ویښه وونکي اوغوره ویناوي @vghf232d Channel on Telegram

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

@vghf232d


اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
اسلامی حدیث، پشتو
کانال ته شه راغـلاســت
♥️لینک ثواب لپارہ نشر کئ
زما ګرانه ملګروه

💞جزاك اللہ خیرا💞

https://t.me/vghf232d

ویښه وونکي اوغوره ویناوي (Pashto)

بخشناک و خوشال خوښنه! ویښه وونکي اوغوره ویناوي که د پښتو زده کانال په ځانګړی خپلو خوښنو مېنځپانې پیغامونو او افکارونو سره ورسره کولای شي. دا کانال داسې زده حدیثونو ترتیبونه په ځانګړی کولو د ځل معیار مونږ سره اشنا کړې او تاسو ته د دین او د عقیدتونو ترسره مېنځپانې وړاندې کړې. ویښه وونکي اوغوره ویناوي یوه بې پرده خپلو خوښنو مېنځپانې حافظه شی او د علم او زده یې له لاره اوصافتونو کې د ترتیب په کسپوږی خپلو سره ورکړی. د کانال له لارې ترسره کړې، د لاره زده حدیثونو پښتوګری او په جمله کچه د زده یو او روزنې بې څېره نښته پیژندل شوې او هغه ورکړئ چې په یو تعقیبونو کې د حالونه او وښونه وربورئ. موږ د کولای شوې لینک سره چې په سره کېږي او د کانال ته د پیسې زره ورکړي. ویښه وونکي اوغوره ویناوي کانال که د مشرانو د مخلخله او د راهپوهنو په اړه چې په ترتیبونو کې لري او د کولای شوې قربانیانو په اړه زده کره، د دین او د عقیدتونو په اړه یوازې به یا د هغوی خپلو دینی عقیدتونو ترتیبونو جوړي کوې. ویښه وونکي اوغوره ویناوي زه ګرانه یا الله ته د خیراتو له لارې پېژندل شم او افرین وکړم چې دا په زده کانال کې د نوی پلاین کې د مختلفو سوالونو او موضوعاتو په اړه سخن او لمـــنه وکړي.

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

07 Jan, 05:00


*دحضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول اڪرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:🥀*
*ډیره خندا مڪوئ ځڪه چې ډیره خندا زړه وژني.*
*عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : لاَ تُكْثِرُوا الضَّحِكَ ، فَإِنَّ كَثْرَةَ الضَّحِكِ تُمِيتُ الْقَلْبَ*

*.[سنن ابن ماجه 4193].*

🥰🤍

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

07 Jan, 05:00


*حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه فرمایي:*

*اوښکي توي ڪړه په هغه ورځ چي تیره سوه او هیڅ نیکي دي پکښي ونه کړل..!🌺*

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

07 Jan, 04:59


*دا منم چي شپنۍ نيټ ارزانه دۍ*
*مګر شپنی سجدي ډير لوړقيمت لري*✒️

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

07 Jan, 04:59


*د رښتينو انسانانو سره*

*دوستي مينـه او اړيکه*
*مو ژوند ښڪلی ڪوي،*
،😘📝🥀

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

04 Jan, 06:45


*🖋رسول اللّٰه ﷺ فرمایي🍁*

*څوک چې یو موُمن د دنیا له درد ،غم او مشکل څخه وژغوري ،اللّٰه تعالی به د اخرت په ورځ هغه له دردونو څخه وژغوري🥀*

*🍁(صحیح مسلم (۲۶۹۹)🍁*

💙🥰

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

04 Jan, 06:44


*عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: لاَ تُكْثِرُوا الضَّحِكَ، فَإِنَّ كَثْرَةَ الضَّحِكِ تُمِيتُ الْقَلْبَ. [سنن ابن ماجه ۴۱۹۳]*

*ژباړه: د حضرت ابوهريرة ؓ څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ وفرمايل: ډېره خندا مڪوئ ځڪه چي ډېره خندا زړه وژني.🥀*


🥰💙

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

04 Jan, 06:44


*رسول الله ﷺ فرمایلي دي:👇*

*ساز ، سرود او موسیقي په زړه کې منافقت داسې شین ڪوي لڪه اوبه چې ڪښت شین ڪوي.*🩷

*شعب الایمان:۴۷۴۶"*🤍


🥀💚

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

04 Jan, 06:42


رسول اللّٰه ﷺ فرمایلې دي : د چا چـې خفګان او غمونه زیات وي ، نو دا ذڪـر دې ڪـوئ .
لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللّٰهِ السلسة الصحيحة (١٩٩) .

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

04 Jan, 06:42


*ابن قدامة رحمه الله فرمايې:*

*کله د ښۀ او غؤره خلکو پهٔ ملتیا هم ښۀ اخلاق ترلاسه کېږي؛*
*ځکه د انسان طبیعت غل دی، خیر او شر دواړه غلا کوې.*

*(مختصر منهاج القاصدين/١٥٣
)*

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

04 Jan, 06:41


*رسول الله "صلی الله علیه وسلم" فرمایلي دي:*
*که مو په ریښتني توګه په الله تعالی توکل وکړ.*
*نو داسي رزق به درکړي لکه مرغان چي.*
*سهار وږي ځي او ماښام ماړه راځي.*
*=ابن ماجه ٤١٦٤=*

🩷☘️

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

30 Dec, 09:02


*د عربي ژبې یوه لنډه جمله*

`لاعجب علی عراء النساء وضيق ملابسهن، بل العجب أنهن خرجن من بيوت فيها رجال`

*ژباړه: د تعجب خبره دا نه ده چې د ښځو جامې تنګې شوې او لوڅې شوې، بلکې د تعجب خبره دا ده چي دوي د هغه کرونو څخه راوزي چیری چی نارینه وی .۔*

`اَلرِّجَالُ قَوَّامُوۡنَ عَلَى النِّسَآءِ`
*"نارينه پر ښځو حاکم/نګران دی....!!*
(سورة النساء 34)

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

27 Dec, 13:40


رسول اللّٰه ﷺ فرمايلي دي:


مظلوم که کافِر هم وي، له ښيرا يې ځانونه وساتئ


رواه أحمد: ۱۲۵۴۹

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

27 Dec, 13:39


*رسول الله ﷺ فرمايي:*


*مرگ يو هيبت دى، نو كله چي*
*مو جنازه وليده ورته پاڅيږئ.*


صحيح مسلم ٩٦٠

💯❤️✔️

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

27 Dec, 13:38


رسول اللّٰه ﷺ فرمائي:


اللّٰه تعالی ستاسي شکلونو او شتمنیو ته نه ګورې، بلکی ستاسي و زړونو او عملونو ته ګوری•



(صحیح مسلم ۲۵۶۴)🌹

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

27 Dec, 13:37


🌺*رسول اللهﷺفرمایلي دي:* 🌺



*صدقه په مال کي هیڅ کمی نه راولي،*
*بل ته په بخښنه یو بنده نور هم عزتمن کیږي،*🥀

*او څوک چي د الله تعالی لپاره تواضع وکړي، نو الله تعالی یې شان لوړوي.*



*(صحیح مسلم:۲۵۸۸)*🌹

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

27 Dec, 13:36


رسول الله (ﷺ) فرمایي!


غوره ده ورځو څخه چې لمر پرې
راخیږي هغه د جمعې ورځ ده "


(”رواه المسلم ۸۵۴ “)

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

27 Dec, 13:35


🖋رسول الله ﷺ فرمایلي دي:📖

"کله چې بنده ووايي: (یَا رَبِّ لَکَ الحَمْدُ
کَمَا یَنْبَغِي لِجَلَالِ وَجْهِكَ وَعَظِيمِ سُلْطَانِكَ)،

نو ملائکې عاجزي کوي او وایي: موږ
نه شو کولای چې د دې دعا ثواب ولیکو."

ملایکو ته اللّٰه ج وفرمايل چې زه به دغه بنده ته دقیامت په ورځ په خپله د دغې دوعا ثواب ورکوم سبحان الله څومره مهربانه ربه لرو❤️

🍁(سنن ابن ماجه: 3801)🍁

❤️😘

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

09 Dec, 10:02


*‏مطالعه وڪړئ!*

*چی په ڪم عــمر،*
*/لوړ فڪر ، لوړ هـدف،*
*/او درنې خبــرې وڪړی..!*/
🌸💌🌸
*تعلیم_پرمختګ_دی*

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

09 Dec, 10:02


*اِنَّ اللهَ یُحِبُّ التَّوَّابِیْـن*
*یقیناً الله ﷻ توبه کوونکی خوښوي*

*یا الله ﷻ ته مو ګناهونه راته معاف کړې*
*او توبې مو قبولی کـړې!*🤲🏻😢
❤‍🩹
💯❤️✔️

ښکلي سهار مو پخیر خوږو 💚

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

09 Dec, 10:01


*رسول الله ﷺ وفرمایل!*

*ای غریبانو!*
*زیرۍ درکم؟*
*غریب مؤمنان به له مالدارو څخه نیمه ورځ مخکی ننوزي جنت ته یعنـې 500 کاله مخکې.🤲*

*سبحـان اللّٰه*

*(صحیح الجامع 7976)*

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

07 Dec, 02:31


اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎⭐️⭐️⭐️
⭕️دلته هم داخل شئ ملګرو⭕️
https://t.me/Mirmano_Masail ⭐️
https://t.me/Mirmano_Masail ⭐️
https://t.me/Mirmano_Masail ⭐️
https://t.me/Mirmano_Masail ⭐️
⭐️⭐️⭐️⭐️⭐️⭐️⭐️⭐️
په لیست کي د گډون لپاره پر دغه
💠مسيج وکړئ⭕️

🔤@AbdulsattarSayeed 🔤
⭐️⭐️⭐️⭐️⭐️⭐️⭐️⭐️

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

07 Dec, 02:31


د هر ډول شرعي پوښتنو مدلل جوابونه د ګڼو حوالو سره د لاندي دارالاِفتاوو څخه ترلاسه کړئ!

1→ https://t.me/Sharai_poshtani
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
2→ https://t.me/Sharai_Ahkam

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

29 Nov, 02:49


د هر ډول شرعي پوښتنو مدلل جوابونه د ګڼو حوالو سره د لاندي دارالاِفتاوو څخه ترلاسه کړئ!

1→ https://t.me/Sharai_poshtani
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
2→ https://t.me/Sharai_Ahkam

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

29 Nov, 02:49


https://t.me/Mirmano_Masail

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

28 Nov, 10:44


*دګروپ محترمو ګډونوالو دلته به تاسي ته غوره ویناوي حدیثونه تلاوتونه عبرت ناکه کیسي اونوري ښایسته اصلاحي اوعقیدوي لیکني نشریژي زموژ ملتیا وکړئ او لینک ترنورو ملګرو ورسوی*

https://chat.whatsapp.com/Kj0W3ly8bzfAekeReQluZV


👆👆👆👆

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

25 Nov, 12:15


https://t.me/kepuq

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

25 Nov, 09:22


*الله تعالٰی د شیطان دعاء قبوله کړل:*
امام ابن حجر رحمه الله ویلي: که پر ځان د ګناهونو په وجه بدګمانه یې؛ خو بیا هم د الله تعالی څخه دعاء غوښتل مه پرېږده! ځکه چي الله تعالی د شیطان دعاء لا قبوله کړل کله چي یې وویل: اې ربه! ما ته تر قیامته مهلت راکړه! الله تعالی ورته وویل: ته مهلت درلودونکی یې.
(فتح الباري جـ۱۱ صــ۱۶۸).


🌼 🌹 🌼 🌹
https://chat.whatsapp.com/FXprg2D0hKl0XQPa0SDVAM

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

25 Nov, 09:21


امام احمدؒ وایی دمور اوپلار سره احسان اونیک چلند کول دکبیره ګناهونو کِفاره ده ،

الاداب الشرعیه 1 ، 389

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

25 Nov, 09:21


*مالک ابن دینار ,, رحمه الله ,, فرمایي .*

*د یوه فتنه ګر شخص د شر ثابِتولو صرف همدا ثبوت بس دي چه خپله خو صالح او نیکوکار نه وي خو په صالحینو او نیکانو خلګو پسي همیشه بد رد وایي .*

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

25 Nov, 09:21


د اسلافو اخلاص او صداقت

یو عرب عالم لیکي:
"ما څو کاله د ابوبکر رضی الله عنه د اخلاص د علت معلومولو په لټه کې تېر کړل ترڅو ځانته معلومه کړم چي د هغه رضي الله عنه د دې دومره ستر اخلاص او صداقت سبب څه ؤ؟
وروسته راته څرګنده شوه چي نوموړي د الله په وړاندي ځان ډېر عاجز، ناتوان او محتاجه کړی خو له مخلوق څخه یې ځان ډېر بې پروا او مستغني کړی ؤ.
چي دا د خاصي بندګۍ کمال دی.

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

25 Nov, 09:20


*رسول الله ﷺ فرمایي*



*پرخلګوبه داسې زمانه راشي چې په دین ټینګ پاتې کېدل به د اور د سکروټو په لاس کي نیولو په څېر سخت وي*
*(رواه الترمذي: 2260)*
*دفتنو په زمانه کې پردین استقامت او د الله ﷻ اطاعت سخت دی، خواجر یې لوی دی*

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

23 Nov, 06:46


*حضرت عایشه رضی الله عنها وایي رسول الله ﷺ به دشپي دومره اوږدلمونځ کاوه چې پښې به یې وپړسېدې هغې پوښتنه وکړه ای د الله پیغمبره تاسو ولې دومره ولاړه کوئ حال دا چې الله ج ستا تېراو راتلونکي ټول ګناهونو معاف کړې دي؟*
*رسول الله ﷺ ځواب ورکړنو ایا زه باید شکر کونکی بنده ونه اوسم؟*
*(رواه البخاري: 4837؛ مسلم: 2819)*

*نوټ ددغه حديث څخه معلومه سوه چي شکرفقط په خوله شکرويلوسره نه اداکيږي*

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

23 Nov, 06:45


« له ابو مسعود عقبه بن عمرو انصاری بدریؓ څخه روایت دی چی :
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
هغه څوک چی (خلک) دخیر عمل ته رهنمایی(متوجه) کړﻱ هغه لره د ( دهم هغه عمل) د کړو په اندازه ثواب (او اجر) ورکول کیږی».

«وعن أَبِي مسعودٍ عُقبَةَ بْن عمْرٍو الأَنْصَارِيِّ رضی الله عنه قال:
قال رسول اللَّه صلی الله علیه وسلم :
«مَنْ دَلَّ عَلَى خَيْرٍ فَلهُ مثلُ أَجْرِ فَاعِلِهِ»»
📚رواه مسلم.


🌼 🌹 🌼 🌹

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

23 Nov, 06:45


شیطان کله پر انسان غالبه کیږي؟
حافظ ابن القیم رحمه الله ویلي : شیطان اکثر وخت پر انسان باندې د قهر / غصې او شهوت په وخت کي غلبه پیدا کوي.
د قهر او شهوت په وخت کي ډیر زیات احتیاط وکړئ ګـنې شیطان بمو ښکار کړي.
(مدارج السالکين جـ۲ صـ۲۰۲).

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

23 Nov, 05:12


*🖋رسول اللّٰه ﷺ فرمایلي:📖*

*تر ټولو بدترین دروغ دادي چې چا په خوب کې څه نه وي لیدلي او دئ وایې چې ما داسې او داسې په خوب کې ولیدل.*

*(رواه البخاري)*

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

22 Nov, 11:42


هوښيار انسان د درو شيانو لپاره سفر کوي:
ــــــــــ
ژباړه: وهب بن منبه فرمايي: پر هوښيار سړي دا لازمه ده چي بېله درو شيانو د بل شي لپاره سفر ونکړي: د آخرت لپاره توښه، د دنيوي ژوند لپاره يو کسب او بېله حرامه لذت او خوند.
يعني هوښيار انسان د لاندي شيانو لپاره سفر کوي:
1 – د آخرت د توښې برابرولو لپاره لکه حج، علم، جهاد او د يو مسلمان مرسته.
2 – په دنيوي ژوند کي  د يو کسب او کار لپاره.
3 – د تفريح او خوند لپاره البته داسي خوند چي حرام نه وي.
عن وهب بن منبه قال: حق على العاقل أن لا يظعن إلا في ثلاث: زاد لمعاد، أو حرفة لمعاش أو لذة في غير محرم.[اصلاح المال225]

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

22 Nov, 11:41


سترګي ډېر لوی نعمت دی:
   امام ابوبکر المزني رحمه الله ویلي: اې د آدم زویه! که ته غواړې پوه سې چي الله سبحانه وتعالی تاته څومره لوی نعمتونه درکړي دي؛ نو خپلي سترګي پټي کړه! تر څو د لیدلو / نظر نعمت درته څرګند سي.
(الشکر لابن أبي الدنیا صــ۶۲)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د امام مالک رحمه الله دعاء: 
     امام مالک بن دينار رحمه الله به داسي دعاء کول: اې الله! ته هغه ذات یې چي نېکان دي نېک کړل؛ نو موږ هم نېک او صالح کړه! تر څو د نېکانو او صالحانو د ډلي څخه سو.
   تاسو هم د همدې دعاء په شکل د الله تعالی څخه خپله اصلاح او نېکي وغواړئ.
(التوبة لابن أبي الدنيا صـ۶۷).

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

22 Nov, 11:40


*یوسف علیه السلام ته چا وويل:*
*ولي وږی وږی ګرځې! په داسي حال کي چي د مځکي د خزانو واک ستا په لاس کي دی!*
*ده ورته وویل:*
*بیریژم چي ما به خپل ځان موړ کړی وي؛ خو بل وږی به مي هېر سوی وي؛ نو د قیامت په ورځ که الله ﷻ ددې سؤال راڅخه وکړي زه یې جواب نلرم...*
(المجالسة للدينوري صـ۱۹۲)


•┈┈•✾🌸🥀✾•┈┈•

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

22 Nov, 11:40


*~ورځنی ډالۍ~* 💌
*~ورځنې حدیث~*

‌‌‏
‌‏  ‏﷽
*םבםב ﷺ فرمايلي:*
*څوک چی دغه کلمات ووایي،*
*(سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر)*
*دده ګناهونه به داسې ورژېږي؛ لکه څنګه چې د ونې څخه پاڼې رژېږي.*

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

15 Nov, 16:39


د اوداسه، غسل، لمانځه، روژې، زکات، حج، نکاح، طلاق، حيض، نفاس، تجارت، حلال، حرام او نورو هر ډول شرعي پوښتنو مدلل جوابونه د ګڼو حوالو سره له جيد او مشهور عالم مفتي فيض الله حقاني صاحب حفظه الله څخه واورئ! 👇🏻👇🏻👇🏻
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
واټس اپ چينل لينک
https://chat.whatsapp.com/Ee6yJAHE7LjAheHdINJomJ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ټليګرام چينل لينک
https://t.me/+LjM3m4ieYSA2M2E0
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يوټيوب چينل لينک
www.youtube.com/@Modallal_jawab
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*واټس اپ چينل لينک👇🏻👇🏻
https://chat.whatsapp.com/Ee6yJAHE7LjAheHdINJomJ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

11 Nov, 10:43


❤️❤️

مفتي رفیع الله وصال صاحب



مفتي رفیع الله وصال صاحب


د ټيليګرام چينل 👇
https://t.me/+Gh8hLSWEjwg0MmRk

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

11 Nov, 10:03


ابن أبي جمرة رحمه الله فرمایي:
"څوک چي رښتینی نیت ولري له خیر پرته به له بل څه سره نه مخ کېږي".


فتح الباري - (4085).

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

11 Nov, 10:01


حضرت انس بن مالک رضي الله عنه فرمایي:


موږ هیڅ داسې منظره نه ده لیدلې چې زموږ لپاره د نبي صلی الله علیه وسلم د مخ په څیر محبوبه وي.


[صحیح بخاري، ١٣٧/١]

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

11 Nov, 10:00


عبدالله بن مسعودؓ فرمایلي دي، دا جفاء ده چې سړی د مؤذن اواز اوري او ځواب نه ورکوي.


[مصنف ابن أبي شيبة (٢٣٨٣)]

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

09 Nov, 07:45


د لمانځه لپاره وختي تلل:
   امام سفيان بن عيينة رحمه الله ویلي: بېشکه د لمانځه درناوی او احترام په دې کي دی چي د اقامت څخه مخکي مسجد ته حاضر سئ.
د لمانځه لپاره وختي حاضرېدل د لمانځه د احترام یوه نښه ده.

(صفوة الصفوة جـ۲ صـ۲۳۵).

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

09 Nov, 07:45


سهل بن عبد الله رحمه الله فرمايي.

نجات په درېو شیانو کې دی،
1⃣: د حلالو په خوړلو،
2⃣: د فرائضو په ادا کولو،
3⃣: او د نبيﷺ په إقتدا کولو کې،

📙تفسير القرطبي ( ٢٠٨/٢)

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

09 Nov, 07:41


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي
بېشکه الله ج زما د امت لپاره هغه بد فکرونه او وسوسې معاف کړي چې په ذهن کې راځي، تر هغو پورې چې په عمل یې بدل نه کړي یا یې په اړه خبرې ونه کړي
(بخاري6664)

ددې حدیث معنی دا ده چې الله تعالی د هغو فکرونو یا وسوسو په اړه پوښتنه نه کوي چې یوازې په ذهن کې راځي، تر څو چې انسان یې په عمل کې پلي نه کړي یا یې په اړه څرګندونه ونه کړي

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

09 Nov, 07:41


◆ د قیامت علامې◆
*د فحاشي رواج موندل*


فحاشی په جامه اغوستلو او عریانۍ او په داسې بدو الفاظو کې بی پروایي، چې انسان یې پر خوله راوړلو باندې شرميږي، کنځلو، بد زباني او... ته فحاشی ویل کیږی.
[دا عادت نن ورځ زمونږ په ټولنه کې بيخي زیات رواج دی ] . رسول الله ﷺ نه د بدو ويلو اخلاق درلودل او نه یې بد ويل.
د قیامت له نښانو څخه یوه نښانه هم د فحاشی او کنځلماری ظهور دی.رسول الله ﷺ وفرمایل:«وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يظهر الفحش».()
قسم په هغه ذات چې د محمد روح د هغه په قبضه کې دی، قیامت به رانشی تر څو چې فحاشی، کنځلماری او بخل را ښکاره شی»

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

07 Nov, 11:15


*🌹صلی الله علیه واله وسلم🌹*

*🌻موږ پیدا سوي نه وو!*
*یو چا زموږ د بخښلو لپاره الله رب العزت ته اوښکي توی کړي وي*🌻

*🌹صلی الله علیه وسلم*🌹

*دجمعي مبارکی شپه ده په خوژاو نازولي خیرالبشرنبي کریم صلی الله علیه وسلم درودشیریف مه هیروئ*

*💖الهم صل وسلم علی نبینامحمد*


https://chat.whatsapp.com/F08UCV5fNNJFTFukdp5aF0

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

05 Nov, 06:02


‏فایل صوتی از طرف ولی جا ن ولس مل

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

05 Nov, 06:02


‏فایل صوتی از طرف ولی جا ن ولس مل

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

05 Nov, 06:02


👇👇👇👇👇


واټس اپ چينل لينک👇👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/IY0lLiXrVgr0rsYA2I4S4I
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*واټس اپ چينل لينک👇🏻👇🏻*
https://chat.whatsapp.com/IY0lLiXrVgr0rsYA2I4S4I

👆👆👆👆👆

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

04 Nov, 09:13


د نن زمانې د خلکو څخه د خیر تمه کول!
امام معاوية بن قرّة رحمه الله ويلي: په نن وخت کي د خلکو څخه د خیر تمه مه لره! یوازي د دې تمه کوه چي تا ته څوک زیان ونه رسوي؛ نو هغه څوک چي په نن زمانه کي زيان درته ونه رسوي، د هغه چا په څېر دی لکه تاته چي انعام درکوي.
(تاریخ دمشق جـ۵۹ صـ۲۷۰).

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

04 Nov, 09:12


رسول الله (ﷺ) فرمایي!

خوب د مرګ ورور دی
جنتیان به په جنت کي خوب نه کوي .

(صحیح الجامع ۶۸۰۸)

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

04 Nov, 09:12


د چا چې عمر ۴۰ کلونو ته ورسېږي؛

ابن حبان رحمه الله وایي:
"کله چې یو سړی څلوېښتو کلونو ته ورسېږي؛ نو لۀ پاسه یو غږ کوونکی آواز وکړي: "د تللو وخت رانږدې دی، توښه دې برابره کړه".
روضة العقلاء صفحه ٥٢

إبراهيم النخعي رحمه الله فرمایلي دي:
"سلفو صالحینو به تر ۴۰ کلنۍ پورې د دنیا کار کاوۀ؛ خو لۀ ۴۰کلنۍ وروسته به یې نور ټول د آخرت اعمال کول"
الزهد لابن أبي الدنيا صفحه٥١٧

امام النووي رحمه الله ویلي دي:
"د مدینې منورې د خلکو څخه به، چي یو کس څلوېښتو کلونو ته ورسېدۀ؛ نور به یې ځان عبادت ته فارغه کړ".
رياض الصالحين صفحه ٨٤

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

03 Nov, 06:45


نبي علیه السلام کومه دعا ډېره ویل؟
انس رضي الله عنه وایي:
د نبي علیه السلام ډېره دعا دا وه: اللهم اتنا في الدنیا حسنة و في الاخرة حسنة وقنا عذاب النار.
بخاري او مسلم

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

03 Nov, 06:45


یو کس د امام خوارزمي رحمه الله څخه د انسان د ارزښت په اړه وپوښتل؛

نو هغه ځواب ورکړ:
که یو انسان ښه اخلاق ولري؛ نو ارزښت یې = 1 دی.
که ښایست ولري؛ نو یو صفر ور اضافه کړئ چي = 10 سي.
که شتمني ولري؛ نو بل صفر ور اضافه کړئ چي = 100 سي.
که نسب ولري، بیا بل صفر ور اضافه کړئ چي = 1000 سي.
خو که اخلاق یې له منځه ولاړ سي؛ نو یوازي صفرونه پاته کېږي چي هېڅ ارزښت نه لري!

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

03 Nov, 06:45


د نبي کریم صلی الله عليه وسلم دُعا:
اَلَّهُمَّ اِنِّي اَسئَلُكَ فِعلَ الخَیرَاتِ وَتٙرکٙ المُنکِرَِاتِ وَحُبّ المَسَاکِین.
یا الله! سوال کؤم،چې د ښو کارونو کولو توفیق راکړه، د بدو کارونو پرېښودلو توفیق راکړه او د غريبانو سره مینه رانصیب کړه.

(سنن الترمذي۳۲۳۵)

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

30 Oct, 06:05


د واسطې په اړه لږ وضاحت

یزید بن ابي سفیان وایي

ابوبکر صدیق رضي الله عنه چې شام ته د امیر په صفت ولېږلم راته ویې ویل👈ګوره یزیده!
ته په شام کې خپلوان لرې، زه یرېږم شاید د (حکومت) په چارو کې ته هغوی له نورو مخکې کړې، یعنې یا به د هغوی کارونه مخکې کړې ‏او یا به په وظیفو ورکولو کې هغوی له نورو مخکې کړې او ما له رسول الله ﷺ نه اوریدلي دي ، هغه فرمایلي دي :
{{ چا ته چې د مسلمانانو د واک چارې وسپارل شي او هغه پر مسلمانانو داسې څوک امیر وټاکي چې دی مینه ورسره لري (یعني یا یې خپل وي او یا یې ملګری وي) ؛‏نو په هغه دې د الله ﷻ لعنت وي او الله ﷻ د هغه نفل او فرض عبادت نه قبلوي، ان تر دې چې جهنم ته به یې داخل کړي}}
رواه احمد في مسنده، نقلا الزواجر للهیثمي👈۱۵۵/۲

نوټ مسؤولین ملګری مو ورته متوجې کړﺉ ژوند تیریدونکی او حساب راتلوونکی دی

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

30 Oct, 06:04


*رسول الله ﷺ فرمایي*


*چي الله تعالی وفرمایل:*
*زما بنده د نفلي عبادت له لارې ماته نږدې کېږي، تر څو چې زه ورسره مینه وکړم*
*صحیح البخاري - 6502*

*په دغه حدیث کې ویل شوي چې بنده د فرض عبادتونو سربېره د نفلي عبادتونو په ادا کولو سره د الله محبت ترلاسه کوي، او دا د بنده او الله ترمنځ د نزدېکت یوه غوره وسیله ده*


🌼 🌹 🌼 🌹

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

24 Oct, 10:58


رســمـــی ارزښتناک چینلونه
افـــــــغــــــــان مـــــــــیــــــــډیــــــــا👇💯
https://t.me/Afghan_Midia
پــــښـــتـــــولـیـکـنــــې او شـــعــــرونــه👇💯
https://t.me/S_K_Ch_313

رابطه لیست مدیرسره👈 @SAODRHMAN

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

23 Oct, 07:53


د سپوږمۍ د تندر (خسوف) په اړه یو مشهور حدیث:
مغیره بن شعبه رضي الله عنه روایت کوي: "په هغه ورځ چې د ابراهیم (د رسول الله زوی) وفات شو، لمر تندر ونیوه. خلکو وویل: لمر د ابراهیم د مړینې له امله تندر نیولی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: 'لر او بر سپوږمۍ او لمر د الله له نښو څخه دي، د چا د مرګ یا ژوند له امله تندر نه نیسي. نو که تاسو دا ووینئ، الله ته دعا وکړئ، تکبیر ووایاست، لمونځ وکړئ او صدقه ورکړئ.'"
(صحيح البخاري: 1060، صحيح مسلم: 915)

*په دې حدیث کې د سپوږمۍ او لمر تندر لپاره لارښوونې:**
1. دعا او ذکر کول.
2. تکبیر ویل.
3. ځانګړی لمونځ (صلاة الخسوف) ادا کول.
4. صدقه ورکول.

🌼 🌹 🌼 🌹

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

23 Oct, 07:52


*یو سړي وویل: ای د الله تعالی رسوله ﷺ بېګاه لړم وچیچلم. نبيﷺ وفرمایل: «که ماښام مهال دې دغه کلمې ویلې وی نو ضرر به یې درته نه و رسولی:*
*أعوذُ بكلمات الله التاماتِ من شرِّ ما خلق»،*
*ژباړه: ای الله تعالی! زه ستا په پوره کلمو پورې د هر مخلوق له شره پناه غواړم.*


*📚« رواه مسلم 2709 »*


🌼 🌹 🌼

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

23 Oct, 07:52


*خپل دژوند دیوال داسی جوړکه چی هر زینه دی الله ﷻ ته نژدی کی نه ګوښه د دغو خبرو بدل باید ستا سره وی نور خپل فکر وکه*💯🌱🌹

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

23 Oct, 07:51


*ایا په موږ کي دا نښه او علامه شته؟*

*إمام ذهبي رحمه الله وایي:*
*"د مخلص سړي نښه داده چې کله ملامت کړل شي نو د ځان د پاکۍ هڅه نه کوي بلکه په خپلې غلطۍ/نیمګړتیا اعتراف کوي او وایي: الله دې پر هغه چا ورحمېږي چې زه یې خپلو نیمګړتیاؤو ته متوجه کړم".*


*[سير أعلام النبلاء - (٧/٣٩٣)].*


🌼 🌹 🌼 🌹

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

22 Oct, 07:39


👇👇👇👇👇

https://chat.whatsapp.com/HwGM58zgUypD2maTEYaaE2


*دګروپ محترمو ګډونوالو په دي ګروپ کي به تاسي ته دالحاج مولوي عبدالحنان دیوبندي صاحب تقریرونه نشریژي نشرات تعقیب کړئ اوترنورو مسلمانانو یي هم ورسوی دلینک په نشرولو کي مو همکاري غواړم*

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

22 Oct, 03:34


👆

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

22 Oct, 03:34


شيخ مولوي دين محمد صاحب
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
واټس اپ چينل لينک👇👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/GQweD1m0Rrm8wKHgqPNSEv
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

22 Oct, 03:34


شيخ مولوي دين محمد صاحب
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
واټس اپ چينل لينک👇👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/GQweD1m0Rrm8wKHgqPNSEv
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

21 Oct, 10:42


*ژوند ډیر لنډ دي، ډیرو کسانو سبا لپاره په زرهاوو پلانونه جوړ کړی وو،لیکن سبا ته یی د جنازی اعلان وسوو،څومره به ښه وې له راتګ مخکي د چا ازار مو نه وې اخیسې،دچا زړه مو نه وې مات کړې،څومره به ښه وې چې درپسی وویل سي رب دی جنتونه نصیب کړی نه دا چې ستا ظلم یا ستا بدي خبرې وریاد سي او ساړه اسویلې وباسی او*
*سکوت وکړي،*


🌼 🌹 🌼 🌹

https://chat.whatsapp.com/DNwDaQxw7iO6G4pvcjGPdv

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

19 Oct, 15:59


*🚨 د اسلامي ګروپ په پرېښودلو سره داسي فکر مه کوئ چي انټرنيټ مو بچت کړ يا ورڅخه فارغه سوو؛ بلکي دا فکر وکړئ چي نن مو د خير او هدايت يوه درواﺯه خپل پر مخ وتړله !* 🥹🥹🥹

*🕋 له غفلت څخه راپاڅيږئ او د رحمت په لور ګام پورته کړئ!*



https://chat.whatsapp.com/LvHx08kzTa7CYyJwOyYDY0

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

19 Oct, 11:49


👇👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/LvHx08kzTa7CYyJwOyYDY0

محترمو اوقدرمنو ورڼو زموژ دګروپ دلینک په نشرولو کي همکاري راسره وکړئ الله تعالی دي هر دلینک نشرونکي ته اجرعظیم اوخیر کثیر ورکړي کوښښ وکړئ دالینک ترخپلوملګرو خپلوانو اونورو ګروپانو ورسوئ ترڅو له عظیم ثواب څخه برخمن سئ

https://chat.whatsapp.com/LvHx08kzTa7CYyJwOyYDY0

👆👆👆👆👆

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

16 Oct, 11:18


*رسول اللّٰه ﷺ فرمایلي: 🤍*



*که څوک غواړئ چې دایمان په خوند پوه شي،نوهغه دي یوازې داللّٰه تعالی د رضاءلپاره دمسلمان سره محبت کوي.*


*(مسند احمد۱۰۷۴۹) ++*

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

16 Oct, 09:16


*رسول الله {ﷺ} فرمايلي:*


*هر څوک، چې تل استغفار وايي؛ نو الله تعالی به ورته د هرې ستونزې او غم څخه خلاصون ور پهٔ برخه کړي.*


*📚 ابوداود (۱۵۱۸)*

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

16 Oct, 07:29


*🥰🤲🏽یااللّٰه(ﷻ)☝️🕋*

*ترهغې موسترګې مه پټوه چې ستاتر ڪوره نه یو درغلي اوترهغې مو د قبر په تیارو ڪې مه ایساروه ترڅوچې دې موږ ته بخښه نه وي ڪړې!*

*اللهم آمین یارب*🤲🏻

🥹

🥀❤‍🩹🍂🖤

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

16 Oct, 07:28


*رسول اللّٰه ﷺ فرمایي،*

*هر سړی به د قیامت په ورځ د خپل خیرات او صدقې سوري ته ناست یي،*

*قَالَ رَسُولُ اللّٰه صَلَّى اللّٰه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:*
*كلُّ امرئٍ في ظلِّ صدَقتِه يومَ القيامةِ*

*رواه الإمام أحمد في "المسند" وابن خزيمة وابن حبان والحاكم.*


🖤📿

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

16 Oct, 07:27


*رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی*
*هلاک دې شي د دینار درهم او قیمتي جامو بنده که چېرې ورته ورکړل شي، خوشحاله کیږي، او که نه ورکړل شي ناراضه کېږي*
*(بخاري2886)*
*یعنې هلاک دې شي هغه څوک، چې ټول کار یې مال سره وي که الله سبحانه و تعالی مال ورکړو خوشحاله وي او که یې ورنکړونو ناراضه او خفه وي*


🌼 🌹 🌼 🌹

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

16 Oct, 07:27


پخوانيو علماوو فرمايلي دي:
۱_ د جسم او بدن راحت او هوسايي په لږ خوراک کې ده.
۲_ د نفس او روح راحت او هوسايي په لږ خوب کې ده.
۳_ د زړه راحت او هوسايي په لږه بوختيا کې ده.
۴_ د ژبې راحت او د عزت ساتنه په لږو خبرو کې ده.
📚روائع الادب والحکمة


🌼 🌹 🌼 🌹

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

16 Oct, 07:26


*د دیني علم خپرول صدقه جاریه ده*

*ابن الجوزي رحمه الله فرمايي:*
*که څوک دا خوښوي، چې له مرګ وروسته یې هم عمل ونه درېږي، نو هغه دې (دیني) علم خپور کړي.*

*📚:التذکرة: ۵۵*


🌼 🌹 🌼 🌹

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

16 Oct, 07:26


چکچکی د مسلمانانو کلتور ندي، شریعت ناوړه او مکروه ګڼلی دي،
بالتاسف!
په مکتوبو، پوهنتونو ، د لوبو پر مهال او همداسي د یو غونډی او پرانست غونډي پر مهال او یا د یو چا د تشویق پر مهال اوس دا یو کلتور ګرزیدلي دي.
وکره کل لهو) ای کل لعب وعبث... واستماعه کالرقص والسخریة والتصفیق الخ.. الدر مع الرد ج۶ / ۳۹۵


🌼 🌹 🌼 🌹

ویښه وونکي اوغوره ویناوي

16 Oct, 07:26


نعمت او امتحان:
   امام سلمة بن دينار رحمه الله ویلي: هر هغه نعمت چي تاسو خدای تعالی ته نږدې نه کړي هغه نعمت نه بلکي یو امتحان او مصیبت دی.
(تهذیب الکمال جــ۱۱ صــ۲۵).


🌼 🌹 🌼 🌹

8,153

subscribers

54

photos

2

videos