أستشهاد | True Dreams @alemarah1415 Channel on Telegram

أستشهاد | True Dreams

@alemarah1415


‏د أستشهاد له ډگره کوچېدلي گلونه، د دوئ یادونه او آرمانونه، د دوئ هیلې او امیدونه....
منبع
#الارمارة ، #السحاب #الهجرة ، #منبع_الجهاد ، #الكتائب...

پل ارتباطی:
@alafghanih
https://t.me/alemarah1415

أستشهاد | True Dreams (Pashto)

د آستشهاد | True Dreams ټولنیز ښکاری پیژندلی چینل دی. دا چینل په @alemarah1415 کې د حقیقتونو، یادونو او خواهشونو سره مرسته وکړې. اوس چینل کولای شمولی حقیقتونه، خواهشونه او امیدونه په کتیابونو او جدیدونو په اړه لیکل شوی دی. دا چینل به یوه جوړه پوهه، د چینل سره اچتلو او تبادله کولو په اړه پوهه دی. د چینل سره اچتلو او د تبادلونو په اړه معلومات له لارې ورکړل شوی دی. د چینل په پورته الړماره، ځهاب، هجرت، جهاد د منبعو کې د باندېونو له لارې معلومات په خپلواکي موضوعاتو کې ورته مواد ته د کتنې په اړه پیژندلی معلومات په کتلای شی. دا چینل د له لارې معلوماتو او ولاړو وختونو په اړه د معلوماتو تجزیه کولو بخښنه دی. په @alafghanih کې وړاندې کړئ او https://t.me/alemarah1415 په لینک کې د چینل سره اچتلو او ورته مواد ته ورته د کولای معلوماتو ته پیژندلی شی.

أستشهاد | True Dreams

10 Nov, 19:38


#شهادت 2009م
خوست، افغانستان

أستشهاد | True Dreams

10 Nov, 19:37


#شهید همام البلوی💔

أستشهاد | True Dreams

02 Nov, 19:30


پخواني ترنم
د حق د لارې رهبران به منی
د بیت الله مسعود کاروان به مني

الفاتح

أستشهاد | True Dreams

02 Nov, 19:26


استاد یاسر - تقبله الله💔

أستشهاد | True Dreams

02 Nov, 19:22


شهید حکیم الله مسعود او شهید قاری طاهر ازبکستانی💔

أستشهاد | True Dreams

27 Oct, 19:12


#خراسان
تاریخ خاموش, روایت یک روستای جنگ‌ زده، ولایت وردک، افغانستان.

أستشهاد | True Dreams

24 Oct, 14:14


د امت د رجالو په شهادتونو به مومنان هېڅکله هم ضعیفه نشي، مومنان پر داسې شهادتونو او تکالیفو ورځ تر بلې ثابته قدمه او محکم پاتې کیږي، دا قربانۍ دومره عادي ندي یوه ورځ به همدا مظلوم مومنان ثبات ته رسوي.
😢🥀

الفاتح

أستشهاد | True Dreams

24 Oct, 14:14


شهید استاد احمد ظاهر اسلمیار - تقبله الله💔

أستشهاد | True Dreams

22 Oct, 19:50


د فاتح کاروان له ګلبڼه💔

أستشهاد | True Dreams

21 Oct, 20:23


‏د حال په ژبه، د ډرون او قومندان مکالمه

قومندان په دوړو پټ په سوفه ناست دی
له راسته لاسه یې سرې وينې بهیږي
درد هم شته، خو دی په دې فکر کې ډوب دی
بې تورزن لاسه به څنګه نور جنګيږي؟

قومندان دوه شپېته کاله راتېر کړي
په هجرت، په هتکړو کې په جګړو کې
د ایمان په زور یې هر آزمون مات کړی
د سندان غوندې پوخ شوی ګوزارو کې

نن ټپي دی، نن ترې ګرمه وینه څاڅي
بې وسلې دی، تنهایي ده، کلابند دی
مګر بیا هم څوک نږدې نه شي ورتللای
که هر څو لکه زمری په جال کې بند دی

صهيوني لښکريان لور په لور خزه دي
فولادي ټانګونه هره خوا غوریږي
جرأت نشته په هیچا کې چې ورمخ شي
له ناکامه، کوچنی ډرون ورلېږل کیږي

درد نيولی قومندان چې ډرون ته ګوري
ورته وایي: ته لا څه یې؟ دلته څه کړې
ها اصلی بدي داران دې شي رامخکې
تښته! ځان به په پردي جنګ کې لمبه کړې

ډرون بُنګيږي ورته وایي زه جاسوس يم
رالېږلی یمه، ستا بدي دارانو
مګر ته راته شناخته غوندې معلوم شوې
راته ښکاري له ټولۍ د مسلمانو

زه هم تاسو نه پردی نه یم، خو های چې!
اوس مې واک د بل لاسو ته دی لوېدلی
زه د علم د حکمت وروستی مولود یم
زما زړی ستا اسلافو دی کرلی

زه د هغه علم جوړ یم، مؤسس چې ــ
ــ یې جابر بن حیان، ابن هیثم دی
خوارزمي، البيروني چې دی پاللی
د کِندي او ادريسي په نُسخو تم دی

د عربو د رېګزارو فارِسان چې
د نړۍ په لر او بر باندې خپاره شول
ورسره شوه هم په دين نړۍ روښانه
هم هر ځای د تمدن زړي راشنه شول

ها غازيان چې د طارق له ابنا تېر شول
اروپا ته ښکلی دين یې و راوړی
تمدن، ساینس او حکمت هم ورسره و
له علومو ډک خورجين یې و راوړی

د علومو څراغ بل شو اندلس کې
راز او رمز د طبيعت په لوڅېدو شو
د حکمت، د عناصرو علوم دود شول
یو عجيب نوی جهان په کشفېدو شو

لکه شرق چې د علومو خزانه وه
په ديني او دنيوي حساب رهبر و
د یورپ په منځنو تیاره پېړیو
اندلس نه په ختو د علم لمر و

ها نهال چې تاسو کېښود اندلس کې
درنه پاتې شو همالته، بيا مو هېر کړ
ها چې تاسو وې د زړه وينې ورکړې
دښمن خپل کړلو او لاس یې پرې راتېر کړ

غرب هماغو فارمولو ته وده ورکړه
ګاليله و، که جيمز واټ و، که نيوټن و
د طوسي، د زهراوي په پلونو تلل، خو
دغه وخت تاسو پرې ایښی دغه فن و

نن چې غرب په ټول جهان باندې خاني کړي
ستا له لاس لویدلې توره یې ده لاس کې
دا سورسترګی ما ته ډېر ښه رامعلوم دی
بې له دې يې نشه نشته په ګیلاس کې

قومندان لرګي ته لاس کړل ډرون ته وایي
ځغله! ته اوس دلته چا ته لارې ښایې؟
ورشه! مړ امت له خوبه رابيدار کړه
دلته څه کړې چې دردمنو ته لګيا یې

څه چې وايې واړه سم دي مګر واوره!
تنها توره هم کافي نه ده په جنګ کې
ايمان غواړي، عزم غواړي، احساس غواړي
توره بې عزمه ده اوسپنه په څنګ کې

د الوت لپاره دوه وزر په کار دي
هم ايمان او هم کمان به درسره وي
د دنيا کار د دنيا په تدبير کیږي
خو رڼا د پاک قرآن به درسره وي

حيف، چې نن چا په ايمان منګولې ایښي
ځينو ځينو یې کمان دی غورځولی
ځينو نورو په کمان ايمان راوړی
له سينو یې حق ايمان دی غورځولی

قومندان کرار کرار له جوشه لويږي
غږ يې ټيټ خو د زړګي دربی یې لوړ دی
اراده يې د صخرې غوندې پړکا، کا
که هر څو يې ځان په خاورو باندې خړ دی

۳۰/۷/۱۴۰۳ هـ ش
کابل

أستشهاد | True Dreams

21 Oct, 19:36


د غزې یوه قهرمانه لور خپله ټپي خور له ځان سره دوه کلیومتره په شاه راوړي.🖤

أستشهاد | True Dreams

21 Oct, 13:42


شیخ ابو یحیی اللیبی
موضوع: د علماوو سره خبرې
اندازه: 50 MB
وخت: ۲:۳۹
ترجمه: فارسی

الفاتح

أستشهاد | True Dreams

18 Oct, 19:28


او از مرگ نمی‌ترسد، به دنبال شهادت در غزه بود ، او شجاعانه تا آخر در میدان نبرد جنگید 💔

أستشهاد | True Dreams

18 Oct, 13:21


‏د لوی الله په لار کې، د لوی الله د دښمنانو په وړاندې؛ د مسلمان امت له سپيڅلو ارزښتونو څخه د‌ دفاع په لومړۍ کرښه کې؛ د مسلمانانو د يو ستر قائد له ايماني غرور، جلال او هيبت څخه ډک مظهر؛
د اسلامي غرور د غره دا لوړه څوکه به د راتلونکو مسلمانو نسلونو لپاره د ازادۍ غوښتنې روڼ مشعل وي.
الفاتح

أستشهاد | True Dreams

18 Oct, 10:41


د یوه داستان پای
د ربيع الثاني ۱۳ مه د چهارشنبې ورځ ده. د غزې جنوب، د رفح د تل السلطان په ويجاړيو کې د ډزو غږونه اورېدل کيږي. يوه ۶۲ کلن سپين ږيري کرۍ ورځ له صهيوني ټانګونو او پياده عسکرو سره په خرپ او ترپ تېره کړې. سپين ږیري ته دوه ملګري ورپاته دي. هغه که څه هم عمرخوړلی دی، خو د ۱۸ کلن ځوان غوندې چست او هوډمن دی.
خو بالاخره داسې ښکاري لکه د داستان پای چې رانږدې وي. هغه دواړه ملګري له لاسه ورکوي. خپله هم ټپي او له غورځنګه لويږي. د یوې نيمه ویجاړې ودانۍ دننه پر یوه کوچ دمه کوي. هغه ستړی دی، نه یوازې د۶۲ کلن ژوند ستړیا، بلکې د یو کلن خونړي جنګ او یوې ستومانه ورځې ستړیا یې په عمر خوړلي بدن سنګيني کوي.
هو، بدن یې ستړی دی، اندامونه يې ټپي او بې سيکه دي، خو روحيه او مورال يې لا هم هماغسې غورځنګي دی. په داسې حال کې چې تک تنها، ټپي او تشه چانټه د اسرائيلي ټانګونو په محاصره کې راګير دی. اما پرتمين عزم یې لا هم د حال په ژبه چيغې وهي چې:
لا خو ژوندی یم، لا خو اخلم ستړې ساه د ژوندون
ترهغو نه مرم،چې مې حق نه وي اداء د ژوندون
خو کله چې عزم پرتمين وي. کله چې ارادې بلندې وي او کله چې روح له آسمان سره خبرې کوي. بيا يې نو دا غوښن بدن تر پايه د وړلو تاب هم نه لري. بیا نو د غوښو او هډوکو پر بدن درنيږي. تردې چې بدن یې ترې لاندې ونړيږي.
و اذا کانت النفوس کبارا
تعبت في مرادها الاجسام
داسې ښکاري لکه دا له غوښو جوړ څو فټه بدن چې هغه اسمانڅک روح ته د تل لپاره ځواب ورکوي چې ۶۲ کاله یې په ستړې ساه ګرځولی دی.
سپين ږیری محاصره دی، ټپي او بې مرميو هم دی، خو لا یې هم خوا ته ټانګونه نه شي وربېرته کېدای. صهيوني عسکر یو کوچني ډرون وراستوي، تر څو یې مرګ ژوند یا موقعيت معلوم کړي. مول وهلی، په دوړو پټ، بې سېکه غازي یو ډرون ویني چې ودانۍ ته ورننوځي. په خپل قهرجن نظر ورګوري. خو ښی لاس يې یاري نه کوي. له خپل چپ لاسه کار اخلي او په ډرون وار کوي. خو ډرون یې د عکاسۍکیمرې له لارې ټانګونو ته موقعيت ور په نښه کړی دی. په ودانۍ د ټانګ د درنو مرميو باړ چلیږي. او دلته ده چې یو له آسمانڅکو ارادو ډک زړه حرکت پریږدي، یو خوځنده قامت له غورځنګه لويږي او لکه د غزې د مساجدو د دنګو مینارو په شان په ځمکه رانړيږي.(انا لله و انا الیه راجعون)
صهيوني لښکر چې د مول وهلي غازي له وژلو مطمئن کیږي، د جسد پلټلو لپاره ورځي،خو کله يې چې له مخ څخه دوسمال لرې کوي. له ویرې یې ګبڼۍ نیسي. ځکه د سړي څېره شناخته معلوميږي. لښکر او ټانګونه له بې روحه جسد څخه تښتي. دا سړی يحيی السنوار ته ورته دی. ضرور به یې پر ځان منفجره واسکټ راګرځولی وي، تر څو له شهادت وروسته هم خپل انتقام واخلي.
صهيوني لښکر په ډېر احتياط یوازې د هغه یوه ګوته غوڅوي تر څو د بایوميټريک معاينې لپاره يې اسرائیلو ته ولیږي. نور له جسد نه لرې ګرځي.
وروسته معلوميږي، دا شهيد چې د ژوند په شان یې بې روحه جسد هم نړیوال کفر ته ویروونکی کابوس دی، هماغه د غزې زمری يحيی السنوار دی. په دې سره د یو نيم میليارديز امت یوازې د یوه اتل داستان پای ته ورسېد.
شېبه وروسته د اتل شهيد انځورونه رسنۍ پر سر اخلي. هغه زخم زخم دی، بدن یې ټوک ټوک دی، دخپل نړیدلي سنګر په خاورو او ډبرو کې دفن دی، خو په وينو لړلی تصوير یې دې بې ضمیره نړۍ ته یو کتاب خبرې لري.
دا معنادار تصوير به پریږدوچې هرچا ته خپل پیغام ورسوي. او موږ به یوازې ورته دا ووایو چې:
يار مې ټوک ټوک خاورو کې پروت دی
له خپلو روغو اندامو کرکه راځينه
تقبله الله

الفاتح

أستشهاد | True Dreams

18 Oct, 08:01


‏د اقصی شهيد

قاري عبدالستار سعید

څه په خاورو خړ، څه سور په وينو، څه زېبا شهيد
راشئ نندارې ته، راشئ وکسئ د اقصی شهيد
دا اوس د أحد که د یرموک ګردو وهلی دی
دا اوس عکرمه دی، که مصعب یا مثنی شهيد
ته وا که حمزه دی، چا وهلی په نېزه باندې
ته وا که حسین دی، چا راکښلی په بيديا شهيد
تشه چانټه غاړه کې، وروستی ګرنېټ لمن کې پروت
ښکاري جنګيدلی، ښه په خرپ، تر وروستۍ سا شهيد
سرې وينې په سپينو ویښتو، څه ژور چيلنج لري
ټولو شازلميو د امت ته، دا بابا شهيد
غږ مه لرئ، پريږدئ، آرام وکړي، ځکه دا سړی
ټول عمر بې خوبه و، ټوک ټوک و له ستړیا شهيد
اوښکې مو کړئ پاکې او سلګۍ مو در ایساري کړئ
ټول ویاړ او غرور دی، خدایګو نه دی د عزا شهيد
تاسو خو یې سم د خريدار په سترګو و ځیرئ
څه معنادار پروت دی، څه پرتم دی څه ښکلا شهید
سره کفار ترې تاو او دی خرام لکه ټپي زمری
ما ته یې رایاد کړ، ها سرلوړی داد الله شهيد
اوس يې که ناڅاپه، باڼه ورپېد نو ګورئ بیا
تېښته د بې ننګو، په لړزه به کړي دنيا شهيد
نه دی د جفا، د بې ننګۍ ، یا د سپېتانې مړ
سراسر غیرت دی، د عزت او د وفا شهيد
پُو یې کړه، د مړه امت رګو کې د جهاد روحيه
چا ویل چې مړ دی، دا ژوندی دا مسيحا شهيد
لاس که دې سعيده، د خدای در ته لوړول وایه!
ربه! شهادت راکړې په شانې د يحيا شهيد

تقبله الله🖤
۱۵/ربيع الثاني/ ۱۴۴۶
د جمعې مبارکې سهار

1,738

subscribers

105

photos

353

videos