♥ د اُمت مسلمه اتلان♥ @saqibmalange Channel on Telegram

د اُمت مسلمه اتلان

@saqibmalange


په دی چینل کی به تا سو ته!
‌‌①خونده ور تاریخی کتابونه او معلومات
②اسلامی تاریخ ناولونه او جیدو علماءو بیانات
③خوندوه وری ترانی او ویډیوکانې نشروو.
زموږ ټلکرام چینل سره ملکری شی!
https://t.me/+3Xf6rIQvxfk2Yjhl

رابطه👇
@Saqibmalangjanan

♥ د اُمت مسلمه اتلان ♥ (Pashto)

د داسې چینل لخوا تاسو ته دې تاریخي کتابونو او معلوماتو، اسلامي تاریخ ناولونو او جیدو علماءو بیاناتو، او تراني او ویډیو کانو نشرول کولای شي. زموږ ټلیگرام چینل سره ملکولای شئ! به کولای شئ: https://t.me/+3Xf6rIQvxfk2Yjhl. رابطه: @Saqibmalangjanan

د اُمت مسلمه اتلان

19 Nov, 13:28


‏[ حزب التحریر؛ د ځوان نسل په وجود کې د جهاد او قتال د سپیڅل،،،و احساساتو وژونکی ویروس ده.]✓

د اُمت مسلمه اتلان

18 Nov, 17:02


‏فایل صوتی از طرف ثاقب Malang

د اُمت مسلمه اتلان

18 Nov, 17:00


نوې ترانه
موټربم هم دملا وو وزارت هم ده ملا ده
رهبریت به هم ملا کړي شهادت هم ده ملا ده
سنګر هم دنر ملا وو جنګ چاپې هم پر ملا وي
مدیریت به ده ملا وي ریاست هم ده ملا ده

آواز حافظ شهاب ځدراڼ
شاعر : نعمت لیونی 
نشر مبارز عمري

د اُمت مسلمه اتلان

18 Nov, 07:53


*امت او مقدسات یې*

*اوه پنځوس (۵۷) تش په نوم اسلامي مملکتونه او دوه میلیارده مړۀ مسلمانان ورک دي که چا پیدا کړه ورته ووایاست چې مسجد اقصٰی او مظلوم فلسطین مو په تمه دی.😓*

د اُمت مسلمه اتلان

17 Nov, 15:27


د قسطنطنیې فاتح "سلطان محمد خان فاتح" ته د لښکر امیر وویل: غواړې په کوم طرف لښکر کشي وکړې؟
فاتح  ورته وویل: که زما له ارادې، زما د ږیرې یو ویښته هم خبر شي، هغه به را وشکوم او وبه یې سوزوم، ته خو لا لرې خبره ده.
#راز_ساتنه



🚔🏳️

د اُمت مسلمه اتلان

17 Nov, 11:22


*چې نغاره د الجهاد له قرطبې ولوېده!*

کله چې د سپیڅلي جهاد نغاره، اذان او سرود د قرطبې له منارونو، د اندلس له لوړو څوکو، د فرغانې له کوڅو او د کاشغر له جماتونو ولوېد؛ مونږ د تاریخ یو اوږد پېر یو لوی اسلامي برم وبایلود، تاریخي او ویاړلي خلافتونه تشې افسانې پاتې شوې، نه د ناهیدې چیغو ته معتصم بالله پیدا شو، نه د هند په راجپوتانو محمد ابن قاسم وخوت، نه بل طارق د شاته تګ کښتۍ وسوځلې، نه بل یوسف بن تاشفین د افریقا سوي دښتې طئ کړې، نه بل ایوبي د القدس اوښکې وچې کړې.

مونږ یوه اوږده موده کفري یرغل ومانه، په څو نومونو وتپل شوو، ووژل شوو، تاریخ مو لاندې شو، چیغې مو چا نه اورېدې، سوي کړیکې مو یوازې او یوازې تر مونږ را ګرځېدې، نه معتصم بالله و، نه محمد.

مونږ هغه وخت د جهاد ارزښت درک کړ، په تیکیو کې د پرتو تورو تاوان مو ولید، د پڅو نېزو، دمه شویو آسونو، خوبلنو سترګو او کهاله وجود تاوان مو درک کړ، پوه شوو چې مونږ جهاد ته پیدا یو، نه باید کښېنو، نه له قربانۍ وویریږو نه له دښمن وډار شو او نه مو د سستۍ خوب یوسي.

شاته مو وکتل؛ دښمن مو تورې پر مریو را ايښي وې، پر خولو مو لاسونه ايښودل شوي وه، د الجهاد نعره مو په مرۍ کې سوې بنده پاتې وه، تر ستونې نه را وتل، یا مو پر مریو د پراته لاس زور و، یا مو د کهالت په خوب ویده وجود اثر و.

خو! ښه شوه، څو مېړني را پیدا شول، دا ویده أمت یې بیا را ويښ کړ، د جهاد صفونه یې برابر کړل، د استشهاد مدرسې جوړې شوې، د أمت ځوانان د الاعداد په فریضې بوخت شول، مونږ پخواني برم ته لاړو، هو!
د محمد الفاتح، محمد ابن قاسم، یوسف بن تاشفین، عمر مختار، صلاح الدین ایوبي، طارق ابن زیاد او قتیبه بن مسلم دور ته!

د اُمت مسلمه اتلان

17 Nov, 10:12


نن سلطان القانوني نشته 😭😭😭 سعودي کې نڅاه
(پیغلو او ځوانانو ته د اسلامي
تاریخ له پاڼو فکري تحفه)
لیکوال: انجنیر نقیب الله توحیدیار
لیکنه: یوویشتمه21
د عصر خویندو او ځوانانو موږ داسي یو قدرتمن راج درلود، د اسلامي امت د مشرانو په قوت او زړوتیا اسلامي تاریخ ویاړي او په رنګینو پاڼو لیکل شوي، چې نن هم موږ پري ویاړ کړو، زموږ تاریخ د وینو په قیمت خپل ایسار او غیرت پریښي.

د سلطان سلیمان "القانوني" رحمه الله د پاچاهۍ په وخت کې په فرانسه کې نارینه او ښځې یو له بل سره په محفلونو کې نڅا کوله، کله چې دا خبر سلطان سلیمان"القانوني" رحمه الله عالي مقام ته ورسیده، هغه د فرانسې پاچا ته پیغام واستاوه او داسې یې ورته وویل:
(د فرانسې واکمنه ستاسو په هیواد کې نارینه او ښځې د خلکو په مخ کې په غیږې سره نیسي او په داسې ډول نڅا کوي چې ستاسو په جوړو شویو متعصبو قوانینو کې د شرافت او اخلاقو څخه سر غړونه نده، او دا چې ستاسو هیواد زموږ له هیواد سره پوله لري، نو احتمال شته چې دا سپکاوی زموږ هیواد ته خپور شي،له همدې امله کله چې تاسو زما دا لیک ترلاسه کړئ، تاسو باید سمدستي دا بې عزتي پای ته ورسوئ، که نه نو زه به درشم زه به یې په خپله د تاسو هم دغه د عیش ،حشرت او فحشاء مرکزونه ویجاړ کړم.)

تاریخ پوه "هامر" لیکي: (نڅا په فرانسه کې پوره د 100 سلو کلونو لپاره په فرانسه کې په بشپړه توګه په پټه ترسره کیده)

په دې دوره کې د عثماني ټولنې ټولو غړو د ایمان، جديت او صداقت په روحیه کار کاوه، دا پرمختګ چې د وقار او لیوالتیا څخه ډک وو، نه یوازې د "القانوني" په وخت کې څرګند شو، بلکې د ټولنې په ټولو غړو کې یې څرګند شو. حتی د دولتي ادارو تر ټولو ټیټ رتبه خدمت کوونکو په ګډون.

که سلطان سلیمان "القانوني" د نن مسلمانو هیوادونو حالت لیدلي واې ته نو څه به یې کړي وای؟!!
هغه څه به یې کړي چې تاریخ به داسې ویاړ پري کاوه لکه نن چې پري د اسلامي امت تاریخ ویاړ کوي.

✍️ انجنیر نقیب الله "توحیدیار"
دا لړۍ جریان لري له موږ سره اوسئ...!

د اُمت مسلمه اتلان

17 Nov, 05:41


اســـلامي امــــت یوه کشتې ده، که غفلت، مزې او غلطي یو هم وکړي، ټول بدنام او غرقېږي.

د اُمت مسلمه اتلان

17 Nov, 01:53


نوي نسل ته د پرمختګ نه بلکې د جنګ او جګړي انګېزه ورکړئ، ځګه پرمختګ هوسایې زېږوي، هوسایې شهوت زېږوي، شهوت غلامې زېږوي، خدای مه کړه، یوه پېړۍ ورسته مو اولادونه د عربو په برخلیق اخته نشي.
#راشد

د اُمت مسلمه اتلان

15 Nov, 14:44


‏د جهاد، استشهاد او ایثار قامتونه!
‏علي أنصار

‏مونږ د یوه عظیم خدای جل جلاله بنده ګان یو، د تقوی، دیانت او بصیرت څښتن حضرت محمد صلی الله علیه وسلم أمتیان یو، د اسلام غوندې جامع او کامل دین لرو، د جهاد غوندې سپېڅلی رکن لرو، د استشهاد باب لرو، د اعداد فریضه لرو.

‏مونږ ته خدای ج څومره یو ښه تاریخ را کړی، هغه تاریخ چې هره پاڼه یې زمونږ د مېړنیو په کارنامو او ویاړنو ښکلې ده، تاریخ ور باندې ویاړي.

‏د جهاد مقدسې غیږې کې عمر، علي، حمزه، خالد، مصعب، عکرمه، خبیب او معاویه را لویان شول، د اسلام بڼ یې په خپلو وینو خړوب کړ، د جهاد بوټې یې را زرغونه کړل، د نړۍ تر ګوټ ګوټه یې د اسلام زرینه رڼا ورسول.

‏مونږ له یوه لوی تاريخي پړاوه را تېر شوي یو، داسې مزل چې په یبلو پښو، وچو شونډو، تڼاکو زړونو او ستړي وجود طئ کړ، له اغزنو تارو، سویو دښتو، څېړیو، غرونو او رغو را تېر شوو، پېړۍ پېړۍ مو ووهلې، د تاریخ شهسواران شوو، نوي نسلونو ته مو لویې کارنامې پرېښودې، یو پاک او منظم مسیر مو وټاکه.

‏هو! مونږ د اندلس فاتحین لرو، د غرناطې، قرطبې، کاشغر، فرغانې، هند او سمرقند مېړني لرو، محمد بن قاسم زمونږ ځوان دی، یوسف بن تاشفین، محمد الفاتح، عمر مختار، صلاح الدین ایوبي، قتیبه بن مسلم، بدر مغیره، موسی او طارق بن زیاد زمونږ شهکاران او شهسواران دي، دوی د یوه لوی اسلامي برم ساتونکي او پالونکې دي.

‏ننۍ زرینه پاڼه د خړې حجرې یو خړ پړ طالب ملا محمد عمر را واړول، ټوپک ته یې لاس کړ او د نړېدلي اسلامي برم د اعدې لپاره یې بیا جهاد را پیل کړ، د مېړنیو اسلافو پر قدم لاړ، د جهاد صفوف یې برابر کړل، د عربستان له سویو دښتو یو ستړی مسافر او د ایثار لاروی اسامه بن لادن راغی، د دې وطن په غرونو رغونو وګرځېده، پل په پل یې د جهاد برکات پرېښودل، د ملا محمد عمر مجاهد او اسامه له هر پل یو یو مجاهد وټوکېه، دا د څو تنو صف په لویو لښکرو بدل شو.

‏بلې خوا ته جلال را وټوکېد، جلال د قربانیو جلال، د ایثار جلال، د یوه لوی اسلامي برم جلال.

‏دوی لاړل، خو دا صف یې د منصور، بدرالدین او سراج الدین غوندې مېړنیو ته پرېښود، دا درې د استشهاد نومونه دي، دوی د استشهاد ښکلی بڼ را ودان کړ، استشهاد د بریالیتوبونو راز او د ایثار یوه بله لاره وه.

‏په جزیرة العرب کې ابو مصعب الزرقاوي، اسامه بن لادن او ایمن ظواهري را وټوکېدل، دوی هم لښکرې تیارې کړې، د روان کفري اشغال په وړاندې مظبوط ودرېدل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپېڅلی منهج یې په یرونو وساته، د استشهاد په بټنه یې د کفر ماڼۍ ولړزولې.

‏په وزیرستان کې حکیم الله مسعود را وټوکېده، د غزوة الهند د مېړنیو صف یې را منظم کړ، د یوه سپیڅلي صف اعاده یې وکړل، د یوې پاکې غزا په موخه یې د جهاد رکن را ژوندی کړ.

‏د صلاح الدین ایوبي له را پاتې امانت او مظلوم القدس نه اسماعیل هنیة او یحیی سنوار را وټوکېدل، په صیهونیستي رژیم یې داړې ماتې کړې، د طوفان الاقصی انقلاب یې ژوندی کړ، د مظلومې غزې اوښکې یې پاکې کړې.

‏دې سپیڅلي مزل د استاد یاسر غوندې داعیان لرل، هغوی چې په جراره ژبه یې د حق دفاع او باطل غندنه کوله، زلمي جهاد ته دعوت کړل د کفر له مخونو یې پردې کړې.

‏دا قامتونه لاړل، خو لښکرې یې پاتې دي، ارمانونه یې ژوندي دي، نسلونو ته الګووې شوې، دا بریالي خلګ دي، دوی د یوه لوی اسلامي برم او جلال پالونکې دي.

د اُمت مسلمه اتلان

15 Nov, 09:01


*راتلونکی ځوان نسل داسې تاریخ ته اړتیا لري*
*چې په سرو وینو رنګین وي، مګر نه په سرو خولیو باندې!*

د اُمت مسلمه اتلان

14 Nov, 05:23


څومره مشفق او مهربانه مشران لرو!
د کورنیو چارو وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني نن ورځ پکتیا ته د هغه مقتول د ورثوو لپاره د سفارش په موخه تشریف راوړی و، مګر د زیات عذر با وجود هم د مقتول ورثه راضي نه شول او د قاتل څخه د انتقام غوښتنه یې کوله، چې بالاخره د قصاص حد جاري کړل شو.
خوش بخته یو چې اسلامي نظام لرو او د داسې مشفقو مشرانو تر مشرۍ لاندې ژوند کوو.

د اُمت مسلمه اتلان

14 Nov, 05:23


#عینکې 🕶️

په اسلامي تاریخ کې عباسي خلیفه منصور المستنصر باللّٰه هغه لومړی خلیفه وو چې عینکې یې په سترګو کولی (هغه په ​​1242 میلادي کال کې وفات شو).

د عباسي خلافت دوره د ساینس په تاریخ کې (طلایې دوره) بلل کیږي، نامتو مسلمان ساینسپوه ابن الهیثم په دې وتوانید چې د شیشې اختراع ته ترمیم او جدت ورکړي، د ابنِ الهیثم په دوره کې عباسي خلیفه منصور المستنصر باللّٰه هغه لومړی خلیفه وو چې د سترګو دید له کمیدو وروسته یې عینکې په سترګو کولی دغه موضوع ته د اسلامي نړۍ نامتو مؤرخ امام شمس الدین الذهبي هم پخپل کتاب کې اشاره کړی ده.

#اسلامي__اختراعات

د اُمت مسلمه اتلان

14 Nov, 05:22


جنګ کې زخمي شوو،ملګری ته وویل: چې ګوره درنه پاتې نشم،وړوکی زوي مې ده،ملګری ورته وویل: که شه..یدان کیږو دواړه به یو ځای شه..یدان کیږو،که نیسې مو هم دواړه به یو ځای نیسې خو تا نه ورته پریږدم،ډیر سخت جنګ او بمبار ؤ، یو ځای کې درې مجا..هدینو تک تور سکاره شوو،خو له هغه جنګ رک روغ راووتلو یو سه وخت بعد يې هم هغه شیرین زوی چې زخمي حالاتو کې یادولو، همداسې بې اسرې پریښودل،خپل يې الله پاک سره سودا وکړه،او استشه..ادي عملیات یې وکړل، ګورئ یارانو وينې به نه خرڅوو!

د اُمت مسلمه اتلان

12 Nov, 08:18


*الــجِهَادُ كَالصَّلَاةِ ..*
*تَبْدَأُ المَعْرَكَةُ*
*بِالتَّكْبِيرِ،، وَتُخْتَمُ بِالشَّهَادَة"*

*جہـــاد په شان د لمونځ دی چی د تکبیر نه شورع کیګی او په شهادت ختمیګی*

د اُمت مسلمه اتلان

12 Nov, 03:11


چا وګټله!
رجال حقیقون هغه خلک چې ددنیا د زیب اوذینت نه غافل و یوازې دآخرت فکر اخیستي وو
دالله ﷻپاکه مقدسه اوسپیڅلي مینه یې له ماشومتوب څخه په وینه کې ګډه شوې وه هغه تنکي او نوي سپړیدلي ګل غوټې چې له الهي عشق څخه سیرابه کیدلې او د دارالبقا لپاره یې خپل فکرونه له وړوکوالي څخه ددغه مقدس عشق په دیني اوعقیدتي ریکارډونو طهرو کړي وو
هوکې؛ وګټله هغه خلکو چې دنیاوي ژوند ورته لکه خوب معلومیده او مړاوې ګرځیدل پداسې حال کې چې ددین اوناموس د دفاع لپاره دځمکې پرسره ګرځیدل خو روحً په الهې مینه کې آن ترعقبا تللې وو زړونه یې یواځې دپرودګار د مینې عشق او هوس څخه ډک وو چاچې الهي فرمانونه اوحکمونه خپل منهج اولاره ګرځولې وه اوپه خپل منځني اړیکو کې یې داصحاب صوفه صفات خپل کړي وو هوکې هم دوې کامیاب شول چاچې دطاغوت زړونه وچول او ددوی په ککریو یې لوبې وکړې چاچې خپل نازنین ګلورین بدنونه اوځوانۍ دبارودو په لمبو کې لولپه کړې او مونږ مسلمانانو ته یې یوآرامه سپیڅلی شرعي محمدي نظام راوست دا د دارالفنا څخه د دارالبقا په لور کوچیدلي ځوانان فدایان وو

د اُمت مسلمه اتلان

11 Nov, 10:58


اشبیلیه د #أندلس ناوې، هغه سلب شوی ملغلره ده چې د دې ستر او حیرانوونکي ښایست لپاره لفظونه نشته چې د دې د ښایست تعبیر دې وکړي
دا اسلامي شهکارونه او اثار د یو متمدن ، فاتح او میړني قوم تاریخ او یادونه په خپلې سینې کې د ځان سره لري.

#أندلس_الحبيبة

د اُمت مسلمه اتلان

10 Nov, 05:44


#اسلامي_امت_اتلان

تاسو به د لیبیا 🇱🇾 (صحرایې زمرﺉ) عمر مختار نوم اروېدلی وي، نن د (تنزانیا) هیواد زمرﺉ هم وپېژنۍ!!!

#البشیر_بن_سالم_الحارثی چې د (ابو شیری) په لقب باندی مشهور وو، د افریقا په ختېځ هیواد (تنزانیا) کی هغه مالداره تاجِر او اتل مجاهد وو چې په ١٨٨٨ میلادي کال باندي یې د جرمنی اشغالګرو په ضد جهادی مبارزه پیل کړه ، د #ابو_شیرې په قومنده کی شل زره افریقې مجاهدینو او قبایلو په درسته تنزانیا کی د جرمن اشغالګرو په ضد چرېکی بریدونه پیل کړل،

لومړﺉ ځل ددغه قهرمان په قومنده کی عرب مجاهدینو د جرمن په تجارتی او عسکری اهدافو باندي ډلییزه فدایې بریدونه وکړل د یؤ نیم کال په تونده مبارزه کی یې په بیلابیلو چریکې بریدونو کی زرګونه جرمنیان اشغالګر ټپیان او جهنم ته واصل کړل

بالاخره په ١٨٨٩ میلادي کال د دسمبر میاشتی په دوولسمه نیټه باندي دغه عظیم مجاهد د داخلې جاسوسانو په مرسته ژوندﺉ ونېول شو ، له درۍ ورځې سخت تعذیب او شکنجو وروسته اشغالګرو دغه اتل کمانډر #ابو_شیرې هم د شهید عمر مختار غوندې په عام محضر کی اعدام کړل شو ۔
#تقبله #اللّٰه
**
لېکنه: ( عادل)

د اُمت مسلمه اتلان

26 Oct, 14:57


*بدر؛ د بدر د غزا لاروی!*
*عبدالرحیم راشد*

شهادت هغه لوړ مقام دی، چي اسلامي امت ته له پیغمبرانو را پاتي دی او زموږ خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې هم تل غوښتنه کول او دا یې تمنا وه چي د الله تعالی په دې سپېڅلې لار ( جهاد) کي ټوک – ټوک او د شهادت جام نوش کړي.

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم یارانو هم دې مقام ته د رسېدو لپاره ډېرې ستړياوي او زحمتونه ګاللي دي، چي زیات شمېر ملګري یې الله تعالی په دې لوی انعام نازولي او د حورو مېلمانه کړي دي.

چي له حضرت سمیې او یاسر رضي الله عنهما څخه دا لړۍ پیل بیا به د قیامته تر ورځي دوام کوي او د اسلام مبارک دین پتنګان به دې شمعي باندې ځانونه لولپه کوي او د خپلې حقیقي میني پور به ادا کوي.

زموږ د ګران او ځورېدلي هیواد بې شمېر پنتګان ددې کاروان مله پاتي سوي او تېر شل کلن جهادي بهیر کې خو داسي مېړني د بریا دې قافلې سره یوځای سوي، چي ټوله نړۍ یې غیرت او زړه وړتیا ته ګوته په غاښ دي.

دا څرګند حقیقت دی، چي د محبوب لخوا ګلورینه ډالۍ خپل نازولي معشوق ته ساتل کيږي، چي د وخت په را رسېدو سره به ورکول کیږي، چي له همدې ډلې او د جهادي صف اتل مجاهد ښاغلی انجینر حکمت الله هم دی، چي مشهور په سیف الله وو او فرهنګي ډګر کې بیا ملګرو په «جواد بدر» باله.

شهید جواد بدر تقبله الله هغه مېړنی مجاهد وو، چي د ځواني په راټوکېدو د حق د مسیر لاروی سو او د دې لارې قوي پلوی تر وروستیو سلګیو پوري پاتي سو، چي نه د ملګرو فراق، نه د خپلوانو بېلتون او نه هم د ژوند ستړیاوو انحراف ته اړ کړ.

الله تعالی شهید بدر په دنیا کې په جنتي اوصافو نازولی وو، چې په نېکو اخلاقو، غوره چلند او نرمه مسکا یې له ملګرو زړونه ګټلي وو او مجلس کې یې چوپتیا بیا نوره ښکلا هم وربخښلې وه.

د شهید بدر یواځینۍ هېله دا وه، چي له خپلو تللیو بریالیو اسشتهادي ملګرو د کاروان سره یوځای سي، چي رب العزت جل جلاله بالآخره د امتحانونو دې دور کي خپل دې لوی ارمان ته ورسوی، چي ۱۴۴۶ سپوږمیز کال د ربیع الثاني په ۱۷مه نېته غور ولایت کي د خوارجو سره په مخامخ عملیاتو کي د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. ( نحسبه کذالک والله حسیبه).


انا لله وانا الیه راجعون

د اُمت مسلمه اتلان

26 Oct, 14:53


*د اموي، عباسي او عثماني خلافت پر مهال د خوارجو موجودیت*
*ضیاء بری*

د خوارجو ظهور؛ د حضرت علي رضی الله عنه او حضرت معاویه بن ابي سفیان رضی الله عنه تر منځ د صفین جګړې ( ٣٧هـ / ٦٥٧م ) کال پر مهال پیل شو.

کله چې د جګړې په پای کې، د حضرت علي کرم الله وجهه او معاویه رضی الله عنه تر منځ د تحکیم (مذاکرې) پرېکړه وشوه، یوه ډله خلک د حضرت علي کرم الله وجهه له پوځ څخه جلا شول او د دوی دواړو تحکیم یې غیر اسلامي وباله؛ دوی دا نظر درلود، چې یوازې الله جل جلاله د قضاوت حق لري او د انسانانو تر منځ تحکیم کول د الله جل جلاله د حاکمیت خلاف دي، ځکه خو یې د "لا حکم الا لله" شعار ور کړ.

دا ډله د "خوارج" په نوم مشهوره شوه (خوارج د "خروج" څخه اخیستل شوی، چې د بغاوت او جلا کېدو مانا لري، وروسته یې د حضرت علي کرم الله وجهه او معاویه رضی الله عنه په خلاف دریځ غوره کړ، دوی په دې نظر وو چې هر هغه چا چې د تحکیم له پرېکړې سره موافقه کړې، کافر دی او له اسلام څخه وتلی دی.

دوی د خپلواک حکومت جوړولو هڅه وکړه او په عراق، فارس او نورو سیمو کې یې وسله‌وال بغاوتونه پیل کړل؛ حضرت علي کرم الله وجهه د دوی له بغاوتونو سره مخ شو او په نهایت کې یې د خوارجو پر ضد نظامي عملیات پیل کړل.

په ٣٨م هجري کال کې، د نهروان په سیمه کې، د خوارجو یوه لویه ډله راټوله شوه، حضرت علي کرم الله وجهه د هغوی پر وړاندې جګړه وکړه، چې د نهروان جګړې په نوم سره یادیږي؛ په دې جګړه کې ډېری خوارج ووژل شول او فتنه یې تر یوې اندازې کنټرول شوه، خو پاتې کسانو یې بیا وروسته په کوچنیو ډلو کې فعالیت ته دوام ورکړ.

حضرت علي کرم الله وجهه د خوارجو لومړني بغاوتونه ځپلي وو، خو خوارج په بشپړ ډول له منځه نه و تللي؛ دوی په اموي خلافت کې هم فعالیت وکړ او د اموي واکمنانو پر وړاندې یې سخت مخالفت درلود.

د یاد خلافت پر مهال، خوارجو څو ځله په مختلفو سیمو کې د اموي خلیفه‌ګانو پر ضد بغاوتونه وکړل، په ځانګړې توګه د عراق، فارس او جزیره په سیمو کې؛ د دوی د بغاوتونو اصلي دلیل دا و، چې اموي واکمنان یې ظالمان او د اسلام له حقیقي روحیې څخه منحرف ګڼل.

خوارج په ځانګړې توګه د اموي خلیفه عبدالمَلِک بن مروان او حجاج بن یوسف په وخت کې ډېر فعاله و، حجاج بن یوسف؛ چې د اموي واکمنۍ لپاره یو مهم والي او قوماندان و، څو ځله یې د خوارجو په وړاندې سختې جګړې وکړې او د دوی بغاوتونه یې سخت وځپل.

د عباسي خلافت په لومړیو کلونو کې هم خوارج فعال پاتې شول، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې؛ دوی د عباسي واکمنانو پر ضد بغاوتونه پیل کړل او د اسلامي خلافت ثبات ته یې جدي ګواښ پېښ کړ.

عباسي خلیفه‌ګانو کوښښ کاوه چې د خوارجو د یاغي ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي او د دوی بغاوتونه ختم کړي، خو خوارج تر اوږدې مودې پورې یوه جدي او ګواښوونکې ستونزه پاتې شوه، هغه مهال یې په عراق، جزیرةالعرب، یمن، فارس او شمالي افریقا کې د مسلمانانو په وړاندې څو څو ځله بغاوتونه وکړل.

د عثماني خلافت پر مهال؛ خوارج په هغه بڼه چې د لومړیو اسلامي پېړیو په جریان کې یې فعالیت درلود، نه وه موجود؛ ځکه د وخت په تېرېدو سره د دوی سیاسي او پوځي ځواک کم شو او په اسلامي نړۍ کې یې نفوذ ډېر محدود پاتې شو.

دوی د یاد خلافت پر مهال؛ د یوې مهمې سیاسي ډلې په توګه خپل اهمیت له لاسه ورکړی و، په دې دوره کې اصلي مذهبي او سیاسي ننګونې د سني-شیعه شخړو، صفوي- عثماني رقابتونو او داخلي اصلاحاتو او تجدد غوښتنو په اړه وې؛ نه د خوارجو د فتنې په څېر مسایلو.

خوارجو ته نږدې ډلې یا د هغوی په څېر فکر لرونکي خلک کېدای شي، په لرې پرتو یا کوچنیو ټولنو کې شتون درلود، خو د عثماني خلافت په لویه سیاسي او مذهبي جغرافیه کې یې د پام وړ رول نه درلود.

د اُمت مسلمه اتلان

26 Oct, 14:49


جهاد!
بهترين سیاحت، تفرېح، چکر او تر ټولو خوښ عمل د رب تعالی ج په نزد جهاد بلل کيږي.
يوه صحابي رض تعالی عنه نبي ع څخه وپوښتل چې اجازه راکړه زه چکر يا په تفریح لاړشم او منظره وکړم نو جناب نبي ع ورته وفرمایل:
فَقالَ النبيُّ ﷺ: إنَّ سِياحةَ أُمَّتي الجِهادُ في سبيلِ اللَّهِ.رواه البخاري.
ژباړه:
تفرېح، سياحت يا چکر زما د امت لپاره هغه د الله ج په لار کې جهاد کول دي.
نو الله تعالی دې له مونږ څخه واقعي مجاهدين جوړ کړي🤲

د اُمت مسلمه اتلان

23 Oct, 08:13


شیخ صیب چې د اول ځل لپاره وړه دوره شروع کړه نو تر ۱۰۰ زیاتو طلباء ورسره شرکت کړی وه، ددې وړاندی یې د فنونو درس کولو چې په درس کې به یې په سلګونو طلباء شرکت کولو.
د وړی دوری په پیل کیدو سره یې د حدیثو د درس یو نوم وځلیدو چې هر کال به شاګردان دو چنده کیدل، بالاخره کال ۱۴۴۰ هـق کې چې د شاګردانو تعداد تر ۴۰۰ رسیدل.

بیا په کال ۱۴۴۱ هـق کې جامعه زبیریه کې تعداد ۸۰۰ تنو ته ورسیدو.
بیا په کال ۱۴۴۲هـق کې جامعه زبیریه کې تعداد ۱۵۰۰ تنو ته ورسیدو.
بیا په کال ۱۴۴۳ هـق کې جامعه زبیریه کې تعداد ۱۸۰۰ تنو ته رسیدلی وه.
او په کال ۱۴۴۴هـق کې کابل جامعه محمدیه کې تعداد ۲۴۰۰ ته رسیدل او دا د علم ډیوه خپ شوه.

یقیناً چې لویه هستي وه!تقبله الله.

د اُمت مسلمه اتلان

19 Oct, 01:44


*‏د فلسطین د اسلامي غورځنگ (حماس) د سیاسي مشر یحیی السنوار د شهادت په اړه د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د تعزيت پیغام*
حامدا و مصلیا امابعد:
قال الله تعالی:
اعوذ بالله من الشیطن الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عٰهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضٰى نَحْبَهُۥ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : ۲۳
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د حماس اسلامي غورځنګ مشر یحیی ابراهیم حسن السنوار د اسرائیلي صهیونیستي اشغالګرو په یوه حمله کې په شهادت رسیدلی.
إنالله و إنا إليه راجعون
د الله تعالی په لاره کې شهادت د هر مسلمان بیا په تېره د جنګیدونکي مجاهد ستر ارمان وي، موږ د اتل مجاهد ورور، یحیی سنوار د شهادت له امله د حماس اسلامي تنظیم، ټولو مجاهدینو او خصوصا د فلسطین مظلوم او مجاهدو خلکو ته تسلیت وایو.
الله تعالی دې د مرحوم سنوار شهادت قبول کړي، کورنۍ، ټولو دوستانو او متعلقینو ته دې یې جمیل صبر او جزیل اجر ورکړي.
اسرائیلي اشغالګر باید هیره نه کړي چې د مجاهدو مشرانو شهادتونه به لا هم د دښمن په وړاندې جهادي مبارزه تونده او څو برابره تقویه

د اُمت مسلمه اتلان

18 Oct, 15:28


‏د اقصی شهيد
قاري عبدالستار سعید

څه په خاورو خړ، څه سور په وينو، څه زېبا شهيد
راشئ نندارې ته، راشئ وکسئ د اقصی شهيد
دا اوس د أحد که د یرموک ګردو وهلی دی
دا اوس عکرمه دی، که مصعب یا مثنی شهيد
ته وا که حمزه دی، چا وهلی په نېزه باندې
ته وا که حسین دی، چا راکښلی په بيديا شهيد
تشه چانټه غاړه کې، وروستی ګرنېټ لمن کې پروت
ښکاري جنګيدلی، ښه په خرپ، تر وروستۍ سا شهيد
سرې وينې په سپينو ویښتو، څه ژور چيلنج لري
ټولو شازلميو د امت ته، دا بابا شهيد
غږ مه لرئ، پريږدئ، آرام وکړي، ځکه دا سړی
ټول عمر بې خوبه و، ټوک ټوک و له ستړیا شهيد
اوښکې مو کړئ پاکې او سلګۍ مو در ایساري کړئ
ټول ویاړ او غرور دی، خدایګو نه دی د عزا شهيد
تاسو خو یې سم د خريدار په سترګو و ځیرئ
څه معنادار پروت دی، څه پرتم دی څه ښکلا شهید
سره کفار ترې تاو او دی خرام لکه ټپي زمری
ما ته یې رایاد کړ، ها سرلوړی داد الله شهيد
اوس يې که ناڅاپه، باڼه ورپېد نو ګورئ بیا
تېښته د بې ننګو، په لړزه به کړي دنيا شهيد
نه دی د جفا، د بې ننګۍ ، یا د سپېتانې مړ
سراسر غیرت دی، د عزت او د وفا شهيد
پُو یې کړه، د مړه امت رګو کې د جهاد روحيه
چا ویل چې مړ دی، دا ژوندی دا مسيحا شهيد
لاس که دې سعيده، د خدای در ته لوړول وایه!
ربه! شهادت راکړې په شانې د يحيا شهيد

تقبله الله
۱۵/ربيع الثاني/ ۱۴۴۶
د جمعې مبارکې سهار
‎#يحيى_السنوار
‎#يحيى_السنوار_بطل_الأمة

د اُمت مسلمه اتلان

17 Oct, 03:18


جهاد ولي دومره مهم ده په اسلام کي
ځکه همدغه د جهاد برکت وو چي صحابه کرامو (رض) پر نیمه نړۍ خپل اسلامي حکومت کاوه ، کله چي مسلمانانو جهاد پریښودی الله پاک ﷻ خوار او ذلیله کړل😓

د اُمت مسلمه اتلان

14 Oct, 11:08


#عمر_بن_عبدالعزیز❤️
د وابق پۀ مسجد کې ډېر بنو اميه پدې تمه ناست ؤ چې ګوندې د سليمان بن عبد الملک وروسته به ورته د خلافت چارې وسپارل شي.رجاء بن حيوه ليک پرانيست، د عمر بن عبد العزيز نوم يې واخيست. هغه پۀ مجلس کې ناست ؤ. رنګ يې زيړ شو ويې ويل [انا لله وانا اليه راجعون]د امت مسؤليت وژړاوۀ. خلکو ورته لۀ دربار نه غوره اسونه راوستل، ويې ويل [زما لپاره خپله کچره بس دی.] چا ورته وويل:
د خلافت ماڼۍ کې مو درته ځای جوړ کړی دی.
ويې ويل: هلته د سليمان کورنۍ ده، زۀ خپلې خېمې ته ځم.
مسلمه بن عبد الملک خپلې خور فاطمه بن عبد الملک (عمر بن عبد العزيز ميرمنې) ته وويل: ستا خاوند د وخت خليفه دی. زړې جامې يې هر وخت پر تن وي. لږ غم يې کوه.
ويې ويل هغه نورې جامې نلري.
بنو اميه يې ترور ته راغلل، ويې ويل: د مروان لورې، ستا ورارۀ عمر بن عبد العزيز لۀ مونږ نه د کلونو دولتي ځمکې واخيستې او پۀ خلکو يې وويشلې. ترور يې ورغله،نا هيلې راغله ويې ويل:
تاسو عبد العزيز ته د عمر فاروق لمسۍ کړې وه او د هغې لۀ نسه عمر بن عبد العزيز وشو، دا چې د لوی فاروق لمسی دی، يوازې د عدالت تمه ترې کولی شئ او د نور څۀ نۀ.
د تاريخ لۀ پاڼو...
#اونن_زموږه_حال_وګوره😭

د اُمت مسلمه اتلان

14 Oct, 01:38


نه یې ترشاه رنګینې ماڼۍ پریښوې.
او نه یې بانکي حسابونه درلودل.
نه یې کورنیو ته عصري ژوند غوره کړ او نه اروپا او نورو هیوادونو ته اولادونه ولیږل.
نه یې عزمونه متزلزل شول او نه یې د نړۍ فشارونو ته سرونه ټیټ شول.
د خدای تعالی ددین او ګران هیواد خپلواکۍ لپاره تر تر هغو وجنګدل ترکومه یې چې رګونو کې وینه چلیده.

رحمهم الله

د اُمت مسلمه اتلان

14 Oct, 01:36


‏د شهادت یې څه باندي ۱۳ کاله پوره شول،لا یې هم د لارویانو پر زړو ژور زخم پروت ده،هغه ټپ چې نه به یې داغونه جوړ شي او نه به یې د حافظ صیب په مقابل کې مینه کمزوري شي.
نالیدلی ده خو دعا کې لکه مور او پلار تل راته یاد وي.🥹

*تقبله الله وجعل الجنة مثواه*

د اُمت مسلمه اتلان

12 Oct, 10:40


‏هغه به ویل؛ شهیدان مه هېروئ، یتیمان یې مه هېروئ، بوره مور یې وساتئ، بندیان مه هېروئ، د استشهادیانو ارمانونه وساتئ!

کاش له مونږه داسې ژر نه وای کوچېدلی! 😓

د اُمت مسلمه اتلان

12 Oct, 03:20


امیر المؤمنین ته نا مناسب الفاظ استعمالوی
عبدالغفار جُبیر
په اسلامي فقه کي (استخفاف) یا توهین یا سپک ګڼل د شعائر الله یا د علماء دا خپل بحث لري، شعائر الله یا علماء سپک ګڼل دا د اسلام د دائرې څخه وتل دي ، نو عام مسلمانان باید په دې پوه سي چي د یوه عالم توهین دومري ګناه لري نو کله چي امیر المؤمنین حفظه الله و رعاه سپک وګڼل سي، یا نا مناسب الفاظ ورته وویل سي دا ناجائز دي، داسي کسان ګناهکاره او فاسقان دي او شرعي محکمه کولای سي چي داسي کسان مجازات کړي.
امیر المؤمنین حفظه الله و رعاه صرف د افغانستان د مسلمانانو امیر نه دی بلکي د ډېرو هیوادونو مسلمانانو ورسره بیعت کړیدی، هغه څوک چي هغه پېژني هغوی ته معلومیږي چي امیر المؤمنین حفظه الله ورعاه څومري تقوا ، زهد، علم، اخلاص ، د اولس سره خواخوږي، او شجاعت لري، زه مطمئن یم چي داسی وخت به راسي چي له هیواد څخه به د مالیې اخیستل محدود او لږ سي، هم د دیني علم او هم د عصري علم ستر مرکزونه به ولرو او د ښه اقتصاد، پرمختګ او ټکنالوجۍ خاوندان به سو. ان شاء الله
و علماء ته د علم له کبله استهزاء کول یا تحقیرول دا کفر دی او که د علم له کبله نه وي دا کفر نه دی خو دغه کس فاسق او ګناهکاره دی :
و لو قال للفقیه: (دانشمندک)، ان لم یکن قصده الاستخفاف بالدین لا یکفره و ان کان یکفر. (خلاصة الفتاوی: ۴ ص: ۳۸۸) سباب المسلم فسوق. رواه مسلم: ۱/ ۵۸
و کل من ارتکب منکراَ أو أری مسلما بغیر حق بقول أو فعل أو اشارة یلزمه التعزیز. (الشامی: ۳/ ۲۵۵)

د اُمت مسلمه اتلان

11 Oct, 14:15


خپلو اولادونو ته یې ور زده کړئ چې:
اقصی، اندلس، کاشغر، اویغور، بوسنیا او... زموږ دي.
ور زده کړئ چې:
صلاح الدین ایوبي، علي بن سفیان، محمد بن قاسم، قتیبه ابن مسلم، طارق بن زیاد، موسی ابن نصیر، محمد الفاتح رحمهم الله او په سلګونو داسې نور زموږ حقیقي اتلان دي.
دا ور زده کړئ چې:
ډیموکراسي، کمونیزم، سوسياليزم، سيکولريزم، لېبراليزم، جمهوریت، فدرالیزم، مارکسیزم، روافض او نور نه زموږ دي نه موږ د دوی یو.
ور زده کړئ چې:
الراشدة، أموي، عباسي، عثماني زموږ خلافتونه وو. خوارزمي،ایوبي، سلجوقي، غزنوي، زنګي، ممالیک، او نور زموږ سلطنتونه وو.
د دې امت د بچیانو دا حق دی چې پورته یاد شوي مسائل ور زده کړای شي!
خو متأسفانه اوس هم موږ داسې ځوانان حتی لرو چې یاد شیان یې ندي زده!!

#مبارز_عمري

د اُمت مسلمه اتلان

10 Oct, 10:22


*‏هغه شهيد حافظ بدر الدين تقبله الله*
*د ګردی نړۍ هر ډول کــ,ــفری فـ.ــرعوني او مغرور قوتونه یی نیست او نابود کړل*

❣️
🩷

د اُمت مسلمه اتلان

09 Oct, 16:06


دې اُمت په هر زمان کې د خپل دین د بقآء په خاطر داسې قربانۍ پېش کړي چې د باطلو ادیانو لارویان به ورځ او شپه په همدې فکر کې وو چې هغه کوم قوت او طاقت دی چې دوی یې د خپل دین لپاره لیوني ګرځولي.
آیا انسان دومره قرباني ورکولی شي د خپلې عقیدې لپاره؟
همدا سبب وو چې باطل پرستو به وار په وار له خپلو عقیدو تیریدل او اسلام به یې د تل لپاره قبول کړ.
د دې عصر مؤمن شازلمي استشهادیان چې د مرګ په لیدو هم د هغوی پر شونډو مسکا غوړیدلي وي څوک ویلی شي چې دا بغیر له الهي عشق څخه کوم نور څه دي. فتح شته خو فاتحین نشته روحونه دې ښاد وي یاد دې تل پاتې وي!

د اُمت مسلمه اتلان

09 Oct, 13:25


سلطان نورالدین زنګی

د اسلامي نړۍ په افق کې یو نوی ستوری را وخوت له کومه ځایه چې یې هیله نه کیده دا د موصل زنګي کورنۍ وه،چې دوه غړیو یې عماد الدین زنګي او د هغه زوی نورالدین زنګي صلیبیانو ته پرله پسې ماتې ورکړې چې له بیت المقدس پرته نورې ټولې سیمې یې له صلیبیانو پاکې کړې.
مؤرخ ابن الأثیر جوزي د نورالدین زنګي په اړه په خپل کتاب(تاریخ الکامل)کې لیکلي دي : ما د تیرو شاهانو ژوند او حالات لوستي دي،د راشده خلفاوو او عمر بن عبدالعزیز وروسته له نورالدین زنګي نه د غوره سیرت څښتن او له هغه ډیر عادل پاچا زما له نظره تیر شوی ندی.
✍🏻ابوالحسن علي الندوي رحمه الله

د اُمت مسلمه اتلان

09 Oct, 05:00


د ازادۍ اتلان
مسکا په خوله خپره او له يو جهان هيلو څخه جوړه مجسمه د هغو اتلانو خاصيت دی چې د مسلمه امت او ګران هېواد د ازادۍ لپاره يې آن په شیرین ځان پورې باروت وتړل او د يرغلګرو په پوځونو يې تندريزې حملې ترسره کړې.
ای کاش! چې زموږ ټولو ځلميو هغه احساس درلودای چې يوه استشهادي به په تنکۍ ځوانۍ کې درلود او کاش چې هغه ستړيا زموږ غوليدلو ځلميو د استشهاديانو په څېر له اسلام څخه په ځاريدنه کې تېره کړې وای کومه چې دوی پرديو يرغلګرو ته په چوپړ او د خپل ولس په وژلو کې تېره کړه.
موږ اوس هم له پرديو دومره په تکليف نه يو لکه څومره چې د خپلو بدفکره ځوانانو ضدي او اسلام ضد تبليغاتو څخه په تنګ يو.
دوی په دې فکر چې ګواکې په سمه لاره روان دي د خپل ولس د ځورولو او په خپل هېواد کې د حاکم شرعي نظام په خلاف پروپاګند کولو کې اوس ښه مهارت پيدا کړی دی.
آيا دوی له لږ سوچ څخه کار نه اخلي ؟

د اُمت مسلمه اتلان

07 Oct, 04:30


‏هغه به ویل؛ شهیدان مه هېروئ، یتیمان یې مه هېروئ، بوره مور یې وساتئ، بندیان مه هېروئ، د استشهادیانو ارمانونه وساتئ!

کاش له مونږه داسې ژر نه وای کوچېدلی! 😓

د اُمت مسلمه اتلان

07 Oct, 03:52


د روما په چوک کې د صلاح الدین ایوبی د کلا له سر څخه لیدونه او د سلطان حسن او رفیع جوماتونه او همدارنګه د محمودیه جومات منار ښیې - قاهره 1930

د اُمت مسلمه اتلان

06 Oct, 17:14


د غازي داستان❤️

د غازي داستان هم د اسلام د لومړنيو پېړيو د يوه غازي د ژوند داستان دى چې له كوفې څخه را پاڅي كله په منځنۍ آسيا كې او كله په اندلس كې د اسلام د سر لوړۍ او د انسان د سوكالۍ لپاره سرګردانه دى

3,137

subscribers

420

photos

110

videos