محبوب یو ځلي را شي

د بېلتون پۀ ترملونو به غوغا شي
که د وصل سترګه څرک وهي سبا شي

مضطرب زړۀ به ساکن لۀ دې درزا شي
که نیګړی ارمان سر شي، یار زما شي

ګوندې رب ته یې قبوله التجأ شي
د منصور درمان تر سره تمنا شي.
1445/6/28 چهار شنبه.

د شاعرانو ادبي جونګړه

10 Jan, 11:11


دوښمن زلیل شوو
دوښمن مختورشوو
شولوپه تیښته
زوریې نسکورشوو

دوښمن ژړیږي
دادی ماتیږي
دټول جهانه
اوس دپیغورشوو

وطن اذادشوو
وطن ابادشوو
دمظلومانو
زړونه ټکورشوو

اوس امارت دی
هرخوا امنیت دی
افغانستان نور
دامن کورشوو

ماته نړۍ شوه
هسکه پکړۍ شوه
زمونږوطن ته
پیداغم خورشوو

تل پرمختګ دی
نه شاته تګ دی
دترقي څادر
په وطن خپورشوو

نشته جنګونه
نه بم بارونه
حازمه امن
نورپه هرلورشوو
ـــــــــــــــــــــــ
طالب العلم مطیع الله حازم
1403 / 7 / 16

د شاعرانو ادبي جونګړه

10 Jan, 07:26


#غزل (کابل خوند کړي)👇

چې زړه د آسیا دی نو غښتلی کابل خوند کړي
په هسک زرین تاریخ باندې ویاړلی کابل خوند کړي

باطل دود او دستور یې له وجود سره نه ښایي
پوښلی په اسلام هر چا منلی کابل خوند کړي

سپرلي کې وي سنګار سم د ګلانو په غونچو خو
په ژمي بیا په واورو سپین پوښلی کابل خوند کړي

هر سیال ددې نړۍ یې د یو سیال په صفت بولي
پرمخ د درست جهان مو دا شاغلی کابل خوند کړي

تصویر د آبادۍ یې بیا نو بل شانې مزه کړي
سوکاله او ودان او پرمختللی کابل خوند کړي

سکه ورور د غ/زې دی له دردو یې غافل ندی
ځنجیر د بې وسي کې هم تړلی کابل خوند کړي

فطرت کې یې اثر د دوه مخي فتحانه نشته
کردار کې دا ریښتینی دا سپېڅلی کابل خوند کړي

Fathan Hanafi

د شاعرانو ادبي جونګړه

10 Jan, 04:55


چاته چې ور نکړئ د ژبې په خنجر کې زخم
رغیږي نه که جوړ شي بر د زړګي سر کې زخم

کړې وعدو باندي کوئ عهد، وعدې وپالئ
درڅخه ونشي تر مینځ مو په باور کې زخم

په هر چا ندی اعتبار پکار، احتیاط بهتر دی
زړه تاته پېښ دی له دې خپلو په اکثر کې زخم

د چا غیبت ندی پکار په چا بهتان مه تړئ
غیبت مو رسوي اعمالو ته ضرر کې زخم

خطاوې ډېري دي أنـس حـمّاسي یم خجالت
ربه رحمت دې غواړم، جوړ مې کړه نظر کې زخم

أنـس حـمّاسي

د شاعرانو ادبي جونګړه

09 Jan, 16:58


امارت راه مردانست شکوه جاودان دارد

بنازم اقتدار او، نظام پرتوان دارد


امارت هست درعالم کنون بنیان مستحکم

حضوری بی تزلزل وار،به عالم هم چنان دارد

ابرمردان تاریخش چو رهپویان استشهاد

برای حفظ این کشور که صدها کاروان دارد


امارت حافظ کشور،دفاع ازدین کند بیشک

نه باجی داده برعالم نه ترسی ازجهان دارد

امارت دولتی اکنون،نظیرش نیست دردنیا

خدابادا نگهدارش، طریق کامران دارد


به کشور امنیت حاکم،که دولت ازمیانی ما
که این نعمت بود راغب،بهای بس گران دارد

عبدالودود راغب

د شاعرانو ادبي جونګړه

09 Jan, 16:58


مدرسه

ته یې د حیات چينه او ته حوض کوثر په دنیا
ستا ساقي وارث د نبي، نشته پیغمبر په دنیا

دی د صحابه وو سکنی مدرسې! ستا طالب
ته یې د ابوهریره څلی د سيم ،زر په دنیا

دا د صفې خور ده او که دا د أرقم کور دی چې
عطر د توحيد پاشي بې درېغه لر او بر په دنیا

ځکه د عرفان جوهر پېري په لوړ قيمت هغه
نشته له عالم نه سوا بل کوم څوک زرګر په دنيا

څوک چې وي منعم په قال اللّٰه قال الرسول انعام
نشته له دې پور ته منعم نشته بختور په دنيا

محمدخالد منعم

د شاعرانو ادبي جونګړه

09 Jan, 16:58


عشـق! ځان تــر جانانه رســــول
عشـق! ځان په سره اور کبابـول
عشـق! دا ګل ځوانۍ لوګی کـول

عشـق! داستشهاد په لوری یـون
عشـق! له یو چا لری او بیلتـون
عشـق! بس له دردو سره تـړون

عشـق! په زړه کی پاتـې یو ارمان
عشـق! یوڅوک جدا له خوږ جانان
عشـق! دا ګل ځوانی له دین قربان

عشـق! لڪـه د یـو چا انــــتظار
عشـق! لکـه  ســـفـر اغـــزنه  لار
عشـق! لکه منـصور پرهار پرهار

عشـق! د شـهادت یو لوړ مــقام
عشـق! دیدار د حـورو وي مـدام
عشـق! د عـمري وروستـۍ کلام

"عمري کندوزوال"

د شاعرانو ادبي جونګړه

09 Jan, 16:58


د زړۀ خبره

یــــــا د هو  او یـــــــا د  نۀ خبره وکه
ښکلــــیه  ته  خو  دي د زړۀ خبره وکه

د کلوو  درد  به مي لاړسي  له سینې نه
ای  ګل مخیه  یــــــــؤه  ښۀ خبره وکه

چي میــن  نه  یي  نو  ولــي  راته ګورې
دا  تر شـــــــــــــا  دي د  کاتۀ خبره وکه

ستا په سترګو کي اغیز د  میني ښکاري
مه  شرمیــــږۀ   نن  په خولۀ خبره وکه

لاس  د میني  در کـؤم   رښتیا  بـه وایې
زۀ  په  تــــا میـن  خــــــو  تۀ خبره وکه

اوس چي ځې پر خدای سپارم دزړۀ سره
د  بیـــــــــا ځلــــــــي د  راتلۀ خبره وکه

بیخي خوږ سخي سعیدۀ ستا مجلس دی
له  ماښــــــــــامه  تـر  سپېدۀ خبره وکه

سخي سعید

د شاعرانو ادبي جونګړه

09 Jan, 16:57


په وطن سپينې واورې اورې
زړه رانه غواړي د طالب یار دیدنونه

په غرونو بیا واورې شورو شوې
جار د ګوږدو زلفو طالب به سنګه وینه

سړه هوا بل خوا باران دی
بل مې نازک طالب سنګر کې ژوند کوینه

په ګل ځوانې تشکیل کې تللی
روغ یې راستون کړې زړه مې کړي پسې دردونه

اسمان کې جټ تیارې ګرزي
جار د تشکیل طالب الله تاته سپارمه

پام کوه په ځان دې ګران غازي یاره
ټول دې په دعاء کې یـادوي یاره

  زلفې دې نورې هم اوږدې کړه
د رقیبان دې له زلفانو ډار لرینه

    مین په بل چا باندې نه یم
چې پرې مین یم د سنګر طالب به وینه

    د سنګرو ستړیه مزله
د مدرسې طالب په تا نازونه کړینه
  
    د شهادت جامه شیرینه
د مدرسې طالب دې روغ لیونی کړونه
  
    د شهادت مرمۍ شیرینې
خوار احمدي مدني ستا انتظار کړمه

نشـې له نظر راته طـالــب اشـنـا
یې مو خوږمن زړه لره طبب اشنا

طالب العلم احمدي مدني 2025/1/9/

د شاعرانو ادبي جونګړه

09 Jan, 15:02


غزل


دچاپه سترګو په ما ګران دی ګلاب
زما دژوند اړین ارمان دی ګلاب

نن بیا یوچا راته په مینه  را ووړ
خوږه ډالۍ دخوږ انسان دی ګلاب

زما دزړه ګلاب دزړه په کور کې
شکرلاځوان دی لا ودان دی ګلاب

په سپینه لاره باندې سم روان دی
ښه دی سپیڅلی مسلمان دی ګلاب

په محکم عزم قوي هوډ سمبال دی
ډاډه په مخ باندې روان دی ګلاب

دحقانیت نښه یې ښکاري مخ کې
زمونږ دهیلو ترجمان دی ګلاب

ځلانده خدای دې راته وساتي تل
ځلانده زما دزړه درمان دی ګلاب


بدرالدین ځلاند

د شاعرانو ادبي جونګړه

09 Jan, 12:03


پنجشنبه

سم صحي ولاړ شه پر لاره د قرآن باندي
په سنتو عمل وکـــــــــړه د جانان باندي

مسلمانه وروره واوره دا دنیا فاني
پردې ځمکه چې هر څه دي تر سماء فاني
ګوره مه مغروره کېږه پر خپل ځان باندي

دا دنیا ده بې باوره دا به هېره شي
که هستي وي که نیستي وي دا به تېره شي
لاس پکار شه ژوند تیریږي په ارمان باندي

ډېرو سختو ازموینو کي حصار یم زه
تري خلاصون غواړمه ربه ګنهکار یم زه
کامیابي راکړه پر ستر دښمن شیطان باندي

ځان اصلاح کړه ګناهونو کي ککړ یی ته
ای فیضانه بیا به خپل ضمیر ته پړ یی ته
دې فتنو کې وهم ډېر شته پر ایمان باندي.

ربه موږ معاف کړه 😭
1403/10/20

د شاعرانو ادبي جونګړه

09 Jan, 12:02


ارمان نیم ګړی
ژوندون مې ستړی
جانان زماله څنګ
بیاجداشوی
زړه دغنم په څیر
په منځ چاودلی

دي ډیرغمونه
دچایادونه
هره لحظه دژوند
دي پریادونه
بې له جانانه
یم لکه مړی

راته یادیږي
نه مې هیریږي
دزړه په کورکې
مې تل ګرځیږي
زه دجانان یاد
یــمــه وژلــی

څه سخت بیلتون دی
زړه بې سکون دی
بې له تایاره
زماسخت ژوندون دی
ستابیلتانه په ملا
یمه مات کړی

څه تنهایي ده
ستاجدایي ده
حازم ته ګوره
په زړه زخمي ده
مطیع الله ټول
غموخوړلی
ــــــــــــــــ
طالب العلم مطیع الله حازم
1403 / 10 / 10

د شاعرانو ادبي جونګړه

09 Jan, 07:53


تورلباس کي پټه?

لـــکــه کـــعــبــه پـه تـور لباس کـې پټه
پــه تـا بــه زړه د کــــوم کافـــر را نشي

ستا وښـکـلاته ټــول جـهان حـیـران دی
پـه تـا بـه شـــک د کــوم ظالــم را نشي

تا ته دی حـسـن دښـپـوږمـي هم حیران
سـتا پــه مـثـال بـل شـاهـکار پیدا نشي

لــکه ګــلـونه پــه بـهار کــې خــوټـیـږي
پــه تـا بــه بــوی د کــوم گلاب را نشي

چې کومه ورځ دې سترګې و نه ګــورم
زړګــۍ مـې تـرق چـوي له قـرار رانشی

پوی نـشـوم څـه ګناه مې کړې وه، بس
ویل مسـتـغــفـر دې له دې ښار رانشي

,,قاري مستغفر,,
٨,,٧,,١٤٤٦هـ ق
٢٠,,١٠,,١٤٠٣هـ ش

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 19:47


غزل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې تورو شپو کې ورک لالي سهار ته غېږه ورکړه
موږ هم د آزادۍ رنګین خمار ته غېږه ورکړه

د اور غېږې ته یوړو د لقاء د تندې زور وو
خاطر د محبت کې مو انګار ته غېږه ورکړه

آسان نه وو چې موږه آزادۍ مفته پیدا کړو
موږ ځکه تور زندان او ځوړند دار ته غېږه ورکړه

بلها اوږده موده یې د دردونو دوران تېر کړ
هیواد مو له خزان وروسته بهار ته غېږه ورکړه

هر څه مو ورته وبښل، قانع رانه پرې نشو
باغي تربور دوهم ځلې اغیار ته غېږه ورکړه

چې ولوېدئ له کله د اصیلو بچو لاس ته
جانان وطن له هغه وخت سنګار ته غېږه ورکړه

د امن له صورته یې تسکین چې کله وموند
زړګي د فتحان هغه دم قرار ته غېږه ورکړه

Fathan Hanafi

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 19:47


نعت شریف

دواړه لاس چې لپې کړم دعا کې دې نوم واخلمه
غواړم دې له رب وصال ژړا کې دې نوم واخلمه

ستا د محبت په پار کرۍ شپه مې شبګیر چې کړم
را چې رڼه ورځ شي نو رڼا کې دې نوم واخلمه

هر څومره ظهیر شمه چې ستا په محبت کې خو
خوند راشي دردو کې سوې آه کې دې نوم واخلمه

هر څه ښایستونه تصور کې چې تخلیق کړمه
تهْ یې سرچینه شې په ښکلا کې دې نوم واخلمه

ستا د نوم لفظونو کې ګبین خوند د خولې وموم
داوړه شونډې کړم خوږې مسکا کې دې نوم واخلمه

ستا په محبت کې کاشکې داسې بخت پیدا کړمه
چې زه مې د ژوندون په انتها کې دې نوم واخلمه

کاشکې ستا په مینه کې شم داسې مستغرق فتحان
آن چې تر مرګي په هره ساه کې دې نوم واخلمه

Fathan Hanafi

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 19:47


له سپکو ډېر ښهْ دي درانهْ به خدای جنت ته بوځي
خلګ خو ډېر دي، پکې ښهْ به خدای جنت بوځي

خدای دې همه واړه تک تور خلګ تک سپین واړوي
له لبه ټول خواږهْ خواږهْ به خدای جنت ته بوځي

قومپرستي مې د فطرت په دایره کې نشته
په پښتنو کې پښتانهْ به خدای جنت بوځي

له پښتونخوا وطن راغلي مو سکه وروڼه دي
دا مهاجر دا مېلمانهْ به خدای جنت بوځي

چې د هجران اوښکو پرې کړې وي دمه فتحانه
د هر مئین تک تور باڼهْ به خدای جنت ته بوځي

fathan hanafi

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 19:47


غزل

لکه هلمند او پکتیا هم ننګرهار دی واخان
کابل زړګی دی د هیواد هم یې قرار دی واخان

د خوږ وطن حریم سنګار دی د وحدت په ښکلا
د خوږ هیواد د هسک سر تاج د غاړې هار دی واخان

ترې مو د هیلو لمر راخېږي هره ورځ هیواد ته
د هر امېد مو ګل کېدو ته نو بهار دی واخان

موږ د وطن په مینه مست یو ترېنه سر ځاروو
زموږ د تاریخ ریښتونی باب او افتخار دی واخان

موږ یې کولی شو دفاع لاپې مو نه دي عادت
زمونږه د ټول وطن ښکلا زرین شهکار دی واخان

خبر دې وي دا ګاونډیان، بد ورته مه راګورئ
د آسیا پر سینه پروت خاموش ښامار دی واخان

د ګران هیواد د وجود جز دی ترې بېل شوی ندی
د پرمختګ په لور فتحانه برقرار دی واخان

Fathan Hanafi

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 19:47


غزل Fathan Hanafi

تعریف د محبت وکړه ملنګه سکوت نشې
ریښتونی محبت وکړمه څنګه؟ سکوت نشې

سبق د محبت په خوږه ژبه راته وایه
ځیر ځیر ګورمه تاته غنمرنګه سکوت نشې

د مینې د کتاب ټول آیتونه په ما زده کړه
خبر مې کړه د مینې له فرهنګه سکوت نشې

د مینې په تفسیر باندې ما سر تر پایه پوه کړه
د پاکې مینې څو سوهْ دي رنګه؟ سکوت نشې

تهْ هم د محبت اثر په مخ یې سم سوځلی
د مینې رنګ کې رنګ لکه لونګه سکوت نشې

چې وکړم زندګي ستا د خواږهْ غږ له اثره
زما د محبت خوږ خوږ آهنګه سکوت نشې

خبرې دې درمل دي تهْ غږېږه پرې رغېږم
پرې پاک به کړم فتحان له زړګي زنګه سکوت نشې

#فتحان_حنفي

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 16:04


اې زمونږ د سر سلاره ستړی مشـې
یې د بر کـلي چناره ستړی مـشې

جار له تور زلفان کږې وږې پګړۍ نه
راته خکاري طالب یاره ستړی مـشـې

په سهـره دې د سنګر دګرد اسـر دی
فـدایي او غـازي یـاره سـتړی مشې

په راتلو دې زمونږه کلی خوشبودار شو
و ګــلاب وګـل نــګـاره ســتـړی مـشـې

ستړی ستړی انقلاب له کږلیچو یې راوتلی
لـګ ارام وکــړه دلــداره ســتــړی مـــشــې

احـمـدي مـدنـي سـتـا ښایست هـیران کـړم
والله ډېـر یـې حـسـنـدار سـتـړی مشې

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 15:00


غزل
څه درباندې شوي دي د چا ازار وهلی یې.
ووایه زړګیه ولې بیا ازار وهلی یې.

نه قبلېږي مکوه لمانځه او تلاوت پسې.
هر وختي وه ځان لره دُعا ازار وهلی یې.

نه دې څوک خوشحاله کړل او نکړلې خوشحاله چا
نن درباندې پوی شومه ریښتیا ازار وهلی یې.

غم چې دې په برخه شو معلومه ده په حق کې دې.
شوي درته خامخا ښېرا ازار وهلی یې.

پرېږده چې زرې زرې شې څله کړې اواز ماته.
نلري بېلتون د یار دوا ازار وهلی یې.

چیغې کړه او غږ دې تر اسمانه پورې پورته کړه.
تش کړه نور زړګی ښه په زړا ازار وهلی یې.

زړه دې له خفګانه ډک او سترګې له ژړا څخه.
وایم شاهدو چې خامخا ازار وهلی یې.

شاهد

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 15:00


نوی نسل

په دین او په عصري زدکړو سمبال کړئ نوی نسل
هر یؤ لکه محمود لکه ابدال کړئ نوی نسل

هر فن کي تخصص ورته جلا جلا په کار دی
په هر څه باندي پوه، او باکمال کړئ نوی نسل

په چل او په تمثیل او طنزیې مو ختا نه کړي
محفوظ د مېرڅمن د پټ اشغال کړئ نوی نسل

څلوېښت کاله مو ولېدل چي څه مو تجربه کړه
خوندي د نالوستۍ د  لوی اوبال کړئ نوی نسل

چي زړۀ کي یې کینه، بغض شین نه سي هڅه وکړئ
و مینې،  ورور ولۍ ته هم لېوال کړئ نوی نسل

سخي "سعیدۀ" ساتي خپله  خاورۀ تل ازاده
د سترې  ازادۍ  د زني خال کړئ نوی نسل

سخ ي سعید

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 13:46


زړۀ کې پرتې مې دي ګیلې ، څه ترتیب نه جوړیږي
چې یار ته وکړمه کیسې، څه ترتیب نه جوړیږي

یار وئیل راشه، زۀ ورتلم وعده مې کړې وه خو
د کرایه نشته پیسې ،څه ترتیب نه جوړیږي

ما وې چې زۀ به ستا خرڅ کړی چارګل بیرته واخلم
ډیرې مې وکړې ارادې ،څه ترتیب نه جوړیږي

تک تور ګړنګ دی ،زخمي یار وهي سلګۍ له درده
هیڅ د علاج معالجې ، څه ترتیب نه جوړیږي

باران دی واؤره ده ملګري له یخنۍ خراب دي
چرته په کور د یوې شپې،څه ترتیب نه جوړیږي

مورې راغلی یم د کلي شاته غرۀ کې ناست یم
د یو دیدن ستا د څېرې ،څه ترتیب نه جوړیږي

یو خواته ډانګ بل خواته ته پړانګ دی او تر منځ ایساره
د دې مظلومې قافلې ،څه ترتیب نه جوړیږي

کلونه وشول له هاشم نه خپل بچي پاتې دي
ورسره هیڅ د رابطې، څه ترتیب نه جوړیږي
ــــــــــــــــــــــــ
هاشم سادات

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 13:27


څښتنه نور یې مکړې ړنګ دغه راغلی نظام
په څیرو څیرو ګریوانو مو دی ګنډلی نظام

غسل مو ورکړلو د خپل وجود په پاکو وینو
مینې پاللی مـونـږ پـه وینو لمبولی نظام

د استقلال لمر یې پر هسکو غرونو بیا ختلی
نور یې بدرنګ مه کړې جګړو کې، نازولی نظام

نورې دي ګل سې په بارودو سوځېدلې غوټۍ
سپرلیه راسه په ګلونو چي سي ښکلی نظام

له تورو شپو نــه مو اغزیو کې رڼا ته راووړ
راته ودان لره باداره دا سپېڅلی نظام

د هجرت شپه وه ایوبي الهامه بل هیواد کې
د امــن ســاه ته تــروږمۍ کې رسېدلی نظام

ایوبي الهام

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 13:26


بېله تا به زندګي څنګه شي زړه
یم تنها پاتې تر څنګ د بیلتانه

نه دُنیا غواړم نه بل څه په دُنیا
ربه راکړه د جانان د دید خواږه

دیوچا مینې مي زړه ویستی له حال
لا زیاتیږي يې دردونه تر هغه

دغه یو ارمان مي راوړو تر لحد
ومي نه لیدو اخ، یار په ژوندانه

چې ویده يې وای ملنګ غوندي تر څنګ
کاش فاروقه! د فاروق. غوندي وای ته

فاروق رافع

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 09:44


#غزل

نه پوره کیږي آرمان زړه خوري
د ژوند نیمګړی داستان زړه خوري

چې پاته نشو بابا جان او هوا
واوره! دنیا په ایمان زړه خوري

چې مسافر غوندي څو ورځې ژوند دی
ګرمي د دښت او بیابان زړه خوري

یخه چینه ، د غره لمن او رمه
د شپون نه ځکه هر آن زړه خوري

سیلۍ د هجر د چا زړه مات کړی
دا مات مات زړونه ودان زړه خوري

چې یاد یې دنګ چنار راپرې باسي
پاڼې شبنم د باران زړه خوري

خالد تسله ګریوان څیري ګرځي
دا جدایي له انسان زړه خوري

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 09:13


د مینې ورور ولۍ لاس دی ورکړی مدرسې اوپوهنتون
هیواد وموند سکون
روان دې پر مختګ په لور یو کړی مونږ تړون
هیواد وموند سکون

ضرور مونږ ته ډاکتر دی
پکار زمونږ انجینر دی
وطن ښکلا ښکلا شو ډیر یې کړی نن بدلون
هیواد وموند سکون

دوه وروڼه عالمان دي
خواږه خواږه ځوانان دي
اړین دی ده دې دواړو دې وطن لره تل شتون
هیواد وموند سکون

د یو کور دي ټول غړي
که څه هم دي ځانګړي
طالب د مدرسې او محصل ګډ کوي ژوندون
هیواد وموند سکون

تر مینځ مو دی یووالی
او نه مو شته بیلوالی
یو ځای یو اُخوت دی د ازبک تاجک پښتون
هیواد وموند سکون

همیش یې کړي ستاینه
په شعر په لیکنه
اوس ویاړي عبدالله شاهد چې دی شرعي قانون
هیواد وموند سکون

ش۔عبدالله شاهد

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 08:04


پراخې، د لمنې دي پراخ ـ پراخ د سیندونه دي
سیمې د ښکلا لري، دښتې د ګلونه دي

اې وطنه ـ نوم لرې سیال او حریف نه لرې!
کاڼي د یاقوت دي، او له زرو د ډک غرونه دي

دغه خړ پړ کلي دې، څه د سکون غیږ لري!
جوړ له ځانګړتیاؤ بیا ستا واړه، ښارونه دي

نوم لرې تاریخ لرې ویاړ لرې نشان لرې!
یې د ابدالیانو، کور کړي د ننګونه دي

ستاله چینو شات وځي دوا وځي زمزم وځي
بوټي د درمل دي ټول، روح د چنارونه دي

سپینې، واورې تا لره نوره هم ښکلا بښي!
ستادی هر موسم، ښکلی ځانته یې رنګونه دي

ګران یې په مخبت وردګ، تاسره یې مینه ده
زړه کې یې ساتلي ستا ډیر ـ ډیر ارمانونه دي

مخبت وردګ

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 07:35


دغــــرب له تـــورو بلاګانو خلاص شــــوي
له دي مفسیــــدو غُلامانو خلاص شــــوي

افغانســـتانه اوس خـــپلواک هیـواد شـوي
له لــــنډغرو اِجـــــړاګــــانو خلاص شـــوي

کـــــابله اوس دي شـــــوه فضـــا ښایسـتـه
ته دشمــــــال له بدماشـــانو خلاص شـــوي

اوس فیــــــصلي په قـــــرانــي کـــانون دي
دجمـــــهوریت له ملایــــانو خلاص شــــوي

غله پــــه جامه کي دچــــارواکو ناســت وو
له بلـــــــواګرو رئســــــانو خــــلاص شـــوي

اوس له چـــــــورلکــــــو نه ګلـــــونه اووري
اوس دوحــــشت له بمباریانو خلاص شـوي

اوس دي اصـــــلي بچــــي په تا حاکــــیمان
له عــــزت پلـــــورو نوابانـــو خـــلاص شوي

عـــــمــــرعـــلــــي احـــمد خـوشــحـاله ګرزم
ته له بـــــي دریغـــــه ژړاګـــانو خـلاص شوي

عمرعلي احمد

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 07:34


ګراني مور مي بیا زخـــــمـــونه ولیــــدل
وي ویــــــــل زویـــــه ورکـــي زخــي دي

ډاډ مــــــي ورته ورکـــــړ غــم یی مکوه
مــــوري دا دتــــیر انـــــقلاب نښــــي دي

ورور مـــــي راتــــه وویل ګیلــــه مـــکړه
وروره واسیــــطي ډیــــري مخــکښي دي

غلـــــــي په سلګــــو شــوله وړه خور مي
وروره ها زخـــــمي کالي مي ایښــــي دي

ښکــــــاري درته دا زخــمي زخمــي وجود
دي کـــــي دکافِــــرو مـــرمــۍ خښــي دي

مــــــشره موږ دي ولي ترشا پریــــــښودو
ولي مو موټـــــــري چــــوکي خوښــي دي

اخ عــــمــرعــلــي اوس یی لیدل ګران دي
اوس یـــــــی دیوالونه ډیـــر ترمخـــي دي

عمرعلي احمد

د شاعرانو ادبي جونګړه

08 Jan, 02:41


اسـلامي اردو

په جــهادي روحیه سمباله اســلامي اردو ده
اوس روزل شوې ښه فکري، عقیدوي اردو ده

په هر حالت کې اوس د دین، وطن دفاع کوی شي
ښه مهذبه، منظمه، عمـري اردو ده

لۀ مدرسې یې اعداد کړی تر حربي پوهنتون
لۀ هر تخنیک سرۀ بلده تکتیکي اردو ده

ټول هېوادوال مو اوس ډاډمن دي هر سرحد خوندي دی
لۀ هر ټبر جوړه غښتلې افغاني اردو ده

چمتو فعال دي هوایي او ځمکني ځواکونه
څۀ خطري، څۀ هیبتي څۀ توفاني اردو ده

لري ماډرنې اسلحې ښۀ زغروال ټانګونه
دا سر سپارلې په رښتیا استــشهادي اردو ده

عرفاني خود به د کفري نړۍ ترې سترګه سوځي
لۀ نظر مۀ شه څومره ښکلې جنتي اردو ده

م عرفان اللّٰه عرفاني

د شاعرانو ادبي جونګړه

07 Jan, 09:02


غزل

را برابر نه کړلې سمې نه کږې لاري
چي ته به ولي ياره ما نه بېلوې لاري

په نیمه نیمه ساه مي ووهلې راغلم درته
در تا که هر څومره وې ستړي او اوږدې لاري

د پښو خاپونو ته دي ګورم او قدم پرې ايږدم
ورکه لالیه لا وهم په تاپسې لاري

د میني لار، د بېلتون لار او د جنون لاره جار
په دنیاګۍ کي خطرناکي دي دا درې لاري

خبره ختمه سوه ستا خپله او زما خپله رضا
نامرده ياره نو لا څه ته مي څارې لاري

اوښکي مي ولیدلې ستورو د اسمان په لمن
سلګۍ مې واورېدلې خوب وړي وېدې لاري

ځه په غزل کي به دي یاد سره خبري وکړم
شفاعت خپل غم بدلولی سم له دې لاري

د شاعرانو ادبي جونګړه

07 Jan, 09:02


شپې اوږدې دي شبګیرې هم راپسې دي
را خورې مې په زړګي دیاد څپې دي

یوه نه ده او دوه نه دي خوږه یاره
ستا په نشتون کې مې ویښی بلها شپې  دې

خدایه! ماته چې روا ښکاریږي مینه
اوریدلې د نبیانو مې کیسې دي

د څو ورځو میلمانه وي ځینې خلک
داکثره خلڪو داسې یارانې دي

دچا سترګو عبدالله رانه خوب وړی
دچا سترګو په ما کړې دا کانې دي
1403/9/1
عبدالله الڪوزی

د شاعرانو ادبي جونګړه

07 Jan, 05:31


خدای دي راوله?

خدای دې راوله زما د ژوند سپرخیه
زما لالیه،
وی زما د زړه رنګین  مازدیګریه

ستا له تورو تورو سترګونو قربان شم
په دې ارمان شم،
چې دیدن باندې داستا هم زه ودان شم

کله کله را اوچته ته په بام شه
زماهم یار شه،
وی زه ما د ژوند  ښکلی پیغام شه

ستا په شونډو کې رازونه د ښکلا دي
ستا په خندا دي
ستاخندا کي ارمانونه مي پخلا دي

ستا د ناز کیسې مي زړه ته تسل ورکي
ستا د عشق غزل کي
ستادعشق غزل  مې، ژوند ته بدل ورکي

په دې هیلو کې مې ژوند هم  انتظار دی
دمستغفریاردی
ستا د مینې وړاندیز  ژوند ته هم بهار دی

خدای دې راوله زما د ژوند سپرخیه
زما لالیه،
زما د زړه رنګین رنګین مازدیګریه

,,قاري مستغفر,,

د شاعرانو ادبي جونګړه

02 Jan, 11:55


زیبــاواوره اوریږي اوپه ګډنری باران ده
پوشلی یې دځمکي مخ دګران افغانستان ده

یوامن امنیــــــــــت ده بل دخدای دارحمتونه
جاموکې نه ځایږي ډیر خوشحاله هرافغان ده

زیباموګران هیوادشوبیاپه سپینه شکلې واوره
شکلاوي دي هرخواپه وریځوډک شکلی اسمان ده

فـضاءیه معـــــــــــــــــطره ده هرخوارڼارڼاده
باران ده اوکه واوره دارحمت هم درحمان ده

داداسي یورحمت ده اوپدې شان تقسیم شوی
بس ټول ترې برخمن دي که غریب ده اوکه خان ده

داچې واړه ولایت یې دي پوشلي دې رحمت
زرګره دې لړۍ کې هم شامل زموږ زابل جان د

ریاض زرګر

د شاعرانو ادبي جونګړه

02 Jan, 11:23


موده پس بیا ځلې
ــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــ
غزل
پۀ ګلابونو باندې
ـــــــــــــــــــــــ
کۀ لاړې وایه! مې سلام پۀ ګلابونو باندې
د مېړنو کلي د بام پۀ ګلابونو باندې

کۀ شي واپس د ګلابونو م هاجرو کاروان
ګلاب ګلاب به مې شي قام پۀ ګلابونو باندې

ستا د لاس نښه ده کۀ مړاوې شي نو مړ به شمه
اوبه شیندمه هر ماښام پۀ ګلابونو باندې

چا غځولي ګلبڼونو ته اغزن لاسونه
خدایه ناکام یې کړه ناکام پۀ ګلابونو باندې

روح مې تازه ساتمه لولم یې پۀ مینه مینه
چا چې لیکلی وي کلام پۀ ګلابونو باندې

خدایه پۀ ژوند مې یم خوشحاله خو دا سوال کومه
کړې مې د تریخ ژوند اختتام پۀ ګلابونو باندې

ناصحه! زه د خیرن ذهنو پروا نه کومه
خاکسارمومند ښۀ یم بدنام پۀ ګلابونو باندې

خاکسارمومند
۲۱.۱۰.۰۱۹

د شاعرانو ادبي جونګړه

02 Jan, 11:22


غزل
ــــــــ
ژړۍ ده واورې دي او سم مې زړۀ خفه دی کنه
نړۍ ده واورې دي او سم مې زړه خفه دی کنه

راسره مل بدرنګ ساړۀ دي او په سر مې زَړه
شړۍ ده واورې دي او سم مې زړۀ خفه دی کنه

رارســېدلې تر کــالۀ د بیمارۍ دا هســکه
غړۍ ده واورې دي او سم مې زړۀ خفه دی کنه

په مخه کړې مې د یار په لور د هیلو ډکه
بېړۍ ده واورې دي او سم مې زړۀ خفه دی کنه

په دې ساړۀ موسم کې ستا د یادګارونو توده
لړۍ ده واورې دي او سم مې زړۀ خفه دی کنه

د ستونزو مېنځ کې دی ژوندون رانه چاپېر د غربت
کړۍ ده واورې دي او سم مې زړۀ خفه دی کنه

خاکساره! یاره له سرونو مو لوېدلې د ننګ
پګړۍ ده واورې دي او سم مې زړۀ خفه دی کنه

خاکسار مومند

د شاعرانو ادبي جونګړه

02 Jan, 10:34


دردو پــه ژړاپــري ڪــړمــ?

ســتــا پــه هـجـــر ڪــــــې دردو پـــه ژړا پــرې ڪــړمــ
هره ګړۍ دې پــه خــیــالــونــو ڪــې زه شــپــې ڪــړمــ

ســتــا د زلــفــو ګډېدلــو مــې دمــه واخــیــســتــه یــاره
هر حــســرت بــانــدې دې ژونــد د وصــال پــرې ڪــړمــ

ســتــا د غــــږ پــه نـــغـــمـــو روح مــې ارام غــواړي
هــره ســاه دې د امـــیــد پـــه فـــضــا پـــرې ڪــړمــ

ســتــاښڪــلــاء لــڪــه ســپــوږمــي ځلــانــده ښڪــاري
ســتــاپــه عــشــق ڪــي هریــوغــم پــه خــنــداپــري ڪــړمــ

پــه یــو حــال ڪــښې مــحــبــت پــرېښودے نــه شــمــ
پـــــه دروغــــه د نــاصــــح ســــره وعـــدې ڪــړمــ

ســتــا د نـــوم پـــه ذڪـــر ژاړم شـــپـــه او ورځ ڪــې
ســتــا یــادونـــو مـــســـتـــغـــفـــر پـــه زړګي پــري ڪــړمــ

قــاري ,,مــســتــفــغــر,,
١,,٧,,١٤٤٦هــ ق
١٣,,١٠,,١٤٠٣هــ ش

د شاعرانو ادبي جونګړه

02 Jan, 10:34


دردو په ژړاپري کړم?

ستا په هـجـر کــــې دردو پـه ژړا پرې کړم
هره ګړۍ دې په خیالونو کې زه شپې کړم

ستا د زلفو ګډېدلو مې دمه واخیسته یاره
هر حسرت باندې دې ژوند د وصال پرې کړم

ستا د غــږ په نـغـمـو روح مې ارام غواړي
هــره ساه دې د امـید پـه فـضا پـرې کړم

ستاښکلاء لکه سپوږمي ځلانده ښکاري
ستاپه عشق کي هریوغم په خنداپري کړم

په یو حال کښې محبت پرېښودی نه شم
پـــه دروغــه د ناصــح ســره وعـدې کړم

ستا د نـوم پـه ذکـر ژاړم شـپـه او ورځ کې
ستا یادونـو مـسـتـغـفـر پـه ژړا پري کړم

قاري ,,مستفغر,,
١,,٧,,١٤٤٦هــ ق
١٣,,١٠,,١٤٠٣هــ ش

د شاعرانو ادبي جونګړه

02 Jan, 09:27


دوکتور لطف الله خیرخوا

د مـــخ ځـلا د زلـــفو تـور دې ســـره داســې ګډ دي
لـکـه وريـــږي چــې پــر ښکلـي کابـل واوره د شـپـې

د لمر تــر څــيرې پورې پـــښ د شمال هم نه غواړم
هــــسې نـه وڅـــنډي د لمنــځې کاکل واوره د شپې

مـــا يـې تـر ډېـــره بـې ورغــوي لاس ته ويــر کولو
خـو چا نـــيولې وه پـه سپــينه منګُل واوره د شپې

د وصـل شـوق د فـراق اور د احـتـسـاب د ژونــدون
خدايه ارمان مې دی په غېږ کې د ګُل واوره د شپې

زمـــــــــــا د عـمــر د بـېــلــتــون د احـتـراق دوا ده
پر ما دې وشـي هـغـه چم کې يو ځل واوره د شپې

سـتــا د ځــوانـۍ د هــر يـو کـيف د انـعکاس ايــينه
تــه لـه خـيرخــوا مـلا نـه چـرته غـزل واوره د شپې

د شاعرانو ادبي جونګړه

02 Jan, 09:01


داڅــومـــره کــړي مــزه یـاران بـاران دواړه جـــوړه
وطـــن ګـلی ګــلــزار دی هــره ســـیمه زرغــــونـــه
هـــوا یــی جـنتي غــرونــه یــی ټـــول پــه زروبـار
رڼـي رڼـي اوبــه یی هــم شــنــدي په زړو ښـکلاء
               مـــــــــاشــــــــاءالـــــــلـــــــه

پوره ډاډ امنـیـت دی خــــوشــحالــي ده هره خوا
ورک ســـوي دښـمني ده پــه هرکـور دهـرافـغان2
وطـــن ګـلی ګــلــزار دی هــره ســـیمه زرغـــونـــه
هــوا یــی جنتي غـرونــه یــی ټـول پــــه زروبـار
رڼـي رڼـي اوبه یی هــم شــنــدي پــه زړو ښـکــلاء
              مـــــــــاشــــــــاءالـــــــلـــــــه

ښـکلاء یـــی پــه څـوچـنـده ســوه نړي ورته حیران
نفـرت ورپـــکي ورک ســــو اتـــحــاد بـانــدي ابـاد2
وطـــن ګـلی ګــلــزار دی هــره ســـیمه زرغــونـــه
هـــوا یــی جنــتي غـرونــه یــی ټـــول پــه زروبـار
رڼـي رڼـي اوبــه یی هــم شــنــدي پـــه زړو ښـکـلاء
             مـــــــــاشــــــــاءالـــــــلـــــــه

لــیلا مـویی وطــنـه هرزلــمــی دي دی مــجـنــون
تاکـي دی ارام بـښي دي رب څــومــره ســکــون2
وطـــن ګـلی ګــلــزار دی هــره ســـیمه زرغـونـــه
هـوا یــی جنتي غـرونــه یــی ټـــــول پــه زروبـار
رڼي رڼـي اوبــه یی هــم شــنــدي په زړو ښــکـلاء
             مـــــــــاشــــــــاءالـــــــلـــــــه

موږټـول دي بــدرګـه کـړو په یــو ژغ په یو مـلاتــړ
سـتایی بــه یـی قـلـم دمســتـغــفــر تــل داوطـــن2
وطـــن ګـلی ګــلــزار دی هــره ســـیمه زرغــونـــه
هـوا یی جن تي غـــــرونــه یــی ټـــول پــه زروبـار
رڼـي رڼـي اوبــه یی هــم شــنــدي په زړو ښــکـلاء
             مـــــــــاشــــــــاءالـــــــلـــــــه


شاعر قاري مستغفر
١٤٠٣/٢/٣١

د شاعرانو ادبي جونګړه

02 Jan, 09:01


دسلویاروو?
څــنــګـه یــې پرېـښــودم، د سـلـویاروو
هــســـې د وخـــت د تــېــرولـــو یاروو

د مرګ دعا مــې پـه هــر ګام کــې وکړه
هـــســـې د ژونـــد د خــــوارولـو یاروو

د خواري ژوند مې په سـوچـونـو لمبــه
هــــسې د زړه د ســــــوځولو یـــــاروو

زړه مې ټوک ټوک شو په غمونو ویجاړ
هــــســـې د خـــوارو او زاریــو یاروو

د غم شپېلو مې ژوندون ټول ویجاړ کړو
هــــسې د ژونــد د ماتــــولــو یـــــاروو

ژوند مې په ټـوکو اوشــوخیو تیرکړو
هــــسې د وخت د هـیـرولـو یـــــاروو

ای مستغفرقاري تــه خـوار او زارشوي
قـــســـم په خـدای، که د ساتلو یاروو

,,قاري مستغفر,,

د شاعرانو ادبي جونګړه

02 Jan, 09:01


عازي افغانستان دی

دا هیواد په مونږه ګران دی
دا هــیــواد زمونږه ځان دی
دا هــیـــواد زمونږه کـور دی
دا غـــــازي افــغــانستان دی

دلـــتــــــه امـــن سوکالي ده
مـیــنــه مـیـنـه وروروالي ده
افــغــــــانــان ســـر یـو شوي
هـــــره خـوا کې خوشالي ده
نــــه جـګـړه شـته نه جنګونه
حاکـــم شوی سپین قرآن دی

ســـپیــن بـیرغ د امــارت دې
په کـــــې ښکلـی شریعت دې
د بــــــیــشــمـــیـــره شهیدانو
مـــونــــږ تـــه پاتې امانت دی
ســپــــیـــن نیظام راته راغلی
د زخـــمـــي زړونـو درمان دی

افـــــغــانــــان دي لـکـه ورونه
یــــوځــی شــوي ټول قومونه
تـــعـــصــب نـشـته نفاق نشته
دي د یــــــــو ګــلـــــبــڼ ګلونه
اتـــــــفـــاق او اتـــــحــــاد دی
دا زمـونږ د جـوند داستان دی

د پــــــــردو ټـــعــر ټول شوی
د هــــغــــو ټـــــعـر ټول شوی
ازادي ده خــــــپـــــلـــواکي ده
د غـــمــــو ټـــــعـــر ټول شوی
پــــاک ســپیڅلی استقلال دی
دا نــصرت د پــاک سبحان دی

زمــــونــږ کــوره زمـونـږ ګـوره
ای زمــــونــــــــږ د زړه ټــکـوره
تــــا بـــه ســاتـــو په سرو وینو
ده مـنــهاج د ســـــتـــرګو توره
دا مـــــو عـهـــد دا مو وعده ده
دا زمــــونـــــــږ د زړه ارمان دی

     منهاج الله زهیر

د شاعرانو ادبي جونګړه

01 Jan, 17:40


د سېلاب خوی و خاصه ده هر څه تل وړي
دا په کوم نسبت غزې سره کابل وړي

مقدر یې شهادت په دم قدم شو
خوشبويي د رنګینۍ په تسلسل وړي

د هېواد د شهیدانو خون بها ده
ازادي څومره ګلونه په کاکل وړي

شومه دم دې له اذانه سپین سحر دی
د تکبیر شور دې پېغام لکه بلبل وړي

د تېشې وار یې سرود د بېستون شي
«غرونه یو سوري کوي شیرینه بل وړي»

دا میراث له ستره بدره دی را پاتې
چې میدان د قربانۍ ته اول خپل وړي

دا ویاړ بس چې د جهان د سلو سر شوې
د شپېلۍ په غږ دې غاړې زر او سل وړي

د بوډۍ د ټال رنګونه یې راټول کړل
ناګار ستا هسکې شملې ته داسې ګل وړي

استاد فضل ولي ناکار

د شاعرانو ادبي جونګړه

01 Jan, 16:52


رنځ دي په تاراشې څنګه زه دې کړم رنځوره
داسې را مجبور شې چي یم زه در ته مجبوره

ژوند کي ښه ورځ ونه وینې زما ژوند دې تبا کړ
ژوند مې خراب شوی دی په تاپسی مغروره

توري عقابې سترګې هر ځل دې را یادیږی
ورکه یاره راسه را په خولا سه وړم منځوره

دژوندون خوښې دي شه بر بادې نا اباد اوسی
رادې کړه په زړه دبیلتانـــه دغمو تـــــوره

دعمریار یاره بیخې نه کړی پری پوښتنه
تانه ګیله من دی یاره تاپه سې نسکوره

م عمریار ملا

د شاعرانو ادبي جونګړه

01 Jan, 16:51


غزل

پوره دي دکلونو انتظار شو مبارک شه
په غاړه دې دسرو ګلونو هار شو مبارک شه

زحمت اولوږې تندي دې الله درنه قبول کړه
پر سر دې دبګړۍ ول تار په تار شو مبارک شه

مسؤل شولې جنابه دادي ستره مسؤلیت دی
هم دغه مسؤلیت په غاړه جار شو مبارک شه

څه ستره لو هستي درب درکړی شکر کاږې
خپلوانو ته اختر کلی بهار شو مبارک شه

دعمریار ملا له خوا قبوله تبریکې کړه
عزت دې په څو چنده په دربار شو مبارک شه

کرښې م عمریار ملا

د شاعرانو ادبي جونګړه

01 Jan, 13:29


لیونی کیږم?

سـهار روغ یــم، مازدیـګــر لـیـونـی کېږم
تا چــې نـه وې، نــم اکـثـر لـیــونی کېږم

مـاد خـــپـــل کــلـــي نه مــه وباسه یاره
ســـتــا د کـــلـــي نـه بـهـر لــیــونی کېږم

ستا د مــینــې پـه دردونو کې ډوب شوی
له دې ژونـــده پـه زړه ځیر لـیــونی کېږم

ستا د سترګو په ښکلا کې مې ژوند تېر دی
چـــې یــې نـه ویــنـمـه، زر لـیـونی کېږم

که مي هیله پـه دي تــروشــپـو پوره شي
ده دی هــیـــلو په سنـګـر لــیــونـی کیږم

که مې زړه شي په ویرونو کې بند پاتې
ســتـا په یـاد کـي مستغفر لــیــونی کېږم

,,قاري مستغفر,,

د شاعرانو ادبي جونګړه

01 Jan, 13:29


له درده ځار?

زړه مې رنځور دی، ستا د یاد له درده ځار
غم مې ازغي دي، ستا د خیال له درده ځار

ه ره تـــمــه مـې  ویــرونـــو کــــې ایــساره
سـتـرګــې  تــږې، سـتـا د حال له درده ځار

ژوند مې چوپ دی، د بېلتون په شپو کې ورک
سا مې زخمي ده، ستا د مال له درده ځار

ستا د مـــیـنــې پــه تــنــدې کــې یـم روان
لار مي جـلا ده، سـتا وصـال له درده ځار

بــي قـــراره دزړه ښــونـډي مي زنــګیـــږي
ژونـــد ارمـان دی ستا کـمـال له درده ځار

د زړګـــي ویــــنـــې  ښــیــنــدمـه په دعا
مستغفره ژوند اسیر ستا جمال له درده ځار

هره سلــګي مـــي ده دردونــو کـیـسه وایی
مستغفر دغم تله کي سـتا دفال له درده ځار
,,قاري مستغفر,,
29,,6,,1446هــ ق
11,,10,,1403هــ ش

د شاعرانو ادبي جونګړه

01 Jan, 13:28


د غــــره په ســــر بــــانــدي ډبره ســـره وه
یــــاره یاقـــــــــوت کـه مــلغلره ســــره وه

پـــــري تــویی شــوي وي دیـــار له وجــود
اخ پـاکه وینــه وه پـــري زغـــره ســـره وه

د حــــــــوریت ناوکـــۍ مـــونـــږ راوســته
دیار په وینـــــــو خــــــونــدوره ســـره وه

بوی یی دمشکو رنګ یی سور غــوندي وو
د یـــــــو زلمـــــي تــــله له ټـــټره ســره وه

د یــــوي پیـــــغلي اخیـــــري سلــــګې وي
مـــــرمـــــۍ یی وتـــي له ځیــکره سره وه

د یو زلـــــــمي له ویـــنو ې خال ایښـی وو
حــــــوره جنــــت کـــي بختــــوره سره وه

عمـــــــرعلـــــي ځمـــکـه وه ګــــرمـه تـــبۍ
څــــــه لــــه بـــمــبار او څه له لمره سره وه

عمرعلي احمد

د شاعرانو ادبي جونګړه

01 Jan, 13:28


چي تشــبح دي کړم له شمـس که له قــمره
ښایســــــته یــی ته یعـــــقوب ابن عــمــره

تـــه ملګـــــــری د الله د لــــوی ولـــي یـــی
تـــــریــــنه زار شـــــمه کـــوربــان تـر برادره

ســـتا دریځ ته نړیوال ګوته په غاښ شــول
پــــــــه ریـــــښـــــتا یـــی بـــرادره بـــرداره

د څــــــلورو شهـــــــــیدان ګــــران ورورکــه
خلیــــــــــفه سِـــــراج الـــدینــــه بخـــــتوره

دمظــــــــلوم اولــــــس دهیــــلو تـــرجـــمانه
خـــــــــدای دي وســاته عــــباسـه شمـــلاوره

مــــیډیاوال دي ټول تــر پوزي وو راوستـــي
ګـــــــران مبـــــــیــــنــــــه زړور یـــــی زړوره

ای عــــمــــــرعلــــي احــــمـــده افـــرین شـه
تـــــــا لیـــــــکلــــــي زمــــا دزړه هـــره خبره

عمرعلي احمد

د شاعرانو ادبي جونګړه

01 Jan, 13:28


غزل

هيواده ګران یې د خپل ځان او د‌ جانان په مثل
پر زړونو خوږ لږې د ښکلي خوږ آذان په مثل

صف د غيرت او شجاعت کې مقدم ولاړ یې
پر تخت د درستې نړۍ ښکارې د سلطان په مثل

له پستې غيږي دې روحيه اخلي د نوي ژوندون
د زړو د رنځ طبیب یې کټ مټ د لقمان په مثل

خوږې اوبه لکه زمزم ، لرې هوا جنتي
خاوره او کاڼي دې د زرو او مرجان په مثل

ته سر لښکر شوې د خپل عصر د غزا د میدان
تاريخ به بل څوک ثابت نه کړي د افغان په مثل

د ستا د وصل له ساړه سيوري دې بېل نه شم بیا
زړۀ کې مې ته یې د سپيڅلي پاک ارمان په مثل

ستا پر ښکلا باندې مين دی پرې غزلې ليکي
ستا شهامت شعیب دی ستا د‌ غزلخوان په مثل

م شعيب شهامت

د شاعرانو ادبي جونګړه

01 Jan, 13:28


خونثا کړل منترونه ،مقدسې مدرسې
شلوي تل ځنځیرونه ، د مغرورې زمانې   

مینځلي یې ذهنونه، په کوثر دي د فطرت 
غبار یې لیرې کړی ،د بشر له آیینې

په توره د رڼا وهي سرونه د تورتم
ټومبلې یې په زړونو کې، د حسن پلوشې

په لاس ورکوي توره ،هر مومن ته د حریت
ساتلي مونږ په دي توره،طوفان کې عقیدې

د میني مقدس مې ،چې یو چاته کړي اهدا
بیا نه لري اسره څوک، په لمبو کې د سینې

په وږي نس باچا یې، ګورﺉ دا منور کیف
مدام به مستغني یې، د نړۍ له خزانې

له تورو کاڼو جوړ کړي، ښکلي ځلنده غمي
حنیف هم فیض اخیستی، له دې ښکلي سرچینې

حنیف مظهري

د شاعرانو ادبي جونګړه

01 Jan, 10:05


نه دې چا پسې خفه شم، نه دې څوک په ما خفه شي
یو ناڅاپه دې د مرګ په ما، نازله فرشته شي

ژوندون خپل امتحان اخلې،جانان هم کړي په ما لوبی
چاته ډیر له انتظاره ، ارمان مړ هیله می مړه شي

چي په کمه شپه خوب نه وي،دخپل مات زړه له آزاره
بیا هغه شپه دیلدا شي، هغه شپه سمه اوږده شي

د چا سل رنګه خبري ، په دا خپل زړه تیرومه
دچا یو وړي خبري ته ،بس تنګه مې سینه شي

با ور وکړه! له دې خلکو، او له ژونده مي زړه تور ده
عبدالله چي به نو کله، مې دژوند دا ډیوه مړه شي
عبدالله الکوزی

د شاعرانو ادبي جونګړه

01 Jan, 06:41


د سرحدونو څوکيدار ته

پر تندي یې نښه سیخه کړه بېخاره
د هیواد د سرحدونو څوکیداره

فتنګرو ته یو داسي سبق ور کړه
چې بیا ستا سره جګړه نه کړي مختاره

د وطن دښمن ارام درځني نه سي
ترېنه ورکه کړئ د ځمکي پر مخ لاره

مسؤلیت ته په اخلاص دي غاړه ایښې
کرۍ شپه کړې شبګیرونه تر سهاره

چې یخونه او ګرمۍ دي پر ځان وَړي
محروم مه سې د خالِق له خوږ دیداره

د نظام ، دین او اولس دښمنان خپ دي
چپ قدم ایښودای نه سي ستا له ډاره

ستا په ننګه ستا په ویاړ شعرونه لیکي
د مشهود ملنګ د ستړي زړه قراره

د شاعرانو ادبي جونګړه

29 Dec, 19:36


د رب! له وېري وچي سي سلګۍ په نیمه شپه
دا ښکلې شونډې وۀ چې کړي زارۍ په نيمه شپه

پر کړو ګناهو چي ننواتې اوښکې توئ شي!
قبلیږې بیا دعا! په هر ګړۍ په نیمه شپه

پر اور د ګناهو تۀ د بخښنې باران وکړه
ستا در کي یې نیولي دي ځولۍ په نیمه شپه

په طمه د رحمة دې لڅې پښې تر دره راغلم
کړۀ سپک د ګنهکار زړه مي پېټۍ په نیمه شپه

سجدو کښې چې شي توئې اوښکې ای أنسه واوره
قبولي رب! ته ډېر د تنهایۍ په نیمه شپه

أنـس حـمّاسي

د شاعرانو ادبي جونګړه

29 Dec, 16:39


د سرحدونو څوکيدار ته

پر تندي یې نښه سیخه کړه بېخاره
د هیواد د سرحدونو څوکیداره

فتنګرو ته یو داسي سبق ور کړه
چې بیا ستا سره جګړه نه کړي مختاره

د وطن دښمن ارام درځني نه سي
ترېنه ورکه کړئ د ځمکي پر مخ لاره

مسؤلیت ته په اخلاص دي غاړه ایښې
کرۍ شپه کړې شبګیرونه تر سهاره

چې یخونه او ګرمۍ دي پر ځان وَړي
محروم مه سې د خالِق له خوږ دیداره

د نظام ، دین او اولس دښمنان خپ دي
چپ قدم ایښودای نه سي ستا له ډاره

ستا په ننګه ستا په ویاړ شعرونه لیکي
د مشهود ملنګ د ستړي زړه قراره

مشهود ملنګ

د شاعرانو ادبي جونګړه

29 Dec, 16:38


امر کوه امر له دې ځایه چېرته ځو؟
اې دقافلو سالاره وایه چېرته ځو ؟

شپه ده تروږمۍ ده او دسختې لار مزل ده
مرسته کوه مرسته لویه خدایه  چېرته ځو

بیا د افغاني زلمو غرور ډولو ته ناڅي
ووایه ملکه او بډایه  چېرته ځو

موږ ته دواړه یو دي که پکتیا ده که واخان ده 
ستړي انتظار کړو طرف ښایه چېرته ځو؟

څه چې تا ویلي دي امنا وسلمنا
موږ دمېړنو خلکو له ګایه چېرته ځو

نن به دي ښکاره په زخمي زړه لکه ټکور ږدم
لاس په لاس کې را کانده لورایه چېرته ځو

عبدالنافع ټکور

د شاعرانو ادبي جونګړه

29 Dec, 16:38


درنـه لاړم بـیـا راتـلـی نـشـم پـه بامه
زه قــربان شــم ستا لـه ټـوله خاندانه

تـه راګــورې، مـګـر زه نـشـم کـتـلـی
اوس لـوېـدلی مـکـمـل د زړه لـه پامه

ستا په مینه کې بېل شوی یم له کوره
ته مې یاد شې په هر دم، په هره نامه

ما زړه ورکړ، ستا په عشق کې مي بایللی
اوس مې نه شته هېڅ تمه له خپل ځانه

دا ژړا به مې هم ورو ورو شي ختمه
که مې وینې په ژوندون دې ګورځانه

ستا په حسن کې هم یو جهان ښکلا ده
زه حیران یم له دې راز او له دې چامه

ستا تصویر مې دی په زړه باندي لیکلی
دا دنیا مې هم کړهېره  په ژړنامه

په دعا کې به دي  یاد مستغفر ساتم
ستا د عشق یادونه جوړ شي زما یاده

,,قاري مستغفر,,
٢٧,,٦,,١٤٤٦هــ ق
٩,,١٠,,١٤٠٣هــ ق

د شاعرانو ادبي جونګړه

29 Dec, 16:38


شین زړه?

په ژړا د غـم مــې شــیـــن زړه د یار
په سلګو کې ناست یم بـيـماره د یار

راتــه یــې راوړي د خــپل درد کیسه
خــو نــه شــوم خبر زه له حاله د یار

په شپه مې میلمه تصور کې جانان
چې ورک مې شو بیا په دي لاره د یار

زړګی مې په تمه چې ور به زه شم
په هیله یی ناست یم تر پایه د یار

زما د ژونــد لــویــه ارزو وه هـمـدا
چــې مـسـتـغفر به کړم نظاره د یار

,,
قاري مستغفر,,

د شاعرانو ادبي جونګړه

29 Dec, 16:38


نه خوندوم?

نه خوندوم نه ښکلی کېږم لویه خدایه
اندېښنو کې زه سوځېږم لویه خدایه

زما خوبونه تښتېدلي دي له سترګو
په تیارو کې زه ورک ګرځېږم لویه خدایه

زړه مې ډک دی، خو وچاته څه نه وایم
په زخمونو کې ډوبېږم لویه خدایه

د ژوند هیلې مې د باد په څېر تېرېږي
پ نیمه لار کې پاتې کېږم لویه خدایه

د تقدیر په پنجرو کې بندتړلی مستغفریم
پـه دعــاوو کــې نـړېـږم لویه خدایه

,,قاري مستغفر,,
٢٧,,٦,,١٤٤٦هــ ق
٩,,١٠,,١٤٠٣هــ ش

د شاعرانو ادبي جونګړه

29 Dec, 16:37


نعت شریف

زه به ولیکمه هر شعر،په ښکلا کي دجانان
زه به ذکر ولم هر وخت،په دعا کي دجانان

زه پوهیږم چي ختمیږی،زما الفاظ نه پوره کیږی
که زه وغګیږم صِرّف، په وفا کي دجانان

زه به چیرته شم خوشحاله،چي دیار دیدن مي بند وي
خوشحالي زما نښتي،په لیدا کي دجانان

دجانان هر یو صفت مي،له زړګي څخه خوښیږی
راپیدا یی کړه اوصافه، ته په ما کي دجانان

هغه وخت به څومره ښه وي، ګنهاګاره ژبه هروخت
چی لمده وي په صفت یی ، هر سبا کي دجانان

دهمدي میني له وجي ،یی جنت ته بوځه ربهﷻ
ده پرته مینه په زړه د ، عبدالله کي دجانان
عبدالله الکوزی

د شاعرانو ادبي جونګړه

29 Dec, 16:37


غزل

عشقه خبر یې تا له ځان سره عمر وړی دی
دل ازارې کې دې له هر څه نه نمبر وړی دی

عشقه ستاینه لتا وکړم که توهین دي وکړم
عشقه له ځان سره تاهم دغیرت غر وړی دی

عشقه منصور ته دي ورکړه د دار پر سرغاړه
عشقه منصور ټوټه ټوټه وجود پرهر وړی دی

عشقه تا څه کړو ها اتل د زماني داد الله
عشقه له موږ نه دي جدا کړو تارهبر وړی دی

عشقه جلال الدین حقانی بدرالدین څه شولُ
عشقه ژوندی رانه ورکړو چا یاسر وړی دی

عشقه یوازې انتــــظار ته دي زهیر ولاړ یم
عشقه عــــــــمریار  دي هرکله نظر وړی دی

  م عمریار مُلا

د شاعرانو ادبي جونګړه

29 Dec, 16:37


خـــــپله مو خاوره خـــــپل اِختــــیار لــرو
نــــــه په چـــــــا کار نــــه دچـــاکــار لـــرو

نه دچــــــــــا زور نه دچـــا امـــــــر منــــو
شُکور دشیخ هیبت الله غوندي سالار لرو

دمیني تنـــــــــده ماتوو په یـــــعــــقوب
دلــــوی ملاصـــــــــاحــــب یادګـــــار لرو

کفــــــــري نــــړۍ نه خـــو ګـــیله نکـوو
مـــــــونږه دخـــپل لســــتـــوڼي مار لرو

مـــفسیدو خلــــــګو ته یی هر ول خطر
مــــــــونږه زلفــــــــان لــــکه دمـــار لرو

مـــــونږ ته دي څــوک د ډار خبري نکړي
مــونــږ دایـــــوبي تاریخ تِکـــــــــرار لرو

مـــــونږ دمخــــلوق له قهــــر نه ویریږو
مــــــــونـــږ د الله ج له قــــــــهر ډار لرو

د ټــــــي ټــــــي پـــي سړي غازي جانانه
ویاړم چــــي ســــتا په شــــانــي یار لرو

عمرعلي احمده دومره طالبان شهـــیدان
په هــــــــــره دښـــــــته کــــــي مزار لرو

د شاعرانو ادبي جونګړه

29 Dec, 16:36


منم دي یاره

نړۍ  دي  ماته  کـړه منم دي یاره
لږ  رانـږدې  سـه  ښکلوم دي یاره

د ننګیالي  او  د اتـــل  په  نامۀ
د  تاریخ  پاڼو  کي لیکم دي یاره

ته د شهید  بچی یي غم مه کوه
هرڅه  چي  وايي نازوم دي یاره

کلونه کیږي ستا په هیله ناست یم
هیر  مي  لا نه یي  لټوم دي یاره

تارخۀ دي  ستا  د بېلتانۀ  وختونه
سم ،دم    د زهرو په رکم دي یاره

ستا د لاس نښي ښکلومه هر وخت
راته  تر  هر څـه  محترم دي یاره

یؤ  ګړی  نه  هیریږي  څه  وکړمه
سخي "سعید" تل  یادوم دي یاره

سخ ي سعید

د شاعرانو ادبي جونګړه

29 Dec, 01:37


درته سلام کوه

انډیــــوالۍ او  واسطې درته سلام کومه
ای  د   دروغـــو    سابقې درته سلام کومه

څوک یؤه نه لري په ږیره کي یي سپین وینمه
ته چي کوې دوې درې کوزدې درته سلام کومه

چي د نړۍ امپراطوران دي کړه له جنګ بیزاره
زموږ د  غوړو ژړي بوشکې درته سلام کومه

د پښتون نښه  او سنت  د پاک نبي یادیږي
زموږ په سر هسکي شملې درته سلام کومه

ستا زدکونکي تاریخ سازشول وطن ویاړپري کوي
ای  خړي  پړي  مدرسې درته سلام کومه

تنده مو ماته په شعرو کړي ای سخي سعیدۀ
ځلاند  دي غواړو لا تر دې درته سلام کومه

سخ ي سعید

د شاعرانو ادبي جونګړه

29 Dec, 01:37


غزل!!!
اېښې مې درانه بار ته اوږه د زړه
درد دې ښکلوم لکه میلمه د زړه

ستا د ځنځیري حسن پر لیکه بیا
لېکمه غزل په اشاره د زړه

هر کله راځه دغې جونګړې ته
وګوره  پرانیستې دروازه د زړه

تورې شپې د نور په شوغلو ولږې
بله ستا له نوم سره ډېوه د زړه

زه یې د دیدن په هیله ژوند کوم
ور وړه یو فریاد یوه جرګه د زړه

سیفه خوږې څړیکې ويښوې اوښکې
بیا مې سپېره دښته زرغونه د زړه

سیف صدیق

د شاعرانو ادبي جونګړه

28 Dec, 15:08


راته ګوري

چي  تیریږي  کله  دوري راته ګوري
سر مي نه خلاسیږي موري راته ګوري

ځني بل رکم تمثیل او سیاست کړي
په رڼي ورځي مي پلوري راته ګوري

ستا سپین مخ لکه سپوږمۍ د څوارلسم ده
پـه نرۍ  زنـه  دي  ستوري راته ګوري

ای  زړګیه  اصرار  مه کوه  نه کیږي
رب مو  ویني  له هر لوري راته ګوري

په یؤه لمانځه به خلاس له اورۀ نسو
مسلمــانه  کیسې  نوري راته ګوري

څنګه وستایم پیزوان سخي سعیدۀ
بیا به خپل د غزل توري راته ګوري

سخ ي سعید

د شاعرانو ادبي جونګړه

28 Dec, 13:01


په برمل دي بمبار ډیر ناکام کار وکړو پنجابه
پوهیږم چي تانه دستا بادار وکړو پنجابه

شهیدان شوله یو څو تنه معصوم ماشومان هلته
دټول افغان اولس په زړه دي وکړو پنجابه

ګمان دي همیشه کوو چي مونګ به د جنګ نه یو
خو دا دي له تاریخ څخه انکار وکړو پنجــــــــابه

ضرور یی انتقام اخلم توریــــــه خلاص به نشې
چي چا دي هر کلی ددغه کار وکړو پنـــــــــــجابه

عثمان به دي حساب کړمه غلط کارونه ټولـــه
دټولو به حساب بیا په یو وار وکړو پنجــــابه
1403/10/8
2024/12/28
1446/6/26
خوست ځاځي میدان سپین څلی

د شاعرانو ادبي جونګړه

28 Dec, 13:00


پرزړه بارسي?

ډېر غمونه او فکرونه پر زړه بار سي
دا چې ناز کوي جانان، پر زړه بار سي

په ژړا او په خبروکي ځان خلاص کړي
خو اوس نه مني جهان، پر زړه بار سي

که د اسلام خبره وکړي او غلام وي
بیا نو دا شان مسلمان، پر زړه بار سي

که واک د خپل ځان په لاس کې نه وي
د پاکستان سور خولی، پر زړه بار سي

که مرسته نه وکړي، وېرپه زړه کې وي
د کربړو ګاونډیان، پر زړه بار سي

که کارونه یې له دین او پښتونو بهر وي
د اځوانانو بیخي زیات، پر زړه بار سي

ای مستغفر ه ، سپیني سپیني وایي
څوک یې نه اوري، قربان، پر زړه بار سي

,,قاري مستغفر,,
٢٦,,٦,,١٤٤٦هــ ق
٨,,١٠,,١٤٠٣هــ ش

د شاعرانو ادبي جونګړه

28 Dec, 13:00


په سِجده کي درنه غواړم استغفار پروردګاره
ربه ومــــــي بښه ډیر یم ګــــناهګار پرور دګاره

ســــ،ـتا بنده یمه خالقه ستا درحم امیدوار یم
نِجــــــات راکړي له دوزخه ای قهار پروردګاره

په محشــــر به وهي چیغي اُمتي اُمتي وایی
د هغه ﷺروي مي دروړی ای بادار پروردګاره

ستا په در کي مي لاسونه ده دوعا په پار نیولي
ته مـــــــي ورولي په مینه ترسردار پروردګاره

زه عصی یم زه بندي یمه په لومه دشیطان کي
ما ازاد کړي له دي جیل نه ای غفار پروردګاره

زړه مــــــي تور په دګُنـــاوو دګُنا په تور داغلــی
راکــــړه ته دخلاصون لاره ای غفار پــروردګاره

خالــــــــي لاس  عــــمرعلي ستا در کي ولاړ یم
ته راضــــــــي ته یی وبښــــه بار بار پروردګاره

عمرعلي احمد

د شاعرانو ادبي جونګړه

28 Dec, 13:00


چـــــي له ســـر یی تــاوه وي تاج د وِقـــار
مـــــبارک دي شه اشــــنا داسپیــن داســتار

سور ګلاب ورته په حُســـن کي رامات شـو
یـــــادوم درتــــه دســـــپـــني پـــګــړۍ یار

هغه وخـــــت عجیبه یاره ښایســــته شوي
چــــــي قـــدم دي یاره کیــــښود په دي لار

راوتــــلي پــــه طالــــــب دشـــهــــادت یـــو
ډار مـــو نشــــته که اعــــدام وي که انـګــار

توري شپـــــي یی کړلي ختمي راښــکاریږي
بـــــلال کـــــړی ده ازان دســــپـیــن ســـهار

یوځل ټـــــیــــنګه غـــاړه راکه او بیا درومه
پــــه مــــــرګـــــي بانــــدي بـاور نده پـــکار

هــــــــمدغه لـــوی افتــــخار دي مبـارک شه
چــــــي وارث شـــــوي د نبــــي خیــرالابرار

علـــــم لوښــــی د شـــیشي ده نه جــوړیږي
ای عــــمــــرعـــلــي کــه یــوځــل شـو ګوزار

عمرعلي احمد

د شاعرانو ادبي جونګړه

28 Dec, 12:59


سپین بیرغ:

اوس  نو رپېږۀ  د وطن پر هسکو غرو بیرغه
وزر وهه ارمان پوره  کړۀ  زموږ د زړو بیرغه

تابۀ  ټوبمۀ  د هر کور د بام  پۀ سر باندي زۀ
ملْک  مـو  ازاد  سو لۀ  اجیرو  او پَردو بیرغه

سپینې پټۍ لۀ  تندي  تاو بۀ پۀ اورو ګډېدل
ستا اهتزاز تۀ ځوانان تېر سول لۀ سرو بیرغه

دا ستالۀ پاره لۀ خپل سر اومال حیاته تېر سوَ
ستاتسلط یي لۀ څښتن غوښت په زارو بیرغه

دا بې  بنسټه بیرغونه  دي ټول ځار سې لۀ تا
تۀ  یي د  یوزر  ؤ څلــــــــور سوه  کلو بیرغه

سخـي "سعید" در سرۀ  میـنه لۀ زړګي لـرې نۀ
تل بۀ دي ستاې خپل پۀ مات ګوډو شعرو بیرغه

سخــي "سعید"

د شاعرانو ادبي جونګړه

28 Dec, 05:42


پریښتې یې شه نصرت ته را روانې
دا تنکۍ ځوانۍ مه مړې شه مه ستومانې

تالـ*ـبي* زلمیو کړي غورځنګونه
را حصارې یې دي تورې بلاګانې

له ممبره تر ګودره لاس اوچت کړئ
سرحدي ووړکو ته وکړئ دوعاګانې

موږ نو کله پرېږدو پور د خپلو وینـ*و
زموږ وینې دومره کله دي ارزانې

زوی یې مچ کړ په تندي روخصت یې ورکړ
زموږ میندې مجا&ـدې مهرابانې

خلک له موږ نه زده کوي د معـ*ر..کو چل
دغه چارې موږ ته ډېرې دي اسانې

سیال نصرته! زموږ وینه جـ&.ـادي ده
جـ&ـادپال مو ماشومان او ماشومانې

1403/10/8
09:19ډنډه پټان مقبل...

Nasrat Mangal

د شاعرانو ادبي جونګړه

28 Dec, 05:42


په امن او امان
ودان افغانستان
په سر یې د حریت پګړۍ ده ایښي
ولونه ولونه
راغلي! راغلي بهارونه

خوارې د چنار څانګې
نري باد ته ناڅیږي
نغمې د بلبلانو
خواږې په زړه لګیږي
سپاړلي غرونو دښتو دي زیړي زیړي ګلونه

له شرقه او تر غربه
سکون دی امنیت دی
ژوندون له مینې ډک دی
یووالی اخوت دی
یو شوي هېوادوال دي سره واړه وروڼه وروڼه

قانون مو سپین قران دی
نظام سپین امـ.*ارت دی
ساه وتي له طاغوت ده
حاکم سپین شریعت دی
رپیږي هرې خواته د حریت سپین بیراغونه

وږمې د ایازونو
خواږې لګي په زړونو
ژوندون دی رنګ اخیستی
صفا د جنتونو
د سیال نصرت منګل دي پوره شوي ارمانونه

د شاعرانو ادبي جونګړه

23 Nov, 17:19


خېر دی نه مو دې مني باغي جهان په رسمیت
شي څرګند به مو لا نور ورته ایمان په رسمیت

زما ګران افغانستان د ټنډې خال دی د نړۍ
دی منلی دې نړۍ یې تل لوړ شان په رسمیت

ترې به خود منافقین ددې دنیا سوځي مدام
د تاریخ صفحو ستایلی دی افغان په رسمیت

د وجود په وینو کړې یې دفاع له دین، هیواد
زړه کې پټ دنیا منلی طالب جان په رسمیت

موږ به وکړو د هیواد وآبادۍ ته دومره کار
چې مني به یوه ورځ موږ هر انسان په رسمیت

موږ له دوی سره اخیستی استقلال په یوه ورځ
یو ترې پاته خو مني به مو جاپان په رسمیت

ککړ په ګناهو یم تصفیه د خپل کردار کړم
زه فتحان باید چې وپېژنم ځان په رسمیت

#فتحان_حنفي

د شاعرانو ادبي جونګړه

23 Nov, 12:24


#غزل (په خیال کې)

رسامي کړمه د حُسن او ښکلا انځور په خیال کې
لکه لمر غوندې ځوړند کړمه زېبا انځور په خیال کې

زما دردونو ته درمل شي پټ دردونه رغوي مې
د یار ښکلی تبسم شي یو شِفاء انځور په خیال کې

د وصال ارمان دمه کړم د سلګیو په زانګو کې
سدا جوړ په نیمه شپه کړم د ژړا انځور په خیال کې

نقش لرم په تصُّور مې د ښکلا د انځور حُسن
له وختونو ګردش کاندې د مسکا انځور په خیال کې

د تورتم له یرغل خلاص یمه د ژوند په آینه کې
ځکه خور مې دی له وخته د رڼا انځور په خیال کې

که د درد انځور ساتمه په بې وسه زندګۍ کې
د راحت منظر عیان شي د سبا انځور په خیال کې

د ښېرا څپې مې نشته د نصیب په دایره کې
فتحان ساتم د مور جانې ددعا انځور په خیال کې

#فتحان_حنفي

د شاعرانو ادبي جونګړه

21 Nov, 05:50


شمس القمرساقی کوثرشاهی خوبان دی زما
قدرمیانه دزړوتکیه دحسن کان دی زما

خکولی چشمان توریی زلفان ګل دزعفران دی نیګار
  وجه القمر  خیرالبشرنوری چشمان دی زما

خوږیی کلام خیرالانام دوست دسبحان دی نبی
نوم یی احمد اومحمد ګران می تر ځان دی زما

خکولی مسکا رنګ یی صفا ډک له وفامحمد
بشیر نذیر دحسن پیر پر لوی رب ګران دی زما

طاها یاسین ښکولی جبین صدیق امین مدنی
سترګی دیار افضل بسیار خدایه ارمان دی زما

خوږیی ویصال نه لری سیال نوردجمال داحمد
شمس الاطهر دزړونوسر دردته درمان دی زما

ملا محافظ ورته عاجز ستا وأوصافوته یم
معشوق ده رب خیرالابرار مفتاح جهان دی زما

د شاعرانو ادبي جونګړه

21 Nov, 05:50


ستاپه مینه کی ډیرسخت دی عذابونه
تـاچی راکـــړه پـه زخـمی زړه أزارونـه

حال می ډیر دی خراب سوی حال می واخله
پـه ژړابـانـدی می تیر شـول ډیر وخـتـونـه

که یه ومــنـی فــــرمـابـحــده ګــــران یی
تـا ته فاتـه دی منفی غــونـدی سـوچــونـه

مـادعــشـق په لاره فــورتـه چی قدم کړو
تـاقــبـول کــړل دنـافـــوهـــو نــظــــرونـه

تـاتـه هـلـتـه دمــطلـب خـلـګ بــه یـادشـی
چی فـه مخ کی دی پیداشـول تور تـارونـه

مـحــافــظ دی په داروغ زړګی رانـځورکړو
چی یـه فـاش فـاش سـوله ټوله ارمـانـونـه

د شاعرانو ادبي جونګړه

21 Nov, 05:49


دزړګی رنځ دسرتان غــــــــوندی دوا نه لري
ښکولی خوډیر دی پردنیاخوهیڅ وفانه لري

دابعضی بعضی په ظاهره بزرګان خلـګ وي
خوپه باطن کی دوي یوه زره تــقــوانه لري

وهر یوکس ته په والله ښه ځوانی خوندورکوي
خوڅوک کوي باندي ویناڅوک بیا وینا نه لـــري

زمادځواني دهیلومستي قافلی ړنګی شوی
یاردیوانه دی چي په مابانـــــــدي رزانه لري

محافظ تل دسروسکروټوپه مــــصرتګ کــــــړی
رب دی هوساکړي نوردستړي ژوند شکولانه لري

د شاعرانو ادبي جونګړه

19 Nov, 11:15


نعت شریف
پــــــه ټــــولو انــبیــاوو کې بهتر یی مدني
امام مــو یی پیشوا مو یی رهبر یې مدني

وصال ته دی زه ډیر ډیر ناقراره یم جانانه
زمـــــا د زړه ټــکور د زړګي سر یې مدني

سپیڅلی پاکه مینه دی له شاتو نه خوږه ده
دا ځـــکـــه زمـــا زړه زمــا ځیګر یې مدني

ته زړه وی د صدیق او د عمر خوږه حبیبه
جانان ده ګران عثمان علي خیدار یې مدني

ستا حسن نه میثال لري نه سیال لري زړګیه
حسین یې لــه سپوږمې او له قمر یې مدني

منهاج الله زهیر دی درنه ځار درنه قربان شي
زړګی مې یی جانان مې یی دلبر یې مدني

             منهاج الله زهیر

د شاعرانو ادبي جونګړه

19 Nov, 09:46


نور یې وساتې له هر رنګ خطرونو
دا وطن خالقه نور ګلِ ګلزار کړې

دا مظلوم ملت بیخي ډیر کړیدلی
له غمونو یې خواښی ته جوړه لار کړې

هره دښته یې شه ډکه له ګلونو
هره خوا یې د جنت په شان سنګار کړې

چي هر څوک ورته په سپکو سترګو ګوري
خدایه ته یې د ظالمې بلا ښکار کړې

سپینې وړانګې د حریت یې تتې مه شه
زر کلن یې دا راغلی سپین سهار کړې

ده زیارمل منګل وطن امن موندلی
امن خپور ربه د هر مومن په ښار کړې

زیارمل منګل

د شاعرانو ادبي جونګړه

19 Nov, 03:44


غزل
زړه تنګون ده راشه یاره
ورک سکون ده راشه یاره

را خورې کړه سپینې وړانګي
تور بیلتون ده راشه یاره

ستا له پامه یم لویدلئ
که ازمون ده راشه یاره

له تا لیری او غمونه
دا ژوندون ده راشه یاره

چي مې زړه لره مرهم ده
ستا کتون ده راشه یاره

دغمونو و طرف ته
زما یون ده راشه یاره

عبدالله عُمر وفا کي
همایون ده راشه یاره
1403/8/3
عبدالله الڪوزی

د شاعرانو ادبي جونګړه

18 Nov, 17:49


غــزل
ـــــــــــــ
چې د هجر مهین درد ور باندي ویاړي هغه څوک دی؟
چې د مینې اسویلېو سره ژاړي هغه څوک دی؟

چې په وینو یې لړلي د وطن ړنګ دیوالونه
هغه کس یې! رغوي ورانې ویجاړي هغه څوک دی؟

شو له خاورو سره خاورې، هوا راوړ ستا تر سترګو
وړي یې اوښکې جنازه تر پورې شاړي هغه څوک دی؟

د زړه تاخ کې یې نالوستی، د دردونو کتاب پروت دی
ګرمې اوښکې یې، د هجر ورته ژباړي هغه څوک دی؟

شو د مینې شپونکی سپور د خیال پر زین لټوي دښتې
د ښکلا ورکې رمې، ور په کې غواړي هغه څوک دی؟

د خپلواک فکر په تل کې، ګریوان څیرې مات روان دی
چې شوې پاتې یې د سپین څادر ریتاړي هغه څوک دی؟

ثاقب خپلواک

د شاعرانو ادبي جونګړه

18 Nov, 12:26


غزل

نظر به د جانان پرېوت مدام په دېوالونو
موږ ځکه باید وکاندو اوس پام په دېوالونو

منمه چې بدن به یې ټول خاورو وي خوړلای
خو موږ یې لا تر اوسه وینو نام په دېوالونو

جلوې د خدای د فضل شي حلقې د سکون جوړې
موندلای نه شي ځان ته څوک ارام په دېوالونو

را لوېږي په پردیو اوږو بر ختلي خلک
تر څو به ځان بالا وساتي بام په دېوالونو

صحرا ځکه محبوبه ده چې هر سړی ورتلای شي
محل که ښایسته دی، دی ناکام په دېوالونو

کیسې د محبت به مو انسه! ښاپېرۍ شي
لیکلې مو په وینو د باګرام په دېوالونو

انس حقاني

د شاعرانو ادبي جونګړه

18 Nov, 03:09


په کراره به دا پاتې کار سمیږی
ددې ګران وطن به هره لار جوړیږی

موافق دې شي نظام او اولس داسې
لکه سنګه چي یو ځوی او پلار اوسیږی

د اولس مو لڪه شیتې ملغلری
په رورو به د وحدت په تار ټولیږی

پوره شل کاله فکري یرغل وو دلته
دا خراب ذهنونه وار په وار پاکیږی

مسولینو د اولس زړونه هم ساتی
ملامت نه دې ګیله له خپل یار کیږی

چا چې دلته خیّانت کړي قسم ده
دهم هغو پاتی ژوند په نار تیریږی

عبدالله خدایﷻ دې مدام اباده ساتي
دغه باغ مو په همدې مالیار چلیږي

عبدالله  عمر الڪوزی

د شاعرانو ادبي جونګړه

18 Nov, 03:08


چي سترګي پټي کړمه تا وینمه
دخپل مین زړګي رفا وینمه

د اشنا سنګ کي مي علمه واوری
د ناعِلاجه رنځ دوا وینمه

خدایه چي ورځ راباندي ښه تیره شي
حتمي په شپه کي زه ژړا وینمه

خدایه دمرګ په تمه تمه ناست یم
زه په مرګي کي ځان هوسا وینمه

عبدالله زړه مي له دنیا نه تور شي
چي زه ددې خلکو جفا وینمه 
1403/8/3/
عبدالله الڪوزی

د شاعرانو ادبي جونګړه

18 Nov, 03:08


زما سترګی نه پټیږي،شپه تیریږی
دچا سترګې مې یادیږی،شپه تیریږی

د جمال خاونده!راشه ستا بیلتون دی
زندګې په غم تیریږی،شپه تیریږی

دلته مینه ناروا بولې دا خلڪ
هر مئین سره بیلیږی،شپه تیریږی

ژونده!تا هم په ما ډیرې لوبې وکړې
ژونده!تا څه مې بد کیږی،شپه تیریږی

عبدالله!دلته نفرت دی زور اغشتی
دنفرت سودا خرسیږي، شپه تیریږی
عبدالله الکوزی

د شاعرانو ادبي جونګړه

17 Nov, 12:09


ګل شو تازه شو بوستان شو وطن
اوس په جهان  قـهرمان شو وطن
هم شـو سـرلیک پـه تـاریخ د نړۍ
بیــا مـې غازي خراسـان شو وطن

خلاص له انګریز له صلیب له وحشي
راغی د حق سپین لښکر سپین زلمي
شول یې ټپونه په مینه درمان
ښه دی پوره یې ارمان شو وطن

ختمی شو راج خاورې خاورې یې ځان
هم یې لندې هم ترې پاتې کمان
شول بر شکست د اسلام مقابل
چې د جهاد تود میدان شو وطن

وکړو زلمو چی رباط د جهاد
بیا یې له ملک څخه ورکړو الحاد
جوړ له فولاد یې سېنه کې زړګی
هر غلمګي ته سندان شو وطن

لوله تاریخ د هیواد ده غزا
دوی په لهجه یې مات کړی بابا
چا چې اوږه ورکړه شو ورسره
شکر چې خلاص له دوران شو وطن

ای حمزه وکړو تورزنو پاڅون
شولو ولس مو په امن سکون
خدای دی جهان ته رسا کړی اسلام
ستورو نه ډک بیا اسمان شو وطن

~ شاهین حمزه

د شاعرانو ادبي جونګړه

17 Nov, 11:43


عجیب صورت سیرت و د نعمان ابن ثابت
ستر علم او حکمت و د نعمان ابن ثابت

د فقه ترجمان و د امت د سترګو نور و
د مینې قیادت و د نعمان ابن ثابت

قائل د قال اللّٰه قال الرسول و  مجتهد و
هر قول حقیقت و  د نعمان ابن ثابت

پر دین باندې قائم و او په دین کې مهربان و
بېحده شفقت و د نعمان ابن ثابت

عابد و او ذاکر و پیروان و د قرآن
یوه دنیا همت و د نعمان ابن ثابت

فضل الرحمان فضلي ورپسې کړې اقتدا ده
پر دین باندې بیعت و د نعمان ابن ثابت

فضل الرحمان فضلي

د شاعرانو ادبي جونګړه

17 Nov, 11:43


مینه!!!!!


دا وعده به په جومات کي ورکوم
زړه دښـــکلي مخ زکات کي ورکوم

حال په خوله نه حال په سترګو ودلبرته
په اول ځـــــــل مـــــــــلاقات کي ورکوم

دا ځل نه ورځم بغــــــیر له احرامه
قسم اوس لا په میقات کي ورکوم

سر اومال مي نظرانه کي ورته ږدمه
او دا وینـــه مي سوغات کي ورکوم

پرې مئين يمه زاهد له حـــــده زیات
ګـــــــــواهي به عرصات کي ورکـوم


هدایت الله زاهد

1403/8/27

د شاعرانو ادبي جونګړه

16 Nov, 16:42


ځمه!!!!


زه له  انکار څخه اقــــــرار ته ځمه
دبــــــڼه ورو خــــــلګو ښار ته ځمه

دشپې ناوخته وي چي کورته راځم
ســــهار وختي وي بېرته کار ته ځمه

دځان ښودنې په مطلب روان سم
دعـــــــــملونــــــــو واظهار ته ځمه

دیوه ښــــــــکلي پــــــه لیدلو پسې
آن میخانې ته وخـــــــــمار ته ځمه

په کومه خوله به زه ځواب ورکوم
په کــــــومو سترګو به نګار ته ځمه

دځان پېشــــــن ته مي هم فکر کوم
ورځ کي پنـــــځه ځله سنګار ته ځمه

سترګې مي ډکې سي له اوښــکو څه
چي دتنـــــــــکي شهيد مزار ته ځــمه

پـــــــــــر ســــپاره دوړاه لاسونه ږدمه
زاهـــــــــد بــــه ولي وسنګسار ته ځمه



هدایت الله زاهد


1403/8/26

د شاعرانو ادبي جونګړه

16 Nov, 15:32


تاسره مې زړۀ بند دی، لۀ تاسره مې مینه ده
مینه ده شیرینه ده او مینه ده شیرینه ده

وادې خلم بلا، درنه قربان مې سر او سترګې شه
تاته نذرانه شه که مې تن دی که مې وینه ده

دښتو دې راوړي بیا شهید ـ شهید ګلونه دي
ستا فضا پۀ وینو د شهید عطرورینه ده

دوست د وطن دوست بولو، دښمن یې دی زموږ دښمن
دا زموږ اعلان دی، زموږ دا خبره سپینه ده

وریې قربانۍ کړې ځوانان ستا پۀ حُریت خاورې شول
ځکه دې فضا د آزادۍ پۀ رنګ رنګینه ده

ستا پۀ کارنامو دي پۀ تاریخ کې کتابونه ډک
ستا د تاریخ هره پاڼه ستا پۀ ننګ زرینه ده

کور مو یې او ګور مو یې، د پلار، نیکه ټاټوبی یې!
ځکه ستا پالنه تر هر څۀ راته اړینه ده

کړی یې اظهار دی د وطن د حقیقي مینې
ځکه د مخبت وردګ غزل دومره حسینه ده.

مخبت وردګ

د شاعرانو ادبي جونګړه

16 Nov, 15:32


غزل!!!!!



دبېلتون پر وچه للمه لګوم دعشق اوبه
دوصال په تمه تمه مي خوړلی دی نیم زړه

فراقت دیوه ښکلي غوټ مات کړی يم پرملا
دپخوا په څېر اوس نه يم زه اوس نه يم هغه زه

رسموم يې تصويرونه پرې لګیايم هرسهار
دخپل خیال په چاپېريال کي دخپل خیال پردېواله

ژوند انګار دی ژوند لمبه ده ژوندبصری دی داور
ژوند مثال دوچ لرګي دی پاس پر سر دتناره

دزاهد سترګو کي عکس دی دګل غوندي معشوق
دزاهد ژوند بې معنا دی چي تېريږي بې له ده


هدایت الله زاهد

1403/8/26

د شاعرانو ادبي جونګړه

16 Nov, 15:10


حضرت شیخ الحدیث امیرالمؤمنین
هِبت الله اخند زاده حفظه الله

جانشین د ستر عمر او د منصور دی
د هیبت او شفقت مینې سمبول دی
شیخ صاحب زمونږ امیر حفظه الله
امارت مو له هر لوري پرې راټول دی

بل مشال د اخوت او محبت دی
شتون یې دې مظلوم امت لره نعمت دی
ستر مالیار د ګلابونو او غاټول دی

د زړګي ټوټه یې ځار له ښکلي دینه
د تاریخ صفحه یې څومره کړه زرینه
دی غازي د شهیدانو له کهول دی

د امت مسلمه ښکلی سالار دی
لاروی د خپل محبوب په ښکلې لار دی
جوړ د تکو سپینو ستورو باندې شپول دی

د تقوا مینې اخلاص عجيب مثال دی
رهبریت یې هر بې دین لره زوال دی
د ازمون زړۀ ته پوره د عشق په تول دی

مسعود ازمون

د شاعرانو ادبي جونګړه

16 Nov, 05:45


ګیله کاومه

د ســتـــړي جوند د ارمانو څخه ګیله کاومه
زه مې د مات زړه له دردو څخه ګیله کاومه

چــی سوګ د خپلو دښمني کوي پردو لپاره
تل مې د خپل وجود لاسو څخه ګیله کاومه

ځـــان مـسـلمان ګڼي د کفر نه انکار نه کوي
داســی خیرن خیرن فکرو څخه ګیله کاومه

چی څوګ د علم او عالم په قدر نه پوهیږي
د جــــاهــــلانـــو لـه خیالو څخه ګیله کاومه

دا چی د دین او د اسلام په نوم فتنی خوریږي
د دغــــی رنــګــه رنګ فتنو څخه ګیله کاومه

مــنـهاج الله زهیر نور فام کومه له ځان سره
ســـتـا لـــه غمونو او یادو څخه ګیله کاومه

              منهاج الله زهیر

د شاعرانو ادبي جونګړه

15 Nov, 04:28


غزل: محمد علیم بسمل

زه د خدای په رنګ کې رنګ يم؛ د یوې ډلې هم نه یم
که نا اشنا يم مؤمنانو! یو دې داسې هم په کې وي

د رقیب کړنې به زغمو، په مرګي مو پېرزو نه دی
دا خو ژوند دی ای يارانو! یو دې داسې هم په کې وي

ما به خدای بخښي شېخانو! خالي لاس به ځم جنت ته
خدای به وايي جنتيانو! یو دې داسې هم په کې وي

دا به هم د خدای تقدیر وي؛ چې دا کوږ لرګی سيخ نه شو
بسمل پرېږدئ ملايانو! یو دې داسې هم په کې وي

د شاعرانو ادبي جونګړه

14 Nov, 14:41


څه عظیم خلک دي چې لرې وړي له ښاره سترګې
کړي د جهاد په مورچلو کې  پیره داره سترګې

څه شبګیرونو زورولي،څه غبار پرې پروت دی
ته یې خوږې په فتوحاتو کړه باداره سترګې

د ژوند په حال یې بیا پوهیږم، ته بس دا ووایه
د هغه دنګ جانان مې څنګه وې ریباره سترګې

ښایي چې حورې یې لیدلي وي شهید اشنا مې
نیمې یې پټې وې او نیمې یې بیداره سترګې

چې نړیوال کفرته سپر یې نړیواله ملنګه
د مظلومانو انتظار درته  په لاره سترګې

آه! لویه خدایه د امت د مظلومانو په درد
څنګه ونه ژاړم او څنګه کړم قراره سترګې

یو  د قرآن په پاڼو بل د والیدینو په دید
ګله حسان کوچیه تل ساته خماره سترګې
حسان کوچی

د شاعرانو ادبي جونګړه

13 Nov, 13:42


غزل

له مینې له سکون ډکه ښایسته د وطن غیږه
طالبه ستا په شتون ښکاري تازه د وطن غیږه

پرون د رڼاګانو قاتلان وو په دې ښار کې
او نن ترې نه خالي ښکاریږي ښه د وطن غیږه

زړګی په کې قرار اخلي که هرڅومره وي ستړی
د مور پشان حسینه  ده پسته د وطن غیږه

د مینې محبت سپینې شغلې ترېنه تاویږي
رڼا رڼا ځلا ځلا ډیوه د وطن غیږه

شي تنده د وختونو د هرچا ورباندې ماته
اوبه اوبه ده خاص لکه چینه د وطن غیږه

په هر رنګه ګلونو ښایستونو چې سینګار ده
باغچه ده ګلدسته ده اوغونچه د وطن غیږه

ځلانده خدای دې نوره ترقیامته کړي په امن
ده مونږ ته درحمت ښکلې سایه د وطن غیږه

بدرالدین ځلاند

د شاعرانو ادبي جونګړه

13 Nov, 11:52


طالبه!!!!



ته دستورو  کلیوال يې ده سپوږمۍ پرتا مئینه
طالب جانه در لوګی سم ازادۍ پر تا مئينه

ګلابي رنګه څهره دي دیوسف په څېر ښائسته ده
زلیخې درپسې مړې دي ښاپېرۍ پرتا مئينه

ته  اتل دزمانې يې ته د عصر  میرویس خان يې
ته ایوب ددې وطن يې ملالۍ پر تا مئينه

تا ګټلې معرکه ده له سر کښــــو فرعونیانو
فلسطین درباندي ویاړي او نړۍ پر تا مئینه

دزاهد دقلم کرښې درنه دود اوسپـــــلني سه
غزل تا باندي  شیدا دی کاکړۍ پر تا مئـــــينه


هدایت الله زاهد

140/8/23

د شاعرانو ادبي جونګړه

11 Nov, 09:00


غزل

دي له خوږو نه ډکې
زما د جانان ـ خبرې

په سړي ښې لګیږي
د جار قربان ـ خبرې

دا دی د مینې اظهار
دي ښې اعیان ـ خبرې

چې له هر څه پاکې دي
دي د سبحان ـ خبرې

مونږه چې خدای ته پاک وو
کړي د جهان ـ خبرې

زړه له ګناه پاکوي
د پاک قرآن ـ خبرې

خان او مالدار ته مه کړئ
هیڅ د تاوان ـ خبرې

ده ستا جمال او کمال
کړي ستا په شان' خبرې

په ځیر یې هر حرف څیړه
بیا کړه بیان ـ خبرې

زه لکه غرونه دومره
وړومه په ځان ـ خبرې

غزل کې نغاړي مخبت
تل په ټول توان ـ خبرې

مخبت وردګ

د شاعرانو ادبي جونګړه

11 Nov, 08:14


خبري کوم !

لیونۍ نه یم له یادو !سره خبري کوم
جانانه ستاله تصویرو !سره خبري کوم

څه قتل سوي دي اوڅه یه سوه پرنیمه پاته
له پاته سوو ارمانوو !سره خبري کوم

اوښکي تم نشوي ترګریوانه یه کړي لاري جوړې
باڼه یه مات کړه له بڼو !سره خبري کوم

درد مي له زغم وتلۍ دردسره مي ورانه کړله
دزخمي زړه له پرهرو !سره خبري کوم

نه په زاریوګیرشوي اونه په تأویزدملا
وران شوي ندي ستاله پلو !سره خبري کوم

چي مهاجرته دي یادګاریوه تسبیح پري ښوده
قراریي شمارم له تسبو !سره خبري کوم

مهاجرهروي

د شاعرانو ادبي جونګړه

11 Nov, 06:09


مجاهده چې د جنګ زغره کېنږدې
ټول امت دې په نمجنو سترګو ګوري
مجاهده فریضه دې لا هم پاتې
آرزوګانې در کږې دي ستا په لوري
دا وړه غوندې وقفه ده مجاهده
دغه وخت ستا د راتلونکې د اعداد دی
امارت به رسوې تر خلافته
تر قیامته دا مسیر دی دا جهاد دی
مجاهده له غزې خو به خبر یې
ها معصوم معصوم غږونه خو به اورې
ها په وینو کې لت پت خلک خو وینې
هغه چیغې فریادونه خو به اورې
مجاهده محمد ابن قاسم شه
راجه ګانو دې تور سرې خور نیولې
د کشمیر له خولې نه تورې وینې څاڅي
مرهټانو یې د ژوند ښکلا خوړلې
مجاهده د طارق د غره په څوکه
د صلیب بدرنګ نشان چا درولی
د اندلس درې د حال په  ژبه وایي
چا یې هغه پخوانی برم وژلی
مجاهده ترکستان ټوټې ټوټې دی
قتیبه ابن مسلم ته ضرورت دی
د کاشغر ښکلا پیت پوزو ده لوټلې
بیا په کار هلته یو نوي قیادت دی
په ترمذ د سایبېریا لېوان ګډ شوي
بخاریٰ کې بخاري له خلکو هېر دی
فرغانه او شیشان دواړه یتیمان دي
ما وراء النهر ټول په ورکو شمېر دی
مجاهده دا د څو ورځو چوکۍ دي
دا دفتر او بلډینګونه عارضي دي
د دنیا په رنګینۍ دې زړه بند نشي
دغه لوړ پاخه کورونه عارضي دي
مجاهده ستا پر غاړه رسالت دی
کړې دفاع به د الله له پاکه دینه
په دې لاره به تر مرګه پورې درومې
نذرانه به دې وي دې لاره کې وینه
مجاهده د ستړیا احساس ونکړې
ته د دغه تیت پرک امت پاسبان یې
قیادت او سیادت له خلکو ورک دي
اوس ور ګډ د خدای په دې ستر امتحان یې
مجاهده د ملا عاکف کلام کې
دغه څو توري فقط  د اِنْتِباه وو
مجاهده بیا بښنه درنه غواړم
که څه ستوغ ؤ یا ضعیف او اشتباه وو
ملا عاکف امارتي
۸ جمادى الأولى ۱۴۴۶

د شاعرانو ادبي جونګړه

10 Nov, 13:55


غزل!!!!



په لوی لاس زؤرونه وخپل تن ته ورکوې
زره زره حساب به يې څېښتن ته ورکوې

ګناه کوې توبه دې هېره کړې ده مؤمينه
چانسونه  دبري لعین دوښمن ته ورکوې

کومک دي له بې وزله او یتېم سره ونه کړ
تانې لا اضـــــــــاپه وهر اړمن ته ورکوې

هغه چي وفاداره دی له زهنه دي ایستلی
وعدې درفاقت ودروغجن ته ور کوې

په دوې ورځې ژوندون څنګه باور کوې زاهده
پاخه پاخه لفظونه چي مئين ته ور کوې


هدایت الله زاهد


1403/8/20

د شاعرانو ادبي جونګړه

10 Nov, 01:38


غزل
ـــــــــ
د یو درد د انعکاس مهرباني ده
زړه کې غوټه د احساس مهرباني ده

په اوږه مې ستا د لاس مهرباني ده
که د وهم او وسواس مهرباني ده

د هر ښکلي څېره تاته ورته پایم
د تمثیل او د قیاس مهرباني ده

بغاوت له هر جابر په هسکه غاړه
د خپل رب په مونږه خاص مهرباني ده

چې غوسه دې هم په نرمه مسکا اخلم
څه بې ځایه د اخلاص مهرباني ده

شاعري څۀ ده؟ زاهده خو کوو یې
چې د خوړین زړۀ د بړاس مهرباني ده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زاهد ساپی

د شاعرانو ادبي جونګړه

09 Nov, 14:13


د امت شهید ته ډالۍ

شین کړ د تاریخ په پاڼو نوی فصل بیا سنوار
هسکه غاړه ناست د شهادت جام ته یحيی سنوار

لاړو زنګي لاړو هیلې پاتې ایوبي ته شوې
توغ د ازادۍ رسول غواړي تر ايلیا سنوار

سترګو د فرعون ته نن درس وايي امسا باندې
داسې يې تفسیر کړلو مآرب اخری سنوار

ناست لکه پاچا دی، ورکوي د ازادۍ حکم
لا خو په زخمونو کې طوفان دی د اقصا سنوار

تښتي له امته د غفلت تیارې انسه! بيا
پورته د غزې له کهکشانه کړه رڼا سنوار

انس حقاني

د شاعرانو ادبي جونګړه

09 Nov, 13:29


دتللو زلمو ياد!



یادونه دې سړی داسي فکرو کي را حصارکړي
چي ځان وسرښندنې او وژنې ته تیار کړي

په نوم پسې دي بعضي خلګ سپکې سپوري وايې
خو داسي خلګ هم سته په نامه دي افتخار کړي

ملګري دسنګردي   خاطرې  قبر ته لولي
ملــــــګري دسنګر دي يادونه پر مزار کړي

دي ښکلې ښکلې حوري دجنت پرتا مينې
شهیده ځکه لوبي دي په څڼو او روخسار کړي

زاهد دي لا اوس هم دقدمو تره پا ته غوږوي
زاهد دي لا اوس هم دبیا راتللو انتظار کړي


هدایت الله زاهد


1403/8/19

د شاعرانو ادبي جونګړه

09 Nov, 12:34


....................................................
ټرم او دهغي غلامانو ته پیغام
....................................................
بیا ټرم پاچا شو بیا خوشال منافقان شول
پدی عمل باندي ډیر خلک بی ایمان شول
ـــ۱ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پدی خوشاله دي چې بیابه دلته ټرم رادرومي
هغه چې راغلي ول په کوم شرم روان شول
ــــ۲ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ته بی ایمانه ورته بیا څوکیدارۍ ته طمعه
دا ستا په شانتي په بوشکو ډیر تر اسمان شول
ــــ۳ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اول راتلی نشي که راشي بیا دي سل ځل راشي
ځکه معلوم مونږ ته په تیر وخت په میدان شول
ـــــ۴ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه چې راغلی ول نو څو وړکو جهاد ته لاس کړو
نور څه مزدور څه نوکران څه غلامان شول
ـــــ۵ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مونږه لا هغسي واسکټ بم او موټر بم ته تیار
راځی په سترګو خوشال بیا مو فدایان شول
ـــــ۶ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیا به لمړی قدم غلام وژنو او بیا یی بادار
تشکیل راجوړ راټول ملګري د عثمان شول
ـــ۷ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نن ورځ 
۷ جمادى الأولى ۱۴۴۶
۲۴ عقرب ۱۴۰۳
......

د شاعرانو ادبي جونګړه

09 Nov, 05:06


هوا ته هيڅ نه پورته کیږي او وزر نلري
د بخت کوتره مې د شپوغیږ کې ، سحر نلري

د خولې خبرو کی قیمت د ملغلرو لري
په ظاهری څېره فقیر دی سِم او زر نلري

دباچاهي سړی دی حال یې قال ویلی نشي
سپر تواضع لري او شا ته کوم عسکر نلري

له هغه چاسره یی قطـع رابطه کــړې ده
څوک چی له عشقه لرې شوی دی اثر نلري

پوره مین دی او د مینې قدر ښه پيژني
خو خلک وایي وحیدي جانان دلبر نلري

وحیدالله وحیدي

د شاعرانو ادبي جونګړه

09 Nov, 05:06


غزل

له جنګ' او له جګړو او له جنجاله لیرې لیرې
دا خلک' دا دي ولاړل له بد حاله لیرې لیرې!

هغو دا دي مزه د امنیت او امن حس کړه
چې څوک وو څو پیړۍ له استقلاله لیرې لیرې

مؤمنې عقیدې! د په مؤمن زېور' سمبال وي!
الله' خو یې د ساتي له دجاله لیرې لیرې

ټغر د اشغال ټول وي آزادي وي په وطن کې?
دا هسې تصور' ؤ له هر خیاله لیرې لیرې

دې خلکو ځکه دومره د جهاد' استقبال وکړ
ساتلی یې ضمیر ؤ له زواله لیرې لیرې

مخبت' درته دعا کوم طالبه یوسف مخیه!
ته مه شې له جمال او له کماله لیرې لیرې

مخبت وردګ

د شاعرانو ادبي جونګړه

09 Nov, 05:05


غزل!!!!!


دعشــــــــق رازونه په ګلونو کي وي
انــــــتخابونه په ګــــــــلونو کي وي

اغزي خو هر څوک کري بد دي که ښه
خـــــــو نظرونه پـــــــه ګلونو کي وي

ښکلي که هر څومره مغرور وي وي دې
داعادتــــــــــونه په ګـــــــــلونه کي وي

ژر ژر غـــــــوسه په جــــادوګرو کي وي
ډېر ډېــــــر ســـوچونه په ګلونو کي وي

پــــــــــــرې تازه کېږمه  روحا او جسما
څـــــــــــــومره خــوندونه په ګلونو کي وي

زاهد پـــــــــه ښــــــکلو پسې سر ماتوم 
اوس مي خیالونه پـــــــه ګلونو کي وي


هدایت الله زاهد

1403/8/18

د شاعرانو ادبي جونګړه

09 Nov, 05:04


د هجر شپې درنې درنې څنګه یې تېرې کړمه
نوردې نوم نه اخلم له ذهنه به یې لېرې کړمه

د وصال تندې یم اخیستی یاره مرم درپسې
څنګه داستاخواږې کیسې به یاره هِېرې کړمه

ته به هم وژاړي زخمي به شې په زړه جانانه
که مړاوې هیلې دزخمي زړګي برسېرې کړمه

سترګې مې سرې شي له دردو جانانه مړبه شمه
ستایاد مې واخلي له دردو غېږې چاپِېرې کړمه

زړه مې چودلی دی اوس وینې ترېنه څاڅي یاره
د زړه له درده یاره چيغې څه نادېرې کړمه

څنګه رنځور دې کړمه پرېدې ښودم لاړې رانه
اوس به سلګۍدرپسې یاره زه بې شمېرې کړمه

څنګه له درد څخه قسیم بدري زړګی قرارکړم
سلګۍوهم اوښکي به نورې لا هم ډېرې کړمه
قسیم بدري

د شاعرانو ادبي جونګړه

07 Nov, 12:18


غزل!!!!


بېلتون به دي په ما غریب نوکاره لګوله
ډېوه چي به مې هره شپه  نیګاره لګوله

زما ژوند خو په تیارو کي هم ممکن وو یوسف مخې
خو خاص مي ستا ددوو سترګو دپاره لګوله

دزړه پر سر مې ستا سپېڅلی نوم نقش کاوو
دزړه پر سر مي تاپسې  هنــــــداره لګوله

نعره دیه قربان به مي له خولې نه راوتله
ټپه دیـــــــــــکه زار به مــې پر لاره لګوله

په خیال کي به له حورو لا راتېره وې حسينې
جنت کي به مې تاته خدمتګاره لګوله

دمينې اندازه مې ورقیب ته ور ښودله
دميـــــــــنې نتیجه مي له رویباره لګوله

ماښام به مې رباب درپسې ترنګاوه زاهد
او خـوا کي دسپېدو به مې دوتاره لګوله



هدایت الله زاهد

1403/8/17

د شاعرانو ادبي جونګړه

07 Nov, 07:02


محمد علیم بسمل

شاعرانو، ليکوالانو او نعت خوانانو ملګرو!!
الله تعالی په قران کريم کې يا موسی! يا عيسی! او نور ویلي دي؛ خو يا محمدا! يې نه دي ويلي؛ بلکې په قران کريم کې د ځینو وجوهاتو له امله منع هم راغلې ده. چې هغه يو څه تفصيلي موضوع ده.
بهتره به وي، چې په شعر، نثر او ترنم کې د يامحمدا! وا محمدا! او يا هم له محمد نوم څخه ډډه وکړو؛ ځکه چې دا د نبی عليه السلام په حق کې د ادب له چوکاټ نه يو څه لرې مالومېږي.
#بسمل

اکثره شاعران او نعت خوانان د رسول کريم علیه السلام د ظاهري ښایست صفت کوي، لکه ستا سترګې مبارکې، ستا زلفې، ستا مخ مبارک، ستا قد او قامت او...
همدارنګه د خپل عشق يادونه ډېره کوي، چې په اصل کې شاعر او نعت خوان د رسول علیه السلام صفت نه کوي، په حقيقت کې يې د ځان صفت شروع کړی وي. لکه، زه دې په ښایست مين يم، ته مې دلبر يې، بې له تا مې ژوند په انګار دی او داسې نور.

مګر د نبي عليه السلام د اخلاقو، کردار او سنتو بیخي کمه يادونه کېږي؛ سره ددې چې اخلاقو مبارکو ته یې د خلکو رابلل مهم کار دی او ټولنه پرې هدایت ته رسېږي.
مثلا! نبي علیه السلام فرمایي: هغه کس مؤمن نه دی، چې ګاونډي يې نهر وي؛ دی يې په حال خبروي، د نهرې خېټې د مړولو توان یې لري، خو بیا هم د خپل ګاونډي غم نه خوري.

همدارنګه د مور او پلار اداب، په ټولنه کې د مختلفو وګړو سره نېک چلند، عفوه، صله رحمي، عدالت، سخاوت، عاجزي او... دارنګه سلګونه سنت، اخلاق او لارښوونې د رسول علیه السلام له مونږ پاتې دي، چې نورو ته یې ورسوو؛ خو بيا هم مونږ د رسول کريم عليه السلام په ظاهري ښایست او خپل عشق باندې زیات تمرکز کړی.

له شاعرانو او نعت خوانانو مې هيله ده، چې کوښښ وکړي تر ډېره د نبي عليه السلام اخلاق، سنت او کردار تر خلکو ورسوئ؛ ان شاءالله نتيجه به یې د اجر ترڅنګ ګټوره او دوامداره وي.
#بسمل

د شاعرانو ادبي جونګړه

05 Nov, 12:24


ځه به زړه ته راته ځان وایه جانانه
ځه دې ومرم ته ارمان وایه جانانه
چي دي نوم کله په خوله باندي هم راوړم
چي در غږ کړم ته قربان وایه جانانه

چي مې ویني له زخمي زړه نه څڅیږي
چي ځه آه کړم ته درمان وایه جانانه

پس له مرګه مې هم یاد ساته دلبره
رافسي ښکلی قران وایه جانانه

لږوه سترګې په مینه هره خواکې
ورته ګل افغانستان وایه جانانه

په تاهم دومره خوږ لږمه کنه لږم
خداي راستي چي په ایمان وایه جانانه

ځه رنځور سیف العمر په تامین یم
ته دخپل دزړه فرمان وایه جانانه

ړنګ سیف العمر

د شاعرانو ادبي جونګړه

05 Nov, 09:43


و چا ته چیغي وکـــــــړي اخ چاته فریاد وکړي
اقصی  بې وسه ده اوڅوک به یې امداد وکړي

د ايټم بم خاوندان، هغه واکداران ویده دي!!
داسي حاکم نشته چې ستاپه ننګ جهاد وکړي

په میلونو مسلمانانو کې څوک داسي نسته
چې د غزې ازاده ولو ته اعـــــــــداد وکړي

په اوښکو ډکي سترګي پورته کړه درب لوري ته
چې دي کومک زموږ دعجمو په هیواد وکړي

افسوس داستا پرځای یې مرسته ویهودو ته ځي
داسي مؤمن به نو څه کرکه له فساد وکړي

تا خو موږ ټول په امتحان کي دربﷻ واچولو
څوک به شي وړاندي څوک به دفعه دالحاد وکړي

طالب فیضانه! چي کافرو تـه مډال ورکوي?!
دا رزیلان  به نو د کفر څه تضـــــــــاد وکړي.

1446/5/3
1403/8/15

د شاعرانو ادبي جونګړه

05 Nov, 07:51


ښکلا وشینده' په زړونو د ښکلا ارزښت معلوم کړه
لارویه' په تیارو کې د رڼا ارزښت معلوم کړه

د دنیا تاوان او ګټه په انصاف باندې تقسیم کړه
په دې ښې څیړنې وکړه د دنیا ارزښت معلوم کړه

بیا د تیر اسلامي برم' زنګ وهلې توره واخله
پاڅه بیا دا قیام وکړه ته یې بیا ارزښت معلوم کړه

د وجدان آزادي څه ده ویښ ضمیر او ایمان څه دي?
چې دا څه دي په څه ارزي ته همدا ارزښت معلوم کړه


د بربنډ جهان په وړاندې خورې! ته خپل عفت ساته
د حیاء پړونی ټینګ کړه د حیاء ارزښت معلوم کړه

ښه په ځیر مطالعه کړه کتابونه! د خپل ژوند دې
تبصره' پر هر چا وکړه د هر چا ارزښت معلوم کړه

چې ما څه عنوان راوړی ګټور دی او که ندی?
مخبت دا دی درته ناست یم ته زما ارزښت معلوم کړه

مخبت وردګ

د شاعرانو ادبي جونګړه

05 Nov, 05:16


غزل!!

نامه دي بې اختیاره په خبرو کي راځي
او حسن دي په ډېرو جادوګرو کي راځي

دقد مثال دي زه څنګه تعبیر کړم دنګه یاره
خو نه په چنارونو نه نښــــترو کي راځي

یادونو دي دژوند هره لحظه مشغوله کړې
که ویښ يم که ویده يمه اکثرو کي راځي

تنکۍ مینې دي زه يم داسي حد ته رسولی
چي حال مي اوس په بدو او بدترو کي
راځي

ديؤ ځل ملاقات خوند دي لالیه دومره ډېر دی
چي ټولو شــــــېرينئيو او شکرو کي راځي

په زهن کي دي ساتم زاهد څنکه به دې هېر کړم
څهره دي خیال ته څو ښکلو نپرو کي راځي

هدايت الله زاهد

د شاعرانو ادبي جونګړه

04 Nov, 15:47


‏يو څوک دی رڼې اوښکې یې خبرو سره ځي
د زړه درد يې له تاندو ملغلرو سره ځي

دا ځوان راته ښکاريږي له تپې د ملالۍ
چې جنګ ته له ټپو او له سندرو سره ځي

یو زوی دی شپه او ورځ سولوي ګوتې په ټچ سکرين
يو پلار دی د لاس پوست یې له ډبرو سره ځي

دا خوب که واقعيت دی چې «sنوار» او «هنيه» وي
جنت ته د حطين له سرلښکرو سره ځي

را یاد شي ها د ډرون او د غازيانو پټپټانی
شپانه چې ستړي ستړي له نښترو سره ځي

سعيده! تش د وچې توکل هم کافي نه دی
غیور نبي احد ته چې له زغرو سره ځي

د شاعرانو ادبي جونګړه

04 Nov, 07:29


‏يو څوک دی رڼې اوښکې یې خبرو سره ځي
د زړه درد يې له تاندو ملغلرو سره ځي

دا ځوان راته ښکاريږي له تپې د ملالۍ
چې جنګ ته له ټپو او له سندرو سره ځي

یو زوی دی شپه او ورځ سولوي ګوتې په ټچ سکرين
يو پلار دی د لاس پوست یې له ډبرو سره ځي

دا خوب که واقعيت دی چې «sنوار» او «هنيه» وي
جنت ته د حطين له سرلښکرو سره ځي

را یاد شي ها د ډرون او د غازيانو پټپټانی
شپانه چې ستړي ستړي له نښترو سره ځي

سعيده! تش د وچې توکل هم کافي نه دی
غیور نبي احد ته چې له زغرو سره ځي

د شاعرانو ادبي جونګړه

26 Oct, 15:13


غزل


ساتۍ له بنګو له کوکنارو وطن
دغه حسین دا دګلزارو وطن

دا مجاهده مبارزه خاوره
دمیړنیو داحرارو وطن

دا دیاقوتو زمرو دو معدن
دا دنښترو دچینارو وطن

دا دزمرو دا دمردانو مسکن
دا دښاغلیو دشهکارو وطن

درې یې شنې یخې چینې دزمزم
دا مستانه دا دابشارو وطن

زړه ته سکون او اطمینان وربښي
دا دعطرونو دزرتارو وطن

په ننګ غیرت باندې ولاړ دی مدام
په مقابل کې دخونخوارو وطن

مونږه پرې ویاړو بدرالدین ځلانده
دا ښایسته دا دبهارو وطن


بدرالدین ځلاند

د شاعرانو ادبي جونګړه

26 Oct, 13:43


غزل


دی قیمتي یې له الماس حسن
جانان لري څومره حساس حسن

چې په هر زړه دمینې راج چلوي
چې لري هر زړه ته تماس حسن

څومره په لوړ کمال اداء وي کوي
څه په هنر کړي انعٍکاس حسن

داستر څیښتن دی لورولئ په یار
نه يې له چا دی   اقتباس حسن

خامخا لارکوي و ډیرو زړوته
ډک دی  له ښکلي سپین احساس حسن

ځلانده زه ورته ښه فکر لرم
تعبیروم په ښه قیاس حسن

بدرالدین ځلاند

د شاعرانو ادبي جونګړه

26 Oct, 02:53


ای نجاره د تابوت وراني نقشی کړه
د دې ښار ویجاړې جوړې دروازې کړه

د کفن تانونه ټول کړه دوکانداره
نوري ګز پیغلو ته ښکلي لوپټي کړه

توخم وشینده مالیاره چی ګلزار شي
خړی دښتي په شنو  للمو زرغوني کړه

ته شپیلي شپونکیه بیا ځل ترنم کړه
پټي کیګده دي دردمنو ته ټپي کړه

ته هم مه کینه وزګار طالبه ځوانه
د وطن لپاره تویي دي خولي کړه

نور وطنه افغانانو ته جنت شه
په سرو وینو یي راشني غوټې غونچي کړه

هر یو بیت د استقلال په باب کي لیکه
ته شاعر شهکار شپونکیه زمزمي کړه

شهکار شپونکی

د شاعرانو ادبي جونګړه

25 Oct, 17:14


غزل



دوخت له غدارانو.شولو خلاص افغانستان
تاریخ لري دننګ غیرت حساس افغانستان

دنګ غرونه دغیرت لري غیور باتور وطن مو
ښکلایې له چانه ده اقتباس افغانستان

دهر دښمن په مخ کې تل ولاړ ده په میړانه
له هیچا څخه نلرې هراس افغانستان

څیښتن ډیر قیمتي دئ فیدا کړی شکر شکر
یاقوت دی زمرود دی او الماس افغانستان

چې مونږ ته یې جنت جنت ښایسته غیږه خوږه ده
په تن دمحبت لري لباس افغانستان

له وخته مجاهد ده مبارز ده قهرمان ده
ځلانده له چا نلري وسواس افغانستان

بدرالدین ځلاند

د شاعرانو ادبي جونګړه

25 Oct, 16:46


ورپسې ستړی سوم ستومان مړ سوم
دیدن مي وَنکړ د ګران مړ سوم

فِکر کاوه مي چې پيدا به يې کړم
خو په زړه پاته مي ارمان مړ سوم

اوس مي هم تمه سته چې کیږي دیدن
خَیر که لاړم له جهان مړ سوم

ستا فیراقت راباندي زور سو یاره
ځکه په وینو سور ګرېوان مړ سوم

هرڅوک لري نه داسي ښکولی صنم
چې ځان پرې وسوځوي ځوان مړ سوم

اوس مي له قبر نه خوردې وړي خلګ
فاروقه دومره په ایمان مړ سوم

سیف الفاروق رافع

د شاعرانو ادبي جونګړه

25 Oct, 12:22


غزل
ــــــــ
ستا له تلو وروسته ژوند د لویې حادثې نامه ده
د بېلتانه د شپې صحنه، د هرې شپې نامه ده

مړ ژواندې هیلې مې په څېر لکه کوچنیان د غزې
زړه مې کټ مټ د دغه ورانې ښاریې نامه ده

د دوران غم دی د جانان غم ته وخت نه بیامومم
عشقه بخښنه، اوس مې هېره د "هغې" نامه ده

له ما یې شپول د عاطفې او دعاګانو تاو دی
خوږه په ټول کاله کې ځکه د "ادې" نامه ده

یو لاروي ورته په لار د جنون پلونه پرېښي
زاهد ته پاتې زندګي نوره په دې نامه ده
ـــــــــــــــــــ
زاهد ساپی
۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴م

د شاعرانو ادبي جونګړه

24 Oct, 03:20


ارمــــانه سه شوې

زمـــا د سټړې ذنـداګۍ سـټـړیه ارمــانه سه شوې
رانـــه جـودا شـــوې رانه لاړلې جــانانه سه شوې

تـه خـو زمـا د سـتـرګو تـور د زړه ټکور وی ګرانه
اوس مې زړګی درپسې دردکوي درمانه سه شوې

یاره دا ستا د بیلیدو سره جوندون تریخ شه وی
نــشـته مــــزه په جوندانه کې قدردانه سه شوې

د هـېـراولو خــو ته نه یـــې دا به څـنګه شي نو
درپسـې مات شولمه ړنګ شولمه ګرانه سه شوې

د ځیـنو خلکو جودایې رانه خپل ځان ورک کړی
ځان ته هیران شم ځان ته واوایم چې ځانه سه شوی

تـېر انــقــلاب کــې رانه لاړلـی بیا مې ونه لیدی
ما ویلې را به شې خو را نه غلی ناځوانه سه شوی

*مـنـهاج الله زهـیر* دی یاد سـاتم تر هغې پوری
چې یا دی خپل کړم یادی هېر کړمه قربانه سه شوی

           منهاج الله زهیر

د شاعرانو ادبي جونګړه

23 Oct, 16:34


شهید یٰحیٰ السنوار

زخمي زخمي په وینو سور څه دنګ چنار پروت دی
د رب! په دین شو قرباني یٰحیٰ سِنوار پروت دی

ته وا حمزه دی لګېدلی پر سینه په نېزې
له وجود وتي یې مرمئ دي ټول پرهار پروت دی

له غیرت جوړ په پوره تول د غیرتونو رهبر
و پر یهودو باندي تندر او ښامار پروت دی

د تکبیر چیغه یې خاموشه کاروان پاتې یتیم
زلمي په چیغو په سلګو شهید سالار پروت دی

درب! لقأيې شه نصیب ځای یې جنّْتْ الفیردوس
یٰحـیٰ شهید د یو چا مینه کي خمار پروت دی

له ستړي ژونده یې رخصت واخیست دمه یې وکړه
د سپینو حورو پر څنګل څه په کرار پروت دی

ټوټې ټوټې اعضاء دې شه د رب! دربار کي قبول
أنـس حمّاسي! ستا دغم په سخت ګزار پروت دی

أنـس حـمّاسي
#النبوي_بصري_څانګه

د شاعرانو ادبي جونګړه

23 Oct, 01:29


د،دردشپه !

لکه لمرداسي ډوبیږمه !په شپه کې
ویده نیم خورالویږمه !په شپه کې

چي رایاده ستاغزل غزل ځوانې شې
ترنم کوم  ږغیږمه !په شپه کې

مادي دومره انتظاردراتلو کړۍ
ستړۍ شوی یم ځنګیږمه !په شپه کې

دخزان سیلۍ مي بیاپرهیلوراغله
مړاوۍ ګل یمه رژیږمه !په شپه کې

ستافراق مي پرزړه دومره اثرکړۍ
زړه مي درد کوي کړیږمه !په شپه کې

مهاجرچي دي رایادکړم ورکه یاره
بس له ځان سره ژړیږمه !په شپه کې

مهاجرهروي

د شاعرانو ادبي جونګړه

23 Oct, 01:28


غــزل

د چا انـځور ته څڅومه تر سهاره اوښکې
رخصتوم یې له دردو سره قراره اوښکې

په ظاهر کړم ورته خندا په ځان څوک نه پوه کوم
په تنهايي کې تویوم بیا بې اختیاره اوښکې

کړي یې سودا نې پاکوي ښیم یې نه هر چا ته
سترګو کې ځکه کله کله کړم حصاره اوښکې

په چا باور وکړم او چاته ورکړم زړه حیران یم
اکثره خلک تویوي بې اعتباره اوښکې

یو وخت به راشي ته به هم شې زما په پشانې اشنا
یو وخت به رسم کړې ته هم په دغه لاره اوښکې

د دې نړۍ خلکو یم دومره ځورولی خدایه
ځکه ساتمه عبیده له هر یاره اوښکې

د شاعرانو ادبي جونګړه

22 Oct, 14:30


صبر کړه د ښکلو نه خبر به شې
کله چې خبرېږي برابر به شې

مينه کې بازي هم چا ګټلي ده؟
تشه ځولۍ پاڅې به ترور به شې

ته به په خپل عقل باوري ښه يې
بار يې که دې وکتو اوتر به شې

ښکلے چې در وکسي پخلا به شې
بل پله چې ګوري مرور به شې

لافې د پۍ مخو مخ کې څه معنى
لر و بر چې کېږې لاسي بر به شې

سر د پاسه سر دې اورېدلے دی
ته مې د زړه سر ته ګوره سر به شې

مه اچوه لاس مجذوبه ښکلو ته
در به په لاس نه شي در په در به شې

عبدالرحیم مجذوب

د شاعرانو ادبي جونګړه

22 Oct, 02:53


‏د حال په ژبه، د ډرون او قومندان مکالمه

قومندان په دوړو پټ په سوفه ناست دی
له راسته لاسه یې سرې وينې بهیږي
درد هم شته، خو دی په دې فکر کې ډوب دی
بې تورزن لاسه به څنګه نور جنګيږي؟

قومندان دوه شپېته کاله راتېر کړي
په هجرت، په هتکړو کې په جګړو کې
د ایمان په زور یې هر آزمون مات کړی
د سندان غوندې پوخ شوی ګوزارو کې

نن ټپي دی، نن ترې ګرمه وینه څاڅي
بې وسلې دی، تنهایي ده، کلابند دی
مګر بیا هم څوک نږدې نه شي ورتللای
که هر څو لکه زمری په جال کې بند دی

صهيوني لښکريان لور په لور خزه دي
فولادي ټانګونه هره خوا غوریږي
جرأت نشته په هیچا کې چې ورمخ شي
له ناکامه، کوچنی ډرون ورلېږل کیږي

درد نيولی قومندان چې ډرون ته ګوري
ورته وایي: ته لا څه یې؟ دلته څه کړې
ها اصلی بدي داران دې شي رامخکې
تښته! ځان به په پردي جنګ کې لمبه کړې

ډرون بُنګيږي ورته وایي زه جاسوس يم
رالېږلی یمه، ستا بدي دارانو
مګر ته راته شناخته غوندې معلوم شوې
راته ښکاري له ټولۍ د مسلمانو

زه هم تاسو نه پردی نه یم، خو های چې!
اوس مې واک د بل لاسو ته دی لوېدلی
زه د علم د حکمت وروستی مولود یم
زما زړی ستا اسلافو دی کرلی

زه د هغه علم جوړ یم، مؤسس چې ــ
ــ یې جابر بن حیان، ابن هیثم دی
خوارزمي، البيروني چې دی پاللی
د کِندي او ادريسي په نُسخو تم دی

د عربو د رېګزارو فارِسان چې
د نړۍ په لر او بر باندې خپاره شول
ورسره شوه هم په دين نړۍ روښانه
هم هر ځای د تمدن زړي راشنه شول

ها غازيان چې د طارق له ابنا تېر شول
اروپا ته ښکلی دين یې و راوړی
تمدن، ساینس او حکمت هم ورسره و
له علومو ډک خورجين یې و راوړی

د علومو څراغ بل شو اندلس کې
راز او رمز د طبيعت په لوڅېدو شو
د حکمت، د عناصرو علوم دود شول
یو عجيب نوی جهان په کشفېدو شو

لکه شرق چې د علومو خزانه وه
په ديني او دنيوي حساب رهبر و
د یورپ په منځنو تیاره پېړیو
اندلس نه په ختو د علم لمر و

ها نهال چې تاسو کېښود اندلس کې
درنه پاتې شو همالته، بيا مو هېر کړ
ها چې تاسو وې د زړه وينې ورکړې
دښمن خپل کړلو او لاس یې پرې راتېر کړ

غرب هماغو فارمولو ته وده ورکړه
ګاليله و، که جيمز واټ و، که نيوټن و
د طوسي، د زهراوي په پلونو تلل، خو
دغه وخت تاسو پرې ایښی دغه فن و

نن چې غرب په ټول جهان باندې خاني کړي
ستا له لاس لویدلې توره یې ده لاس کې
دا سورسترګی ما ته ډېر ښه رامعلوم دی
بې له دې يې نشه نشته په ګیلاس کې

قومندان لرګي ته لاس کړل ډرون ته وایي
ځغله! ته اوس دلته چا ته لارې ښایې؟
ورشه! مړ امت له خوبه رابيدار کړه
دلته څه کړې چې دردمنو ته لګيا یې

څه چې وايې واړه سم دي مګر واوره!
تنها توره هم کافي نه ده په جنګ کې
ايمان غواړي، عزم غواړي، احساس غواړي
توره بې عزمه ده اوسپنه په څنګ کې

د الوت لپاره دوه وزر په کار دي
هم ايمان او هم کمان به درسره وي
د دنيا کار د دنيا په تدبير کیږي
خو رڼا د پاک قرآن به درسره وي

حيف، چې نن چا په ايمان منګولې ایښي
ځينو ځينو یې کمان دی غورځولی
ځينو نورو په کمان ايمان راوړی
له سينو یې حق ايمان دی غورځولی

قومندان کرار کرار له جوشه لويږي
غږ يې ټيټ خو د زړګي دربی یې لوړ دی
اراده يې د صخرې غوندې پړکا، کا
که هر څو يې ځان په خاورو باندې خړ دی

قاري عبدالستار سعيد

د شاعرانو ادبي جونګړه

22 Oct, 01:11


غزل

تاسې يې حال واخلی داڅوک دی چي تنهاګرځې
زړه يې په لپو کې نيولی په ژړا ګرځې

دخپلي ورانې زندګی کيسه کې ندی درومې
نازکې پښي دژوند په ستني غوندې ملا ګرځې

بيرته راتګ ته به دي دامعنا په مخ وليکم
لکه تياره ښار ته چي بيا ځلي رڼا ګرځې

دومره هم مه تړی په چاپسې مؤمنو زړونه
شته خلک نه پاتيږې نن وې که صبا ګرځي

دهمسفرو زخمي ګوتو ته لاس مه وهه چې
ژوند دی روان دی په هر رنګ لکه دنيا ګرځي

زموږ دوصال کيسه لا هغسې پيچلې ايښې
زړه مې لا هغسې ددرد پرکربلا ګرځي

ته يې په حقه لار در وغواړه خالقه خدايه
درمل عرفان چي کله بيرته ستا په خوا ګرځي

درمل عرفان

د شاعرانو ادبي جونګړه

21 Oct, 14:16


ستړی یمه ستړی یم

بــس له انتظاره نور ستړی یمه ستړی یم
ای د مـینی یاره نور ستړی یمه ستړی یم

نـــــشــتـــه دی له ما څخه قرار ورک دی
چیرت یې قراره نور ستړی یمه سټری یم

تـــــا راســــــره کــــړی وعــــده مات کړه
نه راځې په لاره نور ستړی یمه ستړی یم

مــــا دی د یــــاري نه لاس اخیستی دی
پـرمیږده عداره نور ستړی یمه ستړی یم

تا نه زمـــــا زړه داســــې تـــور شـوی دی
نه دی ستا لپاره نور ستړی یمه ستړی یم

زړه مــــې پـــه ســینه کې درد نیوالی دی
ستادغم له واره نور ستړی یمه ستړی یم

مــــا مــنــهــــاج الله زهــیر هم پریښودو
نـه یمه بی کاره نور ستړی یمه ستړی یم

            منهاج الله زهیر

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 16:25


غمجنې ټپې

شهیده یاره هیرمي نه یی
دهرلمانځه پسي دوعا درته کومه

غم دي هرځای کي راسره دۍ
په نیمه شپه کي مي لَخوبه پاڅوینه

سترګي مي ستادلاروڅارکړي
زه دي په هجرلکه شمعه ویلي سومه

دمازدیګرنری شماله
زماترشهیدلالي مي یوسه سلامونه

زړه مي له غمه راته ساته
لکه طالب چي دوطن کوي ساتنه

جانانه دومره رایادیږې
چي نوم دي واورم غلی غلی وژاړمه

ډیرګیله من له شهادت یم
سړی تنهاکړي یارترحورو رسوینه

دسمال دي جیب کي راسره دی
شهیده یاره تامدام پري یادومه

دقبرسرته دي ولاړ یم
سردي راپورته کړه ترتاراغلی یمه

حجري ته راسم په ژړاسم
راته یادیږي دشهیدلالې وختونه

چي ته به کټ کټ په خنداسوي
مابدي واخسته په غلاڅوانځورونه

کتاب مي خلاس سو ته رانغلې
زه دي لااوس هم دراتلو په طمه یمه

دانقبلاب وزور ته ګوره
پرشازلمیو موجنډې ولاړي دینه

ومورته یودانه ځوي پاته
له ډیره نازه یه پرټنډه ښکوله وینه

آزادی مه مغروره کیږه
ستاپه ولورکي موورکړي دي سرونه

نه  مي هیریږې څنګه وړم
له ډیره درده په زړه ونیسم لاسونه

ستادڅادرتر حاشو ځارشم
طالب لالیه ځه په تا فخر کومه

غم دي لاځوان دی زه یی زوړ کړم
زه دي له غم سره وختونه تیره ومه

ماته دي ټوله ژوندون اورکړ
ستانصیب شوي دي دحورومجلسونه

زړه کي مي بلي لمبي تاوشي
چي راپه زړه شي ستا ټوټي ټوټي هډونه

دمهاجر دحجري یاره
رب دي نصیب کړه ښکلې ښکلې جنتونه

زمامهاجرشفاعت غواړه
ورځ دمحشرکي چي کوي شفاعتونه

مهاجرهروي

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 16:24


غزل

په ژوندکي مي پوره نشوې ارمانه !ځواني مرګه
پرنیمه لاردي پریښودم جانانه !ځواني مرګه

داهجردی که داداسرافیل دشپیلی غګ دۍ
قیامت دي راته جوړکړلو هجرانه !ځواني مرګه

له درده مي په ستوني کي ساه لنډه لنډه کیږې
خومړدي کړمه مړدي کړم خفګانه !ځواني مرګه

له وخته یه راکړي دوصال وعده خوداچې
دریږې نه اوس څنګه کړم بارانه !ځواني مرګه

دزړه له پرهرومي په څک څک ویني راڅاڅي
نوکله به درمل راوړې درمانه !ځواني نرګه

کَوَمه مهاجردرته زاری چي نوریی پریږده
قیصه یه نوره مه کوه ګومانه !ځواني مرګیه

مهاجرهروي

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 15:48


یو وخت و ښه اباد وې ما لیدلې به چناره
مرغۍ قطار قطار درته راتللې به چناره

ښه یاد مې دي چې دلته کله جنګ نه و راغلی
د امن په بادونو ځنګېدلې به چناره

ګودر کې به هم شور و ستا به وخت ورسره تیر و
د ځان سره مُسکی وې خندیدلې به چناره

سیلۍ سره چې کله به دې څانګې په مستۍ شوې
څه ښکلي ترنم کې غږیدلې به چناره

ستا سیوري ته به ناست چې دوه مئین چرته خفه شو
ته څومره مینه ناک وې ژړیدلې به چناره

اخ ګرانه ستا د ډیرو احسانونو په بدل کې
خفه به شوم چې کله سوځیدلې به چناره

هاشم به دخپل ژوند ستړې کیسې چې درته راؤړې
په څومره خاموشۍ تا اوریدلې به چناره
ـــــــــــــــــــــــ
هاشم سادات

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 13:55


یم راغلی دې تر دره ډیر عاصي یم
ګناهونو باندې بار یا الهې یم
ستا د رحم په طلب یم پاک سبحانه
عفوه غواړم په هر حکم دې راضي یم

درته نیسمه ستا روۍ وکړه بخښنه
خطاکار یم ګنهګار یمه څښتنه
کړه پرده مې ستا د خپل رحم لمنه
توبه باسم لایزاله پس له ننه
ته قادِر او مهربان خدای زه سوالې یم

خیال او فکر مې بندي ستا په اعمال کړه
هدایت دې راپېرزو د ستر کمال کړه
ستا رحمت سیوري کې پټ مې لایزال کړه
ښایسته مې زندګي ستا په جمال کړه
ستا وصال پسې لوګی او قربانې یم

کړه محبوب مې ستا په عشق کي چې بې حال شم
ستا په مینه کې چې تیر له سر او مال شم
دا سې مرګ را کړه چې بس یې کلیوال شم
د حبیب ﷺ په جنتو کې انډیوال شم
تېر له خپلې دې ځوانۍ او زندګې یم

انسُ جن دې ثناء وا یې پاک غفاره
ته مالک یې د هر څه پروردیګاره
یم راغلی تاته نه لرمه چاره
په ګرېوان مې اښکې درومې بې اختیاره
لپه لاس درته نیولی أیوبې یم

آیوبي الهام

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 12:50


غزل

په ژوندکي مي پوره نشوې ارمانه !ځواني مرګه
پرنیمه لاردي پریښودم جانانه !ځواني مرګه

داهجردی که داداسرافیل دشپیلی غګ دۍ
قیامت دي راته جوړکړلو هجرانه !ځواني مرګه

له درده مي په ستوني کي ساه لنډه لنډه کیږې
خومړدي کړمه مړدي کړم خفګانه !ځواني مرګه

له وخته یه راکړي دوصال وعده خوداچې
دریږې نه اوس څنګه کړم بارانه !ځواني مرګه

دزړه له پرهرومي په څک څک ویني راڅاڅي
نوکله به درمل راوړې درمانه !ځواني نرګه

کومه مهاجردرته زاری چي نوریی پریږده
قیصه یه نوره مه کوه ګومانه !ځواني مرګیه

مهاجرهروي

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 12:01


نعت شريف

له درستې نړۍ غوره قدردان رسول الله
جانان رسول الله
سید المرسلین دی زما ګران رسول الله
جانان رسول الله

ماته به یې تنده شي د ټول عمر جنت کې
اوبه چې پر کوثر کړي جنتیان رسول الله
جانان رسول الله

مسکا به یې په شونډو کې نرۍ ونڅیده
بلال چې به آذان کې کړ بیان رسول الله
جانان رسول الله

حالت د زنکدن کې د امت غم ورسره
له مور او پلاره ډیر و مهربان رسول الله
جانان رسول الله

ګلګون شو په سرو وینو په طائف کې ژړیده
احد کې و د خدای له دین قربان رسول الله
جانان رسول الله

جابر دې په امید د شفاعت دی مدني
د حشر او حساب پر لوی میدان رسول الله
جانان رسول الله

جابر

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 12:00


غزل

چي ستا دسترګو له طبيبه سوم پردی اوکنه
خدای!خبر جوړ به شي زما ناروغ زړګی اوکنه

څنګه دهغه ميني ګل نه زۀ پالنه وکړم
چي يې ترڅنګ وي راشین سوی ستر ازغی اوکنه

دغه سړي پر خپل وعده باندي وفا وکړله
دا ستا په مينه يې خپل ځان کړو سپېلنی اوکنه

څنګه به هغه قام يوبل ته دورور مينه ورکړي
چي يې په زړو کي نفرت پاته وي زلمی او کنه

ستاپه نشتون کي زۀ په ځان باندي ډاډه نه يمه
چي تر سبا به احساس پاتي سم ژوندی اوکنه

ابراهيم احساس

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 12:00


نعتیه غزل


څنګه به دې درشمه تر در دخدای حبییه
زړه مې له هجرانه دئ پرهر دخدای حبیبه

زه یې په ارمان یم په عجم کې محترمه
ستادچم دښکلي ماذیګر دخدای حبیبه

ستا دشفاعت مې دي ډیوې بلې ساتلي
ته مې شه شافع ورځ په محشر دخدای حبیبه

ستا څلور یاران داستا دسختو ورځو شپو مل وو
ګران صدیق عمر عثمان حیدردخدای حبیبه

ستا دغزاګانو ټول یادونه ډیر خواږه خواږه
بدر که اُحد وو که خبیر دخدای حبیبه

زړه مې دبیلتون په لمبو سوي دې جانانه
یمه له خوښیو مرور دخدای حبیبه

ستا امت کې شماریم بدرالدین ځلاند خوشحال یمه
ستا دلاس نصیب مې کړې کوثر دخدای حبیبه


بدرالدین ځلاند

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 07:02


کاش چې همغه وخت کوچنی   مړ وی
یـــــا لیـــونی وی   لیـــــونی    مړ وی

ما!! مسلمه  امت پــــــداسې حـــــالت
کاش!! لویه خــــدایه نه لیدی   مړ وی

اوس چې ژوندی یم د اقصی په ننګه
ټـــول په مرمـــو سوری سوری   مړ وی

که غـــیرتي وی د غـــزې خورجانې
ستا له فریاد قســـم په خدای   مړ وی

ځان دې غمــــخوار ګڼي  اقدام نکوي
غزې !!په ځـــای دې ګاونډی    مړ وی

زه چــې بربــــاد یم دا د ده له لاســـه
زما ګــــاونډ کې چې داسپی   مړ وی

کــاش متحد وی مســـلمان ملکونــــه
کاش! هر ورځ  یو  فرنګی    مړ وی

غمـــو به نــه خـــوړم حســان کوچیه
زه انقلاب کې ځای په ځای   مړ وی
حسان کوچی

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 06:12


په زړګي شومه بیمار اوازه راغله
شهید شوی دی سنوار اوازه راغله

مظلومیت مي د غزې زړګي ته راغلو
د ظالمو پـــــرې بمبار اوازه راغله

ربه نور يې له دي بد حالته خلاص کړه
تللــی بـــــل د ننــګ منار اوازه راغله

د غفلت خوبو په سر باندي اخیستي
ناست اُمة ورتـــه قرار اوازه راغله

یو غمجنه سلګکۍ مي خوله ته راغله
ای فاروقه چــــــي د یار اوازه راغله

سیف الفاروق رافع

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 05:32


ما زنګوي نری شمال د وطن
دی په زړه پورې استقلال د وطن

دا ګورګوتې څڼې پګړۍ د زلمو
طالب دی حسن او جمال د وطن

د مسلمه امت د سر سایه بان
خدایه ته وساته هلال د وطن

چي مستفید شي ترې نسلونه زمونږ
همداسې بل لرې مشال د وطن

دا سپین بیرغ چې پرې وزرې وهي
دی په څو چنده پرې جلال د وطن

ایوبي وکړه د الفت خبرې
اوس ختم شوی دی جنجال د وطن

م ایوبي

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 04:42


غزل

مینه اظهار که ماته وګوره سترګک ووهه
اې نازولې غمازان ټول په کوتک ووهه

په تورپېکي کي دي لونګ دی اوسنګاردي کړی
سترګي دي هم توري مامه وژنه عینک ووهه

راشه ترڅنګ کینه کوه خوږې کیسې دمیني
تبسم خانده رقیب زخم کي نمک ووهه

سترګي ردیف خندا قافیه اوستا خبري روي
زه به غزل غوندي تکرار وکړم ته پړک ووهه

که خزان یووړم د فراق غم ته تنها پاته شوې
په دیواله کي مي یادګار دا تصویر کلک ووهه

ستا دښایست لښکر جنګونه کوي زړونه وژني
عابد عُزیره قاتل حسن په ټوپک ووهه

عابد عُزیر

کندهار.   1403 -7- 17

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 04:18


د دوو زړو مجاهدینو مجلس......
بې مطلع غزل .....
س: یاره وایه کنه ژوند څنګه تیریږي ؟
ج: بس تیریږي ښه په سور ده انډیواله

س: نور زاړه ملګري چیرته دي نښکاري?
ج: دلګی تیت او لور په لور ده انډیواله

س: ته هغه ملګری ښایې چې زخمي وو ؟
ج: هغه فلج شو او په کور ده انډیواله

د مـــرمیو د تجار او هـــــا د تیلــــو
منــــې!! پاتې یـــې لا پور ده انډیواله

ستا تپوس رانه کـــــوي کله نــــا کله 
د جهـــاد د ورځـــــو مور ده انډیواله

س :ته د بر کلي شهید ماشومان ښایې ؟
ج :دوه خورګانې او یو ورور ده انډیواله 

س :د بګرام د ځنځیرونو به وي نښه ؟
دا مړوند دې چې تک تور ده انډیواله

س: ها زمونږ د کلي بد سړی دې پیژاند?
اوس هغه سره ام   ایم فور د انډیواله

ځه دکلي په چوپتیا کې بیرته ورک شو
پدې شار کې څومره شور د انډیواله

س: اوس شعرونه بیخي کم لیکې کوچیه?
ج: اوس اوبه مې د زړه زور ده انډیواله 

حسان کوچی

د شاعرانو ادبي جونګړه

19 Oct, 12:37


مهار کړه لېونۍ مینه هوښیارې زمانې
د ننګ په پاڼو پاتې شوې د وینو نذرانې

څه ځلند غمی ولوېدۀ له غاړې د اقصی
د ټولې اسلامي نړۍ شو زړۀ دانې دانې

د مرګ په پولو ګام اخلي په هیله د کوثر
په سرو لمبو ګډېږي د تنځارو پروانې

د وخت مصلحتونه به یو یو رانه ماتېږي
مونږ کله صبرېدای شو د امت له یارانې

د خپل باور لاسونه مې پخپلو وینو سرۀ دي
پرېمانه شوې مالت کې د بې لوظو بهانې

د مینې سوز مې واخله د ایمان له سویو ساندو
د زړۀ بې غږه غږه! بې جرسه ترانې

رضوانه! په دنیا کې خواخوږي او مینه شته لا
شهید قدس ته وژړل کابل او فرغانې

منتظر رضوان

د شاعرانو ادبي جونګړه

19 Oct, 04:24


شهیده  غزه

غــزل

نشته سکون نشته درمان نشته قرار د غزې
له خوږ ژوندون لاړو جانان اتل سالار د غزې

لمبې د هجر به مو څو بلیږي زړونو باندې
ځي له دنیا ډیر په ارمان یحی سنوار د غزې

د اسماعیل هنیه د هجر غم مو هېر نه و لا
چه رانه لاړلو یحی سنوار غمخوار د غزې

تنګي ګلونه ماشومان تر دېوالو لاندې شول
بوی د معصومو وینو خیژي له پرهار د غزي

ته یې په خپل حفظ امان کې وساتې خالقه
یتیم ګلان کور د جانان او هره لار د غزې

حماس لښکر به کامیابیږي په نصرت د پاک رب ج
دښمن به مات کړي ورپسې یې ده آزار د غزې

غمجن بهیر به څنګه نه ژاړي د یار په بیلتون
څو به نړیږي مسجدونه او مینار د غزې

د شاعرانو ادبي جونګړه

19 Oct, 04:05


غږ دې نه راځي!

څه شوې د القدس څوکیداره! غږ دې نه راځي
څه شوې په بمونو کې ایساره! غږ دې نه راځي

وا د ستر جلال او د وقار خاونده چېرته یې
څه شوې د غلیم د سترګو خاره! غږ دې نه راځي

تن سوری سوری، مات اندامونه په پاخه وجود
وا زخمي زخمي پټ په غباره، غږ دې نه راځي

چېرته یې غزه دې د سپین روب بشر لیده غواړي
وا د شهادت په خوند خماره! غږ دې نه راځي

خاوري دې په وینو نه، په خپلو زخمو ګډي کړې
طی دې د آزمون کړه ستړې لاره، غږ دې نه راځي

جوړ له قربانۍ، غیرت، ایثاره غږ دې نه راځي
وا د حکمت یاره، یاره، یاره! غږ دې نه راځي.

حکمت

د شاعرانو ادبي جونګړه

19 Oct, 04:03


دشهید سِنوارپه یادکې !

غزه شهیده شوه غزایه شوه یتیمه پاته
قافله سر،وله خوبیا،شوله پرنیمه پاته

ټوله یهودسره یوشوي دي اقصي ورانوې
خود اُمة جزبه لاهغه سي پرمیمه پاته

نسیم خفه خفه دی حال دفتحي نه راژباڼې
هغه قیصه نه کوي هغه له نسیمه پاته

چي قافیلي یی تکل کړی وُاوږده مزل ته
سالارشهیدشوقافله یی له تصمیمه پاته

خیر دتقدیر په فیصلوکي به نوڅه ووایو
داخو لیکلې له ازله له تقسیمه پاته

اي مهاجره دیوسف وروڼه به کله پوه شې
چي لاره بله ده داولي مستقیمه پاته

مهاجرهروي

1,938

subscribers

70

photos

1

videos