ښاغلي انوري نن د کورنیو چاور وزارت د پالیسۍ او ستراتيژۍ معین مولوي عبدالحق مخدوم او د پروان ولایت پخواني والي الحاج مولوي عبدالعلي قدرت الله امیني له لورې د مراسمو په ترڅ کې د پروان ولایت یو شمېر مسؤلینو او منسوبینو ته معرفي شو او په کار یې پیل وکړ.
غونډې ته د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتيژۍ مرستیال وویل: په ښه ډول د مسؤلیت بار وړل او د عدالت پلي کول ستونزمنه چاره ده، هغه د یاد ولایت له خلکو، علماوو او مسؤلینو وغوښتل چې له خپل والي سره همکاري وکړي.