RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون @rtapashto1 Channel on Telegram

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

@rtapashto1


د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون (Pashto)

د RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون یوه تلویزیوني چینل ده چې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع دی. دا چینل د افغانستان د پخواني معلوماتو ته په سره د دې سيمې په اړه ښه رسمي او کومخواسته پېښه او د ورجونکو په نندارو او وروستي هدایتونو کې تعقیب کولای شي. دا چینل د RTA Pashto تاسو ته د ټولنې خبرونو، ورځنی ورځې او لیکوالیکو تازه معلوماتو ته رسیدوي او کولای شي. آیا تاسو چې د RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون په اړه تفصیلاتو په سره پوه شي؟ او د چینل د پاورولو ډولو مخکې څه یاست؟ په RTA Pashto کې تاسو کولای شي د دې معلوماتو او لیکوالیکو کولای شي.

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Jan, 11:50


#د_نن_لنډ_او_مهم_خبرونه
د هېواد ۱۲ ولایتونو کې ۱۴ سړې خونې فعالېږي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Jan, 11:24


د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ، بې‌وزله کډوالو ته د نمرو وېش کمېټې، په نهو ولایتونو کې د کډوالو ښارګوټو لپاره ۲۸ زره او ۱۶ جریبه ځمکه ځانګرې کړه.
#ملي‌تلویزیون

بشپړ خبر👇
https://rta.af/article6736/

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Jan, 11:05


د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، چې اوس‌مهال افغانستان امن دی او په دې تړاو اندېښنې بې‌ځایه دي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Jan, 10:56


د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، د سالنګونو لویه لاره د واورې ورښت له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې.

ښاغلی حق‌شناس زیاتوي؛ د غزني مالستان او ناور، د جاغوري او اجرستان ولسوالیو سړکونه او د بامیان د قوناق، اب قول کرمان او شاتو کوتلونه او د دې ولایت د پنجاب ولسوالۍ د دهن سیا مسیرونه هم د واورې ورښت له امله تړل شوې دي.

د نوموړي په وینا؛ د نورو نښلېدونکو سړکونو سربېره د کابل - جلال اباد لویه لاره، چې د غره ښویېدنې له امله تړل شوې وه بیرته پرانستل شوې.

ښاغلی حق‌شناس وايي، د ټولګټو وزارت پرسونل هڅه کوي، چې یادې لارې د ترافیکو پرمخ پرانیزي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Jan, 10:30


د غرمنۍ دمه؛
افغان لوبډلې د ۴۴ اورونو په لوبولو سره ټولې ۱۲۵ منډې جوړې کړې او له سیالې زېمبابوې ۳۹ منډې مخکې شوه.
رحمت شاه زرمتی په ۶۸ او شاهد الله کمال په ۱۶ منډو توپوهنې ته ولاړ وو.
#RTASport
#AFGvsZIM

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Jan, 10:08


د هېواد ووشو ملي فدراسیون له لوري د ووشو ملي انتخابي سیالۍ پيل شوې.
په دې سیالیو کې له ۲۹ ولایتونو څخه ۳۳۰ تنه لوبغاړو ګډون کړی، چې د کوچنیانو، تنکیو ځوانانو، پوره ځوانانو او لویانو په ۴ کټه‌ګوریو کې به خپلې سیالۍ نندارې وړاندې کړي.
د دې سیالیو په پای کې به د ووشو ملي لوبډلې ته ۱۲۰ تنه لوبغاړي غوره شي.
#RTASport
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Jan, 08:56


زندان؛
د تېرې ادارې پرمهال د پلچرخي زندان بندي مطیع‌الله وایي، چې د تېرې ادارې عسکرو په زندان کې پر مجاهدینو وسله‌وال برید وکړ او هغوی یې په مرمیو وویشتل.
#ملي‌تلویزیون

بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/lFIXePommI0?si=ZnjrNZOukruj76RJ

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Jan, 08:55


زندان؛
د تېرې ادارې پرمهال د پلچرخي زندان بندي مطیع‌الله وایي، چې د تحقیق پرمهال یې د غېرې انساني شکنجې له امله غوږونه له کاره وغورځېدل.
#ملي‌تلویزیون

بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/lFIXePommI0?si=ZnjrNZOukruj76RJ

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Jan, 07:59


که غواړئ له مهمو ورځنیو پېښو څخه پر وخت خبر شئ، نو د ملي راډیو تلویزیون د انسټاګرام پاڼه وڅارئ.⬇️

https://instagram.com/rtapashto1/

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Jan, 07:35


په بلخ کې د وزلوبې جذابې سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت بزکشۍ فدراسیون استازولۍ له لوري د دې ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۳۷ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې ډله‌ییز سیالۍ وشوې.

ګلبدین پهلوان د حاجي ایشان امام پر اس دوه ځله وزګړی تر حلال دایرې ورساوه او د دې سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#Balkh
#buzkashi

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Jan, 06:44


د ژمي په رارسېدو سره تخار کې د کبانو تود بازار!
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Jan, 06:40


زېمبابوې د افغانستان ۱۵۷ منډو پر وړاندې ۲۴۳ منډې وکړې او افغان لوبډله یې ۸۶ منډې پوروړې کړه.
افغان لوبډلې د ۸۶ منډو په مقابل کې د ۳ ویکټو په زیان ۴۶ منډې جوړې کړې.
نن شنبه غرمه ۱۲:۳۰ بجې به افغان لوبډله خپله توپوهنه پیلوي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#AFGvsZIM

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Jan, 06:32


د بخش‌اباد بند مستند؛
سبا شپه ۷:۳۰ دقیقې له ملي‌تلویزیون او زموږ له ټولنیزو رسنیو څخه!
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Jan, 05:49


نن شنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Jan, 05:37


څه موده وړاندې د ځوانانو راډیو له لوري د هېواد کرېکټ‌بورډ سره په همغږۍ د کرېکټ ودې او ځوانانو یووالي په موخه د ۸ ولایتونو ترمنځ کرېکټ سیالۍ پیل شوې وې، چې پایله کې د هلمند ولایت په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پایلوبه کې هلمند او بلخ لوبډلې مخامخ شوې، چې بلخ په ټاکلیو ۱۰ اورونو کې سیالې لوبډلې ته ۱۰۳ منډې هدف ورکړ.
پر وړاندې یې هلمند لوبډلې ټاکل شوی هدف د ۵ لوبغاړو په سوزېدو پوره کړ او د ځوانانو راډیو کرېکټ جام اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د خوست صابر ګربز د دې سیالیو مخکښ توپوهونکی او د هلمند محمد سراج غوره توپ‌اچوونکی ونومول شول.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 10:13


د کرېکټ نړیوالې شورا افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال یو ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند کړی دی.
له عمرزي سره سریلانکايي لوبغاړي کوسال مېنډېس، ونېنډو هسرنګا او ویسټنډیزی لوبغاړی شریفین رادرفورډ هم دغه جایزې ته نوماندان شوي دي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#azmatullahomarzai

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 10:00


افغان لوبډلې ۵۰۰ منډې پوره کړې
د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې د زېمبابوې پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې دویمې پاڼۍ کې د ۱۵۰ اورونو په لوبولو سره د ۳ لوبغاړو په زیان ۵۰۰ منډې جوړې کړې.
حشمت الله شهیدي په ۱۶۹ او افسر ځاځی په ۴۴ منډو توپوهنې ته ولاړ دي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#AFGvsZIM

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 09:57


هغه افغان خطاط چې اثار یې په نړیوالو موزیمونو کې هم نندارې ته ایښودل شوي دي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 09:32


د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي له یو شمېر دیني علماوو سره په کتنه کې د ښوونې سکټور پیاوړتیا ته په اشاره ویلي، چې اسلامي امارت د شريعت په رڼا کې د دیني او عصري علومو پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دی او په يوې داسې طرحه کار کوي چې د اوسني عصر د اړتیاوو ځواب ویوونکې وي.

دغه راز دې کتنه کې علماوو په هېواد کې د شته اسلامي نظام، ډاډمن امنيت، اقتصادي ځان بسياينې او د رغنيزو چارو له روان بهیره خوښي ښودلې او د حاکم اسلامي نظام د پیاوړتیا او د ولسونو د ستونزو پر حل یې ټینګار کړی دی.
#ملی‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 08:29


د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې سږکال د ټول هېواد په کچه ۴۸۳ مټریک ټنه د وریجو حاصلات راټول شوي، چې د تېرکال په پرتله یې حاصلات ۹.۶ سلنه لوړ شوي.

د دې ادارې په وینا، سږکال په ۱۷ ولایتونو کې پر ۱۲۹،۲ هکټاره ځمکه د شولو کرکېله شوې وه، چې د تېر کال په پرتله د شولو تر کښت لاندې د کرنیزې ځمکې ساحه هم پراخه شوې ده.

دغه اداره زیاتوي، چې د سږکال ډیری حاصلات له کندز، تخار، ننګرهار، کونړ او بلخ ولایتونو څخه په لاس راغلي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 08:17


رحمت شاه زرمتي له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته خپله ویکټ له لاسه ورکړه
دغه لوبغاړي د زېمبابوې پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې په دویمه پاڼۍ کې د ۲۳ څلوریزو او ۳ هسکو شپږیزو پرمټ ۲۳۴ منډې جوړې کړې.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#AFGvsZIM
#rahmatshah

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 08:02


بدلون؛
د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر محمد زلمی افغانيار پوپل وایي، چې افغانستان کې د بهرنیو پانګه‌والو پانګه خوندي ده.
#ملي‌تلویزیون

بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/nBR5Y-vc-Zs?si=x04-v_bsO2TQOPXs

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 07:47


موږ پر اېکس (ټوېټر) هم وڅارئ!👇
https://x.com/SportRta
ما را در ایکس (تویتر) نیز دنبال کنید!👇
https://x.com/SportRta

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 07:43


په ننګرهار ولایت کې د پهلوانۍ فدراسیون له لوري د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د درې ولایتونو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې.

په دې سیالیو کې له درې ګډونکونکیو ولایتونو څخه ۵۰۰ تنه لوبغاړو په بېلابېلو وزنونو کې ونډه اخیستې، چې د ۳ ورځو په موده کې به خپلې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#nangrahar

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 07:41


د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لکښت د اوبو رسولو دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یاد وزارت په وینا: د دغو پروژو د بشپړیدو سره ۸۵۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 07:14


د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او کورداید، OWH، PRB، او WHH موسسو ترمنځ د ۹ میلیونه او ۴۸۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي.

د کډوالو وزارت وایي، د دې هوکړه‌لیکونه له مخې به یادې موسسې په کابل، بلخ، جوزجان، سرپل او کندوز ولایتونو کې ۱۳ زره او ۶۱۰ راستنېدونکو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې وکړي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 06:57


کاوش؛
د سیاسي چارو شنونکی ګلاب خان باز وایي، د اسلامي امارت په لاسته راوړنو هېڅوک سترګې نه شي پټولای.
#ملي‌تلویزیون

بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/R282o4fdxa8?si=ePSghokvPyWzWqPb

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 06:44


د کلیم الله ساپي کرېکټ لوبډلې د تګاب ولسوالۍ کرېکټ سیالیو اتلولي وګټله
څه موده وړاندې د کاپیسا ولایت کرېکټ امریت له لوري د دې ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ کرېکټ سیالۍ پیل شوې وې، چې پایله کې د کلیم الله ساپي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو پایلوبه کې د کلیم الله ساپي او شاهین مرکزي لوبډلې مخامخ شوې، چې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته کلیم الله ساپي پکې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

کشمیر ساپی په ۱۸۰ منډو د دې سیالیو غوره لوبغاړی، عرفان الله رحیمي په ۲۰۲ منډو مخکښ توپوهونکی او ایمل ساپی په ۱۴ ویکټو غوره توپ‌اچوونکی ونومول شول.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#Kapisa
#cricket

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 06:43


کاوش؛
د سیاسي چارو شنونکی ګلاب خان باز وایي، چې له اسلامي امارت سره تعامل د نړیوالو په ګټه دی.
#ملي‌تلویزیون

بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/R282o4fdxa8?si=ePSghokvPyWzWqPb

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 06:22


د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې څلورمه ورځ نن یکشنبه غرمه ۱۲:۳۰ بجې پیلیږي.
افغان لوبډلې د زېمبابوې ۵۸۶ منډو پر وړاندې د درېیمې ورځې تر پایه د رحمت شاه زرمتي ۲۳۱ او حشمت الله شهیدي ۱۴۱ نا سوزېدلو منډو پرمټ ټولټال ۴۲۵ منډې جوړې کړې.
نن په څلورمه ورځ به هم رحمت شاه او حشمت الله توپوهنې ته ادامه ورکړي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#AFGvsZIM

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 06:17


راځئ اقصی وپېژنو!
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Dec, 05:32


ډیپلوماتیک تعامل مستند؛
سه‌شنبه د شپې ۷:۳۰ دقیقې له ملي‌تلویزیون او زموږ له ټولنیزو رسنیو څخه!
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Dec, 07:10


لرغونی افغانستان؛
له بخارا څخه راوړل شوې خرقه شریفه او د میرویس نیکه مقبره!
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Dec, 07:01


روغه سټه؛
ایډز څه ډول ناروغي ده او ولې رامنځته کېږي؟
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Dec, 07:01


قلعه ذال لوبډله د کندوز والیبال سیالیو اتله شوه
څه موده وړاندې د کندوز ولایت بدني روزنې او سپورټ ریاست په همغږۍ د والیبال فدراسیون استازولۍ له لوري د دې ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۷ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ پيل شوې وې، چې پایله کې د کوربه قلعه ذال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پایلوبه کې قلعه ذال او تربوز ګزر لوبډلې مخامخ شوې، چې قلعه ذال پکې سیالې لوبډلې ته ۲۱ ـ ۱۵ ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#kanduz
#volleyball

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Dec, 06:48


د بین‌الوزارتي پانګونې کمیټې نوبتي غونډه کې په کاپیسا، هرات او کابل ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید، په کندهار کې د لمریزې برېښنا په موخه د بټریو د نصب، د هېواد په ۱۰ بندرونو کې د خوراکي او کرنیزو توکو د کیفیت د کنټرول په موخه د لابراتوارنو او په هرات ولایت کې د پستې د باغونو او د نیالګیو لپاره د قوریو جوړولو پر طرحو باندې خبرې شوې.

په غونډه کې پر یادو شویو طرحو له بحث وروسته بېلابېلو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې د دې طرحو په تړاو دې له اړوند شرکتونو سره تخنیکي او اقتصادي بحثونه ترسره او خپل وروستی راپور دې د کمیټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Dec, 06:34


نن چهارشنبه د #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.👇
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Dec, 06:19


بنګله‌دېش له ویسټنډیز څخه دویمه ټېسټ لوبه وګټله
د بنګله‌دېش او کوربه ویسټنډیز ترمنځ د دوه ټېسټ سیالیو لوبلړۍ په دویمه لوبه کې بنګله‌دېش کوربه لوبډلې ته د ۱۰۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په دې پایلې سره د دوه ټېسټ سیالیو لوبلړۍ ۱ ـ ۱ مساوي پای ته ورسېده.
تسکین احمد په ۱۱ ویکټو او ۲۳ منډو د دې لوبلړۍ غوره لوبغاړی شو.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Dec, 05:50


د افغانستان برېښنا شرکت د رهبرۍ پلاوي ترکمنستان ته سفر کړی

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو د استازو په ملتیا ترکمنستان ته د سفر په ترڅ کې د ترکمن انرګو شرکت له رییس دوردي الیاسوف، د ټاپ پروژې له رییس مراد ارتیکوف او یو شمېر نورو مسولینو سره کتلي دي.

ښاغلي عمر په دې کتنه کې د ټاپ پروژې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړې او د افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

ټاکل شوې د دې سفر په ترڅ کې د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانستان د برېښنا پېرودلو تړون هم لاسلیک شي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Dec, 05:30


بارسلونا ۱۶مه اونۍ په بریا پای ته ورسوله
د اسپانیې فوټبال غوره لیګ پیاوړې لوبډله بارسلونا د ۱۶مې اونۍ په پای کې له ملورکا سره مخامخ شوه، چې له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته بارسلونا پکې سیالې لوبډلې ته ۵ ـ ۱ ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې بارسلونا په ګټه ټوریسټ، ډیجنګ او وېکټور یو ـ یو او رفینیا دوه ګولونه ووهل.
له دې بریا وروسته بارسلونا په ۳۷ نومرو د جدول سر کې لا پیاوړې شوه.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#LaLiga

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Dec, 05:10


ځیرک قفل؛
یوه افغان ځوان داسې وسیله جوړه کړې چې د موټرو د غلا کېدو مخه نیولای شي.
دا نوښت د نوې ټکنالوژۍ برخه کې د افغان ځوانانو د خلاقیت ښکاره مثال دی.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Dec, 04:55


که غواړئ چې له مهمو ورځنیو پېښو څخه پر وخت خبر شئ، نو د ملي راډیو تلویزیون تلېګرام چینل وڅارئ.
https://t.me/rtapashto1

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Dec, 04:48


انتظارها به پایان رسید؛
فقط یک روز دیگر تا لیگ بزکشی افغانستان ـ‌ یما پترول
نشر این مسابقات به گونه‌ی زنده از ملی‌سپورت و صفحات اجتماعی ما
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#buzkashi

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Dec, 04:17


دریځ؛
نن شپه ۷:۳۰ دقیقې له ملي او ملي‌نیوز څخه!
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Dec, 04:16


د هرات له پاشدان بند څخه د اوبو اخیستلو لړۍ پیل شوې.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Dec, 04:11


هېواد کې یو شمېر معلولین له حکومت څخه غواړي، چې هغوی ته د کار زمینه برابره کړي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

04 Dec, 04:10


هېواد کې یو شمېر معلولین له حکومت څخه غواړي، چې هغوی ته د کار زمینه برابره کړي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Dec, 15:49


د روزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د پوليسو ځواکونو له لوري يو شمېر وسلې او مهمات نیول شوي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Dec, 15:31


د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د کندهار ځايي مسولینو په ملتیا سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر کړی.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د یادې ولسوالۍ له مسولینو او علماوو سره په لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي نظام لپاره مو دوه لسیزې قربانۍ ورکړې او د ساتنې لپاره یې باید پوره هڅې وشي.

امیرالمؤمنین حفظه‌الله علماوو ته سپارښتنه کړې، چې د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د ښه پلي کولو برخه کې له اړوند ادارو سره همکاري وکړي او عامو خلګو ته د ایمان، عقیدې او نورې زده‌کړې ورکړي.

همدا راز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله مسولینو ته سپارښتنه کړې، چې له اختلافاتو ډډه وکړي او په چارو کې دې د مسولینو اطاعت او پيروي وکړي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Dec, 14:50


موریسویل سمپ ارمي لوبډله د ابوظبۍ لس اوریزو سیالیو پایلوبې ته ووتله

د ۲۰۲۴ ابوظبۍ لس اوریزو کرېکټ سیالیو په دویم کوالیفایر راونډ کې موریسویل سمپ ارمي لوبډلې د یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته ډیلي بولز لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو پایلوبې ته یې لار وموندله.

سمپ ارمي لوبډله به د دې سیالیو په پایلوبه کې نن شپه ۸:۰۰ بجې د ډیکن ګلیډیټورز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#T10League

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Dec, 14:30


شل کلن مزل؛
مجاهد صدیق‌الله منصور وايي، چې اشغالګرو په بې‌ګناه افغانانو بې‌درېغه ظلمونه وکړل.
#ملي‌تلویزیون

بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/7EWmP-IrCxM?si=q31VjF_WVhRJDQIX

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Dec, 14:16


د اقتصادي چارو شنونکی شمس‌ الرحمان احمدزی وايي، چې چابهار بندر له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د وصل ټکی دی.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Dec, 13:58


د کابل ولایت په بېلابېلو تاریخي سیمو کې د چمپینز ټرافي یا اتلانو جام په زړه پوري انځورونه؛
ــــــــــ
تصاویر زیبای جام قهرمانی یا چمپینز ترافی کرکت در مناطق تاریخی ولایت کابل؛
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#ChampionsTrophy2025

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Dec, 13:48


د اقتصادي چارو شنونکی شمس‌ الرحمان احمدزی وايي، چې چابهار بندر د افغانستان د سوداګرۍ ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Dec, 13:44


د اقتصادي چارو شنونکی شمس‌ الرحمان احمدزی وايي، چې چابهار بندر د افغانستان د سوداګرۍ ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Dec, 13:15


نیمروز ولایت کې د کیک بوکسېنګ فدراسیون استازولۍ له لوري د دې ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت په همکارۍ د ۴۰ لوبغاړو ترمنځ د «یووالي جام» ترنامه لاندې د کېک بوکسېنګ اوولسم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې د یاد ولایت په زرنج ښار کې د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټګورۍ کې د کېک بوکسېنګ ورزش ته د ودې او غوره لوبغاړو موندلو په موخه پیل شوې وې، په پایله کې یې ۲۰ ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Dec, 13:10


د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر بصیر رنجبر وايي، چې چابهار بندر له اوبو سره د افغانستان د نښلېدو لپاره خورا مهم دی.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Dec, 12:55


دقت؛
نن شپه ۹:۱۰ دقیقې له #ملي‌تلویزیون او زموږ له ټولنیزو رسنیو څخه!

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Dec, 12:42


د کانونو او پټرولیم وزیر بدخشان ته سفر کړی

کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د دې وزارت وزیر ملا هدایت‌الله بدري بدخشان ته د سفر په ترڅ کې د وسلوال پوځ له لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او ځايي مسولینو سره لیدنه کړې.

ښاغلي بدري د کانونو د قاچاق او غیرې قانوني استخراج پر مخنیوي ټینګار کړی او د بدخشان ځايي مسولینو د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.

دغه راز نوموړي شهربزرګ ولسوالۍ کې د زرشويي کان د استخراج له سیمو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې په هیڅ صورت به د کانونو غیرې قانوني استخراج ته اجازه ورنکړي او ټول شرکتونه مکلف دي چې د قانون او طرزالعمل سره سم ژر تر ژره اجازه لیکونه تر لاسه کړي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 16:32


د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، چې د دغې ټولنې رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور چین ته د سفر پر مهال د نړيوال فدراسيون د اسيا څانګې له مسول الکساندر متيو سره ناسته کړې.

په دې ناسته کې د افغانستان د بشري وضعیت په ښه‌والي، د اړمنو وګړو د ملاتړ، او د ژمي لپاره د بېړنیو مرستو په برابرولو خبرې شوې.

ښاغلي متيو د سرې میاشتې د فعالیتونو ستاینه کړې او د دوامداره مرستو ژمنه یې کړې ده.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 16:32


متحده عربي امارتو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني د یاد هېواد د دولت له رییس شیخ محمد بن زاید النهیان سره کتلي.
یاده کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو پراختیا او د سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 15:15


فضل الحق فاروقي د لوبې غوره لوبغاړی شو

د متحد عربي اماراتو ۱۰ اوریزو کرېکټ سیالیو کې د ډیلي بولز لوبډلې افغان توپ‌اچونکی فضل الحق فاروقي د نیویارک سټرایکرز لوبډلې پر وړاندې نننۍ سیالۍ کې بهترینه توپ‌اچونه وکړه.

فاروقي په دغه سیالۍ کې د ۲ اورونو په ترسره کولو سره ۱۹ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي یې وسوزول.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#T10League

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 15:01


رحمان‌الله ګربز بهترینه توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه

د متحده عربي اماراتو په لس اوریزو کرېکټ سیالیو کې د یو پي نوابز لوبډلې لوبډلمشر رحمان‌الله ګربز د چینای بریفز جګوار لوبډلې پر وړاندې روانه لوبه کې بهترینه توپوهنه وکړه او ۴۱ منډې یې جوړې کړې.

د ګربز په توپوهنه کې ۲ څلوریزې او ۴ شپږیزې شاملې وې.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#T10League

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 13:19


د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی ترکیې ته د سفر په ترڅ کې یاد هېواد کې مېشتو افغان سوداګرو سره کتلي دي.

ښاغلي عزیزي د دې کتنې پرمهال افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه معلومات ورکړي او له افغان سوداګرو یې غوښتي چې هېواد ته راستانه شي او پانګونه وکړي.

ورته‌مهال افغان سوداګرو هم ویلي، چې هېواد ته د ستنېدو پلان لري.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 13:07


افغان ۱۹کلنو ځوانانو له بنګله‌دېش لوبډلې ماته ومنله

د ۱۹کلنو کم‌عمره ځوانانو اسیا جام کرېکټ سیالیو په لړ کې د افغانستان ۱۹ کلنو کم‌عمره ځوانانو کرېکټ ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې له خپلې سیالې بنګله‌دېش لوبډلې د ۴۵ منډو په توپیر ماته وخوړه.

افغان لوبډله به په یادو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د راتلونکې دیسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#afgu19vsbanu19
#u19asiacup2024

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 12:23


پایله؛
افغانانو تل د اشغال پر وړاندې مبارزه کړې او د بې‌سارې قربانیو په ورکولو یې خپلواکي ترلاسه کړې ده.
#ملي‌تلویزیون

بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/wexvOpBBo10?feature=shared

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 11:56


فیصل خان غوره توپوهنه ترسره کړه

د افغانستان ۱۹کلنې کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي توپوهونکي فیصل خان احمدزي د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې د بنګله‌دېش پر وړاندې غوره توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه.

فیصل په دغه سیالۍ کې د ۶ څلوریزو او یوې هسکې شپږیزې پر مټ ۵۸ منډې ترسره کړې.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#afgu19vsbanu19
#u19asiacup2024

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 11:49


له ۳۲ اورونو وروسته افغان ۱۹کلنې کم‌عمره ځوانانو کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې روانه سیالۍ ۱۲۵ منډې جوړې کړې او خپل ۳ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي.

افغان لوبډله د دې سیالۍ د ګټلو لپاره ۱۰۴ نورو منډو ته اړتیا لري.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#u19asiacup2024
#afgu19vsbanu19

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 11:04


ویډیو: د سالنګ لویه لار د شدیدي واورې او طوفان له امله په لنډ مهاله توګه د هرډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 11:03


۲۰ اورونه پای ته ورسېدل؛
افغان ۱۹کلنې لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره د ۲ لوبغاړو په سوزېدو ۷۴ منډې جوړې کړې دي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#u19asiacup2024
#afgu19vsbanu19

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 10:54


د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې د واورې ورېدو، طوفان، او ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي له امله د سالنګ لویه لار تر بلې خبرتیا پورې په لنډمهاله توګه د هر ډول موټرو د تګ‌راتګ پرمخ وتړل شوه.

د ښاغلي حق‌شناس په وینا؛ د سالنګونو د ساتنې ریاست کارکوونکي هڅه کوي چې د هوا په ښه کېدو سره دغه لویه لار بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیزي.
#ملي_تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 10:15


د لومړۍ پاورپلای پای؛
افغان ۱۹کلنو کم‌عمره ځوانانو کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې روانه سیالۍ د لومړیو ۱۰ اورونو په لوبولو سره د یو لوبغاړي په سوزېدو ۳۰ منډې جوړې کړې دي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#afgu19vsbanu19
#u19asiacup2024

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 08:55


بنګله‌دېش افغان لوبډلې ته ۲۲۹ منډې هدف وټاکه

د ۱۹کلنو کم‌عمره ځوانانو اسیا جام کرېکټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ۱۹کلنو کم‌عمره کرېکټ ملي لوبډلې افغان ۱۹کلنو لوبډلې ته د ۹ لوبغاړو پر مټ ۲۲۹ منډې هدف وټاکه.

په دغه سیالۍ کې د بنګله‌دېش په ګټه عزیزالحکیم ۱۰۳ او کلام صدیقي ۶۶ منډې ترسره کړې او د نورو بنګله‌دېشي توپوهوونکو په پرتله ښه وځلېدل.

دغه راز د افغانستان په ګټه بیا عبدالعزیز، خاطر ستانکزي او نورستاني ښه توپ‌اچونه ترسره کړه او هر یو دوه، دوه لوبغاړي وسوزول.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#u19asiacup2024
#afgu19vsbanu19

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 08:40


ډاکټر عبدالباري عمر، د برشنا شرکت عمومی اجرائیه رئیس، په ترکيه کې د خپل سفر په ترڅ کې د قرغیزستان، تاجکستان او پاکستان د برېښنا مسئولینو سره ليدنه کړې ده.

د برشنا شرکت وايي چې په دې ليدنه کې د برېښنا، د برېښنا د انتقال او د دغو هېوادونو ترمنځ د ه

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 08:02


د دویمې پاورپلای پای؛
له ۴۰ اورونو وروسته بنګله‌دېش ۱۹کلنو کم‌عمره ځوانانو لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوزېدو ۱۷۲ منډې جوړې کړې دي.
ستاسو په اند څو منډې هدف به وټاکي؟
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#u19asiacup2024
#afgu19vsbanu19

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 07:54


د الجزیرې د راپور له مخې، د غزې پر نصیرات مېشت‌غالي د اسراییلي یرغلګرو د وروستیو بریدونو له امله د یوې کورنۍ د ۹ غړو په ګډون لږ تر لږه ۲۹ تنه شهیدان شوي دي.

د راپور له مخې، په دې بریدونو کې د استوګنې کورونه، جوماتونه او نو عامه ځایونه په نښه شوي دي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

29 Nov, 07:46


دوه افغان لوبڅاران به د ۱۹کلنو ځوانانو اسیا جام سیالیو کې لوبڅارنه کوي

د ۲۰۲۴ نوولس کلنو کم‌عمره ځوانانو اسیا جام کرېکټ سیالیو کې د نورو هېوادونو د لوبڅارانو ترڅنګ به، افغان مېچ‌ریفري زراب شاه ظهیر او لوبڅار فاروق خان احمدزی د لوبڅارنې دنده پر مخ اوسي او د افغانستان استازیتوب به وکړي.

دغه سیالۍ نن جمعه د افغانستان په ګډون د ۸ لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#u19asiacup2024

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 16:21


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي لوګر کې د یو شمېر مجاهدینو د جهادي کارنامو او قربانیو په یاد غونډه کې ویلي، چې ټول باید د خپلو شهیدانو جهادي کارنامې ولیکي او تر نورو نسلونو یې ورسوي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 16:02


د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال مولوي حبیب‌الله بدر د پکتیا په زندان کې له دیني زده‌‌کړو د فارغو زندانیانو په فراغت‌غونډه کې د افغانستان په زندانونو کې د شکنجې او بد چلند اوازې بې بنسټه بللي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 15:13


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت اللّٰه جمال، د همغږۍ او اسانتیا رامنځته کولو په موخه د سياحتي شرکتونو ټولنې له مسولینو سره غونډه وکړه.

دې غونډه کې مولوي قدرت اللّٰه جمال ویلي، چې غواړو په ټول هېواد کې د ګرځندوی صنعت ته پراختیا ورکړو، ياد صنعت معياري او ډېجېټل کړو او سياحتي شرکتونو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړو.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 14:51


مالیې وزارت وايي، چې د لومړي ځل لپاره هېواد کې د پلټونکو ادارو او د مسلکي زده‌کړو بنسټونو ته د جواز ورکولو لړۍ پیل شوه.

د یاد وزارت زیاته کړې؛ پلټونکو ادارو ته د معیاري جواز په ورکولو سره به اداري چارې لا مسلکي شي، د ملي عوایدو له تېښتي څخه به مخنیوي وشي، د امارتي او خصوصي شرکتونو په عوایدو کې به زیاتوالی راشي، په مالي او مالیاتي پروسو کې به بشپړه روڼتیا رامنځته شي او شرکتونه به د سیستم جوړونې په برخه کې لا ډېر پیاوړي شي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 13:45


د ملي سوداګرو په مالي لګښت د شیخ ابو نصر فراهي بندر د سړک جوړولو چارې پیل شوې.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 13:33


د کورنیو چارو وزیر خوست کې د نوې امنیې قومندانۍ اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 11:46


د نیمروز ولایت بدني روزنې او سپورټ امریت له لوري د ۱۶ لوبغاړو ترمنځ د سنوکر پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې موخه یې د سنوکر سیالیو وده او پراختیا وه، د درې ورځو په موده کې ترسره شوې.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#Nimroz
#snoker

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 11:35


هارډېک پانډیا د شل اوریزو سیالیو په تازه درجه بندۍ کې لومړي مقام کې راغلی دی.
د دې اونۍ نور مهم سپورټي خبرونه په دې کلېپ کې وګورئ!👇
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 11:17


د لاندې لینک له لارې د ملي راډیو تلویزیون دري واټساپ ګروپ سره ملګري شئ.👇
#ملي‌تلویزیون

https://chat.whatsapp.com/HD9aMoFboqL2BrNQK6ujNZ

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 11:02


د اسټرالیا او هند ترمنځ د پینځه ټېسټ سیالیو لوبلړۍ سبا جمعه د اسټرالیا په پرت کرېکټ سټيډیم کې پیلیږي.
د دې سیالیو وروستۍ سیالۍ به د ۲۰۲۵ کال جنورۍ میاشتې پر ۳مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۷مې به دوام وکړي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#AUSvsIND
#cricket

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 09:36


له پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وایي، چې د دې ادارې او یوې موسسې ترمنځ د ۳۸ زره او ۸۴۲ ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شوی.

د دې هوکړه‌لیک له مخې به یاده موسسه د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې ۲۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د پخلنځي یو شمېر توکي، کمپلې او فرشونه ورکړي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 08:16


ننګرهار ولایت کې د بدني روزنې او سپورټ ریاست سره په همغږۍ د سوکوهنې فدراسیون استازولۍ له لوري د ځوانانو یووالي او هڅونې په موخه د سوکوهنې سیالۍ پیل شوې.
په دې سیالیو کې ۲۰۰ لوبغاړو د کوچنیانو، تنکیوځوانانو، پوره ځوانانو او لویانو په څلور کټه‌ګوریو کې ونډه اخیستې، چې د دوه ورځو په موده کې به خپلې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#nangrahar

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 07:10


د هند کرېکټ ملي لوبډلې ټولچاری لوبغاړی هارډېک پانډیا د شل اوریزو سیالیو الراونډرانو په تازه درجه بندۍ کې په ۲۴۴ نومرو لومړي مقام کې راغلی دی.
له دې وړاندې انګلستانی لوبغاړی لېم لېوېنګ سټن په لومړي مقام کې ځای درلود.
د یادونې وړ ده، چې افغان لوبغاړي محمد نبي په شپږم نمبر کې ځای خپل کړی دی.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 06:48


اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د هلمند مرکز لښکرګاه کې د څه‌باندې ۳۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د «لقمان حکیم» په نوم د یوه سوداګریز مارکیت جوړولو چارې پیل شوې.

د دې وزارت په وینا؛ دغه مارکیت چې پینځو پوړونو کې جوړیږي، ۴۰ بلاکونه، ۲۷۰ هټۍ، د موټرو پراخ پارکینګ او یو مسجد به ولري.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 06:08


د ریاست‌‌الوزرا سیاسي مرستیال په غزني کې د میشتې محمدي درېیمې پلې لوا څخه لېدنه کړې؛

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په غزني کې د میشتې۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند له محمدي درېیمې پلې لوا څخه لېدنه کړې ده.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د منسوبینو سرښندنو په ستاینې سره دوی ته په حطاب کې وویل: « چې د الله ج رضا ترلاسه کول، د اسلامي نظام پیاوړتیا او ملت ته خدمت کول خپلې اساسې موخې وګڼئ.»
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 05:55


د پوهنې وزارت وایي، چې د جوزجان مرکز شبرغان کې د ۳ میلیونه او ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوه ښوونځې لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې.

د دې وزارت وینا؛ دغه ودانۍ چې ۶ درسي او ۲ اداري خونې لري، د یوه خیریه بنسټ په مالي لګښت رغول شوې ده.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 05:55


نن او پرون؛
د کابل ښار شپږمه ناحیه چې په تېره اداره کې د جنایي پېښو او بېلابېلو جرمونو شاهده وه، اوس یې اوسېدونکي په بشپړه هوساینه او امنیت کې د ژوند شپې او ورځې تېروي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

21 Nov, 05:54


د عمري بند بشپړ مستند؛
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

10 Nov, 16:02


کابل کې د طبیعي او نورو پېښو له امله له زیانمنو ۲۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

10 Nov, 15:54


د هندوستان او سویلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د څلورو شل اوریزو کرېکټ سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې هندوستان لوبډلې د ۶ لوبغاړو پر مټ سویلي افریقا ته ۱۲۵ منډې هدف وټاکه.

په دغه سیالۍ کې د هند په ګټه هارډیک پانډیا تر نورو توپوهونکو ښه وځلېده او ۳۹ ناسوزېدلې منډې یې جوړې کړې.

د یادونې وړ، چې دغه سیالۍ د سویلي افریقا په کوربتوب روانې دي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#SAvsIND

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

10 Nov, 15:46


خواجه عبدالله انصاري عالي لېسې د یوې موسسې په مرسته د متشبثو زده‌کوونکو د تولیداتو تر سرلیک لاندې یو ورځنی نندارتون جوړ کړی دی.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

10 Nov, 15:24


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP-29) کې د ګډون په موخه اذربایجان ته سفر کړی.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

10 Nov, 14:41


کابل ښار کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس مرکز جوړولو په طرحه د بحث په موخه د اړوند وزارتونو او ادارو ترمنځ غونډه وشوه.

کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې دې غونډه کې کابل ښار کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس او خرڅلاو مرکزونو په جوړېدو او بهرنیو هېوادونو ته یې د لېږد سربېره د کان کیندنې اجازه لیکونو په صادرولو، بازار موندنې، مرکز ته د ډبرو را لېږد او د قیمتي ډبرو د ارزښت او عوایدو په اړه بحث شوی.

دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید بلوچ، د ماليې وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر، د اقتصادي معاونیت مالي رییس حافظ محمد ګډون کړی وو.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

10 Nov, 13:43


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا» له مشر فاضل اکین اردوغان سره لیدنه کړې.

دې لیدنه کې له افغان بزګرانو سره د مرستې، د بدیل معیشت، د نشه‌یي توکو د کښت په مخنیوي او د کرنیزو وسایلو او ماشینونو د لېږد په تړاو خبرې شوې.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

10 Nov, 13:11


یعقوب صافی؛
هغه با استعداده چټک توپ‌اچونکی، چې له تېرو څو کلنو راهیسې خپلو هېلو ته د رسېدو لپاره زیار اوباسي.
په اړه یې، په ډېر څه په دغه لنډه ویډیو کې پوه شئ!👇
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

10 Nov, 12:46


د هېواد د تېکواندو او جیت کاندو لوبغاړي هېواد ته راستانه شول

د افغانستان د آی ټي ایف تېکواندو او جیت کاندو لوبغاړي د اوزبیکستان د تاشکند ښار د مختلفو نړیوالو سیالیو په جشنواره کې د ګډون او د سرو زرو او سپینو زرو مډالونو له ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول، چې د هېواد د ورزش عمومي ادارې له تود هرکلی سره مخ شول.

د اوزبیکستان د تاشکند ښار د مختلفو نړیوالو سیالیو په جشنواره کې د هېواد د آی ټي ایف تېکواندو لوبغاړي د سپینو زرو مډال او د ووشو د جیت کاندو لوبغاړو دوه د سرو زرو او درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

10 Nov, 12:43


سلام سهار مو نېکمرغه؛
د ستونې درد ولې رامنځته کېږي او څنګه یې درملنه کولای شو؟
ډاکټر عبدالواحد هلال برکی یې په اړه معلومات ورکوي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

10 Nov, 12:10


د اسلامي امارت په حاکمیت سره هېواد کې د فابریکو فعالیت زیات شوی دی.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

10 Nov, 11:38


#د_نن_لنډ_او_مهم_خبرونه
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP-29) کې د ګډون په موخه اذربایجان ته سفر کړی.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

10 Nov, 11:35


د کاپیسا لس اوریزې کرېکټ سیالۍ د احمد شهزاد صافي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا تګاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د «هېواد کرېکټ» ترنامه لاندې لس اوریزې کرېکټ سیالۍ د احمد شهزاد صافي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو پایلوبې ته احمد شهزاد صافي او هېواد کرېکټ لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې احمد شهزاد صافي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۰ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د دې سیالیو په پای کې بهیر صافی د پای لوبې غوره لوبغاړی، فهیم صافی د سیالیو غوره توپ‌اچونکی او اشرف میاخیل د سیالیو غوره توپوهونکی او غوره لوبغاړی ونومول شول.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

10 Nov, 11:02


#افغانستان د #بنګله‌دېش پر وړاندې!
درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه؛
سبا ماسپښین ۱:۳۰ بجه په ژوندۍ او قانوني بڼه له #ملي‌سپورټ څخه!
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#AFGvsBAN
#cricket

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

07 Nov, 03:36


د لبنان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دې هېواد په ختیځ بیقاع سیمه او بعلبک ښار کې د اسرائیلي یرغلګرو د ورستیو پراخو هوایي بریدونو له امله ۴۰ تنه شهیدان او ۵۳ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې پر لبنان د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل را پدیخوا دغه هېواد کې لږ تر لږه ۳ زره او ۵۰ تنه شهیدان او ۱۳ زره او ۶۵۸ نور ټپیان شوي دي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

07 Nov, 03:09


د پوهنې وزارت وایي، چې د میدان وردګو ولایت اړوند جلریز ولسوالۍ کې د شیرخان په نوم د یوه لومړني ښوونځي لپاره د ۳ میلیونه او ۷۶۰ زره افغانیو په لګښت نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پوهنې وزارت په وینا؛ دغه ودانۍ چې ټولې اړینې اسانتیاوې لري، د پوهنې وزارت د یوې همکارې ادارې په مالي لګښت جوړه شوې.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

07 Nov, 02:59


د لوګر د محمداغې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لېدنه کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو ستاینه کړې او د اسلامي نظام تر چتر لاندې یې د سوکاله او ارام ژوند په تېرولو خوښي ښودلې.

په یوه بله لېدنه کې د بغلان ولایت قومي مشرانو ویلي، په هېواد د اسلامي نظام حاکمیت د هر افغان هیله وه، چې اوس یې دغه هیله پوره شوې.

ورته مهال د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال وویل، چې اسلامي امارت خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د ستونزو د حل په برخه کې کوښښ کوي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

07 Nov, 02:46


د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کندهار د خاکریز ولسوالۍ اړوند په چینارمنوخیلو کلي کې د څه‌باندې ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند د چارو د پیل خبر ورکړی.
د کلیو او بیارغونې او پراختیا وزارت په وینا؛ دغه بند چې د خوړو نړیوال سازمان په مالي لګښت جوړیږي د چارو په بشپړېدو سره به یې د باران اوبه مهارې او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به خوندي شي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

07 Nov, 02:22


د نن پنجشنبې ورځې تاریخ!
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

06 Nov, 17:31


الله‌محمد غضنفر د لوبې غوره لوبغاړی شو

د افغانستان او بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو کرېکټ سیالیو د لوبلړۍ د لومړۍ لوبې غوره لوبغاړی الله‌محمد غضنفر وټاکل شو.

غضنفر په دغه سیالۍ کې د ۶.۳ اورونو په ترسره کولو سره ۶ لوبغاړي وسوزول او یوازې ۲۶ منډې یې ورکړې.
#ملي‌سپورټ
#RTASport
#AFGvsBAN
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

06 Nov, 17:15


بریا مو مبارک شه!
افغان لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو کرېکټ سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې د الله محمد غضنفر د غوره تو‌پ‌اچونې پر مټ بنګله‌دېش لوبډلې ته د ۹۲ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې د افغانستان په ګټه د توپوهنې په برخه کې محمد نبي ۸۴ او حشمت‌الله شهیدي ۵۲ منډې جوړې کړې. دغه راز د توپ‌اچونې په برخه کې بیا الله محمد غضنفر د نورو توپ‌اچونکو پرتله ښه توپ‌اچونه وکړه او ۶ لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل.
#ملي‌سپورټ
#RTASport
#AFGvsBAN
#cricket

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

06 Nov, 16:41


افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې؛
بنګله‌دېش لوبډلې د ۳۰ اورونو په لوبولو سره د ۳ لوبغاړو په سوزېدو ۱۳۱ منډې جوړې کړې دي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#AFGvsBAN
#cricket

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

06 Nov, 16:32


د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰۰ د مالدارۍ فارمونه جوړ شوي دي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

06 Nov, 16:21


د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د شمال زون په کچه بلخ ولایت کې د خبریالانو او ادارو ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالي په موخه دوه ورځنی سمینار جوړ شو.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

06 Nov, 16:12


غزني کې د درې میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

06 Nov, 16:08


افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې؛
له ۲۰ اورونو وروسته بنګله‌دېش لوبډلې د ۲ لوبغاړو په سوزېدو ۱۰۱ منډې جوړې کړې دي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#AFGvsBAN
#cricket

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

06 Nov, 15:22


کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وروستی راپور په کلکه رد کړی.
په یاد راپور کې د ۲۰۲۳ په پرتله سږ کال افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹ سلنه زیات ښودل شوی دی.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

06 Nov, 15:19


افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې؛
د لومړۍ پاورپلای پای؛
بنګالۍ لوبډلې د لومړیو ۱۰ اورونو په لوبولو سره د یو لوبغاړي په سوزېدو ۵۴ منډې جوړې کړې دي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#AFGvsBAN
#cricket

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

06 Nov, 14:55


د افغانستان قوت‌الرمي ملي لوبډلې د اوزبیکستان قوت‌الرمي نړیوالو سیالیو کې د دوو سرو زرو ، درې د برونزو او یو د نقري مډالونو په ګټلو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ، چې د ۱۴ هېوادونو ترمنځ د روانې نومبر میاشتې په ۲مه نېټه د اوزبیکستان په تاشکند ښار کې پیل شوې وې، عراق پکې لومړی مقام، بحرین دویم مقام او افغانستان پکې بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

06 Nov, 14:55


د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید هرات ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي شیخ مولانا نور احمد اسلام جار سره په لیدنه کې هېواد ته د بې کیفیته تېلو د وارداتو پر مخنیوي او سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو خبرې کړې.

دغه راز ښاغلي سعید د هرات له ګمرک او مستوفیت څخه د ليدنې پر مهال مسولینو ته سپارښتنه کړې، چې د خلکو ستونزو ته پر خپل وخت رسېدنه وکړي او ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

06 Nov, 14:24


د ملي دفاع وزیر د هند له پلاوي سره لیدلي

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د هند د بهرنیو چارو وزارت د «PAI» چارو مرستیال جي پي سینګ په مشرۍ د هند له یوه پلاوي سره لیدنه کړې.

ملي دفاع وزارت وايي، چې دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او بشري همکاریو سربېره د افغانستان او هند ترمنځ د تعامل پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 16:10


د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني چین کې د بې‌وزلۍ کمولو او د کرنې د ودې کنفرانس کې له ګډونوالو هېوادونو غوښتي، چې افغانستان کې په پانګونې سره د بې‌وزلۍ کچه راکمه کړي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 15:28


د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د یوه جومات د جوړېدو چارې پیل شوې.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 15:19


شل کلن مزل؛
د اشغال پر وړاندې د افغانانو د سپېڅلې مبارزې رښتینی داستان!
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 15:02


لغمان کې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د شولو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 14:52


خوست کې د لومړي ځل لپاره د شاوخوا ۲۰ زره ډالرو په لګښت د ولادي فیستولا ناروغۍ عملیات خونه پرانیستل شوه.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 14:34


د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، چې د کابل پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدر خان سیمه کې د ګازو په یو شرکت کې اور لګېدنه رامنځته شوې.
د ښاغلي ځدراڼ په وینا؛ اور وژونکی ټیم سیمې ته رسېدلی او هڅه کوي چې اور ژر تر ژره مهار کړي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 13:33


شل کلن مزل؛
نن شپه ۷:۳۰ دقیقې له #ملي‌تلویزیون او زموږ له ټولنیزو رسنیو څخه!

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 13:13


الو بخارا د غزني له هغو مېوو څخه ده، چې ډېر مینوال او ښه حاصلات لري.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 12:41


تړلي لاسونه، مستند | نهمه برخه
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 12:40


تړلي لاسونه، مستند | اتمه برخه
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 12:40


تړلي لاسونه، مستند | اوومه برخه
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 12:39


تړلي لاسونه، مستند | شپږمه برخه
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 12:35


تړلي لاسونه، مستند | پینځمه برخه
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 12:33


تړلي لاسونه، مستند | څلورمه برخه
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 12:32


تړلي لاسونه، مستند | درېیمه برخه
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 12:30


تړلي لاسونه، مستند | دویمه برخه
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 12:29


تړلي لاسونه، مستند | لومړۍ برخه
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 12:15


د پکتیا اریوب ځاځي ولسوالۍ طبیعي ښکلا!
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 12:00


درنو لیدونکو!
د افغانستان ملي راډيو تلویزیون د تاریخي، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي مستندونو سربېره د فکري جګړې، د اشغالګرو د وحشتونو، د افغانانو د مبارزې او نورو بېلابېلو موضوعاتو په تړاو مستندونه له لاندې ادرسونو څخه کتلای شئ!👇
یوټیوب:
https://youtube.com/@rtadocumentary-1?si=ayJoT4fW6PDHwocY

ټلېګرام:
https://t.me/rtadocumentary

واتس‌اپ‌ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/BrYMiA0ndqw6QQVDq6mIxC

واتس‌اپ‌چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029VasSuBkKwqSTK6meIz0a

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

02 Nov, 11:48


د دویمې ورځې پای؛
د هند او نیوزیلاینډ ترمنځ د درېیمې ټېسټ لوبې د دویمې ورځې په پای ته رسېدو سره میلمه نیوزیلاینډ د ۹ ویکټو په زیان یوازې ۱۷۱ منډې جوړې کړې.

په دې پاڼۍ کې د هند په ګټه جدېجا ۴ او اشوین ۳ ویکټې واخیستې.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#INDvsNZ
#cricket

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

01 Nov, 12:13


ځوان لوبغاړی، امید صاحبي له کوچنیوالي له کرېکټ سره مینه لري.
خو، دا چې امید له څه وخته مسلکي کرېکټ ته مخه کړې او تراوسه څه لاسته راوړنې لري؟
د امید له خولې یې واورئ!
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

01 Nov, 11:35


څه موده وړاندې، د روزګان ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت سره په همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې پیل شوې د ټېپ‌بال کرېکټ سیالۍ، د کليوال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو په پایلوبه کې کلیلوال لوبډلې خپلې سیالې مینوال لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

01 Nov, 11:11


د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري لغمان کې د حرفوي او مسلکي زده‌کړو یو مرکز پرانیستل شو.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

01 Nov, 10:37


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت کفیل او د باختر خبري اژانس رییس مولوي ضیاءالحق حقمل بدخشان ولایت کې د سیرت‌النبي او د اسلام تاریخ سیالۍ د مخکښو ګډونوالو په ستاینغونډه کې ګډون کړی.

ښاغلي حقمل په دې مراسمو کې وویل، چې د اوسني نسل ځوانان دې د دیني علوم سربېره د عصري زده‌کړو د ترلاسه کولو په برخه کې هم کوښښ وکړي، ځکه په اوسني ځوان نسل پورې د اسلامي امت هیلې تړلې.

د سیرت دغه سیالي چې د یاد ولایت د مرکز په ګډون پکې د کشم او بهارک ولسوالیو څخه ۲زره کسانو برخه اخیستې وه، غوره ګډونوال یې وستایل شول.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

01 Nov, 10:28


رویندرا جدیجا د نیوزیلاینډ پر وړاندې غوره توپ‌اچونه وکړه

د هندوستان او نیوزیلاینډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ټېسټ سیالیو د لوبلړۍ د درېیمې او وروستۍ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د هندوستان پیاوړي توپ‌اچونکي رویندرا جدیجا د نیوزیلاینډ پر وړاندې بهترینه توپ‌اچونه وکړه او ۵ لوبغاړي یې وسوزول.

د دې سیالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې د نیوزیلاینډ ټوله لوبډله د ۲۳۵ منډو په جوړولو وتوانیده.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#NZvsIND

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

01 Nov, 06:55


ویسټنډیز لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه

د انګلستان او ویسټنډیز کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو کرېکټ سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې ویسټنډیز لوبډلې د ډي ایل ایس میتود له لارې انګلستان ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د یادې لوبلړۍ لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه به سبا ( شنبه، د لړم ۱۲مه ) ویسټنډیز کې ترسره شي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#WIvsENG

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

01 Nov, 05:35


د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې؛ اسپانیا کې د راوتلو سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۸ تنه لوړ شوی، د تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره د دې هېواد په ختیځه سیمه والنسیا کې ثبت شوې، چې ۱۵۵ تنو ته رسیږي.

د راپور له مخې، دغه سېلابونه چې په تېره یوه پیړۍ کې بې‌ساري بلل شوي، د ځاني تلفاتو سربېره یې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

ځایي او زیانمنو شویو خلکو اړوند ادارې ګرمې کړې، چې پر وخت یې د هوا له خربوالي خبر نه دی ورکړی.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

01 Nov, 05:34


څه موده وړاندې، د کونړ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت سره په همغږۍ د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د دې ولایت په اسمار ولسوالۍ کې د سولي جام په نوم پیل شوې کرېکټ سیالۍ، د پلوڅو ناو ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو پایلوبه د پلوڅو ناو ځوانانو او واحد افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د پلوڅو ځوانانو خپلې سیالې لوبډلې ته د ۷ ویکټو په ستر توپیرماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

01 Nov, 05:25


د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له تعلیمي مرکز څخه نږدې ۲۰۰ تنه منسوبین فارغ شول؛

ملي دفاع وزارت وایي، چې ۱۹۸ منسوبین د ۳۱۳ مرکزي قول اردو په تعلیمي مرکز کې د دوه نیم میاشتنیو زده‌کړو د دورې له بشپړولو وروسته د یو لړ مراسمو په لړ کې فارغ شول.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

01 Nov, 05:09


د افغانستان د قوت‌الرمي ‌۷کسیزه ملي لوبډله ( ۵ لوبغاړي، یو روزونکی، یو مدیر ) د قوت‌الرمي نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه د اوزبیکستان تاشکند ښار ته ولاړه.

ټاکل شوې، چې یادې سیالۍ به د اوزبیکستان په کوربه‌توب د ۱۴ هېوادونو ترمنځ په ۱۱ ورزشي برخو کې د روان میلادي کال د نومبر میاشتې په دویمه نېټه د دې هېواد په تاشکند ښار کې پیل او د همدې میاشتې تر ۶مې نېټې به دوام وکړي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

01 Nov, 04:35


الاتحاد لوبډلې د صالح الشهري د یوازېني ګول په مرسته الاحلي ته ماتې ورکړه

د سعودي عربستان فوټبال غوره لیګ سیالیو په دوام تېره شپه الاتحاد او الاحلي لوبډلې د سیالۍ ډګره ښکته شوې وې، چې الاتحاد لوبډلې پکي د صالح الشهري په یوازیني ګول سره الاحلي لوبډلې ته ۱ ـ ۰ ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

الاتحاد لوبډلې په یادو سیالیو کې تر دې دمه ۹ لوبې ترسره کړي، چې ۸ یې ګټلي او یوازې یوه یې بایللې ده.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#SPL2024
#football

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

01 Nov, 04:23


د ټولګټو وزارت د افغان-ټرانس پروژې عملي چارو پیل ته چمتووالی ښودلی.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

01 Nov, 03:57


د الجزیري خبري شبکې د راپور له مخې تېره ورځ (پنجشنبه، د لړم ۱۰مه) د غزې په بېلابېلو برخو د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له کبله ۹۵ تنه شهیدان شوي، چې له دې ډلې ۱۶ تنه یې النصیرات پنډغالي کې پر دوو استوګنیزو کورنو په ترسره شویو هوایي بریدونو کې شهیدان شوي.

د غزې سربېره لبنان کې هم تېره ورځ د صهیونیستي رژیم د بریدونو په پاېله کې ۴۵ تنه شهیدان شوي، چې ۶ تنه پکې روغتیا پالان دي.

د یادونې وړ ده، چې پر غزې او لبنان د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو په ځواب کې د حزب‌الله غورځنګ له لوري توغولو شویو راکټونو د اسرائیلو شمال کې ۸ تنه وژلي دي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

01 Nov, 02:15


د نن جمعې ورځې تاریخ!
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 16:30


د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 16:06


د افغانستان او چین ترمنځ د بار وړونکي ریل پرانیسته وشوه. #ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 15:46


د ژوند هنداره؛
سبا شپه ۹:۱۰ دقیقې له #ملي‌تلویزیون او زموږ له ټولنیزو رسنی

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 08:11


د اقتصادي چارو شنونکی محمد عیسی مبارز وایي، هېواد کې د بنسټیزو پروژو پلې کېدل به د افغانان اقتصادي ستونزې حل او اقتصادي ثابت به رامنځته شي.
#ملي‌تلویزیون
بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/ijHg83Sx4fQ

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 07:22


تړلي لاسونه؛
دغه مستند نن شپه ۷:۳۰ دقیقې له ملي تلویزیون او زموږ ټولنیزو رسنیو څخه وګورئ.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 06:56


د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني لوګر ولایت ته سفر کړی.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 06:56


منبر علمي او کلتوري ټولنې د مولوي امیرمحمد مشهور په (چکنور ملا صیب) په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره کړ.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 06:51


د ورځنیو سپورټي خبرونو لپاره د ملي‌سپورټ تریډز پاڼه هم درسره وڅارئ!

👇
https://www.threads.net/@rtasport99/post/DBxtRWmoqzC?xmt=AQGziilCw-ohPfgHCNapokzMLHfQ171_GdA-E3jmza_-TQ

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 06:40


په هېواد کې د ۲۰ اوریز کرېکټ پرمختګ؛
د افغانستان کرېکټ‌بورډ د لیګونو همغږۍ څانګې له لوري د «مرزا کټه‌وازي شل‌اوریز ټورنمېنټ» ته درېیمه درجه رسمي جواز ورکړل شو.
کرېکټ‌بورډ ویلي، چې له دې جواز وروسته به هر کال د مرزا کټه‌وازي شل‌اوریزې کرېکټ سیالۍ د افغانستان کرېکټ‌بورډ په بشپړې همکارۍ او همغږۍ ترسره کیږي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#cricket
#Afghanistan

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 06:30


د تېرکال په پرتله زابل کې د انارو حاصلات زیات شوي دي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 06:20


بلخ کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د امارت پېژندنې کتاب د ازموینې مخکښ ګډون‌وال وستایل شول.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 06:19


بلخ کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د امارت پېژندنې کتاب د ازموینې مخکښ ګډون‌وال وستایل شول.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 06:04


تړلي لاسونه؛
نن شپه ۷:۳۰ دقیقي له #ملي‌تلویزیون او زموږ له ټولنیزو رسنیو څخه!

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 06:02


مانچېسټر سیټي لوبډله له انګلستان فوټبال حذفي جام سیالیو بهر شوه

دغه لوبډلې د کرباو کپ ۱۶ غوره لوبډلو پړاو کې له ټوټېنهام هاټسپور لوبډلې څخه ۲ ـ ۱ په ماتې خوړلو سره د دې سیالیو له مخکې تګ څخه پاتې شوه.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#EFLCup

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 06:00


د ملي نیوز خبري ټولګې؛
د افغانستان، سیمې او نړۍ د وروستیو اطلاعاتو ترلاسه کولو لپاره ملي نیوز وڅارئ.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 05:49


د افغانستان اسلامي امارت له لوري ټاکل شوي پلاوي د ایران پر خاوره کلګان دره کې د افغان کډوالو پر وړاندې د شوي تاوتریخوالي پلټنه کړې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، تر دې دمه په پېښه کې د دوو تنو شهادت او یو شمېر نورو کسانو د ټپي کېدو پخلی شوی.

ښاغلی فطرت زیاتوي، د دې غمجنې پېښې د دو تنو شهیدانو جسدونه او ۳۴ تنه عيني شاهدان چې ځیني يې په پيښه کې ټپيان شوي هم دي هېواد ته انتقال شوي او پاتې نور کسان د انتقال په حال کې دي.

د نوموړي په وینا؛ د پېښې وروستۍ موندنې به له بشپړو څېړنو وروسته خپرې شي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 05:24


بند امیر زون لپاره یوه معیاري اکاډومۍ ورغول شوه

د افغانستان کرېکټ‌بورډ اینجینرۍ څانګې له لوري د کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، میدان وردک، بامیان او دایکندي ولایتونو کرېکټ لوبغاړو لپاره د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې یوه معیاري روزنیزه اکاډومي جوړه شوه.
په دې روزنیزه اکاډومۍ کې ۶ شنه او ۳ چپسي ویشتنځایونه جوړ شوي دي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#Kabul
#cricketacademy

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 05:13


د کورنیو چارو وزارت د سلاح ګرځولو د پخوانيو جوازونو، استعلامونو، مکتوبونو او لیکونو د لغوه کېدو اعلان کړی او ویلي یې دي، چې د دې وزرات د ډیاک مدیریت له لوري به د سلاح ګرځولو نوي جوازونه ووېشل شي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 05:08


۲۴ خپرونه؛
د میدان وردګو ولایت د ملي راډیو تلویزیون خبریال په دغه ولایت کې د مخابراتو د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکوي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

31 Oct, 05:08


د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت په اړه ځانګړی راپور!
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 15:53


د ځوانانو اسیا جام کرېکټ سیالیو ستره پایلوبه کې افغان ابدالیان د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګره ته ښکته کېږي.

ټاکل شوې، چې دغه ستره پایلوبه به سبا ماښام ( یکشنبه، د لړم ۶مه ) ۶:۰۰ بجې د افغانستان پر وخت د عمان هېواد الامارات کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#menst20emergingteamsasiacup2024
#SLvAFG
#accfinale

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 15:52


د ښار هنداره؛
سبا شپه یې ۹:۱۰ دقیقې له ملي تلویزیون او ټولنیزو رسنیو څخه کتلی شئ.
#ملي‌‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 15:10


پکتیا کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د (جوی‌بغل) کانال د جوړلو چارې پیل شوې.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 15:10


کندوز کې د قومي مشرانو او دیني علما‌ءکرامو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 15:09


د لغمان له الشینګ ولسوالۍ څخه ۱۳ قلمه لرغوني اثار ترلاسه شوي دي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 14:48


یو شمېر بحریني او روسي سوداګرو او پانګوالو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لېدنه کې افغانستان کې د کانونو استخراج، د هوايي امنیت، ښوونې او روغتیا په برخو کې د پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.

دوی ویلي، د افغانستان اوسنيو حالتو او د اسلامي امارت له لوري د پانګوالو ملاتړ، په افغانستان کې د بهرنيو پانګوالو او شرکتونو د پانګونې لیوالتیا زیاته کړې ده.

ورته مهال، مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې وویل، چې د فتحې وروسته، زیات تمرکز د افغانستان د اقتصاد پر پیاوړتیا شوی او په تېرو درې کلونو کې په دې برخه کې ډېرې هڅې شوې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت افغانستان کې ټولو پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې او د پانګونې شرایط برابر کړي دي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 14:46


د ویکټ خپرونې د ټولنیزو رسنیو برخه؛
د ملي سپورټ #ویکټ خپرونې د ټولنیزو رسنیو برخه کې د کرېکټ د نړۍ د بېلابېلو مبصرینو او د سپورټ د ډګر د ټولنیزو پاڼو د افغان لوبډلې په ورستیو لاسته راوړنو خپاره شوي معلومات او تبصري راټولې شوي، تاسو یې دلته په دې لنډه ویډیو کې کتلای شئ!
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 14:36


د پوهنې وزارت وایي، چې د فاریاب ولایت د پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې د یوه لومړني ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې وزارت په وینا؛ دغه ودانۍ د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ولسي وګړو له لوري د پوهنې لپاره پر وقف شوې ۳ زره او ۲۵۰ متره مربعه ځمکه جوړه شوې ده.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 14:07


د ریاست‌الوزرا عالي مقام د دفتر رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د کابل ښار د کسبګرو او هټیوالو خونې له رییس او د کابل ښار د پمپ سټېشنونو له مسولینو سره لېدلي.
په دې لېدنه کې ډاکټر ملا عبدالواسع د کسبګرو او هټیوالو خونې غړو او د کابل ښار د پمپ سټېشنونو اتحادیې مسولینو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
ورته مهال دې لېدنه کې د هټیوالو خونې غړو او د کابل ښار د پمپ سټېشنونو مسولینو ویلي، اوس‌مهال ټول هېواد کې شاوخوا ۴ زره پمپ سټېشنونه فعال دي.

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 13:52


د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ښار څلورمې ناحیې له یو شمېر مخورو او د ګذر وکیلانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مخورو او وکیلانو د حکومتي ادارو د پرانیستلو او د خلکو ستونزو ته د پاملرنې ستاینه کړې او د پراختیايي چارو د دوام ملاتړ یې څرګند کړی.

ورته مهال د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال یادو مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت خپلې چارې د شریعت په رڼا کې د ولسي وګړو د غوښتنو او مشورو پر بنسټ مخکې وړي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 13:24


د بلخ د پوهنې ریاست له شاوخوا ۲ زره ښوونکو د امارت پېژندنې کتاب ازموینه اخیستې ده.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 13:20


د بغلان مرستیال والي ملا محمد همایون جهادیار د ولسونو د ستونزو اورېدو په موخه برکې، نهرین او جلګې ولسوالیو ته سفر کړی.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 13:11


ویس احمد!
هغه با استعداده ځوان، چې د خپلو هېلو پوره کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او امید لري، چې یوه ورځ به یې دغه هېلې په حقيقت بدلې شي.
د نوموړي په اړه نور معلومات د ملي‌سپورټ #ویکټ خپرونه کې واورئ او وګورئ.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 12:50


د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست ‌له لوري د امارت پېژندنې کتاب د ازموینې مخکښ ګډونوال د ډالیو په ورکړې سره وستایل شول.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 12:41


کابل کې د سوک‌وهنې ملي فدراسیون له لوري د سوک‌وهني ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د ۱۶ ولایتونو څخه د ۲۸۷ سوک‌وهونکو ترمنځ د سوک‌وهنې ۲۸ام پړاو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ به د لویانو په عمري کټګورۍ او ۱۳ بېلا بېلو وزنونو کې ترسره شي، چې په پایله کې به له هر وزن څخه دوه لوبغاړي، چې ټول ۲۶ تنه کېږي، د هېواد د سوک‌وهنې ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 12:37


#د_نن_لنډ_او_مهم_خبرونه
د کابل-جلال‌اباد دویم لین سړک د جوړولو چارې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پیل شوې.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 12:01


د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۱۳ قلمه لرغونو اثارو د موندلو خبر ورکړی.

دغه اثار چې لرغونتوب یې ۳۰۰-۳۵۰ کلونو ته رسیږي، له یوه زیارت څخه ترلاسه شوي دي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 11:55


د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صهیونیستي رژیم له لوري پر ایران د تېرې شپې برید غندلی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، د اسرائیلي یرغلګرو برید د دې ترڅنګ چې د ایران د حریم نقض بلل کیږي، د دې ور اخوا په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالو هڅه ده.

د بهرنیو چارو وزارت له اغېزناکو اړخونو غوښتي، چې په سیمه کې د صهیونیستي رژیم د جنایاتونو او تاوتریخوالي مخه ونیسي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

26 Oct, 11:28


د ځوانانو اسیا جام ټرافي د عمان بېلابېلو سیمو کې نندارې ته وړاندې شوه

د ۲۰۲۴ کال ځوانانو اسیا جام سیالیو کپ د دې سیالیو له پایلوبې وړاندې د عمان هېواد بېلابېلو مشهورو سیمو کې نندارې ته وړاندې شو.

د دې سیالیو پایلوبه به سبا یکشنبه د افغانستان الف کرېکټ ملي لوبډلې او سریلانکا ترمنځ د افغانستان پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې ترسره شي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

23 Oct, 12:55


د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په رسمي بلنه د اوزبیکستان هېواد د علماوو پلاوی کابل ته را ورسېده

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب په رسمي بلنه د اوزبیکستان هېواد د مسلمانانو د ادارې مشر مفتي نورالدین خالق نظر په مشرۍ د علماوو پلاوی پلازمینه کابل ته را ورسېده.

یاد پلاوی به د اسلامي امارت له چارواکو سره په دوه اړخېزو اړیکو او همکاریو خبرې وکړي، د جوماتونو او مدرسو په چارو کې به یو له بل سره تجربې شریکې کړي او د افغانستان له تاریخي، مقدسو او مشهورو ځایونو څخه به لیدنه وکړي.

#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

23 Oct, 12:29


د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو پایلوبه؛

د افغانستان احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو کرېکټ سیالیو د پایلوبې د درېیمې ورځې تر پایه پامیر لیجېنډز د میوند اتلانو پر وړاندې په خپله دویمه پاڼۍ کې د ۵ لوبغاړو په سوزېدو ۱۲۵ منډې جوړې کړې.

پامیر لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو پر مټ ۲۷۰ منډې جوړې کړې وې، چې په ځواب کې یې میوند اتلانو لوبډلې وکولی شول په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو ۲۱۸ منډې جوړې کړې.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#AbdaliFCT2024
#MCvPL

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

23 Oct, 12:02


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت کفیل او د باختر اطلاعاتي اژانس رییس مولوي ضیاءالحق حقمل د ۱۴۰۳ کال د هنري او کلتوري جایزو د ورکړې مراسمو کې ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د پردیو کلتورونو د ودې لپار د ځینو کړیو پلانونه له منځه لاړل.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

23 Oct, 12:00


د ۱۴۰۳ کال د هنري او کلتوري جایزو د ورکړې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت کفیل او د باختر اطلاعاتي اژانس د رییس مولوي ضیاءالحق حقمل وینا!
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

23 Oct, 11:46


د قطر فوټبال ملي لوبډلې ۲۷ کلن لوبغاړی اکرم عفیف د کرېسټیانو رونالدو په شتون کې د اسیا فوټبال د ۲۰۲۴ کال د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

عفیف د اسیا فوټبال د ۲۰۲۴ کال د غوره لوبغاړي نومولو ( د اسیا د سرو زرو توپ) په دولسم پړاو مراسمو کې، چې د ریفریانو د پلاوي په ګډون پکې ۶۳ د فوټبال مبصرینو او شنونکو برخه اخیستې وه، د ۲۰۲۴ کال د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

په دغه مراسمو کې د سویلي کوریا سون هیونګ مین دویم، د مراکش سفیان رحیمي درېیم او د النصر پرتغالي لوبغاړي کرېسټیانو رونالدو څلورم مقام ترلاسه کړ.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#football

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

23 Oct, 11:39


#د_نن_لنډ_او_مهم_خبرونه
یوناما په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو ورکړې لړۍ پیلوي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

23 Oct, 11:28


کورنیو چارو وزارت لسګونه نظامي وسایط ترمیم کړي

د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معینیت، اړوند مرکزي ورکشاپ کې، د وسایطو میخانیکي او مسلکي ټيمونو لسګونه هاموې ټانګونه ترميم او د ګټې اخيستنې لپاره يې اړوندو جزوتامونو ته سپارلي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، چې په یاد ورکشاپ کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته سلګونه نظامي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

23 Oct, 11:10


د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې جوزجان کې له طبیعي ګازو څخه د ۵۰ مېګاواټه، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له ډبرو سکرو څخه د ۱۰۰ مېګاواټه او سمنګانو کې د لسګونو مېګاواټه بادي برېښنا د تولید او د کرنیز کمپلکس سربېره غزني کې د پینځه زره ټنه ظرفیت په درلودو سره د سړې خونې د جوړوېدو په طرحه بحث شوی.

دغه راز دې غونډه کې ټاکل شویو کمېټو ته دندې سپارل شوې څو د یادو طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه وکړي او خپل راپورونه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

23 Oct, 10:57


۱۷ کلنې ملي لوبډلې شانداره بریا خپله کړه
د ۱۷ کلنو ځوانانو اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې افغانستان په خپله دویمه لوبه کې ماکاو ته ۹ ـ ۰ ستره ماته ورکړه.
له دې وړاندې افغان ځوانانو فیلېپین ته ۸ ـ ۰ ماته ورکړې وه.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

23 Oct, 10:52


د امر بالمعروف، نهې عن‌‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي د‌ ولایتي سفرونو پر دوام لوګر ته سفر کړی.

ښاغلي حنفي یاد ولایت کې د امیر المؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون د لا ښه پلي کېدو په موخه د یاد ولایت له ځایي مسولینو، علماوو، او قومې مخورو سره کتلي دي.

ښاغلي حنفي په یاده کتنه کې ویلي، چې هېڅوک حق نه لري د ناوړه دودونو په اساس د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي

نوموړي زیاته کړې، ولسونه دې د اسلامي شریعت پلي کولو او تر نورو رسولو کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.
#ملي‌تلویزیون

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

23 Oct, 10:47


کابل کې د پاورلیفټېنګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۹۰ لوبغاړو ترمنځ په تک‌بینچ سبک کې د پاورلیفټېنګ شپږم پړاو سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ د کابل ښار د بېلابېلو کلبونو ترمنځ په یاد سبک کې د غوره لوبغاړو موندولو او ظرفیت لوړونې په موخه په څلورو عمري کټګوریو نویوځوانانو، ځوانانو، لویانو او تجربه لرونکو لوبغاړو ترمنځ پیل شوي، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

23 Oct, 10:42


د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې 'یو این ډي پي' په تازه راپور کې ویلي، چې غزې د اسرائیلو د جګړې له امله د روغتیا او ښوونې او روزونې په څېر په پراختیايي برخو کې ۶۹ کاله شاتګ کړی او میلیونونه فلسطیني وګړي له غربت او فقر سره مخ شوي دي.

بشپړ خبر👇
https://rta.af/article5750/

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

23 Oct, 10:26


افغان والیبال لوبډلې له قرغیزستان ماته وخوړه
د مرکزي اسیا والیبال اتلولیو په لړ کې د افغانستان والیبال ملي لوبډلې په خپله پینځمه لوبه کې له قرغیزستان ۳ ـ ۱ ماته وخوړه.
افغان والیبال ملي لوبډلې په یادو سیالیو کې تر دې دمه ۵ لوبې کړې، چې یوازې یوه یې ګټلې او څلور نورو کې له ماتې سره مخ شوې ده.
#ملي‌سپورټ
#ملي‌تلویزیون
#RTASport
#volleyball

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

23 Oct, 10:22


د ملي‌تلویزیون مستندونه؛
د اشغالګرو پټ او ښکاره جنګي جنایتونه او پر وړاندې یې د افغانانو سپېڅلې مبارزه انځوروي.
#ملي‌تلویزیون

5,583

subscribers

19,494

photos

7,191

videos